منډيګک
افغان تاريخ

د ګوډ تیمور خاطرات

0 167

 څه موده مخکي مي له کابل څخه د « سوبمن تیمور » په نوم یو کتاب ترلاسه کړ چي د نور افضل عابد په نوم، د خوست یوه ځوان، لیکوال له فارسي ژبي څخه ترجمه کړی او د دانش خپرندويي ټولني په ۲۰۱۷ کال کي ورته چاپ کړی وو.

د تیمور خاطرات، تزوکات تیموري  یا ژوند لیک، ما له مهاجر کېدلو څخه مخکي لوستي وه او څه باندي پنځه ویشت کاله مخکي مي د تزوکات تیموري په نوم کتاب، چي له انګلیسي ترجمې سره یو ځای چاپ سوی، او نسخې یې اوس هم نایابه دي، په کابل کي تر لاسه کړ. په هغه وخت کي چي زه لا په کابل کي وم؛ زموږ د تاریخ استادانو او سپین ږیرو توزوکات تیموري ته د شک په سترګه کتل او د توزوک بابري، توزوک جهانګیري او همایون نامه په څېر یې د استناد او مراجعې وړ کتاب نه باله.

د تزوکات تیموري فارسي متن، یا ترجمه، د ابوطالب حسین تُربتي په نوم یوه سړي د شاه جهان مغول د سلطنت په لسم کال ۱۷۳۶ کي د هغه دربار ته راووړ. ابوطالب ویل چي دا کتاب یې په حرمین کي د یمن د واکمن جعفر پاشا په کتابخانه کي پیدا کړ او هلته یې سمدستي په فارسي ژبه ترجمه کړ. محمدافضل بخاري، چي دغه کتاب، د شاه جهان له خوا،  د کتلو او بهترولو لپاره ورسپارل سوی وو، لیکي چي کله امپراطور شاه جهان د امیر ابوطالب دغه کتاب ولووست نو ویې ویل چي په دې کتاب کي غلطی او اشتباهات موجود دي. امپراطور وویل چي په دې کتاب کي داسي پیښي راغلي دي چي د شرف الدین علي یزدي له ظفرنامې او نورو تاریخي کتابونو سره سر نه خوري او داسي پیښي پکښي راغلي دي چي په نورو تاریخي کتابونو کي نه دي راغلي. بخاري وايی چي امپراطور دا کتاب ماته را وسپاره څو په دقیقه توګه یې وګورم او غلطی او اشتباهات یې اصلاح کړم. ایلیټ دریم ټوک ص ۳۹۲

دغه کتاب دلته ومومومئ

 که څه هم چي ما پخپله په دې دواړو نسخو کي یوه هم نه ده کتلې خو د ایلیټ په لیکنه کي د دې دواړو متونو په باب یوه په زړه پوري خبره لولو او هغه دا چي دی وايي تر هغه ځایه چي په هند پوري اړه لري نو دواړه متون یو شان دي. د دواړو متونو وروستی جملې یو څه توپیر سره لري خو په دواړو کي تیمور د خپلي مړیني خبره لیکي. د محمد افضل په متن کي د تیمور له قوله راغلي دي چي وايي« زه د اترار کلي ته ورسېدم او مړ سوم» مګر د ابوطالب په متن کي راغلي دي چي « د شعبان د میاشتي پر اووه لسمه مي د خدای نوم یاد کړ او بې هوښه سوم؛ او خپل خالص روح مي ستر خالق ته وسپاره » میجر سټیوارټ د تیمور له خوا د خپلي مړیني په باب لیکني کولو ته متوجه دی مګر وايي په دغه یوه خبره باید موږ دا ټوله لیکنه جعلي ونه بولو… هغه کتاب ص ۳۹۴

مجتبی مینوي، پر تزوکات تیموري باندي د خپلي لنډي مقدمې په ترڅ کي لیکي

« په دې برخه کي ډېر قوي شک موجود دی چي ابوطالب حسینی ریشتیا نه دي ویلي او ټول کتاب یې له ځانه جوړ کړی او د نظام الدین شامي له ظفر نامې او د شرف الدین علي یزدي له ظفرنامې څخه به یې ګټه اخیستې وي، په تېره بیا دا چي د ده په کتاب کي ډېري زیاتي تاریخي غلطی موجودي دي. د ملفوظات صاحبقراني په نوم بل کتاب څخه چي افضل بخاري ترتیب کړی دی ښکاري چي کله په کال ۱۰۴۷ ( ۱۶۳۷ م) ابوطالب حسیني خپل دغه کتاب شاه جهان ته تقدیم کړ او هغه ته ولوستل سو نو هغه پاچا د کتاب غلطیو ته متوجه سو او وې ویل چي د دې کتاب او ظفرنامې ترمنځ اختلافات موجود دي. کتاب یې د تربیت خان بخاري زوی محمدافضل ته وسپاره او هغه ته یې امر وکړ چي غلطی ورڅخه لیري کړي او هغه عبارات چي ابوطالب حسیني له ځانه جوړ کړي دي ورڅخه وباسي او کتاب له سره او په یو څه تفصیل ولیکي او هغه دا کار وکړ» تزوکات ص ص ۴-۵

