منډيګک
افغان تاريخ

د جهانی هرات پښتانه او ستره لوبه، د تاريخي اصولو په تله کي

0 67

د هر هېواد تاريخ  په هغه هېواد کي د ميشتو  اولسونو ژوند ليک او د عبرتونو درس دئ  ، او مورخين د هغه ژوند ليکونو او عبرتونو ليکوالان دي. هسي چي د هېوادونو برخه ليک د زماني واټن په پيچومو کي  بيلا بيل  يون او تلون کړئ او يا منلئ دئ ، مورخينو بيا دا يون او تلون ليکلی او نويو نسلونو ته يې رسولی دی.څرګنده خبره ده چي  مورخين په هېوادونو او ټولنو کي د پيښو لړۍ هغسي  چي  درک او اخستنه يې  وي ، را نقلوي اوڅرګنده وي.ټول تاريخي آثار د مورخينو د ذهنونو پنځوني دي ، خو د دې پنځونوڅخه يو شمير يې رښتنيني تاريخي آثار ثابت سي او يو شميرنور يې يا دپښو ساده بيان او يا د ليکوالو د احساساتو ټولګي سي.
د دی لپاره چي رښتني تاريخي آثار وپيژنواړ يو چي د تاريخي آرونو تلې ته يې واچوو چي سره د ناسره بيل سي . دې موخي ته درسيدلو لپاره اړ يم چي په دريو برخو کي خپل د نظر ټکي را ياد کړم. لومړی د يوې سريزي په توګه د پخوانيو مورخينو له نظره د تاريخ منزلت او مقام ته ځغلنده کتنه ؛ دوهم د شلمي پيړی په ترځ کي د نړيوالو تاريخي ليد لورو لنډ جاج ، او دريم به د  هرات ، پښتانه او ستره لوبه د څو بيلګو سره تر څيړني لاندي ونيسم.
تاريخ د يوه تفريحي هنره بيا د وياړونو تر يوې ټولګي  او د يوه مسلکي مضمونه بياتر علمي دسپلينه پوري د ودي او پرمختيا  بيلا بيل پړاونه تر شا پر ايښي دي.د يو شمير نورو  علمي څانګو په څيريې لوړي ژوري تيري کړي او په بيلا بيلو مهالونو کي بيلا بيلو فيلسوفانو ،پوهانو او مورخينو له لوري په يوه يا بل ډول ټولني ته پيژندل سويدی. د هيرودوته بيا تر توسيديدسه ، د ابن خلدونه بيا تر هيګله ، د ګوردن چايلده بيا تر بوسرآپ  پوري يې په اړه نظر يې وړاندي سوي او خپرې سويدي.
په ډيرو لرغونو پيړيو کي تاريخ د يوه داسي مضمون په توګه کارول کېدی چي د تيرو وياړنو او حيرانونکو نکلونو ټولګه به وه او په اساطيرو کي به يې کله ناکله د تاريخي پيښو څرک هم لګېدی. تر هيرودوت وړاندي په زياته پيمانه تاريخي وياړني ويل کېدې او ژبه پر ژبه به د اولسونو له لوري ليږل کېدې، خو هيرودوت په لومړی ځل د تاريخي پيښو د بيان لپاره تاريخ وکاروی، او توسېدېدس بيا يوګام وړاندي ولاړې او د لومړی ځل لپاره يې مادي آثار د تاريخي پيښو د بيان لپاره د اسنادو په توګه وکارول. هغه يوازي د هومر پر اوديسه او ايلياد تکيه ونه کړه بلکه د ايجن او شا اوخوا  ښارونو کي يې وران سوي کلي او کورنه د ترای د جګړې د شاهدانو په توګه ياد کړل. په هر صورت تاريخ لا هغسي چي يودسپلين يې اړتيا لري نه وو منل سوی.
که د لرغونو پيړيو اود  تاريخ ليکني د ډيرو ساده متودونو را تير سو ، نو په منځنيو پيړيو او بيا  په اسلامي نړی کي ابن خلدون ( ١٣٣٢  –  ١٤٠٦ ميلادي ) هغه مورخ فيلسوف دی جي د انتقادي نظريو او بل اندی له امله نه يوازي دا چي په اسلامي نړۍ کي نامتو سو ، بلکي د نړۍ د نامتو مورخينو  په رديف کي يې خورا غوره دريځ وګټی. هغه د غير عادي  بحثونو څخه بيا د حضرت عيسی عليه سلام د شپږ سوه زريز لښکر په څير پيښو پوري  زيات مسايل په ځانګړي انداز و څيړل . د ابن خلدون په باورتاريخ د خوږو او يا تر خو الفاظو ټولګه نه ده ، بلکي د پيښو رښتينی بيان دی. دا بيان د هغو اصولو له مخي کيږي چي  تاريخ يې لري. د هغه په باور تاريخ ليکنه درې اصله لري : لومړی اصل يې د ( موضوع يا  Object)  په نوم ياد کړی دی. دوهم يې ( مسايل يا  Problems) او دريم اصل  د موخي يا Goal) په نوم يادوي .نومړي په خپله مقدمه کي دا درې واړه اصول تر بحث لاندي راوستي او توضح کړېدي.

