منډيګک
افغان تاريخ

د ميوند غزااو دايران اندېښنې

حبيب الله ( رفېع)

میوند
0 23

ايران د افغانستان هغه لويديز ګاونډ دى چي زموږ له هيواد سره پنځه سوه كيلومتره اوږده پوله لري او له زرګونوكلونو راهيسي سره محشور يو، او د ګاونډيتوب اړيكي لرو.
پنځه زره كاله وړاندي چي اريايانو د افغانستان په شمال كي تشكل و كړ او بيا له هندوكش نه را واوښتل او د موجوده افغانستان په جنوب كي تر هستوګن كېدو وروسته هند او پارس ته هم خواره شول ، نو ارېانا( لرغوني افغانستان) او پارس( چي په وروستۍ پېړۍ كي يې د اريانا د وېاړونو خپلولو لپاره ايران نوم پرې كښيښود) سره ګاونډيان شول او له بده مرغه د افغانستان خاوري ته د ايرانيانو د بدنيتۍ له امله دا اوږده تاريخي دوره د دوستيو پر ځاى په دښمنيو او شخړو تېره شوه او وخت پر وخت د افغانستان پر خاوره باندي د پارسېانو له خوا وسله وال تېري وشول او افغانانو يا د دفاع په ترڅ كي جګړه ورسره و كړه او يا يې هم د غچ اخيستني په غرض د ايران ځيني خاوري لاندي كړې چي د تاريخ ګڼ بابونه پر دې پيښو ډك دي. (1)
د اتلسمي پېړۍ په دوهمه نيمائي كي د هند په نيمه وچه كي د انګريزي ښكېلاك له غزونو سره په افغانستان كي يوه پېاوړې سترواكي ( دراني امپراطوري) واكمنه وه چي د اوسني هند، پارس او ماوراالنهر ګڼي سيمي يې په لاس كي وې.
انګرېزانو په هند كي د خپلي ولكې ټينګولو او د افغاني سترواكۍ د كمزوري كولو او بېا ړنګولو لپاره په داخلي سطحه د تيمورشاه دګڼو 33 زامنو څخه چي هر يو يې د پاچاهۍ كانديد وو، او د پاينده خان له 23 زامنو څخه چي هر يو د وزارت كانديد وو استعفا كوله او دوى يې ترغيبول او سره جنګول او په خارجي سطحه يې په ختيځ كي سكهان او په لويديځ كي پارسيان هڅول او لمسول چي د افغانستان له كورنيو اختلافونو نه په ګټي اوچتولو سره د افغانستان خاوري لاندي كړي او نه يوازي دا چي دا سترواكي ړنګه كړي بلكي د افغانستان د خپلي خاوري خپلواكي هم له منځه يوسي.
پارسېانو هرات او كندهار ( له دې ولايتونو نه د افغانانو په خوا د صفويانو تر ماتولو ، شړلو او په ايران كي دننه تر نسكورولو وروسته) خپله خاوره ګڼله او تل يې هڅه درلوده چي يا د لاسپوڅو حاكمانو په وسيله هغه تحت الحمايه او يا يې د خپلو لښكرو له لاري اشغال كړي، انګرېزانو به هم چي كله د هند په دروازه كي له افغانانو نه د خطر احساس و كړ نو ايرانيانو ته به يې لاس وركړ چي پر افغانستان د شا لخوا بريد و كړي او كله به چي پر افغانستان د ايرانيانو بريد د روسانو په ګټه تمامېده نو بيا به ئې د هند د وقايې په غرض د افغانانو ملاتړ كاوه چي له ايران سره و جنګيږي او د خپل هيواد سيمي ترې و ژغوري.
دايرانيانو دهمدي آز او حرص او دانګريز انو دهمدې سياسي او شيطاني چالونو له مخي څو ځل ايرانيانو زړه ښه كړه چي پر هرات بريد وكړي ،لاسپوڅي واكمن په كي كښينوي خو بيا له درني او شرميدلي ماتي سره مخامخ شي، په خپله انګريزان هم د خپلو دسيسو ښكار شول اودوه ځله ئي پر افغانستان باندي د مستقيم وسله وال تيري اقدام وكړ چې دواړه ځله يې درنه او شر ميدلي ماته وخوړه او دميوند ماته د دوي ددويم تيري يوه داسي لويه پيښه ده چي دافغانستان د بري او وياړ شمله يي تر اوسه لوړه ساتلې او انګريزانو ته يې داسي درس وركړ چي بيا يې په دريم ځل په 1919 كال كې پر افغانستان باندي د راننولو جرات ونه كړ او متاركې، بيا دافغانستان بشپړي خپلواكۍ ته يې غاړه كښيښوده.
هو! دميوند جګړه داسې وخت پيښه سوه چې انګريزانو پر افغانستان باندې د خپل دويم تيري په ترڅ كي په كابل كې د مجاهدينو په لاس سخته نظامي ما ته خوړلې وه او دسياسي حيلي له لاري يي غوښتل چې له افغانستان نه خپلې قواوې وباسي او دلته يو لاسپوځي پاچا كښېنوي، د1880 كال په جولاي كې له يوې خوا انګريزان بريالي شول چې دافغانستان د حكومت لپاره له عبدالرحمن خان سره شرايط كښيږدي او د افغانستان امارت ور وسپاري او له بلې خوا د كابل پر شرميدلې نظامې ماتې سربيره د ميوند له ناڅاپي او ډيرې شرميدلي خونړۍ ماتې سره مخامخ سول او يو غونډ عسكر يې يو ځاي په يوه ورځ له لاسه وركړل ا ودا په آسيا كي دجنګ په ډګر كې دانګريز انو دټول تاريخ تر ټولو لو يه ماته وه.( 2).
