منډيګک
افغان تاريخ

اووه لرغوني مدنیتونه

0 80

بسم الله الرحمن الرحیم ـ تمدن یا مدنیت د بشري ټولنو د ترقۍ او پرمختګ بشپړتیایی بهیر دی چی د طبیعی او ټولنیزو پړاوونو په ځانګړو شرایطو کی ظهور او وده کوی .

د بشر پیژندنی او لرغون پیژندنی علوم وایی چی په زرګونو کلونه لازم وو چی نیم لوڅیً او وحشي ډوله انسان د تمدن مرحلې ته رسېدلی وای . دا ځکه چی ستر بدلونونه اول په بطالت اوعطالت سره درومی ، بیا مطلوب لورئ نیسی . دا ستر بدلونونه په هر ځای او هره زمانه کی یو ډول نه بلکی د چاپیریال د حالاتو مطابق راټوکیږی او لوییږی .

لرغونپوهان وایی چی په ځینو مواردو کی ، په ځینو سیمو کی ، په ځینو وختونو کی ساده او ابتدایی بشري ټولنی د بیلابیلو دلایلو پر اساس په مغلقو او مغلق ترو ټولنو سره وده مومی څو چی باالاخره په تمدن سره بدلیږی .

هر تمدن د لویو انساني طبقو په زحمتونو او مشقتونو سره ایجاد او رایج سوی دی ، خو کله کله بیرته د نورو انسانانو لخوا وران سوی او پر ځای یې خپل هغې ودان کړی دی .

لرغونی تمدن په اصل کی لرغوني واکمنۍ وې چی په کلتور ، سیاست ، علومو ، صنعت او هنر کی د نننۍ نړۍ پرمختګونه او بنسټونه بلل کیږی . د تاریخی دورې لرغونیً تمدن د ۳۰۰۰ کاله قبل المیلاد څخه تر پنځمی میلادي پیړۍ پوری ( یعنی ټول ټال درې نیم زره کاله ) موده په بر کی نیسی .

نو ښه به دا وی چی د نړۍ اووه لرغوني مدنیتونه وپیژنو چی هر یو زموږ د هیواد سره لږ او ډیر تړاو لری .

لومړی ـ په آسیا کی بین النهرین ( د اوسني عراق د دجلې او فرات د سیندونو تر منځ سیمه )  او کلده د نړۍ تر ټولو زوړ او لرغونی تمدن دی چی تاریخ یې څه باندی درې زره کاله قبل المیلاد ته رسیږی . د مدنیت دغه خورا لرغونی مرکز په درو برخو کی ډیر اوڅار پرمختګ کړی و چی هغه د نجوم ، طب او ریاضی ابتدایی علوم وو .

په بین النهرین کی ډول ډول مدنیتونه تیر سوي دي . دلته بیلایبل لرغوني قومونه لکه اثوریان ، سومریان ، اکادیان  ، بابلیان او نور میشته وو . سومریانو لیکنه او د اوسپنی استعمال رامنځته کړ . بابلیان په ریاضی او نجوم کی مخکښان وو.  اکاد په ننني عراق کی د فالوجه ښار دی چی بیا سومریانو ونیوئ . اکادیانو په ادبیاتو او هنر کی ښه پرمختګ کړی و . اثوریانو په جنګی صنعت او ښار جوړولو کی ساری نه درلود .

دوهم ـ بل لرغونی تمدن هماغه مصر دی چی تاریخ یې درې زره کاله قبل المیلاد ته رسیږی چی تر۳۱ قبل المیلاد کال پوری وپایید . دغه تمدن د حکمت ، ریاضی ، طب او نجوم اړونده برخو کی ښه پوهه حاصله او هغه یې وړاندی کړل .

لرغوني مصریان په ریاضی او مهندسي کی ډیر مخته وو ، په طب کی یې سارئ نه درلود ، په اناټومي ( د بدن په داخلی تشریح ) ، د زخمونو په تداوي او  نورو علاجونو ښه پوهېدل . زخمونه به یې په اومو غوښو سره پټۍ کول ، تریاک یې د درد آرامولو لپاره کارول ، د میکروبونو د مخنیوي لپاره یې ټوکر په عسلو کی واهه ( په عسلو یې لړئ ) . جراحانو به مات هډوکي بیرته ځای ته وراچول او زخمونه به یې ګنډل . پیاز او هوږه یې د ښه صحت لپاره استعمالول ، یعنی هغه عنعنه چی تر ننه هم رواج ده .

