منډيګک
افغان تاريخ

سيد جمال الدين افغان د خپلو او پرديو له نظره

جماالدين افغان
0 7

د افغانستان او اسلامي نړۍ ياپه بله ژبه دشرق ددغه سترفيلسوف علامه سيدجمال الدين حسيني افغاني دصورت اوسيرت په باب او دغه راز دهغه دژوندليک په هکله به نورو وروڼو مفصلي څېړني کړي وي ، چي زه يې له تکراره ځان ژغورم .  له بلي خوادعلامه سيد د ارمانونو، دهغه دتفکر اودعالم اسلام د يووالي اوويښتابه په برخه کي دهغه دمجادلوبيان ددغه راز يوه لنډ مجلس ترحوصلې وتلی کاردئ . زه پخپله دغه مختصره ليکنه کي دعلامه سيدپه باب زموږدهيوادنيو او بهرنيومطبوعاتوپرنشراتوږغېږم.

سيد جمالدين افغان

زما د معلوماتوله مخي په افغانستان کي د لومړي ځل له پاره د علامه سيدجمال الدين افغاني په باب لومړنۍ ليکنه په سراج الاخبار افغانيه کي سوې ده . ددغي جريدې دشپږم کال ( ١٢٩٥ ش ) په دريمه ګڼه کي سلطان محمدخـان کابلي د (( سلسلۀ مشاهيرافغان )) تر سرليک ﻻندي يومضمون په دري ژبه خپورکړ ، چي له عربي څخه يې ژباړلی و . په دغه مضمون کي يې دسيددژوند دحالاتواودده داصل و نسب په برخه کي په زړه پوري معلومات ورکړي دي . دی يې د افغانستان دکونړ  (( مضافاتو )) ته منسوب بللی دئ . ددغه مضمون په تعقيب دسراج الاخبارافغانيه سرمحرر علامه محمودطرزي يوه مقاله د (( علاوه معلومات برترجمۀ احوال السيد جمال الدين افغان )) وليکله ، چي دهمدغي جريدې دشپږم کال په پنځمه ګڼه کي يې خپره کړه . په دې مقاله کي يې له سيدافغان سره دخپلوليدنوکتنو ، د سيد د اصل ونسب اودسيددناروغۍ اووفات په باب ډېر ارزښتناک مطالب راوړي دي . محمودطرزي دخپل پلارسردارغلام محمدخان طرزي قندهاري په امراولارښوونه په ١٣١٤ هـ ق ( ١٨٩٦ ع ) دشرق دآزادۍ غوښتونکودپيشوا سيدجمال الدين افغان محضرته ولاړ او اووه مياشتي له دغه پرفيضه محضر څخه مستفيد سو . دمحمودطرزي دانشمندپلاردعلامه سيد له ډېرونزدې دوستانو او ارادتمندانوڅخه و ، نوموړي په خپل دېوان کي ( دکراچي چاپ  ١٨٩٢ ع ) باب دوې قصيدې ويلي دي ، چي وروسته به پروږغېږم . محمودطرزي ليکي : ((علامه سيدجمال الدين يک معدن عرفان بود،اين هفت ماه مصاحبت من بااو بقدرهفتادساله سياحت دربردارد… مباحث علميه ، حکميه ، فلسفيه، سياسيه ، اجتماعيه وغيره که هرروزدرمحفل بزم حضور آن علامۀ دهرجريان می يافت ، هر جمله وعبارۀ آن کتابها ، رساله ها تحريربکاردارد …. )) ( ٢ ) . ګوياپه افغاني مطبوعاتوکي دسيدافغان په باب لومړني معلومات له سراج الاخبار څخه پيل کيږي . البته تر سراج الاخباردمخه سردارغلام محمدخان طرزي دعلامه سيدپه وصف کي قصيدې  ويلي وې خوپه اخباري سطحه کي سراج الاخبار افغانيه لومړۍ جريده ده ، چي سيدافغاني راپېژني . دسردارغلام محمدخان قندهاري قصيده پردېوان سربېره دکابل مجلې د١٣١٢ ش کال په څلرمه ګڼه کي اوبيا د١٣١٨ ش کال په نهمه ګڼه کي چاپ  سوې ده ، چي داڅوبيته يې ماياداښت کړي دي :

نسيم صبح درګلشن وزيدازجــــــــــــــــــــانب صحرا

عبيرآميز و عنبر بيز وروح انګيز و روح افـــــــــــزا

…….

…….

