منډيګک
افغان تاريخ

د افغان تاريخ نوم وركي مورخين

0 21

 درېمه برخه

٣١. نواب محبت خان د (ریاض المحبة). لیکوال

              نواب محبت خان د حافظ رحمت خان زوى ؤ چي د خپل پلار د شهادت پر وخت (٢٤) كلن او ددی كورنۍ يو نوموړى پښتون سردار او امير دى. دى لكه خپل پلار د علم خاوند او په عربي او پاړسو او اردو او پښتو كي شاعر او ليكوال ؤ خو متاسفانه د ده اشعار د (١٨٥٧ م) په اړ و دوړ كي تلف سوه په سنسكريت كي يی هم ډیر مهارت درلود. د ده ځني اردو او پاړسي او عربي اشعار تر اوسه محفوظ دي. ده پاړسو مثنوى د (اسرار محبت) په نامه كښلی او يوه د پاړسو ژبي قاعده او صرف او نحو يی ليكلی چي (امدنامه) نوميږي محبت خان په ١٣ د صفر (١٢٢٤ هـ) په لكهنو كي وفات او د وزير باغ سره كشور كنج ته نژدی ښح سو. د ده له پاړسو اشعارو څخه دغه دي چي استادي يی ځني ښكاري [i]:

                        گر کشتن من اثری داشتی                  یار بسویم گذری داشتی

                        انکه جهان را به تگه زنده کرد             کاش به ما هم نظری داشتی

                        زیستمی بی تو اگر مثل تو:                 مد در گیتی پسری داشتی

                        ذانۀ مهر را بدلش سر زدی                نخل ایمدم ثمری داشتی

                        گر رخت از پرده بیرون آمد               شام محبت سحری داشتی

دا بيت هم د ده دى :

                                           زسرګــــذشت “محبت” از هر كه پرســـــــــيدم

به عارض اشك پياپى چكيد و هيچ نګفت

              محبت خان ډیر فنان او سليم الطبع سړى ؤ په موسيقي كي يی هم ښه معلومات درلودل داسي ښكلى ؤ چي خلك به ورته اريان وو، غلام حسن مؤرخ چي د ده معاصر دى داسي ليكلي دي : “ما په خپله د حافظ رحمت خان كورنۍ په لكهنو كي وليدله، محبت خان په صورت او سيرت د سردارۍ وړ دى، خو افسوس چي سفله پروري زمانی دوى اوس په بلا كښي ايستلى دى.[ii]

              خلاصه : محبت خان د دی كورنۍ نوموړى سردار ؤ چي د مغولي وروستني پاچا جهاندارشاه له خوا يی د (نواب ظفر الدوله باز جنګ) لقب درلود.نواب محبت خان يو خورا مهم كتاب په پښتو كښلى دى چي نوم يی د (رياض المحبه) دى، دا كتاب راورټي ليدلى او داسي يی په موږ پیژني چي : “د سرجارج بارلو په خواهښت په (٦ _ ١٨٠٥ ع _ ١٢٢٠ هـ) كښلى سوى او (٧٠٠) پاڼي دى چي كوچنۍ صفحی لري د پښتو مهم لغت دي او د افعالو ګردانونه لري.”[iii] د راورټي له دغه بيانه ښكاري چي رياض المحبت د پښتو يو لغوي او ګرامري كتاب دى مګر يو ځاى په خپله راورټي [iv] ځني مهم تاريخي مطالب له دغه كتابه رانقل كوي، او داسي معلوميږي چي په دغه كتاب كي محبت خان د پښتنو تاريخ هم كښلى ؤ، دغه برخه چي راورټي د دغه كتاب له پښتو مضمونه په انګريزي ترجمه كړی ده، د پښتنو احوال دي د سلطان محمود او غزنويانو په دوره كي او د دی خبري علل يی بيان كړي دي چي په هند كي ولي پښتانه (روهيله) بولي. د حيات حافظ رحمت خان ليكوال چي د دی زمانی پوه سړى دى او په خپل كتاب كي يی د دغه خاندان ټول احوال مفصل كښلي دي فقط دوني وايي : “چي محبت خان يو خورا مفصل قاموس هم كښلى ؤ [v] مګر نوم يی ښايي چي نه ؤ ور معلوم. [vi]

٣٢. … د تذکرة الملوک لیکوال

              د تذكره الملوك په خصوص كي فقط  مسټر راورټي څه معلومات كښلي دي چي بل ځاى څه نسته، دا كتاب لكه چي فقط يو منحصر بفرد نسخه وه او هغه د راورټي لاس ته ورغلی وه د پښتو ګرامر په مقدمه كي لانديني معلومات ليكي : (تذكره الملوك د سدوزو تاريخ دى اته ټوكه او (٦٤٠) مخه لري، دا كتاب ډیر كمياب دى او زما په خيال به يی په افغانستان كي كمه بله نسخه هم نه وي د كتاب دوه ثلثه هغه وقايع دي چي د احمدشاه ابدالي تر مرګ وروسته  واقع سوي دي، دا كتاب په پښتو كښل سوى دى او ليكونكى يی وايي چي دا كتاب فقط زه د سدوزو په تاريخ كي ليكم او له دغو كتابو مي استفاده كړی ده : تاريخ سلاطين سوريه، طبقات اكبري، ائين اكبري، مرآت الافاغنه، د صفوي شاهانو تاريخ، شاهجهان نامه، تاريخ عالمګيري، تاريخ فرخ سيرى، تاريخ محمدشاهي، نادر نامه، تاريخ احمدشاهي، رسالۀ اكبر خدكه. دا كتاب يوه مقدمه او دوه اصله او يوه خاتمه لري او د مضامينو فهرست يی دا دى :

مقدمه :  د سدوزو د پلرو او نيكونو بيان.

لمړى اصل : د هغو قبيلو بيان چي په افغانستان كي اوسي.

              دا اصل دوی فرعي لري : لومړۍ د هغو كورنيو بيان دى چي پر نورو يی حكومت كړى دى. دوهمه فرعه : د هغو قبيلو بيان دى چي په خپلو مینو كي پرتی دي.

دوهم اصل : د هغو سدوزو بيان چي خپله مینه يی پریيښی او په ملتان كي ميشته سوي دي. دا هم پنځه فرعي لري :

              لومړۍ فرعه : خان مودود خیل.

