منډيګک
افغان تاريخ

د افغان تاريخ نوم وركي مورخين

0 242

لومړۍ برخه

زما د يادداښت په كتابچو كي دا (٥٠) كاله ځيني كتابونه يا د نوموركو تاريخ ليكونكو نومونه سره راټول سوي وو، چي كله كله به ما په خپله له هغو يادونو څخه كار اخيست او د بل چا لپاره د ګټي وړ نه وو.

              يوه ورځ ښاغلي زلمي هيوادمل ماته وويل چي دغه يادداښتونه كه سره راټول سي او د يوه كتابګوټي په توګه چاپ سي، نورو ته به هم ګټور وي او فايده به يی عامه سي.

              ما هغه ګرد سره راټول كړل او ده ته مي وسپارل چي دا دى د ده په همت خپريږي. خداي دي خپلي ښی او ښادۍ د ده په برخه كي، چي په داسي كارو كي زيارونه ګالي.

                                                                  كابل، جمال مینه   

عبدالحى حبيبي

               ١ جدي ١٣٥٩

ياداښت:

د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى وياړي چي د هيواد د ستر نوميالي ادبي، علمي او روحاني شخصيت ميا فقيرالله حصاركي ننګرهاري د دوه سوم تلين په نمانځنه كي د يو لړ ليكچو (رسالو) په خپرولو سره برخه اخلي او په دی لړ كي د پياوړي استاد پوهاند حبيبي دغه ګرانبيه ليكچه د سيمينار برخه والو او نورو مينه والو ته وړاندي كوي.

              په دی ليكچه كي د افغانستان (١٣٨) تنه پیښليكونكي (مؤرخين) ښوول سوي چي زياتره په دغه نامه چاته هډو څرګند نه وو.

د دغو تاريخ ليكونكو پیژندګلوي دا راڅرګندوي چي په پښتنو كي تاريخ ليكنه لږ تر لږه له اوومي اسلامي پیړۍ (٦١٢) راهيسي پيل سوی او تر موږه رارسیدلی ده. په دغو نوموركو مؤرخينو كي زياتره داسي كسان راځي چي د پښتو ادب تاريخ او تذكرو په ترڅ كي نور راز راز تاريخي پيښي هم را اخلي.

په دی توګه دغه ليكچه په خپل تاريخي او ادبي ارزښت سره د پښتو ژبي او ادب پر پښتو څیړونكو او زده كوونكو سربیره له هغو ټولو هيوادوالو سره هم مرسته كولاى سي چي غواړي په ټوليزه توګه د پښتنو له تیر اته سوه كلن سياسي، ادبي او فرهنګي تاريخ څخه خبر سي.

استاد حبيبي د دغه لرغوني فرهنګپالي هيواد د يوه پياوړي پوهاند، ليكوال، څیړونكي او مؤرخ په توګه خپل ټول ژوند همدا راز علمي څیړنو او پلټنو ته وربښلى او څنګه چي (راټولوونكى موندونكى دى) نو د داسي ډيرو پټو خزانو په رابرسیرونه بريالى سوى هم دى، د غوريانو، سوريانو، لوديانو، لويكانو، د سوات او كونړ د اميرانو او داسي نورو افغاني او بيا پښتنو واكمنانو او سوبمنانو برسیرونه او پیژندنه يی د دغو خبرو ځلاندي بیلګی او ساري بلل كيږي.

د ژبو او ادبياتو پوهنځى په داسي ترڅ كي چي د خپل مؤسس او لومړي پياوړي استاد دغسي نوي څیړني ته په درنه سترګه ګوري او په زړه كي ورته ځاى وركوي د لا زياتو علمي برياليتوبونو په هيله ورته د يوه روغمن او پتمن ژوند اوږدوالى غواړى.

پوهنوال دوكتور مجاور احمد زيار

 د ژبو او ادبياتو پوهنځى رئيس

مؤرخين د لوى مؤرخ له نظره

زما لپاره د خوښۍ ځاى دى، چي د لوى استاد پوهاند عبدالحي حبيبي د آثارو د چاپولو او ترتيب په لړ كي د دوى د دغه قيمتي او مهم اثر “نوموركي مؤرخين” په ترتيب او طبع بريالى كیږم.

د افغانستان او حتى منطقی په ليكوالو او مؤرخينو كي استاد حبيبي يو داسي مؤرخ دى، چي په تاريخ، ادب، اجتماعي، سياسي او ملي تاريخ او ورسره  تاريخي جغرافيه كي د ډيري پراخي مطالعی، ژور علمي نظر او دقيقو علمي او مسلكي ابتكاراتو خاوند دى.

لوى استاد لا د طلوع افغان مدير و (١٣٠٨ ش څخه وروسته) چي د افغانستان پر اجتماعي تاريخ، لرغوني او معاصر تاريخ يی علمي او مبسوط مقالات كښل او د طلوع افغان پاڼي يی په خپلو مفيدو او مهمو تاريخي او علمي پلټنو ښايسته كولی او افغانان يی د خپل هيواد او خلكو له تاريخي عظمت او برمه خبرول، د تاريخ د ملي قهرمانانو كارنامی او ملي مفاخر يی ورپیژندل.

په دی خصوص كي د لوى استاد ليكني او مقالات لا هماغه وخت د طلوع په پاڼو كي منحصري نه سوی پاته بلكي د خپل علمي، ادبي او مسلكي قوت له پلوه يی د كابل د ادبي انجمن خپرونو ته هم لاره وكړه، په كابل مجله او د كابل په نورو موقوتو خپرونو كي هم خپری سوی، علمي دنيا او د افغانستان د تاريخ علاقمندان يی د ليكنو له علمي فيضه بهره مند سول.

په ١٣١٧ ش كال كي چي لوى استاد د پښتو د نوميالي شاعر خوشحال خان خټك (١٠٢٢ _ ١١٠٠ هـ ق) كليات د “خوشحال مرغلري” په نامه چاپ او نشر كړل، د دغه مغتنم او ګټور اثر په مقدمه كي يی د تاريخي پلټنو يو كوچنى څنګ په كتابي شكل خوندي سو، او كله چي يی د عبدالقادر خان خټك (١٠٦٣ _ ١١٢٤ هـ ق) او لوى احمدشاه بابا (١١٦٠ _ ١١٨٦ هـ ق) (طبع ١٣١٨ كندهار، طبع ١٣١٩ كابل) دیوانونه خپاره كړل، د دغو دیوانونو په مفيدو مقدمو كي يی هم خپلي تاريخي پلټني او ګرویږني ځاى كړی.

لوى استاد په ١٣٢٠ ش كال د پښتانه شعراء لومړى ټوك وكيښ او په ١٣٢٣ ش كال يی د پښتو د ادبي تاريخ او د پښتنو او افغانستان د ملي او اجتماعي تاريخ ګرانبها ذخيره د دانشمند او سترګور مؤرخ محمد هوتك پټه خزانه نشر كړه، علمي او تحقيقي شروح، تعليقات او مقدمات يی پر وكښل، چي په كتاب كي د راغلو او يادو سوو رجالو، اماكنو، كتبو او تاريخي وقايعو په څیړنه، څرګندونه او پلټنه كي د تاريخ او ادب له محققينو او محصلينو سره پوره مرسته كولاى سي. په ١٣٢٥ ش كال چي د ادبياتو د پوهنځى چاري هم ور وسپارل سوی، نو يی د پښتو د ادبياتو د تاريخ د لومړي ټوك په كښلو او نشرولو د افغانستان د تاريخ د مهمو تاريخي مسايلو او پښتو ژبي د تاريخ او قديمو ادبي او تاريخي رواياتو په باب پلټني، تاريخي څیړني د علم او ادب مينانو ته وړاندي كړی.

تر دغه مهاله وروسته لوى استاد د افغانستان د تاريخ او د ژبو (پښتو – دري) د ادب په تاريخ دومره كتابونه وكښل، رسالات او مقالات يی نشر كړل، قديم تاريخي او ادبي متون يی چاپ كړل چي تفصيل يی دلی نه ځاييږي، خو د ويلو وړ ده چي د دوى قيمتي او ادبي تاريخي ليكني نه يوازي په افغانستان كي ارزښتني او د درناوي وړ دي، بلكي د سيمي په هيوادو او حتى بين المللي علمي محافلو كي هم په درنه سترګه ورته كتل كيږي، دانشمندان او محققين استفاده تری كوي.

لوى استاد د خپلو دغو علمي او ادبي او تحقيقي هڅو او زيارونو په نتيجه كي تر سلو زيات مستقل تاريخي، ادبي او علمي كتابونه د پنځو سو په شاوخوا كي علمي رسايل او تر درو زرو زياتي تحقيقي او علمي مقالی د علم او ادب دنيا ته وړاندي كړي دي چي د افغانستان، سيمي او نړۍ فرهنګي او ثقافتي تاريخ وياړ په كوي.

د لوى استاد ادبي او تاريخي او نور علمي آثار نه يوازي د ګران هيواد افغانستان د علمي مؤسسو او فرهنګي ادارو له خوا خپاره سوي دي، بلكي د سيمي د هيوادو علمي او فرهنګي مؤسسو او د بين المللي محافلو، علمي مجامعو هم د دوى مفيد او ګټور آثار خپاره كړي دي.

