د ارګ تاریخ د نوي کتاب لپاره په پام کې و چې د افغانستان له جمهور ریس محمد اشرف غني، مخکیني جمهور ریس حامد کرزي او حضرت صبغت الله مجددي سره ځانګړې مرکې ولرو۔ د مرکې لپاره د حضرت صاحب شرط دا و چې هر څه وایي ټولې خبرې به یې په کتاب کې خپریږي ۔ د مرکې لپاره د دوی خبرې مې د هغه ارواښاد د زوی داکتر نجیب الله مجددي له خولې واوریدلې، زیاتره یې ارزښتمنې او نوې وې خو کتاب یوازې د ارګ باره کې و نه مې شوای کولی هغه خبرې چې د کتاب له موضوع څخه بهر دي په کتاب کې راوړم ۔ نو دغه معلومات مې د یو بل تاریخي کتاب لپاره ثبت کړل ۔ دلته په دې اړه له پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره مرکه خپروم:
د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزی له اعلیحضرت محمد ظاهرشاه وروسته لومړنی افغان واکمن دی چې په ارګ کې یې تر نورو ډیر وخت تیر کړی، کله چې د افغان ولسمشر په توګه ارګ ته ننوت ارګ د تنظیمي جګړو له وجې په کنډواله بدل شوی و، د ده د واکمني په کلونو کې د ارګ ډیرې برخې بیا و رغول شوې . د ارګ تاریخ د نوي کتاب لپاره مې د ۱۳۹۵ کال د کب په پنځمه نیټه ورسره مرکه کړې چې ستاسې مخې ته یې ږدم.
په هیات کې د هغوی رئیس د شورا او او وزیر داخله و، په کابل کې هغه وخت بل ځای نه و چې دا هیات هلته بوځو؛ نو د ارګ حرمسرای ته مو بوتلل.
هغه وخت په تاجیکستان کې اشوب و او ګډوډي وې؛ نو صبور فرید هم راسره ارګ کې یو ځای سو. مېلمانه مو په حرمسرای کې ځای پر ځای کړل.
زه او صبور فرید بېرته را ښکته سوو؛ نو په دا صوف کې چې له حرمسرای څخه د ارګ محوطې ته راوځي، [د حرمسرای سرپټې دروازه] دلته راروان وو. د خدای پاماني په وخت کې صبور فرید راته ویل:
– کرزی صاحب چقه تبلیغ میشد، که اینجا هر چیزیش طلایی است؟ تشنابهایش لاجورد است؟ که چی است، که چی است!!؟؟
پشت پاچا چقدر دروغ ګفته شد. خدا میداند که پشت ما چی بګوید؟!
دا ماته ډېره جالبه وه. ویل یې دا خو عادي ځای و. دا خو داسې خاص ځای نه و، دا خو په دنیا کې چې هر کور ته ورسې داسې ځایونه سته، بیا نو موږ ارګ ته تلو راتلو، داسې خاص څه نه و.
سحر:
– هغه وخت چې تاسې اول ځل ارګ ته راغلاست ارګ جوړ و، که زیانمن شوی و؟
کرزی:
– ارګ جوړ و. د هغه وخت څخه چې له اعلیحضرت او داوود خان څخه پاتې و، خلق و پرچم هغه سهي ساتلي و. د هغوی دا کمال و چې هیڅ شی نه و شورېدلي، هر څه سره ځای پر ځای و.
بیا هلته چور شروع سو، غالۍ ځینې ولاړې، ښه شیان ځیني ولاړل. هر څوک چې به هلته ورغی، شیان به یې ځینې اېستل. زاړه شیان به یي ځینې اېستل؛ پهدې نامه چې دا زاړه دي نوي راوړو، تاریخي او اساسي شیان به یې اېستل.
نو د ارګ چور و چپاول د مجاهدینو په شپو کې شروع سو.
