منډيګک
افغان تاريخ

وياړونه ميوندونه

0 5

وياړونه ميوندونه (١)

د ميوند دتاريخي سوبي ديوسلوشلمي کاليزي دنمانځلودسيمينار خبرماته دسږکال داګسټ په وروستۍ ورځ راورسېد. ښاغلي انځور صاحب دهغوعناوينولست هم ورسره مل کړی و،چي درنو پوهانودځان له پاره غوره کړي وو . چي رشتياسي ماته دليکني لپاره څه نه وپاته . خودغي تاريخي غونډي ته تش لاس راتګ راته ښه نه ايسېدی . زماسرګردان ژونددومره مجال هم نه راکاوه چي په څه کم دوو مياشتو کي دي سيمينارته اوږده اوبکره څېړنه وکړم . نوپيازدي وي په نيازدي وي ، دغه دغره و د وره بيان مي وکيښ چي له تاسي درنوحاضرينوڅخه مخکي له مخکي بخښنه غواړم .

دتاريخي ميوندله نامه سره موږدافغان وانګليس له دوهمي جګړې راهيسي اشنانه يو ، بلکي دغه وياړلی نوم ان دغزنوي سلطان محمود په وخت لادخلکوغوږوته رسېدلی و (٢) . ددغه سترفاتح دانشمند وزيراحمدبن حسن له خپل نامه سره ځکه ميمندي کيښ چي (ميوند) يې دخالپوڅو(خاپوړو) سيمه وه . احمدميمندي دکندهار د ميوند اوسېدونکی ودغزنوي محمودپه دربارکي يې دوزارت رتبه درلوده او دنومړي سلطان سره يې په وړکينه يوځای سبق هم لوستی و . پلاريې هم په غزنوي شاهانوکي داقتدارڅښتن واودناصرالدين سبکتګين له خوادبست حاکم ټاکل سوی و . فاضل استادپوهاند رشادليکي : احمد بن حسن ميمندي دخپل لياقت په لحاظ دبغدادله درباره دشمس الکفات لقب ګټلی دی ابوالفضل بيهقي يې هم په خپل تاريخ کي د خواجۀ بزرګ په خطاب يادوي اودده دفهم ، لياقت اومېړاني په ستاينه کي يې ډېرڅه کښلي دي . عروضی سمرقندي هم دده دلوړي انشاء او فضيلت په باب په چارمقاله کي حکايتونه لري . لوی عالم اوپه عربي کي دستايني وړشاعراوليکوال و . دغزنويانوددربارملک الشعراءعنصری اوفرخی سيستاني دده په مدحه کي ډېري درنې قصيدې ويلي دي . دسلطان مسعودغزنوي په دربارکي هم دوه کاله وزيرو . په ٤٢٤ هـ ق کي په هرات کي مړسو اوقبريې په ميوندکي دی )) (٣) . وايي کله چي غزنوي سلطان دخواجه احمدبن حسن ميمندی دمړيني خبرواورېد ، ويې ويل ( اګربازفرختندی ، ماراهيچ ذخيرۀ ازودريغ نبودی ) . داحمدميمندي پرقبرباندي دميونددشهيدانوقبرونه راتاوسوي دي پرقبريې ګومبته ولاړه ده اوزيارت يې دعاموخاصومرجع ده . دخواجه احمدميوندي زوی عبدالرزاق ميوندي نومېدی دخپل پلارپه شان لايق اومدبرسړی و . دسلطان محموددلمسي سلطان مودودپه دربارکي يې دوزارت رتبه درلوده (٤) .

موږپښتنوته احمدبن حسن ميمندي په دې ګران  نه دئ چي دسلطان هم سبق اووزيرو اوهغه ورته د(رضاعي ورور) خطاب کاوه . يايې دميوندپه سيمه کي ژوندکاوه . پرموږباندي دغه دانشمندشخصيت ځکه ګران دئ چي له خپلي مورنۍ ژبي پښتوسره يې دزړه مينه درلوده . دهغې په ترويج وعملي کېدوکي يې هڅي کولې اوپه ليکنه کي يې دسوانۍ لپاره دهغې الفبې دترتيبولويا(سمولو) لپاره دخپل وخت پوهان ګومارلي وو . دنوښاراوسېدونکی قاضي خيرالله دخيراللغات په سريزه کي ليکي چي (( …. دسلطان محمودغزنوي په زمانه کي دده وزير(احمدبن)حسن ميوندي قاضي سيف الله وګماره چي دپښتوژبي الفبې جوړه کړي.نوموړي قاضي دعربي،پاړسياوپنجابي وسندهي ژبودالفباووپه مرسته دپښتوژبي دږغونولپاره توري وټاکل اوپه دې توګه لومړی واردپښتوالفبې منځ ته راغله .)) (٥) . که دقاضي خيرالله دغه روايت مستندوي (که څه هم وروسته يې دتواترله امله دثقه توب درجه موندلې ده)،نوپرپښتنوباندي ددغه ميوندي فاضل او دانشمند ډېراحسان پروت دئ .

د حسين ميمندي مقبره

ميوند چيري دئ ؟

دميوندکلی دکندهارښارلويديځ ته دهرات ــ کندهار دلويي لاري په شمال کي پروت دئ چي دپخوانيوتشکيلاتوله مخي يې د کشک نخودپه ولسوالۍ اړه درلوده . کله چي په افغانانوکي دهيوادملي وياړونوته ددرناوۍ اودهغودراژوندي کولوهڅه پياوړې سوه ، د کشکنخودولسوالي د(ميوند)په تاريخي نوم ونوموله سوه اودميوند دشهيدانوپرهديره منارهم جوړسو.

دميوندولسوالي دکندهارله ښارڅخه نزدې پنځوس کيلومتره ليري پرته ده . دخاکرېز،ارغنداب اوپنجوايي له ولسواليوسره ګډه پوله لري اولويديځ ته يې دهيلمندولايت واقع دئ . په لږاندازه دانګورواو سر درخته مېوو باغونه لري اوزياتره حاصلات يې غنم اونوري غلې دانې دي . په کرنه کي درودپراوبوسربېره له کارېزوڅخه هم کاراخيستل کېږي . کارېزونه يې ستردي اوپخې اوبه لري . ددغي تاريخي سيمي يوکلي تصويردانګلستان دIllustrated London News   خپروني د١٨٨٠ ع کال داګسټ پراوومه ( دميوندترغزالس ورځي وروسته ) خپورکړی دئ . اصلي متن يې د Daily Telegraph ورځپاڼي يوه خبريال ، چي وايي (( په سيمه کي ښه بلد و )) کښلی دئ . زه به ددغه تصويريوه برخه دلته رانقل کړم اوبايدزياته کړم چي داراضۍ اوسنۍ تشريح هم له ځينوجزئياتوپرته کټ مټ هماغسي ده لکه خبريال چي بيان کړې ده .

میوند

(( له ګرشک څخه سړک ترهيلمندروداوړي اودختيځ پرلورترکندهاره تقريباسيده غزېږي . تررودچي څوميله راتېرسئ ، مځکه پردواړو خواووباندي ډېره زياته ډبرينه ده . شمال ته يې له سړک سره موازي دغونډيويوځنځيرپروت دئ چي ورو ورو سړک ته رانزدې کېږي ، دځنځيردوې غونډۍ دکشکنخودله ناوې سره په لويديځ اوختيځ کي نښلي اونورځنځيردشمال لورته کږېږي . لويديځ پاڼ له سړک څخه يوڅه ګوښه دئ خوختيځ يې دومره ورڅرمه دئ چي سړک يې ورسره تاوکړی دئ . له دغه ځايه بياترحوض مدد پوري د٢٣ ميلوپه اوږدوکي غرونه له سړکه ليري کېږي اووروسته بيادارغنداوناوې ختيځه څنډه جوړوي … ترحوض مددپوري مځکه ورو ورومخ پرځوړځي اود کروندوپټي پيل کېږي چي په پای کي ټوله سيمه له غرونواوريګي دښت پرته شنه پټي دي . داسيمه زياته اندازه انګوري باغونه لري …. د ناوې ( دکشکنخودناوه ـــ م . هوتک ) دمرکزښی لاس ته له سړک څخه اته سوه متره ليري يوډول مسجد ليدل کېږي چي ديوه مسلمان پير يا روحاني زيارت ښيي . دغه زيارت ديوه غټ انګوري باغ په کونج کي پروت دئ اوباغ دزيارت ددروېشانوله خوا جوړسوی اوروزل کېږي  . په دغه ځای کي دسبردرې وني ولاړي دي چي له څه دپاسه يوميل فاصلې څخه له ورايه معلومېږي …. )) دازيارت به چي ( خبريال ) يې نوم نه دئ اخيستی ، په غالب ګومان دخواجه احمد بن حسن ميوندي وي . اوس دغه زيارت دکندهارــ هرات له لويي لاري څخه نه معلومېږي پخواددغي لويي لاري مسير زيارت ته نزدې واقع و .

دميوندزياتره مځکي دسردارکهندل خان داولادې ملکيت دئ . دغه کورنۍ ( دميوندپه محمدزو) مشهوره ده .

د ميوند د تاريخي جګړې  کرونولوژيک بيان :

سردارمحمد ايوب خان  ميوند ته تر خوځېدو مخکي اولس ته دغه پيغام خپور کړ. (( د حق د لاري ريښتينو سرتېرو ! موږ د خپل ښار کندهار د فتح  کولو پر لور خوځېږو. کندهار همدااوس زموږ د سر سخت پرنګي په لاس کي دئ چي ډېر ژر به يې د توري په زور و باسو او ښار به بيرته ونيسو . دښمن مو کمزوری او موږ غښتلي يو او ددې پر څنګ موږ د خپل کور او هيواد له پاره جنګېږو. دښمن مو د کلابندۍ له پاره نه  د خوړو په لحاظ او نه د وسلو له مخي تياری لري… هلی ، ورځ په ورځ پر مخ درومئ په دې عزم چي يا به سوبه ګټو يا به مرو)) (٦) . ددغه پيغام کاپياني يې له هراته تر کندهاره پوري کليو او قومونو ته ترمخه لا لېږلي وې. لندن دنيوز د ۱۸۸۰ کال د اګست پر اوومه د جګړې  لوري ته ددواړو خواوو سوقيات داسي بيانوي (( … د جون پر نونسمه ايوب خان له هراته راوخوځېد. څلورزره  پلي سر تېري. يو زر سپاره او دېرش توپه ورسره وو. پر دې سربېره يې د دريو زرو نامنظمو سپرو يوه قوه هم درلوده چي دده مخکښ ځواک يې جوړاوه او تر اصلي اردو يې يوه ورځ وړاندي حرکت کړی و. په توپخانه کي هر ډول غټ او کوچني توپونه وه چي د افغانانو په لاس جوړ سوي وه . خو لکه څرنګه چي علي مسجد موږ ته ثابته کړه ، ولايتۍ وسلې او يوه دانه اروپايي څلورپن  غرنی توپ هم ور سره و … کندهار ته ددغي خوځېدني خبر پر وخت ورسېد. والي( سردار شېرعلي خان . م ــ هوتک) له تقريبا څلورو  زرو تنو سره چي ټول افغانان او د کندهار د سيمي جلبيان ( Levies) وه د دښمن مخي ته هلمند ته استول سوی و. والي د خپل پوځ پر وفادارۍ شکمن و …  دو الي له خوا نوی غوښتل سوي قوې د جنرال بروس General Barrows  په مشرۍ حرکت ور وکړ(٧) . دغه لښکر د جولای پر نهمه والي ته ورسېد. له دغه لښکر سره ډګروال سينت جان Colonel St. John  هم ملګری و (٨). جنرال بروس د هيلمند رود په شمال او جنوب ، ختيځ او لوېديځ کي يو په بل پسې مورچلونه داسي جوړ کړل چي دده له مرکز کمپ ( ګرشک) سره د هر ډول مورچل فاصله د څلورو ميلو په اندازه وه . په دغه ځای کي دی د ايوب خان په انتظار کښېنوست…) )

