منډيګک
افغان تاريخ

دوه دیرش کاله سیاسی بند

0 21

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم ـ  درنو لوستونکو ، تاریخ سابقه د آینده سره تړي . نو لوستنه یې ډیره ضروري ده .

هو ، موږ پوهیږو چی دلته پاچا خان او هلته نیلسن ماندیلا هر یوه اوویشت اوویشت کاله جېل کاټ کړی دی چی دا ستره قرباني ده . خو زه چی کوم اتل او مبارز درمعرفي کوم هغه د خپل خواږه ژوند پوره ۳۲ کلونه ( یا ۱۱۶۸۰ ورځی ) د جېل په تورتم کی تیری کړي دي تر څو نورو ته روڼا وبخښی . دغه ملی مبارز د خپل ژوند زیاته برخه د ملت د سوکالۍ ، خوشحالۍ او هوسایۍ له پاره قربان کړې ده . هو ، دا ملی قهرمان کاکا سید احمد لودین دی چی تاسو ته یې درپیژنم !

کاکا سید احمد خان لودین د فیض محمد خان لودین ملا نصوح ( د سردار کهندل خان وزیر ) زوی و . د ده مشران د کندهار د مشهوري تجارتی او سیاسی کورنۍ څخه دي . دئ د ۱۲۹۰ په حدودو کی د کندهار په برُ بازار کی زوکېدلی دی .

کاکا سید احمد خان لودین د فیض محمد خان لودین ملا نصوح ( د سردار کهندل خان وزیر ) زوی و . د ده مشران د کندهار د مشهوري تجارتی او سیاسی کورنۍ څخه دي . دئ د ۱۲۹۰ په حدودو کی د کندهار په برُ بازار کی زوکېدلی دی .

د دوی کورنۍ په کندهار کی په ثروت او تجارت کی شهرت درلود . د کندهار د لودیانو کوڅه ( بر دراني ) د دوی په نوم وه . کاکا خپلی لومړنۍ زده کړي د هغه مهال د کندهار پر علماوو وکړې . بیا وروسته د کابل په بالاحصار کی د امیر شیرعلی خان په لومړني عسکري مکتب کی شامل سو او لږ وخت د سید جمال الدین افغاني شاګرد هم و . دئ د مکتب په ټولو کلونو کی اول نمره و .

څنګه چی د فراغت څخه وروسته د سِن له مخی تر خپلو ټولو همصنفیانو کشر و ، نو د ده لیاقت ته په نه پاملرنه یې پر یوه کښته نظامي رتبه مقرر کړ . دئ له دې کاره ناراضه سو ، نو هغه و چی دنده یې پرېښووله او کندهار ته ولاړی .

په کندهار کی یې د انګریزانو د جنګ صحنې پخپله ولیدلې . د شیرعلی خان د دورې تر ختمېدو وروسته بیرته کابل ته ولاړی . د امیر عبدالرحمن خان د پاچهۍ په لومړیو کی بندي سو څو چی د هغه د سلطنت په وروستیو کی آزاد سو . بیا د هغه د زوی امیر حبیب الله خان د پاچهۍ په ترڅ کی د حبیبیې د مکتب منتظم سو او همدلته د مشروطه غوښتونکو د غورځنګ یو فعال غړی او د یو ګروپ مشر سو ( جنبش مشروطه خواهي در افغانستان ۲۶۶ مخ ) .

د پوهاند هاشمي د پورته بیان څخه ښکاری چی کاکا د امیر عبدالرحمن خان د یوویشت کلن سلطنت ټوله موده په جېل کی تیره کړې ده . وروسته د امیر حبیب الله خان په وخت کی یوولس کاله نور پسی بندی سوی دی چی جمعأ دوه دیرش کاله کیږی . استغفرالله ، دا څومره عظیمه قرباني ده !

