منډيګک
افغان تاريخ

د کابل ښار تاريخي باغونه

0 321

کابل د يوه تاريخي ټاټوبي په توګه د ډيرو پخوانيو زمانو ابدات او اثار په خپل غيږ کي ساتلي دي، چي د يو شمير لرغونو اوتاريخي ځايونو اوسيمو لرغونتيا يې په زرګونو کالو وړاندي زمانو ته رسيږي چي د بيلګي په توګه د کابل ښار لرغوني ديوالونه ، د خير خاني لرغوني کوتل ، د مرنجان غونډۍ ، د چکري مينار ( چي له بده مرغه اوس نړيدلۍ دۍ ) اوداسي نور يادولاي سو چي د کابل ښار لرغونۍ برم او وياړلۍ تاريخ څرګندوي . خو په دي ليکنه کي د کابل ښار تاريخي باغونو او ميلي ځايونو ته پام اړوو ، هغه چي اوس يوشمير وران شوي او يوشمير د ورانيدو په حال کي دي .

د کابل ښار د تاريخي باغونو له جملې څخه تر ټولو پيژندل شويو باغونه د هرات تيموريانو د دورې ( ٧٧١ ? ٩٢٠ م .) باغونه دي ، چي د بيلګي په توګه دکابل چارباغ ، باغ نوروزي، ، باغ خلوت ، باغ نور ، باغ ملا بابا ، باغ بنفشه او يو شمير نور چي د ويس اتکه په زيار جوړ شويدي ، د يادولو وړ دي ، ويس اتکه د الغ بيګ ميرزا په امر د بالا جوي په نوم يوه وياله وکيندل چي د کابل ښار سهيل لويديځ برخي ، چي دګل باغ څخه را پيل شوي او تر دهمزنګ او شير دروازي سيمو پوري يې دوام درلود ، زياتي سيمي ښيرازي او باغونو د روزلو سبب شوه . کابل ښاريانو د ويس همدي ارزښتمني هڅو ته په پام سره د کابل يوه ګڼ ميشته سيمه د همدي ښاغلي په نوم ونومول چي تر اوسه هم د کابل ښار په اتمه ناحيه کي د ويصل اباد په نوم ياديږي ، خو د يادوني وړ ده چي د دي سيمي نوم املائې سمون ته بايد پام واړول شي هغه دا چي دا سيمه د ويصل اباد په ډدل نه بلکي د(( ويسل اباد )) په څير وليکل شي .

د الغ بيګ دوري تر پاي ته رسيدو وروسته د کابل ښار د باغونو جوړولو دوهم ستر بهير د هندي تيموريانو ( ٩١٠ _ ١١٥١ م.) په دوره کي پيل شو . د بابري پير نامتو باغونو له ټولګي څخه د بيلګي په توګه د باغ شهرارا ، باغ جلوه خانه ،باغ صورتخانه ، باغ مهتاب او دهغه باغ پر څلوروخواوو دريو نورو باغچو يادونه کولاي شو . د تاريخي متونو څخه داسي ښکاري چي د مهتاب باغ سيمه د کابل د بالاحصار ختيځ لوري ته او د چار باغ موقعيت هم د کابل اوسنۍ منډوي او د مخابراتو وزارت تر منځ په ګوته شويده . په داسي حال کي چي د باغ بنفشه سيمه د کابل بالاحصار لويديځي برخو ته چي اوس د شهدای صالحين په نوم ياديږي ، ښودل شويده .

تر بابر وروسته د هغه کورنۍ او ځای ناستو د بابر پر پله قدم کښيښود او د هر واکمن په دوره کي لږ تر لږه دوه او يا له هغه زيات روزل سوي باغونه يادولاي شو، چي د بلګي په توګه د باغ بابر ، اورته باغ ، باغ جهان ارا ، چهار باغ او نور يادولاي شو چي د د جلا الدين اکبر ، جهانګير او شاه جهان پاچا په واکمنيو کي ودان او روزل سويدي .په دي برخه کي د بيلګي په توګه د يو شمير نامتو باغونو لنډه يادونه کوو:

