منډيګک
افغان تاريخ

مېرمن عينو

0 1،181

د کندهار ښار ختيځ ته نږدې يو کارېز دئ چي د عينو کارېز ئې باله او اوس ئې د کاريز پر مځکه ځيني ميني وداني سوي دي.

د مشرانو د شفاهي رواياتو له مخه؛ چي کله احمدشا بابا د پاني پت ميدان څخه د لښکر سره مل د هند له سفره بريالی افغانستان ته راوګرځېد [۱۷۶۱ع]، نو ماښام ناوخته کندهار ته نژدې ئې امر وکړ چي شپه همدلته وکړي او سبا د ورځي بايد په ښه شان او شوکت ښار ته ننوزي.

لښکرکوټ ته په نږدې کلي کي د يوې مېړنۍ افغاني [عينو] کور چي مېړه ئې همدلته د بابا په لښکر کي وو، د مېرمن عينو مېړه د شپې په پټه تر نور لښکر د مخه خپل کور ته ولاړ. د کور دروازه ئې و ټکوله، مېرمن عينو دروازې ته ورغله او پوښتنه ئې وکړه: «څوک يې؟» سپاهي ځواب ور کړ: «زه يم…!»

مېرمني بيا پوښتنه ځني و کړه:

«څنګه راغلی يې؟ احمدشا بابا څه سو؟ لښکر مو بريالی سو؟»

مېړه ئې ورته وويل: «که مو لښکر نه وای بريالی سوی، نو زه به هم تا ته ژوندی نه وای راغلی، د پښتنو لوی بری په برخه سوئ دئ…!»

عينو بيا پوښتنه ځني وکړه: «نو ته ولي يوازي راغلې؟ نور لښکر څه سو»

مېړه ورته وويل: «نور لښکر ښار ته نژدې د بابا په امر پروت دئ چي سبا د ورځي په رڼا کي ښار ته ننوزي، زه ستا ميني نا قراره کړم او تر هغو د مخه راغلم . اوس ژر دروازه را خلاصه که چي سره ووينو»

عينو ور ته وويل:

«ته تر چا نازولی وې چي ملګري دي پرېښوول او د بابا د امر په خلاف را د مخه سوې او ماته راغلې؟ ايا ستا نورو ملګرو ښځي نه درلودې؟ او نه ئې په سينه کي زړونه وه؟ دا ټول وه خو، هغو نه غوښتل چي د بابا د امر مخالفت وکړي، که سبا نوري پښتنې مېرمني خبري سي ما ته به څه وايي؟ دا ډېر لوی پېغور دئ هيڅکله تا ته دروازه نه در خلاصوم، ځه ولاړ سه تر هغو زما ديد پر تا حرام دئ څو بيرته ولاړ نه سې او سبا د احمدشا بابا تر بيرغ لاندي د خپلو نورو ملګرو سره يو ځای را نه سې…»

د عينو مېړه د خپلي ننګيالۍ مېرمني له پېغوره و شرمېدئ او بيرته ولاړ، کله چي خېمې ته ور نږدې سو، د لښکرکوټ پيره دارانو ونيوئ، ده چي هر څو زارۍ وکړې چي زه هم ستاسي غوندي د احمدشاهي لښکر غړی يم، چا ونه منلې او سبا دده عسکري مشر د احمدشا بابا حضور ته راووست او عرض ئې وکړ چي دغه سپاهي د شپې کور ته تللئ وو…

يوه افغانه پېغله له خپل خاوند سره د جګړې پر لور/ انځورګر:؟

احمدشاه بابا پوښتنه ځني وکړه: عسکر خپله ټوله کيسه ورته وکړه.

احمدشاه بابا د هغې پښتنې پر پښتونولي او افغاني روح افرين ووايه او د هغې په خاطر ئې ددې عسکر ګناه هم وبخښله، اسپه، کجاوه او د مېړه سره ملګري فوځيان ئې ولېږل چي مېرمن عينو پخپله بايد راولي، کله چي فوځيان د هغې کور ته ولاړل او د احمدشاه بابا غوښتنه ئې ورته وويل، هغه حيرانه سوه او ووېل چي زه او بابا؟

خو د مېړه ټينګار چي يو کال پس راغلی وو، اړه کړه چي بابا ته حاضره سي، کله چي د افغاني دود سره سم عينو بابا ته راغله، هغه د لښکر سره مل د کندهار ښار پر لوري ملګرې کړه.

