منډيګک
افغان تاريخ

د سومنات فتح

0 50

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د سومنات او سلطان محمود غزنوي نومونه داسی اوبدلي ، جاروتلي او تړلي دي لکه د پانی پت سره د احمد شاه بابا نوم ، یا د میوند سره د ایوب خان نوم . نو ښه به دا وی چی دغه مبحث لږ مشرح وڅیړو . لومړی به د سومنات مندِر او د سومنات بت وپیژنو ، بیا به سلطان محمود ، د هغه دیانت او طریقت او د ده په هکله د یار او اغیار قضاوت وشنو .

 

د سومنات معبد :

سومنات مندِر د هندوستان د ګجرات ایالت په لویدیځ ساحل کی پروت دی . سلطان محمود غزنوي پر هندوستان خپله اوولسمه او وروستۍ حمله پر همدې سومنات باندی وکړه او دا سوبه یې د تاریخ یوه تلپاته برخه وګرځوله .

دا چی خبره د سومنات د مندر ده ، نو طبعأ باید مجسمه یا بت هلته موجود وی . دا کوم بت و ، منشأ او مبدأ یې څه وو ، طریقه او طبقه یې څه وو او باالاخره معنی او مفهوم یې څه وو ؟! نو ښه به دا وی چی یو څه شا ته ولاړ سو او ریښه او سلسله یې مختصرأ وڅیړو .

د هندوستان آریایانو هم د نورو مشرکانو غوندی پر خدای عقیده لرله او هغه یې ( برهما ) باله یعنی قایم باالذات ، ازلی او ابدي هستي چی د هر شي جوړونکی دی . خو خدای ته یې شریک ( یا شریکان ) نیول چی هغه بتان او نور شیان وو . دا سلسله یې تر ننه هم همداسی روانه ده . مهمه دا ده چی هغوی په پیل کی بت او بت خانه ( معبد یا مندر ) نلرل او خپل عبادي مراسم یې په آزاده فضا کی تر سره کول . هغوی پر نرینه او مذکر خدایانو عقیده لرل چی معمولأ به د آسماني اجرامو تمثالونه وو .

خو ډیر وروسته یې بې شمیره مجسمې او ډول ډول بت خانې جوړی کړې . بیا یې پر دغو مجسمو ځینی اوڅار بتان وراضافه کړل  لکه د مور رب النوع ، د مځکی رب النوع  ، کبرا مار او ډیر نور .

د زمانې په تیرېدو سره هندواڼو درې ډوله غټ او عمده خدایان لرلی دي چی هغه دا دي :

لومړی ـ برهما ، یعنی ایجادونکی او جوړونکی خدای ( چی مخکی ذکر سو ) ؛

دوهم ـ شیوا ، یعنی فانی کونکی خدای ( چی مجسمه یې څلور لاسونه لری ، د نڅا په حال کی وی ، او په دې ډول ګواکی د ایجاد او تباهۍ رول لوبوی ) .

درېیم ـ ویشنو ، یعنی ساتونکی خدای ( چی عمدتأ لس ډوله څیرې لری ، لکه : ماهی ، کِشپ ، ګُرز ، نیم انسان او نیم زمری ، ګردی نوزاد ، تبر په لاس راما ، رام ، کرشنا ، بودا ، او کالکي ) .

باید وویل سی چی د شیوا او وشنو پله ور ( پیروان ) خورا ډیر دي . شیوا پرستان د شیوا تناسلی آله ( عورت ) هم نمانځی چی هغه لینګا ( لنګ ) بولی . د لینګا مجسمې او معبدونه هم زښت ډیر دي . د ۱۲ هغو خورا مشهورو او مهمو بتخانو څخه چی د لینګا په ویاړ او د هغه د عبادت لپاره جوړ سوي دي ، یو هم ( سومنات ) دی چی د اوسني هند د ګجرات په کاتهیا واړ کی واقع دی .

په لغوي توګه ( سوم ) په سنسکریت ژبه کی ( سپوږمۍ ) ته ویل کیږی او ( نات ) رب او بادار ته ویل کیږی . د سوم او نات څخه ( سومنات ) جوړیږی چی معنی یې د سپوږمۍ بادار یا سپوږمیز خدای دی .

د هندواڼو د روایت له مخی د سپوږمۍ رب النوع یو جرم کړی و ( یعنی ۲۷ خویندی یې واده کړی وې خو صرف د یوې سره یې مینه کول چی روهینی نومېده او نوری یې هیڅ په باک نه راوړې . نو ځکه د خپل خسر ، دکشه پره جپتی د غضب وړ وګرځېد چی له امله یې سپوږمۍ خپل نور بایلود ) . هغه د همدې جرم په کِفاره کی مجبور سو چی د مها دیو د عورت ( لینګا ) همدا مجسمه جوړه کړی . داسی هم ویل کیږی چی دغه بت د مها دیو ( مها دیوا ) تمثال و چی هغه پخپله دغه بت جوړ کړی و .

په هر حال ، څنګه چی د سومنات دغه بت د سمندر د ساحل تر څنګ پر یوه غونډۍ باندی نصب و ، نو هندوانو عقیده لرل چی د سپوږمۍ له امله په سمندر کی د اوبو څپې ( مد او جذر ) او هم د اوبو لږېدل او ډیرېدل ګواکی د سومنات کرامات دی . لنډه دا چی هغوی ته د سومنات بت دومره ارزښت او تقدس درلود چی آن ویل یې سمندر یې هم عبادت کوی او د هغه څپې ګواکی د همدې عبادت نمونه ده .

همدا کلکه عقیده وه چی هندواڼو خورا ډیر سره زر او جواهرات د سومنات د بت لپاره نذرانه کول ، آن په زرګونو لوی کلي د همدې بت لپاره وقف وو . د سومنات مندر سَوکه سَوکه ډیر شهرت وموند او په ټوله سیمه کی د هندو مذهب د تبلیغاتو ستر مرکز وګرځېد چی له امله یې سلطان محمود غزنوي ( ۱۵۰۰ ) کیلو متره لیری مقابلې او مقاتلې ته ولمساوه .

په هر صورت ، که یو څه جزیًیاتو ته ورکښته سو ، نو وبه ګورو چی د سلطان محمود غزنوي د یرغل څخه لږ مخکی هره ورځ یو زر برهمنان د دې مندر د خدمت لپاره مصروف وو ، درې سوه سلمانیان د زیارت کونکو د سرونو او ږیرو په سمولو یا خره یلو بوخت وو ، درې سوه پنځوس خورا ښایسته نڅاګرو به شپه او ورځ د سومنات بت مخی ته له جوشه ډک رقص کاوه .

د « آثار البلاد و اخبارالعباد » مؤلف زکریا بن محمود قزوینی د سومنات مندر داسی راپیژنی : « کله چی سپوږمۍ تندر ونیسی نو خورا زیات هندوان هلته د عبادت لپاره ورځی چی شمیر یې آن تر سلو زرو هم اوړی . دوی په دې ګروهه دي چی کله یو انسان مړ سی ، نو روح یې همدلته راځي او خدایان دوی ته نوئ وجود ورکوی . د سمندر څپې چی کله د دې تر دیوالونو راپورته سی ، نو دا د سمندر لخوا دغه مندر ته د عقیدت نښه وی .

خلک هر هغه شی چی ډیر قیمتي وی دغه معبد ته د نذر په توګه وړی . همدا اوس څه نا څه زر کیلو قیمتی مواد د دې معبد د ساتنی لپاره وقف دي .

د ګنګا سیند له دې ځایه ۲۰۰ فرسنګ لیری دی [ یعنی ۸۰۰ میله ، یا ۱۲۰۰ کیلو متره ـ ژباړن ] . خو عبادت کونکي هره ورځ د هغه سیند اوبه دلته راوړی او دا معبد پرې مینځی . دلته یو زر برهمنان د عبادت او عابدینو د خدمت لپاره بوخت وی او پنځه سوه پیغلی د مذهبی سندرو او نڅا لپاره ساتل سوي دي چی لګښت یې د وقف څخه ورکول کیږی .

دا ودانۍ د لرګیو پر ۵۶ پایو باندی ولاړه ده . د لوی بت له پاسه څراغونه ځوړند دي چی ګران بیه ډبری ( کریمه احجار ) ورباندی لګیدلی دي . د دې تر څنګ د سرو زرو یو ځنځیر دی چی دوه سوه منه وزن لری . د دې ځنځیر سره زنګولې ځړیږی . کله چی شپه شومه دم سی نو دا ځنځیر وښورول سی چی په شرنګا سره یې تازه دمه برهمنان راپاڅیږی او په مناجاتو او عبادت پیل کوی » .

د ځینو تاریخی آثارو په حواله د سومنات اصلی مندر یوه دیارلس منزله مخروطی ودانۍ وه . د معبد په دننه کی د هندوستان د ټولو مهمو حکومتونو د راجاګانو او مها راجاګانو محلونه جوړ سوي وو چی هغوی به دلته د سفر او راتګ پر مهال پکښی اوسېدل . د دغو واکمنانو د محلونو تر څنګ د دې مندر د برهمن پنډتانو محلونه هم موجود وو چی د راجا ګانو تر محلونو کم نه وو . تر دغو وروسته د سومنات د اصلی او لوی بت ودانۍ وه چی تر ټولو ښه او خورا مجلل ځای و . دغه لوی بت اووه لاسونه لرل چی دوه یې دننه په مځکه کی او پنځه نور یې دباندی راوتلی وو . د مندر دیوالونه او پردې په الماسو ، ملغلرو او ډول ډول جواهراتو ښکلي سوي وو . پخپله بت په خورا قیمتی الماسو او جواهراتو سره مرصع و . دغه بت او نور کوچني بتان ، او ټوله معبد هره ورځ په رنګارنګ معطرو ، ښایسته او تازه ګلانو سره لونل کېدل چی د زرګونو کیلومتره لیری کشمیر څخه ورته راوړل کېدل .

ویل کیږی چی د دغه مندر مصارف پر ټول هندوستان باندی یو دروند پیټی و . د عوامو څخه نیولې تر هر راجا پوری فرد فرد باید دغه مندر ته لږ یا ډیره ونډه ورکړې وای . دا مالیه به د سیمه ییزو مندرونو له لاری تادیه کېدل . که به چا سرغړونه کول نو د نږدې او محلی مندرونو لخوا به جریمه او ملزم کېدئ .

خو د ځینو روایتونو له مخی د سومنات مندر مصارف د هندوستان د لسو زرو کلیو او ښارګوټو څخه او هم د هندي مها راجاګانو د تحفو او هدیو څخه پوره کېدل . د سومنات بت درې متره او د ځینو منابعو له مخی پنځه متره اوږد و .

خو یوې مهمی باریکۍ ته باید ځیر اوسو ؛ هغه دا چی د سومنات بت د انسان څیره نلرل او نه یې هم د انساني بدن غوندی جوړښت درلود . په بل عبارت ، د سومنات مجسمه یو انسان وزمه بت نه وو . بلکی هغه یوه لویه ناتراشلې ډبره وه چی پر مځکه درېدای سوه . څنګه چی دا د سپوږمۍ رب النوع یا الهه وه نو ځکه یې ظاهري بڼه سپوږمۍ ته ورته وه . د ځینو روایتونو له مخی دا بت پنځه ګزه اوږدوالی درلود چی دوه ګزه تر مځکی لاندی او درې ګزه د مځکی له پاسه و .

هندوانو سومنات یو تلپاته معبد باله او تر ننه په دې عقیده دي چی سوم راج یعنی د سپوږمۍ بادار هغه د سرو زرو څخه جوړ کړی و . بیا راوڼ د سپینو زرو څخه ، ورپسې کرشنا د صندل د لرګي څخه جوړ کړی و . په لسمه میلادي پیړۍ کی واکمن ( بهیم دیو سولنکي ) هغه د ډبري څخه جوړ کړ څو چی د محمود غزنوي د ګرز ښکار سو .

 

د سلطان محمود غزنوي حمله

تر کومه ځایه چی معلومه او ثابته ده ، سلطان محمود یو کلک سُنی مذهبه مسلمان و . هغه د بدعتي او منحرفو ډلو ( لکه اسماعلیانو ، قرمطیانو ، معتزلیانو ) سخت مخالف حتی دښمن و ، هغوی یې مرتد بلل نو ځکه یې ځپل او وژل . په عین حال کی د تصوف هم پلوئ او لاروئ و . ویل کیږی چی دئ د مشهور صوفی ( شیخ ابوالحسن خرقانی ) مرید و . د هغه ډیر عزت یې کاوه او هر جنګ ته د تګ څخه مخکی یې د هغه چټۍ اخیستله . ده غوښته چی افغاني او هندي کفار مسلمانان کړی او دا کار یې خپل ایماني مسؤلیت باله .