که دې په یاد وي له امانالله خان څخه رانیولې، تر سلطان محمود غزنوي، میرویس نیکه، احمدشاه بابا، تر فیض محمد کاتب، ایوب خان، میرمسجدي خان دا ټول مشران مو رسم کړل او په سلامخانه کې مو وځړول.
نور دا شیان جوړ سول، دا د مهماندارۍ لوشي مو پیدا کړل. بیا مو هغه لوښي چې له پخوا څخه پاتي وو، را پیدا کړل او خاص مېلمه به چې راغی؛ بیا به مو دا پخواني لوښي ورته اېښودل.
نو دې شیانو ته مو توجه وکړه تر دغه ځایه پورې چې درې څلور کاله پر دې اخته وو. دا آسانه کار نه و؛ ډېر مشکل کار و؛ خو مرسته هم راسره وه.
هغه خویندې او وروڼه چې هوري راتلل او کار یې راسره کاوه، ډېره مرسته یې راسره کوله.
بیا مو د ارګ بهرني ماحول ته توجه وکړه. سړکان یې که دې په یاد وي ډېر خراب وو، ډمبر وو، بیا مو د ډبرې کار پکښي شروع کړ. بیا مو دا ګودامونه اېسته کړل. اول مو پوښتنه وکړه چې دا ګودامونه تاریخي ارزښت لري که یه؟
چا راته وویل چې دا تاریخي ارزښت نهلري، پنځوس شپېته کاله کېږي چې جوړ سوي دي، ډېر بد ښکاره کېدل.
د دې ګلخانې څنګ ته، دا اوس چې د تشریفاتو میدان دی دلته وو؛ دا ګودامونه مو لېرې کړل.
د خانم اعتمادي[د جمهوري ریاست د دفتر ریاست پخوانۍ لومړۍ مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي] رامیکا[د جمهوري ریاست د ساتنې او څارنې ریاست سلاکاره رامیکا احمد] او خرم صاحب [د جمهوري ریاست د فتر پخوانی ریس عبدالکریم خرم] دې کور ودان وي، ډېر کار یې پکې وکړ.
کله چې مو فرش کړ، دا خارجیان چې به راتلل حیران به سول چې دا د افغانستان نوم چې دوی اوریدلی و چې دا یو غریب او دربدره وطن دی؛ نو دا تاریخي ځایونه به یې چې ولیدل چې د افغانانو اداب به یې ولیدل؛ نو بېخي به په یوه جلا تاثر له افغانستانه څخه ولاړل.
هریو به چې راغی، ما به د ارګ او بالاحصار تاریخچه ورته ویله او د انګرېزانو، چې څنګه بالاحصار خراب سو، څنګه بیا ارګ له بالاحصاره انتقال سو دې ځای ته او دا اوس زموږ د حکومتدارۍ مرکز دی.
سحر:
– کله به مو چې ملاقاتونه کول، یا به کېناستلاست چې کومې ماڼۍ مو د ملاقات او کېناستو لپاره خوښېدې؟ او آیا پهدې کې مو خپله خوښه عملي کوله، که مو د تشریفاتو او امنیتي کسانو خوښې ته کتل؟
کرزی:
– دواړو، پهدې پورې اړه لرله چې څوک راتلی. که د وطن خلک به وو چې هر ځای به سو، پروا یې نه درلوده. کله به په چمن کې سره کېناستلو، کله به په مسجد کې سره کېناستلو.
په هغه شروع کې چې ځای نه و، ډېر ملاقاتونه مو په مسجد کې کړي دي. خلک به چې راغلل بیا په مسجد کې سره کېناستلو او د ډوډۍ لپاره به په هغه ارشیف کې کېناستلو چې جوړ مو کړ.
خو خارجیان چې به راتلل، د یوه وطن ریس جمهور یا پاچا به چې راتلی؛ نو بیا به مو ډېر رسمي ترتیبات ورته نیول. ځای به ما پهخپله څو واره ولید، حتی ګلان به مې کتل چې برابر وي.
