منډيګک
افغان تاريخ

ملی اتل سیدال خان ناصر

0 52

 

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۵ کال لومړۍ ګڼه ( حمل ـ ثور ) ، پرله پسې ۷۴ ګڼه ، ۲۸ ـ ۳۴ مخونه ]

محمد سیدال ناصر د افغاني تاریخ یو کثیرالابعاده شخص دی . هغه یو زړه ور سپهه سالار ، لایق دیپلومات ، ښه ادیب او تکړه شاعر ، ملی مبارز ، قومی او سیاسی مشر او یو ولسي استاځی و . دا هغه حقایق دي چی په دې لنډه څیړنه کی به یې وشنو .

هوتکیان په افغانستان کی تقریبأ دیرش کاله واکمن وو ( ۱۷۰۹ ـ ۱۷۳۸ ) چی بنسټ یې میرویس نیکه ایښی دی . هوتکي غورځنګ د فکر او عمل د کسانو په ملی عقیده او پخه اراده پیل سوی و . د دې غورځنګ مخکښانو هم تدبیر درلود ، هم یې اراده لرله او هم یې د عمل جرأت . د دې کسانو څخه یو هم سیدال خان ناصري و چی د دې غورځنګ د مخکښانو څخه و او د غورځنګ تر پایه یې خپلی مبارزې ته دوام ورکړ ( د زمانې پلونه ۲۰۷ مخ ) .

موږ پوهیږو چی د هوتکي دیرش کلنی دورې عمده واکمنان څلور دي ، یعنی : حاجی میرویس خان نیکه ، د هغه زوی شاه محمود ، د هغه وراره شاه اشرف او د هغه بل زوی شاه حسین .

سیدال خان ناصر د څلورو واړو تر څنګ درېدلی او جنګېدلی دی . په بل عبارت ، سیدال خان ناصر د هوتکي دورې د ابتدا څخه تر انتها پوری د دې کورنۍ او واکمنۍ د ملا تیر جوړاوه .

ښه به دا وی چی سیدال خان په څلورو پړاوونو کی وڅیړو ، خو تر هر څه مخکی به هغه مختصرأ وپیژنو چی څوک و .

سیدال خان د ابدال خان زوی ، باړي زی ناصر دی . پلار یې په ( ډیله ) کی اوسېدی چی د ( وازي خوا ) په سر یو ځای دی . هغه وخت چی سلطان ملخي توخي استقلال وموند او د غزنی څخه تر جلدک پوری یې حکومت کاوه ، نو باړي زي د ابدال خان سره راغلل او په ( اتغر ) کی یې استوګنه وکړه . ابدال خان د عادل خان توخي سره په ګډه د کندهار د بیګلر بیګي په مقابل کی چی د صفوي پاچا له خوا ټاکل سوی و ، جنګونه وکړل او هغه یې نه پریښود چی پر کلات حکومت وکړی . سیدال خان چی د ننګیالي پلار زوی و ، په سخاوت او شجاعت کی مشهور و .هغه وخت چی حاجی میرویس خان په کندهار کی ګرګین خان بیګلر بیګي وواژه ، سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپهه سالار و . ده مروجه علوم لکه فقه ، تفسیر ، فصاحت ، صرف و نحو او فارسي کتب لوستلی وو ( پټه خزانه ۱۷۰ مخ ) .

سیدال ناصر ، مخکی له دې چی په جګړو کی برخمن سی ، شعرونه ویل او د عشق سندری یې کښلې . خو وروسته چی د ایران په جنګونو کی بوخت سو نو د شعر ویلو فرصت یې نه درلود بلکی په داسی پوځی عملیاتو بوخت و چی رستم هم ځنی ډارېدئ ( هماغه ۱۷۲ مخ ) .

سيدال خان ناصر

سیدال خان د هوتکو د دورې یو مهم او غښتلی نظامی سپهه سالار وو ، او بې مبالغې ویلای سو چی دا زړه ور جنرال د هوتکو د جنګو ملی اتل دی . نوموړی په دې ټولو جګړو او فتوحاتو کی ( څه په داخل او څه په خارج کی ) د خورا ځلېدونکو کارنامو څښتن دی .

د هغه وخت څخه چی میرویس خان ګرګین مړ کړ سیدال خان ناصر د پښتنو د لښکرو سپهه سالار وټاکل سو او د هیواد په حربی او نظامی خدمتونو کی داخل سو . بیا هغه وخت چی صفوي لښکر د کندهار د نیولو له پاره راغلل همدا ملی پهلوان د ملی قاید له خوا د هغه مقابلې ته ورمخ سو او د میرویس خان د وخت په ټولو جنګو کی فاتح او بریالی و . بیا چی ملی زعیم وفات سو ، شاه محمود د دې ملی جنرال په مرسته د ایران مرکز اصفهان ونیوی او د پښتنو شاهنشاهي یې تشکیل کړه . بیا د شاه محمود تر مړینی وروسته د شاه اشرف سره د فارس ، عثمانی ترکیې او روسیې په ټولو جګړو کی ملګری او غښتلی سپهه سالار و او په هر جنګ کی سوبه د ده په برخه وه . بیا وروسته د نادر افشار سره په مدافعوي جګړو اخته وو ، او همدا سیدال و چی د پښتنو د شاهنشاهۍ څخه یې سخته دفاع کوله څو چی دا دفاع یې تر کندهاره راورسېدله او په کندهار کی هم تر وروستي طاقت پوری د شاه حسین سره یو ځای د نادر په مقابل کی وجنګېد او د سیدال قوي روح تر پایه نادر ته سر ټیټ نکړ ( میرویس نیکه ۱۳۳ ـ ۱۳۴ مخونه ) .

د ۱۱۴۹ هجری کال د ذیقعدې په میاشت کی چی د نادر افشار اردو کندهار محاصره کړ ، دا تاریخی محاصره چی په خورا شهامت سره یې دفاع کېدله د پیاوړی جنرال سیدال خان په همت تر یو کال او څو میاشتو پوری وغځېده . څنګه چی نادر خپله څه قوا د کلات خوا ته واستوله نو سیدال خان هم د څلورو زرو کسو سره هلته ولاړ او د کلات پر کلا یې د نادر د پوځیانو سره پر سپین ډاګ سختی مقابلې وکړې څو چی په آخیر کی د اعلیحضرت شاه حسین د زوی « محمد » سره د کلات د کلا دباندی په جګړه کی د نادر د لښکرو په لاس ورغی . نادر چی خپل دا زړه ور رقیب لاس ته راووست دستی یې امر وکړ چی د هغه سترګی ړندې کړی . د ده په سقوط سره د هوتکو شاهنشاهي هم سقوط وکړ .

کوم وخت چی ملی پهلوان سیدال خان ناصر د وطن خواهۍ په لار کی سترګی بایللې نو د خپلو خپلوانو او خپلی کورنۍ سره د کندهار څخه وکوچېد او د کابل د کوهدامن شکردرې ته ولاړ څو چی همدلته یې د نړۍ څخه سترګی پټی کړې . نن د دې میړه جنرال مزار د شکردرې د سیاسنګ په مقبره کی دی ( هماغه ۱۳۵ ـ ۱۳۶ مخونه ) . روح دي یې ښاد وی .

د سیدال خان ادبي مقام

لکه پټه خزانه چی لیکی سیدال خان ناصر علاوه پر دې چی د جنګ د میدان میړنی و ، د ادب په ډګر کی هم لومړی سړی و . هغه د توري سره قلم هم درلود . ښه پوه او ادیب شخص و . مروجه علوم یې لوستلی وو . د ادیبانو سره یې ښه مینه درلوده او په کوم وخت کی چی به له جنګه وزګار و ، شعرونه به یې ویل . پخپله هم ښه شاعر و ، او پر ملی لحن او وزن به یې سندری ویلې ( هماغه ۱۳۶ مخ ) . د بیلګې په توګه به د ده هغه سندره رانقل کړو چی پټی خزانې لیکلې ده :

یار  ما  له هسی  ګران  سو ……… را  تېر  تر  ټول  جهان  سو

نور  نه  وینم  په  سترګو ……….. جهان  ټول  راته  جانان  سو

دوې زلفی دي اوږدې کړې ……… پر  مخ  دي راخپرې  کړې

سرې  اشرفۍ  دي  په  تندي  باندی  سپرې  کړې

ګرزې  په  باغ  کی  په  ګلونو کی  نخرې  کړې

په  اور  دي  وسوم  یاره ………. راته  اور  تازه  بوستان  سو

مین  چی  اشنایی  کا …………. شپه او ورځ به ګریاني کا

شهۍ  ده  ستمګاره  خوشحال  زړونه  به  زخمي  کا

لیندۍ   لري   د   وریځو  د   باڼو غشی  کاري   کا

پرهار   می  ګوره   خلقه ……… دلبر  د  تیر  نښان  سو

مین  پر لویو  غرو  ځی ………. سرتور په نیمو شپو ځی

ووزي  له  وطنه ،  وطن  پریږدی  پر  چولو  ځي

فریاد  و  نارې  وکا ،  په  نارو  په  غلبلو  ځي

وصال  یې  نصیب  نسو ……… ګوره  زړه  ډک  په ارمان سو

نارې   وهم   عالمه …………. د   شپې   تر  صبحدمه

ناتوانه  د  بیلتون  یو  ګړی  نه  لرمه   دمه

بې تا می نفس خیژی راځه زما د زړه همدمه

نظر  پر  ما غریب  کړه …….. چی  تاخون  می  ستا په ځان سو

شبنم  پر  ګلو  ښکاری ………. زما  اوښکی داري  داري

خوناب  ځی  ستا  له  غمه  زما  په  مخکي  لاري  لاري

تمامه   شپه   کم   تیره  په  ژړا   په  ناري  ناري

ښکاره  سوه  چی مجنون  یم ……. لېونتوب می اوس عیان سو

بوستان  ښکلی  زیبا  دی ……….. رنګین  په اوښکو زما دی

د  زړه  پرهار  ګلګون  دی  چی  بلبل  په  تماشا  دی

په  مینه  می  زړه  وچاودئ  ته  وایې  په  خندا  دی

نتلی د  بیلتون  یم ………. زه سیدال دا می بیان سو

( پټه خزانه : ۱۷۲ او ۱۷۴ مخونه ) .

مخکی مو وویل چی د ملی اتل سیدال خان ناصر فعالیت او شهامت به په څلورو پړاوونو کی وڅیړو ، یعنی د میرویس نیکه تر څنګ ، د شاه محمود تر څنګ ، د شاه اشرف تر څنګ ، او باالاخره د شاه حسین تر څنګ . اوس به یو یو وڅیړو .

 

لومړی پړاو :

د صفوي ایران اشغالګرانو خصوصأ د هغوی والی ( ګرګین ) په کندهار کی له وحشته ډک ظلمونه کول . میرویس نیکه ( یعنی د کندهار کلانتر ) چی حج ته ولاړی په حجاز کی یې د علماوو څخه دا فتوا واخیسته چی د ظالم ګرګین پر ضد قیام کولای سې او د هغه څخه بیرته بیعت واخله . نو پر لاري یې د اصفهان له درباره یو ځل بیا د کندهار د کلانترۍ فرمان تر لاسه کړ . شاه حسین صفوي یې د ځان خوشبین کړ او اعتمادالدوله صدراعظم یې ګرګین ته بدبین کړ . کله چی کندهار ته راورسېد نو د ګرګین سره یې ظاهري مینه څرګندوله . د غلجي اوابدالي مشرانو سره یې خبری اتری پیل کړې . په ۱۰۸۸ لمریز کال کی یې دوهمه ملی جرګه په مانجه کی ( چی د کندهار د شمال ختیځ په ۳۰ کیلو مترۍ کی موقعیت لری ) جوړه کړه . په دې جرګه کی پریکړه وسوه چی ګرګین باید د خپلو ټولو پوځیانو سره ووژل سی . په دې مهمه جرګه کی دغه مشران موجود وو : د میرویس نیکه ورور یحیی خان ، سیدال خان ناصر ، یونس خان کاکړ ، نورخان بړیڅ ، ګل خان بابړ ، عزیز خان نورزی ، بابو جان بابی ، بهادر خان ، یوسف خان ، ملا پیر محمد مشهور په میاجي ، نصرو خان الکوزی ، محمد خان ( د میرویس خان وراره ) ، او پخپله میرویس خان . برخه والو میرویس خان د دې جرګې مشر اعلان کړ ( از امیر کبیر تا رهبر کبیر ۵۰ مخ ؛ میرویس نیکه ۸۱ ـ ۸۲ مخونه ) .

