منډيګک
افغان تاريخ

مېړنی وزیر محمداکبرخان

0 409

پښتو ژباړه: رحمت اريا

د مېړانې، زړورتیا، سرلوړۍ او مقاومت څیره، وزیر اکبرخان ۱۸۱۶ – ۱۸۴۶

سریزه:

زموږ د هېواد د تأریخ یوه ځلانده ویاړلې څیره ، د افغان  انگلیس د لومړۍ جگړې ملی اتـل د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزی لمسی ، وزیرمحمد اکبر خان دی. 
سردار وزیر محمد اکبرخان ، زموږ د ولس د هڅو ، جنگ او جگړو د تأریخ هغه ځلانده څیره ده چې د انگلیسانو پر وړاندې د کابل د وگړو د پاڅون په لارښوونه او بری کې یې په سرښندنې ، رغنده اوهیوادپاله ونډه لوبولې ده ؛ خوپه خواشینۍ چې د وزیر اکبرخان له سرلوړۍ او ویاړونو ډک ژوند ، لنډ وو. 

هغه لا اتلس کلن نه وو چې د یوه لښکر په سرمشرۍ یې د جلال آباد سرغړاوی واکمن له لنډ مقاومته اړاند (اسیر) ونیو، وروسته یې په کندهار کې په یوې مخامخ جگړې کې سدوزی شاه شجاع دړې وړې کړ او انگلیسی جنرال کیمبل یې لومړی ټپی او بیا یې ژوندی ونیو. 

شل کلن وو چې پیښاور ته نیږدې د جمرود په جگړې کې د سیکهانو پر وړاندې یې توره له تیکی را وایسته او په یوې لاس او گریوان جگړې کې یې د سیکهانو سر لښکر هری سینگهـ وواژه او لښکر یې ور دړې وړې کړ. 
په ۲۲ کلنۍ کې د شاه شجاع او رنجیت سینگهـ د گډ لښکر د مخنیوۍ لپاره د خیـبر د درې پر لور یې ور ودانگل خو مخکې له دې چې له تیری گر لښکر سره مخامخ شی د هیواد د دښمنانو له پلوه ورته زهر ورکړل شول او د هغه نیم ژواندی جسد یې په کټ کې له خیبره د هغه پلار ته د ارغنده مورچل ته راووړ ؛ له ډیرو هڅو وروسته د مړینې له منگولو وژغورل شو، له هغه وروسته بخارا ته ولاړ او د پاچا په زندان کې بندی شو. 

۲۴ کلن وو چې د بخارا د پاچا له زندانه خلاص شو او په ۱۸۴۱ ز کال کې د نوامبر په ۲۵ نېټه یې د کابل د وگړو د پاڅون لارښوونه په غاړه وا خیستله، په ډیرې هوښیارۍ یې د انگلیس له سرچارواکی او ځانگړی استازی مکناتن څخه چې په درغلنې او دوه مخۍ کې شېطان ورته هک پک کېده ، د خپل استازی له لارې یو پټ لاسوند تر لاسه کړ ؛ دغه پټ لاسوند په خپله د افغان مشرانو په وړاندې د انگلیس دوه مخی او درغلنه څرگندوله او له همدې امله یې مکناتن وواژه او انگلیسان یې دې ته اړ کړل چې په بیړه له کابله ووځی ؛ دا هغه سیاسی – پوځی اشواینه (رسوایۍ) وه چې بله بېلگه یې نه شو کولای د انگلیس د سترواکۍ په تأریخ کې و مومو. د همدغو سیاسی � پوځی هڅو له امله وو چې وزیر اکبر خان دوه ځله د انگلیس د لاسپوڅو چوپړیانو له پلوه په ډزو وویشتل شو خوداوړه ځله د مرگ له لومو ژوندی راووت. 

دا په داسې حال کې ورته پیښ شوې چې لا مخکې یې د بخارا د پاچا له لښکر سره په جگړه کې ټپونه له ځان سره وړل او دوه کاله یې د بخارا د پاچا په زندان کې تیر کړی ول. 

وزیر اکبر خان خپل نیمایی دیرش کلن ژوند په ویاړ او سر لوړۍ د خپل هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس د ملی واکمنۍ د ساتنې ، له یرغلگرو او د هغو له لاسپوڅو تاړاک پالو سره په نه پخلا کېدنې دښمنۍ تیر کړ اود ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د هیواد د یو والی او د هیواد د ښمنانو پر وړاندې، ځلانده توره په لاس په میړانه و دَرېد. د یوه مجاهد او غازی او د انگلیس د نه پخلا کېدونکې دښمن په توگه د هغه د میړانې ، درنښت او غیرت یادونه د ولس په زړونو کې تر دې کچې په څپو شول چې د ۱۸۴۱ � ۱۸۴۲ ز کال د ولسی پاڅون له بریا سره سم د ولس د جگړو او هڅو په ویاړمنظومې بولې (حماسې) او رزمنامې ورته ولیکل شوې ؛ په [۱۸۴۳ ز کال کې چې له ۱۲۶۰ لمریز سره سمون خوری] حمید کشمیری اکبر نامه جوړه کړه او [قاسم علی د ډیلی د آگرې اوسیدونکی په ۱۸۴۶ ز کال کې چې له ۱۲۶۳ لمریز سره سمون خوری او د وزیر اکبر خان د مړینې له نېټې سره برابره ده] اکبری ظفرنامه وویله ؛ چې د انگلیس په وړاندې پاڅونونو کې دغو دواړو شعری ټولگو د وزیر اکبر خان نوم د یوه ملی اتـل په توگه د تأریخ په تلپاتې هېنداره کې لا تلپاتی کړ. 

اړوند پوسټونه

د هیواد ځوانانو اواوسنی مخ په ودې زوزات (نسل) ته ښایی چې د خپلې پوهې د لوړ والی لپاره د خپل هېواد تأریخ یو ځل بیا په ځیر ولولی او ورته څرگنده شی چې زموږهېواد د خپل تأریخ په اوږدو کې په ځانگړې توگه د اوسنی تأریخ په سپیڅلې لمنه کې داسې میړنی او باتور بچی روزلی دی چې هیواد او ولس د هغوی په رغنده سرښندونو ویاړی.

د وزیر اکبر خان زړورتیا ، مېړانه او د هغه د هیواد او ولس پالنې اوچت او ژوندی احساس په خپله د سړی د زړه په تل کې د باتورۍ او سر ښندنې څپې را پاروی. له دې امله ددغو کرښو د لیکلو لامـِل، زما لېکوال (سیستانی � ژ) د هغې ژورې لیوالتیا له تــَل څخه سر چینه اخلی چې دغه ملی ولسی ستر شخصیت ته یې لری ، او دا دې د هغه د مړینې له ۱۶۲ کالو وروسته غواړم د وزیر اکبر خان یاد په درنښت ولمانځم. 

په خواشینۍ چې زموږ د هیواد والو په منځ کې داسې کسان هم شته چې سترگې یې د سردار وزیر اکبرخان غازی د سرښندنکو او له ځانه تیرېدونکوحماسو د لیدلو وس نه لری او په بیلابیلو شیـبو کې ددې پرځای چې د هېواد ددغسې سرښندونکی بچی د ښېگڼو او میړانو یادَونه وکړی هغه د خپل قلم په څوکو چیچی او په خپل اند هڅه کوی چې گڼې د هغه د شخصیت له دروندوالی څخه به یو څه کم کړی. 

حقپاله او حق پیژوندونکی افغانان هېڅکله چاته اجازه نه ورکوی چې د هغوی ملی او اتـلې څیرې چې د خپلو وینو په تویولو یې دغه ټاټوبی ساتلی او موږ ته یې په سرښندنې را ډالۍ کړی وښکنځی ، یا یې سپکه ووایی او یا هغوی ته په سپکه وگوری. 
په هغو شپو ورځو کې چې په هیواد کې د سره لښکر د تاړاک او وینو تویولو د غوبـَل سرو لمبود هیواد هر گوټ سوځاوه ، د بیلتون پارَونې تخمونه یې شیندل او د هیواد د ملی ارزښتونو ترپښو لاندې کولو ته په بیلا بیلو ډَولونو وده ورکول کېدله ؛ د هیواد یوه وتلی لېکوال چې د افغانستان د خلق ډیموکراتېک گوند لوړ پوړی غړی هم وو [د افغانستان د ۱۹ پیړۍ د دری په شعر کې د جنگنامو د ویلو خوځښت/ جنبش جنگنامه سرایی در شعر دری قرن ۱۹ افغانستان] د مقالې تر سرلېک لاندې د اکبرنامې د شننې د پلمې په ترڅ کې د تنگ الواکۍ (تعصب) او لنډ لېد په هڅو کې غوښتل ددغه میړنی افغان بچی ټولې سرښندنې چې د هېواد د پت د ساتنې په موخې څو ځلې د مرگ تر پولې تللی وو خو څښتن تعالی نه وو وژلی ، په هېڅ وشماری او گڼې ددغه هېواد د سترې او درندې څیرې له نومیالیتوب څخه یو څه کم کړی او د هیواد د ملی ویاړونو د دښنمنانو زړونه پرې خوښ کړی. 

لېکوال په نوموړې مقالې کې تر څو چې وسه یې کېدله پر دغه ملی اتـل بد او رد ویلی دی او پر هغه یې د [ گټه پال ، درغلن، ډارن او بد چلنده] د تورونو په لگولوهڅه کړې چې هغه سپک وگڼی ؛ خو لېکوال په خپلې ټولې مقالې کې له سره تر پایه پر دې نه دی بریالی شوی چې د غازی وزیر اکبرخان د گټه پالنې ، درغلنې ، او بدچلندې یوه کوشنۍ بېلگه رامنځته کړی. له سیکهانو سره د جگړې په لړ کې د ویرې د تور د لگولو په ترڅ کې وایی : په دغې جگړې کې د جگړې د مشرانو په ډله کې اکبر خان یوازینی مشر وو چې له ویرې ، د تیښتې په لټه کې لویږی او که د جانگل په نامه د یوه جنگیالی چیغه پر هغه نه وای ، ښایی له دښمن سره به نه وای مخامخ شوای. او د خپل ددغه تور د لگولو د زباد لپاره د حمیدی له خولې یو شمیر بیتونه راوړی. 

له سیکهانو سره په جگړه کې د اکبر خان د ونډې په اړه کاشکې ددغې مقالې لېکوال دومره نیاو اوانصاف درلودای چې د حیمدی د وینا له مخې یوازې د اکبر خان د یوې ورځې د تیښتې له یادَولو وروسته یې په همدغې جگړې کې د اکبر خان د بلې ورځې ونډه نه وای هیره کړای. او ای کاشکې د جگړې د ډگر په کیڼ اړخ کې یې د افغانی لښکر د سرلښکرحاجی خان کاکړی له خیانت څخه هم یادَونه کړې وای چې هره ورځ یې د سیکهانو د لښکر پر وړاندې مورچلونه خوشې کول او د افغانی لښکر د دړې وړې کېدنې لامل گرځېده. او بیا هم کاشکې نوموړی لېکوال دا خبره هم څرگنده کړې وای چې د افغانانو د جگړې د بریا په گټلو کې سرلارښود څوک وو؟ جانگل یا اکبرخان؟ څرگنده ده چې اکبرخان وو. 

له دې څرگندیږی چې د لیکوال پښتـنی ضد لېد بڼې د هغه سترگې ور ړندې کړې چې نه شی کولای د اکبرخان د بری بل اړخ په سترگو ووینی او په خپلې لېکنې کې ورڅخه یادَونه وکړی.
د نوای معارک (د جگړې دې چیغې) د لېکوال د وینا پر بنسټ ، وزیراکبر خان ډیر زړَوَر ، باتور او له میړنتوبه ډک د پیاوړې افغانې روحیې څښتن وو او له هېڅ شی او هېڅ چا یې ویره نه درلودله ؛ د بیلگې په توگه د بخارا امیر (چې خپل ولس یې ” د قصاب امیر” په نوم باله) ، وزیر اکبر خان او پلار یې امیردوست محمد خان خپل دربار ته وغوښتل او د هغه پلار ته یې ترخې او تروې خبرې وکړې. سردار اکبر خان چې په رگونو کې یې د افغانی سرښندنې او میړانې وینې په څپو وې په ډیرې ترخې ژبې یې د بخارا د امیر خبرې بیرته په ورته ډول ورځواب کړې او په غاو (سخت اعتراض) یې د امیر له درباره پښه و ایستله اوبیرته یې افغانی ټاټوبی ته مخه کړه. د بخار امیر د وزیراکبر خان او د هغه د ملگرو د نیولو لپاره خپل جنگیالان ولیږل.د امیر جنگیالیو افغانان وموندل او د هغوی د تگ مخه یې ونیوله. سردار اکبر خان او ملگرو یې چې ټول ټال دیرش تنه ول ، د بخارا د پاچا د جنگیالیو پر مخ چې شمیر یې د ۲۰۰ او ۳۰۰ تنو په شاو خوا کې سپاره وزبکان کېدل، تورې له تیکو را و ایستلې او جگړه یې پیل کړه. د سردار اکبر خان ۷ تنه ملگری او د بخارا د پاچا دیرش تنه جنگیالی پرځمکه را پریوتل ، سردار اکبر خان ، ورور یې افضل خان او د اکا زوی یې سردار سلطان احمد خان سخت ټپیان شول او د ډیرو ټپونو له امله بې هوښه شول. د هغوی له بې هوښه ځانونو څخه وینې څڅېدلې او ټول یې د بخارا امیر ته راوستل او امیر امر وکړ چې ټول دې د پاچاهۍ د ماڼۍ (ارگ) په تورې څاه کې وغورځول شی. (۱) 

د مقالې لېکوال په خپلې لېکنې کې په ډیرې ترخې ژبې پر وزیر اکبر خان برېد کوی او لیکی :” سردار اکبرخان د خپل درغلن اوپېسمن (مغرور) چاچلند پر بنسټ په لښکر کې (موخه یې همدغه مجاهدین دی او بس) هېڅ ملاتړی نه درلود” (۲) 
راځی وگورو چې په رښتیا اکبر خان د جنگیالیو په منځ کې ملاتړی درلودل که نه؟ که اکبر خان د افغان مجاهدینو په منځ کې ملگری او ملاتړی نه درلودل نو څنگه نورو افغانی مشرانو هغه د وزیر په توگه وټاکه او د خپل ژوند د برخلېک او د پاڅون مشری یې د هغه غاړې ته ور غورځوله او څنگه یې هغه ته دا واک ورکاوه چې له انگلیسانو سره دې د خپل لېد ، اند او خوښې پربنسټ چال چلند وکړی؟ 

په هغو شېبو کې چې عبدالله خان اڅکزی ټپی او له امله یې ولس په ژور ناورین کې ډوب وو ، کابل ته د سردار اکبر خان راتگ د وگړو سترگې روښانه کړې او زړونو یې نوې او تانده پیاوړتیا وموندله. کابل ته د راتگ او اکبرخانه ته د کابل د سروالانو او سردارانو له ژمنوڅخه حمید کشمیری داسې یادَونه کوی:
چو انــــدرکـــــابلســـتان رسیـــــد توگفتی بــــــهــاری به بـُستان رسیــد
همـــه پیشـــــوایان فــــــرمانـــروا شـــدنـــــــدش به فرسنــــــــگها پیشوا
به هر کــوی وبرزن که گشته روان ز مرد و پیر وزن وطفل وپیر وجوان
چنان خاســـت شـــور دعا برزمین که پرســید عیسا ،چه غوغاست ایـن
چو پیش مــحمد زمان خان رسید چو جان تــنگ اندرکنــارش کشــــید
نشســــت و نشســتـــــند نام آوران بـگـــردش چــــوبـــرگـــرد مه ،اختران
حقــــــیقت ز نـــو تا کهن گفته شد مســلســل سخـــن در سخــن گفته شد
سرانجام کارش محمــد زمان خان بــگـفـت ای فرح بــخش روح وروان
درین زرم دردســـت من آنچه بود نــمودم دگـــر نیـــز خـــــواهــم نـــــمـود
مرا قــــوت شــیر گیـــری نــمانــد توانـــاﺋـی از ضعـــف پیـــری نــمــانـد
ســـزد بــرسر کار ســرلشکــری جوانــی که مانــند شیــــر نـــــــــــری
بوَد درصـف رزم خــــون رزیر تر زشـــمـــشیــــر او هــــوش تیـــــز تـــــــر
کسی جزء تو درین خـــیل مردان نــبــیـــنم که بتـــــواند ایـــن کــار کــرد
همه شهر ولشکر به فـرمان تست بکن آنچه خواهی که ملک آن تــست
اکبرنامه پ. ۱۷۴پښتو ژباړه : د پسرلی په شان کابلځی ته را ورسید . ټول سروالان او سرلښکر په کروړونو واټن مخې ته یې راووتل. په هرگوټ اوځی کې یې چې پل کښیښود له نارینه ، ښځینه ، ماشومانو زَړو او ځوانانو به داسې چیغې پورته شوی چې عیسی راپورته شو او ویې ویل دا څه شور ماشور دی. کله چې محمدزمان خان ته ورغی نو ټینگ یې په غیږ کې ونیو. کښیناست ! او ورسره نومیالی لکه د سپوږمې پرشپول را تاو ستوری کښېناستل. زَړې او نوې رښیتاوې وویل شوې ؛ خبرې او خبرې له لوری او گودر وویل شوې. په پای کې محمد زمان خان وویل ای د روح او تن پیاوړیه ستوریه! ما په دغې جگړې کې څه مې چې له وسې کېدل وکړل او نور به هم وکړم ، د زړښت د وریځو څپې راباندې خپرې دی او په منگولو کې مې له زمری سره د غیږ نیولو وسه نه ده پاتې. ته چې میړنی زمری یې نو د لښکر سروالی له تاسره ښایی ، ته د جگړې په ډگر کې پیاوړی وینې بهوونکی یې ، ته یې چې ستا د پوهې تیزوالی ستا تر تورې لا تیره دی ، د دومره میړونو په منځ کې ستا په شان بل داسې میړه نه وینم چې دغه جگړه پرمخ یوسی ، ټول ښار او لښکر ستا په ولکه کې دی ، وکړه ، هغه څه چې ستا زړه غواړی تر سره کړه.

سردار اکبر خان په پیل کې دغه وړاندیز و نه مانه او د کابل له مشرانوڅخه یې کلکې پوښتنې اوگوتڅنډنې وکړې او له هغوی یې گیلې وکړې چې څنگه یې د هغه پلار له انگریزانوسره په جگړه کې یوازې پریښود او دې ته اړ شو چې هېواد پریږدی او دا دی اوس هغه څه چې نن وینی او پرون یې لېدلی ول ، ټول یې له خپله لاسه ورته رسیدلی دی. د کابل سردارانو ، د سردار اکبر خان ټولې گوتڅنډنې پر ځای وگڼلې او له هغه څه چې تیر شوی ول پښیمانه وو او لوړه یې وکړه چې له هماغې شېبې وروسته به دده د لارښوونو له کرښو څخه پورې غاړه وانه وړی خو په دې آړ یا شرط چې ددوی وړاندیز ومنی اود مشرۍ پازوالی یې پر غاړه واخلی. اکبر خان چې داسې ولېدل نو د مجاهدینو د لښکر د مشرتابه دنده یې پر غاړه واخیستله او دد ښمن ماتوونکو جنگیالیو په سرمشرۍ کې ، مخکښ ودَرید. سردار اکبر خان ته د کابل د سردارانود ژمنو په اړه حمید کشمیری داسې وایی :
چو اکبر بگفت آن سخن های خویش زخجـــلت همه سر فگندند پیش
بگفتندش !ای تکیه گاه همـــــــــــــه نگــهبــان و پــشت وپــناه همــــــه
به عــِز وجـــلال خدای عظیــــــــــــم به تعـــظــیم نــام رســـول کـریـــم
کزین پس ز شرط وفا نگذریــــــــم به جز راه فـــرمانــبری نسپریم
زاندیــشه های دغــــــا درگــــــــذر که معــلوم شد میـوه این شجـــــر
به دست فرنگی فتاد این دیـــــــار ز روی شــجاع دو روی شــعــار
بیفگند در ملک وملت فســـــــاد کنون فرض برمرد وزن شد جهاد
توواستقامت به میدان جنـــــــــگ دگرما و شمشیروفوج وفرنــــگ
چو این ماجرا اکبرخان شنیـــــــــــد جـــزآمیزگاری صــلاحې نه دیــــد
شداز شکوه خاموش گفت این سخن کــه ای شـیرمــردان شمــشیر زن
برآرم ز دل بــــــیم وامــــید و یـأس ز دشمن فگــندن ندارم هــــراس
تبارم گرفتار دشمن شدســـــــــــت شما زآنچه ترسید برمن شدست
بکوشم دریـــن راه بـــهرخـــــــدای بد اندیش سرکش در آرم زپای
چو اکبرز سریافت فــرمانــدهی به سر بــرنــهاد کــلاهی مهــــــــی
سران جمله گشتند فرمانبرش سپه بنده ، گردن کشان چاکرش
(اکبرنامه پ. ۱۷۴ � ۱۷۶ )

ژباړه : کله چې اکبر خپلې ټولې خبرې وکړې ، نو ټولو خپل سرونه کښته و ځړول. ورته یې وویل : ای د ټولوساتونکیه او ای زموږ د زړونو ستـنې! د سترڅښتن په لوی والی او برم ، د رسول ددرانده نوم په پار! له دې وروسته به د پالیالۍ له آړه تیر نه شو او ستا له لارښوونې پرته به بل څه ونه کړو. له دغو ناندریو تیر سه ځکه ددغې ونې میوه مو لا مخکې څــَکلې ده.د دوه مخی او چلـوَ ټی شجاع له لاسه دا ټاټوبی د پیرنگی په منگولو کې پریوتی دی. په ټول هیواد او لس کی یې د فساد لمنه خپره کړه اوس پر نر او ښځې جهاد فرض دی . ته د جگړې په ډگر کې لارښوونه پر غاړه واخله ، نور موږ پوهیږو ، زموږ توری او د دښمن لښکر. اکبر خان چې دا چاره ولېدله نو له غاړې ایښودنې پرته بله لاره یې ونه موندله. له گوتڅنډنو لاس پرسر شو اودا خبره یې وکړه چې : ای باتورو زمریالیو! له زړه به نومیدې ، ویره اوناهیلی لیرې کړم ددښمن له را پرځولو هم ویره نه لرم . ټاټوبی مې ددښمن په لاس کې پریوتلی دی او هغه څه چې تاسو درپیښ دی ماته راپیښ شوی دی . زه به د څښتن په پار په دغه لاره کې هڅه وکړم او بد چلنده سرغاړی به له پښو را وغورځوم. کله چې اکبر ته سرمشری ورپه غاړه شوه نو د مشرۍ پگړۍ یې پرسر کړه. ټول مشران جنگیالی او سرغاړی یاغیان د هغه د لارښوونې تر کرښې لاندې ودَرېدل.

ددې تر څنگ که اکبرخان د مجاهدینو او سروالو مشرانو په منځ کې له اړین درناوی او نوم څخه برخمن نه وو نو ولې مشرانو د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکلی د ۱۸۴۲ز کال د جنورۍ د مېاشتې د لومړۍ نېټې تړون لاسلېک کړ چې له افغانستانه د انگلیس پر وتلو یې ټینگار کاوه وو؟ د مجاهدینو مشران دغه کسان ول: نواب محمد زمان خان، ناﺋـیب امین الله خان ، محمد شاه خان بابکرخیل، سلطان احمدخان ، محمد عثمان خان ، غلام احمد خان ، محمد نصیرخان ، غلام محمد خان ، عبدالخالق خان ، خان محمد خان ، سکندرخان ، محمد درویش خان ، میر اصلان خان ، میر اسلم خان ، میر آفتاب خان او نور ډیرمشران.

د مقالې د لیکوال د تور برخلاف څرگندیږی چې د سردار اکبرخان په خټه او تومنه کې د ولسپالنې او ملی ویاړ وینه بهدیله او له هر ډول درغلنې څخه پاک اوسپیڅلی وو او له همدې امله ده چې د افغان مجاهدینو او مشرانو په منځ کې له بشپړې ویساینې ، مخورتوب اوډاډ برخمن وو او د افغانستان حق پیژندونکی ولس د هغه پر رښتونی او سپیڅلی چال چلند ژور ډاډ درلود. او د اکبر خان د کړو وړو په تړاو د لېکوال دغه تورونه هسې منځتـشې خبرې دی چې د هغه له تـنگ الواکۍ (تعصب) او د افغانانو له ملی ویاړونو سره په ځانگړې توگه د هغه له پښتـنـی ضد دریځ څخه سرچینه اخلی.

لېکوال د مقالې په بل ځای کې لېکی: د اکبر وروستـنی بې سیکه والې او ضعف د خپل پلار له ننگه ډک لېک ته غاړه ایښودنه او له ډگره تښتیدونکی او د له منځه تللی دښمن د وینو له تویولو لاس پرسر کېدنه اوانگلیس ته د جگړې ډگر تش پریښودل ول چې پاچاهی یې بیا کورنۍ ته راشی. (۳).

by James Atkinson, watercolour, 1841 ميکناټن

د پلار له ننگه ډک لېک ته د غاړې ایښودنې او دښمن د ډگر تش پریښودلواود له منځه تللی دښمن د وینو له تویولو څخه د لاس پر سر کېدنې په اړه د لیکوال د ادعا د غندلو په تړاو باید وویل شی چې لومړی : دښمن لا تر اوسه ” ډگر نه دی پری ایښی” او په بشپړ ډول له منځه نه دی تللای ځکه چې پر افغانانو د برید او له هغوی څخه د غچ اخیستنې په موخې په کندهار او جلال آباد کې دښمن له سترپوځی ځواکه برخمن دی. د جنرال پالـُک ۲۰ زره کسیز پوځی ځواک چې پیاوړی توپچی ځواک ورسره ملگری دی د مجاهدینو د دړې وړې کولو او ټکولو لپاره ټینگ گواښ گڼل کېده. دویم دا چې سردار اکبرخان نه د خپل پلار د لېک له رسیدلو مخکې او نه له هغه وروسته له انگلیسانو سره د مخالفت کولو له هڅو څخه په هېڅ ډول لاس پرسرنه شو. او له انگلیسانو سره د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د اکبر خان د دښمنۍ کلک دریځ ټولو تأریخ پوهانو او په یو څه پوهو کسانو ته په څرگنده روښانه دی. خدای بخښلی غبار او اروا ښاد فرهنگ دواړه باورلری چې کابل ته د امیردوست محمد خان له راتگ او د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ له کښیناستلو وروسته ، انگلیسانو دغه لاسوند بیرته لاس ته راووړ (۱۸۴۳). دغې پیښې په افغانستان کې انگلیسی ضد احساسات را وپارول او د وزیر اکبرخان تر مشرۍ لاندې انگلیسی ضد ډلې ته یې لا پونده ورکړه.

د ايسټ انډيا د هنري څانګي انځورګري

امیر دوست محمد خان هڅه کوله چې له هرډول انگلیسی ضد خوځښت څخه ځان لیرې وساتی ، نو له دې امله د پلار او زوی تر منځ شخړه ورځ په ورځ ډیرېدله. اکبر خان ته د کابل امارت کوشنی وو نو له دې امله هڅه یې کوله چې پیښاور او کندهار له کابل سره ونښلوی او د همدغې موخې د تر سره کولو لپاره د هرات له واکمن وزیریارمحمد خان الکوزی سره یې اړیکی ټینگ کړل او د هغه له لارې یې له ایران سره د دوستې وَر پرانیست. د اکبرخان او یارمحمد خان د دوستۍ اړیکې پرخپلوۍ واوښتلې او یارمحمدخان خپله لور (بوبوجان) وزیر اکبرخان ته ورکړه او د وزیراکبرخان د تره لور ” گوهر” یې خپل زوی ته وغوښتله. د دوه وو وزیرانو یووالی د انگلیسی ضد ډلې د پیاوړی کېدلو (چې دواړو وزیران یې مشرۍ کوله) لامل وگرځید. دواړو وزیرانو د یوه گډ لېک له لارې د ایران له پاچا څخه د انگلیسانو پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړه، خو دایران پاچا ددغسې یوه گام د پورته کولو زړه نه درلود. د وزیر اکبر خان نویو نقشو د زوی او پلار اړیکې دومره خړې پړې کړې چې وزیر د خپل پلار د نیولو لپاره مټې را بډ وهلې.

که د امیر له پلوه د لیږل شوی هندی طبیب په لاس وزیرته د زهر ورکولو گنگوسې (رښتیا وی) نو له پلار سره د وزیر له همدغې دښمنۍ څخه سرچینه اخلی ځکه چې پلار یې د انگلیس په وړاندې ځان ساتی او محافظه کارانه چال چلند غوره کړی وو. (۴)

انگلیسانو لومړی د وزیراکبرخان ساتونکی سردار پاینده محمد خان د یو لک روپیو په ورکړې په درغلنې و هڅاوه چې وزیر ووژنی. یوه ورځ په ننگرهار کې سردار اکبر خان پر کلابند شوی انگلیسی لښکر د برید له لارو څخه لېدنه کوله چې پاینده محمد د شا له لوری پر وزیر ډز وکړ خو له نیکه مرغه د توپک مردکی د هغه پرښی مټ ولگېده او ونه وژل شو خو کلک ټپی شو (د مارچ ۱۳ کال ۱۸۴۲ ز) او کله چې پاینده خان په خپلې ژبې وویل چې انگلیسانو د پیسو په بدل کې په درغلنې هڅولی نو د هغه د وینې له تویولو څخه لاس پرسر شو او ویې بخښه ، خو نورو افغانانو د پاینده خان وینه ور توی کړه (۵)

له هغه وروسته انگلیسانو په خپل لښکرکوټ کې گنگوسې خپرې کړې چې دوه اړخیزې اغیزې یې درلودلې. دغو گنگوسو ویل چې جنرال پالـُک د خیـبر په غاښی کې د افغان مجاهدینو له لاسه ماتې خوړلې او بیرته پیښاور ته په شا شوی دﺉ. ددغو گنگوسو په غبرگون کې د مجاهدینو په لښکرکوټونو کې د ښادۍ ډزې وشوې او ډُهلونه وغږول شول خو د انگلیس په لښکر کوټ کې یې سرچپه غبرگون درلود. په دې مانا چې هغوی د هرډول مرستې له رسیدلو څخه نومیده شول او پریکړه یې وکړه چې د تالندې اوبریښنا په څیر د مجاهدینو پرلښکرکوټونو برید وکړی چې په دې توگه یا به ټول ووژل شی ، یابه یو شمیر افغانان له منځه یوسی او یا به لږ تر لږه هغوی د خپل لښکرکوټ له اړخونو څخه لېری کړی. په همدغې موخې انگلیسانو د ۱۸۴۲ ز کال د غوایی د مېاشتې د اوومی نیټې په شنه سهارچې مجاهدین په خوب بیده ول د تالندې او بریښنا په څیریو ناڅاپه برېد وکړچې مجاهدینو ته یې د مقابلې وسه پری نه ښودله. ټپی سردار اکبرخان بیا هم غوښتل چې مقاومت وکړی خو گټه یې نه درلودله او په دې توگه د مجاهدینو ډلې له ماتې سره مخامخ او خورې ورې شوې اوسردار اکبرخان له خپلو څو تنو هملارو ملگرو په ټپی ځان سره لغمان ته په شا شو. (۶)

وزير اکبرخان

زرله سره او سر له ناموسه ځار!

