منډيګک
افغان تاريخ

  امیر عبدالرحمن خان

مترجم: عبدالباري جهاني

امير عبدالرحمن خان د خپلي کابينې سره.
0 178

افغانستان، حتی د سدوزیو په پاچهي او د امیر دوست محمدخان او د هغه د زامنو په وختونو کي د کرارۍ مخ ونه لیدی. افغانستان د فقید امیر عبدالرحمن خان تر زمانې پوري د یوه متحد ملت په څېر د جوړېدلو امکان پیدا نه کړ او امیر عبدالرحمن خان په ډېر قوت او جبر قبایلي دښمنۍ وځپلې او تر مطلقه استبداد لاندي یې یوه قوي او منظمه پاچهي منځته راوړه.

تور امير يا پولادي امير
Abdur Rahman Khan – Amir of Afghanistan
عبدالرحمن خان ا

امیر عبدالرحمن خان تعلیم نه وو کړی، مطلق بېسواده وو او لیکل او لوستل یې په لوی سِن کي زده کړل. دی هغه وخت په بدخشان کي وو او د هغه ولایت مختلف میران یې تابع کول چي د کابل د تخت په مقابل کي یې،چي وروسته د ده پلار ته ورسېدی، بغاوت کړی وو. ده ایله د بدخشان ستونزي حل کړي وې او دا به دلچسپه وي چي د سواد د زده کړي کیسه د ده د خپلي خولې واورو.

« زه باید دلته د هغه الهام کیسه وکړم چي په دغه موضوع کي ماته وسو او د هغه تکرار مي پخپله پر زړه ښه لګیږي. یوه ورځ زه په دربار کي ناست وم چي د امیر محمداعظم خان له لور څخه مي، چي زما نامزد ( چنغله) وه، دا وخت یې په کابل کي ژوند کاوه، یو لیک ترلاسه کړ. دې هغه سړي ته چي لیک یې ورکړی وو ویلي وه چي لیک به هیچا ته نه ښيي او شخصاً به یې ماته سپاري؛ او جواب باید ما په خپل لاس لیکلی او مهر کړی وای. لکه مخکي چي مي وویل ما هیڅ وخت له لیک لوست سره علاقه نه درلوده؛ او چي څه مي پخوا زده کړي وه هغه مي ټول هېر کړي وه. ما ته چي دا لیک را ورسېدی نو زه ډېر خپه سوم او خپل هغه خپګان مي اوس هم په یاد دی. زړه مي په دربېدو سو او خپل ځان مي په دې ملامت کړ چي له یوې خوا د خپلي مړاني او سړیتوب لاپي کوم او له بلي خوا دونه ناپوه یم چي یو لیک نه سم لوستلای. په هغه شپه چي بسترې ته ولاړم نو ډېر سخت مي وژړل، خدای ته مي ډېری دعاوي او زاری وکړې او ټول اولیاء او بزرګان مي را وننګول او ټول مي خدای ته شفېع کړل. دعا مي وکړه چي  اې خدایه! زما زړه ته یوه رڼا را ولېږه او دماغ مي روښانه کړه څو زه لیک لوست وکړای سم. ته مي د خپل مخلوق په مخ کي مه شرموه. په هغه شپه مي ښه ډېر وژړل او د سهار په وخت کي خوب راباندی راغی او ویده سوم. په خوب کي مي ولیدل چي یو مقدس سړی راته راغی. میانه قده سړی وو او ښه قامت یې درلود، بادامي سترګي یې وې، کماني نرۍ ورځي یې وي، اوږده ږیره یې درلوده، بیضوي مخ یې وو او نرۍ اوږدې ګوتي یې وې. یوه نصواري بګړۍ یې تړلې وه او خط لرونکی ټوکر یې تر ملا تاو کړی وو. یو اوږد لرګی ورسره وو چي په سر کي یې اوسپنه وه. داسي ښکارېده لکه زما سرته چي ولاړ وي او په ډېره کراره یې راته وویل چي عبدالرحمانه پورته سه او ولیکه. زه ویښ سوم او ووېرېدم. بیرته ویده سوم او بیا هغه سړی راته راښکاره سو او راته ویې ویل چي زه وایم ولیکه او ته ویدېږې. زه یو ځل بیا را ویښ سوم او هیڅوک مي ونه لید او بیرته ویده سوم. هغه مقدس سړی د دریم ځل لپاره راته راغی او په ډېر قهر یې راته وویل چي که بیا ویده سوې نو سینه به دي په دغه لرګي درسوری کړم. دلته نو زه ووېرېدم او را ویښ سوم مګر بیا ویده نه سوم. ما خپلو نوکرانو ته ږغ کړل چي ماته قلم او کاغذ راوړي او  د تورو د لیکلو په باره کي مي فکر وکړ. زه چي هلک وم یو څه مي لیکلای سوای. خدای تعالي مي په خپل قدرت یو یو توری په ذهن کي را وګرځاوه. حافظې مي مرسته راسره وکړه او چي مي لوستي وه هغه مي په یاد سول. له یوه توري وروسته مي بل توری ولیکی او په دې توګه مي، تر لمرخاته مخکي، شپېته اویا کرښي مکتوب ولیکی. ځیني توري نه وه سره لګېدلې او ځیني سم نه وه لیکل سوي. کله چي مي لیک بیرته ولوستی نو پوه سوم چي زه ټول لوستلای سم او په لیک کي خپلو ټولو غلطیو ته متوجه سوم. هغه لیک مي څيري کړ او له سره مي ولیکی. دونه خوشاله وم چي خپله خوښي مي کنټرولولای نه سوای. په هغه ورځ سهار، چي له خوبه را پاڅېدم، د یوه یا دوو والیانو مکتوبونه مي، چي زما په عنوان یې لیکلي وه، خلاص کړل او ومي لیدل چي د مکتوبونو په مضمون پوهېږم نو خوشالي مي لس چنده سوه. کله چي د دربار وخت را ورسېدی نو هغه منشي چي وظیفه یې ماته د مکتوبونو لوستل وه، له معمول سره سم، زما خواته راغی مګر ما ورته وویل: زه به نن خپل مکتوبونه ولولم او ته به زما غلطی اصلاح کړې. ده ومسل او وې ویل چي تاسي جلالتمآب مکتوب لوستلای نه سی او د ده له دې خبري سره ما مکتوب پرانیست او ورته ومي ویل چي غوږ راته ونیسه چي لوستلای یې سم کنه. له دې خبري سره سم مي د مکتوب په لوستلو پیل وکړ او د جوابونو هدایت مي ورکړ. په دې توګه موږ له دوو سوو مکتوبونو څخه سل پرانیستل او جواب مو ورکړ. په څو ورځو کي زه د خپل منشي له مرستي څخه بېغمه سوم او مکتوبونه مي هم لوستل او هم مي جواب ورکاوه. څو ورځي وروسته مي قران شریف له سره ولووست او د اولیاوو او پیغمبرانو په نامه مي پیسې خیرات کړې. پلار ته مي خط واستاوه او هغه ته مي ولیکل چي زما سره خدای مرسته وکړه او اوس لیک لوست کولای سم. ما، خپل پلار ته، دغه لیک د یوه محافظ په لاس واستاوه. پلار مي، په لومړي سر کي، زما کیسه نه منله او زما محافظ ورته ویلي وه: ستاسي زوی پخوا تاسي ته لیک نه سوای لېکلای او دا یو حقیقت وو. که هغه دروغ ووايي څرنګه به تاسي ته ګوري. زما پلار په پای کي د هغه خبره منلې وه او هغه ته یې پنځه زره ټنګې او یو قېمتي خلعت ورکړی وو. ماته یې، په طلا کي نیول سوې، یوه توره، لس تختې طلاکاره ټوکران او یو څو وړین شیان را ولېږل. ما د خدای شکر ادا کړ او د پلار د مهربانیو مننه مي وکړه.»

امیر عبدالرحمن خان یو خدايي نبوغ درلود او چي څه د زړه سختي یې درلوده هغه یې په مذهبي تعلیم او د اشرافو په کورنیو کي د لویېدلو او روزل کېدلو له امله اصلاح سوې وه. عبدالرحمن خان په هغو جنګونو کي لوی سوی وو چي د ده د نیکه، لوی امیر دوست محمدخان، کورنۍ یې سره پاشلې وه. ده د دې کورنۍ روزني تر څنګ د خپلو خلکو له اخلاقو او سلوک په برخه کي ډېره پراخه تجربه درلوده. د خپل پلار او کاکا په وختونو کي، چي یو په بل پسې یې د کابل تخت ونیوی، د ترکستان د حاکم او د پوځي قواوو د قوماندان په حیث ټاکل سوی وو. د هغي سیمي قومي مشرانو او د هغوی قبایلو د کابل د حکومت په مقابل کي ښورښ کړی وو او ده هغوی ټول، یو په یو، په سختو جګړو کي، چي معمولا به یې د حریفانو قواوي ورباندي زیاتي وې، وځپل او ټول یې اېل کړل. دلته نو د ده اداري نبوغ ښه څرګند سو او په ترکستان کي یې نفوذ او اداري تجربه هغه وخت په درد وخوړه چي ده له خپل هیواد څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره، چي په هغه وخت کي یې کابل اشغال کړی وو، جګړه کوله او د ترکستان خلک یې تر شا ودرېدل. دی په کورنیو دښمنیو او دسیسو کي خپل پلار ته وفادار وو، که څه هم چي د هغه د کمزوري او هر ګړی تغییر کېدونکي پالیسی ملاتړ یې نه کاوه. د ده د کاکا زامن او ترونه، چي د ده د ورځ په ورځ زیاتېدونکي نفوذ او اداري قوت څخه ډارېدل، یو وخت په دې بریالي سول چي پلار یې ورسره مخالف کړي. د ده هغه پلار یې، چي ده د خپل ژوند په بیه له هغه څخه دفاع کړې وه په دې قانع کړ چي عبدالرحمن خان د هغه د پرزولو لپاره د سیسې کوي او امیر محمد افضل خان هم هغه بندي کړ. نور نو په هر وخت کي چي یا حاکم او یا جنرال وو په بشپړ مهارت یې اداره پر مخ بېولې ده.