جرګې بیا په قرآن ګوتی پوری کړې او د وفادارۍ لوړه یې وکړه . تر دې وروسته میرویس خان خپل هغه پلان چی د خپل ځان سره یې سنجولی و ، دوی ته ووایه چی ټولو ورسره خوښ کړ . هغه دا چی د جرګې له خوا یو خان ته امر وسو چی ګرګین ته دی مالیه نه ورکوی او خپله طایفه دی د ګرجیانو په مقابل کی پورته کړی تر څو ګرګین پر هغوی د حملې له پاره لښکر تهیه کړی او میرویس خان یې له منځه یوسی . ځینی آثار دا طایفه بلوڅان بولی ، ځینی یې کاکړان او ځینی یې ترینان بولی . خو ښایی بلوڅان به وی تر څو ګرګین باید د کندهار څخه یوې لیری سیمی ته خوځېدلی وای .

د میرویس نیکه پلان دا و چی ګرګین له ښاره راوباسی او دباندی یې ووژنی ( میرویس نیکه ۸۳ مخ ) . همداسی هم وسوه او په دې لښکرکښیو کی سیدال خان ناصر اساسی رول ولوباوه .

د بلوڅو او کاکړو مشران چی خپلو سیمو ته ورسېدل نو خپل قومونه یې د تیارسیً په حال کی کړل . ګرګین هم د یو درې زره کسیز مجهز پوځ سره مخ پر هغوی وخوځېد . میرویس خان دا وضعیت په دقت سره څارئ او د ګرجي لښکرو د لیږلو څخه یې خوښي څرګندوله . ګرګین یې تر ښاردباندی میلمه کړ او په دې میلمستیا کی یې د میلمنو د مرګ شراب تهیه کړي وو چی په هغوی یې وڅښل . پر ټاکلي وخت د انتقام اشاره یا د وطن د آزادۍ ږغ د ملی زعیم میرویس خان له خوا وسو چی په نتیجه کی ګرګین او ټول ملګری یې د پښتنو تر تورو تیر سول او یو کس هم ژوندی پاته نسو ( هماغه ۸۴ ـ ۸۵ مخونه ؛ د کندهار پاڅون ۵۶ مخ ) . په دې ټولو فعالیتونو او خوځښتونو کی د نورو غازیانو تر څنګ د سیدال خان ناصر رول ځکه قاطع و چی هغه د میرویس خان سره په ګډه عملیات کول .

ریدي خان مهمند یو کتاب وکیښ چی څلور زره بیتونه دي او نوم یې « محمود نامه » دی . په دې کتاب کی یو ځای داسی راځی چی پټی خزانې اقتباس کړی دی او دلته یې یوه برخه را اخلو :

حاجی  میرخان  وکا  تدبیر  مصلحت …….. پښتانه ټول سول په ناموس او په پت

ټولو قرآن  وکا چی ځان  کا  خوندي ……… له  جور  و  ظلمه  د  ظالم  ارمني

سیدال  ناصر ، او  بابو جان و  بابی ……… بل  بادر خان  و  د  بادرو  لمسی

میاجي هم راغی، د میرخان په کمک …….. یوسف راټول کړله د سیوری هوتک

عزیز   نورزی   د   دلارام   پهلوان …….. ګل خان بابړ و بل و نور بړیڅ خان

راغی  نصرو  الکوزی  د  جلدک ……….. کا  یې  ځوانانو  د  لښکرو  کومک

بل یحیی خان و بل یې زوی محمد خان ….. ټول سره یو سول چی کړي مړ ګرګین خان

یونس  کاکړ  وکا  یرغل په  ګرګین ……… پښتنو  جوړ  کړ  پر  ګرجیانو  ناورین

ګرګین یې مړ کا ټول ګرجي سو کشتار ….. قوم  کا خلاص  له  ظلم  و  جوره غفار

( پټه خزانه ۱۴۶ او ۱۴۸ مخونه ) .

په هر صورت ، ملی قاید ( میرویس خان ) ګرګین ته ویلی وو چی زه به د هوتکو او ناصرو لښکری راټول کړم بیا به نو تا ته حال درکړم ، چی کوم ځای تاسی وټاکه هلته به سره یو ځای سو . ملی قاید پخوا لا ټولو مشرانو ته د جرګې د فیصلې سره سم وظیفې سپارلي وې . په دې لړ کی یې سیدال خان ته د ناصرو د لښکرو راټولولو دنده ورکړې وه . خو سیدال خان حاجی میرخان ته ویلی وو چی د ناصرو پر ځینو طایفو زما ښه اعتبار نسته ، نو ته پخپله راسه ، ستا له خبری هیڅ ناصر سر نه غړوی . حاجی میرویس خان پخوا لا ګرګین ته ویلی وو چی ناصران د ژمي پر مېنه پراته دي ، زه پخپله د ناصرو د لښکرو په راوستلو پسی ( واڼه ) ته ځم ، انشاالله ډیر ژر به ځان راورسوم . د ناصرو او هوتکو د هر ډول مرستی او فدا کارۍ اطمینان درکولای سم ځکه چی دا دوې زما سکنۍ طایفې دي . دوی زما د هیڅ ډول خبری څخه سر نه غړوی .

هغه و چی د څو کسو مختصرو ملګرو سره واڼه ته روان سو . ناصران پر سپین واڼه او ( زواه ) چی په موجوده وخت کی وزیرستان بلل کیږی د ژمی پر مېنه پراته وو . حاجی میرخان نیکه چی هلته ورسېدئ فورأ یې د ناصرو مشران د سیدال خان پر کور چی په زاوه کی و ، سره راټول کړل او جرګه یې جوړه کړه چی دا څلورمه ملی جرګه وه ( د خپلواکۍ لمر څرک ۵۱ ـ ۵۲ مخونه ) .

ګرګین پر میرویس خان باور وکړ او هغه هم د ناصرو او هوتکو لښکر ترتیب کړ او را روان سو . د ناصرو لوی قوماندانان درې کسه وو : سیدال خان ، سدو خان ، میرعالم خان . په سیوری کی یې ګرګین ته حال ورکړ او هغه ورته وویل چی د ارغسان ( ده شیخ ) ته راسی ، او همدلته دوی پنځمه جرګه جوړه کړه . د کندهار خوا ته لښکری د بابو جان بابي ، میرعالم خان ناصر ، سدو خان ناصر او یوسف خان هوتک تر مشرۍ لاندی روانی سوې . د ارغسان خوا ته لښکر د ملی قاید میرویس خان او سیدال خان تر مشرۍ لاندی روان سو چی د جرګې د ځای په تقریبأ ۱۸ کیلو مترۍ کی د ګرجي عسکرو یوه چوڼۍ وه چی اوس پر هغه ځای باندی یو کلی ودان سوی دی چی د ګرجي په نوم یادیږی . ملی قاید لومړۍ حمله پر دغو عسکرو وکړه چی په خورا لږ وخت کی یې تارومار کړل او بیا نو خپل هدف ته روان سو ( هماغه ۵۴ ـ ۵۵ ـ ۵۶ مخونه ) . د ګرګین تر وژلو وروسته د کندهار پر ښار ورغلل او ټول ګرجی پوځیان یې ووژل او آزادي یې اعلان کړه . تر دغه سوبي وروسته سیدال خان ناصر د سپهه سالار په توګه وټاکل سو .

د اصفهان دربار د غچ په لټه کی سو . اول یې د هرات حکمران ته امر وکړ چی پر کندهار یرغل وکړی ( ۱۷۱۰ میلادي ) . خو میرویس خان او سیدال خان هغوی مات کړل .

په راتلونکو اتلس میاشتو کی د اصفهان له خوا څلور واره نور هم پر کندهار لښکر کښۍ وسوې خو هر ځل به ناکام سول . بیا د تبریز د حکمران محمد خان په مشرۍ پنځو زرو پوځیانو یرغل راووړ چی سخته ماته یې وکړه او محمد خان د درو زامنو سره ونیول سو .

دې پرله پسې ماتو او ناکامیو اصفهان مجبور کړ چی لویه لښکر کښي وکړی او انتقام واخلی . نو یې یو لوی پنځوس زره کسیز خورا مجهز پوځ د وژل سوي ګرګین د وراره خسرو خان ( یا کیخسرو خان ) په قومانده سرښته کړ چی هغه د خپل اکا د کسات اخیستلو جوش اخیستی و . هغوی په ۱۷۱۲ کی کندهار محاصره کړ . میرویس نیکه د کندهار د جنوب له خوا د بلوڅو او د پښين د ترینو لښکر پر راوخوځاوه او د شا له خوا یې پر هغوی سخته حمله وکړه چی د صفویانو فقط پنځه سوه الی اووه سوه تنه ژوندي پاته سول نور ټول ووژل سول . خسرو خان هم د خپل اکا غوندی د مرګ میلمه سو . اصفهان بل لوی پوځ د محمد رستم خان په قومانده راولیږی خو هغه هم مات سو او پر شا وتښتېد ( ۱۷۱۴ ) . بیا یې د محمد زمان قورچی باشی په قومانده بل غټ پوځ راولیږئ خو هغه هم مات سو او قورچی باشی ووژل سو ( د افغانستان لنډ تاریخ ۵۰۱ ـ ۵۰۳ مخونه ) . په دې سره کندهار بېغمه او د اوسني افغانستان مقدماتي چوکاټ تدوین سو .

په دې ټولو مقاومتونو او سرښندنو کی د سیدال خان ناصر رول ځکه قاطع و چی د سپه سالار دنده یې اجرا کوله او د هر چا د بشپړ درنښت وړ و ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۲۹۳ مخ ؛ پټه خزانه ۱۷۰ مخ ) . الله دی سیدال خان ناصر او د افغانستان د خپلواکۍ ټول قربانیان وبخښی . والسلام ، نثار احمد صمد واصفی

د دې مبحث اخځونه :

۱ ـ د زمانې پلونه ؛ څیړندوی حبیب الله رفیع ، میهن خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۱۳ میلادي .

۲ ـ پټه خزانه ؛ د محمد هوتک بن داؤد ، دوهم چاپ ، کابل ، ۱۳۳۹ لمریز .

۳ ـ میرویس نیکه ؛ عبدالرؤف بېنوا ، درېیم چاپ ، صداقت خپرندویه ټولنه ، کندهار ، ۱۳۹۴ لمریز .

۴ ـ از امیر کبیر تا رهبر کبیر ؛ حضرت علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي ، چاپ دوم ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۲ شمسی .

۵ ـ د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل ؛ کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستاني ؛ ژباړن : صالح محمد صالح ، د افغانستان د کلتوري ودی ټولنه ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۵ میلادي .

۶ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، اووم چاپ ، صدیقي خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز

( دوهمه برخه )

دوهم پړاو :

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۵ کال دوهمه ګڼه ( جوزا ـ سرطان ) ، پرله پسې ۷۵ ګڼه ، ۱۶ ـ ۱۹ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ حاجی میرخان ( یعنی میرویس نیکه ) د اته کاله واک یا ملی مشرتابه څخه وروسته په ۱۷۱۵ میلادي کی د ۴۱ کالو په عمر وفات سو . ځینی تاریخ پوهان وایی چی که اجل میرویس نیکه ته یو څه مهلت ورکړی وای ، نو ښایی د ایران او افغانستان روان وضعیت به سمون موندئ چی له امله به یې نه اصفهان سقوط کاوه او نه به هم هوتکي واکمني دومره ژر خپل زوال او معدومیت لیدئ ، والله اعلم .

په هر صورت ، د میرویس نیکه څخه دوه زامن او یوه لور ( میر محمود ، میرحسین او زینب ) پاته سول . څنګه چی د میرویس خان مشر زوی ( محمود ) اتلس کلن و ، او د پاچهۍ کولو سِن ته نه و رسېدلی ، نو د قوم سپین ږیرو د هغه ورور عبدالعزیز واکمن کړ .

سیدال خان د ده د واک پر مهال هم خپله دنده وساتله او د هوتکي دولت د قواوو ستر قومناندان و . خو متأسفانه عبدالعزیز د هغوعالي افغاني صفاتو څخه ، چی میرویس خان لرل ، بې برخي و او د خپلی استراحت پلوۍ او افراطي نرمښت له امله یې اسارت او مغلوبیت ته پر مبارزه او مجاهده باندی ترجیح ورکړه ، او په اصفهان کی یې د صفوي دربار سره پټه مکاتبه پیل کړه ، نو ځکه پسله یوه کاله د میرویس نیکه مشر زوی محمود وواژه او پر ځای یې پخپله واکمن سو ( ۱۷۱۶ ) . نولس کلن محمود ( پسله دې شاه محمود ) د خپل اتل پلار تګلاره او کړنلاره بیرته راپیل کړه چی سیدال خان ناصر یې تر څنګ ودرېد ( د زمانې پلونه ۶۵ او ۲۱۰ مخونه ؛ هوتکي ها ۹۵ او ۹۹ مخونه ؛ د کندهار پاڅون ۶۳ مخ ) .