تاریخی آثار لیکی چی سلطان محمود غزنوی نه غوښته چی یونیم زر کیلو متره لیری پر سومنات یرغل وکړی ، خپل ځان او پوځیان د لوی خطر سره مخامخ کړی . خو پنځه عمده لاملونه وو چی سلطان یې د سومنات پر مندِر او بت باندی حملې ته مجبور کړ .

لومړی ـ کله چی د غزنی سلطان د هندوستان نور مندرونه او بتخانې فتح کولې ، نو هندي برهمنانو به ویل چی د سومنات بتان د هند د نورو معبدونو پر بتانو په قهر دي ، نو ځکه هغوی د سلطان محمود لخوا محکوم او معدوم کیږی او په دې عقیده وو چی محمود او د هغه زړه ور پوځیان هیڅکله نسي کولای چی سومنات فتح کړی . هغوی به ویل چی د سپوږمۍ رب پخپله دومره قوي او پیاوړی دی چی دغه بت د هر ډول یلغار څخه ساتی ، نو محمود به څه وکړای سی ؟!

سلطان محمود چی کله د هندي برهمنانو دغه چلنجونه او خارونه اورېدل نو سخت وخښمېد او نیت یې وکړ چی په هره توګه وی سومنات به هم د نورو معبدونو غوندی دړی وړی کوی .

دوهم ـ ځینی آثار لیکی چی هندوستان شتمن او سمسور هیواد و . په سلګونو زره مندرونه او معبدونه یې لرل . دغه معابد همیشه د سرو زرو او جواهراتو څخه ډک وو چی هندوانو خپلو خدایانو ته د هدیې او نذرانې په ډول راوړل . نو ځکه سلطان محمود غزنوي غوښته چی د کفارو دغه ثروت غصب کړی .

درېیم ـ هندوستان یو کافر هیواد و . د محمود غزنوي حملې د اسلام د خپرولو او پراخولو لپاره وې او دا مسأله د هماغه عصر یوه مسلطه پدیده وه . په تیره بیا عباسي خلافت په ټینګه دغسی کار غوښت او سپارښتنه یې کول .

څلورم ـ دغو حملو غزنوي لوی پوځ بوخت ساتلی و . که دا پوځیان بیکاره سوي وای نو د غزنوي حکومت لپاره به یې مشکلات او تصادمات ایجاد کړي وای . د پخوانیو زمانو لوی پوځونه هیڅکله بیکاره نه کښېناستل بلکی پرله پسې سوقیات به یې کول .

پنځم ـ نورو ځواکونو او ګاونډو ته د قوت نمایش و تر څو هغوی د غزنوي سلطنت سره د ډغرو وهلو ، یا مقاومت او پاڅون جرأت بایللی وای ( لکه نږدې صفاریان او لیری عباسیان ) .

په هر صورت ، کله چی سلطان محمود ولیده چی سومنات د هندو مذهب د تبلیغ لوی مرکز ګرځېدلی دی او برهمنانو یې مسلسل ویل چی سلطان قطعأ سومنات نسي نیولای ، نو سلطان نور هم وخښمېد او ولمسېد . هغه و چی د ۱۰۲۵ میلادی کال د اکتوبر پر اتلسمه ( ۴۱۶ هجری ) د سومنات د نیولو په غرض د غزنی څخه روان سو . مخکی له دې خوځښته یې د غزنی په « عروس الفلک » مسجد کی لمونځ وکړ او د الله تعالی څخه یې وغوښته چی په دې اوږده سفر او سخته مبارزه کی سوبه ورعطا کړی . د الله اکبر نارو ټول غزنی پر سر اخیستی و .

د محمود دیرش زره کسیز لوی او زړه ور پوځ د ملتان او سوځونکو صحراوو ، بیدیاوو او دښتونو څخه د « مندهیر » لاره ونیوله . یعنی اول ملتان بیا لدروه ، پاتن ، مندهیر ، کاتهیاواړ او په آخر کی سومنات ته ورسېدل . په دې خورا ستونزمن یون کی هر عسکر د ځان سره د ډیرو ورځو لپاره واښه ، خواړه  او اوبه اخیستی وو . څه نا څه دیرش زره شاهی اوښان د اوبو په ژیانو ( مشکونو ) بار وو . سلطان محمود او لښکر یې ۵۶۰ کیلو متره خطرناکه او نامعلومه دښت طی کړ .

د ( اتهر ) غوندی سوځونکو ډاګونو څخه تیرېدل څه آسانه کار نه و ، لکه فرخی چی ویل په دې دښت کی حتی دیبان هم ورک کیږی . په دغو بیدیاوو کی داسی ژوری کندې ، خطرناک اغزي ، وحشی حیوانات او له بیری ډک خنډونه موجود وو چی انسانان یې پخپله محوه کول . خو محمود او لښکر یې په یو اوسپنیز هوډ سره ورڅخه تیرېدل .

سومنات ته پر لاری ټولی مستحکمی پوځی کلاوی ( لکه انهل واړه ، کتی واړ ، او نوری ) فتح سوې او باالاخره دوې نیمی میاشتی وروسته یعنی د ۱۰۲۶ د جنورۍ پر شپږمه سومنات ته ورسېدل چی پنجشنبه وه . دلته د دښمن پوځیانو پر افغانی پوځیانو باندی خندل او ملنډی یې په وهلې . هغوی د سومنات دیوالونه ښه مستحکم کړي وو .

افغاني پوځیان د هغو جګو او کلکو دیوالونو پر شاوخوا راوګرځېدل چی له یوې خوا د سمندر سترو څپو پریولل . جنګ د همدې پنجشنبې څخه تر شنبې پوری جاری و . خو د جمعې په شپه د سومنات مدافعینو ته زیات اکمالات او وسلوال جنګیالي راورسېدل . هغوی افغاني پوځیانو ته ډیر تلفات واړول ، آن پخپله سلطان محمود هم څو ځایه ټپي سو .

شیخ فریدالدین عطار لیکی چی سلطان محمود غزنوي د ځان سره د شیخ ابوالحسن خرقانی (رح) یو کمیس یا خرقه لرله . کله چی د سومنات په دې جنګ کی مسلمانان د تلفاتو سره مخامخ سول او نږدې وو چی مات سی ، نو سلطان محمود غزنوي ناببره د خپل آس څخه راکښته سو او یوې ګوښې ته ولاړئ . هلته یې دا خرقه په لاس کی ونیوله ، پر سجده سو او داسی دعا یې وکړه : « یا الله ! د دې خرقې د څښتن له رویه ( په برکت ) موږ ته پر دغو کافرانو فتح او نصرت عطا کړه او څومره مال چی د غنیمت په ډول لاس ته راځی هغه به ټوله مسکینانو ته صدقه کړم . »

بس یو دم او ناببره د دښمن د لیکو څخه غالمغال او نارې راپورته سوې او فضا تیاره سوه . په دې سره کفارو خپل تر منځ یو پر بل ګوزارونه کول او پر بیلابیلو خواوو وویشل سول . سخت جنګ ونښت . په زرګونو هندوان ووژل سول ، په سوونو نور په کښتيو کى سپاره سول او غوښتل يې چى د سرانديپ ټاپو ته وتښتى . خو د محمود د عسکرو په غشو او يا د عجولانه لامبو او وارخطایی له امله په اوبو کی ډوب سول . په دې اړدوړ کی د اسلامی لښکرو پرېکنده فتح په نصیب سوه . کله چی هغوی کلا ماته کړه او د هغې سر ته وختل نو هلته یې خپله فتح د اذان په کولو سره اعلان کړه ، چی وروسته د الله اکبر مسلسل ږغونه آسمان ته پورته کېدل .

روایت دی چی په هماغه شپه محمود غزنوي په خوب کی حضرت ابوالحسن خرقانی ولیدئ چی داسی یې ورته وویل : « اې محموده ! تا په الهی دربار کی زما د خرقې قدر ونکړ . که تا هماغه شېبه د الله سبحانه و تعالی څخه د ټولو کافرانو لپاره د اسلام قبولیت غوښتی وای ، نو ټولو به اسلام قبول کړی وای . »

په هر صورت ، کله چی سلطان بریمن سو ، او د سومنات مندر ته ورننوت ویې لیدل چی د هغه په ۵۶ ستونونو کی خورا قیمتی څراغونه ځړېدل چی شاوخوا یې ډیره روښانه کړې وه . محمود برابر لوی بت ته ورغی چی درې متره جګ و . خپل ګرز ( ګورز ) یې راواخیست او هغه یې په وواهه او مات یې کړ . سلطان محمود په دې سخت ګوزار سره هغه لاسي خدای مات او چپه کړ چی څو نسله هندوانو سجدې ورته کولې ( د ځینو راوایاتو له مخی سلطان دغه بت وسوځاوه ) .

مخکی له دې چی سلطان دغه لوی بت له منځه یوسی هندي برهمنانو د ستر مبلغ او خورا زیات ثروت د ورکولو وړاندیز ورته وکړ تر څو دا بت محوه نکړی ( یعنی هغه یې د بت تر وزن د اضافه طلاوو په بدل کی ورڅخه رانیوئ ) . خو محمود غوښته چی په تاریخ کی یې نوم د « بت پلورونکي » په حیث نه بلکی د « بت شکن » په توګه یاد سی . نو ځکه یې دا وړاندیز رد کړ او د بت د محوه کولو امر یې ورکړ . یو روایت وایی چی دا مهال د سلطان ځینو لویو قوماندانانو او افسرانو ده ته مشوره ورکړه چی که د دومره ستر ثروت په بدل کی دا بت پر برهمنانو وپلورل سی ، بده به نه وی . سلطان هغوی ته په ځواب کی داسی وویل : « بیریږم چی د محشر په ورځ به ، چی ټوله بت پرستان د الله سبحانه و تعالی په حضور کی حاضر کړه سی نو الله رب العزت فرمان صادر نکړي چی ( آذر ) او ( محمود ) دواړه یو ځای راولیً چی یو بت تراش او بل بت فروش وو » ! نو هغه و چی سلطان پخپله د سومنات بت ټوټه ټوټه کړ .

یو روایت داسی هم وایی چی کله سلطان محمود دغه بت محوه کړ نو له دننه یې دومره ډیر جواهرات پر مځکه توی سول چی د هغه قیمت څخه سل چنده زیات وو چی برهمنانو ورته پیشنهاد کړی وو . خو دا ادعا کمزوره او بې ثبوته ده .

ځینی آثار ( مثلأ تاریخ فرشته او نور ) لیکی چی سلطان محمود وروسته د دې بت ټوټې د ځان سره غزنی ته یووړې چی څو ټوټې یې د « عروس الفلک » مسجد په طاقونو او منارو کی تعبیه او ځای پر ځای کړې او دوې ټوټې یې په جامع مسجد او شاهی ماڼۍ کی هم نصب کړې . که دا رښتیا وی نو ښایی یوه ورځ کشف سی .

په هر صورت ، سلطان د دې ستری فتحی څخه وروسته چی ټولی اسلامی نړۍ هغه تمجید او تکریم کړه ، د ۱۰۲۶ د اپریل پر دوهمه بیرته غزنی ته راورسېد ( د  ۴۱۷ هجری کال د صفری لسمه ) . د بغداد عباسی خلیفه ( القادر باالله ) سلطان او زامنو ته یې زیاتی تحفې او هدیې راولیږلې او محمود یې رسمأ د خراسان ـ هندوستان ـ سیستان ـ خوارزم سلطان اعلان کړ .

