منډيګک
افغان تاريخ

تاریخ مرصع

0 11

تاریخ مرصع د خوشحال خان خټک (۱۶۱۳ ــ ۱۶۸۸ع) د لمسي افضل خان خټک ( زېږېدنه ئې ۱۶۶۵ یا ۱۶۶۶ع) بن اشرف خان هجري(۱۶۳۵ ــ ۱۶۹۵ع) په قلم لیکل سوی تاریخ دئ چي اقتباسات ئې هنري جورج راورټي (۱۸۲۵ ــ ۱۹۰۶ع) په گلشن روه کي اودغه راز ټامس پاټریک هیوز(۱۸۳۸ ــ ۱۹۱۱ع) په کلید افغاني کي اخیستي دي. بشپړ متن ئې د ارواښاد استاد دوست محمدخان کامل مومند (۱۹۱۵ ــ ۱۹۸۱ع) په تحشیه اوتعلیق په ۱۹۷۴ ع کال له پېښوره خپورسوی دئ. لومړی چاپ ئې په لاس لیکل سوی دئ چي له بده مرغه همدااوس زماسره نسته. پېژندنه ئې ښاغلي زلمي هیوادمل داسي لیکلې ده : ” … د مخونوشمېریې له سریزې، متن، نوټونو او فهرستونوسره ۱۵۶۹ ته رسیږی…. د دې متن په پیل کی داستادکامل مومندیوه اوږده مقدمه راغلی چی سرلیک یی دی ( دکتاب اوصاحب کتاب پېژندگلو) تردې مقدمی مروسته د هغوماخذو فهرستونه راغلی دی چی د دی متن په سمون اودکتاب دسریزی اودتعلیقاتوپه کښلوکی تری استفاده شوی ده…. ددې مأخذوشمېر ۱۷۱ کتابونواومراجعوته رسي.تردی مأخذو وروسته دتاریخ مرصع دمتن فهرست په څلورو مخونوکی چاپ شوی دی. بیامتن شرع شوی دی. په متن کی دننه دخان خوشحال خان سواتنامه هم شامله ده. ترمتن وروسته په ۶۲۵ مخ کی داستادکامل نوټو[نه] پیل کیږی. دغه نوټونه تر۱۳۸۱ مخ پوری رسی. په نوټونوکی ټولی هغه څرگندونی راغلی دی چی دمتن په تحلیل اوتفسیر او دگرانوبرخوپه شرح پوری اړه لری. له ۱۳۸۲ مخ نه تر۱۴۶۰ مخ پوری نوملیکونه چاپ شوی اودکتاب ټول اعلام یی پکی ښودلی دی. له ۱۴۶۱ مخ نه ترپایه پوری دکتاب دچاپی غلطوسمون راغلی دی.” ( وگ : تاریخ مرصع دڅیړنوپه بهیر کی ــ ۱۷۰، ۱۷۱ مخونه ــ کابل پوهنتون ۱۳۶۵ ش)
زمامخ ته چي اوس دتاریخ مرصع چاپي نسخه پرته ده ، دائې کمپیوټري چاپ دئ چي په ۲۰۰۶ ع کال د(یونیورسیټي بُک ایجنسی ــ پېښور)له خواپه (جدون پریس پېښور)کي چاپ سوې ده. ددې چاپي نسخې ځانگړتیاوي له لومړي چاپ سره نزدې دي ، خوپه ځینوبرخوکي ئې دمخونودشمېرپه حساب څه توپیرونه سته. له دې اسیته به دغه چاپ یوڅه په تفصیل دروپېژنم.
دمتن په سرکي د”مولینا عبدالقادرمرحوم په یادپورې” دتړون پاڼه ده چي ترلاندي ئې یو اردو بیت راغلی دئ.. دپاڼي پردابل مخ د”عُذر” په نامه څوکرښي راغلي دي اوپه هغوکي ئې کښلي دي” دپښتنوکوم تاریخونه چې مې یادکړي دي بایدچې ورسره مې “حالنامه” نومی اثر هم یادکړی وی.داکتاب دبایزیداورمړ او دهغه دخاندان یوه ارادتمن علی محمدمخلص قندهاری په فارسۍ ژبه کښې داورنګ زیب عالمګیرپه عهدکښې لیکلی وه اودبایزیداورمړاودهغه داولاد احوال داورنګزیب دعهدتراوائل په ډېرعقیدتمندانه اوجانبدارانه رنګ کښې بیانوي”.