کاکا د خپل یوولس کلن بند پر مهال د سواد آموزۍ یو نوی طرز ترتیب او طبیق کړ . په محبس کی یې بندیانو ته د خپلی همدې طریقې له مخی سواد ور زده کاوه او ډیر کسان یې باسواده کړل چی د کاکا طرز وبلل سو . د کاکا دغه طرز وروسته اردو ژبی ته هم د « قاعدهً نادره » په نوم ترجمه ، تطبیق او رواج سو ( جنبش مشروطیت در افغانستان ۳۵ مخ ) .

په هر صورت ، د افغانستان د خلکو د مبارزو په تاریخ ، خصوصأ د امیر حبیب الله خان په دوره ( ۱۹۰۱ ـ ۱۹۱۹ ) کی د چوب فروشۍ د مدرسې او حبیبیه دارالعلوم د روښانفکرانو او پوهانو له خوا د امیر دربار ته وړاندیز وسو چی د افغاني پوهانو یو انجمن رامنځته سی تر څو یوه پنځلس ورځنۍ جریده د « سراج الاخبار » په نوم په مرکز کی خپره کړی ( از جنبش مشروطه تا دولت مشروطه ۱۱۰ مخ ) .

نو هغه و چی په پنجشنبه د ۱۳۲۳ قمري کال د ذیقعدې پر پنځلسمه ( ۱۱ جنوری ، ۱۹۰۶ میلادي ) د سراج الاخبار انجمن تأسیس سو چی د مولوي عبدالرؤف خان قندهاري په مدیریت د « سراج الاخبار افغانستان » لومړنۍ شماره خپره سوه . فقط یوه ګڼه یې نشر سوه او همدا د مشروطه نهضت اساس دی ( د افغانستان تاریخی پیښلیک ۲۲۱ مخ ) .

سراج الاخبار

کاکا سید احمد لودین د مشروطه غوښتونکي نهضت د لومړنیو کسانو څخه دی . د دې غورځنګ مؤسس مولوي محمد سرور واصف به د میر سید قاسم او نورو سره د دې نهضت د جوړولو پر ضرورت مجلسونه کول او دا غونډی به اکثرأ د شپې روانی وې ، څو چی د ۱۹۰۶ کال په ډسمبر کی د میر صاحب ( یعنی میر سید قاسم ) په سراچه کی د مشروطه غوښتونکي نهضت بنسټ کښېښوول سو . د هغې شپې په دغه تاریخی غونډه کی میر صاحب ، مولوي محمد سرور واصف ، کاکا سید احمد لودین ، تاج محمد خان بلوڅ پغمانی او یو بل نفر و چی نوم یې متأسفانه هیر سوی دی ( ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد ۳۷ ـ ۳۸ مخونه ) .

لوی استاد علامه حبیبی وایی چی ما د خپل اکا د زوی او استاد ، شهید مولوي عبدالواسع څخه چی د لومړني مشروطیت د بندیانو څخه و ، اورېدلی وو چی د دې جمعیت لومړني کندهاریان یعنی مولوی واصف او د هغه د کورنۍ غړي د کاکا سید احمد خان سره ، په شاهي مدرسه ( جامع چوب فروشي ) کی چی د هغې مدرسې په مدرس مولوي عبدالرؤف خان پوری یې اړه لرل ، په یو اطاق کی اوسېدل او د لومړنیو مشروطه غوښتونکو د تحریک طرح یې همالته جوړه کړه ( جنبش مشروطیت در افغانستان ۶۰ مخ ) .

په هر صورت ، د مشروطه غوښتونکو تحریک په کابل کی تر ۱۹۰۹ مخکی د یو پټ جمعیت په توګه رامنځته سو چی د « سِر ملی » ، جمعیت یا « جان نثاران اسلام » یا « اخوان افغان » په نوم یادېدل چی لس کسیزه ګروپونه وو څو چی ټول مخکښان او فعالین یې په ۱۹۰۹ کی ونیول سول ( افغانستان در پنج قرن اخیر ۴۵۴ مخ ) .

