منډيګک
افغان تاريخ

د کابل موزیم لوټ سويو اثارو ليسټ

0 557
د افغانستان ملي موزیم لنډه پېژندنه:
 
شاه امان الله د خپلو موډرنو نظریاتو له امله په سیمه کي لومړی کس وو چي سل کاله وړاندي یې د افغانانو تاریخي اثارو ته یوه سټنډرډ وداني جوړه کړه چي [عجایب خانه] نومېده، دغه موزیم د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۷ هجري لمریز کال کي د کابل په باغ بالا کي جوړ سو.

په لومړیو کي په دې موزیم کي چي “عجایب خانه” یا د عجایبو کور نومېده؛ یوازي څو ډوله تاریخي آثار لکه خطي قران شریفونه، لاسي صنایع، د استقلال د جګړو پاته سوي آثار او یو شمیر کمیابه کتابونه ساتل کیدل.

خو د افغانستان ملي موزیم د ۱۳۰۳ هجري لمریز کال د لړم میاشتي په پنځه ویشتمه نیټه له باغ بالا څخه ارګ ته انتقال او په رسمي ډول د شاه امان الله خان له خوا افتتاح سو. دغه میوزیم لومړی ځل سقاوي کي چور سو، دوهم ځل روسانو، وروسته مجاهدینو چور او څلورم ځل د طالبانو په تېر دولت کي څو بودايي مجسمې پکښي ماتي سوې.
د افغانستان ملي موزیم له کورنیو جګړو مخکي تر سلو زرو تاریخي اثار درلودل چي اوس یې ایله ۳۰ زره پاته دي.
د افغانستان ملي موزیم د اسلامي دورې اثارو تر څنګ د ۱۲۰۰ او ۱۷۰۰ قبل میلاد دورې اثار هم لري.
له ۲۰۰۱ع څخه تر اوسه زموږ د موزيم [۱۴۲۳۰] اثار بيرته موزيم ته راغلي چي ۴۳۸۲ ئې له ډنمارکه او ۲۱۴ ئې له اسلام اباده څخه تر لاسه سوي دي.
الفت صاحب دي خدای وبخښي ويل به ئې:
” خلګ وايي د غله ځای په غره کي نسته، نو اوس خو غله په ښار کي ګرځي“.
 
د افغان ميوزيم اوسنۍ شتمني په لاندي ډول يادولای سو:
 
