منډيګک
افغان تاريخ

د ملاکنډ محاصره او د سيکانو غلاوي

د ملاکنډ محاصره کي يو سيک فوځي د پښتنو د چرګو غلا کولو پر مهال/سرچينه: ګرافيک ورځپاڼه، لندن
0 24

د ملاکنډ محاصره په ۱۸۹۷ع کال هغه وخت پېښه سوه چي د پښتنو او انګرېزانو تر منځ د ډيورنډ کرښي پر سر ستري شخړي رامنځ ته سوې، کله چي انګرېزانو (۲۴۴۵کيلوميټر) اوږده کرښه په دې موخه د پښتنو ټبرونو تر مينځ کش کړه چي خپل حکومت د روس د اثراتو خوندي وساتي، نو د کرښي جوړولو سره دواړه اړخه پښتانه سخت خپه او د برتانيې خلاف يو فقير سعيد الله [سرتور فقير] په نوم کس ودرېد، لس زره تنه ئې د ځان سره ملگري او مالاکنډ[سوات] کې ئي د انگريزانو په پوځي چاوڼۍ خونړی بريد تر سره او وسوځول!
دا وخت چي د برطانيې د پوځ حالات کمزوري وه، سخت وبېرېدل. دغه وخت چي پښتانه په لویه کچه د برتانيې خلاف ول، انګرېزانو وبېرېدل او له هند څخه ئې سيکان او نور چپاولګر راټول او په مالاکنډ کي ئې د خلګو کورونه په چورول.

د ملاکنډ محاصره کي يو سيک فوځي د پښتنو د چرګو غلا کولو پر مهال/سرچينه: ګرافيک ورځپاڼه، لندن د انځور جوړولو نېټه: ۱۸۹۷ع | انځورګر: Sir Bindon Blood

دا جنګ په انګرېزي تاريخونو کي کي مهم ځای لري او انګرېز صدراعظم چرچل ورباندي پنځه مقالې او يو کتاب[The Story of the Malakand Field Force]هم ليکلي دي.
پورته انځور مالاکنډ کي د يوه پښتانه کور له سوځولو وروسته د سيک ملېشو لخوا د چور او چرګانو غلا کولو پېښه انځوروي.
په دې جګړخ کي د انګرېز دوه افسران او ۱۱ پوځیان،۷ لوړ رتبه هندي افسران مړه او ۱۹۳ پوځیان ووژل سول. د انګرېز لپاره جنګېدونکو عسکرو له تاوانه علاوه، د ۱۳۵ اسونو او کچرو وژل زیات مهم وه.
خو د بده مرغه برتانيې په داسي بې فرهنګه پېښو دا جگړه خپل لاس ته کړه.