              دوهمه فرعه :   د بهادر خیلو تاريخ.

              دریيمه فرعه : د كامران خیلو احوال.

              څلورمه فرعه : د زعفران خیلو احوال.

              پنځمه فرعه :    د خواجه خضر خیلو بيان چي دوى سلطان خدكه خیل بلل كيږي.

خاتمه : د خواجه خضر خیلو او د احمدشاه دراني احوال او د ده فتوحات په هند او پنجاب كي [vii] راورټي چي تذكره الملوك ليدلی وه له هغه كتابه څخه يی دغه لوړ معلومات كښلي او هم يی د دغه كتاب مقدمه په انګريزي ترجمه كړیده، داسي معلوميږي چي د دی كتاب د مؤلف نوم په خپله راورټي ته هم نه ؤ معلوم ځكه چي د كتاب ذكر مفصل كوي اما د مؤلف نوم كورټ نه اخلي.

              د تذكره الملوك ماخذونه چي مؤلف ذكر كړي دي او هم هغه انګریزي ترجمه چي د كتاب له مقدمی څخه د راورټي په مشكوره سعى پاته ده موږ ته د مؤلف په خصوص كي داسي فكر راكوي :

              د تذكره الملوك مؤلف پوه او عالم او مؤرخ او د پښتو ژبي يو نثر ليكونكى اديب ؤ، ښه مؤرخ ؤ ځكه چي د خپل كتاب ماخذونه يی ثقه ښوولي دي، او د مقدمی مطالب هم غوره او مستند ښكاري (د هغه وخت له تاريخي معلوماتو سره سم) د تذكره الملوك د مؤلف د ژوندانه عصر هم د تيمورشاه زمانه يعنى (١٢٠٠ هـ) ټاكلاى سو، ځكه چي راورټي وايي چي د كتاب يوه برخه هغه وقايع دي چي احمدشاه بابا تر مړيني وروسته پیښ سوي دي.

              د كتاب مقدمه چي راورټي په انګريزي ترجمه كړی ده عمده مطالب يی دغه دي :

              د پښتنو د اصليت په باب كي هغه قصی او روايات چي كلاسيكي مؤرخينو ذكر كول (او اوس مدار د اعتبار نه دي) د پښتنو د نوموړو او مشاهيرو ذكر دغه بحثونه تدقيقى رنګ لري. او د استفادی وړ دي د پښتنو احوال د كسي په غره كي بيانوي او بيا د ملك ابدال احوال ليكي څو د ملك سدو عصر ته رارسيږي، دلته د سدوزو په خصوص كي خورا ښه او غنيمت مواد ليكي، د دی كورنۍ اقتدار او روابط د هند له لوديانو او سوريانو سره بيانوي، چي دغه تاريخي څیړني يی ډيري ښی او د استفادی وړ دي.

خلاصه : د تذكره الملوك د مؤلف نوم متاسفانه نه دى رامعلوم او نه يی اوس كتاب موندل كيږي هغه نسخه چي د راروټي څخه وه نه ده راښكاره چي څه سوه خو تذكره الملوك په پښتو ژبه د پښتنو د تاريخ يو مهم او ګرانبها كتاب ؤ. سلطان محمد قاسم كندهارى هم ليكي چي ده په كندهار كي د سردار محمد علم خان بن سردار رحمت الله خان څخه يو كتاب وموند چي د سدوزو په پاچهي كي كښل سوى او د دغه عصر حوادث مفصل پكښي راغلي دي.(١) د دی كتاب نوم سلطان محمد نه ليكي خو د خپل كتاب په مقدمه كي يی (مجموعۀ ابدالي) بولي، ځكه چي له دغه كتابه د سلطان محمد اقتباس د راورټي له ترجمی سره نژدیوالى لري نو ويلاى سو چي دغه كتاب هم هغه تذكره الملوك و. (د هوتكو د وختو تذكره الملوك بل كتاب دى دغه دواړه مه سره ګډ وئ.)

٣٣. خان جهان خان لودي د (مرآة الفاغنه) لیکوال

              راورټي دا كتاب د مرآه الافغانيه په نامه د تذكره الملوك په ماخذو كي ذكر كوي او د مؤلف نوم يی نه ښيي (٢) له نورو كتابو څخه معلوميږي چي د كتاب صحيح نوم  مرآه الافاغنه دى او مؤلف يی خان جهان لودى ؤ (٣) د هند له مشهورو پښتنو څخه موږ دوه تنه په دی نامه پیژنو : لومړى خو هغه خان جهان لودى دى چي ذكر يی د مخزن افغاني په تفصيل كي وسو، بل خان جهان لودي هم د سلطان سكندر لودي (٨٩٤ _ ٩٢٣ هـ) له مشهورو امراوو څخه دى چي په دغه وخت كي د لوى وزير حيثيت لري او د راپړي جاګيردار دى (١) د نعمت الله په قول خان جهان لودي په (٩٠١ هـ) وفات سوى او تر ده وروسته يی زوى احمد خان د (اعظم همايون) په خطاب سرلوړى سوى وو. (٢)

دا پښتون سردار لكه چي عالم او ليكوال او مؤرخ تیر سوى دى چي مرآه الافاغنه د ده تاريخي اثر دى او داسي ښكاري چي د پښتنو د پاچهانو چي په هند كي تیر سوي دي او مخصوصاً د سلطان سكندر لودي احوال يی مفصل كښلي وو، ځكه چي د كتاب نسخه نه ده ليدلى سوی او لوړ روايات هم پوره كفايت نه كوي، نو د مرآه الافاغنه انتساب هم دغه خان جهان لودي ته زما په عقيده سل په سل كي مثبت دى، شل كاله دمخه ما د دغه كتاب يوه خطي نسخه د ښكارپور په ګړي ياسين كي وليدله چي د خان جهان په نامه وه مګر كوم خان جهان؟ او د كوم وخت؟

٣٤. منشی عبدالکریم د (تاریخ احمد) لیکوال

              د دی كتاب نسخه له قاري عبدالله خان سره وه نه پوهیږم چي څه سوه؟ دا كتاب د پښتنو د سلطنت مفصل تاريخ دى چي منشي عبدالكريم د شجاع الملك سدوزي په وخت كي كښلى دى ژبه يی پاړسو ده.

