منډيګک
افغان تاريخ

د هند د بهوپال د سيمې پښتانه نوابان

0 238

هند ارتې او پراخې ځمکې او ورشوګانو ته د ډېرو لرغونو زمانو نه د افغانانو لېږدېدنې دوام درلودلى دى او ان ددې لېږد زمانه د زرو کلونو نه هم وراوړ ي او په دې برخه کې په زړه پورې تاريخي شواهد هم موجود دي، خو زه په خپلې دغې لنډې شانتې مقالې کې يوازې په هندوستان کې د افغاني النسله نوابانو او هغوى د واکمنۍ پر سيمو، چې د رياستونو په نامه يادېدلې رڼا اچوم، چې ګرانو لوستونکو ته به بې ګټې نه وي، ځکه چې دا په عين وخت کې له خپل هېواد افغانستان نه بهر د افغانانو د تاريخ يوه برخه جوړوي او خبرېدل پرې ضروري دي .
د هند د نيمې وچې تر خپلواکۍ دمخه په دغه هېواد کې يو شمېر نوابانو سیمه ایز حکومتونه درلودل چې د دوى د حکمرانۍ اوراج سيمې د رياستونو په نامه يادېدلې اودهر ریاست په سر کې به یو نواب و.داسې تاریخي شواهد شته دي چې په هندوستان کې ددغو ټولو رياستونو شمېر ډېر زيات وو، چې ان شمیر یې تر پنځوسو هم ور اوښت چې ددغوریاستونو مشر به یو پښتون نواب ته ورپه غاړه وه . زه به دلته په هندوستان کې دځینو پښتنی ریاستونو نومونه په لاندې ډول ولیکم:
حيدر آباد، بهوپال، بهاولپور، جوناګړ، رامپور، ټونګ، جاوره، رادهنپور، پالنپور، کهمبي، منيرپور، مالير کوټله، باوني، مالا سنور، کوروايي، فرخ آباد، شولاپور، کرنال، کنجپوره، لوهارو او نور……
له دغو پښتني نوابانو نه نه ځينو يې د هند د نيمې وچې د آزادۍ په غورځنګ کې فعاله ونډه اخيستې ده او ځينو يې د علم فضل او پوهې په وجه ستر علمي او فرهنګي کارونه سر ته رسولي دي او د افغان او هندي فرهنګ په ودې او پرمختګ کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

لکه چې دمخه هم ورته اشاره وشوه، زه په دغې مقالې کې په هند کې يو شمېر افغان نوابان او د دوى سيمې يا په بل عبارت “رياستونه” معرفي کوم؛ ځکه دغه کار به د تاريخ هغو طالب العلمانواو زده کوونکو ته ډېر په زړه پورې وي، چې په هندوستان کې د افغانانو او د هغوى د تاريخ په اړوند مطالعات او څیړنې کوي؛ ځکه چې هند د تاريخ په اوږدو کې ډېر افغاني قبايل ور لېږدېدلي او هلته يې خپل ژوند ته ادامه ورکړې او وروسته هنديان شوي او د هندي فرهنګ او کولتور تر اغېزې لاندې راغلي دي او په هندی کلتور کې ویلې شوي دي .
همدا اوس په هند کې د ډېرو افغاني بېلابېلو په تېره بيا د پښتنو قبيلو بېلګې ليدلاى شو، چې په ډول په دغو قبايلو کې د يوسفزيو، بنګښو، لوديانو، سوريانو، کاکړو، سالارزيو، اپريديو، اورکزيو، پنيو، ترينو، سراوانيو، جلوانيو، بيټنیو، نيازيو او نورو قبيلو نومونه يادولاى شو. ددې لپاره، چې له خپلې اصلي موخې نه لرې ولاړ نه شو، دادى ګرانو لوستونکيو ته دغه نوابي په لاندې ډول درپیژ نم:

د بهوپال دسیمې پښتانه نوابان :
: نواب دوست محمد خان:۱
بهوپال چې همدا اوس د هند د مدهيا پرادېش د ايالت مرکز دى د هند د خپلواکۍ تر وخته (۱۹۴۷)
زیږدیز کاله پورې یو پښتني ریاست و. ويل کېږي چې دوست محمد خان د نور محمد خان زوى پر ١١٢٠ لمريز کال د سلطان عالمګير د زوى سلطان بهادر شاه په زمانه کې داوسنۍ پښتونخوا له تيرا ه نه چې په هغه وخت کې د افغانستان يوه برخه وه هندوستان ته لاړ او د جلال آباد سيمې په لوهارو کې مېشته شو. وروسته د لوهارو له سيمې نه ډهلي ته لاړ او راجاسیتامور ده ته یوه دنده ورکړه. تر هغې وروسته ګواليار ته لاړ او د بهيلسه له حاکم محمد فاروق سره پاتې شو او خپل مالونه او نور سامان آلات يې ورسره کېښودل او بيا د مالوي له يوه سردار له خوا ده ته یوه پوځي دنده ورکړل شوه..
په دې وخت کې د هغه ځاى له يوه شتمن ځمکه وال (بالسن برله) سره په جګړې بو خت شو او ددغې جګړې په پايله کې ټپي شو او خلکو دده د وژنو آوازه خپره کړه. کله چې دغه غلط خبر د بهیلسه دحاکم محمد فاروق غوږونو ته ور ورسېد نو هغه د دوست محمد خان پر هغو شتو او مالونو، چې ده ور ته پرېښي وو قبضه وکړه او خیټه يې پرې واچوله ..
کله چې دوست محمد خان، له ټپونو او شديدو زخمونو نه جوړ شونو (بهيلسه) ته لاړ، څو له محمد فاروق سره ليده کاته وکړه او د خپلو سامانونو او مالونو غوښتنه يې ترې وکړه؛ خو محمد فاروق يو څه مالونه او اسبابونه ورکړل او د پاتې نورو په اړوند يې ترې بخښنه وغوښته. له همدې کبله دوست محمد خان له محمد فاروق نه خواشينى شو او (منګل ګړ)ته چې د (بيرسيه) سيمې سره نژدې پروت لاړ او هلته يې د (ټهاکر انند سېنګ سولنکي) له مور سره ملازمت غوره کړ..
دټهاکر انند سینګ سولنکي مور د دوست محمد خان له ښو کړو وړو، رښتیونوالي او امانت نه خوښه شوه او هغه يې په زو یتوب ونيوه ..
ددغې مېرمنې تر مړينې وروسته دوست محمد خان (بيرسيه)ته لاړ او د بيرسيه سيمه يې د شاهي امير تاج محمد خان له عاملانو نه د شلو زرو روپيو په بدل کې په اجاره ونيوله او وروسته يې خپل پلار، وروڼه او د خپلې قبيلې نور پښتانه هغه ځاى ته وروبلل او د نورو سيمو د نيولو او لاندې کولو په فکر کې شو..
په دغه وخت کې دوست محمد خان د (پاراسون) سيمې ټتهاکورانو ته متوجه شو، چې په عمومي توګه يې پر مالوي او په تېره بيا د بېرسيه پر سيمې يرغلونه کول ..
يوه ورځ ده ته دا پته ولګېدړه، چې د (پاراسون) د سيمې ټهاکوران د هولي جشن جوړ کړی دی نو ده له وخت نه ګټه واخیسته او په نيمه شپه يې د پاراسون پر تهاکورانو باندې بريد وکړ او د (جيچي واړه) او (متواره) سیمې یې په خپلې ولکې کې راوستلې ..