څنګه چی د سومنات فتح د سلطان یمین الدوله ( محمود غزنوي ) د ټولو سوبو شهکار ګڼل کیږی ، نو د غزنوي دربار نومورو شاعرانو ( لکه فرخی سیستانی ، ابو نظر عسجدی ، عنصری بلخی او نورو ) په دې ویاړ عالمانه او دقیقانه قصیدې ولیکلې . د بیلګی په توګه به د عسجدی یوه عینی او عالی قصیده رانقل کړم :

تا   شاه   خسرو  آن  سفر  سومنات  کرد ……… کردار خویش را علم معجزات کرد

آثار     روشن     ملکان    ګذشته    را ……….. نزدیک به خردان همه چون مشکلات کرد

بزدود   نام  کفر  جهان  را  ز لوح  دی ……….. شکر و دعای خویشتن از واجبات کرد

شطرنج ملک باخت  ملک با هزار شاه ……….. هر شاه را به لعب دګر شاه مات کرد

محمود  شهریار  ملک  آنکه  ملک  را ………… بنیاد بر محامد و بر مکرمات کرد

شاها  تو  از  سکندر  بیشی  بدان  جهت ………. ګو هر سفر که کرد به دیګر جهات کرد

عین  رضای  ایزد  جویی  تو  در سفر ……….. لیک او سفر بجستن آب حیات کرد

تو  کارها  به  نیزه  و  تیر و کمان کنی ………. او کارها به حیله و کلک و دوات کرد

بردادن   صلات   کتابی   بګرد   شاه ………… چو نانکه بوحنیفه کتاب صلوة کرد

 

ځینو اسلامی مؤلفینو او مؤرخینو د دې بت په باره کی لیکلی دي چی محمود غزنوي د دې بت څو ټوټې مکې مکرمې او مدینې منورې ته هم ولیږلې او متباقی یې غزنی ته ورسره یووړې . خو دا تر اوسه معلومه او ثابته سوې نه ده . هغوی داسی ادعا هم کوی چی د سومنات بت د کعبې شریفی د درو غټو بتانو څخه و ( یعنی لات ، منات او سومنات ) ، چی رسول الله (ص) د مکې تر فتحي وروسته دوه یې مات کړل او دغه درېیم ګواکی مشرکینو د سمندر له لاری د هند ګجرات ته راوړ تر څو بچ سی ، ځکه چی د سرو زرو او جواهراتو څخه ډک و . خو دا انګیرنه ځکه مؤثقه او صحیح نه ده چی عربی مشرکینو چی د کومو بتانو عبادت کاوه ، هغه ټوله انسان وزمه وو یعنی انسانی شکلونه یې لرل . خو د سومنات مجسمه د سپوږمۍ رب النوع وه  ، نو ځکه د سپوږمۍ غوندی ډبره او د شیوا لینګا وه ( یعنی د شیوا عورت و ، نه کومه انسانی څیره ) .

 

د سومنات لاس پر لاس کېدل

ویل کیږی چی لومړی ځل د ګجرات  مِترکه راجاګانو په ۶۴۹ میلادی کی د سومنات مندر جوړ کړی و چی بیا د اسلام تر خپرېدو او دلته رارسېدو وروسته د سِند عرب والی (جنید) په ۷۲۵ کی هغه وران کړ . بیا په ۸۱۵ کی هندو راجا ( نګهاپت ) هغه له سره ودان کړ څو چی په ۱۰۲۴ کی سلطان محمود غزنوي وران کړ ( چی پورته وڅیړل سو ) . بیا د ۱۰۲۶ او ۱۰۴۲ تر منځ موده کی د انهیل واړ راجا (بهیما) او د ملوا راجا (بهوج) هغه له سره ودان کړ . هغوی دا مندر او بت د لرګیو پر ځای د ډبرو څخه جوړ کړ .

بیا په ۱۲۹۷ کی د ډیلی د سلطان علا الدین خلجی پوځیانو د ګجرات تر نیولو وروسته هغه لوټی لوټی کړ . وروسته هندی راجاګانو هغه په ۱۳۰۸ کی بیا جوړ کړ او یو ځل بیا یې د مهادیو لنګ نصب کړ . بیا په ۱۳۷۵ کی د ګجرات مسلمان واکمن مظفر شاه د سومنات دا مندر وران کړ . خو وروسته هندوانو بیا له سره ودان کړ . په ۱۴۵۱ کی اسلامی پوځونو هغه بیا ونړاوه . خو وروسته څو څو واره ودان او وران سو ، څو چی په ۱۷۰۶ کی مغول واکمن اورنګزیب هغه باالکل هوار کړ او پر ځای یې مسجد جوړ کیً .

په ۱۷۸۳ کی چی د انګریزانو واک و ، د ناګپور راجا ( بهوسلی ) ، د کولهاپور راجا ، د اندور راني (هولکر) ، او د ګوالیار راجا دغه مندر بیا ودان کړ . تر دې وروسته د هند او پاکستان تر ویشلو پوری کومه مهمه پیښه ( یا لاس پر لاس کېدنه ) رامنځته نسوه .

د هندوستان تر خپلواکۍ وروسته په ۱۹۵۰ کی د هند د صدراعظم مرستیال او داخله وزیر « والا بهایی پټېل »  د ګجرات د جوناګړ څخه د کتنی پر مهال د سومنات مندر د بیا جوړولو هدایت ورکړ څو چی په عصری او پاخه ډول جوړ سو چی نن یې سیلانیان لیدو ته ورځی . د اورنګزیب مسجد ونړول سو او څو کیلومتره لیری جوړ سو ، خو د سومنات مندر هم د هغه اصلی مندر څخه لیری جوړ سوی دی چی سلطان محمود غزنوي نړولی و . همدا علت دی چی دغه نوی مندر دومره نوم او شهرت نلری بلکی په بې وسۍ او نهیلۍ سره خپل پخوانی شهرت لټوی . د لومړۍ برخی پای ، ( ن . صمد ) .

 

اړونده مأخذونه :

۱ ـ د هند تاریخ ؛ مونسټیوراټ الفنسټن ، لندن ، ۱۹۰۵ .

۲ ـ د تبرک شرعی حیثیت ؛ ډاکټر محمد طاهر القادری ، لاهور ، ۲۰۰۶ .

۳ ـ تذکرة الاولیا ؛ شیخ فریدالدین عطار ( اردو ترجمه ) ، لاهور ، ۱۹۹۷ .

۴ ـ د پاکستان او هند تاریخ ؛ پروفیسور عبدالله ملک ، اووم چاپ ، لاهور ، ۱۹۷۸ .

۵ ـ افتخاراتِ افغان ؛ دکتور عبدالحکیم طبیبی ، کابل ، ۱۳۵۲ شمسی .

۶ ـ غزنه در دو قرن اخیر ؛ عزیزالدین وکیلی ، کابل ، ۱۳۵۶ ش .

۷ ـ سلطنت غزنویان ؛ خلیل الله خلیلی ، کابل ، ۱۳۳۳ ش .

۸ ـ حیات و اوقات سلطان محمود غزنوي ؛ داکتر محمد ناظم ، ترجمه : عبدالغفور امینی ، چاپ سوم ، ۱۳۸۱ ش ، پشاور.

 

د سومنات فتح

( دوهمه برخه )

 

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۳ کال لومړۍ ګڼه ( حمل ـ ثور ) ، پرله پسې ۶۲ ګڼه ، ۳۸ ـ ۴۴ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د سومنات معبد لوی بت د مصارفو او عوایدو یوه ستره منبع او ذریعه وه . د هندواڼو په نظر د سومنات بت روزي ورکونکیً ، ژوند بخښونکیً ، ژوند ختمونکیً ، د هر څه اورېدونکی او لیدونکی…… و . ځکه یې نو ډیر نازاوه ، خپل ښه او ګران بیه شیان ( لکه سره او سپین زر ، جواهرت ، الماس او نور ) به یې د نذرانې لپاره ورکول . دغه بت به هره ورځ د ګنګا د سیند په اوبو ، شیدو او عسلو پرېولل کېدئ .

کله چی سلطان محمود او پوځیان یې د سومنات مندر ته ورنږدې سول ، نو هندوان د کلا سر ته وختل چی ډیره جګه وه او په لوړو ږغو سره یې په غزنوي لښکرو داسی ملنډي ووهلې : « سومنات مسلمانان د خپلی کلا دیوالو ته راوستل چی سخت یې مغضوب او تباه کړی ، او ستاسو څخه د ټولو هغو بتانو انتقام واخلي چی تاسو مخکی مات کړي دي » ( چی مطلب یې د تهانیسر ، قنوج ، کانګړه ، کالنجر ، ګوالیار ، کشمیر ، منصوره ، ملتان  او نورو ځایو لوی معبدونه او بتان وو ) .

سلطان محمود او جنرالان یې نور هم وخښمېدل او د سومنات ورانولو ته له پخوا نه هم جدي سول . د دې ملنډو او تمسخر څخه فقط څو ساعته وروسته د کلا د دیوالونو له پاسه او دننه په مندر کی د الله اکبر نارې واورېدل سوې او هر څه فتح سول .

د دې اسلامی ضد شعارونو او لمسوَنو سروال ( راجا پریم دیو سولنکي ) و . هغه یو بنسټ پال او خورا متعصب هندو راجا و . ده به د سومنات د جنګ پر مهال هندوان جنګ ته هڅول او تیارول . خو د سومنات تر فتحی وروسته د مندر څخه ۳۳ کیلو متره لیری د « کندیهه » کلا ته وتښتېد او هلته پټ سو . دا ځای د ګجرات د جوناګړ د ټاپووزمی په پای کی واقع و چی درې خواوی یې د سمندر اوبه وې او یوه خوا یې په وچه پوری مښتې وه ، مګر دلته هم  لوی او پراخ سیند یو خنډ و چی څوک نسول ورګډېدای .

سلطان محمود ورپسی راغی خو شاوخوا یې د اوبو پراخی څپې ولیدلې نو حیران و چی څه وکړي او څنګه دا کلا فتح کړی او راجا پریم دیو ونیسی یا یې ووژنی . باالاخره د څو محلی کسانو د معلوماتو پر اساس په مناسب ځای او مناسب وخت کی  په یو ګړندي خوځښت سره  په اوبو ورګډ سول او ورپوری وتل او بېله کوم خاص مقاومته یې کلا ونیوله .

راجا پریم دیو د سلطان او پوځیانو زړه ورتوب ته حیران سو ، څو چی د ځایی هندوانو په مرسته یې په بدلو جامو کی د عوامو په ډله کی ځان تیر کړ او په پټه وتښتېد .

بیلا بیل منابع د هندوانو تلفات بلابیل ښیی . ځینی وایی چی نیوي زره هندوان ووژل سول ، ځینی وایی پنځوس زره ، ځینی د څلویښتو زرو او ځینی بیا د نهو زرو تلفاتو خبره کوی . خو د سلطان محمود د پوځیانو تلفات کومی منبع دقیقأ نه دي ذکر کړي .

لوی استاد علامه حبیبی د « عتبی » له قوله وایی چی سلطان محمود ډیر لوی پوځ تهیه او سرښته کړی و چی د ترکو ، افغانانو ( مطلب یې پښتانه ) ، تاجکو ، خلجیانو ( یعنی غلجي پښتانه چی د اصطخری او یاقوت له قوله په خراسان او سیستان کی تر کابل پوری اوسېدل ) او هندواڼو څخه جوړ سوی و . په دې پوځ کی ګڼ شمیر غیر مسلمانان هم شامل وو . مثلأ یو برهمن چی ( تیلک ) نومېدئ د سلطان محمود په پوځ کی جنرال و . محمود ځینی پښتني قومونه ( چی لا تر دې مهاله مسلمانان نه وو ) په غور ، د سلیمان غره ، سپین غره او نورو سیمو کی په اسلام هم مشرف کړل . پښتنو په ډیرو جنګونو منجمله سومنات کی د سلطان محمود په ننګه لویه توره وکړه .

مؤرخین وایی چی پښتنو د خپل خوریی یعنی سلطان محمود غزنوي سره په ډیرو جنګونو او غزاوو کی ټینګه مرسته کړې ده . د سلطان محمود مور د زابل پښتنه وه چی نننی کندهار هم پکښی شامل و . همدا علت دی هغه ته زابلی محمود یا قندهاري محمود هم ویل کیږی .

د غزنوي عصر مؤرخ عتبي په « تاریخ یمني » کی وایی چی پښتانه د اجل په څیر ، یا د وږي زمري په ډول پر غلیم ورتلل ، پر کوتلونو ختل ، لکه بریښنا په ځنګلونو ننوتل ، لکه هوسۍ پر غرونو ختل ، لکه سېل له غرونو راشیوه کېدل .

تاریخونه ( منجمله تاریخ مرصع ) وایی چی د سومنات په معرکه کی خو د پښتنو د منظمو پوځونو څخه علاوه ډیر پښتانه د غازیانو په ډول د جهاد په غرض د خپلو مشرانو ( لکه ملک عارف ، ملک داود ، ملک یحیی ، ملک غازی ، ملک شاهو ، ملک خانو ، ملک عامون ،  او ملک احمد ) تر قوماندې لاندی جنګېدل .

روایت دی چی یوه ورځ د سلطان مور د خپل زوی محمود څخه وپوښتل چی ولی پرله پسې پر هندوستان بریدونه کوې خو کوم خاص برئ نه حاصلوې ؟ سلطان خپلی مور ته وویل چی ته ووایه ، څه وکړم ؟ مور یې محمود ته وویل چی د پښتنو پر مشرانو او سردارانو ږغ وکړه چی ستا ملاتړ وکړی . نو محمود هم همداسی وکړه او د بیلګی په ډول د پښتنو پورتني اته مشران او نور قوماندانان د خپلو ګڼ شمیر ځوانانو سره د ده ملګري سول .

