منډيګک
افغان تاريخ

د تيمور شاه په وخت كې د افغانستان حال

سر محقق علي محمد منګل

0 311

اعليحضرت احمد شاه بابا(رح) د خپل سلطنت په (26) كلنه دوره كې نه يوازې ګران افغانستان خپلو طبيعي سرحدونو ته ورساوه ، بلكې د افغانستان كورنۍ او داخلي وضع يې هم تر ډېره سمه كړه ، قومي شخړې او تربګنۍ يې پاى ته ورسولې او خپلو فتوحاتو ته متوجه شو ده د مركزي حكومت قوت په ټول هيواد او خاوره كې ټينګ كړ او هيواد يې د كارونو او چارو د اسانتيا د پاره په ولايتونو او حكومتونو ووېشه . هر ولايت به د يووالي له خوا اداره كيده منظم عسكري تشكيلات يى جوړ او برابر كړل ټولو خلكو په تيره بزګرانو د ماليې وركولو ته كلكه غاړه كېښودله او دولتي خرڅونې (خزانې ) يې ترې ډكې كړې لنډه دا، چې د حكومت داخلي او خارجي وضع يې په ډېرې اّرامۍ او هوسايۍ سره دده پر ځاى خپلو راتلونكو كيناستونكو او اولادې ته برابره كړه ، خو دده د پادشاهۍ زمانه په جنګونو او عسكري سوقياتو كې تېره شوه مګر راتلونكوي وخت ته يې د خپلې اولادې د پاره اّرامه لار پرانستلې وه.
د تيمور شاه په زمانه كې دغه ارته لويه سيمه ، چې د افغانانو ګډ كور دى په هماغه بڼه پاتې شوه او كوم ارتوالى يې ونه كړ د دراني تيمور شاه تدبير او اراده دا وه ، چې دغه نيول شوي ملكونه او افغانستان طبيعى سرحدونه تر خپلې وسې پورې وساتي د تيمور شاه د ارادې علتونه چې ولې يې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا ) په شان څه پرمختګ ونه كړ په دې څيړنه كې به ، چې دده د زمانې او وخت د پاره په نظر كې نيول شوې ده ، جوت كړاى شي.
د تيمور شاه لنډه پيژندګلوي :
الف : د پادشاهۍ د ټاكل كيدونه دمخه (د وړوكوالي- ځوانۍ) وخت :
شهزاده تيمور شاه د اعليحضرت احمد شاه بابا دويم زوى او په (1100هـ ) كال كې پيدا شوى دى (1) دده د پيدا كيدو او زېږيدو ځاى د ايران ما زنداران په اتفاق ښودل شوى دى.
څه وخت چې احمد خان ( لوى احمد شاه بابا(رح) ) د نادر شاه افشار له خوا څخه د مازنداران په ماموريت وګومارل شو د خپلې كډې او خېلخانې نه پرته د ابداليو د قام څلور زره تكړه سواره هم له ده سره مله او ملګري وو په دې ځاى كې د احمد خان ماموريت اوږد شو اوپه (1100 هـ ق – 1742) كال كې يې همدلته شهزاده تيمور پيدا شو(1) احمد خان چې د مازندران د ماموريت له پاره د نادرشاه افشار له خوا ټاكل شوى و؛ نو دده دغه ماموريت په دې ځاى كې تر 1160 كال پورې دوام وموند ددې پورته يادونې او نظر په خلاف ظفر كاكا خيل په خپل كتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا ) كې ليكي ، چې شهزاده تيمور شاه په (1746ع ) كال كې په مشهد كې پيدا شوى دى په دې ترتيب دده د زېږېدو په باب د موْرخينو تر منځ د نظر اختلاف ليدل كيږي.
د احمد خان ددغه ماموريت په وخت كې كله ، چې د مشهد په فتح اّباد كې د ايران د سردارانو په سلا او مشوره نادر شاه افشار د جمادي اّلاخر د مياشتې په يوولسمهد يكشنبې د شپې په نيمه نيمايي ( پخه شپه ) كې ووژل شو احمد خان تر لنډې جګړې وروسته چې د ايران له مشرانو سره يې وكړه د مشهد له فتح اّباد نه كندهار ته د خپلې كډې ، ماشومانو او ملګرو سره را روان شو احمد خان په دې پېښه كې د نادر شاه افشار د حرم ساتنه د پښتني پت له مخې په ډيره كلكه مېړانه سره وكړه د نادر شاه ميرمنې د احمد خان ددې لوى خدمت په بدل كې هغه ته د كوه نور قيمتي الماس ، چې د محمد شاه ګورګاني له خوا ددې ميړه ( نادر شاه افشار) ته وركړ شوى و، وروبخښلو(1) شهزاده تيمور په اووه كلنۍ كې د خپل مېړني پلار او ګرانې مور سره كندهار ته راغى كله چې، د تيمور پلار (احمدخان ) او نور افغاني مشران كندهار ته راوګرزېدل سمد لاسه يې د مشر په ټاكلو لاس پورې كړ، نهه (9) جرګې د مشر او مشرۍ د ټاكلو د پاره وشوې ، له نهمې جرګې وروسته د ټولو مشرانو په خوښه او په تېره د حاجي جمال خان په پوره پاملرنه احمد خان د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو او د بخت ستورى يې وځليد، صابر شاه ملنګ د غنمو وږى د احمد خان په سر كې و ټومبه ، د تيږې يو تخت يې جوړ كړ احمد شاه يې پر هغه كيناوه او ورته ويې ويل : دا تخت ستا سلطنت دى او ته پادشاه يې(2) احمد شاه بابا د تيمور د عمر په اووه كلنۍ كې د ګران افغانسان د سلطنت واګې په لاس كې واخيست.
شهزاده تيمور په پنځلس كلنۍ كې د خپل پلار ( لوى احمد شاه بابا) سره د هند د نيولو او يرغلونو په وخت كې ملګرى و، او احمد شاه بابا په 1170ق كال كې د خپلو فتوحاتو په لړ كې د جمادي الاول د مياشتې په اوومه نيټه ډهلي ته ورسيد، دلته يې ديوې مياشتې له تېرېدو وروسته ګوهر نسا بيګم د عزيزالدين مغلي لور خپل ځوان زوى شهزاده تيمور ته نكاح كړه دا د شهزاده تيمور دوهم واده و ، چې تر پنځلس كلنۍ پورې يې په نصيب شو، احمدشاه د خپلې نږور دواده
د مراسمو د تېرېدو نه وروسته ډهلى عزيزالدين محمد ته پرېښود (1)