 

زه به د جګړې له پاره د تياري او د جګړو د ډګر د رښتيني تصوير په برخه کي د هغه شخصي ياداښت لنډيز رانقل کړم چي په دغه جګړه کيد يو برخه وال انګرېز افسر له خوا خپل د سترګو ليدلی حال پکښي بيان سوی او په کندهار کي د ‍۱۸۸۰ م کال د جولای پر دېرشمه نېټه ليکل سوی دئ . دا ليک په جګړه کي د برخه والو افسرانو د شخصي ياداښتونو د هغي مجموعې په دريم فصل کي خوندي دئ چي Personal Records of the Kandahar Compain  نومېږي او د مېجراېش Major Ashe  له خوا په۱۸۸۱ م کال له لندن څخه د يو کتاب په بڼه خپره سوې ده . ددغه فصل سرليک ( د ميوند جګړه او ماته) دئ. بايد ووايم چي داليک د يوه انګرېز له خوا کښل سوی او څرګنده ده چي انګرېزي خواخوږي پکښې له ورايه ښکاري ، ليک يې عطفي کښلی او هڅه يې کړه ده چي د لوستونکو پاملرنه د انګرېزي پوځ بدي ورځي او ګويا مظلوميت ! ته ور واوړوي او په دې ډول يې د زړه سوي روحيه ور وتخنوي . خو هغه د چا خبره د ليک دکــــــــــــــــــــــــرښو ترمنځ ( Between the lines) ځيني داسي حقايق ځلېږي چي دهغو له مخي بايد افغانان په رشتيا سره د ميوند د زمرو په کارنامو ووياړوي . ددوی مېړانه، هيوادپالنه، د تهور تر بريده له سرونو سره لوبي کول او دغه راز له پوځي لحاظه د سردارمحمدايوب خان او د هغه د ملګرو قابليت او عالي رهبريت يې هغه واقعيتونه دي چي انګرېزي افسران هم ورباندي معترف دي . د السټرېټيډلندن نيوز جرېدې د ميوند د جګړې د خبرونو د خپرولو په ترڅ کي د ۱۸۸۰ کال د اګست د اوومي په ګڼه کي وليکل(( … موږ بايد له دې څخه منکر نه سو چي افغانان اوس د ايوب خان تر ښه قيادت لاندي د خپل مورني هيواد د خپلواکۍ او د خپلو راتلونکو واکمنانو د ټاکلو اود غه راز د خپلو ديني مقدساتو له مخي چي ددوی په نظر د نصاراوو د حکومت په لاس د يوه آزاد او مسلمان اولس د اېلولو او فتح کولو مخنيوی دئ، په زړه ورتيا سره د جګړې ميدان ته د رادانګلو په درشل کي دي..))

د ليک متن:

(( تاسي اورېدلي دي چي څه راز زموږ ملګري په هغه تلاښ کي ستومانه سول چي د والي( مراد يې والي شېرعليخان دئ. م. هوتک) په لښکرو توپونه او وسلې ولېږدوي او په هغه درانه تاوان هم خبرياست چي له دې بابته موږ ته ورسېد، خو زه بايد درته ووايم چي له دغو ياغيانو څخه پوره دوه زره تنه له خپلو وسلو مهماتو سره وتوانېدل د ايوب خان د لښکرو ليکو ته په هغه ځای کي ور واوړي چي(( لار)) نومېږي (٩) . دغه مهم اوښتو او دهغه له بابته موږ ته رسېدلي تاوان، ايوب خان ته ددې وس ورکړ چي په ډېر ډاډ سره زموږ سيمي ته را وړاندي سي. موږ هره ورځ د خپلو ګزمو او جاسوسانو له خولې بکوا، دلارام ، ښوراو( په متن کي شوره دئ. م . هوتک) او نورو هغو کليو ته د شهزاده د سواره نظام(Cavalry) د رسېدلو خبرونه اورېدل چي د فراه او ګرشک تر منځ په لار کي پراته دي . افغان سواره نظام چي رشتياسي ډېر منظم وو. هري سيمي ته چي به موږ خپلي ګزمې لېږلې، هورې به دوی ددغو ښکلو اسونو په ورتګ باندي متيقين وو او زموږ خبر رسان ډلګي به ددوی ورتګ ته هک پک تللي وو. دوی له دامان ، لار ، زرک او نور ډېرو وړاندي شمالي کليو څخه خپلو اسونو ته واښه او نور مواد تر لاسه کړي وو. موږ د مياشتي پر پنځلسمه باندي کشک نخود ته پر شاتګ پيل کړ( مراد يې له ګرشک څخه پر شاتګ دئ. م. هوتک) او ددې کار ستره موجبه زموږ په ټولو ليکو کي د ناباورۍ او د قهقرايي خوځښت شته والی و چي هغه بيا موږ يقين درلود چي په  مجموع کي زموږ د افسرانو له نظريو څخه راپيدا سوی نه ، بلکي تر زياتي اندازې د وايسرا  د پېشنهادونو زېږنده و.(۱٠) په ګرشک کي زموږ موقعيت ډېرټينګ و .مخ ته مو رود(هيلمند . م . هـ) ، دريو خواوو ته مو غونډۍ او څلرمي ته يو ژور پاڼ و. د موادو د کمښت بېره ليري وه او ماهيان پرېوانه وو. ددې پر څنګ کله چي موږ له رود څخه پر شا سولو ، ايوب زموږ څخه صرف د دوو ورځو مارش په اندازه ليري پروت و او په دې خبره موږ اوس پوه سولو چي دی زموږ پرشا تګ زړه ور کړ چي وړاندي سي . موږ لکه مخکي چي مي وويل، پر پنځلسمه باندي له هيلمنده رهي سو او پنځه ورځي وروسته د رود پر غاړو باندي د افغاني سپرو ليکي ودرېدلې. دمياشتي پر شلمه ايوب د خپل لښکر اصلي تنه هيلمند ته وهڅوله او له دريو ورځو تياري وروسته د مياشتي پر درويشتمه له ګرشک څخه د وولس ميله شمال ته له روده راپوري ووت. په دغو دريو ورځو کي موږ پر ده باندي بريد کولای سو. ايوبخان په حيدراباد(١١) نومي کلي کي تم سو. دلته هره ورځ د ناراضو قبيلو يو غټ شمېر چي زموږ پرشاتګ زړه ور کړي و. د کندهار د نيولو په نيامت ورسره يوځای کېده . پر دوه ويشتمه باندي ناڅاپه زموږ پريو شمېر سندي اس سپرو بريد وسو او دوه خويې لا ورک هم سول . په دابله ورځ موږ ددښمن سپاره تقريبا د خپل کمپ په منځ کي وليدل. خو پرڅلېرويشتمه مو ددوی  د نيولو له پاره تدابير ونيول .

په دې ترڅ کي جنرال بروس General Burrows  د مياشتي پر نونسمه يو واربيا خپل کمپ دښمن ته ددريو ميلو په واټن کي ورنزدې کړ. په داسي حال کي چي دښمن په بشپړه توګه ځای پر ځای او په ليکو کي يې د ديارلسو زرو جنګياليو په اندازه زياتوب راغلی و چي پر دغه شمېره باندي د سيمي لوټمار کليوال بيا بل سرباری و. پر درويشتمه باندي ايوب خپل سواره سنګر ته رادمخه کړل چي زموږ له کمپ څخه يې واټن تر څوارلسو ميلو زيات نه و. جنرال بروس په پای کي داسي ښکارېدئ چي خطر دي يې احساس کړی وي ځکه د کمپ ځای يې بدل کړ او مورچلي يې هغو ورڅرمه ودانيو ته نزدې جوړي کړې چي ما مخکي اشاره ورته کړې وه ( راوي په تېرفصل کي دغو ودانيو ته اشاره کړې ده . م. هوتک) او له هغوڅخه يې غوښتل چي د خپلو زخميانو ، باري څارويو او ګودام په توګه ګوياکار واخلي . اوس نو زموږ  موققيعت داسي و:

کشک نخود ، د ګرشک کندهار پراصلي سړک باندي زموږ له زاړه ځای څخه زيات و کم دېرش ميله ليري پروت دئ . دا کلی پريوه اواره ميدان باندي واقع دئ چي زياتره برخي يې د ويالو، انګوري باغو او ډبرينو دېوالو په واسطه سره کنډو او له دريو خواوو ( ختيځ ، لوېديځ او شمال)  څخه غونډۍ پر راتاو سوې ده .(۱٢) ايوب د حيدرآباد په سيمه کي له هيلمند څخه په راپوري وتلو سره ددې توان درلود چي زموږ د کمپ شمال ته ددغو غونډيو ترسپر شا ته پر مخ راتلل او غونډيو دده پرمختګ ورپټاوه او د ميدان له يو ګوښه کونج څخه يې ده ته دا موقع ورکوله چي تر ميدان تېرسي او زموږ په ښی لاس کي خپلي ليکي منظمي کړي . کلونل سينت جانز Colonel St.John’s  د معلوماتو له مخي خو ايوب د مياشتي پر درويشتمه لا په حيدرآباد کي و خو ددغي نېټې او اووه ويشتم تر منځ ده خپله لار بې له دې چي ودي ليدل سي ، سيخه د شمالي غونډيو په تهنو کي وهلې، زموږ تر ميدان تېرسوی او زموږ د کشک نخود تر کمپ درې ميله ليري يې ځان ميوند ته رسولی و، هغه ځای ته چي ده ته يې پرموږ باندي د بريد توان ورکاوه او هغه هم له دغه راز وژونکي نتيجې سره . د درويشمتي نېټې په سهار ددښمن د محافظينو رادمخه کېدلو موږ ته جدي تکان راکړ. د هغوی سپاره چي دوو توپونو او دوو زرو پليو سرتېرو يې ملاتړ کاوه راوړاندي سول چي زموږ سواره نظام له دوو توپونو سره ور وړاندي سول او په ډېره ښه توګه يې … پرشا کړل  د اووه ويشتم په سهار رپوټ راغی چي د ايوب سپاره د ميوند له لوري له هغې درې څخه چي په همدغه نامه يادېږي زموږ د کمپ پر خوا پر مختګ کوي … په هغه شپه ما هيڅ خوب ونه کړ او تر لمر ختو يو ساعت مخکي مي د خپلي خېمې مخي ته د سهار له ساړو څخه ګټه اخيستله چي ګالبريت Galbraith (۱٣) او د شپږشپېتم کنډک نور افسران زما ليدو ته راغلل.(١٤)  موږ د خپل کمپ پر موقعيت باندي وږغېدو او ددفاع له پاره مو د هغه موقعيت د ستايني وړ وموند او ددفاع له پاره بايد د خپلو سرتېرو شمېر دوه چنده کړو چي موږ ته د حيدرآباد د لاري په خوله کي د مورچلونو د جوړولو توان راکړي . کله چي موږ دغه خبري کولې، له امکانه ليري نه وه چي د ايوب جګړه مارانو دي په پټه خوله څکېدلو سره ځانونه هغو انګوري باغوته رسولي وو چي ددوی په ښی خوا کي واقع وو. زما پردې خبره بشپړ يقين و چي د همدغو باغو څخه به وروسته د توپکو او توپونو درنې ډزي کېږي.