وایی چی د سومنات جګړه د مشقت او تکلیفونو په لحاظ د خپل نوعیت یوه بې مثاله معرکه وه . په دې غزا کی د ترکو په نسبت پښتنو ډیره ځوانمردي ښکاره کړې وه . لکه چی د یو پښتون د دې شعر څخه ښه ترا څرګندیږی چی حتمأ پخپله هم په دې جګړه کی برخمن و :

ترکو  نامردو  داسی  ودانګل  له  نام  و  ننګه ……….. زه یو پښتون وم چی ولاړ وم د سلطان تر څنګه

توره په لاس کی په سره اور د عرصات وختم ……….. له  بت  شکن  سره  په   دژ  د  سومنات  وختم

د دغو پښتني ژوبله ورو او مشرانو څخه یو هم ( خالو خان ) و چی په لاندینۍ لنډۍ کی له ګومله د دې جنرال د لښکرو راتګ ښوول سوی دی :

چی د خالو لښکري راسي ……… زه به ګومل ته د خپل یار دیدن له ځمه

د جنګی غنیمت په هکله هم د پورتنیو تلفاتو غوندی ډول ډول انګېرني کیږی . ځینی مأخذونه له افراط او ځینی له تفریط څخه کار اخلی . مثلأ عبدالرحمن ابن جوزی وایی چی سلطان دغه معبد ته وقف سوئ ثروت چی د شلو ملیونو معادل سره زر ، لعل او زمرد وو ، خپلی خزانې ته یووړل . خو البیرونی بیا وایی چی سلطان د معبد د غټ بت سر او د هغه د غاړی طلایی د جواهراتو ډک امېل غزنی ته یووړل .

په هر صورت ، سلطان محمود او لښکر یې د خپل مأموریت تر بشپړولو ( یعنی د سومنات د فتحی څخه ) وروسته څو ورځی په سومنات کی تیری کړې ( اکثره مأخذونه دوې اوونۍ یادوي ) . هلته یې د برهمنانو او ډیرو هندوانو سره خبری اتری وکړې . سلطان په عین حال کی استخباراتی چاری هم جدأ مدنظر لرلې . دا مهال راپور ورته راغی چی تښتېدلي برهمنان او راجاګان د راجپوتانو او جتانو په شمول غواړی چی د سلطان مخه ونیسی او د خپل شکست بدل ترې واخلی . نو هغه و چی سلطان هم د بیرته راستنېدو  لورئ بدل کړ . دوه کسه داوطلب راجاګان حاضر سول چی یوه نوې لار له نږدې ور وښیی . هغوی ورته وویل چی موږ په دې ټوله سیمه کی ډیر بلد یو . تاسو به دوه میاشتنۍ لاره په یوه میاشت کی طی کړئ .

سلطان د خپلو جنرالانو سره تر مشورې وروسته پر هغوی باور وکړ او هغوی دواړه یې د سفر ملګري سول . یوه شپه او ورځ چی یې مزل وکړ نو داسی وچ ، بې اوبو او هوار میدان ته ورسېدل چی په ټوله سیمه کی یو څاڅکی اوبه هم نه پیدا کیدی . د پوځیانو زخیره اوبه ختم سوې او ټول ډیر تږي وو . هغوی د اوبو غوښتنه کول . سلطان امر وکړ چی هغه دواړه لاره ښوونکي راولیً . کله چی یې حاضر کړل نو سلطان ورڅخه وپوښتل چی ولی مو پر دغه وچه او خطرناکه لاره راوستلو ؟ هغوی ورته وویل چی موږ اصلأ د سومنات فدایان یو او غواړو چی تاسو د لوږی او تندي څخه همدلته ووژنو . نو ځکه مو پر همدې اوږده او وچه لاره راوستلاست . د دې اعتراف څخه وروسته هغوی دواړه د خپل عمل په سزا ورسېدل .

سلطان وروسته خپلو پوځیانو ته وویل چی نن شپه همدلته خیمې ووهیً او د الله تعالی دربار ته زارۍ او دعاوي وکړئ . د ده په شمول ټولو د الله جل جلاله په حضور کی تضرع پیل کړه . وایی چی څه ګړئ وروسته ناببره د شمال له لوري یوه روڼا راښکاره سوه . سلطان څو کسان هغې خوا ته ولیږل څو چی دوه درې میله لیری یې یو سیند معلوم کړ او ګرده پوځیان هلته ورغلل او په دې ډول الله سبحانه و تعالی له حتمي مرګه نجات ورکړ .

هغوی د راجپوتانه په دښتو کی « پریم دیو راجه آبو » په مشرۍ د هندي راجاګانو او مغلوبو پوځیانو د سختو حملو سره مخامخ سول چی ډیر تلفات یې وزغمل خو بیا یې هم هغوی له مخی وشړل . د همدې نامردانه کمین او حملې د انتقام لپاره سلطان محمود یو کال وروسته بیا دې سیمی ته راغی او هغوی یې سخت وځپل .

وایی چی د « تهر » په ارت او پراخ دښت کی یوه پخوانۍ هدیره ده چی ( آمري قبرستان ) یې بولی . دا د سلطان محمود د ډيرو پوځیانو وروستی کور دی . د یو روایت له مخی د سومنات تر فتحی وروسته چی کله سلطان او پوځیان یې مخ پر غزنی روان وو ، نو د سومنات برهمنانو ، رجپوتانو ، جتانو او ګڼ شمیر هندو جنګیالیوهمدلته پر هغوی حمله وکړه . د ډیری ستړیا ، لوږی ، تندي ، ناروغیو او ټپونو له امله د شاهی پوځ ډیر ځوانان مړه سول چی همدلته یې ښخ کړل چی نن یوه لویه هدیره ده .

په هر صورت ، سلطان چی خپل لورئ بدل کړ ، تر ډیر تکلیف او مشقت ګاللو وروسته د سِند د رود پر اوږدو د کچ ټاپو له لاری ملتان ته ورسېدل او پر لاري یې د منصوره کلا هم فتح کړه . د لاری اوږدوالي ، د پوځیانو ستړیا ، د بې اوبو او بې وښو پراخو ډاګونو ، د پوځیانو ناروغیو ، جنګونو او زخمونو د دې فاتح لښکر ډیر وخت ضایع کړ څو چی باالاخره یو کال وروسته ( ۴۱۷ هجری یا ۱۰۲۶ میلادی ) غزنی ته راورسېدل .

فرخی سیستانی چی د سلطان محمود د دربار یو مشهور او تکړه شاعر و ( او د ده له قوله د سومنات په مأموریت کی ورسره ملګری هم و ) ، د سومنات تر فتحی وروسته د سلطان د رارسېدو په مناسبت ډیر ښه شعر ووایه چی د فارسی ادب یو شهکار بلل کیږی ، یعنی :

یمین  دولت  شاه  زمانه  با  دل  شاد ………….. بفال نیک کنون سوی خانه روی  نهاد

بتان شکسته و بتخانه ها فکنده ز پای ………….. حصار های قوی برګشاده  لاد  از لاد

هزار بتکده  کنده  قوي تر از هرمان ………….. دويست شهر تهي کرده خوشتر از نوشاد

گذارده  کرده  بيابانهاي  بي  فرجام …………… سپه   گذاشته   از   آبهاي   بي   فرناد

گذشته با بنه ز آنجا که مايه گيرد ابر ………….. رسيده  با  سپه  آنجا  که  ره  نيابد  باد

ز ملک و ملکت چندین امیر یافته بهر ………… ز گنج  بتکدهٔ  سومنات  یافته  داد

کنون دو چشم نهاده‌ست روز و شب گویی ……. به   فتحنامهٔ   خسرو  خلیفهٔ  بغداد

خلیفه  گوید  کامسال  همچو  هر  سالی ………. گشاده باشد چندین حصار و آمده شاد

خبر   ندارد   کامسال  شهریار   جهان ……….. بنای  کفر فکنده‌ست و  کنده از بنیاد

بقاش باد که از تیغ او و بازوی  اوست ……….. بنای  کفر  خراب  و بنای  دین  آباد

ز  بهر  قوت  دین  با   ولایت   پرویز ………. هزار بار به تن رنجکشتر از فرهاد

ز بسکه  رنج  سفر  بر تن شریف نهد ……….. همی‌ ندانم  کان  تن  تنست  یا  پولاد

برابر  یکی  از  معجزات  موسی  بود ……….. در  آب دریا  لشکر  کشیدن شه راد

شه  عجم را  چون معجزه  کرامتهاست ………. پدید گشت که آن از چه روی و از چه نهاد

من از  کرامت او  یک حدیث یاد  کنم ……….. چنانکه  بر  دل  تو دیرها  بماند  یاد

به سومنات شد امسال و سومنات بکند ………… در  این  مراد  بپیمود  منزلی  هشتاد

به ره  ز دریا بگذشت و  آب  دریا را ………… چو آب جیحون بیقدر کرد و جسرگشاد

در آن زمان که ز دریای بیکران بگذشت …….. بسی  میان  بیابان  بیکرانه  فتاد

نه  منزلی بود  آنجا به منزلی معروف ……….. نه رهبری بود آنجا به رهبری استاد

بماند خیره و اندیشه کرد و با خود گفت ………. کزین  ره  آید  فردا  بدین سپه  بیداد

چنان نمود ملک را که ره ز دست چپست ……. برفت سوی چپ و گفت هر چه باداباد

در این  تفکر مقدار  یک دو  میل براند ……… ز رفته  باز  پشیمان شد  و  فرو استاد

ز دست  راست  یکی  روشن  پدید آمد ………. چنانکه هرکس از آن روشنی نشانی داد

همه  بیابان  زان روشنایی  آگه  شد …………. چو  جان  آذر  خرداد  ز آذر  خرداد

برفت  بر دم  آن روشنی و از پی آن ……….. به  جستجوی  سواران  جلد  بفرستاد

به جهد و حیله در آن روشنی همی‌ برسید …… سوار  جلد  بر اسب  جوان تازی زاد

ملک همی‌شد و آن روشنائی اندر پیش ……… که روز نو شد و درهای روشنی بگشاد

سرای  پرده  و  جای سپه  پدید  آمد ……….. دل  سپاه  شد  از  رنج  تشنگی  آزاد

کرامتی  نبود  بیش ازین  و سلطان را …….. چنین کرامت باشد نه هفت ، خود هفتاد

همه کرامت از ایزد همی‌رسید به وی ……… بدان زمان که کم از بیست ساله بود به زاد

مگو مگوی که چون کیقباد یا چو جم‌ست …… حدیث او دگرست  از  حدیث جم  و قباد

چو زو حدیث کنی از شهان حدیث مکن ……. خطا بود  که تخلص کنی همای به  خاد

همیشه  تا نبود  نسترن  چون  سیسنبر …….. چنانکه  تا  نبود  شنبلید  چون  شمشاد

همیشه  تا  که  گل آبگون ز لالهٔ  لعل ………. پدید  باشد  و  خیری  ز  سوسن  آزاد

یمین  دولت  محمود  شهریار  جهان ………. به شهریاری و رادی و خسروی بزیاد

سپهر با او  پیوسته تازه روی و مطیع …….. چنانکه  مادر  دختر  پرست  با  داماد

بهار تازه  برو فرخجسته باد و  بی او …….. زمانه  را  و جهان را بهار  تازه  مباد

 

په هر صورت ، پخوا به هر واکمن خپل مداحان لرل چی زیاتره به شاعران او لیکوالان وو . خو د سلطان محمود غزنوي دربار تر بل هر واکمن د دغسی اشخاصو څخه ډک و . په دې لړ کی فرخی سیستاني ، عنصري بلخي ، ابونظر عسجدي ، او نور ډیر شهرت لری . د سلطان محمود د عصر تکړه لیکوالان او تاریخ پوهان عبدالحی ګردیزي ، البیروني ، بیهقی ، عتبی او نور دي . پخپله د فرخی شعرونه هم د تاریخی پیښو له بیانه ډک دي . دغو ټولو د سلطان محمود لخوا پر سومنات باندی حمله او د هغه فتح په جزیًیاتو سره څېړلې او ستایلې ده .

د سلطان محمود لخوا پر سومنات  باندی د حملې او د هغې د پایلو د څیړلو او شنلو په هکله درې طبقې مأخذونه ډیر اړین او مهم دي . لومړی یې اسلامی آثار دي ، دوهم یې هندویی آثار دي او درېیم یې برتانوي آثار دي چی په ترتیب سره به یې وشنو .