د پلار له وفات څخه وروسته یې د کابل تخت خپل کاکا امیر محمداعظم خان ته پرېښود. پخپله یې د پوځ قومانداني پرغاړه واخیستله او خپل کاکا ته یې د حکومت په اداره کي تر ټولو ښې مشورې ورکولې. مګر د ده کاکا پخپله د عقل او ارادې له پلوه کمزوری وو او، د خپلو درباریانو په لمسون، ډېر ژر له عبدالرحمن خان سره مخالف سو او هغه یې ترکستان ته واستاوه. حتی په ترکستان کي یې هم آرام ته پرې نه ښود؛ تر څو چي امیرشېرعلي خان له کندهار څخه پر کابل باندي حمله وکړه او د ده د کاکا درباریان ورڅخه وتښتېدل او دی په پای کي مجبور سو چي خپل وراره د مرستي لپاره را وبولي. عبدالرحمن خان سمدستي د کابل پر لور حرکت وکړ او وروسته له خپل کاکا سره د غزني پر لور وخوځېدی. د غزني په ګاونډ کي دواړي قواوي سره مخامخ سوې. د عبدالرحمن روزل سویو او با انضباطو قواوو د امیرشېرعلي قواوو ته دوه ځله ماته ورکړه. امیر محمداعظم خان د داسي تاکتیکونو پر غوره کولو باندي ټینګار کاوه چي عبدالرحمن ته یې د ځان وژني حیثیت درلود، مګر د خپل کاکا د اوامرو منلو ته مجبور سو. نتیجه دا سوه چي دواړه له وطن څخه تښتېدلو ته مجبور سول.

عبدالرحمن خان د ډیرو سختیو له ګاللو او ډیرو خطرونو له لیدلو څخه وروسته د آمو تر سیند واوښت او بخاراته ولاړ. که څه هم چي د بخارا پاچا یې په لومړي سر کي ډېر درناوی وکړ مګر وروسته یې وضع ډېره سړه سوه او دی مجبور سو چي روسیې ته پناه یوسي او هلته د لسو کالو لپاره د یوه مهاجر په توګه ژوند وکړي. په روسیه کي یې ډېر د غریبۍ ژوند وکړ او په ډېرو لږو پیسو یې ګوزاره کوله. په روسیه کي یې د سختۍ شپې او ورځي تیري کړې، دغو سختو ورځو او په روسیه کي ژوند د ده لپاره د ښوونځي حیثیت درلود او دی یې د هغه کار لپاره وروزی چي په وروسته کي یې باید په خپل هیواد کي کړی وای.

کله چي د امیر شېرعلي خان له ماتي وروسته، برټانیې کابل ونیوی، عبدالرحمن خان ، د روسیې د حکومت په اجازه له هغه هیواد څخه افغانستان ته وخوځېدی، د بخارا له لاري ترکستان  ته ننووت او د هغو لږ شمېر ملګرو سره چي د ده سره په وروستي مهاجرت کي ورسره وه او ده ته وفادار پاته سوي وه افغانستان ته داخل سو. په ترکستان کي یې له ځینو میرانو څخه مرسته ترلاسه کړه او افغانان یې، له خپلي مقدسي خاوري څخه، د برټانیې د ایستلو لپاره، تر خپل بیرغ لاندي را ټولېدلو ته را وبلل. د ده له لیکونو څخه، چي د لوستونکو لپاره به له دلچسپۍ څخه خالي نه وي، د ده خپل روحي قوت او د هغه قوم روحیات څرګندیږي چي ده یې د بهرنیانو له بادارۍ څخه ژغورلو ته ملا تړلې وه.

د ترکستان یوه قومي مشر، شهزاده حسن، چي د هغه په کورنۍ کی عبدالرحمن خان یو واده هم کړی وو، د ده د یوه لیک په جواب کي، چي په بخاراکي یې د خواجه ګولون له کلي څخه ورته رالېږلی وو، ولیکل چي پام کوه د آمو تر سیند را تېر نه سې او که نه نو زما د مځکي هره هغه ټوټه به چي ستا او ستا د ملګرو پښې ورباندي لګېدلي وي له تا سره یو ځای وغورځوي ځکه چي هغه خاوره به ستا او ستا د ملګرو قدمونو ناپاکه کړې وي. عبدالرحمن خان په جواب کي ورته ولیکل:

« اېاحمقه، اې نامرده نمک حرامه! ما خو ته او ستا ورور کلونه کلونه وساتلاست او لوی مي کړلاست او ستا له نامردي کورنۍ سره مي واده هم وکړ او فکر مي کاوه چي یوه ورځ به د ضرورت په وخت کي زما خدمت وکړې. زه اوس په خپله غلطي پوه سوم او ستا اصلي څېره راته څرګنده سوه. زه که له مرګه وېرېدلای نو تر دغه ځایه به نه راتلم. اې نامرده! سبا به معلومه سي چي په موږ کي کوم یو غښتلی دی»

عبدالرحمن خان د آمو تر سیند را تېر سو. شهزاده دوولس زره عسکر درلودل او له عبدالرحمن سره ۱۱۰ تنه ملګري ورسره وه. شهزاده په جنګ کي یوه شرموونکې ماته وخوړه. دی وايي په دغه وخت کي یې تکیه پر خپل خدای وکړه او داسي احساس یې کاوه چي له ټولي دنیا سره مقابله کولای سي. دی وايی زما زړه دونه قوي وو چي ما ویل که د ټولي نړۍ له پوځونو سره مخامخ سم نو هغوی به لکه حشرات زما تر پښو لاندي کیږي. دی وايي دا د خدای نوم وو، دا زما زړه ورتوب نه وو  بلکه هغه روح وو چي ده ماته بخښلی وو… دا زما د ژوند یوه تجربه ده چي که څوک د خدای خدمت ته په ریشتیا سره وقف سوی وي نو خدای بری ور په برخه کوي. زما د هغي عقیدې نتیجه دا سوه چي نن ورځ دا دی پاچا یم.

عبدالرحمن خان له هغه ځایه رُستاق ته روان سو او د هغه ځای خلکو او د هغوی مشرانو ته یې دوه لیکونه ولېږل: « اې مسلمانانو! زه د دې لپاره نه یم راغلی چي له هغو افغانانو سره جګړه وکړم چي ریښتوني مسلمانان دي بلکه په غزا پسي راغلی یم. نو تاسي ته دا لازمه ده چي زما اوامر ومنی چي هغه د خدای او د هغه د رسول اوامر دي. موږ ټول د خدای بنده ګان یو او غزا پر موږ ټولو باندي فرض ده »

ده دغه لیک د مسلمان په نوم لاسلیک کړ ځکه دی پوهېدی چي پر مسلمانانو باندي د ده تر خپل نامه د مسلمان نوم زیات اغېزمن دی. دوهم لیک یې د قومي مشرانو په نوم ولیکی او په خپل نامه یې لاسلیک کړ او یوه قومي مشر میر بابا ته یې ورکړ:

« میرشهزاده حسن، د فیض آباد قومي مشرانو او خلکو! زه تاسي ته اطلاع درکوم چي زه له انګلیسیانو څخه د فیض آباد د ژغورلو لپاره راغلی یم. که زه په سوله ایز ډول په دې کار کي بریالی سوم خو ښه تر ښه او که نه وي نو جنګ به کوم. تاسي ټول میران یاست او باید اجازه ورنه کړی چي د مسلمانانو خاوره د فرنګیانو لاسته ولوېږي. که دوی زموږ خاوره ونیسي نو له دې سره به زموږ شهرت هم تباه سي او د نړۍ خلک به فکر وکړي چي میران نه شرم او نه غیرت لري او د بې اتفاقی له امله یې خپل هیواد او عقیده بایلل. اې میرانو! زما نصیحت ته غوږ ونیسی که غوږ نه راته نیسی نو دا زما وظیفه ده چي ستاسي او کافرانو دواړو سره به غزا کوم. خپله فیصله مو وکړی چي غواړی د خدای او د هغه د رسول ملاتړ وکړی او که په خپلو کي جنګ ته تیار یاست »

قومي مشرانو له خپل لوی مشر سره سلا مشوره وکړه او هغه عبدالرحمن خان ته نه تسلیمېدی، کشمیر ته وتښتېدی او ډېر ژر هلته مړ سو. وروسته یې  د قطغن میرانو ته لیکونه واستول او له هغوی څخه یې وغوښتل چي په خپله خاوره کي د تېرېدلو اجازه ورکړي او له هغوی څخه یې د مالي مرستو او سړیو غوښتنه وکړه. میرانو په جواب کي ورته وویل چي موږ له انګلیسانو سره د جنګ کولو توان نه لرو او تا ته په خپله خاوره کي د تېرېدلو اجازه نه سو درکولای. عبدالرحمن خان د هغوی مشر ته ولیکل چي ځان غزا ته تیار کړي مګر هغه بیا هم تسلیم نه سو. عبدالرحمن خان د بلخ پوځیانو ته زر مختصر مکتوبونه په دې مضمون واستول:

« تاسي د افغانستان خلکوته  زه اطلاع درکوم چي زه رُستاق ته روان یم مګر ستاسي میر سلطان مراد تاسي نه پرېږدي چي زما سره ووینی»

په عین وخت کي د بدخشان میرانو د خپل مشر میربابا په مشری د عبدالرحمن خان د نیولو او انګلیسیانو ته د هغه د سپارلو دسیسه کوله او په دې اړه ته هغه دا رپوټ ورسېدی:

« زه د دې لیک لیکونکی یو افغان تاجر یم او دا مي اورېدلي دي چي میربابا خان او د هغه منشي په خیال کي لري چي تا ونیسي او انګلیسیانو ته دي وسپاري. په دې توګه به د بدخشان حکومت په راتلونکي کي د دوی کورنۍ ته پاته سي. د خدای روی ته وګوره فیض آباد ته مه راځه»

عبدالرحمن خان په دې لیک کي ری ونه واهه او خپل سفر ته یې دوام ورکړ. میربابا په ظاهره له ده سره دوستانه اړېکي درلودل مګر څو ورځي وروسته یې هغه قلا چي عبدالرحمن پکښي اوسېدی محاصره کړه. عبدالرحمن په قلا کي له ځان سره ډېر لږ کسان درلودل؛ خکه یې نو جامې بدلي کړې څو ونه پېژندل سي. دی له قلا څخه پټ راووت او په لستوڼي کي یې خپله توپنچه ورسره اخیستې وه. تر هغو پوري چي میر ته نیژدې ورغی هیچا ونه لیدی. میر یې تر غاړه ونیوی او توپنچه یې د هغه سر ته ونیوله او هغه یې مجبور کړ چي خپلو سړیو ته ږغ کړي چي د لومړۍ دروازې له لاري قلا ته ننوزي . میربابا تسلیم سو او عبدالرحمن خان خپل سفر ته دوام ورکړ. کله چي کندوز ته ورسېدی نو شل زره کسیز لښکر یې درلود. د کندوز محلي پوځ ورته سلامي سو او د ده په ویاړ یې د توپ ۱۰۱ ډزي وکړې. په دغه وخت کي د انګلیسیانو د سفیر سر لیپیل ګریفین دغه لیک ورته ورسېدی:

« زما ویاړلی دوست سردار عبدالرحمن خان.