 

د ورځي له روڼا سره سم شاوخوا ته امرونه وسول چي ځانونه وسله وال کړي . مخبرانو خبرراکاوه چي ميوندته پرنزدې غونډيو باندي او دغه راز د درې پرکيڼ اړخ ګزمې ليدلي کېږي . زموږ قطعات څنګ پر څنګ په منظمو ستونو کي ودرېدل او د سهار ناری په ولاړي ورباندي ووېشل سو په داسي حال کي چي سواره نظام د خپل ساده خوړو د خورک له پاره له اسونو راکښته سوي وو او پلي سرتېريو خپلي وسلي يوپربل کوټه کړې وې . اوس نو خبريالان راغلل او د ايوب د مخکښ ګارډ له خوا يې د ميوند د نيولو خبر راووړ.

هغه توپونه چي پر ميوند د جګړې د پاره اماده وه، خو ټول ئې افغانانو ته په لاس ورغلل.
عکاس: جان بورګ

جنرال بروس سمدلاسه وپتېيله چي ور وړاندي سي او دسهارپر اته نيمو بجو زموږ دوه توپه او د سپرو دريم سندي لښکر مخي ته ورولېږل سو. د نهوبجو په شاوخوا کي د ايوب د لښکرو له يوې برخي سره د توپخانې جګړه ونښتله . که څه هم زه په کمپ کي پاته سوی وم خو يقين مي و سره له دې چي مخي ته مو لکي بوکي مځکه پرته وه او زموږ د ډزو

مخه يې نيوله او سره له دې چي ددوی توپونه په شمېر هم زيات ، پرلوړو ځايونو باندي ځای پرځای سوي وو او ويل کېدل چي زموږ پرلښکرو يې اغېزه ډېره درنه وه خو بياهم زموږ موقعيت زموږ تر وروستيو حالتونو ډېرزيات غښتلی دئ . زموږ خپل توپونه لا ښه په خوند چلېدل چي افغان سپاره رامخ ته سول او توپونو ته يې د يوې شېبې له پاره لاس راورسېد. دښمن خپل پرمختګ ته دوام ورکړ او کله چي هغوی د درې خولې ته راورسېدل، ايوب د خپلو قطعاتو صفونه يو په بل پسې پر يوه ليکه باندي وتړل او څرګنده سوه چي هغه په مخ کي د ښوتنظيم سويو توپونو شپږ بطريې، په مرکز کي د پليو اووه رجمنټه ، درې نور په ريزرو  کي ، دوه زره سواره نظام پرښی اړخ او څلورسوه سپاره او دوه زره غازيان او ايله جاريان پرکيڼ اړخ او نور زيات سواره نظام او پلي پوځ په ريزرو کي لري . دغه رازيې توپونه په عاقلانه توګه  د شاوخوا غونډيو پر هرمناسب پاڼ باندي ځای پرځای کړي دي .

د کندهار د شهيدانو په څلور لاري کي د ميوند غنيمت توپونه

زموږ خپل تشکيلات داسي وو: پنځه توپونه مود مېجربلاک ووډ Major Blackwood  تر قوماندې لاندي په مخ کي وو، پرليري کيڼ اړخ مو د کلونل مېن وارينګ Colonel Mainwaring  په مشرۍ د جېکېز رايفلزJacobs Rifles (۱٥) پنځه ټولۍ پرتې وې، څنګ ته يې شپږشپېتم لښکر زما د غريب ملګري ګالبريتGalbraith تر مشرۍ لاندي، له ده سره دده مېجران اوليورOliver او  ريډيReady (١٦) چي له هلکيني راهيسي له قطعې سره اشناوو، هم يوځای وو. په ښی اړخ کي مو د کلونل انډرسن Colonel Anderson  په مشرتابه چي د خدمت له مخي ډېرمشهورليډر دئ ، د بمبميي لومړی نمبر ګريناډيرز‌Bombay Grenadiers 1st (١٧) . په داسي حال کي چي زموږ کمزوری سواره نظام د ليکي شاته غورځول سوي او ورته ويل سوي وو چي ځانونه تر ممکني اندازې له ‌‌ډزو څخه ليري وساتئ . مېج کري Major Currie  ددريم نمبر سپک سواره نظام د ۳۰۰ تورزنو مشري پر غاړه درلوده . زموږ د ټولو په مخکي جنرال بروس سپور روان و چي کلونل سېنټ جان، نواب حسن علي خان، مېجربلاکووډ چي د آر ـــ اې قومانده يې په لاس کي وه ، ورسره وو او دغه راز يوه کوچني سټاف چي کپتان ايم مات M’Math، بريګېډ مېجرBrigade Major  ،کپتان هاريسCaptain Harris ،… بريګېډير هوګ Brigadier Hogg  چي د سواره نظام ټولۍ قومانده يې په لاس کي وه ، له خپل بريګېډ مېجرBrigade Major  ، هوګ Hogg او خپل تحت افسر مونتېت Monteith  سره .

دمیوند جزایل Maiwand Jezails “

زه بايد صادقانه ووايم چي زموږ موقعيت فوق العاده نيمګړی و…. پر پاوباندي اتو بجو د دښمن سواره نظام چي دوه توپه هو ورسره وو، زموږ پرښی اړخ يوه تېرايستوتکې مظاهره وکړه چي موږ ته يې کوم جدي تاوان ونه رساوه او موږ پرخپل لومړي موقعيت باندي پاته سوو. له بده مرغه موږ ددوی دغه چل کشف کړی نه و او دښمن د عقب نشينۍ په وخت کي زموږ دوه توپه او د سواره نظام يوه ټولۍ له ځايه بېځايه کړل او په پای کي يې ونيول چي دې کار زموږ تقريبا کمزورې ځواک نور هم بې سېکه کړ. (۱٨) ما ددغي وژونکې سه شنبې د سهارپه لومړي ساعت کي کلونل سېنټ جان ته خپل استازی له يوه مهم خبر سره ولېږه او هغه دا چي د ايوب مخکښي رسالې ميوند چي له کشک نخود څخه فقط درې ميله واټن لري ونيو او د نويو مورچلونو د جوړولو او زموږ د نامناسب موقعيت د سمولوله پاره مي دسملاسي اوامرو غوښتنه هم کړې وه …. زموږ موقعيت د يوشمېر خاورينو بندونو ( پوټکيانو) په جوړولو سره نورهم پياوړی سوی و او هغه افسر چي دغه کار يې په هوښيارۍ سره پيل کړی و، د هغه پای ته رسولو ته ډېر هيله من و. خو جنرال ددې کارپرددې کار پرځای سمدلاسه ددښمن پر لور د پر مختګ امر ورکړ او زموږ نسبتا ښه موقعيت يې خوشي کـړ…. ( راوی پرهرځای کي زيارباسي د ماتي پړه پرجنرال باندي ور واچوي . دی پخپل هرپخواني موقعيت پسې ارمان کوي او هغه ښه بولي . م. هوتک) .

اوس نو د يوولسو بجو شاوخوا وه او موږ له دوو ساعتو راهيسي تر اورلاندي وو خو د توپونوتر منځ واټن ډېرزيات و او يو پربل يې اغېزمن تاثيرنه کاوه . ددغو عملياتو په پيل کي موږ په ښه توګه ځای پر ځای وو. لکه وړاندي چي مي وويل، مخي ته مو د کشک نخود کلی د يوې مخکينۍ کلا په توګه پروت و. ښی اړخ مو د افغانانو د يوې زړې کلا او هغو غونډيو په واسطه خوندی و چي زموږ او زړې کلا تر منځ پرتې وې. کيڼ اړخ ته مو يو خلاص ميدان و چي کلي ته تر رسېدو پوري ورو  ورو پراخېده او په منځ کي يې زموږ سواره نظام په ښه اغېزمنه توګه درول سوي وو. دلته زموږ په دغه کمپ او مورچلونو سره موږ کولای سول چي له لس چنده پياوړي دښمن سره ړجنګېږو. توپونه مو ښی اړخ ته پر پاڼونو باندي داسي ښه ځای پر ځای سوي وو چي هم يې کندهارته د تګ اصلي سړک اداره کاوه اوهم يې په عين وخت کي ددښمن هر تن له ميدان څخه د تېرېدلو په وخت کي له منځه وړلای سو. زموږ سواره نظام چي د نټل Nuttall تر مشرۍ لاندي و ، په کيڼ اړخ کي عمليات کولای سول ځکه مځکه يې که څه هم ځای ځای ډبرينه وه خو د ماهرو آس سوارو له پاره د ګوزارې وړ وه .