لومړی ـ د مسلمانانو آثار :

دغه مأخذونه د سومنات د حملې او نتیجې په هکله ټول یو نظر او یو روایت نلری بلکی ځینو له افراطه او ځینو له تفریطه کار اخیستی دی . ځینی ډیره مبالغه او ځینی ډیره بې توجهي کوی . خو د اړونده پیښی عام انعکاس او چوکاټ یې نسبتأ ګډ او مشترک دی . یوازی په جزیًیاتو کی واحد نظر نلری . له دغو نه یو وایی چی بت شل منه جواهرات لرل ، بل وایی چی طلایی ځنځیر یې ۲۰۰ منه و . بل وایی چی بت هماغه د کعبې شریفی څخه راتښتول سوئ ( منات ) و چی ګواګی څلور سوه کاله وروسته د سلطان محمود لخوا ټوټه ټوټه سو . بل اثر بیا وایی چی د هغه دوه لاسونه دننه په مځکه کی او پنځه یې د مځکی څخه دباندی وو . بل اثر بیا وایی چی هغه په هوا کی معلق و چی د څو خواوو څخه مقناطیسو په هوا کی متوازن او معلق ساتلی و ( یعنی فلزي بت و ) . خو بل اثر وایی چی دا د ډبري بت و ، بل وایی چی د چندڼ ( صندل ) لرګی و . یو اثر یې دیرش زره کلن لرغونی بولی ، بل یې ۱۰۰۰ کلن او بل یې بیا څو سوه کلن بولی . ځینی وایی چی دا انسان وزمه بت و ، ځینی وایی چی هغه تناسلی آله وه ، ځینی بیا وایی چی یوه توره ساده ډبره وه . ځکه نو تر ننه ثابته نه ده چی هغه مؤنث منات و که مذکر شیوا ؟!

د دغو مأخذونو څخه څو مهم یې دا دي : د ابن اثیر ( الکامل فی التاریخ ) ، د قزوینی اثر ( آثارالبلاد و اخبارالعباد ) ، د دمشقی اثر ( نخبة الدهر فی عجایب البر والبحر ) ، د فرخی سیستانی شعرونه ( دیوان ) ، د محمد قاسم هندوشاه ( تاریخ فرشته ) ، د ضیأالدین برني اثر ( فتاوی جهانداري ) ، د اسامی اثر ( فتوح الاسلاطین ) ، د افضل خان خټک اثر ( تاریخ مرصع ) ، د عتبی اثر ( تاریخ یمنی ) ، د البیرونی اثر ( الهند ) ، د بیهقی اثر ( تاریخ بیهقی ) ، د ګردیزی اثر ( زین الاخبار ) ، د ابن خلدون اثر ( مقدمهً تاریخ ) ، د عبدالرحمن ابن جوزی اثر ( المنتظم فی تاریخ الامم والملوک ) ، د منهاج سراج اثر ( طبقاتِ ناصری ) او نور .

په دغو کی څو آثار ما پخپله لوستلی دي او د څو نورو اقتباسات می لیدلی او لیکلي دي . نو ځکه د سومنات د معبد ، د هغه د بت او ثروت مسأله مهمه خو مبهمه ده . د دې هر څه سره سره دا ټول آثار څو مشترک ټکي لری چی هغه دا دي :

لومړی ـ پر سومنات د سلطان محمود برید صرف اسلامی جذبه او صبغه لرله ، نه مادی یا مالی . دغه برید او عمل یې د بشپړ ستاینی او مننی وړ دی .

دوهم ـ سلطان محمود یوازی د هندو معبدونو او بتانو دښمن نه و ، بلکی د اسلام په دین کی د بدعتیانو هم د سر دښمن و ؛

درېیم ـ سلطان محمود د سومنات عادی هندوان لوټ نه کړل ، نه یې ووژل او نه یې ظلم پر وکړ ، بلکی صرف او صرف مندر او د هغه بت یې وران کړ او د هغه جنګی مدافعین یې ووژل . یوازی یې د معبد او بت ثروت د غنیمت په توګه مصادره کړ .

څلورم ـ د بت تر ماتولو وروسته یې د هغه څو ټوټې د ځان سره غزنی ته راوړې او په دووـ درو ځایو کی یې نصب کړې .

پنځم ـ سلطان محمود دا هر څه د استخارې او مشورې له مخی کول ، نه په ځانی او شخصی توګه .

مګر که د پخوانیو اسلامی آثارو څخه تیر سو ( چی ټولو دا یرغل ستایلی او منلی دی ) ، او معاصر ایراني آثار ولولو ، نو بدبختانه وبه وینو چی هغوی تقریبأ ټولو پر سومنات د محمود غزنوي حمله غندلې او ترټلې ده . هغوی د سلطان محمود هر عمل منجمله همدا اقدام په شدت سره محکوموی . هغوی هر څه د مذهبی تعصب په ککړو عینکو کی وینی . هر پوهاند او څیړاند یې په دې هکله د نفاق او شقاق څخه کار اخلی او وایی چی سلطان محمود غزنوي په زرګونو اسماعلیان او شعیه ګان ربړولي او وژلی دي ، خو اسناد نه وړاندی کوی . هغوی ادعا کوی چی سلطان محمود یو سخت دریځه سُنی متعصب انسان و چی د هندوانو او اسماعلیانو توپیر یې نه کاوه . د دغسی ایرانیانو ټول آثار د محمود غزنوي پر خلاف یا پر ضد دي او ادعا کوی چی محمود غزنوی هند ته باالاعم او سومنات ته باالاخص د چور او چپاول لپاره تیً ، نه د اسلام د تکوین او تعمیم لپاره .

د دغو متعصبو او تنګ نظره ایراني لیکوالو ځینی آثار تور لګوی چی محمود د خپل مریی ( ایاز ) سره جنسی اړیکی لرلې او ګواکی لواطت یې ورسره کاوه . بعضی منابع محمود یو شراب څښونکی ( یعنی شرابی ) معرفی کوی .  ځینی منابع محمود د ښکلو نجونو ، ساز او آواز ، نڅا ، او عیاشۍ د محفلونو یو واکمن بولی . خو دا ټول تهمتونه مطلق درواغ او بې اساسه دي .

د مثال په توګه ، دغسی ایراني آثار او لیکنی د سلطان محمود لخوا پر مندرونو ( خصوصأ سومنات ) باندی د حملو او غنیمتونو په هکله داسی کلمات استعمالوی : « تاراج نمود » ، « به یغما برد » ، « چپاول نمود » ، « به غنایم و ثروت های فراوان دست یازید » ، « ثروت بسیاری نصیب شد » ، « این همه ثروت به خزانهً خود برد » ، « دارایی های شان به غنیمت ستاندند » ، « به تاراج برد »…….

خو په یو اثر کی هم د پورتنیو غندنو او تهمتونو په باره کی هیڅ کوم سند او مأخذ نه ذکر کوی بلکی یوازی د تخیل او تجاهل څخه کار اخلی او بس . آیا داسی یو واکمن چی کلک مسلمان او متقی انسان وی ؛ مندرونه او بتان ماتوی ؛ دا ممکنه ده چی هغه به شراب ، عیاشي ، لواطت ، زنا او نور کبیره ګناهونه کوی ؟ آیا په دې باره کی مؤثق او معتبر اسناد وجود لری ؟ دا به ډیره بې انصافي ، ظلم او غلطي وی چی د یوولسمی پیړۍ پیښی ، پرمختیاوی او اقدامات ( زر کاله وروسته ) د یوویشتمی پیړۍ په ترازو کی وتلل سی . فاعتبروا یا اولی الابصار!  د دوهمی برخی پای . نور بیا ، والسلام ( ن . صمد ) .

 

اړونده مأخذونه :

۱ ـ تاریخ کامل ؛ عزالدین ابن اثیر ؛ برګردان : حمید رضا آژیر ، جلد سیزدهم ، چاپ اول ( انتشارات اساطیر ) ، تهران ، ۱۳۸۵ شمسی .

۲ ـ تاریخ مختصر افغانستان ؛ مرحوم عبدالحی حبیبی ، چاپ سوم ، دانش کتابخانه ، پشاور ، ۱۳۷۷ ش .

۳ ـ فاتح ، جنګهای سلطان محمود غزنوی با هند و فتح سومنات ؛ شاپور آرین نژاد ، چاپ سوم ، تهران ، ۱۳۸۶ ش .

۴ ـ تاریخ ابن خلدون ( شپږم جلد ) ؛ علامه عبدالرحمن ابن خلدون ؛ اردو ژباړه : حکیم احمد حسین اله آبادي ، نفیس اکیډمی ، کراچی ، ۲۰۰۳ .

۵ ـ د هندوستان د کېمبریج تاریخ ؛ درېیم جلد ؛ سر ولزلي هېګ ، کیمبرج ، انګلستان ، ۱۹۲۸ .

۶ ـ سومنات ، د یو تاریخ ډیر صَوتونه ؛ پروفیسوره رومیلا تاپر ، نوی ډیلی ، ۲۰۰۴ .

۷ ـ سومنات ؛ سید محمود رضا عالمی ( مجلهً سخن تاریخ ) ، شمارهً هفتم ، ۱۳۸۸ ، ایران .

۸ ـ دیوان حکیم فرخی سیستانی ؛ به کوشش دکتر محمد دبیر سیاقی ، چاپ هشتم ، تهران ، ۱۳۸۸ شمسی .

۹ ـ د سومنات مندر ، د مسلمانانو لوټ که د برتانویانو فتح ؟ ؛ اکهیلش میتل ، سنډې ګارډین ، انګلستان ، ۳۰/۱۰/۲۰۱۱ .

 

د سومنات فتح

( درېیمه برخه )

 

بسم الله الرحمن الرحیم ـ موږ وویل چی پر سومنات د محمود غزنوي حمله او د هغه فتح په درې ډوله منابعو کی څیړل سوې ده چی هغه اسلامی آثار ، هندویی آثار او برتانوي آثار دي . د اسلامی منابعو او مأخذونو لنډه یادونه مو وکړه . اوس به هندو منابع وپلټو چی هغه څه وایی .

دوهم ـ هندو آثار : پر سومنات د محمود غزنوي د برید په اړه څلور ډوله هندو سرچینې او دریځونه د یادولو وړ دي ، یعنی : الف ـ د جېن هندویت موقف ؛ ب ـ د شیوا هندویت موقف ؛ ج ـ سنسکریت منابع ؛ د ـ هندو افراطي او نشنالیسټ موقف . اوس به هر یو مختصرأ ولټوو .

الف ـ د جېن هندویزم دریځ : د هغه مهال ( یعنی پر سومنات د محمود غزنوي د حملې په عصر کی ) جېن روایاتو یا خو باالکل معمولی انګیرنی لرلې ، یا دا چی هغه برید یې هیڅ ذکر کړی نه دی . په مالوه کی د یوولسمی پیړۍ شاعر ( دهنا پالا ) چی د سلطان محمود همعصره دی ، پر سومنات او نورو مندرونو او ښارونو باندی د محمود حملو ته خورا لږ او عادي اشاره کړې ده ، بلکی خاص اهمیت یې نه دی ورکړی . هغه وایی چی سلطان محمود نسو کولای چی د جېن پر مندرونو باندی حملې وکړی او په دې باره کی ډیره مبالغه کوی او باټی ولی . د « دهنا پالا » دلیل دا دی چی مار « ګرودا » تر ستونی نسي تېرولای او نه هم ستوري لمرینه روڼا تیاره کولای سی !

دئ په دې ډول د جېن بتان پر شیوا باندی د سترتیا او عظمت یو ثبوت بولی . یعنی جېن هندویت پر شیوایی هندویت باندی سپېڅلی او ښاغلی بولی نو ځکه ګواکی د سلطان محمود له یرغله مصؤن وو . دئ په خپلو شعرونو او لیکنو کی شیوایی هندویت فرسوده او فاسد بولی او ځکه نو ګواکی د سلطان محمود د قهر ښکار سول . د دې پر ځای چی د محمود غزنوي د عصر دغه مشهور شاعر او منور هندو تأسف کړی وای ، برعکس شیوا پرستو هندوانو ته پېغورونه ورکوی .

وروسته په دوولسمه پیړۍ کی یو بل جېن هم کټ مټ د خپل منځي رقابت خبري کوی او وایی چی واکمن ( چاولکیا ) د سومنات د زایرینو پیسې اخیستې خو مندر یې نه ترمیم کاوه ، د بت ( یعنی شیوا ) خیال یې نه ساتیً بلکی د خپل ثروت د ډیرولو په غم کی و . نو ځکه ګواکی د سلطان محمود د حملې ښکار سو .

جالبه خو دا ده چی دغه دواړه منابع پر هندویت باندی د مسلمانانو دا حمله نه غندی بلکی عادي تبصره پر کوی او یوازی خپلی داخلی سیالۍ بیانوی . مطلب دا چی دغو منابعو پر سومنات ډیر تمرکز کړی دی او هغه یادوی ، خو د سلطان محمود حمله نه غندی او نه هم غم او ماتم څرګندوی .