سردار اکبرخان، پرمجاهدینو د انگلیس د ناڅاپه چپاو په تړاو کابل ته گزارش ورکړ او له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، خوپه خواشینۍ چې د کابل جهادی مشران پر دوه وو ډلو ویشل شوی ول یوې ډلې د شاه شجاع د کورنۍ پلوی کوله او بلې ډلې د (مجاهدینو د مشر) نواب محمد زمان خان پلونیولی وو او دواړه ډلې د واک د نیولو لپاره له یو بل سره لاس او گریوان وې او سردار اکبرخان ته د مرستې ورکړه یې له اره هیره شوې وه. سردار اکبر خان د خیبرغاښی ته خپل ځواک ولیږه او تر دوه وو میاشتو پورې مرستې ته سترگې په لارکښېناست، د مرستې د نه رسیدنې له نومېدۍ وروسته خپله یې مټې را ونغاړلې چې ځواک راټول کړی او په جلال آباد کې دانگلیسانو پر لښکرکوټ د غچ اخیستونکی برید په لټه کې شو. خو په دغسې یوې حساسې شېبې کې له یوې خوا د جنرال سیل د مرستې لپاره د جنرال پالـُک ځواک چې پیاوړی توپچی ځواک ورسره ملگری وو د جلال آباد پر لور راخوځېدلی وو، له بلې خواپه کابل کې د جهادی مشرانو بیلتون چې د مرستندوی ځواک د لیږدون خبره یې هیره کړې وه، جنرال سیل وزیر اکبر خان ته یو بوږنونکی پیغام ولیږه چې د هغه پر ځان یې ویښتان نیغ ور ودَرَول. سیل پیغام ورکړچی:

د بریتانوی هند دولت پریکړه کړې چې که سردار اکبرخان پرانگلیسی لښکرکوټونو له خپلو بریدونو څخه لاس پرسر نه شی نو د هغه پلار به ، د کورنۍ له ۱۴۹ تنو نوروغړو سره چې په هغو کې دده میرمن هم گډون لری هندوستان ته په شړونې اړ او د امیر د کورنۍ د غړوپه حق کې به د هېڅ ډول اسلامی شریعت مقررات ونه منل شی.” (۷)

دغه پیغام په رښتیا چې یو زړه بوږنوونکی پیغام وو، ځکه ددغې تورې تیره پغنه د سردار اکبرخان پت ، شرف او کورنۍ ته نیغه وه. راځی یوځل خپلو گریوانونو ته د خپلو سرونو په را ټیټولو د وزیراکبرخان دریځ راخپل کړو.که داسې یو گواښ (هغه هم د یوه ټپی دښمن له پلوه) چې د وزیر اکبر خان پت او ناموس ته یې تیره توره نیولې وه موږ ته نیغ وای ، آیا د خپل ناموس ژغورنه مو نه کوله؟ هېڅ شک او شوپیان نشته چې د خپل ناموس د ژغورنې لپاره به مو له مقاومته د لاس پر سر کېدنې پرته لا نور بد ترینه شرایط منلی وای ځکه د افغانانو په منځ کې د هر چا په ژبه جاری یو متل دی چې وایی : “شتمنی له سره او سر له ناموسه ځار” ، سر دار اکبر خان هم یو سپیڅلی میړنی افغان بچی وو او د همدغه ټاټوبی په لمن کې روزل شوی وو نو ولې دی خپل ځان تر ناموس او له خپل افغانی پت او شرفه ځار نه کړی؟ آیا هغه حق نه درلود چې د یوې لنډې مودې لپاره له هغه دښمن سره له مقاومته لاس په سر شی چې پخوا یې ماتې ورکړې وه او ښایی بیا هم د همدغه دښمن ماتونکی ولس د پیاوړی مټ او ملاتړ په مرستې یو ځل بیا دښمن په گونډو کړی ؛ نو آیا دا حق یې نه درلود چې د خپل کورنی پت او ناموس د ژغورنې لپاره چې د همدغه ولس پت او ناموس گڼل کېده د لنډې مودې لپاره له مقاومته لاس پر سر نه شی؟

د هېڅ پتیال او پتپال افغان ویاړ اوغرور دا اجازه نه ورکوی اونه زموږ د تأریخ په لیکو کې داسې بېلگه شته چې څوک دې د خپل ناموس او پت پروا ونه لری اوبیا دې دا ټـټر دې ووهی چې دی د نورو د پت او ناموس پروا لری ، او ولس هم د خپل لارښود په توگه غوره کړ ی وی. له دې امله د نیاو (انصاف) له مخې وزیراکبرخان ته باید دا حق ورکړل شی چې د خپلې کورنۍ د ژغورنې لپاره سمه لاره چارو ولټوی. اکبرخان تر دغه دمه پر خپل مټ د دښمن د ژور ټپ له امله کړیده او له دښمن سره د لاس او گریوان کېدنې او د هغه د ټکولو لپاره یې پیاوړی ځواک په لاس کې نه درلود ، نو له خپلو نیږدې ملگرو، دوستانو او سلاکارانو لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمدخان سره له سلا وروسته دې پایلې ته ورسید چې د بختیار منشی له لارې له جنرال پالـُک سره د خبرو اترو لاره پرانیزی او د یرغمل نیول شویو کسانو د خوشی کولو او له هیواده د وتلو په موخې ورڅخه لاسوند وغواړی ، خو جنرال پالـُک چې یو پوځی سړی وو او ککله څپیړه یې پرمخ نه وه خوړلې دغه وړاندیز ونه مانه. سردار اکبرخان هم د هند وایسرای ایلنبرو ته ولېکل چې نه شی کولای له دغسې یوه لیونی او ناپوهه سړی سره د خبرو اترو پر ټغر کښینی ؛ ښه به دا وی چې وایسرای په خپله ورسره د مخامخ خبرو اترو لپاره را ډگر ته شی.(۸). له هغه وروسته سردار اکبرخان له خپل جهادی ځواک او درې سووو تـنو یرغمل انگریزانو سره کابل ته له ملی مشرانو سره د سلا لپاره راستون شو. (جون ۱۸۴۲ ز کال) .

د وزیر اکبر خان د لومړیو کلونو ښادنامې:

په ۱۸۳۲ ز کال کې شاه شجاع د پنجاب له مشر رنجیت سینگهـ سره یو دوه اړخیزه تړون لاسلېک او په هغه کې یې ژمنه وکړه چې له سیکهانو څخه د پوځی مرستې په بـَدَل کې له پیښاور او دیره جات څخه لاس پر کیږی او سیکهانو هم له انگلیسانو سره په همغږۍ کې د شاه شجاع ملا ور وتړله او شاه شجاع ځان پر کندهارد برېد لپاره چمتو کړ. کله چې کندهار ته د شاه شجاع د راتگ خبر خپورشو(۱۸۳۴ز/۱۲۵۰ ق) سردار کهندلخان خپل ورور سردار مهردلخان کابل ته د مرستې د غوښتنی لپاره ولېږه. سردار دوست محمد خان چې د شاه شجاع گواښ له کندهاره وروسته خپل ځانته نیغ لېده ان د کهندلخان د مرستې له غوښتنې پرته د گواښ له منځه وړلو ته په خپله چمتو وو نو له دې امله د خپلو وروڼو او وریرونو د ډاډ د راخپلونې لپاره یې په کابل کې یوه جرگه را وبلله او د پیښاور واکمن سردار سلطان محمد اود جلال آباد واکمن محمد زمانخان د نواب اسدخان زوی یې هم کابل ته را وبلل. سلطان محمد خان خپل زوی نور محمد خان او نواب محمد زمانخان هم خپل زوی شجاع الدوله کابل ته ور ولیږل. پایله دا شوه مخکې له دې چې دوست محمدخان د کندهار پرلور را وخوځیږی لومړی یې مخه جلال آباد ته را واړوله. کله چې د سردار دوست محمد خان لښکر جلال آباد ته ورسیده خو نواب محمد زمانخان مقاومت ته لاس واچاوه او ښار کلابند شو او د ښار د دیوالونو له شا یې جگړه پیل کړه خو د اکبر خان د هوښیارۍ او زړورتیا له کبله د ښار یوه دروازه و چـَوُل شوه او د سردار اکبر خان لښکر پر ښار ور ننوت او د سترگو په رپ کې نواب محمد زمانخان د سردار اکبرخان په لاس یرغمل ونیول شو. دوست محمد خان جلال آباد له کابل سره ونښلاوه او خپل ورور سردار امیرمحمد خان یې د جلال آباد واکوال و ټاکه، نواب محمد زمانخان یې کابل ته راووست او هغه ته یې په کال کې یولک او پنځوس زره روپۍ مستمری تـنخوا وټاکله. خو پرجلال آباد د دوست محمد خان بریا د خیبر د غاښی بل لوری بدې اغیزې را وپارولې. په دې مانا چې پیښاوری وروڼه چې مشری یې سلطان محمد خان کوله پرجلال آباد د امیر له بریده و بیرېدل او و یې انگیرله چې گڼې د امیر تر گواښ لاندې دی نو له رنجیت سینگهـ څخه یې مرسته وغوښتله. په پای کې د رنجیت سینگهـ سر لښکر هری سینگهـ پیښاور ونیو (۱۸۴۳=۱۲۵۰ ق). د سرداردوست محمد خان لښکر پرپیښاور د برېد موخه نه درلودله بیرته کابل ته راستون شو او د شاه شجاع د گواښ د تمبولو لپاره یې مخه د کندهارپر لور واړوله (۹).

۲- شاه شجاع له یوه لوی لښکر سره چې مشری یې انگلیسانو کوله په ۱۸۴۳ ز کال کې کندهار ته را ورسید او زوړ ښار یې خپل مرکز وټاکه. سردار کهندلخان او سردار مهردلخان نیږدې تر دوه وو مېاشتو پورې په نوی ښار کې کلابند ول او له هغه وروسته سردار دوست محمد خان د اکبرخان ، افضل خان او د هغوی د بدرگه ځواکونو په ملیتا پرکندهار ننووت. شاه شجاع چې څو ځله یې پرخپل مخ یې د دوست محمد خان د څپړی د کړس خوند لیدلی وو له دې ویرې چې گڼې سردار دوست محمد خان پر هغه او لښکر یې اوبه ور بندی نه کړی نو خپل استوگنځی یې بـَدل او له زاړه ښاره ، ښار ته په څیرمه نیږدې بڼونو کې دیره شو. سردار دوست محمد خان د ښار له لویدیځ لورې خپل وروڼه له کلابندۍ وژغورل او د ډگر جگړه یې را پیل کړه.

یوو ورځ سردار دوست محمد خان پر خپل آس کښیناست ، پرمخ یې ودانگل او بیا یې شاته وکتل. له دغه پوځی مانوره د هغه موخه د خپلو سرتیرو د روحیې څرگندول ول. له دې چې دواړو سردار اکبر خان او ورور یې افضل خان له خپلو ځواکونو سره د پلار لارښوونې ته غاړه ایښودله نو نا څاپه یې د شاه شجاع پرځواک چې د سردار کهندلخان په بڼ چې مورچل جوړ کړی وو ور ودانگل او خونړۍ جگړه پیل شو. سردار افضل خان پر شاه شجاع برید وکړ، د شاه شجاع ځواکونو ټینگ مقاومت کاوه ، سردار اکبرخان د خپلې تورې په گوزار انگلیسی جنرال کمپـبل ټپی کړ او بیایې ژوندی یرغمل ونیو. نوموړی جنرال د ځان د ژغورنې له ویرې کلمه وویله او مسلمان شو او امیر دوست محمد خان هغه ته د ” شیرمحمد” نوم ورکړ، هغه ته یې پناه ورکړه او د خپلو چوپړمارانو په ډله کې یې وگوماره. د شاه شجاع ځواک چې خپل جنرال ټپی او یرغمل ولید نو په منډو خوراو وور شو او په تیښتې یې ودانگل. شاه شجاع هم د جگړې له ډگره وتښتیده او د فراه ، لاش، جوین او سیستان پر لور په تیښته سربداله گرځېده او بیا یې د ډیرو ستونزو له گاللو وروسته ځان هندوستان ته ورساوه. د کندهار سردارانو چې ځانونه د دوست محمد خان پروړاندې بې وسې لېدل د کندهار ښار ته د ورور له ورننوتلو څخه غاړه وغړوله او دوست محمد خان له خپلو زامنو او ورسره بدرگه ځواک بیرته د کابل پر لور راوخوځېد. (۱۰)

۳. حمید کشمیری وایی : په ۱۸۳۷ز کال کې د رنجیت سینگهـ سرلښکر هری سینگهـ چې د پیښاور والی هم وو سردار دوست محمد خان ته یو لېک ولیږه او په لېک کې یې سردار دوست محمد خان ته د کابل او جلال آباد پر ورپیښودلو گواښ وکړ. د هری سینگهـ په دغې سپین سترگۍ د امیر دوست محمد خان تر پښو لاندې اوربل شو او یو ځل بیا یې د سیکهانو پر وړاندې د جهاد امرخپور کړ. امیر د خپل ورور نواب جبارخان ، خپلوزامنو سردار افضل خان او اکبر خان ، خپلو وریرونو سردارشمس الدین خان او خپل سرلښکر حاجی خان کاکړی [ او د مالیې د وزیر میرزا عبدالسمیع خان] تر مشرۍ لاندې د پیښاور پر لور د ځواک د چمتوکولو په لټه کې شو. د ۱۸۳۷ ز کال د مې په مېاشت کې افغان ځواکونه د خیبر له غاښی هاغه غاړه واوښتل او د سیکهانو ځواک په جمرود کې مورچل ونیو. سردار اکبر خان او سردار افضل خان د لښکر په ښی لاس کې ، نواب جبارخان او شمس الدین خان د لښکر په زړه او منځنۍ کرښه کې او حاجی خان کاکړی د افغان لښکر په کیڼ اړخ کې ځایونه ونیول او جگړه پیل شوه (۱۱).

په خواشینۍ چې حاجی خان کاکړی خیانت وکړ او مخکې له مخکې یې له هری سینگهـ څخه ډیرې پیسې تر لاسه کړې وې ، نوموړی، دښمن ته ژمنه سپارلې وه چې له ځان سره به کوشنی ځواک راوړی او هغه به سیکهانو ته ور وسپاری (۱۲). حاحی خان د جگړې له پیلېدا مخکې بیا هم له هری سینگهـ سره په پټه اړیکی ټینگ کړل او پیغام یې ور و لېږه چې له کیڼ اړخه دې پر افغانی ځواک برېد وکړی اوور سره جوخت به دی خپل ځای د سیکهانو په گټه تش کړی چې په دې توگه به سیکهان د جگړې د ډگر په گټلو افغانان خواره واره کړی.

هری سینگهـ په بیړه او ډاډ د افغان لښکر پر کیڼ اړخ برید وکړ. سردار اکبر خان او سردار افضل خان په هک پک شول او ویې لېدل چې د سیکهانو د پرمختگ پروړاندې د حاجی خان کاکړی له پلوه هېڅ غبرگون نه ښودل کیږی له دې امله هغوی اړ شول چې په ورته دفاعی برید لاس پورې کړی. د خونړۍ جگړې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته دروند تاوان واوښت چې د افغانی ځواک د خواره واره کیدلو لامل شو. جگړه د نورو لسو ورځولپاره و غځېدله خو هغسې چې هری سینگهـ هیله درلودله ، ټینگه بریا تر لاسه نه کړه.

سردارانو اکبر خان او افضل خان د جگړې په دولسمې ورځ د میړانې او پوخوالی په څرگندولو د دښمن کرښې ورماتې کړې. په همدغې ورځ وو چې سردار اکبر خان د خپلې ځوانۍ د ځوښ په شپو ورځو کې د دریم ځل لپاره پردښمن د بریا ویاړ تر لاسه کړ. اکبر خان د جگړې په دولسمه ورځ له هری سینگهـ سره مخامخ شو او د تورې داسې گوزار یې پرې وکړ چې د آس د زین له سره لاندې را پریوت او بیا د تل لپاره له ځایه ونه خوځېده. د دښمن د لښکر له زړه څخه کوکاری راپورته شوې او د افغان لښکر مخ ته یې شا واړوله او په ډیر گړند یې ځانونه په تیښته پیښاور ته ورسول. په دغه جگړه کې دیرش زره تـنه سیکهان ووژل شول (۱۳).

غباروایی چې : دغه جگړه ۱۲ ورځی وغځېدله او په پای کې د هری سینگهـ برید د افغان د لښکر د لوی بولندوی نواب جبار خان او د نورو سردارانو لکه د سردار شمس الدین خان ځواکونه په شا وتمبول. د ملا اسمعیل په نامه یو تن افسر او تر لاس لاندې سړی چیغه کړه : “ اې سرداره ! اسلام دې ډوب کړ ، مخ را تاو کړه !” په همدغې شېبې کې وو چې د لومړی ځل لپاره د سردارمحمد اکبر خان د میړانې احساسات په څپو شول. هغه د لښکر په شا کې وو او له خپلو مجاهدینو سره یې یو ځای مخه پردښمن ورتاو کړه او ددښمن پر زړه ور ننوت. سرلښکر هری سینگهـ یې مخې ته را ودانگل خو سردار اکبرخان د خپلې تورې په پیاوړی گوزار هری سینگهـ د آس له سره لاندې پرځمکه را غورځاوه. د دښمن په لښکر کې چیغې پورته شوې او افغانی لښکر د سیکهانو لښکر پسې وځغستل. ” (۱۴).
له هغه وروسته سردار اکبر خان هڅه وکړه چې دښمن پسې ورشی او پیښاور تر گواښ لاندې ونیسی خو نواب جبار خان یې مخه ونیوله او سردار اکبرخان ته یې وویل:
شنو تا چه گفته اند پولاد ونـــــــد کـه شــیر گـریزنده را راه مبند
چو دشمن هزیمت خورَد درسیتز نبــایــد براوبست راه گـــــــریز
همان بهِ که مــانیم در انتـــــــظار بـه حکــم امیرِ فلک اقــتــــــدار
(۱۵)
ژباړه : د پولادی مټوخاوندانو خبره واوره او د تښتیدونکی زمری پرمخ لاره مه تړه.دښمن چې په جگړه کې ماته وخوری نه ښایی چې پرهغه د تېښتې لاره وتړې.ښه دا ده چې د نړیواک سترامیر لارښوونې ته سترگې په لاره کښینو

په دې توگه د جبار خان په ټینگار پر پیښاور برېد ، له کابله د امیر تر لارښوونې پورې وځنډید. خو استاد عزیزنعیم په خپلې یوې مقالې کې څرگنده کړې چې د مالیې وزیر میرزا سمیع خان پرپیښاورد افغان لښکر مخه ونیوله او امیر ته یې یو لېک ولیږه او امیر د هغه خبره ومنله او افغان لښکر بیرته کابل ته راستون شو. (خپلواک افغانستان / افغانستان آزاد ،غبرگولی ۱۳۷۷ ل).

امیر دوست محمد خان د افغانی لښکر له دغې بریا څخه ډیر خوښ شو او د یوه لېک له لارې یې رنجیت سینگهـ ته خپل کلک غبرگون څرگند کړ ؛ د سیکهانو سردار، رنجیت سینگهـ د دغو ټولو پیښو پړه د خپل وژل شوی سرلښکر پر غاړه واچوله او ځان یې په ناگارۍ وواهه. امیر هم کابل ته د افغانی لښکر د بیرته ور ستنیدا امر ورکړ اوسوبمن افغان لښکرپه سرلوړۍ پلازمېنې ته راستون شو. په دغه وخت کې امیر دوست محمد خان د غلام احمد خان پوپل لور (د احمدشاه بابا د سروزیر، د شاه ولیخان بامیزی له کورنۍ څخه) سردار اکبر خان ته په نکاح کړه او د ښادۍ او بریا لمانځنه یې تر لاس لاندې ونیوله (۱۶).

فیض محمد کاتب زیاتوی چې : امیر له حاجی خان کاکړی سره د پخوانۍ دوستې پربنسټ د هغه د خیانت د سزا له ورکړې څخه لاس پرسرشو او هغه یې ونه واژه خو په کلکه یې غوږونه ورتاو کړل ، هغه یې د وزارت له دندې گوښه او کندهار ته په شړونې (تبعید) اړ کړ او هغه هم په کندهار کې د سردار دوست محمد خان د ورور سردار کهندلخان په چوپړ کې ولوید. خو په خواشینۍ چې حاجی خان د کندهار مشرانو ته هم خیانت وکړ او پرکندهار د انگلیسانو د برید په ترڅ کې نوموړی له درې زرو تنو جنگیالیو سره د شاه شجاع خوا ونیوله چې بیا ماتې خوړلی کندهاری سرداران ایران ته خواره واره شول او انگلیسی سرتیری پرته له کوم خڼده پر کندهار ننوتل او شاه شجاع یې د کندهار د پاچاهۍ پر گدۍ کښیناوه. (۱۸۳۹ ز کال د مې میاشت) (۱۷)

دوې مېاشتې وروسته شاه شجاع کابل ته راغی ، شاه شجاع حاجی خان کاکړی د امیردوست محمد د نیولو پر دندې وگوماره خو کله چې حاجی خان په تش لاس بیرته راغی نو شاه شجاع پر حاجی خان سوټی را واړول او ښه یې و درَباوه. بیا یې په زَولنو او ځنځیرونو و تاړه او زندان ته یې واچاوه. یو کال وروسته یې هندوستان ته وشاړه چې په راتلونکی کې بل سرخوږاوی اوفساد رامنځته نه کړی. (۱۸)

د کابل په پاڅون کې د وزیر اکبر سیاسی او پوځی ونډه:

د سروال او مخکښ مجاهد عبدالله خان اڅکزی په برخه کې مو وویل چې پاڅون څنگه پیل شو او د غازی اتلانو لاس ته راوړنې څه وې او و مو ویل چې عبدالله خان اڅکزی د نوامبر په ۲۳ نېټې د یوه هېواد پلورې له پلوه وویشتل شو، اوس غواړو، د مجاهدینو په کرښو کې د یوه بل میړنی افغان له ور گډېدا وروسته د انگلیس پروړاندې د افغانانو د پاڅون لړۍ را څیړو.

ارواښاد غبار باورلری کله چې د نوامبر په ۲۴ نېټې جنرال الفنستن دافغانانو پوځی ورهڼه او پیاوړتیا ولېدله نو مکناتن ته یې وړاندیز وکړ چې په بیړه دې له افغانانو سره پخلاینې ته غاړه کښیږدی. د نوامبر په ۲۵ نېټې مکناتن د نواب محمد زمانخان له استازی سلطان محمد خان سره (چې د کابل په پاڅون کې زمانشاه بلل کېده ) د خبرو اترو پر ټغرکښیناست. د افغانانو دغه استازی وویل : ” تاسو زموږ جگړه ولېدله او خپله بې وسی درته څرگنده شوه ، له دې امله ستاسو لښکر ته ښایی چې هم تاسوله کابله او هم دې د سیل لښکرله جلال آباده ووځی اوبیرته هندوستان په شا شی، او هم دې شاه شجاع او دهغه کورنۍ د افغانانو منگولو ته وسپارل شی. مکناتن ونه ومنله او د خبرو اترو لړۍ په ټپه ودرېدله” (۱۹)

روسی لویدیځ پیژندونکی نفتولا خالفین د سلطان احمد خان پرځای له دوه تنو نورو افغان استازو څخه یادَونه کوی چې د محمد خان او میرزا احمدعلیخان د نومونو له یادَولو سره جوخت وایی : د نوامبر په ۲۵ نېټې دغه دوه تنه افغان استازی مکناتن ته ورغلل او له دودیزې ستړې مسې وروسته یې په ډیرې سپکې او توندې ژبې مکناتن ته وویل :” موږ ته دنده راسپارل شوې چې ستاسو له غوږنو در تیره کړو چې انگزیرانو په جگړه کې ماته خوړلې او انگریز ته ښایی چې له خپلو وسلوسره ، پرته له ځنډ او آړ( شرط) ځانونه د یرغمل په توگه افغانانو ته وسپاری او خپل ټول وسلتون او د وسلو نور توکی دې ځای پر ځای پریږدی. مکناتن پرته له دې چې فکر وکړی نیغ پر نیغه یې وویل چې ستاسو وړاندېز په ټینگه غندم.” افغانان له لښکرکوټه را ووتل اوبیرته خپلو مشرانو ته راغلل.” (۲۰)

په همدغې نېټې (د نوامبر په ۲۵) د هیواد میړنی او باتور بچی سردار اکبر خان د خپل اکا له زوی سلطان احمدخان سره چې په میړانه ، توریالیتوب او اوسپنیزهوډ کې له سردار اکبرخان سره یې برابری کوله، د کابل ښار ته راغی ؛ د خپلواکۍ د جگړې جنگیالیو ورته د ښادۍ د توپونو او توپکوپه ډزو ښه راغلاست وویل. د سردار اکبرخان په راتگ سره د افغان جنگلیالیو گامونو او اقداماتو په لا موخیزې توگه سمبالتیا وموندله. د دسامبر د مېاشتې په لومړیو کې مجاهدینو د کابل د سیند پـُل و نړاوه او په شیرپور، بالاحصار او جلال آباد کې د انگلیسی مېشتو لښکرو تر منځ نښلوونکی لارې یې وتړلې ، له هغه وروسته یې د محمد شریف خان کلا ، سره له ۶ زرو ډهریو (صندوقو) وسلو او مهماتو ونیوله. دغې کلا د انگریزانو ته د وسلتون بڼه او ارزښت درلود.

ښاغلی رښتیا د سردار اکبرخان په اړه وایی : ” په همدغې شېبې کې (د عبدالله خان اڅکزی د ټپی کېدلو په شپو ورځو کې) ووچې د افغانستان د ویاړ او برخلېک ستوری د شمال له لوری را وخوت او د زړَوُرو او خوَرو وَرو افغانانو بې روحه کالبد ته بې د ساری سردار په راتگ نوې تانده سا ور کړل شوه. دغه ستوری یا په بله وینا دغه غبرگونی ستوری سردار اکبرخان او د هغه د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ، د سردار محمدعظیم خان زوی او د ارواښاد پاینده محمد خان لمسی وو” (۲۱)

دغه دوه تنه میړنی د بخارا په زندان کې ول او لږ موده مخکې د یوتن کابلی روحانی په منځگړیتوب د بخارا د امیر له پلوه خوشې او خــُلـُم ته راغلی ول. په هغو شیبو کې چې په کابل او ورڅیرمو سیمو کې د انگریزانو پروړاندې د جگړې لمبې بلې وې د کابل د مجاهدینو امیر نواب محمدزمانخان یو لېک اکبرخان ته ولیږه. سردار اکبر خان او سردار سلطان احمدخان په بیړه د کابل پر لور راخوځېدل او کله چې کابل ته را ورسیدل نو د هغوی په راتـلو پاڅون بله تانده بڼه راخپله کړه. په کابل کې د مجاهدینو مشرانو هغوی ته مخه کړه او اکبر خان یې د هیواد د خپلواکې په لاره کې د مجاهدینو د مشر په توگه غوره کړ. دغه مهال سردار اکبرخان ۲۴ کلن وو (۲۲).

د سردار اکبرخان له راتگه یوه ورځ وروسته د نوامبر په ۲۶ نېټې ،د خپلواکۍ د جنگیالیو مخکښ سروال اود کوهستان نومیالی مجاهد غازی میر مسجدی خان، د یوه هیواد پلوری خاﺋـین له پلوه د زهر په ورکولو ووژل شو او له هغه درې ورځې وروسته عبدالله خان اڅکزی هم مړ شو. خوکابل ته د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او د نوامبر په ۲۸ نیټې د محمد شاه بابکرخیل راتگ ددغو میړنیو غازیانو تشه ډکه کړه. د نفتولا خالفین په وینا هڅاند اکبرخان د پخوانی امیر نومیالی زوی او د انگریزانو نه پخلا کېدونکی دښمن وو. د راتگ په بل شنه سهار اکبرخان له درې زرو تنو جنگیالیو د بی بی مهرو غونډۍ ته وخوت او د توکمونوله مشرانو سره د آس په سپرلۍ غونډۍ په غونډۍ گرځېده او جنگیالیوته یې اړینې لارښوونې ورکولې. (۲۳)
د ارواښاد غبار په وینا :” په دغو شپو ورځوکې پر کابل د داوطلبو جنگیالیو څپانده سیل په خوځېدا شو، ان هغو جنگیالیو چې وسلې نه درلودلې سوټی او اوږده لرگی په لاس چې پرسرونو یې وُرته چړې ټومبلې وې د لېدنې په پلمې د بی بی مهرو د غونډۍ سرته چې پر انگریزی لښکرکوټ له پاسه نیغه وه وختل او د نوی راغلی دښمن او د هغه د کلابند شوی لښکر ننداره یې کوله.

انگریزانو چې د لیروین (دوربین) په مرسته ددغو جنگیالیو راټولېدا لېدله نو د خپل د کار پایله یې لا له مخکې له ځان سره انگیرلې وه او د انگلیس د لښکر ارکان حرب په یوې پوځی غونډه کې پریکړه وکړه چې له افغانانو سره د خبرو اترو او پخلاینې وَر پرانیزی. نو له همدې امله مکناتن د منځگړی له مرستې پرته مخامخ له ولسی مشرانو سره د خبرو پر ټغز کښیناست او هغوی د کابل د پریښودلوپه آړ له یو بل سره سلا شول او انگریزانو ه اجازه ورکول کېدله چې پرته له جگړې به ، روغ رمټ له هیواده د باندې ووځی. مکناتن د تړون یو مخبڼه (مسوده) ولېکله او د مکریگر او لارنس په لاس یې د ولس د جنگیالیو د لښکرکوټ مشرانو ته ولیږه. په دغه تړون کې لاندینی څلور ټکی ول:
۱- انگریزی ځواکونه دې له افغانستانه ووځی
۲- شاه شجاع دې بې وسلې او بیرته دې په لودهیانې کې دیره او افغانستان دې په کال کې ورته درې لکه روپۍ تنخوا ورکړی.
۳- د افغانستان د پریښودلو د لړۍ تر بشپړېدلوپورې دې د افغانانو یومشر د نغدو روپیو په بدل کې د خوراکی توکو د برابرولو لپاره له انگریزانوسره پاتې شی
۴- په راتلونکی کې به افغانستان ته انگلیسی ځواکونه را نه شی مگر دا چې د افغانستان دولت غوښتنه کړی وی.
– دوه تنه افغانان دې له کابله تر جلال آباده د انگلیس له لښکر سره بدرگه او د هغوی ساتنه دې وکړی- په کابل ، جلال آباد او کندهار کې اوسنی میشت سرتیری دې هند ته ستانه شی- سپکې او درندې وسلې او وسلتونونه چې له بارَولو پاتی کیږی افغانانو ته ورکول کیږی � د امیر دوست محمد خان تر راتگه دې د شاه شجاع کورنۍ په کابل کې پاتې شی � امیر دوست محمد او ورسره نور سرداران به بیرته کابل ته راولیږل شی � د امیر تر راتگه دې ۶ تنه انگریزان د یرغمل په توگه په کابل کې پریښودل شی � انگلیسان به بیا د افغانستان په یاد ونه لویږی- له پښو او تگه پاتې انگزیران په کابل کې ساتل کیږی � هندوستان ته د بیرته ستنیدلو په لاره کې د انگریز لښکر نه شی کولای له ۹ توپونو څخه زیات له ځان سره یوسی (۲۴)

غبار په دې باور دې چې د دسامبر پر۱۱ نېټې مکناتن له ولسی مشرانو سره په یوه هوار ډگر کې خبرې وکړې او هغه تړون لېک چې سردار اکبرخان لیکلی وو لاسلېک کړ او له ځان سره یې یوووړ. د دسامبر پر ۱۳ نېټی جنرال الفنستن د تړون د توکو د پلی کولولپاره مکناتن ته خپل وړاندیز بیا تکرارکړ. د دسامبر په ۱۴ نېټه ولسی مشرانو اجازه ورکړه چې په بالاحصارکې پینځه زره تنه کلا بند شوی انگریزی سرتیری کولای شی انگلیسی لښکر کوټ ته ستانه شی او د سردار اکبر خان د اکا زوی سردار سلطان احمدخان ته دنده ورکړل شوه د یوې شپې او ورځې په اوږدو کې دې کلابند انگریزان ، د سړک په دواړو غاړوکې د ماتې خوړلی لښکر په ننداره ولاړ د ۲۰ زرو تنو وسله په لاس مجاهدینو له منځه تیر کړی. په دې ترڅ کې افغانانو له خپلې کړې ژمنې سره سم د درې سوه زرو روپیو په بدل کې د دښمن لښکرکوټ ته خوراکی توکی ورسول. د خوراکی توکو سوداگرو ته اجازه ورکړل شوه چې ددښمن لښکرکوټ ته دې ننوځی او خپل خوراکی دې پرې وپلوری. دغو سوداگرو دوه لـَپې غنم په دوه ووکلدارو پلورل.” (۲۵)

د ولسی مشرانو د له منځه وړلولپاره د مکناتن دسیسې:

د محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمد خان په اړه مو پورته وویل چې نه شو کولای ددغو دریواړو برخلېک له یو بل څخه جلا و څیړو، له دې امله هر هغه ویاړ چې وزیراکبرخان ته ورپه برخه شوی ، هر یو یې د همدغو دریواړو یو بل ته له ځانه تیروملگرود گډو پریکړو، سوچونو او هلوځلو له پایلو څخه راختلی گډ ویاړ او بری دﺉ.

