منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان پوځي تاريخ

0 175

دافغانستان ویاړلی تاریخ چه دنړیوال تمدن له سپیدو چاود څځه راپیل اوبیا تر ننه پوری یی زرینی پاڼی دخپلو سر ښندو نکو بچو په وینو لیکلی دی ، دخپل ویاړلی عمر په لوړو ژورو کی دپوځونو، لښکرواو اردوگانوزیږونکی او پالونکی دی. دا پوځونه که کله دملی لښکرو په بڼه دپردیو دیرغل اوتیری په مقابل کښی پرته دکومی ښوونی او روزنی په میړانه جنگیدلی نو ډیر ځله بیا دبیلابیلو واکدارانو لخوا په خپل منځی شخړو او نښتو کښی هم راښکیل شوی دی . دپام وړ ټکی دادی کله چه زمونږ د گران ټاټوبی میړنی بچي دبهرنی یرغل اوگواښ سره مخامخ شوی بیایی خپلی پوځی او عسکری ښوونی او روزنی ته ندی کتلی اودخپل مټ او دهیواد سره دمینی دجذبی په زور دهغوی مقابلی ته ښه په تینگ هوډ دریدلی او غاښ ماتونکی ځواب یی ورکړی دی.

لکه څنگه چه پوهیږو اریاییان چه د کډوالی او مالداری ژوند یی درلوده او دغه ژوند دوی تل دیوی سیمی بلی سیمی ته په کډه کولو مجبورول نو ضرور به څه دنوی ماحول دلاس ته راوړلو او یا دهغی دساتلو لپاره او په ډیرو وختونو کښی دځایی خلکو او یا په خپل منځی شخړوکښی لاس په گریوان وو. خدایبښلی استاد احمدعلی کهزاد په خپل ویاړلی اثر دافغانستان تاریخ کښی لیکی : چه دجگړی په حالاتو کښی به تولی اریایی قبیلی راټولیدلی اوپادشاه به دجنگی ډلو مشری کوله ، روحانینو او شاعرانو به دعاگانی کولی او ملی شعرونه به یی دجگړه مارانو دجنگی مورال دلوړتیا په خاطر ویل او د بری او سوبی هیله به یی ورته کوله . دارواښاد کهزاد ددغه وینا پر بنسټ دبخدی پادشاهانو یا به بله بنه دپیشدادیانو دکورنی دسیاست مهم ټکی داوو چه اریایی قانون رواج ، دقوم مورال او معنویات لوړ ، کر کیلی ته وده ورکړل شی او اساسی پاملرنه دجنگی پهلوانانو روغتیایی او جگړه ایزی ودی ته واړول شی او دهمدی ټکو په پام کښی نیولو سره دوی په دی بریالی شوی وو چه دتورانیانو، هونانو او دانویانو په مقابل کښی چه دسیر دریا مازندران اوبین النهرین څخه به پردوی بلو سیدل په نره مبارزه وکړی.

په ډیرو زړو او پخوانیولیکنو کښی چه اصلی اخځلیکونه یی اویستا او ویدا ته رسی په دی خبره ټینگار شوی دی چه د پیشدادیانو دکورنی لومړنی پادشاه یما (جمشید) چه داریایانو ستر ټولواک هم بلل شوی لمړنی مدنی پادشاه وو چه کرنه ، مالدار ی ، داوسپنی ویلی کول ، دجامو اووبدل او دوسلو استعمالول یی رواج او جگړه ایزه طبقه یی وټاکله. دعلی احمد جلالی په اند چه په ډیروتاریخی اثارو یی تکیه کړی لومړنیو شاهانو سره لدی چه دهغوی زمانه دامن او سولی زمانه وه خو هغوی دکرنی مالداری اوکسب دزدکړی تر څنگ دوسلو په جوړولو اودهغوی دزدکړی او استعمال په برخه کښی ډیر تاکید کاوو چه دغه وصیت تر اسلامی پیر پوری لا داعتبار وړ .