هغوی ښځه او نارینه ( بېله غلامانو څخه ) د قانون له مخی برابر ګڼل چی ښه مثال یې د دوو ښځینه فرعونانو شتون دی ( لکه هاشیپ ست ، او کلیو پاترا ) . باید وویل سی چی کلیو پاترا د فرعوني لړۍ وروستۍ واکمنه ده چی خپل سلطنت یې د روم په وړاندی له لاسه ورکړ .

درېیم ـ بل ډیر لرغونی تمدن د مدیترانې د سمندرګي ختیځی غاړی او فلسطین دی چی هلته فنیقیانو او هم بنی اسراییلو د قبل المیلاد د درو زرو څخه تر دوو زرو کالو پوری په سمندري تګ راتګ ، سوداګرۍ ، صناعت ، نساجی ، د فنیقی مشهوري الفبا په ایجاد کی او هم بنی اسراییل په دیانت او توحید او همدا راز د حکومت په تأسیس کی تر بل هر چا وړاندی وو .

څلورم ـ چین بل هغه هیواد دی چی د لرغوني تمدن زانګو یې بولی . د دې هیواد مدنیت د درې زره قبل المیلاد کالو راهیسی اټکل کیږی چی تر ۲۲۱ قبل المیلاد کال پوری وپایید .

چین یو مستقل تمدن لری چی په تیره بیا د صنایعو ، نساجی ، انځورګرۍ ، ډبره توږلو ، رنګ جوړولو ، کنده کاریو ، کاغذ جوړولو او بارود جوړولو په برخو کی ښه پر مختللی و . له دې نه علاوه د موسیقی ، ادبیاتو او فلسفې له مخی هم بې مثاله وو . ګڼ شمیر فیلسوفان ، منجمان ، تاریخ پوهان او ګرځندویان یې لرلي دي .

لرغوني چین څلور مهم شیان ایجاد او رایج کړل لکه رسامي ، کاغذ جوړول ، قطب نما او بارود . د لمر تندره ( کسوف ) او د لکۍ لرونکو ستورو معلومات هم لومړی چینایانو ورکړل . غشی او لینده هم اول دوی ایجاد کړل چی وروسته د اروپایی جنګونو پرېکنده وسله سوه .

پنځم ـ د آریایانو سیمه او د هندوکش دواړی خواوی ډیر بډای تمدن لری ( چی ټول افغانستان او یو څه ایران پکښی شامل دی ) . افغانستان د قبل المیلاد د درو زرو الی دوو زرو کالو په زمانه کی پرمختللی زراعت اود اوبو لګولو ښه سیسټم درلود . کلک ښارونه او ډیر وګړي یې لرل . د قبل المیلاد په لومړیو زرو کالو کی یې ښه لاسي صنایع ، سکې ( مسکوکات ) ، طب ، نجوم ، نساجی او فلزکاري لرل چی په سیمه کی بې ساری و .

ځینی لرغونپوهان دغه مدنیت بېل او مستقل نه بولی ، بلکی د اباسین وادي په مدنیت کی یې شامل کوی . یعنی دا د اباسین یا شمالی هند د مدنیت یوه برخه او جز ګڼی . خو افغاني او منطقوي پوهان دا یو ځانته او بیل مدنیت بولی او دلیل یې دا دی چی دلته د اصلی آریایانو ستره کِتله پاته وه او مخ پر جنوب لویدیځ ( یعنی ایران ته ) یا ختیځ ( یعنی هند ته ) یې مهاجرت نه و کړی او خپل مستقل سکونت او مدنیت یې درلود .

شپږم ـ هندوستان ورپسې لرغونی تمدن دی چی د میلاد څخه یو نیم زر کاله مخکی د شِرکي شرعیت او قانون ، خدایی حکمت او فلسفې ، منطق او ریاضیاتو ، طب او نجوم ، نساجی او فلزکاري څخه برخمن و .

دغه تمدن تر ۱۰۰۰ قبل المیلاد کالو پوری وپایید . د هند لرغونی تمدن مستقل او ځانګړی و چی بیا په دکن او سیلون کی هم پسی خپور سو . دغه ته د اباسین تمدن هم وایی چی د هندوکش څخه د آریایانو تر راکوچېدو وروسته پیل کیږی .

د اباسین د وادي دغه تمدن اوسنی هند او پاکستان په بر کی نیسی چی زموږ د هیواد ختیځ ولایتونه هم پکښی شامل دي . د اباسین او سرَسوَتي سیندونو وادۍ ګانی د دوو لرغونو مدنیتونو ( موهن جو دیرو ) او ( هَرَپه ) اصلی ټاټوبی دی .

