منډيګک
افغان تاريخ

داؤود خان په کوم نامه یاد کړو؟

خپلواک غوربند

داؤود خان
0 514

عجیبه شپې ورځې راغلې دی ، بډی خور د نیاو “عدل” پرڅوکۍ ناست دﺉ ، جنایتکار د وزیر او ولسی جرگې پرڅوکۍ ډډه لگولې ، غل ، کوټوال او ساتنوال شو، گیدړ ” ملی اتل ” او د کرزی په دولت کې د نظار د شوری هر ناوړه ، لټ او کم لوستی د وزیر او سفیر په څوکۍ بـَسنه نه کوی ، نه باید هیښ پیښ شو چې دوی په لوټه غواړی د زرو له عیاره ” داؤود” دې ځانته زرکاڼی (محک) جوړکړی او یا ” د زرو زومانو لرونکې ” بوډۍ دې د ستر سیاه سنگ د ارزښتناک کار سپکاوی وکړی.
چاچې په ژوند کې خپل سر د کره کتنې پر کتاب نه دﺉ ټیټ کړﺉ او نه پوهیږی چې کره کتنه څه ده ،کره کتنه په څه بڼه ده او کره کتنه له څیړنیزو سکالو څه توپیر لری؟ تأریخ او تأریخی پیښې څنگه څیړل او ارزَول کیږی ، په ټولې خړسرۍ اوسر ټمبه گۍ یې پوندې په ډنډه پنج ټینگې لگولې او د بل چا څیړنې او پلټنې تر کره کتنې لاندې نیسی او ته به وایې چې گڼې که دغه لیکوال د سیمې یو اوسنی لیکوال نه وی نو شک نشته چې د وروستیو دریو لسیزو د پخو لیکوالانو له منځه یو پوخ لیکوال یا کره کتونکی دﺉ.

پرته له دې چې د سیاه سنگ ستاینه وشی باید ټینگار وکړم هغه څیړنه چې سیاه سنگ د داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وحشیانه وژنې په اړه تر لاس لاندې نیولې د هغې ساری په تیرو دریو لسیزو کې زموږ د هیواد د څیړونکو، تأریخ لیکونکو او کره کتونکو په منځ کې نه ده لېدل شوې.
هغه ځیروالی او د علمی اندیښنو په څادر کې رانغـښتې حوصله ، انرژی او وخت چې ښاغلی ډاکټر سیاه سنگ د ولسمشر داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژنې په تړاو د [پسرلنی سباوون د گولېو د باران / و آن گلوله باران بامداد بهار] په لیکنه کې په کار اچولې او د بشپړ ناپـېـېـلتوب په رڼا کې د تأریخی لاسوندونو د راټولو لپاره ددغې سکالو ټول اړخونه، تأریخی خواووې، د اروا پوهنې څنډې ، سیاسی لمنې ، وینا واله ډول او د اوریدونکی لپاره د اوریدا وړتیا په داسې بڼه راسپړلې او په پام کې نیولې چې د هیڅ کارپوه تأریخ لیکونکی په وَس کې نه لېدل کیږی .

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُرانی احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شی.

ددغه کار په ارزښت یوازې هغه کسان پوهیږی چې په پلټـنیزو او څیړنیزو څانگو کې ورهڼه او پوهه ولری نه هغه کسان چې شپې او ورځې په بانډارانو تیروی. په تأریخ او تأریخی برخو کې څیـړنه ، عملی پیاوړتیا، زړه غـَټـاوی ، پراخ زغم ، زور او د رښتیا او حقیقت موندنې لپاره په تأریخی لاسوندونو کې بشپړ ځیروالی ته اړتیا لری. هغه کسان چې د خپلو ماغزو د ویلی کولو او د خپل فکری ځواک په کار اچولو لپاره وخت او وسه ونه لری نو د یوه بشپړ او د منلو وړ څیـړنیز کار د تر سره کولو وسه هم نه لری. د میخانو غیږو ته پناه وړنکی نه شی کولای د سترو تأریخی پـلټـنیزو هڅو په ارزښت پوه شی.

زما په گروهنې د ښاغلی سیاه سنگ کاری بڼه دا ډول ده چې هغه په جناﺋـی او تأریخی څیړنو کې د لویدیځې نړۍ د پوهانو او پلټونکو تگلاره په پام کې نیولې او له دغه اړخه د سیاه سنگ کار د افغان د کلاسیکو تأریخ لیکونکو له کاری تگلارې څخه ډیرتوپیر مومی چې کولای شو د تأریخی پلټنو په ډگر کې یې د پام وړ یو نوښت وگڼو.
ټول لوستونکی د کودتاچیانو د بمباریو پر وړاندې د داؤود خان له زړورتیا ، ننگیالیتوب ، له سرښندنې ډکې خو د زړه بوږنوونکې پیښې د لوستلو لپاره د دوه وو اونیو هره شېبه شماری چې د کابل ناتهـ او بینوا ویب پاڼې را پرانیزی او د “ پسرلنی سباوون د گولیو د باران / وآن گلوله باران بامداد بهار / “ تر نامه لاندې د نومیالی افغان واکمن د ننگیالی مقاومت او له میـړانې ډک د مرگ داستان پاتې برخه چې د ډاکټرسیاه سنگ په پیاوړی قلم لیکل شوی ولولی.

