منډيګک
افغان تاريخ

د جلال اباد ښار د چا پر نامه دئ؟

په اتلسمه پېړۍ کي يوه توند طوفان د جلال اباد ښار ګډوډ کړ او په لاندي عکس کي نوې ودانه سوې بڼه ښکاري.
0 143
مغولي تاريخ ادعا کوي چي دغه ښار مغل واکمن [ جلال الدين محمد اکبر] په ۱۵۶۰ع کال ودان کړی دئ، نور مورخين وايي دغه ښار د پير روښان د زوی [جلال الدين] په نامه دئ چي هغه دلته د مغولو پر ضد مرکز لاره.
ځيني مورخين بيا ليکي چي د جلال اباد پخوانی نوم [جوی شاهی] دی او کلا ئې د مغول اشرافي [منعم خان] له لوري جوړه سوې ده، نعيم د مغولي واکمنانو همایون او جلال الدین اکبر په واکمنۍ کي ژوند کاوه.
منعم خان ته [جوی شاهي] د مستمرې [هغه مځکه چي پاچا ئې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکوي] په ډول ورکړل سوې وه. همدارنګه د منعم یوه لور د اکبر مېرمن وه.
درباري مؤرخ ابوالفضل لیکلي: “منعم خان جوی شاهي ونیوه او مستعمره ئې کړ…”. منعم له ۱۵۵۵-۱۵۶۰ع کال پوري د کابل والي وو.
بایزید بیات [د همایون او اکبر خدمتګار] په خپل ژوندلیک کي لیکلي:
“همایون په ۱۵۵۲ع کال کي په جوی شاهی کي یوه کلا جوړه کړه چي وروسته جلال الدین اکبر یوه بله کلا د جلال اباد په نوم جوړه کړه”.
ياده دي وي چي ادینه پور او جلال اباد جلا ځایونه وه؛ خو له یوه بله ئې واټن نه لاره.
ظهیرالدین بابر هم په خپل ژوندلیک کي د ادینه پور او جوی شاهی یادونه کړې ده.
ادینه پور ته اوس بالا باغ وايي چي د جلال سره نږدې پروت دئ.
په اتلسمه پېړۍ کي يوه توند طوفان د جلال اباد ښار ګډوډ کړ او په لاندي عکس کي نوې ودانه سوې بڼه ښکاري.
جلال اباد هغه وخت ډېر ارزښت پيدا کړ چي کله په شلمه پېړۍ کي ژمنۍ پلازمېنه سوه، او د افغانستان باچاهانو به ژمي په [سراج العمارت] ماڼۍ کي تېراوه.
په عکس کي بازار ګڼه ګوڼه ډېره لري او خلګ د عکاس په بلنه ځای پر ځای سوي ښکاري، په راسته لاس کي يو ملاتړلی پوځي ښکاري چي ښايي انګرېز پلوي هندوستانی به وي؟!
سراج العمارت، جلال اباد
د سراج العمارت ماڼۍ جوړېدل د حبيب الله خان په خپله نقشه پر ١٩١٠ کال پيل شول.
شاهي ماڼۍ د جلال آباد له خورا ښکلو ودانيو څخه وه چې پاچايان پکې اوسېدل او وروسته د جنگي ډلو مشرانو ولکه کړه.
سراج العمارت په سراج الاخبار کې
د سراج الاخبار دا رپوټ د لومړي کال په اوومه گڼه کې (١٩١٢ کال) راغلى دى:
د لوى اختر د ورځې پر سهار اعليحضرت سراج الملة والدين په رسمي کاليو کې د جلال آباد د شاهي ماڼۍ د ځانگړې کوټۍ (سالون) ختيځې برنډې ته چې د لوړ اعليحضرت له خپلو جوړښتونو او له نومياليو ودانيو څخه ده، تشريف يوړ.