څه باندی سل کاله وړاندی هرپه په پنجاب کی او موهن جو دیرو د ننني پاکستان په سِند ( یعنی د اباسین په وادي ) کی کشف سول . دلته د ښار جوړولو یو ښه پلان موجود دی . آن د بدررفت ( فضله اوبو د ایستلو ) سیسټم یې دونه عالی دی چی د ننني پاکستان ، هندوستان او نورو آسیایی هیوادو تر دغسی سیسټم بهتر دی .

د پخواني هند تمدن څلور زره کاله قبل المیلاد ته رسیږی . خو د ښارونو جوړول یې په ۲۷۰۰ قبل المیلاد کی کړي دي .

اووم ـ هماغه د اروپا دوې ټاپو وزمی یعنی یونان او ایټالیا دي . یونان تر میلاد زر کاله مخکی د فلسفي علومو ، طب او نجوم ، ریاضی او هندسې ، هیًت او نورو لپاره خورا ستر بنسټ کښېښود څو چی هغه یې په نړۍ کی پسی خپور کړ .

لرغوني روم هم د یونان د علومو څخه په اقتباس او پیروۍ سره خپل تمدن د نړۍ  یو څه برخي ته ورساوه .

په هر صورت ، لرغون پوهان د پورتنیو اوو قدیمی تمدنونو څخه علاوه څو نور لرغوني مدنیتونه هم ډیر مهم بولی او د اوسني تمدن د بشپړتیا سره یې تړی . د دې جملې څخه د هیتیانو تمدن دی چی د اوسنۍ ترکیې پر سیمه واکمن وو . د دې تمدن سابقه د ۱۳۴۰ قبل المیلاد څخه تر ۱۲۰ قبل المیلاد کال پوری اټکل سوې ده .

بل مهم تمدن هم انکا نومیږی چی په لاتینه امریکا کی د نننۍ پیرو هیواد یې مرکزي هسته وه ( ۱۲۰۰ ق م ) . ورپسې هم مایا تمدن دی چی په نننۍ مکسیکو کی د ۲۰۰۰ قبل المیلاد څخه تر شپاړسمی میلادی پیړۍ پوری غوړېدلی و .

دې مهمی باریکۍ ته باید ځیر سو چی تاریخ پوهان هغه دوره چی انسان لا خط نه و کشف کړی ، قبل التاریخ دوره بولی . خو کله چی رسم الخط ظهور وکړ دا تاریخی دوره بولی . لاکن شرط یې دا دی چی د لرغونو ولسونو راپاته خطونه او ډبرلیکونه باید لوستل سوي وی . نو هغه خطونه او ډبرلیکونه چی تر اوسه کشف سوي او موجود دي مګر لوستل سوي نه دي ، هغه ټوله د تاریخ نه مخکی یا په قبل التاریخ دوره پوری اړه لری . کله چی دغسی خطونه او ډبرلیکونه ولوستل سی او مفهوم افاده کړی بیا نو تاریخی مرحلې ته داخلیږی .

په دې اساس د ختیځو هیوادونو تاریخی دورې یا پړاوونه د قبل المیلاد څخه ۲۵۰۰ کاله وړاندی بلل سوي دي . دا ځکه چی د مصر او بین النهرین کوم رسم الخطونه چی لوستل سوي دي ، همدومره سابقه او عمر لری . ولی د (موهن جو دیرو ) او (هرپه ) کشف سوي خطونه چی تر اوسه نه دي لوستل سوي ، په تاریخی دوره کی نه شاملیږی . نو که دغه خطی نښی هر وخت ولوستل سی ، له امله به یې زموږ د تمدن زوړوالی او سابقه یو دم شپږ زره کالو ( یعنی څلور زره قبل المیلاد ) ته ورسیږی او د فعلي لرغونو مدنیتونو ریکارډ به مات کړی یعنی په نړۍ کی به تر ټولو لرغونی تمدن وبلل سی .

د علمی پلټنو څخه داسی نتیجه اخیستل سوې ده چی تر میلاد څه نا څه شپږ زره کاله مخکی لا په افغانستان او ورپورو سیمو کی انسانانو مدنیت درلود .  دا ځکه چی د افغانستان په شمال کی ، یعنی مرو ته نږدې د ( انو ) په سیمه کی د مسو د استعمال څرک لګېدلی دی .