دهند دبهوپال دپښتني ریاست بنسټ ایښودونکی نواب دوست محمد خان اورکزی

په دغه وخت کې د (جګدېشپور) د سيمې تهاکورانو او سردارانو د (برکهيره) د ځمکه وال او جاګيردار نه د باج او خراج غوښتنه کوله؛ خو هغه انکار وکړ، چې بيا وروسته دده کور د نوموړوتهاکورانو له خوا لوټ او تالان شو..
په همدې وخت کې د برکهيره د سيمې ځمکوال دوست محمد خان ته فريادي ورغى او د بدل او غچ اخيستلو غوښتنه يې ځینې وکړه؛ خو کله چې يوه ورځ دوست محمد خان ته پته ولګېده، چې دغه تهاکوران او سرداران بل ځاى ته تللي دي؛ نو د جګدېشپور پر سيمې يې يرغل وکړ او دغه سيمه يې لاندې کړه او دغې سيمې ته يې د اسلام نګر نوم ورکړ او هلته يې پياوړې او مستحکمې ودانۍ جوړې کړې او استوګنه يې پکې غوره کړه او د بهليسه د حاکم محمد فاروق پر سيمه يې د هغې خواشينۍ له کبله، چې دده پر شتو او مالونو يې خېټه اچولې وه لښکرې ولېږدولې او محمد فاروق بهليسه ته نژدې د (باکري) پر سيمه يې خپلې لښکرې منظمې کړې او پخپله په هاتي (پيل) سپور شو او پر يوه ګوښه ځاى کې ودرېد او د جګړې ننداره يې کوله او دجګړې پايلې ته يې کتل ..
دوست محمد خان د محمد فاروق د وېرې او ډار نه ګټه واخيستله او د پوځ مشري يې خپل ورور شېر محمد خان ته ورکړه او پخپله د څو تنو نورو جنګياليو سره (باکري) ته نژدې انتظار اېست او کله، چې جګړه توده شوه؛ نو راجي خان ميواتي د شېر محمد خان سره مخامخ شو؛ خو دواړه په يوه ځاى کې د خپلو دښمنانو له خوا ووژل شول او د شېر محمد خان د وژلو له کبله د پوځيانو پښې سستې شوې .
د محمد فاروق پوځونو تښتېدونکې ډله تعقيب کړه او د سولې او برياليتوب نغاره يې وډنګوله. په دغه وخت کې دوست محمد خان، چې په کمين کې و د کمين نه دباندې ووت او د محمد فاروق پر پيل يې بريد وکړ او محمد فاروق يې وواژه او د هغه پر ځاى پخپله پر پيل سپور شو او د سوبې او فتحې نغاره يې وډنګوله او ماښام بېرته بهليسې ته ستون شو. د کلا ساتونکو فکر کاوه، چې دا به محمد فاروق وي، هغه وو، چې د کلا ور يې پرانست. دوست محمد خان کلا ته ورننوت او د محمد فاروق جسد يې د کلا د ساتونکيو په وړاندې کېښود او پر کلا يې قبضه وکړه او د کلا ساتونکي يې له کلا نه وشړل او په دې توګه د دوست محمد خان ځواک او واک نور هم پياوړى شو ..
تر دې وروسته دوست محمد خان د بهيلسه له سيمې نه پتره پر نورو پرګنو؛ لکه محلپور، کلګارن، اونت، کتهيره، غياثپور، انباپاني، سانجپت، چودرسي، جهابوه، کهام کتهيرا، احمدپور، باګرور، دو آبه، سيهور، اچهادر، ديبي پور او نورې سیمې په خپلې ولکې کې راوستلې ..
د دوست محمد خان د پرمختيا او وړاندې تګ خبر د مالوي د صوبې مشر ديابها در غوږونو ته ورسېد او هغه پر دوست محمد خان باندې د اوجين له خوا لښکرې ولېږدولې؛ خو دوست محمدخان په زړورتيا سره مقابله وکړه او ديابهادر ته يې سخته ماتې ورکړه. که څه هم دوست محمد خان ته په دغه جګړه کې د غنميت ډېر سامان آلات؛ لکه جنګي وسايل او توپخانه لاسته ورغلل او د هغه په سبب پياوړى رئيس ترې جوړ شو؛ خو دده ورور شاه محمد خان په دغه جګړه کې ووژل شو، چې تلافي کېدل يې يو ناشونى کار و.
هغه وخت، چې د شجاع الپور عامل (دسیمي تحصیلدار)بجي رام د دوست محمد خان پرمختګ وليد؛ نو شجاعلپور سيمه يې ده ته د نذرانې په ډول ورکړه او پخپله د دوست محمد خان د ملازمينو په ډله کې شامل شو .
له بلې خوا نواب دليل خان د (کوروايي) د سيمې حاکم دوست محمد خان سره دلیدو کتو لپاره بېرسيه ته راغى؛ خو دوى د خبرو اترو په ترڅ کې يو له بل سره مخالف شول او يو د بل د وژنې لپاره چمتو او اماده شول، د اتفاق له مخې د دوست محمد خان ورور پر نواب دليل خان ګوزارونه وکړل او هغه يې ځاى پر ځاى وواژه او پوځ يې د کوروايي سيمې ته وتښتېد ..
په همدغه وخت کې نظام شاه ګوند ته، چې د ګنور د سيمې حاکم و د خپل ورور له خوا، چې هغه هم د جين پور باري د سيمې حاکم و زهر ورکړل شول او هغه يې وواژه ..
د نظام شاه کونډه مېرمن (راني کملاپتي) د خپل خاوند د غچ اخيستلو لپاره دوست محمد خان ته په عرض راغله او دوست محمد خان هم پر (جين پور باري) باندې بريد وکړ او د هغه ځاى حاکم يې وواژه او پر جين پور باري يې خپله ولکه ټينګه کړه. راني کملاپتي ددغې مرستې په سبب له دوست محمد خان نه خورا خوشحاله شوه او نوموړى يې د خپل رياست مختار وټاکه. څه موده وروسته، چې راني کملاپتي مړه شوه نو دوست محمد خان د هغې پر سيمې هم خپله قبضه ټينګه کړه ..
د ١١٤٠ هجري کال د ذوالحجې پر نهمه نېټه دوست محمد خان د خپلې استوګنې لپاره د بهوپال سيمه غوره کړه او په هغه کې يې يوه ډبرينه، پخه او مستحکمه کلا جوړه کړه.
په ١١٥٢ هجري کال کې کله، چې نظام الملک آصف جاه نواب قمر الدين خان بهادر فتح جنګ له ډيلي نه حيدر آباد ته روان و؛ نو په اسلام نګر کې تم شو. دوست محمد خان دده تود هرکلى وکړ او له ده سره يې خورا ډېر ښه چال چلند وکړ او کله، چې نوموړى نواب حيدر آباد ته روان شو؛ نو د دوست محمد خان مشر زوى يار محمد خان يې هم له ځان سره ملګرى کړ..
دوست محمد په ١١٥٣ هجري کال د شپږ شپېتو کلونو په عمر وفات شو او په بهوپال کې خاورو ته وسپارل شو؛ خو د هغه پلارنور محمد خان په برسيه کې وفات او هماغلته ښخ دى.