احمدشاه بابا، د شېر سرخ جرګه

څه وخت چې احمدشاه بابا له هند نه بېرته افغانستان ته د راستنېدو خيال وكړ او د راتګ په وخت كې كله ، چې لاهور ته راورسېد؛ نو خپل ځوان زوى شهزاده تيمور يې چې ډېر حليم، نرم او د ښه سلوك څښتن و او د خپل پلار اعتماد يې حاصل كړى و؛ نو د لاهور، ملتان ، كشمير، تتې ، پنجاپ او نورو ډېرو سيمو د والى په حيث يې مقرر كړ، سردار جان خان ايوب زى پوپلزى يې د هغه د مرستيال په توګه وټاكه ، چې له زوى سره يې په كارونو كې مرسته وكړي د خورشيد جهان د كتاب ليكوال د تيمور شاه د ښوكړو وړو او نيكو خويونو په برخه كې ډېره ستاينه كړې ده او زياته وي چې : ” ده د خپل ماموريت په وخت كې له خلكو سره ډيره نرمه وضعه او ښه چال چلند درلود” شهزاده تيمور شاه هند ته د دوهم ځل تګ نه وروسته ( د خپل پلار سره د پاني پت د جګړې د تماميدونه وروسته ) د لوى شاهنشاه (احمد شاه ) سره كندهار ته راستون شو او د رسېدو سره سم د هرات د والى په حيث وټاكل شو(1) دى تر هغه وخته پورې د هرات والي و، څو، چې د پلار د مړينې نه وروسته د افغانستان د پادشاهۍ پر تخت د خپل پلار په مخكنۍ اشارې سره كيناست.
ب : پر تخت كيناستل :
اعليحضرت احمدشاه بابا د خپلې مړينې نه د مخه د هغه لياقت او ځيركۍ له مخې ، چې په شهزاده تيمور كې يې ليدله؛ نو د نورو زامنو څخه يې هغه د سلطنت د چارو د اجرا د پاره وړګاڼه ، له دې كبله يې د هغه د وليعهد كېدو اشاره په خپل ژوند كې كړې وه كله ، چې لوى احمد شاه بابا مړ شو شهزاده تيمور په هرات كې و(2) وزير شاه ولي خان د وخت نه استفاده وكړه او خپل زوم شهزاده سليمان يې په كندهار كې پر تخت كيناوه د وخت ځينو غټو مشرانو ، چې د احمد شاه بابا وصيت يې د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره د هغه له خولې اورېدلي و؛ نو د وزير شاه ولى خان په دې كار خواشيني شول او د شهزاده سليمان پادشاه كېدو ته يې غاړه كښېنښودله دوى د كندهار نه ووتل او د هرات لور ته د شهزاده تيمور ليدلو ته ورغلل ، تيمور، چې دپلار له مرګ نه خبر شو ډېر غمجن و
د وزير شاه ولي خان دې كار او شوم پلان ، چې د خپل زوم په برخه كې يې سرته رسولى و ، تيمور شاه را جګ كړ، د هرات خلك ، چې زيات يې هزاره او ايماق وو ، ځانته راوبلل هغوى ته يې وويل : زما پلار لوى احمدشاه بابا زه په خپل ژوند كې د پادشاهۍ د پاره ټاكلى وم اوس ، چې هغه مړ دى ، وزيرشاه ولي خان زما ورور شهزاده سليمان ، چې دده زوم كيږي په تخت كينولى دى ، زما د پلار خزانې يې ټولې په خپل واك كې نيولي دي ، اّيا له دې غاصب نه زه د تخت او سلطنت د نيولو حق لرم كه نه؟
د شهزاده تيمور له دې خبرو وروسته د هرات خلكو د خپل والي د ښه چلند له مخې، چې تر اوسه يې د ولايت چارې په غاړه درلودلې په يوه خوله هغه ته وويل : ته حق لرې ، چې د سلطنت چارې په خپل لاس كې ونيسې او پر تخت كښېنې، موږ ټول ستا مله او ملګري يوْ د خلكو له منځ نه شيخ يحيى، چې لوى عالم و را پور ته شو او د هغه وخت سلطنتي توره يې د شهزاده په څنګ كې ځوړنده كړه او ټول افغاني قامونه د هغه په مرسته او ملاتړ ودرېدل له لږې مودې وروسته شهزاده تيمور په ډېره بيړه د خپل لښكر سره د كندهار لور ته حركت وكړ او د بكوا د دښتې د لارې د كندهار احمدشاهي ښار ته له خپلو لښكرو سره ننوت (1)