له دې ټولو ښېګڼو سره سره بياهم د ناڅرګند دليلونو له اسيته دا ځای خوشي سو او زموږ ليکي ته امرورکړه سو چي د هغو دوو توپونو او يوې ټولۍ د ملاتړ په غرض ور وړاندي سي چي هغه تقريبا د ميوند تنګي درې ته ورننه ايستل سوی وو. په دې ځای کي يوه بله جدي اشتباه هم وسوه او هغه دا چي موږ له دښمن سره واټن له ۲۰۰۰ مترو څخه ۱۰۰۰ ته راکم کړ او دې کارزموږ د محدود شمېر توپونو موثريت چي پرښو ځايونو تعبيه سوي وو، رالږ کړ. په داسي حال کي چي زموږ پر سړيو او اسونو باندي ددښمن متمرکزي ډزي شروع وې، زموږ ټوپکوالاوو د ايوب پر پلي پوځ باندي چي ګڼ پراته وو، فوق العاده عمليات کول. سردارسمدلاسه دې ټکي ته متوجه سو يو شمېر نامنظم غازيان يې زموږ پام اړولو له پاره را وړاندي کړل او زموږ د کمپ کيڼ لور ته د يوه ميل د دريو چارکو په واټن يې څو ټولۍ په قطارونو کي راولېږدولې او وروسته له لکي بوکي مځکي څخه اغېزمني استفادې سره ناڅاپه خپل سړي پر يوه ليکه ودرول او د غونډيو پرسرو يې ځانونه ښکاره کړل . جنرال بروس دغه مانور فورا وليد خو ډېر ناوخته و چي اغېزه يې ورشنډه کړي . جنرال په داسي حال کي چي خپلې د جګړې دډګر عينکي يې له سترګو ايسته کړې ، وويل (( مېن وارينګ ته وواياست چي خپل کيڼ ملګري دي شاته وغورځوي يا دي پر راتاو سي ، او ملاتړ ته يې د سيندهي آس سوارو عسکر ورولېږئ)) او پخپله زموږ د کرښي کيڼي خواته په تراټو سو. ايوب په داسي حال چي ليدل يې څرنګه زموږ توپک دده د لښکر پر زړه ډزي کوي، زموږ شي اړخ يې په خپلو تورزنانو راپوري واهه او خپلو تورزنو ته يې په پرله پسې توګه د هغو دريو سپکو توپونو ملاتړ رساوه چي د خپل پلي لښکر د ډزو تر چتر لاندي يې زموږ په ښي لاس کي د غونډيو پر سرو باندي راته ايښي وه . جګړه نو اوس دواړو خواوو ته ډاروونکی حالت غوره کړی و. زموږ دوه توپونه له يوه ځايه بل ځای ته کېدل او د نامېندۍ حالت به د جېکبزرايفلز له خوا په زړه ورتيا سره ډک سو خو بيرته به ګام پر ګام شاته وتمبول سول او په پای کی يې يو توپ خو بېخي راڅخه ونيو او زموږ پر خپلو سړيو يې خوله راوګرځېده . بې له لاس په لستوڼي جګړې بله چاره نه وه او ددغي جګړې د کتلو قرعه( پچه) هم زما په نامه ختلې وه يا بايد ووايم چي ددغه بحراني ډګر په يوه څنډه کي مي د جګړې د برخه وال په توګه د خپلي دندي په حکم برخه اخيستې وه . زه په دغه جګړه کي د يوه زلمي غريب Osborne د ايثار او جرات په واسطه له مرګه وژغورل سوم. نوموړي تر پايه خپل توپک وچلاوه . ترهغه وروسته ماليدل چي زموږ په شل متري کي ددښمن خورا ډېر سړي زموږ د توپکو په خولو وژل سوي پراته وو. که څه هم په دغو وژونکو ډزو سره ماته نزدې د مځکي مخ په مړو او مرګي حاله کسانو پټ و او که څه هم وچ رېګ په وينو باندي تک سور اوښتی و خو بيا هم دغه د نامېندۍ جګړه په بېباکۍ سره روانه وه . ددغي شېبې له پاره ددنګو دنګو او زړه ورو مذهبي متعصبينو په ټاکلو سره ددوی( افغانان ــ م. هوتک) پلان پرپښو ښه درېدلی و خو زموږ په سړيو پسې په نامېنده تېښته کي پښې څخېدلې.(۱٩) اوسبورن Osborne لا خپل توپک چلاوه، خو کله چي يې زه او مېجربلاک ووډ د پنځو شپږو غازيانو په راتاوسوې کړۍ کي ګير وليدو،چي خپلي سېلاوې يې راته کښلي وې . پرخپل نفريې ږغ وکړ چي (( آس راته راولئ)) ښه غښتلی آس يې ورته راووست او دی يې ځين ته وروغورځېد او زموږ ژغورلو ته يې راودانګی . د آس په زور د بګړۍ والو تورزنانو ژوندی دېوال دوه ځايه سو . په دغه وخت کي زموږ توپک بند سول او په بېړه مو شاته منډه کړه . دوه درې سوه متره موپه تراټو ووهل او پريوه کوچنۍ شاګۍ( غونډۍ) مو توپک بېرته ډزوته  تيار کړل چي کتل مو يوې ناڅاپي ګولۍ هغه زړه ور زلمی له پښو وغورځاوه چي د نورو ژغورني ته يې وردانګلي وه . په دغه شان وخت کي زموږ شپږشپېتم کنډک ته د پوځ له مرکز څخه پرله پسې امرونه کېدل چي پرمخ ولاړ سي ، پروت وکړي … په دې عمل سره خوبه دښمن شاته ووهل سو خو د افغانانو د ګوليو باران به بيرته په منډو کړو . د پوځ د مرکز شاته ګالبرت Galbraith  خپل سړي ښه خوندي ساتلي وو. خپلو ملګرو ته يې د خوښۍ خبري کولې . دغه ، له بده مرغه مشهورډګروال به پر خپل خړعربي آس سپور و چي تابه ويل چي رسم ګذشت کي روان دئ او چيغي به يې وهلې (( زما زلميو! مهمات مو وسپموئ ، لږ ډزي کوئ ، توري موپه مهارت چلوئ)) نور يې کوم کمال نه و. يو ځل کپتان ريدي Ready  زموږ د مرکز پرښی اړخ باندي د يوه ناڅاپي بريد مخه ونيوله او له دوو سوو مترو څخه يې باړونه  پر وچلول ، بريد کوونکي يې پرشاتګ ته مجبورکړل خو پلي افغانان د خپلو سپرو ملاتړ ته راورسېدل. د ريډي Ready سړي د بري غرور اخيستي وو او کپتان په ډېرو سختيو سره هغوی له دړي وړي کېدو څخه وژغورل. د ريډي دا بری يوه شېبه و ځکه زموږ مرکز ته بيا د پرمختګ امروسو او ددښمن عقب نشېنۍ ته له عملي نظره ونه کتل سوه . دا عقب نشېني زموږ د تېرايستلو او داسي موقعيت ته د ورکشولو له پاره سوې وه چي هورې موږ له هرلوري تر ګواښ لاندي کېدلای سوای. کله چي زموږ مرکز ور وړاندي سو ، ښی او کيڼ مو کمزوري پاته سول او مجبور سول چي پرشاسي . زموږ موقعيت په يوه داسي زاويه کي راغی چي په څوکه کي يې شپږشپېتم کنډک او څنډي يې هندوستاني کنډکونه وو چي هغه هم د ايوب د توپخانې په وجه تقريبا له يوه مخه شوړېدلي وې. ايوب خپله توپخانه په بريالۍ توګه ښی او کيڼ لورته د غونډيو پرسرځای پرځای کړې وه . دغه غونډۍ اوس په وسله والو سړيو ډکي وې او له هري خاموشي کندي څخه پرموږ باندي د مرګي باړونه چلېدل….

اوس نو دوې بجې وې. انګرېزي مرکز لا ځای پرځای پاته و خو په عين حال کی يې دهراړخ ملاتړ له لاسه ورکړی و . ګالبريت لا اوس هم خپل سړي د ډزو دوام ته هڅول … په پنځو دقيقو کي ددښمن د توپکودرې ګولۍ پر ډګروال ونښتې . يوې يې د زين تسمه ورپرې کړه او بله يې د آس په ورږکي غوږ ته نزدې ولګېده … زه بايد ووايم چي څه راز ايوب زموږ د وسلو کمزوري برخي ليدلې ، څه راز يې سمدلاسه دوه توپه راوڅرخول چي موږ په ښی لاس کي Enfilade   کړي وو، څه راز يې خپل پلي قطعات د همدغو توپو ترشاوخوځول چي پر کمزوري اړخ باندي ګوزار وکړي … د ايوب په دغه مانور سره زموږ سواره نظام او توپخانې ته دروند تاوان ورسېد…

پردوو نيموبجو زموږ موقعيت داسي و: سواره نظام او توپخانه مو لافعاله وه خوبېخي لږ، ددښمن د ګوزارونو له اسيته په دواړو خواوو کي د سړيو سخت کمی راغلی و، دښمن د ګوليوباران تر وروستۍ شېبې پوري جاري ساتلی و، موږ  يې له خپلو مورچلونو ايستلي وو البته ټول يوځای نه . بايد ووايم چي د مورچلونو خوشي کېدل ياد ځوانو سره تېرودتوندۍ له امله و يا زموږ دخپل جنرال د چټکو اوامرو له اسيته ….

پر دوو بجو دښمن زموږ جنرال دومره ليري پرشاکړی و چي زه په قضاوت سره ويلاسم چي خپل وروستی بريد يې هم احساساوه او هم يې څرګنداوه ….

اوس نو ورځ پر تېرېدو و ه  او زموږ سړي د لوږي له لاسه چپه کېدل، زموږ ټولي قوې ته اوس د کمپ پرلور د عقب نشېنۍ امر وسو چي ډېرناوخته و، کيڼ اړخ مو چي جېکبز رايفلز او دوه توپه پکښې ځای پر ځای سوي وه ، د مطلقي بې نظمۍ په حالت کي و او شپږشپېتم کنډک په يکړ سر د تاړاکګرو شدت شنډاوه … ګالبرېت د وورستني ګارډ په لارښوونه کي پاته راغی خو د نابرابرفشارپه وړاندي يې خورا ښه عقب نشېني کوله ، اوليور سخت ټپي و او ريډي    پربغل باندي وهل سوی و . په لسګونو نور لا تر اوسه ورک دي چي د بيا ليدو تمه به يې بېځايه وي . کله چي موږ له دغو وژونکو غونډيو څخه  د نيم ميل په اندازه پر شا ولاړو، دښمن خپل بريدونه نورهم پسې زيات کړل ، نه يوازي زموږ اړخونو ته بلکي ټولو خواووته راوړاندي کېدل او په دغسي حال کي لا هم شپږشپېتم ځواک د توپکو درانه ځوابونه ورکول. په دې وخت کي يوه زېرمه قوه چي غازيانو يې په مخ کي او يود ايوب پلي لښکر يې په کيڼ اړخ کی ملاتړ کاوه ، ناڅاپه د غونډيو له شا څخه راووتله . جېکبز رايفلز خويې چي په هماغه اړخ کي وه ، د سترګو په رپ کي سوکي نوکي کړل . ډګروال انډرسن و سرتېرو ته چيغي وهلې چي (( دخدای له پاره ، سره راغونډ سئ، مقاومت وکړئ ، هرڅه به بيرته سم سي)) خو ډېرناوخته و، ډېرناوخته . سرتېرو يې دسختي بېري په حال کي دخپل مشر چيغي اورېدلي او غوږ يې کوڼ اچاوه …. زموږ پلي وسپاره سره جلا سوي او يوې څېرمي کنډوالې او د انګورو باغو ته ور روان وو. په دغه کنډواله کي څو ځله لاس په لاس د مايوسۍ جګړې وسوې. سواره نظام چي په سهرکي يې بې ګټي هڅي کولې، ايله چي اوس راورسېد، خو زموږ سره يې هيڅ راز مرسته له وسه پوره نه وه … ددغي شپې د ډار او واهمې بيان به سبا که مي مټ اجازه راکوله ، درته وليکم .))

داو، د هغه ياداښت متن چي د جولای پر دېرشمه په کندهار کي ليکل سوی و. ددغه مات لښکر نوربيان به بياهم له يوه بل ياداښت څخه چي د جولای پر يودېرشمه د کندهار په روغتون کي ليکل سوی دئ په لږ څه اختصار رانقل کړم .

د ليک متن :

(( د کندهار روغتون ، د جولای يودېرشمه ))

ماپه پروني ليک کي چي په تلوار مي درته ليکلی و، هڅه کړې وه هغه څه بيان کړم چي د جولای د مياشتي د اووه ويشتمي په فاجعه ناکه پېښه کي مي ليدلي وو او له خپله نظره مي هغو علتونو ته د اشارې کولو جرات کړی و چي په پېښه کي ددخيلو لوبغاړو په فکر يې موږ د وسلو د ډېرشرموونکي غورځولو او ديوې داسي عقب نشېنۍ پر لور رهنمايي کړو چي زموږ پوځي تاريخ په بې اعتباره سو او ښايي په پوځي ريکارډ کي يې ساری هم نه وي . که ووايو چي زموږ غونډ پوپناسو ، لکه څرنکه چي په لومړي تيلګرام کي دغه اصطلاح کارسوې وه ، دابه تريوې اندازې مبالغه وي . خوزه بايد په ډاګه ووايم چي تردې زياته رېزمرېز کوونکې او بشپړه ماته بله پېښه سوې نه وه . له دغه تريخ حقيقت څخه انکار ممکن نه دئ چي د جګړې له سره بياترپايه پوري ايوب زموږ څخه د مانور نوښت اخيستی و. هغه نه يوازي داچي هغه  موقعيت يې غوره کړی و چي موږ بايد غوره کړئ وای بلکي ده موږ له خپل مورچل څخه ويوې داسي موضع ته ورغړولو چي دده توپونو زموږ ترهغې ښه اغېزه پر درلوده ، دده سواره نظام لاس بری او پلی لښکر يې ترموږ ډېر ښه منظم و . د ايو خواشينونکی اوله سپکاوۍ ډک حقيقت دئ خو دا به بيا حماقت او بېځايه هڅه وي چي دهغه پرشته والي سترګي پټي سي.