کله چی مشروطه غوښتونکي په ۱۹۰۹ کی د امیر حبیب الله خان د خښم او ځپنی ښکار سول نو کاکا سید احمد خان هم بندي سو چی د هغه د پاچهۍ تر پایه بندي و . هغه داسی چی د دې تحریک دوو تنو غړو ( استاد محمد عظیم خان او ملا منهاج الدین جلال آبادي ) خیانت وکړ او د ټولو مشروطه غوښتونکو لیست یې په جلال آباد کی امیر حبیب الله خان ته ورکړ هغه هم ( د ۱۲۸۵ لمریز کال د حوت په میاشت کی ) خپل احکام صادر کړل . اووه کسان یې په اعدام او نور یې په اوږده بند محکوم کړل . هغوی چی اعدام ( توپ ته وتړل ) سول دا دي : د تحریک مشر مولوي محمد سرور واصف ، د هغه ورور سعدالله خان الکوزی ، د هغه د پلار د اکا زوی عبدالقیوم خان الکوزی ، لعل محمد خان کابلی ، محمد عثمان خان پروانی ، جوهر شاه خان غوربندی او محمد ایوب خان پوپلزی . هغوی چی بندیان سول ۳۷ کسان وو ( از جنبش مشروطه تا دولت مشروطه ۱۵۷ ـ ۱۵۸ ـ ۱۵۹ مخونه  ؛ افغانستان در مسیر تاریخ ۷۱۷ او ۷۱۸ مخونه ) . په دغو کی عبدالرحمن خان د سرور خان واصف ورور [ د دغه لیکوال د پلار نیکه ] په جېل کی وفات سو ( هماغه ۷۱۹ مخ ) .

دا بندیان پر دوو ډلو وویشل سول . یوه ډله په زولانه او اوسپنیزه طوق او ځنځیر سره تړلي د سلطنتي ارګ په جېل کی او بله ډله په زولنو کی د شیرپور په جېل کی بندیان سول . دواړی ډلی کوټه قلفي وو . د بند په لومړیو څو کالو کی د دغو بندیانو اطاق د ورځی صرف یو ځل د لسو بجو په شاوخوا کی خلاصېدئ او مصلی ، سقاو او نانوای به دننه ورتی . دولت د هغوی فی نفر ته د ورځی دوې وچی یو پاويزه ډوډۍ ورکولې او هیچا اجازه نه درلوده چی د هغوی سره وګوری لاکن څو کاله وروسته یو څه آساني راغله ( افغانستان در مسیر تاریخ ۷۲۰ مخ ؛ جنبش مشروطه خواهي در افغانستان ۲۹۸ مخ ) . هو ، کاکا سید احمد خان هم یو د دغو قربانیانو څخه و چی د ارګ په جېل کی یې یوولس کاله دا ظلمونه وزغمل .

اوس به په زندان کی د کاکا سید احمد خان پر یوولس کلن غمجن ژوند او هلته د ده پر فعالیتونو یو څه روڼا واچوو . مولوي محمد حسین هندوستانیً چی د ده سره یو ځای تر آخره بندي و ، داسی لیکی :

« سید احمد خان د یو فوق العاده فکر او ثبات څښتن و . هغه د امیر شیرعلی خان په حربیه مکتب کی تعلیم کړی و . هغه د یوې معززی کورنۍ څخه و چی په خپل کور کی یې د عربي ، فارسی او ریاضی معقول علوم زده کړي وو . د امیر عبدالرحمن خان په وخت کی هم او بیا په « جمعیت جان نثاران اسلام » کی د شمولیت له امله هم زموږ سره بندي سو چی هلته د تعلیم او سواد د یوې نوي طریقې د ایجادولو موقع ورته برابره سوه .

د نورو بندیانو اولادونه چی به د زړه سوي له امله په ارګ کی موږ ته راتلل نو پر هغوی یې دغه طریقه تطبیقوله . د ځینو سپاهیانو اولادونو هم تعلیم ورڅخه حاصلاوه او پخپله به سپاهیان او افسران هم کله کله ورته راتلل . تر دې چی د سپهه سالار محمد نادرخان له خوا په پوځ کی اعلان وسو چی په آینده کی بېسواده افسران ترفیع نسي کولای . یوې ډلی پوځیانو به صرف یوه میاشت پر موږ پیره داري کوله . دلګی مشرانو او ضابطانو به موقع غنیمت ګڼله او د دې قاعدې څخه به ګټمن کېدل او زده کړه به یې کول ، څو چی په یوه میاشت کی به پوره باسواده سول .