تیمور شاه

وزير شاه ولي خان ، چې د خلكو زياته مينه د شهزاده تيمور د پادشاه كېدو د پاره وليدله ؛ نو د هغه مخې ته د هر كلي د پاره ورغى، مګر څنګه ، چې شهزاده تيمور د قام د لويانو تر زيات تاثير لاندې راغلى و، وزير شاه ولي خان يې مړ كړ او د هغه په ټولو خدمتونو يې سترګې پټې كړې ( د قام د مشرانو تر منځ د سليمان د پادشاه كېدو په اثر زيات اختلاف پيدا شوى و ، چې د موضوع په ارتباط به جوت كړاى شي ) دى ددې لوى سړي د وژلو نه وروسته كندهار ته په ډاډه زړه ور دننه شو ، شهزاده سليمان ، چې پوه او هوښيارو او په دې پوهېده ، چې تيمور له ما څخه هوښيار دى ، لياقت لري او له بلې خوا يې هيله درلودله ، چې د وروڼو د وژلو دوره پيل كړي؛ نو د سلطنت او تخت د چارو نه يې لاس په خپله واخيست او هغه و ، چې تيمور شاه د افغانستان پادشاه شو (2)
تيمور شاه د خپل ورور شهزاده سليمان په دې نيك او شريف حركت او كار ډېر خوشاله شو ، تر څو ، چې سليمان ژوندى و تيمور شاه د هغه عزت او احترام كاوه، په دې ډول سره تيمور شاه د افغانستان په تاريخ كې د خپل پلار نه وروسته په (1773ع ) كال كې د افغانستان د سلطنت پر تخت كيناست (1)
د شهزاده سليمان د پادشاه كېدو ، د وخت او مودې په برخه كې ، چې څومره وه ، د احمد شاه بابا د مړينې او له هرات نه كندهار ته د شهزاده تيمور تر راتلو پورې صحيح او سم معلومات نشته ، چې د ده د پادشاهۍ وخت ترې جوت شي ، خو ( د شهزاده سليمان استاذ ملا پيرمحمد كاكړ، چې د پښتو ژبې يو ګرامر يې د معرفت الافغاني په نوم د خپل شاګرد شهزاده سليمان په نوم اهدا كړى دي ) د ملا پير محمد كاكړ
د دغې اهدا د نظمونو له بيتونو څخه جوتيږي ، چې د سليمان د سلطنت او پادشاهۍ په وخت كې يې ليكلى دي (2)، چې
د سلطنت موده يې له درو مياشتو نه زياتيږي

د پير محمد كاكړ هغه اشعار چې د خپل شاګرد
د پادشاهۍ په باره كې يې كښلي دي دا دي :

