منډيګک
افغان تاريخ

د اموي خليفه نادره مينه

د اموي خليفه نادره مينه
1 709

موي یزید بن عبدالمالک بن مروان د خپل د اکا د زوی د امارت وروسته د (دمشق) امیر سو. یزید دوې سازندې درولودې چي یوه یې (حبابه) او بله (سلامه) نومېدل. یزید پر دوی دواړو مین وو. مخکي تر دې چي یزید امیر سي (حبابه) یې په څلورو زرو دینارو رانیول. ورور یې دی لېونی وباله چي دومره سره زر یې پر ورکړل. حبابه وروسته یو مصري رانیول خو د یزید په زړه کي هغې ځالي کړي وې.
کله چي یزید امیر سو ماینې یې ورته ویل اوس هم په زړه کي کوم ارمان لرې؟ یزید ویل حبابه. ملکې سعدي چي د یزید ماینه وه په څلورو زرو دینارو رانیول او د مصر څخه يې و دمشق ته راوستل. د اوږدې ستړیاوو وروسته یې هغه سنګار کړه او د یو پردې شاته یې ودرول. ملکه راغله او یزید ته یې وویل چي ایا په زړه اوس هم کوم ارمان لرې؟ یزید وویل چي مخکي مي هم ویلي وه چي: حبابه!

د اموي خليفه نادره مينه


ملکي پرده پورته کړه او حبابه یې وروښودل. دومره خوشحاله سو چي بیا یې وروسته خپل د ماینې ډېر عزت کاوه. حبابه په لنډ وخت کي یزید ته دومره نږدې سوه چي د خلیفه یزید ګرد اختیارات د هغې په لاس کي وه او چي څوک یې نه وو خوښ هغه به یې برطرفه او چي خوښ یې وو هغه به یې مقرر کړ. په اصل کي د خلافت ټولي چاري د ددې ښایستې سازندې په لاس کي وې.
د یادولو وړ خبره داده چي یزید بن عبدالمالک د حضرت عمر بن عبدالعزیز رض تر خلافت وروسته د هغه پر ځای امیر سو.
یوه ورځ د یزید ورور هغه ته ویل: متأسفانه ته د حضرت عمر بن عبدالعزیز پر ځای چي په ټول هیواد کي یې عدالت او پرهیزګاري راوستل او ته په شرابو او شهوتونو اخته. مظلومان چیغي وهي، خلک ستا د لیدو په انتظار په دربار کي دي او ته د حبابې سره اخته یې. یزید د ورور خبره ومنل او د حبابې څخه لیري سو. حبابه چي کله خبره سوه نو خپل مینځو ته یې ویل په کومه ورځ چي خلیفه د جمعې ورځي لمانځه ته ځي ما خبره کړئ. حبابې د یو غټ شاعر څخه ډېر اغېزناک شعر وغوښت او په کومه ورځ چي خلیفه د جمعې لمانځه ته روان وو نو حبابه مخکي ورغله او د موسیقي د آلې سره یې هغه شعر ورته په ښکلي اواز ویل. یزید یې مخ ونیو چي داسي مه کوه خو هغې نور هم په اغېزناک اواز شروع په وکړه.
خلیفه د سندري په اورېدو توان له لاسه ورکړ چیغه یې کړه او ویل یې:
اې زما روحي! خدای ج دي هغه نابود کړي چي ما ستا په مینه ملامتوي. مريي ته یې امر وکړ چي ورسه زما ورور ته ووایه چي جماعت ورکړي.
خلیفه د دمشق څخه ووتی او د بیت الرأس په محل کي یې خپل عیاشي او عشق بازي شروع کړه. ده غوښتل چي دا ثابت کړي چي د هر عیش او نوش سره رنځ او نېښ نسته. دوی دواړه خپل په عیش اخته وه چي په دې جریان کي خلیفه د نازه د حبابې په خوله کي د انارو دانه واچول چي هغه دانه یې په ساه ووهله او یزید ژر په غېږ کي ونیول او مړه سوه.
خلیفه یزید درې شپې او ورڅي ددې جسد په غېږ کي نیولی وو او اجازه یې نه ورکول چي ښخ یې کړي اخر چي جسد یې بدبويي واخیست نو مجبور سو چي دفن یې کړي. دی هم پنځلس ورځي وروسته د هغې د قبر سر په زوره یو چیغه وویستل بې هوشه سو او هلته مړ سو چي د حبابې د قبر سره یې ښخ کړ. ویل دورانت خپل په تألیف د تمدن تاریخ کي لیکلي چي دا حادثه په (۱۰۵ ه-ق) کال کي پېښه سوې وه.

۱ نظر
  1. دادمحمد ناوک وايي

    د ارواښاد ایوبي صاحب په «دوی څوک و؟» اثر کې د ویل دورانت او جرجي زیدان په حواله د اسلامي خلفاوو په اړه دا ډول ډېرې نادرې راغلې دي، خو ځينې منتقدین دا د جرجي زیدان چې لبنان الاصله عیسوي و، دیني عقده بولي، دوی په دربارونو کې ساتېري او عیاشي نه ردوي، خو په دومره پراخه اندازه يې نه تاییدوي او دلایل هم لري؛ مثلاً د عباسي خلیفه ګانو په اړه د یو تن په اړه لیکي چې د جمعې په ورځ يې له خپلې مینځې سره جماع وکړه، په همدې حال کې اذان وشو، د ده له وسه نه کېده چې جماعت ورکړي، مینځې ته يې پګړۍ ور پر سر کړه او ورته ویل يې چې جماعت ورکړه! 🙂
    نو هیله ده، دې مؤثقه ویبپاڼه کې مؤثق موضوعات تر خلکو ورسول شي، داسې نا ثابت یا هم جنجالي مسائل یوازې ذهنونه مشغوشولی شي!

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!