منډيګک
افغان تاريخ

لویه ادې

0 24

 

 

 

 

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۶ کال درېیمه ګڼه ( اسد ـ سنبله ) ، پرله پسې ۸۲ ګڼه ، ۲۰ ـ ۲۴ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ لویه ادې د افغانستان په تاریخ کی یوه پتمنه او غیرتمنه میرمن وه ، چی د اتلسمی پیړۍ په آخره او د نولسمی پیړۍ په شروع کی یې ژوند کاوه . دا د سردار پاینده محمد خان میرمن او د وزیر فتح خان مور وه .

لویه ادې د بارکزي  کلان خان  لور او د منصورخان بارکزي خور وه چی یو وخت د سِند په ښکارپور کی حاکم و . دا میرمن د پښتون جنرال وزیر فتح خان ، چی د محمد زو د کورنۍ مؤسس دی ، مور وه چی افغان ملت ته یې یو داسی له غیرت او پښتني احساساتو څخه ډک زوی وړاندی کړی دی چی د توریالیتوب په اثر هر پښتون ته ورتیر او سترګي یې په پورته دي ( پښتنې میرمني ۱۴۷ ـ ۱۴۸ مخونه ) .

لویه ادې په هوښیارۍ او دلاورۍ کی تر خپل میړه پاینده محمد خان کمه نه وه . دې اصلأ د ګرشک او نادعلي په یوې شتمني کورنۍ پوری اړه درلوده . د نادعلی کلا د لښکرګاه لویدیځ ته یو پیژندل سوی ځای دی . د دې ځای نړېدلې کلا د « ادې کلا » نومیږی . د ګرشک و جنوب ته په پنځلس کیلومترۍ کی مالګیر واقع دی چی هلته هم د « ادې باغ » سته چی نړیدلي دیوالونه یې تر اوسه هم پاته دي ( د وزیرفتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي دولت کی ۱۰۲ مخ ) .

سردار پاینده خان لس ودونه کړي وو . لومړۍ ښځه یې محمدزۍ ( نصرت خېله ) وه چی همدا لویه ادې ده . پاینده خان یوویشت زامن لرل . د زامنو د جملې څخه یې فتح علی خان ( وزیر فتح خان ) ، تیمورقلي خان او محمد عظیم خان سکه وروڼه او د لویی ادې زامن وو ( کندهاري وروڼه ۹ مخ ) .

لویی ادې علاوه پر هغه چی زوی ته یې په خپلو پاکو شیدو کی د پښتونوالي او وطن دوستۍ درس ورکاوه ، پخپله یې هم د یوه ملی قاید په څیر فکر درلود او خدمتونه یې کول .

همدا باعث و ، چی لکه اعلیحضرت احمد شاه بابا چی د « بابا » او زرغونې انا د « انا » لقب ګټلی و ، دې میرمنی هم د پښتنو په زړو کی ځای نیولی او ټول ملت د موروالي په حق ورته قایل سوي او دا یې « لویه ادې » وبلله ( پښتنې میرمني ۱۴۸ مخ ) .

خلک وایی : کم وخت چی وزیرفتح خان فراره و ، نو یو وخت په پټه کابل ته راغی او یوه ډوډۍ والا ( نانوای ) ته ودرېد ، دې ډوډۍ والا چی به دوې ډوډۍ له تناره څخه راوایستلې پر دریمه به یې ویل چی دا یې د ادې !

وزیرفتح خان پوښتنه ځنی وکړه چی :« ادې څوک ده ؟ »

هغه وویل :« چی ادې لویه ادې ده چی د وزیرفتح خان مور ده . »

مقصد دا دی چی لویی ادې د ملت په زړونو کی دومره نژدې والی او قربت میندلی و ، چی نانوای لا هم دریمه ډوډۍ د دې په نامه ورکوله ( پښتنې میرمني ۱۴۸ مخ ) .

په هر صورت ، د وزیرفتح خان پلار ( سردار پاینده خان ) د شاه زمان له خواپه ۱۷۹۸ کی ووژل سو چی دا مهال فتح خان ۲۱ کلن و . دئ په خپلو ۲۱ وروڼو کی تر ټولو مشر و .

هغه مهال چی خلکو د سدوزي شهزاده ګانو تر منځ د جنګ د پایلو په هکله خبر نه درلود ، نو دغه غیرتمني ښځي خپله بوغره ( برقع ) واغوستل او توره یې تر ملا وتړل ، پر آس سپره سوه ، د ښار پر زندان یې برید وکړ او د شاه زمان اته کلن زوی ( قیصر ) یې له زندانه آزاد کړ ، بیرته یې د حکومت پر یوې چوکۍ کښېناوه . په دې توګه نوموړي پتمني ښځي د شاه زمان سره خپل ملاتړ وښود . د قیصر د آزادولو خبر یې د جارچي پواسطه د خلکو تر غوږونو ورساوه ( د وزیرفتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخی رول په سدوزي دولت کی ۱۰۲ مخ ) .