که دتاریخ پاڼی لږ په بیړه واړوو او اسلامی دوری ته راورسوو نو ددی خاوری دزامنو د دوه سوه پنځوس کاله مقاومت نه چه دعربو د فاتح لښکرو په مقابل کښی یی کړی ، دا خبره به لا جوته شی چه دلته به نه یوازی ملی لښکری بلکی روزل شوی دولتی لښکری هم استعمال شوی ووی . خودافغانستان داسلامی دور د خپلواکو حکومتونودپوځی تاریخ یوه ځلانده څیره چه په خپل دور کښی یی عسکری ښوونی اوروزنی ته ځانگړی پاملرنه کړی یعقوب لیث صفار وو چه دخپل حکومت په دوره کښی یی نه یوازی دپوځی قوت په زور دخراسان (اوسنی افغانستان )ځمکنی بشپړتیا خوندی کړه بلکه شپه اوورځ یی دخپلو لښکرو دښوونی روزنی تر څنگ دهغوی غمخوری ته هم پوره پام اړولی دی .

دعبدالحی گردیزی په زین الاخبار کښی راغلی چه یعقوب لیث دوه نغاری درلودی دمبارک اومیمون په نومونو ، چه دواړه به یی دصلی په ورځی غږولی نو سهل بن حمدان عارض به کښیناست اود درهمو ډالی به یی مخی ته کښیښودی شاگرد به یی دپوځ له دفتر څځه نوم اخیست عارض به ټول جنگی توکی او آس معاینه کاوه او بیابه یی درهم شمیرل او سرتیری ته به یی به ورکول لمړی نوم دیعقوب لیث وو هغه به خپله میاشتنی تنخوا اخیسته په موزه کښی به یی ایښوده او پر لوړځای به کښیناسته او مراسم به یی تر پایه لیدل تر څو هر سرتیری ته خپل حق پوره ورسی . که په همدی توگه دغزنویانو ُ غوریانو اونورو افغانی امپراتوریو حیرانونکی پوځی بریاوی په غور تر څیړنی لاندی ونیول شی دابه جوته شی چه دهمدغو ستر و امپراتوریو جوړول اودهغو پایښت بی له نظامی قوت او دهغوی دپوځی پوهی او وړتیا پرته امکان نلری خو یو څه چه جوت دی هغه دادی چه افغانانو دخپل تاریخ دپیل نه رانیولی بیا د میروس نیکه تر قیام پوری په ملی او ولسیزو لښکرو ډیره تکیه کړی او له دغی لیاری یی خپل ملی رسالت سرته رسولی دی. . تر کومه ځایه چه تاریخ راپه یاده وی په اتلسمه پیړی کښی زمونږ دهیواد په تاریخ کښی دیوه منظم او منسجم پوځ درامنځ ته کیدو څرگ لگیدلی چه دغه پوځ لمړی دمیرویس نیکه تر مشری لاندی دصفوی اشغالگرو په وړاندی قیام وکړه او دیوه ملی سیمه ایز حکومت بنیاد یی کښیښود اوبیایی دمحمود هوتکی تر قوماندانی لاندی دختیځ ایران ډیری سیمی تر ولکی لاندی راو ستی .

د احمدشاه بابا تر قوماندانی لاندی د ملی پوځ تر څنگ دیوه منظم او دایمی دولتی پوځ موجودیت چه دهغه په ټولو جگړه ایزو سفرونو کښی په پوره ویاړ او میړانی جنگیدلی دا مطلب په ډاگه کوی چه دا پوځ به هم تربیه شوی او لږ تر لږه دمروجو وسلو داستعمال په برخه کښی به یی ښونه اوروږنه لیدلی وه ، داچه ددوی دښوونی اوروزنی لپاره کومه مدرسه ، مکتب يا موسسه وه او که نه بشپړ تاریخی اسناد په لاس کښی نه لروخو په دقیقه توگه ویلی شو چه دامیر دوست محمد خان دلومړی پلا امارت څځه دافغانستان داردو دسرتیرو علمی اوعملی ښوونه او روزنه پیل شوی ده ، دارواښاد حبیبی په قول دامیر لښکر د انگلیسی مستر کیمپل چه دافغان –انگلیس په لومړی جگړه کښی مسلمان شوی او شیرمحمد نومیده ، او امریکایی داکتر هارلان چه درنجیت سنگ له درباره راغلی وو، او نایب عبدالصمد هندی ترمستقیمی څارنی او ښوونی روزنی لا ندی وو چه شمیره یی دولس زره سپاره او دری نیم زره پلی ټوبک لرونکی سرتیری وو.