جمال الدين نام آور سخن فـــــــــــــهم و سخن پرور

خـــــــــــــــردمند هنرګستر فلک قدری ملک سيما

( ٥٨ )

فلاطون از غـــــــــــم رويش کند تب لرزه درکويش

اشارات دوابرويش شـــــــــــــــــــــــفای بوعلی سينا

تراطرزی ثناګويد هـــــــــــــــــــــــــــزاران مرحباګويد

بصدق دل دعا ګــــــــــــــــويد چه درسرا چه درضرا

تويی عالم تويی عامل  تويی عارف  تويی کامل

تويی فاضل تـــــــويی باذل تويی عاقل تويی دانا

فصاحت راتــــــــــــوسحبانی بلاغت راتو حسانی

عـــــــــــــــــــــــــــرب راشيرۀ جانی عجم را ديدۀ بينا

….

تونوراستی جهان اخګرتوعودستی جهان مجمر

توجانستی جهان پيکرتو روحستی جهان اعضا

…..

نه ماه مصروشامستی که خورشيدتمامستی

نکوتر زافتاب هستی چــــــه باشد لوء لوء ﻻﻻ

داوروستي دوه بيته ما له يوه بل ماخذ څخه داسي رانقل کړي دي :

تو نورافغانستان اخګر توعودافغانستان مجمر

توجان افغانستان پيکرتوروح افغانستان اعضا

نه مــــــاه مصروشام استی که خرشيدتمام استی

توافـــــــــــــــــــــغان رانظام استی ز رای روشن والا

د سردارغلام محمدخان طرزي په دېوان کي دقصيدې دعنوان برخه لږڅه ورانی لري اوهغه داچي د قصيدې دممدوح نوم (( سيدجلال الدين )) ليکل سوی دئ ، ځکه نو پوهاندډاکټر جاويدڅه موده وړاندي د (( اميد)) په جريده کي ددې قصيدې دممدوح په باب شک ښودلی دئ ( ٣  ) زما په نظر څرنګه چي دعلامه سيد د ژوند دزمانې په شاوخواکي موږ د(( سيدجلال الدين )) په نامه داسي شخص ، چي په دومره اوصافو دي ستايل سوی وي ، نه پېژنو او نه هم استادپوهاند دوکتورجاويد په دې برخه کي نورتفصيلات ورکړي دي ځکه نــو زه د (( سيدجمال الدين )) پرځای (( سيدجلال الدين )) دکاتب تېروتنه بولم . د ( علامه سيدجمال الدين افغانی درآيينۀ مطبوعات ) په ٣٩ مخ کي د مرحوم مولاناخال محمد خسته د( يادی ازرفته ګان ــ ١٧٠ مخ ) په حواله د نوموړي سردارغلام محمدخان طرزي د يوې بلي قصيدې خبره سوې ده اوما ( هوتک ) دطرزی دکلياتو دقصايدودبرخي په ٧١ مخ کي کتلې ده ، چي په دې بيت شروع کيږي :

خيال روی توګر بګذرد مرابه ضمير

دمد زهر بن مــــــــــــويم هزار بدرمنير

په دېوان کي ددغي قصيدې ممدوح هم(( سيدجلال الدين )) ليکل سوی دئ . مرحوم خسته ددې قصيدې عنوان (( مخاطبه  با حضرت سيدجمال الدين افغان )) راوړی دئ ( ٤ ) . که دادکاتب تېروتنه نه وای نودمولاناخسته غوندي فاضل محقق به ضرورلږشانته اشاره قدر ورته کړې وای .

زما د معلوماتوله مخي دافغانستان په پښتونشراتوکي ارواښاد علامه حبيبي او مرحوم امين الله خان زمريالی لومړني کسان دي ، چي دعلامه سيدپه باب يې دکندهارپه طلوع افغان ( ٤٠ ګڼه ١٣١٨ ش ) او په کابل مجله ( لسمه ګڼه ١٣١٨ ش ) کي معلومات وړاندي کړي دي . د مرحوم امين الله خان زمريالي مقاله د (( پښتون سيد او ملي ژبه )) ترنامه ﻻندي خپره سوې ده . تردي وروسته نوزموږدهيوادپه نشراتو کي ترننه پوري په سوو مقالې اوتحقيقي مطالب خپاره سوي دي ، چي داوسنۍ دغي غونډي مضامين هم ورباندي يوبل زياتوب دئ . د پښتوژبي خوږژبی شاعراوملي شخصيت ارواښادګل پاچاالفت دسيد په باب يوه ډېره ښکلې قصيده لري ، چي څوبيته يې داسي دي :

