منډيګک
افغان تاريخ

« جیش الفنا » او « جیش الطواویس »

0 39

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۶ پنځمه ګڼه ( لیندۍ ـ مرغومی ) ، پرله پسې ۸۴ ګڼه ، ۸ ـ ۱۱ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان په یو ډیر حساس څلور لارې کی موقعیت لری . دا چوک د پیړیو پر اوږدو د بډایو کلتورونو ، خونړیو یرغلونو او سوداګریزو تېرېدنو محراق و . په لرغونې زمانه کی د « ورېښمو لاره » وه ، او په منځنیو پېړیو کی د امپراتوریو د جوړېدنی ، تیرېدنی او نړېدنی لاره وه . نو افغانستان هغه هیواد دی چی تاریخ یې همیشه د جغرافیې تابع پاته سوی دی .

په هر صورت ، افغانستان ته د اسلام سپېڅلی دین لومړی د دوهم خلیفه حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال را رسېدلی دی . د اسلام دغه نوراني څپې له درو خواوو راغلي دي چی هغه شمال ، لویدیځ او جنوب ختیځ دی . د شمال د جبهې مر کز د خلفای راشدینو پر مهال نیشاپور و خو د امویانو پر مهال مرو و . د لویدیځی جبهې مرکز د سیستان مرکز یعنی زرنج و . خو د جنوب ختیځ محاذ چی بلوچستان او کښتنی سِند وو ، ټاکلی مرکز نه درلود ( افغانستان درمسیر تاریخ ـ ۷۱ او ۷۲ مخونه ) .

اسلامي لښکر

دا ټولی سیمی څو څو واره لاس پر لاس سوي دي ، خو په هره نیونه کی ګڼ شمیر افغانان مسلمانېدل . په دې ډول د کافرانو شمیر تدریجأ لږېدئ او د مسلمانانو تعداد ډیرېدئ څو چی تر دوو سوو کالو وروسته زموږ نیکه ګان ټوله « تسلیم » یعنی په اسلام مشرف سول .

په دې ارتباط یوه تاریخي قصه ډیره په زړه پوری ده . په لومړي ځل د حضرت عمر (رض) د خلافت پر مهال د عربو لښکر د مکران له لورې د پښتنو سیمو ته نژدې سو . خبریال حضرت عمر (رض) ته څرګنده کړه چی داسی ځای ته رسیدلي یو چی « سیمی یې غرنۍ ، خلک یې میړني ، میوه یې خوندني ، اوبه یې څربنې دي ».

حضرت عمر (رض) ورته وویل چی سجع وایې که خبر ؟

هغه وویل چی سجع نه وایم ، خبر دی .

حضرت عمر (رض) وفرمایل : نو دغې سیمی ته وړاندی مه ورځیً ( د افغان ملی تاریخ ، لومړی جلد ، ۸۷۸ ـ ۸۷۹ مخونه ) .

همداسی هم وسوه ، یعنی اسلامي سوقیات همدلته ودرېدل . خو د حضرت عمر (رض) تر شهید کېدلو وروسته بیا پیل سول چی درانه تلفات یې وزغمل خو بریمن او سوبمن سول .

په هر صورت ، د افغانستان بیلابیلی سیمی به عربو ( یعنی مسلمانانو ) فتح کولې خو ځایی افغانانو به څو میاشتی یا څو کاله وروسته بیرته نیولې . دا مبارزه ، مجادله او جګړه په ځینو برخو ( خصوصأ لویدیځ ) کی آن دوې پیړۍ همداسی روانه وه .

د لومړۍ هجري پیړۍ په دوهمه نیمایی کی د مسلمانانو دوه لوی پوځونه دلته راغلي او جنګېدلي دي . لومړنی یې جیش الفنا او دوهم یې جیش الطواویس و . اوس به دواړه مختصرأ وپیژنو .

لومړی ـ جیش الفنا

په ۷۳ هجري کی د اموي واکمن عبدالملک بن مروان له خوا حجاج بن یوسف ثقفی ، چی ډیر ظالم او سخت زړئ انسان و ، د عراق او خراسان لوی آمر وټاکل سو . حجاج هم امیه بن عبدالله د سیستان حاکم کړ او هغه خپل زوی عبدالله بن امیه سیستان ته راولیږئ . هغه په ۷۴ هجري کی سیستان ته راورسېد او بېله ځنډه یې د رتبیل سره د جنګ اعلان وکړ ( رتبیلان یوه شاهي سلسله وه او همدا یې لقب و خو پاچهان به یې بیل بیل واکمنېدل چی هر یوه ته به یې رتبیل وایه ) .