د احمد شاه بابا د دور سرتېري

د تاریخی اسنادو له مخی دافغانستان دوسله والو پوځونو دروزنی لپاره لومړنی تعلیمی اداره دامیر شیرعلی خان دپادشاهی په دوهمه دوره کښی دسرکاری مدرسی په نامه په کال ۱۲۴۸ ه ش به شهرارا کښی جوړه شوه او بیا وروسته په بالا حصار کښی دزمردو غونډی ته ولیږ دول شوه ُ ددغه شوونځی په مرسته امیر یومنظم لښکر چه په عصری تجهیزاتو او تشکیلاتو سمبال وو منځ ته راوړ ، دارواشاد غبار په وینا دغه پوځ دهیواد په اته وو پوځی اډو لکه کابل ُ جلال اباد ُ شیر اباد ُ قندهار ُ کورم ُ هرات ُ میمنه ُاو بلخ کی ځای په ځای وو او له دری برخو( ۶۲ پلی غنډونو ۱۶ سواره غنډونو او توپخانی )څځّه چه په هاتیانو آسونواو غوایانو به لیږدول کیده جوړ شوی وه .

د ارواښادغبار( افغانستان در مسیر تاریخ ) له مځی د امیر شیر علی خان په وخت کښی دیوی منظمی پو ځی قوا بنست ایښودل شوی چه سرتیری یی په نظامی یونیفورم ملبس او د عسکری دسپلین لرونکی وو چه دشیر پور په قلا کښی په منظم ډول دښوونی اوروزنی لاندی وو او دهندی او افغانی افسران لخوا روزل کیده خو په ډیر خواشینی چه اوس ددی تاریخی قلا هیڅ ډول نښی نښانی ندی پاتی اونوموړی سردار هم ددومره منظم لښکر ددرلودوسره سره دخطر په وخت کی له دغه پوځ نه هیڅ ډولگټه وانه خیسته په داسی حال کښی چه سردار شیرعلی خان دخپل پوځ دسمبالتیا لپاره په کابل او هرات کښی منظمی کارخانی جوړی کړی وی چه په هغی کښی به یی دارنده گاړی لرونکی توپونه جوړول چه نمونی یی اوس هم دعسکری قشلو په قراولونو کښی شته. په همدی ډول دامیر شیرغلی خان ځای ناستی امیر عبدالرحمن خان چه پخپله د ریفورم اود مدرنیزی یو پلو ی اوجانبدار پاچا وه دخپلو ریفورمونو په سر کی ، لمړی پخپل اردو کی یو لړ اصلاحات راوړل ، او دا په داسی حال کښی وو چی نوموړی دخپل دولت په خارجی چارو کی استقلالیت نه درلود خودخپل داخلی مخالفینودآرامولو اودهغوی د سرکشی اوبغاوت دمخنیوی لپاره یی دخپلی اردو چارو ته ډیر اهمیت ورکاوه هغه دپوځ دقیادت لپاره د ډآد وړ سپاه سالاران لکه سپاه سالار غلام حیدر خان چرخی ُ سپاه سالار فرامرز خان او نور وگمارل اود چارو دلا سمون دپاره یی دجاسوسی قوی استخباراتی اداره جوړه کړه. امیر دپوځ دلا سمبالتیا لپاره دکارتوسو ُ ټوپکو او توپ جوړولو کارخانی جوړی او دپوځ داړوندانو لپاره یی دبوټونو ُ کمبلو او دریشی دجوړولو صنعت ته وده ورکړه دهمدی امیر په زمانه کښی دیوه فرانسوی مستخدم ( شورم کریشکر) په مرسته په افغانستان کښی دبخار په مټ چلیدونکی کارخانه چه دماشین خانی په نامه یادیده به عالم گنج نومی مشهور ځای کښی په کار واچوله ، ارواښاد میر غلام محمد غبار دامیر عبدالرحمن دزمانی دپوځی ُ ښوونی اوروزنی په هکله لیکی چه د امیر عبدالرحمن خان اداره چه په پوځی بنیاد ولاړه وه خپل ټول پام یی دپوخ او یو منظم لشکر یووالی ته ور اړولی وو ده دخانانو او سیمه ایزو فیوډالانو دزامنو څځه یو ټولگی جوړ کړی وو چه د (رساله بای بچه ها ) په نامه یادیده او په منظمه توگه دښوونی اوروزنی لاندی وو دپوځ سرتیروته به عسکری ملا امامانو د( ناجیه وهدایت الشجعان ) له رسالی څځه چه دسرتیرو دنظامی اومذهبی جهادد اخلاقو دودی دپاره لیکل شوی وه خبری کولی او ددوی نظامی اخلاقو ته به یی وده ورکوله .