بې حسابه څاچکي توی په بحروبرشي

له لکونو او کروړونو يـــــــــــوګوهرشي

ميندي راوړي ډېرزامن ډېــــراوﻻدونه

يـــــــــــو ونيم پکې دارا او سکندر شي

دکــــــــــــــــــــونړدلوړوغرونوپه لمن کې

نابــــــــــغه فرزند پيدا د سيدصفدرشي

دسيدجمال الدين افغان په باب ډېر معتبراونه ردېدونکي مطالب په هغه کتاب کي درج دي ، چي (( مجموعۀ اسناد ومدارک چاپ ناشده دربارۀ سيدجمال الدين مشهور به افغانی )) نوميږي اوداصغر مهدوی اوايرج افشار له خوا ترتيب اوتنظيم سوی اوپه ١٣٤٢ ش کال دتهران پوهنتون له خوا چاپ سوی دئ . په دې مجموعه کي دسيد درې شعره خوندي دي ، چي ساقي نامه نوميږي اوپه دې بيت پيل سوې ده :

مغنی بيالــــــحن نوسازکن

ز نوداستان خوش آغازکن

دغه رازپه مجموعه کي دعلامه سيدپه خپل ﻻس کښل سوي مکتوبونه او اسنادسته ، چي په يوه خط کي يې په ډېرصراحت کښلي دي (( مدير السياسيه ، جمال الدين الحسينی اﻻفغانی ، من سکنه کابل من اهل اﻻفغان من سادات کنر ، اﻻفغان وهی اﻻول ارض لمس جسمی ترابها ))

د سيد جمال الدين افغان د لاس ليک

د ايران ملک الشعراء بهاريوځای ليکي : (( اتفاقا چندشب قبل در حضور اعليحضرت همايونی وجناب نخست وزير وجمعی ازافاضل و دانشمندان اين معنی مطرح بود ومن آنجا عقيدۀ خويشرا درهمين باب معروض داشتم اينک بار ديګر دراينجاميګويم : معلوم نيست سيد واقعا ازمردم ايران است … وبراستی منکه نويسندۀ اين مقاله  هستم

( ٦١ )

نميتوانم قسم بخورم که مشاراليه اهل کجااست ودرکجامتولد شده است . زيرا از يکطرف جماعتی سادات درقريۀ اسدآباد ازقراء همدان زندګی ميکنند که نام خانوادۀ خود را ( جمالی ) نهاده ونسب خويش را به سيدجمال ميرساند واز طرف ديګر مرحوم شيخ محمد عبده که ازفضلاوعلمای قاهره وخودازتلاميذه سيد بوده شرح حالی از سيد جمال الدين رانوشته ونام پدر او ومسقط الراس ويراذکر ميکنند و آنانرا ازمردم اسعدآباد ، من توابع کابل ميداند و ميګويد که سيد تحصيلات خودراهم درافغانستان بپايان آورده است ….)) ( ٥ ) .

محمدقزوينی ليکي :

( … تاکنون  هيچکس به قطع ويقين نتوانسته معلوم کندکه اين شخص آياايرانی بوده ازاهالی اسدآباد همدان چنانکه بسياری ايرانيان ادعاميکنند …. ياافغانی ازاهالی اسعدآباد ازقرای کابل چنانکه افغانهاومصريان وشاميان ادعا ميکنندوچنانکه خودسيدجمال الدين نيزدرعموم نوشته جات و مولفات خودهميشه ( جمال الدين افغانی ) امضاء ميکرد و چنانکه تاريخ افغان ازتاليفات موسوم به ( تتمه البيان فی تاريخ الافغان ) نيز قرينۀ قوی برافغان بودن او وقرينۀ مويدۀ ديګرنيزآنکه دراواخرسال ١٣٢٣ ش ( ١٣٦٣ ق ) دولت افغانستان ازدولت ترکيه درخواست نمودکه جنازۀ آن مرحوم راکه که ازهمان سال وفاتش درسنه ١٣١٤ ق دراستانبول مدفون ياامانت ګذارده شده بود اجازه دهندکه بکابل انتقال داده شود ، دولت ترکيه نيزجواب مساعدداده عظام رميم آن مرحوم را باتشريفات فوق العاده مجلل ازاستانبول برداشته بکابل انتقال دادند وبعضی جرايدايران درين باب اعتراضاتی نمودند واګر فی الواقع چنانکه بعضی ايرانيان ادعاميکنند وی ايرانی وتبعۀ ايران بوده اوﻻ چګونه دولت افغانستان درارای وسمع جهانيان اين تقاضاازدولت ترکيه نموده که جنازۀ يکی ازاهالی اسدآباد هـمدان را ازاستانبول بکابل انتقال دهند ودرآنجامدفون سازند ، ثانيا چګونه دولت ترکيه اين درخواست عجيب  راپذيرفته وبدون هيچ چون و چرايی وسوال و جوابی ومذاکراتی بادولت ايران اجازه داده که نعش يک رجل سياسی ايران رااګر فی الواقع ايرانی بوده ازمملکت خود به مملکتی ثالث انتقال دهند . اين فرضيات فی الواقع باورنکردنی و خارج ازعرف وقياس ومنطق ومخالف عادات ورسوم متعارفۀ بين ملل و دول است . باری حل اين مساله تاکنون برای کسی که خالی از تعصبات خنک باشد به هيچ وجه معلوم نشده است . )) ( ٦ ) .