څرنګه چی د سیدال خان ناصر دنده او مسؤلیت د هوتکي واکمنۍ ساتل او د هغې دفاع وه ، نو کله چی تر دغه کودتا وروسته واک شاه محمود هوتکي تر لاسه کړ ، ده بیا هم د هوتکي ځواکونو مشري درلوده . کله چی شاه محمود هوتک د میرویس نیکه د وصیت له مخی چی « اصفهان ونیسیً ! » د اصفهان پر خوا لښکرکښي کوله ، نو سیدال خان یې بیا هم پیاوړی نظامي مټ و ( د زمانې پلونه ۲۱۰ مخ ) .

باید متوجه اوسو چی کله شاه محمود مخ پر ایران حرکت نه و کړی ، دننه په هیواد کی یې پوځي سپه سالار سیدال خان ناصر و ، خو د ایران د نیولو په عملیاتو کی یې سپه سالار امان الله سلطان و . سیدال خان او نصرالله خان یې لوی پوځي قوماندانان وو ( افتخارات افغان ۹۱ ـ ۹۲ مخونه ) .

کله چی شاه محمود د کندهار څخه د ایران د مرکز اصفهان د نیولو په نیت پوځ برابر کړ او د ۱۷۲۱ په وروستیو کی روان سو ، د کندهار څخه چی څو مزله لیری سو ، نو لښکرو واړول . ده په وار سره خپل افسران خپلی خیمې ته وربلل او پوښتنه یې ځنی کوله چی له دې ځایه کندهار لیری دی که اصفهان ؟ هر افسر ( قوماندان ) به ورته ویل چی له کندهاره خو دا څو مزله کیږی چی کوچ سوي یو ، اصفهان ډیر لیری دی . وروسته سیدال خان ناصر ورغی . هغه هم خپل سوال ورته تکرار کړ . سیدال خان ورته وویل چی کندهار لیری او اصفهان نږدې دی . هغه ورڅخه وپوښتل چی ولی ؟ ده ورته وویل دا ځکه چی کندهار ته مو شا او اصفهان ته مو مخ دی . هري خوا ته چی دې شا سوه هغه لیری دی .

دغه ځواب د ده د پخې ارادې او کلک عزم نمایندګي کوله . نو ځکه په یوه اولسي سندره کی یو شاعر د ده دا اراده داسی ستایلې ده :

که   سر  ده  اصفهان  د  ملکو  سر   ده

چی اصفهان نږدې کوی سیدال ناصر ده

په دې ناره یا بیت کی پنځه خورا مهم رازونه او پیغامونه پراته دي :

لومړی ـ د اولس ادبي ذوق ، سلیقه او لوړ مورال ؛

دوهم ـ د سیدال خان ناصر سره د اولس ټینګه مینه ؛

درېیم ـ د سیدال خان ناصر غیرت او شهامت ؛

څلورم ـ د اولس له خوا د سیدال خان ناصر پر جنګی فن او غوڅ بریالیتوب باندی کلک اعتبار ؛

پنځم ـ د دې ادعا ثبوت چی سیدال خان د اصفهان او نورو ښارونو په جنګونو او فتح کولو کی غوڅ رول درلود .

په هر صورت ، د ایران خاوري ته په ننوتو د صفوي لښکرو سره ګام پر ګام د افغانانو درانه جنګونه پیښ سول . سیدال خان په دې ټولو فتوحاتو او جګړو کی میړنۍ برخه درلوده او د ده هدف دا و چی افغاني واکمني وساتی او د بهرنیو بریدونو دفاع وکړی . له همدې امله ده په کورنیو مخالفتونو کی برخه نه اخیسته او هر هوتکي واکمن به چی دنده ورسپارله ، ده به تر سره کوله او د افغاني عزت او عظمت دفاع به یې کوله ( د زمانې پلونه ۲۱۱ مخ ) .

شاه محمود پر ایران په پنځه ویشت زره کسیز پوځ سره برید وکړ چی هغه په دې ترتیب و : دیارلس زره پښتانه ، اته زره هزاره ، او څلور زره هم بلوڅان ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۹۸ مخ ) . خو لکهارت یې شمیر اتلس زره بولی چی په مقابل کی یې صفوي دولت د اصفهان د دفاع له پاره ( ۵۲۰۰۰ ) جګړه مار چمتو کړي وو ( د کندهار پاڅون ۷۷ مخ ) . غبار بیا د شاه محمود لښکر اته ویشت زره ښیی چی هغه دپښتنو ، ازبکو ، هزاره وو او تاجکو څخه جوړ و چی یوه کمزوره توپخانه یې لرله ، مګر د اصفهان پوځیان شپېته زره وو چی خورا پیاوړې او عصري توپخانه یې لرله . خو بیا هم افغانان کامیاب سول ( افغانستان در مسیر تاریخ ۳۲۴ مخ ) .

د اصفهان د نیولو له پاره دغه پوځ کفایت نه کاوه ، خو د افغانانو مذهبي ملاتړ ، د هغوی زړه ورتیا او جګړه مارۍ دا خلا ډکه کړه ( د کندهار پاڅون ۷۷ ـ ۷۸ مخونه ) . دا لا څه ، افغاني لښکر په دومره سرعت سره ورغی چی پر لاری به ایراني پوځونه آن خبر هم نه وو څو چی افغانان به پرې راورسېدل او غافلګیره به یې کړل . لکه څنګه چی افغاني پوځیانو تر دوو میاشتو په لږ موده کی ۱۸۰۰ کیلو متره واټن وواهه چی دا یو پوځي نوښت ، زړه ورتوب او اوسپنیزه هوډ و ( افغانستان در پنج قرن اخیر ۸۷ مخ ) . هو ، سیدال خان د همدې زړه ور پوځ یو مقتدر او مدبر قوماندان و چی د تورې په زور یې هره جګړه ګټله .

په هر صورت ، افغان پوځیانو د اصفهان د نیولو پرېکنده جنګ د ۱۷۲۲ کال د مارچ پر اتمه په ګلناباد ( یا ګلن آباد ) کی وکړ چی بریمن سول ( د کندهار پاڅون ۷۸ مخ ) . په دې ټولو جګړو او سوبو کی سیدال خان ناصر اساسي او غوڅ رول درلود .

دا پوځ لومړی کرمان ته ورغی . د شاه محمود د اکا زوی ( میر اشرف ، وروسته شاه اشرف ) د ده یو قوماندان و ، خو په وروسته کی یې اړیکی ورسره خرابي سوې نو ځکه اشرف دوه ځله کندهار ته راغی خو ولس به ملامت کړ چی د شاه محمود دماغي حالت خراب سوی دی او تا یوازی پریښود . نو اشرف بیرته ورغی او شاه محمود یې تود هرکلی وکړ او قزوین ته یې د یو قوماندان په حیث ولیږی . هلته اشرف د خلکو سره د امان الله سلطان رویه غندله او د دواړو تر منځ خپګان راغی . خو پر شاه محمود باندی امان الله سلطان ډیر ګران و . نو هغه و چی امان الله سلطان تصمیم ونیوی چی قزوین آرام سو نو ځکه اشرف باید تهران ته ولاړ سي تر څو هلته د سیدال خان سره مرسته وکړی . اشرف هم تهران ته ولاړ او څه موده وروسته یې خپل پوځ سیدال خان ته پریښود او پخپله یو ځل بیا کندهار ته راغی . څو چی ولس بیا مجبور کړ چی اصفهان ته ورسي ، دا ځکه چی د شاه محمود دماغي حالت ورځ په ورځ خرابېدئ . په بل عبارت :

الف ـ د شاه محمود روغتیایی مشکل او دماغي استقرار په بیړه مختل کېدئ ؛

ب ـ د اشرف سره یې ورځ په ورځ اړیکی خړی پړی کیدې ؛

ج ـ د اشرف او امان الله خان مناسبات هم په توندۍ سره خرابیدل ؛

د ـ سیدال خان ته د لا زیات پوځ په سپارنه سره د هغه روحي فشار او جنګي مسؤلیت نور هم ډیریدئ ( د خپلواکۍ لمر څرک ۹۸ ، ۱۸۲ او ۱۸۳ مخونه ) .

باید وویل سی چی شاه محمود د اصفهان تر نیولو وروسته د ایران د دفاع له پاره د امان الله سلطان ، سیدال خان ناصر ، میر اشرف او نصرالله خان څخه علاوه د خپلی شاهنشاهۍ په وختونو کی د خپلو لویو سپه سالارانو لکه پیر محمد میاجي ، محمد خان او عبدالله خان بلوڅ په واسطه هم لویی لښکر کښۍ وکړې او هغوی بیلابیلی سیمی فتح کولې ( د افغانستان لنډ تاریخ ۵۱۰ مخ ) .

لنډه دا چی شاه محمود هوتکي جمعأ نهه کاله پاچهي وکړه ( ۱۷۱۶ ـ ۱۷۲۵ ) ، چی د دې جملې څخه یې دوه کاله پر ایران هم واک درلود ، څو چی عصبي خلل ورپیښ سو او په ۱۷۲۵ کی مړ سو ( یا د میر اشرف له خوا ووژل سو ) . د دې پیښی له امله په اصفهان کی د افغاني مشرانو یوه بیړنۍ جرګه جوړه سوه او هغوی میر اشرف د پاچا په حیث وټاکی ( چی نور نو شاه اشرف سو ) .

شاه اشرف تر واکمنېدو وروسته د پوځ مشري جنرال سیدال خان ناصر ته وسپارله او هغه هم د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوری د افغان پوځ سپه سالار و ( افغانستان در مسیر تاریخ ۳۲۷ مخ ) .

سیدال خان د شاه اشرف د ژوند تر پایه د هوتکي واکمنۍ د بري او سرلوړي له پاره د ایران له یوه سره تر بله ډیره توره ووهله مګر ټول هاند یې د کورنیو سیاسی رقابتونو او مخالفتونو قرباني سو . لومړی د شاه محمود ، وروسته د شاه اشرف او په پای کی د شاه حسین سیاسی اشتباهات هغه څه وو چی د سیدال خان د ژوند په بیه تمام سول ، الله دی یې وبخښی ، ( نور بیا ) .

د دې برخی مأخذونه

۱ ـ د زمانې پلونه ؛ څیړندوی حبیب الله رفیع ، میهن خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۱۳ میلادي .

۲ ـ د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل ؛ کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستاني ؛ ژباړن : صالح محمد صالح ، د افغانستان د کلتوري ودی ټولنه ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۵ میلادي .

۳ ـ هوتکی ها ؛ عبدالرؤف بینوا ، مؤسسه انتشارات الازهر ، پشاور ، ۱۳۷۹ شمسی .

۴ ـ افتخارات افغان ؛ دکتور عبدالحکیم طبیبی ، انتشارات بیهقی ، کابل ، ۱۳۵۲ شمسی .

۵ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، اووم چاپ ، صدیقي خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .

۶ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی ، ( ۱۹۶۷ میلادی ) .

۷ ـ د خپلواکۍ لمرڅرک ، د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول ؛ الحاج امان الله هوتک ، دانش کتاب پلورنځی ، پیښور ۱۹۸۹ میلادي .

۸ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ؛ میر محمد صدیق فرهنګ ، انتشارات درخشش ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی .

( درېیمه برخه )

درېیم پړاو :

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۵ کال درېیمه ګڼه ( اسد ـ سنبله ) ، پرله پسې ۷۶ ګڼه ، ۷۱ ـ ۷۸ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ شاه اشرف د ۱۷۲۵ کال د مارچ په وروستۍ هفته کی په اصفهان کی پاچا سو . هغه ډیر ژر سیدال خان ناصر د خپل سپهه سالار په حیث وټاکی . خو د شاه اشرف په واکمنیدو سره هغه ته یو لړ سخت کورني او بهرني سیاسی مشکلات پیښ سول . دغه ستونزی له کندهاره راوټوکیدې او په اصفهان کی د اشرف په راوتلو سره پای ته ورسېدې .

په بل عبارت ، شاه اشرف تر واکمنېدو وروسته د څلورو بلاوو سره مخامخ سو :

لومړی ـ د روسانو او ترکانو له خوا د ایران د ځینو سیمو نیول ؛

دوهم ـ په خراسان کی نادر افشار د شهزاده طهماسب سره یو ځای کیدل او پوځي سوقیات ؛

درېیم ـ د کندهار او هرات څخه د منظم پوځي او سیاسی کومک بندېدل ؛

څلورم ـ د یو روحاني شیعه مشر ( سید احمد مرعیشي ) راپورته کیدل .