د پښتو او دري ژبو د تاريخ ادب په باب د ډيرو مهمو او علمي ګڼو مقالو او كتابو تر څنګه لوى استاد د افغانستان د ملي، اجتماعي او سياسي تاريخ په مختلفو څنګونو ډیر زيات مقالات كښلي او د لرغوني او معاصر افغانستان تاريخي جغرافيا يی په مغتنم ډول د مقالو او رسالو په ترڅ كي هر اړخيزه څیړلی ده، د دغو مقالاتو يوه درنه برخه د آريانا په مجله او نوري يی د هيواد په نورو موقوتو خپرونو او د سيمي د هيوادو په موقوتو علمي نشريو كي خپری سوي دي. له دغو رسالاتو او مقالاتو سربیره د استاد تاريخي مهم او د يادوني وړ كتب دا دي :

              _ افغانستان بعد از اسلام

              _ تاريخ مختصر افغانستان

              _ افغانستان در عصر ګورګانيان هند

              _ د افغانستان تاريخي پیښليك او نور …

              د نواى معارك، فضايل بلخ، طبقات ناصري او زين الاخبار ګرديزي، شروح، تعليقات او مقدمات هم دوى كښلي دي.

د تاريخي مداركو، منابعو، وقايعو او اسنادو په څیړنه كي د استاد د څیړني روش او عمومي ميتود نهايت پر علمي او تحقيقي شهادتونو او علمي استنتاجونو ولاړ دى.

د معاصري تاريخ ليكني ميتودونه په نقد او ارزيابۍ ولاړ دي او مؤرخ بايد خپلو ټولو تر واك لاندي ماخذو، مداركو، كتبي اسنادو او نورو خورو ورو پاڼو ته د نقد او كره كتني په سترګه وګوري، او كره او كوټه سره بیل كړي. د اوسنۍ زمانی پلټونكى مؤرخ دی ته اړ دى چي د خپلو ټولو خبرو اسناد وښيي[i] د لوى استاد په ټولو ليكنو كي دغه معاصر او پر علمي معايير برابر روش ليدل كيږي. لوى استاد د وقايعو په تحليل كي د ډیر دقيق او مبتكر او منقد نظر خاوند دى، هره پیښه او هره تاريخي او اجتماعي پديده د اسنادو، ماخذو او علمي مشهودو دلايلو په رڼا كي څيړي. د تاريخ او ادب په څیړنه، پلټنه او ګرویږنه كي د دوى اتكاء په خطي او معتبرو چاپي متونو، د لرغونپوهني د تحقيقاتو په نتايجو، ډبرليكونو، مسكوكاتو او نورو لرغونو كلتوري او تاريخي مواريثو بنا ده.

لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي د افغانستان او پښتنو د تاريخ د بیلابيلو برخو له څیړني سربیره د مختلفو دورو د مؤرخينو پر آثارو كره كتني او علمي نقادانه تبصری هم كړي دي، د قديمو او معاصرو مؤرخينو تیروتني او زياتى، كمى يی ښوولي او د علمي اسنادو، مداركو او شواهدو پر بنا يی د مؤرخينو پر ليكنو حاشيی او شرحي كښلي دي او همدارنګه يی د مستشرقينو تیروتني هم د تاريخ په خصوص كي يادي كړي او سمي كړي دي[ii]. د استاد د دغه ډول ليكنو ځيني برخي په كتابو كي او ځيني يی هم د مقالاتو په شكل په علمي خپرونو او نشريو كي چاپ سوي، چي د څیړنو دغه برخه د استاد د تاريخي پلټنو او تاريخ نګرى يو ښكلى او جلا باب دى.

د افغانستان او پښتنو د مؤرخينو پر آثارو له تبصرو او كره كتنو علاوه استاد د دغو مؤرخينو د كتابو او آثارو د معرفۍ هڅه كړی ده په دی سلسله كي استاد د رهنماى تاريخ افغانستان.[iii] په كښلو سره د افغانستان او پښتنو د تاريخ ٥٨٠ كتابونه او مؤرخين لنډ لنډ معرفي كړي دي چي دا دى په دی كتابګوټي كي هم د افغانستان او پښتنو ١٣٨ تنه مؤرخين او د هغوى تاريخي او يا تاريخي ارزښت لرونكي آثار معرفي سوي او د افغانستان او پښتنو د تاريخ او ادب علاقمندانو ته وړاندي كي.

څرنګه چي د دغه كتاب زياتره مؤرخين د پښتني تاريخ په باب آثار او تاليفات لري او زياتره هم پښتانه دي نو غواړم چي په پښتنو كي د تاريخ ليكني په سير او هم د پښتنو د تاريخ په منابعو څو لنډ ټكي څرګند كړم:

په پښتنو كي د تاريخ ليكني سير :

كله چي موږ د خپلي ژبي په كتبي آثارو كي تاريخي آثار پلټو نو له دوه ډوله تاريخي آثارو سره مخامخ كيږي : (١) تاريخي كتابونه. (٢) تذكری.

 پښتو او پښتانه د تاريخ اهميت او د خپل ملت او وطن او خلكو د كارنامو میړانه او نورو اجتماعي، سياسي او ملي حوادثو او وقايعو ضبط ته متوجه وو. نو په دی برخه كي يی هم د تاريخ مستقل كتابونه او هم د ادبي آثارو تذكری كښلي چي په ضمني توګه ځينو تاريخي وقايعو ته پكښي نغوتي سوي او يا هم ځيني وقايع پكښي څیړل سوي دي. د تذكره نګارۍ له پلوه زموږ ژبه او ادب كابو اته سوه كلنه سابقه لري او زموږ لومړنۍ لاس ته راغلی تذكره د سلیمان ماكو تذكره ده چي په ٦١٢ هـ ق كال په ارغسان كي كښل سوی، ورپسی موږ د پښتو د ادبي تاريخ داسي منظمه تذكره نه ده تر لاسه كړی او يوازي د محمد هوتك پټه خزانه زموږ بله منظمه تذكره ده چي په ١١٤٢ هـ ق كال په كندهار كي كښل سوی ده. دغه دواړي تذكری خاص ابتكارونه لري، څرګندوني يی د پښتو او افغانستان د تاريخ په څیړنه كي د لومړي لاس موادو حيثيت لري. دغه رنګه مستقل تاريخي كتابونه چي په ضمني توګه ادبي مآثر هم پكښي غونډ دي د ٦٥٠ په حدودو كي زموږ په ژبه كي كښل سوي دي. له دی جملی څخه تاريخ سوري، اعلام اللوذعى فى اخبار اللودي، لرغوني پښتانه، غرغښت نامه او نور يادولاى سو، چي سترګور او دانشمند مؤرخ او تذكره نګار محمد هوتك يا ليدلي او يا يی نومونه تر موږ پوري را رسولي دي او د پټي خزانی په كښلو كي يی بالواسطه يا بلا واسطه د ماخذ په توګه تری استفاده كړی ده[iv].

همدارنګه د خواجو مليزي تاريخ افاغنه (١٠٣١ – ١٠٣٣ هـ ق تاليف)، تاريخ مرصع، تواريخ حافظ رحمت خاني، هغه مهم تاريخي آثار دي چي د پښتنو د تاريخ ډیر تياره څنګونه روښانوي. زه دلی د ټولو تاريخي كتابو نومونه ځكه نه اخلم چي لوى استاد پوهاند حبيبي په دی رساله كي مفصل معرفي كړي دي، خو څه چي زه يی پر خبرو كولو آرزو لرم دا دي چي د پښتو ژبه د ليكل سوو تاريخي آثارو په جمله كي سعادتنامۀ افغاني هغه مهم تاريخي اثر دى چي تر يوه دوو وروستيو كالو دمخه يی چا نوم نه و اخيستى، او دا دى د خان روشن خان د يادونو له مخي د لوى استاد په دی اثر كي هم معرفي كيږي. دغه تاريخي اثر د خپل تاريخي ارزښت تر څنګه ادبي ارزښت هم لري، او د كتاب نثر زموږ د نثر د تاريخ په څیړنه كي نه سي هیریداى. د سعادتنامۀ افغاني نثر دا دى :

“پیښور ته راغلي پښتانه ټول دری كوره دي او بعضي قبيلی د دی دريو قبيلو سره يو ځاى اوسي چي دوى ورته حصه لكه د ورور وركړی ده خو دغه همسايه دي او دا لويي كورنۍ دری دا دي : اول خيښى، دويم غوري، دريم كرلاڼي اوس به د هر يو كور تفصيل بيانيږي چي دا دي :

تفصيل د خيښى دا دى يوسفزي ګګياڼي او تركاڼي چي دا وخت په لغمان كي ميشته دي. دا د خيښي اولاد دي، مامدزي (محمدزي) چي په اشنغر كي اوسي، دا د زمند اولاد دي، د خيښي تره ؤ مګر خيښي لكه د ورور ځان سره نيولي دي …”[v].

 د خان روشن رايه دا ده چي دغه تاريخ تر تواريخ حافظ رحمت خاني (١١٨١ هـ ق تاليف) دمخه ليكل سوى دى، له دی خبري څخه ښكاري چي دغه تاريخ به د دولسمي پیړۍ په اوايلو كي كښل سوى وي نو يی نثر د خپل ادبي قوت او سلاست له پلوه د دولسمي پیړۍ له ښو نثرونو څخه ګڼل كیداى سي او موږ به يی د خپل نثر په تاريخ كي ستايو.

              زموږ په ژبه كي خو د تاريخ كښل كابو اته سوه كلنه سابقه لري مګر مولوى محمداسمعيل هزاروي د قاعدۀ افغاني [vi] په مقدمه كي كښلي دي :

              “پوشيده نماند كه در كتب تواريخ افغانى چنان يافته شده است كه اول كسيكه در افغانى تصنيف شروع نموده خواجه محمد نام شخصى بود كه در اوايل سال نهصد هجرى كتابى مشتمل بر آمدن قوم افغان به سمت پشاور و واقعاتى كه در مبادى بايشان روى داده تصنيف كرد”[vii].