د (( فرهنګ ګيلانی )) مولف آقا مرتضی ــ مدرس ګيلانی پخپل فرهنګ کي د ( جمال الدين افغانی ) ترنامه ﻻندي ليکي : (( … برخی اورا ازمردم اسدآباد همدان می پندارند تحقيقا اشتباه است . ګويا ويرا باسيدجمال الدين واعظ همدانی که ازآزادی خواهان زمان مشروطيۀ ايران بود ، اشتباه کرده اندياميخواهند بتعمد اشتباه کرده باشند واقوی دليل برکذب مدعيان آنکه خوداعتراف بافغانی بودن خويش کرده و از ايرانی بودن استنکاف داشته ، به تاريخ فوق ( ١٣١٤ هـ ق ـــ م . هوتک ) درترکيه درګذشت بعدا دولت افغان استخوانهايش رادرحدود ١٣٦٧ هجری حمل بافغان کرد واګرحقيقته ايرانی بود دولت ايران ميګذاشت اوراببرند افغان دفن کنند )) ( ٧ ) .

داو ديوشميرواقعبينوايرانيانو نظر ، چي په لنډ ډول وړاندي سو . د هنددلويي وچي سترمتفکراوفيلسوف علامه اقبال دافغاني سيدپه باب ډېر خواږه اشعار ويلي  دي ، چي پخپل اثر (( جاويدنامه )) کي يې درج کړي  دي . دی وايي :

نغمۀ مردی که داردبوی دوست           ملتی راميبرد تاکــــــوی دوست

سيدالسادات مــــــــــــولناجمال             زنــــده ازګفتاراوسنګ وسفال

اقبال ليکي : (( سيدهغه خپلواک شخصيت دئ ، چي تل يې په نړۍ کي دسولي په تامين او د نژادي توپيرپه له منځه وړلو او د اسلام د يووالي په ﻻره کي زيار ايستلی  دئ . دی يوانقلابي شخصيت و ، چي ډېرپياوړی قلم اوډېره فصيحه ژبه يې درلوده )) .

دافغاني سيد په باب په پښتو ، فارسي ، عربي ، اردو ، هندي ، انګليسي ، روسي اونورو ژبو باندي  په سوو کتابونه اورسالې اودرنې مقالې ليکل سوي دي ، چي پرافغاني اواسلامي نړۍ يې ﻻديادوني حق نورهم پاته دئ .

تل ترتله په ښه نوم پايي ښاغلي

لمنليکونه

( ١ ) دامقاله مي دعلامه سيدجمال الدين افغان دشخصيت ددرناوۍ دهغي غونډي له پاره ليکلې وه ، چي په ټورنټوپوهنتون کي د١٩٧٧ ع کال دنومبرپر١٩ دافغاني محصلينوپه همت جوړه سوې وه او هورې مي ولوستله . داحاضرمتن مي له سره کتلې او څه زياتوني مي هم پرکړي دي .

( ٢ ) حبيبي ــ عبدالحی پوهاندـــ جنبش مشروطيت درافغانستان ـــ ١١٣ مخ

( ٣ ) پوهانددوکتورعبدالاحمد جاويد ددغي ليکني دليکلو پر وخت حيات و . اوس ، چي دا مقاله رانقلوم ، دافغانستان دغه پياوړی محقق اوددري ادبياتو ستر استاد په حق رسيدلی دئ . خدادې وبخښي . ( م . هوتک ـــ اګسټ ٢٠٠٤ ع ) .

( ٤ ) ستوده محمدابراهيم و پهوال عبدالرحمن ـــ علامه سيدجمال الدين افغانی درآيينۀ مطبوعات ـــ ٣٩ مخ ـــ د کابل پوهنتون چاپ ـــ  ١٩٧٧ ع

( ٥ ) مجلۀ آينده ، چاپ تهران ، شماره ٧ سال ١٣٢٤ ش

( ٦ ) نقل ازلغتنامۀ دهخدا ، جلد ١٦ صفحه ٩٥  .

( ٧ ) فرهنګ ګيلانی ـــ بخش پنجم صفحه ٥٥٠ چاپ ١٣٣٨ ش

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!