منډيګک
افغان تاريخ

د معاصر افغانستان د تاريخ پيل

لیکونکی: ډاکټر نوراحمد خالدی/ژباړونکې: شيرين ارشاد

0 416

 معاصر افغانستان تاريخ له کومې زمانې پيل کيږي؟

د ايرانيانو لپاره صفويان د “معاصر” ايران پيل شميرل کيږي.په دې هکله ايراني ليکونکی عباس جوادي ليکي:

” په ايران کې وروسته د قدرت نيولو او بيا د خوارزمشاهيان د زوال نه او اتابکان د اذربايجان د ترک له قومه او وروسته دوه منطقوي حکومتونه قراقويونلو او اق قويونلو چې د ترکمن له قوم نه وو او يو بل سره رقيبان وو د صفويانو سلسله مينځ ته راغله چې د ګاونډي عثماني برخلاف او د ايران د اکثريت په اساس، شعيه يې د ايران رسمي مذهب د خپل د قدرت د ساتلو لپاره اعلان کړ او ايران ته يې نوې پيژندګلونه ورکړه چې ايران او منطقه يې تاثير لاندې راوستله. له دې کبله صفويان د “معاصر” ايران پيل وروسته د اسلام نه شميرل کيږي. ۲۲۰ کاله وروسته له دې ، “نوي ايران” د افشاريانو، زنديانو، قاجاريانو، پهلوي او اسلامي جمهوري کړۍ ادامه لري.( عباس جوادي، انټرنيتي خپرونه “چشم انداز” ۳۰ جون ۲۰۱۵ کال)

او هم يو بل ايراني ليکونکی حيدر رضا ليکي: د ايران په تاريخ کې وروسته له اسلام نه، د صفويانو مينځ ته راتګ يو مهم پل دی، چې د پرديو د پيړيو حکمراني نه وروسته، ايران يو پياوړی او مستقل اسلامي هيواد ته بدل شو. شعيه مذهبه صفوي وروسته له ډيرو کلونو د پرديو حکومت ايران باندې ، د لسمې پيړۍ په پيل کې وشو کولاي د شيعه مذهب په مرسته يو دولس امامي مستقل هيواد جوړ کړي.(حيدر رضا، ظهور سلسله صفويه نقطه عطفي در تاريخ در تاريخ ايران، ۱۳۸۸/۸/۴ ، حوزه.نت)په ويکپديا او دانشنامه ازاد کې لولو چې: ” د صفويه دوره د ايران يوه ځانګړي تاريخي دوره شميرل کيږي، ولې چې د نه سوه کلونو په تيرېدو سره د ساسانياني شاهانو ړنګيدو نه وروسته يو ايراني فرمانروايي پادشاهي وشو کولاي د هغه وخت ايران باندې فرمانروايي وکړي.” لکه چې په هر درې ويناو کې ګورو د پرديو د قدرت ختم، د متمرکز، قدرتمند او مستقل دولت جوړيدل په ټول هيواد کې چې ايران ته يوه نوې پيژندګلونه ورکوي، ” د معاصر ايران پيل” د صفويانو له دورې نه شروع او تر افشاريانو، زنديانو، قاجاريانو، پهلوي او تر اسلامي جمهوري پوري ادامه لري.که مونږ د دغه تعريف په بڼست د افغانستان د معاصر دولت په هکله څه وليکو، کومې نتيجې ته رسيږو؟

د حضرت عثمان(ع) په وخت کې مسلمان اعراب اوسني افغانستان ته راغلل خو هندو شاهي دولت ( کابل شاهان، زنبيل شاهان او رتبيل شاهان) يواځې په باميان، پروان، کابل، پکتيا، ننګرهار او پيښور کې د لسمې پېړۍ په پيل کې قدرت درلود چې د صفاريانو له خوا له مينځه ولاړل. د زرنج صفاريان په منطقه کې د اسلام دين معرفي کولو نه وروسته د اوسني افغانستان نه را پاڅيدل د پرديو د تسلط نه راووتل او يو با قدرته او متمرکزه دولت يې جوړ کړ او يوه نوې پيژندګلونه يې ورکړه (۸۶۱-۱۰۰۳م) خو د زرنج د صفاريانو دولت د سياسي استقلال او د نظام استمرار نه محروم وو. سره له دې چې صفاريانو ټول افغانستان يې متحد کړ او د دري د ژبي په کار ولو سره خپل دولت ته يې مستقل ملي پيژندګلونه ورکړه خو د عباسي خلفاو جګړو سره لا هم د هغوي تر قيموميت لاندي وو، د هغوي دولت د ماورالنهر د سامانيانو له خوا دوام ونکړ.سره له دې چه د سامانيانو د امارت اصلي موسس نصر بن احمد و خو د هغه ورور اسمعيل بن احمد د دې کورنۍ لومړی پادشاه د نصر بن احمد د مړينې وروسته په (۲۷۹ هـ ق) وشو کولای په عمروليث صفار باندې بری ومومي او د سامانيانو حکومت په ماورالنهر کې ټينګ کړي او د ماورالنهر د حاکم په توګه د معتضد عباسي خليفه له خوا په رسميت وپيژندل شو. د نرشخي ليکنه ” چې د امير نصر مړينه امير المومنين معتضد باالله ته ورسيد د ماورالنهر منشور يې امير اسمعيل ته ورکړ “. ( نرشخي، تاريخ بخارا، ص ۹۴.کامل، ج ۱۳،صفحه ۷۰.) اسمعيل د خليفه د ملاتړ د کورودانۍ لپاره، هغه ته تابع او تر اخر د عمره وفادار پاتې شو. د سامانيانو په دوره کې د دري ژبه پراختيا وموندله، سامانيان د صفاريانو په شان د لرغوني خراسان منطقې پورې اړه لري خو سامانيانو تر پايه پورې د عباسي خلفاو تر قيموميت لاندې وو. د اوسني افغانستان څخه نه ول، د حکومت مرکز يې د اوسني افغانستان. محدودې نه بهر و، د اوسني افغانستان ټوله خاوره يې په لاس کې نه درلودله او غزنويانو د هغوي د دولت سلسله ختمه کړه او دوام يې و نه کړ.