              منشي عبدالكريم علوى مدقق او پوه مؤرخ دى د نادر افشار احوال او د احمدشاه بابا د سلطنت وقايع يی خورا مفصل كښلي دي او داسي ښكاري چي د دی تاريخ په ليكنه كي هم مقصد د دغه عصر حوادث وه او د احمدشاه بابا په نامه يی بللى دى، دا كتاب په اردو هم ترجمه سوى او د (واقعات درانى) په نامه په كانپور كي په (١٢٩٢) چاپ سوى دى. فيض محمد يی هم په خپلو ماخذو كي ذكر كوي. د افغانستان په تاريخ كي ډیر قيمتي معلومات لري او له مهمو مراجعو څخه ګڼل كيږي. د دغه عبدالكريم په نامه ما دوه چاپي كتابونه ليدلي دي :

١. تاريخ احمد يعني محاربات سلاطين درانيه باسكهان وبهاؤ و جهنكو طبع لكهنو ١٢٦٥ هـ.

٢. محاربۀ قندهار : مصنفۀ عبدالكريم طبع لكهنو (١٨٤٨ م) كانپور (١٢٦٧ ق) دى د ډيرو كتابو مترجم ؤ، تر (١٢٩٢ ق) دمخه مړ دى.

٣٥. اکبر د یوی تاریخی رسالی لیکوال

              دا رساله راورټي د تذكره الملوك په ماخذو كي راوړي او وايي چي د تذكری خاوند له (رسالۀ اكبر خدكه) استفاده كړی ده، داسي معلوميږي چي اكبر نومى پښتون يوه تاريخي رساله درلوده چي د تذكره الملوك د څښتن په لاس كي وه[viii] خدكه راورټي په لاتيني حروفو داسي ضبطوي khadkah او لكه چي دمخه د تذكره الملوك په بيان كي وويل سوه د سدو يو زوى خواجه خضر چي احمدشاه بابا هم د ده له نسله دى اولاد يی په (سلطان خدكه) مشهور دى دی تسميي وجه حيات خان او سلطان محمد او نور مؤرخين هسي كاږي چي د خضر خان زوى سلطان خداداد نومیدى او دغه سړى په خپل عصر كي ډیر مقتدر مشر ؤ پښتانه لكه چي هر نوم د اعزازو  لپاره تصغير كوي دى يی (سلطان خدكى يا خدكه) باله نو په سدوزو كي هم د خواجه خضر اولاد چي سلطان خودكي ته منسوب دي ټوله خودكي بولي[ix].

په هر صورت اكبر د دغي طايفی څخه يو مؤرخ دى چي رساله يی د تذكره الملوك د خاوند په لاس كي وه.

٣٦. … د (نادر نامی) ناظم

              د دی مؤرخ نوم نه دى راته معلوم، خو دوني ويلاى سم چي دى اصلاً د خراسان ؤ او د ده نيكه قاسمي شاعر دى، چي د مشهور مستشرق پروفيسور براون انګليس په قول يی د فردوسي د شهنامی په ډول اشعار ويلي او قلمي نسخه يی د انګلستان د كيمبرج په دارالفنون كي سته.[x]

              د نادرنامی ناظم د قاسمي شاعر لمسى او د احمدشاه بابا معاصر دى چي يو كتاب يی د (نادرنامی) په نامه د خراساني نادر افشار په شرح حال كي په (١٧) زره بيته د حسين خان فراهي په امر منظوم كړى دى چي دغه حسين خان د احمدشاه بابا  له خوا د خراسان حاكم وو. دا كتاب د اعليحضرت احمدشاه بابا په نامه د (١١٧٢ هـ) د لومړۍ خور په مياشت پاى ته رسیدلى دى.[xi]

              د نادرنامی ناظم د هوتكو د سلطنت او داحمدشاه بابا د نيكونو احوال مفصل ليكي او بيا د احمدشاه بابا د حيات ډیر وقايع ذكر كوي. د دی كتاب يوه قلمي نسخه كي زما څخه وه د بلي نسخی درك نه لرم، پاړسو شعر يی خوږ او د قدر وړ دى.

٣٧. … د (سلطان اویس) د تاریخ لیکوال

              نه د دغه كتاب وجود له بله ځايه رامعلوم دى او نه يی مؤلف پیژنم خو دوني راته ښكاره ده چي د مرحوم حاجي ميرويس خان هوتك  په احوال كي په لوړ نامه يو كتاب  په عربي چا ليكلى دى، شیرمحمد مؤرخ تصريح كوي چي په دغه كتاب كي د حاجي ميرويس خان او د ده د ورور عبدالعزيز د عهد وقايع مفصلاً راغلي دي[xii] خو افسوس نه دى د دغه كتاب بيان ليكي او نه له بل چا څخه ما د دغه كتاب په باب كي څه ارویدلي او ليدلي دي نو په خپله د كتاب وجود هم محل د تامل دى ځكه چي په دغه عصر كي عربي كتاب ليكل له رواجه لویدلي وه او هم معاصرينو لكه محمد هوتك د دغه هيڅ ذكر نه دى كړى.

٣٨. میا عمر څمکنی د (شحرۀ نسب افغانان) لیکوال

              محمد عمر د ابراهيم زوى چي اصلاً د باجوړ د ميا كلي وو، وروسته د پیښور په څمكني كلي كي ميشت او هم دلی په ٢٩ جمادي الثانيه ١١٩٠ ق وفات سو، دى د روحاني او علمي لوړ شخصيت خاوند او د اټك د شیخ يحيى څخه په نقشبندي طريقه كي ماذون وو احمدشاه ابدالي ⎭ د ده له متعقدانو څخه وو او په زرو نور ارادتمندان يی هم لرل په عربي او دري او پښتو ډیر آثار لري لكه مالي شرح، قصيده امالي په دري ٩٣٨ مخه او توضيح المعاني په پښتو د خلاصۀ كيداني شرح او پښتو شمايل نامه چي په (١١٦٣ ق كال) منظومه كړی ده. د ده بل كتاب شجرۀ نسب افغانان و غيره يو تاريخي اثر دى، چي ما ددغو كتابو خطي نسخی د پیښور د بالاماڼۍ د مرحوم فضل صمداني په كتابخانه كي ليدلي وی. ميرزا هادي عشرت د احمدشاه ⎭ د دربار منشي د ده د وفات تاريخ داسي ويلى دى :

تاريخ وفـات سر اقطاب زمان

رهنمون شد خرد از لطف بمن ګفتاقم

اربيرون بحساب جــئـملش تادانى

(عددى بيست نهم شـــهر جمادى دوم)

              د وروستنۍ مصراع ابجدي ارزښت (١٢٦٨) دى كه عدد ( ٧٨) ځني كم كو (١١٩٠ ق) پاتيږي.