د سلطان احمد خان ونډه د مکناتن د پټو کړو وړو په موندلو او په لومه کې د هغه د رانیولو په اړه ډیره ژوندۍ او ټاکونکې وه. مکناتن وروسته له دې چې د تړون پر بنسټ یې اوس واښه او خوراکی توکی لاس ته راوړل او له بالاحصاره کلابند شوی سرتیری د هغه پر ځواک ورزیات شول نو د کندهار او جلال آباد د انگلیسې لښکرو مرستو ته د هیلـَمنو سترگورپه غړولو یې په ډیرې سپین سترگۍ او شرمېدلې توگه د لوزلېک د توکو له پلی کولو څخه غاړه وغړوله اونوې دروهې ته یې ملا را وتړله. مکناتن دا ځل غوښتـل له سردار اکبرخان سره د درغلنې او چل له لارې د بلې لوبې پړاو ته ور ننوځی او غوښتل یې د خپل ځان د گټوتر سیوری لاندې له هغه څخه په افغانستان کې د انگلیس د پایښت لپاره کار واخلی. مکناتن پوهېده چې نه شی کولای نواب محمد زمانخان او زوی یې شجاع الدوله د درغلنې په لومو کې راښکېل کړی او پوهېده چې نوراغیزمن او مخور مشران په ځانگړې توگه ناﺋـب امین الله خان لوگری چې پوه او هوښیار سړی دی نه شی کولای د بډې د ورکړې له لارې را خپل کړی نو له دې امله یې ۲۴ کلن ، ځوان اکبرخان چې د سیاست په ډگر کې لا خام بریښېده د خپلې لومې د ښکار لپاره و ټاکه. مکناتن د سرور خان لوهانی له لارې له سردار اکبرخان سره د لېدنې غوښتنه وکړه خو اکبرخان د خپل ځان په استازیتوب سردار سلطان احمد خان ور ولیږه. (۲۶)

مکناتن د یوه بل لوزلېک مخبڼه (مسوده) سردار اکبر خان ته چې لاندینی توکی پکې ول وړاندې کړه :
۱- د بولان له درې څخه نیولې په ختیځ کې تر خیـبره او په لویدیځ کې تر هر ځایه چې د شاه شجاع د پاچاهۍ سیمه پیژندل کیږی وزارت به یې سردار اکبرخان ته ورسپارل شی.
۲- امیر دوست محمد خان به په درنښت کابل ته راولیږل شی، وزیر اکبرخان هغه ته په چارو کې د ونډې په برخه کې په خپله واک لری.
۳-سم له لاسه به، سردار اکبرخان ته دوولس لکه روپـۍ ورکړل شی او په راتلونکی کې به هم په کلنی ډول دوه لکه روپـۍ تر لاسه کړی.
۴- دمگړۍ دې سردار اکبرخان ناﺋـیب امین الله خان ونیسی انگلیسانو ته د ې وسپاری او هم دې له کابله نورولسی مشران او سروالان خواره واره کړی (۲۷).

سردار اکبرخان د مکناتن د وړاندیز له اخیستلو وروسته له هغې هوښیارۍ چې په خټه او تومنه کې یې پرته وه په ډیرې پټې ولسی مشران له پیښې خبر کړل ، ملی مشرانو ته د مکناتن دوه مخی او درغلنه څرگنده شوه او پوه شول چې د هغوی د له منځه وړلو تړون یې کړی دی نو پریکړه یې وکړه چې دښمن دې د ورته درغلنې په لومو کې راښکېل کړی او سردار اکبرخان ته یې واک ورکړ چې هر هغه ډَول چې دده زړه وغواړی هماغسې دې له مکناتن سره چال چلند وکړی.

اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او د هغه ورور محمد صدیق خان ته دنده وسپارله چې شل اوښه اوړه اوغنم دې بارکړی او د شپې په ترڅ کې دې د انگلیس چهاوڼۍ ته یوسی او د هغه په بدل کې دې پیسې را بار کړی او را دې وړی. په همدې ترڅ کې سردار اکبرخان ، وزیرمختارمکناتن ته دغه پیغام ورکړ: ” د شاه شجاع وزارت منی ، خو هغه پیسې چې انگلیسان منی باید سم له لاسه درې میلیونه او په کلنۍ توگه دې څلورلکه وی ” (مکناتن سم له لاسه د یو میلیون روپیو او په کال کې د دوه لکه روپیو ورکړه په لېکلې توگه منلې وه)، د سردار اکبرخان د پیسو دغې جگړې او کښته پورته کېدنې مکناتن په لومه کې راښکېل کړ او له سردار اکبرخان سره یې د سردار سلطان احمد خان وړاندیز پرته له ځنډه په بیړه ومانه. (۲۸)

خو مکناتن سردار سلطان احمدخان ته وویل : “د نواب محمد زمانخان او د هغونوروافغان مشرانو له خبریتا پرته چې د (دسامبر د ۱۱ نېټې) په تړون لېک کې ښکېل ول، له تاسو او محمداکبرخان سره زموږ [برالا او څرگنده] لېدنه له احیتاط اوهوښیارۍ لیرې خبره ده نو ښه به دا وی چې د هغوی له پلوه زما په نامه یوه لېکنه ترلاسه کړﺉ چې له وزیراکبرخان سره په دې اړوند نوې غونډه وکړی. له دې چې سردارانو ته ددغه راز څرگندول ډیرگران ول [ نو دریواړو سردارانو غوره وبلله] چې په پیاوړی سوگند او پرټولو افغانی مشرانو او ناﺋـیب امین الله خان په ژورې گروهنې او ایمان ، له یو بل سره ژمنه وکړه چې راز مشرانو ته څرگند کړی اود انگلیس له وزیرمختار سره د کتلو لپاره له ناﺋیب امین الله خان څخه یوه لېکنه تر لاسه کړی. له دې امله هغوی له ناﺋـیب امین الله خان سره وکتل اود مکناتن درغلنه یې له ټولو افغان مشرانو په ځانگړې توگه له هغه سره ، ورته څرگنده کړه (۲۹)

مکناتن مخکې هم له ناﺋـیب امین الله خان او نواب محمدزمانخان سره په جلا توگه پوهاوی تر لاسه کړی وو او ناﺋـیب امین الله خان هم د مکناتن پټ اړیکی او لېکنې اکبرخان ته ورڅرگندل کړل چې مکناتن د اکبرخان د وژنې پر سر لس زره کلدارې جایزه ټاکلې وه (۳۰)

له هغه وروسته ناﺋـیب امین الله خان مکناتن ته یو لېک ولېکه او له هغه څخه یې وغوښتل چې له سردار اکبرخان سره دې یوه غونډه ونیسی. دغه لېک د سردار اکبرخان له ځانگړی پیغام سره جوخت د دسامبر د ۲۲ شپې په تیاره کې د سردار سلطان احمدخان او یو بل تن افغان له لارې له کیپتان سکیندر (له سرداراکبرخان سره انگلیسی یرغمل) سره یوځای انگلیسی لښکرکوټ ته ولیږل شو. مکناتن د سردار اکبرخان له پیغام او د ناﺋـیب امین الله د لېک له ترلاسه کولو وروسته ډیر خوښ شو او یوه پسولل شوې د پاچاهۍ بگۍ له دوه وو آسانو او دوه تومانچو سره د یادگاری ډالۍ په توگه سردار اکبرخان ته ولیږلې.(۳۱)

مکناتن جنرال الفنستن ته لارښوونه وکړه چې سبا دې له دوه غـُنډه سرتیرو او دوه وو توپونوسره چمتوشی او د غونډې په ترڅ کې دې د محمود خان پرکلا چې د ناﺋیب امین الله خان استوگنځی وو برېد وروړی او ناﺋـیب دې ژوندی یا مړ ترلاسه کړی. خو جنرال الفنستن دغه غوښتنه پلې نه کړه ځکه پوهېده چې دغه خوځښت به د انگلیسی سرتیرو دریځ لا پسې پیکه او نری کړی.

مکناتن په مرگ محکومیږی:

د دسامبر د ۲۳ له غونډې مخکې سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل له یو بل سره غونډه وکړه. محمدشاه خان له اکبرخانه وپوښتل چې ستاپلان څه دی؟ اکبرخان وویل: لومړی غواړم مکناتن په خبرو کې پـړ کړم او هغه ته د هغه له اړوپیچ (ضدونقیض) ډکو تړونونو له ښودلو وروسته له ملگروسره یې یوځای ژوندی ونیسم او له ځان سره یې وساتم چې بل ځل بل څوک د غازیان او مشرانو په منځ کې داسې بیلتون پاروونکې لارې چارې ترلاس لاندې ونه شی نیولای او هم به انگلیسان دې ته اړ شی چې زموږ غوښتنې ومنی او امیر دوست محمد خان بیرته راواستوی. محمد شاه خان وویل: ویره مې دا ده چې دغه کارلکه هغسې چې په پام کې نیول شوی دی پرمخ ولاړ نه شی او ستاسو هغه نیږدې سل تنه خپلوان او د کورنۍ غړی چې له انگریزانو سره یرغمل دی ، ټول به ووژل شی او ولس به ددغه ناپوخ کار پړه زموږ پرغاړه راواچوی. اکبرخان په ځواب کې وویل: داسې وانگیره چې هغه څه چې تاسو وویل همداسې راپیښ شی ، زما د سل تـنو کسانو وژل او د ولس د پړې منل غوره ده نه پرهیواد د پردیو واکمنی چې اسلام تر پښو لاندې شی او په هیواد کې دې د کفر قانون پلی کړی.” (۳۲)

له دغې سلا وروسته دریواړو لارښودو سردارانو ټینگ هوډ وکړاو ملا یې وتړله. خو د انگلیس جاسوس موهن لال تر ټولو لا ځیرک وخت او پردغې پریکړې خبر شو.موهن لال لېکی :” خدا داد او د سلطان جان سکرتر محمد صادق خان دواړو له دغې پټې دروهې څخه ماته خبرراکړ. میرزا خداداد ماته وویل چې اکبرخان یوه ژوره تابیا ( پلان) تر لاس لاندې نیولې چې سراعلی استازی مکناتن د ښکار په لومه کې راښکېل کړی ، که اکبرخان بریالی شی چې مکناتن ژوندی ونیسی او نوموړی ښارته راوړی نو مکناتن به دې ته اړ کړی چې د انگلیس د لښکر ټوله وسله او وسلتون دې افغان مشرانو ته وسپارل شی….میرزا خداداد دغه خبره ماته د ۱۸۴۱ زکال د دسامبر د میاشتې په ۲۳ نېټه د ورځې په لسو بجو وکړه او ما قربانعلی له یوه یادښت لېک سر یو ځای مکناتن ته ولیږه او هغه څه چې ماته میرزاخدا داد ویلی ول هغه مې په یادښت لېک کې ورته ولېکل. کله چې قربانعلی ورسیده ، مکناتن او مستوفی (عبدالرزاق خان) داوړو د هغه غونډې په اړه له یو بل سره خبرې کولې چې په پام کې وه له اکبرخان سره د تړون په اړه تر سره شی او مکناتن لا د چمتوالی په حال کې وو چې د خپل مرگ په پار له اکبرخان سره د کتنې لپاره وخوځیـږی، نو په همدغې شېبې کې زما خبر رسوونکی زما پیغام هغه ورته ورساوه او هم یې د هغه په غوږ کې په کراره ور وڅڅول: ستا په لاره کې د دروهې یوه لومه خپره شوې ده. ددغه پیغام له اوریدلو وروسته د مکناتن رنگ بدل شواو داسې بریښېده چې پلټمند (مضطرب) شوی وی. خو په اوسنۍ شېبې کې هغه بله لاره نه درلودله. مکناتن له خپلو بولندویانو وغوښتل چې دوه کنډکونه (د لارنس په وینا غـُنډونه) دې چمتو کړی او سرتیری دې له لښکرکوټه دباندې د تیارسی په حال کې ودَرَوی ، که سردار اکبرخان په خپلو کړو وړو کې رښتونی او صادق وخوت نوله واره دې له نوموړو سرتیروڅخه د ناﺋیب امین الله خان لوگری په نیولو کې کار واخلی ، خو که اکبرخان رښتونی او صادق ونه خوت نو دغه دوه کنډکونه دې د هغه د ساتنې لپاره ساتندویه مورچل ونیسی…تورن لارنس، تورن مکینزی او تورن تریور مکناتن ته له غوړول شوی گواښ څخه خبرداری ورکړی وو خو مکناتن په ځواب کې وویل :په ډاډ چې گواښ راته په تیندَکو دی خو که پلان بریالی شی نو د ټولو گواښونو په منلو ارزښت لری، هر گوره زه په سلگونو ځله مرگ منلای شم خو د تیرو شپږو میاشتو بیا تکرار نه شم زغملای.” پوهیږم چې دروهه راته غوړول شوې ، ما یوازې پریږدﺉ ما پریږدﺉ چې معامله په یوازې سر ترسره کړم (۳۳)

ارواښاد غبارد علی قـُلی خان د گزارش په پام کې نیولوسره د مکناتن او سردار اکبرخان ترمنځ د کتنې لړۍ په خپلې زړه راکښونکی لېکبڼې داسې څرگندوی: “د دسامبر په ۲۳ نېټې د بی بی مهرو په لښکرکوټ کې انگلیسی سرتیرو د تیارسی امر تر لاسه کړ، مکناتن ، کپتان تریور ،کپتان لارنس او کپتان مکنزی له یوې سپرې قطعې سر یوځای له چهاوڼۍ دباندې راووتل او مخ په سویل د محمود خان د کلا په لور(د لښکرکوټ د ۶۰۰ گاموپه واټڼ کې) چې د تړون د غونډې ځای ټاکل شوی وو، وخوځېدل. له راتگ سره سم د مکناتن سترگې پر سردار محمد اکبرخان ، محمدشاه خان غلجی ، دوست محمد خان ،خدابخش خان ، محی الـُدین خان او ناﺋیب مؤمن خان او څو تنو نورو ولگېدلې چې د یوې ډبرې پرسر ده ته سترگې په لارناست دی. سردار سلطان احمدخان له دود سره سم ورته ښه راغلاست وویل او مکناتن ته یې د خبرو اترو د وړندې (مساعدې) شیبې په اړه خبر ورکړ. سردار اکبرخان ورته د روغبړ لاس ورکړ او د هوارې ځمکې پرمخ د افغانی پـټـو پرسر له کښینستلو وروسته یې غونډه پیل کړه. د سردار اکبرخان ، سلطان احمدخان او محمدشاه خان مخې ته مکناتن او درې تنه کپتانان کښیناستل، دوست محمدخان او خدابخش خان (د محمدشاه خان وروڼه) او محی الدین خان ولاړ ول.

غونډه داسې وه چې :د انگلیس له لوری مکناتن ،مکنزی او تریور ناست ول او لارنس ډکه تومانچه په لاس د مکناتن تر شا ولاړوو، د هغوی تر شا شپاړلس گامه لیرې دوتنه نور ددوی له اسانو سره ولاړ ول. د انگلیسانو مخې ته د افغانانو له لوری سردار اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل کښیناستل او محی الدین خان ، دوست محمدخان او خدابخش خان د هغوی تر شا دریدلی ول او له هغوی څو گامه وړاندې څو تنه نور د هغوی د آسانو ساتونکی دریدلی ول.

خبرې پیل شوې، سردار اکبر خان په لومړی سرکې له افغان مشرانو سره د مکناتن او د انگلیس د مشرانو ټول له اړوپیچ (تناقض) ډک کړه وړه ، خبرې اترې او ژمنې یو په یو ور وشمیرلې ، بیا یې د هغه دوه مخی اوټول درواغ ور وشمیرل او ورڅرگنده یې کړه چې نورموږ ته د انگلیسانو هیڅ خبره او تړون د منلو او ډاډ وړ نه دی . تاسو پرته له دې چې زموږ په خاوره کې پایلات (فساد) وشیندﺉ او زموږ هېواد را ویجاړ کړﺉ ، او خپله واکمنی زموږ پرټاټوبی خپره کړﺉ بله موخه نه لرﺉ. بیا یې د مکناتن په لاس لاسلیک شوی دوه متناقضه تړونونه ور وښودل چې په یوه کې یې له افغانستانه پروتلو ژمنه شوې وه او په بل کې یې په هېواد کې د انگلیس پاتې کېدنه غوښتل شوې وه. سردارهمدارنگله د مکناتن ، نواب محمد زمانخان او ناﺋـیب امین الله خان ترمنځ له هغو خبرو اترو څخه څادر ورلیری کړ چې د یو بل پرضد ورسره کړې وې. په پای کې یې ورته وویل چې موږ په هېڅ ډول نه شو کولای له انگلیس سره پر خبرو اترو ډاډ ولرو او یوازېنۍ راپاتې لاره دا ده چې تا له ځان سره یرغمل ونیسواو تا به له ځان سره تر هغه دمه له ځان سره وساتو چې ستاسوټول پوځونه بشپړ ډول له هېواده وتلی وی او بیا به تا هندوستان ته واستوو.

د وزیر اکبرخان خبرې تر ۱۵ دقیقو پورې وغځېدلې. له دې چې مکناتن د دوه متناقضو تړونونو پروړاندې هېڅ ډول د ډاډ وړ ځواب نه درلود نوپه تړلې ژبه ژبغړاندی کیده او غوښتل یې څه ووایی. په دغې شېبې کې محمدشاه خان په پښتو ژبې پرسردار اکبر خان غږ وکړ ” وخت تیریگی” او د اشارې په کولو یې سردار اکبرخان ناڅاپه لاس مکناتن ته وغځاوه او هغه یې له مټې ټینگ ونیو او ځان پلو یې را وکاږه خو مکناتن مقاومت کاوه په دې ترڅ کې سلطان احمد خان مکناتن له بل لاسه ونیو. په همدې کړس کې محمدشاه خان ، لارنس اودوست محمد خان تریور اوغلام محی الدین خان مکنزی لا دمخه بې وسلې کړی ول. دغه عملیات ټول د څو شېبو په ترڅ کې په سړه سینه ترسره شول.افغانانو غوښتـل دوی له افغانستانه د انگلیس د لښکر د په شا کېدنې د لړۍ تر بشپړېدلو پورې د یرغمل په توگه له ځان سره ژوندی وساتی او مخه یې د کابل پر لور را تاو کړه. له بلې خوا د مکناتن د ساتونکو اور پیل شو. له دې چې د دښمن لښکرکوټ ډیر نیږدې وو او د یرغمل نیول شویو کسانو د خلاصون شونی والی او د دښمن د برید گواښ ډیر وو سردار اکبرخان له نا چارۍ مکناتن وواژه او سردار سلطان خان تریور ځای پر ځای ټپی کړ. خو محمد شاه خان او ورور یې دوست محمدخان او محی الدین مکنزی او لارنس او تریور ته د چړې په څوکو گواښ کاوه او د هغوی یې د خپلو آسونو پر لور راوکاږل او غوښتل یې جهادی شوری ته یې وسپاری، تریور مقاومت کاوه او په مقاومت کې ووژل شو. خو ټپی مکنزی او لارنس یې ونیول او هغوی ېې د خپلواکۍ د جنگلیالیود لښکرکوټ په لور را وخوځول. کله چې محمد شاه خان د مجاهدینو ډلو ته نیږدې شو نو د جنگیالیو په لسگونو وسله وال لاسونه را وغځېدل او غوښتل یې یرغمل نیول شوی کسان ووژنی خو شاه محمد خان د هغوی مخه ونیوله او پر خپلو آسانو د غازیان د ډلې له منځه تیر شول او ملی مشرانو ته ورغلل (۳۴). سردار اکبرخان او ملگری یې د خپلواکۍ د جنگیالیو له تودو احساساتو او ښه راغلاست سره مخامخ شول او د هغوی دغه بریا د توپکو په ډزو اود ژوندی دې وی وزیراکبرخان او مړه دې وی انگریزان په بې ساری شور او ږوږ کې و نمانځل شوه.

ارواښاد غبارلیکی: له دغې ورځې وروسته وو چې ۲۴ کلن سردار اکبر خان د ټولو ولسی مشرانو او وگړو له پلوه د افغانستان د یوه سیاسی او پوځی مشر په توگه و پیژندل شو، په سبا ورځ یې د دسامبر په ۲۴ نېټه د نواب محمد زمانخان په کورکې د انقلابی شوری جرگه ( د سکینر،کونولی، مکنزی او لارنس په گډون) جوړه اود هغوی ترمخه د پرون ورځې د اخ او ډب ټوله پیښه وڅیړل شوه. د جرگې ټول غړی د مکناتن د دوه مخیزو لوبو له خټې او تومنې او د هغه د نیولو لپاره د سردار اکبرخان له هڅواو د افغان- انگلیس پر جگړې د پای د ټکی پر ایښودلو خبر شول، د سردار اکبر خان ټولې هڅې وستایل شوې او د مکناتن کړه وړه یې ور وغندل. په غونډې کې ناﺋـیب امین الله خان د مکناتن اصلی لېک د جرگې گډونوالو ته ور وښوده چې د هغه د سر جایزه یې یولک روپۍ ټاکلې وه. په غونډه کې ناستو انگریزانو د غونډې ټوله لړۍ له سره تر پایه واورېدله. غونډې و پتیله چې (ددسامبر د ۱۱) هماغه ۱۲ فقرې لرونکی تړون دې د یوې بلې فقرې پر ورزیاتولو پلی شی که نه ، حکم به توره وچلوی. (۳۵)

د مکناتن له وژنې وروسته په دښمن د وروستی مقاومت هوډ او د درغلنې له لارې د لښکر د ژغورولو لپاره د وروستیو هیلو هڅې په اوبو کې لاهو شوې او پاتـنجر چې د سیاسی چارو دنده یې پر غاړه درلودله لومړی یې پوځی بولندویانو ته وړاندیز وکړ چې بالاحصارته دې ولاړ شی او ژمی دې هلته دیره شی خو هغوی جلال آباد ته په ستنیدا ټینگار وکړ. له دې امله له افغان مشرانو سره د خبرو اترو لړۍ له سره ونیول شوه او د خبرو جرړې پرهغې ستنې راتاویدلې چې مسوده یې اکبرخان لیکلې وه. له دې چې په دغې طرح کې د دواړو اړخونو پر دریځونو سربیره په اړوندو چارو پورې د افغانی لوری دریځ خورا زیات څرگند دی نو لومړی غواړو له افغانی لوری وړاندیز شوې طرح یو ځل ولولو او وروسته به له هیواده د انگلیس په بیړنیووتلو د تړون وروستـنۍ بڼه را وڅیړو.

د مکناتن له وژنې وروسته انگلیسانو ته د اکبر خان شرطونه:

د دسامبر د مېاشتې له ۱۱ بیا د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې تر لومړۍ پورې له افغانستانه دانگلیس د ځواکونو د ایستلو لوزلېک د اکروکر(حالت) د بدلون اود دواړو خواوو دغوښتنو ترسیوری لاندې څلور بڼې راخپلې کړی دی.له دې چې له افغان لوری د ټولو مسودو متنونه د اکبرخان په قلم لیکل شوی دی دلته یوازې دوه بڼه یې را اخلو، لومړی د هغه تړون مسوده رااخلو چې په پام کې نیول شوې وه د دسامبرپه ۲۳ نېټه یې پر مکناتن ومنی ، له دې چې د خبرواترو لړۍ بله بڼه راخپله کړه نو له دې امله افغان مشرانو د مکناتن له وژنې وروسته نوموړې طرح د مکناتن ځای ناستی پاتنجر ته ولیږله او پاتنجر له هرې مادې سره خپله همغږی او موافقه څرگنده کړه چې له هغه وروسته سردار اکبرخان هماغه طرح بیرته له سره لېکلې او یو شمیر لنډې کره کتنې یې هم پرې لیکلی دی. انگلیسانو چې د افغانانو د غوښتنو له منلو پرته بله لاره نه درلودله نو ځکه دې ته اړ ول چې دغو له سپکاویو ډکو آړونو ته غاړه کښیږدی چې د انگلیس د نړیوال نیواک په تأریخ کې یې ساری نه لېدل کیږی. اوس ، د مکناتن له وژنې وروسته د افغانانو وړاندیزشوې طرح چې ارواښاد فرهنگ ضبط کړې لومړی له پامه تیروو او له هغه وروسته به د تړون وروستۍ شوې بڼه ولولو:

۱ ماده- د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس د سرتیرو په خوځښت کې دې هېڅ ډول ځنډ رامنځته نه شی.
د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. هغوی به د ۱۰۰۰ باروړونکو څارویو له ترلاسه کولو وروسته چې یا اوښان یا یابوگان وی په ۲۴ ساعتو کې وخوځیږی.

۲ ماده- د افغانی لوری وړاندیز: افغان سرداران به له انگلیس لښکر سره بدرگه وی چې د لارې په اوږدو کې څوک ورته خنډ پیښ نه کړی او لښکر ته به د خوراکی توکو په برابرولو کې مرسته وکړی.
د انگلیس د لوری ځواب:دیره ښه ده.
کره کتنه: عبدالغفور خان

۳ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: په جلال آباد کې میشت انگلیس سرتیری دی د کابل د سرتیرو له خوځښت مخکی د پیښاور پر لور وخوځیږی.

د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه: دناﺋـیب له خپلوانو څخه یو تن او یا مهتر موسی خان

۴ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: په غزنی کې میشت ځواک دې له سمبالتیا وروسته په بیړه د کابل له لارې د پیښاور پر خوا وخوځیږی.

د انگلیس د لوری ځواب: آیا داسې څوک ټاکی چې له هغوی سره دې بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه: سردار عثمانخان او شادوله خان

۵ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: په کندهار او د افغانستان په نورو سیموکې میشت انگلیسی ځواکونه دې په بیړه هند ته ولاړ شی.
د انگلیس د لوری ځواب: آیا داسې څوک ټاکی له هغو سره دې بدرگه ولاړ شی؟
کره کتنه:نواب جبارخان

۶ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: د امیردوست محمدخان ټوله شتمنی چې یا د انگلیس د حکومت او یا د انگلیس د شخصی بولندیانو په ولکه کې ده ، ځای پر ځای دې پریښودل شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو. هغه څه چې د رسمی مأمورینو په لاس کې دی څرگند دی او هغه څه چې د شخصی بولندویانو په لاس کې دی را ویی ښیی او وایې خلی

۷ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس هغه شتمنی چې د بارولو او وړلو وړتیا نه لری دلته ساتل کیږی او په لومړنۍ شونې شېبې کې به بیرته ور استول شی.
د انگلیس د لوری ځواب: وړاندیز منو. خو موږ ټوله پاتې کېدونکی شتمنی نواب (زمانخان) ته ورکوو.
کره کتنه: توپونه ، وسلتون او توپک دې ماته راکړل شی

۸ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: که شاه شجاع وغواړی چې په افغانستان کې پاتې شی موږ ورته په کال کی یو لک روپۍ تنخوا ورکوو.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو. هر هغه څه چې غواړﺉ ، وېې کړﺉ او هیله مندیو چې خپله دوستی موږ ته په زباد ورسوﺉ

۹ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: که د شاه شجاع کورنۍ د څارویو د نشتوالی له امله له باریدلو بیرته پاتې کیږی نو هندوستان ته د هغوی د خوځېدا تر مهاله موږ چمتو یو چې د بالا حصار په یوه گوټ کې ورته د میشتې لپاره ځای وټاکو.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.د پاچا پت ، د دُرانیوپت دی او تاسو ته ښایی

۱۰ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: کله چې د انگلیس لښکر پیښاور ته ورسید باید د امیر دوست محمد خان او د نورو افغانانو او د هغوی د کورنیواو شتمنیو د بیرته را ستنیدا لپاره دې اړینې سمبالتیاوې ترلاس لاندې ونیول شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.هغوی به په درنښت روغ رمټ بیرته را ولیږل شی

۱۱ماده – د افغانی لوری وړاندیز: کله چې امیر دوست محمد خان پیښاور ته را ورسید، له هغه وروسته به د شاه شجاع کورنۍ ته د ستنیدا اجازه ورکړل شی اوهغه ځای ته چې ټاکل کیږی ، وبه رسول شی.
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.

۱۲ ماده � د افغانی لوری وړاندیز: پیښاور ته د امیر دوست محمد خان تر رسیدلو پورې به څلورته تنه نارینه انگلیس په کابل کې د یرغمل په توگه وساتل شی ، کله چې هغه پیښاور ته را ورسیده نو په هماغه شېبه به انگلیسی یرغمل نارینه وو ته د تگ اجازه ورکړل شی

۱۳ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: سردار اکبر خان اوسردار عثمانخان به له انگلیسی سرتیرو سره تر پیښاوره پورې بدرگه وی او هغوی به تر هغه ځایه روغ رمټ ورسوی
د انگلیس د لوری ځواب:وړاندیز منو.

کره کتنه: سردار اکبر خان
۱۴ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: د انگلیس له خوځېدا وروسته به د دوستۍ اړیکی ټینگ شی یعنی دا چې د افغانستان حکومت به د انگلیس د حکومت له سلا پرته له هېڅ بهرنی هیواد سره ژمنلېک او یا اړیکی ټینگ نه کړی او که هغوی د کوم بهرنی هیواد پر وړاندې د مرستې غوښتنه وکړی د انگلیس حکومت به د مرستې له لیږنې څخه ډډه ونه کړی.

د انگلیس د لوری ځواب: تر هغه ځایه پورې چې په موږ اړه لری ،وړاندیز منو خو په دې اړه د ټول هند لوی واکمن، واک لری؛ موږ به تر خپلې وسې هڅه وکړو چې د دواړو هېوادونو تر منځ دوستی ټینگه کړو او د لوی څښتن په مرسته به دغه هیله تر سره شی او په راتلونکی کې به دوستی ټینگه وی

۱۵ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: هر چا چې له شاه شجاع او انگلیسانو سره مرسته کړې وی او هیله ولری چې له هغوی سره ولاړشی ، ورته به اجازه ورکړل شی چې ولاړ شی موږ به د هغوی مخه ونه نیسو او که وغواړی دلته پاتې شی هېڅوک به د هغه څه په اړه چې کړی یې دی ، پوښتنه ونه کړی او په دغو پلمو به ونه ځورول شی. هغوی کولای شی د نورو میشتو هیوادوالو په توگه په دغه هیواد کې ژوند وکړی.