داود خان په پوځي کالو کې

ښاغلی سیاه سنگ د داؤود خان د غیرتی مرگ داستان په دومره ورهڼه لیکلی چې د لوستونکی فکر او ارواح په وَزَونو کې له ځان سره اخلی او تر هغې پولې پورې یې له ځان سره بیایی چې د داؤود خان دغم لړلی خو ویاړلی مرگ داستان د پاتې برخې لوستولو ته یې تـنده لا زیاتیږی.

په بشپړ ډاډ ویلای شو چې د افغان انقلابیونو ، سیاسی لارښودو مشرانو او د جهادی بولندویانو په منځ کې به هېڅ داسې څوک ونه مومو چې د یوه گام په واټن کې دې ددښمن سیوری ووینی او ځان ور ونه سپاری. خو همدا داؤود خان وو چې د ۲۰ ساعتو لپاره د غوایی د میاشتې د اوومې د غرمی له ۱۲ او د هغې ورځې د سهار تر ۸ بجو پورې د کودتاچیانو د میک ۲۱ الوتکو د زړه چـَوونکو او غوږ بوږنوونکو الوتکو په وړاندې په میړانه په پښو ودَرید او خپل لوړ میـړنی سر یې چا ته ټیټ نه کړ ان د ژوند په وروستیو شېبو کې ورته وویل شول چې که غواړﺉ چې ژوندی پاتې شې نو تسلیم شه ، خو هغه په خپل بې ساری افغانی میړنتوب او زړورتیا وویل چې : ” پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم”. او د جنرال امام الدین د منښتې پربنسټ ، کله چې داؤود خان ته وویل شول چې واک د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند ته لیږدېدلی دﺉ ، تسلیم شـﺊ! داؤود خان پرته له دې چې بله خبره په خولې راوړی خپله تومانچه را اخلی او امام الدین په ډزو وُلی. د یوه کودتاچی افسر (امام الدین) په وړاندې د داؤود خان دغه چوپتیا څه مانا را ښندی؟ آیا دا په دې مانا نه ده چې داؤود خان یو ټیټ پوړی افسر د ځان سیال نه بولی؟ داؤوخان ښه پوهیده چې د هغه د تومانچې ډزې څه خطرناکې پایلی هغه او د هغه کورنۍ ته له ځان سره لری خو بیا هم ډزې کوی. رښتیا دا ده چې داؤود خان ددې په ویلو چې ” پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم” ، د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتی د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوی چې د ایمان او گروهنی (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوی کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمی ومنـﺊ.

دا لومړی ځل نه وو چې داؤود خان د ځواکمنو زورپالو د دیکتې پر وړاندې خپل ملی میړنتوب څرگند کړی وو بلکه نوموړی هغه هیوادپال ، خپلواک او مغرور شخصیت وو چې د خپل هیواد په چارو کې یې د شوروی اتحاد د ځانمنونکی مشر(برژنیف) دیکته ونه منله. د عبدالصمد غوث د وینا له مخې چې د ماسکو په وروستی سفر کې ور سره په بدرگه پلاوی کې وو یو ځل د خبرو په ترڅ کې برژنیف د افغانستان د حکومت پرچال چلند او په افغانستان کې د ناتو د غړو هیوادونو د کارپوهانو په ډیریدا گوتنیونې وکړی او ټینگار یې وکړ چې هغوی دې له افغانستانه وشړی. خو سردار محمد داؤود برژنیف ته په ځواب کې وویل : ” هغه څه چې همدا اوس د شوروی اتحاد لارښود مشر وویل ، هیڅکله به افغانانو ته د منلو وړ و نه گرځی. دا د افغانانو له انده د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده. موږ به هېڅکله تاسو ته اجازه در نه کړو چې موږ ته دیکته وکړی چې په څه ډول خپل هیواد اداره کړو او څوک په افغانستان کې وگومارو. دا حق چې بهرنی کارپوهان څنگه او چیرې په کار و گومارو په بشپړ ډول د افغانستان حق دﺉ. که اړینه وگڼل شی نو افغانستان به بې وزلی غوره وبولی خو په خپلو کړنو او پریکړو کې به خپله بشپړه خپلواکی ولری.” ( د غوایی کودتا او په افغانستان کې د هغې پایلې. د لیکوال لیکنه، څلورمه څپرکۍ، چاپ ۱۹۹۶) .
د داؤود خان وینا د شاهنامې دغه بیت زما په یاد راولی چې :