١– چارباغ کابل : د تاريخي متونو پر بنسټ د کابل تر ټولو پخوانۍ باغ همدا چار باغ ښودل سويدۍ .د دي باغ موقعيت د کابل ښار اوسنۍ مستوفيت او مخابراتو وزارت څيرمه خواوي ښودل شويدي . د دي باغ د ارزښت په اړه ويل کيږي چي دا باغ د الغ بيګ په امر جوړ شوۍ او هغه وخت چي همايون پاچا وزيږيدۍ په همدي باغ کي ستره ميله جوړه شوه ، د مولا مشهدي په قول د همايون د زيږيدني په ورځ دومره سره او سپين زر وويشل شوه چي تر هغه وخه چيري هم نه وه ليدل شوی .

٢– اورته باغ يا باغ مهتاب : دا باغ د بالاحصار ختيځ لوري ته و اقع وو چي د جوړيدو لو زمانه يې د ملا عبدالحميد لاهوري په قول د بابر واکمنۍ ته رسيږي .

د دي باغ په اړه ويل کيږي چي د جلاالدين اکير د زيږيدو پر وخت اوه ورځي په همدي باغ کي ستر جشن او نمانځتي جوړي شوي وې .

٣– د شهرارا باغ : د دي باغ موقعيت د مرحوم کهزاد په قول د اوسنۍ پامير سينما شاه اوخوا برخي چي د شيردروازي سيمه هم پکښي شامله ګڼل سويده . د دي باغ په اړه ويل کيږي چي د زماني په تيريدو دا باغ ورورو د ميځه تللو په حال کي وو له يوي خوا د کابل ګڼه ګوڼه زياتيدل او له بلي خوا چاپيريال کي بدلونونه اوله هغي جملي د اوبو لږوالۍ د دي سبب شو چي د دي باغ سيمه د اوسيدو په کورونو او کرنيزه مځکه واوړي . خو د امير عبدالرحمن خان په وخت کي د دي باغ د نوم ساتلو په پلمه د کابل ښار په بله برخه کي چي اوس د شهرارا برج او شهرارا سيمي په نوم ياديږي ، ابادي وشول او له هم هاغه وخته د دي سيمي نوم واوښت په داسي حال کي چي د دي سيمي پخوانۍ نوم د مارانو غونډۍ يا تپه ماران و.

٤– باغ ارامګاه يا د بابر باغ : د بابر باغ چي اوس هم د کابل د شير دروازي غره په لوديځه برخه کي په خپل پخواني موقعيت او څيره له ورانيدو په امان پاته سويدۍ ، د کابل ښاريانو د اولسي ميلو او جشنونو لپاره مناسب ځای دۍ . دا باغ د کابل صوبدار قاسم خان په لارښونه او د جلا الدين اکبر ( ١٥٥٥ م. يوزر پنځه سوه پنځه پنځوس ميلادي ) په امر ودان او جوړ شو . په همدي باغ کي د بابر مړۍ هم ښخ شويدۍ . د تاريخ فرشته مولف محمد قاسم فرشته ليکي چي : د بابر جسد په هغه ځاي کي ښخ شو چي ورته د د حضرت پيغمبر د قدمونو ځای ( قدمګاه ) وايې .

د بابر باغ يوه برخه

٥ ? باغ علم ګنج : د علم ګنج باغ يو له هغو باغونو څخه شميرل کيږي چي د اعليحضرت تيمور شاه په وخت کي جوړ شويدۍ . د دي باغ موقعيت د اوسنۍ حربي فابريکې پرځاي وو چي غا لبا د انګليس او افغان په دوهمه جګړه کي وران شوۍ او بيا د وران شوي باغ پر پاتي شونو حربي فابريکه د امير عبدالرحمن خان په امر جوړه شويده . ويل کيږي چي د دي باغ لپاره د دوو ويالو ترتيب نيول شوۍ و ، چي يوه يې د جوي شير اوبله يې د جوي هندو په نومومو ياديدلې چي تر اوسه هم د دي ويالو څخه د کابل ښار په نورو برخو کي ګټه اخستل کيږي .