د پورتنیو درو غیر افغاني قوتونو سره د مقابلو له امله د ده لښکري خزانه پر لږیدو سوه . اشرف د هرات او کندهار څخه مرسته وغوښته ، خو هغوی منفی ځواب ورکړ او ننداره یې کوله څو چی د خپلی دغه نندارې پایله یې ډیر ژر ولیده . که هغوی په ملی ګټو پوهیدای نو بیا به د نړۍ په تیره بیا آسیا نقشه بدله وای ( د افغان ملی تاریخ ۶۹ مخ ) .

په هر صورت ، د شاه محمود وژلو د هغه ورور شاه حسین هوتکي وخښماوه چی د کندهار والی وو . هغه په دې پیښه سره ځان د خپل ورور ځای ناستی یعنی د کندهار او ورپورو سیمو پاچا اعلان کړ . دا لا څه ، په سیستان او د خراسان پر یو څه سیمه او د هرات په ښار کی ملک محمود سیستاني ، چی د هوتکو له خوا هلته حاکم و ، هم خپله پاچهي قایمه کړه . په همدې وجوهاتو باندی شاه اشرف ته د خپل وطن څخه د کومک رسیدلو او یا د پوځونو د راتلو امید ختم سو او په دې ډول د هغه تعلقات او د تګ راتګ لاره د خپل اصلی وطن سره منقطع او پرې سوه ( د پښتنو تاریخ ۸۵ مخ ) .

د دغو سیاسی او پوځي تحریمونو زور تر سیدال خان ناصر وخوت چی پوځ یې د انساني قوت او تجهیزاتو له مخی په بیړه تحدید او کمزوره کیدئ . له همدې امله شاه اشرف په عام ډول او سیدال خان په خاص ډول د عثمانی ترکانو ، روسانو او ایراني قواوو تر سختو فشارونو او ضربو لاندی راغی .

بلخوا ، د ایران خاوری ته په ننوتو د صفوي لښکرو سره ګام پر ګام د افغانانو درانه جنګونه پیښ سول . سیدال خان په دې ټولو جګړو او فتوحاتو کی میړنۍ برخه درلوده او د ده موخه دا وه چی افغاني سترواکي وساتی او هم د بهرنیو بریدونو دفاع وکړی . د سیدال خان یوه پښه به تر یزد ، کرمان ، قزوین پوری وه او بله به یې تر تهران ، قم ، ساوه او بسطام پوری وه . جګړه ییز مأموریتونه یې مسلسل ډیرېدل او سختېدل مګر پوځ یې برعکس د اکمالاتو او انساني نیرو څخه تشیدئ ( از امیر کبیر تا رهبر کبیر ۵۳ مخ ) .

دا چی ویل کیږی چی شاه اشرف ته د کندهار او هرات څخه کومک نه رسیدئ ، مطلب د حکومتي کومک څخه دی . د خلکو ورتګ شاه حسین نسو راګرځولای . بل دا چی ایران ته لښکر د هغو سترو قوماندانانو په اعتبار ورتلل چی په ایران کی وو . لکه ناصران ټول په سیدال خان پسی ورتلل ، توخي په اسلام خان او ملا زعفران پسی ورتلل ، هزاره ګان په زبردست خان او سید علی خان پسی ورتلل ، بلوڅان په محمد خان او عبدالعزیز خان پسی ورتلل . شاه حسین په کندهار کی د زور له لاری د چا د تګ خنډ نه کیدئ خو د تلونکو څخه به ماڼیجن و ( د خپلواکۍ لمر څرک ۲۳۱ مخ ) .

شاه اشرف د کندهار او څرمه سیمو څخه د منظم کومک د نه رسیدو له امله مجبور سو چی پر ایراني اجیرو سپاهیانو ، عربو او قومي ملیشو باندی تکیه وکړی او هغوی جلب او جذب کړی چی دې کار نور هم زیانمن کړ ( افغانستان در پنج قرن اخیر ۹۸ مخ ) .

په هر صورت ، ایران ته د افغانانو د راتګ سره سم روسانو په دې هیواد کی مداخله شروع کړه او د فراري شهزاده طهماسب څخه یې د ایران د ډیرو سیمو ( لکه مازندران ، استرآباد ، ګیلان….. ) قبالې تر لاسه کړې . خو افغاني امپراتورانو ( لومړی شاه محمود او بیا شاه اشرف ) دا فرصت نه درلود چی د دوی سره خپل حساب تصفیه کړی . څو چی په ۱۷۲۷ کی شاه اشرف د افغاني اردو لوی سپهه سالار محمد سیدال خان ناصر ته وظیفه ورکړه چی ایراني سیمی د روسانو څخه ونیسی او د ایران ځمکنی تمامیت خوندي کړی . سیدال خان هم د شپاړس زرو پوځیانو سره مازندران ته ورغی او د « رود سر » په سیمه کی یې ورته واړول . تر ډیرو شپو پوری د دوی تر منځ څو وړې وړې جګړې پیښی سوې ( د خپلواکۍ لمر څرک ۲۰۹ مخ ) . دا په تاریخ کی د افغانانو او روسانو لومړنۍ جګړه ده .

د افغاني قواوو سرلښکر سیدال خان ناصر او د روسي قواوو سرلښکر جنرال لیواچوف وو ، مګر د جګړې په میدان کی د روسي لښکرو لارښوونه جنرال اورلوف کوله . افغاني لوی قوماندان سیدال خان د جنګ د میدان قومانده هم د افغاني دود سره سم کوله ، یعنی د لښکرو په مخ کی به ولاړ وو . دا په تاریخ کی د پوځونو د تناسب خورا ستر توپیر راښیی ، داسی چی د دوهم پیټر پوځ یو لک او دیرش زره کسان وو ، خو افغاني عسکر صرف اوولس زره کسه وو . د دې سره سره بیا هم روسانو روغه جوړه وغوښته ، معنی دا چی مات سوي وو . ځکه روسان چی د تورې زور و نه وینی ، سولی ته نه حاضریږی ( د خپلواکۍ لمر څرک ۲۶۰ مخ ؛ د زمانې پلونه ۲۱۲ مخ ) .

د « انقراض دولت صفویه » لیکوال ( لکهارت) داسی لیکی : « روسي سرلښکر مارشال اورلوف ته امر وسو چی د افغاني سرلښکر سره خبری اتری وکړی .

سیدال خان ناصر هم خبرو ته کښیناست . روسي سرلښکر ورته وویل : پوهیږې چی د چا سره جنګیږئ ؟

سیدال : هو !

اورلوف : آیا پوهیږې چی دوهم پیټر څومره لښکر او توپونه لری ؟

سیدال : یا .

اورلوف : موږ کولای سو دلته دوه لکه ( دوه سوه زره ) عسکر راولو !

سیدال پر خپلو بریتو لاس تیر کړ او ویې ویل : اوس ورځه استراحت وکړه . سبا به ستا د دوو لکو لښکرو سره ګورو .

اورلوف : آیا جنګ کوئ ؟

سیدال : شاه اشرف افغان زه د جنګ له پاره رالیږلی یم ، زه جنګ کوم ، که پنځه لکه لښکر هم وی !

روسان حاضر سول چی سوله وکړی ( د افغان ملی تاریخ ۷۷۳ ـ ۷۷۴ مخونه ) .

د دې جګړې تفصیل او جزیًیات هیڅ نه دي معلوم . فقط دونه ویل کیږی چی د « تی جان » د کلې سره جنګ وسو او روسان مات سول او لیواچوف د روغی جوړی غوښتنه وکړه ( د خپلواکۍ لمر څرک ، په حواله د انقراض صفویه ۳۴۰ مخ ) .

شاه اشرف هم د روسانو سره سیاسی خبری شروع کړې . جنرال سیدال خان غازی چی په دې جګړه کی ټپي سوی و ، تر روغتیا موندلو وروسته د افغاني سیاسی هیًت مشري واخیسته او د روسانو سره یې د « رشت » په ښار کی د سولی تړون لاسلیک کړ . دا تړون د شاه اشرف او د روسیې د دوهم پیټر د نمایندګانو تر منځ د ۱۷۲۹ د فبرورۍ پر ۲۴ باندی امضا سو چی د فرانسې په منځګړتوب رامنځته سوی و ( افغانستان در پنج قرن اخیر ۹۷ مخ ؛ د افغان ملی تاریخ ۷۸ مخ ) .

د دې تړون په مقدمه کی داسی راغلی دي : « دا مقدس اتحاد چی د نظامی شخړو د حل له پاره چی زموږ قواوی یې سره مخامخ کړي دي نو د وسلې د استعمال د مخنیوي له پاره دغه استاځي تعین سول : د اعلیحضرت دوهم پیټر یعنی د ټولی روسیې د ستر پاچا له خوا عالی جناب ستر جنرال واسیلی لیواچوف د سنټ الکساندر د نښان درلوونکی او د ټولو روسي قواوو قوماندان د خزر د ساحلي ولایتونو ګیلان ، مازندران او استرآباد او سرحدونو ، او د اعلیحضرت شاه اشرف د ایران د ستر پاچا  او د ډیرو مځکو خاوند وغیره وغیره . له بلی خوا د افغاني اردو ستر سپهه سالار او ډیر محترم سیدال خان بیګلر بیګي او محترمان مستوفی عالی خاصه میرزا محمد اسماعیل او عمر سلطان او حاجی ابراهیم چی په دې سترو دربارونو او د دې سترو دولتونو او د هغو د اتباعو له خوا یې په اتفاق سره سوله د دواړو خواوو تر منځ ګټوره بللې ده او دایمی او حقیقی اتحاد لازم بولی ، د دوستۍ دا ابدي تړون چی عبارت له دغو موادو څخه دی……. » ( د خپلواکۍ لمر څرک ۲۱۱ مخ ) .

ښه ګرانه لوستونکې ، په دې لنډ پاراګراف کی خورا مهمی باریکۍ او ترخه حقایق نغښتی دي ، مثلأ :

لومړی ـ دا ثابتوي چی نوموړی تړون زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کی لومړنی سیاسی تړون دی چی د بل کوم ( لوی ) هیواد سره امضا کیږی او هغه هم په بشپړ برابرۍ ، مساوي حقوقو او حیثیت سره . دا د روسي یرغلګرو او افغاني مدافعینو تر منځ له اهمیته ډک تړون دی چی یو لوری یې د مابعده یرغل او بل یې د مابعده دفاع څخه بېغمه کړ .

دوهم ـ دا ثابتوي چی نوموړی تړون د روسیې ، ایران او افغانستان د معاصرو تاریخونو په آرشیف کی یو خورا مهم او مشهور سند دی چی د دغو هیوادو تر منځ د مابعده سیاسی او دیپلوماتیکو تړونونو مبدأ جوړوي .

درېیم ـ دا ثابتوي چی سیدال خان ناصر د افغانستان په معاصر تاریخ کی لومړنی لایق او باکفایته دیپلومات دی چی ویې کړای سو خپل لورئ په روسیې غوندی لوی او پیاوړي ځواک باندی جبرأ په رسمیت وپیژنی .

څلورم ـ دا ثابتوي چی سیدال خان د مذاکراتو په برخه کی هم اتل و ، او ویې کړای سو چی د دې تړون مقدمه او ټولی (  ۱۷ ) مادې په دقت سره طرح ، تدوین او بیا لاسلیک ته چمتو کړی .

پنځم ـ دا ثابتوي چی سیدال خان د خپل هیواد ( چی ایران یې هم یوه لویه مفتوحه برخه وه ) ځمکنۍ بشپړتیا د خبرو اترو په جبهه کی تأمین او تضمین کړی او روسان بیرته پر شا وتمبوي .

په دې ترتیب ، لکه څومره چی سیدال خان د توري د میدان بریالی سپهه سالار و ، همدومره د سولی ، سیاست او دیپلوماسۍ په برخه کی هم پیاوړی ، مدبر او د پاخه منطق خاوند و . ده په توره پیل کړی جنګ د مذاکرې په ډګر کی هم وګټی .

 

د سیدال خان جنګي فعالیت :

اوس به د شاه اشرف په ګټه د سیدال خان ناصر جګړه ییز فعالیت مختصرأ وڅیړو . سیدال خان د شاه اشرف سره په ټولو جګړو کی برخمن و او د پوځونو مخکښ رول یې درلود . د روسانو سره مو د ده رزمي ټکر مخکی وڅیړی . اوس به د ترکانو او ایراني ځواکمنو ( نادر افشار او طهماسب ) سره د ده لنډ جنګی فعالیتونه وشنو .