دې غیرتي میرمنی همدارنګه د جنګ د پایلي تر معلومیدو پوری د ښار امنیت ته پاملرنه وکړل چی په غلا او چپاول لاس پوری نسي . یو ځل دې ته خبر ورسیدی چی د دې زوم مرتضی خان غواړی چی په ښار کی تجارتخانې او دکانونه چور کړي . لويي ادې هغه د دې کار څخه منع کړ او اخطار یې ورکړ چی که دا کار وکړي نو سر به یې پرې کړي . هغه د دې خبري ته غوږ ونه نیوی او په چور یې لاس پوری کړ . لویې ادې هم حمله پر وکړه او په توره یې داسي وواهه چی له مځکي راپورته کیدای نسو . وروسته یې زندان ته واچاوه . په پای کی یې د یوه روحاني سړي عبدالستار په شفاعت هغه وبخښی او د زندان څخه يې راوایست ( هماغه مأخذ ) .

څو ورځی وروسته شاه زمان د خپل لښکر سره د کندهار ښار ته ننوت . خو کله چی یې د همایون په جنګ کی خپل وړوکی زخمي سوی زوی ( قیصر ) ژوندی ولیدی ، نو ډیر خوشحاله سو . د لویی ادې څخه یې مننه او هغې ته یې درناوئ وکړ . قیصر یې بیا هم په کندهار کی پریښود ( هماغه ۱۰۳ مخ ) .

د پاینده خان تر وژل کیدو وروسته یې زوی فتح خان د خپلو اکا زامنو او نورو ملګرو سره له کندهاره ګرشک ته وتښتېد . دغه وژنی د بارکزو سیاسی فعالیتونه سره منسجم او پیاوړي کړل او وزیرفتح خان ته یې د افغانستان په سیاسی مقدراتو کی د لاس لرلو پراخه زمینه برابره کړه . د ده د تدبیر او زړه ورتیا له برکته شاه محمود د پاچهۍ تخت ته ورسیدی ( ۱۸۰۰ میلادي ) . خو د شاه محمود د زوی شهزاده کامران په لاس ( په ۱۲۳۳ هجري کی ) په هرات کی نوموړئ مدبر وزیر په سترګو ړوند کړای سو . دې کار د وزیرفتح خان شل وروڼه دونه وخښمول چی خپلی قبیلې ته یې د پاچهۍ له لیږلو پرته په بل هیڅ راز جبران غاړه نه ایستله ( کندهاري وروڼه ۱۷ مخ ) .

په هر حال ، کله چی کامران په هرات کی د ایران د پاچا په لمسون وزیر فتح خان په سترګو ړوند کړ ( ۱۸۱۸ میلادي ) ، نو د ړانده وزیرفتح خان وروڼه د انتقام په لټه کی سول . شهزاده کامران هم ډیر ژر د وزیرفتح خان د وروڼو د نیولو په لټه کی سو او خلک یې د هغوی په نیولو پسی ولیږل . خو هغوی فراره سول او یوازی پردل خان یې ونیوی او بندی یې کړ چی ناروغ و . نور وروڼه په نادعلی کی د فتح خان مور ( لویی ادې ) ته ورغلل او هلته یې د محمود او کامران پر ضد د اقداماتو ترتیبات ونیول ( افغانستان در قرن نزده ۲۹ مخ ) . له دې څخه معلومیږی چی لویی ادې څومره سیاسی بصیرت او لیاقت درلود .

لویی ادې خپلو زامنو او بنزیانو ته  د محمود او کامران پر ضد  لازمی لارښوونی وکړې او هغوی یې د سدوزو څخه بارکزو ته د سیاسی واک د انتقال له پاره وهڅول او وپوهول څو چی باالاخره د سدوزیانو څخه بارکزیانو ته د سلطنت انتقال د لویی ادې د سیاسی بصیرت له برکته عملي سو ( عین الوقایع ۱۶ مخ ) .

د وزیر فتح خان ړندولو چی د هغه وروڼه وخښمول ، نو دوست محمد خان ( وروسته امیر دوست محمد خان ) په ۱۸۱۸ کی د پیښور له خوا کابل ونیوئ او ویې غوښته چی پلار او زوی ( شاه محمود او شهزاده کامران ) ته د خپل مشر ورور د ړندولو سزا ورکړی او هم یې له واکه بې واکه کړی خو پوځیان یې لږ وو یعنی درو یا څلورو زرو کسو ته رسیدل .