              دا چي موږ د نوموړي مولوى د يادښت له مخي يو بل قديم مؤرخ او د پښتو ليكوال پیژنو سمه او ښه خبره ده، مګر دا چي كښلي يی دي چي دى لومړنى مصنف دى دا خبره سمه نه ده دمخه يوازي د تاريخ په خصوص كي د شیخ ملي دوتر[viii] او تر دغه دوتر دمخه تاريخ سوري، تذكره الاوليا، لرغوني پښتانه او نور كتابونه لرو چي يا په خپله كتابونه او يا يی هم مواد او روايات تر موږ پوري رارسیدلي دي.

د پښتنو د تاريخ منابع :

              د پښتنو د تاريخ په كښلو كي له كتبي تاريخي او دی ته ورته آثارو سربیره ډبرليكونه د لرغون پوهني له كشفياتو څخه د تر لاسه سوو مداركو او متفرقو اسنادو څخه د لومړي لاس موادو په توګه كار اخيستل كیداى سي.

              همدارنګه زموږ ادبي آثار د تاريخ د كښني لپاره له مهمو موادو څخه ګڼل كيږي، كه څه هم دغه آثار اساساً د نورو هدفونو او غرضونو لپاره ايجاد سوي، ويل سوي او يا كښل سوي او د تاريخي وقايعو د ضبط منظور نه دي رامنځته سوي، خو د خپلو مقاصدو د شرح په ترڅ كي يی ځاى ځاى داسي يادوني  او تاريخي مطالب تر لاسه كيږي چي زموږ د تاريخ په ليكلو كي تری استفاده كولاى سو [ix] زموږ ليكنى او ګړنى ادب دواړه له دی پلوه غني دى.

(١) كړنى ادب :

              زموږ په ګړني ادب كي لنډۍ، سروكي، غاړي، سنځرخيلي ناری[x] د هوتكو ناری[xi] داسي سندري دي چي د پښتو د ملي، اجتماعي او كلتوري تاريخ په ليكلو كي له پامه نه سي غورځیدى او د لومړي لاس مهمو آثارو په توګه تری استفاده كیداى سي.

(٢) اولسي سندري :

              له دغو سندرو څخه چاربيتی، بدلي او كسرونه داسي مواد دي چي هره سندره د يوی مهمي تاريخي واقعی په شننه او څرګندونه كي له مؤرخينو سره تر هره بله ماخذه زياته مرسته كوي، خو له بده مرغه چي زموږ د دغو اولسي سندرو قديمي بولګی د زمانی سړو سیليو ورسره وړي دي او يوه قديمه سندره يی هغه د بابا هوتك (٦٦١ – ٧٤٠ هـ ق) ويلی او د پټي خزانی پاڼو تر موږ پوري رسولی ده[xii] دغه سندره د پردو تاړاكګرو په وړاندي زموږ د میړني اولس قهرمانانه مبارزی څرګندوي، تر دی بدلي وروسته د ډيري مودی دغه ډول سندري له موږ سره نسته، خو هغه چاربيتي او بدلي چي دارمستتر (١٨٤٩ _ ١٨٩٤ ع) د پښتونخوا د شعر هارو بهار [xiii]د كوټي سيد محمدعمر  په ګلشن اشعار افغانى[xiv] مرحوم نصر په تاريخي چاربيتی [xv] او څیړندوى خدمتګار په تور بريښ[xvi] كي ضبط كړي دي داسي بدلي او چاربيتی دي چي د انګریزي امپرياليستي لښكرو د تار او تاړاك او يرغل په مهال كي د زړه ورو پښتنو قهرمانانه مبارزی، سرښندني او میړاني پكښي ستايل سوي. د دښمن تيري، د خاينينو كرغیړن اعمال او د دوى ماتي او رسوايۍ يی پكښي بيان كړي دي او په رښتيا چي هره سندره يی د ملي تاريخ يو باب دى.

              دغه رنګه په كسرونو كي د انګریزي تاړاك له غندني[xvii] پرته د مروتو او خټكو مروتو او وريرو مروتو او يوسفزو د شخړو او لانجو په باب مواد سته[xviii] چي زموږ د اولس د مختلفو قبيلو د تاريخ په كښلو او من حيث مجموع د پښتو د تاريخ په كښنه كي د مؤرخينو په ښه ورځي.

              له ګړني ادب، اولسي سندرو او كسرونو سربیره چي زياتره يی شفاهي شكل لري زموږ ليكنى ادب او ادبي آثار هم د تاريخي موادو د درلودلو له پلوه غنى دى. زموږ د مختلفو شاعرانو په دیوانونو، حماسي منظومو، د روحاني اشخاصو په مناقبو او جنګنامو كي د پښتنو د سياسي، اجتماعي او ملي ژوند د تاريخ په باب بیلابيلو دورو تاريخي مواد تر لاسه كیدلاى سي، زه دلی پر دغو ټولو ادبي آثارو بحث نه كوم ځكه پر دغو موضوعاتو جلا جلا پنډ پنډ كتابونه ليكل كیداى سي خو څه چي زه دلی كاږم صرف يو اجمال دى.

(١) د شعراو په دیوانونو او نورو منظومو آثارو كي :

              د پښتنو شعراوو له ډلي څخه د خوشحال خان آثار د تاريخي موادو د خوندي كولو له پلوه ډیر غني دي، د خوشحال په كلياتو كي د ده ځيني غزلي، قصايد[xix] او ټوټی تاريخي وقايع شرح كوي، دغه ډول د ده په مثنوياتو كي سواتنامه [xx] او فراقنامه[xxi] دغه خصايص لري.

              فراقنامه خوشحال خان د خپل حبس[xxii] په زمانه كي كښلی ده په دی كتاب كي كه خوشحال خان له يوی خوا د خپل وطن، دوستانو او كورنۍ څخه د ليريوالي له امله دردوونكي ناری كړي دي له بلي خوا په همدغه كتاب كي ځيني داسي انتقادي ټوټی او تاريخي منظومات ګورو چي د ده نقادانه نظر او د ده د كلام عمومي روح تری څرګنديږي او هم د ځينو مهمو تاريخي پيښو څرګندونه كوي، د نمونی لپاره د فراقنامی لاندي بيتونه د كتلو وړ دي:

     په خوله شرع شرع نومړی                دی د شرع حکم کوم وړی

     پلار تړلی پادشاهی کا                       سل ناحقه گمراهی کا

     د دادخواهو زر آهونه                       لور په لور اوجاړ ملکونه

     سکه وروڼه یی قتل کړی                   ده یی مال گنجونه وړی

     د سکه وراره عورته                        په ستم کړه فضیحته

     زر ناسازی زر فساده                       دم وهه له عدل داده

     په دا هومره قباحت                          دم وهه له شریعت

     په دا هومره رسوایی                        دم وهه له پارسایی

     الحذرله دی زمان                            الامان له دی سلطان[xxiii]

                                                                                                                                     له دي سربیره د خوشحال خان د كورنۍ او زامنو په دیوانو كي د شعر په ژبه موږ داسي نغوتي او يادوني وينو چي د تاريخي وقايعو د ضبط له پلوه ارزښتمني يادوني دي، لكه د هجري (١٠٤٤-١١٠٦ هـ ق) ځيني منظومات[xxiv] او يا هم د سكندر خان خټك هغه منظوم ليك چي يی اشرف خان هجري ته ليكلى دى[xxv] د خپل ادبي قوت تر څنګه ځيني زموږ په تاريخ كي ارزښتمن او مهم نكات هم رانغاړي.

              دغه ډول د مصري خان ګګياڼى (١١٥٠ ق حدود) په دیوان كي چي كومه قصيده د پردو سپاهيانو د وحشيانه اعمالو او د پښتني كليو د چورولو او لوټولو په باب ضبط ده[xxvi] زموږ د دولسمي پیړۍ د تاريخ په كښنه كي نه سي هیریداى او يا هم هغه خبري چي د انګریزي استعمار د مظالمو او چال چلند په باب قاسم علي خان اپريدي (١٢٣٢ هـ ق حدود) په خپل كليات[xxvii]  كي كړي، د ديارلسمي پیړۍ د پښتني مبارزو ځيني تياره ګوټونه روښانوي.

(٢) مناقب:

              د صوفيانو، روحانيونو، د طريقت د مشرانو او نورو صاحب حال خلكو په مناقبو كي د شرقي ژبو ادبيات ډیر كتابونه لري، پښتانه او پښتو ادب هم په دی خصوص كي تر نورو ژبو پاته نه دي، بلكي دغه ډول مناقب ډیر پكښي ليكل سوي چي د ټولو په تفصيل سره راوړل به دلی بی ځايه وي، مګر هغه مناقب چي تاريخي مواد لري او د تاريخ په مطالعه او كتنه كي د هيرولو نه دي، دلی د ياد مناسبت لري، خو د ليكني د لنډ تنګ چوكاټ له مخي زه دغه ډول مناقب هم ټول نه سواى معرفي كولاى او صرف د شیخ رحمكار (١٠٦٣ ق مړ)، كاكا صاحب، فقير جميل بیګ، ميا عمر څمكني (١٠٨٤ -١١٩٠ هـ ق) او اخون الياس مناقب يادوم.

