ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
ازادخان او احمد شاه بابا
“ازاد خان افغان د خپل ملت د نورو افرادو څخه ډېر سرسخت، زړور او منور سړى وو. دده عدالت، د برابرۍ افكار او له شيعه گانو څخه دده طرفداري ددې سبب سوه چي زيات شمېر پارتېزانان دده پر شاوخوا راټول سي. كله چي ده خپل زياتېدونكى قدرت وليد، په ښكاره يې د عراق، خراسان او ان افغانستان نيول اعلان كړل چي دده په گروهه سربېره پر ايران د افغانستان پادشاه هم بايد غلځى وي!”.
د ازاد خان سلېمانخېل مړينه
امريکايي ليکوال جان پيري ليکي چي ازاد خان پر ۱۷۸۱ ز کال، يانې د کريم خان زند تر مړيني دوه کاله وروسته د پارس په شيراز کي په حق ورسېد. د ده له وصيت سره سم د ده جنازه افغانستان ته ولېږدول سوه. خو ايرانى ليکوال سيد علي آل داوود بيا ليکي چي د ازاد خان وصيت په رښتيا هم همداسي وو چې جنازه ئې افغانستان ته ولېږدول سي، خو هغه مهال د شرايطو د خرابتيا له امله دا کار ونه سو. نو پر دې بنسټ ويلاى سو چي په غالب گومان ازاد خان سلېمانخېل به همهلته د پارس په شيراز کي خاورو ته سپارل سوى وي او ارامځاى به ئې اوس هم همهلته وي.
ازاد خان او ادب

كريم خان زند د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پورې د پارس واكمن وو. كريم خان زند د كوردي كام (قام) د زند كورنۍ مشر وو. نوموړی په پارس او آذربايجان کې د افغان واکمن ازاد خان افغان تر ټولو پیاوړی سیال گڼل کيږي. كله چې کریم خان د پارس پاچا شو، نو يې د ځان لپاره د شاه نوم نه كاراوه، بلكې ځان يې وكيل الرعايا (د خلكو استازي) په نامه ياداوه. دى د نادر شاه افشار له جنرالانو څخه وو او د هغه له مړينې وروسته، په پارس كې د دغه هېواد د پلاز له يو شمېر نورو اداعاكوونكو سره د هاند او هڅې په پايله كې واك و ځواك ته ورسېد. پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر اصفهان بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له خوراسان نه پرته نور ټول پارس ونيو.
دوتنه:Monument+karim khan.jpg
د کريم خان زند ياد څلی
پر ۱۷۵۰ ز كال يې شيراز د خپلې منځۍ په توگه غوره كړ. پر ۱۷۶۳ ز كال يې د ازربايجان سويلي برخه ونيوله او د پارس د يو موټى كولو كار يې پاى ته ورساوه. د تاريخ ليكونكو په اند، ده د پارس په تاريخ كې خپل ځان د يو له ډېرو ښو واكمنانو په توگه وښود. ده د هېواد د سمسورتيا په برخه كې كار كاوه، د شيراز ښار يې لا پسې ودان كړ، د لويو پارسي شاعرانو سعدي او حافظ پر ارامځايونو يې ډېرې ښې گومبتې جوړې كړې. په داسې حال كې چې دى په خپله نالوستى (بې سواده) وو، د شاعرانو او پوهانو درناوى يې كاوه او د دې په څنگ كې يو بشردوست او مهربان سړى هم وو. د ده يواځينۍ نېگړتيا، چې پارسيانو نه شو كولاى ده ته يې وبښي ، هغه د مشروباتو څښل او له هغوى سره لېوالتيا وه. اړینه ده وویل شی، چې کریم خان زند د عیاشۍ په برخه کې هم د ایران په تاریخ کې نوم لری. كريم خان زند له برتانوي امپراتورۍ سره ښه اړېكي درلودل او د ختيځ هند كمپنۍ د پارس په سويل كې يوه سوداگريزه منځۍ هم جوړه كړه. ډېری ایرانیان دی پر دې پړ او ملامت بولی ، چې له ختیځ هند کمپنۍ سره د ده د اړېکو له ټینگښت نه وروسته، انگرېزانو ایران ته مخ ورواړاوه او په دغه هېواد کې يې هم د ښېکلاکگر سیاست د پلي کولو په موخه هلې ځلې