منډيګک
افغان تاريخ

افغانستان څنګه جوړ سو؟

0 13

د اوسني افغانستان سیمی تل یو سیاسی ـ جغرافیوی سترتوب لرلی دی چی له امله یې د هېواد  برخلیک  پورته ـ کښته سوی دی . دا د ختیځ او لویدیځ تر منځ او په جنوب کی د هند د نیمی وچی خوا ته د سوداګرۍ او کوچېدنو « څلور لارﺉ » ګڼل سوی دی . له همدې ځایه بېلابېل یرغلګر دوری یا هوری تیر سوي دي .  د اتلسمی پیړۍ تر نیمایی پوری شیبانی او استراخانی ازبکی دولت د آمو له پوری غاړي څخه ، ایرانی صفویان له جنوبه او هندی مغولان هم له ختیځه خپلی واګي تر دې ځایه راغځوی او نننیً افغانستان تر خپلو منځو سره نښتېځي . دغو ټولو پیړۍ شموله تیریو او پوځ کښیو افغانان سَوکه سَوکه زیږه او توند خویه کړل ، د آزادۍ په اهمیت یې پوه او پر هغه یې میَن کړل .

د هېواد په ختیځو سیمو کی د مغولو پر ضد د روښانیانو او وروسته د خټکو آزادۍ غوښتونکې مبارزه په ټوله اوولسمه پیړۍ کی دوام کوی . دا غورځنګ که څه هم خپل وروستي بري ته و نه رسېد خو د راتلونکو غوڅو ګام اخیستونو لورﺉ یې وټاکیً .

په کندهار کی آرغونی محلی واکمنانو ، په ارغسان کی ابدالي محلی واکمنانو او په زابل کی هم توخي محلی واکمنانو پرله پسې د هندي مغولو او ایراني صفویانو سره ډغري وهلي دي یا دا چی د هغوی په وړاندی یې خپلو سیمه ییزه حکومتونو ته پایښت ورکړی دی .

 

افغانانو د حاجی میرویس په مشرۍ د اتلسمی پیړۍ په لومړیو کی د ایراني صفویانو پر ضد د هېواد په جنوبی سیمو خصوصأ کندهار کی د یو ګړندي خوځښت په ترڅ کی د هېواد  دا ټوله سیمه له متعصبو ایراني یرغلګرو څخه پاکه کړه او په دې ډول یې د روښانیانو او خټکو اوچت کړﺉ مشعل خپل ټاپي ته ورڅرمه کړ . هوتکي دولت ( د ۱۷۰۹ څخه تر ۱۷۳۸ پوری ) د معاصر افغانستان د ملی جوړښت لومړنی بنسټ بلل کیږی ، ځکه ټوله پښتني سیمه ییزه حکومتونه په یو نسبتأ لوی مرکزی دولت کی ( چی د فراه څخه تر کندهار ، زابل ، غزنی ، پکتیا ، ګومل ، دیره اسماعیل خان ، مُلتان او د بولان تر درې پوری خپور و ) سره یو سول چی په ۱۷۱۳ کی د ډیلي مغولی دولت په رسمیت هم پسی وپیژندﺉ .

 

هلته په هرات کی عبدالله خان ابدالي ( په ۱۷۱۷ کی ) یو ټینګ محلی حکومت پسی تأسیس کړ چی په هغه کی غوریان ، کهان ، مرغاب ، بادغیس ، غور ، اوبه ، او د فراه څه سیمی شاملي وې .

خو د پښتنو خپل منځي سیالۍ په عام ډول او د کندهار د هوتکی او د هرات د ابدالی واکمنو تر منځ هم تربګنۍ په خاص ډول د ایراني مات سوي غلیم جسد بیرته د هوا څخه ډک کړ . نادر افشار د پښتنو خپل منځي سالیو ته زیاته لمن ووهله . هغه زیار ویوست چی د کندهار او هرات خپلواک حکومتونه په هره توګه چی کېده یو پر بل یرغلیز کړي وای او په دې ډول یې هر یو په وار سره خوړلی وای .