دماپښين پر دريونيمو بجو باندي زموږ ماتي قطعې سوه او زموږ د غونډ( که غونډ وبلل سي ) پاته کسان او ددريوپليو او دوو سواره نظام کنډکونو بقايا ستړي ستومان د هغي سرپناه او کنډوالې پرلور ور مات سول چي په سهار کي زموږ ناروغان، ټپيان او زېرمه مواد پکښې پراته وو. دغه ځای يوه اوږده شانته کنډواله وه چي اوږدوالی يې نژدې اتيا متره او پسوره يې شپېته متره کېدئ . د شلو فوټو په جګواله د خټو يوکنډوکپر دېوال پر راتاو سوی و .(٢٠) په دغه ځاي کي مېجر اوليور هڅه کوله خپل سړي ترنورو وړاندي ځای پرځای کړي او جنرال بروس بياپه ډېره زړورتيا سره په دې تلاښ کي و هغه سرتېري بيرته سره منظم کړي چي لاتراوسه له ميدانه تښتېدلي نه وو. په دې ځای کي ډګروال اندرسن له خپلو نيم درزن ( درجن) زړه ورو ملګرو سره د کنډوالې د خولې په ساتلو کي ناکامه هڅه کوله او جګړن ډيک  چي د زېرمو د کميسارۍ مسول و، د لرګيو له صندوخانو څخه يوراز مورچل جوړ کړ چي له هغه څخه زموږ سړيو کولای سول تردېوال ها خوا ته ډزي وکړي . په دغه ودانۍ کي زما لږڅه زړه ته ولوېدل چي يوموقتي او يوڅه هم اغېزمن دريځ موترلاسه کړ ځکه موږته يې د تعقيبوونکو د راوړاندي کېدو د مخنيوي توان راکړ… تر پناه ځای د باندي لا زموږ د ځينو سپرو او افغانانو ترمنځ لاس په لستوڼي جګړه روانه وه او افغاني سپرو په ډاروونکو چيغو سره زموږ د سړيو پرنريو ليکو باندي ځانونه ورغورځول . ددغو بګړۍ والو سپرو د دوړو په منځ کي مو د دريم نمبر سواره نظام د افسر جيوګيګن  سپين خول او دغه راز  دوه نورافسران ليدل چي مخونه يې په باروتو تک تور اوښتي او له پېژندلو وتلي وو. دغو زړه ورو ملګرو په ناميندۍ سره هڅه کوله ځانونه د بريد کوونکو له منځه وباسي. موږ ددوی لورته ځکه د ډزو کولو جرات نه کاوه چي نه بايده خپل ملګري ونه ولو .

پرڅلورنيمو بجوزموږ پر کنډواله باندي د غازيانو له خوا له شمال او ختيځ لوري څخه يومصمم بريد وسو او دننه د دېوالو په منځ کي لاس په لاس د ناميندۍ جګړه ونښته . زموږ افسران د زړه ورو خلکو په شان پردېوالو نېغ ودرېدل او غازيانو زموږ دغه موقعيت د تسخيرولو په نيت ددېوالوله سرو څخه د ډبرو يو توپان راباندي نازل کړ . په لومړي سر کي چي دوی راغلل ، د يو څو محدودد شېبو له پاره موږ وکولای سول دغه په تن غښتلي متعصبين تر ستوني او ږيرو ونيسو او په چړو و برچو باندي مرګوني ګوزارونه پروکړو ان تردې چي  يو دوه واره خو ما پر شا هم کړل مړي او مړژواندي مو يې د کنډوالې تردېوالو وروغورځول . خو زموږ د سړيو له خوا د مقاومت نارې د بريدکوونکو ډلو له خښمېدلو چيغو سره مخامخ کېدې… موږ په دې وخت کي وليدل چي دغازيانو يوه ډله د غونډۍ له اړخ څخه غلې غلې راروانه او چمتو ده چي زموږ برمورچل باندي په قهرو غضب سره هجوم راوړي . دغه ناڅاپي خطرزموږ د سپاهيانو په زړونو کي داسي بېره ور واچوله چي ډېرژر به يې د قصابۍ په غرض په غاړه کي زندۍ اچول کېږي . جنرال بروس چي زه بايد ووايم د خطرپه وخت کي تل د يوه انګرېز افسر په شان چلند کوي ، د درنو ډزو به دوړوکي په اوسپنيز جرات سره ولاړ و او خپل سړي يې صبر ته رابلل خو څرنګه چي دبېري څپه لا پسې زياتېدله ، ځکه يې نو وپتېيله ددې پرځای چي سرونه مو همدلته غوڅېږي ، دابه بهتره وه چي د سړک له لاري د کندهارښار ته عقب نشيني وکړو . په دغه شېبه کي موږ هيله من وو چي وبه توانېږو د خپل پوځ په پاتي کسانو کي يو ډول نظم ټينګ کړو خو دغي هيلي ډېردوام ونه کړ. دښمن زموږ د کمپ ترلوټېدو وروسته بيرته راغبرګ سو . له نويوکسانو يې تازه ډلي جوړي کړې دغه زياتېدونکي  اولس زموږ پرکوچني ستون باندي راتوی سو. يوځل بيا خښمېدلي غازيان زموږ په ليکو راګډ سول او زموږ  سړي يې د پسونو په شان دړي وړي کړل . ان د شپږشپېتم کنډک زړه لا په لوېدو سو او ځانونه يې پټ کړل . يووار بيا افغاني اسونو ته موقع په لاس ورغله چي زموږ پرشاتلونکې قوه دوه ځايه کړي او په يوه لنډ وخت کي دوست و دښمن ، سپاهي و افغان په يوه بې پايه وارخطايي کي سره ګډ سول . په دغه وارخطا جميعت کي اروپايي و سيمه ييز، افسر و ملکي ، زوړ و ځوان ، زړه ور وبې زړه پرسړک باندي په منډه ځغستل . دښمن په يوه ځای کي زموږ له سړيو سره داسي ګډسو چي له توپک څخه کار اخيستنه نوره بنده سوه او خبره چړې و برچې ته ورسېده .

د ميوند جګړې انځور

جنرال بروس د مېجر اوليور په مرسته په ډېرو ستونزو وکولای سول چي يوډول مخکېنی او شاتنی  ځواک جوړ کړي او د ستون په منځ کي يوشمېر اوښان او بارونه ځای پرځای کړي . د ټپيانو د لېږدولو له پاره د اوښانو. کچرو او يابوګانو ساتنه ضروري ده … خو دښمن هم احمق نه و او په هره موقع چي به ورته برابره سوه ، پربارونو يې بريد کاوه …. سړک ډېرژر په وينو داسي لژند سو چي څوک به ورباندي ښويېده .

پرموږ باندي سهارپه خړه تقريبا پرڅلورو بجوډزي پيل سوي وې او اوس د ماښام شپږ بجې وې …. موږ سخت ټکول سوي وو ، تقريبا نيم پوځ موپر ميدان باندي مړی پري ايښي و، توپونه او تقريبا ټول مهمات راڅخه نيول سوي وو.(٢١) يوازي هغه څه راپاته وو چي سړيو يې دلېږدولو توان درلود . پرموږ باندي ډېردرانه بريدونه سوي وو او دا چي له دغه راز بريدونو څځه مو ځانونه راايستلي وو، تراوسه لا ماته يوه معجزه ښکاري . په دغه بدمرغه مزله کي موږ په دوه ساعته صرف شپږ ميله لارووهله او په هر پېچ و موړکي له مقابلې سره مخامخ کېدو . (۲٢) …. موږ هڅه کوله د سړک ښی لور ته مخ ونيسو او يو څو ميله وړاندي د ارغنداو تر رود پوري وزو . ځکه هورې موله دښمن څخه ځان خوندي کولای سو او سړيو و څارويو ته مو اوبه موندلای سوې. خو تقدير بل راز و او موږ مجبور سوي وو چي همدغه جريان تقيب کړو . د شپې تيارې ته خومو بېخي سترګي ووتې . خو چي شپه راغله ، بېره نوره هم راباندي غالبه سوه … اسونه مو زياتره ټپيان او ګوډ وو ، ژبي يې له تندي راايستلي وې ، اوښان ، د بارونو کچري او يابوګان له وارخطايي سره ګډ سوي وو … په شپه کي تر دوه واره دمي وروسته چي په دواړو کي د افغاني سپرو بريدونه راباندي وسول ، په پای کي حوض مدد خان ته ورسېدو . دا ځای زموږ د وژونکي جګړې له ډګر څخه ترشپاړس ميله څه کم دئ .

کله چي د سيمي ترکليو تېرېدلو ، دښمن د ســـــــــهار له خړي څخه په

استفادې سره زموږ پرشا او بغلونو باندي فشار راووست …. کومه لارچي موږ پر روان وو . ، په مړيوڅارويو او څيرل سويو بارونو ډکه وه . کله چي به مي خپل سړي ليدل چي وار په واروحشيان خني جوړېږي ، زما د ډسپلين روحيې به په رښتيا سره تکان وخوړ. زه خپله له ستړيا څخه مرګي حاله وم ، په وينو لړلی او له هغه ټپه په يوه ناره وم چي سهارمي خوړلی و. که هغه بل ټپي چي پرآس راسره سپور و ، ټينګ کړی نه وای ، له آسه راولېدم ….

د کندهار ښاته لا لس ميله پاته وه چي جنرال له نورو دوو تنو سره وړاندي روان سو چي جنرال پرايمروزته ددغي فاجعې رپوټ ورکړي . (٢٣) او دده تر روانېدو وروسته موږ ته نوري ستونزي پېښي نه سوې ځکه زموږ تعقيبوونکو به فکر کاوه چي ښايي له کندهاره موږ ته د مرستي قوه راولېږل سي .

د جولای پر اته ويشتمه چي موږ د کندهار دېوالو ته ورسېدو دغه لاندي افسران يا مړه سوي وو او ياتری تم سوي . ډګروال ګالبريت  Colonel Galbraith ، جګړنان هريو ايم رات M’warth، ګاريت Garrett، کولن Cullen، رابړټس Roberts ، هيت Heath ، تورن بلاک ووډ Major Blackwood ، دوهم بريدمنان هريوهن Lieutenant Hen ، رېنرRayner ، چوټ Chute ، هني ووډ Honneywood ، بارBar ، اسبورن Osborne ، اون Owen ، هيندHinde  ، ويټبای Whitby، جسټيس Justice ، کول Cole، اسليټ Astlett ، ماکلېن Maclaine ( موږ وروسته واورېدل چي بندي دئ ) . ټپيان مو: ډاکټر پريسټن Dr.Preston ، ډګروال انډرسن Colonel Anderson ، تورن ايرډيل Major Iredell ، جګړنان هريو مېن Captain Mayne، ګرانټ Grant ، دوهم بريدمنان هريو لاينج  Lieutennant Lynch ، فوويل Fowel ، ريډ Reid …..