(١) مناقب رحمكار[xxviii] :

              چي شمس الدين بن شیخ زبير (قياس الدين) بن ضياء الدين منظوم كښلي[xxix] په دی مناقبو كي ځيني داسي ټكي ښكاري چي د تاريخ لپاره د ارزښتمنو موادو حيثيت لري د شیخ رحمكار د وفات په باب يی ويلي دي :

                        چی جمع می ادا کړله                       جنازه می را اخیستله

                        ترینه لاندی زه په ځان سوم                و مطلب ته شتابان سوم

                        زما نیت د خاطر دا و                       چی و ما وته پیدا و

                        چی زیارت به د صاحب                    به میره کړم عجایب\

                        چی زما د مندڼ پوله                        شیخ صاحب وی زړه قبوله

                        چی دا اوس د ده روضه ده                 په ښه شان عجیبه ده

                        چی رسید سوو تر دځ ځایه                 واړه ستړی شوو نیکرایه

                        جنازه مو کوزه کړله                        موږه خپله دمه کړله

                        جنازه نه خوزیدله                            موږه ډیره خواری کړله

              دغه ډول همدغه شمس الدين مناقب جميل بیګ[xxx]  هم نظم كړى دى د دی مناقبو ډيري پيښي كه څه هم په رواياتو مبنى دي خو په تاريخ كي نه سي هیریداى، په دغو مناقبو كي د كندهاري غلجي خان د آسونو د تجارت  قصه او بيا له جميل بیګ سره د ده ليدنه او بيا بيرته كندهار ته د هغه تګ او … ټولي داسي خبري دي چي د محقق لپاره د غور وړ مواد ګڼل كيږي. دادين[xxxi] چي د ميا عمر څمكني مناقب يی د ١٢١٩ ق د ذوالحجی په آخر كي نظم كړي[xxxii] د ميا عمر د خوارقو او عاداتو د ښوولو تر څنګه ځيني تاريخي وقايع هم ضبطوي لكه : د احمدشاه بابا د مستونګ د فتحي بيان چي څو بيته يی دا دي :

  چه یو ځلی احمد شاه در دران می

          له هراته تلو په لوری د ایران می

ولی پیښ ورته په لار د مستونگ خړند شه

      دی پښتون څړه غیرت و ورته ړند شه

هک حیران شه احمد شاه په دغه کار کی

       بل پری ژمی راغی ډیر په دند و کار کی

باری دی عجب پښتو غیرت نیولی

       نه پریږدم زه دا عالم داسی ناولی

              شريف نومى شاعر[xxxiii] چي د اخون الياس (١٠٨٦ ق مړ) كوم مناقب (١٣٢١ ق تاليف) نظم كړي او يوه قديمه نسخه يی ما ليدلی، د دی مناقبو ځاى ځاى په تاريخي پيښو څرګندوني موندلي كيږي.

(٣) شاهنامی او جنګنامی او نور دی ته ورته منظوم آثار :

              د موجود معلوماتو له مخي د پښتو ادب په تاريخ كي د شاهنامو كښل په دولسم قرن كي پيل سوي دي. حافظ مرغزي (١١٢٦ هـ ق زوكړى) په ١١٧٦ هـ ق كال احمدشاهي شاهنامه نظم كړه[xxxiv] تر دی وروسته تر څورلسم قرنه ما د پښتو په ادبي تاريخ كي د شاهنامی څرك نه دى ايستلى خو په څورلسم قرن كي احمدګل (١٢٥٨ – ١٣١٠ هـ ق) د امير عبدالرحمن (١٣١٩ هـ ق مړ) شاهنامه نظم كړیده[xxxv].

              په جنګنامو كي هغه جنګنامی چي د پښتني تاريخ په كښلو كي د موادو په توګه ښه ارزښت لري هغه دي چي د پښتنو د ملي مبارزو په دوران كي پښتو ناظمانو او شاعرانو جوړي كړي دي، ددغه ډول جنګنامو په لړۍ كي دوی متاخري جنګنامی يوه د صاحب الدين خټك جنګنامه  چي د “فیروز نامه”[xxxvi]په نامه ياديږي او بله هم د دلاور طالب عمرخیل د “مغل خان جنګنامه” د تاريخي موادو په لحاظ غني دي. ( د دی جنګنامی يوه نسخه د علومو اكاډيمۍ په كتابخانه كي سته). ښاغلي رفيع كار پر كړى دى.

              د صاحب الدين خټك فیروزنامه د كتاب د محتوياتو له مخي د سكهانو سره د هغه مهال د خټكو د يوه مشر فیروز خان خټك(١) د جنګ حالات بيانوي، د فیروز نامی څو بيتونه دا دي :

              دغه راز دلاور طالب د مغل خان په منظومه جنګنامه كي له انګریزانو سره د دغه پښتانه د مبارزو او جنګونو قصی او واقعی بيان كړي دي.

              د سپيني هغه حماسيات چي د ١٣٥٥ ق په حدودو كي پر هرات باندي د پردي تاړاك په زمانه كي ويل سوي ټول هغه نظميات دي چي د خپل ادبي ارزښت تر څنګه ملي او تاريخي ښیګڼي هم لري او د دغه پردي تاړاك او د هرات د میړنيو خلكو د دفاع او میړاني په خصوص كي ښی خبري ځني تر لاسه كيږي(٢).

              سربیره پر دی د پښتو ادبيات ځيني نور منظوم كتابونه هم لري چي د ځينو نورو مقاصدو لپاره كښگل سوي خو د مطالبو په ترڅ كښي ځيني مهم مطالب هم راغلي وي چي د يوی دوری د تاريخي وقايعو په څرګندونه كي د مؤرخينو او تاريخ د پلټونكو په درد خوري له دغه ډول آثارو څخه يو هم د ملا مست (٩٥٠ هـ ق حدود) سلوك الغزاه دى چي د ځينو پيښو او جنګونو په باب ښه معلومات لري.

              لوړ ما څو كتابونه او ادبي منظومی، صرف د مثال په نيامت يادي كړی كه نه وي زموږ د فولكلوري، اولسي او كتبي ادب ډيري پاڼي ځيني مهمي تاريخي څرګندوني لري چي مؤرخ يی د تاريخي ليكلو پر وخت نه سواى هیرولاى.

روايات او شفاهي څرګندوني :

              د پښتنو مختلف قبايل، عشاير او نوري وړی څانګي د خپلو شجرو په مورد كي ځيني شفاهي او روايي معلومات لري چي زياتره يی په انسابو او تاريخونو كي هغسي نه وي نو په همدی اساس زموږ د مختلفو قبايلو دغه روايي شجری  او د دوى د لیږد او كورنيو په باب د دوى خپل معلومات هم بی ځايه او بی ګټي نه دي همدارنګه زموږ خلك د ځينو مهمو تاريخي وقايعو په باب هم روايتي مالومات لري، چي كه راټول او اضافات تری حذف سي نو زموږ د ملي تاريخ په كښلو كي د يوی منبع په توګه له پامه نه سواى غورځیداى.

***

              د لوى استاد پوهاند عبدالحي حبيبي دغه رساله به وكړاى سي چي د مؤرخينو، د افغانستان او پښتنو د تاريخ څیړونكو ته د ماخذ او څیړني په خصوص كي ګټوري لارښووني وكړي، ډیر تاريخي كتب به وروښيي. دغه رساله له تاريخ څیړونكو او پلټونكو سره له مرستي سربیره د پښتو د ادبي تحقيقاتو له پلوه هم ارزښت لري ځكه ځيني داسي پښتو تاريخ كتب يی هم را معرفي كړي چي تر اوسه بل ځاى يي چا يادونه نه وه كړی.

              لوى استاد ته دي خداى صحت او عمر وركي، چي خپلي نوري مفيدي تاريخي، جغرافي، ادبي او علمي څیړني پر پښتنو ولوروي او پښتانه يی د علم له فيضه مستفيد سي.

١. سلیمان ماكو د (تذكره الاولياء) ليكوال

سلیمان د بارك خان زوى په قوم ماكو صابزى د (٦٠٠ هـ) په شاوخوا كي د كندهار په ارغسان كي اوسیدى. دا مؤرخ، سياح او ګرزند سړى و، دى په خپله ليكي چي په (٦١٢ هـ) تللى وم او د پښتونخوا په غرو او رغو ګرځیدم او د لويانو مراقد مي ليدل او پلټل.

داسي ښكاري چي سلیمان تر دغه مفيد او ګټور سفر وروسته موفق سو چي د پښتنو د نوموړو بزرګانو په احوال كي يوه (تذكره الاولياء) وليكي او د دوى ويناوي او اشعار په دی كتاب كي خوندي كړي.[xxxvii]دا كتاب متاسفانه اوس ورك دى خو لومړي اته مخه يی ما تر ١٣١٩ ش كال دمخه خوشبختانه په كندهار كي وموندل او د هغو مخو عكسونه مي د كابل په سالنامه او په پښتانه شعراء لومړي ټوك كي خپاره كړل.

              سلیمان ماكو د پښتنو پخوانى مؤرخ دى او د ده د نفيس او ګټور كتاب دغه څو صفحی د پښتو د ژبي او رجالو د تاريخ لپاره داسي مفيدي ثابتي سوي چي د ادب او پښتو تاريخ به يی تر ابده مرهون وي.

              سلیمان ماكو پوه سړى او سترګه ور مؤرخ ښكاري، دى د هر پښتانه لوى او نوميالي سړي سوانح او احوال ليكي، وروسته يی د شعر او وينا نمونی هم راوړي، نو د ده كتاب يوازي د وليانو تذكره نه، بلكي د پښتو د شعر  او ادب يو ډیره ګرانبها مرقع هم ده، وګورئ ذكر سوی سالنامه او د پښتانه شعراء لومړى ټوك.