لوښي برابر وي او تنظیم یې برابر وي. چای یې برابر وي، ورته ویل به مې چې هلکانو چای تورې، شنې او کافي دا راوړئ. بسکېټ او یو ښه شی راوړئ.
که کاري ملاقات به و، هغه به مو په دفتر کې ورسره کاوه. که تشریفاتي ملاقات به و، هغه به مو په حرمسرای کې کاوه. بیا مو تشریفاتي ملاقاتونه دلکشا ته انتقال کړل او رسمي پراخ مجلسونه به مو د کابینې په مجلس[سالون] کې کول او ځینې مو چې چینایي تعمیر[چهارچنار ماڼۍ] جوړ کړ، هلته کول او په دلکشا کې به مو کول؛ درې څلور ځایه وو.
په شروع کې خو بېخي ډېر و. برق به نه و، دا جوبایډن چې سناتور و[د امریکا متحدو ایالاتو د پخواني جمهور ریس مرستیال جوبایډن] چې راغی؛ برق ولاړ. په تیاره کې ورسره ناست وم، دوه، درې، څلور واره داسې پېښه سوې ده. بیا نو کرارکرار جوړېدل. بیا مو جنراتورونه پیدا کړل چې برق به ولاړ؛ جنراتور به چالان سو.
څو ځله داسې پېښې سوې دي چې خارجی به راسره ناست و؛ برق به ولاړ. ما به ټوکه ورسره وکړه چې دا د افغانستان حالات ښیي؛ نو تاسې مرستې ډېرې وکړئ چې برق جوړ سي. دادی ګورئ برق نه راجوړوئ، دا مو حالت دی. هو دا به ډېر پېښېدل، بېخي ډېر.
سحر:
– د بهرنیو مېلمنو د پذیرایي پر وخت که به کومه نیمګړتیا رامنځ ته شوه، تاسې به څه چلند کاوه؟ ویل کېږي د المان د جمهور ریس په مېلمستیا کې کباب زوړ او بویناک و؟
کرزی:
– یه؛ د المان جمهور ریس نه و. خرابه ډوډۍ؛ دا خو به ګاهيګاهي پېښه سوه چې ډوډۍ به مزهداره نه وه. دا دې ډېره ښه پوښتنه وکړه. ډېر فضل د خدای وسو، د امریکې د ریس جمهور معاون چیني [ډیکچیني د امریکا متحدو ایالاتو د جمهور رئیس پخوانی مرستیال] بګرام ته راغلی و او له بګرام څخه کابل ته راتئ.
د شپې ډوډۍ ته مو امادهګي ونیوله؛ نو دا انورجان دلي و. په یاد دې دی انور حمیدي [محمد انور حمیدي د جمهوري ریاست د ځانګړي پخلنځي مسوول]؛ نو ما ورته وویل، ډوډۍ تیاره کړه.
ډوډۍ چې یې تیاره کړه؛ نو په هغه ګړۍ چې معاون د رئیس جمهور حرکت راکوي، راځي؛ هلته د بګرام په دروازو کې کوم انفجار وسو؛ نو هغوی د امنیتي دلایلو له وجې دا ملاقات لغوه کړ او بېرته امریکې ته ولاړ.
موږ ویل ښه دی چې ولاړ، دا ډوډۍ به وخورو ډوډۍ مو چې راوړه، ګورو د غوښو بوی تلئ؛ ډېرې خرابې غوښې وې. نو ما انور ته وویل چې خدای دې خوار که انوره، ښه ده چې دا مېلمه نه دی راغلی.
نو دا یوه پېښه سوې وه. اما اکثرآ به ښه ډوډۍ وه. دا خارجیان چې به راتلل، ډېره ښه ډوډۍ به وه. ډېره جالبه خاطره مې د بوش ده [جورج ډبلیو بوش د امریکا متحده ایالاتو پخوانی جمهور ریس].