رتبیل هم له مجبوریته سولی ته حاضر سو او یو ملیون درهمه یې ومنل او روغه وسوه . څلور کاله آرامي وه . بیا حجاج په ۷۸ هجري کی عبیدالله بن ابی بکره د سیستان حاکم کړ.

عبیدالله بن ابی بکره د یو لوی پوځ سره راغی او د حجاج څخه یې امر اخیستی و چی پر رتبیل به شدیده حمله کوی . خو رتبیل هم ښه خبر او چمتو و . په بُست کی سخت جنګ پیل سو چی په ترڅ کی یې دوه غښتلي او مشهور قوماندانان ( شریح الحارثی او عبدالله بن عباس ) شهیدان سول . جګړه اوږده سوه او د مسلمانانو پوځیان ډیر وږي او تږي وو . کله چی پسله اوږدې وقفې څخه ډوډۍ تهیه او هغوی ته ورکړه سوه نو خورا ډیره یې وخوړل چی له امله یې اکثره پوځیان مړه سول . لږ پوځیان چی پاته سول ، نو هغوی ته یې لومړی غوړي ورکړل او بیا یې په کراره کراره ډوډۍ خوړلو ته وبلل . په دې ډول د دې لوی پوځ ستره برخه له منځه ولاړه ، یا ووژل سول او یا هم مړه سول . ځکه نو عربو دغه پوځ « جیش الفنا » یعنی پوپناه سوی پوځ وباله ( تاریخ سیستان ـ ۱۱۱ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام ـ ۲۰۰ مخ ؛ د افغانستان تاریخ ۶۷ مخ ) .

حجاج نور هم وخښمېد او پوځ یې ښه اکمال او وسلوال کړ . رتبیل هم مخته راغی او په بُست کی سخته جګړه پیښه سوه . رتبیل کرار کرار شاتګ کاوه او د عبیدالله پوځونو تعقیباوه څو چی کابل ته نږدې سول او د عبیدالله پوځ یې د غرونو درو ته ننه ایست او محاصره یې کړ . عبیدالله مجبور سو چی اووه لکه درهمه رتبیل ته ورکړی . دا لا څه ، د هغه دا شرط یې هم له مجبوریته ومانه چی خپل درې زامن ( نهار ، حجاج او ابی بکره ) به د یرغملو په توګه رتبیل ته ورلیږی تر څو بیا د رتبیل سره جنګ ونکړی . عبیدالله مجبورأ همداسی وکړه ، او په دې ډول یې خپل پاته پوځیان راخلاص کړل څو چی د بُست په دښت کی د لوږي او تندی څخه مړه سول . پخپله عبیدالله دومره غمجن سو چی د غوږ د درد له امله په ۷۹ هجري کی مړ سو او په همدې بُست کی خاورو ته وسپارل سو ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۲۰۱ مخ ) .

په دې ډول دغه لوی اسلامي پوځ د مسلسلو جګړو ، ستړیاوو ، تکلیفونو او لوږو له امله کمزوره او د سختو تلفاتو سره مخامخ سو . آن ټوله قوماندانان یې هم له منځه ولاړل نو ځکه یې تباه سوی او پوپناه پوځ ( یعنی جیش الفنا ) وباله .

دوهم ـ جیش الطواویس

د عراق او خراسان د زون عمومی آمر حجاج بن یوسف د رتبیل له خوا د عبیدالله د لوی پوځ ناکامۍ او تباهۍ ډیر ودرداوه . هغه خلیفه عبدالملک ته اطلاع ورکړه چی که دې وطن ته غښتلي او زیات شمیر پوځیان را و نه لیږل سی نو رتبیل او ملګري به یې سختی ضربې راکړی .

کله چی د حجاج دا لیک اموي دربار ته ورسېد ، عبدالملک یې په ځواب کی داسی ولیکل:

« خط دې راورسېدی او د هغه څه څخه خبر سوم چی مسلمانانو ته په سیستان کی ورپیښ سول . هغه کسان چی له منځه ولاړل اجر یې په الله اړه لری . خو هغه ټاتوبي ته د لوی پوځ د لیږلو په هکله چی مسلمانان د دې برخلیک سره پکښی مخامخ سول ، زما رایه دا ده چی څنګه ستا خوښه وی او مؤفق اوسې . » ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۵۱ مخ ) .