تذکرت الاولیا
لیکوال: سلیمان ماکو
سریزه او نښلوني: پوهاند عبدالحی حبیبي

٢. شیخ كټه د (لرغوني پيښتانه) ليكوال

              دا مدقق مؤرخ او د پښتنو د يوی خوار لويي علمي او ادبي كورنۍ ركن د شیخ يوسف زوى او د شیخ متي لمسى دى. شیخ متى هغه لوى او معروف د پښتنو نوموړى دى چي په كلات بابا مشهور او اوس يی هم مرقد د كلات پر غونډۍ دى. شیخ متى عارف او عالم او اديب سړى او په پښتو كي يی په علم او عرفان ډیر شهرت درلود.[xxxviii] شیخ متى خپلي كورنۍ ته علم، تقوى، عرفان په ارث پریښوول او يو كتاب يی هم وليكه، چي (د خداى مينه) يی نوم و. د ده ځيني اشعار هم پښتنو مؤرخينو رانقل كړي دي.[xxxix]

              په دی كورنۍ كي وروسته ډیر علماء، مؤرخين، عرفاء پيدا سول چي موږ يی د روښان او درویزه او خوشحال خان د علمي كورنۍ په څیر د پښتنو يوه بله لوړه علمي او عرفاني كورنۍ ګڼلاى سو. په دی مقاله كي زما وظيفه ده چي د دوى تاريخي كتب او خدمتونه وليكم، نوري علمي او ادبي پلټني يی بیل ليكونه غواړي. شیخ يوسف د شیخ متي تر مړيني وروسته د ده پر علمي او ادبي او روحاني مسند كښیناست او اوه زامن يی درلودل چي له دوى څخه شیخ كټه ډیر مشهور سو او د ده مور بي بي مراد بخته نومیده، چي په خټه زمنده وه[xl]دی نوموړي عالم د پښتنو د رجالو او مشاهيرو په تاريخ كي يو نفيس كتاب وكيښ چي نوم يی و (لرغوني پښتانه) دا كتاب پښتو ؤ، او د پټي خزانی مؤلف محمد هوتك ډیر ځله دا كتاب يادوي او داسي ښكاري چي د دغه مؤرخ يګانه ماخذ هم دغه و. د شیخ كټه د ژوندانه وخت نه دى ښكاره، خو د پټي خزانی په روايت د ده نيكه شیخ متى په (٦٨٨ هـ) وفات سوى دى، ځكه چي د مؤرخينو په اتفاق يوه پیړۍ درو پښتو لپاره مقرره ده نو بايد د شیخ كټه د ژوندانه وخت هم د (٧٥٠ هـ) شاوخوا وګڼل سي. د شیخ كټه اولاد كه څه هم د پیښور په شمالي لتو كي پراته وو، مګر داسي ښكاري چي په خپله دى سياح سړى و، ځكه محمد هوتك په ښكاره ليكي چي شیخ كټه د محمد بن على البستي كتاب تاريخ سوري په بالشتان كي ليدلى و [xli] بالشتان يا والشتان خو د غور مشهور ښار ؤ، چي په (١٣٩ هـ) امير پولاد سوري نيولى ؤ [xlii] چي د بيهقي په ضبط ګوروالشت [xliii] او د منهاج سراج د طبقات ناصري په يوه نسخه كي غوروالشت راغلى دى[xliv]  او دا ښار د تكيناباد (د اوسني كندهار حدود) او د غور د منديش تر منځ پروت و، او د سيستان په تاريخ كي هم والشتان ضبط سوى دى[xlv] نو چي شیخ كټه والشتان ته راغلى او د غور دغه ښار يی ليدلى و، ښكاريږي چي د وطن شرقي او جنوبي خواوي به يی هم كتلي وي.

              د شیخ كټه نفيس تاريخي كتاب (لرغوني پښتانه) چي له نامه څخه يی هم د كتاب اهميت ښه ښكاري اوس نسته، داسي څرګنديږي چي دغه نفيس كتاب د محمد هوتك لاس ته ورغلى و او د پټي خزانی مهمه ادبي برخه هم له دغه كتابه اقتباس دى. خوشبختانه محمد دا هم ليكلي دي چي د شیخ كټه مهم تاريخي ماخذ هم “تاريخ سوري” وو چي زه به يی بیل ذكر وكړم. د شیخ كټه د اولاد په خصوص كي خوشبختانه خواجه نعمت الله هروي مفصلاً كښلي دي چي ده اته زامن درلوده : د زلو معدورزۍ له نسه، سلطان ثابت، حاجي، سلیمان، ممى له دوهمي ماينی څخه چي دغه هم زلو نومیده. په خټه اكازۍ يوسفزۍ : ابراهيم، ملك، پاجي. [xlvi]

٣. شیخ قاسم د (تذكرۀ اولياء افغان) ليكوال

              دا عارف او عالم هم د شیخ متى له علمي كورنۍ څخه دى، چي پلرونه يی شیخ كټه ته داسي رسي : قاسم د شیخ قدم زوى د محمد زاهد لمسى د ميرداد كړوسى د شیخ سلطان كوسى او لكه دمخه چي ذكر سوه سلطان د شیخ كټه زوى ؤ.[xlvii]

              د شیخ قاسم مور نیكبخته نومیده، چي د شیخ الله داد مموزي لور او د پښتو شاعره او ډیره لويه عارفه وه چي محمد هوتك د دی اشعار رانقل كوي او ليكي چي په (٩٥١ هـ ) د شیخ قدم په نكاح راغله او په (٩٥٦ هـ) يی شیخ قاسم و زیږاوه او په (٩٦٩ هـ) يی (ارشاد الفقراء) نومى كتاب وليكه. د دی كتاب نسخه د محمد په روايت د ده پلار داود خان هوتك ليدلی وه [xlviii] او علاوه پر دغه محمد هوتك د (اولياى افغان) له كتابه چي شیخ امام الدين متى زي ليكلى دى هم د دی عالمي میرمني احوال را نقل كوي.

              نعمت الله ليكي چي شیخ قاسم د شیخ عبدالقادر جيلاني د اولادی له مريدانو څخه وو، او د (٩٥٦ هـ) كال په پسرلي د بډنۍ رود پر غاړه (د پیښور مشرق ته) وزیږید او په (١٠١٦ هـ) وفات سو.[xlix]

              شیخ قاسم په پیښور كي په معرفت او روحانيت مشهور سو او ډیر كلك نفوذ يی وموند، د ميرزا محمد حكيم مامورين ځني وبیریده او ويی غوښتل چي دا پښتون عالم او عارف مړ كړي، شادمان خان هغه وخت د پیښور حكمران ؤ او د شیخ قاسم د وژلو نيت يی وكړ، شیخ مجبور سو له پیښوره كندهار ته ولاړ او له دی ځايه د حرمينو په زيارت مشرف او په قادريه طريقه كي داخل سو. تر دی وروسته بيرته د پیښور د واوي ته راغى او خپل علمي او روحاني اقتدار يی ټينګ كړ او په شيخ قاسم سلیماني مشهور سو. د مغولو پاچهانو بيا دا شیخ نه پریښود، د عيسى نومي په چغلۍ اكبر پاچا دى لاهور ته وغوښت خو شیخ قاسم په لاهور كي تر پیښور لا زيات نفوذ وموند نو جهانګير دى د چنارګړ په كلا كي بندي كړ،
او هم هوری له دنيا څخه تیر سو، او مزار يي  هم تر اوسه هوری مشهور دى. شیخ قاسم مؤلف او مؤرخ هم دى، د ده تاريخي كتاب (تذكرۀ اولياء افغان) دى[l] چي د پښتنو روحانيونو احوال يی پكښي ليكلى و، دا كتاب متاسفانه ورك دى او تر اوسه يی په كُتب خانو كي درك هم نسته او نه له چا څخه ما ليدلى دى.

٤. شیخ امام الدين د (تاريخ افغاني) ليكونكى

              شیخ امام الدين محمد عنايت الله د شیخ كبير بالا پير زوى او د شیخ قاسم لسمى دى چي د شیخ كبير له (١٢) زامنو څخه دى ډیر شهرت لري، د دوشنبی په ماښام غره د محرم (١٠٢٠ هـ) د پیښور په بډنۍ كي وزیږید، مور يی تاج بي بي د ملك درویز لور او د خليلو له مشهوري كورنۍ څخه وه. شیخ امام الدين هم د خپلي كورنۍ د نورو خلكو په ډول علمي او روحاني نفوذ وموند او د چهارشنبی په ماښام ٢٣ د محرم (١٠٦٠ هـ) له دنيا څخه ولاړ او په پیښور كي ښخ سو.

              دی شیخ يو تاريخي كتاب (تاريخ افغاني) د پښتنو پر احوال او تاريخ په پاړسو وليكه، چي قلمي نسخه يی د كابل په ارګ كي وه، د كتاب له مقدمی څخه ښكاري چي شیخ امام الدين سترګور مؤرخ دى او د خپل كتاب تر ليكني دمخه يی د پښتنو ډیر مهم تاريخي كتب لوستلي او د خپل كتاب د ماخذ په ډول يی استعمال كړي دي.

              هغه كتب چي د شیخ امام الدين ماخذ دي او د خپل “تاريخ افغاني” په مقدمه كی راوړي دي دا دي : روضه الاحباب، مجمع الانساب، اصناف المخلوقات، تواريخ ابراهيم شاهي د مولانا مشتاقي، د خواجه احمد نظامي تاريخ، د شیرشاه احوال چي شیخ عباس سرواڼي كښلي دي، اسرار الافغاني [lii] له دغو كتابو څخه ځيني ماته معلوم او ځيني ورك دي.