٣٩. محمد داود د (پټی خزانی) لیکوال

              لكه چي دمخه تاسي ولوستل پټه خزانه د پښتنو د ادب او رجالو او هم د ښارو مهم تاريخ دى چي د شاه حسين هوتك په عصر كي د شوال په (٢٤) هجري كال (١١٤٢ هـ) يی ليكل پاى ته رسیدلي دي.

محمد هوتك د پښتو مدقق مؤرخ او د پښتو ژبي نوموړى ليكوال او شاعر دى چي خپل كتاب يی د هغه معارف پالونكي پاچا په نامه كښلى دى.

              خوشبختانه محمد هوتك د كتاب په پاى كي د خپلي كورنۍ احوال هم ليكي، په دی ځاى كي زما لپاره ډیر غنيمت دى او لنډوم يی :

              “محمد د داؤد خان زوى د قادر خان لمسى په قوم هوتك چي اصلاً په مرغه كي اوسیدل او قادر خان له هغه ځايه سيوري ته راغلى وو له دغه ځايه يی يون وكړ او د كندهار كوكران ته راغى، په سن د (٧٦) كالو كي په (١٠٥٨ هـ) وفات او هلته ښخ سو اما داؤد خان د مؤلف پلار په (١٠٢٩ هـ) كال په كوكران كي وزیږید او په صباوت كي يی علوم ولوستل شاعر او عالم سړى سو. داؤد خان په ږوب او د كسي په غره او پیښور كي سياحتونه وكړل او د حاجي ميرويس خان مرحوم ⎭ سره د آزادۍ غوښتلو په جګړه كي ملګرى وو، په (١١٢٦ هـ) داؤد خان د حاجي ميرويس خان ⎭ له خوا په فراه او سيستان او ګلستان كي د پښتنو د سپه سالار په ډول مقرر وو او هلته يی د متجاوز پردو لښكرو سره جګړی كولي. داؤد خان په (١١٣٦ هـ) وفات او په كوكران كي ښخ سو. د ده د ادب او علم د نمونی په ډول دغه دوی رباعى وګورئ چي د تجنيس په صنعت كي څوني قيمت لري :

چي د چا په زړه كي اور د مــيني بل سي

په اور بل يی لمبی ګډي حال يی بل سي

اور د مـيني كله مري د زړه له ميني

د اور بل مـينه كه تل د زړه په تل سي

***

كه يی ويني ويني تل څاڅي له زړو څخه

څوك چي ويني تا له ځوانو يا زړو څـخه

د زړو له زړه كه ويني ويني څـاڅي

په كړو د غم لویدلي ستا له كــړو څخه

              اما په خپله محمد د پټي خزانی ليكوال په (١٣) د رجب (١٠٨٤ هـ) په كوكران كي وزیږیدى، او تر اتلسم كاله يی مروجه علوم لكه : فقه، تفسير، اصول او د فصاحت علوم لكه : قافيه، عروض، بيان، معاني او نور ولوستل ځكه چي د پلار او نيكه ښه مناسبات يی د هوتكو د شاهي كورنۍ سره وو نو د شاه حسين په امر كندهار ته راغى، او هر كله به د دغه زلمي پاچا په دربار كي ؤ او د حضور ادبي ليكوال ؤ هغه ادبي او علمي مجلسونه چي د دغه پوهنوال پاچا په دربار كي به هر كله كیده يو ركن يی محمد ؤ، دى په پټه خزانه كي د دغو ادبي مجلسو او ټولنو حال ښه ليكي. محمد بی له پټي خزانی يو بل كتاب (خلاصه الفصاحه) هم په پښتو كښلى چي د فصاحت علوم يی پكښي راوړي دي، بل علمي پښتو اثر يی (خلاصه الطب) دى چي په (١١٣٩ هـ) كال يی د هغه زلمي پاچا حضور ته وړاندي كى او سل طلاوي يی جايزه وموندله. محمد د شعر دیوان هم لري دغه څو بيتونه د ده دي :

ساقي پاڅه د سرو ملو ډك يو جـام را

ستــا له غمه ناآرام يـمه آرام را

نه نشاط سته نه مستي سته نه رندي سته

چي ســم رنـد هــغه اوبه عـــلى الـدوام را

په اوبو مي سوړ زړګــــى لږ څه را تود كه[xiii]

“محـمد” ته د اور ډك يو هسي جام را

              پټه خزانه څو واره په كابل كي چاپ سوی ده :

١. ١٣٢٣ ش – پښتو ټولنه

٢. ١٣٣٩ ش – تاليف او ترجمه

٣. ١٣٥٤ ش – اطلاعات او كلتور

٤. ١٣٥٧ ش – د ادب پوهنځى

٤٠. ریدی خان مهمند د (محمود نامی) ناظم

              ريدى خان مهمند د غياث خان زوى او د مسعود خان لمسى دى چي پلرونه يی د كندهار شرقي خوا د مهمندو په كلي كي اوسیدل، غياث خان د مرحوم حاجي ميرويس خان ملګرى ؤ او په خپله ريدى خان د محمد هوتك معاصر دى په (١١٣٦ هـ) اصفهان ته ولاړ او هلته د اعليحضرت شاه محمود بريالي سره وو له هغه ځايه چي راغى، د هغه اعليحضرت د فتوحاتو په احوال كی (محمود نامه) نظم كړه چي څلور زره بيته وه.[xiv]

              داسي ښكاري چي ريدي خان په دغه خپل كتاب كي د مرحوم حاجي ميرويس خان ⎭ د ملي نهضته رانيولی بيا د اصفهان تر فتح پوري ټوله وقايع په پښتو خواږه مثنوي نظم كړي دي.