د افغانستان په ختیځ کی د سِند د وادي قبل التاریخ مدنیت ( د هرپه او موهن جو دیرو تر منځ ) په څه نا څه یو زر میله ساحه کی خپور و چی دې ساحې د بابل د تمدن تر ساحې څلور چنده ، او د مصر تر تمدن دوه ځله زیات پراخوالی درلود . دغه مدنیت د افغانستان په ختیځو سیمو کی د سِند په ټوله پراخه وادي کی خپور و ، یعنی هغه سیمه چی شمالی او جنوبی پالازمېنی ( هرپه او موهن جو دیرو ) یې دوې هستې وې . دغه تمدن د لویدیځو سیمو د مدنیتونو یعنی بابل سره ټینګ روابط لرل . آن په ۲۰۰۰ قبل المیلاد کی هلته د هندي سوداګرو ټاکلي ځایونه موجود وو .

هغه آثار چی د بین النهرین په کیندنو کی تر لاسه سوي ، ښیی چی د سِند د وادي خلکو اعشاریه ارقام ، وزنونه او اندازې پیژندل او هغه یې کارول . دا لا څه ، د افغانستان په ځینو برخو کی کیندنو ښودلې چی د قبل التاریخ دورې ښه مدنیت یې لرلی دی . د مثال په توګه د نادعلی ، زرنج ، ارغنداب ، پنجوایی ، منډیګک ، هزار سُم ، چهلستون ، تره کمر ، آق کپرک او نوروکیندنی دي چی د لرغوني تمدن ښه سپړنه ، څیړنه او څرګندوَنه لری .

که لرغونی افغانستان مدنظر ونیسو ، نو و به ګورو چی په تاریخی دوره کی دوه خورا او څار ، مهم او بنسټیز مدنیتونه راټوکېدلي او غوړېدلي دي چی هغه ( ویدي مدنیت ) او ( اوستایی مدنیت ) دی .

ویدی مدنیت تر میلاد ۱۴۰۰ کاله مخکی شتون درلود چی تاټوبی یې افغانستان و . ویدا هغه مذهبي ، تاریخی او افسانوي سندری دي چی آریایانو زموږ د هیواد څخه شمالی هند ته تر کوچېدو مخکی  ویلی وې خو تر دغه لیږد وروسته تدوین او توحید سوي دي . ویدا څلور کتابونه لری چی ریګ وید ، سام وید ، اتهروا وید ، او یجور وید دي . په دغو کتابو کی د افغانستان د ځینو مهمو ځایونو ، مشهورو او غښتلو اتلانو او لویو ټبرونو نومونه هم راغلي دي ( لکه پښتون ، لغمان ، کابل او ډیر نور ) .

اوستایی مدنیت بیا په ۱۲۰۰ قبل المیلاد کال کی په بخدي ( بلخ ) او د هندوکش په شمالي سیمو کی رامنځته سو . یو کتاب د هغه دورې څخه شتون لری چی اوستا نومیږی او پنځه فصلونه لری . څنګه چی دا ټول فرهنګ د بخدي او افغانستان زیږنده دی ، نو ځکه د هیواد په تاریخ کی ډیر اهمیت لری . اوستا د لرغوني افغانستان د وګړو مدني ، فکري او فرهنګی اوضاع ډیره ښه او مفصله بیانوی .

په هر حال ، مهم ټکی دا دی چی پورتني اووه لرغوني مدنیتونه د تاریخی او ننني افغانستان سره ټینګ او نېغ تړاو لری . نننیً افغانستان خو ټوله ښه ترا پیژنو ، لاکن تاریخی افغانستان یعنی څه ؟ او د تاریخی افغانستان سره د نوموړو مدنیتونو تړاو په کوم ځای کی دی ؟ راځیً چی ویې شنو .

۱ ـ کله چی موږ تاریخی افغانستان وایو ، نو ټولی هغه سیمی په نظر کی نیسو چی په تاریخی پیښو او د سیاسی ، مدنی او فرهنګی پیښو په جریان کی د افغانستان سره اشتراک او تړاو ولری او د ګډو تاریخی عواملو له مخی مشابه اوضاع ولری .

نو په دې جغرافیوي ساحه کی دایران ختیځ لورئ د سِند د سیند څخه د خراسان تر پایه ( دامغان ) شرقأ او غربأ شامل دی . په شمال کی بیا د آمو د شمالي برخو وادۍ ګانی تر سمرقند او د پامیر د غرونو تر لمنی پوری رسیږی . دغه ټوله پراخه سیمه عمومأ ګډ او تړلی تاریخ لری او همدا یې د تړاو اصلی علت دی .