: ۲-نواب يار محمد خان
هغه وخت، چې نظام الملک آصف جاه په حيدر آباد کې د دوست محمد خان د مړينې خبر واروېد نو د هغه زوى يار محمد خان يې راوغوښت او ورته يې خبر ورکړ، چې ستا پلار وفات شوى دى
نواب يار محمد خان ورته په ځواب کې وويل، که پلار مې مړ شوى دى؛ نو ته هم ماته د پلار حيثيت لرې، خداى دې ستا سيورى زما له سره نه کموي ..
آصفجاه د يار محمد خان ددې ښه ځواب په سبب خوشحاله شو او ده ته يې خاص خلعت او چتر او د نوابۍ خطاب وروباښه او په ډېر شان او پرتم سره يې بهوپال ته رخصت کړ..
کله چې نواب يار محمد خان بهوپال ته ورسېد؛ نو خپل کشر ورور سلطان محمد خان ته يې، چې د پلار پر ځاى د رياست پر ګدۍ ناست و جاګير ورکړ او پخپله د رياست پر مسند کېناست او د خپل اکا عاقل محمد خان تر مړينې وروسته يې ديواني کارونه بجي رام ته وروسپارل او د اسلام نګر د سيمې پر ځاى يې بهوپال د خپلې استوګنې لپاره خوښ کړ او د نورو سيمو په نيولو بوخت شو او په ډېره لږه موده کې يې پر سيوانس، بهتاري، اوده پور او نورو پرګنو خپله قبضه ټينګه کړه او د کوته بوندي راجا يې مغلوب کړ او په رمپوره يې د کهه بهان او کروتهه پر سيمو يرغل وکړ او ډېر شمېر خلک يې د قيديانو په توګه ونيول، چې په دغو قيديانو کې يوه هم (ممولا بي بي) وه، چې په وروسته کې ده ورسره واده وکړ..
ده همدا راز بهوپال ته ورڅېرمه په (پورس بتهـ ) کې د پوني پېشوا ته هم ماتې ورکړه ..
نواب يار محمد خان په ١١٦٧ لمريز کال کې وفات شو او تر هغه وروسته دده زوى فيض محمد خان د بهوپال د رياست دچارو واګې پر غاړه واخيستې..

: ۳-نواب فيض محمد خان
نواب فيض محمد خان د ديوان بجي رام له خوا په اسلام نګر کې د نوابۍ پر مسند کېناست او اميدراى، تيکارام او ابراهيم خان چيله د يار محمد خان ورور سلطان محمد خان په بهوپال کې د نوابۍ پر ګدۍ کېناوه.
ديوان بجي رام پر بهوپال لښکرې وروخېژولې او د جګړې په ترڅ کې د (جين پور باري) عامل (هلاسراى) خپله هوښياري وښودله او لښکرې پر بهوپال ورننوتلې او سلطان محمد خان يې له بهوپاله وشاړه..
تر دې وروسته د نواب فيض محمد خان او سلطان محمد خان تر منځ، چې تره او وراره وو يو يا دوه ځلې جګړې وشوې ، خو په پاى کې سلطان محمد خان ته د(راحت ګړهـ)جاګير تر لاسه شو او په دې ډول سلطان محمد خان د خپل وراره فيض محمد خان سره سوله وکړه ..
نواب فيض محمد خان د راى سين کلا، چې د بهوپال نه د دولس کوسو په واټن موقعيت لري د نويد علي خان خواجه سرا نه، چې د دوهم عالمګير له خوا ددغې کلا کلادار و ونيوله او د يوه عرض په ترڅ کې يې پاچا ته خبر ورکړ، چې څو تنو مخالفينو غوښتل، چې د کلادار د بې پروايۍ او غفلت په وجه د راى سين کلا تر لاسه کړي او فسادونهرا مینځ ته کړي؛ خو ما نوموړې کلا وژغورله ..
ددې عريضې په رسېدو سره دوهم عالمګير خوشحاله شو او ده ته يې د نوموړې کلا سند ور حواله کړ او دى يې د هغې کلا کلادار هم وټاکه.
په دغو ورځو کې د پوني درېيم پېشوا بالاجي د دوست محمد خان زوى واصل محمد خان ته، چې له هغه سره ملازم و مشوره ورکړه، چې پر بهوپال لښکرې ولېږدوي، هماغه وو، چې واصل محمد خان پر بهوپال لښکرې ولېږدولې او ددې لپاره، چې له نواب فيض محمد خان سره يې د جګړې توان نه درلود، له همدې کبله يې بهيلسه، شجاع الپور، آشته، سيهور، دو راهيه، اچهارو، ديبي پور او نورې پرګنې، چې د بهوپال د سيمې نيمايي برخه وه هغه ته ورکړې .
نواب فيض محمد خان په ١١٦٩ لمريز کال د استسقاء( جل ) په ناروغۍ مړ شو او له ده نه کوم اولاد پاتې نه شو..
د نواب فيض محمد خان د مړينې د نېټې په باب يوه شاعر په فارسي ژبه لاندې بيتونه کښلي دي ::
نواب فيض محمد بهادر دوران
که هست عتبه او مصدر مراد همه
ازين جهان چو ملالت بخاطرش ره يافت
شتافت سوى سرائى که بود معاد همه
کدام غم که به عالم از انتقالش نيست
شد است نام سرور و طرب زياد همه
زمين بخاک نشست و فلک سيه پوشيد
جهان به ماتم او دل ز دست داد همه
ګل است چاک ګريبان و لاله داغ بدل
اساس آه فغان بلبلان نهاد همه
صراحى نوحه ګر و جام حيرت آموز داشت
سرور نغمه ز کار خود او فتاد همه
چوم جسجتوى سال وصل او کردم
بدانشى که برو باشد اعتماد همه
بګفت تعميه کز رحتلش شده بى فيض
سخاوت و کرم و بذل وجود او همه