د انگلیس د لوری ځواب: موږ یو څو ټکی لیکلی دی او دا به ستاسو ددوستی بیلگه وی چې هغه ومنی
۱۶ ماده – د افغانی لوری وړاندیز: که له انگلیسی ښاغلو څخه څوک وغواړی چې د کومې اړتیا له مخې دلته پاتې شی نو له هغه سره به په درنښت چال چلند وشی (۳۶)

د وړاندیزشوې طرحې له پورتنیو مادو چې د هرې مادې په پای کې اکبرخان خپله کره کتنه لیکلې ده کولای شود انگلیس پر بې وسۍ او ضعف ښه پوه شو. ددغه وړاندیز طرح او هر یوه کره کتنه په پریکنده او څرگند ډول بل لوری (انگلیسانو) ته د افغانانو پیاوړتیا او ځلانده بریا ورڅرگندوی؛ خو دلته څرگنده نه ده چې ولې افغان مشرانو د ۱۴ مادې په را قیدولود هیواد بهرنی اړیکی د انگلیس د دولت په موافقې پورې تړلی دی؟ که څه هم دغه ماده د وروستنی تړون په لسمې مادې کې بیرته سمه شوی خو هلته هم دافغانانو او د افغانانو د حکومت پښه د انگلیس د دولت د دوستی په پړی بیا تړل شوې اودنده یې اخیستې چې د بهرنی دښمن پروړاندې به له انگلیس څخه وسله اخلی. دغه بهرنی دښمن له انگلیسانو پرته نور څوک وو؟آیا په ختیځ کې سیکهان، یا په لویدیځ کې ایران اویا په شمال کې روسان؟
غبار وایی چې : د مکناتن له وژلو وروسته د دسامبر د مېاشتې د ۲۴ نېټې په جرگه کې ولسی مشرانود دسامبرد ۱۱ نیټې پرژمنلېک ۴ نورې مادې چې د سردار اکبرخان په لاس لیکل او مکناتن ته سپارل شوې وې ور زیاتې کړې او هغه څلور مادې دا وې:

۱ � انگلیسان دې د خپلو وسلو ټولې زیرمې افغانانو ته وسپاری
۲ – له ۶ توپونو پرته ، د انگلیسانو ټول توپونه دې افغانانو ته وسپارل شی
۳ – نا واده شوی انگلیسی یرغملان دې له واده شویو انگلیسانو سره بدل شی
۴ – د مکناتن یو میلیون اوڅلورسوه ژمنې شوې روپۍ دې انگلیسان افغانانو ته ورکړی. دغه څلور منل شوی مادې په بیړه د انگلیس پوځی مشرانو ته ولیږل شوې او هغوی ددغو مادو له منلو پرته بله لاره نه درلودله (۳۷). دغه آړلېک (شرطنامه) داسې دی:

له افغانستانه د انگلیسانو د بیړنی وتلو آړلېک (۱۸۴۲ زکال جنوری لومړۍ)

د برم او ستر پرتمین لوی څښتن د پاچاهۍ د ځلاندې ماڼۍ او د سپیڅلی څښتن د بنده گانو د لوی استازی نواب محمد زمانخان او د لوړ دریځ لرونکی دویم ناﺋـیب ، ناﺋیب امین الله خان او پاتې نورو نوابانو او سروالانو او د مسلمانانو د ټولنې د سترو سرمشرانو او د انگلیس د توکم د درندو استازو ترمنځ دغه تړون او ژمنلېک و تړل شو چې په راتلونکې کې د دښمنۍ کمبله ورټوله او د ټینگی دوستۍ ټغر را خپور شی. په دې تړاو یو شمیرآړونه ټاکل شوی دی چې بشپړه سپړنه یې په لاندې ډول ده:

لومړی آړ- دا چې : د انگلیسانود چارواکو د غوښتنې پر بنسټ د واکمنو چارواکو د ایستنې لپاره به زموږ له لوری واکمن سرداران بدرگه وټاکل شی چې د لارې په اوږدو ورته خنډ ور پیښ نه شی . په دې توگه ځواکمن سرداران هر یو سردار محمد عثمانخان او سردارشادوله خان وټاکل شول چې ورسره ولاړ شی.
دویم آړ- دا چې :په جلال آباد کې میشت لښکر دې د کابل د لښکر له رسیدا مخکې د پیښاور پر لور وخوځیږی او په دې کې د ځنډ او خنډ د رامنځته کولو حق نه لری
دریم آړ � دا چې : په غزنی کې میشت ځواکونه دې په بیړه د خوځیدلو لپاره د چمتو کېدنې چارې تر لاس لاندې ونیسی او د کابل له لارې دې پیښاور ته ولاړ سی او په دې کې دې هیڅ ډول ځنډ ونه کړی
څلورم آړ �دا چې: په کندهار او د افغانستان په نورو سیمو کې میشت لښکرونه دې بیرته هندوستان ته ستانه شی.
پینځم آړ � دا چې: د امیردوست محمد خان او د هغه د کسانو شتمنی د توپونو په گډون چې له چارواکو سره وی بیرته دې وسپاری
شپږم آړ- دا چې : هغه وسلې او د وسلو زیرمې د توپکو اووسله تونونو په گډون چې د څارویو د نشتوالی له کبله له چارواکو څخه په بارولو کې پاتې کیږی په چوپه خوله لوی نواب ،نواب محمد زمانخان ته وسپاری.
اووم آړ � دا چې : د شاه شجاع د کورنۍ هغه غړی چې د باروړلو له لړۍ څخه پاتې کیږی دلته به په بالاحصارکې ورته د حاجی خان په کور کې ځای ورکړل شی. هرکله چې امیردوست محمد خان او د افغانستان نور اړوند کسان د خپلو کورنیو له غړو سره پیښاور ته را ورسیږی دوی ته به اجازه ورکړل شی چې د هندوستان هیواد ته ولاړشی.
اتم آړ- دا چې :کله چې د چارواکو پوځیان پیښاورته ورسیدل د امیر دوست محمد خان او نورو افغانانو لپاره دې د بیرته راستنېدا د چارو سمبالتیاوې تر لاس لاندې ونیول شی
نهم آړ- داچې :ددغې لړۍ تر بشپړېدا پورې دې له انگلیسی چارواکو څخه شپږ تنه لوړپوړی او مخور کسان د یرغمل په توگه په کابل کې پاتې شی. هره هغه شېبه چې امیردوست محمد خان او نور افغانان له خپلو کورنیو سره پیښاور ته را ورسیدل دوی ته به د تگ اجازه ورکړل شی.
لسم آړ- دا چې : انگلیس چارواکی دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د نیواک هیله په هېڅ ډول په سر کې ونه گرځوی او زوزات په زوزات (نسل) دې دوستی او یوموټیوالی ټینگ وی او که هرکله افغان دولت (سرکار) د بهرنیو دښمنانو د ځپلو لپاره د مرستې غوښتونکی شی ، نو د انگلیس دولت (سرکار) دې د هغې له غځېدنې او ورکړې څخه ډډه او لنډون ونه کړی. په دې تړاو به افغان دولت د انگلیس له دولته پرته له چا سره ژمنه ونه کړی. او که له هغه لوری لنډون یا ځنډ را پیښ شی نو بیا خپل واک لری.
یوولسم آړ- دا چې: که د انگلیس له چارواکو څخه کوم چارواکی د ځینو خنډونو له کبله ونه شی کولای ولاړ شی اووغواړی دلته پاتې شی، نو د نوموړوچارواکو له غوښتنې سره به له هغوی سره ښه او له ښېگڼې ډک چال چلند وشی.
دولسم آړ- داچې: انگلیس چارواکی له خپلو ټولو غټو او کوشنیو توپونو څخه چې لری یې، یوازې شپږ خـُوله په آس وړونکی او درې خـُوله په کچرو وړونکی توپونه دې چې ټول ټال نهه توپونه کیږی له ځان سره یوسی او پاتې دې لوی نواب ته وسپاری او ترڅو چې ژوندی وی بیا دې د هغو غوښتنه ونه کړی او په راتلونکې کې د دواړو دولتونو ترمنځ روغ نیتۍ ، ښېگڼې او یوموټی والی ته دې په درنده سترگه وگوری او که د مسلمانانو ټولنه او انگلیسی چارواکی د دغو آړونو په پلی کولو کې ځنډ پیښ کړی یاورته په سپکه وگوری نو د مسلمانانو ټولنه په خپل دین او گروهنې او انگلیس چارواکی د خپلې گروهنیزې لارې پربنسټ ژمنه ماتوونکی او درواغجن گڼل کیږی او په ټوله نړۍ کې پړ بلل کیږی. دغه څو ټکی د ژمنلېک په توگه ولېکل شول چې د دواړو خواوو ترمنځ د لاسوند په ډول پاتې شی. د لیکلو نېټه : د پنځنۍ (پنجشنبې) ورځ ، د ذیقعدې د مېاشتې شپاړلسمه ،۱۲۵۷ ق کال. (۳۸)

غبارد هغوکسانو نومونه چې د دغه ژمنلېک په پای کې یې لاسلېک کړی داسې راشمیری: د لوی څښتن په نامه: نواب جبارخان، غلام محمدخان، خانگل خان،صوفی خان بایانی، محمد ناصرخان ، محمد عثمان خان،ناﺋـیب امین الله خان ،عبدالرسول خان ، محمد یارخان او د خواجه میرخان زوی عبدالسلام خان (۳۹)
انگلیس تأریخ لیونکی سریرسی سایکس وایی چې: د (۱۸۴۲ ز کال د جنوری د مېاشتې د لومړۍ نېټې) د دغه ژمنلېک په پای کې ۱۸ تنو افغان سروال مشرانو لاسلېک او ټاپه لگولې چې نومونه یې په دې ډول دی: ۱- محمد زمانخان ۲- میر حاجی ۳- سکندرخان ۴- درویش خان ۵- محمد اکبرخان ۶- محمد عثمان خان ۷- غلام احمد خان ۸ – غلام محمد خان ۹- خان محمد خان ۱۰- عبدالخالق خان ۱۱- امین الله خان ۱۲- میر اصلان خان ۱۳- میر اسلم خان ۱۴- محمد خان ۱۵- محمد نصیرخان ۱۶- عبدالله خان ۱۷- عبدالغفورخان ۱۸- میر آفتاب خان (۴۰)

دغه ژمنلېک په ۱۹ پیړۍ کې د یوه لاسوند په توگه د افغان د ولسی مشرانو د هغې رغندې او ښکارندې سیاسی پوهې څرگندونه کوی چې د پاڅون د نومیالیو او مخورو مشرانو له پلوه پسولل شوی او د افغانستان د ولس د خپلواکۍ غوښتـنې خټې او تومنې پکې غبرگون موندلی دی. هغه څه چې دلته د ډیرې پاملرنې وړ دی د همدغه لاسوند ۲، ۳ او ۴ مادې دی چې پربنسټ یې په جلال آباد کې میشت انگلیسی لښکرپه باید او بیړنۍ توگه دغه ښار ته د کابل د لښکر له رسیدا مخکې د هند پرلور پرخوځېدلو ټینگاردﺉ؛ د غزنی لښکرباید له مقاومته لاس اخیستای وای او د کابل له لارې د پیښاور پر خوا خوځېدلای وای. په کندهار کلات غلزایی او نوروسیمو کې میشت انگریزی ځواکونه باید هند ته روان شوی وای. ددغه تړون د څرگندې ژبې ، ژمنې او نښې برخلاف نه جنرال نات له کندهاره وخوځېده ، نه په غزنی کې میشتو ځواکونو له مقاومته لاس واخیست او نه د جنرال سیل په ککره کې د جلال آباد د پریښودولو هېله او نښه راڅرگنده شوه. د همدغه تړون د لمسې مادې د څرگندې ژبې برخلاف چې وایی : ” انگلیس چارواکی دې ددویم ځل لپاره د افغانستان د نیواک هیله په هېڅ ډول په سر کې ونه گرځوی” نه یوازې انگلیسان له افغانستانه ونه وتل بلکه د هیواد د نیواک خوبونو ته یې لا وده ورکوله. د همدغې خبرې غټه نښه د همدغه تړون د هرمادې په پلی کولو کې د ځنډ رامنځته کول دی چې د هغوی د همدغه بدهوډ او نیت ښکارنده څرگندویه دی. دده ترڅنگ د الفنستن ځواکونو د تړون د مادې برخلاف له کابله د خوځېدا پرمهال د خپلوتوپونو غټه شمیره له ځان سره واخیستله او هغه توپونه یې چې و سپارل ، ټول له کاره لویدلی ول. له همدې امله ول چې سردار اکبرخان ، سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان بابکرخیل چې د تړون پربنسټ له کابله تر جلال آباده باید د انگلیس له ځواکونو سره بدرگه تللی وای د کابل � جلال آباد په لویه لاره کې د بدرگې له تللو څخه لاس واخیست او پایله یې په هغه تریخ او شوم برخلېک واوښتله چې د لارې په اوږدو کې د انگلیس لښکرته ورپیښ شو او لنډیز یې لاندې وړاندې کوو.

د انگلیس د لښکرپوپنا کېدل (۱۸۴۲ جنوری ۶ – ۱۳)
د سرپرسی سایکس په وینا د انگلیس لښکر په پای کې 🙁 له دوه میاشتو زړه نازړه توب وروسته چې د انگلیس په پوځی تأریخ کې بیلگه نه لری د کابل پریښودنې ته غاړه کښیښودله) (۴۱)

په خورد کابل کې پرانگلیسی سرتیرو د افغان جنگیالیو برېد (جنوری اتمه ۱۸۴۲ ز کال)د انځور د اخځ سرچینه:د کابل د پاڅون په ویاړ د ښاغلی معروفی مقاله

له لښکرکوټه د وتلو پرمهال انگلیسانو دوه زره بار وړونکی اوښان او د شپږو ورځو خوراکی توکی له ځان سره درلودل، لښکرپه دریو ډلو کې یو په بل پسې د شیرپور له مخکنې او د شا له دروازې په وتلو پیل وکړ. خوځښت د سهار په نهه نیموبجو پیل شواو تر مازدیگره یې دوام وکړ. انگلیسی ښځی د لښکر په سر کې او خزانې د لښکر په منځنۍ برخه کې وې. د انگلیس وروستنی ځواک وکولای شول د لمرپریواتو پرمهال له لښکرکوټه راووځی. له هغه وروسته لښکرکوټ د کابل وگړو په ولکه کې راووست او دغې کرغیړنې ځالگۍ ته یې اور ورته کړ. د انگلیس د لښکر وروستـنی ځواک د همدغه اور تر رڼا لاند په خوځښت کې وو. د کابل ښځمنود خپلو کورونو د بامونو له سرونو څخه ددغې ځلاندې رڼا په ننداره کې په داسې حال کې د خپل ولس د بریا په خوښیو کې د خپلو خوښیو ازانگې خپرولې چې د اور اچول شوی لښکرکوټ د اور لمبود ساړه ژمی د واورو پرسپین مخ د سرو زرو په رنگ پریړې او روښانه کرښې جوړولې.
د انگلیس لښکر خپله لومړۍ شپه بگرامیو ته څیرمه را واړوله. جنرال سیل په جلال آباد کې د ځان چمتو کولو لپاره خپلې وروستۍ هلې ځلې کولې. د کابل د مجاهدینو ملی لښکر ته پیښاور ته نیږدې او په جلال آباد کې د انگلیس د پوځ له خوځښتونو څخه پرله پسې خبرونه راتلل. د ملی مشرانو جرگه پوه شوله چې که د الفنستن لښکر په جلال آبادکې د جنرال سیل له لښکر سره یوځای شی نو د هیواد د ساتنې د جگړې لړې به لا نوره هم وغځیږی ، له یوې خوا به د پالـُک لښکر له پیښاوره اوله بلې خوا به د نات لښکرله کندهاره پرکابل رامات او نوې جگړه به پیل شی.
له دې امله ملی جرگې سردار اکبر خان ته واک وسپاره چې د الفنستن د لښکر مخه ونیسی او اجازه دې ورنکړی چې د جلال آباد له لښکر او وسلو سره یوځای شی. سردار اکبرخان هڅه وکړه چې الفنستن پوه کړی چې جلال آباد ته د هغه له رسیدا مخکې دې جنرال سیل اړ کړی چې له جلال آباده وخوځیږی ، خو جنرال دغې خبرې ته غاړه نه کښیښودله. همدارنگه اکبرخان هڅه وکړه له انگلیس سره د وروستی تړون پربنسټ د الفنستن له لښکر څخه یو شمیر لوړپوړې چارواکی له ځان سره ولری او د اکبرخان ددغې غوښتنې پلی کېدل پرته له جگړې ناشونې ښکارېدلې. له دې امله د افغانانو گوریلایی جگړې او چپاویز بریدونه پیل او انگلیس لښکر د ځان دفاع ته ټینگه ملا وتړله. (۴۲).
له کابله د وتلو پر لومړۍ ورځ انگلیسی لښکر د جنوری په ۶ نېټه د بالاحصار په ۶ مایلی واټن کې تم شو. تر دغه ځایه ، افغان جنگیالیو له هغوی څخه د تړون پربنسټ هغه اضافی توپونه چې له ځان سره یې وړل ، واخیستل. د جنوری په ۷ نیټه د لښکر دویم تم ځای بتخاک وو. له دې چې جنرال سیل له جلال آباده نه وو خوځېدلی نو سرداراکبرخان په بتخاک کې له جنرال الفنستـنه ۶ انگریز بولندویان د یرغمل په توگه واخیستل. د جنوری په ۸ لښکر خورد کابل ته ورسید او تر دغه ځایه پورې یې دوه زره تنه سرتیری له لاسه ورکړی ول. د خورد کابل د ۵ مایلی درې په اوږدو کې تونده جگړه روانه وه او انگلیسانو درې زره تنه له لاسه ورکړل. له همدې امله وو چې انگلیسانو د خورد کابل دره د الفنستن د لښکر د مړیستون (حضیرې) په نوم و نوموله.

د جنوری په نهمه نېټه جنرال الفنستن چې له ځان سره لس زره سرتیری درلودل له سردار محمد اکبرخان سره د خبرو پرټغرکښناست او هم یې جنرال سیل ته ولیکل چې ژر تر ژره دې له جلال آباده ووځی. دده په بدل کې سردار اکبر خان د انگلیس د لښکر ټولې ښځمنې او واده شوی نارینه د خپلې ساتنې تر سیوری لاندې د یرغمل په توگه واخیستل او هغوی یې د جگړې د مورچلونو شا ته ولیږل. د انگلیس لښکر په خوځېدا پیل وکړ او د خورد کابل تر پینځه مایلی واټن (خاک جبار) پورې یې جگړې ته دوام ورکړ او نوربیا یې ډیر تاوانونه ولېدل. د جنوری د مېاشتې په ۱۰ او ۱۱ نېټې د ۲۲ مایلو په واټن کې د تیزین او جگدلک د سیمو د لارې ترمنځ د انگلیس د لښکر د مړو شمیره له حده واوښتله ، خو د هند د حکومت د لارښوونې پربنسټ د جنرال سیل لښکر د جلال آباد ښار د خپل مورچل په توگه ټینگ ونیو او د کابل انگلیسی لښکر یې د چړو خولو ته د بلهاری (قربانی) په توگه پریښود.الفنستن چې داسې ولېدله نو ځان یې له دوه تنو نورو لوړ پوړو پوځی چارواکوسره یو ځای سردار اکبرخان ته وسپاره. محمدشاه خان، نوموړی د شپی په تیاره کې افغان لښکرکوټ ته را ورساوه. دغه لښکر کوټ د سپیرې ځمکې پرسر تر پراخ آسمان اود افغان مشرانو (وزیر اکبرخان،عبدالغیاث خان،عبدالحکیم خان ، سردار سلطان احمد خان او نورو) جنگیالیو تر نیغ اور لاندې وو. مشران را ولاړ شول او په میړانه یې دښمن جنرال او ورسره ملگرو ته یې ښه راغلاست وویل، د هغوی له ملاوو څخه یې د هغوی تورې خلاصې نه کړې او خپلې کیږدۍ یې د هغوی د هوساینې لپاره ځانگړې کړې.

د جنوری په ۱۲ نېټه د دښمن پاتې لښکر د جگدلک د لارې د پاتې کوتـل گز او پل کولوته راپورته او د جنرال سیل د لښکر کوټ د تکل پر لور وخوځېد. له ټول لوی لښکرڅخه یوازې۶۵ تنه د بولندویانو او سرتیرو په گډون پاتې ول او یوازې ۲۰ مایله واټن ورته پاتې وو چې جنرال سیل ته ورسیږی.د جنوری په ۱۳ نېټه له همدغې ډلې څخه یوازې یوه تن د ډاکټر برایدن په نامه وکولای شول په نیمه ژوندی ، ستړی او ستومانه توگه او په ډیرې خوارۍ ځان د جلال آباد د کابل دروازې ته ورسوی او جنرال سیل ته د انگلیس د شپاړلس نیم زرو سرتیرود پو پنا کېدنې خبر ورسوی. (۴۲)

د ډاکټربرایدن انځور:د انگلیس د لښکر له ۱۶۵۰۰ تنو سرتیرو څخه یوازینی ژوندی پاتې شوې سړیچې د جلال آباد لښکرکوټ ته ورسید او د انگلیس د یرغلگر ځواک د پوپنا کیدنې خبر یې جنرال سیل تهورساوه (۱۸۴۲) (د انځور د اخځ سرچینه:د کابل دپاڅون په ویاړ د ښاغلی معروفی مقاله )

ښاغلی رښتیا د انگلیسی هنری دیورند د وینا له مخې لیکی: ” په دغې جگړې کې د انگلیسانودرې پلی لښکرونه ، د نښه ویشتونکو درې ډلې ، د اروپایی توپچیانو یوه ډله، یو سپور ځواک ، ۱۲ زره تنه سرتیری، او ۲۱ کروړه روپۍ چې هر کروړسل لکه روپۍ کیږی پوپنا شول (۴۳).

یو شمیر کسانو هڅه کړې ده چې د انگلیس د لښکرپوپنا کېدنې ته پلمې ومومی لکه: سړه هوا، د خوراکی توکو نشتوالی ، د لوی بولندوی زوړوالی او نور. خوښاغلی غبار دغه ټولې پلمې ورغندلی او زیاتوی : ” انگلیسان له مرکزی افریقا څخه نه ول چې سړه هوایې نه وی لیدلې او نه د کابل � جلال آباد لاره د شمال قطب وو. د همدغې اووه ورځنۍ لارې نیمه برخه د هندوستان د ژمی د هواپه څیر توده ده او نیمه نوره یې ژمنۍ او واورینه ده. دغه ژمی د انگلستان له ژمی څخه کوم ځانگړی توپیر نه درلود او افغان جنگیالی هم د انگلیس د سرتیرو په شان په غرونو رغو کې گرځېدل او ور سره جنگېدل. انگلیسانو د توپچی ځواک په لرلو او په خپله وسله کې پرافغانانو برلاسی درلود او افغانان یوازې توپک او سیلاوه په لاس جنگېدل. له دې څرگندیږی چې د جلال آباد د لارې جگړه نه یوازې یو مادی � فزیکی جگړه وه بلکه د صنعت له اړخه هم یوه جگړه وه. او افغانانو ددښمن ددغو دواړو ځانگړتیاوو ملا ورماته کړه. همدارنگه هغو کسانو چې د جگړې د اړخونود څرگندونې په برخه کې غوښتی دی وزیراکبرخان ( او د هغه ملگری محمدشاه خان غلجی او سردارسلطان محمد خان) او نور ملی مشران داسې راڅرگند کړی چې گڼې له ملی جنگلیالیو سره یې تړاو نه درلود ، ټول د واقعیت خلاف دی ځکه وزیراکبرخان او ملگرو یې د هیواد د ژغورنې لپاره د لښکر پو پنا کېدنه خپله ولسی دنده گڼله او محمد شاه خان غلجی په خپله د ملی جنگلیالیو لوی بولندوی وو چې د نوموړی جنگیالیو د ټول ولسی ځواک ستره برخه جوړوله او د هیواد ټولو ملی جنگیالیو د هغه امرته په ډیر درنښت غاړه ایښودله.” (۴۴)

د افغانستان د پیښو اونیټو د تأریخی کتاب لیکوال علی قـُلی ددغې جگړې او وزیراکبرخان په اړه لیکی :” د افغان د ډاډ وړ له سرچینو څخه خبر راغی چې د [خوردکابل] له غاښی څخه سپور او پلی ځواک نه شوای تیریدلای مگر دا چې د [انگلیس] د وژل شویو سرتیرو د جسدونو د سرونو له پاسه تیر شی. په دې اړه د وزیر اکبرخان د ستاینې په تړاو یو شعر ویل شوی چې داسې دی:
به هـُما از سرِ سران ِ فرنگ قرن تا قرن استخوان بخشی
ژباړه: تر پیړیو پیړیو پورې به د پیرنگی د سروالو مشرانو د سرونو د کوپړیو هډوکی، گوربت ته ورکوﺉ

د دغې سوبې او بریا له ترلاس کولو وروسته د محمد اکبرخان د نوم په اوریدلو د هغه د هیواد د زَړو او ځوانانو په زړونو کې ویره خپره شوه او په ټول هندوستان او انگلستان کې د هغه د میړانې ، برلاسۍ او جنگیالیتوب نوم دومره و غوړید چې د زابلستان د دوړو په نوم چې په ایران او توران کې نوم لری نومیالی شو. ان دا چې د بمبـﺋـی د معمورې په بندر کې د آس د ځغاستې د لوبو په (شرط تړلو) کې یو تازی آس د هندوستان له ټولو آسانومخکې شو او دوه لکه روپۍ (شرط) یې وگټلې. اوس هغه آس ته یې د هغه د چټکی ځغاستې له امله د اکبرخان نوم ورکړشوی او د هغه په نامه یې یادوی” (۴۵)

په جلال آباد کې د انگلیس د لښکر پروړاندې د سردار اکبرخان گامونه:

سردار محمد اکبرخان مخکې له دې چې جلال آباد ته ولاړ شی ، لغمان ته ولاړ او د لغمان د بدیع آباد په کلا کې [چې د محمد شاه خان بابکرخیل کلا وه] د جنرال سیل او مکناتن د میرمنواو اوه تنو انگلیسی بولندویانو په گډون ټول انگلیس یرغمل چې شمیر یې ۴۴ تنه ښځی او نارینه وو ځای پرځای کړل. دغه یرغمل په دغې کلا کې تر څلورمیاشتوپورې بندیان ول او د محمد شاه خان له پلوه یې پالنه کېدله. په همدغه وخت کې د جلال آباد د لښکرکوټ له منځه د انگلیس سیاسی استازی مکریگر محمد شاه خان ته یو لېک ولیږه چې که :” انگلیس یرغمل خوشی کړﺉ نو تاته به دوه لکه روپۍ درکړل شی.” محمدشاه خان په ځواب کې ور ولېکل : “ستا لېک مې خوښ شو. خو گرانه دوسته! په دې پوه شه چې نه زما په دین کې او نه ستا په دین کې خیانت روا دﺉ.”(۴۶)

د سردار اکبرخان لښکرکوټ ته خبرونه رارسیدل چې په پیښاور کې د دښمن مرستـندوی لښکر د جلال آباد پر لور د خوځېدا په درشل کې دﺉ. سردار اکبرخان مخکې له دې چې د جنرال سیل پر وړاندې هرډول گام اوچت کړی ، لومړی یې د خیبرد غاښی د خولې تړلو ته پام اړم کړ، نو له دې امله د طره باز خان مهمند د غوږونو د ورتاوولو لپاره چې ددښمن په چوپړ کې ننوتلی وو یو بل تن یې چې د ولسی مشرانو بشپړ ډاډ پرې وو وموند او هلته یې ولیږه او دا سړی سعادت خان مهمند وو. سردار اکبرخان خپله دغه پریکړه په یوه لېک کې ناﺋـیب امین الله خان ته له لغمانه ولیږه او لېک په دې ډول وو:

ستره، درونده او زړه سواندیه! نن د پنځنۍ ورځ د پیښاور له لوری یو د ډاډ وړ سړی راغی او څرگندوی چې د پیرنگی د لښکر څلور زره تنه پیښاور ته را رسیدلی او له سیکهانو څخه یې پینځه زره تنه سرتیری له ځان سره را اخیستی دی ، په جمرود کې دیره شوی او د جلال آباد پر لور د راتگ تکل لری. ددغه خبر په اوریدلو مې مخـَورمیرآخورباشی احمد خان اسحاقزی له سلو تنو سپرو بدرگه او د خیبری غازیانو د لگښت لپاره له یو شمیر روپیو سره ولیږل ، زه په خپله د لوی څښتن په مرسته نن د آدینې (جمعې) ورځ له [تگړۍ] څخه خوځېدلی یم او گام په گام ځان (ډکې) ته رسوم چې هلته مخور سعادت خان ځای پرځای کړم او غواړم د خیبر وگړی راوهڅوم چې د نصاری د اورپکو او د سیکهانو د کفری سرتیرو مخه وربنده کړی. ددغه کار له بشپړېدا وروسته د جلال آباد جگړې ته مې ملا تړلې ده. هغه څه چې نن پیښ شوی دی همدا وو، په راتلونکی کې هر څه چې پیښیږی ، تاسو ته به په لیکلی ډول خبر درکړم. ښې چارې. [د محمد اکبرخان مـُـهـر]” (۴۷)

غازی سردار له ځان سره د اکر وکر ارزونه په ځیر کړې وه. د احمدخان اسحاقزی په لیږلو او د خیبر د وگړو په هڅولو او د طره باز خان مهمند پرځای د سعادت خان مهمند له ځای پرځای کولو سره سم خیبری افغانان له هر توکمه چې ول د سردار اکبرخان د نامه په اوریدلو د هیواد د ساتنې لپاره د انگلیسانو پر وړاندې راپاڅېدل. په دغو شپوورځو کې جنرال پالک په پنجاب کې د ځواک په راټولولو بوخت وو. د پیښاور پوځی بولندوی جگړن مکشن د انگلیس او سیکهانو یو پینځه زره کسیز لښکر له څلورو توپونو سره د ډگروال وایلد تر مشرۍ لاندې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې په وروستیو شپوورځو کې د خیبر دغاښی د پرانیستلو لپاره ولیږه. دغه لښکر له جمروده واوښت او علی مسجد ته په رسیدلو سره سم د اپریدی افغانانو له ناڅاپه برید سره مخامخ شو او په همدغه برید کې له دښمنه ۱۲۰ تنه مړی پرډگر راپریوتل. په دویم برېد کې ډگروال وایلد ټپی شو او د سیکهانو لښکر له ویرې دومره ترهوری شو چې په علی مسجد کې یې دډگروال وایلد او نورو انگلیسی بولندویانو پروړاندې سرغړاوی او بغاوت ته لاس واچاوه او په تیښته یې د پیښاور پر لور ودانگل. (۴۸)

له دغې شېبې وروسته خیبر د ملی مجاهدینو ترڅارونکو سترگولاندې راغی او د اپریدیو او مهمندو وگړی د انگلیس د لښکر پروړاندې جگړې ته چمتو شول. په دې تړاو د سعادت خان مهمند د چارو د سمبالوونکی ملا رفیق سلطان پوری له پلوه د ناﺋـیب امین الله خان په نامه کابل ته یو لېک ولېږل شو چې د خپل تأریخی ارزښت له اړخه د اپریدیو افغانانو او د سردار اکبرخان د لاس ته راوړنو په اړه تاند او تازه سکالو راڅرگندوی. لېک داسې دی:

” د سترو نومونو ښاغلی خاوند، هیواد گټونکی ، ستوری لرونکی تورکښ تورزن، د ټولو پاچایانو د پاچاهۍ پرلوړ پلاز ناست، ستر مخکښ، لوی څښتن اود پاچایانو پاچا ته نیږدې نواب صاحب (نواب محمد زمانخان) او د ډیرو ستاینو لرونکیه!
زما مخور او نومیالی سر لښکر امین الله خان چې لوړ ستوری دې لا لوړ وی او سترڅښتن دې د بدچلندې زمانې له بدیو په خپله پناه کې وساتی او لوی څښتن ته د ستر سجده کوونکی سپیڅلی نبی د سپیڅلی نوم په نامه !
ددغې سیمې خبرونه په داسې ډول دی چې په پیښاور کې دیره د پیرنگیانو مهکشن (پولیټیکل ایجنټ) یو شمیر کسان را ټول کړی ول او پرخیبر را واوښتل؛ خو د خیبر وگړو له مخور احمدخان سره یو ځای پرې برید وکړ او مهکشن یې دړې وړې کړ او په لعل پوره کې ناست طره بازمهمند هم په تیښته پیښاور ته ولاړ.اوس سعادت خان مهمند په لعل پوره کې ناست او خپل ځای یې نیولی دﺉ او د تگاب – جلال آباد تاجیک او افغان مشران ټول د بریا گټونکی سردار محمد اکبرخان په رکاب کې جگړې ته چمتو ولاړ دی او سردار په خپله په چهارباغ کې دیره او د لښکر د خوځولو تکل یې کړی دﺉ. مکریگر په جلال آباد کې کلابند دﺉ او د جلال آباد په سیمه کې په ځانگړې توگه په سرخرود کې نور څه نه دی پاتې او زما زوی چې کوشنی ماشوم وو سردار خیرالله خان په چپاو تښتولی دی. هیله لرم چې یو څنگیز لېک د سردار خیرالله په نامه ډالۍ کړۍ چې د څښتن په دربار کې به تاسو ته اجر در په برخه شی ، واجب…” (۴۹).

د همدغه لېک تر شا لېکل شوی دی چې :تاجیکان او غلجیان له سردار اکبر خان سره په یوه غږ دی او پیرنگیانو د زمَرانیو، چکنوریانو او علی خیلو څو کلا گانې ویجاړې کړی دی. پایله د څښتن په لاس کې ده. د مخور سعادت خان مهمند د مریـی : ملارفیق سلطانپوری لېک

په دې توگه څرگندیږی چې سردار اکبرخان مخکې له دې چې په جلال آباد کې پرجنرال سیل برید وکړی د دښمن د مرستندویه لښکر پروړاندې یې د خیبر دره د اپریدیو او مهمندو په لاس تړلې وه او ترڅنگ یې پر جلال آباد د لښکر د خوځښت لپاره د ولسی جنگیالیو لښکر پرځان را ټول کړی وو. د هغه دغه گام د سوق الجیشی او پوځی تاکتیک له اړخه د جگړې د ډگر پر پوځی عملیاتو پیاوړې اغیزه وشیندله او د سیکهانو د کنډکونو او د انگلیس د ډلگیو د پوځی ډلو مورال یې لا نور هم ور پیکه کړ.