ما ته هم  دا قاعده ښه ترا معلومه سوه او کله چی به می نوي تعلیمی کتابونه او اخبارونه لوستل او ګټور مطالب او مواد به په مخه راتلل نو هغه به می سید احمد خان ته ویل . خو هغه ته به زیاتره دغه مطالب له مخکی څخه لا ورمعلومېدل او لازم مواد به یې تر تجربې وروسته خپل کتاب ته ورشاملول . دغه قاعده ما ته دومره ګټوره او عجیبه ثابته سوه چی د ثواب په خاطر می یو زر جلده په پټه په هندوستان کی چاپ کړل او د زده کړي له پاره می رامیدان ته کړل چی په کابل کی نورو خلکو هم خپلو اولادو ته له هغه څخه سواد او تعلیم ورزده کاوه .

سید احمد خان یو ځل په بندیخانه کی داسی ناروغ سو چی ډاکټر د هغه د رغېدو څخه ناامیدي وښودله . خو ما ورته وویل چی الله تعالی داسی فرمایی : « امَا ما یَنفعُ الناسَ فیمکث فی الارض » ( هغه څه چی انسانانو ته ګټه رسوی په مځکه کی پاتېدونکی دی ) [ الرعد ۱۷ ] . نو تر څو چی ته خپله دغه طریقه په ټول افغانستان کی جاري او طاري نکړې ، ژوندی به یې » ( انقلاب افغانستان ۹۴ ـ ۹۵ مخونه ) .

کاکا یو کتاب د حساب د علم په باره کی تألیف کړ چی عنوان یې ( خلاصة الحساب ) و لاکن چاپ نسو . د سِواد آموزۍ په حصه کی یې په خپل ابتکار یو داسی طرز ایجاد کړ چی په معارف کی د « کاکا طرز » وبلل سو . دا لومړنی تحول دی چی د سواد د زده کړي په برخه کی رامنځته کیږی . پخوا « قاعدهً بغدادي » وه چی کوچنیان یې ژر نسول باسواده کولای .

هو ، کاکا سید احمد خان دومره زړه ور ، صریح اللهجه او سپینی خبری کونکی و چی ساری یې نه درلود . هغه وخت د یو څو کسانو څخه پرته نور خلک د دیموکراسۍ او مشروطیت غوندی کلمو سره بلد او روږد نه وو . همدغه یوې ډلی دردمنو منورینو د همدې مفکورې د پرمخ بېولو په خاطر د مشروطه غوښتنی تحریک راپیل کړ . څنګه چی د دې جمعیت اوڅار اشخاص د حبیبیه مکتب معلمان وو او د دې مکتب مدیر ډاکټر عبدالغنی و ، نو هر چا به دا ګومان کاوه چی دغه تفکر د ډاکټر غنی د فکر محصول دی . له همدې امله یې په جېل کی د مشروطه نهضت بندیان د ډاکټر غنی د فقرې بندیان بلل او کله چی به یې مشروطه غوښتونکي بندیان د تحقیقاتو له پاره ورغوښتل ، نو ږغ به یې کاوه چی د ډاکټر غنی د فقرې بندیان حاضر کړئ !

یوه ورځ د زندان ساتونکي د اطاق دروازه خلاصه کړه او ږغ یې وکړ چی د ډاکټر غنی د فقرې محبوسین دې راووزي . څو کسان چی په هغه اطاق کی وو ، ور ووتل . سید احمد خان قندهاری مشهور په کاکا هم په همدې اطاق کی و ، د هغه څخه یې وپوښتل چی ستا پښه خو هم د ډاکټر غنی په فقره کی بنده ده . هغه په داسی حال کی چی ډاکټر غنی پخپله هم په همدې اطاق کی موجود و ، په پښتو سخت ښکنځل وکړل چی زه د ډاکټر غنی ښځه داسی داسی کوم ! زه په خپله پکره ( فقره ) بندي یم . میر صاحب ویل چی د کاکا خبره صحیح وه . ځکه نوموړې فقره یعنی د مشروطیت ظهور د ډاکټر غنی سره تړاو نه درلود  بلکی د دې نهضت ځوانان پوه او لایق اشخاص وو چی د خپلی رایی او ارادې استقلال یې درلود ( جنبش مشروطیت در افغانستان ۵۹ ـ ۶۰ مخونه ؛ ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد ۱۰۵ مخ ) .

