منډيګک
افغان تاريخ

له میوند سره د شر لوک هولمز د پولیسي ناولونو تړاو

0 117
په ۱۸۸۰ع کال د افغان او انګریز ددوهم جنګ په ترځ کی د برتانوی ځواکونو او د افغان د منظم پوخ او ولسی جنګیالو تر منځ د میوند کلی ته نژدی یوه خونړۍ جګړه وشوه چی په پایله کی ېی انګریزی پلیو او سپرو قطعاتو ته درانه تلفات واوښتل او کندهار ته په تېښتی مجبور شول. د میوند جګړه د افغانستان او برتانیې په تاریخ کې دیوې وتلې پوځي کار نامې او خورا اغیزمنې پېښې په نامه ثبت شوې ده . د انګریزي پوځ او افغاني جنګیالوترمنځ دا د تقریبآ پنځو ساعتو خونړۍ مقابلې په ډیرو راتلونکو پوځي بدلونو نو  اغیزه وکړه. افغانان او انګریزان دواړه “ میوند ” ته دیوې حماسې په سترګه ګوري او اثریې د دواړو ولسونو په فرهنګ کې څرګند ښکاري . ملالۍ ته دمنسوبو لنډیو نه نیولې بیا لندن ته نژدې په ریډنګ کی د «میوند د زمری» تر آبدې پوری؛ په کابل کې د میوند د څلي نه بیا د انګلستان په سالزبېري کې د برکشایر د غونډ تر موزیمه پورې[1] ؛ د میوند یادونې ژوندۍ پاتې دي.

د میوند دجګړې د سیاسی، تاریخی او پوځی جریان په باب په ډیرو ژبو لیکنی شویدی. په دې لړ کی د میوند د پوځی ځانګړتیاوو په باب زما څیړنه په انګریزی ژبه څو کاله پخوا د امریکا د اردو په مجله کی خپره شوه او بیا دغه څیړنه ډ برتانیې د پوځی تاریخ په کتاب کی د یو ځانته فصل په توګه نشر شوه.[2] مګر د شر لوک هولمز(Sherlock Holmes)  د پولیسي ناولونو سره ددې مهمې تاریخي پېښی دتړاو په باب ، حد اقل په افغانستان کی ، چندانی څه ندی لیکل شوی.

د شر لوک هولمز(Sherlock Holmes)  د پولیسي ناولونو یو اصلي قهرمان (ډاکتر جان واټسن) په حقیقت کې دیوه انګرېز ډاکټر د کیسو نه چې په میوند کې زخمي شوی و، جوړ شوی دی. دغه ډاکټر چې اصلي نو م یې ډاکټر پریسټن (Preston)  و، د انګرېزي پلي ۶۶م غونډ جراح و او د جګړې وروسته د معیوبۍ له کبله له پوځ نه خلاص شو او په لندن کې یې واړول. هلته دی له نامتو انګرېزلیکوال سرارتر کونان ډویل (Sir Arthur Conan Doyle)  سره اشنا شو او دغه اشنایي د ډویل په ناولونو کې د شرلوک هولمز دخیالي پولیس د تخلیق سبب وګرځېد.[3] دغه ناولونه چې له ۱۸۸۷ نه تر ۱۹۲۷ پورې لیکل شوي دي د میوند له نامه سره په دې تړلي دي چې د کیسو مضمون داسې یوه چاته منسوب دی چې له میوند نه ژوندی راوتلی و. نن  په نړۍ کی د شر لوک هولمز(Sherlock Holmes)  د پولیسي ناولونو د شوقیانو څه باندی یو زر«۱۰۰۰» ټولنیز کلپونه موجود دی چی په هغو کی د میوند نوم تلپاتی ګرځېدلئ دئ. په همدې سلسله کی د امریکا د نبراسکا په ایالت کې د شرلوک هولمز د ناولونو د شوقیانو  یوکلب “دمیوند جزایل Maiwand Jezails ” نومېږي. جزایل په نونسمه پېړۍ کې یوه شډل افغاني ساخته ټوپک ته ویل کېدل او ډاکټر پرسټن دهمدې ډول وسلې په ګولۍ زخمي شوی و. څه کم نیمه پېړی پخوا د دې کلب غړو غوښتل چې په میوند کې د هغه نامعلوم غازي په نامه یوڅلی جوړ کړي چې ډاکټر پریسټون یې ویشتلی و. خو د افغانستان وروستیو پېښو د دې کارامکانات له منځه یو وړل.