تردې وروسته دکتاب له پنځم مخ څخه مقدمه پیل کیږي چي ۴۸ مخه ئې نیولي دي. ورپسې د(کتابیات) ترسرلیک لاندي دپښتو، فارسي، اردو، ترکي، عربي اوانگرېزي ژبودهغوکتابو فهرست راځي چي دمقدمې اودمتن دنوټونوپه کښلوکي ورڅخه استفاده سوې ده. ماچي دفهرست کتابونه وشمېرل ۱۷۷ سول خوپه ۵۷ مخ کي د( بائبل او تالمودمتعلق) کتابوپه نمبرکي طباعتي تېروتنه راغلې ده اوپه (۴) پسي ئې متصل (۶) نمبرلیکلی دئ چي په دې حساب بایددفهرست دکتابوشمېره یوه کمه او ۱۷۶ سي. لکه تاسي چي وړاندي ولوستل دلومړي چاپ دفهرست دکتابوشمېره (۱۷۱) ښوول سوې ده. په دغه فهرست کي ئې دتاریخ مرصع هغه خطي نسخې هم په لڼد ډول راښوولي دي چي دغه حاضرمتن ځني برابرسوی دئ.دتاریخ مرصع دغه متن استادکامل مومندد شپږوخطي نسخوله مقابلې څخه برابرکړی دئ.په دغونسخوکي ئې ځیني بشپړي اوځني بیا نیمگړي دي. تردغه فهرست وروسته دمتن دسرلیکونوفهرست راځي په ۶۷ مخ کي شروع اوپر۶۹ مخ پای ته رسیږي. په دغه فهرست کي د( غلطیودرستي) سته خوپه کتاب کي مادغلطیوددرستۍ کمه (کومه) پاڼه ونه موندله. زه فکرکوم چي په کمپیوټري متن کي دلومړي چاپ غلطۍ سمي سوي وي، خوسرلیک ئې سهواً ځني ایسته کړی نه دئ. له (۷۰مخ) څخه متن پیل کیږي اوپر۶۴۲ مخ پای ته رسیږي.ترمتن وروسته له ۶۴۵ مخ څخه نوټونه شروع کېږي اوپر۱۲۲۴ مخ پای ته رسیږي. ورپسې د(څونور نوټونه) ترسرلیک لاندي دنوټونوبله لړۍ راپیلوي اوپه یوویشتو مخوکي ئې پای ته رسوي . له ۱۲۴۷ مخ څخه دضمیمو لړۍ رانښلوي چي لومړۍ ضمیمه ئې ( دبرخومېرمنې پښتنې بیبیانې) سرلیک لري. دوهمه ضمیمه دخواجه نعمت الله دهمکارهیبت خان کاکړ دکورنۍ حال دئ. دابرخه هیبت خان پخپل قلم په فارسي کښلې وه، دلته ئې پښتوژباړه راوړل سوې ده. په دریمه ضمیمه کي دمخزن افغاني دپای ته رسېدو منظومه فارسي قطعه راځي. په څلرمه ضمیمه کي (د کتاب ځني ناقص او مشتبه ځایونه) ښوول سوي دي. پنځمه ضمیمه (د ځینو لغاتو تشریح) ده. پنځه سره په ۲۹ مخوکي ځای سوي دي . له ۱۲۷۷ مخ څخه اانډیکسونه شروع کېږي او په دوو برخو( شخصي نومونه، جغرافیایي نومونه) کي دالفبې پرترتیب اوډل سوي دي. ټول کتاب په ۱۳۴۲ مخه کي بشپړسوی دئ.
