منډيګک
افغان تاريخ

عبدالمجدخان زابلی؛ چي هر افغان ئې پوروړی دئ

عبدالمجیدخان
0 79

عبدالمجیدخان د نامتو افغان تجار عبدالحکیم تره کي زوی او د زابل اوسېدونکی دئ.
ارواښاد زابلی د افغان بانکوالۍ بنسټګر دئ چي په لومړی ځل ئې”شرکت سهامي افغانستان” جوړ کړ او وروسته نورو خلګو هم پکښي ونډه واچوله چي بیا وروسته [#د افغانستان ملي بانک] او ۱۹۳۴ع کي په رسمي توګه پرانستل سو چي د هيواد لومړی بانګ دئ. دې وخت کي دده ټوله سرمايه اټکل۱۲۰ميليونه افغانۍ وه.
زابلی د صدراعظم شاه محمود خان کابینه کي وزير وو چي د هلمند ناوې پروژه، د بغلان د قند، د پلخمري او ګلبهار د نساجي، کندهار وړۍ اوبدلو او کندز سپین زرشرکت جوړېدل دده له طرحو څخه وه او هم دده په کوښښ افغانستان ځان لپاره د سرو زرو د زیرمي جوړول پيل کړل.
ښاغلي زابلي په خپل شخصي لګښت د خوشال خان او رحمن بابا ليسو د لیلې امکانات هم برابرول. د کورنۍ جګړې پر وخت امريکا ته ولاړ او ۱۹۹۸ع کال کي همهلته د [ماساچوست] ښار کي مړ او امانت ښخ سو.

عبدالمجید خان زابلی

د مرګ څخه څو کاله د مخه ده د طالبانو امارت ته يو وصيت پاڼه ولېږل چي د خپلي شتمنۍ۷۰ فيصده د پوهني د پرمختګ او پاته۳۰ ئې [زابلي فاونډېشن] ته وبخښل او هم ئې مسكو كي خپل كور د افغانستان سفارت ته وركړ[په دې اړه جالبه کيسه کامنټ کي]. بدبختانه چي دده د مځکو لويه برخه چي د كاله ۲ سوه ملييونه امريكايي ډالر حاصل ئې لرل جنګي لنډغرو لاندي کړې.
هغه مهال چي دطالبانو اته کسیز پلاوی امریکا ته تللی وو، د کلتور وزارت مرستيال [مولوي عبدالرحمن هوتک] ته ده وصيتپاڼه وسپارل چي يوه برخه ئې داسي ده:
“د هرکال په پای کي هغه پیسې چي د ټرسټ فنډله خالصي ګټي څخه ترلاسه کېدې۲۰٪ سلنه ئې دټرسټ فنډ د پانګي د پراخوالي له پاره په بانک کي اېښوول کېدې او خالص ګټه ۸۰٪ ئې د بانک د کمېشن تر لګښتونو وروسته د کابل پوهنتون حساب ته لېږي، کابل پوهنتون به هغه کلني عایدات په دې ډول لګوي:

“د ټرسټ یو پلاوی دي وټاکل سي چې افغانستان ته راستون سوي وي، یو کس د ډاکتر بشیر زکریا له کورنۍ، یوکس دعارف غوثي له کورنۍ او درې کسه د کابل پوهنتون له استادانو څخه چي د پوهنتون د استادانو درایو په اکثریت ټاکل سوي وي، د کابل پوهنتون له رئیس سره په ګډه د ټرسټ فنډ د اتیا سلنه عوایدو اداره پرغاړه واخلي چي د هيواد د پوهني ودي ته ځانګړي سوي دي.
ټرسټ فنډ د اتیا سلنه عوایدو له مدرکه چي تر خپلواکۍ وروسته افغانستان ته لېږي، د هغو زده کوونکو له پاره دي یوه لیلیه جوړه سي چي د ولایتونو له ليسو څخه کابل ته د لوړو زده کړو په موخه راځي، دې لیلیه کي د شاملېدونکو مستحقو زده کوونکو د خوړو لګښت د ټرسټ فنډ له کلني عاید څخه اجرا کېږي او هم به د لیلیې د ودانۍ د ساتني او څارني لګښتونه له دې مدرکه ورکول کېږي.
هر کال کلنۍ بودجه کي يوازي د ولایتونو د ليسو یو شمېر فارغان په دې لیلیه کي منل کېږي چي دلوړو زده کړو هیله ولري او لاندېني شرایط پوره کړي:
۱۲ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ، د کانکور په ازموینه کي بریالی او له بېوزلې کورنۍ څخه وي. له پاته پیسو دي بهر کي د لوړو زده کړو د چانس له پاره ګټه واخيستل سي چي له خپلو اړوندو (ساینس، تکنالوژۍ، ملي اقتصاد، پوهني، زراعت او حفظ الصحې) پوهنځیو څخه په لومړۍ درجه سره فارغ سوي وي البته په دې شرط، چي غیرکمونستي هيوادونو ته ولېږل سي.
هغه کسان چي له دې مدرکه دهغو دزده کړو لګښتونه په بهر کي ورکول کېږي، باید ضمانت ورکړي، چي په بهر کي دزده کړو وروسته به بیرته خپل هيواد ته راځي او ( ۱۴)کاله به تدریس کوي”.