حجاج د واکمن په رضایًیت پوه سو . نو هغه و چی په ۸۰ هجري کی یې د بصرې او کوفې د یو لک او شل زره ( ۱۲۰۰۰۰ ) کسیز پوځ څخه لس زره چُڼلی سپور پوځ تیار کړ . په عصري وسلو ، عالی روزنه او زښت زیات مصرف سره یې اکمال او وسلوال کړ چی کېدای سی د نن ورځی « کوماندویی او سپېشل فورس » یې وبولو . له همدې امله دغه پوځ « جیش الطواویس » وبلل سو یعنی د طاوس د بڼو په رقم چڼلی ، انتخابي ، مجهز او ښایسته پوځ . ویل کیږی چی په دې پوځ دوه ملیونه درهمه مصرف سول چی سارئ نلری ( تاریخ سیستان : ۱۱۲ مخ ) .

حجاج خپل یو ډیر لوی سیال او مخالف د دې پیاوړي پوځ قوماندان کړ چی هغه عبدالرحمن بن محمد بن اشعث و . د عبدالرحمن په قومانده د طاوسانو دغه تکړه او مجهز پوځ په ۸۰ هجري کی سیستان ته راورسېد . خو متأسفانه دلته د سیستاني کافرانو څخه علاوه ګڼ شمیر خوارج هم اوسېدل چی د معاویه د سلطنت سخت مخالفان وو او څو څو واره یې وینړۍ جګړې هم ورسره کړي وې ( دوی مسلمانان او د امویانو سخت مخالف وو چی د خراسان د مختلفو برخو څخه دلته راغلي او میشته سوي وو . دوی چی به د امویانو پر ضد راووتل یعنی خارج به سول نو وروسته خارجیان یا خوارج وبلل سول ) .

متأسفانه د عبدالرحمن لومړنۍ مقابله د همدې خوارجو سره وسوه چی مشر یې همیان بن عدی سدوسي و . د دواړو خواوو ډیر جنګیالي ووژل سول څو چی عبدالرحمن بریمن سو . ده وروسته په زرنج کی خپل پوځونه له سره منظم کړل او د سیستان په منبرونو کی یې په احساساتي ویناوو سره مسلمانان د رتبیل او کفارو له خطره پوه کول ( افغانستان بعد اسلام : ۲۰۳ مخ ) . خو د دې هر څه سره سره د ده غښتلی کوماندویی پوځ ( یعنی جیش الطواویس ) تر اصلي جنګ مخکی ډیر استهلاک او کمزوره سو .

خیر ، کله چی رتبیل خبر سو ژر یې خپل استاځی د عبدالرحمن حضور ته واستاوه ، ورته ویې ویل چی تېر هېر کړه . په بدل کی به د ټولی مالیې درکولو ته تیار یم . خو عبدالرحمن دا وړاندیز رد کړ او مخ پر بُست راوخوځېد ( د افغانستان تاریخ : ۶۷ مخ ) .

رتبیل هماغه پخوانی تاکتیک چی د عبیدالله په مقابل کی کارولی و ، بیا پلی کړ یعنی کرار کرار پرشاتګ او په ځان پسی تنګو درو ته ننه ایستل او هلته محاصره کول او تسلیمول . خو عبدالرحمن دا تخنیکونه درک کړي وو نو ځکه یې د پرمختګ پر مهال شا ته امنیتی پوستې اچولې تر څو د اصلی پوځ سره نېغ ارتباط موجود وی .

خو هغه د دې سره سره دا لویه اشتباه وکړه چی د ژمي تر رارسېدو مخکی یې رتبیل مات او کابل فتح نکړای سو . ده تر کابل پوری د ټولو سیمو د نیولو خبر حجاج ته ولیږئ او ضمنأ یې هغه متوجه کړ چی له یوې خوا سوړ ژمی را روان دی او له بلی خوا په دې غرونو او کوتلونو کی پرمختګ ستونزمن دی ، نو موږ به د راتلونکي کال په پسرلي کی پر کابلشاه برید کوو . دا ځکه چی د عربو آسونه په هوارو دښتو کی پیاوړي ول ، خو په غرونو کی د ګرځېدو راګرځېدو وړ نه وو .