ستاسي دوست ګریفین د سلام ویلو او ستا سي د روغتیا له پوښتني کولو څخه وروسته درته لیکم چي د برټانیې حکومت په دې خوشاله دی چي ته تر قطغن پوري روغ رمټ را رسېدلی یې. دوی به خوشاله وي چي پوه سي چي له روسیې څخه تر راوتلو وروسته دي خیال څه دی»

عبدالرحمن خان د هند د حکومت سره د تړون څخه مخکي  د سرلیپیل ګریفین سره څو لیکونه تبادله کړل چي په لوستلو ارزي. عبدالرحمن خان خپل پوځ راغونډ کړ او د سرلیپیل ګریفین لیک یې ورته ولووست او له خپلو صاحب منصبانو څخه یې وغوښتل چي د جواب په لیکلو کي مرسته ورسره وکړي. هغوی دوې ورځي وخت وغوښت او وروسته یې سل جوابونه تهیه کړل چي ځیني یې امیر پخپله داسي نقل کړي دي:

« اې انګلیسیانو! تاسي باید زموږ هیواد پرېږدی. موږ به تاسي وباسو او یا به په دي لاره کي مړه سو» په بل لیک کي، له هغوی سره د خبرو تر پیل کېدلو مخکي، افغانستان ته د هغوی له راتګ څخه وروسته د رسېدلي تاوان جبران غوښتل سوی وو. په یوه بل لیک یې غوښتنه کړې وه چي برټانیه دي د افغانستان د قلاګانو او توپونو د تباه کولو په بدل کي سل کروړه روپۍ تاوان تادیه کړي. او که نه وي نو انګلیسان به ، لکه د پخوا په څېر، تر پېښوره پوري ژوندي ونه رسیږی. یوه مشر لیکلي وه چي اې خاینو کفارو! تاسي هند په چم او خیانت نیولی دی او اوس غواړی چي افغانستان هم په دغه توګه د ځان کړی. موږ به تر هغه چي وس لرو ستاسي سره مقابله وکړو او بیا به نو د روسیې په څېر یو بل قدرت زموږ سره ملګری سي او ستاسي سره به وجنګیږو.

امیر عبدالرحمن خان وايي چي خبري را لنډي کړم دوی ټولو دغه ته ورته چټیاټ لیکلي وه. ما دغه لیکونه دوی ته په لوړ آواز ولوستل. او بیا مي نو دوی ته وویل چي اوس به نوهغه لیک چي پخپله باید ولیکم دوی ته ښکاره کړم. او دوی باید فکر ونه کړي چي ما د دوی بې سلا مشورې کار کړی دی. ما یوه پاڼه کاغذ را واخیست او له خپل خدایه څخه مي چي د ټولو مخلوقاتو خدای دی د لیک په ترتیبولو کي مرسته وغوښته. ما د اوو زرو اوزبیکو او پښتنو په مخ کي دغه لیک ولیکی:

« زما ویاړلي دوست، د ستري برټانیې استازي ګریفین صاحب ته.

د سردار عبدالرحمن خان سلامونه ومنی. زه خوشاله یم چي ستاسي له مهربانی ډک لیک مي ترلاسه کړ چي قطغن ته مو زما د سالم رسېدلو له امله خوښي ښکاره کړې وه. ستاسي د هغي پوښتني په جواب کي چي له روسیې څخه څرنګه راوتلی یم، باید ووایم چي زه د وایسرا جنرال کوفمان او د روسیې د حکومت په اجازه راوتلی یم. یوازنی هدف مي دا دی چي د خپلو خلکو سره چي په سختو ستونزو کي دي مرسته وکړم. وروسته مي څه نوري اضافي تبصرې هم کړي وې»

« کله چي مي خپل پوځ ته دا لیک په لوړ آواز ولووست، نو مي له دوی څخه پوښتنه کړه چي زما جواب یې خوښ سو کنه. دوی په یوه ږغ راته وویل چي دوی غواړي زما تر بیرغ لاندي د وطن او دین لپاره وجنګیږي؛ مګر دوی نه پوهیږي چي څوک له پاچاهانو سره څرنګه رابطه نیسي. دوی په خدای او رسول سوګند یاد کړ او ماته یې واک راکړ چي څرنګه مي خوښه وي هغسي ولیکم. ټولو د یا چهاریار نارې پورته کړې او ماته یې وویل چي تا سم جواب لیکلی دی او موږ ټول درسره موافق یو»

عبدالرحمن خان له دې وروسته د چاریکار پر لور حرکت وکړ؛ په کابل کي یې د برټانیې مقاماتو ته په شفاهي پیغام کی وویل چي ده د چاریکار پر لور حرکت وکړ. کله چي چاریکار ته ورسېدی نو د غازیانو، منظمو پوځیانو او ملېشو شمېریې دریو سوو زرو تنو ته ورسېدی. د ۱۸۸۰ کال د اپرېل پر دېرشمه د لیپیل ګریفین بل لیک ورته ورسېدی او له ده څخه یې غوښتي وه چي د کابل د حکومت چاري په لاس کي واخلي. مګر عبدالرحمن خان د مې پر شپاړسمه داسي جواب ورکړ:

« زما ارزښتمن دوسته.

ما د برټانیې له حکومت څخه هیله درلوده او اوس یې هم لرم او ستاسي دوستی ثابته کړه چي زما هیله بېځایه نه وه. تاسي ته د افغانستان د خلکو طبیعت معلوم دی. تر څو چي دوی پوه نه سي چي زه د هغوی په ګټه خبري کوم، نو یوازي زما خبري اغېزه نه کوي. بلکه خلک کابل ته زما د پرمختګ د پیل کولو څخه مخکي دغو سوالونو ته جواب غواړي:

۱: زما د هیواد سرحدات به تر کومه ځایه پوري وي؟

۲: کندهار به پکښي شامل وي کنه؟

۳: د برټانیې کوم اروپايی استازی او یا د برټانیې قوه به په افغانستان کي پاتیږي؟

۴: زه به د برټانیې کوم دښمنان له خپلي خاوري باسم؟

۵: د برټانیې حکومت به زما خلکو ته په عوض کي څه امتیازات راکوي؟

۶: او په عوض کي د کومو خدماتو انتظار لري؟

زه باید خلکو ته د دې پوښتنو جوابونه ورکړم او د هغوی سره په همکاري به دا یقیني کوم چي زه به تر کومه حده له شرایطو سره موافقه کوم او څشي به کوم. زه له خدای څخه غواړم چي یوه ورځ به زه او دغه ملت ستاسي د هیواد خدمت وکړو. که څه هم چي د برټانیې حکومت به زموږ مرستي ته اړتیا ونه لري مګر ښايي په نړۍ کي داسي وضع منځته راسي چي زموږ خدمت او مرستو ته هم اړتیا پیدا کړی»

سر لپیل ګریفین د جون پر څوارلسمه په جواب کي ورته ولیکل:

« له القابو وروسته.

ما ته امر سوی دی چي ستاسي سوالونو ته د برټانوي هند د حکومت له خوا جوابونه درکړم.

ستاسي لومړۍ پوښتنه چي د خارجي قدرتونو په مقابل کي د کابل په اړه وه. څرنګه چي د برټانیې حکومت په افغانستان کي د هیڅ خارجي قوت مداخله نه مني او څرنګه چي روسیې او اېران دواړو ژمنه کړې ده چي د افغانستان په سیاسي چارو کي به لاس نه وهي نو دا څرګنده ده چي د کابل د حکومت واکمن به پرته له برټانیې له بل خارجي قوت سره اړیکي نه لري او که چیري کوم خارجي قوت د افغانستان په چارو کي لاسوهنه وکړي او که چیري د دغي لاس وهني په نتیجه کي د کابل پر واکمن باندي تېری کیږی نو د برټانیې حکومت، د ضرورت په وخت کي، له هغه سره مرستي ته تیار دی، خو په دې شرط چي د کابل واکمن د خپلو خارجي اړیکو په برخه کي د برټانیې د حکومت له مشورو سره سم عمل وکړي.