              محمد هوتك په پټه خزانه كي له دغه كتابه يو باب رانقل كوي چي د حاجي ميرويس خان د ملي مجاهدت او د ګرګين د وژلو قصی دي.

٤١. د صولت افغانی لیکوال محمد زردا خان ناغر

              دا مؤلف د نولسمي سدۍ په منځ كي له هغو افغانانو څخه و چي په هند كي يی ځاى او جايګير درلود. ده په اردو ژبه د پښتنو پر تاريخ باندي صولت افغاني وكيښ چي په ١٨٧٦ ميلادي كي چاپ سو. دا كتاب خصوصاً د هندي افغانانو له مشاهيرو او غټو كورنيو او قبيلو چي په هند كي ميشته سوي دي غوره معلومات راكوي. ناغر كاكړان چي په هند كي يی نسلونه  پاته دي ښه راښيي، او هغه سياسي اقدامات چي د انګریزي استعمار په وختو كي د پښتنو آزادو قبيلو او د افغانستان په خاورو كي د انګریزانو په ګټه سوي دي بيانوي او ګرده معاهدی ليكي چي انګریزانو په زوره په قبايلي مشرانو يا د افغانستان په حكمرانانو امضاء كړي وی.

صولت افغاني. د منډيګک کتابتون کي ئې تر لاسه کړئ!

٤٢. افضل خان خټک د (تاریخ مرصع) لیکوال

              دا مؤرخ د اشرف خان زوى او د خوشحال خان لمسى دى ځكه چي ما يی په پښتانه شعراء لومړي جلد (ص ٢٢٨) كي مفصل حال كښلى دى نو دلته يی تكرار ضرورت نه لري.

تاريخ مرصع هم ده په پښتو كښلى دى، د پښتنو او د خوشحال خان د كورنۍ په باب ښی خبري لري خو هيوز انګليس ليكي چي دغه يو عمومي تاريخ دى د پښتنو او مخصوصاً خټكو احوال پكښي ذكي كيږي او اكثر مطالب يی له مخزن افغاني او درویزه څخه اقتباس سوي دي. هيوز دا هم وايي چي د تاريخ مرصع اصلي نسخه د افضل خان په لاس كي ده چي په جمال ګړۍ كي اوسي، دوی نوري نسخی يی هم سته چي يوه په ما اړه لري.[xv] راورټي په ګلشن روه او هيوز په كليد افغاني كي له تاريخ مرصع څخه يو يو باب چاپ كړى دى. (دا هغه معلومات و چي ما ٣٧ كاله پخوا كښلي وو) اوس دا پر زياتوم : دا كتاب په ١٤٩٤ مخو كي د ښاغلي دوست محمد كامل مومند له نوټونو سره په ١٩٧٤ م كال له پیښوره چاپ او خپور سو. چي اصلي متن يی ٦٢٤ مخه دى او د خوشحال خان له بياضه هم دیرش مخه مفيد مطالب رانقل سوي دي په تاريخ مرصع كي وقايع د ١١٣٦ ق كال تر پايه ليكل سوي او د مؤلف وفات يی ١١٨٣ ق دى. (د تفصيل لپاره وګورئ د چاپي تاريخ مرصع مقدمه)

تاریخ مرصع
تالیف: افضل خان
بن اشرف خان بن خوشحال خان خټک
مقاله، تصحیح او نوټونه له دوست محمد خان کامل مومند

٤٣. میرزا عطا محمد ښکارپوری د (نوای معارک) مؤلف

د پښتو ټولني په كتابخانه كي په لمبر (٦٤٤) يو كتاب سته چي دا كتاب پر شنه پخواني كاغذ كښل سوى او تقطيع يی (٥/١١ × ٦) انچ دى. په هر مخ كي (١٤) ليكي او ټوله (٤٦٠) مخه دى. خط يی د شكست او نستعليق تر منځ او ښه نه دى. د مؤلف او كتاب نوم ښكاره نه معلوميږي پاړسي انشا يی هم تكلف ته مايله ده.

              كتاب په حمد او نعت شروع كوي وروسته وايي زه په زلميتوب په ښكارپور كي وم او بيا مي د خراسان، هرات، كندهار، كابل، پیښور سفر وكړ، او د شاه شجاع د جګړو وقايع مي په سترګو وليدل نو وروسته مي د ايستويك انګليس په خواهښت دا كتاب وكيښ.[xvi]

              مؤلف خپل تاريخ د نادر افشار له مرګه شروع كوي بيا د احمدشاه بابا او تیمور شاه او شاه زمان او شاه محمود ذكر مختصر كوي. وروسته د شاه شجاع او محمدزو د سلطنت ابتدايي وقايع مفصل شروع كوي د وزير فتح خان او د ده د وروڼو تسلط بيانوي د كابل، كندهار، پیښور او ټوله افغانستان د دغه عصر وقايع مفصل راوړي، د انګليسانو د لومړي جنګ ذكر هم خورا مفصل كوي. داسي ښكاري چي مؤلف خپله نسخه په (٢٥) د جمادى الثانى (١٢٧١ هـ) تمامه كړی ده او دغه موجوده نسحه هم په (٦) د روژی (١٢٧١ هـ) ليكلی سوی ده. د كتاب د پاى ليك داسي دى: “بقلم حقير پر تقصير ميرزا محمد حسن خلف مولانا ميرزا عطامحمد”. له دی ليكه د مؤلف د نامه په خصوص كي يو استنباط كولاى سو چي د مؤلف نوم ميرزا عطامحمد و، ځكه چي د كتاب په پاى كي څو ځايه د (عطا) په نامه تلميح كوي مثلاً : “با تمام اين نسخه موسومه تازه نوائى معارك پرداخته شد … اميد از اهنګ نوازان ساز … اګر فقط به نقد تحسين و آفرين متاع هنرم را بخرند عين عطائى بر عطاست  و الا بزبان عيب جوئى و نخوت نام عطا بخطا نبرده معاف دارند … هر ګاه از راه لطف و عطائى به مطالعه اين نسخه پردازند …”