بوش چې راسره ناست و، د غرمې ډوډۍ وه، ډوډۍ مو وخوړه ډېر خوند یې وکړ. ډوډۍ چې مو خلاصه کړه؛ نو شیربرنج راغی. بوش ویل دا څه شی دی؟ ما ویل دا شیربرنج نومېږي، دا داسې دی، داسې دی.
ډېر خوند یې ورکړ؛ نو زه له بوش سره په خبرو اخته یم، دی شاوخوا ګوري. ما ویل څه کوې، څه غواړي؟
ده ویل دا سړی څه سو؟ ما ویل کوم سړی؟
ده ویل دا چې شیربرنج یې راوړ، ما ویل زه به ورته ږغ کړم چې سړی راغی؛ ده ورته ویل نور هم راوړه.
د افغانستان دا کبابونه و شیان مو تیار کړي وو؛ نو د ملا نقیب الله اخوند دې خدای جنتونه په نصیب کړي، ده ماته له کندهاره څخه د انارو رُب را استولي وو، ډېر علا رُب وو.
د بهي رُب یې پکي اچولي وو؛ نو دا د انارو رُب مو له بهي سره مېرمن کلینټن ته کېښودل؛ نو دا چې خوند یې وڅکئ، ډېر خوند یې ورکړ، ویل یې دا څه شی دي؟
ما ویل دا د انارو رُب دي، دا بل بهي دي؛ نو حیرانه سوه چې موږ داسې مخلوط شیان لرو، بیا یې راڅخه وغوښتل، بیا مو ورتیار کړل له ځانه سره یې یوړل.
بل شی چې ډېر د خارجیانو خوښ سول، دا زموږ وطني بهي نه دي؟ دا کوچنیان چې رېزش وکړي یا زکام سي بیا یې په اور کې ورته پاخه کړي، د سینې لپاره چې سینه نرموي.
دا مې انورجان ته ویل چې دا خو د افغانانو ډېر ښه خوراک دی، دا خارجیان چې راځي دا ورته پخوئ. له خوږو سره، له فرني یا شیربرنج سره دا هم ورته راوړئ؛ نو دغه شي خارجیانو ته بېخي ډېر خوند ورکاوه.
نو رقمرقم کیسې وې، خوراکونه به مې ورته معرفي کول، هر خوراک به یې چې راوړ، ما به ورته معرفي کاوه چې دا دا شی دی دا دادی او دا دا وخت خوړل کېږي، دا د دې ځای، د افغانستان دی.
– په ارګ کې قتلونه او حادثې شوې دي، ځینو واکمنو دا ښه نهدي ګڼلي او آن په همدې خاطر له ارګه وتلي. لکه چې د حفیظالله امین په اړه ویل کېږي چې په همدې خاطر یې دفتر له ارګه تاجبېګ غونډۍ ته ولېږداوه؛ تاسې ته کلهکله دا وسوسه نه پیدا کېده؟
کرزی:
– هو دا ځای چې مو جوړاوه، څو قبرونه مو پیدا کړل. دا د ملي امنیت [د ملي امنیت شورا]نوې وداني مو چې جوړوله هلته هم وو.
د تشریفاتو میدان شاوخوا کې لس، دولس جسدونه پیدا شول. موږ اول فکر وکړ چې دا داوود خان مرحوم کسان دي بیا چا به ویل چې دا به حبیبالله کلکانی وي.
بیا مو معلومات وکړل؛ نه داوودخان و نه کلکانی و. مظلومان وو خدای خبر چې څوک به وو. دېرش کاله دمخه خاورو ته سپارل شوي وو.
سحر:
– په ارګ کې د دا ډول پخوانیو شویو پېښو په اړه مو د ځینو نورو غوندې کوم بد احساس نه درلود؟
کرزی:
– نهنه؛ ماته دا احساس نه و. ماته ارګ د افغانستان د قدرت ممثیل ښکارېده. عزت یې راته درلود، قدر یې راته درلود او د افغانستان د ملت کور مې باله. په هغه سترګه مې ورته کتل، پهدې خاطر مې کوښښ دا و چې ډېر ښایسته واوسي. د افغانستان د خلکو نمایندهګي وکړي، د افغان ولس نماینده ګي وکړي. د لطافت، نرمۍ او مهمانوازۍ نمایندهګي وکړي؛ نه داسې نه و.