کامران د هرات څخه او محمود د کندهار څخه د یو لوی لښکر ( یعنی دیرشو زرو پوځیانو ) سره مخ پر کابل وخوځېدل تر څو دوست محمد خان مغلوب کړی . هغوی د ځانو سره ړوند وزیر فتح خان هم د اسیر په توګه را روان کړی و چی په وردک کی دواړه پوځونه سره مخامخ سول . کامران و فتح خان ته وویل چی خپلو وروڼو ته پیغامونه ولیږه چی د ښورښ او جنګ څخه پر شا سی . خو فتح خان د ده خبره و نه منل . وروسته احسان فراموش محمود خپل حضور ته وباله ( احسان فراموش ځکه چی محمود د فتح خان په تدبیر او توره پاچهۍ ته رسیدلی و ) او همدا غوښتنه یې ورڅخه وکړه .

فتح خان په ځواب کی ورته وویل چی تر ړندېدو وروسته اختیار نلرم او نه غواړم چی د هیواد په چارو کی مداخله وکړم او خپل وروڼه د خپلو افکارو څخه راوګرځوم . کله چی شاه محمود ورته وویل چی زه به ستا وروڼو ته وزارت او حکومت ورکړم نو فتح خان یوه زهرجنه خندا وکړه او داسی ځواب یې ورکړ : « ته هغوی ته د داسی شي وعده ورکوې چی مخکی لا ستا له لاسه وتلی دی او حتی یو ړوند شخص هم کولای سي چی په لږ قوت سره هغه د ځان کړی . دا فکر دې باید زما تر ړندولو مخکی کړی وای…..

ما اوس د هر شي څخه زړه پرې کړی دی او خپل مقدرات ، که هر څه هم وی ، پر سر او سترګو منم . » ( افغانستان در قرن نزده ۳۲ مخ ؛ پښتانه د تاریخ په رڼا کی ۷۴۴ مخ ) .

په دې خبره بزدل شاه محمود نور هم وخښمېد او د خپل محسن وزیر فتح خان د وژلو حکم یې وکړ . د دې له پاره چی د ده په قتل سره یې د بارکزایی وروڼو او نورو دراني سردارانو اړیکی د تل له پاره خرابي کړي وی او بیا هیڅکله یو موټی نسی ، نو امر یې وکړ چی ټول دراني سرداران دې هغه ټوټه ټوټه کړی . همداسی هم وسوه . اول ګوزار کامران پر وکړ . هر یوه یې د بدن یوه یو حصه ځنی پرې کوله او بیا یې په ژوندوني پوست او بیا ټوټه ټوټه کړ . د هغه د بدن دا ټوټې یې په بوجۍ کی واچولې او دا بوجۍ یې د ځان سره ګرځوله . پر اوومه ورځ چی د فتح خان د وروڼو دا غوغا سړه سوه نو بیا یې په غزني کی د شیخ رضی الدین علی لالا په زیارت کی ښخ کړ ( هماغه مأخذونه ) .

فتح خان دومره قوي روحیات لرل چی د دې ټوله وحشیانه ظلم پر مهال یې تر خوله هیڅ ډول ږغ ، حتی « اوف » هم نه دی راوتلی او دا ټول ځناورتوب او بربریت یې وزغمی څو چی په شهادت ورسید  .

لویه ادې چی د فتح خان په مرګ خبره سوه ، تر هر څه دمخه یې دا پوښتنه وکړه : فتح چی یې واژه ، « آه او واخ » یا نور څه بد حالي خو به یې نه کوله ؟

قاصد وویل : یا ، بالکل بې پروا و .

لویی ادې وویل : اوس می نو خپلی شیدې ورپلي کړي دي .

د دې دا جمله د یو عالم پښتونوالي او لوړهمتۍ نښه ده ، چی د خپل زوی مرګ او نیمه خوا کېده یې هیر دي ، دمخه تر هر څه د ده د « آه او واخ » پوښتنه کوی ( پښتنې میرمني ۱۴۹ مخ ) .

سبحان الله ! دا څومره غیرتمنه مور ده او ښایی تاریخ یې خورا کم سارئ ولری . لوی او مهربان خدای دې یې د خپل شهید میړه او شهید زوی په شمول د جنت الفردوس ابدي ساکنه کړی .