د خاوري د حدودو په برخه کي ماته امر سوی دی چي تاسي ته ووایم چي د کندهار ټول ولایت به، له پښین او سیبی څخه پرته چي د برټانیې په واک کي به پاتیږي، د یوه جلا واکمن تر لاس لاندي وي. په نتیجه کي نو حکومت ستاسي سره په دې موضوع کي هیڅ ډول خبري نه سي کولای او نه د شمال لوېدیځي صوبې د چارو په باره کي، چي د مخکني امیرمحمدیغقوب خان سره فیصله سوې ده، خبري درسره کولای سي. د برټانیې حکومت، د دغو ټکو په نظر کي نیولو سره، تیار دی چي تاسي پر افغانستان باندي( د هرات په شمول، چي موږ یې ملکیت تاسي ته نه سو تضمینولای، که څه هم چي که تاسي د هغه ولایت د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړی د برټانیې حکومت مو مخه نه نیسي) ستاسي واکمني تسلیموي چي ستاسي د کورنۍ بل هر امیر درلودلې ده. د برټانیې حکومت هیله لري چي د دغو سیمو په داخلي چارو کي هیڅ مداخله ونه کړي او نه به له تاسي څخه وغواړي چي یو انګلیس استازی په خپل هیواد کي ومنی که څه هم چي، د عادي او دوستانه اړیکو درلودلو لپاره به دا ښه وي چي په کابل کي د برټانیې یو مسلمان استازی ولری»

عبدالرحمن خان هغه ته لنډ جواب ورکړ مګر د کندهار بېلېدل یې ځکه ورسره ونه منل چي هغه ښار د افغانستان یوه مهمه برخه وه. دا چي ده په دغه وخت کي دا مسله راپورته نه کړه علت یې دا وو چي دی پوهېدی چي هغه ښار به کرار کرار پخپله د ده لاسته ورسي. نو دی ولي د برټانیې له حکومت سره په هغه باب ژمنه او قرارداد وکړي؟

دی په چاریکار کي خبر سو چي د برټانیې حکومت د ده د نیتونو په باب سخت اندېښمن دی. د جولای پر شلمه د افغانستان هغو مشرانو چي هلته حاضر ول عبدالرحمن خان د خپل پاچا او امیر په حیث ومانه او د هغه په نوم یې خطبه وویل. د جولای پر دوه ویشتمه په چاریکار کي رسمي دربار جوړ سو او سر لیپیل ګریفین د افغانستان د امیر په حیث د ده پېژندل په دغو ټکو اعلان کړل.

« د پېښو جریان سردار عبدالرحمن خان په داسي موقف کي راوستلی دی چي هغه د هند د وایسرا له غوښتنو سره برابر دی او د علیا حضرتي ملکې حکومت خوشاله دی چي د مشهور امیر دوست محمدخان لمسی سردارعبدالرحمن خان د کابل د امیر په حیث وپېژني. دا د حکومت لپاره د خوښی خبره ده چي قبایلو او د هغوی مشرانو د بارکزیو د کورنۍ یوه مهم غړي ته چي ډېر مشهور عسکر، هوښیار او تجربه کار سړی دی، پر نورو باندي ترجېح ورکړې ده. د برټانیې د حکومت په برخه کي د ده احساسات تر ټولو دوستانه دي او تر څو چي پوري هغه خپل دغه احساسات په دغه شکل څرګندوی نو د برټانیې د حکومت ملاتړ به ورسره وي. دی به زموږ سره خپله دغه دوستي په دې توګه وښيي چي له هغو کسانو سره ښه سلوک وکړي چي د ده د دوستانو په حیث یې زموږ خدمت کړی دی»

د اګسټ د میاشتي په سر کي رسمي موافقتنامه ولیکل سوه او امیر ته وسپارله سوه:
« جلالتمآب ویسرا او ګورنرجنرال په خوښۍ سره خبر سوي دي چي تاسي جلالتمآب، د برټانیې د بلني سره سم، د کابل پر لور حرکت کړی دی. ځکه نو د هغو دوستانه احساساتو په نظر کي نیولو سره چي تاسي جلالتمآب د برټانیې د حکومت سره د دوستی په اړه ښودلي دي د برټانیې حکومت فیصله کړې ده چي تاسي د کابل د امیر په حیث وپېژني. ما ته دغه راز ، د وایسرا او د هند د ګورنرجنرال له خوا، صلاحیت راکړه سوی دی چي تاسي جلالتمآب ته اطلاع درکړم چي د برټانیې حکومت ستاسي تر واک لاندي سیمو کي د مداخلې کولو هیڅ خیال نه لري او نه غواړي چي ستاسي تر واک لاندي سیمو کي کوم انګلیس استازی ولري. د هغو دوستانه اړېکو د ساتلو لپاره به چي د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ لازم دي دا ضروري وي چي د برټانیې د حکومت یو مسلمان استازی په کابل کي و اوسیږي. تاسي جلالتمآب غوښتي وه چي د خارجي قواوو په اړه د کابل د واکمن په برخه کي د برټانیې د حکومت په نیت پوه سی نو دا به ستاسي جلالتمآب د اطلاع لپاره درته ووایم چي وایسرا او ګورنرجنرال ماته واک راکړی دی چي تاسي ته اعلان کړم چي د برټانیې حکومت په افغانستان کي د هیڅ خارجي قوت مداخله نه غواړي او څرنګه چي روسیې او اېران دواړو ژمنه کړې ده چي د افغانستان په چارو کي به هیڅ ډول مداخله نه کوي نو تاسي جلالتمآب ته دي څرګنده وي چي پرته د برټانیې له حکومت څخه به د هیڅ خارجي هیواد سره اړیکي نه ساتی. او که چیري کوم ګاونډی هیواد پر افغانستان باندي حمله وکړي نو د برټانیې حکومت به د هغه په شا تمبولوکي مرسته کوي، البته په دې شرط چي تاسي جلالتمآب په خارجي اړیکو کي د برټانیې د حکومت سره سلامشوره وکړی»

امير عبدالرحمن خان د ژوند په ۵۲ کلنۍ کي

ضمناّ داسي رپوټونه راغلل چي د برټانیې پوځ په کندهار کي د محمدایوب خان له لاسه ماته خوړلې ده او د دې رپوټونو له امله د برټانیې پوځ ډېر ژر له کابل څخه روان سو او جنرال رابرټس، د آګسټ پر اتمه، د یوه افغان پوځ په ملتیا، د کندهار پر لور وخوځېدی . نور پوځیان د پېښور پر لور روان سول. ایوب خان د سپټمبر پرلومړۍ نېټه ماته وخوړه او د هرات خواته وتښتېدی. له دې سره د افغان او انګلیس دوهمه جګړه پای ته ورسېده.

د برټانیې او افغانستان ترمنځ تړون، د یوه هیواد لپاره چي د هند له حدودو څخه بهر پروت وو، یو توهینونکی تړون وو. مګر امیر هغه ځکه ومانه چي په هغه وخت کي دی له دې څخه وېرېدی چي د روسیې حکومت به له ده څخه وغواړي چي د برټانیې په مقابل کي یې ملاتړ وکړي. څرنګه چي امیر عبدالرحمن خان په روسیه کي ډېر وخت تېر کړی وو نو لیدلي یې وه چي روسیه پر له پسې د افغانستان پر لور را دمخه کیږي او پر هند باندي د یرغل لپاره ځانته لاره هواروي. امیر په یوازي سر او د یوه لوی قدرت له ملاتړ نه پرته د روسیې د دغه راز یوه پېشنهاد په مقابل کي مقاومت نه سو کولای. ده په حقیقت کي کولای سوای چي په ډېره اسانی سره په کابل کي د برټانیې پوځ ته ماته ورکړي مګر دی په دې پوهېدی چي که له برټانیې څخه ځان په زور خلاص کړي نو کېدلای سي چي برټانیه له هند څخه د بل زورور پوځ سره حمله ورباندي وکړي او دی به بیا مجبور وي چي د روسیې لمني ته لاس واچوي، او د روسیې د خرس له منګولو څخه د دوهم ځل لپاره ځان ژغورل اسانه کار نه وو.

ده په روسیه کي هره دقیقه د روسیې استبداد او د تزار پالیسي مطالعه کړې وه او په دې یې ځان پوه کړی وو چي روسیه هیڅ وخت په سوله ایزه طریقه نفوذ نه کوي بلکه سیمي په حرص او وحشت لاندي کوي. دی په دې پوهېدی چي له روسیې سره هر راز ډیپلوماټیک اړیکي دی له روسیې سره داسي نيژدې کوي چي یوه ورځ به د ده پاچهي ټوټه ټوټه کړي.

امیر عبدالرحمن د دغو شرایطو له امله غاړه دغه راز یوه توهینونکي تړون ته کښېښودله. ده به وروسته هر وخت ارمان کاوه چي ولي یې دغه تړون لاسلیک کړ مګر څرنګه چي یو ځل یې ژمنه کړې وه نو باید چي پر خپل قول درېدلی وای. ما لیدلی دی چي کله له کلکتې څخه یو لیک ورته را ورسېدی او د لیک لهجه  آمرانه وه نو د خپل لاس د شا غوښي یې په غاښو ونیولې او له دې امله ډېر غمجن وو چي څرنګه یې ځان د برټانیې پر حکومت خرڅ کړ او ویل به یې« زه یو مسلمان یم او باید چي پر خپل قول ودرېږم» مګر سره له هغه چي په دایمي توګه به تر دغه راز فشارونو لاندي وو بیا به یې هم د موافقتنامې شرایط په ډېر احتیاط رعایتول. یوه ورځ د برټانیې د پارلمان یوه وکیل په لندن ټایمز کي لیکلي وه چي برټانیه په یوه هفته کي افغانستان تباه کولای سي. امیر په غوسه سو او په جواب کي یې ورته ولیکل چي تر څو پوري په افغانستان کي یو افغان ژوندی وي د دې هیواد یو اینچ خاوره به هیڅ خارجي طاقت د ځان نه کړي. ده د فارسي یوه رباعي ولوستله:

په عزت چي یمه پروت تر تیږي لاندي

زه دي مړ یم او مشهور نه یم دباندي

خو نه دا چي زه ژوندی یم او پاچا یم

تاج پر سر یم او نړۍ را پوري خاندي

دغه سړي، له دغي روحیې سره، د سولي او دوستی تړون لاسلیک کړ. دا څرګنده خبره ده چي دا کار یې د خپلو خلکو د ښېګڼي او د خپل هیواد د خاوري د راتلونکي تمامیت د ساتلو لپاره وکړ، چي له ده سره یې تل غم ورسره وو. داسي ښکاري چي دی په دې باور وو چي د خپل هیواد استقلال ساتلای سي او ده په څه کم شل کاله سلطنت کي د هغۍ آزادی بنسټ کښېښود.