کلهکله به مازدیګر راووتم چې ورځ به مې بېکاره وه. خصوصآ ماسپښین په درې بجو مې د اخبارو مطالعه کوله، له مجلسو وروسته به مې بیا کلهکله د اخبارونو مطالعه ونهکړه، بیا به راووتم.
پر ارګ به وګرځېدم چې کوم کار ښه روان دی، کوم کار بد روان دی. په یاد به دې وي چې داسې به ولاړم، دورې به مې وکړې؛ خو د چکر او تفریح لپاره به بیا کور ګرځېدم. په کور کې به هغه د چمن پر شاوخوا ګرځېدم.
سحر:
تاسې په ارګ کې ځینې ژوي او مرغان هم ساتل، که د هغو په اړه راته ووایاست؟
کرزی:
– هو ما فیلمرغان راوړي وو. هوسۍ مو راوړې. مرغان مو بیا ډېر کړل. توتیان مو تشویق کړل بیا ډیر مرغان شول. توتیان زیات شول، پخوا خو نه وو.
موږ چې حسابل شپېته، اویا توتیان هلته ګرځېدل. آزاد به ګرځېدل، هلته به یې ځالهګۍ جوړه کړې وه. بس چا به کار نه پرې درلود.
– هو هغه وران شی جوړ سوی و. هغه له ارګ سره مناسب نه و چې داسې چایخانه وي. ما غوښتل چې ارګ ټول جوړ سي.
خو د ارګ د ورانۍ چې څنګه وران سوی دی، یوه نمونه باید تاریخ ته پاتې وي؛ نو په همدې دلیل مې د سلامخانې مخې ته وران ځای[د سلامخانې ماڼۍ له لوېدیځ څنګ سره ویجاړه ودانۍ] چې ویل یې دا چایخانه سي، ما ویل پرېږدو یې چې دغسې پاتې وي. موږ ته رایاد کړي چې بیا دا خپل وطن خراب نهکړو.
سحر:
– ستاسې په وخت کې یو کس د دربار شاعر هم و، د هغه دنده څه وه، ولې مو ورته د دربار شاعر وایه؟
کرزی:
– هو خدای دې یې وبښي، ښه سړی و. درباري شاعر(په خندا) خو دا داسې د دربار شاعر و چې دربار ډېر ځینې په عذاب و. یو له ماسره یې غرض نهدرلود، نور یې ټول نه پرېښودل. پر داوودزي یې اشعار ویل، پر خرم به یې اشعار ویل، پر هېوادمل به یې ویل، پر مدبر به یې اشعار ویل؛ تاسې پهخپل کتاب [د ارګ نن او پرون] کې هم را اخېستي دي. خدای دې وکړي چې اشعار یې پاتي وي او چاپ سي.
سحر:
– ستاسې په وخت کې په ارګ کې پسرلنۍ مشاعرې کېدلې. ځینو به ویل چې کرزی صاحب غواړي، د محمود غزنوي یاد ژوندی کړي او یا له فرهنګ سره خپله علاقمندي وښیي؛ ستاسې مقصد څه و او لهدې مشاعرو کومه خاطره لرئ؟
کرزی:
– ډېرې ښې خاطرې ځینې لرم. پهدې کې هدف دا و چې د افغانستان د ادبیاتو، هنر او کلتوري تشویق په پراخه پیمانه وسي.
زموږ په هېواد کې د پردو په لاس وهنه چې په هغه کې غرب او شرق دواړه شامل و، هم پاکستان هم غربیان. د افراطیت تشویق ډېر په شدت وسو چې د افغانستان کلتور رسم و رواج، ادبیات، دا ښکلا او دا مختلف رنګونه وځپل سي او موږ جهان ته یو تاریک قوم معرفي سو.