پس له حمده له دروده
شاه سليمان دحكم نمر دى
د شاه تخت سليماني دى
زېب زينت دى شاه د علم
په ميدان د جنګ هم شېر دى
صاعقه د ده د قهر
پښتانه ور باندې شاد شوه
شاه زاده د علم كان دى
د دولت يې زه دعا كړم
څو امكان د بقا وينه
چې عالم باندې روشن دى
شوه د شاه مدحه مقصوده
كل عالم پرې منور دى
عجب لطف يزداني دى
سيال يې نشته څوك په حلم
د اعدا په حق شمشېر دى
ورانوي د دښمن شهر
له همه غمه اّزاده شوه
نن رونق د درست جهان دى
دبخت خواست يې تل له خدا كړم
دا اّفتاب دې رب لرينه
تمام ملك په ده ګلشن دى(1)
د تيمور پادشاهى :
لكه چې د مخه اشاره وشوه اعليحضرت تيمور شاه د خپل پلار غازي اعليحضرت احمد شاه بابا په وصيت او د سردار عبدالله خان پوپلزي ديوان بيګي او نورو مشرانو په ملاتړ او پلوي په كال (1186ق او 1773ع ) كې د درانيو د قام د دوهم پادشاه په حيث پر تخت باندې كيناست او د افغانستان خپلواك پادشاه شو
د پايتخت نكلول:
اعليحضرت تيمور شاه دسلطنت د كيناستو نه څو مياشتې وروسته خپل پايتخت له كندهار نه كابل ته ځكه نقل كړ چې :
 كابل ډېره ښه او معتدله هوا درلودله
 د تجارت له كبله يې ډېر زيات اهميت درلود
 د سياست له مخې يې هند ته د نږديوالي له امله زيات اهميت درلود
 له ټولو څخه ډېره غوره دا وه ، چې اعليحضرت تيمورشاه په دې كار سره غوښتل ، چې د كندهار د خانانو ته به په هوسا او اّرامه سره حكومت وكړي او د هغو له حملو او يرغلونو څخه به بچ او په څنګ وي (1)
تيمور شاه پوهېده ، چې په كندهار كې په اّرامه سره حكومت كولاى نه شي ، دا ځكه د احمد شاه بابا د سلطنت او لويې امپراتورۍ په ځلانده دوره كې درانيان په اقتصادي ، سياسى او نظامي لحاظ د نورو قومونو نه ډېر غښتلي او ممتاز شول، ددې علت دا و، چې له يوې خوا دوى ته تر نورو قومونو زياته تنخوا ( معاش ) مقرره و او له بلې خوا د عسكري خدمت په مقابل كې د ډېرو ملكونو او كروندو مځكو خاوندان وو او هم يې د فتوحاتو په لړ كې ډېرې ولجې تر ګوتو كړې وې (1)
د دغو ټكيو له مخې درانيان دومره غښتلي او قوي شوي وو ، چې خپله حكومت ته د وېرى او خطر لوى خنډ او سرچينه وو ، تيمور شاه ، چې د دوى له راتلونكيو احتمالي يرغل او حملې نه ډاريده ، كندهار يې پرېښود او مركز (پايتخت) يې كابل وټاكه چې په دې ډول يې ځان لږ څه اّرام او ډاډه حس كړ
پر تخت له كيناستو وروسته د تيمور شاه لومړنۍ غلتي دا وه ، چې هغه خپله دارالخلافه د كندهار نه كابل ته نقل كړه ، ددې پېښې علت دا و ، چې د كندهار د خلكو نه د سليمان ميرزا په ملګرتيا خپه شوى و له همدې كبله يې كندهار پرېښود چې كندهار د درانيو مركز و د دراني تيمور شاه په زړه كې دا شك و ، چې دراني زړور ، زورور او په شمېر كې ډېر دي ، كله چې دوى يوه پادشاه ته اتفاق وكړي هغه د تخت نه كوز ولى او ايسته كولاى شي (2)
تيمور شاه د خپل پلار په خلاف د حكومت ډېرې غټې څوكۍ پرته له پښتنو نورو مشرانو ته په واك كې وركړې ، دا هغه خلك وو چې ډېر لږ يې پښتانه وو، په دې ډول سره تيمور شاه هغه تر خپل احسان لاندې را وستل په دغو مشرانو كې لومړنى سړى قاضي فيض الله خان و، چې د شاهي فرقې مشري يې په غاړه واخيسته (1)
د ظفر كاكا خيل په قول اعليحضرت تيمور شاه عبدالطيف خان د محصول د ټولولو افسر او د قاضى عطاوالله په قول د وزير په حيث وټاكه ، تيمور شاه خپل ساتندوى او محافظ فوځ د اسحاق زيو څخه جوړ كړ ، چې دا د درانيو يوه خواره او كمزورې قبيله وه تيمور شاه له دوى سره د قزلبا شو (12000) دولس زره كسيز فوځ هم ملګره كړ تيمور شاه د خپل سلطنت په لومړيو وختو كې د پښتنو ولسي او بې قاعدې لښكر ، چې اعتماد يې ورباندې نه كاوه ړنګ او لرې كړ ددې پر ځاى يې يو منظم تنخوا خور لښكر جوړ كړ په دې توګه سره تيمور شاه د پرديو په ملګرتيا د قام له سردارانو او مشرانو سره خپلې اړيكې ورو ورو پرې كړې (2) دغو كارونو په سرته رسولو سره تيمور شاه د پښتنو په فكر يو پردى او بېګانه پادشاه وګڼل شو او پښتانه بې له شكه د هغه نه ډېر زيات خواشيني او ناراضه شول.
تيمور شاه او قامي مشران :
څه وخت چې تيمور شاه د افغانستان په پادشاهۍ وټاكل شو ، ده د قام مشري د حاجي جمال خان زوى سردار پاينده خان ته وسپارله ، نوموړي سردار د تيمور شاه په ګټه او لنګه ( خوا، طرفداري ) د درانيو بلوا، چې د شاولي خان په لمسون رامنځ ته شوې وه شنډه كړه په دې لنډ او حساس وخت كې د احمدشاه بابا تره عبدالخالق خان هم غوښته ، چې د افغانستان پادشاه شي، خو هغه ډېره زر ماتې وخوړه او د ماتې له خوړلو سره يې سمدلاسه ونيو او په دواړو سترګو ړوند كړاى شو ظفر كاكا خيل په دې هكله په خپل كتاب “پښتانه د تاريخ په رڼا كې” ليكي او وايي چې : د تيمور شاه د پادشاهۍ د بې نظمۍ يو علت د مشرانو مناسبات او بل هغه قيامونه او بغاوتونه وو ، چې د هېواد په منځ كې را پيدا شول ددغو پېښو په نتيجه كې دده د سلطنت شېرازې كمزورې او د اومړي تار په څېر سستې شولې مونږ د مخه دې ټكې ته اشاره وكړه، چې د احمد شاه بابا له مرګ نه وروسته تيمور شاه د هېواد په كورنيو چارو كې له ډېرو خنډونو او ربړونو سره مخامخ شو د تاريخ له پاڼو نه داپه ډاګه جوتيږي ، چې په دغه وخت كې درانيان په اقتصادي او سياسي لحاظ د احمد شاه په پوره پاملرنه ډېر غښتلي او قوي شوى وو (1)
تيمور شاه د مشرانو د خوارولو او كمزوري كولو له پاره له ډول ډول چالونو او لارو نه كار واخيست همدا وجه وه ، چې د تيمور شاه د سلطنت په لومړيو وختو كې داسې پېښې را پيدا شوې ، چې دده او قام د مشرانو تر منځ اړيكې يې لنډې او پرې كړلې ددې له پاره ، چې دغې موضوع ته په ښه شان ورننوزو دابه ښه وي ، چې همدا پېښې تر پوره څېړنې لاندې ونيسو.
تيمور شاه او وزير شاولي خان :
څه وخت ، چې د لوى احمدشاه بابا رنځورتيا او ناروغي سخته شوه او په دې پوه شو، چې دې اځل (مرګ) له غشي نه شي روغيداى ؛ نو خپل وزيران او لوى مخور يې ځانته راوغوښتل او هغوى ته يې وويل : چې زه خپل زوى شهزاده تيمور د سلطنت په تخت او تاج باندې كينوم او خپل وليعهد يې ګنم (1)
د احمد شاه بابا له دې نظر سره ډېرو وزيرانو او اميرانو خپله خوښه او رضا څرګنده كړه، خو ځينو ته په دې ټكي شك پيدا شو او پلمه (بهانه) يې جوړه كړه ، چې ولې اعليحضرت احمد شاه بابا له موږ نه په دې برخه كې مسلات او سلا ونه غوښتله ؟ بل ټكى دا، چې ولې احمد شاه بابا شهزاده سليمان وليعهد نه كړ ؟
لوى احمد شاه بابا، چې ډېر ناروغ و ددوى د قناعت دپاره يې داسې وويل :