د افغانستان اردو، يوه پېړۍ پخوا؛ ۱۹۰۹عیسوی کال.
د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دې کال کي اردو خپل مواد لکه: مرمۍ، توپک، څرخ[د اقرار اله]باروت، نېزه، او د څرمني څخه جوړ، عسکري بوټونه، خولۍ او نور پخپله کابل کي جوړول.
په همدی ډول دامیر حبیب الله خان دواکمنی په زمانه کښی دپوځی کادرونو دروزلو لپاره دسرکاری مدرسی پر ځای په ۱۹۰۹ زیږدیز کال دحربی فنونومدرسه دحربی مدرسی په نامه چه دری اعدادی او دری حربی ټولگی یی درلوده جوړه شوه چه د پلی ، توپچی ، استحکام ، مخابری دمضمونونو تر څنگ یی د قران ، خط ، حساب ، هندسی ، جغرافیی، جمناستیک ، داسلام تاریخ ، الجبر ، عمومی تاریخ ، داعشاریه ریاضی اصول تدریس کول ، تدریسی هیت یی بر افغانی استادانو لکه عبدالطیف خان کمیدان ُ محمد گل خان کمیدان ُمحمود طرزی سر بیره ترکی استادان ُ علی افندی ُ عزت افندی ُ نظیف افندی او خیر الدین پاشاه وو. ، ددی مدرسی دشاگردانو شمیره په لومړی سر کښی د۱۵۰ نه تر ۴۰۰تنو او په پای کښی ۹۰۰ تنو ته ورسیده چه فارغینو ته به یی په پوځ کښی دټولی مشر نه تر کنډ ک مشره پوری رتبی ور کول کیدی.

د هغه توپ تصویر چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه.
د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه شوه.
په هند د احمد شاه ابدالي حملو کې دغه سپکې توپې له کندهار په اوښانو بار د بولان درې له لارې وړل کیدی. پخپل هدف د نښې ویشتلو لپاره به يې اوښ هغې خوا ته ګرځوو. د دې لپاره به اوښبه او توپچي دواړو لکه د یو ټیم کار کوو او په ګډه خپله دنده سر ته رسوله. د پاني پت په درېم جنګ کې دغو توپو ډېر انسانان او څاروي ووژل.
زمبور (ډمبره) د ګرمو ملکونوهغه تور زهرژن مچۍ ده چې څوک وچیچي نو د درد نه علاوه انسان وژلې هم شي. د توپې نوم له هم هغې زمبور نه واخیستل شو او بیا په پښتو ژبې کې دا ښېره هم دود شوه چې:
” په زمبورک سوری شې

نوموړی مدرسی دمدرسی څځه دباندی دری وړی برخی نوری هم ((د ملکزادگانود عسکری مکتب ُ دنور الاسلام (نورستانیانو) د نوی جوړ شوی مدرسی اود حضور داردلیانو مدرسی )) په نامه هم در لودی چه دټولو شمیره یی در سوه تنو ته رسیده او په هرو څلرو کالو کښی به دبلوک مشری په رتبی فارغیدل ددی ټولو ښونځیو مصارف ددولت په غاړه وو.

که دپوځی ښونی اوروزنی وضعه دامانی دوری په وخت کښی تر څیړنی لاندی ونیسو دابه جوته شی چه غازی امان الله خان دخپل دولت دبنست دلا ټینگولو دپاره په خپلو ریفورمونو کښی دپوځ لا انکشاف ته ډیر اهمیت ورکړی وو دده په زمانه کښی د ( یولسو طیارو) څځه جوړه هوایی قوه منځ ته راغله ، ددی قوی دلا سمبالتیا دپاره یی دهوایی زده کړواو پیلوټی په برخه کښی ۶۵ تنه شاگردان دروسی او فرانسی هیوادونو ته واستول همداراز یی ډیر شمیر نور زده کونکی دپوځی زده کړو دپاره شوروی او دترکی جمهوریت ته ولیږل او دهیواد په دننه کښی یی هم د مختلفو مسلکی زدکړو شونځی جوړ کړه ، غازی امان الله خان دپوځ دلا روزنی دپاره یو بل قدم هم وړاندی واخیست او داردو دسرتیرو دپاره یی دسواد زدکړی کورسونه پرانستل حربی فابریکه یی پیاوړی او جنگی مهمات یی له المان ، انگلیس ، ایتالیا اوبلجیم څځه هم وارد کړل او دهوایی دفاع توپونه او زرهپوش گاړی یی هم په پوځ کښي شامل کړل.