نوای معارک

              له دغه بيانه سړى داسي تخمين كولاى سي چي ميرزا محمد حسن د دغي نسخی ليكونكى د مؤلف ميرزا عطامحمد زوى و، ځكه د تاليف د ختم او د دغي نسخی د ليكلو تر منځ فقط دوی مياشتي فاصله ده. متاسفانه د دغي نسخی يو څو پاڼي پری سوي او ناقصي دي چي له دغو څخه يو څو پاڼي په بل خط بيا تكميل سوي دي او داسي ښكاري چي د كتاب بله نسخه هم موجوده وه. دغه كتاب وروسته ما په كراچي كي له څو خطي نسخو څخه ترتيب او چاپ كى. (كراچي سندهـ ادبي بورد ١٩٥٩ م) دغه ميرزا عطامحمد د عبدالرحيم لمسى او د ښكارپور له ممتازي علمي كورنۍ څخه يو منشي و چي په كلو كلو يی په كندهار او هرات كي د افغاني دربار منشي توب لاره او تر ١٢٧٢ ق پوري لا ژوندى و. په (١٢٢٥ ق) د خپل اكا سره چي په كابل كي د سندهـ سفير و كابل ته راغلى و. د دی كتاب د كراچي چاپ مصور او ١١١٥ مخه دى.

٤٤. حاجی محمد عارف قندهاری د (مطلع او مقطع) لیکوال

              حاجي محمد عارف د قندهار دى او د يوه خورا مفصل تاريخ ليكونكى دى چي لومړى ټوك يی (مطلع) نوميږي او بل يی (مقطع). محمدعارف په كندهار كي د بيرم خان ميرسامان و.[xvii] او د هغه سړي سره يی تر مرګه ملګري درلوده.هند ته ورسره ولاړ چي بيرم خان ووژل سو نو عارف له كجراته حجاز ته ولاړ له حج وروسته تر (٩٨٥ هـ) د مظفر خان سره و، په (٩٨٦ هـ) د اكبر پاچا  دربار ته ولاړ او د پنجاب په ديواني مقرر سو. مګر ژر يی استعفا وكړه او د مظفرخان سره په تانده كي اوسیدى. په (٩٨٨ هـ) په دغه ځاى كي د مظفرخان سره يو ځاى ووژل سو.

محمدقاسم فرشته د ده له كتابه ډیر مطالب رانقل كوي[xviii] او داسي ښكاري چي نسخه يی د ده كتب خانه كي ده د دی نسخی لومړنۍ او وروستنۍ پاڼي نسته خو خوشبختانه دغه ناقصي پاڼي د انګلستان د كيمبرج په كتبخانه كي خوندي دي. په (مطلع) كي د همايون د عصر حوادث ضبط وو او په (مقطع) كي د سلطان محمود له عصره بيا تر (٩٨٦ هـ) پوري د هند د ټولو پاچهانو او د پښتنو د سلطنت احوال كښلي دي. نو حاجي عارف كندهارى پوه پښتون مؤرخ دى چي په هند كي يی خپل كتب ليكلي دي . دى شاعر هم و امين زاري يی دغه دوه بيتونه ضبط كړي دي :

صد ارزو است در دل تنګم ګره زدوست

دل نيست در برم ګــره آرزوى اوست

اى بسا توبه كه چون توبه ديرينه من [xix]

خوبرويان بشكنند بیـك چشم زدن

              د حاجي عارف د (مطلع) درك اوس نسته او دغه كتاب ورك دى.

٤٥. سلطان محمد خالص د (تریخ سلطانی) لیکوال

              سلطان محمد په نوموركو تاريخ ليكونكو كي نه راځي، ځكه چي د ده كتاب چاپ سوى او مشهور دى مګر له دی جهته چي څوك د ده په احوال نه دي خبر نو يی شهرت هم كم دى، زه لانديني معلومات د دی مؤرخ په خصوص كي لرم : “سلطان محمد خان د موسى خان زوى په قوم نصرت زى باركزى د كندهار له پوهانو څخه و، چي په شعر كي يی خالص تخلص كاوه، ده خپل تحصيلات په كندهار كي وكړل او په پاړسو كي ښه ليكوال او منشي سو. د امير شیرعليخان په دوره كي د كندهار له مشهورو خوانينو څخه و او ډیر عمر يی په كلات كي حكمراني كړله، هغه وخت چي غازي محمد ايوب خان په كندهار كي پاچا سو، دى يی ملګرى و او د ميوند په جهاد كي يی هم برخه درلوده، د (١٢٩٧ هـ) د روژی تر مياشتي وروسته چي غازي محمد ايوبخان له كندهاره ایران ته ولاړ، نو د ده ملګري هم سره بیل سول او سلطان محمد خان مرحوم كراچي ته ولاړ او هوری اوسید، ده په كندهار كي لا يو مفصل تاريخ كښلى و چي تاريخ سلطاني نومید، لومړى جلد يی په (١٢٩٨ هـ) په بمبيي كي په خپله طبع كړ دا جلد تر (١٢٧٩ هـ) پوري له ابتداء څخه د پښتنو احوال لري او هم وقايع په خورا ښه صورت ليكي، د سلطان محمد د تاريخ دوهم ټوك چي د ده د عصر وقايع او هم مشاهدات وو ده ليكلي او هم چاپ سوي دي چي د هغه نسخی متاسفانه د امير عبدالرحمن خان په وخت كي ضايع كړلي سوی او اوس نه ميندلي كيږي، مګر له پخوانو خلكو څخه روايت دى چي له هغه كتابه يو څو نسخی پاته سوي او ضايع سوي نه دي د تاريخ سلطاني د دوهم جلد كه كمه نسخه اوس وميندله سي د وطن د تاريخ لپاره به ډیر غنيمت وي.