د ۱۳۱۹ په حمل ( ۱۹۳۰ میلادي ) کی چی میر صاحب [ میر سید قاسم ] تر اوو کالو قید وروسته خوشي سو ، نو دوستان د ده د لیدو له پاره کور ته راتلل . یوه ورځ لیکوال محمد قدیر خان تره کی ، چی څه موده د مطبوعاتو ریًس و ، د میر صاحب لیدلو ته راغی . د مصاحبې په جریان کی یې ترې وپوښتل چی آیا د کاکا سید احمد خان او د محبس د هغه بنديوان تر منځ واقعأ هم هماغه سوال او ځواب سوی و په داسی حال کی چی ډاکټر غنی حاضر هم و ؟ میر صاحب تایید کړه چی هو هغه پوښتنه او هغه ځواب په هماغه ترتیب رښتیا دی ، ځکه هغو اشخاصو چی د مشروطیت په ظهور کی ګډون درلود ټوله یوازی د خپل ځان په اراده او درایت سره په دغه نهضت کی شامل سوي وو ( ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد ۱۰۵ مخ ) .

په ۱۹۱۹ کی د امان الله خان په واکمنېدو سره ټول سیاسی بندیان آزاد سول چی کاکا سید احمد خان هم پکښی شامل و . کاکا د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال پر عین وخت دوې وظیفې لرلې ( د ابتدایه ښوونځیو آمریت او د شاهي غنډ تدریس ) . له دې نه علاوه ، د سواد ښوونی خپل طرز یې هم مخته بیوئ چی د کندهاري کاکا په طرز سره مشهور سو . هغه د حساب یو کتاب هم په دري ژبه تألیف کړی دی ( جنبش مشروطه خواهی در افغانستان ۲۶۶ ـ ۲۶۷ مخونه ) .

کاکا سید احمد صریحه او رښتیا ویونکې لهجه لرله  . د اماني دورې تر اواسطو پوری د خلکو او دربار په وړاندی ډیر محترم و ، او په اکثرو علمی او ادبی محافلو کی به یې ګډون درلود او مشورې به ځنی اخیستل کېدې .

مولوي محمد حسین هندوستانی وایی چی « ما د امان الله خان په وخت کی دا پیښی بیان کړې ، نو اعلیحضرت دئ ور وغوښت او داسی ټنبلان او پڅ ذهنه انسانان یې ور وسپارل چی پخپله دئ هم په پوهېدئ چی دا خلک هیڅ تعلیم نسي اخیستلای . خو یوه میاشت وروسته هغوی د حیرانۍ وړ امتحان ورکړ چی په بدله کی یې سید احمد خان ته د هغه یو لک روپیو جایداد بیرته ورکړ چی د امیر عبدالرحمن خان له وخته ضبط و او په ښوونځیو کی یې د لومړنیو ټولګیو تعلیم هم د ده شاګردانو ته وسپارئ . بیا یې په پوځ او پولیسو کی د هغه ترویج راپیل کړ .

په دې ټولو چارو کی د معارف وزیر سردار محمد سلیمان خان په ښو ولولو سره کومک وکړ . وروسته دا نوې قاعده په ټول افغانستان کی خپره سوه….. لنډه دا چی د سید احمد خان نوم په ټول هیواد کی مشهور سو…

ده به خپلی مځکی خرڅولې او په پیسو به یې د معلمانو سره مرسته کول ، زده کونکو ته به یې انعامونه ورکول او په دې ډول په ټول ولس کی د ده قاعده تکثیر سوه…

د اروپا ، ترکیې او بخارا څخه د ښوونی روزنی یو نوی ږغیز سیسټم ( فوني ټیک سیسټم ) کابل ته وارد سو او ما هغه په یو مکتب کی شروع کړ . خو سید احمد خان د هغه ښه مطالب هم په خپله قاعده کی شامل کړل بلکی هغه یې اصلاح هم کړل .