اړوند پوسټونه
د چرچل کتاب

سرتور فقير:
سرتور فقير د سر وېنسټن چرچېل د کتاب The story of Malakand Field Force محرک او مرکزي کرکټر دی. سرتور ملنګ د برتانيې استعماري قلموالو او د استعمار ځايي لاسپوڅو د [لېوني فقير، لېوني ملا، دېوانه ملا] په طنزيه نومونو ياد کړی او اولسونو سرتور فقير او ملا مستان باله. په لندن او آيرلېنډ کي د پاکستان پخواني سفير او په هارورډ پوهنتون کې د اوسني ابن خلدون څوکۍ مسئول پروفيسر اکبر صلاح الدين احمد د پښتنو د معجزوي شخصيتونو په اړه په خپل کتاب کي ليکلي: “چي سرتور فقير به تور سر ګرځېده، ځکه نو (سرتور) وبلل سو“.
د سرتور ملنګ د زېږېدو نېټه او د ماشومتوب او ځوانۍ د ورځو حالات پټ پاته دي، خو دومره ښکاره ده چي د ملنګ خپل نوم سعدالله و او د پروفيسر سلطان روم د وينا له مخه، د بونېر د [رېګه] سيمي د شتمني کورنۍ د مشهور بونېروال ملک حميدالله زوی و. له کورني پلوه ئې د يوسفزيو د قبيلې د مليزي ښاخ په ابازيو پوري تړاو درلود.
د شفاهي خبرو له مخه سرتور ملنګ د خپل وخت تکړه، ښکلی او ځواکمن شخص وو، همدارنګه وای نوموړي خپل ورور وواژه نو ئې په ځوانۍ کي کور و کلی پرېښود او اجمير ته ولاړ. دوديز علوم يې ولوستل. هرات ته پسي ولاړ او هلته مېشت سو. همدغه ورځي د فقير د روحاني او صوفيانه ازمايښتونو او رياضتونو وختونه وه چي له لسو کلونو تېرولو وروسته له هراته خپلي پلرنۍ سيمي ته ستون سو.
د روسي پراختيا Russian Expansion د مخنيوي او د وخت د مشهوري (روسۍ ـــ برتانوۍ) لويې لوبې (The Great Game) په لړ کي برتانيې د پښتنو په سيمه کي يوه غيرطبيعي کرښه (ډېورېنډ لاين) کش کړه چي په تاريخ کي پښتنو هېڅکله هم و نه منله.
سرتور ملنګ له راستنېدو وروسته د ډېورېنډ کرښې د له منځه وړلو او د پښتنو له خاوري د برتانوي استعمار د شړلو لپاره په ۱۸۹۷ع کال کي جهاد اعلان کړ. په مالاکنډ کي دېره برتانوي سياسي واکمن تورن ډين د ده حرکت ټوکه وګاڼه او له پامه ئې وغورځاوه. خبره چي ډېره لويه سوه، نو پوليټيکل اېجنټ د سوات والي ته خبر ورکړ. والي ځواب ورولېږه:”يو لېونی دی… زما يو کارمند به ئې ماغزه ور په ځای کړي”.
او خپل استازی ئې د فقير د غوږونو تاوولو لپاره ورواستاوه. فقير استازي ته ښه درس ورکړ او هغه په ژړاـژړا بېرته خپل بادار ته ورغلی. فقير له نژدې دوولس زره کسيز لښکر سره د مالاکنډ او سوات پر پوله په (لنډه کي) نومي ځای کي دېره سو او د جهاد تياری ئې پيل کړ. د خلکو جذبه او احساسات په زياتېدو وو. شاعرانو د فقير او د هغه د هدف لپاره ترانې وليکلې. مېرمنو په ټپو کي ياد کړ… د وخت يو مشهور سروکی داسې و:
په لنډه کي کي ورته پروت سرتور فقير دئ
ډينګ پرنګی د ځان په وير دئ
ډينګ پرنګی يې (تورن ډين انګرېز) ته ويل.
فقير په رښتيا ملنګ وو. نه ورسره جګړه ييزه بوديجه وه او نه هم رسمي پوځ، نه توپ و توپک او نه هم آسونه او کچري، خو د وخت له تر ټولو لوی ځواک سره ئې ډغره ووهله. خلکو په فقير پوري ګڼ کرامتونه تړلي وو. د خوراک لپاره ورته غيبي دېګونه راځي… د فقير جنګيالي چي شګي وپاشي، غالبوزي ځني جوړيږي او پر پرنګيانو بريدونه کوي او همداسې نور. د اله ډنډ يوه ملک د چندې په ډول سرتور ملنګ ته پنځوس روپۍ ورواستولې. ملنګ پنځوس نورې ورسره کړې او بېرته ئې ملک صاحب ته ورولېږلې. البته د هغه وخت تاريخي سرچينې راښيي چي د پنجاب آزادي خوښوونکو او د افغانستان پښتنو او امير فقير ته مرستي ورلېږلي. په جولايي کي فقير د مالاکنډ د برتانوي پوځ د سوېلي کېمپ پر خوا وخوځېد. د جولايي د ۲۷ ماښام په ۹:۳۰ بجو د مالاکنډ ليويز يو جمعدار په منډه، منډه د پوليټيکل اداري مشر تورن ډين خوا ته ورغی او ورته ويې ويل، چې فقير له برتانوي پوځ سره د جنګېدو لپاره د کېمپ تر خولې رارسېدلی او خلک يې ډلې، ډلې لښکر ته ورګډيږي. تورن ډين په نوښار کې برتانوي چاوڼۍ ته د ژر تر ژره مرستې لېږلو لپاره تار واستاوه. د حالاتو نزاکت ته په کتو عاجله مرسته ور روانه شوه. بريدمل وېنسټن چرچېل د همدغه ځواک برخه و. د لويې برتانيې د راروان وخت د لومړي وزير په لاس په ژوندي او ځواکمن انګليسي نثر کې ليکلی شهکار اثر The Story of Malakand Field Force د همدغه ملنګ پر ضد د برتانوي پوځ د جګړو کيسه ده.

ملاکنډ چاونۍ، اگست 1897ع

په ۱۹۰۸ع کال  سرتور د میادم په [پېتۍ] ( فتح پور) کي میشت شو او هلته یو کس عبدالرحیم خپله لور ور په نکاح کړه. د ده دوې نوري میرمني او اولادونه په ریګه او کوهستان کي وو.
سعدالله په ۱۹۱۷ع کي ومړ او په پېتۍ کي خاورو ته وسپارل سو.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!