              سلطان محمد په زيارت د بيت الله شريف هم مشرف سوى و او پسله (١٣٠٠ هـ ق) غالباً له كراچي څخه تللى او د هغه عصر د توركيی په عربي مملكتو لكه : شام، عراق او نورو … ګرزیدلى او هم هوري وفات سوى دى. خالص يو د پاړسو شعر دیوان هم درلودى چي د ده تر مرګ وروسته محمدابراهيم او د ده زوى هغه اشعار سره ټول كړي وو، له دغه كتابه فقط لومړنۍ دری پاڼي زما څخه وی، ابراهيم ليكي : زما پلار چي بيت الله ته ولاړ بيا يی احوال معلوم نه سو څو كاله وروسته د سلطان محمد خان ورور حاجي جان محمد كندهار ته راغى او وی ويل چي حاجي سلطان محمد په توركو كي وفات سو، ابرهيم وايي: چي د پلار ډیر اشعار او منثور ليكونه زما څخه وو، هغه مي سره ټول كړل او د (دیوان خالص) په نامه مي وبلل.[xx]

ما (حبيبي) د خپلي كورنۍ له لويانو څخه (خداى دی وبخښي) ارویدلي وو چي سلطان محمد خان عالم او خورا پوه ليكوال و، په كندهار كي به هر كله له پوهانو او علماوو سره محشور و، او د مشهور حبو اخوندزاده له زوى عبدالرحيم اخندزاده څخه يی استفاده او لوست كړى و، او د هغه ملګرى هم و، چي له كندهاره فرار سو نو هم د مولوى عبدالرحيم اخندزاده د زوى مرحوم عبدالرؤف خان سره يو ځاى كاكړستان ته ولاړ.

              دا دوه بيته د ده له يوه مناجاته را اخيستل كيږي[xxi] :

اګر فضيلت نګردد دستګيرم

زشر نفس خود در دم بمــــــيرم

زشر نفس و شيطان ده امـــانم

مګر دان جز بذكر خود زبـانم

٤٦. قاسم علی خان د (محاربۀ کابل) ناظم

              دا سړى د هند دى، په (١٢٦٠ هـ) يی د (محاربۀ كابل) په نامه د فردوسي د شهنامی په وزن يو كتاب تخميناً په نه زره بيته كي نظم كړى دى دا كتاب د فيض محمد له ماخذو څخه دى. چي د سراج التواريخ په كښلو كی استفاده ځني كړی ده. قاسم علي د شاه شجاع له عصره خپل تاريخ شروع كوي. د افغانستان د اړو دوړ او انقلاب حوادث او د پردو د حملو او جګړو وقايع په كندهار او كابل كي څرګندوي. كه څه هم دا كتاب د متجاويزينو په طرفداري كښل سوى دى خو بيا هم د وطن د تاريخ د دغي دوری لپاره بد نه دى، او استفاده ځني كیداى سي. د كتاب ادبي جنبه او شعر خوږ او روان دى په (١٢٧٢ هـ) د اګری په ليماني مطبعه كي چاپ سوى دى. مګر نسخی يی اوس لكه قلمي كتابونه ډیري نه ميندلي كيږي او دغه كتاب هم لږ خلك پیژني، مؤلف د كتاب په سر كي ليكي : چي زه د سند په سفر ولاړم چي راغلم خلكو د سفر معلومات راڅخه غوښتل ما هم نظم كړل د نمونی په ډول د كتاب د پاى څو بيتونه ولولئ :

ستـــايش به يزدان كه اين نامه ام

ســــــراپا برار است از خـــــــــامه ام

مـــــګر جان فـــــــــردوسى پاك زاد

ز فــــــردوس در قـــــالبم رونــــــهاد

كـه زان همت اين نامه را ګفته ام

ســخن همچو سلك ګهر سفته ام

بدرياى معنى شدم غوطه خور[xxii]

بســـــه سال انــــدوختم اين ګـــــهر

٤٧. رساله نسب نامۀ فرقۀ غلجی

              دا رساله ميا عبدالحكيم كاكړ ليكلی ده، چي دى د ١١٤٥ ق په شاوخوا كي د كندهار د خلكو لوى لارښوونكى او د ميا فقيرالله جلال آبادي مريد او معاصر و (١٠٧٠ – ١١٥٣ ق) دا عالم او متصوف مشهور سړى ډیر نور تاليفونه هم لري او مرقد يی د كاكړو د لورلائي په تل چوټيالۍ كي دى.

              ميا عبدالحكيم پسله ١١٥٠ ق يوه رساله د پښتنو د قبيلو او لنډ تاريخ په باب كي په دري ژبه وكښله، چي اوس يی يوه خطي نسخه ماته پرته ده. دا د پښتنو يوه لنډه تاريخچه ده چي لومړي فصلونه يی د غلجو نسب نامه او د دوى د پاچهانو او مشرانو احوال بيانوي لكه : د توخو مشران، سلطان ملخي او حاجي ايدل او د هوتكو مشران حاجي ميرويس او شاه محمود او شاه اشرف او شاه حسين د نادر افشار تر حملی پوري.

              نور فصلونه د لودي اولاد او په هندوستان كي د پښتنو شاهانو او د سوريانو او د شیرشاه احوال په لنډ ډول بيانوي.

              د دغي رسالی په پاى كي داسي كښلي دي: مؤلف رساله ملا عبدالحكيم كاكرى است بموجب ارشاد عمۀ زمان … محب العلماء جناب عبدالعزيز خان غلجى توخى محمدزى برهان خيل كه از كندهار بقصد سپه ګرى بهندوستان امده بود و به رتبه اميرى رسيده و چند ګاه نائب دار السلطنته لار (؟) بود … و هر افغان كه از ولايت بهندوستان امدى از نوازش او محروم نرفتي …”

              د ميا عبدالحكيم دغه رساله كه څه هم كوچنوټی ده خو حاوي او مفيده ښكاري.

٤٨. روزنامۀ غزوات هندوستان

              دا كتاب د امير تیمور كورګان د فتوحاتو بيان دى، تر هغه وخته چي دى په ٨٠١ ق كال هندوستان نيسي. مؤلف يی غياث الدين على بن جمال الاسلام دى چي په فارسي ژبه يی دا لنډ كتابګوټى كښلى و.

              د افغانستان او پښتنو په تاريخ كي دا كتاب له دی جهته ګټه ور دى چي د امير تیمور سفر او جنګونه له هراته تر كابله او اباسينه راښيي، او په اوسنۍ پختيا ولايت كي د پښتنو مشرانو نومونه او قبيلی او جغرافي ځايونه هم ذكر كوي.

              د دی كتاب يوه خطي نسخه چي په ١٠١٥ ق كال كښلی سوی وه په پتروګراد كي وه او يوه روسي محقق ليوز يين تصحيح كړه چي بيا نو ٢١٢ مخه متن او ٢٠ مخه فهرستونه له يوی روسي مقدمی سره واسيلي بارتولد د پتروګراد د دار العلوم په مطبعه كي چاپ كړه ١٩١٥ م.

