منډيګک
افغان تاريخ

په عبدالرحمن خاني کي د جاسوس سزا…

0 21

اروپايي ليکوال [فرانک مارتين] چي د امير حبيب الله او عبدالرحمن خان په وخت کي کابل کي لومړۍ اروپايي وو چي خپل خاطرات ئې وليکل، دی د امير عبدالرحمن خان د زندانونو په برخه کي په خپل کتاب [Under the absolute Amir of Afghanistan] کي ليکي:

❞کابل کي تر ټولو زندانونو بد او وحشتناک په بالاحصار کي يو زوړ څاه دئ چي په ډبره کي کيندل سوی دئ. د بېخ خواته يو څه پراخ دئ او پسور ئې پنځلس، شل فوټه کېږي. د څاه پر خوله باندي يوه کوډله ده چي د سپاهيانو يوه پيره پکښي ساتله کېږي. په دغه تر مځکي لاندي غار کي هغه انسانان د تل له پاره اچول کېږي، چي ډېر غټ جرمونه ئې کړي وي [ البت د مقاماتو په نظر تر ټولو غټ جرم جاسوسي ده] او هورې پسي مري.
د مړو جسدونه چي له ژونديو سره يو ځای پراته وي، ترې را ايستل کېږي، البت په څاه کي د روغتيا ساتني انتظام نسته. بنديان ورشېوه کېږي او هغوی چي ورولوېدل، هوري پسي پاتېږي، د ورځي يو ځل خواړه [ وچه ډوډۍ او اوبه ] په رسۍ ورځړول کيږي. ډېر لږ کسان داسي پکښي وي چي په لنډه موده کي دي ئې مغزو صحت له لاسه نه وي ورکړی. زياتره بندي سوي کسان ډېر ژر ژوند ته له دې لاري خاتمه ورکړي. ځانونه له ډبرو سره تر هغه وخته وهي، چي بې هوښه او پسي مړ سي. ځکه یوازيتوب او بيري دوی ټول ليونيان کړي وي. د څاه بېخ تياره دئ او يوازنۍ رڼا د څاه له خولې ورځي.
هلته هيڅ بندي د بهرنۍ دنيا ږغ نه اوري. تعفن او د هوا چټلتيا تر اندازې زياته وي او دا پخپله کفايت کوي چي د مرګ سبب دي سي.
دلته يو سړی سته چي ويل کېږي چي په دغه څاه کي ئې پنځلس کاله يا تر دې زيات وخت تېر کړ.
دغه کس يو مخ لېونی دئ او په خپل ماحول خبر نه دئ، کله چي امير عبدالرحمن خان مړ سو اوسني امير[ حبیب الله خان] امر وکړ چي ددې څاه کسان دي راوايستل سي، او ده ته دي حاضر کړل سي، کله چي دوی راوکښل درې تنه پکښي ژوندي وه او د هغو څيرې د کتلو نه وې ځکه چي مخونه ئې د مړو په شان تک سپين اوښتي وه، سترګي ئې په رڼا کي ديد نه کاوه او د سرونو او ږيرو ورېښتان ئې اوږده او پر مخونو ئې راڅړوند وه.
د وحشيانو او ځناورو په شان ښکارېدل، نوګان ئې لکه د باښې داسي وه.
امير ئې د خوشي کېدو امر ورکړ خو دوی درې اونۍ وروسته بيرته ونيول سول او څاه ته واچول سول چي بيرته ئې د هندوستان د جاسوسۍ نيت لاره. ويل کېږي امير عبدالرحمن دغسي شکنجې او تاکتيونه د روسې څخه راوړي وه❝.

د کابل د بالاحصار دروازه چي انګرېزانو په توپ والوزول سوه.
. کابل، کال۱۸۷۹میلادی.
عکاس: جان بورک

ويل کېږي چي د امير عبدالرحمن خان شكنجې دومره سختي وي چي هيچا ئې تاب نه درلود، امير د څارګرو [جاسوسانو] دستگاه پراخ جوړښت درلود چي ښځو او نرو كار پكښي كاوه، يو وخت يو جاسوس د [ملا احمد بيدك خيل] د سعدوي په نوم جعلي مهر جوړ كړ چي ډېر خلك ئي په جعلي مكتوب آمير ته معرفي كول او هغه به وهل، په پای خپله دا جاسوس هم اعدام سو.
وای كله چي آمير مړ سو په هغه ورځ د كابل ښار په محبس كي (۱۲۰۰۰) نارينه او (۸۰۰) ښځينه بندياني موجودي وي.

د کابل د بالاحصار دروازه چي انګرېزانو په توپ والوزول سوه.
. کابل، کال۱۸۷۹میلادی.
عکاس: جان بورک

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!