ده په روسیه کي د جاسوسی سسټم لیدلی وو چي د یوې خطرناکې وسلې په توګه یې د هغه هیواد عظمت او د امپیریالیزم قوت ساتلی وو. نو کله چي ده د کابل تخت ونیوی سمدستي یې د استخباراتو یو داسي پېچلی سسټم جوړ کړ چي شبکه یې تقریبا هر کورته ننوتله. حتی ښځو د خپلو مېړونو او لوڼو د خپلو پلرونو رپوټونه ورکول. په دې توګه یې د هیواد په هره برخه کي له پېښو څخه ځان خبر کړ او هر کورته یې د خپلي ادارې لمنه وغځوله. دا په حقیقت کي یو استبدادي سسټم وو. په هیچا باور مه کوه او هر څوک وڅاره.

امير عبدالرحمن خان د خپلي کابينې سره.

امیر عبدالرحمن خان قدرت ته تر رسېدلو ډېر ژر وروسته د خپلو خلکو د زړونو د ترلاسه کولو او پر ځان باندي د بشپړ باور پیدا کولو لپاره یو پلان جوړ کړ. د کابل او د ښار د شاوخوا په شپږ میلی کي یې له ټولو کلیو څخه خلک یوې لويي مېلمستیا ته وبلل، ډېر ښه ترتیبات نیول سوي ول. د ښار څخه دباندي په پراخه سیمه کي ډیري لويی خېمې وهل سوي وې او داسي ښکارېده لکه یوه لوی لښکر چي خېمې وهلي وي. اشپزخانه پخپله لکه یو لوی ښار داسي وو. د وریجو، اوړو، غوښو او د اشپزی د نورو اړتیاوو لويي ذخیرې پکښې وې. چايي، بوره، شیدې، تازه او وچي مېوې هر څه پرېمانه وو. موزیک چالانه وو، سندري ویل کېدلې او چي د سات تېري لپاره د یوه افغان په زړه کي هر څه ور ګرځېدل ټول شیان موجود وه او د افغانانو لپاره داسي جشن وو چي نور یې نو تصور نه سو کولای. د سهار له لمر ختلو سره مېلمانه پیل سول او په خېمو کي خوراک او چښاک شروع سو او چي د چا هر څه زړه غوښتل هغه ورته حاضر سول. مېلمنو ته ویل سوي وه چي که کښېني او که په خېمو کي ګرځي هغه د دوی خپله خوښه. په لومړي سر کي چي د کابل ښاریان، چي د دغه راز نعمتونو او سات تېریو سره یو څه بلد وه او د کلیو خلک چي دا حال یې چنداني نه وو لیدلی، یو څه خاموش ښکارېدل. خو کله چي مېلمانه وار په وار زیات سول او د خوراک او سات تېري وسایل پرېمانه سول نو په خلکو کي کرار کرار جم و جوش پیدا سو. هر چا د خوراک او چښاک فرمایش ورکاوه او حتی پر خادمانو به په غوسه سول چي ولي یې د دغه او هغه شي په راوړلو او حاضرولو کي ټنبلي کړې ده. کرار کرار د اعتراضونو آوازونه پورته سول او مېلمنو پخپله د خوراکونو او چښلو د شیانو په اخیستلو بنا وکړه. امیر باید د غرمې پر مهال حاضر سوی وای او لکه پلار چي له خپلو ماشومانو سره ډوډی خوري ده هم له خپلو رعیتو سره په خوراک او چښاک کي برخه اخیستې وای. خادمانو به خلکو ته زارۍ کولې چي یو ګړی صبر وکړی امیر صاحب را رسیږي. تاسي تر هغه وخته پوري ځانونه په وچو او لندو مېوو او شربتو مصروف کړی خو چا د چا پر خبره غوږ نه نیوی او د خلکو اشتها داسي پر ښور راغلې وه چي اندازه یې نه لګېده. عسکرو چي هر څه کوښښ وکړ د خلکو مخه یې نه سوای نیولای او چي چاته هر څه په لاس ورتلل هغه یې چور کړل. په دغه وخت کي، چي ګډوډي او بې نظمي روانه وه، امیر صاحب را ورسېدی او د جشن خېمې ته ورغی او په ډېره خواشیني یې دې حالت ته کتل چي خلک څرنګه یوه شېبه خپل ځانونه نه سي ټینګولای او چي هر څه یې لاسته ورځي هغه چوروي. دی پوهېدی چي د دې خلکو کنټرولول یې په وس پوره نه دي او بېله دې چي چاته دي وګوري او یا دي ده ته څوک وګوري تر خلکو تېر سو. ده وروسته وویل چي ما ګومان کاوه په نرمي به د خپلو خلکو زړونه رانیسم مګر زه خواشینی سوم چي دوی په دغه توګه نه کنټرولیږي. پرېږده چي زړه یې غواړي هغه وکړي او زه به هم هغه څه وکړم چي زما زړه غواړي.

امیر عبدالرحمن خان تر دې وروسته مطلق استبداد ته مخه کړه او د ټولو هغو کسانو په له منځه وړلو یې بنا وکړه چي د تخت د نیولو احتمالي کاندیدان ول، له دې سره یې ټول هغه کسان چي د امیر شېرعلي خان فعال طرفداران ول او د ټولو هغو کسانو له منځه وړلو ته ملا وتړله چي د کابل د لنډي محاصرې په وخت کي یې له انګلیسیانو سره مرسته کړې وه. بندیخانې او تورڅاهان ( سیاه چاه) له خلکو داسي ډک سول چي نور یې نو ځای نه درلود. د امیرد، واجب الاجراء، امر سره توپونه وغړومبېدل. لاسونه، پښې او د انسانانو د وجود نوري برخي له یوه بل څخه بېلېدلې او د وجود غړي هري خواته الوتل. سرونه د فوټبال د لوبي د توپونو په څېر الوتل او د هغوغونډیو څنګ ته رغړېدل چي د مرګ خطرناک جارچي نیژدې ورته ولاړ وو. د خلکو ارواح د خپلو هغو قفسونو ننداره کوله او شاوخوا ورباندي ګرځېدل چي په زور ورڅخه ایستل سوي ول. ښايي دغه ارواح به له خپلو قفسونو څخه په دغه ناڅاپي خوشي کېدلو خوشاله ول. خلک حیران ول، په تېر پسي یې ارمان کاوه او خاموش ول. په ټول هیواد کي یوه خطرناکه چوپتیا حاکمه وه. داسي ښکارېدله لکه د  امیر عبدالرحمن روح چي هر شی څاري. دوستان چنداني د یوه بل لیدلو ته نه ورتلل. د جمعې د ورځي تبلیغ منع سو. خلکو په پټه خوله خپلي راکړه ورکړي کولې. خلکو له یوه بل سره په ډیري کراري خبري کولې او وېرېدل چي هسي نه خبري یې د امیر تر حساسو غوږونو ونه رسیږي. اوضاع، د وخت په تېرېدلو سره، یو څه بهتره سوه؛ مګر کله کله چي به امیر په دربار کي وغړومبېدی نو آواز به یې د هیواد تر ټولو لیري برخو ته ورسېدی او خلک د هغه تر مرګه په وهم او وېره کي وه. زه د هغه د مرګ په وخت کي په کابل کي وم. خلکو د امیر ناروغي نه منله او فکر یې کاوه چي دا د هغه له خوا د یوه بل خطرناک عمل لپاره یوه پلمه او مقدمه ده. کله چي د هغه د مرګ خبر له یوه غوږه تر بل پوري رسېدی نو هیچا باور نه کاوه. دوی به ویل چي امیر ژوندی دی او غواړي په دې توګه معلومه کړي چي موږ د هغه په باره کي څه وایو. ږغ مه لری وروڼو! ډېر ژر به واوری چي بیا یې آواز لکه تالنده وغړومبیږي. په هغه ورځ چي یې د ده مړی له باغ بالا څخه را وایستی، سره له هغه چي د ده مرګ اعلان سوی وو، ډېر لږ خلک لارو کوڅو ته راوتلي ول. څوک سړک ته نه وتل او دلته هلته، له څو پیاده خلکو پرته، چنداني څوک نه ښکارېدل. چوپه چوپتیا وه. داسي ښکارېده لکه طبیعت چي د ده ماتم کوي. د هغه جنازه په خاموشی سره تېره سوه او هغه ځای ته یې یووړه چي ده په ژوند کي د ځان لپاره ټاکلی او وصیت یې کړی وو. نوي امیر، حبیب الله خان، د ماتم دربار جوړ کړ او د پلار مړی یې له خاصو حکومتي مراسمو پرته خاورو ته وسپاره. دی اوس په هغه ځای کي په مرمرین قبر کي پروت دی چي د زرګونو انسانانو د وژلو او ارواح د رخصتېدلو امرونه یې صادر کړي ول. دا په هغه وخت کي د مرګ کور وو او اوس هم د مرګ کور دی. په هغه قصر کي چي ژوندي مرګ پاچهي کوله اوس یو بې واکه مرګ پکښي پروت دی. هغه قصر اوس مقبره ده.

د اوسني ارګ د جوړېدو د بنسټ ډبره، د امیر عبدالرحمن خان له لوري، په ۱۳۰۰ هجري قمري کال کې په شاوخوا دوه سوه جریبه ځمکه کېښودل شوه. هغه مهال، په دې ساحه کې آبادي او بازار نه و او شاوخوا یې تر یوه ځایه کرنیزې ځمکې او باغونه لیدل کېدل. د پادشاهانو د حکمرانۍ او د اوسېدو ځای په توګه دغلته د امیر عبدالرحمن خان له لوري د ارګ لپاره د ځای تثبیت وروسته له هغه وشو، چې د انګرېزانو د یرغل پر مهال د کابل بالاحصار، چې د افغانستان شاهي مرکز و، ویجاړ شو.

د کابل خلک په یقین سره په دې پوهېدل چي د امیر عبدالرحمن خان د وحشت او دهشت دوره ختمه سوې ده. بلې، هغه د دهشت دوره وه مګر داسي دهشت چي د هغه هیواد او خلکو لپاره لازم وو. د بې پیره په ژبه بدمذهبه پوهیږي. یا په بل عبارت کږه خوله سوک سموي. له دې هیواد سره بله لاره انتخابېدلای نه سوای.

