منډيګک
افغان تاريخ

د افغان ملكې ثريا له نظره د ښځو مقام

ژباړه: علم ګل سحر

0 78

دا د ملكې ثريا د هغې مركې متن دی چې کابو ۸۰ كاله دمې له فرانسوي ورځپاڼې سره كولي حضرت غازي امان ﷲ خان د ۱۳۰۷ لمريز كال د چنګاښ تر لېټې پوري ځينو اروپايي، اسيايي او افريقايي هېوادونو په يوه اووه مياشتني اوږد سفر ولاړ، سره له دې چې دا سفر د نړۍ پرمختلليو هيوادونو ته شوی و. خو د سفر په ټوله موده كې غازي امان ﷲ خان او هم ملكې ثريا افغاني دودونه يوه شیبه هم هېر نه كړل او د سفر تر پايه يې خپل افغاني غرور ساتلی و، په دې سفر كې ملكې ثريا خپل نيم مخ په نازك ټيكري پټ كړی او په ټولو مېلمستياوو او غونډو كې يې خپل افغاني پړونی ايسته نه كړ، كله چې غازي امان ﷲ خان له انګلستان څخه فرانسې ته ورسېد، د (هو هنلو) ورځپاڼې خبريال له ملكې ثريا څخه د لنډې مركې هيله وكړه دغه ورځپاڼه په پاريس كې خپرېدله چې ديني او مذهبي معلومات به یې خپرول. افغانې ملکې ثریا دغه مرکه په ورین تندي ومنله او په شلو دقیقو كې يې د خبريال پوښتنو ته ځوابونه وويل. په مركه كې يوې تركۍ مېرمنې په فرانسوي ژبه د ژباړې چارې پر غاړه لرلې د دغې مركې متن هغه وخت له كوټي څخه خپرېدونكي اخبار، جبل المتين كې خپور شو، چې نژدې يوه نيمه لسيزه د مخه افغاني مطبوعاتو ته راورسېد دا دی موږ يو ځل بيا د دغې مركې پښتو ژباړه خپروو. وبه وينو چې افغاني ملكې، ثريا څواتيا كاله دمخه د ښځو د ژوند په باب څه ډول نظر درلود.

پوښتنه: عليا حضرت ملكې! ايا ستاسي له نظره په اسلام كي د ښځو حقوق خوندې دي، كه یه؟

ځواب: زه بيخي ډاډه يم چي په اسلام كي د ښځو حقونه خوندي دي، د لويديځې نړۍ پوهان، مستشرقين او متخصصين ښه پوهېږي، چې د اسلام لوړ حكمونه د اخلاقي روزني په برخه كي ډېر گټور ټكي لري، دا چي تر اوسه پوري په پوره ډول تعليم او تطبيق شوي نه دي، بېله خبره ده، د لوېديځ خلك فكر كوي، چې ګني اسلام د ښځو پر حقونو تیری کړی دی، په داسې حال كې چې دا خبره بيخي بې بنسټه ده، هر هغه چا چي د ديني او مذهبي علومو په برخه كي لږي څېړني هم كړې وي، په دې مسئله پوهېږي. په هغه كچه چې د اسلام ځلانده لمر د ښځو نړۍ روښانه كړې ده، بل هېڅ دين او مذهب رڼایي نه ده وربخښلې له یو یا دوو حکومتونو پرته چې هغه هم د چاپیریال غوښتنه ده، نور په ټولو چارو کې ښځې له نارینه وو سره مساوي حقوق لري، هغه شخصي او اخلاقي روزنه چې په لویدیځ کې ښځو ترلاسه کړې ده، دهغو له مذهبي چارو سره هیڅ اړیکه نه لري، یوازې د ښځو غوښتنه ده چې دوی له تمدن څخه برخمنې وي که له دیني او مذهبي نطره څیړنې وشي ښکاره ده چې په اسلام کې ښځې له هره لحاظه ازادي لري او حقونه يې خوندې دي، هغه دين چي ښځي د پوره حقوقو درلودونكي بولي، اسلام دي او بس.
دا اسلام دی، چي ښځو ته يې په سياسي او اقتصادي ژوند كي ونډه وركړې ده. ۱۳۴۶ كاله پخوا، ښځو ته د بيعت په مسايلو كي چي اوس ټولټاكني او د ټولو رايي اخيستل بلل كېږي، ښځو ته برخه وركړل شوې وه. په داسي حال كي چي اروپايان اوس غواړي، ښځو ته د ټاكني او رايي وركولو حق وركړي له دومره زيات پرمختگ سره سره تر اوسه ډېرو اروپايي هېوادونو د ښځو دغه حق ته غاړه نه ده ايښې. البته دا ويلاي شو چي د سمي او پوره زده كړي نشتوالي او د ځينو نيمچه ديني عالمانو كړو وړو د اسلامي نړۍ ښځي له خپلو حقوقو ليري ساتلې دي او د نورو دينونو علما هم دغه ليريوالي د خپلي بې خبرۍ په وجه د اسلام له احكامو سره په تړ او كي بولي.

ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي

زه په دې سفر كي پوه شوم چي د لویديځي نړۍ ښځي د اسلام له گټورو حكمونو څخه بې برخي پاته شوې دي، نو ځكه ما امر وكړ، چي د اسلام او ښځو په نوم كتاب خپور شي، چي دغه د بې خبرۍ ستونزه له منځه ولاړه او د لويديځې نړۍ ښځې د اسلام له گټورو ارشاداتو څخه خبرې شي. البته په دغه لنډه مركه كي چي تاسي يې له ما سره کوﺉ دغه نيمگړتيا نه شي ليرې كېدای.

پوښتنه: عليا حضرت! د پړوني او حجاب په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: داسې ډیر دودونه او رواجونه شته چې د وخت په تېرېدو سره د دين او مذهب برخه گڼل شوې ده. ديني او مذهبي عالمانو هم د ديني اصولو په څېر د هغوی د پر ځاي كولو ټينگار كړي دی، چي دا ډول حكمونه په نورو مذهبونو كي هم شته. له دې څخه یوه هم په اسلام کې د حجاب مسله ده چې دغه مسله هم د دود او دستور له جملې څخه گڼل كېږي. هغه څوك چي د اسلام له احکامو څخه بې خبره دي دا مسله د اسلامي محكمې يو حكم بولي. مگر هغه كليمه چي په اسلام كي د ستر او حجاب په باره كي ورته اشاره شوې ده، د تهذيب او اخلاقو له مخي ده، نه د تهديد او تحريم لپاره، بلكې دا قراني مقدس حكم د نارينه او ښځي تر منځ گډ حكم دی، ياني د ښځو لپاره له مخ لاسونو او پښو پرته ټول بدن ستر دی او د نارينه وو لپاره هم شرعي حد ټاكل شوی دی چې له نوم څخه تر زنگنو پورې ستر دی. نو ويلاي شو چې د ښځې او نارينه لپاره د ستر حدود هغه حدود دي، چي د لمانځه او د كعبې شريفي د طواف پر وخت ټاكل شوي وي، د ستر او پردې مسئله يوازې په اسلام پوري اړه نه لري، بلكې د نورو اديانو په الهامي كتابونو كي ټاكلي حدود لري. كه موږ وگورو دا اوسنۍ پرده او د ستر مسئله د اسلام له لومړنيو حكمونو سره په بشپړ ډول توپير لري، لكه دمخه چې وويل شول، د يوې عنعنې او رواج شكل يې خپل كړی دی. د اسلام په لومړنيو پېړيو كې ښځې او نارينه يو ځاي د جگړې ډگر ته تلل او د ټپيانو پر ټپونو ته يي پټۍ ايښودلي. دا چې اوس عيسوي ښځې دا ډول روغتيا يي خدمتونه سرته رسوي، هغوي هم له اسلام څخه زده كړي دي، ځكه چې په تاريخ كې نه ليدل كېږي چې له اسلام دمخه دي ښځو د جگړو په ډگر كې داسې دندې سر ته رسولې وي. په دې ډول به په لښكر كي ښځو نارينه دې ته هڅول او د تېښتي او ناكامۍ په وخت كي به يې هغوي ته پېغورونه وركول چي دا ټولې داسې دندې دي، چې له اوسنۍ پر دې او ستره ډېره توپير لري.
سر بېره پر دې د حضرت محمد (ص) مېرمن بي بي عايشه (رض) او د پيغمبر (ص) لور بي بي فاطمه (رض) روزل شوې او عالمې ښځې وې چې ډير حديثونه او روايتونه ځينې رانقل شويدي. هغه وخت ښځې تل له نارينه وو سره په چارو بوختي وې، په غونډو، د جومات په لمونځونو، د اختر د لمانځه په مراسمو، د حج په مراسمو، د رئيس او خليفه د ټاکلو په مراسمو، غزا وو ته د تلو او رايي اخيستولو په وخت كې ښځې له نارينه وو سره يو ځاي وې. نو داسې څرگندېږي، چې ستر او پرده د هماغو شرعي حدودو تابع ده، نه د اوسنۍ عنعنې او دستور چې په ځينو مسلمانانو كې يې رواجي شكل پيدا كړی دی.