مینوي په خپله دغه مقدمه کي یوې بلي ښې نکتې ته اشاره کوي او هغه دا چي وايي د تیمور په وخت کي د هغه د ژوند د پېښو په باره کي یاداشتونه اخیستل کېدل او د پیښو په باره کي لیکني کېدلې خو هغه لیکني ده نه کولې بلکه نورو واقعه نګارانو کولې. ځکه چي غیاث الدین علي یزدي ته د دې کار د انسجام مسوولیت سپارل سوی وواو نظام الدین شامي او شرف الدین علي یزدي دواړو د هغه له اسنادو او مدارکو څخه استفاده کوله. نظام الدین شامي وايي تیمور ورته وویل چي د هغه د اعمالو او جنګونو په باره کي یو تاریخ ولیکي خو په دې شرط چي لیکنه یې ډېره پېچلې نه وي او لکه علماوو چي د ښې لیکني په باره کي ویلي دي چي ما تُدرکه العامه و لا تُنکره الخاصه ( نه د عوامو په سویه وي او نه داسي مشکله وي چي خواص په ونه پوهیږي. جهاني)

مینوي لیکي چي شرف الدین علي یزدي په دې باره کي په تفصیل ږغېدلی دی او وايي چي له امیرصاحب قران سره په سفر او حضر کي علما، سیدان، فقها او د پوهي او فضل خاوندان ملګري ول او چي هر څه به پېښدل، د هغو په باره کي یې تحقیق او پلټني کولې او ټولي پیښي یې په تفصیل لیکلې. او ټولو ته حکم سوی وو چي هره پېښه لکه څرنګه چي ده هغسي ولیکي او لاس وهنه پکښي ونه کړي. هغه کتاب ص ص ۵-۶

هنرپال، ځيرک او ظالم #ګوډ_تېمور:تېمور اټکل اوه سوه کاله د مخه د ازبکستان د سمرقند ښار سره نږدې؛ دې بدمرغي نړۍ ته راغلی،…

Geplaatst door Sardar Wali op Woensdag 13 november 2019

که څه هم چي هغه کسان چي تزوکات او ملفوظات یې ترجمه کړي او په څېړلو یې خوارۍ کښلي دي د ابوطالب حسیني د تزوکات په ګټه راز راز دلایل وايي خو لومړی لکه څرنګه چي مینوي د نظام الدین شامي او شرف االدی علي یزدي له قوله وايي چي تیمور خپل پوهان د یاداشتونو اخیستلو ته تشویقول مګر پخپله یې څه نه لیکل سړی د دغه کتاب په باب د شک څرګندولو او حتی پر جعلي بللو یې د یقین کولو جرأت کولای سي.

که تیمور څه لیکلي وای نو ضرور به یې د خپلي لیکني شل دېرش نسخې ترتیب کړي وای؛ ځکه چي ده خو دا لیکنه د ځان لپاره نه کوله بلکه خپل اولاد او لمسیانو ته یې د ښه حکومت کولو په باره کي توصیې کړي دي او دا توصیې یې باید د خپلو ټولو زامنو او لمسیانو تر لاسه ور رسولي وای. ځکه چي ده خو د ځان لپاره پټه لیکنه نه کوله چي باید هیڅوک یې ونه ویني او محققین تر اوسه حیران دي چي هغه اصلي ترکي نسخه چي ګواکي تیمور به لیکلې وه بالاخره څه سوه.

د تیمور خاطراتو یا توزوکات ته نه د هغه د زوی شاه رخ په دربار کي نه په سمر قند کي د هغه د لمسي الغ بېګ په دربار کي او نه د سلطان حسین بایقرا په دربار کي، چي ټول د علم، فن او هنر مرکزونه ول چا اشاره قدر نه ده کړې. د میرزا حیدر دوغلت په تاریخ رشیدي کي، چي په مرکزي اسیا کي د مغولو مفصل تاریخ دی، او د تیمور په باب ښه زیات بحث لري، د میر خوند په روضته الصفا کي، د بابر په تزوک کي، د ګلبدن بېګم په همایون نامه کي… په یوه کتاب کي هم د تیمور خاطراتو ته اشاره قدر نسته. او کله چي یې له یوازینی نسخې څخه فارسي ترجمه شاه جهان پاچا ته تقدیمیږي هغه یې پر ريښتینوالي باندي شک ښکاره کوي.