مشهور تاریخپوه « فیریر » د فتح خان د فوق العاده استقامت او جرأت په هکله داسی لیکی : « په دې ټول وخت کی د دې هولناکو دردونو او عذابونو په دوران کی د سردار فتح خان د خولې څخه اوف غوندي ږغ هم و نه ختی ، نه یې ژړا او واویلا وکړه . بلکی د هغه د ضمیر پاکوالي هغه ته فوق العاده تسکین او د ده جرأت ده ته غیرمعمولي استقلال وربخښلی و . » ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی ۷۴۵ مخ ) .

په هر صورت ، د وزیر فتح خان وژنه د افغانستان د مابعده سختو بحرانونو او مصیبتونو مقدمه سوه چی پر هیواد او سلطنت باندی د سیکانو ، ایرانیانو ، انګریزانو او نورو له لاسه نازل سول . د ده په مړینه سره د پښتنو پر امیدونو باندی د تل له پاره یخي اوبه توی سوې او هغوی د فعالو قومونو په صف کی له درېدو څخه محروم سول . له دې وروسته د افغانستان پر وسیع سلطنت باندی د هر طرف څخه چپاوونه او بریدونه پیل سول . مفتوحه سیمی او صوبې چی په کوم انتظام او ضبط سره ساتل سوي وو ، د ده په شهادت سره یوه یوه د افغاني واکمنانو له لاسه ووتله . لومړی کشمیر ولاړی ، بیا سِند ترې واخیستل سو او بیا د پښتنو خپله علاقه د سند د قبلې خوا ته عین تر جمرود پوری ولاړه . تر هغه وروسته د پښتنو ملک د بر سوات څخه تر باجوړه او د باجوړ څخه د شال او کلات تر غرونو پوری ټولی غرنۍ او میداني سیمی له لاسه ووتلې ( د پښتنو تاریخ ۲۱۱ مخ ) .

په هر حال ، دوزیر فتح خان تر وژلو وروسته لویی ادې خپل نور ټول زامن او بنزیان د لوی اختر په ورځ راټول کړل او کیچړی یې پوخ کړی و ، چی تر همدې کیچړي خوړلو وروسته د وزیر فتح خان د انتقام اخیستلو په عزم ټوله ملاوي تړي او لویه ادې د پښتونوالي مراسم  « ډبره ایښوول » پر ځای کوی څو له دې ځای څخه د محمد زو د کورنۍ د سلالې تشکیل جوړیږی او څه موده وروسته پاچهي د سدوزو د کورنۍ څخه د محمد زو کورنۍ ته نقل کیږی .

ګواکی د محمد زو کورنۍ ته د پاچهۍ د رانقلولو محرکه او پاڅوونکې « لویه ادې » بلله کیږی . اوس له هغې ورځي راهیسی محمد زي د تبرک له پاره په هر لوی اختر کیچړی پخوي او دا کیچړی د « لویی ادې کیچړی » بولي ( پښتنې میرمني ۱۴۹ مخ ) .

د لویی ادې د اختر کچړی د نیک شګون په حیث  تر اوسه د محمدزو په کورنیو کی رواج دی . په دغه ورځ د کور ټول زاړه او واړه د دسترخوان پر شا وخوا حاضریږی ، خپل ورځني مشکلات یو د بل د مفاهمې له لاری په اتفاق او ورورګلوۍ رفع کوی . وایی چی د همدغه کچړي د فلسفې پر بنسټ د وزیر فتح خان غچ د شهزاده کامران او سدوزو د نورو کورنیو د غړو څخه واخیستل سو او د دې په اراده او پوهي د دې زامنو ته د ولس ملی او اداري چاري وسپارلي سوې ( د کندهار مشاهیر ۱۸۸ مخ ) .

هو ، دا هغه غیوره او نجیبه پښتنه وه چی د خپل وخت د ولسي چارو د ښیګڼو او پښتني عالي اخلاقو د خوندي کولو په لار کی یې د توجه وړ مداخلې کړي دي . مخصوصأ د خپل زوی وزیر فتح خان د بریالي کیدو او هسک شخصیت په جوړولو کی د دې تربیه د یادوني وړ ده او زوی ته یې تل د میړانی ، لویو پښتني او اسلامي سجایاوو او شعایرو ساتلو له پاره د یوې پوهي او ننګیالۍ میرمنی په څیر درسونه ورکړي دي .

لکه څنګه چی د نیکه او بابا نوم په پښتني ټولنه کی دروند دی او په آسانه نه حاصلیږی همدا شانی د ادې په تیره بیا د لویی ادې نوم هم محض نه ګټل کیږی تر څو چی واقعأ د ټول کام او ټبر د ادې حیثیت پیدا نکړی ( هماغه مأخذ ) .

