منډيګک
افغان تاريخ

پر کورنيو توليداتو د شاه امان الله خان ټينګار

0 34

زما برداشت دا دئ چي د امان الله خان د واکمنۍ لومړۍ لسیزه د افغانستان د معاصر تاریخ نیمګړی څپرکی جوړوي، نوموړي وکولای سوای، د قدرت پر مهال هغه ګامونه پورته کړي چي زموږ نن او پرون سره تړي، يو له دغو څخه دا دئ چي ارواښاد امان الله به د کورنيو توليداتو د غوړېدو د پاره ځانګړې او ګټوره تګلاره لرله.

امان الله خان له ملي جامو سره په ځانگړې مېنه درلودلي کي بې ساري وو، دی به د اولسي جامو په اغوستلو لکه کمیس او پرتوگ، پگړۍ ،خولۍ اوپوستین کي چایخانو اوسماوارونو ته تلی او له عامو خلکو سره به خوښي او غم شريک وو، نوموړی چي یو ښایسته، ميانه ونه یاقد،گردی مخ، روښانه توري سترگي چي چنداني به نه غوسه کېده؛ لرله، وطني کالو به په اولسي خلګو کي لا ځلاوه.

امير به بازار کي ګرځېده چي خلګ پخپله وويني چي وطني توليداتو سره څه کوي، دا چي افغانستان خپل توليد نه لاره نو امير به تل په دې فکر کي وو چي څنګه کورني محصولات غوروالي پيدا کړي. يوه ورځ ئې په بازار کي يو هندو وليد چي پخپل دوکان کي ئې پلتې ئې وهلي او شاوخوا ئې د ورېښمينو لونګيو ټوکران ځړېده، امان الله خان چي دا لونګۍ وليدې؛ د هندو دوګان ته ورغلئ او ټولي ئې سره کوټه کړې. هندو ئې وراخطا ننداره کوله او امير د کابلي اورلګيت په وسيله لونګيو ته اور ورته کړ، هندو ته ئې مخ واړاوه او د سوځول سوو لنګيو دوه برابره پيسې ئې ورکړې او هم ئې اخطار ورکړ چي وروسته له دې به يوازي افغاني محصلات خرڅوي[1].

که څه هم د ښځينه کاليو ګنډونکو په کابل کي هغه ډول کالي ګنډل چي د پاريس له نارينه ګنډونکو سره ئې ښه سيالي کولای سوای خو د امير د کورنۍ غړو او درباري کسانو به داخلي توکو ته چي د افغاني ګنډونکو لخوا ګنډل کېده؛ په خوار نظر کتل، له همدې امله به امان الله خان له ځان سره د سر جوړولو يوه وړوکې بياتي[غيچي]ګرځوله. کله چي به ئې د کوم خپل يا د پاچاهۍ بل کس بهر کي جوړ سوي کالي په تن کي وليده، په پټه به ئې د هغه جامې په بياتي له کاره ويستلې[2].

امير امان الله خان په وطني کاليو کي

يوه ورځ جنرال محمود سامي [ترکي الاصله عمومي قومندان] چي ترفېع ئې کړې وه د امان الله دفتر ته په داسي حال کي راغلی چي وطني کالي او څو کتاره پټې او مډالونه ئې بند کړي وه. امان الله په بياتي هغه پټې چي وطني جوړ ئې نه لاره پرې کړې، څه موده وروسته هغه د کابل موچيانو ته هم امر وکړ چي داسي بوټونه دي نه جوړوي چي کټ مټ د پارسي بيړيو بڼه لري؛او څوکي ئې تېرې وې بلکي اروپايي ډوله بوټان دي تيار کړي چي د افغانستان د اوبو و هوا سره سم دي.

د ۱۳۰۳هـ ش کال د پغمان په لويه جرګه کتاب[رویداد لویه جرگه دارالسلطنه] نومي کتاب کي يو سرليک د[تاکید پوشیدن البسه وطني]تر نامه لاندي ليکل سوی، چي پکښي ټينګار کيږي:

«اعلحضرت: پدې جرګه کي مي ستاسو ډېر لحاظ وکړ؛ ځکه چي تاسو هر یو بهرني ټوکر اغوستی او دلته راغلي یاست. دا په داسي حال کي ده چي له ډيري مودې راپدې خوا د هیواد تولید ودي لپاره ما دا لاره غوره کړې چي هر څوک مي که ولید چي بهرنی ټوکر ئې په ځان وي په خپلو لاسونو هغه څیري کوم. تاسو وګورئ چي نن د دولت مامورین پرته د وطن له پاک او ستره ټوکره بل څه نه آغوندي. پدې لړ کي له هراتي او ترکستاني هیوادوالو چي وطني ټوکر ئې اغوستی او غونډي ته راغلي مننه کوم. که ستاسو هر یو له هر ځای څخه چي راغلي یاست؛ د هماغه ځای ټوکُر مو آغوستی وای څومره به ښه ښکارېدلاست چي د هر ولایت ټوکُر مو موږ ته راښوولی وای او څومره به درڅخه خوښ سوی وای، باید په راتلونکی لویه جرګه کی خپل وطنی پوښاک واغوندی او دلته راسی. بیا هم وایم چي په دی اړه مي ستاسو ډېر لحاظ کړی چي تر اوسه مي د هیڅ چا لحاظ ندی کړی…»[3]

د اماني دورې [رشدیه ښوونځي لومړي ټولګي لپاره ادبي منتخبات] کتاب یوه لیکنه چي له [امان افغان] څخه را نقل سوې، ليکي: “امیر له خولۍ نیولې تر بوټانو او ټولو جامې له کورنیو او وطني تولیداتو اخلي. ډېره هڅه کوي چي کورني تولیدات د خلکو تر منځ رواج کړي.که د وزیرانو او یا د افغانستان اوسېدونکي او یا ترکانو پر تن اروپایي جامې وویني سم دستي هغه شکوي او د همدې کار لپاره تل خپل جیب کي غچي ګرځوي. په کابل کي هم که د پردیو هیوادونو سفیران وطني ګوګرد و نه کاروي په ډېر مهارت سره پر هغوی نیوکه کوي…”

ځای: اماني ليسه| نيټه:۱۹۲۸ع  | سرچينه: امان افغان جريده| عکاس:عبدالواحد بهره | عکس:  امير امان الله امانيه مکتب کي …

[1].ډاکټر عبد الغنی (جلالپوری) ۱۸۶۴-۱۹۴۳ع کال، عبد القدیر نجفی، مکتبه معارف نجف: (ملتان: روډ لاهور،۱۹۸۹ع)

[2] ريه ټالي سټيوراټ، اور په افغانستان کې، ژباړونکی؛ محقق مرستیال عبدالحسيب حکيمي.(کابل: ميوند خپرندويه ټولنه ۱۳۸۳ل)

[3]وګورئ، رويداد لویه جرګه، دارالسلطنه کابل، تحرير: غلام محمد کاتب، ۴۲۲ مخ

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!