دميوند تر جګړي وړاندې ايرانيان ظاهرا د ايوب خان ملاتړي وو خو انګريزانو د ايران له اړ خه د ځان بې غمه كولو لپاره ايران ته د هرات دسپارلو ژمنه كوله او دانګريزانو ددې تلوليتوب له امله اېران حالات ډير په غور څارل او سره لدې چې له ايوب خان سره يي ښه اړيكي درلودې بيا هم د انګريزانو بري ته غوږ په غږ وو.
دايران پاچا ناصرالدين شاه قاجار. خپل سپه سالار ميرزا حسين( 3) ته دنده سپارلې وه چې د خپلو ګومارل شويو كسانو په وسيله د افغانستان حالات دقيق و څاري او دى وخت په وخت پرې خبركړي. نوموړي سپه سالار په لومړۍ مرحله كې هغه ليكونه تر لاسه كړل چې سردار محمد ايوب خان سردار پيرمحمد خان ته او هم عبدالوهاب خان له هرات نه خپل پلار امير افضل خان ته ليكلي او دافغانستان پيښې او حالات يې په كې بيان كړي وو، پاچا ددې رپورټ په لوستلو سره سپهسالار ته امر وكړ چې پر ركن الدوله تلګرافي ټينګتېا وكړي چې امير افضل خان هرات ته د سړي په وسيله خبرونه په ډيره چټكتيا وليږي او ده ته يې ورسوي.
سپه سالار دهمدې ټينګتيا له مخې هره ورځ پاچا ته نوي نوي خبرونه رسول، په دې لړ كې يي دهرات هغه ورځپاڼه (ورځنى رپورټ) ورته وړاندې كړ چې ورته راغلى او په كې ويل شوي:دا باوري شوې چې سردارايوب خان له خپلو ټولو پليو او سپرو هراتي او كابلي لښكرو سره له هرات نه دكندهار په نيامت روان شوى او په هرات كې يې د امير افضل خان زوي عبد الوهاب خان نايب الحكومه كړىدى، او ارګ او ورسره ودانۍ يې د اقاجان جمشيدي زوى ” يلنګ توشخان” ته سپارلي دي.( 4) . راپور زېاته كړې:
په دې كي هم شك او ترديد نشته چي سردار ايوب خان به يا تر اوسه ماته خوړلې او يا لښكر به ئې خور شوى وي او يا به ډېر ژر ماته وخوري او مات به شي، ځكه امكان نه لري چي د انګرېز د لښكرو تاب راوړي.د پيښي نه د ايران په ګټه داسي نتيجه اخلي:
كه په دې ډول د افغانستان او هرات د اغتشاش په وړاندي لوړ دولت ” د ايران حكومت” غلى ناست وي او له ليري ورته ګوري ډېره ناوړه ده :”او بېا نظر وركوي” ، ددې نوكر په لنډ فكر كه د همايوني له لوړ حضور نه اجازه وركړل شي نو زه به په شفرنواب ركن الدوله ته امر وركړم، چي د امير افضل خان سره و غږيږي او ورسره و ټاكي چي امير افضل خان خپل زوى عبدالوهاب خان ته چي اوس د هرات نائب الحكومه دى په پټه خو په ټينګار وليكي، چي كه سردار ايوب خان ماتي و خوړه او لښكر يې خور و ور شو او دى بيرته هرات ته راستون شو، دى دي هرات ته نه راپريږدي ، نو كله چي يې لار ور نه كړه او ايوب خان كومي خوا ته و تښتېد نو بېا دي لوړ دولت( د ايران حكومت) په خپله امير افضل خان د هرات حاكم و ټاكي او را ويې دي ليږي، څو د هرات حاكم د لوړ دولت لاس ناستى وي نو كه دومره اقدام له دې خوا شوى وي انګرېزان به هيڅ هم پكښي و نه وايي. ځكه د هرات حاكم به هم د خپل دولت لاس پوڅى شوى او يو اقدام به هم شوى وي . سپه سالار په خپل راپور كي اټكل كوي: تر تا جار نوكر!، ګمان نه كوم چي ايوب خان به تر ماتي خوړلو وروسته په داسي حال كي چي د افضل خان زوى د ورتلو مخه ور نه كړي ، هرات ته د تللو توان ولري، نو كه دا كار وشي، ډېر ښه دى…
بېا تر يو لړ غوړه ماليو وروسته زېاتوي: په هرات كي چي د امير افضل خان حكومت د لوړ دولت پر لاس جوړ شي. په دې مانا چي د هرات حكومت به بېا خپلواك حكومت وي، د امير افضل خان دا حكومت به په هرات كي كټ مټ د سلطان احمد خان د حكومت غوندي وي چي له دې ځايه حاكم شو، او هرات ته ولاړ. د افغانستان د نور برخليك په باب نور معلومات هم وركوي او ورته ليكي: د انګرېزانو دوينا له مخي امير عبدالرحمان خان كابل ته نږدې شوى اود انګرېزانو په بلنه كابل ته ځي، احتمال شته چي د كابل حكومت د تركستان سيمه عبدالرحمن خان ته وركړي او د كندها ردا هم شېرعلي خان ته ، او د هرات لپاره يې تر اوسه فكر نه دى كړى او د افغانستان حكومت يې پر دې دريو برخو ويشلى دى،.