«په افغانستان کې د اروپا مدني نښو لومړی ځل خپل روڼ مخ د عسکري مسلک له لارې راڅرګند کړی او ورځ په ورځ یې وده کړې ده تر هغو چې د خدای بښلي اعلیحضرت امیر شېرعلي خان پرمهال د عسکري زده کړو اصول پښتو ژبې ته هم وژباړل شول، او د توپ جوړونې، او توپک جوړونې، او پټاکۍ جوړونې صنعتونو هم تر یوې کچې يرمختګ کړی، په کالیو او صنایعو او پوځي چارو کې ښکاره نوی والی رابرسېره شوی دی. د لومړي ځل له پاره د اروپایي درېشۍ اغوستل او خولۍ په سرکول هم همدغه مهال پیل شوي دي[.*] شاوخوا اتیا زره نظامي عسکر له تعلیم او قواعدو او درېشۍ او خولیو سره سمبال شول.»
او دا هم د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د نوي او په اروپایي بېلګه د چمتو شوي افغان پوځ د یوه پلي سرتېري انځور
سرا ج الاخبار، دویم کال، دیارلسمه ګڼه:
ژباړه : ډاکټر داود جنبش
د امیر امان الله ترواکمنی وروسته دکورنیو اغتشاشونو پر مهال دحربی مدرسی اصلی ودانی داور په لمبو وسوزیده خوپه ۱۳۰۹ ه ش کال دنادرخان دپادشاهی په دوره کښی بیرته ورغول شوه اود ترکی او افغانی استادانو لخوا پکښی زده کړی پیل شوی سره له دی چه دنادرخان په دوره کښی دښونی او روزنی په برخه لږی هلی ځلی وشوی خو نوموړی پادشاه دیوی قوی او سمبالی اردو په منځ ته راوړلو کښی خورا زیار ویوست اودجورج ارنی په وینا ددی سمبال پوځ شمیره ۴۰۰۰۰ تنو ته رسیده .

دمحمد ظاهرشاه دسلطنت دوره چه دامنیت په لحاظ یوه ارامه او سوکاله دوره وه دپوځ دروزنی لپار یو لړ اقدامات تر لاس لاندی ونیول شو په دی دوره کښی سره لدی چه پوځی ښْوونه او روژنه دهر عسکری جزوتام د ورځنی بلان یوه برخه وگرځیده اودهری قطعی په تعلیمی ډگرونو کښی پر مخ وړل کیده

دغه دوره اوپه ځانگړی توگه دسردار محمد داود دصدارت دوره داردو دبسنټیزو بدلونونو دوره شمیرل کیږی ُ محمد ظاهرشاه حربی مدرسه حربی پوهنځی ته لوړه او به ۱۳۱۲ کال دحربی ښونځی په نامه په رسمی ډول پرانستل شوه بیا وروسته ددی شوونځی تر څنگ په ۱۳۴۰ کال دپوځی لوړو زدکړو لپار ه یوه بله عصر ی موسسه دحربی پوهنتون په نامه رامنځته شوه .ده د دافسرانو دمسلکی لوړتیا لپاره په کابل کښی د افسرانو دعالی کورس په نامه تعلیمی مرکز هم جوړ شوی وو. ُ دحربی پوهنتون او دافسرانو دعالی کورس تر څنگ ډیرو کلونه پخوا دپوځی کادرونو دښونی او روزنی لپاره دتخنیک اکادمی اوهوایی پوهنخی هم جوړ شوی وو. دجنرال علومی په وینا کله چه سردار محمد داود دخپلو پرله پسی غوښتنو سره سره دامریکا دمتحده ایالاتو دپوځی کومکونو څځه ناامیده او امریکا دپاکستان دولت ته په۱۹۵۳ زیږدیز کال دپوځی مر ستو په ورکولو پیل وکړه نوموړی سردار مجبوره وو بله لاره چاره ولـټوی داخبره جنرال عظیمی او جورج ارنی هم تایید کړی عظیمی وایی داود خان خپله غوښتنه یوکال وروسته دریچارد نکسون دسفر په مهال بیا تکرار کړه خو نوموړی په دی برخه کښی هوکړه ونه کړه داود خان ناچاره وو چه شوروی اتحاد ته مخه کړی ُ دافغان پوځیانو پوځی ښونه اوروزنه له همدی وخته دشوروی اتحاد په تعلیمی موسسو کښی پیل او په همدی ډول دشوروی دپوځی مرستو لومړنی بیلگی په۱۹۵۸زیږدیز کال افغانستان ته راروانی شوی.. سردار محمد داود له همدی اقدام سره دخپلی اردو په عصری کولو چه دگاونډیانو په پرتله کمزوری وه پیل وکړه او په لږه موده کښی یی دهغی شمیره تر اتیازرو کسانو چه دهمدی شمیری په اندازه یی داضافی قواو دجذب ظرفیت هم درلود ورسوله چه دگاونډیانو دپوځونو سره پرتله کیدای شوه. په همدی وخت دچکوسلواکی هیواد په مرسته داردو مرکزی ترمیم خانه چه دهیواد له مجهزو پوځی ترمیمخانو څځه وه جوړه شوه اورسره جوخت د څرخی پله څلورمه او پنځلسمه زغره والی لواوی په سترو شوبلو سمبال شوی ، دیادولو وړ ده چه ددی ټول نوی تخنیک دښونی او روزنی چاری د شوروی مشاورینو لخوا مخ ته وړل کیدی دجنرال عظیمی په وینا جگړه ایزه ښونه اوروزنه په دی وخت کښی په لوست خونو او تعلیمی ډگرونو کښی مخ ته وړل کیده.