د کنشکا جامې:
۱۸۰۰کاله وړاندي د پښتنو جامه:
نيمه پېړۍ وړاندي بغلان کي دغه ډبرين اثار له يوه غره څخه پيدا سوه چي د کنشکاه دورې پوره اړه لري او اوس کابل ميوزيم کي پرته ده، د پرتوګ دغه ګُيي اوس هم پښتنو کي رواج لري او مورخين دغه مجسمه د ځايي خلګو رواجي جامې ګڼي.
له ننه اويا کاله وړاندي دولت له کابله مزار ته سړک تېراوه چي د بغلان د سره کوتل په غونډۍ کي لوی-لوی تيږي مخ ته راغلې، کله چي وکيندل سوې دوه زره کاله وړاندي د يوه عبادت ځای پيدا سو چي د لسو کالو د څېړونو وروسته ښکاره سوه چي دا د باختري دورې د کنشکا باچا سره اړه لري.
کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور و چي د پلار نوم یې [ویما کدفیسزس] او د چين د طرفان څخه تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوی ملک ځواکمن باچا وو چي په ۱۲۷ع کال کې واک ته ورسېد. کنشکا د واکمنۍ درې دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] [ بګرام]، بل متورا او بل یې په پېښور[پوروشاپورا] کي وو.
هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه.
د کنشکا جامې
افغانستان کي د بودا کچکول، ملکيت او تاريخ:
له سوونو کلونو څخه د کندهار ښار په لويديځ کي د ميرويس نيکه په زيارت کي يو دېګ/کچکول پروت وو چي اټکل ۴۰۰کيلو وزن او یو اعشاریه ۷۵ میتره سور لري، شاه امان الله دغه ديګ د اوښانو په مټ کابل ته يوړ او هلته ئې په ملي ميوزيم کي خوندي کړ.
اتيا کاله وړاندي يوه څېړنيزه نړيوال ډله افغانستان ته راغله او له څېړنو وروسته وويل سوه چي:
”تر هغو پوري چي د افغانستان پر اسنادو پوري اړه لري، دغه کچکول اصلاً پخوا په ګندهارا کي جوړ سوی دی. ګندهارا کلتوري سیمه چي کلتوري مرکز یې د ننګرهار اوسنۍ (هډه) سیمه ده، دغه اثر د بودایانو د واکمنۍ پرمهال جوړ سوی”.
د محمدظاهر شاه په دوره کي د هند حکومت غوښته چي د بودا هغه کچکول چي د کابل په موزیم کي دی، دوی ته ورکړي، ځکه چي په مذهبي شکل دوی دغه کچکول د خپل پيغمبر [ګوتم بد/بودا]ګڼي چي د بودا کچکول په بیهار ایالت پوري اړه لري او له هغه ځایه د دوی په وینا نیواکګرو د کنېشکا پاچا پلازمېنې ته او وروسته کندهار ته وړی دی.
د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دئ چي دوي به په خپل لاس د چا شی نه اخلي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يوازي هغه کاسه يا لوښې چي څه پکښي خوړي يا څښي؛ دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ د دوی په کاسو کي اچوي چي وې خوري. دا روايت د بودا ورپاته وو چي کچکول يې دده له مړيني وروسته د منونکو لپاره سپيڅلی سو.
هېره دې نه وي چي کنشکا په پېښور کي د بودا کچکول هم ساته او د هغه دین په خپرولو کي یې د آشوکا په څېر ګامونه پورته کړل.
کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور ؤ چي په ۱۲۷ع کال کي واک ته ورسېد. نوموړي د واکمنۍ دوه دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] (بګرام) کي او بل یې په پېښور(پوروشاپورا) کي وو، او دغه دېګ له هغه ځايه کندهار ته وړل سوی دئ.
که څه هم د افغانستان ملي موزیم د سیمي له خورا بډایو موزیمونو څخه یو بلل کېده، خو د اوږدې کورنۍ جګړې پر مهال دغه میوزیم کي ساتل شوی نژدې ۷۰ سلنه اثار، چورتالان سول او یا له منځه یوړل سول خو د ښه مرغه دغه دېګ د دروندوالي او بت شکل نه لرولو له امله تر اوسه خوندي پاته دئ او اوس هم د کابل ميوزيم د ښه راغلاست پر ځای ستاسي هر کلی کوي.
د کابل په ميوزيم کي د ګوتم بودا کچکول چي په نامالومه نېټه ورباندي اسلامي نقاشۍ سوي دي.
د کابل په ميوزيم کي د ګوتم بودا کچکول چي په نامالومه نېټه ورباندي اسلامي نقاشۍ سوي دي. ۲۰۰۰ع کال
د کابل په ميوزيم کي د ګوتم بودا کچکول چي په نامالومه نېټه ورباندي اسلامي نقاشۍ سوي دي.
دلته د افغانستان د ملي ميوزيم ورک او تخريب سوي اثار، لکه موټرونه، جامې، مجسمې، لوښي او نور ګڼ ورک اثار وينو.
 
۱- چور سوی موټرونه:
د کابل موزیم تر ۱۹۹۱ع کال پوري د سلو زرو په شاوخوا کي تاریخي ارزښتمندي ډبري، د ګاډو ټولګه، د ډېرو کلونو په اوږدو کي د افغانستان واکمنانو ته د مختلفو هیوادونو له خوا ډالۍ او نور ډول-ډول اثار ساتل. په دې ټولګه کي ګران بیه او مردک ضد ګاډۍ هم وې چي جوزف اسټالین [د شوروی د وخت مشر] او د دوهمی نړیوالی جګړې ګټونکو محمدظاهرشاه ته سپارلي وې. [اندریا برونو او سیون کنراد] دوه تنه د (یمیویژن اژانس) انځورګرانو ددې ګاډیو راپور جوړ کړی چي پوهاوی ئې دردونکی دئ.
راپور ليکي:
“د کابل ميوزيم مخ ته؛ هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کیدلې، د روسانو د تیري په موده کي ویجاړ سو او په ۱۹۹۱ع کال کي [یونسکو] د طبعي پیښو څخه ددې تاریخي اثارو د ساتلو لپاره یو نوی ځای جوړ کړ خو کال وروسته د کورنيو حګړو پر مهال ددغو آثارو او یا سلنه لوټ او ګاډي د اوسپنو په ټوټو بدل او پاکستان ته واوښتل.
[قومندان عبدل تارک](Commander Abdul Tarak) چي د د فاع د وزير [احمدشاه مسعود] د باور وړ کس او موټر چلونکی وو، د کورنيو جکړو پر مهال د ميوزيم له دې برخي څخه یو ډول [Austin-A135 ] انګلیسي ګاډۍ د غنیمت مال په بڼه د خپل ځان سره پنجشیر ته بوتله، چي د [۲۰۰۱ع ] تر مني پوري د هغه په کور کي ولاړه وه خو نن ورځ د هغه د برخلیک څخه کوم خبر په لاس کي نسته او نه هم چا سر په وګرځاوه، ددغه قومندان کور د پروان ولايت د پنجشير اولسوالۍ د [خِنج] په سیمه کي دئ.”.
قومندان عبدل تارک