زه بايد په پای کي ووايم چي د بروس په کمزوري پوځي سفرکي نه  جنرال هېنس General Haines  ونډه لري او نه هم جنرال پرايمروز General Primrose . داله سملې Simla  څخه ورکول سوی پلان و . د شطرنج لوبه به د ټيلګرام له لاري بريالۍ کېدلای سي خو دسملې له يخ سيوري څخه د هيلمند پر غاړه د کمپاين پلان ورکول هغه تجربه ده چي اميد کوم بيا تکرار نه سي .

ددوهم ليک متن پر همدې ځای پاي ته رسيږي . ددغي جګړې دمړو او ټپيانو شمېر په لندن نيوز ( د اګست اوومه ۱۸۸۰) په دې تفصيل بيان سوی دئ .(( …. دڅلورو سوو مارټينيس ، اوو سوو ستايډرز او دوو ۹پن توپو په ګډون تقريبا ټول مهمات له لاسه ورکړه سوي دي . د مړيو او ورکو کسانو اټکل سوی شمېر:

شپږشپېتم کنډک : ۴۰۰ تنه

ګرينا ډيرز : ۳۵۰ تنه

جېکبز رايفلز: ۳۵۰ تنه

توپچي : ۴۰ تنه

ساپرز: ۲۱ تنه

سپاره : ۶۰ تنه ))

بل ځای يې زياته کړې ده (( له اتو سوو اروپايانو او شپاړس سوو هندوستانيو څخه څلور سوه اروپايان او اته سوه هندوستاني يا مړه يا ورک سوي دي .)).

له ميوند څخه تر کندهار ښارپوري دلاري پرښی اړخ په ترتيب سره کشک نخود، حوض مدد، پاشمول ، اشوغه ، سنځري ، کوکران او سرپوزه د يادوني وړ کلي دي . د انګرېزي افسرانو په ياداښتو کي زه ځای ځای پر دغو نومونو پېښ سوی يم .  د لاري کيڼ اړخ  تر باغ پل پوري د ژړۍ ددښت په نامه يو پراخ دښت پروت دئ . پرانګرېزي پوځ باندي د عقب نشېنۍ په وخت کي د هر يوه کلي اوسېدونکو په خپل وار سره بريدونه کړي دي . ماته يو وخت د اشوغې اوسېدونکي ارواښاد سردارشاه محمدجان مشهور په ( حاجي بابا) ددغه مات لښکر او پرهغه باندي دده د مرحوم والد په لارښوونه د کليوالو د يرغلونو نکلونه کړي دي . ( اشوغه ) په سرکاري دفترو کي ( عاشقه) سوې ده . ښاغلي لال پاچا آزمون پخپل يون ليک کي ددغه کلي نو ( ستوغه ) ليکلی او زياته کړې يې ده چي ( ستوغه اصلا استوقه نومېږي )) (٢٤)   که په دغو نومونو کي چاپي تېروتنه پېښه نه وي ، نو دا دواړي خبري سمي نه دي . اشوغه چي سيمه ييز خلک يې د جمع په شکل ( اشوغې) بولي . د اشوکا له نامه سره اړيکي لري . ليري نه ده چي په دغه ځای کي به د اشوکا د آيين د راهبانو استوګنځي يا عبادت ځايونه وو ځکه يې نو دغه ځای اشوکې باله چي وروسته اشوغې سوی دئ . د اشوکا يوفرمان تر اشوغو لس دوولس ميله ختيځ لورته د سرپوزې د غره په بېخ کي پر يوه ډبره باندي کيندل سوی او په ۱۳۳۷ ش کال کشف سوی دئ (٢٥) . سردارمحمد ايوب خان د ميوند ترسوبې دوې هفتې وروسته  کندهارښار ته راوړاندي سو ، انګرېزان يې په ښار کي کلابند کړل خو له کابل څخه ددغه کلابند پوځ د ژغورلو له پاره د جنرال رابرټس په مشرۍ يو دروند پوځ راوخوځېد او کندهار ته تر رسېدو وروسته يې غازي سردار له لښکر سره په چهل (ختران) (۲٦) پيرپايمال او بابا ولي کي درې سخت جنګونه وکړل او غازي سردار يې هرات ته پرشاکړ. يوکال وروسته يې له هراته دوهم وار بيا د کندهار د نيولو په نيامت لښکر رارهي کړ ، په ګرشک کي يې د امير عبدالرحمن پلويانو ته ماته ورکړه او ورپسې يې کندهار هم ونيو او د دغه ځای اداره يې پخپل لاس کي ونيوله . دغه وخت په کابل کي د امير عبد الرحمن خان پاچهي د انګرېزانو په بشپړ ملاتړ ټينګه سوې وه .

نوموړي امير له دوولس زره کسيزلښکر سره د غازي سردار مقابلې ته کندهار ته  ورغلی او زاړه ښار ته نزدې يې تر شديد جنګ وروسته غازي ته ماته ورکړه . غازي محمدايوب خان له خپلو نزدې ملګرو سره مشهد (ايران) ته په تګ باندي مجبور سو او اميرعبدالرحمان خان ته د ټول افغانستان اداره ورپاته سوه .

غازي محمد ايوب خان د هغه غورځنګ مشر و چي له انګرېزانو سره د مقابلې له پاره يې د خپل تره د زوی سردارعبدالرحمن خان په وړاندي ، چي دانګرېز لاس پرپروت و ، مبارزه کوله . زموږ د هيواد په هغو تاريخو کي چي د اميرانو تر نظرلاندي د استبداد په سختو شرايطو کي کښل سوي دي ، دغو مبارزو او قيامونو ته د (( بغاوتونو)) نوم ورکړل سوی دئ خو حقيقت دادئ چي دا بغاوتونه نه ، بلکي د اولس قيامونه وه چي له انګرېزانو او دهغو له ايجنټانو سره د نفرت په روحيه ايجاد سوي وو. له دغه غورځنګ سره د افغانانو پراخ ملاتړ مل و ، د ټول هيواد په تېره بيا د کندهار زياتره روحانيون ، مشران او هيواد پالونکي مخور يې ملګري وو چي يوڅو تنه به يې دلته معرفي کړم .

مولوي عبدالرحيم کاکړ:

مولوي عبدالرحيم کاکړ د محقق کندهاري علامه حبيب الله کاکړ زوی و.  مولوي عبدالرحيم د شهرت زمانه د اميرشېرعليخان له پاچهۍ سره برابره ده . ددغه هيوادپال اميرپه دربارکي يې درناوی کېدئ. اميرد کابل په بالاحصار کي ورته ځای ورکړی او دخپل زوی شهزاده عبدالله جان استاد يې ټاکلی و. مولوي عبدالرحيم دهغو مجاهدو کلک ملګری و چي د سردارمحمدايوب خان په مشرۍ د انګرېزانو پرضد رواني وې. کله چي سردارعبدالرحمن خان او د برتانوي هند د انګرېز نماينده ګريفن يارانه ټينګه سوه او سردار يې د افغانستان امارت ته وسپاره ، مولوي عبدالرحيم د کندهار د نورو علماوو په ملاتړ د عبدالرحمان خان پرضد د جهاد فتوا ورکړه او د غازي محمدايوب خان په پلوي يې پراخ کارونه او تبليغات شروع کړل . په ۱۲۹۸ کي غازي سردار ته د اميرعبدالرحمن خان له خوا په کندهارکي ماته ورکړه سوه . امير په ښارکي د غازي سردار پرپلويانو مځکه سره تبۍ کړه . مولوي عبدالرحيم يې چي په دغه وخت کي يې د خرقې مبارکي زيارت ته پناه وړې وه ، دهمدغه زيارت په مخ کي پخپل لاس وواژه (٢٧) دده د کورنۍ روايت دئ چي مړی يې د کندهار ښار شمال ته د تورو په غرو کي د ارغنداو پر لار پر لرګيو وځړاوه . وايي خلکو به تر ډېره وخت پوري پردغه ځای باندي د تېرېدلو په وخت کي د ارواښاد شهيد روح ته د دوعا لاس پورته کاوه . مولوي عبدالرحيم کاکړ د شهادت پر وخت تر پنځوسو کلونو اوښتئ و او د زېږېدو کال يې د سردارغلام محمد خان طرزي د هغي شعري قطعې په استناد چي په همدې مناسبت يې ويلې ده ۱۲۴۳ يا ۱۲۴۱ ق دئ (۲٨) .

 

ملا عبدالاحد پوپلزي د ملا فرح الدين ( مشهور په اخندصاحب) د زوی ميا محمد شفيع صاحبزاده له ارادتمندانو څخه و . د مناقب ملا فرح الدين په نامه يې يو کتاب کښلي چي شل متقبته پکښې دي . په عربي ژبه کي يې د ايقاظ النيام په نامه بل کتاب کښلی دئ . دغه راز يې د ميا محمد شفيع په غوښتنه پر مناقب ميا فقيرالله باندي يو شرحه ليکلې ده چي علامه حبيبي وايي(( نسخه يې ما په کندهار کي ليدلې ده )) (٢٩) ملا عبدالاحد پوپلزی د سردارمحمد ايوب خان په ملاتړ او د عبدالرحمن خان پر ضد د جهاد په هغه فتوا کی شريک و چي د مولوي عبدالرحيم کاکړ په مشرۍ د کندهار د علماوو له خوا ورکړه سوې وه . کله چي اميرعبدالرحمن کندهار ونيو نوموړې ملا صاحب يې له مولوي عبدالرحيم سره يوځای د خرقې مبارکي په انګړ کي وواژه.

سردارغلام محمد خان طرزي :

سردار غلام محمدخان ( ۱۲۴۵ ــ ۱۳۱۸ ق) د سردار رحمدل خان زوی او د علامه محمود طرزي پلار د کندهار له ډېرو مشهورو فاضلانو څخه و . نوموړی د پاړي ژبي پياوړی شاعر او د هندي سبک پيرو و . دشعر غټ دېوان ځني پاته دئ ، تخلص يې (طرزي) و . کله چي په هيواد کي د انګرېزي ګماشته سردار عبدالرحمان خان او د ميوند د زمري سردار محمد ايوب خان ترمنځ شخړي رواني وې ، نوموړي طرزي د ميوند د غازي پر خوا ولاړ و او کله چي سردار عبدالرحمان خان پاچا کــــــړه سو ( جنوري ــ ۱۸۸۰م) سردارغلام محمد خان يې په همدې تور ؟ په ډېرناوړه حالت د خپلي کورنۍ له ۳۶ تنو سره له هيواده وشاړه . نوموړی لومړی کراچي او له هغه ځايه شام ته ولاړ او په ۱۳۱۸ ق کال په دمشق کي مړ او هورې ښخ سو .