” زما مطلب او هدف له دې كار نه يوازې او يوازې د ولس او خلكو خير دى دا، ځكه ، چې تيمور زما په ژوندانه كې ډېره پوهه ، لياقت او كفايت له ځانه څرګند كړى او د ښې ارادې خاوند دى شهزاده سليمان يو سست طبيعته او بې رحمه كراړ زړه لري ، چې د بلوا او پتنو د كرارولو په چل او تدبير باندې نه پوهيږي دده د ظلم او ستم نمونه د سردار ذال بيګ خان افغان مرګ دى ، چې دا زما د پاره ښه په زړه پورې مثال دى نو ځكه دى د وليعهدۍ وړ نه دى (1)
د احمد شاه بابا له وينا وروسته د قام مشران پرته له وزير شاوليخان او دده له ملګرو نه په دې اهم كار خوښ او راضي شول د وزير شاه ولي خان ملا تړ د سليمان له پاره د هغه د خپلوۍ له كبله وه ځكه شاه ولي خان خپله لور شهزاده سليمان ته وركړې وه په دې وخت كې دده دا ډېر ټينګار د خپل زوم د پاره د قام په مشرانو ، لويانو او سردارانو باندې بد ولګېد او له ده څخه يې طبيعت او مخ وګرزېد د دغو مشرانو له ډلې نه مدد اسحق زى له ده څخه بېل او شهزاده تيمور ته ورغى او له دې سترګو ليدلى حال او پېښې نه يې زور په زور پوره خبر كړ.
د مدد اسحق زي له خولې څخه څه وخت ، چې تيمور شاه د وزير شاولي خان او خپل ورور شهزاده سليمان په دغه كار او عمل باندې خبر شو، نو بې له درنګ نه يې په هرات كې د عالمانو ، شيخانو، رئيسانو او نورو لويانو يوه درنده جرګه را غونډه كړه او هغو ته يې وويل چې :