وروسته د سید احمد خان د ښوونی دغه طرز اردو ژبی ته هم د « نادر قاعده » په نوم ترجمه او خپور سو » ( انقلاب افغانستان ۹۵ ـ ۹۶ ـ ۹۷ مخونه ) .

خو سید مسعود پوهنیار بیا وایی چی د کاکا دغه طرز د ښوونځی د ماشومانو له پاره یو څه ثِقلت درلود ، نو کله چی میر صاحب [ میر سید قاسم ] د معارف په وزارت کی د مستشار په حیث دنده لرله داسی صوتي اصول یې تهیه کړل چی له مخي یې معلم د الفبا د هر توري د ږغ په افاده کولو سره هغه شاګردانو ته ورزده کاوه . دا طرز چی د اعلیحضرت امان الله خان خوښ سو ، نو په معارف کی یې رواج کړ . او پخپله پاچا هم کله کله عسکري مکتب ته ورتیً او هلته یې عسکري شاګردانو ته همدا درس کاوه چی په « صوتِ غازی » سره مشهور سو . نو هغه و چی د کاکا سید احمد خان زوی مرحوم عبدالرحمن خان لودین یوه ورځ په خصوصی ډول پر میر صاحب باندی ګیله آمیزه انتقاد وکړ چی تاسو صرف د امان الله خان د خوشحالولو په خاطر د غازي نوی طرز ایجاد او د کاکا طرز مو لغوه کړ ( ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد ۱۴۶ ـ ۱۴۷ مخونه ) .

په هر صورت ، د کاکا په طرز کی د الفبا د تدریس اساس د حروفو پر آواز باندی تکیه و . برعکس په بغدادي قاعده کی شاګرد د الفبا تدریس نسو حفظ کولای بلکی علی الفور د « آب » ، « آخ » او « آرد » ساده کلمې تدریس کېدې . د ده د طرز تدریس د امان الله خان تر عصر وروسته د « غازي په اصولو » سره شهرت وموند ، او مولوي عبدالباقی خان او امیر افغان د هغه صلاحیت لرونکي معلمان وو . نن د یونس سواد زده کولو اصول پر همدې ږغیز طرز باندی په تکیه سره پراختیا میندلې ده ( جنبش مشروطه خواهی در افغانستان ۲۶۷ مخ ) .

پوهاند سید سعدالدین هاشمی وایی چی ما د کاکا سید احمد خان لودین د زوم محمد حسن خان ولدِ تاج محمد خان بلوڅ پغماني سره مصاحبه کړې او هغه د کاکا له خولې راته وویل چی د ټولو مشروطه غوښتونکو شمیر تر نهه سوو ( ۹۰۰ ) هم زیات و . ډیرئ د هغوی قومي کسان ، د نفوذ خاوندان او د وسلو لرونکي وو . هغوی شفاهي موافقه کړې وه لاکن نومونه یې په لیست کی نه وو . د کاکا له قوله اول ځل یو تعداد منورو افغانانو د ګوند د جوړولو په هکله خپل منځي موافقه وکړه . د دې تر څنګ ځینو غړو داسی وپتېیله چی یو څو هندوستاني مستخدمین دې هم دغه جمعیت ته راشامل کړل سی تر څو په دې ډول نور غړي هم راجلب کړو . نو هغه و چی ډاکټر عبدالغنی خان او یو شمیر نور هندوستانیان د جمعیت غړي سول . همدا راز د ده د زوم له قوله کاکا ویل چی د ګوند د جوړښت د هماغه لومړني پړاوه کوښښ کېدئ چی د خلکو هر ګروپ یعنی ملکی او نظامی پرسونل ، روحانیون او کسب کاران د هغه غړیتوب حاصل کړی . دا ځکه چی دغسی کار د ګوند د ټینګښت ، پیاوړتیا او پایښت باعث کیږی ( جنبش مشروطه خواهی ۲۶۶ مخ ) .