د میرمن عینو قبر د کابل او کندهار پر لویه لار شمال طرف ته د دامان په ولسوالۍ کي خپله د «عینو کارېز» په یوه کوچنی غونډۍ کي جوړ دی، دا قبر د کندهار د ننګیالۍ پښتنې میرمن عینو چي د عبدالله لور او سعدالله سدوزي لمسۍ ده، په (۱۱۷۵ هـ ق) کال کي د مرهټي جګړې د فتحي وروسته لوی امپراتور احمد شاه بابا دغه کارېز چي پخوا به د دې د قبر ترغونډۍ لاندي بهېدی د دې د ملي غروراو عالي همت له کبله ور وبخښي چي تر اوسه هم د دې په نامه یادېږي. پرقبر یې دا یادګار د جمهوریت په دوره کي د ۱۳۵۴ هـ شمسي کال د سلواغې د میاشتي په (۲۰) نېټه د دوشنبې په ورځ د کندهار د همهغه وخت والي ښاغلي محمد ایوب عزیز په امر او توجه د اطلاعات او کلتور د آمر غلامحی الدین ایوبي په سرپرستۍ پر جوړ سو.
د میرمن عینو قبر د کابل او کندهار پر لویه لار شمال طرف ته د دامان په ولسوالۍ کي خپله د «عینو کارېز» په یوه کوچنی غونډۍ کي جوړ دی، دا قبر د کندهار د ننګیالۍ پښتنې میرمن عینو چي د عبدالله لور او سعدالله سدوزي لمسۍ ده، په (۱۱۷۵ هـ ق) کال کي د مرهټي جګړې د فتحي وروسته لوی امپراتور احمد شاه بابا دغه کارېز چي پخوا به د دې د قبر ترغونډۍ لاندي بهېدی د دې د ملي غروراو عالي همت له کبله ور وبخښي چي تر اوسه هم د دې په نامه یادېږي. پرقبر یې دا یادګار د جمهوریت په دوره کي د ۱۳۵۴ هـ شمسي کال د سلواغې د میاشتي په (۲۰) نېټه د دوشنبې په ورځ د کندهار د همهغه وخت والي ښاغلي محمد ایوب عزیز په امر او توجه د اطلاعات او کلتور د آمر غلامحی الدین ایوبي په سرپرستۍ پر جوړ سو.
عينو مسجد
د کندهار د دامان اولسوالۍ عينو کاريز په سيمه کي د پښتنې مېرمن عینو مقبرې ته نږدې شمال ختېځ ته طرف ته موقیعت لري.
د سيمي د مشرانو په خبره دا مسجد د لوی امپراتور احمدشاه بابا د واکمنۍ پرمهال جوړ سوی او خپله احمدشابابا په دغه مسجد کي لمونځ کړی.
دا لرغونۍ مسجد په بخاریي سبک د ۳،۵ متره عرض او ۸ متره طول په اندازه د خامي خښتي او خټو څخه جوړ سوی دئ.

کله چي احمدشاهي لښکر کندهار ته په نغارو، ډولونه او اتڼوڼو ننوت، لومړۍ دربار ته ولاړ او  يو دولتي کاريز ئې مېرمن عينو ته ور وباخښه چي تر اوسه پوري د عينو په کارېز مشهوره او د کندهار ښار لمر خاته خوا ته، يو رباط ليري پروت دئ، د عینو کارېز پخوا د دامان په علاقه داری پوری مربوط وو او د افغانستان په پخوانیو زړو نقشو کي نوموړی کارېز د [قنات عینو] په نامه هم یاد سوی دئ چي د کندهار د ښار د شمال-شرق په لس مایلې کي واقع وو چي د عینو کلی بلل کېده. ويل کېږي چي د ډېر پخوا څخه د نورو خلګو په شمول، په دې کوچني کلي کی لودینان هم اوسېدل.

ددې کارېز په اړه ما نور مالومات نه کړل پيدا چي دغه کاریز څو څاګان لرل؟

د دې څاګانو په اوبو څونه مځکه کرل کیدل؟

ددغه جوړ کاریز مخکنی نوم څه شی وو؟

د څو کورنیو ګډ ملکیت وه؟

هغه کورنیو ته چي ملکیت یې واخستل سوو، په بدل کي څه ورکړل سول؟

او داسي نور…

د احمد شاه بابا د دورې سرتېري

همدغه کیسې ته ورته پېښه د چارسدې د یو خدایي خدمتګار سره هم سوې ده چي مېرمني له کوره ځکه پسي اخيستی وو، او د ارواښاد د باچاخان بابا په کتاب [زما ژوند او جدوجهد] کي ئې مفصله يادونه سته.

ددې کارېز تر څنګ يوه وړه غونډۍ ده چي د عينو قبر يو وخت پکښي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس مرحوم غلام محي الدين ايوبي لخوا په اساسي ډول جوړ سو.

په دې اړه يو شعر هم سته چي:

احمدشاه بابا غازي
خدای دې وی له ده راضي
چې یې وتړله ملا
مرهټي د جنګ په پلا
دی رهي سو په سامان
ورسره وه سرداران
په هندوانو یې ملک اورکړ
اسلام یې هلته خپورکړ
پس له سو بې د پښتون
دی خو بیرته سو را ستون
کندهار ته چې نیژدی سو
هلته باش څو ورځې شپې سو
څو چې جوړ کړی په ښه شان
د لښکر سراوسامان
بیا به ننوزی په ښار
هم به جوړ کړی ښه دربار
یوعسکر یې د لښکر
پټ روان سو له افسر
په ځغستا راغې ترکوره
دی خو ستړی و هرګوره


ښځې وویل، میړه!
ته راغلي یې پرڅه ؟
د بابا کارسو ویجاړ
که یې مات کړله اغیار
میړه وویل، نیک بختي
دا خبرې ډیري سختي
ته یې پریږده وبل وخت ته
بیړه مه کوه دا وخت ته
احمدشاه پروت په صحرا
زه راغلې یم په غلا

او، وروستی بیت یې:
دعینوکاریز یادیږي
نېک اوبد عمل پاتیږي

 

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!