د هغه د پاچهی په دوره کي اکثر قبیلوي مشران او خانان یو په بل پسي ونیول سول، بندیان سول، تبعید سول او یا ووژل سول. د ده په خپله کورنۍ او یا په خپله قبیله کي چي پر هر چا به بدګومانه سو هغه په همدغه سرنوشت اخته وو. په ټولنه کي له ده پرته بل سر نه وو. په ځینو برخو کي خلکو ښورښونه وکړل مګر په آهنین لاس یې وځپل.

د برټانیې حکومت کندهار د یوه جلا ولایت په توګه ساتلی او د سردار شېرعلي په نوم خپل ټاکل سوی ګورنر یا والي یې پکښي مقرر کړی وو. مګر هغه کندهار اداره کولای نه سوای. نو د برټانیې حکومت هغه برطرفه کړ او د ۱۸۸۱ کال د اپرېل پر یووشتمه یې خپلي قواوي له کندهاره و ایستلې او ښار یې امیر عبدالرحمن خان ته تسلیم کړ او هغه په خپله پاچهي کي شامل کړ. محمدایوب خان، چي د په کندهار کي یې د برټانیې سره په جنګ کي ماته خوړلې وه، هرات ته تښتېدلی او له هغه وخته یې دغه ښار په لاس کي وو، پر کندهار باندي لښرکښی وکړه. د امیر پوځ له هغه سره مقابله وکړه. دا جنګ د جولای د میاشتي پر شلمه وسو. د ایوب خان پوځونو په لومړي سر کي ماته وکړه مګر د هغه د پوځ سل تنه انتخاب کړي غښتلي عسکرپه میدان کي پاته وه او نه یې غوښتل چي د دښمن لاسته ژوندي ولوېږي د کندهار پر پوځ باندي یې حمله وکړه او د لویو صاحب منصبانو خېمې ته یې چي چنداني ساتنه یې نه کېدله ځانونه ورسول. صاحب منصبان وتښتېدل او د امیر پوځ ماته وکړه. محمدایوب خان د کندهار ښارته د فاتح په حیث ننووت.

کله چي امیر ته دا خبر ورسېدی نو هغه سخت په غوسه سو او پخپله یې د لښکر قومانده پر غاړه واخیستله. د امیر عبدالرحمن خان او ایوب خان لښکري، د ۱۸۸۱ کال د سپټمبر پر دوه ویشتمه، د کندهار د زاړه  ښار په څنډو کي سره مخامخ سوې. ایوب خان ماته وخوړه او هرات ته ستون سو، مګر امیر عبدالرحمن خان د وخته لا پوهېدی چي ایوب خان به دا کار کوي او سردار عبدالقدوس خان ته یې د هرات د نیولو وظیفه ورکړې وه او پخپله یې کندهار ته حرکت کړی وو.

سردار عبدالقدوس خان هرات ونیوی. ایوب خان هرات ته روان وو چي په لاره کي د هرات د نیول کېدلو اطلاع ورته ورسېده، ځکه یې نو د مشهد لاره ونیوله.

امیر عبدالرحمن خان د کندهار او هرات له نیولو سره د ټول افغانستان پاچا سو. مګر د هغه پاچهي ټولو قبایلو او د هغوی مشرانو نه وه منلې او هغه ته په دې لاره کي ډېر کارونه لا پاته وه. امیر پخپله سوانح عمري کي دغه حالت ډېر ښه بیان کړی دی. دی وايي:

« لکه مخکي چي مي ویلي دي، هرپیر، مُلا او د هر کلي او قبیلې مشرخپل ځان مستقل پاچا باله. او له تېرو دوو سووکالو راهیسي هیڅ پاچا د دغو پیرانو چاره نه وه کړې. د ترکستان میران، د هزاره ګانو میران، د غلجیو مشران ټول تر خپل امیر غښتلي او قوي ول او  څرنګه چي قدرت د دوی په لاس کي وو نو پاچا په وطن کي عدالت نه سو ټینګولای. د دې خلکو ظلم او تېری تر حد وتلی وو. هغوی د خپل سات تېري لپاره د نارینه او ښځو سرونه پرې کول او پرې کړي سرونه به یې پر سره اوسپنه کښېښودل او د هغوی د غورځېدلو سیل به یې کاوه. تر دې لا ډېر بد عادتونه وه مګر زه ځکه هغه ټول دلته نه راوړم چي زما د کتاب د لوستونکي پر ذهن باندي بده اغېزه ونه کړي. هر خان، دولتي مقام، شهزاده او حتی پاچا به د قاتلانو ډلي درلودلې او زیات شمېر غله او داړه ماران به یې ساتلي ول. کله چي به دغو غلو لاري ووهلې، خلک به یې قتل کړل او مالونه به یې لوټ کړل نو هغه به د غلو او د هغوی د بادارانو تر منځ تقسیم سول. هر غله به ځانته جلا ډله درلوده او توپکونه اوتوپنچې به ورسره وې. زه به په بل فصل کي تاسي ته هغه کیسه وکړم چي د دادو او سدو په نوم دوو غلو سره مي څونه ستړي کونکي جنګونه وکړل. هغوی زما پوځیانو ته څو څو ځله ماتي ورکړې. یو مي  په قفس کي واچاوه او د لته بند د کوتل پر سر مي وځړاوه.

ډیرو پیرانو داسي غلط دیني تبلیغات کول چي د اسلام په دین کي له سره نه وه خو دا تبلیغات په ډېرو اسلامي هیوادونو کي د حکومتونو د نسکورېدلو سبب سوي دي. دوی به خلکو ته ویل چي هیڅ کار باید ونه کړي او ژوند د نورو خلکو په شته منیو وکړي او له یوه بل سره وجنګیږي. نو دا خو څرګنده خبره ده چي دغو خپل سرو پاچاهانو له خپلو رعیتو څخه مالیه اخیستله. نو زما لومړی کار دا وو چي د دغو بې شمېره داړه مارانو، غلو، دروغجنو پیغمبرانو او بې ارزښته او چټي پاچاهانو چاره مي وکړه. زه باید اعتراف وکړم چي دا اسانه کار نه وو  او پنځه لس کاله وروسته ایله دوی زما پاچهی ومنله او یا له وطنه وتښتېدل، یا مي تبعید کړل او یا مي بل جهان ته واستول»

د امیر د دغي پالیسی په مقابل کي، چي هر دښمن یې ځپی، ډېر ښورښونه وسول. لومړنی سړی چي د ده په مقابل کي یې بغاوت وکړ هغه سیدمحمودکنړی وو، چي د کابل د تخت په مقابل کي یې ښورښ وکړ؛ مګر مات سو او هند ته وتښتېدی.

د شغنان او روشان میرآصف علی روسانو ته بلنه ورکړې وه چي له ده سره د خپلواکی په کار کي مرسته وکړي. امیر ته رپوټ ورسېدی او هغه هم لښکر ور ولېږی. هغه یې ونیو او کابل ته یې بندي راووست.

د جلال اباد په جنوب ختیځ کي، د شینوارو قبایلو د جلال آباد او پېښور تر منځ د مسافرو لوټلو ته دوام ورکړ. امیر پخپله جلال آباد ته ولاړ، د هغوی مشرانو ته یې پیغامونه ولېږل او هغوی یې  خپلو دغو بدو عادتونو ته، چي د اسلام په دین کي منع او حرام دي، متوجه کړل. مګر دوی غوږ ونه نیوی. امیر پوځ ور واستاوه. څلور جنګونه یې ورسره وکړل او یاغیانو په ټولو جنګونو کي ماته وکړه. امیر د هغوی د مړو د کله منار د جوړولو امر وکړ څو ژوندیو ته عبرت سي او پوه سي چي د جنایت سزا څه ده.

د منګلو او زرمت قبایلو ښورښ وکړ. له کابل څخه یې یوه قوه ور ولېږله. ټول یې مات کړل. له هغه څخه وروسته تسلیم سول او بیا یې ښورښ نه دی کړی.

د ترکستان د میمنې په ښار کي د دلاور خان په نوم یوه سړي خپلواکي اعلان کړه. امیر پر میمنه باندي له بلخ څخه له دوو خواوو د حملې امر وکړ. د میمنې قلا یې محاصره کړه، حمله یې ورباندي وکړه او ویې نیوله. دلاور خان ونیول سو او کابل ته یې بندي راووست.

لغمان ته نیژدې د کیلمان خلکو د کابل حکومت نه مانه. بالاخره تسلیم سول او نورو ولایتونو ته یې تبعید کړل.

وروسته نو د غلجیو عمومي ښورښ پیل سو. غلجیان په شمېر کي د پښتنو قبایلو تر ټولو زیات دي او ډېر قوي دي او څو کاله یې امیر ته ستونزي پیدا کړي وې. دوی هم په پای کي یو په یو تسلیم سول او په هیواد کي سوله او کراري راغله.

په دې پسې، په ۱۸۸۸ کال کي، د سردار محمداسحق خان ښورښ پیل سو. اسحق خان د امیر محمداعظم خان زوی او د امیرعبدالرحمن خان د کاکا زوی وو. امیر عبدالرحمن خان هغه د ترکستان ګورنر ټاکلی وو مګر په دغه کال هغه خپل ځان د افغانسنتان امیر اعلان کړ او په خپل نامه یې سکه جاري کړه. ده شل زره پوځ درلود. امیر د هغه د ځپلو لپاره یو قوي پوځ ور واستاوه. دواړه پوځونه د سپټمبر پر نهه ویشتمه د غزنیګک په سیمه کي سره مخامخ سول. ډېر سخت جنګ وسو او له سهاره ترماښامه یې دوام وکړ. د امیر د لښکر یوې برخي ماته وکړه مګر د ده د پوځونو لوی قوماندان جنرال غلام حیدر د دښمن د پوځ له اصلي برخي سره په جګړه لګیا وو. جنګ په توندي روان وو چي د ماپښین په وخت کي د امیر ځیني هغه سپاره عسکر چي له امیر څخه خوابدي ول هغي غونډۍ ته په تاخت روان سول چي اسحق خان له هغه ځایه د جنګ ننداره کوله او غوښتل یې چي اسخق خان ته سلامي سي. اسحق خان فکر وکړ چي دا عسکر غواړي هغه ونیسي او د ده اصلي پوځ لکه چي ماته کړې ده . دی سمدستي پر خپل اس سپور سو او چي وس یې کېدی هغسي په تاخت ولاړ. د ده عسکرو جنګ ته دوام ورکړ او د شپې ناوخته د اسحق خان د تېښتي خبر ورته ورسېدی. د دوی زړه ولوېدی او ماته یې وکړه.

