منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان د تأسیس میاشت کومه یوه ده؟

د شېر سرخ جرګې انځور، انځورګر: غفور برېښنا
0 14

دا معلومه او ثابته ده چی معاصر افغانستان په ۱۷۴۷ کی تأسیس سوی دی ، خو په کومه میاشت کی ؟ ډیر تاریخی آثار ښیًی چی افغانستان د ۱۷۴۷ په اکتوبر ( میزان ) کی تشکیل سوی دی . مګر لږ منابع وایی چی یا ، د افغانستان د رسمی اعلان میاشت د ۱۷۴۷ د جولای دوهمه نیمایی  ده چی د اسد د میاشتی د لومړۍ لسیزي سره سمون لری ، او زه شخصأ هم په دې نظر یم .

خو که یو شمېر مهمو او مشهورو تاریخی آثارو ته مراجعه وکړو ، نو و به ګورو چی د افغانستان د تأسیس د میاشتی په ارتباط درې عمده روایتونه شته دي . البته ټولو آثارو د احمد شاه بابا د پاچا کېدو میاشت ښودلې ده چی موږ هم ځکه غواړو هماغه میاشت د معاصر افغانستان د تأسیس نېټه وبولو چی د ملت « لویی جرګې » په یوه خوله او یوه رایه او یوه فیصله سره دا کار وکړ . دغه درې روایتونه په دې ډول دي :

 

۱ ـ ډیر تاریخی کتابونه د شیرسرخ د لویی جرګې او د احمد شاه بابا د پاچا کېدو میاشت اکتوبر ( میزان ) بولی . خو تقریبأ هر اثر دا انګېرنه یو له بل نه پور کړې ده .

د شېر سرخ جرګې انځور، انځورګر: غفور برېښنا

۲ ـ د ځینو تاریخ پوهانو له بیانه داسی ښکاری چی احمد شاه بابا ته په جولای کی لا د خپل هغه څلور زره کسیز پوځ د قوماندانانو لخوا د لارې پر اوږدو بیعت سوی و چی د ده سره په خراسان کی د نادر افشار تر وژل کېدو وروسته کندهار ته را روان و . هغوی ادعا کوی چی لویی جرګې وروسته دا کار په اکتوبر کی پسی تایید او تصویب کړ . البته دا ادعا مستنده نه بلکی پر ګومان ولاړه ده چی ابوالحسن ګلستانه او صدیق فرهنګ یې مبلغین دي .

 

۳ ـ لږ آثار په دې رایه دي چی احمد شاه بابا په جولای کی د شیرسرخ د لویی جرګې پر مهال پاچا سو . یعنی دا چی نوموړې لویه جرګه اصلأ په جولای ( یعنی اسد ) کی دایر سوې ده ، نه په اکتوبر ( یعنی میزان ) کی .

 

ښه به دا وی چی پخپله یې د احمد شاه بابا د رسمی مؤرخ له یو روایته راپیل کړو : محمود الحسینی چی د احمد شاه بابا په دربار کی د منشی دنده لرله او بیا د دربار د رسمی مؤرخ په توګه وټاکل سو ، د اعلیحضرت سره په ټولو سفرونو ، سوقیاتو او جګړو کی ملګری و . الحسینی د احمد شاه بابا تر قیادت لاندی د هری ورځی ټول واقعات او جریانات لیکل چی خپل دا اثر یې د « احمد شاهی تاریخ » په نوم سره تدوین او تألیف کړ . الحسینی د خپل دغه کتاب په لومړي ټوک ۱۷ ـ ۱۸ مخونو کی داسی لیکی :

 