پوښتنه: ايا ويلاي شئ چې پړونی او رواجي ستر په اسلام كې له كومه ځايه او څه وخت باب شو؟

ځواب : تر هغه ځایه چې په تاریخونو کې څرګنده ده تر اسلام دمخه ستر د ټولنې په لوړو طبقو کې رواج و او هغه يې د شان او شوكت يوه نښه بلله، له څلورگونو انجيلونو څخه څرگندېږي چي د ابراهيم خليل ﷲع په وخت كي هم ستر رواج درلود. د مصر د فرعونانو او د ايران د پاچايانو په وخت كې داسې خلك هم وو چې له عامو خلكو څخه د ځايونو د بېلولو شان او شوكت د ساتلو لپاره يې له پگړۍ او څادرونو څخه كار اخيست! كله چې يې دويم خليفه خضرت عمر فاروق (رض) ته د عجمو جنگي اسيران راوستل، نو د ايزدگر له دوو لوڼو؛ شېر بانو او د هغې له خور څخه پرته نورو ښځو پړوني نه درلودل، ځكه چې د ايزدگر لوڼې د لوړې طبقې ښځې وې او په دې ډول يې خپل شان او شوكت ساته. د چين او جاپان ملكو ددې تر څنگ چي ځانونه يې د اسمان د لمر لوڼې بللې، ټول ژوند یې په پړوني او ستر كي تیر كړ. په اسلام كي د اوسني ستر رواج د بني عباس د خليفه گانو د واكمنۍ په وخت كي منځته راغلی دی. هغوي په خپل دربار كې د عجمو دودونه او دستورونه د اسلام له شرعي ستر سره گډ كړل. په داسي حال كې چې د دوي له واكمنۍ سره جوخت په هماغه وخت كي اموي خليفه ګانو په اندلس او قرطبه كي يوازې شرعي ستر درلود او ښځو هم په لوړو مدرسو او ښوونځيو كي زده كړې كولې او تر اوسه هم د عربو په هېوادونو، غربي نړۍ او په ټولو عربي هېوادونو كي د شرعي ستر هماغه حدود ساتل كېږي. كه چیري ستر واجب وي، پرېښودل يې بايد حرام او ترك كوونكي ته يې بايد جزا وركړل شي. په داسې حال كې چې د نړۍ زياتره مسلمانان (د بشپړه ستر په مانا) ستر نه لري. د اسلام له پيل څخه تر اوسه پوري نه ليدل شوي او نه اورېدل شوي دي چې يوه ښځه دې د حجاب ليرې كولو له امله د جزا او عذاب وړګرځېدلې وي او دا هم نه ده ليدل شوې چې د حضرت محمد (ص), خلفاي راشدينو او يا اوسنيو واكمنانو پورې يوه پاچا يا خليفه دا خپله دنده ګرځولې وي چې كليو او بانډو ته ولاړ شي او د خلكو د اوسېدني په سيمو كې د ټیټې طبقې ښځې د ستر په ساتنه مجبورې کړې، په اوسني وخت كې ستر يوازې په ښارونو او هغه هم په لوړو او اشرافو طبقو كي رواج لري او په تبعيض او تخصیص د ځان لپاره ساتي، ځکه نو هیڅ وخت د نوكرو او خدمتګارو ښځو د ستر غوښتنه نه كوي او پر خپلي بې ايمانۍ سترګې پټوي. په اسلام كي بايد د ستر مسئله د نورو خواوو په نظر کې نیولو سره وڅیړل شي او هغه دا چې آیا له لويديځوالو څخه د ختيځوالو تقليد ته په پام سره چې په چټكۍ سره روان دی، ممكنه ده، د ستر اوسنی رواج په ختيځ كې پاته شي؟