لغمان ته د سردار اکبرخان راتگ د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د انگلیسانو پروړاندې پیاوړی احساسات را وپارول او د سپین غر او تور غر په لمنو کې میشت ډلې ډلې او بیلا بیل پښتانه توکمونه سره له خپلو مشرانو د غازی او مجاهد سردار د لښکر پرشپول راتاو شول. د جنوری په ۱۸ سردار اکبر خان له پینځه زره تنو سپرو او لس زرو تنو پلیو جنگیالیو سره له لغمانه د جلال آباد پر لور را وخوځېد چې جلال آباد د جنرال سیل تر مشرۍ لاندې د دیره شوی دښمن لښکرله لاسه را خلاص کړی.

ولسی جنگلیالیو د ښار پر مورچلونو درې پیاوړی بریدونه تر سره کړل او دښمن ته یې کلک ځانی او مالی تاوانونه واړول، د دښمن لښکر یوازې د پیښاور له لوری د مرستندوی ځواک رسیدا ته د هیلو سترگې رغړولې.
د همدغو بریدونو په ترڅ کې سردار اکبر خان ته خبر را ورسید چې په پیښاور کې دیره شوی دښمن بیا ځان د پوځ راټولولو ته چمتو کړی ؛ نو له دې امله غازی سردار د سترگو په رپ کې د خیبر د غاښی د پیاوړی کولو لپاره د سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجی تر مشرۍ لاندې درې زره جنگلیالی د خیبر درې ته واستول. وروسته سردار اکبر خان د یوه یرغمل انگلیس په لاس جنرال سیل ته یو لېک ولیږه او ټینگار یې وکړ چې که له لښکر سره ځان ور وسپاری او ښار پریږدی نو هغه ته ډاډ ورکوی چې انگلیسی لښکر به ژوندی د خیبر د درې هاغه بل لوری ته وسپاری، خو جنرال سیل چې د کابل د لښکر پوپنا کېدنه په سترگو لېدلې وه ددغسې یوه گام اوچتولو ته زړه ښه نه کړ.

ارواښاد کهزاد لیکی: اکبر خان د وینو د تویولو د مخنیوۍ لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې چې د انگلیس له استازی مکریگر سره اړیکی ټینگ کړی او د خبرو اترو له لارې دښمن دې ته اړ کړی چې جلال آباد پریږدی خو د انگلیس استازی مکریگر خبرو اترو ته نه غاړه نه ایښودله. کهزاد د موهن لال د وینا له مخې لیکی : ” ما په کابل کې په خپلو سترگو هغه لېک ولېد او ومې لوست چې سردار اکبر خان پکې لیکلی ول: ” کافر مکریگر په هېڅ ډول خبرو اترو ته غاړه نه ږدی او نورو لکه ډگروال وینی ،جگړن برادفټ او تورن ابوت ځانونه په جلال آباد کې ټینگ نیولی دی ” (۵۰)

یو وار جنرال سیل یوې چلوټې ته لاس واچاوه. جنرال سیل د یو لک روپیو ( د نوای معارک په وینا پینځوس زره روپیو) په منلو د سردار اکبر خان ساتونکی پاینده محمد کاکړی وهڅاوه چې سردار له منځه یوسی. یوه ورځ سردار د ښار له استحکاماتو څخه لېدنه کوله او غوښتل د استحکاماتو ضیعف ټکی ومومی چې د شا له لوری پاینده محمد توپک پر سردار را تاو او هغه یې په ډزو وویشت ، سردار مړنه شو ، یوازې ټپی شو. نور ساتونکی را ورسیدل او پاینده محمد یې ونیو. هغه ومنله چې انگلیسانو غولولی دی. سردار اکبرخان په میړانې هغه وبخښه او له گناه یې ور تیر شو. خو سردار سلطان احمد خان د نوموړی سزا په لاس کې ورکړه او له منځه یې یووړ چې په راتلونکی کې د نورو خاﺋـنینو لپاره د عبرت درس وگرځی. له هغه وروسته انگلیسانو په درغلنې گنگوسې خپرې کړې چې پاینده محمد دغه ماره د شاه شجاع په لارښوونه کړې ده. (۵۱). حال دا چې شاه شجاع د کابل په بالاحصار کې د خپل ځان ساتنه نه شوای کولای.
له همدغې نیټې وروسته ټول انگلیسی یرغمل تر کلکې څارنې لاندې ونیول شول. په لغمان کې له انگلیسی یرغملو څخه داسې لېکونه ترلاسه شول چې له جنرال سیل سره یې د لېک راکړه ورکړه درلودله. له همدې امله له جنرال الفنستون او برگید شلتون څخه تورې واخیستل شوې او د هغوی د ساتونکوشمیره دوه ځله ورزیاته شوله. له دغې پیښې څخه په بیړه کابل ته خبر ورکړل شو او له ملی مشرانو څخه یې مرسته وغوښتله، بارکزیو او د ښار ستر روحانی میر حاجی ، شاه شجاع ښه وزبیښه او اړ یې کړ چې پرته له ځنډه د جهاد د خپریدا امر دې ورکړی او د اکبرخان د مرستې لپاره دې جلال آباد ته ورشی ، خو شاه شجاع خبره نن سبا ته غورځوله او اکبرخان ته یې د مرستې له لیږلو څخه اوږه سپکوله.

اکبرخان ته د مرستې په رسولوکې د شاه شجاع پلمې:

له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو درې مېاشتې وروسته شاه شجاع سره له دې چې د هېواد د پاچا نوم یې له ځان سره درلود د داسې یوه بندی په ډول راگیر وو چې د هغه کوکارو ، چیغو، بوغارو او سپکو هره شېبه د وگړو پام ځان ته راگرځاوه خو ولس له دې سره سره دغه سپکې سپورې زغملې. بارکزیو او پلویانو یې شاه شجاع د زبیښاک په منگولو کې را ونیو؛ هغوی لومړی غوښتل چې بالاحصار دې ور وسپارل شی او که پاچا هم وی نو له خپل ځواک سره دې د جلال آباد پر لور وخوځیږی او په لغمان کې دې د سردار اکبرخان له دیره لښکر سره یوځای د یرغلگرو پیرنگیانو پروړاندې وجنگریږی، خو شاه شجاع پلمې لټولې، نن او سبا یې کوله، اوسترگو یې له کندهار او جلال آباده د انگلیس د ځواکونو رسیدلو ته لارې څارلې. څرنگه چې مخکې مووویل د ۱۸۴۲ زکال د مارچ د مېاشتې پر اوومې نېټې چې سردار اکبرخان د جلال آباد د ښار له دوه مایلی گوټ څخه پر انگلیسی لښکرکوټ ډزې کولې او انگلیسانو په خپلو توپونو په پرله پسې ډول پرغازیانو اورونه وَرَول ، جلال آباد ته د شاه شجاع له پلوه د جنرال سیل په نامه دوه لېکونه را ورسیدل. په یوه لیک کې شجاع انگلیسانو ته گواښ کوی چې ښار دې پریږدی خو په بل لېک له ستاینو وروسته له انگلیسانو څخه پوښتی چې ستاسو پخه او کره موخه څه ده ؟ ځکه نور نه شی کولای جلال آباد ته د ولس د مجاهدینو د خوځېدا مخه ونیسی چې ته د اکبرخان مرستې لپاره ور ودانگی.” (۵۲)

په دې توگه شاه شجاع درې میاشتې د پلمو تر سیوری لاندې تیرې کړې او د جلال آباد غازیانو ته هیڅ ډول مرسته ونه لیږل شوه. د شاه شجاع د ځنډ او خنډ دغو پلمو، د مجاهدینو د مشرانو په منځ کې په ځانگړې توگه د نواب محمد زمانخان [ولس ټاکلی پاچا او د ملی مورچل مشر]او د هغه مرستیال یعنی امین الله خان ترمنځ اختلافات رامنځته کړل. ناﺋـیب امین الله خان د ملی مجاهدینو په منځ کې د خپل مخورتوب او نوم له کبله چې په ملی مورچل او بالاحصار کې یې درلود، له کابله د انگلیس د لښکر له وتلو وروسته د شاه شجاع د حکومت د ناببره او بیړنۍ راپرځېدنې مخه نیوله او دغې خبرې د بارکزیو او د هغوی د پلویانو ناخوښۍ را پارولې وې . ناﺋـیب امین الله خان هڅه کوله چې شاه شجاع د اکر وکر (حالت) په نازکۍ سم پوه کړی او د پاچا او نواب محمد زمان خان ترمنځ د پوهاوی منځگړیتوب وکړی. هغه هڅه وکړه چې پر بارکزیو دا خبره ومنی چې شاه شجاع دې د پاچا په توگه پاتې شی او شاه زمان دې د هغه د وزیر په توگه وټاکل شی او بارکزی دې هم له خپل فشار او ټینگ دریځ څخه راکوز شی ، شاه شجاع دې د غازیانو په ډله کې له ځان سره واخلی او د جلال آباد پر لور دې وخوځیږی. (۵۳)
په ملی مورچل کې د ناﺋـیب امین الله خان هغه پریکړه چې شاه شجاع دې خپلې پاچاهۍ ته له انگلیسانو سره د جگړې په آړ(شرط) دوام ورکړی ، په لغمان کې سردار اکبرخان ته هم د منلو وړ وه خو سردار د شاه شجاع په خټه کې د پرتې درغلنې له تومنې څخه په څرگنده خبر وو، سردار کابل ته خبر ورکړچې که پاچاپه خپله کړنه او وینا کې رښتونی او سپین سپیڅلی وی نو په بیړه دې له خپل ځواک سره د جلال آباد پرلور را خوځیږی. له بله اړخه له دې چې د ارواښاد میرواعظ زوی میرحاجی له کابله د غازیانو په خوځېدا کې خنډ او ځنډ په کلکه غانده ، نو شاه شجاع هم یا د ځان له ویرې یا د خپلې پاچاهې د نړېدنې له ویرې له انگلیسانو سره د جگړې په موخې د جلال آباد پر لور خپل چمتو والی څرگند کړ خو بیا یې هم د پردې تر شا ددغه گام اوچتول د بارکزیو د زبیښونکی فشار له امله گاڼه. (۴۵)

هر گوره ، د ۱۸۴۲ زکال د اپریل د مېاشتې په څلورمې نېټې (۱۲۵۸ ق د صفر ۲۲) پاچا خپل ځواک د بالاحصار د ختیځې دروازې په ۴ کیلومترۍ کې د سیاه سنگ په ډگرکې ولېد ، پاچا چې د غازیانو په مشرۍ کې د ملی مورچل یو شمیرمخور کسان لکه د نواب صمدخان زوی محمد عثمان خان او د نواب محمد زمان خان زوی شجاع الدوله او نور ولېدل نو د ولاړو سرتیرو د ډلو له مخې د تیریدا په وخت کې یې د خپلې ډولۍ څادر ددې لپاره راکوز کړ چې سترگې یې پرهغوی نه لگیږی. د پاچا دغې کړنې د نوموړو مخورو کرکه را وپاروله. په همدغې ورځ له لاهوره د سردار سلطان محمد خان یو لېک په ناڅاپی ډول د هغه وراره نواب محمد زمانخان ته را رسیدلی وو چې په هغه کې یې په پیغور لیکلی ول: د دوست محمد خان زوی کوشنی لات (مکناتن) وواژه ، که تاسو د میـړنتوب او غیرت پگړۍ پر سر لرۍ نو لوی لات (شاه شجاع) ژوندی مه پریږدۍ” (۵۵)

دغه لېک د نواب محمد زمانخان د کورنۍ د ټولو غړو ترمخ په لوړ غږ ولوستل شو چې د ځوانانو وینې یې په خوټېدا راوستلې. د نواب محمد زمان خان د زوی شجاع الدوله او د هغه د اکا د زوی محمد عثمانخان غیرت یې را وپاراوه او په پټه خوله یې له شاغاسی دلاورخان اونورمحمد خان ریکاء سره د شاه شجاع د وژنې پلان جوړ کړ. شاه شجاع د شپې په تیاره کې له خپلې کیږدۍ څخه بالاحصار ته راغی چې د پاچاهۍ سره زر او ارزښتناکه ډبرې له ځان سره را واخلی. د شاه شجاع د وژنې پلان جوړونکی د شاه له راتگه خبر شول او کرۍ شپه یې د بالاحصار اوسیاه سنگ ترمنځ په پلنډۍ (جبه زار) کې تیره کړه. د لمرخاته وخت نیږدې شو چې د شاغاسی دلاور او شجاع الدوله سترگې پر څلور تنو چوپړمارانو واوښتلې چې پیټی پراوږو روان ول. کله چې دوی راورسیدل شجاع الدوله له خپل پټـنځی څخه راووت او پر پـیټی وړونکو یې ډزې پیل کړې. چوپړماران و ترهېدل او په تیښته یې وځغستل، شاه شجاع ټپی شو او په غلې خولې یې ځان د خړ سهارپه تیاره کې د اوبو په یوې وچې ویالې کې پټ کړ. شجاع الدوله ډیرې لوڅی پوڅې وکړې چې شاه شجاع ومومی خو بریالی نه شو، د خپل آس مخ یې راتاو کړ ، لا نه خوځیدلی چې شاغاسی ورباندې غږ وکړ لنډی مار ژوندی مه پریږده. دواړو بیا په پلټلو پیل وکړ، شاه شجاع یې وموند او شجاع الدوله ورباندې برید وکړ. په دغه وخت کې شاه شجاع په ساندو وویل :” سرداره ! ما سرکار څه گناه کړیده؟” شجاع الدوله په ځواب کې وویل:” ستا گناه له ولس او اسلام سره غداری او له کفارو پلوی ده” د دې په ویلویې بیا پر شاه شجاع ډزې وکړې او شجاع سوټ موټ پرځمکه راپریوت. ( دصفر د مېاشتې ۲۳، ۱۲۵۸ ق چې د ۱۸۴۲ ز کال د اپریل د مېاشتې له پینځم سره سمون خوری.” (۵۶)
د اکبرنامې په وینا کله چې شجاع الدوله د خړ سهار په خړې تیارې کې شاه شجاع د یوې ویالې په منځ کې وموند نو پرهغه د د گوزارکولو پرمهال د دواړو ترمنځ دغه خبرې کښته پورته شوې:
خدا یاد کن بگذر ازین کین من فراموش مکن حق دیرین من
ژباړه: لوی څښتن دریاد کړه او ما سره دغه دښمنی مه کوه او پخوانی حق مې مه هیروه

او شجاع الدوله په ځواب کې ورته وایی:
شجاعش بگفت: ای ستمکاره کیش توکی شاه بودی کی خوانی بخویش؟
توبـــومی که بــودت ز شاهی خطاب شـــد این بــوم از ظــل شومت خــراب
ژباړه: شجاع [شجاع الدوله] ورته وویل: اې ناتارگره درغلنه زورواکیه! ته پاچا وې ، اوس به د ځان د بچـَونې لپاره څوک رابولې؟ ته کونگ یې خو تا ته د پاچا نوم درکړ شوی وو، ستا له کرغیړن شامته دغه ټاټوبی ویجاړ شو

د بالاحصار انځور په ۱۸۴۲ ز کال کې انځورگر: بریدمن ایر

شجاع الدوله په خپلې میړانې دغه تور څاڅکی چې د افغان ولس پر سپڅلې لمنې څڅېدلی ووپاک کړ او د یرغلگرو د نیږدې دوست او ملاتړونی ټغزېې چې د ملی ولسی موخوخنډ گرځېده راټول کړ ، بیا نیغ په نیغه د ملی مشرانو د خبرولو لپاره وَرَغی. د شاه شجاع د وژنې خبر په بیړه په بالاحصار او سیاه سنگ کې خپور شو. د پاچا مړی یې د کابل په چهارباغ کې د تیمورشاه د قبر ترڅنگ ښخ کړ. خو د پاچا مړینې د ولس په منځ کې کومه اغیزه ونه شیندله، ان د مړی د جنازې په بدرگې کې دا گنگوسې تر غوږو کېدلې چې [لوی لات له کوشنی لات سره یوځای شو].

د جلال آباد د کلابندۍ د نندارې یوه برخه او پر مجاهدینو د انگلیسانو ډاکه اچول:

تورن ابوت د جلال آباد د لښکرکوټ د دیوالونو ترشا د افغانی ځواکونو یو انځور داسې را انځوری: زموږ د توپونو د اور له اغیزو لیرې د یوې غونډۍ پرسر یو سپره ډله را ښکاره شوه او د هغوی پلیو جنگیالیو د سیمې په لوړو ژورو کې مورچلونه ونیول او په پرله پسې ډزو یې ان پرته له دې چې نښه ونیسی او یا یې د اور موخه څرگنده وی، پیل وکړ. هغوی څلور بیرغونه درلودل ، دوه بیرغونه په سره رنگ ول ، یو یې په سپین رنگ وو چې شنې (آبی) کرښې پکې کښل شوې وې او بل یې تک سپین وو. د هغوی له منځه یو تن زوړ ملا را ووت او د یوه اوږده باڼـسی سوټی پر سر یې یو سپینه پگړۍ و ټومبله او بیا یې لوړه کړه. ماښام شا او خوا ټول بیرته ولاړل. د هغوی له ډلې څخه شپږ تنه د ختیځې دروازې د سرتیرو په ډزو کې چې د شپې له پلوه یې د ډزو اجازه درلودله له منځه ولاړل. په دې توگه د کلابندۍ لومړۍ ورځ پای ته ورسیدله او دښمن ډیره وسله بې ځایه و کارَوله.”

د مارچ د مېاشتې په لومړۍ نیټې اکبرخان د خپل لښکر د بولندې گرځند مرکز له آمو خیلو (د ښار له ۱۲ مایلی واټن) څخه د ښار یو مایلی واټن ته نیږدې راووړ او د میرآقاجان د کلا په شاو خوا کې یې مورچل ونیو. د کابل د سیند د بهیدا لړۍ د افغانی لښکر کیڼې خواته وه او د لښکر یوه برخه د یوې تپې پر سر راپورته شوه ، دغه غونډۍ د سردار د بولندې د مرکز د لویدیځ گوټ پر درې سوه متریز واټن سپره وه او افغان جنگیالیو له هماغه ځایه د پیرنگی سپرو پرکرښو ډزې پیل کړې. د مارچ په ۲ او ۳ نېټو د دواړو خوا وو اور دوام وکړ. د مارچ په ۴ نېټه د جلال آباد د ښار د ختیځ دوه مایلی گوټ ته د توکمیزو جنگیالیو ډلې ولیږل شوې او د مارچ تر۸ د دواړو خوا وو اور له همدغه اړخه دوام وکړ او انگلیسانو پر هغوی د خپلو توپونو پرله پسې ډزې کولې.” (۵۷)

د ابوت د یادښتونو پر بنسټ په همدغه ورځ د شاه شجاع دوه لېکونه د جنرال سیل په نامه جلال آباد ته راورسیدل چې یو یې رسمی او بل یې خصوصی وو. په رسمی لېک کې شاه شجاع انگلیسانو ته گواښ کړی وو چې که جلال آباد پرینږدې نو د هغوی پرضد به لښکر ولیږی خو په خصوصی لېک کې یې لېکلی ول:” له دې زیات نه شم کولای د ملی مجاهدینو د ځواکونو خنډ شم او ماته خبر راکړﺉ چې ستاسو کره او رښتونې موخه څه ده؟” جنرال سیل په رسمی ډول ځواب ورکړ چې اوس نیغ په نیغه د جنرال پالک تر امر لاندې یم. د مارچ د ۸ په همدغې ورځ افغانانو د انگلیس پر یوه توپ برید کړ او هغه یې ونیو خو د انگلیس د ۹ پوندیز توپ اور، نوموړی توپ ددوی له لاسه واخیست.

د مارچ په ۱۰ نیټې سردار اکبر خان د ښار د جنگی برجونو د نړولو لپاره د کنډر (نقب) وهلو تابیا تر لاس لاندې ونیوله. دوه ورځې وروسته د انګلیس د توپچی ځواک بولندوی تورن ابوت ټپی شو. د مارچ په ۱۴ نیټې د جلال آباد د ښار په یو کیلومترۍ کې ملی جنگیالیو خپل ټول ځواک را ټول کړ اود مارچ تر ۱۷ نیټې له همدغه گوټه د بریدونو لړۍ دوام وکړ. د مارچ په ۱۸ نېټه ملی جنگیالیو یوه غونډۍ چې انگلیسانو( د چلم غونډۍ ) بلله ونیوله. دانگلیس پرلښکرکوټ د جنگیالیو کړۍ ورځ په ورځ تـنگېدله. انگلیسان د خوراکی توکو او واښو له اړخه له کلکې تـنگسې سره مخامخ شول. په همدغو شپو ورځو کې جنرال سیل دروهه (دسیسه) جوړه کړه چې د یوه افغان له لارې سردار اکبرخان ووژنی، خو دروهه بریالۍ ونه ختله او برید کوونکی خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اپریل د مېاشتې په لومړیو کې یو خبر خپور شو چې انگلیسانو د هغه رښتونوالی ته سترگې غړولې چې په حقیقت کې دغه پیښه نه وه رامنځته شوې، خو ددغه خبر خپریدنه چې د جگړې برخلېک یې ټاکه ، د انگلیسانو په گټه وه. دغه خبر د خیبر په دره کې د جنرال پالک ماتې او د هغه په شا تگ ته نغوته کوله او خبر د اپریل د مېاشتې په پینځمې د جگړې په ډگر او د جلال آباد د لښکر کوټ د دیوالونو په شااو خوا کې په یوه وخت کې خپور شو. غازیانو خپله ښادی د ډزو په کولو څرگنده کړه خو په کلا کې د راگیر او کلابندو انگلیسانو سترگو چې لا تر دغې شېبې یې د جنرال پالک د مرستندویه ځواک د رسیدا لارې څارلې ناهیلې شولې او پوه شول چې د هیلو د لارو څارل نوره گټه نه لری او خپل برخلیک باید په خپله جوړ کړی. حقیقت بل څه وو، او هغه دا چې جنرال پالک په توپونو سمبال له خپل لس زریز لښکر سره په دې بریالی شوی وو چې د خیبر د درې د توکمونو مقاومت ورمات کړی. ددغه خبر سرچپه خپریدا په کلا کې د کلابندو انگلیسانو په گټه ځکه پای ته ورسید چې هغوی د نومیدۍ په وروستینو شیبو کې پریکړه کړې وه چې د سبا ورځې د سپیده داغ له رسیدا مخکې د خپل ټول ځواک په کارَولو به نیغ په نیغه د سردار اکبر خان پرکمپ برید ور وړی او د خپل ځان او د جگړې برخلیک به هرو مرو ور ټاکی. جنرال سیل په لومړی سر کې د پوځ او د بولندویانو دغه پریکړه نه منله خوپه پای کې یې ومنله او د اپریل د مېاشتې په ۷ نیټې له لمرخاتو مخکې انگلیسی ځواکونه له دوه اړخونود کابل د دروازې او د پیښاور د دروازې له لوری ناڅاپه راووتل ،غازیان په خوب بیده ول او د غازیانو کمپ یې د توپ او توپکو تر کلک اور لاندې ونیو. سردار اکبرخان په ټپی ځان جگړې ته راووت خو د دښمن په مخنیوۍ کې د هغه هڅو هېڅ گټه ونه کړه او د غازیانو د توپونو غږونه هغه مهال راپورته شول چې دښمن د کمپ ۸۰۰ متریز واټن ته رسیدلی وو. په پای کې د غازیانو کمپ له ترهورۍ او گډوډۍ سره مخامخ شو او مخکې له دې چې د لمر وړانگې د ځمکې پر مخ راپریوزی انگلیسانو د غازیانو کمپ ونیو.(۵۸)

سردار اکبرخان د خپلو جنگلیالیو یوه برخه له لاسه ورکړه او د پیښې خبر یې کابل ته ورکړ او په کابل کې له میشتو مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه خو په خواشینۍ چې له کابله سردار اکبرخان اود جلال آباد او لغمان غازیانو ته هېڅ ډول مرسته ونه رسیدله.

د انگلیسانو نوې دیپلوماسی اوسردار اکبرخان ته د انگلیسانو پیغام:

د ملی مجاهدینو په مټ د کابل � جلال آباد د لارې په اوږدو کې د انگلیس د لښکر له پو پنا کیدنې وروسته انگلیسانو نوې دیپلوماسی را خپله کړه، هغوی د هند گورنرجنرال لارد اوکلند له کاره گوښه او پرځای یې لارد ایلنبرو د هند د نوی گورنر جنرال په توگه و ټاکه.

اوکلیند د ۱۸۴۲ ز کال د مارچ د میامشتې په ۱۵ نېټې د هندوستان د ځواکونو سترپوځی بولندوی ته خپلې وروستۍ لارښوونې د پاڼې پرمخ په دې ډول ولېکلې :” د کابل د نیواک له پیله په دغه هیواد کې اله گوله روانه وه. له ۱۸۴۱ ز کال وروسته ددغې اله گولې لمنه په کندهار او کابل کې پراخه شوه. دغه بدلون اوپاڅون زړه بوږنونکې او خونړۍ پایلې را وزیږولې او په حقیقت کې دا له پـړوالی ډکه هغه پیښه ده چې د هندوستان په تأریخ (د انگلیس نیواک گر تأریخ) کې ساری نه لری. د دغې پیښې سرچینه د افغانستان د ملت له ټولیز ولسی مخالفت څخه را پیل کیږی چې زموږ پر وړاندې یو موټی شول او دغې جگړې ته یې یوه ملی � مذهبی بڼه ورکړه.له دغې پیښې څخه راختلې پایلې موږ ته راښیی چې که موږ بیا هم افغانستان ونیسو خو بیا به هم موږ ته د یوه لویدیځ یرغلگر په توگه وگوری، زموږ په وړاندې به ودریږی چې دا به زموږ د پیاوړتیا لامل نه بلکه زموږ د زمولتیا (تضعیف) لامل وگرځی ؛ له دې امله زه وړاندیزکوم چې په افغانستان کې د انگلیس د [پرمختگ � فارورډ] له پالیسۍ څخه دې په بشپړه توگه لاس واخیستل شی.” (۵۹)

د هند نوی وایسرای مټې را بډ وهلې چې د نوې پالیسۍ په رڼا کې بندی دوست محمد خان ته د نیږدې کېدو له لارې د انگلیس ور پاتې پت او پوځ ژوندی وساتی ، خو امیر دوست محمد خان په کلکته کې نه وو ، هغه په جبال منصوری کې وو. د ۱۸۴۲ ز کال په مارچ کې امیردوست محمد خان کلکتې ته راغی. امیر د هندوستان له تودوخی تر دوه وو سوږمو رسیدلې وو او د بندیتوب خوندې یې ښه څکلی وواو په بر لاس د هیواد له ټول روان سیاسی اکر وکر او کړکیچ څخه بې خبره ساتل شوې وو چې ناببر له ایلنبرو سره مخامخ کړاې شو او د خپل انتظار برخلاف یې د هندوستان نوی ټولواک د موم په شان نرم ولېد چې د یوه زړه سواندی ورور په توگه ورته ښکاره شو.

اوراښاد غبار لیکی:” لارد ، امیر ته وویل : د انگلیس دولت چمتو دی چې خپل پوځونه له افغانستانه هندوستان ته را وبولی او تاسو د افغانستان د پاچاهۍ پر گدۍ کښینوی. سر له اوسه د انگلیس دولت به ستاسو دښمن نه ، بلکه ستاسو دوست وی، تاسو د انگلیس ددغه چال چلند په تړاو څه وایاست؟” (۶۰)

څرگنده ده چې امیردوست محمدخان ته د پخوانی دښمن دغه وړاندیز له هک پکوالی ډک وو. امیر مننه وکړه. له هغه وروسته ایلنبرو خپل کوشنی آړ (شرط) را وړاندې کړ چې د انگلستان لپاره یې
ستر ارزښت او د افغانستان لپاره یې نه سکینده (جبیره) کیدونکی تاوان درلود او هغه دا وو چې : “سردار محمد اکبرخان د انگلیس د ځواکونو پروړاندې د ولس د مجاهدینو سر وال بولندوی دی. امیر دې خپل زوی ته امر وکړی چې له خپلو ځواکونو سره دې له جلال آباده تاشقرغان ، د هندوکش د غرونود لړۍ هاغې بلې غاړې ته په شا شی او همدا رنگه د افغانستان د ملی مجاهدینو مشران دې خواره واره کېدلو ته اړ کړی. ځکه چې انگلیس غواړی ځواکونه یې د انگلیس د سترواکۍ د پت د ساتلو او د یرغملو د ژغورنې لپاره د افغانستان د ولس له خنډه پرته کندهار، پیښاور او له جلال آباده کابل ته ولاړ شی اوله افغانستانه پرته له جگړې راووځی او په بدل کې به یې امیر دوست محمد خان سره له خپلو ۱۵۰ کورنیو د افغانستان د پاچاهۍ د گډۍ د نیولو لپاره له هندوستانه وخوځیږی… امیر دوست محمد خان د ایلنبرو دغه وړاندیز ته پرته له خنډ او ځنډه غاړه کښیښودله او خپل لېک او نښه (عینکې او د نصوارو ډبلی) یې د سردار اکبر خان په نامه ولیږل. سردار اکبر خان نه شوای کولای د پلار امر پر ځای کړی.

له هغه وروسته انگلیسانو هڅه وکړه چې د انگلیس د یرغملو پاتـنجر،مکنزی او نورو له لارې له سردار اکبر خان او جنرال سیل سره د دوه اړخیزو خبرو اترو د لړۍ د پرمخ بیولو نوښت په لاس کې واخلی او اکبرخان دې ته اړ کړی چې د پلار لېک او پیام ومنی. حال دا چې سردار اکبرخان او ملگرو یې لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمدخان دغې خبرې ته غاړه نه ایښودله. سردار اکبر خان او ملگرو یې ټینگار کاوه چې په جلال آباد او کندهار کې میشتو انگلیس ځواکونو ته به لاره ور کړی چې روغ رمټ له افغانستانه ووځی خو آړ دا دی چې د پیښاور ځواکونه دې له ځایه ونه خوځیږی او کله چې امیردوست محمد خان پیښاور ته راورسید نو انگلیسی یرغمل به خوشې شی. انگلیسانو چې د اکبرخان دغه دریځ ولېد نو نوی گواښ ته یې لاس وغځاوه او جنرال سیل د ایلنبرو له خولې سردار اکبرخان ته پیغام ورکړ چې که :” سردار اکبرخان د سولې دغه وړاندیز ته غاړه کښیـنږدی چې له یوې خوا د زیاتو وینو تویولو مخه نیسی او له بلې خوا افغانستان د انگلیس د ځواکونو له نیواک څخه خلاصون مومی او هم پاچاهی بیرته امیر دوست محمد خان ته ورگرځی نو د سولې او خبرو اترو ټغر در ټول وبوله او امیر دوست محمدخان به سره له خپلې کورنۍ د سردار اکبر خان د میرمنې په گډون له یوه مخه لندن ته وشړل شی او په هاغه وخت کې د انگلیس دولت د هغوی په حق کې د هیڅ ډول اسلامی قانون د پلی کولو ډاډ نه شی ورکولای اونه په لندن کې داسې اسلامی قانون او زده کړې شتون لری.” (۶۱)
دغه پیغام په رښتونی ډول زړه بوږنونکی وو ځکه د دغې خرنگۍ (حربې) تیره څوکه د سردار اکبر خان کورنی پټ او نوم ته نیغه وه. راځی خپل سرونه د خپل نیاو (انصاف) گریوان ته راټیټ او د یوې شېبې لپاره د وزیر اکبرخان دریځ را خپل کړو. که دغسې یوگواښ (هغه هم د یوه ټپی دښمن) له پلوه چې د اکبرخان پت او ناموس ته ورپیښ وو، موږ ته راپیښ شی آیا د خپل ناموس او پټ د ژغورنې لپاره مو هلې ځلې نه کولې؟ شک او شوپیان نشته چې له مقاومت څخه د لاس اخیستنې د آړ پرځای به مود خپل ناموس او پت د ژغورنې لپاره لا بدترینو آړونو ته غاړه ایښې وای ځکه په افغانانو کې یو متل دی : شتمنی له سره او سر له ناموسه ځار. نو سردار اکبر خان هم یوپتمن افغان بچی وو او د همدغې خاورې په لمنه کې یې خاپوړې کړې او د همدغه ټاټوبی اوبو او هوا روزلی وو. هغه به څنگه نشوای کولای چې خپل سر له خپل افغانی پت ، نوم او ننگه ځار نه کړی؟ آیا هغه دا حق نه درلود چې د لنډې مودې لپاره د داسې یوه دښمن پر وړاندې چې یو ځل یې د هغه له لاسه ماتې خوړلې وه له مقاومته لاس پر سر شی؟ او ښایی د همدغه دښمن ماتونکی ولس په مټ او غیرت ددښمن کوپړۍ بیا ورماته کړی، آیا هغه دا حق نه درلود چې د خپلې کورنۍ د پت د ژغورنې لپاره چې د ټول افغان ولس ننگ او ناموس گڼل کېده هلې ځلې ونه کړی؟

د هېڅ ننگیالی افغان پت به دا اجازه ور نه کړی او نه زموږ د ټاټوبی په تأریخ کې داسې بیلگه لېدل کیږی چې څوک دې د خپل ناموس او پت پروا ونه لری، او دا ټټر دې ووهی چې د نورو د ناموس پروا به ساتی او د هغوی ساتنه به کوی او ولس دې هغه د خپل مخکښ مشر په توگه و پیژنی. له دې امله د نیاو له مخې موږ باید سردار اکبرخان ته دا حق ورکړو چې د خپل پت د ساتنې لپاره وَړَندې (مناسبې) لارې چارې ولټوی.