یو ځل بیا پوهاند هاشمی :  کاکا سید احمد خان چی د خپل ژوند ۳۲ کلونه په زندان کی تیر کړي وو ، یو عالم او فاضل شخص ، د  رښتیانیو هیواد پالوڅخه و او په هیواد کی یې اصلاحات غوښتل . لکه څنګه چی ویل کیدل چی کله اعلیحضرت امان الله خان پکتیا ته تللی و ، نو د یو لیک په ذریعه یې د امان الله خان پر تګلارو انتقاد وکړ او د یو مکتوب په ترڅ کی یې ورته لیکلي وو چی په هیواد کی د کوچني مامور څخه نیولې تر پاچا پوری ټوله بارکزيان دي ، د دې قوم بازۍ څخه خطرونه احساسیږی داسی نه چی پاچهي سقوط وکړی . اعلیحضرت امان الله خان کابل ته په راستنېدو سره د کاکا دا انتقاد معقول وباله او د اوضاع د اصلاح کولو وعده یې ورکړه .

همدا راز د کاکا له خولې هغه څو واره خپلو ملګرو ته ویلی وو چی « کوم ډول حکومتي طرز چی موږ او تاسی غوښت ونسو ، نو راځی چی جمهوري حکومت رامخته کړو » ( جنبش مشروطه خواهی ۲۶۷ مخ ) .

کاکا باالاخره د ۱۳۰۶ شمسی کال د یکشنبې په ورځ چی د حوت ۱۴ نېټه وه ( ۱۹۲۷ میلادی ) ، د کابل د توپچي باغ د کوڅې په خپل کور کی د ۷۲ کالو په عمر وفات سو او د شهدای صالحین د هدیرې د محمد رفیق خان لودین په حضیره کی ښخ سو ( جنبش مشروطیت در افغانستان ۳۵ مخ ) .

عبدالرحمن خان لودین ( چی په کبریت یعنی اورلګیت سره مشهور دی ) او د مشروطه خواهانو د دوهمی ډلی فعال او تندخویه غړی و ، د همدې کاکا سید احمد خان زوی دی . تر دې چی نوموړي په ۱۹۱۸ کی پر امیر حبیب الله خان د توفنګچې ټکان وکړل خو هغه بچ سو . الله دې پلار او زوی د ټولو مسلمانانو په شمول مرحوم او مغفور ولری ـ آمین ، والسلام ( ن . صمد واصفی ) .

اړونده مأخذونه :

۱ ـ جنبش مشروطیت در افغانستان ، پوهاند عبدالحی حبیبی ، کابل ، ۱۳۶۳ شمسی .

۲ ـ ظهور مشروطیت و قربانیان استبداد در افغانستان ، سید مسعود پوهنیار ، سبا کتابخانه ، پشاور ، ۱۳۷۵ شمسی .

۳ ـ جنبش مشروطه خواهی در افغانستان ، پوهاند سید سعدالدین هاشمی ، شورای فرهنګی افغانستان ، ستاکهولم ، سویدن ، ۱۳۸۰ شمسی ( ۲۰۰۱ میلادی ) .

۴ ـ از جنبش مشروطه تا دولت مشروطه در افغانستان ، دوکتور اجرالدین حشمت ؛ ناشر : مؤلف ؛ ویټبی ، کاناډا ، ۱۳۸۶ شمسی ( ۲۰۰۷ میلادی ) .

۵ ـ انقلاب افغانستان ، محمد حسین خان ، جالندر ، هندوستان ، ۱۹۳۰ ( په اردو ژبه ) .

۶ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ، میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۶۴ شمسی ( ۱۹۶۷ میلادی ) .

۷ ـ د افغانستان تاریخی پیښلیک ، پوهاند عبدالحی حبیبی ، بیهقی مطبعه ، کابل ، ۱۳۵۳ لمریز .

۸ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ، میر محمد صدیق فرهنګ ، انتشارات درخشش ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!