د پاچا د سپه سالا ردا ځواب خوښ شوى او ورته ليكلي يې دي: جناب سپه سالار اعظم…
كندهار ته د انګرېزانو سره د جګړې كولو موضوع او كوم تدبير چي تاسو د ايوب خان د ماتي په صورت كي د امير افضل خان د حكومت لپاره كړى ښه تدبير دى او ډېر نيك دى، خو البته لومړئ بايد د شفر له لاري ركن الدوله ته تلګراف و كړى چي دى په خپله د امير افضل خان سره په دې برخه كي پټي خبري او مشورې كړي، كه دى پر خپله پر دې وضعه او ترتيب چي تاسو عرض كړى چمتو شو، و يې منله او رضا يې وښودله ، تر هغې وروسته بايد اقدام و شي، او كه نه ووينو چي په خپله امير افضل خان څه وايي چي هم عاقل دى او هم د افغانستان په چارو كي زيات وارد.
دده له مشورې پخوا بايد كوم كار او حكم و نه شي، ركن الدوله ته تلګرافي شفر وركړى، ځواب يې چي هر څه وو، راته عرض يې كړى !، د ايران پاچا او سپه سالار باور درلود چي ايوب خان به ماته خوري او دوى به بېا هرات لاس پوڅي دولت ته سپاري، خو يو ناڅاپه بل تلګراف راورسېد، چي دوى ته يې د ايوب خان د ماتي د خبر پر ځاى د هغه د بې ساري برياليتوب خبر درلود، چي دې خبر پاچا او سپه سالار دواړه حق پك كړل ، ځكه سپه سالار په ډېره بېړه ورته وليكل:… پرون د ملكم خان تلګراف راورسېد چي لازم شول ډېر ژر دا خبر د ملوكانه حضور ته وړاندي او شاهانه حضور د افغانستان له نويو پېښو نه ډېر په بېړه خبر كړم، د نوموړي تلګراف له مخي چي متن يې وړاندي كيږي، د كندهار په شاوخوا كي افغانانو د انګرېزانو يو بريګاډ( غونډ) بشپړ له منځه وړى او غونډ تر اوو اتو زرو كسانو لږ نه وي ،او دا نوې پېښه د انګرېزانو لپاره يوه ډېره ستونزمنه او يوه ژوره څاه ده، چي ترې وتل زياتي ربړي غواړي، كه دا توهين او لويه سپكه و مني او له افغانستانه و وزي نو په فرنګستان كي به رسوا او فضيحت شي او له باور او اعتماد څخه به و لويږي او و به نه كړاى شي چي هندوستان هم ټينګ كړي اوكه پاته شي او د تلافۍ هڅه و كړي نو بايد يو زېات شمير نوي عسكر افغانستان ته راولي او د هغو لګښت چي پخوا يې كاوه لس برابره نور و كړي او و يې زغمي، اوس څرګنده نه ده چي دا كار په خپله د كندهار خلكو كړى او كه نه هغه هراتي او كابلي لښكر چي له ايوب خان سره جهاد ته تللى وو دا كار تر سره كړى دى. يا هغه ډلي تر سره كړى چي په غزني كي له محمد خان سره راغونډه شوې او يا درې واړه خواوو په ګډه دا كار كړى دى، تر خبرېدو وروسته به نوي معلومات حضور ته وړاندي شي.
پاچا چي دا راپور و لوست هېښ شو او پرې و يې ليكل: جناب سپه سالار اعظم! د يو غونډ انګريزي عسكرو چي دوه ژيمانه كيږي له منځه تلل او تلفېدل زما د زياتي حيرانتېا سبب شول او داسي خبر اورېدو ته مي انتظار نه وو، ددې كار سبب هماغه له هراتي او كابلي لښكر سره د ايوب خان تلل شول، اوس بايد د انګرېز دولت پخپل خبط او تېروتنه پوه شي او متلفت شي چي كه هرات يې بې شرطه ايران ته پرې ايښي واى نو د ايران لښكرو به د هرات او ورڅېرمه سيمو افغانان بوخت ساتلي وو، او له انګليس سره به له جهاد كولو څخه وتلي وو، او هيڅكله به انګرېزان له داسي لويي ماتي سره مخامخ نه كېدل.
پاچا زېاته كړه: ملكم ته بېړنئ تلګراف و كړه چي ددې جګړې او ماتي په اړه چي هر خبر وي ډېر ژر يې دي راواستوي او تر خبر وروسته دي د انګرېزانو اقدامات او څرګندوني هم عرض كړي چي دا كار د عبدالرحمن خان امارت ګډوډوي كه نه ؟ ډېر ژر خبر واخلى،!
په دې ترتيب ايرانېانو هم د انګرېزانو د ماتي او هم د ايوب خان د ماتي په نتيجه كي هرات په خپل لاس كي لوېدلى باله خو دا خوب يې لكه د پخوا په شان خوب پاتي شو او امير عبدالرحمن خان بريالئ شو چي د اوسني افغانستان بشپړ يووالى تامين كړي او د ايرانېانو هغو اندېښنو او تلوسو چي د ميوند له جګړې سره يې تړلي وې او هغه يې په دقت څارله ددوى په ګټه كومه نتيجه ور نه كړه! ( 5)
لمني او سپړني:

1. پر افغانستان د صفوېانو تيري او بېا د ميرويس خان نيكه په مشرۍ د افغانانو له خوا ددوى ماتول او په دوهم ګام كي د شامحمود هوتك په مشرتابه د ايران د هغه وخت پلازمېنه اصفهان نيول او د صفوي دولت له منځه وړل د اتلسمي پېړۍ پيښه ده چي ايران د خپل تيري سزا د خپلي خپلواكۍ په له لاسه وركولو سره و ليدله.
2. جهاني، عبدالباري: هرات، پښتانه او ستره لوبه، 374 مخ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختېا مركز، 1378 ، پېښور
3. ميرزا حسين د ناصرالدين شاه قاجار د دربار لوى او باوري سړئ وو چي د جنګ او باندنيو چارو وزارتونه يې په لاس كي و، د جنګ په وزارت كي يې د ” سپه سالار” او د باندنيو چارو په وزارت كي د ” مشيرالدوله ” لقب درلود، د شهرت ننګېال، اسناد و نامه هاي تاريخي افغانستان، 7 مخ ، دانش خپرندويه ټولنه 1377 كال، پېښور

4.اقاخان جمشيدي هغه څوك دى چي د انګرېزانو په ټونګ له كابل نه هرات ته ددې لپاره واستول شو چي د هرات د واكمن سردار ايوب خان په وړاندي د پاڅون لپاره كار و كړي او د هرات په ښار كي يې له سختو ستونزو سره مخامخ كړي خو مخكي له دې چي دى خپل اقدامات و كړي سردار ايوب خان يې له ارداې خبر شو له ټولو ملګرو سره يې ونيو او په نېزو يې سورئ سورئ كړ.( جهاني: هرات ، پښتانه اوستره لوبه. 373 مخ) نو دا چي دده زوى دي ايوب خان د ارګ متصدي ټاكلى وي د تامل وړ ده، ښايي د اوازې له مخي وي او حقيقت دي و نه لري.

5.كله چي ايران ته له دې پيښو نه څه په لاس ورنغلل نو بېا ئې بريالئ غازي سردار محمد ايوب خان چي له خپلو ملګرو سره يې ايران ته پناه وړې وه په ډېره نامردۍ انګرېزانو ته و سپاره چي انګريزي هندوستان ته راوستل سواو هم هلته وفات سو، اروا يې دي ښاده وي.

(له هوډ پرله پسې شپږمې او اوومې ګڼې څخه په مننه)

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!