« انحضرت که از قدیم الایام بزرګی و اختیار ایل جلیل درانی را از ابأ و اجداد بزرګوار بمیراث یادګار داشتند کی اطاعت غیر را بر خود ګوارا میکردند ؟ تمامی خوانین عظام و رؤسا و سرکردګان والا مقام بعد از مصلحت و کنګاوش از خواص و عوام به جمعیت و ازدحام تمام وارد درګاه سپهر احتشام ګردیده متفق اللفظ و الکلمه استدعای جلوس میمنت مأنوس اقدس بر اورنګ سلطنت موروثی نمودند . هر چند طبع بلند و همت اسمان پیوند انحضرت که همای همایون بال سعادت دو جهانی را در شکارګاه فقر و درویشی صید دام ګوشه نشینی و عزلت اندیشی خود ساخته بود از قبول مستدعیات ایشان ابا و استنکاف فرمود ، فایده یی بر ان مرتب نګردید ، و ایستادګی واصرار آن جماعت از حد ګذشت . معهذا درویش عاقبت اندیش تجرد کیشی موسوم به درویش صابر از بدو حال نظر به ملاحظه انوار عظمت و دولت و کامرانی و اقبال از ناصیه احوال فرخنده مال از خدیو بیهمال همیشه مانند نصرت و اقبال ملازم رکاب هلال مثال ، و پیش از وقوع قضیه قتل نادر شاه به الهام ملهمان غیبی عرض کرده بود که شادروان قصر دولت خدیو سکندر منزلت وقتی بر سر پا خواهد شد که سراپا دولت نادری سرنګون شود ، و در آن روز انحضرت را به این نوید سراسر امید بشارت داده ، همه جا در موکب همایون حاضر و ناظر میبود ، در آن روز از میان فرق سر کردګان ظاهر ګردیده ، در اثنای استدعا و التماس مردم ، و ابا و استنکاف خدیو جهان ستان ګیاه سبزی به دست ګرفته ، بجای جلیقه بر ګوشه کلاه انحضرت استوار ساخته این خطاب مستطاب را تکرار نمود ، نظم :

کای قبای پادشاهی راست بر بالای تو       تاج شاهی را فروغ از لؤ لؤ لا لای تو

آفتاب فتح را هر دم فروغی میدهد            در کلاه خسروی رخسار مه سیمای تو »

په پورتني مهم او تاریخی سند کی مؤلف چی د احمد شاه بابا د دربار د پیښو لیکونکی و ، ادعا کوی چی د لویی جرګې مشرانو د احمد خان څخه وغوښته چی د خپلي میراثی لوړي کورنۍ په تقلید چی ټول حاکمان او والیان تیر سوي وو ، دغه پاچهی قبوله کړی خو احمد خان د دوی غوښتنه نه منله څو چی صابر شاه ملنګ په خپله اراده او فیصله سره مداخله وکړه ، یو شین بوټی یې راوړ او د احمد خان په خولۍ کی یې نصب کړ .

د دې بیان څخه پنځه مهم ټکي په لاس راځی :

۱ ـ په دې روایت کی ځکه باید څه نا څه مبالغه او مدح شامله وی چی هغه د احمد شاه بابا د پاچهۍ پر مهال د دربار د رسمی مؤرخ د قلم محصول دی .

۲ ـ روایت دا ادعا کوی چی ټولو قومی مشرانو او مخورو د احمد خان څخه په ټینګار سره وغوښته چی دغه « موروثی » پاچهی قبوله کړي خو احمد خان د خپل لوړ همت او مېړانې سره سره د پاچا کېدو څخه انکار کاوه . دا ادعا ځکه د تأمل وړ ده چی تقریبأ ټولو تاریخی اسنادو څرګنده کړې چی مخورو د خپلو ځانو لپاره پاچهی غوښته او همدا علت و چی جرګې نهه ورځی دوام وکړ څو چی باالاخره صابر شاه د احمد خان په ګټه مداخله وکړه .

۳ ـ دا روایت څرګندوی چی صابرشاه د پخوا څخه د احمد خان سره پیژندل او هره خوا به یې د سفر ملګری و .