مرا مرگ بهتر از آن زندگی = که سالار باشم کنم بندگی
ژباړه :ماته مرگ تر هغه ژوند غوره دﺉ چې په مریـیـتوب کې سر لښکر اوسم

د داودخان دکابینې وزیران:
۱-محمد داود خان (ددولت رئیس اوصدر اعظم چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه هم مخ ته وړي .
۲-ډاکترر محمد حسن شرق (معاون صدارت )
۳-ډاکتر عبدالمجید (د عدلیې وزیر )
۴-سید عبدالاله (د مالیې وزیر )
۵ – فیض محمد ( داخله وزیر)
۶-دوکتور نعمت الله پژواک (د معارف وزیر)
۷-پاچا گل (د اقوام اوقبایلو وزیر)
۸-ډاکتر عبدالقیوم (دمعادن او صنایع وزیر )
۹-غوث الدین (د فواید عامې وزیر )
۱۰-انجنیر عبدالحمید ( دمخابراتو وزیر )
۱۱-پوهاند دوکتور نظر محمد سکندر (دروغتیا وزیر )
۱۱-پوهاند ډاکتر عبدالرحیم نوین (د اطلاعاتواو فرهنگ وزیر )
۱۳-غلام جیلانی باختری (دزراعت وزیر )

هر گوره ، د ماسکو خبرې ددوستې په چاپیریال کې پای ته ونه رسیدلې او داؤود له مسکوه خوابدی راستون شو او له هغه وروسته یې پاکستان ته سفر وکړ. داؤود غوښتل افغانستان د شوروی له پـیټی او اغیزو وژغوری او د هیواد د پرمختگ په لار کې د گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان او هم د عربستان او مصر مرستې راخپلې کړی. خو په خواشینۍ چې د شوروی لاسپوڅی چې په دغو سفرونو کې له داؤود خان سره بدرگه ول د سیمې اسلامی هیوادونو ته د داؤود خان د سفراو خبر اترو د ټولو جزﺋـیاتو گزارش شوروی چار واکو ته ورکاوه او همدا لامـِل وو چې شورویانو د هغه پروړاندې خپلې ټولې دروهې په کار واچولې او د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی د مېاشتې (اپریل ۱۹۷۸ز) د خونړۍ کودتا له لارې یې سردار داؤود د هغه د کورنۍ له ۱۷ تـنو غړو سره یوځای له منځه یوووړ.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د غوایی د مېاشتې په اوومې د کودتا چیانو په وړاندې د داؤود خان میړانه ، لوی زړه ، ټینگیدا او دغوایی د بښکولې (فاجعی) د درڼه مارو (جلادانو) په وړاندې د هغه نه تسلیمیدونکې باتوری د افغانستان په تأریخ کې بې سارې ده او کولای شو په زغرده ووایو چې داؤود خان هغه سر په لاس لومړنی افغان شهید دﺉ چې د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې دې خبرې ته یې غاړه کښینښودله چې خپل ویاړلی سر د هیواد دښمنانو ته را ټیټ کړی. داؤود خان، پرتمین او ویاړلی مرگ ، ترهغه غوره وباله چې پاتې ژوند د پردیو او پردیو ته د لاسپوڅومشرانو په منگولو کې د یرغمل مریی په توگه تیر کړی او په لوړ سر یې مرگ ومانه ، خپل او د خپلې کورنۍ نوم یې د هیواد د بی سارو میـړَنیو په کتار کې د تل لپاره په خپلو وینو ولیکه.

داؤود خان ددې په ویلو چې ” پرته له خدایه ، کمونیستانو ته نه تسلیمیږم” او د خپلې چوپتیا له لارې یې غوښتی د هیواد پالنې درس د افغان زړه ورو او پوهو بچیو ته په دې توگه ورسوی چې د ایمان او گروهنی (عقیدې) دښمن ته نه باید ټیټ شـﺊ او نه باید په خوارۍ او سپکاوی کې د ژوند کولو لپاره چا ته تسلیمی ومنـﺊ.

داؤود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو له شخصیتونو څخه دﺉ چې باید نوم یې د دُرانی احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شی. د هیواد د پرمختگ لپاره د سروزیرې په پـَیر او په افغانستان کې د لومړنۍ ولسواکۍ د بنسټ له ایښودلو وروسته د هغه په هیواد پالو هڅو کې د هېڅ شک ځای نه پاتې کیږی ، په ۱۹۵۹ ز کال کې د چادرۍ له زندان څخه د ښځو د ژغورنې لپاره د هغه زړورې او انقلابی هلې ځلې یو له هغو گامونو څخه دی چې زموږ د هیواد ښځمنې دې باید له هغه ډیرې منندویه وی او هغه دې د ښځو د حقونو او مدنی آزادیو مخکښ لارښود وگڼی.