غزنويان (۹۷۷-۱۱۸۶م) سره له دې چې د ترکمن اغوز نه او د اوسني افغانستان محدودې نه بهر وو، خو دې خاورې ته راغلي وو، يو متمرکز دولت يې جوړ کړ، د دې خاورې ژبه او فرهنګ ته يې له ايران نه تر شمال د هند او ماورالنهر پوري پراختيا ورکړه، او د اوسني افغانستان خاوره د دوی حاکميت لاندې وه. غزنويانو په اوسني افغانستان، په غزني کې يوه لويه امپراطوري جوړه کړه او د اسلام د پراختيا لپاره نورو ځايونو ته ولاړل. د غزنويانو دولت د غوريانو او وروسته د مغولي او صفويانو له خوا له مينځه لاړ او دوام يې و نه کړ. غوريان(۱۱۴۷-۱۲۱۵م) د اوسني افغانستان د خاورې نه را پاڅيدل او د غزنويانو د دولت له مينځه وړلو نه وروسته په ټول افغانستان باندې د هندوستان شمال له بنګال نه نيولې تر هرات پورې حکومت وکړ.

سلطان معزالدين غوري او وروسته سلطان شهاب الدين غوري او نورو لومړی له لاهور نه شروع کړه او وروسته له ډهلي نه د هند پر شمال باندي حکومت وکړ. سلطان غياث الدين غوري ۴۳ کاله حکومت وکړ او يوه لويه امپراطوري يې جوړه کړه چې له بنګال نه تر خراسانه پوري رسيده. وروسته د خوارزمي، مغولي او صفوي دولتونو له خوا ړنګ شو. د سلجوقيانو امپراطوري (۱۰۳۷-۱۱۹۴م ) په ۱۰۹۲ م د ملک شاه اول د مړينې په وخت کې د لوډيز هندوکش نه نيولې تر ختيز اناتولي په اوسنۍ ترکيه کې، او د مرکزي ايشيا نه تر خليج فارس پورې رسيده.د سلجوقيانو پايتخت د اوسني افغانستان نه بهر په نيشاپور، ری، اصفهان، همدان او مرو کې وو. سره له دې چې سني مذهبه وو خو يو ترکي-ايراني فرهنګ يې جوړ کړ.