ستره لوبه کتاب دلته

د نوموړي په باور د تاريخ موضوع با اوبجکټ د پيښو رښتينی څرک معلومول او د هغو حدود اوثغور څرګندول دي. هغسي چي پيښه سوېده ، نه هغسي چي مورخ  يا راوي يې ليکي او يا غواړي. مسايل يا ستونزي هغه نتايج او حاصلات دي چي د پيښو څخه را زيږيدلي دي، په دې برخه کي داپوښتني جوابيږي چي دا پيښي  ولي او څنګه  زيږيدلي دي؟   او موخه يا هدف د پيښو په بطن کي د محرکه ځواک او واک پيژندل دي  چي د ابن خلدون په باور د هر خوځښت او حرکت تر شا سته .
د همدې پيړيو د لويديځي نړی يونامتو فلسفي مورخ هيګل نوميږي ( ١٧٧٠ – ١٨٣١ ميلادي ) د هيګل په نظر تاريخ ليکنه درې پړاونه لري لومړی ابتدايې تاريخ ليکنه ده چي مورخ يوازي د پيښو بيان او توصيف کوي دا بيان د پيښو بيان نه دی بلکي هغه څه دي  چي د مورخ ذهن يې بيا را پنځوي . يا په بله مانا په حقيقت کي هغسي بيان دې چي د مورخ متاثره سوی ذهن يې غواړي . د هيګل په باور د هيرودوت او توسيديدس تاريخي ليکني د دې ډول ښه بيلګي دي؛ د هيګل په باور د تاريخ ليکني دوهم پړاو انتقادي تاريخ ليکنه ده.په دې ډول تاريخ ليکنه کي مورخين د پيښو پيوندونو ته پام کوي ، د پيښو پيوند او يو له بل سره د پيښو تړاو  او علتُ لعلل را برملاکوي؛او دريم پړاو فلسفي تاريخ ليکنه ده. د هيګل په باور دا پړاو په رښتني توګه هغه کُليت ته د مورخ ګرځېدل دي چي د پيښو په بطن کي يې  د محرک په توګه اغيزه کړېده ؛
په ورستيو پيړيو کي تاريخ د نورو علومو سره يوځای د ودي او پراختيا لوړو پوړيو ته ورسېدی. تاريخ نه يوازي دا چي د ځانګړو فلسفي بحثو او تيتو ليدلورو را ووتی، بلکي د اصولو څښتن سو او علمي معيارونه يې خپل کړل. خو د دې تر څنګ يې د علمي دسپلين په توګه وېش او تقسيم هم قبول کی.د محتوی له اړخ يې څانګي زياتي سوې او د سبک له مخي يې آرونه څرګند او ټاکونکي سوه.
د محتوی له اړخه د تاريخ د علم څانګی زياتي سوې ، خو د ټاکونکو او څرګندو آرونو پلي کيدل پر ټولو څانګو د تاريخ د علم غوڅ او روښانه دريځ پياوړی کئ.د تاريخي څيړنو هغه آرونه چي د يوه هيواد په تاريخ کي کارول کيږي ، د تاريخي څيړنو هغه آرونه د بدلون پرته د يوې سيمي په تاريخ او يا د يوې وړې ټولني په تاريخ ليکلو کي کارول کيږي. مورخين اړ دي چي په تاريخي څيړنوکي ټولو هغو آرونو ته پام وکړي چي په تاريخ ليکنه کي معيار ګرځېدلي دي. که مورخ د يوه ګوند تاريخ ليکي او که د يوه سياسي شخصيت ، که د يوه علمي مضمون تاريخ ليکي او که د يوه ساينس پوه ژوند ليک ليکي ، هغه اړ دی چي د تاريخي څيړنو آرونه په پام کي وساتي ، که داسي ونه کړي نو ليکنه به يې د يوه تاريخي اثر په توګه ونه پيژندل سي.