پیل کړې. كريم خان زند د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ پر ۱۳ ومړ. نوموړى د شيراز ښار ارگ ته نږدې د بهرنيو سفيرانو د منلو په ځاى كې خاورو ته وسپارل شو. د ده له مړينې وروسته په پارس كې سملاسي د ده د خپلوانو تر منځ د واك وځواك پر سر خپلمنځي شخړې پيل شوې. د ۱۷۹۱ ز كال په پسرلي كې د پارس نوي واكمن اغا محمد شاه قاجار د شيراز ښار وران كړ، د كريم خان قبر يې هم ړنگ كړ، د ده هډوكي يې ترې راوايستل او په تهران كې يې د خپلې ماڼۍ په وره كې تر خاورو لاندې كړل، د دې لپاره چې كله دى ماڼۍ ته ننوزي او يا ترې وزي، نو په ياد به يې وي، چې دوښمن يې تر پښو لاندې دى. د محمد طاهر کاڼي ليکنه


اتلسمه پېړۍ کي د د داغستان واکمن:
“له نېكه مرغه چې په اتلسمه پېړۍ كې د داغستان په جمهوريت كې يوه پښتانه د سرخاني خان يا سرخايي خان الكوزي په نامه حكومت كړى دى. سرخاني خان هم لكه ازاد خان يو غښتلى پښتون دى. سرخاني خان له يو شمېر الكوزو سره هلته پادشاه شو. دده له حكمروايي څخه چې الكوزي خبر شول كار كرار ورپسې ورتلل. دا څرگنده خبره ده چې الكوزي به هلته ډېر وي {…} د سرخاني خان الكوزي په باب خورشيد جهان د ميرزا مهدي تاريخ جهانگشايان له قوله يو لړ په زړه پورې مالوات وړاندې كوي . ددغه عاجز په فكر ښايي، دغه ميرزامهدي به د نادر افشار منشي وي، كه چيرې داسې وي ، د هغه خبرې چې په هغه مهال كې له هرې خبرې خپرېده ، ډېر مهم سند دى. اوس به دا وڅېړو، چې سرخاني خان څنگه دغه لوړ مقام ته ورسېد. د ازاد خان په برخه كې موږ نه پوهيږو ، چې كه ده د كندهار په دفاع كې برخه اخيستې وي، نو څنگه د نادر افشار جنرال شو؟ كېداى شي دده د غښتلي توب له كبله يې دى جنرال ټاكلى وي. خو د سرخاني خان ژوندليك روښانه دى. يوازې دده هوښياري او گړنديتوب كافي وو . وايي چې سرخاني خان الكوزى له يو شمېر الكوزو سره د روم سلطان ( عثماني پادشاه ) ته ولاړ. له څرنگه چې ده خپل كارونه په ډېر كفايت سره سرته رسول، نو د سلطان له خوا د داغستان د والي په توگه مقرر شو. د دوى يو لقب پاشا دى ، چې جنرال يا والي ته وايي. دده د پادشايي په دوران كې ډېرو الكوزو هلته زمكې تر لاسه كړي. سرداري او زمينداري يې ونيوله . څرنگه (( شمخان )) (( جارو )) ډېر استعداد درلود ، نو د داغستان ښه ځايونه يې ونيول. سرخاني خان د الكوزو او نورو ابدالي پښتنو په مرسته ټول ياغيان له غرو راكوز كړل. د ترك له عثماني امپراتور سره د هغه ډېر قدر وشو، د داغستان ټول واك او واگ دده شو. دا هغه مهال دى ، چې نادر افشار د ۱۷۲۹ ز كال په حدودو كې د عثماني تركيېې پر متصرفاتو بريدونه كول. د تركيې عثماني امپراتور د نادر شاه يو لړ شرطونه ومنل. كله چې امپراتور په دې اړه خپلو واليانو يا پاشايانو ته خبر وركړ ، نو ټولو ومنل، خو سرخاني خان الكوزي دا شرطونه ونه منل او نادر افشار ته يې په توره او مېړانه ځواب وركړ. د سرخاني خان دغه مېړانه چې نورو (( پاشايانو )) وليده ، نو دوى هم د الكوزي په لاره ولاړل . سرخاني خان الكوزي سربېره پر هغه د موسى خان په لاس نادر افشار ته سخت ځواب وركړ چې: (( ما د داغستان او شېروان هېوادونه د الكوزو په توره فتح كړي. عثماني شاهنشاه سلطان احمد خان هغه مهال تركيه د روم په نامه يادېده ، ځكه چې شرقي روم وو ) حق نه لري چې ماته ستا په برخه كې مثال