نادر همدغسی هم وکړه . په ۱۷۲۷ کی یې خراسان د ملک محمود څخه ونیوﺉ ، پر هرات یې درې ځله ( په ۱۷۲۷ ، ۱۷۲۸ ، ۱۷۳۱ کی )  یرغلونه وکړل . ده هرات کلابند وساتی او فراه ته متوجه سو تر څو د هرات او کندهار ارتباط یې غوڅ کړی وای . ځکه ، پر هرات باندی د ده د حملو له امله د کندهار لخوا هرات ته لویی پوځی مرستی ورکول کېدې او هغه د دې څخه دا اخیسته وکړه چی د یو راتلونکي « پښتنی پیوستون » څرک را زرغونېدونکی دی . خو په ۱۷۳۱ کی درو غیر طبیعی پیښو د نادر افشار د تلوسې سره ټینګه مرسته وکړه :

الف ـ  دلاور خان تایمنی د خپل درې زره کسیز پوځ سره په کندهار کی د شاه حسین هوتکي څخه بېل او د نادر سره مل سو .

ب ـ  ملی اتل سیدال خان ناصر د یو لوی پوځ سره کلابند هرات ته د خوراکي موادو د راوړلو په غرض له ښاره ووتی لاکن د بیرته راتګ پر مهال یې د نادر افشار پوځونو لاره بنده کړه او هغه هم مجبورأ سبزوار ته وخوځېد .

ج ـ  د فراه والی علی مردان خان ابدالي پر هغه ښار باندی د نادر برید د سختی ماتی سره مخامخ کړ خو پر ځای یې پخپله ځان پر ګدۍ  ټینګ کړ او په دې ډول د هرات او کندهار نښلوون خپل پخپله غوڅ سو .

 

نادر افشار تر پنځه میاشتنۍ کلابندۍ او سختو جګړو  وروسته په ۱۷۳۱ کی هرات ونیوﺉ او پر کندهار یې بریدونه پسی پیل کړل .

 

د شاه حسین پښتني ځواک نادر افشار ته په هر برید کی سخت تلفات اړول چی له همدې کبله نادر نوره عُقده هم پسی اخیسته . کندهار باالاخره تر څه کم یو کال سختی محاصرې وروسته په ۱۷۳۸ کی سقوط وکړ او د نادر پوځونه د سېل غوندی په ښار ورننوتل . دښمن دا ځل د ښار نر او ښځي له تېغه تیر کړل . په افغانستان کی د نادر افشار تر ټولو ناوړه عمل د کندهار د نامتو ښار ورانول او د خاورو سره برابرول و ، حال دا چی شاه محمود او شاه اشرف د ایران په جنګونو کی د هغوی هیڅ کوم ښار یا سیمه له منځه نه وو وړي .

 

نادر افشار بلخ او شمالی ولایتونه هم یو په بل پسی ونیول . کابل ، پیښور او جلال آباد یې هم اشغال او له هغې لاری هند ته وخوځېد او تر ډیلی پوری یې ټولي سیمی لاندی کړې . د نادر دغو سوبو په سیمه کی باالاعم او په ننني افغانستان او ایران کی باالاخص د ځواک نوي انډول او پراخ غبرګون ته لورﺉ ورکړ . په سیمه کی دا چی د ترکانو ، ماورأالنهری ازبکانو او هندي مغولانو لویی واکمۍ یې څپانده او بې سېکه کړې . په افغانستان کی دا چی د کندهار غلجی او د هرات ابدالی ګڼ قومونه یې د بهرني واک په وړاندی سره یو موټي او د پښتونخوا د یو واحد مرکزی دولت د جوړښت اړونده تلوسه یې سېکمنه کړه . په ایران کی دا چی اکثریت شیعه یې د نادري دولت سره تضاد ته ټېل وهل (  ځکه چی نادر اصلأ سُنی مذهبه ترکمن و ، چی شاه طهماسب ته د کودتا او تر قدرت نیولو وروسته یې په ۱۷۳۶ کی په ایران کی هغه ته رسمیت هم پسی ورکړ ) . دا لا څه ، په پوځ کی پښتنو ته د زیاتی ونډی په ورکړه سره دا کرکه خپل ټاپي ته ورسېده ، څو چی د ۱۷۴۷ د جون په لومړۍ لسیزه کی خپلو جنرالانو پسی ووژﺉ .