د شیخ امام الدين مقبره، پېښور

٥. محمد بن على البستي د (تاريخ سوري) خاوند

              دا مؤرخ هم د وطن له هغو ليكوالو څخه دى چي متاسفانه د ده احوال او كتاب هم تر اوسه لاس ته نه دى راغلى، فقط د پټي خزانی له انكشافه سره دا راته معلومه سوه چي دی مؤلف او مؤرخ يو كتاب د (تاريخ سوري) په نامه كښلى وگْ او د سوريانو د سلطنت احوال يی د اسلام له ابتداء څخه پكښي ليكلي وه. د محمد بستي د ژوندانه وخت او احوال هم نه دي معلوم. فقط دوني ويلاى سو چي دى د بُست د تاريخي ښار اوسیدونكى ؤ ځكه چي د ده كتاب شیخ كټه په بالشتان كي كتلى او په خپل كتاب لرغوني پښتانه كي يی مهم مطالب ځني اقتباس كړي دي، نو دا په ټينګه ويلاى سو چي د شیخ كټه تر عصر يعني د (٧٥٠ هـ) دمخه محمد بستي ژوندى ؤ او په دغه عصر كي هم د ده تاريخ سوري ډیر شهرت درلود ځكه چي شیخ كټه  له دغه كتابه ډیر مفيد مضامين را اخيستي دي.

              محمد هوتك چي د پټي خزانی ليكوال دى د پښتو ځيني مهم او ګرانبها پخواني ادبي آثار له لرغوني پښتانه څخه را اخلي او دا هم وايي چي د لرغوني پښتانه مؤلف له تاريخ سوري څخه را نقل كړي دي، په پټه خزانه كي دغه لانديني تاريخي او ادبي مواد د لرغوني پښتانه په ذريعه له تاريخ سوري څخه را نقل سوي دي.[liii]

١. د پښتو ډیر پخوانى شعر او د جهان پهلوان امير كروړ سوري احوال له ١٥ مخه تر ١٧.

٢. د شیخ اسعد سوري احوال او اشعار له ١٨ مخه تر ٢١.

٣. د ښكارندوى احوال او اشعار له ٢١ څخه تر ٢٥.

محمد بن على البستي د (تاريخ سوري) خاوند

        ګويا په پټه خزانه كي د پښتو قديمه ادبي ذخيره ټوله د شیخ كټه په نقل له تاريخ سوري څخه را اخيستل سوی ده او دا راته څرګندوي چي تاريخ سوري يوازي د حربي او سياسي پيښو تاريخ نه ؤ بلكي ادبي رنګ يی هم درلود، او محمد بن على البستي ډیر باخبره او سترګه ور مؤرخ و، ځكه چي ده د پاچهانو احوال او حربي او سياسي وقايع رانقل كړي او هم يی د دوى د كلام نمونی راوړي دي، هغه قصايد يی په خپل كتاب كي ساتلي دي چي د غوري پاچهانو په دربارو كي به په پښتو ويلي كیدی، له دی څخه ښكاريږي چي تاريخ سوري د سوريانو او غوريانو د عصر يو ادبي او سياسي او حربي تاريخ ؤ كه څه هم د دغه تاريخ ژبه واضحاً د پټي خزانی له بيانو څخه نه ښكاريږي، مګر له لوړو اقتباساتو څخه دا څرګنديږي چي تاريخ سوري بايد په پښتو ژبه ليكل سوى وي، ځكه چي دری مهم پښتو شعرونه شیخ كټه ځني رانقل كړي دي. د تاريخ سوري نسخه اوس غالباً په دنيا كي نسته او د پښتو دغه غوره كتاب لكه نور علمي او ادبي آثار ورك دى. مګر پټي خزانی خوشبختانه د دی ګرانبها كتاب نوم  او مؤلف او ځيني اشعار او مطالب د لرغوني پښتانه په ذريعه نقل كړي او را ساتلي يی دي.

              تر اوسه چي زه معلومات لرم، د دنيا په كتب خانو كي د دی نفيس كتاب كم درك نسته كه كم وخت پيدا سي يا يی څرك وموندل سي نو به په رښتيا د پښتوژبي يو ګرانبها تاريخي او ادبي اثر لاس ته راغلى وي، پښتانه زلمي دي هر كله تلاښ او پلټنه كوي دا خبره هم بايد هیره نه كړو  چي راورټي مستشرق د احمدشاه بابا تر عصر وروسته يو تاريخ ميندلى ؤ چي نوم يی “تذكره الملوك” ؤ د دی كتاب په ماخذو كي يو كتاب “تاريخ سلاطين سوريه” هم دى.[liv]مګر دا نه سو ويلاى چي دغه سوريه هغه د محمد بن علي تاريخ دى كه بل؟

بستي ته نسخه چي «عنوان الحِكم»نومېږي.

٦. احمد بن سعيد اللودي د (اخباراللودي) ليكونكى

              دا مؤرخ له هغو خلكو څخه دى چي تر پټي خزاني دمخه مو نه پیژاند، نه يی كتاب راته معلوم ؤ.

              محمد هوتك ليكلي دي چي كامران خان په (١٠٣٨ هـ) خپل كتاب كليد كامراني وكيښ او په دغه كتاب كي يی د احمد لودي له كتابه د ملتان د لودي پاچهانو احوال نقل كړ، احمد د سعيد لودى زوى په (٦٨٦ هـ) يو كتاب كښلى ؤ چي نوم يی و (اعلام اللوذعى فى اخبار اللودى) د محمد هوتك په قول دغه كتاب د كامران خان په لاس كي ؤ او په كليد كامراني كي يی نقل ځني كړى دى. [lv]

              د محمد هوتك له بيانه چي د كليد كامراني په ذريعه يی له اخبار اللودي څخه نقل كړى دى داسي ښكاري چي احمد بن سعيد خپل كتاب د پښتنو پخوانو لودي پاچهانو پر احوال ليكلى دى، دغه كورنۍ د پښتنو مشهور پاچهان دي چي د الپتګين او سبكتګين له وخته (٣٥١ – ٣٦٠ هـ) يی پر ملتان پاچهي كوله، لومړى پاچا يی شیخ حميد لودي ؤ چي تر ده وروسته د ده زوى پاچهي كړله، د سلطان محمود په عصر كي له (٣٩٠ تر ٤٠١ هـ) چي ملتان يی نيو، د نصر زوى ابو الفتح له دغي كورنۍ څخه پاچا ؤ، پټه خزانه په لوړو حوالو بل سړى هم له دغي كورنۍ څخه راښيي چي شیخ رضي نومیده او د شیخ حميد وراره ؤ، د شیخ حميد د زوى نوم متاخرو مؤرخينو (نصير) كښلى ددى مګر د ګرديزي زين الاخبار نصر بیله (ي) راوړى دى، په پټه خزانه كي هم دغه نوم د كليد كامراني او اخبار اللودي په حواله نصر كښل سوى دى، له دی څخه معلوميږي چي اخبار اللودي هم لكه ګرديزي موثق كتاب ؤ محمد قاسم فرشته لومړى مؤرخ دى چي د شیخ حميد لودي كورنۍ پښتانه بولي او د دوى جګړی له سلطان محمود سره ليكي[lvi]. وروستني مؤرخين لكه شیرمحمد [lvii]او حيات خان [lviii] او انګریز مليسون [lix] هم د فرشته له قوله سره سم دغه كورنۍ پښتانه ګڼي، پخواني مؤرخين د دوى له قوميته څه نه وايي، مثلاً ګردیزى [lx]او بن اثير [lxi] او ابن خلدون [lxii] ټوله د سلطان محمود او د دوى جګړی او د دغي كورنۍ د الحاد كيسی ذكر كوي خو داسي نه وايي چي دوى څوك وو پښتانه وو كه يه؟ د اوسنۍ زمانی محقق ليكوال علامه سيد سلیمان ندوي هندي ليكي چي : د دی كورنۍ په پښتنواله كي شك دى، ځكه چي محمد قاسم فرشته دوى بی له كمه سنده پښتانه ګڼلي دي، خو دوى اصلاً عرب  او د جلم بن شيبان عربي نژاد حكمدار له نسله دي چي تر (٣٤٠ هـ) وروسته د ملتان لومړي قرمطي پاچا دى[lxiii]، د پټي خزانی تر انكشاف دمخه يقيناً د دی كورنۍ په افغانيت كي اختلاف وو، ځكه چي فرشته هم خپل سند نه دى ښوولى، او لكه علامه سيد سلیمان ندوي چي ليكي د دوى نومونه هم … عربي دي، مګر دغه تاريخي اشتباه د پټي خزانی له ليدلو څخه هيسته كيږي، ځكه دا كتاب د اخباراللودي په حواله د دغي كورنۍ د دوو تنو نصر او رضي پښتو اشعار رانقل كوي او دا ثابتوي چي دوى پښتانه او ژبه يی هم پښتو وه او اخباراللودي د دی مشهوري كورنۍ تاريخ ؤ چي متاسفانه اوس ورك دى، او كه پټه خزانه نه واى پيدا سوی دغه تاريخي حقايق  به هم مكتوم پاته وو او د ملتان لودي كورنۍ به عربي كیدله.