حجاج درې پرله پسې خطونه ورته راولیږل . په لومړني کی یې ټنبل او آرام طلبه وباله ؛ په دوهم کی یې د چټک یرغل امر ورته وکړ ؛ خو په درېیم کی یې له دندې د شړلو او احضارولو اخطار ورکړ .

عبدالرحمن د حجاج دغه لیکونه د خپلي اردو مخي ته کښېښوول او ورته ویې ویل : « حجاج امر راته کوي چی د دښمن پر خوا ور ودانګم . لاکن دا یو داسی وطن دی چی پرون ستاسو وروڼه پکښی تباه او برباد سوي دي . نو ځکه نه غواړم چی د حجاج دا امر پر ځای کړم»

عبدالرحمن د ټولو افسرانو او عسکرو څخه مشوره وغوښته . پوځیانو او قوماندانانو د حجاج پر ضد نظر ورکړ او حتی د هغه له منځه وړل یې وغوښتل . عبدالرحمن هم د هغوی خبره ومنل او وروسته د کابلشاه ( رتبیل ) سره وږغېد . د هغه سره یې په دې شرط سوله وکړه چی که پر حجاج بریمن سم نو هیڅکله به ستا څخه باج ( یعنی ججه ) او مالیه و نه غواړم ، خو که مات سم نو ته به پناه راکوې . رتبیل ورسره ومنل او تړون لاسلیک سو . نو هغه و چی عبدالرحمن مخ پر عراق د حجاج مقابلې ته ورغی .

په ۸۲ هجري کی په بصره کی د حجاج سره وجنګېد خو د واکمن عبدالملک له خوا د حجاج سره د پوځي مرستي په زور عبدالرحمن مات سو څو چی د تړون له مخی یې رتبیل ته پناه یووړه ( د افغانستان تاریخ : ۶۹ ـ ۷۱ مخونه ؛ پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۵۷ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام : ۲۰۵ ـ ۲۰۶ مخونه ) . په دې ډول « جیش الطواویس » هم د « جیش الفنا » په برخلیک مبتلا او تباه سو .

حجاج د رتبېل سره رابطه وکړه او عبدالرحمن یې ځنی وغوښت . خو عجیبه تصادف پیښ سو او هغه دا چی عبدالرحمن دا وخت د سِل ( نري رنځ ) په ناروغي مبتلا و چی له امله یې وفات سو ( ۸۵ هجري ) . د یو بل روایت له مخی هغه ځان د غره څخه راوغورځاوه او د پیره دار سره یو ځای ووژل سو . ځکه ، په کوم ځنځیر چی عبدالرحمن تړلی و ، د هغه سړي په ملا پوری تړلی و . رتبیل د عبدالرحمن څخه په مړینی سر پرې کړ او حجاج ته یې ولیږئ ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۵۸ مخ ) .

رتبیل خو د اوو کالو ( په بل روایت د نهو کالو ) له پاره د خلافت د مالیې او ججې څخه معاف سو او مهمه لا دا چی د همدومره کلونو له پاره د مسلمانانو د حملو څخه هم وژغورل سو . خو هغه بیا هم یو افغان و ، غیرتي و ، زړه ور او د کلک عزم څښتن و نو ښایی پر خپل دغه شرمناکه عمل به وجدانأ خپه و . خو خپل مقام ، خپل هیواد او خپل ملت ډیر پر ګران وو او د دې ګټو له پاره یې هر ډول عمل کاوه !

هو ، دا هغه ظالمانه جفا او بې لوظي وه چی رتبیل ( کابلشاه ) د هغسی یو غیرتي او مدبر سپهه سالار سره وکړه چی ټینګه ژمنه ، قول او قسم یې ورسره کړی و . پس د یو تریخ حقیقت په توګه افغانانو اسلام په ډیرو سختو قربانیو سره منلی دی ، او په همدومره سختو قربانیو به یې ساتي !

اړونده اخځونه :

۱ ـ افغانستان درمسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .

۲ ـ د افغان ملی تاریخ ، لومړی جلد ؛ قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز ، ۱۳۸۳ ل .

۳ ـ تاریخ سیستان ؛ نویسنده : نامعلوم ؛ مصحح : ملک الشعرأ بهار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۶۶ شمسی .

۴ ـ افغانستان بعد از اسلام ؛ عبدالحی حبیبی ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۶ شمسی .

۵ ـ د افغانستان تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، ژباړن : اورنګ زیب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .

۶ ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کی ؛ سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، ( شپږم چاپ ) ، پیښور ، ۲۰۰۶ .

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!