شاه اشرف د دیرشو زرو لښکرو سره د اصفهان څخه د عثماني ترکانو مقابلې ته راووت چی لوی سپهه سالار یې سیدال خان ناصر و . د ۱۷۲۶ د نوامبر پر شلمه همدان ته نږدې دواړه لښکر سره مخامخ سول . د ترکانو لښکر شپیته زره مجهز جنګیالي وو چی ښه جنګي روزنه یې لرل . جنګ پیل سو چی په نتیجه کی اوولس زره ترکي پوځیان ووژل سول . نور ټول وتښتیدل ، توپونه او جنګي وسایل یې پاته سول . ګڼ شمیر پوځیان هم د افغانانو له خوا اسیر ونیول سول ( چی وروسته یې ټوله د جنګي سامان الاتو په شمول بیرته ورکړل ) . ترکانو هم شاه اشرف د ایران د پاچا په حیث رسمأ ومنی او دوستي یې ټینګه سوه ( د افغان ملی تاریخ ۷۷۱ ـ ۷۷۲ مخونه ) . دا د سیدال خان ناصر دوهم لوی جنګی ابتکار و چی د روسانو څخه وروسته یې د بل لوی ځواک یعنی عثماني ترکیې په وړاندی وښود .

د نادر افشار سره د ده په قومانده څو مهمی او غوڅی جګړې دا دي : د « مهمان دوست » مشهوره جګړه د ۱۱۴۲ په ربیع الاول کی ؛ د « مورچه خورت » جګړه د ۱۱۴۲ په ربیع الثانی کی ؛ د « زرقان » او « پل فساد » جګړه د ۱۱۴۲ د جمادی الاخر پر دیارلسمه نېټه ( هوتکي ها ۲۰۵ مخ ) .

تهران ته نږدې طهماسب پر افغانانو برید وکړ خو مات سو چی مازندران او استرآباد ته وتښتیدی . نو هغه و چی شاه اشرف خپل تکړه جنرال او سپهه سالار سیدال خان ناصر ته امر وکړ چی قزوین ونیسی . همداسی هم وسوه او د قزوین خلک سیدال خان ته تسلیم سول . وروسته تهران ، ساوه  او قم هم ورته تسلیم سول ( هوتکي ها ۱۴۷ مخ ) . دا کار د سیدال خان د تدبیر او تورې برکت و .

طهماسب چی د سیدال خان لخوا مات سو نو نادر افشار ته یې په خراسان کی پناه یووړه . هلته دواړو تازه لښکر تهیه او ترتیب کړ . خو شاه اشرف عسکرو او اکمالاتو ته سخته اړتیا لرله مګر د کندهار څخه یې دا امید ختم سوی و . نو ځکه یې د پوځ ستره برخه د ایرانیانو او عربو څخه جوړه کړه . دا لا څه ، خپل اکثریت افغانان یې د عثماني ترکانو او روسانو سره په جګړو کی له منځه تللی وو . دغه نوي پوځیان په ماتو روحیاتو او بې علاقه ګۍ سره د شاه اشرف په ګټه جنګېدل او ځکه نو سیدال خان ناصر د نادر افشار سره په هر مابعده جنګ کی د سخت فشار او تحدید سره مخامخ و .

هو ، شاه اشرف په دغسی یو بند ، ذق او تنګ حالت کی بیا هم دیرش زره کسیز پوځ سرښته کړ چی تر نیمایی زیات یې افغانان نه وو . دغه بې روحیې پوځ نادر افشار ته وړ وړاندی سو چی « مهمان دوست » یې لومړنی جنګ و . په دې جنګ کی نادر پیاوړې توپخانه لرله چی لسو فرانسوي افسرانو چلوله . سیدال خان ناصر د دې پیاوړې توپخانې د زیانمنولو او خنثی کولو له پاره « بسطام » ته ورغی او شپنۍ حمله یې پر وکړه چی ګڼ شمیر ایرانیان یې ووژل خو د نادر پلي ځواکونه په شمیر ډیر ، ښه وسلوال او توپخانې ته نږدې مستقر وو ، نو ځکه د سیدال خان حملې بری نه درلود ( هوتکی ها ۱۵۷ ـ ۱۵۸ مخونه ) .

د یو بل روایت له مخی د نادر توپخانه روسانو چلوله چی هم ډیر توپونه وو او هم ښه مجهز وو . خو افغانانو کلاسیک او عنعنوي ډول جنګ کاوه . نو ځکه د هغوی توپخانې ماته ورکړه ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۲۳۳ مخ ) .

پښتنو په خپلو نارو کی دغه جګړه داسی ښودلې ده :

که خپه د مهمان میدانه خپه ….. په نادر دې پښتون سټ کیً شاه اشرفه

که لوګی ده د مهمان په سر لوګی ده ….. سیدال کړې ناصرې خوارې په میدان کی پروت سل کسه عمرزی ده

[ عمرزی د ناصرو یوه پښه یا څانګه ده ] ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۲۳۴ مخ ) .

په هر صورت ، د قزوین حکومت سیدال خان ناصر ته وسپارل سو . د سیدال خان کورنۍ ، خپلوان او ګڼ شمیر افغانان هم په قزوین کی وو او ده وغوښته چی هلته ورسي خو متأسفانه حسین قلي خان او آغورلو خان ، چی د نار افشار لخوا د قزوین د نیولو له پاره مؤظف سوي وو ، د ده لاره بنده کړه . نو سیدال خان ځکه مجبور سو چی بیرته د شاه اشرف پوځ ته ستون سی ( هوتکي ها ۱۶۱ مخ ) . په دې توګه سیدال خان ورځ په ورځ یا ګام پر ګام د سختو مشکلاتو ، خنډونو او فشارونو په غیږ ورغی خو بیا هم د ده جنګي روحیه او غیرت هماغسی اوچت وو .

د « مورچه خورت » جنګ هم په سختو شرایطو کی پیښ سو . دلته سیدال خان د شا لخوا  د نادر افشار پر ځواکونو سخت او شدید برید وکړ چی ګڼ شمیر نادري پوځیان یې له تېغه تیر کړل . خو دا چی د افغانانو تعداد د نادري پوځ تر نیمایی هم لږ و ، د خپل شجاعت او زړه ورتوب سره سره چی تاریخ پوهان یې مني ، شکست وخوړ او څلور زره افغانان ووژل سول ( هوتکي ها ۱۶۳ مخ ) .

څنګه چی د سیدال خان کورنۍ او زوی شیر محمد خان د خپلو یو زر پوځیانو سره په قزوین کی وو ، او سیدال خان نسو ورتللای ، نو هغوی « سلطاني » ته ولاړل چی د ترکانو په واک کی وه . دوی تر هغه مهاله همدلته وو چی وروسته اسحق خان ناصر د نادر افشار څخه اجازه واخیسته او بیا نو هیواد ته راغلل . سیدال خان د نادر افشار سره د خبرو اترو پر مهال خبر سو چی کورنۍ یې د ترکیې « سلطاني » ښار ته تللې ده ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۲۳۸ او ۲۴۰ مخونه ) .

په هر صورت ، شاه اشرف ګام پر ګام شا ته تیً او نادر مسلسل مخته ورتی څو چی اشرف مجبور سو چی اصفهان پریږدی او شیراز ته وخوځی . نادر هم اصفهان ته ننوت او هلته یې ټول استوګن افغانان ( ښځی ، زاړه او واړه ) په بې رحمۍ سره ووژل او مالونه یې لوټ کړل ( هوتکي ها ۱۶۳ مخ د جهانګشای نادري د ۸۱ مخ په حواله ) .

څنګه چی د کندهار او هرات څخه شاه اشرف ته هیڅ مرسته نه رسیده او هغه د خپلو عسکرو او جنرالانو سره پر میدان پاته و ، نو د میرویس نیکه یعنی د ده د اکا لور زینب داسی ناره وکړه :

شاه اشرف ویل ماته جوله دې غم سو …………….. اوس به نادر کله مات سی، چی زما پښتني عسکر ډیر کم سو

بله ناره :

که زمری دی اشرف د جنګ زمری دی …………. اشرف خان ته قام رانغی د نادر ځکه پر اشرف خان بری دی

( د افغان ملی تاریخ ۷۷۱ ـ ۷۷۲ مخونه ) .

په همدې ترتیب د زرقان جنګ هم یو ناورین و . نادر په اصفهان کی تر څلویښتو ورځو تیرولو وروسته په شاه اشرف او سیدال خان پسی مخ پر شیراز راوخوځېد . افغانان هم د زرقان په سیمه کی مخته راووتل . خو دا چی پوځیان یې اکثریت غیر افغانان او ایرانیان وو ، نو د افغانانو د سوبې سره یې خاصه مینه نلرله او د فشار په صورت کی یې تیښتی ته ترجیح ورکوله . نو ځکه افغانان مات سول او د سولی وړاندیز یې وکړ . د شاه اشرف لخوا میا محمد صدیق ، ملا زعفران او سیدال خان ناصر د یو هیًت په حیث نادر ته ولیږل سول . خو نادر ډیر سخت شرایط وړاندی کړل او ۲۴ ساعته وخت یې ورکړ . اشرف ته دا شرایط د منلو او زغملو وړ نه وو . نو هغه وو چی شاه اشرف د سیدال خان په مشوره د دوو سوو تنو زړه ورو افغانانو په ملګرتیا د تورو سره له شیرازه راووتل او مخامخ  د دښمن د پوځ په منځ کی ناببره ننوتل ، تینګه حمله یې وکړه او مخ پر افغانستان راوخوځېدل ( هوتکی ها ۱۶۶ مخ ) . په بل عبارت ، خپله یې درې ځوانی میرمنی د صفوي کورنۍ د دوو میرمنو سره راواخیستې او د خپل سرلښکر سیدال خان ناصر او ۲۰۰ افغان سپرو جنګیالیو په مرسته د شپې لخوا له ښاره راووت او د تورې په زور یې په دښمن کی ځانته لاره پرانیستله ( د کندهار پاڅون ۱۲۰ ـ ۱۲۱ مخونه ) .

نادر په شیراز کی ملا زعفران د سیند د پله څخه لاندی اوبو ته وغورځاوه څو چی هلته مړ سو او پخپله په سیدال خان او شاه اشرف پسی افغانستان ته روان سو .

شاه اشرف او ملګري یې د ۱۷۳۰ د فبرورۍ په وروستیو کی د « لار » او « بم » څخه سیستان او بیا افغانستان ته راورسیدل . کله چی ګرمسیر ته داخل سول ، د « لکي » په کلي کی خپل ملګري لکه سیدال خان او نور د پاته پوځ سره کندهار ته رخصت سو او پخپله یې د دوی څخه رخصت واخیست تر څو د مستونګ له لاری هندوستان ته ولاړ سي . خو کله چی روان سو نو د « زرد کوه » په سیمه کی ابراهیم د عبدالله خان بلوڅ زوی چی د شاه حسین هوتک لخوا دنده ورسپارل سوې وه ، ورپسی ورسید او ویې وژی . عمر یې دا مهال ۲۹ یا ۳۰ کاله و . سیدال خان ناصر او بابو جان بابی سالم کندهار ته ورسیدل ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۲۴۳ ـ ۲۴۴ مخونه ؛ از امیر کبیر تا رهبر کبیر ۱۵۴ مخ ) .

سیدال خان ناصر په ایران کی د افغانانو د واک په روستیو کی په هر محاذ کی د نادر افشار او طهماسب د ځواکونو سره په خورا زړه ورتوب او شهامت سره مقابله کول . مګر دا چی تازه دمه پوځیان او اکمالات یې نه لرل د مصیبت په غیږ ورغی او ټول کوښښونه یې نیمه خوا سول .

کندهار ته په رسیدو سره سیدال خان هیڅ دمه ونکړه بلکی ژر د شاه حسین هوتکي له خوا د خپل سپهه سالار په حیث وګومارل سو .

هو ، سیدال خان چی خپل جنګي مأموریت لومړی د میرویس نیکه سره دننه په افغانستان کی راپیل کړی و ، بیا یې د هغه د زوی شاه محمود او وروسته د هغه د وراره شاه اشرف سره په ایران کی په خورا جرأت ، غیرت او وفادارۍ سره مخته یووړ ، باالاخره د هغه د بل زوی شاه حسین په خدمت کی راغی مګر دا پوځي مأموریت یې په مأیوسۍ سره پای ته ورسېد . الله دی یې د ټولو شهیدانو او مرحومینو په شمول جنت الفردوس ابدي کور کړي ، ( نور بیا ) .

 

د درېیمی برخی مأخذونه :

۱ ـ د افغان ملی تاریخ ؛ قدرت الله حداد « فرهاد » ، د ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز ، پیښور ، ۱۳۸۳ لمریز .

۲ ـ د پښتنو تاریخ ؛ درېیم چاپ ، قاضی عطاالله خان ، یونیورسټي بُک اېجنسي ، پیښور ، ۲۰۱۲ میلادي .