” زه خپل پلار په خپل ژوند كې وليعهد وټاكلم، اوس ، چې هغه جنت پناه مړ شوى او دا بد له پاره يې سترګې له موږ پټې كړي دي وزير شاه ولي خان زه له سلطنت نه وشړلم او زما پر ځاى يې شهزاده سليمان ، چې له مانه كشر او وړوكى دى د سلطنت په څوكۍ او شاهي تخت باندې كېنولى دى همدا اوس يې په كندهار كې زما د پلار په خزانو (خورځونو) خېټه اچولې او په خو شال زړه يې ډډه پرې وهلې ده؛ نو اې زما وطنوالو ! تاسې سلا راكړئ ، چې زه ددې غاصب څخه د سلطنت د نيولو حق لرم كه نه ؟ ” (1)

د تيمور ددغې ونيا نه وروسته د هرات خلك له ده سره ودرېدل او د كندهار په لور را روان شول د تيمور له راتګ نه، چې د قام مشران خبر شول د هغه د ملاتړ د پاره ودرېدل ، چې دغه حال به پرلپسې په وروسته كرښو كې څرګند كړاى شي.
له تيمور سره د عبدالله خان دېوان بيګي مرسته :
د شهزاده سليمان او شهزاده تيمور شاه د تخت كيناستو په خبرو كې شاه ولي خان د قام د نورو مشرانو د خوښې ، رضا او موافقې نه پرته د خپل قدرت او قوت په لاس سليمان پر تخت كيناوه ، دده تر ټولو تر بګنو او مخالفو كسانو نه مخكې د پوپلزيو مشر او رئيس عبدالله خان دېوان بيګي په ډېره ميړانه ددغه اقدام د شنډولو د مخنيوي د پاره ودرېد څه وخت ، چې سليمان د تيمور له راتګ نه خبر شو نو يې له وزير شاه ولي خان ( خپل خسر ) سره سلا او مشوره وكړه دواړو په ګډه سره دا غوره وګڼله ، چې څو يا بوګان په اشرپيو (پيسو) بار د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې كلات ، ته، چې د غلزيو استوګنځى و، وليږل څو ، چې په دغه ډول له هغه ځاى څخه د پيسو په زور ورسره مرسته وشي د دوست محمد خان بل ورور ، چې شېر محمد خان نومېده هغه يې د بلوچستان و خواته وليږه ، چې
د هغه ځاى نه هم كومك وغواړي كله، چې سردار عبدالله خان دېوان بيګى د وزير شاه ولي خان په فكر او شوم نيت پوه شو ؛ نو ورو ورو يې خپل ملاتړي (ملګري) له كندهار څخه وايستل او خپلو كورونو ته يې وليږل ديوان بيګي د شهزاده تيمور په ملاتړ او لنګه كولو په ډېره ټينګه سره د وزير شاولي خان نه مرور شو او ددې كار د شنډولو په فكر كې شو د وزير شاه ولي خان زوى دوست محمد خان كله ، چې د تيمور شاه له راتګ نه كندهار ته خبر شو سمدلاسه د عبدالله خان ديوان بيګى كور ته دننواتې او عذركولو په نيت ورغى ديوان بيګي په ظاهره له هغه سره ډېر ښه وضعيت وكړ، خو په پټه او باطن كې يې څوتنه په دې وګومارل ، چې هغه د خپل قام نه د باندې پرې نږدي او نظر بند يې وساتي ، د دوست محمد خان مور، چې د خپل زوى له نظربند كېدو څخه خبره شوله مدستي او بې له درنګ نه يې خپل ميړه ( شاولي خان) په دې مجبور كړ چې دى له خپلو دوو نورو زامنو شكورالله خان او اّزاد خان سره د عبدالله خان ديوان بيګي كور ته دروغې او سلا دپاره ورشي.
وزير شاولي خان څه وخت ، چې د خپلو دوو زامنو او دوو خوريونو سره د ديوان بيګي كره ورسېد ، سمدلاسه د ديوان بيګي له خوانه ، بې له دې ، چې خبرې ورسره وكړي ، بنديان شول د بندي كېدلو نه يې وروسته ټول شهزاده تيمور ته په ډېره مينه او خوشالۍ ور واستول تيمور، چې د وزير شاولي خان نه ډېر كلك خپه ، خواشينى او اندېښمن و؛ نو انګو خان نامى يې په پټه سره چې د وزير شاولي خان ډېر سخت او سر تيرى تربور و دده او د هغه د زامنو د وژولو د پاره وګوماره انګو خان ، چې په خپل ژوند كې دا ورځ له خدايه غوښته د اختر د ورځې په شان ورته خوشاله شو او دا كار يې په ډېر مينه او خوښۍ سره تر سره كړ؛ نو يې د وزير شاولي خان او د هغه په زامنو خپله خوا يخه او درې واړه يې يو ځاى ووژل (1) انګو خان بې له شكه د دوى وژلو ته دومره تږى و، چې د هغو خوارو په سرو وينو يې خپل لاسونه په ډېرې خوښۍ سره د نكريزو په څېر رنګ او سره كړل د وزير شاه ولي خان د وژلو سره سم د هغه دوه خوريونه د اسلام خان په لاس په هماغه ګړۍ كې يو ځاى ووژل شول (2) كه لږ ځير شو وينو ، چې د خپلوۍ د پيوند له امله وچ او لامده دواړه يو ځاى سره وښول او له بلې خوا د وزير شاه ولي خان وژلو د قام د مشرانو تر منځ د خپګان او مخالفت اور لا پسې تازه كړ.