: ۴- نواب حيات محمد خان
د نواب فيض محمد خان تر مړينې وروسته نواب حيات محمد خان د بهوپال د رياست نواب وټاکل شو. د هغه د واکمنۍ او حکمرانۍ په وخت کې انګرېزي جنرال ګدرد له خپلو پوځونو سره بهوپال ته لاړ او نواب حيات محمدخان له هغه سره د سولې لاره ونيوله. په دغه وخت کې د بهوپال د رياست عايدات په کال کې شل لکه روپۍ وو، چې په کال کې پېنځه لکه روپۍ د نواب د شخصي لګښتونو لپاره او پاتې نورې يې د ملازمينو د مصرف لپاره ديوان ته سپارلى کېدلې. که څه هم د نواب حيات محمد خان ډېر ديوانونه(لوړپوړي چارواکي ) درلودل ؛ لکه فولاد خان، چهوتي خان، همت رام، د آصف خان زوى او د سلطان محمد خان لسمى مريد محمد خان ؛ خو په پاى کې شجاع او وزير محمد خان بهادر د شريف محمد خان زوى د ديوان او د پهوپال د رياست د مدارالمهام او وزير الدوله خطاب تر لاسه کړ، چې د هغه په مهر کې داسې کښل شوي وو:
“خدا هست، سلطان محمد وزير“.
وزير محمد د راى سين کلا، چې د سرونج د صوبې د بالا راو په قبضه کې وه بېرته تر لاسه کړه او د هوشنګ آباد پر کلا يې قبضه وکړه..
په ١١٢٠ لمريز کال کې د ناګپور راجا دوه تنه يعنې نور خان سفيد پوش او پندت پاند وانګ د زيات شمېر پوځونو سره د هوشنګ آباد د نيولو لپاره ولېږل او وزيرالدوله (اګهنور) ځنګل ته لاړ او نور محمد خان بېرته کلا ونيوله ..
نواب حيات محمد خان د وزير محمد خان د جګړه مار عادت له کبله د هغه نه خپه او څو څو ځلې د هغه د بېواکه کولو په تکل کې شو؛ خو پخپله دې هڅه کې بريالى نه شو؛ ځکه چې د هغه په څېر د يوه زورور او بهادر سړي تر لاسه کول يو ناشونى کار و..
په دغه ترڅ کې د حيات محمد خان د زوى غوث محمد خان او وزيرالدوله تر منځ بې اتفاقي پيدا شوه او تر هغې پورې دغه بې اتفاقي اوږده شوه، چې څلور ځلې يو له بله سره وجنګېدل؛ خو هر ځلې غوث محمد خان له ماتې سره مخامخ کېده. په پاى کې غوث محمد خان، محمد شاه خان د سرونج او کريم خان پنداره د شجاعل پور نه د خپلې مرستې لپاره وروغوښتل او دواړو د خپلو لښکرو سره ځانونه د بهوپال پولې ته نژدې ورورسول؛ خو تر جګړې دمخه د دواړو مرسته کوونکيو ډلو تر منځ بې اتفاقي پېښه شوه او بېرته خپلو خپلو سيمو ته ستانه شول ..
غوث محمد خان د دولت رام سيندهيا نه مرسته وغوښته او هغه هم حکيم اسد علي د غوث محمد خان مرستې ته ورولېږه. حکيم اسد علي ته په بهوپال کې دواړه پلار او زوى نالايقه او د وړتيا نه درلودونکي کسان معلوم شول او دا ورته پته ولګېده، چې وزير محمد خان يو بهادر او مېړنى سړى دى؛ نو له همدې کبله يې د دوى تر منځ سوله وکړه او وزير محمد خان د رياست د انتظام په چارو بوخت و.
نواب حيات محمد خان پر ١٢٢٣ لمريز کال وفات شو او د هغه پر ځاى د هغه زوى غوث محمد خان د بهوپال د سيمې د نواب او رئيس په توګه وټاکل شو..

: ۵-نواب غوث محمد خان
غوث محمد خان د خپل پلار حيات محمد خان تر مړينې وروسته د هغه ځایناستی شو. په دغه وخت کې وزير محمد خان ډېر پياوړى او د شاوخوا سيمو د رئيسانو نه يې خراج او باج اخيست. ده د ناګپور او ګواليار پر سيمو بريدونه کول او په ټوله مالوه کې دده وېره خپره وه. په پاى کې د وزير محمد خان د بريدونو په وجه د ناګپور مهاجرا او سيندهيا په تنګ شول او پر ١٢٢٤ لمريز کال سره يو موټى شول او د ناګپور د مهاراجا صديق علي خان او د ګواليار د مهاراجا(ساتيه ناتهـ ) تر حکم لاندې يې بهوپال ته پوځونه ورولېږل..
وزير محمد خان، چې ددغه پوځ د ورتګ خبر واورېد خپله کورنۍ او اولادونه يې په بهوپال کې پرېښودل او د ګنور کلا ته لاړ. د نوموړي پوځ په ورتلو سره نواب غوث محمد خان د سولې او پخلاينې لاره ونيوله. صديق علي خان د وزير محمد خان د لاس غځونو نه شکايت وکړ او نواب غوث محمد خان نه يې د کورنۍ او اولادونو غوښتنه وکړه، نواب غوث محمد خان دا د پښتني ننګ پر خلاف يو کار وګاڼه.صديق علي خان وروسته بيا د وزير محمد خان زوى معز محمد خان ونيو او له ځان سره يې بوت او د اړتيا په اندازه پوځونه يې په بهوپال کې پرېښودل او ناګپور ته لاړ..
د ناګپور راجا له معز محمد خان سره ښه چال چلند کاوه، وروسته يې معز محمد خان بهوپال ته ولېږه او تر دوو مياشتو وروسته وزير محمد خان د ګنور کلا ته راغى او د ناګپور له پوځ سره يې په بهوپال کې جګړه وکړه او د هغه پوځ يې له بهوپال نه بیواکه کړ ..
په دغه وخت کې د ټونک پښتون والي نواب امير خان سالازى بهوپال ته لاړ او د وزير محمد خان نه يې وغوښتل، چې دوى دواړه بايد په ګډه سره د ناګپور له راجا سره د مقابلې لپاره ملګري شي. وزير محمد خان، چې لا دمخه د صديق علي خان پر خلاف د جګړې لپاره چمتو و ورسره يو ځاى شو؛ خو نواب امير خان د وزير محمد خان د غوښتنې پر خلاف له وزير محمد خان سره د ساګر په مقام د ناګپور د راجا له پوځ سره جګړه وکړه او کله يې چې د مخالفينو غلبه وليدله؛ نو وزير محمد خان ته يې وويل، چې دښمن غالب دى او راځه، چې ولاړ شو. وزير محمد ځواب ورکړ، که ته ځې؛ نو ځه؛ خو زه د جګړې نه پرته ډګر نشم خوشې کولاى او دا يې وويل، پوځ يې مرتب کړ او په ډېرې بهادرۍ سره وجنګېد او د ناګپور پوځ يې پر شا وتمباوه ..
په دغه وخت کې د سر هنري ګلور پوځونه، چې د نربدا د سيند پر غاړه وو د تښتېدلي او ماتې خوړلي پوځ سره مرسته وکړه او بيا يې د نواب امير خان د مقابلې لپاره چمتو کړل ..
کله، چې وزير محمد خان ته پته ولګېده؛ نو نواب امير خان سالارزي د ټونګ نواب ته يې پيغام واستاوه، چې اوس نو زما نه د مرستې تمه مه کوه، زما اړيکې د انګرېزي سرکار سره د جنرال ګډرد په ذريعه دوستانه شوې دي..
د ژمي د موسم په پيل کې وزير محمد خان، نواب غوث محمد خان د سفر لپاره چمتو کړ او راى سين ته يې له ځان سره بوته او په لاره کې يې کانهـ سېنګ د پېنځه سوه سپرو سره نوکر کړ او پر احمدپور او نورو کليو يې تر بهيلسه پورې بريدونه وکړل ..
په دغه وخت کې، چې بجي سېنګ د مهاراج سيندهيا له خوا د بهيلسه حاکم و هغه ته يې ماتې ورکړه او د بارودا کلا يې ترېنه ونيوله. دلته د تونک رئيس نواب امير خان راغى او له هغه سره يې دوستانه ملاقات وکړ او غوث صاحب، چې د ناګپور د راجا له خوا د جګړې لپاره راغلى و د تربدا د درياب پر غاړه ورسره جګړه وکړه. په دغه وخت کې کانه سېنګ د غوث په پلوۍ ودرېد او غوث هم هغه خپل ملازم وټاکه او مطمين او ډاډمن شو؛ خو هغه د غوث ککرۍ پرېکړه او د نواب غوث محمد خان او وزير محمد خان په وړاندې يې کېښودله. د غوث په وژلو سره د ناګپور پوځ مات او وتښتېد او له دې ځايه بهوپال ته لاړ..
په دغه وخت کې (سناکه رام بول) د ناګپور د راجا پوځدار د محلپور سيمه ونيوله، وزير محمد خان پرې يرغل وکړ او هغه يې له دې سيمې وشاړه. تر دې وروسته د ناګپور او ګواليار واليانو پرېکړه وکړه، چې وزير محمد خان پخپلې و لکې کې راولي، همدا وجه وه، چې په ١٨٢١ زیږدیز ي کال کې جګوا بابو، رام لعل او شناوبهاو، چې د مهاراجا سيندهيا له ډلې دي له دوه پنځوس زره لښکر سره او هم صديق علي خان، چې د دېرش زرو پوځيانو په ملګرتيا د ناګپور د راجا له خوا د وزير محمد خان د ټکولو لپاره ټاکل شوي وو بهوپال يې د څلورو خواوو نه کلابند کړ، په دغه وخت کې په بهوپال کې د پوځونو شمېر يوولس زرو ته رسېد او وزير محمد خان ددغه لږ شمېر پوځ په درلودلو سره په اندېښنه کې و..
داسې ويل کېږي، چې صديق علي خان خپلو پوځيانو ته ويلي وو، چې ده يو وحشتناکه او ډاروونکى خوب ليدلى دى او پر بهوپاليانو باندې خداى مهربانه شوى دى او له هغوى سره جګړه کومه ګټه او نتيجه نه لري، ويل کېږي، چې په دغه وخت کې جګوا بابا ناګپور ته لاړ، الماس يې وخوړ او مړ شو.
تر دې وروسته وزير محمد خان، نواب غوث محمد خان بېواکه کړ او د بهوپال د نوابۍ او رياست چارې يې پخپله په غاړه واخيستې او کله، چې مهاراجا سيندهيا ته دا پته ولګېده؛ نو هغه يو پوځ د جان بيتل او جسونت راو مرهټه په مشرۍ بهوپال ته ولېږه. نواب وزير محمد خان د جنرال ګډرد د تړون يو نقل د سوغاتونو سره د خپلو معتمدينو او باوري کسانو په لاس په ډيلي کې کرنېل اکترلوني ته ولېږه؛ خو لا د هغه معتمد ډيلي ته نه و روان شوى، چې د مهاراجا سيندهيا په افسرانو کې بې اتفاقي پيدا شوه او يو له بله سره يې په جګړې لاس پورې کړ. کرنېل لوني د وزير محمد خان په ځواب کې ده ته ډاډ ورکړ او هغه مهاراجا سيندهيا ته وويل، چې جګړه دې بنده کړي ..
هغه وخت، چې نواب وزير محمد خان ددغو اندېښنو نه فارغ شو؛ نو هغه له انګرېزي سرکار سره اتحاد ته نوره هم پراختيا ورکړه او بيا سيواس ته لاړ او له پندارو سره يې جګړه وکړه او له هغه ځايه پچهپانير او بيا (ديوري) ته ورسېد او هلته د محرقې( وچکۍ ) په ناروغۍ اخته شو او د ١٢٣١ هجري کال د ربيع الاول په شپاړسمه نېټه وفات شو..