٤٩. ائمة الافاغنه

              امير افضل جدون د لاهور په هفته وارسيف ٧ سپتمبر ١٩٩٥ م كال ليكي : ملا خانمير يوه چارمقاله لري، چي په ١١٥٥ ق تاليف سوی ده، او دى له بله عربي كتابه ډیر مطالب رانقل كوي. چي هغه كتاب ائمه الافاغنه دى او مؤلف يی ابو الخطيب شيرازي نوميږي چي په ٥٣٥ ق كال مړ دى.

              دا كتاب هم په فارسي او هم په پښتو ترجمه سوى دى چي سيد عبدالجبارشاه د سوات معزول امير يی دواړي نسخی درلودی. فارسي مترجم يی محمدجواهر خان سواتى و. چي دغه نسخه يی امير افضلجدون ليدلي وه، او مسټر الټرا امريكايي په پښتو ګايد كي ليكي : چي ما هم د ائمه الافاغنه فارسي ترجمه په باجوړ كي د يوه خانه سره لیدلی ده. د ملا محمد خانمير د چارمقالی په يوه حاشيه كي داسي كښلي وه چي : “بدانيد كه اكثراً اخبار حواشى از كتاب ائمه الافاغنه است و ائمه الافاغنه از … ابوالخطيب شيرازى يوشع بن ابراهيم بن معصوم بن عبدالجبار بن سليمان شيرازى بن ليث كاكرى است … ابوالخطيب براى تحصيل علم از شيراز به بغداد رسيده در تلامذۀ ابوبكر داخل شد.” (سيف طبع لاهور ١٩٥٥ م)

              داسي ښكاري چي په دغه سنه ٥٣٥ ق كي به تحريف او سهوه راغلی وي. ځكه چي ابوبكر احمد بن علي مشهور په خطيب بعدادي په ٣٩٢ زوكړى او په ٤٦٣ ق كي مړ دى، نو كه موږ د دغه ابوالخطيب شيرازى عمر ٨٠ كاله هم وګڼو، د بغدادي خطيب د مرګ پر وخت به دى بيخي كوچنى هلك وي. چي د بغدادي خطيب د شاګردۍ سن ته به نه وي رسیدلى.

              ځكه چي د ائمه الافاغنه نسخی ثقه خلكو ليدلي دي، نو د منلو وړ خبره ده. (وګورئ په وروسته بيان كي د ملا خانمير چارمقاله)

٥٠. د ملا محمد خانمیر چار مقاله

              لكه چي تاسي په ٤٩ عدد كي د ائمه الافاغنه تر نامه لاندي ولوستل دغه كتاب په فارسي ژبه ليكل سوى او ځيني برخي يی له ائمه الافاغنه څخه را اخيستي دي، لكه امير افضل جدون چي د راولپنډي د تعمير په ورځپاڼه ٤ فبروري ١٩٥٦ م كي كښلي دي : چار مقاله په ١١٥٥ ق ملا خانمير تاليف كړی ده چي دوی  خطي نسخی يی دغه سړي د ضلح هزاره په نوان شهر كي لرلی.

              د چارمقالی په حاشيه كي داسي كښلي دي، چي دغه حواشي اكثر له ائمه الافاغنه څخه رانقل سوي دي، او مطالب يی هغه داستانونه وو چي پخوا د پښتنو د كسي غره او كيس نيكه لپاره، سره راجوړول سوي وو او بيا د نعمت الله په مخزن افغاني او نورو تاريخي كتابو كه هم رانقل سوي چي له تاريخي واقعيته سره څنګ نه لګوي.

              په دغسي كتابونو كي كله كله ډيري ګټوري خبري پيدا كيږي چي د اوسنيو تاريخوالو په كار ورځي خو ځيني داسي خبري هم پكښی وي چي هغه نه عقل مني او نه له تاريخي پرله پیيلو واقيعتو سره سميږي. ځكه چي ما په خپله دا چار مقاله نه ده ليدلی نو تر دی زيات څه نه سواى پر ويلاى.

[i]           حیات حافظ ص ٣١٣.

[ii]          سیر المتاءخرین.

[iii]         د پښتو گرامر مقدمه.

[iv]         د پښتو گرامر مقدمه ١٨-١٩.

[v]          حیات افانی ص ٣١٣.

[vi]         له دی کورنی څخه یو بل نوموړی د پښتو مؤلف نواب الله یار خان د حافظ رحمت خان زوی دی چی د عمر پر ٨١ کال د ١٢٤٨ﮬ د شعبان په ٩ ورځ وفات سوی او ییو د پښتو لغط ئی کښلی دی چی عجایب اللغات نومیږی. راورټی دا کتاب درلود او وایی چی په ١٨٠٨ع ١٢٢٢ﮬ په ٧٤٠ مخ کی کښل سوی او هر مخ ئی ١٧ لیکی دی دا کتاب ما ندی لیدلی چی تاریخی مباحث لری او که یوازی لغت دی، نو ځکه می الله یار خان د مورخونو په ټولی کی نه وشمیره.

[vii]        د پښتو گرامر مقدمه ٩-١٠-١١ وغیره.

[viii]       د پښتو گرامر مقدمه.

[ix]         حیات او سلطانی.

[x]          د براون د پاړسو ادب تاریخ.

[xi]         قلمی نادر نامه.

[xii]        خورشید ص ١٣٢.

[xiii]       پټه خزانه ص ١٠٧-١٠٨-١١٠-١١١ د قلمی نسخی.

[xiv]       پټه خزانه قلمی ص ٧١.

[xv]        د هیوز د کلید افغانی مقدمه.

[xvi]       له قلمی نسخی څخه ص ١ -١١.

[xvii]      مآثر رحیمی ج٢ ص١-٨.

[xviii]     فرشته مقالۀ ٤-٧-٩.

[xix]       هفت اقلیم.

[xx]        د تاریخ سلطانی مقدمه او د دیوان خالص لمړنۍ قلمی پاڼی.

[xxi]       د دیوان خالص قلمی پاڼی.

[xxii]      له محاورۀ کابل څخه.

اوله برخه دلته

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!