۴ ـ روایت دا ادعا هم کوی چی صابرشاه حتی د نادر افشار د ژوندون پر مهال لا احمد خان ته د نادر د ځای ناستي په توګه د پاچا کېدو پیش بینی کړې وه .

۵ ـ روایت څرګندوی چی صابرشاه یو شین بوټیً ( ګیاه ) راوړ او د احمد خان په خولۍ کی یې ورنصب کړ . دا څرګندوَنه بل اثر نه ده تایید کړې بلکی ټول تاریخی مدارک وایی چی هغه د غنمو وږی و ، نه شین بوټی ، او هغه یې د احمد خان په بګړۍ کی وټومبی نه په خولۍ کی .

 

په هر حال ، د دې مبحث اصلی مقصد د احمد شاه بابا د پاچا کېدو نېټه ده چی هغه د ۱۷۴۷ کال کومه میاشت ده . ځکه ، هماغه میاشت اصلأ د معاصر افغانستان د تأسیس او تشکیل نېټه هم ده چی سپړنه او لټوَنه یې ضروری ښکاری . په دې اړه ، لکه مخکی چی وښودل سوه ، بېلابیل روایتونه شته دي . خو یو څه چی ډیر واضح او ثابت دی هغه دا چی د پیښو بهیر دا راښیًی چی دغه کار د نادر افشار تر وژل کېدو ډیر ژر وروسته سوی دی . احمد خان د نادر د وژني سره سم د خپل ټول افغانی پوځ سره مخ پر کندهار را وخوځېد . د دې لپاره چی څه ځنډ پیښ نه سی نو د مشهد څخه د هرات د لارې پر ځای د فراه د  فرعی لارې څخه کندهار ته راورسېد . نادر افشار د ۱۱۶۰ هجری قمری کال د څلورمی خور پر یوولسمه د یکشنبې په شپه ( د ۱۷۴۷ د جون د نهمی او لسمی تر منځ شپه ) د مشهد په مضافاتو کی « خبوشان » ته نژدې ووژل سو . احمد شاه بابا د ګندا سنګ د ( احمد شاه درانی ) نومی کتاب د ۲۱ می صفحې له مخی د جولای پر ۱۵مه محمد حسین اپریدي ته د ځان د پاچا کېدو خبر ورکوی . په دې حساب د « خبوشان » څخه تر کندهار پوری د احمد خان او د هغه د پوځ لخوا څه باندی یو زر کیلو متره واټن طی کول او بیا دلته پاچا کېدل ټول تقریبأ پنځه اوونۍ په بر کی نیسی او دا څه ناشونی کار نه بلکی د وطن د برخلیک او د ملت د خلاصون په تکل کی دا ګړندی سفر یوه عادی خبره ده .

 

پوهاند علامه رشاد د احمد شاه بابا د پاچا کېدو یعنی د معاصر افغانستان د تأسیس نېټه داسی راښیًی :

 

« . . . احمد شاه بابا . . . د ۱۱۶۰ هجری قمری کال د رجب د میاشتی تر اتلسمی ، د ۱۷۴۷ عیسوی کال د جولای تر ۱۵ . . . څو ورځی پخوا د کندهار په شیرسرخ کی پر تخت کښېنستلیً او له هغې ورځی څخه یې د پاچهۍ خطاب موندلی دی . » ( احمد شاهی شاهنامه ، ۴۹۸ ـ ۴۹۹ مخونه ) .