: ۶-نواب نظير محمد خان
د خپل پلا تر مړينې وروسته نواب نظير محمد خان د بهوپال د سيمې نواب شو او د نواب نظيرالدوله لقب يې غوره کړ. هغه نواب غوث محمد خان ته جاګير وټاکه او د ١٢٣٢ لمريز کال د ربيع الاول د مياشتې په شلمه نېټه يې د نواب غوث محمد خان د لور قدسيه بېګم سره واده وکړ. په دې ترڅ کې انګرېزي جنرال آدم د انګرېزي پوځونو سره د پندارو د ټکولو لپاره راغى او د نواب نظير محمد خان نه يې مرسته وغوښتله او کله، چې د انګرېزي سرکار لښکرې د نربدا د سيند نه تېرې شوې نوموړى نواب راى سين ته ورسېده او د جنرال آدم سره يې ليده کاته وکړه او بيا د دوى تر منځ په دولسو مادو کې يو تړون لاسليک شو، چې د هغه تړون په سبب ده ته دآشته، اچهاور، سيهور، دورايه، ديبي پور او د اسلام نګر د کلا سندونه ورکړل شول.
له دې تړون وروسته نواب وزيرالدوله د سيل )(تفرېح) او ښکار لپاره د اسلام نګر کلا ته لاړ، هلته په سهوه سره دده پوځدار محمد خان له لاسه د تمانچې په ډزو په سر ولګېد او په ١٢٣٥ لمريز کال کې وفات شو او يوه لور ترې پاتې شوه، چې نواب سکندر جهان بېګم نومېده..
يوه شاعر د نواب نظير محمد خان د مړينې تاريخي ماده په فارسي دا ډول کښلې ده:
نظير الدوله آن يکتاى عالم
شهادت از تپنچۀ يافت در دم
پى سال وفاتش ګفت هاتف
عدد يک از نظيرالدوله شد کم

چې دده د مړينې نېټه د ابجدو په حساب ١٢٣٥ لمريز کال کېږي.

: ۷نواب قدسيه بېګم:
د نواب نظير محمد خان تر مړينې وروسته د بهوپال د رياست اراکينو قدسيه بېګم ته د بهوپال د نوابۍ چارې ور په غاړه کړې. بايد وويل شي، چې نواب غوث محمد خان هم په ١٢٣٥ هجري کال ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې..
د ١٢٥٠ لمريز کال د ذوالحجې د مياشتې په اولسمه نېټه، چې د ١٨٣٥ ميلادي کال د اپرېل د مياشتې د ١٧ نېټې سره سمون خوري نواب سکندر جهان بېګم د نواب جهانګير محمد خان سره واده وکړ او تر واده وروسته نواب جهانګير محمد خان غوښتل، چې د بهوپال د رياست او نوابۍ چارې پخپله غاړه واخلي، چې پر دې خبرې نواب قدسيه بېګم ترې خپه شوه او هغه يې نظر بند کړ او تر څو ورځو وروسته نواب جهانګير محمد خان د نظربندۍ نه خلاص شو او سيهور ته لاړ او پر دوراهيه، ديبي پور او نور سيمو يې قبضه وکړه. په دې سبب هم د قدسيه بېګم او نواب جهانګير محمد خان تر منځ جګړه وشوه. په پاى کې د بهوپال د سيمې د انګرېزي پوليټيکل ايجنټ ويلکس په منځګړتوب، چې د هند د ګورنر جنرال له خوا ورته حکم شوى و دغه جګړه د ١٨٣٧ ميلادي کال د سپتمبر په لسمه نېټه پاى ته ورسېده او بيا پخپله دغې سيمې ته راغى او د رياست چارې يې نواب جهانګير محمد خان ته وسپارلې او نواب قدسيه بېګم ته يې د څلور لکو روپيو جاګير وټاکه..