په هر صورت، زموږ ځوان لیکوال چي دومره زیار ګاللی او کتاب یې په څه باندي اووه سوه مخه کي له فارسي څخه ترجمه کړی دی نو باید چي د « منم تیمور جهانکشا » په نوم کتاب د فارسي مترجم ذبیح الله منصوري لنډه مقدمه یې هم ورسره لوستې او ترجمه کړې وای. زموږ پښتو مترجم به متوجه سوی وای چي د فرانسوي ژبي لیکوال مارسل بریون دغه لیکنه پر یوه جعلي اثر ولاړه ده او که زه د ده پر ځای وای نو د دې کتاب پر ځای به مي د شرف الدین علي یزدي ظفرنامه ترجمه کړې وای. هغه کتاب که هر ډول دی خو لیکوال یې معلوم دی او چا دا نه دي ویلي چي دا کتاب جعلي او نقلي دی. زه نه وایم چي زموږ ځوان لیکوال نور افضل عابد ښه کار نه دی کړی چي دا کتاب یې ترجمه کړی دی بلکه پښتو ژبه د هر کتاب ترجمې ته اړتیا لري خو دونه خبره ده چي په دې برخه کي باید اولیتونه په نظر کي ونیول سي. خپل لوستونکو ته باید زیاتره ګټور او ضروري آثار ورکړو او د کتابونو له ترجمه کولو څخه مخکي د خپلو نیژدې استادانو څخه سلا مشوره وغواړو. ځکه چي موږ هم ډېر کم زحمتکښ لیکوالان او مترجمین او هم ډېر کم لوستونکي لرو.

په زړه پوري خبره خو دا ده چي ذبیح الله منصوري دې ټکي ته نه دی متوجه سوی چي تزوکات تیموري له ترکي څخه فارسي ته ترجمه سوی او ترکي نسخه یې چاته معلومه نه ده او د جنجال اصلي ټکی همدغه دی. دی وايی څرنګه چي مترجم د تاریخ ښوونکی نه دی تر څو د خپل مسلک په اساس تاریخي تحقیقات وکړي نو په دې نه پوهیږي چي آیا د دې کتاب هغه  فارسي یوازینی نسخه چي فرانسوی مارسل بریون وايی د یمن د حاکم جعفرپاشا سره وه اوس سته کنه؟ او که هغه یوازینی نسخه موجوده هم وي تر اوسه نه ده چاپ سوې او دا دی دغه کتاب د مارسل بریون په همت د لوستونکو ترلاسونو ورسېدی. منصوري ص ز

 د تزوکات تیموري فارسي متن، په ډېر غټ فونټ ترتیب سوی او ټول دوه سوه مخه دی چي په عادي فونټ سل مخه هم نه کیږي. خو د مارسل بریون له کتاب څخه د نصرالله منصوري د ترجمه سوي فارسي کتاب « منم تیمور جهانکشا » متن، په ډیرو میده تورو، ۴۳۲ مخه کیږي چي زموږ  پښتو مترجم له هغه څخه څه باندي اووه سوه مخه « سوبمن تیمور» پښتو متن جوړ کړی دی.

زه د کتاب له ټول متن سره ځکه غرض نه لرم چي د پخوانیو او اوسنیو محققینو په استناد او د خپل منطق په حکم  د تزوکات تیموري متن، چي د مارسل بریون ټول کتاب پر هغه باندي ولاړ دی، جعلي بولم. او پر جعلي کتاب باندي ډېر بحث کول لازم نه دي. خو د مارسل بریون د کتاب یوه فصل ته، چي مستقیما زموږ له هیواد سره اړه لري یوه لنډه اشاره کوم او په دې توګه خپل لوستونکي دې ټکي ته متوجه کوم چي د مارسل بریون د کتاب زیاتي برخي ښايي هیڅ تاریخي مدرک او مأخذ ونه لري. او ګمراه کونکي وي.