سلجوقيانو د افغانستان په ډېرو لږو منطقو د ډېرې کمې مودې لپاره حکومت وکړ، د دوی سره او وروسته له دوی نه غوريان په قدرت کې وو. خوارزمشاهيانو د ماورالنهر نه په اوسني افغانستان باندې حکومت وکړ. د خوارزمشاهيانو مرکز د اوسني ترکمنستان په کرګنج کې چې د ارال جهيل په جنوب کې موقعيت لري په ۱۲۱۹م د مغولانو لاس ته ورغی. مغوليان له ۱۲۲۱ نه د هرات تيموريانو پورې پر اوسني افغانستان حکومت وکړ. ويل کيږي؛ مغول چنګيز د چين د سلطنت لرلو سره کومه تلوسه د فتوحاتو د لوډيز په لور نه درلوده، يواځې غوښتل يې چې سوداګري اړيکې د لوړديز هيوادونو سره لکه منځنۍ او جنوبي ايشيا چې د محمد خوارزمشاه له خوا اداره کيده، ولري. خو د محمد خوارزمشاه سخت ځوابونه د چنګيز خان د تودو او د ملګرتيا ليکونو ته، د سوداګرانو قتل او د هغوی د مال خرڅول چې د هغه ناپوهي په سياست که ښکاره کوي، د چنګيز خان د کسات حس او غصه را وپاروله.سلطان محمد او د هغه مور په هيڅ يو ملک کې چې د هغوي د تسلط لاندې وول له کاشغر(يو ښار د اوسني چين د سرحدي لوډيز سيمه) نه نيولې تر عراقه پوري يو با قدرته پادشاه چې وشی کولای لارښوونه وکړي، په خپل ټول امپراطوري کې نه وو پريښی چې د مغولو سره مقابله وکړي. د ترکان خاتون (د محمد خوارزمشاه مور)قدرت او د مور او زوي تر مينځ بې اتفاقي دومره زياته وه چې سلطان محمد خوارزمشاه نه شو کولای خپل وليعهد د خپلې مور د اجازی نه پرته وټاکي او د مور حکم بايد اطاعت کړي.محمد خوارزمشاه چې دوه ځل د چنګيز استازي مړه او د هغه د ملګرتوب او سوداګري اړيکو ته يې منفي ځواب ورکړ، د مغولو قهر يي را وپاره او په (۱۲۱۹-۱۲۲۲م ) د ماورالنهر ټول ښارونه يې پر له پسې ونيول او محمد خوارمشاه وتښتيد. چنګيز خپل زوی تولی يې خراسان کې مامور کړ ( ۶۱۸ ه ق، ۱۲۲۱م).تولي خراسان يې له مرو نه تر بيهق ( سبزوار) او له نسا نه تر ابيورد او هرات يو د بل پسې ونيول او هغه ځايونه يې لکه ماورالنهر ويجاړ کړل. په دي وخت کې د چنګيز لور چې د تغاجار ښځه وه او د نيشاپور په محاصره کې وژل شوی وو، د خپل ميړه د کسات په قصد دې ښار ته راغله او په ټول ښار يې اور بل کړ ۷ ورځې د ښار په ويجاړو اوبه ولګولې او اوربشې يې پري وکرل.تولي چې کله د نيشاپور ښار ويجاړ کړ، د هرات په لور روان شو او خپل يو سردار يې د ۴۰۰ جنګياليو سره هلته ميشته کړل.په مرو کې خلکو د جلال الدين ( د محمد خوارزمشاه زوی) د تېري په هيله را پاڅيدل او ښار يو ځل بيا د جلال الدين د يارانو لاس ته ورغی. هغوی د مغولو حاکم يې په مرو کې وواژه . وروسته د چنګيز لښکر د ياغيانو د چوپولو لپاره را ورسيدل او د مروې خلک يې په ډول ډول عذاب لکه غوږ او پوزه پريکول او په اور سوځول، ووژل. په هرات کې هم خلک د ملک شمس الدين جوزجاني په اغوا، را پاڅيدل او د مغولو حاکم يې وواژه.

کله چې دا خبر چنګيز ته ورسيد، خپل زوی تولي يې ملامت کړ ” که چيره تا همغه لومړی ځل د هرات خلک وژلي وای، اوس به دا فتنه نه وه جوړه شوې ” امر يې وکړ چې د دې ښار بني بشر ژوندی مه پريږدئ . ښار ۶ مياشتې او ۱۷ ورځې تر محاصرې لاندې وو تر څو چې د ۱۹هـ ق کال په جمادالثاني (۱۹۲۲) کې ښار د مغولو لاس ته ورغی او هر چا ته چې ورسيدل، ويوژل او ښار يې وران کړ.د مرو، هرات او نيشاپور ورانولو وروسته د خلکو قيام د ماورالنهر په سويلي کې ډېر ژر چوپ شو. چنګيز د طالقان(د بلخ طالقان) او باميان نيولو وروسته د يوې غټې ډلې سره غزني ته ولاړ. د چنګيز د مړينې وروسته هرات او د هغه تابع ځايونه او فارس د هلاکو خان له خوا اداره کيدل.