سردار غلام محمدخان له انکرېزانو څخه سخته کرکه درلوده او له همدې امله دخپل تره له زوی والي شېرعليخان سره مخالف و . والي شېرعليخان د سردار مهردلخان زوی او د انګرېز ګوډاګی و او د ميوند په جګړه کي يې د انګرېزانو په پلوي له ۲۰۰۰ تنو سره برخه اخيستې وه . خو سړی يې ټول د سردار محمدايوب خان لوري ته وواښتل او دی شرمېدلی پاته سو. دهمدغه شېرعليخان په نامه د کندهار ښار په هرات بازار کي يوه کوڅه سته چي د نوموړي زوزات او د سردار مهردل خان اولاده پکښې اوسېدله .

سلطان محمد خان خالص :

د هيواد مشهور عالم او مورخ ليکوال و . پلار يې موسی خان نومېدئ . په قوم نصرت زی بارکزی و. خالص د مولوي عبدالرحيم کاکړ څخه علمي استفاده کړې او د هغه سياسي تګلاره يې غوره کړې وه د سردارمحمدايوب خان له ملګرو څخه و او دميوند په غزا کي يې عملي برخه اخيستې وه . د غازي سردار تر فرار وروسته کراچي ــ سندهـ ته ولاړ او له هغه وروسته يې د حج فريضه ادا کړه . د ژوند نور حالات يې په تياره کي دي . ويل کېږي چي (( په ترکو کي مړسوی دئ )) (٣٠) سلطان محمدخان د پاړسي ژبي شاعر و او د ېوان يې هم ترتيب سوی و خو اوس ورک دئ . د افغانستان تاريخ يې په دوو ټوکو کي کښلئ چي لومړی ټوک يې په ۱۲۹۸ ق کال په بمبيي کي چاپ سوی دئ . دوهم ټوک يې چي د خپل وخت حالات يې پکښي بيان کړي و . د اميرعبدالرحمن په ټونګ له منځه يووړل سو . دا تاريخ د (تاريخ سلطاني ) په نامه يادېږي او د زياترو کورنيو او بهرنيو مورخينو د ليکنو عمده ماخذ دي . تاريخ سلطاني يې په هغه وخت کي کښلی دئ چي پر کندهار باندي د سردار محمدايوب خان واکمني چلېده او دی يې د (( اميرابن الاميرابن الامير امير محمدايوب خان لازال رافته عن روس اهل الزمان )) په القابو يادوي (٣١)  د سلطان محمدخان خالص د کورنۍ متاخر سړی غلام دستګيرخان نومېدئ او د کندهار د کابل بازار په قاضي غلام کوڅه کي شنې مامتې ته نزدې اوسېدئ .

تاج محمد پوپلزی :

د کندهار ښار د کابل بازار د يحيی خان د کوڅې اوسېدونکی و . له سردار محمدايوب خان سره کلک ولاړ و او له هغه سره هند ته فراري سو چي څه موده وروسته بيرته هيواد ته راستون سو . پرزوی يې محمد ايوب نوم ايښی و . د کندهار ( ايوبي ) کورنۍ دغه محمدايوب خان ته منسوبه ده . محمد ايوب خان د مشروطيت له ډلي سره ناسته ولاړه درلوده . وايي کله چي له محمدعثمان ( محمدعثمان پرواني ؟ م. هوتک)  سره د جلال آباد له لاري هند ته ووت پر لاري دواړه ونيول سول او په توپ کي والوزول سول .(٣٢)

د جمړيانی (( بادار)) کورنۍ:

د (( بادار)) اصلي نوم موږ ته معلوم نه دي خو په کندهارکي په دغه نامه شهرت لري . ددې کورنۍ په باب وار دواره مفصل معلومات د فاضل استاد پوهاند رشاد له خوا وړاندي سول (٣٣) ددغو معلوماتو له مخي بادار د اميرشيرعلي خان له زامنو سردارمحمد يعقوب خان او سردار محمدايوب خان په عمله کي شامل و . کله چي د ميوند اتل سردارمحمدايوب خان مجبورسو فارس ته واوړي ، نوموړي بادار له خپلي کورنۍ سره يوځای د سردار په ډله کي مشهد ته واوښت. په دغه ډله کي د بادار وراره اتلس کلن غلام محی الدين چي وروسته په مولوي غلام محی الدين افغان باندي وپېژندل سو ، ملګری و. د بادار دوه زامن پاته سول . عبدالجلال خان او عبدالستارخان . دعبدالستار خان زوی صوفي عبدالفتاح ( مشهور په صوفي فتو) ما ( هوتک) پېژانده او د کندهار په شاه بازار کي يې چارسو ته نزدې د بزازۍ دوکان کاوه . عبدالجلال خان له مشروطه غوښتونکو سره محشور و او په ۱۳۲۷  ق کال په شېرپور کي بندي سو چي دې بند يې  د اميرحبيب الله خان د پاچهۍ ترپايه دوام وموند . تربند وروسته يې د کندهار ښار په شاه بازار کي د چيني خرڅولو دوکان کاوه . د خپل وخت منورينو ورته په درنه سترګه کتل ، تر ۱۳۱۲  ش پوري لا ژوندی و .(۳٤)

محمد شاه خان هوتک:

نوموړی په شاه خان هوتکي مشهور دي او دملي قايد حاجي ميرويس نيکه د وراره حاجي نورمحمد خان مشهور په حاجي انګو د کوسي محمد افضل خان زوی و . د سردار محمدايوب خان تر ماتي وروسته د ميوندي غورځنګ پاته کسانو د محمد شاه خان هوتک په مشرۍ له امير عبدالرحمن سره جګړې وکړې چي په بېرحمۍ سره وځپل سوې .

شاه خان هوتک تر دغوماتو وروسته له خپلي کورنۍ سره د ږوب لورلايي ته کډه سو . اولادې ته يې تر ۴۵کاله هجرت وروسته د نادرخان په پاچهۍ کي هيواد ته د بيرته ورتګ اجازه ورکړه سوه ( ٣٥)

د انګرېزي افسرانو په ياداښتو کي موږ د سردار محمدايوب خان د ځينو کلکو ملګرو پرنومونو پېښېږو چي په هغو کي يې محمد اسلم خان غلجی دئ . د ياداښتو په يو سلو شپږم مخ کي راغلي چي د کندهار ښار په شاوخوا کي (( زموږ يو ډېرسهمناک دښمن د غلجيو يومشر محمداسلم خان نومېږي چي له ايوب سره په ارتباط کي دئ .)) (٣٦) دغه راز په کوکران کي د ايوب خان د يوه ملګري يادونه سوې ده . داسړی سرتيب نور محمدخان نومېږي . د ياداښت خپل عبارت داسي دئ (( ايوب د سنځري و کوکران پرلار را وړاندي سوئ دئ او کوکران يې خپله قرارګاه ټاکلې ده . دلته دی يو ډېر ګټور متحدلري چي سرتيپ ( د سپرو قومندان ) نورمحمد نومېږي . نوموړي د جنرال ستيوارټ  General Stewart  د پوځ له يوې برخي سره ډېر ښه وجنګېد.)) (۳٧)  فيض محمد کاتب هم په سراج التواريخ کي د سرتيپ نورمحمدخان يادونه کړې ده او ليکي چي دغازي سردار په قراول پوځ کي يې برخه دردلوده. (٣٨)

دلته به ددې خبري يادونه بې مناسبه نه وي چي د کوکران سيمه که دانګرېزانو پرضد دپاڅون يوه قرارګاه وه ، د شورويانو پرضد د جهاد په ټول دوران کي هم دغه د کوکران سيمه  او په تېره بيا هغې ته څرمه د حاجي نظرجان باغ د مجاهدينو يو نه تسخيرېدونکی مورچل و .

دسردارکهندل خان لمسي سرداراحمدعلي خان هم په دغه جګړه کي برخه اخيستې وه او د ميوند د جګړې په باب د معاصر مورخ ميرزا يعقوب علي خوافی ليکني زياتره ددغه سرداراحمدعلي خان له خولې نقل سوي دي .(٣٩)

په پای کي به داخبره هم د پاملرني وړ ده چي د يوويشتمي پېړۍ په سرکي چي ديوموټي افغانستان ادوبدو تن د څو ناسيالو اوله بهرسره د تړلو کسانو په لمسونه د ټوټه ټوټه کېدو له ګواښ سر ه مخامخ سو، دهمدغه تاريخي ميوند له يوې مدرسې څخه د واحد افغانستان د نجات ږغ پورته سو. دې ږغ ته ملت په يوه سلا لبيک ووايه . خوله بده مرغه لکه څرنګه چي د ميوند د تاريخي سوبې د قربانيانو پرسرو د نورو له پاره تختونه جوړسول ، له هماغه ميوند څخه د اوسنۍ پېړۍ  د رااوچت سوي تحريک له قربانيو څخه د يا دتحريک د مشرانو د ناعاقبيت اندېشيو په وجه يا د نړيوال استکبارد شومو اغراضو له امله لکه څرنګه چي ښايېدل ، سم کارنه اخيستل کېږي ، توري به لالا وهي مړۍ به اودولا .

ټورنټو  ــ کاناډا

۱۳ سپمتبر ۲۰۰۰م

يادونه : دميوند په غزاکي افغاني مېرمنو هم برخه اخيستې وه . دالسټرېټډ لندن نيوزجريدې تردغي غزا لس ورځي وروسته ( اوومه د اګست ۱۸۸۰) وليکل (( دايوبخان په لښکرکي دبريالي کېدو روحيه دومره پياوړې وه چي يوشمېرمتاهلو عسکرو خپل فاميلونه لاهم د جګړې ‌‌ډګرته راوستلي وو اومخکي له مخکي يې دبري انتظار درلود )) . ارواښادغبارليکي (( درين جنګ که پشت حکومت انګليس رادرهند به لرزه آورد زنان افغاني هم شرکت کرده بودند و داستان ملالی ، دوشېزه جواني که درميدان جنګ ميوند بيرق سپاه ملي را در عرض بيرقدار کشته شده درشانه ميکشيد، ازهمين جانشات کرد و اين دو بيت از زبان او درميدان جنګ در افغانستان طنين انداخت :

چي شينکي باغ کښي ګل ګلاب وشرموينه

لمنليکونه

(١) داليکنه هغي علمي غونډي(سيمينار) له پاره ليکل سوې وه چي په جرمني کي دافغانستان دکلتوري ودې ټولني له خوا د(ميوندــم دافغانستان دتاريخ څلی) په نامه دميونددتاريخي بري ديوسلوشلمي کاليزي په وياړد٢٠٠٠ ع کال دنوامبرپراتلسمه نېټه دکولن په ښارکي جوړه سوې وه .

(٢) په غياث اللغات کي د (ميمند) کلی دغزنين له مضافاتوڅخه بلل سوی دئ ، چي تېروتنه ده .

(٣) وګ : دکابل چاپ خيرالبيان په سرکي دپوهاندعبدالشکوررشادليکنه چي سرليک يې (دخيرالبيان ليکدود) دئ .

(٤) دکندهارمشاهير ١٢٢ مخ .

(٥) وګ : دپوهاندرشادنوموړې مقاله ـــ ٦٠ ،٦١ مخونه .

(٦)وګورئ ــ Personal Record of the Kandahar Campaign ــ ۴۲مخ ــ لندن ۱۸۸۱م.