تیمور د خپلو خاطراتو په لړ کي یو وخت د غور له پاچا ابدال کلزايي سره مخامخ کیږي. د غور پاچا د تیمور ټول هغه دوه سوه پنځوس رپوټ ورکوونکي وژلي دي چي د لارو او سیمي د احوال د معلومولو لپاره یې لېږلي ول. د بیرجند حاکم تیمور ته وايي چي د غور پاچا له هرات څخه تر کابل پوري سیمه په لاس کي لري او د هغه اېلول او د هغه د سیمي لاندي کول د هر چا له وسه وتلی کار دی. تیمور بالاخره له ابدال کلزايي سره جنګ کوي. تر سختو تلفاتو ورکولو وروسته فیروز آباد ورڅخه نیسي او ابدال کلزايي هم ټپي کیږي او تیمور ته ژوندی راوستل کیږي. ابدال کلزايي، که څه هم چي سخت ټپي دی او تیمور یې په مرګ تهدیدوي، د تیمور هیڅ ډول شرایط نه مني او تیمور له هغه سره، د خپل ټول خونکار فطرت په خلاف، ډېر سم سلوک کوي او دومره ځواني ورسره کوي چي د تیمور له طبیعت سره په هیڅ ډول نه جوړیږي. عابد ص ص ۳۷۶-۳۹۵

ټولو لوستونکو ته معلومه ده چي د غور په تاریخ کي په هیڅ وخت کي د ابدال کلزايي په نوم پاچا یا داسي څوک نه دی تېر سوی چي ابدال کلزايي ته مشابه نوم ولري. دا ټوله کیسه چي تر دېرش مخونه زیات یې په تور کړي دي وچ کلک جعل دی. ګواکي موږ د تزوکات تیموري له جعل سره ستونزه درلوده دا دی غونډ کتاب له داسي خبرو ډک دی چي یوه له بلي سره نه لګیږي. سړی نه پوهیږي چي فرانسوي لیکوال مارسل بریون به دا دونه جعلکاري ولي کړې وي او ذبیح الله منصوري، د یوه لوی لیکوال او عالم په حیث، دا کتاب څرنګه د ترجمې لپاره انتخاباوه؟ ابدال کلزايي څوک دی. فیروز آباد چیري وو؟

لیکوال د خپل کتاب په یوه ځای کي د تیمور د تر ټولو کشر زوی سعد وقاص نوم یادوي چي د لوني د قلا کوټوال، کارتار، یې په ژوندوني سینه ورڅيري او پوست یې له بوسو ډکوي. تیمور د کارتار او خپل اته لس کلن زوی، چي د پوځونو قومانداني یې ورسپارلې ده، ترمنځ خبري په داسي شکل ثبتوي لکه دی چي هلته په کوم ځای کي پټ ورته ولاړ وي او ټولي خبري یې اورېدلي وي. هغه کتاب ص ص ۵۰۸-۵۱۷

موږ ټولو ته معلومه ده چي تیمور د سعد وقاص په نوم زوی هیڅ وخت درلودلی نه دی  او نه یې په دغه نامه کوم چاته د پوځونو سپه سالاري سپارلې ده. تیمور څلور زامن درلودل. غیاث الدین جهانګیر میرزا، چي د پلار په ژوند کي، په سمرقند کي وفات سو. عمر شیخ میرزا، چي هغه هم د پلار په ژوند کي وفات سو. جلال الدین میران شاه، چي د پلار له وفات څخه وروسته، د قرایوسف ترکمان سره په جنګ کي ووژل سو. میرزا شاهرخ، چي د پلار له وفات څخه وروسته یې له ایران څخه تر هند او ماورألنهر پوري سیمو باندي دري څلوېښت کاله پاچهي وکړه. ابولفضل ص ص ۸۱-۸۲

کله چي د سعد وقاص، کارتار، سپه سالارشیربهرام مروزي، ابدال کلزايي او نورو کسانو په څېر اشخاص، چي په تاریخ کي له سره موجود نه وي، یوه کتاب ته ور داخل سي نو د تاریخ استادان او لوستي کسان به  تر یوه حده پوري په غلطي پوه سي مګر د ښوونځیو او پوهنتون له شاګردانو او هغو کسانو څخه چي تاریخ یې چنداني لوستی نه وي لاره ورکوي او پر غلطه یې روانوي.

مأخذونه

۱: عابد، نور افضل. سوبمن تیور. د مارسل بریون راټولونه او د عابد پښتو ترجمه. دانش خپروندویه ټولنه. ۲۰۱۷

   ۲: ابوالفضل، شیخ. اکبرنامه، جلد اول. ډهلي جدید. چاپ اول ۱۸۷۷. چاپ دوم ۱۹۷۷

۳: تربتي، ابوطالب حسیني. تزوکات تیموري با ترجمه انګلیسی. از روی چاپ اکسفورډ ۱۷۷۳ به طریق افسیټ. طهران. میدان بهارستان ۱۳۴۲

4: Elliot, Sir H.M and prof. John Dowson. The History of India as

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!