تيمور شاه او حافظ شېر محمد خان (د وزير شاولي خان زوى):
د تيمور او سليمان د تخت كېناستو په موضوع باندې كله ، چې وزير شاولي خان د نورو مشرانو څخه خوا بدى شو؛ نو د تيمور د نه پادشاه كېدو د پاره يې خپل كوښښونه پيل كړل، لكه ، چې د مخه مو وويل شېر محمد خان د خپل پلار له خوا څخه د مرستې او كومك د پاره نصير خان بلوڅ ته ولېږل شو دى د څه مودې د پاره هلته پاتې و او هڅه يې كوله ، چې د پلار د ملاتړ د پاره خلك پيدا كړي ، مګر لكه ، چې ولېدل شول تيمور شاه د رارسېدو سره د ديوان بيګى په مرسته دده پلار ، وروڼه او د پلار خوريونه مړه كړل ؛ نو هغه له وېرې هلته پاتې شو تيمور شاه ، چې د شېر محمد خان له وېرې او اړودوړ د پېښېدو نه بېغمه نه و؛ نو ددې بلوا د پاى ته رسولو په غرض يې نصير خان بلوڅ ته يو پيغام ور واستاوه او له هغه څخه يې د شېر محمد خان د بېرته ستنېدو غوښتنه كړې وه نصير خان بلوڅ، چې غيرتمن سړى و د شيرمحمد خان د لېږلو او استولو نه بيخي ډډه وكړه ، دده دا كار ددې د پاره و او پوهېده ، چې كه چېرې سمدلاسه شېر محمد خان د تيمور شاه لاس ته ورشي ؛ نو دا به هم خامخا د هغه پلار او وروڼو په څېر مړ كړي (1)
د وخت په تېرېدو سره كله ، چې شېر محمد خان ته دا جوته شوه ، چې تيمور شاه په كابل كې دى ؛ نو يې دا وخت د ځان د پاره غنيمت وګاڼه د خپلو ملګرو او لښكر سره له بلو چستان څخه راووت او كندهار ته راستون شو، شېرمحمد خان، چې هوښيار او ځيرك سړى و په كندهار كې يې د تيمور شاه په ګټه د عبدالخالق خان ورور ته ، چې د تيمور شاه پر ضد درېدلى و كلكه ماتې وركړه حافظ شېر محمد خان يوه عريضه د خپلو جرمونو د عفوې او بښنې په غرض جوړه او ترتيب كړه، د شهزاده همايون په شاهدۍ او كلك ملاتړ يې تيمور شاه ته ور واستوله (1)
شهزاده همايون د حافظ شېرمحمدخان صداقت ، مېړانه، مرسته او ملاتړ د عبدالخالق د ورور په پېښه كې خپل پلار ته په يو په پوره ډاډ څرګند كړ كله ، چې شېر محمد خان ته موقع په لاس ورغله او د تيمور شاه سره يې په كابل كې ليدنه او كتنه وكړه ، د هغه عريضه يې په ډېر غور سره وكتله ، تيمور شاه ، چې د نرم زړه څښتن و ، سمدستي يې هغه وبښلو او ټول هغه مال او جايداد، چې د خپل پلار (وزير شاولى خان) د مخالفت په اثر ورځنې ضبط شوى وو بېر ته ده ته په واك كې وركړل په دې ډول سره شېر محمد خان د تيمور شاه د ډېرو كلكو ملاتړو (ملګرو) څخه وګڼل شو (2)
تېمور شاه او سردار پاينده خان باركزى :
اعليحضرت تيمور شاه د تخت له كيناستنې وروسته سردار رحيم داد خان د حاجى جمال خان مشر زوى باركزيو په سردارۍ او مشرۍ وټاكه ، دغه نوي مشر ته يې د خپل پلار مقام، عزت او منزلت ور وسپاره څرنګه ، چې دى يو خودخواه، خود غرضه او بې واكه سړى و؛ نو د خپلې بې كفايتى او بدې رويې له امله ديوې لنډې مودې د تېرېدو نه وروسته د خپل مقام (سردارۍ او مشرۍ) څخه لرې كړاى شو او پر ځاى يې د هغه ورور سردار پانيده خان په مشرۍ وټاكل شو ، دا ډېر پوه او هوښياره سړى و او د تيمور شاه سره يې ښې مرستې وكړې او كولى يې ، دا چې دده ورور سردار رحيم داد خان يې ولې لرې كړ ؟ د هغه د بې اعتمادۍ او بې اعتبارۍ علتونه ډېر دي، چې موږ د مثال د پاره دې لاندې پېښې ته اشاره كوو.