: ۸-نواب جهانګير محمد خان
کله چې جهانګير محمد خان د بهوپال د رياست نواب وټاکل شو، تر څو ورځو وروسته دده او د مېرمنې نواب سکندر بېګم تر منځ بې اتفاقي پيدا شوه. د ١٢٥٤ هجري کال د صفرې د مياشتې په دوهمه نېټه نواب سکندر بېګم له ده نه خپه او د خپلې مور قدسيه بېګم سره اسلام نګر ته لاړه او د ١٢٥٤ هجري کال د جمادي الاول په شپږمه نېټه د نواب سکندر بېګم له بطن(ګیډې ) نه نواب شاه جهان بېګم پيدا شوه..
نواب جهانګير محمد خان په ١٢٥٦ لمريز کال کې د جهانګير آباد ښار ودان کړ او بيا د معدې په ناروغۍ اخته شو، چې دې ناروغۍ ډېر ناتوانه کړ او په پاى کې پر ١٢٦٠ لمريز کال د ذيقعدې د مياشتې پر ٢٨ نېټه ځوانيمرګ شو. دده د مړينې د نېټې قطعه يوه شاعر په فارسي ژبه داسې کښلې ده:
واى نواب جهانګير جوان رعنا
ناګهان کرد ز دنيا سوى عقبى رحلت
چاک شد جيب از غمش از پنجۀ مهر
شام دامان سيه کرد برد از رفت
نيلګون کرد قبا بر خود اطلس چرخ
شور از شش جهت آيد که دريغ و حسرت
حوريان از پى تعظيم ز جابر جستند
بالش سبز نهادند در قصر جنت
ګلرخان جنان تا در باغ رضوان
پيش رفتند ستانيدند به صدر عزت
بيس و هشتم مه ذيقعهد دوشنبه روزى
يکهزار و دو صد و شصت سنين هجرت
وقت پاسى ز شب نيم دګر بود که رفت
سوى فردوس از اين کهنه سراى کلفت
هاتف غيب ندازد که شد بى سر و پيا
حسن و خلق و کرم و بخشش و حلم و همت

له پورتني شعر نه د ابجدو په حساب ١٢٦٥ کال، چې دده د مړينې نېټه ده راوځي..
د نواب جهانګير محمد خان تر مړينې وروسته نواب شاهجهان بېګم د نواب جهانګير محمد لور د بهوپال د چارو څارونکې او محمد خان د پوځدار ( دپوځ مشر) او مدارالمهام په توګه وټاکل شول؛ خو په ١٢٦٣ لمريز کال پوځدار محمد خان د استعفى په ورکولو مجبور شو..
نواب سکندر بېګم د انګرېزي دربار له خوا دغه دود له منځه يووړ، چې د بهوپال د رياست دلور خاوند)زوم( دې رئيس وي.
نواب شاهجهان بېګم په ١٢٧١ لمريز کال کې له باقي محمد خان سره واده وکړ..
په ١٢٧٣ لمريز کال کې، چې د ١٨٥٧ ميلادي کال سره سمون خوري او په هندوستان کې د آزادۍ او خپلواکۍ مَېنانو د خپلواکۍ غوښتلو جنډې ورپولې، چې انګرېزان يې ايام غدر بولي. نواب سکندر بېګم د بهوپال حکمرانه يا رئيسه او نواب شاهجهان وليعهده وټاکل شوه او د ١٢٧٤ لمريز کال د ذيقعدې د مياشتې پر ٢٧ نېټه، چې د ١٨٥٨ ميلادي کال د جولاى د مياشتې د نهمې نېټې سره سمون خوري سلطان جهان بېګم وزېږېده او د ١٢٧٧ هجري کال د رجب د مياشتې پر درېيمه نېټه، چې د ١٨٦١ ميلادي کال د جنوري د مياشتې له ١٥ نېټې سره سمون خوري نواب سکندر بېګم د ګورنر جنرال لارډ کينګ سره د ملاقات او ليدو کتو لپاره جبلپور ته لاړه..
نوموړي لارډ نواب سکندر بېګم ته د برسيه پرګنه وروبښله او د ١٨٦١ ميلادي کال د نوامبر د مياشتې په لومړۍ نېټه نواب سکندر بېګم ته په کلکته کې د سرکار له خوادهند دستوري میډل ورکړل شو او د ١٢٨٠ هجري کال د جمادي الاول په ٢٢ نېټه نواب سکندر بېګم د قدسيه بېګم او محمد خان پوځدار د نورو زرو تنو په ملګرتيا د حج د فريضې د ادا کولو لپاره بيت الله شريف ته لاړه او د ١٢٨١ لمريز کال د جمادي الاول په درېيمه نېټه بېرته بهوپال ته راستنه شوه..
په ١٢٨٢ هجري کال د نواب شاهجهان بېګم خاوند باقي محمد خان د حج تر راتلو وروسته وفات شو او د ١٣٥٨ هجري کال د رجب د مياشتې پر لسمه نېټه نواب سکندر بېګم هم وفات شوه، يوه شاعر د نواب سکندر بېګم د مړينې د نېټې ماده په فارسي ژبه داسې کښلې ده :
بيګم عاليه سکندر نام
چون به دارالبقاء نمود سفر
سال تاريخ آن ستوده خصال
ګفت شاه جهان غم مادر

چې د نوموړې د مړينې نېټۀ د ابجد په حساب د ١٢٨٥ هجري کال سره سمون خوري ..

۹-نواب شاهجهان بېګم :

د نواب سکندر بېګم تر مړينې وروسته نواب شاهجهان بېګم د بهوپال د رياست د چارو واګې پخپل لاس کې ونيولې. ددې د رياست په وخت کې د بهوپال د سيمې اوسېدونکو په خوشحالۍ او هوساينه کې شپې او ورځې تېرولې او د هر ډول تېري او ظلم مخه نيول شوې وه.
په ١٢٨٨ لمريز کال کې چې د ١٨٧٢ ميلادي کال سره سمون خوري نوموړې د صديق حسن خان سره نکاح وکړه، چې بيا صديق حسن خان د ١٨٩٠ ميلادي کال د فبروري د مياشېت په نولسمه نېټه وفات شو..
نواب شاهجهان بېګم د ١٩٠١ ميلادي کال د جون په مياشت کې وفات شوه او د هغې لور سلطان جهان بېګم د بهوپال د رياست پر ګدۍ کېناسته ..

۱۰-نواب سلطان جهان بېګم: 
نوموړې د ١٩٠١ ميلادي کال د جون په مياشت کې د بهوپال د رياست او نوابۍ چارې تر لاسه کړې او ددې خاوند د محمد احمد علي خان زوى نواب نظيرالدوله ته د احتشام الملک لقب ورکړل شو.
نواب سلطان جهان بېګم يوه تکړه او لايقه ښځه وه او د رياست د چارو انتظام يې په ښه تو ګه ترسره کاوه. نوموړې په ١٩٠٣ ميلادي کال د حج د فريضې د ادا کولو په نيت مکې معظمې او مدينې منورې ته لاړه او بيا بېرته راستنه شوه ..
د نواب سلطان بېګم نه درې زامن پاتې شول، چې وليعهد نصرالله خان، حافظ عبيدالله خان او حميدالله خان نومېدل.
بايد وويل شي، چې تر نواب سلطان بېګم وروسته يې وليعهد نصرالله خان د بهوپال د رياست چارې سمبالولې او دغه لړۍ د ١٩٤٧ ميلادي کاله پورې، چې د هند د خپلواکۍ سره سمون خوري جاري وه او بيا تر هغه وروسته تقريباً ټول خودمختاره رياستونه او جاګيردارۍ پاى ته ورسېدې او دوى ته يواځې د نوابۍ القاب ورپاتې شول او نور کوم ځواک يې نه درلود ..
بايد وويل شي، چې په ١٩٠٤ ميلادي کال کې د بهوپال د رياست د نفوسو شمېر ٦٠٥٦٨ تنه او کلنى عوايد يې ٢٦٠٠ لکو ته رسېد او د پرګنو او کليو شمېر يې ٢٥٦٥ و.