۳ ـ د زمانې پلونه ؛ څیړندوی حبیب الله رفیع ، میهن خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۱۳ .

۴ ـ د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل ؛ کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستاني ؛ ژباړن : صالح محمد صالح ، د افغانستان د کلتوري ودی ټولنه ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۵ میلادي .

۵ ـ هوتکی ها ؛ عبدالرؤف بینوا ، مؤسسه انتشارات الازهر ، پشاور ، ۱۳۷۹ شمسی .

۶ ـ از امیر کبیر تا رهبر کبیر ؛ حضرت علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي ، چاپ دوم ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۲ شمسی .

۷ ـ د خپلواکۍ لمرڅرک ، د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول ؛ الحاج امان الله هوتک ، دانش کتاب پلورنځی ، پیښور ۱۹۸۹ میلادي .

۸ ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ؛ میر محمد صدیق فرهنګ ، انتشارات درخشش ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی .

( څلورمه برخه )

 

څلورم پړاو :

 

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۵ څلورمه ګڼه ( میزان ـ عقرب ) ، پرله پسې ۷۷ ګڼه ، ۳۱ ـ ۳۸ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ موږ وویل چی سیدال خان ناصر او بابو جان بابی د ۱۷۳۰ په فبروري کی له ایرانه کندهار ته راورسیدل او د کندهار واکمن شاه حسین هوتکي بېله ځنډه جنګي دندی ور وسپارلې .

د شاه محمود تر مړینی وروسته په ایران کی اوسیدل او بیا له ایرانه افغانستان ته د سیدال سفر د ستونزو او مصیبتونو څخه ډک و . دې کار هغه ته رواني او معنوي ګوزارونه ورکړل چی څو مهم یې دا دي :

۱ ـ د شاه اشرف په واکمنېدو او د سپهه سالار په ټاکل کیدو سره د سیدال خان پوځی مأموریتونه مسلسل ډیریدل خو برعکس سوبی یې مسلسل کمېدې . د دې ځوړتیایی سیر اصلی علت له کندهار او هراته د افرادو او تدارکاتو بندېدل وو .

۲ ـ اجیر او بیګانه پوځیان مسلسل استخدامېدل ، سوقیات او عملیات مسلسل ډیریدل ، مخالفتونه ، تضادونه او جنګونه مسلسل پراخیدل خو په وړاندی یې متأسفانه خزانه مسلسل تشېدله او مصارف زیاتېدل .

۳ ـ په هر جنګ ( خصوصأ مهمان دوست ، مورچه خورت او زرقان ) کی د افغاني پوځیانو تلفات او ضایعات نه جبرانېدونکي وو چی دې کار سیدال خان روحأ سخت ځوراوه .

۴ ـ د سیدال خان خپله کورنۍ ، خپلوان او ګڼ شمیر افغانان په قزوین کی بند پاته وو . سیدال خان ځکه له اصفهانه نسو ورتلای چی لاره یې د نادر افشار قوماندانانو ( حسین قلی خان او آغورلو خان ) بنده کړې وه . دغه فراق او د هغوی نامعلوم برخه لیک دئ روحأ ډیر ځوراوه .

۵ ـ سیدال خان یو غیرتي ، میړنی او زړه ور سپهه سالار و چی دا هر څه یې په مخامخ جنګ کی روسانو او عثماني ترکانو ته عملأ وښودل . نوموړئ د یو فاتح سپهه سالار له دریځه باالاخره یو اسی ځورونکي حالت ته راولوېد چی د ۱۷۳۰ په فبروري کی د فقط دوو سوو پوځیانو سره د چریکی عملیاتو په ذریعه له محاصره شیرازه راووت ، د دښمن په جبهه ورننوت او د توری په زور ترې راوپوری وت او برابر افغانستان ته راغی . دې حالت هغه روحأ پریشانه او ناآرامه کړ .

۶ ـ تر ټولو زړه دردونکی جبر خو دا وو چی سیدال خان هغه واکمن ته پناه یووړه چی په ایران کی د ده د ټولو مهمو او پرېکنده جګړو د ماتی اصلی عامل و ، یعنی دئ یې د اکمالاتو او افرادو په قلت مبتلا کړی و . هو ، سیدال خان د شاه حسین هوتکي په رزمي او نظامی خدمت کی راغی چی دا د ده د نزولي سیر انتها وه .

دلته یوه مهمه باریکي وجود لری . شاه اشرف خو د شاه حسین هوتکي په اشاره او نقشه سره ووژل سو ، مګر د خپل دښمن سپهه سالار ( سیدال خان ) یې څنګه خپل کړ ، ویې نازاوه او خپل سپهه سالار یې کړ ؟  په دې هکله څو عینی او عقلي دلایل  آن شواهد سته چی دغه باریکي ځوابوي :

لومړی ـ سیدال خان ناصر د شاه حسین هوتکي د پلار یعنی میرویس خان نیکه د ځوانۍ څخه تر پیرۍ پوری کلک او وفادار ملګری و . نو ده یې ډیر احترام درلود او پر ګران و . سیدال خان د هوتکي واکمنۍ د بنسټ ایښودونکو څخه و .

دوهم ـ سیدال خان د هوتکي واکمنانو په تربګنیو او دښمنیو کی بیطرفه یعنی په دې هکله غیر سیاسی شخص و . بلکی د یو پوځي قوماندان په توګه یې د دې کورنۍ واک او ځواک ته استحکام ورکاوه . یعنی د هوتکي واکمنانو په کورنیو ډغرو او رقابتونو کی یې د یوه په پلوۍ د بل مخالفت نه کاوه بلکی هر یوه ته یې رغنده مشورې ورکولې .

درېیم ـ سیدال خان یو مجرب او زړه ور قوماندان ، د جبهې اتل او خورا اغیزمن ، کاري او مستعد سپهه سالار و چی په جنګي فنونو او تاکتیکونو کی یې سارئ نه درلود .

څلورم ـ سیدال خان د ایرانیانو په تیره بیا طهماسب او نادر افشار سره د جګړو ښه تجربه لرله او د هغوی قوماندانان ډیر ترې بیرېدل . نادر افشار تر دې دمه د سیدال غوندی کلک ، ذهین او مدبر قوماندان نه لیدلی وو او نه ورسره مخامخ سوی و . سیدال خان ته د نادر ټول جنګي تاکتیکونه او چمونه ورمعلوم وو . نو ځکه سیدال د هغه سره د ټولو جګړو اصلی مُهره او اصلی هسته وه .

پنځم ـ شاه حسین د سپهه سالار په حیث د سیدال خان په ټاکلو سره هغه ته سخته اړتیا درلوده ، نه دا چی احسان یې ورسره کاوه . ځکه هغه یو متدین او هیوادپال شخص و چی د ایراني راروان ښمار یعنی نادر افشار په وړاندی یوازینی ماهر ، مدبر او مجرب قوماندان و .

په هر صورت ، سیدال خان چی اووه کاله مخکی په برم ، هیبت او دبدبه سره ایران ته ننوتلی و ، اوس د یو تجرید سوي فرد ، بې لښکره قوماندان او روحآ پریشانه انسان په توګه بیرته د هیواد غیږ ته پناه راوړه . په بل عبارت ، فاتح سیدال د یو مفتوح سیدال په حیث افغانستان ته راستون سو چی اصلأ نورو په دې قهقرایی حرکت سره مبتلا کړی و .

کندهار ته په رسیدو سره شاه حسین د ده ډیر عزت وکړ او فورأ یې د سپهه سالار په توګه وټاکی . سیدال خان بیا هم د دې ټولو روحي فشارونو او پوځي شکستونو سره سره ځان خپل راتلونکي مسؤلیت او فعالیت ته وقف کړ ، خو نور نو ډیر ناوخته سوی و .

فاتح دښمن ( نادر افشار ) مسلسل ورپسې و او هیڅ موقع یې نه ورکول . د هغه مابعده هدف د افغانستان نیول او هند ته رسېدل و . افغانستان ته د سیدال خان په مجردي ننوتو سره نادر افشار هم راورسېد او سیدال خان ته یې دا فرصت ورنکړ چی د شاه حسین پوځ سمبال او استعمال کړی .

باید وویل سی چی په ایران کی د سیدال خان ډیر جنګونه تعرضي وو ، خو اوس د نادر افشار په بریدونو سره تدافعي سول . نادر تر سلو زرو ( یو لک ) زیات پوځیان سرښته او تهیه کړل او ښه یې اکمال او وسلوال کړل . دا پیاوړئ ، هوسا او متین پوځ په ۱۷۳۰ میلادي کی د هرات د ابدالیانو د لاندی کولو له پاره مخ پر افغانستان راوخوځېد . له بده مرغه د افغانانو خصوصأ پښتنو تشتت او نفاق تل ناورین زیږولی دی . په هرات کی د ذوالفقار خان په مشرۍ د ابدالي پښتنو او په کندهار کی د شاه حسین په مشرۍ د علجي پښتنو بیل بیل واک چلیدئ . بیا هم شاه حسین د نادر افشار په مقابل کی د سیدال خان ناصر په قومانده هرات ته درې زره کسیز مرستندوی پوځ ولیږی . خو هراتي او کندهاري ګډ پوځ د نادر افشار تاب رانه وړای سو او پر شا سول څو چی نادر افشار هرات محاصره کړ ( د ۱۷۳۰ د مې میاشت ) . ذوالفقار خان ( د ۱۷۳۱ د جولای پر یوولسمه ) د هرات څخه ور ووت خو بیرته پر شا وتمبول سو . په دې کار سره سیدال خان ډیر خواشینی سو او د ځینو ابدالي مشرانو په مشوره د خپلو پوځیانو سره په پټه وتښتېد ( درانی احمد شاه : ۵۱ مخ ؛ افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۰۲ مخ ) .

د دې محاصرې پر مهال سیدال خان یو ځل وکړای سو چی له ښاره دباندی د نادر افشار پر قواوو شبیخون حمله وکړی او نږدې و چی پخپله یې نادر نیولی وای ، خو ایرانیان وتوانېدل چی د بهر سره د هرات ارتباط قطع کړی ( افغانستان در پنج قرن آخیر : ۱۰۲ مخ ) .

ذوالفقار خان د نادر له خوا د سولی په نتیجه کی فراه ته ولاړ او په اسفزار ( شینډنډ ) کی د سیدال خان ناصر سره بیا مل سو څو چی نادر پسی راغی او د فراه څخه یې هم پسی واخیستل او دا ولایت یې هم ونیوی . ذوالفقار خان او د ده کشر ورور احمد خان ( چی وروسته احمد شاه درانی سو ) کندهار ته پناه یووړه خو دلته شاه حسین بندیان کړل او هغه وخت د زندان څخه آزاد سول چی نادر افشار په ۱۷۳۸ کی کندهار فتح کړ ( درانی احمد شاه : ۵۲ مخ ) .

نادر افشار د ۱۷۳۷ د جنورۍ پر ۲۳ د کندهار او سیستان د ګډی پولی څخه راواوښت او د فبرورۍ پر اوومه د فراه د الاک او دلارام له لاری ګرشک ته راورسید . په څلورمه ورځ یې د ارغنداب د لویدیځی غاړی سره واړول ، او د شپې لخوا یونس خان او سیدال خان ، چی هر یوه اته زره چاڼ سوي سپاره لرل ، یرغل پر وکړ . خو متأسفانه عبدالغنی خان په دې پلان له مخکی څخه خبر و او سمدلاسه یې پر یونس خان باندی مخکی له دې چی د سیدال خان مرسته هغه ته راورسیږی برید وکړ . دا برید دومره تس نس کونکی و چی حتی د سیدال خان په رارسیدو سره هم هغه ونسو کړای چی د دغه حالت او برید چاره وکړی . دا نادر افشار ته یو ستر کومک و ( درانی احمد شاه : ۵۶ ـ ۵۷ مخونه ) .

نادر خو بچ سو ، نو هغه هم د ۱۷۳۷ د اپریل په لومړۍ اوونۍ کی د کندهار کلابندي پیل کړه چی د ۱۷۳۸ د مارچ تر ۱۲ پوری وغځېده ( درانی احمد شاه : ۵۷ مخ ) . د نادر پوځ چی د ارغنداب د رود څخه راتیر سوی و او د پیر پایمال د غره په لمنه کی راتیرېدل چی افغاني توپخانې تر برید لاندی ونیول . نیم پوځ یې راتیر سوی و او نیم لا پر لاره و چی د افغاني اردو ستر سپهه سالار سیدال خان ناصر باندی ور ووت او د ایراني قواوو پر منځ یې حمله وکړه ، لکه دغه ناره :

چی نادر تر غره ایستلي رسالې دي ……. سیدال خان باندی ور ووت د نادر پر ورستوبل باندی حملې دي

جګړه توده سوه او سیدال خان د شاه حسین څخه کومک وغوښت . شاه حسین پخپله د پاته عسکرو سره ورغی لکه دا ناره :

ګرځوله سیدال اسپه لنډه لنډه …… شاه حسین هم ور ووت ایرانیان یې تر نادره کړل په منډه

خو د پوځونو ستر تفاوت وو ، لکه د ایرانیانو د لښکر شمیر یو لک او د پښتنو د لښکر شمیر شل زره وو ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۴۸ ـ ۴۹ مخونه ) .