(٧)دده اصلي نوم يې George Reynold Scott Burrows  دئ د بمبيي د پوځ داعاشې جنرال او مخکي له دې چي دغي قطعې ته راسي( جنوري ۱۸۴۴م) د سمندري پوځ يوټيټ رتبه افسرو. له ۱۸۶۲پوري د پنځلسم لمبرهندوستاني پوځ مشر سو. ورپسې په بمبيي کي د مرکزي ادارې په هيات کي د لښکر د قومندانۍ سرمرستيال وټاکل سو. پخپل رياست کي يې د لومړۍ درجې

افسر نوم ګټلی و او افغانستان ته تر لېږلو د مخه يې د محاربوي فعاليتو سابقه نه درلوده .

(٨) ډګروال سينت جان د جنرال بروس د لښکر سياسي افسر و. د عين الوقع د ۱۳۴مخ د (( کلنل سنجنين)) همدغه سړی دئ.

(٩) په عين والوقايع ــ ۱۳۴مخ کي ددغي پېښي ځای د((آبازان)) کلی ښوول سوی دئ. آبازان د هيلمند رود پرغاړه ګرشک ته مخامخ د هرات کندهار پر زړه لار پروت دئ . دغه کلي ته مخامخ د هيلمند پررود پوخ ګودر سته. دغه سرتېري د ((آبازانو)) په کلي کي له والي څخه بېل سول او ځانونه يې ايوب خان ته چي په ((لار)) نومي ځای کي پروت و، ورسول. د والي شېرعليخان ملګروته دا ډېره بې ننګي ښکارېدل چي د انګرېز په ليکو کي له خپلو وروڼو سره وجنګېږي ، ځکه نو دايوب خان لور ته ور واوښتل. دلندن نيوز جرېدې ددغه اووښتو په پلان کي د((غالبا)) قيد په راوړلو سره د هغوکسانولاس د خيل بللی چي په کابل کي يې د انګرېزي نماينده کيوناري Cavagnari په وژلوکي برخه اخېستې وه او اوس د والي په لښکر کي شامل وو. خو ماته دا خبره ځکه د تامل وړښکاري چي د همدغي خپروني د همدغي ګڼي( داګست اوومه) په ۱۳۸مخ کي يې د سردارشېرعلي لښکرد کندهار اوسېدونکي بللي دي. دغه مطلب ته په ليک کي هم اشاره سوې ده او موږ په پنځم مخ کي ولوستله. ( ددغي جرېدې د مخونو نمبر د کال به پيل څخه په مسلسل ډول تعقيبېدئ).

(۱٠) لندن نيوز ددغه پرشاتګ علت د ايوب خان لورته د سردارشېرعليخان د عسکرو اوښتل بولي.

(١١) حيدرآباد د ګرشک په دوولس ميلي کي يو کلی دئ . دا هغه ځای دئ چي د لندن نيوز د ليکني له مخي د ۱۸۷۰ م کال په اپريل کي د اليزيو  يوې ډلي د انګرېزانو د سيمه ييز کميساريت پر افسرانو ناڅاپي بريد وکړ يو شمېر يې مړه او او ټپيان کړل ، مهمات او خزانه يې ځني ولجه يووړل.

(۱٢)کشک نخود له ګرشک څخه څلوېښت ميله ليري پروت دئ. ددغه کلي په باب لندن نيوز ليکلي و چي (( کشک نخودد افغانانو په نظرد کندهارکيلي ده. په معاصرتاريخ کي دوه واره په رشتياسره ثابته سوې ده چي دغه ځای د هرات له خوا ديرغلګرو په وړاندي وروستی خنډ دئ. د نادرشاه او کهندل خان دواړوله پاره دا ځای خنډ و. موږ پخپله په ۱۸۴۲کي په دغه نقطه کي استحکامات پيل کړل او راته څرګنده سوه چي دغه ځای د لويديځ له خوا د سترښار(کندهار.م.هوتک) ددفاع له پاره يوه ډېره ښه ستراتژيکه نقطه ده او همدغه ځای و چي په ۱۸۷۹ کي پرجنرال بيدلف باندي هغه وخت چي د ګرشک له خوا دعقب نشينۍ په حال کي و، داليزيو د يوې ډلي له خوا چي د زمينداور يوه ډېره زړه وره او متعصبه قبيله ده ، بريدوسو . په دغه نښته کي دښمن پخپل ټول عنعنوي جرات سره يو د لسوپه وړاندي وجنګېد خو د سيند د دريم نمبرآس سپرو له  خوا وټکول سول او ترتياره ماښامه پوري تعقيب سول.)) دابريداو د ۱۸۷۰ کال د اليزيو بريد چي په حيدراباد نومي کلي کي وسو، بايد سره مغالطه نه سي.

(۱٣) ډګروال ګالبرېت د جنرال بروس په لښکرکي د يوازنۍ انګليسي قطعې، شپږشپېتم کنډک قومانداني پر غاړه درلوده . نوموړی د انګلستان ديوې مشهوري ايرلينډي کورنۍ( Galbraiths) غړی و

(١٤) شپږشپېتم کنډک ته په متن کي ځای ځای دOld Berkshires توضيح ورکول سوې ده. برکشاير  Berkshire په جنوبي انګلستان کي ديوې سيمي نوم دئ چي د لندن په لوېديځ کي د تېمس رودThemes River  پرڅنډه پرته ده . ددغي سيمي په سانډرسټ Sandhurst نومي ځای کي دRoyal Military Academy  په نامه د

پوځي افسرانو د روزلو يوه اکاډيمي سته . شپږشپېتم کنډک له دغي پوځي اکاډيمۍ سره اړه درلوده ځکه يې نو د برکشايرانو په نامه بلله . شپږشپېتم کنډک لکه په تېره حاشيه کي چي يادونه وسوه . د جنرال بروس په لښکر کي يوازنۍ برتانوي قطعه وه . نوري يې هندوستانۍ قطعې وې.

(۱٥)دا کنډک دبمبيي نونسم لمبرهندوستانۍ قطعه وه چي مشري يې د مېجروالټرجېکب Major Walter Jacob پرغاړه وه او وروسته ټوله قطعه دده په نامه يادېدله.

(١٦) بشپړ نوم يې John Tobin Ready  و.

(١٧) ګريناډيرز هم د بمبميي يوه پخوانۍ قطعه وه چي په ۱۷۹۶کي جوړه سوې وه او مشر يې ډګروال چارليس هيتکوټ Colonel Charles Heathcote  نومېدئ.

(۱٨) ايوب خان د يوه نظامي ماهرپه شان تل دښمن په خپلو عاقلانه مانورو غافله کاوه . په دې برخه کي لندن نيوز ليکي (( … ايوب خان چي ګرشک ته راورسېد او لږ څه شمال ته تر رود پوري ووت، انګرېزي افسرانو ته يې داسي وښووله چي ګويا دی له نښتي څخه ځان ژغوري او غزني ته د مارش خيال لري . دجنرال بروس هم دا خبره زړه ته لوېدلې وه ځکه يې پر نونسمه خپل کمپ دښمن ته ددريو ميلو په اندازه ورلنډ کړ. خو ايوب خان د غزني خيال هيڅ نه درلود او د افغاني جګړو د معمول خصوصيت پر خلاف يې په ډېراحتياط ګامونه اخيستل.))

(۱٩) لندن نيوز په دې برخه کي خوراسترتاريخي واقعيت ته ګوته نيولې ده او ليکي(( دااسانه خبره ده چي موږ دوی متعصبين وبولو، خودغه غازيان يا داسلام عسکردهيوادپالني له محرکه ځواک څخه الهام اخلي او د بهرني تېري په وړاندي يې يوه سخته جګړه پيل کړې ده .))

(٢٠) ددغه ځای يادونه غبارهم په افغانستان درمسيرتاريخ ــ ۶۳۸ مخ کي کړې ده . لندن نيوزددغه ځای په باب ليکي((…دسړک د جنوب په سل مترۍ کي يوه مربع شکله په دېوال محاط سوې کنډواله شانته ځای دئ چي دېوالونه يې اتيامتره اوږده او شل فوټه جګ دي. دننه يې يوه ليکه ګومبتي کوډلي ولاړي دي او داسي ښکاري چي داځای به غالبا يوه زړه افغاني څوکۍ    وه . دغه ځای و چي تېرکال ډګروال مالکمسن     او ډګروال ټېنرد شپې د تېرله پاره پکښې اړولي وه او د زمينداورقبيلوي ياغيانو ورباندي بريد کړئ و خو دوی پرشا وهلئ و.)) دغه بريد په ۱۸۷۹ م کي پېښ سو او ماوړاندي په نهم مخ کي اشاره ورته کړې ده .

(٢١) دغه توپونه اوس دکندهارښاردهرات دروازې دشهيدانوپرچوک ولاړدي .

(٢٢) دادهغوکليوالوبريدونوته اشاره ده چي دلاري په اوږدوکي يې انګرېزپوځ ته

کمين نيولی و .

(٢٣) دغه ځای په غالب ګومان دسنځري کلی دئ . دياداښتوځيني برخي زماددغه ګومان ملاتړکوي اويقين ته يې نزدې کوي . ترسنځري وروسته بياترښارپوري د کوکران اوورپسېدسرپوزې کلي پراته دي .

(٢٤) هيله مجله ــ دريم کال ــ شپږمه ګڼه ــ کال ګڼه ــ ۱۷۹ مخ

(٢٥) د ليکونکي اثر ــ ميرزا عبدالودود هوتک ــ ۵ مخ ــ ۱۹۹۸کال

(۲٦) دغه سيمه اوس د (( ډنډ)) په نامه يادېږي او نوي عصري کورونه پکښي ودان سوي دي .

(٢٧)تاج التواريخ ــ ۱۸۸ــ د بمبيي چاپ ــ ۱۹۰۴ م .

(٢٨) د ليکونکي اثرــ درنه کورنۍ ( له علامه حبو ترعلامه حبېبي ) ــ ناچاپ

(٢٩) دميافقرالله پېژندليک ــ ۱۱۰مخ ــ کابل ــ ۱۳۵۹ ش . په دغه کتاب کي د ملاعبدالاحد نوم ملاعبدالاحمد ليکل سوی دئ چي د کاتب تېروتنه ده .

(٣٠) حبيبي ــ عبدالحی ــ نومورکي مورخين ــ ۵۴ ــ ۵۵ مخونه ــ کابل ــ ۱۳۵۹ ش

(٣١) تاريخ سلطاني ــ ديباچه ــ ۷ مخ ــ بمبيي ــ ۱۲۹۸ق

(٣٢) حبيبي ــ عبدالحی ــ جنبش مشروطيت ــ ۵۷ مخ

(٣٣) افغان ياد ــ د مقالو مجموعه ــ ۱۶ــ ۱۹ــ مخونه ــ ۱۳۶۰ش ــ کابل

(۳٤) جنبش مشروطيت ــ ۳۵ مخ

(٣٥) الحاج امان الله هوتک ــ دخپلواکۍ لمر څرک ــ د کتاب د پای يادونه

(٣٦) Personal Records of the Kandahar Campaign   ــ ۱۰۶مخ

(۳٧) هماغه ماخذ ـــ هماغه مخ

(٣٨) سراج التواريخ ــ دوهم ټوک ــ ۳۵۲ مخ ــ تهران ــ ۱۳۷۲ ش . د عين الوقايع د ۱۵۱مخ برګت نورمحمد خان او زموږ د بحث سرتيپ نورمحمدخان  يو  سړی دئ .

(٣٩) غبار ــ افغانستان در مسيرتاريخ ـــ جلد اول ــ ۶۳۸ مخ ــ کابل

 

 

 

 

 

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!