لویه ادې سربیره پر دې چی غیرتي او زړه ور زامن یې وروزل ، یوه مدبره اوسیاسی ښځه وه . په سخاوت او د غریبانو سره په مرسته کولو کی یې شهرت درلود او خلکو هغې ته ځانګړې عقیده درلوده او د ټولو په زړونو کی یې ځای درلود ( په افغانستان کی د ښځو د ښوونې او روزنې تاریخي بهیر ۱۴۸ مخ ) .

دا لا څه ، لویه ادې د عالي همت او هیواد پالنی د ژورو احساساتو سمبول ده او د سیاسی کارنامو له مخي هغه نه یوازی د محمد زیو د سلسلې بنسټ ایښودونکې پیژندلی سو ، بلکی د خپل میړه له پاره ښه مشاوره او د خپلو زامنو سره د هیواد په چارو کی پوهه لارښوونکې وه ( نقش زنان افغان از اواخر قرن هژده الی قرن نزده ۵۲ ـ ۵۳ مخونه ) .

ښه ، د پورتنیو څرګندونو څخه ثابتیږی چی لویی ادې د عنعنوي او ملی ښوونی روزنی او په ولسي ښونځیو کی څومره لوړه ملی او سیاسی پوهه او تجربه حاصله کړې وه . نو بیله شکه د لویی ادې تعلیمي ، عاطفي او سیاسی کار د هیواد د بچیانو  په ښوونه او روزنه کی خورا لوړ مقام او رول درلود .

د دې په نوم ډیری خیریه مؤسسې او نېک شګونونه موجود وو چی په دې لړ کی په زمینداور ، نوزاد او نورو ځایونو کی تر اوسه د ادې په نامه کلاګانی ، ویالې او مسجدونه سته . د ګرشک د نجونو لیسه تر ننه د لویی ادې په نوم یادیږی او هیله ده چی د دې اتلي او وتلي ادې په نوم ځینی واټونه ، تعلیمي څانګی ، خیریه مؤسسې او نور ځایونه مسما کړای سی تر څو حق یې اقلأ ادا سوی وی . رحیم او کریم خدای دی زموږ ټوله ملی مشران وبخښی ، آمین .

یادونه : د دې لیکنی له پاره زما ګران دوست او د « لویی ادې » منور او فاضل لمسي ښاغلي فرید میوندي ځینی مأخذونه په اختیار کی راکړل چی د الله تعالی څخه بری او سرلوړی ورته غواړم . والسلام.

د دې لیکنی اړونده مأخذونه :

۱ ـ کندهاري وروڼه ؛ محمد معصوم هوتک ، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ، کندهار ، ۲۰۰۹ .

۲ ـ پښتنې مېرمني ؛ عبدالرؤف بېنوا ، دوهم چاپ ، د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست ، ۲۰۰۹ .

۳ ـ افغانستان در قرن نزده ؛ سید قاسم رشتیا ، چاپ سوم ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی .

۴ ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کښی ؛ سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، ( شپږم چاپ ) ، پیښور ، ۲۰۰۶ .

۵ ـ د پښتنو تاریخ ، لومړی ټوک ، درېیم چاپ ؛ قاضی عطاالله خان ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، پیښور ، ۲۰۱۲ .

۶ ـ د کندهار مشاهیر ؛ محمد ولی ځلمی ، دوهم چاپ ، حبیب الله حمدالله صحافان او کتب فروشان ، ارګ بازار ، کندهار ، ۱۳۴۹ لمریز .

۷ ـ تاریخ سلطانی ؛ سلطان محمد خان بارکزایی درانی ، بمبیً ، ۱۲۹۸ هجری ( ۱۸۸۱ میلادي ) .

۸ ـ د وزیر فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخی رول په سدوزي دولت کی ؛ کاندید اکادمیسن محمد اعظم سیستانی ، ژباړونکي : پوهنمل حاجی محمد نوزادي او رحمت آریا ، هلمند ادبي بهیر ، ۲۰۱۳ .

۹ ـ عین الوقایع : تاریخ افغانستان در سالهای ۱۲۰۷ ـ ۱۳۲۴ ق ؛ محمد یوسف ریاضی هروي ، تهران ، ۱۳۶۹ شمسی .

۱۰ ـ په افغانستان کی د ښځو د ښوونې او روزنې تاریخي بهیر ؛ محققه ساهره کریمی شریف ، دانش کتابخانه ، پیښور ، ۱۹۹۹ .

۱۱ ـ موقف و نقش زنان افغان از اواخر قرن هژده الی قرن نزده ؛ معصومه عصمتي ، د افغانستان د علومو اکاډمی ، کابل ، ۱۳۶۵ شمسی .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!