              دوست محمد د بابړ خان زوى او د پښتو شاعر او مؤرخ دى چي په (٩١٢ هـ) هرات كي ؤ او په (٩٢٩ هـ) يی غرغښت نامه نظم كړه او د دغه نامور پښتون د ژوندانه احوال او حكايات يی پكښي وكښل، محمد هوتك دغه كتاب ليدلى ؤ او ليكي چي دا يو درسي كتاب ؤ كوچنو به لوست.[lxiv]

              دوست محمد ليكلي دي چي زما پلار بابړ خان (تذكرۀ غرغښت) نظم كړی وه چي پلار مي مړ كیده زه نه وم، وروسته چي راغلم دغه كتاب ضايع سوى او له منځه تللى ؤ مګر زما يی اكثر مضامين په ياد وو، روايات می ټول ويلي وو هغه روايات و قصص ما بيرته ټول نظم كړل او نوم می (غرغښت نامه) كښیښو. غرغښت نامه د محمد هوتك په لاس كي وه، په پټه خزانه كي يی يو حكايت ځني رانقل كړى دى، او هم يی د زرغون خان نورزي احوال له غرغښت نامی څخه كښلي او د دغه مرحوم شاعر يو مثنوي ساقي نامه يی هم له غرغښت نامی اقتباس كړی ده.[lxv] داسي ښكاري چي دوست محمد كاكړ سياح او ګرزند سړى ؤ، ځكه په (٩١٢ هـ) چي هرات له تى په كجران كي يی د زرغون خان دیوان له ملا ايوب تيسنى څخه موندلى  او د دغه شاعر احوال او اشعار يی ځني رانقل كړي وو.[lxvi]د پټي خزانی له مقتسباتو څخه دا استنباط كولاى سو چي غرغښت نامه يو ادبي مؤثق تاريخ وو چي د غرغښت له احواله ماسوا د نورو شاعرانو او رجالو احوال او اشعار هم پكښي وو، افسوس چي دغه كتاب هم لكه نور ګرانبها د پښتو ادبي او تاريخي آثار له منځه ورك دي او فقط پټه خزانه يی د ځيني مرغلرو سراغ راكوي.

٨. شیخ بستان بړیڅ د (بستان الاولیاء) لیکونکی

              د دی مؤرخ او شاعر احوال محمد هوتك هسي كښلي دي : “شیخ محمد بستان په قوم بړیڅ په ښوراوك كي يی كور وو، د ده پلار محمد اكرم د خداى ولي ؤ او د ښوراوكه راغى د هلمند پر غاړه په يوه كوډله كي اوسید، شیخ بستان په ځواني ولاړ هندوستان ته او هلته به ښار په ښار ګرځید، هغه وخت چي وطن ته راغى په (٩٩٨ هـ) يی د اولياء الله په بيان د بستان الاولياء كتاب وكيښ او زما پلار (داؤد خان) دغه كتاب په ښوراوك كي د حسن خان بړیڅ په كور كي ليدلى ؤ، چي په دی كي شيخ بستان د ډيرو پښتنو اولياوو حالونه او كرامتونه كښلي او ډیر ډیر اشعار يی هم رانقل كړي و له نورو شاعرانو او خپلو شعرو څخه …” [lxvii]د محمد هوتك له دغه بيانه تاسي په ښه ډول معلومولاى سئ چي بستان الاولياء فقط د روحانيونو تاريخ نه ؤ، بلكي د پښتنو د رجالو اشعار او احوال هم له بستان الاولياء څخه را نقل كوي [lxviii] او دا خبره ښه زبادوي چي دغه كتاب د پښتو ادبي تاريخ هم و.

              نعمت الله هروي چي د شیخ بستان معاصر دى، د ده شرح حال په مخزن كي ليكي چي ځيني جملی يی دا دي :

              “آن احسن عبادالله شيخ بستان بړيڅ در ابتداى جوانى از روه به هندوستان آمد، در قصبۀ سمانه سكونت اختيار كرد، و خود را در لباس تجارت مخفى ميداشت. وباندك دست مايۀ بيع و شكرا ميكرد … و چشمان شريفش هر ګز از اشك خشك نبود … و اكثر اوقات اشعار پښتو را بصورت حزين دردناك كه سنګ را بګريه آرد ميخواند … كمترين محرر اين تاريخ در سفر در پاكه كرده بود، در خدمت ايشان رفيق بود شب و روز اكثرخوارق بنظر درامد … چون معاودت نمود به احمد آباد ګجرات رسيدند روزى بمن فرمودند كه وقت من به آخر رسيده و بيمارى اسهال عارض شد به تجهيز و تكفين خواهى پرداخت … بعد بتاريخ (١) شهر ربيع الثانى روز جمعه (١٠٠٢ هـ) بعد از نماز ظهر به محبوب اصلى واصل شد …” [lxix]

              د نعمت الله دغه بيان چي د ده مشاهدات دي د شیخ بستان عرفاني او ادبي مقام راښيي، نور احوال او اشعار يی هم خوشبختانه پټي خزانی راساتلي دي.

٩. علی محمد کندهاری د (حالنامی) لیکوال

              دا سړى د ابوبكر كندهاري زوى او غالباً په قوم شينوار او د پير روښان د كورنۍ مخلص او خادم ؤ، په خپله بايزيد روښان (٩٣١ _ ٩٨٠ ق حدود) خپل حال په پارسي ژبه په حالنامه كي تر (٩٨٠ ق) دمخه كښلى ؤ، خو د (١٠٥٠ ق) په شاوخوا كي علي محمد چي ځان د روښان د كورنۍ خدمتګار او مريد بولي، حالنامه يی نوی تحرير او بشپړه كړه او د روښان د كورنۍ د نورو رجالو احوال يی ور زيات كى. د هند د علي ګړ په كتابخانه كي د حالنامی يوه خطي نسخه سته چي (٥٢٦) مخه ده او دا كتاب موږ ته د روښاني نهضت ارزښتمن معلومات راكوي.

١٠. اخوند درویزه د (مخزن الاسلام او تذکری) لیکونکی

              مشهور عالم دى چي د زرم هجري كال په شاوخوا كي ژوندى ؤ، د جيون بن جنتي له نسله او پلار يی ګدائى د سعدي زوى نومیدى، دوى په خپله په كندز كي اوسیدل خو درویزه شرقي غرو ته راغى د ملك دولت
ملي زي خور يی وكړه او د پیښور په شاوخوا كي ميشته سو.[lxx] اخوند درویزه او كورنۍ يی په پښتو كي ډیر شهرت لري ده خپل كتاب مخزن الاسلام او په پاړسو كتاب (تذكره الابرار والاشرار) كي د خپل عصر احوال وليكه، وروستنى كتاب په (١٠٢١ هـ) تمام سوى دى (ارشاد الطالبين) هم په فقه كي د ده دى، اخوند درویزه كه څه هم ملا دى مؤرخ نه دى، خو د ده دوه كتابونه مخزن او تذكره داسي ډیر مضامين لري چي د پښتنو په تاريخ او ادب او د رجالو په احوال او تاريخ كي استفاده ځني كيږي، نو ځكه دى د مؤرخينو په ټولۍ كي هم ګڼلاى سو.

تذكره الابرار والاشرار

              اخوند درویزه (٩٤٠ _ ١٠٢٨ هـ . ق) په پیښور كي مړ او هم هوری ښح دى[lxxi] د ده كورنۍ د پښتنو له مشهورو ادبي او علمي او روحاني كورنيو څخه ده، چي د پښتو د ادب په تاريخ كي د دوى مقام ښكاره دى. مخزن الاسلام لومړى پلا د اخوند دروزیزه ننګرهاري زوى اخوند كريمداد (١٠٧٣ هـ . ق مړ) په (١٠٢٤ هـ . ق) كال راټول كړى دى، د مخزن نوى چاپ پیښور (١٩٦٩ م) او د تذكره الابرار چاپ (١٣٠٩ ق)

نور بیا

[i]           عبدالحسین زرین کرب تاریخ در ترازو ص ١٦٠-١٦١، طبع تهران ١٣٥٤ش

[ii]          وگوری آریانا مجله ١٣٥٩ کال ١ گڼه ٥٠-٦٦.

[iii]         د دغه کتاب لومری ټوک چه د افغانستان د تاریخ ٥٨٥ خطی او چاپی کتابونه بکښی معرفی شوی، په ١٣٤٨ کال د تاریخ او ادب ټولنی له خوا په ١٤٥ مخه چاپ شوی دي.

[iv]         محمد هوتک پټه خزانه ١٥،١٦،١٨،٢٤،٣٤،٣٥،٤٠،٤٤ مخونه او نور څلورم چاپ، ١٣٥٧ش کابل دا ادب پوهنځی.

[v]          پښتو مجله د ١٩٧٩ ع کال ١١ گڼه ص ٥٠.

[vi]         قاعدۀ افغانی په ٨٦٧ع کال ٩٢ مخ د هنری بکټ انگریز په غوښتنه د پیښور د جیل په مطبعه کی چاپ شوی ده.

[vii]        قاعدۀ افغانی ص ٢.

[viii]       پوهاند عبدالحی حبیبی، د پښتو ادبیاتو تاریخ ج٢ ص ٢٣٥،٣٤٢، کابل پښتو، ټولنه.

[ix]         پوهاند عبدالحی حبیبی تاریخ نویسی در افغانستان، آریانا ٢٦کال، ٤ گڼه ص ٣، ١٣٤٧ش کال.

[x]          پروفیسور ولی محجمد سیال کاکړ، پښتو او پښتانه په سهیلی پښتونخوا کی ص ٣٢٤ ف ١٩٦٧ع کال د کوټی چاپ.