٦– باغ قاضي : د تيمور شاه د پير يوبل باغ د باغ قاضي په نوم ياديږي . د دي باغ د موقعيت په اړه ويل شوي چي ، د شير دروازې غره ختيځ لوري ته د اوسني چنداول سه دکان پر سيمه اباد او روزل شوي و . د دي باغ د نوم په اړه ويل کيږي چي د تيمور شاه د پير قاضي فيض الله په نوم ياد شوي دۍ ، نوموړي د خپل وخت نامتو سياست پوه او عادل ديني عالم هم و .

٧?باغ لطيف : دا باغ د امير شيرعلي خان په زمانه کي جوړ او روزل شوي و .د دي باغ د موقعيت په اړه ويل کيږي چي د اوسني شهداي صالحين په سيمه او په خاصه توګه د شير دروازې غره په لويديځ کي جوړ شوي و . د باغ نوم د باغ د مالک کرنيل لطيف د نوم څخه اخستل سويدۍ ، نوموړي د امير شير علي خان په واکمنۍ کي د حربي چارو مسوول او افسر و .

د کابل د تاريخي باغونو په اړه کيداشي په زياته پيمانه مطالب او ليکني وشي ، خو په دي برخه کي د کابل ښار د نورو تاريخي باغونو يوازي په نوم ليکلو بسنه کوم . په دي هيله چي ، که چيري لوستونکو ته د کابل د تاريخي باغونو په اړه کومه پوښتنه موجوده وي کيدای شي د همدي پاڼي د تماس له لاري خپله پوښتنه مطرح او ځواب يې تر لاسه کړي .

په کابل ښار کي د الغ بيګ د زماني تاريخي او نامتو باغونه :باغ شهرارا، باغ نورورزي ،باغ بهشت ، باغ نور ،باغ حيدر تقي ، باغ بيګه بيګم ، باغ خواجه حسن او نور .

په کابل ښار کي د بابر او د هغه د کورنۍ د پير تاريخي باغونه : باغ اورته ، باغ مهتاب ، باغ جلوه خانه ، باغ صورت خانه ، باغ خيابان ، باغ بابر ، باغ جهان ارا ، باغ نواب امير خان او نور.

په کابل ښار کي د اعليحصرت تيمورشاه د پير تاريخي باغونه : باغ شاه ، ګلاب باغ ، باغ خوابګاه ، باغ علم ګنج ، باغ مدد خان ، توپچي باغ ، باغ دهني کيپک ، باغ قاضي ، باغ ديوان بيګي او نور .

په کابل ښار کي د امير شير علي خان د پير تاريخي باغونه : باغ لطيف ، باغ چرمګري ، باغ سلطانجان ، باغ بستان سراي ، باغ ګلستان سراي ، باغ ګردان سراي ، باغ علي مردان او نور .

په کابل کي د شلمي پيړۍ نامتو باغونه باغ بالا ، باغ چهلستون ، باغ عمومي ، باغ دلکشاه ، باغ تاج بيګ ، باغ قرغه ، بادام باغ او نور .

په دي هيله چي د کابل ښار تاريخي باغونه بيا اباد او د کابل ښار د تفريح ځايونه زيات شي د کابل ښاروالۍ او د ښار او کور جوړولو وزارت او د اوسنۍ واکمني ادارې د ټولو مسوولو چارواکو پام لاندي دريو دي ټکو ته را اړوم :

لومړۍ : د کابل ښار د ورانو شويو سيمو د پوره پاکوني او د عامه تاسيساتو د بيا جوړوني لپاره دي د هغو توپکيانو پيسې او سرمايه بې بدله ( رايګان ) وکارول شي ، هغه چي د همدي سيمو په ورانولو کي ککړ دي ؛
دوهم : هغه کسان چي د کابل ښار په جګړه ايزو کارونو کي يې د لار ښود ونډه اخيستي ، دهغوي نومونه دي برملا او په ناجايزه سرمايه جوړ سوي کورونه دي دعامه خدمتونو ادارو ته ورکړل شي .

دريم : د کابل ښار د جګړي پر مهال د لوړ رتبه مسوولو کسانو د پيسو او سر مايې څخه دي د کابل ښار د پارکونو او او د کابل ښار ټولو برخو ته دي د پاکو اوبو د رسولو بيړنۍ پروژه طرح او عملي شي .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!