بل هم د یو جېن سوداګر ( جووادي ) انګیرنه ده چی دئ هم د سومنات د حملې معمولی او سطحی یادونه کوی . پس معلومیږی چی دغو ټولوجېني منابعو کوښښ کړی دی چی جېنیزم پر شیوایزم باندی لوړ او برلاسیً وښیی . یعنی دا چی د جېن مندرونه به سالم پاتېدل او د شیوا مندرونه به ورانېدل ، (شیوا) خپل تمثالونه همداسی پرې یښي وو خو (مهاویر) ګواکی په خپلو پیکرو یا تمثالونو کی اوسېدئ او هغوی یې ساتل!

ب ـ د شیوا هندویت دریځ : دا مبحث مو مخکی شنلی او څیړلی دی چی هماغه د سومنات برهمنانو سلطان محمود تحریک او تلواري کړ او ملنډی یې په وهلې . د حیرانۍ خبره دا ده چی د سومنات د حملې او تباهۍ څخه وروسته هم د شیوایی هندویت آثارو ، کتیبو او منابعو د نوموړي برید او ورانۍ هیڅ یادونه نه ده کړې ، بلکی د خپل ثروت او دولت پر حصول یې ټینګار کړی دی . دغه آثار به د سنسکریت منابعو سره یو ځای مطالعه ، مقابله او پرتله کړو .

ج ـ سنسکریت منابع : هغه کتیبې چی پخپله د سومنات مندر څخه په لاس راغلي دي ، د محمود غزنوي د حملې او ضربې هیڅ یادونه هم نلری بلکی د داخلی تهدیدونو او رقابت خبري کوی ( دا کتیبې پر سومنات د محمود غزنوي تر حملې پنځوس ـ شپېته کاله وروسته لیکل سوي دي چی معبد له سره بیا جوړ سوی و ) .

په دوولسمه پیړۍ کی چاولکیا واکمن ( کمارا پالا ) یوه کتیبه جوړه کړه . هغه د سومنات لپاره یو والی وټاکی او وظیفه یې ورکړه چی مندر او ثروت یې د محلی راجاګانو د لوټ مار څخه وساتی .

هو ، د سلطان محمود تر حملې یوه پیړۍ وروسته بیا هم د مندر د ساتلو خبری کیږی ، خو دا ځل د مالوه د راجاګانو څخه ! د مندر د دغسی ساتلو او ژغورلو بیان په څو کتیبو کی ذکر سوی دی . خو د حیرانۍ خبره دا ده چی د محمود غزنوي تر حملې یوه پیړۍ وروسته بیا هم د مسلمانانو لخوا د هندوانو څخه ( یا متقابلأ ) هیڅ کوم نفرت او تعصب ته اشاره نه ده سوې . نو پوښتنه دا ده چی دا هر ځل ولی دغسی « ډډه » کیږی ؟ آیا په اصطلاح پر « ستر شیوا ! » باندی د محمود « ظلم ! » هیڅ په باک نه راوړل کېدئ ؟ آیا د محمود لخوا د معبد هغومره « عظیم لوټ ! » هیڅ مهم نه و ، خو برعکس د محلی راجاګانو کوچنی لوټ ورته مهم و ؟ آیا د کمارا پالا لخوا  د سومنات بیا ودانول د شیوا د عبادت او سترتیا لپاره وو که د ثروت حاصلولو لپاره ؟ نو آیا دغه اعمال د محمود غزنوي د حملو حقانیت نه ثابتوی ( چی مطلب یې د اسلام خپرول وو ) ؟

دا لا څه ، پورتني اسناد ښيي چی د محمود تر يرغل په را وروسته موده كی  مسلمان عرب او ايراني سوداګر په ګجرات كی په امن او سوله كی اوسېدل . آن داسی هم سوي دي چی د سلطان محمود تر حملې دوه سوه کاله وروسته یو عرب مسلمان تاجر ( نصرالدین ) د ګجرات د محلی چارواکو او چاولکیا راجا په اجازه د سومنات مندر تر څنګ د یو لوی مسجد د جوړولو چاري پیل کړې . په دې اجازه او موافقه کی ټول سیاسی چارواکي ، والی ، پنډتان او برهمنان ، سوداګر او مخور شامل وو . ځکه نو دا نتیجه اخیستل کیږی چی د ګجرات خلكو د محمود حمله باالکل هيره كړې او له حافظو ايستلې وه .

په هر صورت ، د پورته هندو آثارو او منابعو د پلټلو څخه په اثبات رسیږی چی پر سومنات د محمود غزنوي دغه حملې ، معبد ورانولو او ثروت مصادره کولو نه هندوان غمولي یا پارولی دي او نه یې هم د مسلمانانو څخه کرکه او نفرت رامنځته کړی دی . مطلب دا چی سومنات د عادي هندوانو په ثروت مالامال و خو هغه ټول یوازی د راجاګانو او برهمنانو ولکه وه ، نه د عوامو . نو که سلطان محمود کوم ثروت مصاره کړی او را وړی هم وی هغه بېله شکه د راجاګانو ، برهمنانو او بتانو ثروت وو ، نه د عوامو .

د ـ د هندو نشنالیسټانو دریځ : حقیقت خو دا دی چی پر سومنات باندی د سلطان محمود حمله څه باندی زر کاله مخکی سوې ده خو په تیرو نهو سوو کالو کی هیڅ کوم هندو اثر یا منبع هیڅ ډول غم یا ویر نه دی ښودلی بلکی هر یوه دا پیښه عادی څیړلې ده . خو د نن ورځی متعصب او نشنالسټ هندواڼ ( خصوصأ بهارتیه جنتا پارټی یعنی بي جې پي ، شیو سینا ګوند ، بجرنګ دل حزب ، راشټریه سوَه یم سي وَک او نور ) ادعا کوی چی ګواکی د سلطان محمود دغه حملې د یو زر کالو راهیسی د هندوانو لپاره د یوې ملی غمیزی حیثیت لرلی دی ! هندو سخت دریځه عناصر او افراطیان ادعا کوی چی ګواکی سلطان محمود یوازی د هندوانو او مندرونو دښمن و . له همدې امله د ۱۹۹۹ د سپټمبر پر ۲۵ مه د بي جې پي ګوند مشر ( ایل . کې . ادواني ) پر سومنات د محمود غزنوي د حملې په غم کی تر هغه مندر پوری « رت یاترا » یعنی په بګۍ کی یون وکړ او پر ټوله لار یې هندوان د مسلمانانو پر خلاف راپارول او نفرت ته لمسول ، چی زه یعنی دغه لیکوال یې عینی شاهد یم .

که یو څه شا ته ولاړ سو ،  نو د شلمی پیړۍ په لومړیو کی د اول ځل لپاره د مسلمانانو څخه د هندوانو کرکي ته لمن ووهل سوه چی په لوی لاس او تحمیلی توګه یې د سومنات په اصطلاح « ویر » د هندوانو په دماغونو کی تذریق کاوه . د دې لمسون مؤسس « کې . ام . منشی » و چی تر خپلواکۍ وروسته وزیر سو . بل متعصب هندو « بنکیم چندرا چترجی » و چی د « ژوندئ دي وی سومنات » په نوم یې یو ناول ولیکی او هندوان یې د مسلمانانو څخه متنفره کول . بل خورا متعصب هندو « اچاریه چتورسین » دی چی په ۱۹۶۱ کی مړ سو . هغه یو ناول ولیکیً چی عنوان یې و : ( شوبها سومنات کي ؛ یعنی د سومنات شوبها ) . چتورسین په دې لمسونکي اثر کی یوه بې اساسه ، تخیلی ، نامؤثقه ، او غیر واقعي افسانه جوړه کړې ده . دغه ناول د یوې ځوانی نجلۍ ( شوبها ) تخیلی داستان بیانوی چی ګواکی پر سومنات باندی د سلطان محمود غزنوي د حملې پر مهال پیښ سوی دی . دلته د شوبها هیواد پالنه او غیرت او برعکس د محمود غزنوي بدمعاشي او فحاشي بیانوي چی کورټ بې بنسټه او تخیلی افسانه ده چی هیڅ تاریخ یې ذکر نلری . جالبه لا دا چی د دې ناول څخه وروسته یوه اوږده ډرامه جوړه سوه چی « زي ـ ټلویزیونی چینل » ډیره موده د هغه پرله پسې برخي خپرې کړې . اول څو میاشتي هره ورځ یوه یوه برخه خپرېده ، خو لیدونکو چندانی نه خوښوله . نو ځکه وروسته په هفته کی یوه برخه خپرېده ( ټولی ۱۲۹ برخی وې چی هره برخه ۲۴ دقیقې وه . دا سریال د ۲۰۱۱ د جون پر شلمه پیل سو او د ۲۰۱۲ د فبرورۍ پر ۲۶مه یې وروستۍ برخه نشر سوه ) . خو د دې هر څه سره سره بیا هم هندوان په دې تخیلی افسانه سره نه تحریک کېدل او سریال حتی خپل مصارف هم پوره نکړل او ناکام سو .

په هر صورت ، د حیرانۍ خبره دا ده چی سلطان محمود خو په متیوره ، منصوره ، قنوج ، تهانیسر ، کشمیر ، پنجاب…… کی هم په لسګونو آن سلګونو مهم او غټ مندرونه او بتان وران کړل ، د هغوی ویر او ماتم ولی هیڅ نه دی سوی ؟ د حیرانۍ بله خبره لا دا چی په تیرو څه باندی یو زر کالو کی هیڅ کوم هندو اثر ، کتیبې یا تاریخ د سومنات د « غم او ماتم ! » هیڅ ذکر هم نه دی کړی . دا ولی ؟ ځواب یې په تیرو لسو پیړیو کی ورک او لادرک دی . خو دا ولی یوازی په تیرو سلو کالو کی دغه ورک ، لادرک او هیر سوی غم ناببره بیا تازه سو او دا چا وکړ ؟ ځواب یې لاندی لولو .

درېیم ـ برتانوي آثار :

د محمود غزنوي لخوا د سومنات د حملې او قبضې په تړاو دوو کته ګوریو برتانوي منابعو ډیر تمرکز کړی دی . لومړی د نولسمی پیړۍ آثار او مأخذونه دي ؛ او دوهم په نولسمه پیړۍ کی د انګلستان په ولسی جرګه کی مناقشه او مباحثه ده .

الف ـ برتانوي آثار او منابع : پر سومنات د محمود غزنوي برید او د هغه پایلی په نهوـ لسو مشهورو برتانوي آثارو کی ذکر سوي دي ، خو څلور یې ډیر اوڅار او معتبر دي : لومړی : د ایلیټ اثر ( د هند تاریخ ) دوهم جلد ؛ دوهم : د کلیفورډ اډمونډ بوسورت اثر ( غزنویان : د هغوی امپراتوري په افغانستان او ختیځ ایران کی ) ؛ درېیم : د مونسټیوارټ الفنسټن اثر ( د هند تاریخ ) ؛ څلورم : د سر ولزلي اثر ( د هند د کېمبرج تاریخ ) . خو د یاودنی وړ مهمه خبره دا ده چی دغو څلورو معتبرو آثارو هر یوه بیرته د اسلامي آثارو خصوصأ ( تاریخ فرشته ) څخه ډیره استفاده کړې ده چی جوناتن سکاټ په ۱۷۹۴ کی په انګریزی ژباړلی او چاپ کړی دی . ځکه نو دغه آثار د اسلامي آثارو څخه کوم خاص نوئ بیان نلری .

ب ـ  د انګلستان ولسی جرګه : اول به یو څه شا ته ولاړ سو او د تاریخ څو پاڼی به واړوو . بیا به د برتانیې د ولسی جرګې اړونده مباحثو او مناقشو ته راسو .

د انګریزـ افغان په لومړۍ جګړه ( ۱۸۴۱ ـ ۴۲ ) کی چی کله انګریزانو عظیم تلفات وزغمل ، څه نا څه سل کسان یې د افغانانو سره یرغمل او بندیان سول ( چی وروسته په بامیان کی ساتل کېدل ) ، سیاسی استاځی ( مکناټن ) یې ووژل سو او مړی یې د کابل په چار چته بازار کی وځړول سو ، هر ځای په خپلو پوځی اډو کی محصور او تحدید وو ، نو باالاخره دې ته حاضر سول چی له افغانستانه تیر سی او امیر دوست محمد خان بیرته په هند کی له قیده آزاد کړی . خو شرط یې دا وو چی افغانان به اجازه ورکوی چی انګریزي پوځونه ټول په کابل کی راغونډ سی او د افغانستان څخه بېله مزاحمته ووزی .