۲ ـ د پورتنیو اوو لرغونو مدنیتونو سره د افغانستان د مضبوط او مستقیم تړاو بله وجه دا ده چی افغانستان د هغوی ټولو په منځ کی پروت دی او د هر تمدن د خپلولو او تقدیمولو مهمه کړۍ جوړوی . وګوری د بین النهرین  ، ختیځی مدیترانې ، مصر ، ایران ، یونان او روم مدنیتونه د یوبل سره آشنا دي آن یو له بله یې اقتباسات کړي دي . حال دا چی د چین او هندوستان مدنیتونه بیا هر یو بېل بېل او یو له بله بې ارتباطه یعنی مستقل وو . نو دا افغانستان دی چی هم د مدیترانې د ختیځو سواحلو د مدنیت سره آشنا او تړلی و ، او هم یې د هند او چین د مدنیتونو سره تهذیبی او مدنی راکړه ورکړه لرلې ده .

۳ ـ د تړاو بل مهم او بنسټیز دلیل یې دا دی چی افغانستان د ماورأالنهر ( مرکزي آسیا ) د دښتونو او هوارو سره مرتبط او مښتی دی او دا هغه سیمه ده چی تر تاریخی دورې ډیر پخوا لا د انسانانو څخه ډکه وه ( لکه څنګه چی لرغوني آریایان له هماغه خواوو څخه زموږ هیواد ته راغلي دي ) . نو همدا منځنۍ آسیا یوه د ټولو نه لرغونې بشري هسته ده چی تاریخ یې زموږ د تاریخ سره ټینګ تړلی او جاروتلی دی . خو هلته بیا د شمالی هند او ایران تاریخونه هم د افغانستان سره کټ مټ تړاو لری . په دې حساب افغانستان هغه کړۍ ده چی دا دواړه مدني ځنځیرونه سره وصلوی . د یوې خوا تهذیبی ، ثقافتی ، مذهبی او مدنی ارزښتونه یې بل ته ور تیر کړي دي او د هغه لوري هغې یې بیا دا بل ته انتقال کړي دي .

پس ویلای سو چی د سیمی تاریخونه ، غورځنګونه ، خوځښتونه اوتاختونه ټول هغه کړۍ دي چی د لرغوني تمدن ځنځیر یې جوړ کړی دی . افغانستان د دې کړیو په محراق کی ځای لری . همدا علت دی چی که موږ د هند تاریخ لولو ، یا د ایران تاریخ مطالعه کوو ، یا د منځنۍ آسیا د تاریخ پاڼی اړوو ، تر څو چی افغان تاریخ و نه لولو دا ټول تاریخونه به نیمګړي وی او که هغوی خپل تاریخونه ولولی خو زموږ تاریخ ورسره مل نکړی ، هم به هر څه نیمګړی وی . د سیمی منجمله افغانستان د لرغوني تمدن هره کړۍ مثلأ فرهنګ ، هنر ، تاریخ ، صنعت ، مهندسي ، علوم او نور کټ مټ مشترک او یو د بل متمم دي .

لنډه دا چی د اباسین ، سرسوتی ، بین النهرین د ښاري مدنیتونو د اوج پر مهال نننیً افغانستان د دې ټولو مدنیتونو تر منځ د یو پُل حیثیت درلود .

د پورته لنډ مبحث څخه معلومه سوه چی اووه لرغوني مدنیتونه د اوسنۍ تکنالوجي د بنسټ ډبره ده او افغانستان د هغه منځوۍ نقطه جوړوی . نو څومره حتمی او لازمي ده چی د اوو لرغونو مدنیتونو دغه محراقي کړۍ یعنی افغانستان تر وسه وسه په صادقانه ، مخلصانه او صمیمانه سوله سره ونازوو او پرې نږدو چی د ځینو افرادو ، ډلو او کړیو د ځانی ګټو او هوسونو قرباني سی ، والسلام ( ن . صمد ) .

اړونده مأخذونه :

۱ ـ د پخوانۍ نړۍ مدنیت ؛ د ښارونو او حکومتونو طلوع (درېیم جلد)

ګورن بَرن هرټ ، امریکا ، ۱۹۹۴ .

۲ ـ د زړې نړۍ پخواني مدنیتونه

چارلس کیت مېزلز ، لندن ، ۱۹۹۹ .

۳ ـ د لرغوني نړۍ ټکرونه

جیری ایچ بینټلی ، نیویارک ، ۱۹۹۳ .

۴ ـ تاریخ مختصر افغانستان (چاپ سوم)

مرحوم عبدالحی حبیبی ؛ دانش کتابخانه ، پشاور ، ۱۳۷۷ش .

۵ ـ افغانستان در مسیر تاریخ

میر غلام محمد غبار

کابل ، ۱۳۴۶ شمسی ، (۱۹۶۷میلادی) .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!