منډيګک
افغان تاريخ

د پښتني ژوند کړه وړه

0 583

ياد کتاب د پښتون شاعر دروېش دراني دئ چي پر دې ږغېږي چي پښتنو د تاریخ په اوږدو کي څه کارنامې کړي؟

پښتني اسطورو کي د دې قوم ځای چېري دئ/وو؟
له ميرويس نيکه او احمدشاه بابا وروسته پښتنو څنګه د پښتنو له لاسه ماته وخوړه؟
د پښتو او پښتنو راتلونکي څه دئ؟
د پښتو په وده کي د پچانورول څه وو؟
او نور…
ياد کتاب چي اکثره مواد ئې د درانی شخصی نظريات ښکاري په اسطورو کي د پښتنو له یادونې نېولې بیا د دې قام تر اوسنیو ستونزو، ډېر څه پکښي څېړل سوي.
دروېش شاهنامه کي د پښتنو یادونې ته هم لنډه کتنه کړې او پرهغو کسانو نیوکه کوي چي باور لري دې اثر کي پښتانه کمزوري ښوول کېږي.
په تاريخ ليکنه کي د دوريش خوندور سبک دا دئ چي پر هغه څه ږغيږي چي تاريخ ئې په اړه څه نه وايي، لکه د پخوانۍ اریانا او خراسان په برم کې د پښتنو جوته ونډه وه، او نور… دده په اند ځکه چي زموږ تاریخ نورو لیکلی دئ.
ډاکتر محب زغم ئې په اړه ليکي:

د ښاغلي درویش دراني دغه اثر په څو لحاظه ډېر مهم دی:

۱: د کتاب ژبه بې تکلفه، روانه او خوږه ده او سړی یې په لوستلو داسې احساس کوي چې یو حکیم سپین ږیری په حجره کې ناست دی، ورته کیسه کوي.

۲: نن سبا هرڅه په دومره چټکۍ سره بدلېږي چې د یوې ورځې خبره ممکن بلې ته پاتې نه شي.

له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو مخه کول، د جګړو په وجه مهاجرتونه، د رسنیو زیاتېدل او د خلکو بوختېدل، هغه عوامل دي چې پخواني دودونه، کیسې او اسطورې په چټکۍ سره له ستوني تېروي. هغه څه چې تر موږ یو نسل مخکې وو، نن یې څرک په سختۍ سره لیدلای شو.

ښاغلي درویش د خپل ماشومتوب د وختونو داسې د سترګو لیدلی حال او اورېدلې خبرې راخوندي کړې دي چې که دا کار یې نه وای کړی، د هغو د هېرېدو او ورکېدو امکان ډېر زیات و. نو دې سره لیکوال یو ستر خدمت کړی دی. کاش چې د همدغو دودونو او اساطیري مفاهیمو په برخه کې لا نور کار هم وکړي او دغه بې‌سارې پانګه را وژغوري.

۳: درانی صاحب تاریخ بیانوي خو په انتقادي بڼه او د تاریخي پېښو په اړه خپل تحلیل لري. مانا دا چې د تاریخ وچ تکرار نه‌کوي. دی هڅه کوي چې له تاریخه د ژوند په ګټه کار واخلي، زموږ تېرې تېروتنې را په‌ ګوته کوي او په ګانده کې یې د مخنیوي لارې چارې را‌ښيي.

۴: ښاغلی درویش درانی د یوه پښتون په توګه د پښتنو درد، غم، ستونزې او ربړې احساسوي خو د ځینو نورو برخلاف، د دې پرځای چې نور زموږ د بدمرغۍ لامل وګڼي، موږ خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کوي او له دې حالته د راوتلو حل‌لارې راښيي.

لیکوال درویش درانی له په زړه پورې سریزې وروسته، خبره له اسطورې او اساطیري مفاهیمو پیلوي. څنګه چې اسطوره د انسان د ابتدايي ژوند تجربه ده او د هغو وختونو خبرې راته کوي چې انسان لا د طبیعت پر رازونو نه پوهېده او انسان له چاپېریال سره خپل اړیکي د همدغو اسطورو له لارې ټینګ کړي وو نو ښاغلی درویش هم د خپل کتاب پيل له اسطورې کوي.