 

د یو واحد « افغانی » هېواد او یو « متحدالمرکز دولت » د جوړښت له پاره درو طبیعی او لایتجزا فکټورونو په افغانی ټولنه یعنی پښتونخوا کی لاس سره ورکړ :

لومړی ـ د خانانو یا ملکانو خپل منځي اړیکي او مکرر سوقیات ؛

دوهم ـ د مغولو او صفویانو په وړاندی د خانانو یا ملکانو غبرګون ؛

درېیم ـ د عام ولس نېغه ونډه او سرښندنه ؛

 

بنا پر دې ویلای سو چی په افغانستان کی د یو متحد مرکزی آزاد دولت د جوړښت له پاره کورني او بهرني شرایط د څه باندی یوې پېړۍ شواخون څخه وروسته نور نو چمتو سوي وو . په دې مانا چی د ټولي پښتونخوا اکثریت ولس له مودې مودې راهیسی یو خو دا چی د خانانو یا لویو ځمکه والو تر اقتصادی کښېکښنو او زیاتو لښکر کښیو لاندی سولېدل ، او بل دا چی خپل ټټرونه یې هلته د مغولی او دلته د صفوی تورو په وړاندی سپر کړي وو . ولس د دې ټولو ناخوالو څخه د خلاصون په خاطر له هره پلوه د یو غښتلي مرکزی دولت استقرار ته په بې صبرۍ سره چمتو او منتظر وو . پر دې سربېره ، هلته د افغانستان شاوخوا ته هم ځینو ګړندیو بدلونونو د دغسی یو « افغانی » دولت د چټک جوړښت سره مستقیم تناسب وموند ، لکه :

لومړی ـ په ایران کی د نادر افشار سره اکثریت شیعه جنرالانو ، مذهبی لارښوونکو او ملکی لویانو کرکه اخیستې وه او د ایران ولس د هغه تر سختو کړاوونو لاندی شپې سبا کولې . له همدې امله په ۱۷۴۷ کی د هغه په محض وژني سره د ایران له هېواده متعددي پاچهۍ راووتې ( د بېلګې په توګه : محمد حسین قاجار د خزر پر غاړو ، آزاد خان سلېمانخېل په آذربایجان کی ، هیراکیلوس په ګرجستان کی ، ابوالفتح او علی مردان بېل بېل په اصفهان کی ، کریم خان زند په جنوبی ایران کی ، علی قلی او بیا سید محمد متولی په خراسان کی خپلي خپلي پاچاهۍ اعلان کړې ) او ایران عملأ تجزیه سو .

دوهم ـ په بخارا او ماورأالنهر کی هم ازبکی او جنیدی حکومتونه د نادر افشار د زیاتو بریدونو له کبله په بېلابیلو ملوک الطوایفیو سره محکوم سوي وو . د خوارزم او ترکیې وضع له دې نه هم بدتره او په کورنیو قهارو ستونزو کی ډوب وو .

درېیم ـ هلته په هندوستان کی د مغولو تش په نوم دولت د مرګ او ژوند په حال کی و ، ځکه له یوې خوا مرهېټه وو ، له بلی خوا نادر افشار او په دې وروستیو کی سیکانو د هغه پایې لړزولي وې چی د خوځښت سېک یې نور نه درلود .

 

باید وویل سی چی دا ټول ګاونډیان هر یو په خپلو دردونو او نالان اخته وو . یو لا هم پر بل باندی د هر ډول برید توان نه درلود ، حال دا چی د پښتونخوا سیاسی ـ پوځی جوړښت په بیړه بشپړېدﺉ او د خپل منځي پیوستون بهیر یې ټاپي ته رسېدلی و .