نو د مشاعرو پروګرام مو شروع کړ او زما ورسره ډېر شوق و. ډېرې خوشحاله صحنې مې یې په یاد دي. ډېر ښه شاعران راغلل. یوه ورځ دا زموږ خورکۍ دا د خپلواک صاحب لور زما په خیال شفیقه نومېږي، کهدې په یاد وي دا راغله، یو شعر یې د بیرغ په باب ووایه، ډېره مې تشویق کړه. دا د ځوانانو د شعر او شاعرۍ تشویق مو ډېر کاوه. خصوصآ د جینکو چې مخ ته سي او وړاندې سي او پرمختګ وکړي.
سحر:
– د ملت بابا په حرمسرای کې اوسېده، د هغه د ژوند د طرز په اړه که معلومات راکړئ؟
کرزی:
– ډېر ارام ژوند یې و. ډېر نېک سړی و. ډېر باعزته انسان و، ډیر نېک انسان و.
ده لهخپل هېواد افغانستان سره ډېره زبردسته کلکه مینه لرله. دی چې ژوندی و، زه په ارګ کې ډېر خوشحاله وم. په دوو درېیو شپو کې به حتمآ مازدیګر دهته ورتلم. دا ملاقاتونه مې داسې تنظیم کړي و چې حتمآ مازدیګر له اعلیحضرت سره د چای موقع راپیدا سي؛ نو دی به هم راته انتظار و. وربه غلم پوښتنې به یې راڅخه کولې. یوه ورځ ورغلم خوشحاله وم چې زما رنګ ته یې وکتل چې خوشحاله یم، ویل یې: (چطور ایطو خوش استی ریس صاحب؟)
زه ډېر کشر وم د ده د زوی پر ځای هم نه، د لمسي پر ځای وم. ماته ده د حامد خطاب کولی سو او د کرزي خطاب یې راته کولی سو؛ خو ده به چې کله وټاکل سوم، همېشه ریس صاحب راته ویل.
با عزته انسان و؛ نو چې کښېناستم ویل یې: (چطور خوش استی ریس صاحب؟)
ما ویل: ها بسیار خوش استم. ویل یې چطور؟ ما ورته وویل چې امروز پنجصد میلیون دالر کتی ما کمک شده. غوږ ته یې لاس ونیو ویل یې چند؟ ما ویل: پنجصد میلیون دالر. ده خو هغه پخوانۍ کابلۍ فارسي ویله، ویل یې: بوووویییییی مه ګفتم خی پنجا میلیون، پنجصد میلیون دالر.
ما ویل هو، پنجصد میلیون دالر. ویل یې : بووو یییی (خندا). خدای دې یې وبښي، ډیر ښه سړی و. نو کیسې به یې راته کولې سره ناست به و، ډېر خوند یې کاوه.
سحر:
– آیا احساس مو نه کاوه چې یو بل پاچا هم په ارګ کې دی؟ که څنګه؟
کرزی:
– نا؛ ولاړم پسي رامې وستئ، دا مې هدف و چې دی به راولم. په هغه کور کې چې دی اوسېدئ، دی به بېرته ځای پر ځای کوم.
هماغه د پاچاهي عزت او حرمت چې د ده حق و، هغه باید ورسره وسي او هماغسې مې پاله او هغسې مې ورسره وکړل. ډیرو نه غوښتل چې دی راسي چې زه نه وای چېرته راته.
سحر:
– په لومړیو وختونو کې ستاسې ساتونکي غیر افغانان و، آیا له هغوی سره مو د ځینو ملاقاتونو په وخت کې ستونزه نه لرله؟
کرزی:
– ډېر، ډېر؛ ډېره سخته صحنه وه.
د مجبوریت صحنه وه. هغه داسې و چې یوه ورځ ماښام خلیلزاد صاحب [په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد] او مکنیل [په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان] کورته راغلل. چې ستا ژوند ته خطر دی او دا دی، دا دی. موږ راپورونه اخېستي چې پر تا حملې کېږي او ته باید خارجي محافظین ولرې.