د هند د بهوپال د سیمې ځوان پښتون نواب ارواښاد حمیدالله خان
د هندوستان دنجیب آباد دسیمې سترروهیله پښتون نواب نجیب الدوله ( نجیب خان ):
نواب نجیب خان چې دهند په تاریخونو کې دامیرالامراء نجیب الدوله او امیر الامرا ء شجاع الدوله په لقبونو سره هم یادیږي دهندوستان ستر روهیله پښتون نواب تیرشوی دی.دده دمیړانې کارنامې اوس هم دهندوستان درامپور دسیمې په پښتنواو هندوانو کې مشهورې دي .
نواب نجیب خان په اصل کې دپښتونخوا دصوابۍ دسیمې اوسیدونکی او دمندړو پښتنو دعمر خیلو دڅانګې پښتون و. دده کاکا (تره) بشارت خان هم یو مشهور توریالی پښتون تیر شوی دی چې دده دمخه دهندوستان درامپور سیمې ته تللی و او نن ورځ دبشارت نګر سیمه دهغه په نامه سره مشهوره ده.
نواب نجیب الدوله وروسته بیا په ۱۷۳۹ زیږدیز کال دپښتونخوا دصوابۍ دسیمې نه دهندوستان درامپور سیمې ته لاړ او د خپل تره بشارت خان او نورو روهیله پښتنو سره یوځا ی شو او هلته یې استوګنه غوره کړه .کله چې په ۱۷۴۰ زیږدیز کال نواب علی محمد خان دروهیلکنډ پراخه سیمه له مغولو نه ونیوله نو ددغې سیمې شمالی برخه یې ده ته ورکړه نو ده هم هلته دنجیب آباد دښار بنسټ کیښودچې دغه ښار اوس هم په همدې نامه سره شته دی.
وروسته نواب نجیب خان تر یوې مودې پورې دهند دمغولو په سرکار کې پو ځي دنده درلوده او دهغو له خوا نه دسهارنپور دسیمې ګورنر وټاکل شو ،خوکله چې ابدالي احممد شاه بابا په ۱۷۵۷ زیږدیز کال پر ډهلي برید وکړ نو نواب نجیب الدوله دابدالي احمد شاه سره یو ځای شو او هغه ورته دمیر بخشی دنده ورکړه او دډهلي ټول سرکاري واک دده په لاس کې و .
کله چې په ۱۷۵۷ زیږدیز کال مر هټه وو پر ډهلی برید وکړ نواب نجیب الدوله ورسره په میړانه وجنګید خو ماتې یې وخوړه .
هغه وخت چې په ۱۷۶۱زیږدیز کا ل کې دمرهټه وو او ابدالي احمدشاه بابا تر مینځ دپاني پت مشهوره جګړه وشوه نو نواب نجیب الدوله ورته ۴۰۰۰۰ زره پوځونه چمتو کړل او دابدالي احمدشاه په پلوۍ دمر هټه وو پر خلاف وجنګید .
ستر پښتون نواب نجیب الدوله د۱۷۷۰ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې په ۳۰ نیټه ددې فاني نړي نه سترګې پټې کړې .
دده تر مړینې وروسته دده زوی ضابطه خان نواب وټاکل شو ،خو مرهټه ووپه ۱۷۷۲ زیږدیز کال پر روهیلکهنډ او نجیب آباد یرغل وکړ او ډیر شمیر روهیله پښتانه یې ووژل او ټول شته او جایدادونه یې ترینه لوټ او تالا کړل او دنواب نجیب الدوله قبر ته یې هم سپکاوی وکړ او دده هډوکي يې له قبر نه راوایستل.
دنواب نجیب ا لدوله په اړوند ډیر کتابونه لیکل شوي دي چې یو یې هم دبهاري لال تالیف دی او دغه کتاب په ١٢٠١ ليږديزکال کې ليکل شوی دی او دهند په کتابتونو کې یې خطي نسخې شته دي .
لنډه داچې نوا ب نجیب خان په خپل وخت کې دروهیله پښتنو ستر مشر تیر شوی دی .
تاسو په پورته انځور کې د نواب نجیب الدوله او دده دکورنۍ دغړو مزار او هغه جومات چې ده جوړ کړی و لیدلای شئ !
دبهوپال دسیمې پښتنه نوابه ساجده سلطان
ساجده سلطان دبهوپال دسیمې پښتنه نوابه وه چې ددې په وخت کې په بهوپال کې چې دپښتنو یو ریاست و ډیره ترقي وکړه ، ډیرې ودانۍ ، جوماتونه او علمي مراکز یې جوړ کړل .
د هند دمالوې دسیمې د پښتون واکمن(سلطان) بازبهادر او دراني روپ متي دمینې او عشق کیسه:
دمخه تردې چې آغلو او ښاغلو لوستونکو ته دمالوې دپښتون واکمن بازبهادر او دهغې دمینې راني روپ متي داستان بیان کړم نو ښه به داوی چې لومړی د هند دمالوې سیمه وپیژنو .
مالوه دهندوستان دمدهیا پردیش دایا لت یوه ولسوالي ( ډیسټریکټ )دی.مالوه دهندوستان یوه لرغونې سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې د ډیرو واکمنانو تر ولکې لاندې وه او پر دې سیمه یې راج چلولی دی.پرمالوې باندې ډیرو واکمنانو لکه: اونتي ،موریا ،ګوپتا، پارمارا،کوشانیانو ،ستهوانانو ،ساکانو،هرشه ، دمالوا واکمنانو (سلاطینو)،،مغولو ،مرهټه وو او انګریزانو حکومت کړی دی.
دمالوې نوم دلرغونې هند دیوې قبیلې مالاواس نه اخیستل شوی دی چې مانا یې (دلکهشمي داستوګنځي یو ه برخه) ده . دمالوې نوم په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې د(موهولو) په بڼه دچینی زایر هیونتسنګ په یونلیک (سفرنامه )کې هم راغلی دی.
مالوه دګوپتا دامپراتورۍ په تیره بیا ددویم چندر ګپت ( ۴۱۳-۳۷۵زیږدیز ) په وخت کې چې په ویکرام ادهیتیا سره یې شهرت درلود ډیر پر مختګ وکړ ،نو ځکه دغه عصر ته دمالوې طلایی عصر یا ګولډن ایج هم ویل کیږي . همداراز دګوپتا واکمنانو په ۵۲۸ زیږدیز کال کې په مالوه کې هونانو ته هم ماتې ورکړه ځکه چې دمالوې پر سیمه یې تیری او لاسوهنه کوله.په اوومه زیږدیزې پیړۍ کې مالوه دهرشه واکمنۍ تر ولکې لاندې راغله .
په هندوستان کې دډهلي سلطنت په وخت کې يعنې په ۱۴۰۱ زیږدیز کال کې پښتون واکمن دلاورخان غوري ځان دمالوې د لومړنی سلطان په توګه اعلان کړ او دمالوې دسلطنت بنسټ یې کیښوداو په خپل نوم یې خطبه جاري کړه اوماندویې دخپل سلطنت پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکه چې تر هغه وروسته یې زوی الپ خان ځانته دهوشنګ شاه نوم غوره کړ او په ( ۱۴۰۵ – ۱۴۳۵ زیږ دیز) کال کې د ماندو واکمن شو او دده په وخت کې ماندو او په عمومي ډول مالوې ډیر پر مختګ وکړ.