شپاړسمه پېړۍ کي د افغانستان نقشه

د پورته حقایقو په نظر کی نیولو سره ویلای سو چی د یو مرکزی غښتلي دولت د تشکیل په خاطر د پښتنو سیاسی هلی ځلی د فوق الذکر بنسټیزه پرمختګونو او بدلونونو په وجه خورا پیاوړي او محض د نادر افشار په وژلو سره تحقق مومی . البته د ایران څخه د افغانانو د خورا غښتلي او منظم پوځ راوتلو او په کندهار یعنی د افغانستان په بین الاقوامی مرکز کی د هغه چمتوینه نوموړﺉ آرمان نور هم رانږدې کړ . د پښتنو د یوې پیړۍ سخته او له کړاوه ډکه مبارزه په دې پرمختیاوو سره کامیابۍ ته روانه سوه ، دا ځکه چی کورني او بهرني شرایط باالکل تیار وو ( چی پورته ذکر سول )  او هغه څه چی پاته وو صرف د یو « ټاکلي هیواد » او « واحد سیاسی جوړښتون » انتظام او اعلان و .

د افغانستان له لومړی موټرونو څخه

د ۱۷۴۷ په جون کی د نادر افشار تر وژل کېدو سمدستی وروسته افغان څلور زره کسیز غښتلی پوځ د خپل قوماندان احمد خان ابدالی او نور محمد خان علیزي د پریکړی له مخی کندهار ته وخوځېد ( د نادر افشار په لښکرو کی شپاړس زره پښتانه عسکر وو ، چی د نهو تنو پښتنو جرنیلانو له خوا اداره کېدل . افشار نادر د دغو پښتنو لښکرو پر یوه ډله باندی احمد خان ، د خانداني اصالت او اعتبار په لحاظ منصبدار مقرر کړی و ) . د دې پوځ بل لوی قوماندان نور محمد خان علیزی و چی دا مهال د کندهار د والي عبدالغنی خان الکوزي تر مړینی وروسته نادر افشار د دې ولایت د والی او په عین حال کی د ګڼ شمیر پښتنی سرتیرو د استخدامولو په غرض مؤظف کړی و .

شېر سرخ جرګه جرګه، د استاد برېښنا اثر

نور محمد خان علیزي او احمد خان ابدالي د غلجیو ، ازبکو ، ابدالیو ، هزاره وو ، بلوڅو او تاجکو خانانو ته وړاندیز وکړ چی یوه بیړنۍ جرګه جوړه کړي تر څو د هغې له منځه پاچا وټاکل سی . همداسی هم وسوه . د جولای په نیمایی کی د کندهار د اوسني ښار د جنوب ختیځ په دوه کیلو مترۍ کی د شیر سرخ په زیارت کی یوه درنه « لویه جرګه » جوړه او په هغې کی د ملت د راتلونکي برخه لیک مسأله په هر اړخیزه توګه وڅېړل سوه . په دې لویه جرګه کی د ملت د بېلابیلو نژادی ، قومی او مذهبی ډلو استازو خپله ټوله توجه پر څلورو عمده مسألو باندی متمرکزه کړه :

لومړی ـ د ملی یوالي مسأله : په دې معنا چی ټول قبایل او توکمونه باید د یو ملت په توګه سره متحد او پر یو مرکز باندی راغونډ سی . ټول به د « افغان » ولس په نوم سره نومول کیږی . او هم به د بېلابیلو قومونو څخه یوه ګډه جرګه ګۍ جوړیږی چی د قریب الانتخاب واکمن سره به په نږدې سلا مشوره کی وی .

دوهم ـ د سیاسی یووالي مسأله : په دې معنا چی د پښتونخوا بېلابیلي ټوټې او د ملوک الطوایفۍ بې مهاره سیمي باید د یو خپلواک او متحدالمرکز دولت په چوکاټ کی سره ګډ او یو غښتلی هېواد باید جوړ سی چی نوم یې وروسته « افغانستان » سو .

درېیم ـ د بهرنۍ تګلاري مسأله : په دې معنا چی د ایران  سره په هره توګه چی وی باید اړیکي وشلول سی ، ځکه چی ایرانیان او افغانان یو پر بل باندی واک نسی چلولای . . . او د ترکیې سره باید نږدې تماس وساتل سی .

څلرم ـ د یو باکفایته پاچا د ټاکني مسأله : په دې معنا چی یو تکړه ، مُدبر او خلاق شخصیت باید د نوي دولت په رأس کی غوره سی او ټول ملت به د هغه څخه هراړخیزه ننګه کوی .