ما دا خبره رد کړه، ما ویل زه دا خبره نه منم، بیا راغلل، بیا راغلل.
بیا ما له جهادي مشرانو استاد سیاف او قومي سپین ږیرو سره مشوره وکړه. اوله مشوره مې د لغمان له خلکو سره وه. په هغه ورځ پنځوس، شپېته کسه د لغمان خلک را روان وو او په دا لوړ د کابینې مجلس[په ګلخانې ماڼۍ کې د کابینې د غونډو سالون] کې راسره ناست وو. ما دلته ورته وویل چې دغسې پیشنهاد راته سوی دی، دا زه څنګه کړم؟
هغوی راته وویل چې ویې منه چې محافظت دې وسي او بیا خلک و روزل سي. دا د روزلو خبره هغوی را په فکر کړه؛ نو دغسې نه پوهېږم، د پنجشیر خلک وو که د پروان خلک وو.
اووه، اته ولایته راغلل له هغو سره مې سلا وکړه. هفته بعد مې بیا ورته وویل چې سمه ده.
بیا نو راغلل. دوه کاله هوري وو او زه نارامه وم؛ خو کور یې ودان امریکایانو دغه یو کار وکړ چې د افغانستان لپاره یې دا د ریاست جمهوري د محافظت اداره ډېره ښه وروزله. بهترینه اداره یې وروزله او تر اوسه پوري هماغسې پاته ده. دوه کاله که یو نیم کال راسره وو بیا زموږ خپله اداره وروزل سوه، زموږ کسان راغلل دوی ولاړل.
سحر:
– په ارګ کې ونې او مختلف ګلان وو، تاسې به هم اېښي وي، چلند مو ورسره څنګه و، پخپله مو هم اېښې دي او نورو بهرنیو مېلمنو به هم نیالګي کېنولي وي، که پهدې اړه راته ووایاست؟
کرزی:
– هو ډېرې ونې مو اېښې دي. ګلانو ته مو ډېره توجه وکړه. ګُلکاري ته ګلګلاب او نورو ګلانو ته مو ډېره توجه وکړه؛ خو تر پایه پورې خوشحاله نه سوم؛ نه مو و زده.
ما به ورته ویل داسې وکړئ، دوی به بل کار کړی و. ما به ورته ویل دا شی کېږدئ، دوی به بل شی اېښی و. بیا به ځیني وچ سول؛ خو بس نو مجبور وم، ګوزاره مې ورسره کوله. ما غوښتل چې د ګلانو لهخوا ارګ لا ډېر ښکلی سي، هغسې نه کېدل چې ما غوښتل.
سحر:
– د نورو هېوادونه جمهور ریسان او مشران چې به افغانستان ته راتلل، دوی به هم د یادګار په توګه نیالګي کېنول، د ارګ په کومو برخو کې چا دا نیالګي کېنولي؟
کرزی:
– هوهو؛ امام علي رحمان [د تاجیکستان جمهور رئیس] ونې کېښودې.
د ترکمنستان ریس جمهور ونې کېښودې، زرداري[د پاکستان پخواني جمهور رئیس اصف علي زرداري] ونې اېښې دي. دا نیالګي یې د دلکشا په شاوخوا کې کېنولي دي، دغسې به چې مېلمانه راتلل، ونې به یې اېښودې.
سحر:
– ستاسې په وخت کې په ارګ کې ډېر کارونه ترسره شول، سره لهدې چې تاسې یادونه وکړه، ستاسې په نظر کومکوم پکې ډېر مهم و او تاسې به هم د ارګ جوړونې کار څاره؟
کرزی:
– هوهو بېخي ډېر؛ روزمره به مې څاره. دغه نمبر دو[دویم نمبر ماڼۍ] چې مو جوړوله، دا ماڼۍ دا کور، دا مو په ډېر زحمت جوړ کړل. شیان به یې ور خراب کړي و.