د کندهار زلمي مدافع شاه حسین د نامتو سپهه سالار سیدال خان ناصر په ملاتړ تر یو کال پوری د کندهار له ښاره په ډیره میړانه دفاع وکړه او نادر افشار یې پرې نښود چی د خپل غښتلي نظامي قوت سره سره بیا هم کندهار ونیسی ( د افغانستان لنډ تاریخ : ۵۱۶ مخ ) .

خو روان حالت هغه وخت بدل سو چی نادر افشار د فتح علی خان په قومانده یو اته زره کسیز پوځ د کلات نیولو ته سوق کړ . سیدال خان او د شاه حسین زوی محمد د څلورو زرو پوځیانو سره د کلات د ژغورنی او دفاع له پاره هلته ولیږل سول . سیدال خان بیله ځنډه پر دښمن پوځ حمله وکړه او ایرانی قوماندان فتح علی خان یې د څلورو خواوو څخه محاصره کړ . ایرانیان یې سخت وارخطا کړل او ژر د غره خوا ته سول . خو بیا هم له درو څخه دوې برخی پوځیان یې ووژل سول څو چی نادر افشار ته دا خبر ورسید . سیدال خان د فتح علی خان چاره کړې وه خو متأسفانه چی نادر خبر سو او راغی . د دې بریالیتوب په هکله ناره :

چی فتح پر سیدال خان باندی غوټې کړی …… د تورو مشغولا سره سیدال خان دستي د ډال تڼۍ ور پرې کړې

( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۵۲ مخ ) .

نادر چی څنګه خبر سو نو د یو لوی ( پنځوس زره کسیز ) پوځ سره فورأ راغی او سیدال خان یې د شا لخوا محاصره کړ او هغه هم مجبورأ په کلا کی محصور سو ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۳۶ مخ ) . خو دلته پوښتنه پیدا کیږی چی نادر څنګه خبر سو او څنګه دومره ژر راورسید ؟ ځواب دا چی په همدغه شپه د نادري پوځ یو اسیر د کندهار له کلا څخه وتښتید ، برابر نادر افشار ته ورغی او هغه یې خبر کړ چی شهزاده محمد او ستا لوی دښمن سیدال خان ناصر د یو کوچني پوځ سره د کلات دفاع ته ولیږل سول . نو هغه و چی نادر هم د یو لوی پوځ سره فورأ مخ پر کلات وخوځېد او په سیدال خان پسی ورسید ( هوتکی ها : ۱۷۸ ـ ۷۹ مخونه ) . همدغه یوې اطلاع  او همدغه یوه اقدام د سیدال خان رزمي ژوند پای ته ورساوه .

نادر دلته څو شپې تیری کړې . بیا یې یو شمیر پوځیان د کلات محاصرې ته پریښودل او پخپله بیرته کندهار ته ولاړ . هلته یې هغه جاسوس چی د سیدال خان د تګ خبر یې راوړی و ، ډیر ونازاوه.

نادر د ۱۱۵۰ هجري کال د محرم پر دیارلسمه د بُست کلا او پر څوارلسمه یې ښار صفا ونیوله څو چی د ده لوی پوځ د امام وردي بیګ په قومانده د کلات نیولو ته اړم سو ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۵۳ مخ ) .

په هر صورت ، د نادر پوځ په محاصره کلات کی کوښښ کاوه چی پښتانه جنګ ته راوباسي مګر سیدال خان د جنګ پروګرام نه درلود ، او د پښتنو لښکرو د رارسیدو په طمع و . نو ده فقط دفاع کوله ، دا ځکه چی په کلات کی د سیدال خان سره فقط څلور زره عسکر وو خو ایراني پوځیان د دیرشو زرو په شاوخوا کی وو ( هماغه : ۲۵۴ مخ ) .

ایرانیانو د سیدال خان او افغاني عسکرو د لمسولو له پاره د ډیر ناوړه او نامردانه عمل څخه کار واخیست او غیر انساني رویه یې غوره کړه . هغه دا وه چی پښتنې ښځي به یې راوستې او د کلا تر منځ به یې د افغاني عسکرو په وړاندی په تیوو راوځړولې چی دا ناره یې شاهدي وایی :

په قلات نادر په تو ځړوي ښځی …… سیدال خان باندی ور ووت لوی لښکر یې د نادر کړې بزی بزی

د ایرانیانو ستر لښکر چی د کلا پر ختلو بریالی نسو نو یې له دې بې غیرته حربې څخه کار واخیست څو پښتانه مجبور کړی چی جنګ ته راووځی . دا ځکه چی هغوی فکر کاوه چی د پښتنو د کومکي لښکرو تر رارسیدو مخکی کلات ونیسی . بل دا چی د پښتنو ستر سپهه سالار او ملی اتل سیدال خان د خورا لږ عسکرو سره د دوی په محاصره کی و . تر ټولو مهمه دا چی د سیدال خان ګرفتاري یا وژنه هغوی د کندهار د خلاصېدو کیلي بلله ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۵۴ ـ ۵۵ مخونه ) .

د کلات کلا یوه کوچنۍ کلا ده او سیدال خان توپچي قوا هم نه درلوده . نو کلا د دومره لوی پوځ په ټینګه او تنګه محاصره کی وه . د دوو میاشتوراهیسی چی د دې کلا جګړه او محاصره شروع سوې وه ، هر ډول ارتباط یې له دباندی سره قطع و . هغوی چی به ښځي د کلا مخته په تیو راوځړولې نو پر پښتنو عسکرو به سور اور بل سو . که هر څو به د صبر توصیه ورته کیده بیا یې هم زغم نسو کولای او ویل به یې : که ته امر راته کوې او که یې نه راکوې موږ باندی ورځو . بیا یوه اندازه عسکر د کلا ساتنی ته پاته سول نور پرې ور ووتل . د کلا شا ته په هوار ډاګ کی جګړه پیل سوه . ایراني پوځیان له هری خوا پر راتاو سول . پښتنو چی به هری خوا ته مخه کړه دوی به پر راتاو سول . د غلیم د لښکرو ډیروالي د پښتنو د لښکرو لږ والي سیدال خان په دې نسو قادر کولای چی ځان یوې خوا ته وباسی . بیا هم افغانانو داسی داسی د خیال توری ووهلې چی امکان یې و دا ستر پوځ د څو زمرو له خوا تس نس سوی وای خو دا وخت هغه بل پټ ساتل سوی پوځ راورسید او هغه هم پرې راتاو سو . د پښتنو دا ملی قهرمان چی یو دیرش کاله یې په میړانه د افغانانو دفاع کړې وه ،  اوس په یو انساني سمندر کی راګیر سو . د افغاني مړو او ټپیانو ځایونه خالی پاته کیدل خو د ایراني مړو او ټپیانو ځایونه به ژر ډکیدل . افغانان د هر ډول مرستی څخه محروم وو حتی یو څاڅکی اوبه هم نه ورته رسیدې څو چی وار په وار له زوره لویدل لکه دغه ناره چی وایی :

سیدال خان ویل ما په دې ځای ارمان نیسی …… د ناصرو زڼی نسته اوس به خود ما د نادر پوځونه نیسی

سیدال خان خپلو پاته ځلمو ته د جګړې د بس کولو امر وکړ . د سیدال خان تر نیول کیدو وروسته سبا ایراني پوځ پر کلا حمله وکړه او شهزاده محمد هم په لاس ورغی . نادر ته فورأ د سیدال خان د ګرفتارۍ زیری واستول سو او ورپسې یې دوی بندیان کندهار ته روان کړل . په کندهار کی چی نادر ته خپل دا زوړ رقیب په ګوتو ورغی نو ستر جشن یې جوړ کړ ، عام دربار یې آراسته کړ او ویې ویل : « به بسیار زحمات این ګرګ باران دیده را به چنګ اوردیم . اګر چه نمی زیبد که این چنین سردار بزرګ و قهرمان کشته شود ، مګر من تحمل دو چشم این عقاب را ندارم . فلهذا هر دو چشمت ببخش . » ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۵۶ ـ ۵۷ مخونه ) . نادر د سیدال خان داسی ستاینه وکړه لکه پخوا چی فاتح چنګیز خان د مفتوح جلال الدین خوارزمشاه په حق کی کړې وه ( افتخارات افغان : ۹۶ مخ ) . نو یې امر وکړ چی دا قهرمان د سترګو د نعمت څخه محروم کړي ، هغه سترګی چی ټول عمر یې د افغاني لوړتیا له پاره غړولې د دښمن په سیخانو وختې .

نادر چی د سیدال خان سترګی وایستې ، ښکاری چی پر پښتنو یې ډیره بده اغیزه وکړه داسی چی ډیر کلونه یې په دې غم ژړلی دي . د زینب بنت میرویس خان ناره یې ښه انځوروي :

پښتنې لا د سیدال پر سترګو ژاړی …… نادر له قامه نور سپین ږیری غواړی

هو ، پښتنو په خپلو نارو کی دا خپل ستر نابغه او قهرمان داسی ستایلی دی :

زینبی ویل بل څوک نسته په هیواد کی ……. سیدال خان یو شین زمری و سیدال هم بندي نادر کیً په کلات کی

که خیال سو د نادر دغسی خیال سو ………. اوس به زر کندهار خلاص سی چی په دواړو سترګو ړوند جنګي سیدال سو

له ژړا د پښتنو په مخ سرپاږی

د سیدال سترګی نادر ایرانی کاږی

له زمریانو سوې خالی د هیواد درګې

نادر وکښې د سیدال میړنی سترګې

پښتنې لا د سیدال په سترګو ژاړی

چی نادر له کامه نور سپین ږیری غواړی

که ځاله زړه می دی د غمګي ځاله ……. ما ویل رابه سلیمان خیل سی اوس خبر سوم له ړند والی د سیداله

هو ، د سیدال خان په نیول کیدو او ړندېدو سره کندهار هم څه موده وروسته سقوط وکړ او نادر افشار د افغانستان واکمن سو ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۵۶ ـ ۵۷ مخونه ) .

سیدال خان چی ونیول سو ، ړوند کړه سو نو نادر وغوښته چی غلجي سره وشیندي . یو زیات شمیر یې د ایران خوا ته ولیږدول . سیدال خان او ناصران یې د کابل خوا ته ولیږدول چی بیا سیدال خان د خپل قوم سره پخپله د کوهدامن په شکردره کی میشته سو او وروسته هلته وفات او د سیاه سنګ په هدیره کی په ابدي خوب بیده سو . د سیدال خان څخه یو زوی پاته سو چی شیر محمد نومېدئ چی د هغه اولاد تر ننه هم پاته دي ( د خپلواکۍ لمرڅرک : ۲۹۳ مخ ؛ پټه خزانه : ۲۶۴ مخ ) .

نادر افشار د سیدال خان تر نیولو او ړندولو وروسته پر کندهار فشار نور هم سخت او شدید کړ . شاه حسین هوتکي لس میاشتی نور هم کلک مقاومت کاوه خو په حقیقت کی اوبه تر ورخ اوښتی وې ، یعنی څو پیښی رامنځته سوي وې چی د کندهار سقوط او د شاه حسین د تسلیمېدو سبب سوې :

لومړی ـ د بُست په کلا کی د افغانانو دفاعي قوه پای ته ورسیده او د ۱۱۵۰ هجري کال د محرم پر ۱۳ تسلیم سول .

دوهم ـ د نادري پوځ یوه برخه چی د سیستان د نیولو له پاره لیږل سوې وه ، فاتح سول او کندهار ته راغلل .

درېیم ـ د نادر افشار زوی ( رضا قلی خان ) د شمال افغانستان زیاتره ولایتونه ونیول ، حتی د بخارا د نیولو له پاره تر آمو هم ورپوری وت خو نادر اجازه ورنګړه څو چی بیرته بلخ ته راستون سو .

څلورم ـ د شاه حسین هوتکي لخوا د زمینداور افغان حاکم ندا خان هم د دیوان قلی بیګ افشار او یاربیګ سلطان په وړاندی خپل دفاعي قوت له لاسه ورکړ او د نوموړي کال د شوال پر لسمه مات سو .