 

استاځي ټول د اجندا د لومړیو درو مسألو د ټولو جزیًیاتو په سر ډیر ژر ګډي فیصلې ته ورسېدل مګر د وروستۍ جنجالي مسألې پر سر یې پوره نهه ورځي ووهلې ، دا ځکه چی ګډون کونکي د یو مطلوب شخص پر ټاکنه باندی نه سره جوړېدل .

فاینل ته نورمحمد خان علیزی ، موسی خان اسحق زی ، حاجی جمال خان بارکزی ، نصرالله خان نورزی او محبت خان پوپلزی راووتل . نور مشران یو د بل په ګټه د خپلو ادعاګانو څخه تیر سول او د فوق الذکر شخصیتونو څخه د یوه په پلوۍ او د بل په مخالفت سره ږغېدل . پر نهمه ورځ په داسی حال کی چی جرګه نور نو یو څپانده او ګواښمن حالت ته رسېدلې وه ، له نېکه مرغه د یو منلي روحانی شخصیت صابرشاه ملنګ د غوڅ تکل په نتیجه کی له خطره بچ  سوه ( ځکه نوموړﺉ د شیرسرخ د زیارت متولی و ، له دې کبله د ټولو استاځو د احترام وړ و ، او دا جرګه هم د همدې زیارت تر خوا روانه وه . ) د ځینو روایتونو له مخی څنګه چی ولسی مشران د پاچا کېدو پر سر خپل ترمنځ نه سره جوړېدل نو ټولو برخه والو نوموړي ملنګ ته صلاحیت ورکړ چی د خپل روحانی تحلیل او نفوذ له مخی د جرګې له منځه یو شخص غوره کړی او ټوله به هغه ته بیعت پسی کوی . صابر شاه هم د یو ګړندي عمل په ترڅ کی د جرګې له انګړه ووت ، د غنمو وږي یې پرې کړل او هغه یې د احمد خان په بګړۍ کی وټومبل او ورته ویې ویل چی دا ستا جیغه ده او ته د دوران پاچا یې ، او د جرګې غړو ته یې مخ واړاوه او داسی یې ورته وویل : « د خدای لپاره دا جرګې نوري بس کړﺉ ، جګړې مه کوﺉ ، خدای تعالی احمد خان په تاسو کی یو لوی او دروند سړﺉ او د عزت خاوند پیدا کړی دی . هغه په ټولو پښتنو کی په اصل هم ښه دی او قابل هم دی . نو د خدای کار مه ورانوﺉ ، که نه د خدای تعالی قهر به درباندی نازل سی . » د صابر شاه په دې عمل سره لکه پر اور چی اوبه توی سی ، جرګه غلې سوه او ټولو بېله هیڅ مخالفته دا ټاکنه ومنله او یو بل ته یې مبارکۍ  ورکړې . احمد خان وروسته له دې احمد شاه سو او د هېواد په تاریخ کی د لومړي او وروستي ځل لپاره په یوه دیموکراتیکه طریقه سره د هېواد واکمن وټاکل سو . هغه د خپل ستر مسؤلیت د منلو په هکله داسی وایی :

څه دروند بار د امانت دی      زه به څه پرې احمد شاه کړم

 

دا د جمعې ورځ ، د ۱۱۲۶ لمریز کال د اسد د میاشتي پنځمه وه ( یعنی د ۱۷۴۷ کال د جولای دوهمه نیمایی ) وه . په هماغه ورځ د جمعې د لمانځه پر وخت خطبه هم د احمد خان پر نوم پسی وویل سوه ( ۲۱ رجب ، ۱۱۶۰ هجری قمری ) .

 

هو ، په دې ډول د روښانیانو ، خټکو ، یوسفزیو . . . او هوتکو څه باندی سل کلنو مبارزو د یو خپلواک او متحد هېواد ( افغانستان ) د استقرار په هدف عملأ تحقق وموند .