سردار اسحق خان

امیر له دې بري څخه وروسته لازمه وبلل چي ترکستان ته ولاړ سي او ټول خلک تسلیم کړي او د هغي سیمي ستونزي حل کړي. کله چي امیر په مزار شریف کي وو نو د بدخشان خلکو هم ښورښ کړی وو مګر هغه یې ډېر سخت وځپل او بیا یې سر پورته نه کړ.

د ۱۸۸۸ کال د ډسمبر په میاشت کي، چي امیر عبدالرحمن خان د مزار شریف د پوځ د رسم ګذشت ننداره کوله، بوه عسکر ډز ورباندي وکړ او مرمۍ د هغي چوکي په شا کي ولګېده چي دی ورباندي ناست وو. د ده یو غلام بچه یې په ورانه کي وویشت. امیر لکه په معجزه چي خلاص سو؛ ځکه چي امیر ډېر چاغ سړی وو او ټوله چوکۍ یې نیولې وه او مرمۍ د چوکۍ په شاکي په مابین کي ولګېده او باید چي امیر یې په زړه کي ویشتلی وای. دا چوکی ما پخپله لیدلې ده چي په کابل کي د نندارې لپاره ایښودله سوې ده.

د امیر عبدالرحمن خان په پاچهی کي وروستی لوی داخلي جنګ د هزاره ګانو جنګ وو. په دې جنګ کي د هزاره ګانو ماتي د امیر او پښتنو حیثیت ډېر لوړ کړ. هزاره ګان د مغولانو یو ګډ نژاد دی،، عموما میانه قده خلک دي، ډېر په ځان غښتلي دي، د مخ هډوکي یې غټ او راوتلي دي، پیتي پزي لري او لنډي نرۍ سترګي یې دي. مخونه یې کله په وېښتانو پټ او کله لنډي ږیري لري. دوی شیعه ګان دي خو په شیعه ګانو کي عموما ډېر ناخبره خلک دي. ما ځیني لیدلي دي چي کټ مټ د هغه چنګیزخان قوارې لري چي عکس یې د ارګ په یوه خونه کي ځوړند دی. دوی ډېر زیارکښ خلک دي، د افغانستان په مرکزي برخو کي، له قلات او غزني څخه تر هرات او بلخ پوري پراته دي. د دوی سیمه ډېره غرنۍ ده، ډېري ژوري درې لري او د غرونو ډیري څوکي یې دونه لوړي دي چي څوک ورختلای نه سي. د دوی کورونه په طبیعي توګه ساتلي دي او په دغو مورچو او کورونو کي له نورو خلکو څخه لیري اوسېدلو دوی ته یوه جنګي استقلال غوښتونکې روحیه وربخښلې ده او دوی په دې روحیه هر وخت ډېر افتخار کوي.

دوی د کابل حکومت نه مانه او هر وخت به یاغي وه. د امیر عسکر دوه ځله د دوی سیمي ته ورغلل او دوی ته یې ماته ورکړه، د دوی کورونه او مورچې یې تباه کړې، د دوی شته مني یې لوت کړه او د دوی مشران یې د یرغمل په توګه راوستل. کابل له هزاره غلامانو ډک سو. ډېر یې د افغانستان نورو برخو ته تبعید سول.

امیرعبدالرحمن خان د سولي د ټیبنګولو او د خپل قلمرو د ټینګولو تر څنګ په ۱۸۹۳ کال کي د ډیورنډ د تړون له لاري یو شمېر نوري مځکي هم ترلاسه کړې. په دې مځکو کي تر تولو لویه سیمه کافرستان وو، چي هیڅ وخت یې د افغانستان سلطه نه وه منلې، او د غرونو او درو په مابین کي پروت وو. په دغو غرونو او درو کي اوسېدونکي قبایل کافران بلل کېدل، چي نه مسلمانان وه او نه افغانان. د دوی اصل نسب په دقیق ډول معلوم نه دی مګر داسي احتمال لري چي دوی به د سکندرکبیر د هغو عسکرو او ورسره راغلو کسانو اولاد وي چي د ده له لښکرو څخه پاته سوي او په دغو غرونو کي یې ځای نیولی دی. د دوی مذهب د بُت پرستی او خرافاتو څخه جوړ سوی وو. دوی زړه ور خلک دي. دوی د ګوډ تیمور د حملو سره مقاومت وکړ او هغه یې مجبور کړ چي کولوم ته پر شا سي، چي د کافرستان په مرکز کي یوه قوي قلا ده.

امیر عبدالرحمن خان په لومړي سر کي نه غوښتل چي له هغوی سره جنګ وکړي او دا وېره یې درلوده چي په جنګ کي به د دواړو خواوو څخه ډېر کسان ووژل سي. ده به کله کله د هغوی مشرانو ته بلنه ورکړه، له هغوی سره به یې په مهربانی سلوک وکړ او له سوغاتونو سره به یې ستانه کړل، چي ګوندي دوی به خپلو خلکو ته ولاړ سي او هغوی به د ده د حکومت منلو ته تشویق کړي. مګر دوی لاري ته نه راتلل. په پای کي کله چي پامیر د روسیې لاسته ورغی او هغوی په دې توګه کافرستان ته نیژدې سول نو امیر د کافرستان د فتح کولو فیصله وکړه. ده د روسیې د پرله پسې پرمختګ څخه اندېښنه درلوده او پوهېدی چي د روسیې بل ګام به د پامیر له نیولو څخه وروسسته کافرستان وي. کافر پوهېدل چي امیر غواړي د دوی مځکه په خپل قلمرو کي شامله کړي، نو ښايي روسیې ته یې بلنه ورکړې وای چي د دوی په طرفداری مداخله وکړي. نو ده پر کافرستان باندي د ناڅاپي حملې کولو فیصله وکړه او تر څو چي خپله فتح یې بشپړه کړې نه وه په نړۍ کي څوک په خبر نه سول.د ده د یرغل پلان داسي وو چي په یوه وخت کي له څلورو خواوو ،بدخشان، پنجشیر، لغمان او اسمار له لوري حمله وکړي. د ۱۸۹۵ کال په ژمي کي یې له څلورو خواوو منظم پوځونه، چي ډېر زیات ملېشه قوتونه ورسره ملګري وه، پر کافرستان باندي ور وستل. دا داسي موسم وو چي د غرونو څوکي په واورو پټي وې او د کافرستان خلک د افغانستان د عسکرو د حملو له لاسه د غرونو څوکو ته نه سوای پورته کېدلای. په دې کي شک نسته چي واورو د امیر د عسکرو پرمختګ هم ورو کړی وو خو په شپږو میاشتو کي یې ټوله سیمه ونیوله. شپاړس سوه زړه ورکافر کابل ته د جنګي بندیانو په توګه راوستل سول. امیر له هغوی سره ډېر ښه سلوک وکړ. په پغمان او لوګر کي یې د کرلو لپاره مځکي ورکړې او هغوی هلته خپل سوله ایز ژوند پیل کړ. ځوانان یې په پوځ کي شامل کړل او ښه عسکر ورڅخه جوړ سول. د هغوی د روزني لپاره یو څو ښوونځي هم پرانیستل سول. تقریبا ټول مسلمانان سول.

په کافرستان کي هم ښوونځي پرانستل سول او ډېرو یې بت پرستي پرېښودله او اسلام یې راووړ. افغانان په هغو سیمو کي اوسېدلو ته تشویق سول څو کافرانو خپل انفرادیت له لاسه ورکړ او په افغانستان کي جذب سول.

افغانستان د عایداتو دوه مهم منابع لري. کرنه او تجارت. د مځکو عایدات په کابل کي دیرش میلیونه کابلی روپي کیږي. او تجارتي عایدات یې تر پنځه لس میلیونه روپیو نه زیاتیږي.

د مځکو عایدات، که څه هم چي لږ وډېر پر خپل حال دي، ډېر سم اټکل یې ځکه نه سي کېدلای چي یوه برخه یې په نغدو او یوه برخه یې په جنس تادیه کیږي.  په مالیاتو کي دغه راز د څارویو، سړکونو او نور ډولونه هم راځي. تجارتي عایدات هر وخت تغییر کوي؛ ځکه چي هم په قېمتونو کي تغییر راځي، هم د مالیاتو په نرخونو کي تغییرا راځي او دغه راز لا په دې پوري هم اړه لري چي مالیه اخیستونکي مامورین څومره صداقت کوي. خو د ټولو عایداتو اټکل د دېرشو او څلوېښتو میلیونو کابلي روپیو په حدودو کي کولای سو. د مځکو په مالیاتو کي یوه بله ستونزه دا ده چي هیڅ وخت په بشپړه توګه مالیه نه ده ټوله سوې. یو خو د خلکو د نېستنمۍ له وجهي او بل د مالیاتو د مامورینو د غبن له امله هر کال یو میلیونه یا زیاتي روپۍ باقیات راځي. باقیات هر کال حسابیږي او د حصول لپاره یې کوښښ کیږي مګر چنداني نتیجه یې نه ده ورکړې. ځکه نو له خلکو څخه د باقیاتو اخیستل د خلکو پر اوږو باندي دونه دروند بار دی چي د امیر عبدالرحمن پر ځای د بل امیر لوی امتیاز، چي خلکو ته یې ورکوي او خلک د ځان طرفداران کوي هغه د باقیاتو بخښل دي.