د لویو لارو جوړول ، د اوبو د بندونو، روغتونونو او د روغتیایی آسانتیاوو د مرکزونو، پوهنتونونو او پولیتخنیکونو، د کابل او کندهار د نړیوالو او د شینډنډ او هرات د هوایی ډگرونو، د نغلو او ماهی پـَر او په ننگر هار کې د درونټې د بریښنا کوټونو ، په ننگرهار کې د هډې او غازی آباد د اوبولگولو او د کرهڼی د پرمختیایی پروژو جوړول، د هلمند او د غزنی د سردې ، د پروان ، خان آباد او د کوکچې د بریښنا د بندونو، په بغلان کې د قـند د شرکت او په کندزکې د سپین زرو د غوړیو فابریکې، په گلبهار او بگرامیو کې د نساجی فابریکې، په مزارشریف کې د کیمیاوی سرې او بریښنا کارخانې، په کابل کې د کور جوړولو ، په لښکرگاه کې د رُخام د کاڼو فابریکې جوړول او له ټولو اړینه د ملی پوځ پیاوړتیا او په ټول هیواد کې د امن ټینگښت ټول ددغه هیواد پال او میړنی مشر د حکومت تـلپاتی کارونه دی چې ټول یې د خلق د ډیموکراتیک گوند د واکمنۍ او د پاکستان د (آی ایس ای) د پوځی څارگرې ادارې په لارښوونې د جهادی بولندویانو په لاس له بنسټه ونړل شول او پاتې توکی او سامانونه یې د مجاهد صاحبانو له پلوه پاکستان ته ولیږدول شول او د وښو په بیه و پلورل شول.

د داؤود خان د واکمنۍ په وخت کې د ټولنیزو بې عدالتیو اوکمښتونو له شته والی سره سره بیا هم ټول وگړی له مالی او ځانی امن څخه برخمن ول. د خلکو پت او عزت له تیری خوندی وو. زور واکو نشوای کولای د هغوی پر ناموس او پت تیری وکړی. د خلکو کورونه او شتمنۍ خوندی وه. که چا غوښتی وای چې له کابله مزار ، هرات ، کندهار او جلال آباد ته له سرو زرو او له پیسو ډکو کڅوړو سره سفر وکړﺉ داسې څوک به نه ول چې له چا و پوښتی چې چیرې ځـﺊ او یا دې ورته لاره ونیسی چې څه شی له ځان سره وړې او یا ولې ایخوا دیخوا ځـﺊ؟ لنډه دا چې که ولس هېڅ شی نه درلودل خو امنیت یې درلود اوپه یوه هیواد کې امنیت د یوه دولت له ارزښته ډکه ډالۍ ده. لنډه دا چې د غوایی له کودتا سره ولس د ژوند دغه یوازینی شته نعمت یعنی امن له لاسه ورکړ.

په ځای گڼم چې د افغانستان لومړنی ولسمشر شهید داؤود خان ته دې د ” ملی اتل “ نوم ورکړل شی نه هغو کسانو ته چې ان له جهاد مخکې او جهاد وروسته کلونو کې د پردیو گټو په چوپړکې پریوتل او د خپل مرگ تر ورځې د امریکا، روسیې ، ایران ، پاکستان ، هند ، انگلیس او فرانسې په څارگرو ټولنو پورې تړلې پاتې شول او اوس د هماغو جاسوسی چوپړونو د خیراتونو له شامته د ملی اتل تر نامه لاندې د افغان سپیڅلی ولس پر اوږو سپاره او په پرله پسې ډول د ولس له بیت المال څخه د هغه لپاره تبلیغ کیږی. خو شهید داؤود خان دغه نه تسلیمیدونکی ملی اتل د چا تبلیغاتو ته اړتیا نه لری. هیواد پالو افغانانو ته ښایی چې د هیواد ددغه شهید د ویاړلی نامه لپاره دداسې نوم د پلټنې او وړاندیز په لټه کې شی چې د هغه له شخصیت ، میړنتوب او زړورتوب سره جوگه وی. زه د افغانستان د لومړنی ولسمشر د سل کلنۍ دلمانځنې په ویاړ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې شهید داؤود خان ته د ” ملی اتل” د نامه وړاندیز کوم. داؤود خان د ۱۹۰۸ ز کال د جولای په ۸ نیټې په کابل کې وزیږېد او د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې د ۲۷ په سبا له ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو. ددغه شهید اتل نوم او یاد دې د تل لپاره ژوندی وی!

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!