احمد شاه ( چی وروسته د بابا لقب ورکړه سو ) ډیر ژر د ولسی مشرانو په مرسته یوه نهه کسیزه شورا تأسیس کړه چی د هغې په مشوره یې د یو دیموکراتیک دولت بنسټ کښېښود . ګڼ شمیر وزارتونه ، اداري تشکیلات ، ولسی جرګه ، اقتصادی پلانونه ، تخصیصیې ، عسکری تشکیلات ، دولتی نظامنامې ، دولتی نښان ، سِکه او مُهر . . . ( چی ټول د یو جمهوری دولت اساسات ګڼل کیږی ) یو په بل پسی ایجاد کړای سول .

 

د دې ټولو څرګندونو څخه دا ثابتیږی چی پښتني ټولنه د نورو پر خلاف د سوچه دیموکراسۍ پر اصل ولاړه وه او فعلأ هم ده . د پښتونخوا ، شهر صفا او شیر سرخ لویو جرګو یو سوچه ولسی روح لرلې او د هري یوې په برکت عظیم ترین او خطرناک ترین وطني بحرانونه په ډیر ښه ډول حل او رفع سوي دي .

 

خو په ۱۷۴۷ کی د معاصر افغانستان تر بنسټ ایښودلو وروسته احمد شاه بابا افغانانو ته دومره ستر افغانستان په میراث کی پرېښود چی مساحت یې څه باندی دوه سوه ملیونه کیلو متره مربع و ، خو نن د هغه لوی واکمن میراث متأسفانه  دومره کوچنی سوی چی په صرف اته لکه ( اته سوه زره ) کیلو متره مربع کی سره کښېکښل سوﺉ دی . دا لا څه ، د احمد شاه بابا امانت افغانستان نن د نا اهلو او بې کفایتو تش په نوم افغانانو له لاسه ډیر ځپل سوﺉ او وینی ترې بهیږی . دا چی وروسته افغانستان مسلسل توږل سوﺉ او څو څو ځله قیچي سوﺉ ، آن ځینو پردي پالو  خو اوس لا هم قیچی ورته نیولې ، نو بد خواهان یې باید پوه سي چی دا ټاټوبی که څه هم نن ډیر کوچنی سوﺉ دی خو  ولس یې کوچنی نه بلکی ستر او باعظمته دی .

 

هو ، نن پر افغانستان باندی په لږ توپیر سره د احمد شاه بابا تر سلطنت مخکنیً ناوړه آفت مسلط دی خو ملت به د یوې تاریخی اړتیا له مخی ژر یا وروسته انشاالله  ثانی احمد شاه لټوی ( چی فعلأ  یې هیڅ کوم څرک نسته )  څو چی هغه به د ځپلي او مظلوم ملت دارو درمل ته  ملا تړی او ځپلیً  ولس به د یوویشتمی پیړۍ د غوښتنو سره سم انشاالله تداوی کوی ـ و ما ذالک علی الله به عزیز، ( ن . صمد )

مأخذونه :

۱ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ، میر غلام محمد غبار ، ۱۳۴۶ ، کابل

۲ ـ احمد شاه وارث و مجدد امپرطوری افغانستان ( جلد اول ) ، عزیز الدین وکیلی پوپلزایی ، ۱۳۵۹ ، کابل .

۳ ـ آریانا دایرة المعارف ( جلد سوم ) ، اسد ۱۳۳۵ ، کابل .

۴ ـ د افغانستان نومیالي ( درېیم ټوک ) ، عبدالرؤف بېنوا ، ۱۳۵۶ ، کابل .

۵ ـ د درانیانو امپراطوري « یو . و . ګانګوفسکی » ، ژباړن : پوهندوی دکتور ګل محمد نورزی ، ۱۳۵۷ ، کابل .

۶ ـ تاریخ مختصر افغانستان ( جلد اول ) ، پوهاند عبدالحی حبیبی ، ۱۳۴۶ ، کابل .

۷ ـ احمد شاهی شهنامه ، ناظم : حافظ مرغُزی . پیژندنه او تعلیقات : علامه اکاډیمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد . د متن سموَنه ، سریزه او لمنلیکونه : محمد معصوم هوتک ، ۱۳۸۷ لمریز ، کندهار .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!