پنځم ـ لکه چی پورته مو وویل د قلات کلا تر دوو میاشتو سختو جګړو وروسته د امام وردي بیګ لاس ته ورغله ، د شاه حسین زوی ( محمد ) او ستر سپهه سالار سیدال خان ناصر ونیول سول .

شپږم ـ تر ټولو مهمه دا چی د کندهار تکړه قوماندان اشرف خان توخي  زړه واچاوه او په شپه کی د دښمن اردو ته ورغی او تسلیم سو چی په دې سره کندهار سقوط وکړ .

( هوتکی ها : ۱۸۰ مخ ؛ از امیر کبیر تا رهبر کبیر : ۵۴ مخ ) .

شاه حسین هوتکي تر پنځلس کاله پاچهي وروسته مازندران ته تبعید سو او هلته د نادر له خوا په زهرو مړ سو چی ۱۱۵۱ هجري یا ۱۷۳۸ میلادي سنه وه ( د افغانستان لنډ تاریخ : ۵۱۶ مخ ؛ از امیر کبیر تا رهبر کبیر : ۵۵ مخ ) .

کله چی پر کندهار دا اور بل و ، او څوک نه وو چی د زابل ، پکتیکا او پکتیا پښتانه راټول کړی ( چی شاه حسین سخت ورته منتظر و ) نو ځکه ټولو پښتنو د خپل دغه غفلت بیه ورکړه ( د افغان ملی تاریخ : ۲۷۰ مخ ) .

په هر صورت ، سیدال خان ناصر د هوتکي واکمنۍ د ملا تیر و چی په اوج سره یې دا واکمني په موج کی وه ، خو په رکود سره یې هغې سقوط وکړ .

نن د دې ستر شخص او ملی اتل زیارت د هیواد پالو افغانانو مرجع دی او د وطن پالنی درسونه ترې اخلی . د ده د قبر لوحه دوه سوه اووه ویشت کاله وروسته په ۱۳۴۷ لمریز کال کی د علامه حبیبی لخوا د څو هیوادپالو افغانانو په نوښت ولیکل سوه او پرې نصب سوه .

یا الله ! د دغه زمري زړه زموږ په زړونو کی کښیږده او د ده سترګی هم زموږ د سر په کوپړه کی ! آمین ، ( نور بیا ).

 

د دې برخی مأخذونه :

۱ ـ درانی احمد شاه ، د اوسني افغانستان پلار ؛ ډاکټر ګندا سینګ ، ژباړن : د سر محقق مرستیال نصرالله سوبمن منګل ، دوهم چاپ ، دانش مطبعه ، کابل ، ۱۳۸۸ لمریز .

۲ ـ افغانستان در پنج قرن آخیر ؛ میر محمد صدیق فرهنګ ، انتشارات درخشش ، مشهد ، ۱۳۷۱ شمسی .

۳ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، اووم چاپ ، صدیقي خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .

۴ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی ، ( ۱۹۶۷ میلادی ) .

۵ ـ هوتکی ها ؛ عبدالرؤف بینوا ، مؤسسه انتشارات الازهر ، پشاور ، ۱۳۷۹ شمسی .

۶ ـ د خپلواکۍ لمرڅرک ، د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول ؛ الحاج امان الله هوتک ، دانش کتاب پلورنځی ، پیښور ۱۹۸۹ میلادي .

۷ ـ پټه خزانه ؛ د محمد هوتک بن داؤد ، دوهم چاپ ، کابل ، ۱۳۳۹ لمریز .

۸ ـ از امیر کبیر تا رهبر کبیر ؛ حضرت علامه عبدالحق مجددي و داکتر فضل الله مجددي ، چاپ دوم ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۲ شمسی .

۹ ـ د افغان ملی تاریخ ؛ قدرت الله حداد « فرهاد » ، د ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز ، پیښور ، ۱۳۸۳ لمریز .

۱۰ ـ افتخارات افغان ؛ دکتور عبدالحکیم طبیبی ، انتشارات بیهقی ، کابل ، ۱۳۵۲ شمسی .

( پنځمه برخه )

 

پای لیکنه

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۵ کال پنځمه ګڼه ( قوس ـ جدي ) ، پرله پسې ۷۸ ګڼه ، ۳۷ ـ ۳۹ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ د دې لړۍ په ابتدا ( یعنی لومړۍ برخه ) کی مو وویل چی سیدال خان ناصر یو سپهه سالار ، دیپلومات ، شاعر ، ملی مبارز ، قومی او سیاسی مشر او یو ولسي استاځی و . دا موضوعات په تیرو څلورو برخو کی تشریح او توضیح سول . خو اوس به یې مشخصأ او مختصرأ څو بیلګې ذکر کړو .

لومړی ـ د سپهه سالار په حیث : سیدال خان ناصر د حاجی میرویس خان ، شاه محمود ، شاه اشرف او شاه حسین هوتکي تر څنګ درېدلی او جنګېدلی دی . د دوی څلورو واړو د پوځي پلانونو ، پوځی عملیاتو ، مدافعو او تعرضونو مخکښ رول د ده سره وو . په ۱۷۰۹ کی د ګرګین د وژلو د عملیاتو څخه نیولې بیا په ۱۷۳۸ کی د کلات د کلا تر سقوط پوری دیرش کاله سیدال خان د څه نا څه ټولو پوځي عملیاتو مشري کوله . نو ځکه هغه د هوتکي دورې د ابتدا څخه تر انتها پوری د دې کورنۍ او واکمنۍ د ملا تیر جوړاوه . یعنی د ده په بریا سره هوتکي شاهنشاهي غوړېدلې وه خو د ده په سقوط سره هغې سقوط وکړ .

دوهم ـ د یو تکړه دیپلومات په حیث :  سیدال خان د ۱۷۲۹  د فبرورۍ پر ۲۴ د « رشت » په ښار کی د افغانستان او روسیې تر منځ  یو تړون لاسلیک کړ چی له مخي یې درې ولایتونه ( ګیلان ، مازندران او استرآباد ) بیرته د ایران مربوط سول . د دې خبرو اترو سلسله او د قرارداد متن د سیدال خان په ذریعه او مشارکت سره اجرا سول . د عثماني ترکیې سره هم د ده دیپلوماتیک رول مرکزي اهمیت درلود . په ۱۷۲۶ او ۱۷۲۷ کی د ده د هاند او زیار له امله استانبول شاه اشرف رسمأ د ایران د پاچا په حیث ومانه . دا د سیدال خان د توری او دیپلوماسۍ برکت و .

درېیم ـ د یو ادیب او شاعر په توګه : سیدال خان مخکی له دې چی په جګړو کی بوخت سی ، شعرونه ویل او د عشق سندری یې کښلې چی پټی خزانې یې یوه په زړه پوری سندره اقتباس کړې هم ده چی ښه ادبي تومنه لری . خو وروسته چی په جګړو کی مصروف سو نو شعر ویلو ته یې خورا لږ وخت درلود . یعنی نظامي فعالیت یې ادبي فعالیت تر ډیره حده تحت الشعاع کړ .

څلورم ـ د ملی مبارز په حیث : سیدال خان ناصر د ګرګین تر وژلو مخکی د میرویس نیکه سره په دواړو ملی جرګو کی فعال غړی و . ده د صفویانو څخه د هیواد او ملت د خلاصون له پاره پرله پسې او نه ستړې کیدونکې مبارزه کوله . د ملت مستقیمه سلا مشوره ورسره وه او له همدې برکته یې په دواړو ملی جرګو کی بنسټیز رول ولوباوه .

پنځم ـ د قومي او سیاسی مشر په حیث :  سیدال خان د میرویس نیکه د پاڅون سره سم د یو قومی او سیاسی مشر کرادار ادا کړی دی . پخپله حاجی میرویس نیکه « واڼه » ته ورغی او ټول ناصران یې په « زاوه » کی د سیدال خان ناصر کور ته راوبلل او یوه جرګه یې دایر کړه چی په څه ډول ګرګین باید ووژل سی او هیواد آزاد کړی ( دا څلورمه ملی جرګه وه ) . له دې ثابتیږی چی سیدال خان له هماغه پیله یو قومي او سیاسی مشر و .

شپږم ـ د ولسي استاځی په حیث : سیدال خان د حاجی میرویس خان سره په ټولو ( پنځو ) ملی جرګو کی برخمن او خورا فعال و . ده په هره جرګه کی په خاص ډول د ناصرو او په عام ډول د پښتنو استاځیتوب کاوه . د هر چا د بشپړ درنښت وړ او پر ولس ګران و . حتی وروسته په اصفهان کی هم بیلا بیل پښتانه په انفرادي او ډله ییزه توګه د ده له پاره له افغانستانه هلته ورتلل او په پوځ کی درېدل . دا د ملت په زړونو کی د ده محبوبیت ثابتوي چی جزیًیات یې په تیرو برخو کی ذکر سوي دي .

په هر صورت ، د پورته مختصر وضاحت څخه ښکاری چی سیدال خان ناصر د افغان تاریخ  یو ستر شخص ، یو ملی قهرمان ، یو مدبر عالم او یو ممتاز ملي مشر و .

هغه د نرم دلۍ ، بهادرۍ او وفادارۍ سمبول هم بللی سو چی دا هر څه یې عملأ ثابت کړي دي . وګوری سیدال خان د لومړي پیل څخه د میرویس خان ، شاه محمود ، شاه اشرف او شاه حسین هوتکي سره اوږه پر اوږه درېدلی او په هره برخه کی یې خپل غیرت ، شهامت او محبت ښودلی دی . دغو څلورو واکمنانو هم ده ته په درنه سترګه کتلی دي .

پر سیدال خان د هوتکي کورنۍ خپل منځي اختلافونو اغېز نه درلود او خپله دنده یې بلله چی د هر هوتکي واکمن تر مشرۍ لاندی د هیواد خپلواکي او واکمني وساتی . نو ځکه د دې واکمنۍ په وروستیو کی یې د خپل ژوند د خطر په بیه د شیراز څخه د شاه اشرف د فرار زمینه مساعده کړه او ځان یې کندهار ته راورساوه او د نادر افشار په مقابل کی یې د شاه حسین هوتکی په لښکرو کی د عمومي قوماندان په حیث د هیواد دفاع کوله او په هر سنګر کی چی به دښمن برید کاوه ، دئ به یې مخي ته د دفاع سپر و . دا د ده غیرت ، شهامت او شفافیت و چی بالاخره نادر افشار هم اعتراف وکړ ، ویې نه واژه بلکی ړوند یې کړ .

په شاهي کورنۍ کی که هر څو کورنۍ شخړی پیښي سوي دي ، سیدال خان نه دی پکښی متهم سوی . د هوتکو په دیرش کلنه واکمني او زمامداري کی ، څه په خارج کی څه په داخل کی ، نه د خپل نه د پردي هیڅ ډول تهمت پر ده نه دی ویل سوی .

په ټولو ایراني کتابونو کی په نورو افغانانو پوری ډول ډول تهمتونه ( لږ یا ډیر ) ویل سوي دي . مګر پر سیدال خان باندی هیڅ ډول تور او تهمت نه د ظلم ، نه د شوکې او نه د یوې بلی بدي سوی دی . حال دا چی ده په ټولو جګړو کی اساسي او مرکزي رول درلود .

که څوک ښه ورته ځیر سی ، فکر نه کوم چی داسی شخص په دې دوو پاچهیو لکه افغانستان او ایران کی بې تاوانه پاته سوی وی او هیڅ تور داغ دې د ده پر لمن نه وی لګېدلی . خو یوازینی افغان چی د داسی ترټنو ، تهمتونو او تورونو څخه خلاص و ، همدا سیدال خان ناصر و .

د سيدال خان ناصر قبر چي د کابل په شکردره کي پر يوه شاړه مځکه دفن سوى دى.

نن دغه ستره هستي د شکردرې د سیاه سنګ په هدیره کی ابدي خوب کوی . پر ما د دغه ستر انسان او ستر قهرمان حق و چی حق یې ادا کړم . هیله ده چی په دغو پنځو برخو کی می اقلأ همدا کار کړی وی چی د ډیرو کلونو راهیسی می یو آرمان و او دا دی نن پوره سو . خو د ملت او دولت څخه می هیله ده چی کوم حربی پوهنتون ، یا حربی ښوونځی ، یا کومه پوځي اکاډمي ، یا د بګرام پوځي ډګر ، یا اقلأ په کابل ، زابل او کندهار کی کوم علمی مرکز یا لوی سړک ( های وې ) یا بل مهم جوړښتون د سیدال خان ناصر په نوم مسمی کړی تر څو د دې ستري هستۍ یاد تلیاد وی .

الله دی سیدال خان ناصر د ټولو مرحومینو او شهیدانو سره د جنت الفردوس ابدي میلمه کړی ، آمین . والسلام ( نثار احمد صمد واصفی ) .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!