د افغان فوځ رتبې

دافغانستان د پوځی قواو دمدرنیزه کیدو سره جوخت ددی اردو دافسران په ذهنی او روزنیزو برخو کښی هم زیات تغیرات رامنځته شول او پایلی یی دسردار محمد داود سره په تړاو دپوخی کودتاه په نتیجه کښی دجمهوریت منځ ته راتلل وو ، دسردار محمد داود دکودتاه سره سم یو ځل بیا دشوروی بی دریغه نظامی مرستی له سره ونیول شوی یو ستر نظامی پلاوی دمارشال سولوفسکی په مشری دنوی اردو دتشکیلاتو او جگړه ایزی وړتیا دارزونی په خاطر کابل ته راغی اود قول اردو تر سطحی دمشاورینو په گمارلو هوکړه وشوه او یو ډیر شمیر افغانی محصلین دپوځی لوړو زدکړو دیاره شوروی لوړو موسسو ته واستول شو ، په همدی کال یو هندی پلاوی هم کابل ته راغی اودیو شمیر افغانی محصلینو دروزلو تړون لاسلیک کړ.

افغان ملي پوځ (په انگرېزي ژبه : Afghan National Army ) د افغانستان د خلکو ، د نظام ساتنې ملي گډ دفاعي وسلوال غونډال و چې د ملي پوځ په نوم ياد شوی . د افغان ملي پوځ د امير شېر علي خان په پېر کې رامنځته شوی او پخواني ملي نومونپوهنې په لاندې ډول دي .

پښتو انگلیسی
سرتېری Private
Private First Class
Corporal
Sergeant First Class
ډلگی مشر Sergeant
Master Sergeant
Sergeant Major
دویم بریدمن 2nd Lieutenant
لومړی بریدمن 1st Lieutenant
تورن Captain
جگړن Major
ډگرمن Lieutenant Colonel
ډگروال Colonel
بريد جنرال Brigadier General
تورن جنرال Major General
ډگر جنرال Lieutenant General
ستر جنرال Four Star) General)
لوی درستیز Chief of Staff
اعلی سرقومندان Commander-in-Chief
سرام زټولمشر Field Marshal

دپوخ په جزوتامونو کی دروسی سلاکارانو پراخه لاس موندنی له یوی خوا او په شوروی پوځی اکادمیو کښی دافغانی محصلینو زده کړی له بلی څوا داسی حالت رامنخ ته کړه چه به افغانستان کښي دوهمه پوځی کودتا دافغانستان خلک دموکراتیک گوند تر مشری لاندی ترسره اوددی هیواد پوځ او دهغی روزنه په بشپړ ډول دشوروي مشاورانو ترواک لاندی راغله ، دد ی بید ریغه پوځی مرستو تر ځنگ دهیواد په دننه تعلیمی موسسو او شوروی پوځی اکادمیو کښی پوخي روزنه د شوروی استادانو له خوا مخ ته وړل کیده پر دی برسیره دنوی اردو دتشکیلاتی سمبالتیا لپاره په پراخ ډول مستعجل پوځی کور سونه( دچهار اسیاب تعلیمی مرکز ، دڅرخی پله اوه پنځوسم تعلیمی مرکز ُ دسرحدی قواو تعلیمی مرکز اوپه ډیرو عسکرو فرقو کښی ښوونیز مزکزونه)رامنځ ته اوپه ډیر ښمیر مستعجل افسران او سرتیری یی دپوځ لیکو ته وروپیژندلو.