په داسې حال كې چې له لويديځې نړۍ څخه د ختيځوالو تقليد دومره چټك دی چې په لږه موده كې به د هغوي له ټولو رواجونو او جامو څخه تقليد وشي. د ستر په باب بله موضوع دا ده چې ايا اوسنی رواجي ستر د مسلمانانو او په ځانگړي ډول د ختيځې نړۍ د وروسته پاته والي لامل نه ګرځي؟

په دې كې شك نشته چې اوسنی رواجي ستر د ښځو د لوړو زده كړو خنډ دی او د بشري ټولنې دغه نيمه برخه له تمدن او پرمختګ څخه پاته كيږي په دې منظور ختيځوالو نيت كړی د دغې نيمايي برخې د ژغورلو لپاره رواجي عادات پرېږدي. بي له شكه چې ښځي نه يوازې د قوم او ټولنې په پرمختګ كې برخه لري. بلكې ددغه پرمختګ بنسټ جوړوي. نو كه د يوه ملت او ټولنې ښځه له لوړو زده كړو او د ورځي له مروجو علومو څخه بي برخې وي، څنګه كېداي شي چې هغه ټولنه او قوم له نورو ټولنو سره سيالي وكړي، چې وايي د ښځو له دغه ستر سره سره دي د هغوي پوهه هم لوړه شي. د لنډ او محدود نظر خاوندانو فكر يوازې تر ليكلو او لوستلو پورې رسېږي. په داسې حال كې چې تجربه او ټولنيزه روزنه د لوړې پوهې او د پوهنځيو د لوستلو په نتيجه كې په لاس راځي. بايد ووايم چي د داسې پوهې او تجربې تر لاسه كول او په ټولنيزو چاروكې ګډون كول له رواجي پردې سره ممكن نه دي. كه ختيځوال غواړي، له لويديځوالو سره سيالي او رقابت وكړي، نو له نامطلوبو دودونو څخه دې ځان وژغوري، په خپله دې كار وكړي او له هغوي څخه دې تقليد نه كوي، ياني اوسني رواجونه، ستر او پرده دې ايسته كړي او هماغه شرعي، ستر د لوي خداي (ج) او رسول كرم (ص)حكم دې پر ځاي كړي له مخ، پښو او لاسونو پرته دې ټول وجود پټ ساتي او خپل ملي شعاير دې د مذهب له اصولو سره يو ځاي كړي چې په دې توګه هم له اوسني پرمختګ څخه بې برخې نه شي او هم د ستر له خلاف او نامطلوبو رواجونو څخه وژغورل شي. كه دغه فرصت له لاسه وركړي، د ستر خلاف د لويديځ تقليد به د ختيځې ټولنې د پرمختګ ستنې ډير ژر ورانې او له منځه يوسي.
زه دغه سفر پاي ډير روښانه ګورم او ويلاي شم چې په اورپايي ټولنه كې د اسلام په نوم نه بلكي په نورو ډولونو به د اسلام اصول ډير دودونه او رواجونه ځاي ونيسي او اروپايان به د خپل ژوند د تمدن لپاره له هغو څخه ګټه واخلي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!