د هلاکو د مړينې وروسته ملک شمس الدين کرت چې د هغه نيکونه سلطان غياث الدين ته رسيږي د اباقا خان د چنګيز لمسي له خوا د هرات، سيستان، اسفزار،غور، غرجستان او فراه ته مامور شو او تر ۱۲۷۹م کال پوري ، دري دېرش کاله حکومت وکړ. دوی په آل کرت مشهور شول او جمعاً ۱۴۰ کاله، له هرات نه د اوسني افغانستان په اکثره خاوره حکومت وکړل. په دې دوره کې د سمرقند د مغولي امپراطوري او مغولي ايلخانان ته چې پايتخت يې تبريز وو، وفادار وول . هرات او خپل قلمرو يې په اوسني افغانستان کې د پېښو مصيبت نه وساته. مغولي دولت له مينځه ولاړ او د هغوی اولاده تيموريان او ظهيرالدين بابر د هغوي ځاي ونيول. تيمور لنگ له سمرقند نه حکومت كاوه، او خپل زوي معين الدين شاهرخ تيموري يې په ( ۸۰۷-۸۵۰ هجري قمري ۱۴۰۵-۱۴۴۷ميلادي) د خراسان حکومت له خوا په هرات کې مقرر کړ. هغه د تيمور گورګاني څلورم زوي او د تيموريانو ستر پادشاه وو. شاهرخ خپل پايتخت له سمرقند نه، هرات ته منتقل کړ د دې لپاره د هغه دولت د هرات د تيموريانو په نامه ياديږي او هغه ښار د پوهانو او هنرمندانو مرکز شو. د هغه ميرمن ګوهر شاد ډېرې ودانۍ جوړې کړې لکه د ګوهرشاد جومات په مشهد او د ګوهر شاد ښونځی په هرات کې. وروسته، د هغه زوي الغ بيګ د تيموري امپراطوري حکمران شو ( ۸۵۰-۸۸۳ هـ ق، ۱۴۴۱-۱۴۴۹ م ). هنري سبک يا د هرات مکتب د هغه او د هغه د زوي بايسنقر له خوا جوړښت وموند.د هرات د تيموريانو د حکومت په ورستيو کلونو کې، د سلطان حسين بايقرا په زمانه کې، شيباني خان ازبک چې د چنګيز د زوي جوجي اولاده وو په ماورالنهر کې د ازبکانو مشر شو او په ۱۵۱۶ م کې د شبيک خان ازبک او د سلطان حسين بايقرا زامنو تر مينځ په بادغيس کې جګړه وشوه.

په دې جګړه کې ازبکانو په ماورالنهر کې چې مرکز يې سمرقند وو پر تيموريانو بری وموند. سره له دې چې د هرات تيموريان د اوسني افغانستان په ډېرو ځايو حکومت وکړ خو دوام يې ونکړ. د کابل بابري دولت د هرات د تيموريانو په ورستيو کلونو کې جوړ شو. د سلطان حسين بايقرا په زمانه کې شيباني خان ازبک چې په ماورالنهر کې په قدرت رسيدلی وو په ډېره بيړه د خپل د حکومت لمنه تر خراسانه خپروي. او هم فرغانه د ظهيرالدين بابر نه نيسي او بابر کابل ته راځي او د کابل حکومت د سلطان حسين بايقرا نه اخلي. د سلطان حسين بايقرا په دوران کې، شيباني خان ازبک چې د چنګيز د زوی د جوجي اولاده وو په ماورالنهر کې د ازبکانو مشري ته ورسيد او ډېر ژر خپل حکومت يې خراسان ته ورساوه. او هم شيباني خان په فرغانه کې د ظهيرالدين بابر قلمرو نيسي او بابر کابل ته راځي د کابل حکومت د سلطان حسين بايقرا له حاکم نه تسليم کيږي. کله چې بابر په ۹۱۰ق ۱۵۰۴ م قدم کابل کې ږدي، کندهار باندي سترګې خښوي او دا مهمه او نيرومنده قلعه د هغه له سترګو چې نظامي فن سره اشنا وو، پټه پاتې نه شوه. هغه وويل چې ” کندهار د غزني يوه برخه ده “او غزني د هغه د حکومت لاندې وو، نو ځکه دا قلعه يي ونيوله، مګر ډېر ژر يې له لاسه ورکړه.

بابر خپل خاطراتو کي ليکي:” د هندوستان او خراسان تر مينځ دوه ځمکني بندرونه دي يو کابل او بل کندهار. د فرغانې، ترکستان، سمرقند، بخارا، بلخ، حصار او بدخشان نه کاروان کابل ته او له خراسان نه کندهار ته راځي ” (بابر نامه). په داسې حال، د دې قلعې د ارزښت او نيولو لپاره خپل ځان يې يو بل بريد ته چمتو کړ. ازبکان هم د کندهار د قلعې په ارزښت خبر شول او د هغه د نيولو هڅه يې وکړه. شيبک خان ازبک چې د کندهار د قلعي نيولو د بابر له خوا خبر شو، سمدستي لاس په کار شو او په ۹۱۳ق ۱۵۰۷م دې ښار باندې حمله وکړه او هغه ځای يې ونيوه. اسمعيل صفوي کندهار يې د ازبکانو له لاسه وژغوره او همداسي کندهار د جنګ يوه دومداره موضوع د مغولي امپراطوري او د صفوي دولت تر مينځ پاتې شو. بابري دولت د اوسني افغانستان په ټوله خاوره حاکميت نه درلود وروسته د ډهلي د نيولو نه، ډهلي يې د خپل د مغولي امپراطوري مرکز وټاکه. وروسته، د هند د مغولي دولت د زوال نه او د برتانوي هند د دولت مينځ ته راتلو سره دغه دولت دوام و نه موند. صفويانو له ۱۵۱۹م تر ۱۷۰۹م، ۱۹۰ کاله د اوسني افغانستان په ځينو برخو دوامداره حکومت وکړ. شيبک خان ازبک چې هرات ښار يې د سلطان حسين بايقرا د اولادې څخه نيولی وو، په ۱۵۱۶م کې د شاه اسمعيل صفوي سره په جنګ کې ووژل شو، سر يې له بدن نه غوڅ کړ او پوستکی يې له واښو ډک کړ او سلطان بايزيد دوم عثماني ته وليږه. د سر کوپړۍ يې په طلا سمباله کړه او د اسمعيل صفوي لپاره يې د شرابو جام جوړ کړ. په دا رنګ په ۱۵۱۹م. د هرات ښار د صفويانو په لاس ورغی. د اوسني افغانستان ټوله خاوره د صفويانو په لاس نه وه، صفويان لومړی له تبريز او ورپسې له اصفهان نه هرات ، کندهار او مرکزي منطقو باندې حکومت وکړ. اوسني ولايات زابل، غزني، کابل، ننګرهار، پروان، بغلان، بدخشان، تخار، کندز او سمنګان د صفويانو په دوره کې د ډهلي نه د مغولي هند امپراطوري د ادارې لاندې ول. د صفويانو حاکميت پر کندهار په ۱۷۰۹م د ميرويس خان هوتکي او په ۱۷۱۷م پر هرات د عبدالله خان ابدالي له خوا له مينځه ولاړ.