لوړ شاهزاده گان او د حضور ځانگړي کارکوونکي او عمله يې پر سلام مشرف شول، له مبارک حضور سره يې خواړه وخوړل او وروسته شهرياري اعليحضرت له همدغو شخصيتونو سره شاهي باغ ته څېرمه جومات ته چې دا هم د لوړ اعليحضرت له خپلو ودانيو څخه ده، د اختر لمانځه د اداينې لپاره تشريف يوړ.
تر دريو کلو وړاندې پورې د دې جومات ځمکه يوه هديره او ښوره زاره وه چې له اغزيو او خزلو او ورستو هډوکو پرته پکې نور هېڅ نه برېښېدل.
د اعليحضرت په انجنيرۍ چې د جومات نقشه يې په خپل مبارک لاس کښلې وه، په لږ وخت کې يوه ښکلې او عالي ودانۍ چمتو شوه. پوځيان له موزيک ډلې سره يو ځاى چې دوه کنډکه يې د شاهي گارډ (د حضور اردليان) او نور يې په جلال آباد کې مېشت پوځيان وو، د جومات څنگ ته ډگر کې اعليحضرت ته د پاچايي سلام د وړاندې کولو لپاره په انتظار ولاړ وو.
د جلال آباد د (دولتي) کارکوونکو او د ښار او د هغه د درې کروهۍ د اوسېدونکو لويه ډله په دغه جومات کې د اختر لمانځه د اداينې لپاره مشرف وه. چې لمونځ پای ته ورسېد، پوځي ټولگيو له خپلو باجو او موسيقي آلاتو سره په سندرو او زړه راښکونکو نغمو سره چې “تل دې وي زموږ ټولواک” د سلام مراتب پر ځاى کړل.
له دې سره جوخت د توپ ٤١ ډزې وشوې. تر دې وروسته پوځي ټولگي د جومات له وره څخه تر شاهي ماڼۍ او له شاهي ماڼۍ څخه تر سراج العمارت پورې د (ټولواک) د ورتگ لپاره پر دواړو خواوو ليکه ودرېدل.
اعليحضرت له شهزادگانو او ورسره ملگرو پوځي افسرانو سره د آسونو په سپرلۍ له جومات نه سراج العمارت ته ولاړل، يوه شېبه د سراج العمارت په ځانگړې خونه کې تم شو.
(دلته) ملکي او پوځي چارواکي، د جلال آباد، لغمان (لمقان) او کونړ اداري مشران، مشايخ، سادات د محکمې غړي او د سيمې خانان او ملکان د سراج العمارت په سلام خانه کې د اعليحضرت په حضور مشرف شول او هر چا ته د هغه د دريځ او وړتيا له مخې ځايونه ټاکل شوي او سمبال شوي وو.
سراج العمارت يوه پرتمنيه او عالي بنا ده چې له سترو او مخورو ودانيو څخه گڼل کېږي. پر ١٣٢٧ (١٩١٠) کال لوى اعليحضرت په خپله انجنيرۍ د دغې ودانۍ نقشه وکښله او د هغې د ودانولو او بشپړولو چاره يې سمبال کړه.
څرنگه چې د ودانولو چارې ته ډېر کارگر او بارکشوونکي گومارل شوي وو له بنسټ ايښودنې نه په شلو ورځو کې يې لومړى بام وپوښل شو.
دا ودانۍ يوازې سلام خانه (له پاچا سره د تشريفاتي کتنو خونه) نده، گڼې او لويې نورې خونې هم لري، لکه د “ډوډۍ خونه”، د “دفتر خونه”، د “انتظار خونه” او لوى او پرتمين دالانونه (دهليزونه).
د دې ودانۍ ديوالونه له بنسټ نه تر لومړني پوښښه پورې بشپړ له ډبرې او چونې څخه دي چې په نوي ډول او سمو اصولو سره جوړ شوي دي چې يوازې د ودانۍ په سلامخانه کې نژدې شپږ سوه څوکۍ ځايېدلى شي.
کله چې پوځي افسران او نور په سلامخانه کې راټول شول، لوړ اعليحضرت له ځانگړې دروازې څخه دغې سلامخانې ته تشريف يوړ او د دولت کارکوونکو ته يې د لوى اختر مبارکي وويله.