وحيد احمدزی په خپل کتاب [د بانکدارۍ بنسټګر، عبدالمجيد زابلي] کي ليکي:

”ښاغلی عبدالمجید زابلی چې په مسکو کې د افغانستان د سفیر مرحوم میرزامحمد خان یفتلي مېلمه و، نو په همغه شپه شوروي مقاماتو د هغه د نیولو او ورسپارلو غوښتنه وکړه. مرحوم یفتلي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ. د کابل لارښوونه دا وه چې شوروي مقاماتو سره د افغان تاجرانو د سر او مال د خوندیتوب په اړه وغږېږي او عبدالمجید خان ته دې د افغانستان سفارت کې ځای ورکړي.
څو ورځې وروسته سفارت د ډیپلوماتیک کوریرله لارې د عبدالمجیدخان سیاسي پاسپورټ چې په مسکو کې د دولت اقتصادي اتشې په توګه صادر شوی و، ترلاسه کړ او دوی ته لارښوونه شوې وه چې د ویزې له اخیستلو یوه میاشت وروسته نوموړی له کوم جنجال پرته هېواد ته راستون کړي.
شوروي مقاماتو د ښاغلي زابلي پاسپورټ قید کړ او ټینګار یې کاوه چې نوموړی باید د څېړنو لپاره دوی ته ور وسپاري.
اعلیحضرت امان الله خان د بهرنیو چارو وزیر مرحوم محمود طرزي ته لارښوونه وکړه چې په کابل کې د شوروي ډيپلومات پاسپورټ قید کړي او نوموړی سملاسي ونیسي او د هغه له نیولو وروسته دې په کابل کې د مسکو د سفارت کوم لوړپوړی غړی ور وغواړي او ورته ووایي، تر څو چې عبدالمجیدخان په خوندي او ازاده توګه افغانستان ته راستون نشي، نو ستاسو دا ډيپلومات به هم بندي وي.
مسکو د دغه خبرله اورېدو سره سملاسي د عبدالمجیدخان سیاسي پاسپورټ تائید او له یو میاشتنۍ سیاسي خروجي ویزې سره د افغانستان سفارت ته ورکړ.
عبدالمجید زابلي په مسکو کې د ښار حلقوي واټ ته ورڅېرمه خپله حویلۍ چې درې خونې یې لرلې او د افغانستان سفارت ودانۍ څخه ۱۰۰ متره لیرې وه، د قدردانۍ په توګه رسماً د افغانستان حکومت ته وبښله او د هغې اسناد یې په مسکو کې د افغانستان سفارت ته تسلیم کړل.
ښاغلی زابلی چې په اورګاډي کې له مسکو څخه عشق اباد ته لاړ او د تورغنډۍ له لارې افغانستان ته داخل شو. هرات ښار ته له رسېدو وروسته یې مرحوم محمود طرزي ته د خپل راتګ ډاډ ورکړ او بیا د ملي اقتصاد وزارت معین وټاکل شو.
شاه امان الله خان بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې د شوروي ډيپلومات پر پاسپورټ د یوې اونۍ خروجي ویزې له لګولو وروسته هغه ته له افغانستان د وتلو امر وکړي…“.

خو له بده مرغه دده ټولي مځکي په هرات کي تورن اسماعيل او ملګرو لاندي کړې او ښه په نره ئې ورباندي مارکېټونه جوړ کړل، لوی څارنوالي لس کاله د مخه ورباندي څو فېسبوکي عکسونه واخيستل او نقل پای ته ورسيد!
د ارواښاد زابلي مځکي چي ۳۵۰ميليونه ارزښت لري، د زورواکو نه بلکي د دولت مځکي ګڼل کېږي، هر کله که موږ رښتني واکمن! پيدا کړ، دغه موضوع به د اوبو او برېښنا د وزير محمد اسماعيل خان په نامه څېړل کېږي.
ويل کېږي چي نوموړي يو زوی لاره او هغه د خلقيانو په دوره کي د خپلو مځکو دعوه وکړه خو جا حق ور نه کړ او څه موده د مخه ئې مږور په کابل انټر کانټيننټل هوټل کي اوسېدله تر څو د غاصیبنو مځکه واخلي، خو دې هوټل کي د وروستۍ حملې په وخت کي هغه بیچاره هم شهیده او دا کورنۍ له دې کړکېچني نړۍ يو مخ رخصت سول!
که رشتيا خپل اتلان پالو، نو د عکسي مشرانو ارزښت دې سړي ته ورکړئ، همدغسي سړی د وياړ او کار سړی وي!

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!