سلطان حسين بايقرا

د افغانستان معاصر دولت په ۱۷۰۹م کال کې د پرديو له قدرت نه – په لوډيز کې د صفويانو له حکومت نه او په ختيز کې د مغولي هند امپراطوري څخه خلاص او د يو متمرکز، قدرتمند او خپلواک هيواد او د يو نوی پيژندل شوی نوم د ابدالي امپراطوري او وروسته د افغانستان په نوم مينځ ته راغی او لا تر اوسه د ډېرو لوړو او ژورو سره سره شتون لري. يو وخت دغه دولت د کسپين بحيرې د اوسني ايران شمال نه تر ډهلي پوري او د آمو سيند نه تر عرب بحيرې د اوسني پاکستان سواحلو پوري حکومت کاوه. دغه تعريف د دغه دولت “د معاصر دولت”پيژندګلونه وه لکه څنګه چې مو د ايران “د معاصر دولت ” په هکله وکړه. ” معاصر ايران ” د صفوي دولت را مينځ ته کيدو نه پيل کيږي او “معاصر افغانستان ” د صفويانو د زوال او د هوتکيانو دولت د ميرويس خان هوتک په ملاتړ سره پيل کيږي. د افغان هوتکيانو حکومت د صفوي نه وروسته د ” معاصرايران ” د تعريف په هکله ايراني ليکوالو ته کوم اهميت نلري. همداسي د نادر شاه افشار عبوري حکومت د هوتکي تر ابدالي حکومت پورې د ” معاصرافغانستان ” په تعريف کې کومه اغيزه نلري. هر هغه څه چې د پرديو لکه صفويان، افشاريان، قاجاريان، روسان، هنديان، انګليسان او داسي نورو له آند، د دغه هيواد پيژندګلونه ټاکي، د “افغان” کلمه ده. په ټولو تاريخي، جغرافيايي، سياحي، سياسي او نظامي کتابونو کې، څه مخکې د انګلستان استعمار په هند کې او څه وروسته له هغه نه د “افغان” کلمه هغو کسانو ته په کار وړل شوې ده چې د افغانستان د قلمرو د لاس نه تللي دي او يا د اوسني افغانستان او هم هغه کسان چې له دې هيواد نه په شمالي هند او يا ايران باندې حکومت کړی، په کار وړل شوی دی. د “افغان” نوم بې له توپير نه، هغو لس ګونو قومونو ته چې يو ملت يې جوړ کړی دی په کار وړل شوی دی.