 

مغفور او مرحوم علامه رشاد حق په جانب دی او زه د هغه ستر شخصیت د شاګردانو شاګرد هم له پخوا نه په همدې نظر یم ، یعنی دا چی د معاصر افغانستان د تأسیس میاشت جولای ( اسد ) ده . ځکه : ټول تاریخی آثار او پوهان په دې نظر دي چی د احمد شاه بابا پاچا کېدنه یو تاریخی ضرورت و . هغه په دې مانا چی دا د روښانیانو ، خټکو ، یوسفزیو . . . او هوتکو د رارواني آزادۍ غوښتونکی مبارزې عملی تحقق ، او د محلی پوځ کښیو او خپل منځي قبایلی سیالیو او دښمنیو څخه د ولس د خلاصون ځواب و ، نه دا چی هغه ګواکی  یوه تصادفی او ناڅاپی پيښه وه .  موږ  ټوله افغانان  هم سل په سلو کی په همدې نظر او عقیده یو . ښه ، چی داسی ده نو اوس به درې هغه عمده استدلالونه چی دا میاشت اسد ګڼی ، مختصرأ داسی عرض کړم :

 

۱ ـ موږ وایو چی د نوموړي افغانی دولت د جوړښت او اعلان لپاره کورني او بهرني شرایط باالکل آماده سوي وو چی په نتیجه کی یې احمد شاه بابا د پاچا په حیث انتخاب او هېواد د افغانستان په نوم اعلان کړه سو. نو چی داسی ده او موږ ټوله افغانان په همدې عقیده یو ، نو نادر افشار خو د ۱۷۴۷ د جون پر نهمه/لسمه شپه ووژل سو ( چی د ۱۱۲۶ لمریز کال د جوزا وروستۍ لسیزه کیږی ) احمد خان ابدالي بېله ځنډه د خپل څلور زره کسیز افغانی پوځ سره مخ پر کندهار وخوځېد . دا ځکه چی خپل پلرنی ټاټوبی یې  باید د پردیو له تیري نه په امن کړی وای ، د هغه خپلواکی او حاکمیت یې ساتلی وای او د یو دیموکراتیک مرکزی او سیاسی دولت جوړښت یې اعلان کړی او باالاخره د ایران څخه یې د افغانی پوځ سالمه را ایستنه ډاډمنه کړې وای . نو په دغسی نازک او خطرناک حالت کی چی د ملت د برخلیک د ټاکلو په نېک اقدام کی څومره ځنډ پیښېدﺉ هغومره  ملی ګټي د زیان آن خطر سره مخامخ کېدې . احمد خان ابدالي د خپل دغه لوی او پیاوړي پوځ سره د جولای په لومړۍ لسیزه ( یا د سرطان په اواسطو ) کی کندهار ته ورسېد ، په داسی حال کی چی استازي یې مخکی لا رارسیدلي او د یوې لویی جرګې د جوړېدو وړاندیز  سوی و . نو چی داسی ده ، پس درې نوري میاشتي ولی دا ټول کارونه ځنډیږی او ګواکی دا چی نوموړې جرګه ولی د اکتوبر په وروستۍ لسیزه کی دایریږی ؟ فلهذا دا جرګه په اکتوبر ( یا د میزان په وروستیو ) کی نه بلکی په جولای  ( یا د اسد په لومړۍ لسیزه ) کی جوړه سوې ده . ځکه چی د ملت د مرګ او ژوند یا سرنوشت ټاکلو حساسه مسأله وه ، څومره چی ځنډېده ، هغومره یې د اضمحلال او چاودېدو خطر موجود و .

احمدشاه بابا

۲ ـ دا چی ځینو تاریخی آثارو په دې اړوند د میزان یا اکتوبر میاشت ښودلې ده ، بېله شکه یې د خپل عصر پر  اسنادو ، مدارکو او نقل قولونو تکیه کړې ده . خو د هندي مؤرخ ګندا سنګ نامتو اثر ( احمد شاه درانی ) چی په ۱۹۵۹ کی په لندن کی خپور سوی او بیا په کابل کی په پښتو هم ژباړل سوی ، یو نوی سند وړاندی کوی . په دې سند کی  دغه میاشت اسد یا جولای ښودل سوې ده . د ګنداسنګ د روایت له مخی انند رام مخلص  چی د احمد شاه بابا همعصره دی ، په خپله تذکره کی محمد حسین اپرېدي ته د احمد شاه بابا یو لیږل سوﺉ لیک رانقلوی . په دې لیک کی هغه محمد حسین په خپل پاچا کېدو باندی خبروی . د دې لیک نېټه د ۱۱۶۰ هجری قمری کال د رجب اتلسمه ( یعنی د ۱۷۴۷ د جولای پنځلسمه ) ده . اوس نو ، ښه به دا وی چی دا وروستیً مدرک مؤثق وبولو ، ځکه هغه دی احمد شاه بابا پخپله د ځان د پاچا کېدو میاشت اسد یا جولای ګڼی . او که باالفرض دا څرک نه منو ، نو په هغه صورت کی د میزان یا اکتوبر میاشت هم تر سوال لاندی راځی او دا مسأله نوره پلټنه غواړی .