دی اول اسطوره راپېژني، د لرغوني یونان، روم، هند او چین په زړه پورې اسطورې معرفي کوي او بیا د پښتنو په فولکلور کې د اسطورو څرکونه راښيي. دی د پښتنو اساطیري مفاهیم له غربي هغو سره پرتله کوي چې یقیناً د لوستونکو لپاره په زړه پورې دي.

مثلاً د باران په اړه چې کوم دود د پښتنو په منځ کې شته او دوی د لاډونګې په نامه نانځکه جوړوي، د یوې پېغلې په غېږ کې یې ورکوي او کور په کور یې ګرځوي، ورسره دا سندره بولي چې:

لاډونګه څه غواړي لاډونګه کونډه ده مېړه غواړي د آسمان خړې اوبه غواړي د مځکې شنه واښه غواړي لاډونګه یوه کاسه اوړه غواړي په مالګه یې تروه غواړي

نجونې له کورونو اوړه او نور خوراکي شیان راټولوي، بیا یې په ګډه پخوي، مېله کوي او بیا لاډونګه (نانځکه) خښوي. ښاغلی درویش دې سره د ختيځې اروپا د خلکو هغه دود یادوي چې دې ته ډېر ورته دی.

وروسته بیا لیکوال دا مسأله راسپړي چې لرغونو قومونو خو ټولو اسطورې لرلې، خو ولې یونان د ایلیاد او اودیسې ادبي شهکارونه پيدا کړل او په فارسي کې شاهنامه ولیکل شوه خو په پښتو کې داسې څه ونه ‌شول.

بیا د پښتنو د تاریخي پړاو مختلفو پېرونو ته انتقادي تحلیلي کتنه کوي او د اوسني وضعیت په اړه یې خبره کوي. همدارنګه د پښتو او پښتنو د وروسته‌ پاتې‌والي عوامل بیانوي.

دروېش درانی
همدارنګه شفيقه خپلواک چي ياد کتاب ئې تر ټولو دقيق کتلي، وايي:

د کتاب د لوستو پر وخت مې داسې احساس نه کړه چې ګوندې دروېش درانی دې د کوم چا تله درنه کړي. لږ تر لږه ما احساسوله چې د انګریزۍ په اصطلاح [نېوټرل] یا بې پرې و. خو ځینې وخت مې احساسوله چې کاش موضوع یا بحث یې لږ نور غځولی وای. کولای یې شول چې ځیني موضوعات لږ ډېر تشرېح کړي او نورې خبرې هم پرې وکړي.

تاریخ ته هم که له بېلابېلو اړخونو وکتل شي ښايي لیکوال د دروېش دراني غوندې اثر وپنځوي چې له چاپېدو څو کاله وروسته هم د بحث موضوع شي.

نوموړي همدې مسلې ته په کتاب کې پام کړی. په اسطورو کې د پښتنو له یادونې نېولې بیا د دې قام تر اوسنیو ستونزو، ډېر څه یې پکې بیان کړي.

‎لیکوال د کتاب سریزه کې د پخوانۍ اریانا او خراسان په برم کې د پښتنو جوته ونډه وه، خو تاریخ په دې اړه څه نه وايي.

لیکوال یې لامل دا بولي چې تاریخ نورو لیکلی دی.

د ده په باور پښتنو د توري یاري کړې، خو د قلم یې نه ده کړې. ښاغلی درانی وایي، په دې کتاب کې یې هڅه کړې چې دا دود مات کړی.

کتاب ۴۸۰مخه، اووه څپرکي لري، او سل ماخذه لري چي په ۲۰۱۴ع کال کي د صحاف نشراتي موسسې [کندهار] له خوا خپور سو، دلته د کتاب مضامين درته خپرېږي:

د کتاب له پانګي ځيني برخه دلته ولولئ:

حماسه:
“کوم قامونه چي په دغسي (اوږد مهال ملي حکومت) یو چاپېریال کي ذهني بلوغ ته رسېدلي دي او د حماسې په ګ‌‌‌‌‌‌ډون یوه ستره فرهنګي او علمي پانګه په لاس ورغلې ده، پر هغو باندي بیا که له بهره هر څوک راغلي دي، نو په اسانه په دې نه دي توانېدلي چي د دوی دغه ریښې وباسي، بلکي زیاتره لیدل سوي چې دوی په دغو ریښو دغه راغلي بهرني واکداران په خپله مځکه پوري تړلي، په خپل فرهنګي رنګ يې رنګولي او د خپلي خاوري خادمان یې جوړ کړي دي“.