همدا ډول دپوځ دسیاسی ښوونی اوروزنی لپاره سیاسی امریتونه جوړ او یو نوی پوځی پوهنتون دسیاسی پوهنتون په نامه دکابل په بالاحصار کښي په کار پیل وکړه ، دی تعلیمی موسسو دمجاهیدینو دراتگ پوری پرله پسی کار کاوه خود خپل منځی جگړو پر مهال یی کار ټکنی اوپه پای کښی د۲۰۰۴ کال دبن دپریکړو پر بنسټ دهیواد ټولی پوځی عالی ةوسسی په اوسنی ملی پوځی اکادمی کښی وریوځای شول اودغه پوځی ملی اکادمی د۲۰۰۵ کال دفبروی په میاشت کښی لمړنی تعلیمی دوره پیل کړه اوس اوس دهیواد دپوځی اړوندانو پوځی ښوونه اوروزنه دملی پوځی اکادمی برسیره پر ( مرکز تعلیمی کابل ُ حربی ښونخی او په لس هاوو کورنیوښَونځیو او بهرنیو تعلیمی پوځی موسسو کښی ) روانی دی.

په افغانستان کې ټولو نظامي او ملکي مامورينو ته رتبې ورکول کيږي. دغه رتبې د نوبتي، علمي او فوق العاده رتبو په نوم ياديږي چې، د هرې ادارې د قانون له مخې تنظيم او ټاکل کيږي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم يو قانون لري چې، له مخي يې هر پوځي افسر او د دې وزارت چارواکي دخدمت د ټاکلې مودې او افسرانو د ذاتي قانون د ټولو شرايطو په پام کې نيولو سره د رتبې مستحق ګڼل کيږي.

د دغو رتبو دتاريخ په اړه د نظامي چارو کارپوه ښاغلی رازقي نړيوال وايي: له هغه وخته چې افغانستان د يوه نظام او اردو څښتن شوی، نظامي رتبې هم ورسره منځ ته راغلي دي.

خو د افغانستان د اردو اوسنۍ رتبې پر ١٣٣٨ ش کال د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دوران کې د يوه کميسيون له خوا چې، د دفاع وزارت د عالي شورا او علومو اکاډمۍ له ځينوغړو څخه جوړ شوی و، رامنځته شوې.

د يادونې وړ ده چې دا رتبې په څلوره ځانکړو برخو وېشل شوي دي لکه:

ه هغه وخت کې چې د ملي اردو د چارواکولپاره کومې نښې په پام کې نيول شوې وې، په لاندې ډول دي:

درېيم بريدمن: يو پليټ
دويم بريدمن: يو پلېټ او يو ستوری
لومړی بريدمن: يو پلېټ او دوه ستوري
تورن : دوه پليټه او يو ستوری
جګتورن : دوه پلېټه او دوه ستوري چې دا رتبه په اوسني اردو کې له منځه تللې ده
جګړن : يو کريچ او يو ستوری
ډګرمن : يو کريچ او دوه ستوري
ډګروال : يو کريچ او درې ستوري
بريد جنرال : يو دولتي نښان او يو ستوری
تورن جنرال : يو دولتي نښان او دوه ستوري
ډګر جنرال : يو دولتي نښان او درې ستوري
سترجنرال : يو دولتي نښان او څلور ستوري
مارشال : يو دولتي نښان، يو کريچ او يو ستوری

 

پوځي لوړه

تحلیف “سوګند”

هغه شخص چی د افسر، بریدمل یا ساتنمن په توگه مقرریږی، مکلف دی لاندی حلف(سوگند) پرځای کړی.