 

۳ ـ اوس به یو ډیر حساس او باریک دلیل ته راسم ، او هغه دا چی : موږ او تاسی ټول په دې عقیده یو او همدارنګه هر تاریخی اثر په تحقیق سره دا راته وایی چی د شیرسرخ د نهه ورځنۍ جرګې په پای کی صابر شاه د غونډي څخه بهر ووت او د غنمو وږي یې راوړل او د تاج په ډول یې د احمد خان ابدالي په بګړۍ کی وټومبل . ښه ، چی داسی ده او موږ ټوله په همدې ګروهه یو ، نو زما استدلال دا دی چی په کندهار کی د غنمو « لو » یا « رېبل » د جوزا په دوهمه نیمایی او د سرطان په لومړۍ نیمایی ( یعنی د جولای په میاشت ) کی تر سره کیږی ، نه د میزان په وروستیو یعنی اکتوبر کی  . د غنمو دا وږي د میزان په میاشت کی ( چی لو بشپړ سوی ، رشه اخیستل سوې ، منی شروع او د انارو موسم پیلېدونکی وی ) چیری د صابر شاه ملنګ په انتظار کی لا بیا هم ولاړ وو تر څو هغه یې وشکوی او په تلوار یې محضر ته راوځغلوی ؟! او دا به هم د موسم سره بې انصافی وی که ادعا وسی چی ګواکی هغه وخت به د کندهار غنم د میزان په وروستیو کی لا هم شنه ولاړ وو ! نه داسی نه ده . نه هماغه وخت او نه هم اوس د کندهار غنم هیڅکله د میزان په وروستیو یا د اکتوبر په نیمایی کی حتی هیڅ وجود هم نه لری . ځکه تر رېبلو وروسته فصل ټولیږی او  پر ځای یې بېله ځنډه بل موسمی کښت صورت نیسی .

او که باالفرض ادعا وسی  چی ښایی د لویی جرګې پر مهال به صابر شاه ته د غنمو  یو  وچ وږﺉ په لاس ورغلی وی ، نو دغسی ادعا به د دې درنې لویی جرګې لپاره یو سپکاوی وی چی کوم وچ او په خاورو لړلی وږی د یو معزز او نوي پاچا په سر کی نصب کړه سی . او که وویل سی چی ممکن صابر شاه به څو وچ وږي ساتلي وو ، دغسی ادعا هم د صابر شاه غوندی سیاسی ملنګ د کرکټر او طرزالعمل سره اړخ نه لګوی او په دې هکله هیڅ کوم سند یا روایت وجود نه لری .