پېغور:

پښتانه له خدای او پېغوره ‌‌‌‌‌‌ډارېږي. هغه څه نه کوي چې خدای ترې منع کړي. خو یو نېم وخت د پېغور ویره، د خدای په ویرې برلاسي شي. دوی ځکه ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت هڅه کوي چې ښه واوسي، چې د بدو پېغور ورته پاتې نه شي. ځان به سیالانو پسې رسوي. بخصوص که دا پېغور ښځې ورکړ، پښتون ځانته تر دې مرګ ښه بولي.
___
‎هماغه د میوند جنګ کې د ملالۍ لن‌‌‌‌‌‌ډۍ یې ښه مثال ده:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه

‎شپيته بړیڅي:

‎شپيته بړیڅي چې هندوستان ته ولاړل. غوښتل یې یو ځای میشت شي. اسونه به یې کروندو ته ور خوشي کړل. کروندګرو به بېرته لاس تړلي دوی ته راوستل. همداسې څو ځله وشول. بالاخره، یو ځای ته ورسېدل. اسونه یې فصلونو کې خوشي کړل. هغوی به د یوه له پټي اس شاړه د بل ته. او د بل له پټي به یې شاړه بل ته. شپيتو بړیڅو وویل چې دا قوم د هغو نورو غوندې اتفاق نه لري، دوی بې اتفاقه دي نو ځکه موږ ځای پکې کولی شوو. او همدلته میشت شول. دی وايي چې هسې خو مشهوره ده چې پښتنو په یو شي اتفاق کړی‌، چې اتفاق به نه سره کوو.

انګرېز او پښتانه:

انګرېز چې په کوزه پښتونخوا ( لیکوال یې محکوم افغانستان یادوي) برلاسی شوو. نو ژبه یوه ستونزه وه چې دوی ورسره مخ و. د پښتون په ژبه نه پوهېدل، پښتون د دوی پر ژبه. دوی خو د پښتون ژبه زده کړه، خو پر پښتون یې تعلیم په اردو ژبه وتاپه. پښتانه ماشومان اړ وو چې په اردو زده کړې وکړي، ځکه د پښتو ښوونځي نه وو. دې کې د انګرېزانو موخه دا وه چې په دې باندې پښتانه هند ته نږدې کړي. خپله ژبه ترې هېره کړي. د دراني صاحب په وینا پښتو د محکوم او خپلواک افغانستان تر منځ یو پل و. د نږدې کېدو یوه ښه وسیله. د ده په وینا که پښتانه د فارسي مکتبونو ته تللي وای نو ښايي کابل ته نږدې شوي وای خو انګرېزانو فارسي بیخي کم رنګه کړه.
‎دغه وختونو کې د دراني په وینا پاچا خان یا خدای
‎ خدمتګارانو دا مسله درک کړې وه. ځکه خو یې ښوونځي په پښتو کړل. اخبار یې په پښتو خپور کړ. مشاعرې به یې جوړولې، ترانې او ‌‌‌‌‌‌ډرامې به یې په درېځ په پښتو لوبولې. پاچا خان باور درلود چې د کوم قوم ژبه سپکه شي، هغه قوم سپکېږي، او چې د کوم قوم ژبه ورکه شي، هغه قوم ورکېږي. ان امیر امان الله خان له دې کاره متاثر شوی و، او ځینې کارونه یې د پښتو لپاره دې لوري کې پيل کړل.