سردار اکبر خان تر دغه دمه د ژور ټپ له امله کړیده او په خپل مټ کې یې له دښمن سره د زور وهلو وسه په ځان کې نه لېدله ، له خپلو نیږدې دوستانو لکه محمدشاه خان بابکر خیل او سردار سلطان احمدخان سره له سلا وروسته له کابله یې د مرستندویه ځواک غوښتنه وکړه چې په جلال آباد کې د انگلیس پر میشتو ځواکونو یو بل برید تر سره کړی ، نو تر دریو میاشتو پورې له کابله مرسته ور ونه رسیدله ځکه د جلال آباد د غازیانو پر کمپ د اپریل د مېاشتې د اومې د انگلیس له ناڅاپه خړسهارنی برید سره جوخت په کابل کې د نواب زمانخان د زوی په لاس د شاه شجاع د وژلو پیښه رامنځته شوې وه او دغې پیښې د مجاهدینو د کرښو په منځ کې شخړه رامنځته او اکر وکر یې لا کړکیچن کړی وو. په ځانگړې توگه د دوه نومیالیو او مخورومشرانو ترمنځ. له یوې خوا ناﺋـیب امین الله خان د شاه شجاع په ملاتړ را پورته شوی وواو له بلې خوا د ښار ستر روحانی د میرواعظ زوی میرحاجی د نواب محمد زمانخان ملا تړکاوه. په پای کې مجاهدین په دوه وو څرگندو برخو وویشل شول او هرې ډلې غوښتل چې واک د دوی د پلویانو په لاس کې پریوځی. دغه دوه گونی توب، د اختلافاتو کرښه لاپسې تر دې کچې په ژورتیا پراخه کړه چې تر څلویښت ورځو پورې د کابل په بالا حصار، کوڅو او بازارونو کې د دواړو ډلو د پلویانو ترمنځ اخ وډب روان وو او سردار اکبرخان ته د مرستې د لیږلو سکالو د ټولو هیره وه. د سردار اکبر خان سترگې لارې څارلې او په پای کې ستړی شو او په کابل کې د مجاهدینو د ډلو له دوه گونی توب څخه خبر شو کله چې سردار ډاډه شو چې له کابله ورته مرسته نه رسیږی، نو له محمد شاه خان بابکر خیل او سردار سلطان احمد خان سره له سلا او خبرو اترو وروسته یې پریکړه وکړه چې کابل ته راستون شی. د اپریل د میاشتې په ۱۱ سردار اکبر خان ، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخیل د انگلیس له یرغملو او درې سوه سپرو سره یو ځای له لغمانه د کابل پر لور راوخوځېدل.

یو انگلیس یرغمل برېدمن ” ایر” لیکی : ” موږ د بدیع آباد په کلا کې د اپریل د مېاشتې تر ۱۱ نېټې پورې بندیان وو. د همدغې ورځې د ماسپښین په دوه ووبجو موږ بیا مزل وهل پیل کړ. سردار اکبر خان د لښتی هاغه غاړه پر یوه لوړ ځای ناست وو. موږ له لښتی را واوښتو او د هغه له مخې تیر شو، هغه ناروغ بریښیده، کله چې موږ ورته سلام ورکړ ، زموږ سلام یې په ورین تندی را ځواب کړ. د ” ایر” د لېکنې پربنسټ سردار د مارچ په ۱۳ نېټې د خپل ساتونکی د ډز له امله ټپی شوی وو د هغه ښی مټ ټپی وو. [بریدکوونکی] ته د شاه شجاع له پلوه یو لک روپۍ ورکړل شوې وې [ ایر له کوم ځایه پوهېده چې شاه شجاع برید کوونکی ته یو لک روپۍ ورکړی دی؟ انگلیسانو دغه ډنډورې د ځان د ژغورنې لپاره ځکه خپرې کړې گڼې بله ورځ په همدې کړس کې سردار اکبر خان یرغمل کسان د مرگ لومې ته ونه سپاری) خو د بریدکوونکی سر له افغانی دود سره سم ووهل شو” (۶۲)

بریدمن ایر په بل ځای کې لېکی : سردار محمد اکبرخان او د هغه د اکا زوی سلطان احمد خان چې د هغه نیږدې ملگری یې سلطانجان بولی د لغمان د بدیع آباد تر کلا پورې ځکه زموږ بدرگه شول چې ترخپلې وسې وسې زموږ د هوساینې لپاره لاره پرانیزی. سلطان جان ډیر ښکلی او په هماغه کچه له ساده والی ډک سړی دی. سلطانجان او سردار اکبرخان دواړه زړه سواندی او درانده افغانان دی خو دویم سړی (سردار اکبر خان) په خپل چال چلند کې ډیر دروند او سپیڅلی سړی دی او هیڅکله یې د انگلیس له یرغملو څخه ناوړه گټه نه ده پورته کړې او تل یې د هغوی نومونه په درنښت یاد کړی دی” (۶۳)

ایر د اپریل د میاشتې د ۲۱ په یادښت کې لېکی: ” نن د اپریل د ۲۱ په سهار سردار اکبرخان یوه جرگه را وبلله، په جرگه کې جگړن پاتنجر هم ناست وو.سردار په غونډه کې په ترخې ژبې وویل : هیوادوالو ماته شا را اړولې او ماته یې خیانت کړی دی. سره له دې چې ما لا تر اوسه د کابل د مشرانو له غوښتنو سره سم د وزیر مختار (مکناتن) د وژلواو د انگلیس د لښکرد پوپنا کېدنې په گډون، چلند کړی خو بیا هم هغوی زما ملاتړ نه کوی. هغه سوگند یاد کړ اوویې ویل چې که په واک ورسیږی هغه چارې به ددوی په حق کې تر سره کړی چې د نورو لپاره ورم او پند وگرځی” (۶۴)

ایر زیاتوی چې د اپریل د میاشتې په ۲۵ نېټې یوه باوَرچی (قاصد) له لودهیانې څخه وزیر اکبر خان ته یو لېک راووړ. کله چې لېک ولوستل شو په لېک کې لیکل شوی ول: ” لس ورځې کیږی د سردار اکبرخان کورنۍ په هندوستان کې ډوډۍ نه ده خوړلې” ( دا هم د انگلیسانو یو له هغو درغلنو چلوټو څخه یو چل وو چې وزیر اکبرخان تر فشار لاندې ونیسی اود انگلیس د یرغملو ژر تر ژره خوشې کولو ته غاړه کښیږدی). د دغه خبر له اوریدلو وروسته موږ ټولو په یوه غږ وویل چې دا یو جعلی لېک دﺉ. سردار په دې تړاو په ترخه ژبه وویل: “ان که زما کورنۍ له منځه ولاړه شی زه له خپلې پریکړې نه لاس په سر کیږم.” بیا یې داسې بڼه غوره کړه چې گڼې هېڅ نه دی پیښ شوی او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ. ماته یې مخ را تاو کړ او ویې ویل:” د جنرال سیل د توپونو له امله زموږ د ۳۰ او ۴۰ جنگیالیو ترمنځ جنگیالی له منځه ولاړل خو د بالاحصار د اور د اغیزو په پام کې نیولو سره زموږ ځواکونو ته ډیر تاوان ونه رسید. (۶۵). سره له دې چې هغه ( سردار اکبر خان) خپله ماته د برخلېک په استر کې را نغاړله مگر د یوه زړور سړی په توگه چې د همدغسې زړورو کسانو ځانگړتیا وی د جنرال سیل تر مشرۍ لاندې یې د انگلیس د سرتیرو زړورتیا وستایله” (۶۶)

بریدمن ایر وایی چې له سه بابا څخه تر تیزین پورې ۱۶ مایله لاره ووهله او ټوله لار د انگلیس د وژل شویو سرتیرو په مړیو ډکه وه ؛ هوا دومره ککړه او بویناکه وه چې په ډیرې خوارۍ له هغه ځایه تیر شوو.

د بریدمن ایر له یادښتونو څرگندیږی چې وزیر اکبرخان د مې په ۵ نېټې له تیزین څخه د کابل پر لور وخوځېد او انگلیس یرغمل د مې د مېاشتې په ۲۷ نېټې کابل ته را ورسول شول ، هغوی لومړی په شیوه کیو کې د اکبرخان په کلا کې ځای پرځای شول بیا د محمدزمانخان کلا او ورپسې د جون د میاشتې په ۲۵ نېټې د میرواعظ کورته واستول شول، ځکه یوځل مجاهدین د نواب محمد زمانخان کورته ورغلل او غوښتل یې یرغمل ووژنی. د یرغملو لېدلو ته لومړنی سړی چې ورغی د نواب محمد زمانخان زوی شجاع الدوله وو چې د شاه شجاع له وژنې وروسته نواب محمد زمان خان هغه ته اجازه نه ورکوله چې کورته راشی. (۶۷)

وزیر اکبرخان د مې د مېاشتې په ۵ نېټې له تیزینه کابل ته په داسې وخت کې را ورسید چې د مرنجان د غونډۍ را چاپیره د نواب محمد زمانخان او ناﺋـیب امین الله خان د پلویانو ترمنځ توده جگړه روانه وه. د اکبر نامې د وینا پربنسټ د محمد زمانخان د جنگیالیو شمیر ۶ زره تنه او د ناﺋـیب امین الله خان د جنگیالیو شمیره ۱۸ زره تنه وه. (۶۸) سردار محمد اکبرخان هم له خپلو درې سوو سپرو جنگیالیو سره د نواب محمد زمانخان په ملاتړ د جگړې ډگر ته راننوت او د فتح جنگ او ناﺋـیب امین الله خان جنگیالی یې پسې واخیستل او تر بالا حصاره پورې یې ورپسې وځغاستل ، د هغوی پریمانه وسلې او پیـټې یې راخپل او د بالاحصار د کلابندۍ او کنډر(نقب) وهلو کار یې راپیل کړ. په پای کې د امین الله خان په وړاندیز او د محمدشاه خان په منځگړیتوب دواړه خواوو سوله وکړه په دې مانا چې فتح جنگ دې پاچا ، د هغه وزیر دې سردار اکبر خان وی او ددښمنۍ د اور و د وژلواو یوموټی والی په موخې ناﺋـیب امین الله خان خپله لور د سردار اکبر خان په نکاح کې ورکړه چې له همدغې نیټې وروسته ولس سردار اکبر خان د وزیر اکبرخان په نامه وپیژانده. (۶۹)

د بریمن ایرد جون د ۲۹ د یادښت پربنسټ ” په همدغې ورځ فتح جنگ د وزیر اکبر خان له پلوه د پاچا په توگه اعلان شو او په اوسنۍ شېبه کې د وزیر پرڅوکۍ بسنه وکړه” (۷۰)
په خواشینۍ چې دغه سولې او خبرې اترې په داسې شېبو کې د افغان ولس په گټه پای ته ونه رسیدلې چې د جنرال پالک ۲۰ زره کسیزغچ اخیستونکی لښکرپه جلال آباد کې وو او د کابل � جلال آباد د مجاهدینو ټولنه دړې وړې شوې وه.

پرکابل د انگلیس د سرتیرو غچ اخیستونکی برید او له افغانستانه د هغوی وتـنه

وزیراکبرخان د فتح جنگ په پاچاهۍ کې د وزارت له منلو وروسته پوهیده چې پاچا د زړه کومی په افغانستان کې د انگلیس د ځواکونو پاتې کېدلو ته لېواله دی نو له دې امله د هغه کړه وړه یې تر څار لاندې ونیول. په ډیرې لنډې مودې کې د وزیر اکبرخان منگلو ته د فتح جنگ هغه لېک ورغی چې د جنرال پالک په نامه یې لېکلی وو او له هغه یې غوښتی ول چې کابل ته راشی او هغه ته یې د افغانستان د نیواک بلنه ورکړې وه. وزیر اکبرخان د فتح جنگ د لېک سکالو له ناﺋـیب امین الله خان ، محمد شاه خان او سردارسلطان محمدخان سره د ټغر پر کښیښودله او د هغوی د وینا پربنسټ یې پاچا زندان ته واچاوه او ټول ځواک د وزیر اکبر خان په لاس کې راټول شو.

وزیر اکبرخان پوهیده چې په توپچی ځواک سمبال جنرال پالک له خپل تازه ځواک سره پرکابل برید کوی نو له دې امله یې ” په کابل کې د مجاهدینو له مشرانو سره خبرې اترې پیل کړې او د لارد ایلنبرواو امیر دوست محمد خان نقشه یې په سپیڅلی زړه هغوی ته ور وړاندې کړه. کله چې د مجاهدینو مشران ډاډه شول چې کابل ته د انگلیس د ځواکونو له رسیدا سره سم انگلیس لښکر غواړی له افغانستانه ووځی او امیر دوست محمد خان به بیرته کابل ته را ستون شی نو د وزیر اکبرخان له نقشې سره سم ټولو مشرانو چې د ټولو د ډاډ وړ وو موافق شول او پریکړه یې وکړه چې د انگلیس له راتگ سره سم دې د کابل او غزنی ښارونه ورته تش پریښودل شی او د کابل ، جلال آباد او کندهار په لارو کې ټولو پرتو مجاهدینو ته په دې اړه خبر ورکړل شو چې خپل لاسونه دې د هغوی په وینو ککړنه کړی او که دښمن له تړون څخه سر غړونه وکړی نو یو تن دې ورته ژوندی نه پریږدی…. وزیر اکبر خان د ۱۸۴۲ ز کال د جولای په مېاشت کې په جلال آباد کې د بخیتار له لارې له جنرال پالک سره د خبرو اترو کړکۍ پرانیستله، د یرغملو د خوشې کولو او د افغانستان د پریښودلو په اړه یې خبرې وکړې اوپه دې تړاو یې له هغه د لېکې ژمنې غوښتنه وکړه، خو جنرال پالک چې یو پوځی سړی او د څپیړې کړس یې پر خپل مخ نه وو لېدلی ددغسې لاسوند له ورکړې څخه غاړه و غړوله.سردار اکبرخان هم د هند وایسرای ایلنبرو ته ولیکل چې نورنه غواړی له داسې یوه لیونی او سرټمبه سړی سره بیا د خبرو اترو پر تغر کښېنی ، ښه به داوی چې په خپله ایلنبرو دې ورسره مخامخ خبرې وکړی. ” (۷۱)

د ۱۸۴۲ ز کال د اگست د میاشتې په لومړیو کې وزیر اکبر خان ، سردار سلطان احمدخان غزنی ته ولیږه چې د غزنی له واکمن سردار شمس الدین خان او د غزنی د مجاهدینو له مشرانو سره د انگلیسانو د نویو ژمنو او د افغانستان د پریښودلو په اړه خبرې وکړی او هغوی پر دغې خبرې ډاډه کړی چې د غزنی ښار ور پریږدی او انگلیسی یرغمل کابل ته را ولیږی. دغه تړون پلی شو او د سردار اکبرخان د تره زوی شمس الدین خان د غزنی د مجاهدینو مشران او داوطلب جنگیالی یې په دې ډاډه کړل چې د غزنی ښار او د کندهار لاره ورته پرانیستی پریږدی. له هغه وروسته مجاهدینو د غزنی ښار پریښود او انگلیس یرغمل کابل ته راوستل شول. سردارسلطان احمد خان او سردار شمس الدین خان هم کابل ته راستانه شول. تر دغې شېبې پورې د کابل ښار د مجاهدینو له ۳۵ زره کسیز ځواک څخه تش شوی وو. وزیر اکبر خان د کابل ، غزنی او لغمان انگلیسی یرغمل چې شیمریې ۳۰۰ تنو ته رسیده د پټو لارښوونو په ترڅ کې بامیانو ته ولیږل او د سپتامبر په ۲ نېټې یې صالح محمد خان په بامیانو کې ځای پرځای کړ.
غبار زیاتوی چې :” د اگست په نهمه جنرال نات او د شاه شجاع زوی شهزادگی تیمورله کندهاره، او د آگست په ۲۰ نېټه پالک او سیل له جلال آباده د کابل پر لور را وخوځیدل. نات د کندهار د حکومت واکمنی د تیمور پرځای د هغه ورور صفدر جنگ ته وسپارله. حال دا چې صفدر جنگ لا مخکی د کندهار له مجاهدینو سره یو ځای شوی او د انگلیس پرضد جگړو کې یې گډون کړی وو. همداچې پالک او سیل گندمک ته را ورسیدل هلته دمه شول او پریږدی چې نات کابل ته رانیږدې شی، هغوی غوښتل چې دواړه لښکر یوځای او غبرگ پر کابل ور ننوځی. بندی فتح جنگ له کابله د مجاهدینو د په شا کېدنې په وخت په دې بریالی شو چې له کابله وتښتی او د سپتامبر په ۸ نېټه په گندمک کې د پالک له لښکر سره یو ځای شی. جنرال نات له کندهاره تر کلات، مقر او غزنی پورې ډنډورې خپرولې چې د انگلیس دولت له امیر دوست محمد خان سره د دوستۍ تړون کړﺉ او له افغانستانه پرته له جگړې بیرته هندوستانه ستـنیږی. هغه په دې توگه پرته له جگړې او خنډ د اگست په ۲۸ نېټه غزنی ته را ورسید او ویې لېدل چې ښار له مجاهدینو تش دی. نو انگلیس خیتځ پوه (راولینسن) او جنرال نات په خپل غــَره او چـَلوټ انگلیسی دیپلوماتیک دود د سلطان محمود غزنوی د قبرله سره یوه زړه دروازه را وایستله او د اوښ پر اوږو یې بار کړه او په بیړه یې خپله مخه ونیوله او د اگست په ۳۰ نېټه د میدان (ښارـژ) سیمې ته راورسید.” (۷۲)

یو ځل سردار سلطان احمدخان او سردار شمس الدین خان غوښتل چې د میدان په کوتل کې د انگلیس د لښکر مخه ونیسی او له هغوی سره جگړه راپیل کړی خو په دغې شېبې کې خبر را ورسید چې په افشارو کې خانشرین جوانشیر د انگلیسانو په ملاتړ پاڅون کړی او پریکړه یې کړې چې پر ښاربه برید وکړی د همدغه خبر او په تیزین کې د سردار اکبرخان د ماتې د خبر په اوریدلو د مجاهدینو ځواکونه خواره واره او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول. (۷۳)

د نوای معارک ( دجگړې د چیغې) د کتاب لېکوال میرزا عطا محمد شکارپوری چې له وزیر اکبرخان سره یې په یوه وخت کې ژوند کړﺉ کابل د پرمختگ په لاره کې د جنرال سیل او پالک د هڅو په اړه یوه په زړه پورې خبره لېکی او نه ښایی چې هغه له پامه لیرې ونیول شی. هغه لیکی: کله چې جنرال سیل گندمک ته ورسید د کابل مجاهدینو ته یې یو جاسوس ولیږه چې هغوی ته ووایی چې که افغانان د انگلیس د یرغملود سر یو ویښته بې ځایه کړی نو انگلیس به د ځمکې له مخې د هغوی تخم ور وریبی او د کابل ټول ښاربه له خاورو سره یو کړی. کله چې وگړو او د مجاهدینو مشرانو دغه ډنډورې وارېدلې نو وزیر اکبر خان ته ورغلل. وزیر پنځه زره جنگلیالی چې گڼ شمیر یې غلجی ول گندمک ته ولیږل چې د انگلیس لاره ور وتړی. کله چې دغه ځواک گندمک ته ورسید جنرال پالک خپل لښکر ته لارښوونه وکړه چې د گندمک له لارې دې د جگدلک پر لور ودرومی. افغانی ځواک د گندمک په کلی کې مورچل نیولی وواو ناڅاپه له څلورو خواوو د پالک پر لښکر را تاو او برېد یې پیل کړ او دښمن ته یې دروند تاوان واړاوو. جنرال پالک چې داسې ولېدل نو خپلو ځواکونو ته یې بولنده ورکړه چې په څو ډلو وویشل شی او هره ډله دې له توپ او توپکو سره له هر لوری پرافغانانو برید وکړی. له څلور ساعتو اور وروسته انگلیسی سرتیرو پر افغانانو خپل لاس بری په زباد ورساوه او افغان بریدگر یې اړ کړل چې په شا شی. په دغه جگړه کې دښمن خپل ۶۴ سرتیری له لاسه ورکړل او یو شمیر ټپیان هم د جگړې له ډگر څخه وایستل شول. خړماښام نیږدې وو چې د جنرال پالک سرتیری د گندمگ د غرونو له څوکو را کښته شول او د انگریزی سرتیرو پرمخ یې لاره پاکه کړه. (۷۴)

فرهنگ گروهن دی چې له دغې جگړې دوه ورځې وروسته وزیر اکبر خان له خپل ځواک سره چې ملا یې د کابل او ورڅیرمو سیمو جنگیالیو جوړوله په تیزین کې جگړه پیل کړه. دواړو خواوو کلک مقاومت وکړ خو په پای کې د انگلیس پوځی چمتووالی او سمبالتیا خپله اغیزمنتیا را څرگنده کړه د هفت کوتل لوړه څوکه د دښمن لاس ته ورغله او د اکبر خان ځواک هرې خواته خور وور شو او اکبر خان په خپله په شا شو. د سپتامبر د مېاشتې په نیمایی کې جنرال پالک او جنرال نات یوه ورځ وړاندې وروسته پر کابل ورننوتل. پالک د سپتامبر په ۱۶ پر بالاحصارور ننوت او فتح جنگ یې ددویم ځل لپاره د پاچاهۍ پر گدۍ کښیناوه. له دې چې سردار اکبر خان یې گوتو ته نه وو ورغلی نو له هغه وروسته یې خپلو سرتیرو ته امر ورکړ چې د کابل د (چارچتې) نامتو بازار، چې مکناتن له وژلو وروسته هلته ځړول شوی وو، وسوځوی. دغه امر پلی شو او په ښکلو انځورونو پسولل شوی د کابل د چار چتې بازار چې په لویدیځو بازارونو کې یو ښکلی بازار گڼل کیده ونړول شو. د پالک زړه په دې هم سوړ نه شو او کله چې ورته خبر راورسید چې وزیر اکبرخان له ملی مشرانو سره په استالف کې مورچل نیولی دی نو د خپل لښکر یوه برخه یې هلته واستوله. نوموړی لښکرد استالف کلی او چاریکار ته اور واچاوه او د هغه ترڅنگ یې له ۱۴ کلن پورته هر څه نارینه چې گوتو ورغلل ووژل او پرښځمنو او نجونو یې تیری وکړل اود دغو جنایاتو له ترسره کولو وروسته یې مخه هندوستان ته واړووله. (۷۵)

پوهاند البرت ستاهل د یوې نوې څیړنې په ترڅ کې لیکی چې : د ۱۸۴۲ ز کال د سپتامبر په میاشت کې انگلیسانو بیا هڅه وکړه چې کابل ونیسی خو دا ځل له ۱۶۵۰۰ سرتیرو څخه یوازې ۲۰۰۰ ژوندی راووتل. (۷۶) د نوای معارک په وینا هند ته د جنرال پالک د ستنیدا پر مهال د خیبر د درې افغانانو د انگلیسانود لښکر مخ ونیو او داسې گوزارونه یې پر لښکر وکړل چې تر ۶ ورځو پورې د پرتو مړیو د بویناکۍ له لاسه څوک نه شوای تیریدلای ، د انگلیس د لښکر پاتې برخې خپل مړی لیرې آخوا دیخوا گوزار کړل او گڼې بریالی هند ته ستانه شول. (۷۷)

کله چې جنرال پالک فتح جنگ د پاچاهۍ پرگډۍ کښیناوه ، نوموړی هلې ځلې وکړې چې نوموړی د پاچاهۍ دوام ته وهڅوی، خو پاچا نه شوای کولای د افغانستان د ولس له هوکړې او منلو پرته پاچاهی وکړی، کله چې فتح جنگ پوه شو چې انگلیسان بیرته هندوستان ته ستنیږی نو هغه هم خپله ملا وتړله چې هندوستان ته کډه شی. انگلیسانو په بامیانو کې صالح محمد خان ته بډې ورکړې او خپل یرغمل یې خوشې کړل او د هغه ځای واکمنی یې سدوزی شهزادگی ته ورکړه او د جلال آباد حکومت یې د میان عبدالرحیم په نامه د یوه بې نوم او نښانه سړی په گډون ، نظام الدوله محمد عثمان خان ته ورکړ.

جنرال نات ټینگار وکړ چې د کابل حکومت د فتح جنگ ورور شهزادگی شاهپور ته لږ تر لږه د څو ورځولپاره وسپاری خو هغه هم ونه منله. څرگنده ده چې دغه گامونه یوازې د سیاسی نندارې لپاره ول او کله چې انگلیسان هندوستان ته ولاړل نو د هغوی لاسپوڅی هم ټول ورپسې وتښتیدل. په کابل کې حمزه خان غلزی اوعثمانخان له انگلیسانو سره ددوستۍ په تور بندیان شول ، ناﺋـیب محمد شریف خان او جانفشان خان پغمانی هم د ولس د غچ له ویرې تیښتې ته مخه کړه ، د جانفشان خان د زامنو غاړې له چړو تیرې شوې ، ملا غلام پوپلزی او سدوزیی نظام الدوله محمد عثمان او د شاه شجاع زامن یو په بل پسې هندوستان ته کډوال شول.(۷۸) او په خپله شاه شجاع هم په دې تور چې انگلیس یې هیواد ته راوستی وو د نواب محمد زمان د وزی شجاع الدوله او د هغه د ملگرو په لاس د سیاه سنگ په یوې وچې ویالې کې ووژل شو. ارواښاد غبار نه دی ویلی چې د قزلباشانو له مشر خان شیرینخان سره څه ډول چلند وشوآیا هغه هم له هیواده و تښتیده او یا یې حق د ولس له پلوه په لاس کې ورکړل شو؟
په دې توگه د هیواد د تأریخ یوه پاڼه چې د انگلیس په یرغل پیل شوې وه ددغه ټاټوبی په لمنو کې د انگلیس د لښکر له پوپنا کیدنې څخه وروسته پای ته ورسیده او د انگلیس پوځی نومیالیتوب په اوبو کې لاهو شو.

د کابل د پاڅون په اړه د انگلیسی لیکوالانو گروهنې(عقاید)

انگلیسانو په دې اړه ډیرې لېکنې کړې او افغانان یې غندلی او د وحشت له کلمې سره هم مانیزه هرڅه چې د هغوی په نیواک گر قاموس کې په خولې ورغلی په هیوادپالو او خپلواکۍ مینوافغانانو یې سریښ کړی دی خو هېڅ چا له دغو نابللو ، نامنلو او تش په نامه متمدنو میلمانو نه دی پوښتی چې که تاسو په کراره په خپل کور کې ناست اوسی او یو زورواکی یرغلگر ځواک ستاسو پر کور درننوځی تا سو څه کوﺉ؟ انگلیسانو د تزاری روسیې او د فرانسې له نقشو ویره درلودله چې د هندوستان د تودې او نرمې حلوامړۍ به ددوی په ستونو کې بنده پاتې شی اوخیټو ته بې یې ونه رسیږی او افغانستان یې د هندوستان د دروازې په توگه د خپلو سیاسی برلاسو لوبو او هیلو لپاره د جگړې په ډگر را واړاوه خو دغه لوبه له سره اوره ډکې هغې ډبرې ته ورته وه چې ددوی د سترواکۍ پر نیواکگرمخ ولگلیدله او ساری یې تر دغه دمه نه وو لیدلی. یو شمیر لیکوالان دغه تأریخی حقیقت منی چې د ۱۸۳۹ � ۱۸۴۲ ز کلونو د تیری پړه له سره تر پایه انگلیسانو ته اوړی. په دې مانا چې په دغه پیښه کې انگلیسان له سره تر پایه یرغلگر او افغانان د خپل هیواد او د خپلواکۍ ساتونکی دی.

د لوشینگتن په نامه یو تن انگلیس لیکوال لیکی: ” شک نشته چې افغان د نورو ملتونو په شان که له دغسې یوه چلند سره مخامخ شوی نو د خپلې خپلواکۍ د ساتنې په لړ کې یې یو شمیر جنایتونه هم کړی دی خو د هغوی د خپلواکۍ په له منځه وړلوکې ټوله پړه او جرم د انگلیسانو غاړوته را لویږی، داسې یو جرم چې یو ملت یې د بل ملت پر وړاندې کوی.” (۷۹)

د دیوک اف ارگایل په نامه یو انگلیس سیاستپوه په خپل کتاب [له ۱۸۴۱ تر ۱۸۷۸ز کلونوپورې د افغانستان سکالو] کې داسې لیکی: ” له دغې نیټې څلویښت کاله مخکې موږ د هند د لیکی په غاړو کې یوې ناحقې جگړې ته لاس پوری کړ، پر یوه ملت مو تیری وکړ او دداسې یوه ولس وینی مو وبهولې چې له هغوی سره د جگړې کولو لپاره مو هېڅ دلیل نه درلود” د انگلیس دغه حقیقت ویونکی لیکوال زیاتوی ” له کلونو کلونو راهیسې د انگلیسانو او هندیانو په دماغونو کې یوازینی درس چې ژوره اغیزه کړې وه هغه درس وو چې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ د مېاشتې په ۱۳ نیټه یو تن سپاره جلال آباد ته د انگلیس د لښکر د بشپړې پو پنا کیدنې په اړه راووړ. نوموړی سپور د انگلیس له ټول لښکر څخه د مرگ او ژوند په لپه کې کړېدلې او یرغمل یوازینی ژوندی سړی وو چې ځان یې له مړینې ژغورلی وو [ د لیکوال موخه ډاکټربرایدن ده]، ددغې پیښې شننه او پرهغې کره کتنه موږ دې پایلې ته را رسوی چې دا ټول په کابل کې د بریتانوی بولندویانو له ناپوهۍ او خاموالی څخه سرچینه اخلی. موږ د داسې یوه ولس پر کورواکۍ او خپلواکۍ تیری کړی ووچې دهغوی په کورنیو چارو کې موږ د هیڅ ډول لاسوهنې حق نه درلود، د هغوی د خپلواکۍ ساتنه زموږ په گټه وه، له دې امله دغه لاسوهنه په هماغه کچه چې له سیاسی اړخه ناسمه وه له اخلاقی اړخه هم له نیاو او عدالته لیرې وه. موږ له یوه پوه زړور سړی سره مخامخ وو خو موږهڅه کوله چې یو بې وسې او بې واکی شهزاد گی د واک پر گدۍ کښینوو او له هغه موغوښتل چې له خپل ولس او ټاټوبی سره خیانت او درغلنه وکړی. د دغې ناسمې او نالایقې موخې د ترسره کولو لپاره موږ د هند د ولس پراوږو دروند پیټی ایښی وو او دغه پیټی ورځ په ورځ درندیده. د هند له گټو او عوایدو څخه له شل میلیونو څخه زیات لگښت راغی چې لومړی موپه هغه ورانی رامنځته کړه او بیا مو غچ اخیستنې ته ملا را وتړله. ښایی په پوځی چارو کې د ډیرو لگښتونو په منلواو د هندی ځیل (لجاجت) ترسیوری موټول افغانستان نیولای وای خو له نیکه مرغه چې په هندوستان او انگلستان کې ددغې سوبې درانده لگښت ته د سیاستپوهانو پام شواو هغه ستره تیروتنه موږ ته راڅرگنده شوه چې د ولس د ستاینو په ترڅ کې مو د ولس مخې ته مخامخ ومنله. موږ ته ډیر ژر څرک ولگید چې تر ټولو ښه سیاست او غوره لاره له داسې یوه زړورسړی سره ددوستۍ د لارې راخپلول دی چې څه موده مخکې مو له خپل هیواده بې برخې کړی وواو په دې توگه د راتلونکو لپاره هغه د یوه پالیاله دوست په توگه را واړوو.” (۸۰)

اکبرخان د جګړې پر مهال د ريچرډ اوون انځورګري ۲۲ اپريل ۱۸۴۱ع

د وزیر اکبرخان ضدیت له پلار او انگلیسانو سره

په هغوی شېبو کې چې د پالک لښکر د کابل پر لور راخوځېدلی وو د هندوستان واکمن خپله پریکړه هیواد ته د امیردوست محمد خان د ستنیدا په اړه د یوې خبرتیا په ترڅ کې څرگنده او زیاته یې کړه: وروسته له هغې چې له افغانستانه د انگلیس راستنیدونکی لښکر د سندهـ له سینده راووښت له انگلیسانو سره یرغمل ټولو افغانانو ته به اجازه ورکړل شی چې له خپلو کورنیو سره بیرته خپل ټاټوبی ته ستانه شی. څرگنده ده چې ددغې خبرتیا له خپراوی سره سم امیر هم چمتو وو چې بیرته خپل هیواد ته راشی. امیر د ۱۸۴۳ ز کال د جنوری په میاشت کې له لودهیانې څخه لاهور ته راغی او د رنجیت سینگهـ د ځای ناستی شیرسینگهـ له پلوه ورته تود ښه راغلاست وویل شو. امیر له څو ورځو وروسته پیښاور ته راغی او د وزیر اکبرخان او د هغه د پلویانو له پلوه ورته تود ښه راغلاست وویل شو. له هغه وروسته امیر او هملاری ملگری یې د خیبر د غاښی له لارې جلال آباد، گندمک، جگدلک، هفت کوتل،خوردکابل او کابل ته راغلل او د هیوادوالو له پلوه ورته تود هرکلی وویل شو او بیا د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ کښیناست او داځل یې تر ۲۰ کالو پورې پاچاهی وکړه.