په تاريخي څيړنو کي د منابعو پر بنسټ د پيښو  رښتينوالی څرګنديدل خورا مهم او ارزښتمن اصل دی. همدا لاميل دی چي په تاريخ ليکنه او تاريخي څيړونو کي د مؤثقو منابعو او اخڅونو درلودل مهمه اړتيا ده. اخځونه او منابع هم په بيلا بيلو کټه ګوريو ويشل  کيږي. د بيلګي په توګه لومړی لاس منابع ، کاپي سوي اسناد. دوهم لاس منابع ، مادي شواهد او توکي او داسي نور . د دې تر څنګ د پيښو پر علت العلل د مورخ برلاسئ هم د خورا مهمو آرونو څخه شميرل کيږي. ولي پيښه وسوه ؟ څنګه پيښه سوه؟ او د پيښي پايله څه را ووتل؟ د منابعو پر بنسټ دې پوښتنو ته ځوابونه د تاريخي څيړنو خورا مهمه برخه ده.زماني تسلسل او د پيښو تقدم او تآخر د تاريخ ليکني يو بل مهم فکتور دی چي په تاريخي څيړنو کي د دې اصل پرته تاريخي متن نه سي بشپړيدلای. د دې اصل يو بل تړلی اړخ د مکان يا ځای اصل دی ، چي په تاريخي څيړنوکي  د دې اصل د بيان پرته پيښه يوازي د يوې کيسې  او نکل رنګ اخلي ، نه تاريخ.په دې ډول د تاريخ بيلا بيل ارونه او اصول سته چي د هغوی په کارولو سره تاريخ د يوه علمي دسپلين په توګه خپل دريځ او مقام تل پاتی ساتي.
دې ارونو ته په پام به د عبدالباري جهاني هغه تاريخي اثر چي هرات ، پښتانه او ستره لوبه نوميږي تر تاريخي نقد او بحث لاندي ونيسو ، وبه وينو چي دتاريخي نقد په تله کي به دا  اثر کوم دريځ وګټي. د دې کتاب هغه متن چي زه يې لرم ، د هغه په پيژندنه کي راغلي چي : د کتاب نوم : هرات، پښتانه او ستره لوبه؛ ليکوال : عبدالباري جهاني؛خپروونکی : صحاف نشراتي مؤسسه؛ دريم چاپ : ١٣٨٤ ل کال؛د چاپ شمير ( ١٠٠٠ ) زرټوکه؛ د چاپ ځای : يونايټيدپريس کوټه ؛ کمپوز : نجيب الله وصال؛د ټايټل طرحه د ادارې له خوا؛ او بيه : ١٢٠ کلداري. دا کتاب  هغو پښتنو ته چي د خپلو پلرونو د تورو د ميدانونو عقل او تدبير او خاوري سره ليونی ميني د کيسو اوريدلو ته نږدې دي، اهدا سوی دئ. دا کتاب د ليکوال د يادښت ، د کتاب فهرست او وقايې پرته ٣٨٨ مخه دی.
د هرات ، پښتانه او ستري لوبي ليکوال په دې اثر کي عمدتا درې اړخونو ( مکان ، زمان او پيښي ) ته پام اړولی دی، لومړی اړخ د هر تاريخي کتاب په څير د ځای او مکان مسئله ده.هرات د يوه تاريخي سيمي او ښار په توګه د دې کتاب د بحث مرکزي او محوري ټکی دی.که د تاريخي پيښو ليري او نږدې تړاونه يو له بله پيودل سويدي ، د دې لپاره سوي چي هرات محور سي. د پيښو مرکزي ټاټوبی او د پيښو او د هغو د پنځونکو او بازي کونکو تړاو هم په ځانګړې توګه د هرات پر شا او خوا را ګرځي. په دې اثر کي مکان ځانګړی او مشخص دی.او د تاريخي ارونو له مخي مکان د پيښو د زيږېدلو د ټاټوبي په توګه خورا مهم او رغنده اصل دی.
د مکان ور ها خوا د زمان خبره هم په تاريخي ارونو کي دومره ارزښتمنه ده چي نه پاملرنه تاريخي متون او اثار د شک تر بريده رسوي. په دې اثر کي د زمان فکتور هومره محدود نه دی ساتل سوی لکه مکان چي محدود ساتل سويدی. زمان په دې اثر کي د ډيرو پخوانيو پيړيو بيا تر ورستيو پيړيو پوري پر له پسې پالل سوی دی. خو هغه تشه چي د دې ډول موضوعي تاريخي رسالو او يا کتابونو په نسبت يې لري هغه دا ده چي زمان د مکان پر محور نه دی را څرخېدلی بلکي د هيواد او کله ناکله د سيمي د عمومي تاريخ پر ګامونو ګام سوېدی. ښه به وای که دا اثر د زمان له مخي هم داسي پالل سوی وايې لکه چي د مکان په توګه محوري پالل سويدي.