تردې وروسته دمالوې دسلطنت چارې دپښتنو غلجیانو دکورنۍ لومړنی سلطان محمدشاه لاس ته ورغلې چې دغلجیانو کورنۍ په مالوې باندې د ۱۴۳۶ زیږدیز کال نه تر ۱۵۳۱ زیږدیز کاله پورې حکومت وکړ. دمحمد شاه تر مړینې وروسته یې زوی سلطان غیاث الدین غلجی دمالوې واکمن شو ،خو دده دژوندانه په وروستیو وختونو کې دسلطنت او اقتدار لپاره دده ددوو زامنوناصرالدین او علاءالدین تر مینځ جګړې وشوې .ددغې کورنۍ وروستني واکمن دویم محمدشاه ځان دګوجرات سلطان محمدشاه ته هغه وخت ورحواله کړ کله چې بازبهادر د ۱۵۳۱ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۵ نیټه دمالوې کلا ونیوله .
تر دې وروسته مالوه تر ډیر و وختونو پورې دګوجرات دواکمن محمد شاه ترولکې لاندې وه چې بیا قادرشاه دغلجیانو دکورنۍ یو ستر افسر تر یوې مودې پورې پرمالوې حکومت کاوه . کله چې سوري شیرشاه دهند واکمن شو نو هغه په ۱۵۴۲ زیږدیز کال کې قادرشاه ته ماتې ورکړه او شجاع خان یې دهغه ځای دګورنر په توګه وټاکه او تر هغه وروسته په ۱۵۵۵ زیږدیز کال کې بازبهادر خپل ځان دمالوې دخود مختاره ګورنر په توګه اعلان کړ . په ۱۵۶۱ زیږدیز کال کې دهندوستان مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دمالوې دسیمې دنیولو لپاره خپل دوه تنه تکړه جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان ولیږل او دواړو دسارنګ پور په جګړه کې چې دبازبهادر او داکبر دجنرالانو تر مینځ وشوه د ۱۵۶۱ زیږدیزکال دمارچ دمیاشتې په ۲۹ نیټه دمالوې دسیمې وروستي پښتني سلطان باز بهادرماتې وخوړه اوورسته بیا دغه سیمه دمغولو لاسته ولویده او داکبر باچا له خوا عبدالله خان اوزبک ددغې سیمې ګورنر وټاکل شو.
دمالوې دسلطنت په وخت کې آرټ اومعماري ډیره وده وکړه چې تراوسه پورې هم په مالوې کې دهغه وخت دآرټ ،نقاشۍ او ودانیو نخښې شته .
دبازبهادر او راني روپ متي دمینې کیسه :
لکه چې دمخه وویل شول بازبهادردمالوې دسیمې واکمن و چې د۱۵۵۵ زیږدیز کال نه تر ۱۵۶۱‍ زیږدیز کلونو پورې دمالوې دسیمې پښتون واکمن(سلطان ) و. د بازبهادر پلار شجاع خان دسوري شیرشاه له خوا دمالوې دسیمې دګورنر په توګه ټاکل شوي و. کله چې بازبهادر دخپل پلار تر مړینې وروسته دمالوې سلطان شو نویوه ورځ دښکار لپاره ځنګله ته لاړ او هلته یې ولیدل چې یوه ښایسته اوښکلېانجلۍ په سیند کې دخپلو نورو همزولوسره سندرې وایې او ډیر ښکلی غږلري . ددې جنۍ ښایست او خوږ غږ دبازبها د ر زړه یوړ او پر هغې مین شو .داجنۍ روپ متي نومیده او دمالوې دیوې هندو کورنۍ پورې یې اړه درلود له . بازبهادر چې دښایست او سندرو سره یې مینه درلودله دروپ متي نه وغوښتل چې دده سره دمالوې پلازمیینې ( پایتخت ) ته لاړه شي . روپ متي باز بهادر ته وویل په یوه شرط ورسره ځي چې هلته په ماند و کې یوه ماڼۍ جوړه کړې چې دنربداسیند ته نږدې وي . بازبهادر روپ متي له خانه سره ماند و ته راوستله . دده دکورنۍ ډیر قدر یې وکړ او دهغې سره یې نکاح وتړله او هغې ته یې په ماندو کې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه . تر هغې ورځې وروسته روپ متي (راني روپ متی) یعنې ملکه روپ متي شوه . بازبهادر دهغې ډیر خیال ساته او ورته ډیره ګرانه وه او دژمنې سره سم یې په ماندو کې ورته یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه چې دراني روپ متي دمانۍ په نامه سره شهرت لري او او س هم شته .
کله چې په ۱۵۶۱زیږدیز کال کې دهند مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر خپل دوه نامتو جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان دمالوې دسیمې دنیولو لپاره ولیږل نو په هغه جګړه کې چې دسارنګپور په سیمه کې وشوه باز بها در ماتې وخوړه او مالوه دمغولو لاس ته ورغله .دمغولي جنرال ادهم خان یوه هیله داوه چې راني روپ متي ژوندۍ تر لاسه کړي ، ځکه دراني روپ متي او دبازبهادر دمینې داستان او ددې ښایست په ټول هندوستان کې مشهور و.راني روپ متي خپل خاوند بازبهادر ته دومره وفاداره وه چې کله یې د مغولو له لاسه دخپل خاوند دماتې خبر واورید نو ددې لپاره چې دمغولو لښکرو لاس ته ور ونه لویږي نو زهر یې وخوړل او ځان یې وواژه او په دې توګه یې داثابته کړه چې څومره خپل خاوند ته وفاداره وه .
دبازبهادر او دراني روپ متي داستان په منظوم ډول په هندي ،اردو او پارسی ژبو هم لیکل شوي دی .دتاریخ مرصع لیکوال افضل خان خټک هم په خپل کتاب کې ددې کیسې یادونه کړې ده اولیکلي یې دی چې دمالوې پښتون سلطان بازبهادر تل دخپلې ملکې په عشق کې ډوب و او دسلطنت چاروته یې پاملرنه نه کوله .همداراز انګریزانو په ۱۹۲۶ کال کې دباز بهادر او راني روپ متي پر عشق او مینې یو کتاب لیکلی دی چې
The Lady of the Lotus: Rupmati, Queen of Mandu: A Strange Tale of Faithfulness
نومیږي .همداراز دهند سینما بالیووډ هم په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې د باز بهادر او رانی روپ متي دمینې دداستان نه یو فلم هم جوړکړی دی.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!