امیر دوست محمد خان له هنده د راتگ په لاره کې سردار اکبر خان د خپل وزیر په توگه وټاکه او له دې چې د خپلې پاچاهۍ دویمه دوره یې د خپل زوې د تورې د سیوری له برکته گڼله نود خپلې پخوانۍ سکې پرمخ چې دا شعرپرې لیکل شوی وو:
سیم وطلابه شمس وقمر میدهد نوید وقت رواج سکه ء پاینده خان رسید
د وزیر اکبر خان نوم داسې هم ورگډ کړ :
بزد زفضل و عنایت خالق اکبر امیر دوست محمد دوباره سکه به زر

که څه هم وزیراکبر خان د امیر دوست محمد خان مشر زوی نه وو خو له دې چې له انگلیسانو سره په جگړو کې نومیالیتوب یې لور په لور خپور شوی وو نو د وروڼو له هر ډول مخالفته پرته د هغه د وزارت دریځ ټولو ته د منلو وړ وو او امیر له دغه اړخه هوسا ډډه ووهله، خو دغه نومیالیتوب امیر ته له بل اړخه ستره ستونزه وزیږوله چې د امیر د پاچاهۍ لومړی کلونه ددغې ستونزې په هوارولوکې تیر شول. د لومړی امارت د کلونو په پیل کې د امیر نقشه دا وه چې د سدوزیو وروڼو په منځ کې ویشل شوی افغانستان په یوې را لنډې سیمې کې د خپلې واکمنۍ تر سیوری لاندې را ټول او مشری یې په خپله وکړی.

د لومړی امارت په پړاو کې یې غوښتل د سندهـ تر سینده پورې پیښاور او ورڅیرمه سیمې چې د سیکهانو په ولکه کې وې بیا را خپلې کړی او له هغه وروسته مخه کندهار او هرات ته را واړوی. له همدې امله وو چې په پیښاور کې یې له انگلیسانوسره پر خبرو اترو ټینگار کاوه او همدغه سکالو له انگلیسانو سره د افغان � انگلیس د لومړۍ جگړې لامل وگرځېد. خو له هنده له راتگ وروسته هغه خپل گامونه په سرنسکوری ډول را پورته کړل په دې مانا چې د پیښاور له سوبې او نښلولو څخه لاس پرسر شواو د نورو ولایتونو لکه کندهار او هرات په اړه یې ځنډ وکړ او سترگو یې یوه وَړنډه (مناسبه) شیبه څارله. هغه غوره گڼله چې خپله موخه د وسلې د کارَولو پر ځای د لږ گواښ په منلو د سیاست او پوهې له لارې تر لاسه کړی ، او اوس یې هماغه تگلاره غوره کړه.
د هغه برعکس وزیر اکبرخان چې انگلیسان یې په زمولتیا (ضعف) او ماتې کې لېدل ، نه شوای کولای د پیښاور د نیولو خوب له سره لیرې کړی. دا هغه شپې ورځې دی چې د رنجیت سینگهـ له مړینې وروسته د سیکهانو د دولت کورنی اکر وکر د افغانستان ددولت له اکر وکرڅخه په بد ترینه سیاسی چاپیریال کې خپلې نیمگړې ساوی کښته پورته کولې او دې ته په لیدلو وزیر اکبر خان هڅه کوله چې د سندهـ تر سینده پورې د افغانستان له لاسه تللې خاورې بیرته ترلاسه کړی. همدارنگه سردارغوښتل چې کندهار د خپلو اکاگانو له منگولو را خلاص او له کابل سره یې ونښلوی. یار محمد خان وزیر چې د هرات خپلواک واکمن گرځېدلی وو او لور یې د وزیر اکبر خان په نکاح کې وه وزیراکبرخان ددغه کار کولو ته هڅاوه. (۸۱)

په ۱۸۴۳ ز کال کې انگلیسانوسندهـ چې تر ۱۸۴۲ ز کال ، د شاه شجاع تر مرگه پورې ، د افغانستان د خاورې یوه برخه گڼل کېدله له هندوستان سره ونښلاوه او دغې پیښې په افغانستان کې د انگلیسانو پرضد کلک انگلیسی ضد احساسات را وپارول او په دې توگه د انگلیسی ضد ټولنې لمنه چې مشری یې وزیراکبرخان کوله لا پیاوړې کړه. له دې چې امیر له هر هغه گام څخه ځان لیرې ساته چې د انگلیس د گټو پرضد وی نو ډیر ژر د زوی او پلار ترمنځ شخړه رامنځته شوه. په همدې ترڅ کې په ۱۸۴۵ ز کال کې انگلیسانو پرپنجاب برید وکړ او د رنجیت سینگهـ ځای ناستی چې نوی د کره او اصلی گواښ په تومنه پوه شوی وو د انگلیس پر وړاندې یې له امیر څخه د مرستې غوښتنه وکړه خو دا هغه کار وو چې امیر ورڅخه ډډه کوله او سره له دې چې وزیر اکبر خان ډیر ټینگار وکړ او په هغه کې د پیښاور د بیرته تر لاسه کولو شونی والی په څرگند ښکاریده خو بیا هم امیر ډډه وکړه. سره له دې هم وزیراکبر خان د پلارد غوښتنې برخلاف د سپرو یوه ډله پنجاب ته ولیږله او نوموړې ډلې د سوبران په جگړې کې گډون وکړ خو رغنده کار یې تر سره نه شوای کړای او انگلیسانو هم دغه خوځښت هومره جدی ونه نیو.

له دغې پیښې وروسته وزیر اکبر خان ته چې د کابل د واکمنۍ اډانه کوشنۍ ښکاریدله هڅه وکړه چې کندهار راخپل کړی او ددغه کار د ترسره کولو لپاره یې د هرات له واکمن یارمحمد خان سره اړیکی ونیول او د هغه له لارې یې له ایران سره د دوستۍ لاره پرانیستله.دغه کار ددې لامل شو چې وزیر یارمحمد خان خپله لور (بوبوجان) وزیر اکبرخان ته ورکړی او د وزیر اکبر خان د تره لور (گوهر) خپل زوی سیعد محمد خان ته وغواړی.

د فراه د ولایت د ستونزې پرسر د وزیریار محمد خان اړیکې د کندهار له سردارانو سره تیرینگلې وې. د فرهنگ په وینا ” له ډیرو مودو راپدیخوا د فراه ښار او ولایت د هرات او کندهار ولایت د واکمنو تر منځ د ستونزې سرچنه وو او د ځواکونو د انډول په پرتله د دواړو خواوو په منځ کې لاس په لاس کیدل. فراه د پرله پسې جگړو د اور په لوخړو کې دډیرو تاوانونوپه لېدلوخپل پخوانی اهیمت لاسه وکړی وو. خو له دې سره سره د دواړو گاوڼدیو ولایتونو د واکمنو لپاره د پت ، نوم او ډاډینې یوه لاره گڼل کېدله. له دې چې کهندلخان د هرات د والی دبوختوالی له امله ، د فراه ولایت په خپله ولکه کې را نیولی وو نو په دې اړه وزیر یارمحمد خان په کابل کې له وزیراکبر خان سره خبرې وکړې او دواړو پریکړه وکړه چې کندهار د کهندلخان او د هغه د وروڼو له لاسه را خلاص کړی. امیر دوست محمد خان ټینگار وکړ چې دغسې یوه شېبه وَړنده نه ده خو هڅو یې گټه ونه کړه، اوپه هیواد کې د انگلیس ضد مورچل چې مشری یې دواړو وزیرانو ( اکبرخان او یارمحمد خان) په یو موټی والی کوله لا پیاوړی کړ. ” (۸۲)

ارواښاد غبارگروهن دی چې :” په ۱۸۴۶ ز کال کې د معاذالله خان، صاحبزاده جانان او صاحبزاده فتح خان تر مشرۍ لاندې د تگاب وگړو د امیردوست محمد خان پر وړاندې پاڅون وکړ او د امیر لیږل شوی لښکر یې د هغه له ورور جبارخان سره یوځای د یوه ناڅاپه چپاو په ترڅ کې دړې وړې کړ. وزیر محمد اکبرخان په خپله تگاب ته ولاړ او صاحبزاده گان یې په یوې مخامخ جگړې کې ووژل، مالیه یې وټاکله او بیرته کابل ته را ستون شو. په همدغه کال کې وو چې په ننگرهار کې د اشپان او ماما خیلو وگړو د امیر پر وړاندې پاڅون وکړ. امیر دوست محمد خان اړ وو چې د پاڅون د ماتولو لپاره وزیر محمد اکبر خان ولیږی. د وزیر اکبر خان سترگوچې ددغسې یوې شیبې لپاره لارې څارلې نو ژر تر ژره یې مخه د جلال آباد پر لور را تاو کړه او پاڅونوال یې د پوهې او سولې له لارې بیرته پر خپل ځای کښینول او بیا یې د ځواک را ټولو ته ملا وتړله چې د سندهـ پر لور ولاړ شی او د افغانستان له لاسه تللې ځمکې بیرته تر لاسه کړی، ځکه انگلیسی سرتیرود سیکهانو حکومت ټکولی وو او پنجاب له څپڅپانده اکر وکر سره مخامخ وو.

څرگنده ده چې امیر دوست محمد خان دغسې یو خوځښت نه غوښت او هڅه یې وکړه چې د وزیر مخه ونیسی. په همدغسې یوه وخت کې وزیر اکبر خان ته د ملاریا ناروغی ور پیښ شوه او د یوه هندی طبیب له پلوه ورته په گولۍ کې زهر ورکړل شول او د څو ساعتو په ترڅ کې سترگې یې له نړۍ پټی او د مړینې گټه یې د انگلیس دولت ته ورسیدله (۱۸۴۶ زکال ، د ۱۲۶۳ ق کال ژمی).
د وزیر اکبر خان مړی یې د کابل له لارې بلخ ته یووړ او د مزار شریف په روضه کې خاوروته وسپارل شو.” (۸۳)

په دې ډول د یوه پیاوړی اتل جنگیالی د ښادنامو داستان پای ته ورسید. د وزیر اکبرخان له مړینې سره سم ، کابل د ملی مشرانو له شتون څخه تش شو، ځکه وزیر اکبرخان اومیر مسجدی خان ته زهر ورکړل شول، عبدالله خان ووژل شو، ناﺋـیب امین الله خان بندی شو، سردار سلطان احمد خان ، محمدشاه خان بابکرخیل له یو شمیر نورو ولسی اتلانو سره یوځای له درباره وشړل شول.

د وزیر اکبرخان اخلاق او شخصیت

په نولسمې پیړۍ کې زموږ د ولس د خپلواکۍ په جگړو کې وزیر اکبرخان یو ځلانده څیره ده. تـنکی ځوان ووچې پښه یې د هیواد په سیاسی پیښو کې راښکېل شوه او په خپلو ټولو پوځی ننگونو کې په سرلوړۍ بریالی راووت.

په لومړی سر کې مو وویل چې وزیر اکبر خان ۱۶- ۱۷ کلن وو چې په کندهار کې یې د شاه شجاع لښکر دړې وړې کړ او دغه بریا ده ته له هغه مهاله وروسته ور په برخه کېدله چې په جلال اباد کې یې د دغه ولایت سرغړاوی والی نواب محمد زمانخان ټکولی وو ؛ نوموړی په کلابندۍ کې له امیر دوست محمد خان سره د بالاحصار د دیوالونود مورچلونو له شا جگړه کوله. شل کلن وو چې د خیبر ددرې په بلې غاړه کی د یوې مخامخ جگړې په لړ کې د سیکهانو سر لښکر، جنرال هری سینگهـ مات او بیا یې وواژه. ۲۲ کلن چې زموږ پر هیواد د سیکهانو اود انگلیس د ځواکونو له خواله دوه وو لوریو تیری وشو، اکبرخان د سیکهانو د لښکر د مخنیوی لپاره د خیبر تر درې پورې وړاندې ولاړ خو د هیواد د خپلواکۍ او ولسواکۍ دښمنانو هغه ته د جگړې له پیلیدا مخکې زهر ورکړل او د مرگ تر پولې یې ورساوه خو له نیکه مرغه مړ نه شواو یو ځل بیا د تأریخ د ننګونو له آزموینې څخه سرلوړی راووت.

وروسته په هماغه کال کې د بخارا د پاچا په زندان کې ولوید اوله ۲ کالو بند وروسته هیواد ته راستون او په ۱۸۴۱ ز کال کې په کابل کې د مشرانو او سپین روبو په ټینگار او غوښتنې یې د انگلیسی ضد پاڅون مشری په غاړه واخیستله او درغلن مکناتن یې د افغانی سیاست په لومو کې راښکیل کړ او مخکې له دې چې د دښمن غیشی دی له پښو وغورځوی د هیواد ټگ مار دښمن یې وواژه او له هغه وروسته د افغانستان د حقپال ولس د سترگو تور وگرځېد.

د انگلیس د یرغملو پر وړاندې د وزیر اکبرخان له مړینتوب او له ښیگڼو ډک چال چلند ددې لامل شو چې ان د انگلیس د شپاړلس نیم زریز لښکرله پوپنا کېدنې سره سره چې له هغو څخه یوازې یو تن ژوندی پاتې وو بیا هم هغه په درانده نوم یاد کړی. وزیر اکبرخان د جلال آباد په لاره کې د ۴۴ تنو انگلیسانو ژوند چې له هغه څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه وژغوره او چاته یې اجازه ورنه کړه چې هغوی ته څوک تاوان ورسوی. څرگنده ده چې یرغمل کسان د وزیر اکبرخان لپاره له ارزښته ډک کسان ول ، خو له دې سره سره که د میلمه پالنې خبره رامنځته شی ، نو د هغوی میلمه پالنه یې د کوربه په توگه کوله. ان کله چې په جلال آباد کې یې د جنرال سیل له لاسه ماته وخوړله او ټپی شو د جلال آباد د مجاهدینو له ټینگار سره سره دې ته حاضر نه شو چې یا یرغمل کسان وځوروی او یا د میرمن سیل په گډون هغوی ووژنی. میرمن سیل چې د خپلو یادونو کتاب یې لیکلی د سردار اکبرخان نوم په درنښت یادوی او وایی چې ” نوموړی سردار هڅه کوله چې یرغمل نیول شوی کسانو ته ځانگړې پاملرنه وکړی او پام به یې ساته چې څوک یې په بې لامله توگه ونه ځوروی او د ښځمنو پت یې خوندی وساته.” (۸۴)

لوشینگتن د [لوې جگړې او کوشنی هیواد د جگړې] د کتاب لیکوال د وزیر اکبرخان د ښیگڼو، کړو وړو او چال چلند په اړه داسې لیکی:” هغه بولندوی چې د یوه لښکر د پوپنا کیدنې بنسټ یې ایښودلای وو که د یوې دروهې (توطﺋـې) په ترڅ کې دروهه جوړونکی گوتو ته ورتلل نوله هغه سره سره به یې د ښیگڼې په کولو د میلمنه پالنې په دود د هغوی پالنه کوله. یوه ورځ یې د هغه مخې ته ” لیوتننت لویل” راووست، محمد اکبرخان د هغه ټپونه په خپل لاس ور وتړل او د ټپ پر سر یې ورته لته دود کښیښود او هغه ته یې خپله ډیره زړه سواندی ورڅرگنده کړه. له استثنایی شېبو پرته د هغه چال چلند په ټولیز ډول له ټولو سره یو شان وو. سردار اکبر خان له انگلیسی یرغملو سره داسې چال چلند وکړچې پرمختللی مدنی هیوادونه یې له جنگی یرغملو سره کوی او که د هغه دغه چال چلند د لویدیځ له نورو واکمنو د بیلگې په توگه د حیدر یا تیپو سلطان له میړانو سره پرتله کړﺉ نو د افغانی مشرد لوړو اخلاقو او ښیگڼو بیلگې به په ځانگړتیا در څرگندې شی.” (۸۵)

هغه څه چې دغه لیکوال هک پک کوی دا دﺉ چې ولې سردار اکبرخان له یوې خوا د دومره لوی لښکر پو پنا کیدنې ته غاړه ږدی او له بلې خوا د همدغه لښکر پر کوشنۍ پاتې شوې ډلې زړه سواندی دی؟
ځواب څرگند دﺉ. سردار اکبرخان د افغانی ځانگړتیاو او چال چلند په لرلو له چا غچ نه اخیست (دا د ټولو افغانانود ژوند یوه دودیزه بیلگه ده چې که څوک ځان د افغانی سیوری پناه ته وسپاری، نو هغه سړی له غچ اخیستنې څخه بچ دی) او که سردار د یوه لښکر پو پنا کېدندې ته غاړه ږدی هغه یې ولسی او ملی دنده وه، ځکه دا په خپله انگلیسان ول چې په څو څو ځله یې خپلې کړې ژمنې تر پښو لاندې کړې وې.

سردار محمد اکبرخان د لغمان په بدیع آباد کې له انگلیسی یرغمل کسانو سره هغسې له ښیگڼو ډک چلند کاوه چې له یوه افغانی سردار سره ښایی. هغه د ټپیانو خبر اخیست، ښځمنو ته به یې د زړه ډاډینه ورکوله د هغوی له ماشومانو سره د ځمکې پرمخ کښیناست او له هغوی سره به یې لوبې کولې او په افغانستان کې د دودیزه ژوند د یوې برخې پر بنسټ یې د انگلیسی ښځو او ماشومانو په ساتنه او هغوی ته په درنده سترگه کتلو کې اړینه پاملرنه کوله.

اندرسن یو تن انگلیسی افسر د یرغمل نیول شویو کسانو په ډله کې وو او د هغه څلورکلنه لورهم د خورد کابل د درې په غاښی کې د ۱۸۴۲ زکال د جنوری په اتمی نیټې د غازیانو لاس ته لویدلې وه او د سردار اکبرخان د لارښوونې پربنسټ نوموړی نجلۍ کابل ته لېږل شوې شوه چې د نواب محمد زمانخان په کور کې یې ژوند کاوه او د نواب د کورنۍ له بامنې او مینې ډک چاپیریال څخه برخمنه وه. د نجلۍ مور او پلار له دې امله سخت په اندیښنه کې ول، سردار اکبرخان د ناﺋـیب امین الله خان په نامه له جلال آباده یو لېک ولیږه او له نجلۍ یې د ډاډ وړ کسانو له لارې بیرته را وغوښتله. په دې اړه یو لېک شته چې د سردار اکبرخان په خپل قلم لېکل شوی دﺉ. دا دﺉ اوس د همدغه لېک متن ولولی :

گران اکا او ناﺋیب صاحب دې د پاچایانو د ستر او څښتن پاچا د لوړې ځلاندې ماڼۍ د رڼا په روښنایی کې رانغاړلی وی او د ستاینو وریا دې پرې وی او لوی څښتن دې له هرډول کړاوونو څخه په ساتنې کې د خپل سیوری تر پناه لاندې ولری او د خوښۍ هېله یې کوم. له هغه ورسته غواړم د اندرسن د یوه تن پیرنگی د لورپه تړاوڅرگنده کړم چې د هغه لورد خورد کابل په دره کې مخورو او څښتن دوست محمد عمرخان ته ورکړل شوې وه او د نوموړې نجلۍ پلار د څښتن دوست میراحمد خان لاس ته ورغلی وو اوله هماغه نیټې وروسته د نوموړی نجلۍ د کورنۍ اړوند کسان چې زما په ولکه کې دی خورا زیات کړیږی چې په دې تړاو مخکې هم لېکنه شوې وه. اوس یو ځل بیا لیکم چې په هر ډول چې اړینه بولی او کیږی هماغه نجلۍ د ډاډمنو کسانو په ساتنه کې راولیږﺉ ځکه دا ښه کار دﺉ او که را ونه رسیږی نو ډیره ناوړنده او نامناسبه کړنه به وی. هیله مند یم چې په دې تړاو تر خپلې شونې وسې هڅه وکړﺉ ، زموږ له اړخه مو زړه ډاډه اوسه ، د خپلې روغتیا او د روانو پیښود لړۍ خبر په لیکلې توگه موږ ته راولیږﺉ بشپړ ډاډ لرم چې د اندرسن د لور په رالیږنه کې به هېڅ ډول نیمگړتیا او بې پروایی ونه شی اودا یو له اړینو چارو څخه دې چې ودې شی ؛ نور مو د لوی څښتن په پنځونې اود بامنې تر سیوری لاندې غواړم. د سردار محمد اکبر خان مهر” (۸۶)

ددغه ځانگړی لیک د لیکبڼې له مخې د دښمن د ناموس او د هغوی د ځان د روغ رمټ والی په اړه د غازی سردار محمد اکبر خان هغه انسانی احساسات راڅرگندیږی چې د یرغمل نیول شویو کسانو په تړاو یې درلودل ؛ ددغه لېک څوکرښې هغه له ویاړه ډک لاسوند دﺉ چې ددغه سردار مجاهد دریځ یې ددښمن په سترگو کې لا دروند او لوړ کړﺉ وو. د ۱۸۴۲ ز کال د مې د مېاشتې په لسمې نیټې نوموړې نجلۍ د هغې مور اوپلار ته و سپارل شوه چې مور او پلار د خوښۍ په جامو نه ځاییدل. د نواب محمد زمان خان کورنۍ نجلۍ ته ورښودلی ول چې که څوک ورڅخه پوښتنه وکړی نو ودې وایی چې :” مور او پلارمې کافر دﺉ ، خو زه مسلمانه یم.” (۸۷)

له جنگی یرغملواو د هیواد له دښمنانو سره د سردار اکبر خان د اخلاقو او له ښیگڼوبرخمن چال چلند اود هغه د مېلمه پالنې په اړه له انگلیسی لیکوالانو څخه ډیر څه پاتې دی چې هر یو یې په خپل وار هغه څه چې نن موږ وایو د وزیر اکبرخان د دغې ځانگړتیا ، رښتونې منښته کوی.

بریدمن ایر(یو تن یرغمل) وایی چې : د انسانی اخلاقو اوښیگڼو بله لوړه کچه بل ځای نه شو موندلای چې اکبرخان یې له خپل لوری د یرغملو په حق کې څرگندوی، په هغه شیبه کې چې یرغمل او ددوی ساتونکی د کابل د بهانده سیند د څپاندو څپو له سره تیریدل هغه ډیره اندیښنه درلوده چې له یرغمل نیول شویو کسانو څخه څوک ډوب نه شی او په پای کې ټول روغ رمټ له سینده تیر شول. ایر د مکنزی د وینا له مخې چې د دسامبر د مېاشتې د ۲۳ په غونډه کې یو یرغمل وو ، وایی:” زه باید د محمداکبرخان په اړه د نیاو او انصاف له مخې ووایم چې کله زما د غاړې د پریکولو لپاره د غازیانوکړۍ راتاو شوه نو ما د هغه رکاب ته لاس واچاوه او ځان مې ټینگ کړ، هغه په زړورتیا خپله توره له تیکی را وایستله، توره یې له تر سر تاوه کړه او ویې ویل”هیڅوک نه شی کولای هغه ته تاوان ورسوی، مگردا چې لومړی زما چاره راوکړﺉ.” د وزیراکبرخان پراخلاقو ، غرور هغه وخت غلبه وکړه کله چې پوه شو چې نور زه له گواښ سره مخامخ نه یم، او په ملنډو یې راته وویل چې “ته راغلی یې چې زموږهیواد ونیسی!” (۸۸)

لوشینگتن لیکی….”سره له دې چې د یرغمل نیول شویو او د وژل شویو خپلوان په ویرې او ترهورۍ پر اکبرخان بد وایی او د خپلو خبرو لپاره دلایل هم لری خویرغمل د میلمنو په توگه په برابر دریځ د کوربه مخې ته کښینی او له هغه سره خوراک او څښاک کوی. د انگلیس د لښکر پو پنا کوونکی او د انگلیس د سیاسی استازی مکناتن وژونکی ، د خاورینې ځمکې پرمخ د هغو کسانو د ماشومانو په منځ کې چې ژوند او مرگ یې دده په لاس دﺉ ناست او له هغو سره لوبې کوی او پر هغوی گران دﺉ…” (۸۹)

ان پر افغانستان د انگلیسانو له یرغل مخکې د بهرنیو پروړاندې د سرداراکبرخان چلند له درناوی ډک وو. لرغون پیژندونکی او په ۱۸۳۸ز کال کې د امیردوست محمد خان دربار ته د برنس د پلاوی پیښلېک لیکونکی (واقعه نگار) چارلزمیسن تر یوې مودې پورې په کابل کې پاتې شو او د بالاحصار گرد چاپیره یې د لرغون پیژندنې څیړنې پیل کړې چې په پای کې د څو ښځمنو مجسمو کوپړۍ ، یو شمیر لوښی او نور اوزار وموندل. کله چې سردار اکبرخان د دغو موندنو په اړه خبر شو هغه یې ځانته را و باله ؛ کله چې د سرو زرو په پاڼو پسولل شوې د کنډو (مجسمو) سرونه یې ولیدل ، ویې ویل: کاشکې په رښتونې نړۍ کې هم دومره ښکلا وای.میسن وایی چې سردار اکبرخان او د هغه اکا نواب جبارخان د بهرنیانو ساتنې ، پالنې او د هغوی د اړتیاوبرابرولو ته ډیره پاملرنه کوله او له هره اړخه پوهانو او لرغون پیژندونکو ته یې اسانتیاوې چمتو کولې. میسن نوموړی ارزښتناکه شیان لومړی کلکتې او بیا یې لندن ته یووړل.(۹۰)

د افغانستان د وروستینو پاچاهانو (پادشاهان متأخرافغانستان) د کتاب لیکوال د سردار اکبرخان په اړه لیکی : “وزیر اکبرخان یو پوه ،لایق او هوښیار سړی وو او ته به وایې چې په دنیوی چارو کې یې له ټولو ډگر گټلی وی او په عقل او ځیرکۍ کې او د نړۍ لید په تدبیر کې تر ده لوړ نورڅوک مونده نه شی.” (۹۱)

سردار اکبرخان زړَور او په خپله ژبه او ژمنه ټینگ ولاړ سړی وو.کله چې د مرنجان په غونډۍ کې یې د فتح جنگ او ناﺋـیب امین الله جنگیالیو ته ماته ورکړه او د محمد شاه خان بابکرخیل په منځگړیتوب سولې او د فتح جنگ د وزارت د څوکۍ منلو ته یې غاړه کښیښودله، نواب محمد زمانخان سردار د وزارت د څوکۍ له منلو او له ناﺋـیب امین الله خان سره د خپلوۍ له کولو څخه منع کړ، خو هغه ځواب ورکړ اوس مې د سولې ټول آړونه منلی اونه شم کولای له خپلې ژمنې بیرته را وگرځم. حمید کشمیری د سردار اکبرخان له ژبې نواب زمانخان ته وایی:
جوابش بگفت اکبـــر نامجـــــوی که اکنون چــه خیــزد ازین گفتگوی
چوشب بسته پیمان سحربشکنم چــه گویــد بـــر دوستــان دشمنــــم؟
درستی گر از عهدخـــود گم کنـم ازین پس چــه پیمان بـه مردم کنم (۹۲)
ژباړه: نومیالی اکبرورځواب کړه چې له دغو خبرو څخه څه لاس ته نه راځی ځکه چې په شپه کې کړې ژمنه نه شم کولای بل سهار را ماته کړم ، زما دښمن به زما دوستانو ته څه ووایی؟ که زه له خپلې ژمنې سپیڅلتیا لیرې کړم نو له ولس سره به څه ژمنه وکړای شم

د همدغه ځواب په ورکړې د نواب محمد زمانخان او د وزیر اکبر خان اړیکې ترینگلې شوې او خبره دې کچې ته را ورسیدله چې دواړو د اکا زامنو د یو بل پرمخ تورې را وایستلې اوسردار اکبرخان لاسبری شو او نواب محمد زمانخان یې وبخښه او بیا یې له هنده د امیر دوست محمد خان ترراستنیدلو پورې هغه یې د کابل د پاچاهۍ د مرستیال (ناﺋیب) په توگه وساته.

سرداراکبرخان میړه مخی، پتمن او بخښونکی وو. کله چې د هغه چوپړمار او ساتونکی پیرمحمد کاکړی د شا له لوری پرهغه ډز وکړ ، سردار ټپی او له مرگه بچ شو. پیرمحمد ومنله چې انگلیسانو دی تیر ایستلی اوهغه ته یې روپۍ ورکړې وې چې سردار ووژنی نو اکبرخان نوموړی وبخښه او له مرگه یې ور تیر شو.

سردار میړنتوب او افغانیت له یو بل سره برابر گڼل ، هېڅکله یې نه غوښتل چې دښمن ته شا واړوی. ان کله چې د بخارا له زندانه ورته د تیښتې لارې چارې برابرې شوې او پلار یې ورڅخه وغوښتل چې له هغه سره یوځای د بخارا له زندانه وتښتی نو سردار دغه کار بې پتی او له هرانډۍ (بزدلی) ډک کار وباله او پلار ته یې په ځواب کې وویل چې مرگ په میړنتوب کې منی خو نه غواړی په پتۍ کې ژوند وکړی.

لنډه دا چې سردار اکبر خان د خپل لنډ دیرش کلن ژوند نیمایی برخه په ویاړ سرلوړۍ تیره کړه او د سرښندویه ژوندانه دغه کلونه یې د هیواد د ملی واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنه کې له بریاوو ډک ول ، له انگلیسانواو له پردیـپالو هیواد پلورو سره یې نه پخلا کېدونکې دښمنی درلودله او دغه موده یې له خپلې ځلاندې او تورکښې (آخته) تورې سره یو ځای د هیواد او د ملی یووالی د دښمنانو پروړاندې په جگړه کې تیره کړه. د هیوادوالو په زړونو او سترگو کې د یوه میړنی غازی مجاهد او د انگلیسانو د یوه سرسخته دښمن په توگه د هغه د زړورتیا او میړانې یادونو دومره ستر او له درنښته ډک کړ چې د ۱۸۴۱ � ۱۸۴۲ ز کلونو د پاڅون له بریا سره سم د هغه د ښادنامو اوله بریاوو ډکو جگړو په ویاړ د اکبرنامې په نامه شعری بوللې (حماسه) اورزم وبزم د (حمید کشمیری له پلوه په ” ۱۸۴۳ ز چې له ۱۲۶۰ هجری سره سمون خوری” جوړه شوه ) او ظفرنامه اکبری [اکبری بریلېک] [ د ډیلی د اگرې د اوسیدونکی قاسم علی له پلوه په ۱۸۴۶ ز کال چې له ۱۲۶۳ هجری سره سمون خوری] وویل شوه. چې دغو دواړو د هغه نومیالتیوب ته د یوه تلپاتې اتل نوم ورکړ.