پښتانه او ښځي:

پښتنو کې ښځې محترمې وې. که به جګړه وه او ښځې به ور ووتلې، د جګړ ېد درېدو غوښتنه به یې وکړه دواړه لوريو به جګړه بس کړه. که به یې کومه قافله لوټله، او پوه به شول چې ښځې ورسره دي، نو غرض به یې نه پرې کاوه. ده لیکلي، که به ښځه اړه شوه چې د پښتونخوا له یوه سره بل ته سفر وکړي نو خپل ښځېنتوب به د دې ساتندوی و. چا څه نه شوای ورته ویلی، او که به یې خدای مه کړه وویل ټول قوم به د ښځې ملاتړ کاوه…‎زما انا ‌‌‌‌‌‌هم ډېر وخت وايي چې زموږ وخت کې به که پر لار کوم نر راغی، موږ به یې ولیدلو لار به یې چپوله.

 

بابا فرید:

د بابا فرید په اړه ویلي کېږي چې لار کې یې غوا ولېده. غوا یوه سړي له پړي نېولې وه او کش کوله یې. بابا فرید خپله یوه مرید ته مخ کړ وې پوښت:_ غوا په سړي پورې تړلې، که سړی په غوا پورې؟مرید ورته وویل چې پړی د غوا په غاړه کې دی، او سړي کشوي، نو غوا سړي پورې تړلې. بابا فرید بیا وپوښت:_خو که دا پړی پرې شي، سړی به غوا پسې من‌‌‌‌‌‌ډې وهي که غوا به سړي پسې ځغلي؟مرید ویل چې نه سړی به غوا پسې ځغلي. پېر یې وویل چې بیا نو سړی غوا پورې تړلی، چېرته چې غوا ځغلي دی به من‌‌‌‌‌‌ډې پسې وهي.د دراني صاحب په وینا مرید یې ظاهري پړی لېده، او پېر یې هغه حقیقي او پټ پړی چې په سترګو نه لیدل کېږي. دی وايي دا دنیا چې څرنګ روانه ده نو د ظاهري پړو په زور نه ده روانه، بلکې د حقیقي پړي نړۍ څرخوي. او دا حقیقي او پټ پړي د علم او پوهې په برکت لېدل کېدای شي.

تاريخ:

د کتاب یو څپرکی د لوی افغانستان لن‌‌‌‌‌‌ډکی غوندې تاریخ دی. د میرویس خان نېکه مدبرانه، او ځیرک سیاست چې ګورګین یې له مخې لیرې کړ. بیا د نادر افشار په پوځ کې د احمد خان رالوېدل، چې شپاړلس کلنۍ کې د نادر افشار د شخصي ساتونکیو مشري وروسپارل شوه.
‎نادر افشار خو اصل د ایران و، خو ‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډېره تکیه یې په پښتنو کوله، نو د لیکوال په وینا ایرانیانو نیت بدي وکړه او له کون‌‌‌‌‌‌ډۍ ونې یې جار کړ. یوه شپه یې خوبځای کې مړ کړ. بیا نو ځوان احمدخان د نادر افشار پوځ کې پښتانه له مخې کړل، خزانه یې ځان سره کړه هرات ته وکوچېده. د شیر سرخ جرګه شوه. دا وخت نو پښتنو ځان کې دا غښتلتیا احساس کړې وه چې دوی هم کولی شي خپل حکومت او واک ولري. له څو ورځو بحثونو وروسته احمد خان، احمدشاه شو. او د افغانستان په نوم هیواد جوړ شو.
‎احمدشاه بابا ‌‌‌‌‌‌ډېر ملکونو د افغانستان لمنې سره وګن‌‌‌‌‌‌ډل. ‌‌‌‌‌‌ډېرې ځمکې راخپلې کړې. خو هېڅکله د لوی افغانستان له هغو طبیعي سرحدونو ونه وت. لیکوال وايي، ښايي د ده یوازې همدا لوی افغانستان غوښت. شاوخوا ملکونه به یې ځکه تایع کول چې د افغانستان طبیعي پولو ته تاوان ونه رسوي.
‎لیکوال وايي، پښتانه قبیلوي خلک دي. سرداران او خانان پکې مهم دي، او عیب دا دی چې همدا خپلو کې هېڅکله جوړ نه شول. تر هغو چې دوی دریم مشترک دښمن پيدا نه کړ، خپل منځ کې سره جنګېدل. احمدشاه بابا هم لښکرونه ایستل په نورو ملکونو دوی پرې بوخت وو، او هم دا چې د هغه د وخت سپين ږېرو او مشرانو د بې اتفاقۍ ترخه څکلي و.خو له ده وروسته کیسه دومره اسانه نه وه. د فرییېر په وینا د تېمورشاه د احمد شاه بابا د زوی او ځای ناستي د وخت ملکان او سرداران تند مزاجه وو. او هم یې پاچاهۍ کې ځان شریک باله. نو ورو، ورو پښتون وطن څو سرونه موندل، او بې اتفاقي څرګندېده. د احمدشاه بابا یو بل کمال دا هم چې په جرګه راغلی و، او ده به هر څه کې همدې مشرانو سره سلا مشوره کوله. د دوی رایه مهمه وه ځکه به خپګان او سیالي نه وه.‎د زمان شاه (احدشاه بابا لمسی) وخت کې حالات ورځ تر بلې تېرنګلي شول. ځینې برخې د سلطنت له لمنې وښویېدې. د تېمورشاه د نورو زامنو او سردارانو د جنجالو له امله د زما شاه له لاسه توره ولوېده او ړوند یې کړ. یانې د پښتنو دې سترې امپراتړرۍ یوازې تر درېم نسله دوام وکړ.‎بیا نو د انګریزانو، روسانو، قاجاریانو، او سیکانوانو لوبې ته مېدان خالي شو. هره یوه یې خپل زهر وشېندل، همدا، پاچاهان او ملکان یې دانې وې چې دوی د شطرنج میدان تود پرې ساتلی و.‎هغه وخت یوازې د تېموشاه زامن وو چې په سلطنت یې سرونه سره شکول، اوس د فاتح خان وروڼو هم د واک مزه څکلې وه. نو سیالي له یوې کورنۍ دوه ته شوه. په همدې کې د لویې امپراتورۍ پړي ورو، ورو سست شول. پيښور سیکان ونیو، شاه شجاع چې بېرته راګرځېده یو وار یې سیکانو بیا یې انګرېزانو سره تړون وکړ چې د سیکانو تر واک لاندېدسېمو باندې به غرض نه کوي. له هغه وروسته:

تار، تار پروت دی چا راټول نه کړ سایله!

‎د پښتون وطن ګریوان د لیوني دی‎او بالاخره پایلې ته رسېږې، چې بې اتفاقي، خاني، سرداري او سیالي پښتون داسې وخوړ لکه چینجی چې ونه خوري.

 

شاه توت:

مونږ او تاسو پوهېږو چې توت څه ته وايي او د دې پوښتنې ځواب هم لرو چې د توت او شاتوت ترمنځ فرق په څه شي کې دى،
خو که دغه فرق په ګوته کول د رنګ له مخې يي نو وايو چې په عامه اصطلاح توت سپين او تقريباً واړه وي او شاتوت سره او نسبتاً غټ وي خو که په همدې حالات کې له مونږ څخه څوک وپوښتي چې ولې توت سپين او شاتوت سره وي؟ نو مونږ همدا يو څه وايو چې خداى”ج” ښه پوهېږي،
خو د لرغوني يونان اوسېدونکو د دغې پوښتنې لپاره هم ځواب درلود او هغوى په دې عقېده ول چې:
شاتوت هم پخوا توت ول خو بيا وروسته يو ورځ کوم مٙين خپلې محبوبې ته د توت د ونې لاندې د ليدو لپاره وخت ټاکلى و خو کله چې مٙين څه نسبتاً ناوخته هلته ورسېد نو ځيني اثار لکه د محبوبې د پښو چاپونه او نور يې وليدل چې محبوبه يې زمري خوړلې ده نو نوموړي سمدستي په خپله توره خپل ځان په سينه کې ووهه،
خو همدا وخت ګوري چې محبوبه يې ژوندۍ او روغه جوړه ده او راځي او محبوبه يې هم د ده غوندې ځان په همغې توره په سينه کې وهي په نتيجه کې د دواړو د سينې نه د وينو دارې ان په ونه کې توتانو ته رسېږي او همغه سپين توتان د دوى د وينو په پايله کې سره کېږي او سور رنګ غوره کوي چې له دې وروسته يې نوم په شاتوت بدلېږي.

د ياد کتاب نوري برخي بيا…

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!