دتاریخ مرصع دغه انتقادي متن دداسي یوه استادله خواپه د یارلسو کالوکي ترتیب سوی دئ چي دمتونوپه ترتیب کي دکامل صلاحیت څښتن اودپوهي له لحاظه یوه بېساري هستي وه. ددغه متن په باب چي زموږ مشرانو پوهانو څه لیکلي دي، ټول پردې خبره معترف دي چي د کتاب متن د بشپړ ډاډ وړ متن دئ. یوازنۍ ملاحظه چي ارواښاد پوهاند رشتین صاحب په شان زموږځینومشرانوڅرگنده کړې ده، هغه د نوټونوفوق العاده زیات تفصیل دئ. رشتیاهم دنوټونودومره تفصیل چي یوازي دیوه مخ (۳۲مخ) نوټونو۱۱۱ مخه نیولي دي، دلوستونکي ترحوصلې وتلې خبره ده. دغه حجم تررسالې زیات دئ اودکتاب نوم پرایښوول کېدلای سي. دزیاترونورومخونوحاشیې دهرمخ له پاره تر لسو مخونو اوښتي دي. خوپه مقابل کي بیا د۵۷۲ مخیز متن لغتنامه څه کم پنځه مخه ده چي ۷۹ لغتونه پکښې معناسوي دي. په دې لغتونو کي ( آشتی، اراده، مږ، میږي) هم راغلي دي. که یوڅوک دتاریخ مرصع په شان متن دلوستلو جوگه وي، نو ددې لغتونوپه معناوو هرومرو پوهېږي او راوړلوته ئې اړتیانه ويني.خو زما خپل نظردادئ چي د لمنلیکونودغه رازتفصیل په نورو معتبرو متونو کي هم سته اوزه ئې دمتن په لاښه تشریح کي اغېزه مثبته گڼم.
زموږپه مشرانواستادانوکي ډاکټرصاحب مجاوراحمد زیار د تاریخ مرصع ژبنی اړخ څېړلی دئ او د څېړني په ترڅ کي ئې یوځای کښلي دي چي” ارواښاد کامل مومند نه په خپله (۵۷) مخیزه سریزه اونه په ۸۳۴ مخیزولمنلیکونو اوپایڅوړونوکی چی دکتاب پنډوالی یونیم گرایه کوی، د دوه درو په لاس ورغلو او په کاراچولو لاسکښنو (قلمی نسخو ) په باب کومه داسی یادونه کړی ده چی لږ ترلږه تری دهغودکښنی نیټه هومره څرگندونه شی،پاتی لا لیکدودی او گړدودی ځانگړتیاوی (املایی اولهجوی خصوصیات)”.( وگ : تاریخ مرصع دڅیړنوپه بهیرکی ــ ۱۰۸ مخ) د ډاکټرصاحب یادونه تریوې اندازې سمه ده اودمتن برابروونکي د قلمي نسخوپېژندنه لکه څونه (څومره) چي لازمه ده، نه ده کښلې. د لومړي چاپ کم (کوم) ټوک خوزماسره نسته،مگرپه کمپیوټري چاپ کي چي زما همدا اوس تر کار لاندي دئ، د نسخودلیکني نېټې راغلي دي.
د (کتابیات) په برخه کي ئې (۵۴ مخ) د اولي نسخې په باب چي(دي پنجاب پبلیک لائبري لاهور) دنسخې فوټوسټیټ دئ،لیکلي دي چي” کاتب غلام نبي زوی د منشی محی الدین ــ تاریخ کتابت ۲۵ جنوري ۱۸۶۷ع”. د دوهمي نسخې چي د(بریټیش موزیم لنډن) دنسخې مایکروفلم دئ، “دکتابت تاریخ” ئې ۲۸ داپریل ۱۸۸۵ع ښوولی دئ.
د دریمي نسخې په باب لیکي چي:

” د مرحوم لفټيننټ کرنل نواب سرمحمداکبرصاحب د هوتي (ضلع مردان) کتب خانې قلمي نسخه” ده او ” دکتابت دتاریخ په حقله لیک څخومشتبه لیدهء شو. غالباً ملا اعظم یاعظیم په ۱۲۵۹ هجري کښې لیکلې وهء” ددې نېټې په باب د مشتبه توب لامل ئې داسي ښوولی د ئ چي وایي” متاسفانه ماد لیدلو په وخت ونه لیکل اوس ئې له حافظې لیکم”.د څلرمي نسخې چي ” د ښاغلې عبدالسلام خټک دشیدو(ضلع پيښور) قلمي نسخه وه، د کتابت په باب ئې کښلي دي چي ” په ۱۳۲۱ هجري کښې …. محفوظ نومې کاتب لیکلې وه”.له دې راز صراحتوسره، نه پوهېږم چي ډاکټر زیارصاحب ولي ویلي دي چي د نسخو د کتابت نېټې ئې نه دي لیکلي؟
زه د تاریخ مرصع ددغه متن پرژبنۍ خوا اوس نه ږغېږم. زه ئې دااړخ څېړم چي دغه حاضرمتن د متنپوهني پر اصولو برابر تهیه سوی دئ که یه؟ دې پوښتني ته زما جواب (هو) دئ اومتن د بشپړ ډاډ وړ دئ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!