[xi]         حبیب الله رفیع، د خلکو سندري ١٣٣-١٥٩ مخونه د تاریخ او ادب ټولنه، ١٣٤٩ش کال چاپ.

[xii]        پټه خزانه ص ٥-٦.

[xiii]       دارمستتر، د پښتونخوا د شعر هاروبهار ١-٧٤ مخونه ١٣٥٦ش کال چاپم پښتو ټولنه.

[xiv]       سید محمد عمر گلشن اشعار افغانی (خطی) ص ٥٢، ٧٦ او نور.

[xv]        تاریخ چاربیتی ٣-١٥ مخونه ١٩٥٣ع کال، پیښور.

[xvi]       تور بریښ ٧٣-١٤٥ مخونه ١٣٤٧ش کال.

[xvii]      د مروتو د کسرونو یوه ناچاپه خطی مجموعه د پیښور په پښتو اکیډمی که په ٣٦٢ نمره قید د په دغه مجموعه که ځینی داسی کسرونه هم شته چی له انگریزانو سره د پښتنو د جگړو بیان کوی، په ٢١ مخ کی د (کډي) کسرچی د غازی محمد اکبر خان د توری او میړانی په ستاینه کی ویل شوی دی.

[xviii]     د مروتو کسرونه ١-١٢٨ مخونه ١٩٥٩ کال چاپ پیښور.

[xix]       د خوشحال مرغلرۍ ٥٦٢-٧٠٨ مخونه د ١٣١٧ش کال چاپ کندهار. د دغی برخی په اکثرو منظوماتو کی تریخی وقایع را نغښتل شوی دی.

[xx]        سوات نامه د خان یوه مثنوی ده چی سوات ته له خپل اووه میاشتنی سفر څخه وروسته کښلی ده، ټول د بیتونه یی ٣٩١ دی، د تاریخ د یوه څنگ په کښلو کی له پامه نشی غورځیدای. دغه مثنوی په ١٣٥٨ش کال کی د لوی استاد پوهاند حبیبی له ٧٧ مخیزو څرگندونو سره د افغانستان د علومو اکاډمی خپره کړه (متن ٧٠ مخه).

[xxi]       د فراقنامی یوازینۍ خطی نسخه د پیښور په موزیم که خوندی ده، ٣٥ پاڼی لری. د دغی نسخی نقل په ١٣٥٦ ش کال محترم همیش خلیل په وسیله زلمی هیوادمل ته رسیدلی دی چی د ده لمسونو، نښلونو، لمنو او سریزی سره یو ځای چاپ ته کمتو دی.

[xxii]      د خوشحال خان د حبس او نظر بندی زمانه ده (١٠٧٣-١٠٧٩). د خوشحال خان کلیات د استاد کامل مقدمه د ١٩٦٠ کال چاپ یو ځای دخپل بند کال داسی  ښوولی دی: زر څلور اویا هجرت ؤ – هغه کال چی بندیوان شوم (قطعات ارمغان ص ٦٨٢).

[xxiii]     فراقنامه، خطی.

[xxiv]     د هجری دیوان د محترم همیش خلیل ترتیب او سریزه ١٧١-١٧٩ او نور مخونه ١٩٥٨ع کال، پیښور.

[xxv]      دغه لیک او د سکندر خټک نوری غزلی او قصیدی چی تاریخی او ادبی ارزښت لری د ده د دیوان په هغه مخطوطه کی ضبط دی چی په ١١٧٦ﮬ ق کال د محمدی صاحبزاده لپاره کښل سوی ده. دغه خطی نسخه د مصری خان گگیاڼی د دیوان سره په یوه جلک کی ده او د پیښور د پښتو اکیډمی په کتابخانه کی په ٥ نومره خوندی دی. د سکندر دغه ډول منظومات د ده په چاپی دیوان کی نسته.

[xxvi]     وگوری د مصری خان گگیاڼی دیوان ٣١٩-٣٢١ مخونی د ا٩٥٩ ع کال د پیښور چاپ.

[xxvii]    د دغه کلیات یوهخ طی نسخه د پیښور په اسلامیه کالج که خوندی ده او په دغه کتابخانه کی یوه نومره ١٩١٠ ټاکل سوی ده او د دیوان یوه نسخه یی په برټیش موزیم که هم سته (د میکینزی فهرست ص ٨٦).

[xxviii]   د شمس الدین د مناقب شیخ رحمکار خطی نسخه. ٢٣ مخه په ١٨٣ نومره د پیښور په پښتو اکاډمی که خوندی ده. د شیخ رحمکار مناقب په پارسی ژبه جمیل بیگ هم لیکلی دی (تاریخ مرصع ص ٥٦٢) چی یوه مخطوطه یی په ملی آرشیف کی هم سته. په پښتو ژبه تر شمس الدین وروسته غلام احمد نومی هم نظم کړی دی (فرهنگ ص ٣٥٤).

[xxix]     شمس الدین له مناقبو سربیره نور مؤلفات هم لری ښاغلی رفیع په دوهم ټوک ادبی ستوری کی معرفی کړی دی.

[xxx]      د شمس الدین د مناقب جمیل بیگ یوه خطی نسخه له پوهاند دکتور جاوید سره او بله یی د پیښور اکیډمی که سته، ښاغلی رفیع یی متن چاپ ته اماده کړی دی. جمیل بیگ د خوشحال خان سکنی ورور و، قبر یی په تنگاړو کی دی، او زیارت یی په فقیر بابا مشهور دی، د زیارت پر لوحه یی کښلی دوی دی: ”روضۀ مبارک حضرت فقیر صاحب جمال خان برادر حقیقی خوشحال خان خټک المعروف به فقیر صاحب چشتی بتاریخ یازدهم جمادی الاول ١١١٤ﮬ… و اصل الی الحق شد.“

[xxxi]     پښتانه شعراء ج٤، ص ٩٨٤-٩٨٦، ١٣٥٧ ش کال، پښتو ټولنه.

[xxxii]    د دغه مناقب یوه خطی نسخه له ښاغلی سلیمی کندهاری سره سته (وگوری زیری د ١٣٥٥ کال ٤٢ گڼه د ١٣٥٦ کال ٧ گڼه).

[xxxiii]   تیر هیر شاعران ص ٢٥٢ د ١٩٦٣ ع کال د پیښور چاپ.

[xxxiv]   احمد شاهی شاهنامه لومړی ځل په ١٩٤٥ کال ٢٠٦ مخه د پیښور پښتو اکاډمی خپره کړه، فاضل استاد پوهاند رشاد پر دغی شاهنامی د پیښور تر چاپ دمخه مبجسوط کار کړی و، او زیات شروح او تعلیقات یی پر کښلی وو.

[xxxv]    فرهنگ زبان اوادبیات پښتو ج١ ص ٢٢.

[xxxvi]   د فیروز نامی خطی نسخه په ١١٣٥ ق کال کښل سوی اصل یی ١٥٨ مخه او نقل یی ١٧٢ مخه دی نقل یی د پښتو نومیالی لیکوال همیش خلیل د چاپ لپاره تیار کړی دی.

[xxxvii]  د سلیمان ماکو د تذکری مقدمه.

[xxxviii] مخزن افغانی قلمی ص ٢٥٤.

[xxxix]   پټه خزانه د کابل طبع.

[xl]         قلمی مززن افغانی ص ٣٠٥.

[xli]        پټه خزانه.

[xlii]       تاریخ سوری د پټی خزانی په حواله.

[xliii]      بیهقی ص ٦-٧.

[xliv]      د راورټی حواشی پر انگلیسی طبقات ناصری.

[xlv]       تاریخ سیستان ص ٢٠٦-٢٠٧.

[xlvi]      قلمی مخزن افغانی ص ٣٠٦.

[xlvii]     قلمی مخزن افغانی ص ٣٠٦.

[xlviii]    پټه خزانه قلمی ص ٩٨.

[xlix]      قلمی مخزن افغانی ص ٣٠٧.

[l]           تذکرة الابرار ص ١٨٣-١٨٤، مخزن افغانی ص ٢٦٠.

 

مخزن ص ٣٠٩ د میا نعیم قلمی دیوان خاتمه.

 

[lii]         د تریخ افغانی قلمی نسخه.

[liii]        د مخو عدد د پټی خزانی د قلمی نسخی دی.

[liv]        د پښتو گرامر مقدمه ص ٩.

[lv]         پټه خزانه قلمی ص ٣٠.

[lvi]        فرشته ص ١٧-٢٧.

[lvii]       خورشید جهان ص ٦٧.

[lviii]      حیات افغانی ص ٤٥.

[lix]        تاریخ افغانستان ص ٤٤.

[lx]         زین الخبار ص ٥٥.

[lxi]        الکامل ج ا ص ١٣٢.

[lxii]       ابن خلدون ج ٤ ص ٣٦٦.

[lxiii]      تعلیقات هند و عرب ص ٣٢٨.

[lxiv]      زرغون خان د غرغښت نامی په قول په ٨٩١ﮬ به هرات کی وو او په ٩٢١ﮬ کندهار په دیراوت کی وفات سو (پټه خزانه).

[lxv]       پټه خزانه.

[lxvi]      پټه خزانه.

[lxvii]     پټه خزانه ٢٨.

[lxviii]    پټه خزانه ٢٦.

[lxix]      قلمی مخزن افغانی ص ٢٥٠.

[lxx]       تذکره الابرار و الاشرار ص ٣١-١٠٥-١٠٧.

[lxxi]      تذکرۀ علمای هند ص ٥٩.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!