د غونډې برخه والو هم په درناوي او عزت سره د هغه د مبارک حضور د روغتيا دوعا وکړه او ورسره جوخت چې کله نوراني حضورد تخت ښکلا زياته کړه، د توپ ١١ ډزې وشوې.
تر دې وروسته د دغه دربار گډونوالو ته خواړه، چاى او خواږه ورکړ شول.
د خوړو او خوږو تر خوړلو وروسته، تر غرمې دوه ساعته هاخوا، لوړ اعليضرت له څوکۍ پورته شو او يو کتاب يې په مبارک لاس کې راواخيست، د غونډې حاضر کسان يې راټول کړل او په روښانو ټکو سره يې خپله وينا واوروله. (څرنگه چې دغه وينا په پنځمه گڼه کې راغلې وه نو دلته يې د بيا راوړلو اړتيا ونه ليدل شوه).
د جلال اباد ښار دروازې:
د جلال اباد پخواني ښار څلور دروازي درلودي، لکه:
کابل دروازه
پيښور دروازه
اوبو دروازه
جنوب دروازه
تصويرونه د کال ۱۸۷۸ ميلادي کال دي او ښايي جان بورک اخيستي وي.
شاهي باغ جلال اباد…
ننګرهار شاهی ماڼۍ…
د جلال اباد شاهي ماڼۍ په ۱۲۶۴ هجري کال کې جوړه شوې ده چې د ودانۍ د معمارۍ هنر یې په کندهار ولایت پورې اړه لري او د هېواد د یو شمېر نورو تاریخي سیمو تر څنګ جلال اباد شاهي ماڼۍ د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ ژمنی پایتخت بلل شوی دی .
سراج العمارت، جلال اباد
د سراج العمارت ماڼۍ جوړېدل د حبيب الله خان په خپله نقشه پر ١٩١٠ کال پيل شول.
شاهي ماڼۍ د جلال آباد له خورا ښکلو ودانيو څخه وه چې پاچايان پکې اوسېدل او وروسته د جنگي ډلو مشرانو ولکه کړه.
سراج العمارت په سراج الاخبار کې
د سراج الاخبار دا رپوټ د لومړي کال په اوومه گڼه کې (١٩١٢ کال) راغلى دى:..
د بتخاک کلا دروازه، د جلال آباد او کابل لار. کال۱۸۷۹-۱۸۸۰میلادی.
د جلال آباد يو سرکاري باغ چي اوس يې نخښه لا نسته.
کال۱۸۷۸میلادی.
عکاس: جان بورک
ډاکټر وېليم برايډن (William Brydon) (د ۱۸۱۱ ز کال د اکټوبر ۱۰- د ۱۸۷۳ ز کال د مارچ ۲۰) د افغان او انگليس په لومړۍ جگړه کې د جراح مرستندوی ډاکتر وو . دی هغه یوازیني انگرېز پوځي وو، چې د افغان انگليس د لومړۍ جگړې پر مهال له ۱۶۵۰۰ کسيز برتانوي پوځ څخه د ۱۸۴۲ ز کال په جنوري مياشت کې ژوندی تر جلال اباده ورسېد.
جلال اباد، وزیرباغ کي افغان سرتيري….
جلال اباد، کال۱۸۷۹میلادی
عکاس: جان بورک
د امير شهيد بڼ چې هلته د امير حبيب الله خان او امان الله خان مقبرې هم شته چې د ليدلو ځايونه دي او په خوگياڼيو کې د نملې (مملې) بڼ يو تاريخي حثيت لري. جلالکوټ د افغانستان د پاچا اعلحضرت سراج الملت و الدين امير حبيب الله ( ١٣١٩-١٣٣٧ ه ق) ژمنی پايتخت و ، په جلا ل اباد کي د سراج العمارت باغ ،کوکب او باغ شاهي په نومونو باغونه لري ، نوموړي امير او زوی يې امان الله شاه غازي په باغ امير شهيد کي ښخ دي .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!