راكړي. ( مثال-فرمان). نادر افشار چې دا خبره واورېده په غوسه شو ، نو له ډېرو لښكرو سره يې د داغستان په لور حركت وكړ او سملاسي يې بريد وكړ. د جگړې په پايله كې سرخاني خان په دې بريالى شو چې د هغه يو څه پوځ ونيسي يا يې په شاه وتمبوي. يوه پلا سرخاني خان سوله وغوښته، نادر افشار وويل چې سرخاني دې پخپله راشي . په سرخاني باندې دا خبره پده ولگېده، ويي ويل ما نه غوښتل چې دواړو خواوو ته مسلمانان مړه شي، خو ته ډېر مغروره يې، زه به دې غرور مات كړم. وروسته له دې نادر افشار ته دا فكر ورغى چې راڅه پښتون په پښتانه ووهه، نو الكوزي ته يې الكوزيان ورولېږل داسې چې عبدالغني خان الكوزى يې له الكوزو او ابدالي لښكرو سره داغستان ته ولېږه . دلته نو د سرخاني لپاره ډېره گرانه شوه ،چې مخكې مسلمانان ول، يانې ايرانيان خو اوس يې خپل پښتانه الكوزي وروڼه درته راوايستل. كله چې يې د جگړې په ډگر كې خپل الكوزي وليدل ، نو يې له جگړې لاس واخيست هغه وو چې برى د نادر په برخه شو . په دې ډول چې تيږه يې په تيږه ووهله. الكوزي يې په الكوزو ووهل. ميرزا قوام الدين قزويني ددغې پېښې تاريخ د ابجد په حساب په يوه بيت كې داسې راوستى دى: چو خواندند الخير فيماوقع بريدند شاهان زشاهي طمع له تاريخي پېښو داسې ښكاري، چې نادر افشار د سرخاني له ماتې وروسته كندهار ته خوځېدلى وي، چې سيدال ناصر له شاه حسين سره د مرستې لپاره هلته تللى وو. د شاه حسين هوتك زوى چې محمد نومېد ، له نوميالي سپه سالار سيدال ناصر سره يو ځاى په ډگر كې جنگېده . سرخاني د نادر لاس ته ورنغى ، خو نادر افشار دده خزانې د قموق په ښار كې تر لاسه كړې. نادر هغه الكوزي چې ده يرغمل نيولي وو، وبښل. له سرخاني خان نه وروسته دده قوم يانې الكوزي يو ځل بيا د نادر مخې ته ودرېدل خو دا ځل نادر له ځان سره پښتانه درلودل. د كندهار د ښار فتح چې لس مياشتې اوږده شوه. دغه مهال بيا هم نادر درې سوه ابدالي پښتانه پر دېوالونو وروخېژول احمد شاه بابا عبدالغني خان الكوزي سره ، له دې چې دده خپل وو ، هغه يې د بې پښتوگۍ يانې له پښتونولۍ سره مخالفت په جرم اعدام كړ.
له هغې جملې د سرخاني خان الكوزي ټكول او نورې داسې خبرې چې له عاطفې څخه لري وې اصلي كيف د ښتنو خوځښت دى ، چې په اتلسمه پېړۍ كې ميرويس نيكه وخوځول. په پاى كې اسلام خان په تهران كې ازاد خان په اذربايجان كې او سرخاني خان په داغستان كې د خپلواكۍ رپي ورپول. احمد شاه بابا هم په ډپلي كې داغستان او شيروان څنگ په څنگ پراته دي ، خو شيرواني او الكوزي هلته نشته هغوى په افغانستان كې دي. د تاريخي تحليل له مخې ازاد خان سلېمانخېل او سرخاني خان دواړه افغان اتلان دي چې يو يې غلځى او بل يې ابدالي وو لكه د نار افشار په مهال كې لومړى د هرات ابدالي وټكول شول ، بيا د كندهار غلځي. هغه څوك چې تاريخي فكر لري ، دواړه پښتانه دي او د غليم لپاره يو دي . سرخاني خان ته خپل الكوزي ودرېدل . د كندهار پر ښار ابداليان د نادر افشار لپاره وروختل . لكه څنگه چې په دغه وخت كې په كندهار كې احمد شاه بابا او ذوالفقار خان بنديان ول كېداى شي پر كندهار باندې د ابداليانو ورختل هم ددوې په خاطر شوي وي. كه دا ومنل شي چې تاريخ د راتلونكي لپاره د عبرت درس دى، نو دغه نيمگړتياوې پويه سمې شي او دا د ځوان نسل كار دى”.
✍️قدرت الله حداد
📜 د افغان ملي تاريخ