دمیوند جزایل Maiwand Jezails “

د میوند جګړې په راتلونکو سیاسي،ستراتیژیکي،اوپراتیفي او تکتیکي جریاناتو باندې د لنډې او اوږدې مودې اثرات پرېښودل. په سیاسي لحاظ دې جګړې انګرېزان دې ته راوستل چې د افغانستان د سیاسي تجزيې نه لاس واخلي او په کندهار کې دیوه بېل انګرېز تابع حکومت د جوړولو نه ډډه وکړي. د میوند سم د لاسه ستراتژیکي او اوپراتیفي اثر په افغانستان کې د انګرېزانو د پوځونو په عملیاتو کې بدلون راوست. دمیوند دجګړې نه مخکې ټاکل شوې وه چې په کابل، ننګرهار او پکتیا کې د انګرېزانو پوځ په دوو برخو له ملک نه و ایستل شي. په دې لړ کې جنرال ستیوارت د پوځ یوې برخې سره خیبر له لارې او جنرال رابرتس دبلې برخې سره د کورمې له لارې هند ته روان وو،خو په میوند کې د انګرېزانو ماتې دانقشه بدله کړه او فیصله وشوه چې جنرال رابرتس له یوې فرقې سره کندهارته لاړ شي او هلته د سردار ایوب خان سره په مقابله کې د کندهار د انګرېزي پوځ ملاوتړي.

د برتانوي هند په پوځ باندې د میوند د جګړې د اوږدې مودې اغېزه هم د پاملرنې وړ ده. په میوند کې د بمبیي پوځونو جنګې کمزورتیا او سستي د هغو انګرېزي پوځي مشرانو خبره پخه کړه چې غوښتل یې په هندي پوځ کې زیاتره دشمالي هند جنګیالي قومونه (سیکان،پنجابیان،ګورکه ) بهرتي کړي. په را وروسته کلونو کې دبمبیي پوځ غونډونه ورو ورو له صحنې ووتل اود میوند د جګړې نه پنځلس کاله وروسته د بمبیي پوځ یو مخې لغوشو.

د میوند د جنګ د شهیدانو په افتخار څلی:
د میوند کلی د کندهار د ښار د شمال غرب په ۴۵ میلي کی پروت او د میوند په نامه د کندهار د ولایت په ولایتي تشکیلاتو کی یوه لویه ولسوالي هم د میوند په نامه سته چي د ولسوالۍ مرکز یې د کندهار- هرات پر لویه لاره د کشک نخود په ساحه کي موقعیت لری.
کوم وخت چه محمدګل خان مومند (دکندهار ريس تنظیمه) د میوند د جنګ د شهیدانو په یاد د دغه منار او باغ د جوړولو طرح عملي کوله، نو هغه ځائ چه د ده ورسره ملګرو انتخاب کړئ، مځکه یئ د میوند په محمدزو “د فريد ميوندي په کورني” پوره اړه لرله.
د نوموړې پروژې کار په ۱۹۳۲ میلادي کال کی تکمیل سو. د شهیدانو څلی ټوله د میوند د سپین غره د ډبری څخه په ډيره ښایسته هندسی شکل جوړ سوئ دئ. اول د مځګی د سطحي څخه دوه یا درې متره یو لوړ تراس لری چه د څلورو خواؤ څخه ډبرینی ځینې ورختلي دي. او بیا د دغه تراس د منځه څخه یو مخروطي شکله جګ څلی یا منار لوړ ختلئ دئ. ددغه تراس څخه د شااوخوا زراعتي شنو مځکو ، باغو، او د نورو کلیو او دښتو نظاره هم کېدلائ سی. د انارباغ شااوخوا هم یو دېوال را چاپېر سوئ دئ او یوه عمومی د موټر دروازه لری. د څلي و جنوب ته د شهیدانو قبرونه او شمال ته یې د انارو ګڼ باغ دئ.
د فريد ميوندي څخه نوټ
میوند واټ، کابل، ۱۹۶۲
[1]د برکشایر غونډ د انګرېزانو د هماغه پخواني ۶۶م پلي غونډ وروستی نوم دی چې په میوند کې تباه شو.ددغه غونډ په موزیم کې چې اوس د انګلستان په سالزبیري کې واقع دی دمیوند دجګړې ډېر اثار ساتل شوي

[2] Raugh, Harold E., Jr. Ed. The British Army 1815-1914, (The International Library of Essays on Military History), Ashgate Publishing Co. October 30, 2006 October 30, 2006

[3] و ګوري تاډیوس هولټ  ) (Thaddeus Holt، ته په افغانستان کې وي؟ I perceive you have been in Afghanistan. د پوځي تاریخي درې میاشتنۍ مجله، لندن،۶۰۱۱۴(۲)،۳۷-۳۲ مخونه.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!