امیر عبدالرحمن خان په داسي وخت کي قدرت ته ورسېدی چي خزانه عملاً تشه وه او د مالیاتو په راټولولو یې بنا وکړه. څرنګه چي د هیواد په داخل کي د عایداتو کافي منابع نه وه نو هغه د موجودو مالیاتو اندازه زیاته کړه او نوي مالیات او د مالیاتو دپاره نوي اندازې یې وټاکلې. د ده پلان په کال کي لس میلیونه روپۍ سپما وه، مګر هیڅ وخت یې دونه پیسې ونه سپمولې. د ده د عایداتو یل قلم د مامورینو جریمه کول وه، چي اکثر به یې د اختلاس په تور نیولي وه او د هغوی شته مني به یې ضبط کړه. د هیواد خلک هر وخت د درنو مالیاتو له لاسه کړیږي او د مالیاتو د ټولولو تنظیم اوس هم وجود نه لري. د ده له ټولو کوښښونو سره سره چي غوښتل یې د هیواد د عایداتو او لګښتونو دقیقه اندازه معلومه کړي، د مامورینو د فساد او غبن له لاسه په دې کي بریالی نه سو. مامورینو به هر وخت غولاوه او هر وخت به پر خپله خبره ولاړ ول . د عایداتو د تنظیم لپاره د سسټم جوړول امیر ته بشپړ حساب په لاس ورکوي او د دوی د غبن او خیانت مخه نیوله کیږي چي هغوی په هیڅ توګه ورڅخه تېرېدلای نه سوای. نو د عایداتو او مالیاتو سسټم همداسي نیمګړی پاته سو. مګر د امیر عبدالرحمن خان پالیسي دا وه چي باید خزانه یې ډکه وي اود هغې په وسیله هیواد د بهرني طاقت له پورونو څخه وژغوري. په دې هغه بریالی سو. که څه هم چي د خپل پلان د بشپړولو لپاره یې له داسي لارو څخه کار واخیست چي سړی یې غیرمنصفانه اضافه ستاني بللای سي.

د امير د کورنۍ په اړه د منډيګک بنسټ يادښت:

هغه د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و. په بلخ کې يې دوديزې زده کړې ترلاسه کړي.

ماندينې
لومړنی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مريم بېگم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وه سره وکړ او له هغې يې هېڅ کوم اولاد پيدا نه شو. بيا يې دويم واده د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور بي بي وليده جهان سره وکړ. درېيم واده يې د بخارا د امير اعلحضرت امير المومنين سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره وکړ. څلورم واده يې د واخان يوې کنيزې، اصل بېگم چې پخوا گلراز بي بي نومېده وکړ، پينځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېگم سره وکړ، شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره وکړ. اووم واده يې يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېگم چې لقب يې بي بي ستارو وه وکړ، اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېگم سره وکړ، نهم واده يې بي بي گلراز دويمې سره چې د قولاب وه واده وکړ. لسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ، يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي مشرې لور ساجده بېگم سره وکړ چې له هغې يې هم اولاد و نه شو. دوولسم واده يې يوې بلې قولابۍ پېغلې سره وکړ. ديارلسم واده يې يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه وکړ څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منگ د لور سره واده وکړ. د امير عبدالرحمن خان نه دوولس زامن او څلور لوڼې پاتې شوې.

زامن او لوڼې
سردار عبدالله خان (د مريم بېگم زوی)
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا (د اصل بېگم زوی)
سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله (د اصل بېگم زوی)
سردار فتح الله خان (د اصل بېگم زوی)
سردار عبدالفحد خان (د اصل بېگم زوی)
سردار شمس الدين خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار حفيظ الله خان (د بي بي گلراز زوی)
سردار محمد امين خان (د بي بي نېک قدم زوی)
سردار اسد الله خان (د قولابۍ کنيزې زوی)
سردار محمد افضل خان (د پادشا بېگم زوی)
سردار محمد عمر خان (د بي بي حليمې زوی)
سردار غلام علي جان (سخي داد خان) (د پادشا بېگم زوی)
گوهر خانم (د بي بي وليده جهان لور)
روقيه خانم (دصفورا بېگم لور)
فاطمه بېگم (د بي بي زهرا لور)
حاجره بېگم (د صفورا بېگم لور)

امیر له دغي داخلي پالیسی څخه دوه هدفونه درلودل. یو خو دا چي په دې توګه یې هیواد له احتمالي ښورښونو او ناکراریو څخه پاکاوه او بل دا چي خپله خزانه یې ډکول او په دواړو صورتونو کي یې د سختو اقداماتو څخه کار اخیست او نتیجه دا سوه چي قبایلي خپلواکي په بشپړه توګه ماته سوه او په خلکو کي د سر د پورته کولو روحیه مړه سوه. ده په دې توګه د د مترقي اصلاحاتو د سوله ایز پرمختګ لپاره لاره هواره کړه. مګر افغانستان، له دغه درکه، چنداني طالع نه لري. تر څو چي د یوه هیواد د عایداتو په منابعو کي انکشاف رانه سي عمومي ترقي امکان نه لري او دغه راز انکشاف خلکو ته د علم او پوهي د ورکولو او علمي او تخنیکي اطلاعاتو د عامولو له لاري ممکنیږي. په افغانستان کي ښوونه او روزنه معمولا مذهبي زده کړي وې. تر یوه ځایه تنظیم سوي وې مګر هغه هم په نیمګړي ډول.  تعلیم او تربیه چي د حکومت د کاتبانو او مامورینو لپاره لازمه وه او ځوانانو ته یې زمینه برابره سوې وای د فارسي ژبي له څو کتابونو څخه عبارت وه، هغه هم نه هغه عصري فارسي چي نن سبا خبري په کیږي بلکه د قرنونو زړه ژبه، چي په عصري ادبیاتو کي هم کار نه ورڅخه اخیستل کیږي. بلکه زاړه او کلاسیک کتابونه په داسي توګه تدریس کېدل چي د اوسني علمي او عملي افکارو سره یې اړخ نه لګاوه. د کتابت او دفتري کارونو لپاره زیاتره خطاطي ورښودله کېدله.

د وسلو د جوړولو یو ورکشاپ تاسیس سو چي کارګرو ته زیاتره عملي کارونه پکښي ښودل کېدل او د ماشین الاتو په باره کي علمي اصول نه ورښودل کېدل او هغه اصول نه ورته ویل کېده چي د وسلو د جوړولو او د پوځ د نورو اړتیاوو اساس بلل کيږي. د څرمني او ښیښو جوړولو کارخانې تاسیس سوې مګر یوازي د حکومت د اړتیاوو د لیري کولو لپاره( شاهي کورنۍ)

د بېلو بېلو علومو او هنرونو د کتابونو د ترجمه کولو لپاره کار پیل سو مګر نه کتابونه بشپړ وه او نه یې ترجمې پر لار وې. هر څه چي وه چاپ سول او کار ورڅخه اخیستل کېدی. دغه مترقي اقداماتو د خلکو پر اجتماعي او اقتصادي ژوند باندي کومه مثبته اغېزه ونه کړه، ځکه چي له دې اقداماتو سره سسټماټیکه تعلیم او تربیه ملګري نه وه. د دې کارونو او پروګرامونو لپاره د خلکو ترمنځ تماسونه او د افکارو تبادله او دغه راز له ګاونډي هیواد هند څخه د ماهرانو را بلل لازم وه.

امیر عبدالرحمن خان یوه منظمه پاچهي او ډکه خزانه پرېښودله. د ده د مرګ په وخت کي د افغانستان په خزانه کي اویا میلیونه نغدي کابلی روپي وې او د دېرشو میلیونو روپیو په اندازه طلا، هندي بانک نوټونه، قېمتي ډبري او جواهرات موجود وه.

د هغه د استبدادي رژیم اغېزه د هیواد هري برخي ته رسېدلې وه. ده له خپل وفات څخه لږ مخکي ویلي وه چي د خانی د سسټم ملا یې داسي ورماته کړه چي د ده له وفات څخه دېرش کاله وروسته به په هیواد کي ناکراري منځته رانه سي. تر هغه وخته پوري به د ده اولادونه په ارامه پاچهي کوي او وروسته به د خپلو کارونو او اقداماتو ثمره اخلي. مګر دی د خپل هیڅ زوی څخه د خپل جانشین په حیث راضي نه وو. ده هر وخت حبیب الله په دې غندی چي ټوله توجه یې د فېشن خواته ده او که چیري افغانانو مړ کړ نو دا به عجیبه نه وي.

امیر عبدالرحمن خان میانه قده سړی وو او چاغېدلو ته روان وو او په وجود ډېر تکړه وو. ږیره یې بشپړه پرېښودله. داسي پاچا وو چي ډېر سخت کار یې کاوه. په دولتي چارو کي یې له هیچا سره سلا نه کوله او ټول منشیان او کارکونکي یې پخپله اداره کول. تر څو چي د ورځي کار به یې ختم نه کړ استراحت یې نه کاوه. هره قضیه چي به ورته راوړه سوه په تول تفصیل به یې کتله. یو ډول خاصه پښتني خوش طبعي یې درلوده او له خپلو ټولو نوکرانو سره یې، چي هم ور څخه وېرېدل او هم ورباندي ګران وو، ډېر ښه سلوک درلودی. ده به د یوه سړي وفاداري په مختلفو لارو ازمېیله او کله چي به یې د چا په وفاداري باور راغی چي د هغه په باره کي به هرڅه شکایتونه ورته وسول ده به غوږ نه پر نیوی. ډېر هوښیار سیاستمدار وو، یو زړه ور او تجربه کار عسکر وو او ډېر دور اندېش واکمن وو. د اروپا سیاستمدارانو هغه داسي سړی باله چي د اسیا کیلي ورسره ده.

دی د نقرِس له ناروغی څخه، چي کلونه یې دردونه ورڅخه وګالل، مړ سو. مګر سره له هغه چي ډاکټرانو یې پرله پسې مشورې ورکولې دی په خوړو کي بې پروا وو. غوړي غذاوي او مېوې به یې ډیري خوړلې. د ده د یوه وخت خوراک د څلورو تنو لپاره کافي وو. ځکه نو هر وخت او  ډېر ژر ژر به د نقرِس حملې ورباندي راتللې او له مرګ څخه څو کاله مخکي نه درېدلای سوای او نه یې قدم وهلای سوای. د ژوند په وروستیو پنځو یا پنځه نیمو کالو کي ما پر پښو ولاړ نه دی لیدلی.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!