کله چې د صفوي دولت پيژندګلونه د شيعه مذهب او ټينګار په ايراني ناسيونالزم د ايران د ملت د رامينځ ته کيدلو سبب ګرځي نو د هوتکي ، ابدالي او ورستنيو، د اسلام سني حنفي او ټينګار په افغاني ناسيوناليزم د افغانستان د ملت پيژندګلونه ده چي د هر قوم خلک په نامه د ” افغان” ياديږي. دا دولت سره له دې چې د ۳۰۸ کلونو، لا تر اوسه د ډېرو تدافعي جنګونو د منطقې او استعماري قدرتونو لکه: مرهته، خالصه، برتانوي هند، تزاري روسيه، افشاري او قاجاري ايران د خپل د قلمرو او استقلال ساتلو لپاره جنګيدلى که څه هم سرحدونه يې وړوکي شوي دي خو لا تر اوسه پورې د يو مستقل دولت په عنوان شتون لري. په دې هکله چې ميرويس خان هوتک د احمد شاه ابدالي نه مخکي په کندهار کې د پادشاهي اعلان کړې وو که نه، بيل بيل روايات شوي دي. سرجان ملکم د ايران د تاريخ په کتاب کې د هانوي له قوله چې د ميرويس خان همزولی وو ليکي چې ميرويس خان اعلان د پادشاهي وکړ او امر يې وکړ چې سکه د هغه په نوم ضرب ووهي ( سرجان ملکم، د ايران تاريخ، لندن ۱۸۱۵م، لومړی جلد ص ۶۰۶).په ۱۹۷۴ ميلادي استاد خليل الله خليلي چې په بغداد کې سفير وو د ژوندون په مجله کې د عربو د تذکره ليکوالو له قوله يو مضمون نشر کړ چې:”سکه زد بر درهم دارالقرار قندهار خان عادل شاه عالم ميرويس نامدار”لکه څنګه چې وينو د خپلواک اوسني افغانستان د دولت پروسه د ميرويس خان هوتک نه پيل او د احمدشاه ابدالي په واسطه په ۱۷۴۷م کې بشپړ شوه. درې سوه او اته کاله پخوا، د اتلسمې پېړۍ په پيل کله چې ميرويس خان هوتک را پاڅيده او د صفويانو په ضد يو اصيل خپلواک دولت يې په دې خاوره کې جوړ کړ، هغه خاوره چې نن ورځ د افغانستان په نامه ياديږي کوم خاص نوم يې نه درلود او يوه برخه د خراسان، ترکستان، بدخشان، کابلستان، افغانستان، سيستان، غرجستان، زابلستان، کندهار او بلوچستان په کښې شامل ول. په هغه خاوره کې له شپاړس قومونو نه زيات لکه پښتون، تاجيک، هزاره، ازبيک، پشه يي، عرب، قرقيز، ترکمن، بلوچ او هم قزلباش او بيات او داسې نورو هم ژوند کاوه.دا خاوره د هرات د تيموريانو وروسته د دوه سوه کلونو نه زيات د شمال، سويل، لوډيز او ختيز نه د هغو پادشاهانو له خوا اداره کيدله چې پايتختونه يې اصفهان، ډهلي او بخارا وو. د ميرويس خان هوتک له پاڅون د فارس د صفويانو د حکومت پر ضد به ۱۷۰۹ م په کندهار کې او وروسته د هرات د ابداليانو په پاڅون او د خپلواکي اعلان لومړنی اصيل دولت په دغو خاورو کې جوړ شو چې په ۱۷۷۲م کې يې وکولای شو د صفويانو امپرا طوري وړنګوي. دا اصيل(بومي) دولت په دې خاوره کې شل کاله وروسته د نادر قلي افشار له خوا چپه شوه. خو وروسته د نادر افشار د وژنې د خپلو درباريانو له خوا، د احمد شاه ابدالي او د افغان جنګياليو او مشرانو په همت دغه دولت بيرته را جوړ او قوي شو. احمد شاه ابدالي په يوه ملي جرګه کې، وروسته د اتو ورځو د پادشاه په حيث وټاکل شو .

د تاج ايښودلو ( تاجگذاري) مراسم کې د پښتنو، تاجکو، هزاره او قزلباشو مشران ګډون درلود ( الفنستون کتاب، ګزارش سلطنت کابل ته دې کتنه وشي).ځيني وايي چې د دې خاوري تاريخي نوم خراسان دی او په نامه د افغانستان نبايد را اړول شوی وای. دا دعوا صحيح نه ده. ختيز جغرافيايي سيمې چې د هغه وخت په نقشه کې د صفوي دولت حاکميت ښيي خراسان( مرو، نيشاپور،مشهد، هرات، غور، بادغيس)، زابلستان ( د غور او کندهار ترمينځ سيمې) سيستان ( له نيمروز تر کندهاره)، کندهار او بلخ ول. د صفويانو ملکي تقسيمات په نظام کې يوه واحده اداره په نامه د خراسان موجوده نه وه. د صفويانو حاکميت تر هرات او کندهاره رسيده چې په نامه د بيګلربيګيها (ولسوالۍ) ياديدل او د صفوي حکامو له خوا اداره کيدل. دا هم بايد وويل شي چې د صفويانو د دولت په قلمرو کې څلور ولايته ( خانان، سلطان زي) او ديارلس بيګلر بيګي او ځيني وړوکې سيمې پايتخت ته نژدې چې په خاصو سيمو ويشل شوي ول د قزلباش حکامو له خوا اداره کيدل. خان زي او ورپسې سلطان زي نيمايي خپلواک ول لکه لرستان، عربستان( اوسنی خوزستان)، ګرجستان، او اردلان، کندهار، هرات، مرو او مشهد هر يو بيلګربيګي شميرل کيدل. حتي د عباسي خلافت په دوره کې د افغانستان ټوله خاوره د خراسان برخه نه وه. د زين الاخبار ګرديزي له قوله چې د مسعود غزنوي په وخت کې ليکل شوی ده، د هغوی ولايات او حکامو نومونه( د هارون الرشيد زامن) د هارون الرشيد په دوره کې دا لاندې وو:

  1. عراق (ايران او اوسنی عراق)، يمن او حجاز او يوه برخه د شام – محمدالامين
  2. خراسان ، ماورالنهر، هند او سند، نيمروز، کابل او زابلستان – عبدالله مأمون
  3. يو څه برخه د شام، مغرب، آذربايجان، روم، زنج او حبش – مؤتمن

څنګه چې وينو ماورالنهر، نيمروز، کابل او زابلستان ( له کندهار نه تر کابل پورې ) د خراسان د قلمرو نه وتلي وو. په دې توګه کله چې مونت ستوارت الفنستون د يو لوی تحقيقي هيأت سره په ۱۸۰۹ م کال افغانستان ته راغی او له دوه کلو نه زيات د معلومات په ټولولو بوخت شو. خپل کتاب ( د کابل د سلطنت او د هغه مربوطات په فارس، تار تاري او هند، لندن ۱۸۳۸ م) کې ليکي د دې هيواد خلک خپل وطن ته کوم خاص نوم نلري، ځيني ورته خراسان ځيني افغانستان او ځيني ورته پښتونخوا وايي. هغه ليکي د خراسان نوم صحيح نه ده ځکه د هيواد ټوله برخه پکښې شامله نه ده. الفنونستون د جورج فوستر په خبره چې ۲۷ کاله مخکي د هغه نه، دې هيواد ته راغلی وو ټينګار کوي او د افغانستان نوم په کار وړي. بايد په ياد ولرو چې د هيوادونو جغرافيايي نومونه په فعلي شکل د اروپايانو تعامل دی. په دې لحاظ کله چې ميرويس خان هوتک په ۱۷۰۹ م او وروسته احمدشاه ابدالي دا ولايات يې متحد او په ۱۷۴۷ م کې يو خپلواک هيواد جوړ کړ، کوم خاص نوم يې ورته و نه ټاکه. احمدشاه ابدالي څرنګه چې د خراسان امير وو د کندهار، کابل او کشمير امير هم وو. د دې کتنې سره د ميرويس خان هوتک او وروسته د احمد شاه ابدالي څخه د اتلسمې پېړۍ په نيمايي کې ، تمه لرل د يو رسمي نوم ايښودل د دوی د حاکميت په خاوره کې، يوه لويه اشتباه ده. دولت د اروپايي په مفهوم چې د يو ټاکلي قلمرو، جغرافيايي محدوده او خاص نوم سره ټاکل شوی وي ، په ختيز ملکونو کې يوه نه پيژندونکي پېښه وه. پخوا زمانو کې سرحدونه نه وو ټاکل شوي، هر قلمرو د پادشاهانو او يا د کورنيو په نومونو لکه د طاهريانو، صفاريانو، سامانيانو، سلجوقيانو، غزنويانو، غوريانو او همداسي نورو په نامه ياديدل. دا نوی جوړ شوی هيواد په پيل کې کوم ټاکلی نوم يې نه درلود د الفونستون( ۱۸۰۹م) په قول ځينې هغه د خراسان او ځينې په نامه د افغانستان او هم ځينې په نامه د پختونخوا بلل. مګر د وخت په تيريدو سره هغو سيمو کې چې پښتانه اوسيدل، ټول هيواد د افغانستان په نوم ياد شو. طبيعي ده چيرته چې اکثريت اوسيږي او حاکم وي، دولت د هغه قوم په نامه ياديږي. هيوادونه لکه روسيه،قزاقستان، ترکيه، عربستان، تاجيکستان،ازبکستان، ترکمنستان، هندوستان او لسګونه نور هيوادونه په نامه د هغو قومونو ياديږي چې اکثريت دي. افغانستان مستثني نه دی.