 

پنجشير کي د ظاهر خان Austin-A135 ورک موټر د قومندان تارک په کور کي
پنجشير کي د ظاهر خان Austin-A135 ورک موټر د قومندان تارک په کور کي

 

 

 

تر اوسه هیڅوک نه پوهېږي چي دغه په لسګونو تاريخي موټران چا او چيري بوتله؟ خو باخبر خلګ اوس هم دغه ګران بیه د موزیم آثار د جهادي قومندانانو سره بولي؟!

 

 

د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي:

د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي:
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي:
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي د کورنيو جګړو وروسته
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي
ګران بیه ګاړی ZIZ-110

 

هغه ځای چي په هغه کي ګاډي ساتل کېدلې او د تنظیمی جګړه مارو د اخ و ډب له امله په ویجاړي واوښت.
د افغانستان اورگاډي: په افغانستان کي د اورگاډي لومړنۍ پټلۍ د خپلواکۍ د گټلو وروسته، لومړنيو کلونو کي جوړه سوه. د ۱۹۲۰ع لسيزې په سر کي امان الله خان د جرمنی په کاسيل ( Kassel) کي د هينشيل ( Henschel) د کمپنۍ څخه د اورگاډو دري کوچني بخاری ماشينونه واخيستل او د کابل د ښار د دهمزنگ د ماشينخانې او پغمان د نوي ښارگوټي تر منځ اوه (۷) کيلومتره لاره کي په کار واچول. دارالامان د امان الله خان د پاچاهۍ په دوران کي د افغانستان نوې اداري پايتخت وو، چي د ۱۹۲۰ع په لومړيو وختو کي جوړ سو، او يو شمېر حکومتی دفترونه، او د شورا او ښاروالۍ يوه ستره تاريخي ودانۍ پکښي شامله وه دغه اورګاډې د توپکيانو پر وخت په کباړ کي وپلورل سوه.

د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي
د افغانستان په ملي ميوزيم کي ولاړ ګاډي

 

۲-چور سوی جنګي اثار، وسلې او نور…:

نصرالله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر؛ یوه موده منلې وه چي د کابل موزیم یو شمیر آثار له هغه سره سته. د اطلاعاتو له مخه د مجاهدينو يو مهم مشر په ځانګړې بڼه د شاه امان الله خان توپنچه د ضیاالحق زوی [اعجازالحق] ته ډالۍ کړې ده.

شاه امان الله خان توپنچه

 

چور سوی کتابي/قلمي نسخې:

 

د قطر د ګمرک ادارې خبر ورکړی چي له افغانستان غلا سوي څو خطي قران کريمونه ئې لاس ته ورغلی چي له ۲۰۱۷تر ۲۰۱۹پوري غلا سوي، اټکل دئ چي دغه قرانونه او نوري قلمي نسخې د افغانستان د ملي موزیم او آرشيف د شپاړسمي پېړۍ سره اړه لري، کتابونه اوس دوحې د ملي کتابتون ټیم سره پراته دي.

 

د قطر کتابتون وياند the art newspaper ورځپاڼي ته ويلي چي په ۲۰۲۰ع کال موږ د خپلو متخصصینو د نړیوالې ډلي له لارې وموندله چي د کابل څخه ځیني مهمي قرآني نسخې په پاریس، لندن، امستردام او ایران کي د پلور لپاره ايښول سوي دي، دوحې کتابتون ټيم وايي:

 

«زموږ پام لومړی یوې ښکلي نسخې را وګرځاوه چي یو نادر او ښکلی قرآن کريم چي په لندن کي پلورل سوی او یو عالي او خورا نادر، روښانه قرآن کريم وو».

 

په دې کتابتونو کي ۱۰/۱۲خطي نسخې دي چي پکښي څو قران کريمونه او نور دي، قطري دولت وايي چي له افغان ملي آرشيف سره ئې اړيکه نېولې خو چا ورته ځواب نه دئ ورکړی.

 

قطر تر اوسه د ناکامو هيوادونو لکه عراق، لېبيا او افغانستان ګڼ تاريخي اثار نيولي چي د دوی په خوله چي موخه یې د افغان میراث ساتنه ده.

 

 

د افغان ميوزيم ورک سوی قران کريم
چور سوی بتان او نور چي پاته برخه ئې طالبانو له منځه يوړله.

 

په …:

 
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!