منډيګک
افغان تاريخ

د افغان بانکنوټونو او سکو لنډه تاريخچه

0 218

د مسکوکاتو او بانکنوټونو له پیدایښت څخه مخکې ټولې معاملې او راکړې او ورکړې د جنس په وسیله تر سره کیدلې چې جنس په جنس یا بارتر مبادله نومیده. له هغه ځایه چې د بارتر مبادله له زیاتو ستونزو سره مخ وه او د محصولاتو د تنوع، پر مختګونو او نویو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره د عامه خلکو د اړتیاوو تأمینوونکې نه وه، قیمتي فلزاتو لکه مسو، سپینو او سرو زرو د مبادلې د وسیلې په توګه په راکړې او ورکړې کې لاره پیدا کړه او د مبادلې بهیر یې لا اسانه او اغیزناکه کړ. دې بهیر د راز راز مسکوکاتو په ضربولو او د بانکنوټونو په چاپولو او خپرولو سره دوام موندلی چې له مالي پر مختللو محصولاتو سره یو ځای شوی او د مبادلې بهیر یې له بل هر وخت څخه ګړندی کړی دی.

په افغانستان کې معاملې او راکړې او ورکړې په بارتر توګه پیل شوې او په بیلا بیلو دورو کې له مختلفو مسکوکاتو څخه په معاملاتو کې ګټه اخیستل شوی ده.  له دې سکو څخه یو شمېر د افغانستان له پولو بهر او یو شمېر هم د هېواد دننه ضرب شوي دي.

هخامنشیان، باختری، یونان، ساکانو، کوشانیانو، کیداریانو، ساسانیانو، د اسلام ظهور، غزنویانو، سلجوقیانو، غوریانو، احمد شاه ابدالی، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، غازی امان الله خان، حبیب الله کلکانی،  محمد نادر خان، محمد ظاهر شاه، محمد داوود خان، د خلق دموکراتیک ګوند، د افغانستان اسلامی دولت، د افغانستان اسلامی جمهوریت او… دورو سکې د هغو سکو له ډلې څخه دي چې د تاریخ په مختلفو دورو کې د راکړې او ورکړې لپاره کارول شوي دي.

بانکنوټونو د لومړي ځل لپاره د اعلیحضرت امان الله خان  د پاچاهۍ په دوره کې د مسکوکاتو تر څنګ په راګړه او ورکړه او معاملو کې لار پیدا کړه. په 1298 هجري لمریز کال کې د افغانستان لومړنۍ بانکنوټ د کابلۍ روپیۍ په نوم خپور شو چې وروسته د افغانۍ په نوم ونومول شو. د 1298- 1299 کلونو تر منځ د یوه افغانۍ، پنځه افغانۍ، پنځوس افغانۍ او سل افغانۍ بانکنوټونه خپاره شول. څیړونکې باور لري له هغه ځایه چې د اماني دوري په بانکنوټونو کې، د بانکنوټ ارزښت په څلورو ( پښتو، دري، اردو او ترکي) ژبو لیکل شوی دی، دا د دي ښکارندوی دی چې دا بانکنوټونه د افغانستان  له پولو بهر هم د چلند وړ او په راکړه او ورکړه کې ترې ګټه اخیستل کیده.

 د حبیب الله کلکاني په دوره کې، نوي بانکنوټونه چاپ نه شول، خو د امان لله خان د دورې یو شمېر بانکنوټونه هم د حبیب الله کلکاني له مهر سره مبادلې په بهیر کې شامل ول. د نادر خان د پاچاهۍ په دوره کې د بانکنوټونو چاپ ودرول شو او د تیر په شان سرو او سپینو زرو او نورو فلزونو له مسکوکاتو څخه په راکړه او ورکړه کې کار اخیستل کیده. د نادر خان په دوره کې د ګراف او چاپ نوي ماشینونه وارد شول خو د محمد ظاهر خان د پاچاهی پورې بانکنوټونه خپاره نشول.

په 1312 کال کې محمد ظاهر خان پاچاهۍ ته ورسیده او په 1315 کال کې د بانکنوټونو د چاپ او خپرولو لپاره په دوه څپرکو او 21 مادو کې اصولنامه خپره کړه چې د دې اصولنامې پر بنسټ بانکنوټونه يو ځل  بیا د مسکوکاتو تر څنګ په راکړې او ورکړې کې وکارول شول.

د داوود خان د جمهوریت په دوره کې (1352- 1357 ) د بانکنوټونو ډیزاین بدلون وموند او د محمد ظاهر شاه پر ځای د محمد داوود خان  عکس او د شاهی نښان پر ځاي د جمهوري نښان په کې ثبت شو. په دې دوره کې د ټولو بانکنوټونو ډیزاین واحد، خو په مختلفو رنګونو سره چاپ او خپریدل. د 10، 20، 50، 100، 500، 1000 افغانۍ بانکنوټونه په دې دوره کې په ګردښت کې ؤ.

د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له جوړیدو سره سم ، د نور محمد تره کي او حفیظ االه امین د واکمنیو په پړاونو کې د ” خلق”  نښان په بانکنوټونو  کې ثبت شو. خو د لومړي ځل لپاره په 1358 کال کې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې په واکمنۍ کې د افغانستان بانک نښان په بانکنوټونو کې درج شو.

د افغانستان د  اسلامی دولت په تأسیس سره د افغانۍ ارزښت په بې ساري توګه ټیت شو او دا حالت د پیسو د لازیات چاپ او د بانکنوټونو د تراکم او څودولۍ لامل شو. د افغانیو د ارزښت دا ټیتوالی د 5000 ګون او 10000 ګوڼ بانکنوټونو د چاپ او خپریدو سبب شو او په مسکوکاتو راکړه او ورکړه په عملي توګه له منځه لاره.

د طالبانو د اسلامي امارت په دوره کې ، نوي بانکنوټونه چاپ نه شول، او د تیرو دورو بانکنوټونه په راکړه اوورکړه کې د منلو وړ او په ګردښت کې ؤ.

په 1381 هجري لمریز کال کې د ښاغلي حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د موقتې ادارې له جوړیدو سره سم، د افغانستان بانک پولي ریفورم تر لاس لاندې ونیوه او په افغانۍ کې د دریو صفرونو په لرې کولو سره د 1، 2، 5، 10، 20، 50، 100، 500، 1000 بانکنوټونه چاپ او خپاره شو چې اوس مهال د هېواد د واحدې او دودیزې پیسې په توګه ښه ارزښت لري او له لازم ثبات څخه برخمنه ده.

همدا ډول په دې دوره کې یو ځل بیا د 1، 2، 5، افغانیګۍ مسکوکاتو د بانکنوټونو تر څنګ د خلکو په راکړه او ورکړه او سوداګریزو او اقتصادي معاملو کې لاره پیدا کړه.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!