دوو لسمه ماده:

(د لوی خدای (ج) په نوم سوگند یادوم چی د اسلام د سپیڅلی دین پیروی او ملاتړ کوم وطن،خلکو او د افغانستان اسلامی جمهوریت خدمتگاریم، قوانین رعایت، وظیفوی وجایب تعمیل او د افغانستان له قلمرو څخه حراست او ساتنه (پاسداری) کوم، خپله دنده صادقانه او غیر جانبدارانه (په ناپلوۍ سره) ترسره کوم، د قوانینو د حکمونو په تعمیل او تنفیذ کی اهمال نه کوم د خپلواکۍ (استقلال) ملی واکمنی او د ځمکنی بشپړتیا په ساتنه کی د ځان له ایثارڅخـه دریغ نه کوم.)

د ملي فوځ په اړه کرنولوژيک مالومات:

د افغانستان لومړی منظم پوځ:

د امير شيرعلي خان پر وخت په پوځ کې ژور او اړين اصلاحات راغلل، د لومړي ځل لپاره په پوځ کې پښتو القاب وکارول سول، د پوځ وسلې او قواعد نوي او عصري شول او دغه راز پوځ په اول وار د منظم پوځي يونيفورم څښتن سو…

د امير شيرعلي خان پر وخت د افغانستان د دوهم پوځ تشکيلات او جوړښتونه:
۵۷ پياده غنډونه
۲۰ سپاره غنډونه
۲۶ بطريې غرني، سپاره او فيلي توپوته
ټول پنځوس زره کسه
دا پوځ وروسته پر افغانستان د انګريزانو د دويم تيري پر وخت لمينځه ولاړ…

د افغانستان دوهم منظم پوځ:
ورورسته له دې چې واک د درانيانو نه بارکزيانو لاس ته راووړ ا دوست محمد خان په افغانستات کې د دويم منظم پوځ بنسټ پرېښود، دا پوځ چې شمېره يې تر ۳۰ زره کسانو رسېده تر ډېره د کورني ستونزو د حل او د امير دوست محمدخان د تاج او تخت د ټينګښت لپاره جوړ شوی وو…

د افغانستان دريم پوځ
دا اردو د افغان-انګليس د دويمې جګړې وروسته د امير عبدالرحمن پر وخت جوړ سو
دا پوځ وروسته وتوانيد چې د شاه امان الله پر وخت د انګريزانو نه د افغانستان دخپلواکۍ جګړه وګټي…

د امير عبدالرحمن خان د پوځ تشکيلات په لاندې ډول ول..
پلي ځواکونه :۸۰ ګروپه هر ګروپ ۷۰۰ کسه ټول ۵۶ زره تنه
سپاره ځواکونه: ۴۰ ګروپه هر ګروپ ۴۰۰ کسه ټول ۱۶۰۰۰
توپخانه: سل بطریې هره بطريه ۱۰۰۰ کسه ټول ۱۰ زره تنه
شاهي ګارد:
پياده: ۴ ګروپه هر ګروپ ۱۰۰۰ کسه ټول څلور زره
سپاره: ۳ ګروپه هر ګروپ ۸۰۰ کسه ټول ۲۴۰۰
د امير عبدالرحمن خان د ټول پوځ شمېره ۸۸۴۰۰ تنه وو چې ټول جنګي امکانات او وسلې به يې په کابل کې د جنګي فابريکې لخوا جوړېدل…

احمدشاهي قوځ څه ډول وو؟

صفيه حليم د احمد شاه بابا د فوځ په حقله خپله مقاله وړاندي کوي۔📝 ويډيو ترتيب: خبريال◀️د نورو ويډيوګانو د پاره زموږ يوټيوب: https://bit.ly/33Ba4Fl

Geplaatst door Mundigak Historical videos op Woensdag 29 april 2020

سرچینی

  1. کهزاد علی احمد ُ تاریخ افغانستان مجموعه سه جلدی
  2. جلالی علی احمد ُ مطالعه تاریخ افغانستان از نگاه عسکری
  3. گردیزی عبدالحی ، زین الاخبار
  4. حبیبی عبدالحی ، دافغانستان لنډ تاریخ دعبدالروف بینوا ژباړه
  5. غلام محمد میر غبار ُ افغانستان در مسیر تاریخ
  6. جورج ارنی ُ افغانستان گذر گاه کشور گشایان
  7. نورالحق علومی ُ تاریخچه مختصر اردوی افغانستان
  8. جنرال عظیمی ُاردو وسیاست در سه دهه اخیر
  9. دپوځی ملی اکادمی لنډه تاریخچه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!