د هرات ، پښتانه او ستره لوبه د هغو ارونو سره هم په تول برابر دی چي د مورخينو په قول د پيښو علت العلل بيانوي. په متن کي د پيښو بيلا بيلي خواوي او اغيزمن فعاليتونه د معيني پيښي په تړاو ياد سوي دي. کله ناکله د ځينو تاريخي تيروتنو په اړه د روښانه استدلال او پر اخځونو د متکي بيان څرک هم ليدل کيږي .دا څرک  که زيات هم نه دی ، خو په خورا ارزښتمنه توګه د لوستونکو پام راګرځوي. د دی سره – سره چي د پيښو بيان انتزاعي نه دی خو د پيښو د وډلو او تدوين چاري داسي تر سره سويدي، چي ته وايه ليکوال هوډمن دی چي لوستونکی د ځان سره هغه فکري لوري ته بوزي چي ليکوال يې لري. دا ډول تدوين او وډنه د يوه زيان سره څو ګټي هم لري. زيان يې دا دی چي لوستونکی فکر کوي چي د ليکوال تر اغيزي لاندي راغلي ، خو مهمه ګټه يې دا ده چي د منابعو پر بنسټ لوستونکی رښتيني لوري ته بيا يې. بله ګټه يې دا  چي د لوستونکی د تزلزل او لار ورکی څخه را باسي. انګليسي مورخ تاينبې هم د پيښو لوری د څرګندو پايلو تر بريده جايز ګڼي.
يوه بله خبره چي د هرات ، پښتانه او ستره لوبه يې په ځان کي نغښتې لري، هغه دا ده چي ليکوال د دې کتاب د ليکلو انګيزه د هيواد د معاصر تاريخ يوه خورا مهمه پيښه ياده کړېده ، ښايې د اوسني نسل يو شمير لوستونکي به هغه پيښه چي هرات څنګه د طالباونو لاس ته ورسيدی، يا هيره کړې وي او يا يې  بابيزه وګڼي ، خو د دې ارزښتمن کتاب تاليف په خپله د هغي پيښي درندوالی او ارزښت را بر ملا کوي.دا به هغو لوستونکو او څيړونکو ته خورا مهم او د زياتي پاملرني وي چي داسي يو ارزښتمن اثر د يوې داسي پيښي د انګيزې پر بنسټ ليکل سوی چي هغې پيښي د خپل مهال د نويو او نورو پيښو لوري بدل کړ.
د هرات، پښتان او ستره لوبه ، تاريخي اثر يوه خورا مهمه ځانګړنه دا ده چي د يو شمير لاسوندونو متنونه يې د ضميمو په څير د لوستونکو په وړاندي ايښي دي. دا چاره نه يوازي دا چي د کتاب تاريخي ارزښت يې زيات کړی ، بلکي د يو شمير مورخ څيړونکو لپاره د مرجع او اخځ په توګه د دې اثر ارجحيت لا زيات کړيدی. د کتاب په پای کي د اخځونو فهرست او بيبلوګرافي د لوستونکو لپاره د شک ځای نه پريږي. او هر لوستونکی يې په بشپړ باور لولی او ګټه ځني اخلي.
په پای کي د ښاغلي جهاني ژوند خوندور او په قلم کي يې لاتوان د لوی څښتن تعالی ( ج) څخه غواړم

اخځونه:
__ باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني . د مقالو ټولګه . سلام ټولنه . ٢٠٠٢  .
— زرين  کوب ، عبدالحسين  . تاريخ در ترازو .  نشرات سپهر  . تهران . ١٣٥٤ .
__ ساپی ، ضمير .   تاريخ  چيست ؟  . پوهنتون کابل  . ١٣٥٤  .
__ شفا ، شجاع الدين .   مايه ،  بعد از هزار و چهارصد سال  . نشرات  زردشتيان  . ٢٠٠٤  .
__ فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون  . دانشګاه تهران  . ١٣٧٧  .
__ مير حسين شاه  . تاريخ نويسي در شرق  . پوهنتون کابل  . پروګرام ماستري تاريخ  . ١٣٦٧ .
— وارينګتن ، مارني هيوز . مترجم :رضابدعی پنجا متفکر کليدیدر زمينۀ تاريخ .انتشارات امير کبير. تهران .  ١٣٨٦ .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!