یو ځل بیا د پوهاند رشاد بابا رایه را نقلوم چی د « حیات افغانی » د ۹۰ صفحې په لمن لیکه کی یې څرګنده کړې ده : « لوی احمد شاه بابا د ( ۱۷۴۷ ) عیسوی کال د جولای د ۱۵ دمخه پاچا سوی دی ، یعنی د دغه کال تر اکتوبر درې میاشتي دمخه پاچهۍ ته رسېدلی دی . »

 

ښایی  بې ځایه به نه وی چی د پوهاند رشاد بابا سره په دې ارتباط زما یوه مهمه خاطره رانقل کړم : زه د ۱۹۸۸ څخه د ۱۹۹۹ کال تر پایه په ډیلي کی اوسېدم او په ۱۹۹۷ کی یو ځل افغانستان ته ولاړم . هلته څو واره د علامه رشاد بابا په حضور مشرف سوم . یوه ورځ یې د خبرو پر مهال د افغانستان د تأسیس میاشت راڅخه وپوښتله او ما په ډیره عاجزۍ او بې جراتۍ سره همدا ورته وویل چی که ناراضه کیږﺉ نه ، نو زما حقیر له نظره هغه اکتوبر نه بلکی جولای ده . دا مهال علامه رشاد  بېله ځنډه په حاضر جوابۍ سره را څخه وپوښتل چی ولی دې د ( که ناراضه کیږﺉ نه ) ګوزار را باندی وکړ ؟ زه ډیر کم راغلم او سرځوړﺉ سوم . خو هغه ستر شخصیت را ولاړ سو او په غیږ کی یې ټینګ ونیولم او راته ویې فرمایل چی « ته لومړی ځوان یې چی دغسی جرآت مندانه جواب دې راکړ او بیخی دې زما د زړه خبره وکړه . » او زیاته یې کړه چی ته د مولوی سرور واصف په اولاده کی یوازینیً نفر یې چی د هغه پر لار روان یې او د هغه حق ادا کوې ، او وروسته یې د مجلس په اوږدو کی راته وویل چی ولی دغه مطلب خپرونو ته نه ورکوې ؟ ما هم وعده ورسره وکړه ، خو کله چی بیرته هند ته ولاړم نو د هماغه کال په نوامبر کی د جرمنی په کولن کی « د اوسني افغانستان د جوړېدو د دوه سوه پنځوسمی کالیږی » په ویاړ یو کنفرانس رابلل سوی و چی ښاغلي زرین انځور ما ته هم په هغه کی د لیکنی بلنه راکړې وه او ما هم د علامه رشاد صاحب هدایت او نصیحت پر ځای کړ او ده  ته می کابل ته  په دې اړه یو اطمینانی خط هم  ورولیږی . هو ،  د علامه رشاد بابا د لطف او پیرزوینی یاد دې تلپاته او د افغانستان د جوړښت میاشت یعنی جولای دې تلیاده وی . والسلام ، نثار احمد صمد

 

اخځونه :

۱ ـ تاریخ احمد شاهی ، مؤلف : محمود الحسینی المنشی ، جنوری ۲۰۰۱ ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور

۲ ـ احمد شاهی شاهنامه ، ناظم : حافظ مرغُزی ، پیژندنه او تعلیقات : علامه اکاډیمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد ، ۱۳۸۷ لمریز ، کندهار

۳ ـ حیات افغانی ، لیکوال : محمد حیات خان ، ژباړونکي : محقق فرهاد ظریفی او محقق عبدالطیف یاد طالبی . سریزه ، تحشیه او تعلیقات : اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد ، ۲۰۰۷ ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور

۴ ـ اوسنی افغانستان د خپل جوړښت په بهیر کی ( د مقالو مجموعه ) .  افغانی کلتوری ټولنه کولن ( جرمنی ) ، ۱۹۸۸ ، پیښور

۵ ـ مجمع التواریخ نادری ، مؤلف : ابوالحسن ګلستانه ، تهران ، ۱۳۲۰ شمسی

۶ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ، مؤلف : میر محمد صدیق فرهنګ ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی

۷ ـ د درانیانو امپراتوري ، لیکوال : یو. و. ګانکوفسکی ، مترجم : پوهندوی دوکتور ګل محمد نورزی ، کابل ، ۱۳۵۹ لمریز

۸ ـ احمد شاه درانی ، لیکوال : ګنداسنګ ، لندن ، ۱۹۵۹ .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!