” سردار رحيم داد خان په خپله د پادشاه په مخ كې له شوخۍ او سپكوالي څخه كار اخيست ، بل دا، چې د دې داسې يو بې كفايته شوخ او سپين سترګي سړي په رتبه او منصب باندې د نورو درباريانو سره رخه او كينه پيدا شوه ، كه څه هم دارنګه خبرې د هغه وخت د درباريانو تر منځ يوه كوچنۍ خبره وه دا، ځكه ، چې د يوه لوړوالى د بل د پاره تكليف و، هر يوه غوښته چې خپل ځان ، ځاى او ثروت د مقام د نفوذ او زور په وجه لوړ كړي ، په هر صورت دا سردار د خپلې بې كفايتۍ له امله ګوښه كړى شو (1) “


د پورته ټكي د اثبات د پاره د قاضي فيض الله خان پټ تحريك او بلوا د سردار رحيم داد خان په مقابل كې زمونږ له پاره پوره باوري دليل دى قاضي غوښتل ، چې د بېلو بيلو قامونو مشران په خپل منځ كې سره واچوي ده په دې پټ تحريك سره دا هيله درلودله ، چې د درانيو سردارانو په لرې كېدو سره به زما مقام لوړ او اوچت شي(2) قاضي ، چې په خټه او اصل پښتون نه و غوښته يې ، چې پښتانه په خپلو منځو كې سره بې اتفاقه واچوي ، څو، چې په دې ډول سره كمزوري او خوارشي ، د قاضي دغه پټ تحريك و ، چې د سردار رحيم داد خان غوندې هوښيار سړى هم تيمور شاه له مشرۍ نه لري كړى او پر ځاى يې
د هغه ورور سردار پاينده خان په مشرۍ وګوماره ، ددغې دورې تاريخ ليكونكي او تاريخ پوهان وايي ، چې د سردار پاينده خان منځ ته راتګ هم يوازې او يوازې دده په شخصې لياقت، پوهه اوكړو وړو پورې تړلى و دى نه يوازې دا، چې تيمور شاه ته ګران و بلكې په قام او خپله ټولنه كې يې ډېر ملګري او پلويان پيدا كړي وو ، له ټولو نه يې غوره دا، چې ده د عبدالخالق خان په پېښه كې
د خپل ځان څخه ډېر پوخ تدبير د هغه د شنډولو د پاره څرګند كړى و (1) دا دده تدبير او پوخ كار و، چې د عبدالخالق بلوا ( وروسته به په خپل ځاى كې راوړل شي ) ختمه شوه ، په دې ډول ددې نامي سردار سره د تيمور شاه ډيره مينه پيدا شوې وه ؛ نو تيمور شاه هم لوړ مقام هغه ته وركړى و.

پاته لري …

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!