ملی مبارزینو ( د وزیر اکبر خان په مشرۍ ) د هغوی غوښتنه ومنله ، خو انګریزانو د چل ، فریب او منافقت څخه کار واخیست . د انګریزانو پیاوړی شپږ زره کسیز لوی پوځ د جنرال ناټ په قومانده د ۱۸۴۲ د اګسټ پر ۲۸ د کندهار څخه کابل ته حرکت وکړ تر څو له هغه ځایه د خپلو نورو پوځیانو سره د جلال آباد له لاری برتانوي هند ته ولاړ سي .

دا مهال په هند کی مرستیال واکمن ( لارډ ایلن بورو ) و . هغه په کندهار کی جنرال ناټ ته هدایت وکړ چی په هر ډول وی ، باید په غزنی کی د سلطان محمود د زیارت لویه دروازه ورسره راوړی چی هغه ګواکی محمود غزنوي د سومنات له مندره هلته وړې ده . ایلن بورو د ۱۸۴۲ د جولای پر څلورمه جنرال ناټ ته داسی ولیکل : « د محمود د مزار څخه هغه ګورز درسره راوړه چی پر قبر یې ځوړند دی ، او هم د زیارت غټه دروازه درسره راوړه چی هغه د سومنات د مندر ده . دا به ستا د سوبمن یون له ویاړه ډک یادګار وی . » د تأسف ځای خو لا دا دی چی په افغانستان کی استوګن جګړن رالنسن چی د ختیځو هیوادو د لرغون پیژندنی د چارو مسؤل و ، د دې کتیبې تر دقیقی او محتاطانه معاینې وروسته دې نتیجې ته ورسېد چی دا اصلی دروازه نه بلکی د هغې غوندی ده . خو د دې خبرداري او پوهاوي سره سره بیا هم دا دروازه هند ته په غلا یووړه سوه .

د جنرال ناټ مجهز او تکړه پوځ د کندهار څخه کابل ته پر لاري پر غزنی سخته حمله وکړه ، ملی مبارزین یې پر شا وتمبول ، بالاحصار یې ونیوئ او بیا یې د سلطان محمود غزنوي پر مزار برید وکړ او د هغه لویه دروازه یې له بېخه وکښله ، پر اوښانو یې بار کړه او مخ پر کابل وخوځېدل . هلته نورو استوګن برتانوي پوځیانو د اکتوبر پر لسمه نور انتقامی عملیات هم وکړل . هغوی د کابل ډیر کورونه ونړول ، قتل عام او لوټ تالان یې وکړ ، او د چار چته مشهور بازار یې ځکه وران او لوټی لوټی کړ چی افغانانو مکناټن هلته ځړولی و .

په هر صورت ، انګریزانود اکتوبر پر دوولسمه هند ته حرکت وکړ . هغوی د سلطان محمود غزنوي د مزار غټه دروازه هندوستان ته ورسره یووړه . لارډ ایلن بورو په جګه غاړه او باټو سره یوه اعلامیه خپره کړه او هندوانو ته یې داسی وویل : « زموږ سوبمنو پوځیانو د سومنات دروازه ، چی د افغانستان په لاس د هندوستان د ذلت یوه نښه ده ، ورسره راوړه  ، او دا دی موږ هغه تاسو ته درسپارو . نو زموږ او ستاسو یووالی باید همېشنی وی……. » ایلن بورو وویل چی برتانیې د اتو سوو کالو حساب پر ځای کړ او په دې ډول یې هندوانو ته وښودل چی موږ ګواکی ستاسو خواخوږي یو .

ایلن بورو دا دروازه سومنات ته ولیږله او هلته یې په یوه ځانګړې ګاډۍ کی کښېښووله او په پرتمینو مراسمو یې د ښار په لویو کوڅو کی وګرځوله . خو دې کار هلته د عامو خلکو غمیزه بیا را تازه کړه . هغوی شکمن او متردد سول او په کورونو کی پټ سول او د دې دروازې د لیدلو او منلو څخه یې انکار وکړ . مهمه لا دا ، کله چی هندو برهمنانو دروازه له نږدې ولیدله ، نو هغه یې رد کړه او ویې ویل چی دا د چندڼ ( صندل ) لرګی نه بلکی یو عادی لرګی او مصرئ صنعت دی او د هند سره هیڅ ډول تړاو نلری .

په دې غبرګون سره د پنجاب چاوڼۍ د جت ډلګی پوځیان په عام ډول او برتانوي چارواکي په تیره بیا شخصأ لارډ ایلن بورو په خاص ډول شرمنده او سرځوړي سول . ځکه لومړۍ ډله به ویاړېدل چی د سومنات دروازه دوی په خپلو قوي لاسونو د محمود غزنوي د مزار څخه راوړله ، خو دوهمه ډله بیا ځکه خړ او پړ سول چی ستره سیاسی غلطي او ناکامي یې وکړه .

مرستیال واکمن ( لارډ ایلن بورو ) او د ده سیاسی ـ پوځی شورا ژر خپله دا عظیمه غلطي او ناکامي پټه کړه او جار یې وواهه چی ښایی د سومنات اصلی دروازه به د سلطان علا الدین غوري لخوا د غزنی د سوځولو پر مهال سوځېدلې وی ( نو ځکه ګواکی موږ ګومان کاوه چی همدا اصلی دروازه ده ) !

خو افسوس دا دی چی برتانوي چارواکو په دې خبره ځانونه هیڅ نه پوهول چی سلطان محمود څه ضرورت درلود چی د سومنات دومره غټه ، درنه او غیر ضروري دروازه ورسره یوسي ؟! هغه چی د ځینو منابعو له مخی د سومنات مندر څخه په منونو سره زر ، جواهرات ، الماس…… تر لاسه کړل ، د دې دروازې مادي ارزښت به څومره و ؟ آیا د هغه وخت مسلمانو پاچهانو چی په ودانیو یې خورا ډیری پیسې لګولې ، نو دروازه یې د هندو مندر څخه ورته راوړه ؟

مهمه پوښتنه دا ده چی انګریزانو ولی دغه دروازه له افغانستانه هند ته یووړه ؟ څو ښکاره قراین او علایم یې داسی ځوابوی :

لومړی ـ انګریزانو غوښته چی هندو راجاګان خوشحاله او راضي کړی چی ګواکی د هغوی د اته سوه کلن ذلت بدل یې واخیست .

دوهم ـ تر څو په افغانستان کی یې خپله شرمېدلې ماته پټه کړې وای ، بلکی هغه یې یوه سوبه معرفی کړې وای چی ګویا په زوره د دې دروازې راوړل یې یوه بیلګه ده .

درېیم ـ تر څو دا یې ښودلې او ثابته کړې وای چی افغانستان درې کاله د برتایې تر واک او کنټرول لاندی و .

څلورم ـ تر څو د برتانویانو څخه مخکی افغانستان ته یې د هند اطاعت یا زیردستي برعکس ښودلې وای .

پنځم ـ تر څو هندو راجاګان یې باالاعم او سیک مشران یې باالاخص پوهولي او ډارولي وای چی برتانوئ راج باید ومني .

شپږم ـ تر څو دننه په انګلستان کی یې ملی خواخوږي ګټلې وای .

خو پر ځای د دې چی د لارډ ایلن بورو په دې نمایش باندی په هندوستان خصوصأ پنجاب کی د چا پر زړه باندی د انګریزانو رعب پرېوتی وای ، برعکس هغوی ټولو په دې ننداره او دغه تظاهري جاه و جلال ښودلو باندی ملنډی وهلې . ځکه ، د کوم هدف لپاره چی افغانانو د انګریزانو پر خلاف پاڅون او مقاومت کړی و ، پکښی کامیاب سول . یعنی هغوی خپله او د هیواد آزادي حاصله کړه او ټول ملک یې د پردیو څخه پاک کړ او هغوی یې وشړل ، چی دغه افغاني سوبی په ټول ختیځ کی د برتانویانو په تاریخ کی هیڅ سارئ نه درلود .

دا لا څه ، د هندوستان ټولو خلکو ته معلومه وه چی کومه دروازه جنرال ناټ د ځان سره د غزني څخه راوړې وه ، د سومنات دروازه نه وه بلکی فرضي او تخیلي وه . بله دا چی که محمود غزنوي د سومنات د مندر دروازه وړې وی ، نو انګریزانو خو د هندواڼو څخه د هغوی ټول ملک او ټول مندرونه لاندی کړي وو . نو د یوې لرګینی دروازې په بیرته راوړلو سره خو د هندوانو د غلامۍ او بې واکۍ دغه تور داغ نسو لیری کېدای !

په هر صورت ، کله چی په ګجرات کی د محمود غزنوي د مزار دغه دروازه مسترد سوه ، نو انګریز حکومت بیرته په پټه ډیلي ته یووړه . د برتانوي پوځ جت سیکانو غوښتنه کوله چی دا دروازه د دوی ځوانانو د غزنی څخه راوړې ده ، نو ځکه باید اوس د دوی په معبد ( ګوردواره ) کی کښېښودل سی . همداعلت دی چی هغه د څه مودې لپاره د امرتسر په طلایی معبد کی ایښودل سوې وه چی وروسته له هغه ځایه اګرې ته ولیږل سوه او تر ننه د اګرې د مغلي لال قلعه په « دیوان خاص » کی خوندي ده . خو دا څرګنده نه ده چی ولی هلته ولیږل سوه ؟! او دا هم څرګنده نه ده چی ولی بیرته افغانستان ته ورنکړه سوه ، یا ولی په دې ۱۷۲ کالو کی هیڅ افغان واکمن یا افغان حکومت دا غوښتنه نه ده کړې ؟ او ولی هغه په اګره کی چټی د « وَینه وو » لخوا خوړل کیږی ؟! (ما ، یعنی دغه لیکوال نوموړې دروازه په ۱۹۹۳ کی له نږدې لیدلې ده او د هغې د لوحې په لوستلو می ډیر افسوس او غم وکړ او ملګرو ته می وویل چی افغانستان په رښتیا هم حقیقی غمخور واکمن نلری . خو هغوی عجیبه ځواب راکړ : ښه دی چی دا دروازه همدلته ده ، یو وخت خو به افغانستان ته ورکړه سی . که په افغانستان کی وای ، اوس به وختی لا خرڅه سوې وای او د کوم اروپایی موزیم مالکیت به وای)!

د دې لویی دروازې مخته یوه لوحه ایښودل سوې ده چی په انګریزي او هندي ژبو داسی پر لیکلي دي :

« د غزنی دروازه ( ۱۰۳۰ میلادی )

دغه دروازه اصلأ په غزنی کی د محمود غزنوي په مزار پوری اړه لری . هغه په ۱۰۳۰ میلادي کی مړ سوی دی . دا په ۱۸۴۲ کی برتانویانو دلته راوړې ده . ګورنر جنرل لارډ ایلن بورو په خپله تاریخی اعلامیه کی ادعا کړې وه چی دا د سومنات له چندڼه جوړه سوې دروازه ده چی محمود په ۱۰۲۵ کی غزنی ته ورسره وړې وه ، او برتانویانو ګواکی ځکه نو د اته سوه کالو بې عزتۍ انتقام واخیست . دغه درواغجنه ادعا صرف په دې خاطر وسوه چی د هندي ولس روغ نیتیً یې حاصل کړی وای . دغه دروازه د چندڼ څخه نه بلکی د غزنی د ځایی لرګي څخه جوړه سوې ده . د هغې نقش و نګار د لرغوني ګجراتي لرګینی حرفې ( لرګین صنعت ) سره هیڅ مشابهت نلری . د هغې پر یوه برخه عربی خط هم توږل سوی دی چی محمود په خپل لقب سره یادوي . سر جان مارشل دلته یوه تخته ورته ایښې وه چی دغه ټوله قصه پر لیکلې او دغه دروازه پکښی تشریح سوې وه .

دا ۱۶٫۵ فټه جګه او ۱۳٫۵ فټه پراخه ده او څه نا څه نیم ټن وزن لری . پر همدې باندی هندسي ، شپږ ضلعی او اته ضلعي نقاشۍ سوي دي چی پر چوکاټ باندی ټوله بېله میخ ټک وهلو څخه یو د بل په واسطه مښتي دي .

د دې مفکورې څخه صرفنظر وسو چی غوښته یې دا دروازه سومنات ته ورکړي خو بیرته مسترد سوه . نو د هماغه وخت راهیسی په همدې خونه کی ایښودل سوې ده . دا په هیڅ توګه په دې کلا یا په مغولو پوری اړه نلری ، او ځکه همدلته ایښودل سوې ده چی یا به په ۱۸۴۲ کی د برتانویانو د یوې جنګي سوبی په توګه وی ، او یا به هم د ختیځ هند د کمپنۍ د تاریخی درواغو یوه غمجنه یادونه وی . »

هو ، موږ ولیده چی پخپله د هند حکومت هم ، د هندوانو په استاځیتوب زموږ پورتنۍ انګېرني تاییدوي او دغه دروازه باالکل یو افغاني مالکیت بولی . د برتانویانو دا کړنه شدیدأ محکوموي او اړونده ادعا یې محض درواغ او منافقت بولی .