انګليسي تاريخ ليکونکی په ۱۷۸۲ م يعني ۲۳۵ کاله پخوا چې د پيښور، کابل، قندهار ، هرات، فارس او روسيي له لارې لندن ته ولاړ ، دغه هيواد يې دخپل کتاب په سرليک کې د “افغانستان” په نوم، او څو څو ځل يې په خپل ليکنه کې هم په همدې نوم ياد کړی دی. د جورج فوستر په وينا په دې سيمو کې د جمعي لمونځ خطبه په نامه د تيمورشاه ويل کيده ( جورج فوستر، سفر له بنګال نه انګلستان ته د هند د شمال له لارې، کشمير، افغانستان، فارس او روسيه، د لندن چاپ ۱۷۸۹م)جورج فوستر ليکي ” افغانان د دې هيواداصلي اوسيدونکي(بومي) دي چې د تاتاري غرونو نه تر کامبای خليج( د هند ګجرات ته نيږدې)، د سند او فارس سيند پورې خپاره دي”. ( جورج فوستر ص ۷۴ دويم جلد)پاملرنه وکړئ چې فورستر دلته ټول قومونه يې د ” افغان ” په نامه ياد کړي دي. يو بل ځای کې فورستر ليکي:” په فارس کې د افغانانو زمامداري نه وروسته نادر شاه افشار ، شاه طهماسب صفوي خلع کوي او يوې لويې قوا سره افغانستان ته ننوځي. (جورج فورستر، ص ۹۲ جلد دوم)دا خبره د دې لپاره مهمه ده چې فورستر د افغاني قلمرو، خراسان هم د ” افغانستان ” په نامه حسابوي. څنګه چې وينو ۷۳ کاله د ميرويس خان هوتک د قيام نه او ۳۵ کاله د احمدشاه ابدالي د پادشاهي اعلان نه وروسته د هغوی د دولت پيژندګلونه د دې سبب ګرځي چه د ” افغانستان ” نوم په طبيعي توګه د هيواد نوم شي بي له دې چې د نوم ايښودلو لپاره کوم خاص مراسم تر سره کړي. بي وجه نه ده چې محمدشاه قاجار د ماتې او د هرات د يو کلنې محاصرې نه وروسته په (۱۸۳۸م) کال په يوه اعلاميه کې په خپل قلم خپلو خلکو ته د دغه هيواد نوم “افغانستان” بولي. پاملرنه وکړۍ د ايران پادشاه دغه نوم (افغانستان) مخکې له دې چې لارد اکلند د برتانوي هند وايسرا پر افغانستان باندې د يو لړ پوځي بريد تياری نيوه، د لومړي ځل لپاره په يوه رسمي ليک کې د “افغانستان” نوم نه يې استفاده کړې ده. په هر حال، سره له دې چې افغانستان د افغانانو د استوګنځاي معنا او د احمدشاه دراني د دولت د جوړيدو نه مخکې هم شتون درلود، خو ښايي چې په پخوا زمانو کې يواځې د پښتنو د ټبر استوګنځای د افغانستان په نوم يادېده. د عبدالحی حبيبي په آند د افغانستان کلمه د چنګيز او د آل کرت او غوري د بريدونو په وخت هغو ځايونو ته ويل کيدل چې افغانان ( پښتنو) ژوند کاوه.

په تاريخ کې لومړي ځل لپاره د افغانستان نوم له همدغې زماني نه ذکر شوی دی. په هغه وخت کې د افغانستان کلمه هغه ځايونه چې د غزني او کندهار تر مينځ او تر سند پورې خپاره وو، بلل کيدل. د افغانستان د اطلاعاتو شبکه په انترنت کې ليکي: ” د افغانستان نوم يواځي د اتلسمې ميلادي پېړۍ له نيمايي نه کله چې … د هيواد سياسي يووالی بيا جوړ شو، د قوم د کثرت له امله ټول هيواد په دغه نوم ياد شو او په نولسمې ميلادي پېړۍ کې شهرت وموند. د افغانستان کلمه، د دغه هيواد د رسمي نوم په توګه ښايي د لومړي ځل لپاره په ۱۸۰۱م د انګلستان او ايران په يو تړون کې د دراني دولت په هکله په کار وړل شوی وي، مګر د افغانستان کلمه د افغانانو (پښتنو) هستوګنځی د لومړي ځل لپاره د هرات په تاريخنامه کې د سيف هروي ليکنه په څوارلسمې ميلادي پېړۍ کې، ذکر شوی دی. له بده مرغه دا هيواد په نولسمې پېړۍ کې د دوه استعماري امپراطوريو، په ختيز او سويل کې د برتانوي هند او په شمال کې د تزاري روسي تر مينځ بند پاتې شو، د استعمارګرانو د بريد سره مخامخ شو او پادشاهان د هغوی د دسيسو په دام کې ولويدل. په پای کې، د دوی د حاکميت د خاورې ځينې برخې پريکړل شوې او له بدن نه يې بيلې شوې. پادشاهانو د نيمې پاتې تاريخي برخو د ساتلو لپاره د دوه استعماري امپراطورونو يعني دبرتانوي هند او تزاري روسيه د تحميلي معاهداتو ته مجبور شول. هيواد د يو حايل په توګه خپلواکي يې په بهرني چارو کې د لاسه ورکړه. مهمه خبره دا ده، د افغان پياوړی دولت چې انګلستان په يوه زمانه کې برتانوي هند لپاره لوی خطر باله او د فارس د قاجار دولت سره دهغه د کمزور کولو لپاره لاس يو کړ ( محمود محمود، د ايران او انګليس د سياسي روابطو تاريخ) ، دا هيواد په هر هغه نوم چې د روسيه او انګلستان The Great Game د غټې لوبې نه مخکي بلل کيده، سره له دې چې يو کوچنی او کمزوري هيواد ته بدل شوی وو نو له نيکه مرغه دا دولت تر نن ورځې پورې په همغه خپل نوم (افغانستان) ځای پر ځای پاتې شوی دی.

(پای)

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!