وزیر اکبرخان د هیواد له ودانیو او د هیواد د چاپیریال له ښیرازۍ سره ډیره مینه درلودله. د سراج التواریخ د لیکوال د وینا پر بنسټ په جلال آباد کې د باغ سراج ودانۍ د وزیر اکبر خان له نه هیریدونکو څلیو څخه یو کار دﺉ. وزیر اکبرخان د خپلې ځوانۍ په ډیرو تودو شپو ورځو کې په ۱۸۴۶ ز کال کې په دیرش کلنۍ کې په لغمان کې سترگې له نړۍ وتړلې او د هغه جنازه یې د فیل پر اوږو مزارشریف ته یووړه او د هغه د وصیت پر بنسټ یې د حضرت علی کرم الله وجهه په روضه کې خاوروته وسپاره.(۹۳) له هغه وروسته گنگوسې خپرې شوې چې انگلیسانو د خپل ۱۶۵۰۰ کسیزلښکر د پوپنا کیدنې په غچ کې د خپل یوه جاسوس له لارې هغه ته زهر ورکړل. اروا یې ښاده او یاد یې تل ژوندی وی!

له وزیراکبرخان څخه پاتې کسان

وزیر اکبر خان درې وَدونه کړی ول: یوه ماندینه یې د ستر احمد شاه بابا (ع) د سروزیر شاه ولیخان له کورنۍ څخه دغلام احمد خان پوپلزی  لوروه. دغه واده یې په ۱۸۳۸ز کال کې د سیکهانو پرلښکر له بریا او د هغه لښکر د لوی بولندوی هری سینگهـ له وژنې وروسته ترسره شو.

دویم واده یې د ۱۸۴۲ ز کال د جولای په مېاشت کې د مرنجان په غونډۍ کې د فتح جنگ پرجنگیالیو له بری وروسته د ناﺋـیب امین الله خان له لور سره وشو. دریم واده یې د نامتو وزیر یارمحمد خان الکوزی له لور سره په ۱۸۴۵ ز کال کې وشو. وزیراکبرخان له دغو دریوو وَدونو څخه څلور ماشومان درلودل:
۱ � سردار فتح محمد خان
۲ � سردار جلال الدین خان
۳ � همدم سلطنت بیگم
۴ � مریم بیگم

د سراج التواریخ لیکوال د ۱۲۷۱ هجری کال (۱۸۵۵ز کال) د پیښو د شننو په ترڅ کې د لومړی ځل لپاره د وزیر اکبر خان له یوه زوی څخه یادَونه کوی او لیکی :” سردار فتح محمد خان د سردار اکبرخان زوی د امیرکبیر د زوی سردار غلام حیدر خان له پلوه د کلات غلزای (زابل) پرحکومت وگورمال شو او ورسره یې جنرال فرامرز خان له یوه پوځ سره ملگری ولیږه (۱۲۷۱ ق =۱۸۵۵ ز)(۹۴)

په ۱۲۷۲ ق (۱۸۵۶ز) کال کې کله چې امیردوست محمد خان کندهار د کابل له واکمنۍ سره ونښلاوه او بیرته یې د کابل پر لورد تگ تکل وکړ نو خپل زوی او خولشاهزی (ولعیهد) سردار غلام حیدر خان یې د کندهار د واکمن په توگه وټاکه اود ارواښاد سردار محمد اکبرخان زامن ، سردار فتح محمد خان او سردار جلال الدین یې له هغه سره د اړوندوچارو په مرسته کې مرستندویان وټاکل. (۹۵)

په۱۲۷۴ هجری (۱۸۵۸ ز کال) کې سردار غلام حیدرخان د کابل تکل وکړ خو له کندهاره له خوځېدا مخکې د وزیر اکبر خان زوی سردار جلاالدین یې د پشت رود (گرشک) واکمن و ټاکه او سردار فتح محمد خان یې پرخپل ځای د کندهار پر حکومت پریښود او له هغه وروسته کابل ته راغی. کله چې سردار غلام حیدرخان کابل ته راغی نو په ډیرې لنډ مودې کې د تورې تبې (محرقه یا تیفوس) په ناروغۍ اخته شو او د ۱۲۷۴ هجری د ذیقعدې په ۲۱ (د ۱۸۵۸ز کال د جولای په ۲ نېټه) په ۳۹ کلنۍ کې یې سترگې له نړۍ پټې کړې. کله چې سردار جلال الدین خان د خپل اکا سردار غلام حیدر خان له مړینې خبر شونو له گرشکه کندهار ته راغی او د خپل اکا دوه کونډې ماندینې یې له ځان سره خپل کورته بوتلې چې ځان ته یې په نکاح کړی خو ټاکل شوی وخت لا نه وو تیر شوی چې سردار شیرعلیخان د کندهار پر حکومت و ټاکل شو او کندهار ته راغی. سردار جلال الدین د خپل اکا له ویرې لومړی شالکوټ (د نن ورځې کوېټې) ته او له هغه ورسته کراچۍ ته وتښتید او له هغه ځایه بمبـﺋـی ته ولاړ ، له هغه ځایه په بیړۍ کې عربستان ته او بیا د ترکیې پاچا قسطنتـیې ته ولاړ، د ترکېې پاچا هغه و پاله او هلته یې استوگنه غوره کړه. (۹۶)

اووه کاله وروسته (۱۲۷۹ ق =۱۸۶۳ ز) کله چې امیردوست محمد خان هرات کلابند کړ سردار جلال الدین خان د ایران له لارې هرات ته راغی او د امیر کبیرتر مخ وپالل شو. امیر کبیر هغه و بخښه او وېې نازاوه. له هغه وروسته له امیر کبیرسره بدرگه سردارانو له هغه سره د درې لکو روپیو مرسته وکړه. هغه په ۱۸۶۶ زکال کې د جلال آباد واکمن و ټاکل شو. کله چې امیر شیرعلیخان د کابل د پاچاهۍ پرگدۍ کښیناست سردار جلال الدین د ننگرهار له یو شمیر سردارانو سره په هملاسۍ د امیر شیرعلیخان پر وړاندې پاڅون وکړ او له ناکامۍ وروسته هند ته وتښتید او تر ۱۸۸۲ ز کال پورې یې په راولپنډۍ کې ژوند کاوه. سردار جلال الدین خان دوه وَدونه وکړل، لومړی واده یې له ۱۸۶۷ز کاله مخکې د سردار ابراهیم خان له لور او دویم واده یې د امیر محمد اعظم خان له لور سره وو.

سردار فتح محمد خان چې په ۱۸۵۵ ز کال د غلزایی کلات واکمن وو په ۱۸۵۸ زکال کې د سردار غلام حیدرخان په کالخوایی (نیابت) تر یوې مودې پورې د کندهار واکمن وو، کله چې سردار شیرعلیخان د کندهار واکمن وټاکل شو، بیرته غلزایی کلات ته ولاړ او په ۱۸۶۴ � ۱۸۶۵ ز کلونو کې د بلخ واکمن، له ۱۸۶۵ تر ۱۸۶۶ ز پورې د تخته پل واکمن، او له ۱۸۷۰ تر ۱۸۷۲ ز پورې د هرات واکمن وو چې همدلته له سردار یعقوب خان سره په جگړه کې ووژل شو. هغه دوه وَدونه کړی ول او څلور ماشومان یې درلودل:
۱ � سردار امیرمحمد خان (ماشومان نه درلودل)
۲ � سردار عبدالرحیم خان ( ماشومان نه درلودل)
۳ � سردار سلطان محمد خان
۴ � سردار عبدالعزیز (له یوې سبزوارۍ (شینډنډۍ) میرمنې سره واده وکړاو د سردارعظیم په نامه یې یو زوی درلود (۹۷)

یوځل په ۱۲۷۷ق (۱۸۶۱ ز) کال کې سردار فتح محمد خان د امیرمحمد خان له زوی سردار محمد شریف خان سره د غور د یوه ځمکوال عبدالغفورخان د ټــَکولو لپاره د یوه لښکر په مشرۍ کې له کلاته گرشک ته ولاړاو بیا یې د گلستان له لارې پر غور برید وکړ عبدالغفوریې مات او شړونې ته اړ کړ او غور یې ونیو. بیا په ۱۲۷۹ ق کال کې یې د امیر کبیر له لښکر سره د فراه او هرات پر لور وخوځېد او په ۱۸۶۳ ز (د ۱۲۹۷ ق وروستۍ ورځو) کې یې له کابل سره د هرات یووالی رامنځته کړ.

د افغانستان د وروستنیو پاچاهانو (پادشاهان متأخرافغانستان) د کتاب لیکوال میرزا یعقوب علیخان خافی چې له امیر شیرعلیخان سره یې په یوه مهال کې ژوند کاوه او له سردار فتح محمد خان سره یې خبرې اترې درلودلې د سردار فتح محمد خان د اخلاقو او چال چلند په اړه یو شمیر خبرې لری چې په بشپړ ډول د هغه د پلار د وزیر اکبرخان د شخصیت او کرکتر برخلاف دی. هغه لیکی:
” سردار فتح محمد خان چې د هرات د واکمنۍ د گدۍ له سره تر پایه واکمن ، ددغه ولایت واکوال
او ټول ولایت دده تر لاس لاندې وو ، نوموړی د بشپړ پوځی ځواک اولښکر څښتن وو، له یوې خوا د ځوانۍ ځواک ، د شاهزادگی نوم او د پاچا ( امیرشیرعلیخان) ملاتړیې درلود او په خټه او تومنه کې زړورتیا او لوی لاسی پرته وه خو له بلې خوا ددغه ټول واک او ځواک په را ټولیدا کې یې شپې ورځې په مستۍ او عیش تیرولې ، له لوی سپیڅلی څښتننه پرته چې هغه یې پلار او پاچا گاڼه نورڅوک ورته د اوبو د سر د خځلې په شان نښکاریده. پر هغه برسیره ډیر عیاش وو، شپه او ورځ یې په عیاشۍ کې تیرولې اود بانډارونو ساز او خوښیوپه څپو کې ډوب وو، درې څلورتـنه هردم چمتوداسې عیاشه چوپړماران یې مخې ته ولاړ ول ته گڼې چې د افلاطون د ماڼۍ ستـنې وی، د همدغو کسانو له لاسه تورکستان لا له پخوا پرته له جگړې او شخړې دړې وړې شوی وو او اوس د هرات وار دﺉ او په باید او شاید ډول د همدغو کسانو له لاسه پوپنا شی. هر گوره ؛ عیاش او بانډارپالی سردار له ملک او پوځه خبر نه وو، خو په بخښنه ، ورکړه او انعام کې یې له حاتم تایی پرته بل ساری نه درلود او له ټولو مخکې پرخپلو چوپړمارانو دومره زړه سواندی وو او دومره بخشش او انعامونه به یې ورکول چې د هغهوی له دریځ ورسره ښه نه پریښېدل. لنډه دا چې د افغانستان په ټاټوبی کې په شهزادگیتوب، ورکړه ، انعام او احسان کې له ده سره چا سیالی نه شوای کولای په ځانگړې توگه خپلو چوپړمارانو او خدمتگارانو ته یې دومره بخشش کاوه چې د افغانستان هیڅ شهزادگی به دومره بامنه او پالنه نه کوله او خدمتگار ته یې دومره بخشش ورکاوه چې پیټې یې نه شوای پورته کولای. که د دربار له مشرانو څخه کوم یوه چې له شهزادگی سره یې په غونډو کې ناسته پاڅه کوله ، شهزادگی ته ویل چې د انعام ورکړه دې باید د سړی د دریځ په کچه وی نو دا خبره به په لوی سردار بده ولگیدله او هغه به برعکس کار کاوه او پرعارض سړی به بې بد ویل او د هغه مخه به یې نیوله … او د خپل عیش یوه شیبه به یې له ټولې نړۍ سره برابره نه گڼله. د ملک او د پوځ له چارو بې خبره وو پر خپلو چوپړمارو یې ډیر ډاډ درلود، د ملک او پوځ چارې یې د چوپړمار په ولکه کې ورکړې وې او پوښتنه او پلټنه به یې نه کوله که چوپړ مار ورته درواغ ویل هغه به شهزادگی ته رښتیا ول او د چوپړمار په اړه یې هېڅ رخه او سخه په زړه کې نه درلودله. سره له دې چې د چوپړمار له لاسه به پوځ او ملک ته ورانی او تاوان رسیدلی وو او بې وزلو کسانوبه له هغه د مرستې او سماونې غوښتنه کوله خو شهزادگی د چا خبروته غوږنه نیو، که کوم صادق چوپړ مار د ملک او پوځ د ورانۍ په اړه شهزادگی ته خبر رساوه نو لوی سردار به ډیر په قهر شو او خبر رسوونکی ته به یې سپکې اوسپورې وویلې اوتر دوه وو سوږمو رسیدلی ناصح سړی به په خپل مرگ راضی او په ځوړند سر بیرته ووت.د چوپړمارانو د خبرې پرسرمشرانو نه سونگ وهلای شوای او نه یې ښه یا بد.”(۹۸)

هغه څه مو چې پورته د سردار فتح محمد خان د اخلاقو په اړه وویل یو یې هم د وزیر محمد اکبرخان په کرکتر کې نه ځاییدل ، ځکه وزیر محمد اکبرخان د ځوانۍ له پیله له پوځی نظم او دسپلین سره خوی نیولی وو او د هیواد د چارو د پرمخ بیولو رمز یې په پوځی چمتووالی کې لیده، له همدې امله ده چې انگلیسانو هغه د جنرال محمد اکبرخان په نوم یاد کړی دﺉ.او له همدې امله د ژوند په کرښه کې یې عیش او عشرت ځای نه درلود.

میرزا علیخان خافی د سردار محمد یعقوب خان او سردار فتح محمدخان د جگړې په تړاو په هرات کې د جگړې د ټولیز قانون او دود په اړه یوه په زړه پورې کسیه لیکلی ده. هغه وایی :”
په هرات کې د ښار د کلابندۍ په وخت کې یو ځانگړی دود دﺉ. دود داسې دﺉ چې د جگړې پرمهال د ولایت والی د ښار د لویې څلور لارې بازار ته راځی او دولت ( خزانه او پیسې) سره او سپین زر خپل خدمتگار ته پریږدی ، کله چې دښمن له دباندې زور زیات کړی نو والی په لوړ غږ جنگی خدمتگاران را غواړی او وایی : هر نر چې په نره او تړلې ملا له نورو سره ځی او په نره ډگر وگټی نو هر څومره جنگیالی چې ور سره ملگری کیږی هر یوه ته یې پینځه دانې سره زر ورکول کیږی.[ له هغه وروسته که هر چا پیسې غوښتلې ، والی ته ورځی او د خپل انعام له اخیستلو وروسته د جگړې ډگر ته ننوځی.] لنډه دا چې همدا په هرات کې د جگړې دود دﺉ. خو سردار فتح محمد خان د ښار یو څنډې ته ولاړ هلته یې خپله کیږدۍ ووهله او مقدمه ( جگړه) پیل شوه. په خپل ځای یې هغه سړی وټاکه چې د سردار یعقوب خان له لاسه یې د غوریانو په لاره کې ماته خوړلې وه او تښتیدلی وو ( د لیکوال موخه د هرات د سرلښکر د سردار سرورخان لوانی زوی میرزا احمدخان دﺉ). نوموړی د ښار د څلور لارې بازارته په تگ وټاکل شو او امر ورته شو چې بخشش او انعام دې ورکړی. د ښار وگړی له سردار فتح محمد خان څخه د دوه وو لاملونو له امله خوښ نه ول، لومړی دا چې : له سر تیرو او لښکر سره یې نه لیدل او هیڅکله داسې نه وو شوی چې لښکر ته دې ورغلی وی او د لښکر (مشران) دې نازولی وی. دویم دا چې : د هرات د لښکرجنگیالی له سره تر پایه د سردار محمد یعقوب خان پخوانی دوستان ول او سردار فتح محمد خان ته دا اړینه وه چې د پالنې او پامنې او دانه ورکولو (انعام او بخشش) له لارې یې ټول راخپل کړی وای. لنډه دا چې نوموړی( سردار فتح محمد خان) په دې اړه بې خبره وو…”

د خافی په وینا : له دې چې برید د سردار محمد یعقوب خان له پلوه پیل شوی وونو د هغه ځواکونو د سترگو په رپ کې ځانونه د کلا د شا دیوالونو ته را ورسول او پر دیوالونو د پوړیو په ایښودلو کلا ته را وختل او له بله اړخه په ښار کې دننه د سردار یعقوب خان پلویانو د هغه د سرتیرو پر مخ د ښار دروازې پرانیستلې او شورشیان پر ښاررا ننوتل. سردار فتح محمد خان چې اکروکر دومره له گواښه ډک ولېد نو د څو تنو ملگرو او ساتونکو په ملتیا یې د یعقوب خان مخې ته ور ودانگل ، هغه لا څو گامه نه وو اخیستی چې ددښمن په ډزو کې له پښو وغورځید اونه شوای خوځېدلای د هغه ځوان زوی سردار عبدالعزیزخان د پلار د غورځېدا پیښه په سترگو ولېدله، د پلار د غچ اخیستنې لپاره یې مخ ته ودانگل خو هغه هم په ډزو وویشتل شو او د پلار تر مخه یې سترگې له نړۍ پټې کړې. کله چې سردار یعقوب خان دا پیښه په سترگو ولیدله نو په بیـړه یې ځان سردار فتح خان ته راورساوه او هغه یې ” خپلې کیږدۍ ته بوت او د ترسره شوی کارله امله یې پرمخ د پښیمانۍ اوښکې را وبهېدلې او سردرا فتح خان ته یې د تقصیر البلې وکړې. سردار فتح خان د غیرت اوسیالۍ له امله چوپه خوله پاتې وو او خبرې یې نه کولې په پای کې سردار یعقوب خان په ماته غاړه خپلې کوربلې لا زیاتې کړې، په پای کې سردار فتح خان له ناچارۍ خوله پرانیستله او ویې ویل، له پاسه لېک شوې برخلېک همداسې وو. د شکرځای دی نه د البلو او گریوان څیروونو. له سپیڅلی څښتن څخه منندوی یم چې هیله مې ترسره شوه او دا دې د لوړدریځ ستوری پاچا په غیږ کې پریوتم چې هم راته پلار دﺉ اوهم زړه سواندی واکمن او خپل زوی مې د هغه په رکاب کې بلهاری (فدا) کړ اوښه دﺉ چې د نورو په شان مې هغه خوا بدی نه کړ. فتح خان د همدې په ویلو ځان حق ته وسپاره.” (۹۹)

په دې توگه سردار فتح محمدخان او زوی یې سردار عبدالعزیزخان په ۱۸۷۲ز کال کې په هرات کې د یعقوب خان د بغاوت په پیښه کې ووژل شول او له همدې امله امیر شیرعلیخان خپل زوی سردار یعقوب خان کابل ته راوغوښت او هغه یې په زندان کې واچاوه او تر ۱۸۷۸ ز کال پورې په زندان کې وو. (۱۰۰)

د سردار وزیر محمد اکبرخان د لوڼو برخلیک داسې شو چې : د هغه لومړی لور (همدم سلطنه) د سردار سلطان محمد خان (طالـﺋـی) د دریم زوی سردار یحیی خان په نکاح کې راغله او هغه د امیر حبیب الله خان (د نادرشاه پلار) د مصاحبان مور وه. د وزیر اکبر خان دویمه لور(بی بی مریم) د امیر دوست محمد خان له پلوه سید محمد پاچا کونړی ته چې د هرات په سوبه کې له امیر سره په یوه رکاب کې وو ، وبخښل شوه.
د ډاکټر سیدخلیل الله هاشمیان په وینا له سید محمود پاچا سره د بی بی مریم واده په کونړ کې تر سره شو. سید محمود پاچا له دغې میرمنې څخه د سید احمد په نامه یو زوی درلود. سید احمد هماغه سړی دﺉ چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې یې مرکزی حکومت ته غاړه نه ایښودله ، په خپل نامه یې سکه ووهله د کونړ او د نورو ختیځو ولایتونو مالیه دده په نامه را ټولیدله او مرکزی حکومت ته نه استول کېدله. امیر عبدالرحمن خان پریکړه وکړه چې نوموړی ، مرکزی حکومت ته په غاړې را ټیټونې رامات کړی خو هغه په پاڅون لاس پورې کړ او له لنډ مقاومته وروسته یې ماته وخوړله او د هندوستان د پولو څنډو ته وتښتید او د ژوند تر پایه هماغلته پاتې شو.د هغه له مړینې وروسته بی بی مریم بیرته افغانستان ته راغله او په کابل کې د نادرشاه د پاچاهۍ تر لومړیو پورې ژوندۍ وه. د ډاکټرهاشمیان په وینا د سید احمد پاچا زوی سید شریف نومیده چې د نادرشاه سریاور او هم د هغه د ترور (خاله) لمسی وو.
د ډاکټرصاحب هاشمیان په وینا یوه ورځ د سید احمد خان پاچا په کورکې د سید شریف په نامه یو زوی وزیږید. په هماغه ورځ د (اعتمادالدوله) سردار عبدالقدوس خان په کور کې یوه نجلۍ نړۍ ته راغله او د هماغې ورځې د دود پربنسټ د ماشومانو میندو او پلرونو دواړه ماشومان له یو بل سره کوژده کړل او کله چې ځوانان شول نو له یو بل سره یې واده وکړ. په دې توگه د نارخان سریاورسید شریف خان د سردار عبدالقدوس خان زوم هم وو.د ارواښاد غبار په وینا: د نادرشاه سریاور سید شریف خان هماغه سړی وو چې د نادر په امر یې غلام نبی خان چرخی برچپک کړی وو.”(غبار، دویم ټوک پ ۱۱۷)
اوس په کابل کې د سردار وزیرمحمد اکبرخان له زوزاته څوک نه لېدل کیږی، ښایی په بهر کې څوک وی خو لیکوال ورڅخه خبر نه لری.

پایاخځونه او سرچینی:

۱ � میرزا عطا محمد شکارپوری نوای معارک پ. ۱۲۶
۲ � د خراسان مجله لومړۍ گڼه ۱۳۶۰ ، پ ۶۰
۳ � هماغه مجله پ ۶۲ ، دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان در نیمه قرن ۱۹ له ۲۹۰ پ وروسته چاپ ۱۳۷۸ مشهد تهران
۴ � فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱،پ ۲۹۵،غبار، ۵۶۷، پیرس پ.۱۸۷
۵ � برید من ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات پ ۱۹۵
۶ � سراج التواریخ ، ټوک ۱ پ ۱۷۸
۷ � غبار، افغانستان در مسیر تأریخ، ټوک ۱، پ ۵۶۷، ۵۶۹
۸ � غبار، هماغه ، پ ۵۷۰
۹ � رشتیا ، افغانستان در قرن ۱۹، پ ۷۵، ۵۲ ، کهزاد، در زوایاې تأریخ معاصر افغانستان ۱۳۴۱،پ ۱۴۴،پیرس، عروج بارکزایی ، پ ۱۴۷، آزاد افغانستان د غبرگولې گڼه ۱۳۷۷، د عزیز نعیم مقاله، افغانستان مرکز ثقل بازی بزرگ
۱۰ � سراج التواریخ ټوک ۱،پ ۱۴۹، نوای معارک ۱۳۳۳ پ ۱۰۲ � ۱۰۶
۱۱ � حمید کشمیری، اکبرنامه پپ، ۳۱ � ۴۱ همدارنگه پرتله کړﺉ له سراج التواریخ سره،ټوک ۱، پ ۱۲۶
۱۲ � اکبرنامه پ،۴۸
۱۳ � اکبرنامه پ، ۴۹
۱۴ � غبار در مسیر تاریخ ، پ ۵۱۹، (سراج التواریخ ټوک ۱ پ ۱۲۶)
۱۵ – اکبرنامه پ، ۵۰
۱۶ � فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ ،پ ۱۲۷ � ۱۳۰
۱۷ – سراج التواریخ ،پ ۱۳۰
۱۸ – اکبرنامه پ، ۱۰۰
۱۹ � افغانستان در مسیر تأریخ، پ ۵۵۴ � ۵۵۵
۲۰ � نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک، د عالم دانشور ژباړه، پ ۳۰۱ � ۳۰۲
۲۱ � سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹،پ ۲۰۲
۲۲ – حمید کشیمری اکبرنامه ،پ ۱۷۲ � ۱۷۴ ، حبیبی ،تأریخ مختصر افغانستان ۱۳۴۹ پ۱۱۴
۲۳ – نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک، د عالم دانشور ژباړه، پ ۳۹۲
۲۴- غبار، هماغه، پ ۵۵۵ ،دتړون ددغو ۱۲ گونو موادوتفصیل د همدغه کتاب په ۴۵۱ پاڼه کې هم لوستلای شی
۲۵ – غبار، هماغه، پ ۵۵۵ � ۵۵۶
۲۶ � غبار ،پ ۵۵۷
۲۷ – میرزا علی قلی ، تأریخ وقایع و سوانح افغانستان، پ ۱۰۷ پرتله کړﺉ له غبار پ۵۵۷
۲۸ – غبار، هماغه، پ ۵۵۷
۲۹ – میرزا علی قلی هماغه کتاب ، پ ۱۰۹
۳۰ � نوای معارک ، پ ۱۵۸ � ۱۵۹ ،رشتیا ،پ ۱۰۷
۳۱ – غبار هماغه ،۵۵۷ نفتولا خالفین ، انتقام در جگدلک،پ ۴۲۲
۳۲ � علی قلی میرزا ،هماغه کتاب پ ۱۰۹ � ۱۱۰
۳۳ � موهن لال زندگی امیر دوست محمد خان ، ټوک ۲ ،پ ۳۲۸ -۳۳۰
۳۴ – غبار هماغه پ ۵۵۸ – ۵۵۹
۳۵ – غبار هماغه پ ۵۵۹
۳۶ – فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱ پ ۲۷۳ � ۲۷۶
۳۷ – غبار هماغه پ ۵۵۹
۳۸ – غبار هماغه پ ۴۵۱ ، فرهنگ په خپل کتاب کې په (۲۷۷ -۲۷۸) پاڼو کې د همدغه ژمنلېک ژباړه په ۱۱ ماده کې راوړې ده
۳۹ – غبار، افغانستان در مسیر تأریخ،پ ۴۵۲
۴۰ � کهزاد، بالاحصار و پیش آمد هاې تأریخی ټوک ۲،پپ ۳۱۵- ۳۱۲، فرهنگ، هماغه کتاب ،پ ۲۷۸
۴۱ � کهزاد بالا حصار کابل ( د کابل بالاحصار) پ ۳۱۲- لمنلېک ۱
۴۲ – غبار، افغانستان در مسیر تأریخ، پ ۵۶۱
۴۳ – سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹،پ ۱۱۱
۴۴ – غبار هماغه پ ۵۶۲
۴۵ – میرزا علی قلی ،پ ۱۱۹
۴۶ – غبار هماغه پ ۵۶۳ � رشتیا پ ۱۱۹ ټوک ۲
۴۷ – کهزاد، د زوایاې تأریخ معاصر افغانستان ، پ ۹۵
۴۸ – غبار هماغه پ ۵۶۳
۴۹ – کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان ،پ ۹۷
۵۰ � کهزاد هماغه ، پ ۹۹
۵۱ -کهزاد هماغه ، پ ۱۲۲
۵۲ – کهزاد، بالاحصار و پیش آمد هاې تأریخی ټوک ۲ پپ ۳۲۱- ۳۲۲
۵۳ – -کهزاد هماغه ،له ۳۱۹ پ وروسته ،رشتیا هماغه کتاب ،۱۱۳
۵۴ � هماغه آثار، هماغلته
۵۵- رشتیا،پپ ۱۱۴ – ۱۱۶ غبار پ ۵۶۸ ، نوای معارک پپ ۱۶۶ – ۱۶۷
۵۶ � کهزاد، بالا حصارکابل ،ټوک ۲ ،پ ۳۲۱ رشتیا پ ۱۱۶
۵۷ � کهزاد هماغه ،پ ۱۲۴- ۱۲۵
۵۸ � کهزاد هماغه ځای
۵۹ � غبار ،۵۶۵
۶۰ � غبار هماغه ځای ،پ ۵۶۶ رښتیا،پ ۱۱۸ � ۱۲۰
۶۱ � غبار ،پ ۵۶۶
۶۲ � برید من ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات پ ۱۹۵
۶۳ � هماغه اثر،پ ۱۸۲ � ۱۸۵
۶۴ � هماغه اثر،پ ۲۰۴
۶۵ – هماغه اثر پ ۲۰۷
۶۶ – هماغه اثر پ ۱۹۹
۶۷ � هماغه اثر پ ، ۲۲۱ � ۲۲۲ � ۲۲۷
۶۸ � اکبرنامه پ ۱۰۰
۶۹ � فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ټوک ۱ پ ۱۸۳- ۱۸۵ ،کهزاد بالاحصار کابل و� ټوک ۲ پ، ۲۳۴ � ۲۳۹
۷۰ � بریدمن ایر ، هماغه اثرپ ۲۲۲- ۲۲۳ ، پرتله کړﺉ له:پ ۳۵۷ ټوک۲ د موهن لال تأریخ
۷۱ � غبار، پ ۵۶۹ ،سراج التواریخ ،ټوک ۱ ،پ ۱۸۳ � ۱۸۵
۷۲ � غبار پ، ۵۷۰
۷۳ – فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱پ ۲۹۰
۷۴ � نوای معارک پ ،۱۶۹
۷۵ � فرهنگ هماغه اثر،پ ۲۸۹ � ۲۹۱
۷۶ � د افغانستان ددویم سیمینار د مقالو ټولگه ، تهران ۱۳۷۰ ، پ ۶۷
۷۷ � نوای معارک پ ۱۷۶
۷۸ � غبار پ ۵۷۱
۷۹ – کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان پ ۸۴
۸۰ � دیوک اف ارگایل، مسأله افغان از ۱۸۴۱ -۱۸۷۸ د فرهنگ ژباړه ،د خپرونې کال ۱۳۳۷ ،پ۳
۸۱ � هماغه اثر، پ ۲ � ۳
۸۲ – فرهنگ ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ټوک ۱پ ۲۹۵ ، غبار، پ ۵۷۶ ، پیرس، عروج بارکزایی) پ ۱۷۸
۸۳ � فرهنگ هماغه ، پ ۲۹۷- ۲۹۸
۸۴ � غبار، پ ۵۷۶ ، سراج التواریخ ټوک ۲، پ ، ۲۰۰ � ۲۰۱
۸۵ � فرهنگ ، هماغه ، ټوک ۱ ، پ ۲۹۰
۸۶ – کهزاد، د رزوایاې تأریخ معاصر افغانستان پ ۸۷
۸۷ � بریدمن ایر ، په افغانستان کې د یوه بندی خاطرات ، پ ۲۱۲
۸۸- هماغه اثر، پ ۱۸۴ � ۱۳۰ – ۱۳۴
۸۹ � کهزاد هماغه اثر، پ ۸۹ � ۹۲
۹۰ � کهزاد د کابل بالاحصار �. ټوک ۲ پ ، ۲۳۶ � ۲۳۷
۹۱ – میرزا یعقوب علیخان خافی ، پادشاهان متأخر افغانستان،انجمن تأریخ افغانستان ، ۱۳۳۴ ، پ ۸
۹۲ � اکبرنامه ،پ ۲۲۱- ۲۲۲ خپره شوې په ۱۳۳۰ لمریز
۹۳ � فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ ، ټوک ۲ ، پ ۲۰۱ � ۲۱۵
۹۴ – ۹۵ � هماغه اثر،پ ۲۱۶- ۲۲۰ � ۲۲۴ � ۲۲۶ � ۲۲۷
۹۶ �دونابغه سیاسی � نظامی افغانستان، د همدغه اثرلیکوال له ۳۵۰پپ وروسته
۹۷- سایت: http://www.royalark.net/Afghanistan/Barak8.htm
۹۸- پادشاهان متأخر… پپ ۴۵۲ – ۴۵۳
۹۹- پادشاهان متأخر،پپ ۴۵۶- ۴۵۸
۱۰۰ � هماغه اثر ، پ ۴۸۰ � ۴۸۳

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!