په هر صورت ، اوس به د پورتني لنډ وضاحت څخه وروسته د انګلستان د ولسی جرګې مباحثو او مناقشو ته مراجعه وکړو .

په ۱۸۴۳ کی د انګلستان د عوامو په مجلس کی د سلطان محمود لخوا د سومنات مندر د لویی دروازې د مسألې په سر توده مباحثه او مناقشه وسوه . ځینو د هغې راوړل ستر شرم وباله او ځینو بیا ستر ویاړ وباله . لارډ ایلن بورو خپله مشهوره « د لویی دروازې اعلامیه » خپره کړه چی په هغې کی ده په افغانستان کی برتانوي پوځ ته امر کړی و چی د غزنی له لاری راستانه سي او د ځانو سره د سلطان محمود د ګنبدی څخه د صندل ( چندڼ ) دروازه هندوستان ته راوړی . ادعا کېده چی د دې کار مقصد دا دی چی هغه څه بیرته هند ته وسپارل سی چی ترې لوټ سوي وو .

دغه اعلامیې په ولسی جرګه کی د حکومت او مخالفینو تر منځ د ټکر سپرغی وواهه . داسی پوښتنه کېده چی آیا ایلن بورو په دې کار سره هندوان آراموي او هڅوي که مذهبی تعصب راپاروي ؟ دا کار د هغو کسانو د ملاتړ څخه برخمن وو چی ویل یې دغه دروازه یو « ملی برئ » دی نه مذهبی سپکاوئ .

جالبه لا دا چی په دې ارتباط د شاه شجاع څخه د پنجاب د واکمن رنجیت سینګ لخوا په ۱۸۳۳ کی د دې دروازې د غوښتنی خط اقتباس سوی و ( چی شاه شجاع په شدت سره د هغه دا غوښتنه رد کړې وه ) . خو کله چی دا خط په غور مطالعه او وکتل سو ، نو معلومه سوه چی رنجیت سینګ د سومنات مندر د ( جګه نات ) په مندر سره غلط کړی و . دا استدلال هم وسو چی هیڅ کوم تاریخ یا تاریخپوه د محمود لخوا د دې حملې په تړاو کومه دروازه نه ده ذکر کړې . ځکه نو د دروازې دغه افسانه د فولکلوري عنعناتو یوه اختراع بلل کېدای سی .

په دې ډول د برتانیې د ولسی جرګې استاځو د هندي تاریخ دغه مبهمي ، نامعلومی او نالیدلي اخیستنی د خپلو سیاسی او ګوندي ډغرو د مهماتو او تجهیزاتو په حیث کارولې . د ایلن بورو ملاتړو په جرګه کی استدلال کاوه چی دئ په دې ډول د هندوانو د دماغونو څخه د هغوی د حقارت او سپکاوي احساس ختموي یعنی : « دا کار به هندوستان د هغه درد او غم څخه آرام کړی چی د فاتح محمود تر نیونی لاندی راغلی و او تقریبأ یو زر کاله یې هندوان دردولي دي…… د دې دروازې خاطره د هندوانو سره د هغسی یوې دردناکه او بربادونکي خاطرې په حیث پاته ده چی هندویزم ته تر ټولو ورانونکې ده .  » خو پر ایلن بورو باندی انتقادیان له دې بیرېدل چی د دې دروازې راځغلول په هند کی یوازی د هندوانو له مذهبه ملاتړ او د هغه لمسون دی ؛ او تشویش یې دا و چی د دې کار سیاسی پایله به د مسلمانانو توند خښم راوپاروی .

پوښتنه دا ده چی آیا دغه مناقشې دننه په هند کی هندوانو ته د مسلمانانو پر ضد روحیه او لورئ ورنکړ ، هغه هم داسی چی په پخوانیو منابعو ، مأخذونو او آثارو کی د دې دروازې هیڅ ذکر نسته ؟ ځکه نو د پخوانۍ زمانې د یوې داسی غمیزی را ژوندۍ کول چی اصلأ هیڅ وجود نلری ، صرف یوه معما او اختراع ده .

بس د لندن په ولسی جرګه کی د همدې چټی مشاجرې او مناقشې راهیسی د سومنات مندر قضیه ، پر هغه حمله او هنګامه په لوی لاس تازه او راپیل سوه چی د هغه څخه یې د هندو ـ مسلم د بیلتون ، ټکر او نفرت مرکزی نقطه جوړه کړه چی بیا نو دا پړئ « کې . ایم . منشی » ته په لاس ورغی چی مخکی مو وڅیړی . دغو مصنوعی او تخیلی تحریکاتو وروسته په ګجرات او نورو سیمو کی په زرګونو مسلمانان قتل عام کړل . پس آیا سلطان محمود به ملامت وی که برتانویان او متعصب هندوان ؟ خو دا به هم ډیره ناځواني ، ناپوهي او ناسیالي وی چی د یوې زریزی پر ابتدا او انتها باندی عین حُکم وکړو ، یعنی د یوولسمی پیړۍ پیښی او کړني زر کاله وروسته د یوویشتمی پیړۍ په ترازو کی وتلو !

 

پای لیکنه

د سومنات او سلطان محمود غزنوي نومونه داسی سره تړلی او جاروتلی دي لکه د پاني پت سره د احمد شاه بابا نوم ، یا د میوند سره د ایوب خان نوم . د هند په ګجرات کی د سومنات مندر په ټوله سیمه کی د هندو مذهب د تبلیغاتو ستر مرکز وګرځېد چی له امله یې سلطان محمود غزنوي ۱۵۰۰ کیلو متره لیری مقابلې او مقاتلې ته ولمساوه . د دې مندر بت د انسان څیره نلرل بلکی د شیوا تناسلی آله ( لنګا ) وه چی هندوانو یې عبادت کاوه . هندوان په دې عقیده وو چی دغه بت روزي ورکونکی ، ژوند بخښونکی ، تباه کونکی او د هر شي اورېدونکی او لیدونکی دی . نو ځکه یې ډیر نازاوه او خپل قیمتی شیان ( لکه سره او سپین زر ، جواهرات ، الماس…. ) به یې د نذرانې په توګه ورته راوړل .

کله چی محمود غزنوي د هندوستان نور بت تونونه ( مندرونه ) ورانول نو د سومنات برهمنانو به د پیغور په ډول ویل چی د سومنات بت د هند پر نورو بتانو په قهر دی ، نو ځکه هغوی د سلطان محمود لخوا محکوم او معدوم کیږی ، او ویل یې چی محمود هیڅکله سومنات نسي فتح کولای ، دا ځکه چی ګواکی د سپوږمۍ رب دومره پیاوړی دی چی دغه بت د هر ډول یلغار څخه ساتي ، نو محمود به څه وکړای سی ؟! په دې سره محمود نور هم وخښمېد او ولمسېد په تیره بیا دا چی محمود پر کفارو ( خصوصأ بت پرستانو ) بریدونه خپل اسلامی مسؤلیت باله .

نو هغه و چی محمود غزنوي دیرش زره کسیز پوځ برابر کړ چی د ترکو ، پښتنو ، تاجکو او هندوانو څخه جوړ سوی و ، او بیا یې پر سومنات باندی سخت یرغل وکړ او هغه یې فتح کړ . د مندر په زرګونو وسلوال محافظین او مدافعین یې ووژل او د بتخانې ټول ثروت یې مصادره کړ . خو نه یې عوام ووژل ، نه یې د عوامو ثروت قبضه کړ او نه یې هغوی په زوره مسلمانان کړل . الفنسټن داسی لیکی : « موږ حتی یو دغسی مثال نسو لیدلای چی هغه [ سلطان محمود ] دي جبرأ کوم هندو مسلمان کړی وی ، حتی یو ثبوت هم نسي پیدا کېدای چی د جنګ یا کلا نیولو د وخت څخه پرته دي هغه یو هندو لا هم وژلی وی ـ د هند تاریخ : ۳۳۶ مخ » .

دغه فاتح لښکر د ډیری ستړیا ، لوږي ، تندې ، ناروغیو ، جنګونو او ټپونو له امله څه باندی یو کال وروسته ( په ۱۰۲۶ کی ) غزنی ته راورسېد .

دغه مندر د ۷۲۵ میلادي کال څخه تر ۱۷۰۶ پوری شپږ ځله مسلمانانو وران کړی دی خو وروسته به بیرته هندوانو جوړ کړ . هر ځل به مسلمانانو د هغه پر ځای یا د هغه تر څنګ مسجد جوړ کړ ، څو چی د هند او پاکستان تر ویش ( خپلواکۍ ) وروسته د آخري ځل لپاره د مغولي واکمن اورنګزیب مسجد ونړول سو او پر ځای یې د سومنات مندر بیرته په پاخه او عصري توګه ودان سو چی نن یې سیلانیان لیدو ته ورځی .

په هر صورت ، د محمود غزنوي لخوا پر سومنات د حملې او د هغې د پایلو د څیړلو په هکله درې طبقې مأخذونه ډیر اهمیت لری چی هغه اسلامي آثار ، هندویی آثار او برتانوي آثار دي . اسلامی آثارو هر څه په ډیر وسعت او وضاحت سره ویلی او شنلی دي . هندویی آثارو ( د محمود غزنوي د عصر او مابعده زمانې منابعو ) یا خو هیڅ نه دي ویلي یا دا چی خورا لږ ، عادی او سطحی اشاره یې ورته کړې ده چی دا پخپله د ډیری حیرانتیا وړ ده . برتانوي آثارو هم د اسلامي مأخذونو څخه اقتباسات کړی دي نو ځکه نوئ شی نلري . خو تر ټولو ناوړه کار د برتانوي پوځیانو لخوا د ۱۸۴۲ په اکتوبر کی د سلطان محمود د مزار څخه د هغه د لویی دروازې وړل هندوستان ته دی چی ویل یې دا ګواکی د سومنات د مندر دروازه ده چی محمود غزنوي راوړې وه . که څه هم هندو برهمنانو هغه مسترد کړه او معلومه یې کړه چی هغه یو عادي لرګی دی نه ګجراتي چندڼ . مګر کله چی د انګلستان په ولسی جرګه کی په دې هکله ډیره مباحثه او مناقشه وسوه ، نو دې کار وروسته هندو متعصب او نشنالیسټ عناصر له خوبه راویښ او تحریک کړل ، او د مسلمانانو څخه یې د هندوانو د کرکی تخم وکرئ چی وروسته په ګجرات او نورو سیمو کی د زرګونو مسلمانانو د سرونو په بیه تمام سو . ځکه نو برتانویانو د هندوانو ذهنیت مغموم او مسموم کړ چی په دې سره یې د هندوانو او مسلمانانو د اړیکو زیانمنول دایمی کړل . پس ویلای سو چی ایلن بورو په خاص ډول تر محمود غزنوي ، او برتانوي ولسي جرګه په عام ډول تر مسلمانانو ډیر مسؤل او مقصر دي . کټ مټ په تیرو ۱۷۲ کالو کی ټول افغان واکمنان هم ډیر مسؤل او مقصر دي چی د محمود غزنوي د زیارت دروازه یې نه پخوا له انګریزانو او نه اوس له هنده غوښتې ده . الله دی سلطان محمود غزنوي او د ۱۴ پیړیو ټول غازیان ، شهیدان او متباقی مسلمانان وبخښی ، والسلام ( ن . صمد ) .

اړونده مأخذونه

۱ ـ سومنات او محمود ؛ پرفیسوره رومیلا تاپر ، هندو مجله ، شپاړسم کال ، اتمه ګڼه ، ۱۹۹۹ ، هند .

۲ ـ آخري معرکه ؛ نسیم حجازي ، جهانګیر خپرندویه مؤسسه ، لاهور ، ۲۰۰۵ .

۳ ـ د هند تاریخ ؛ مونسټیوراټ الفنسټن ، لندن ، ۱۹۰۵ .

۴ ـ د پښتنو تاریخ ؛ دوهم ټوک ، درېیم چاپ ، قاضی عطاالله خان ، یونیورسټي بُک اېجنسي ، پیښور ، ۲۰۱۲ .

۵ ـ د افغانستان تاریخ ؛ ژباړن : اورنګزېب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .

۶ ـ د هند تاریخ ، د پخوانۍ زمانې څخه د لارډ ډل هاؤس تر ادارې پوری ، درېیم ټوک ؛ جان کلارک مرش مېن ، لندن ، ۱۸۶۷ .

۷ ـ غزنه در دو قرن اخیر ، عزیزالدین وکیلی ، کابل ، ۱۳۵۶ شمسی .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!