منډيګک
افغان تاريخ

د افغان پوځ کافر قوماندان

صفویان
0 52

[ کندهار مجله ، درېیمه دوره ، د ۱۳۹۶ څلرمه ګڼه ( میزان ـ عقرب ) ، پرله پسې ۸۳ ګڼه ، ۶۱ ـ ۶۵ مخونه ]

بسم الله الرحمن الرحیم ـ دا زړه ور ، غیرتي او میړنی قوماندان مسلمان نه و خو د مسلمانانو خواخوږی و ، افغان نه و خو د افغانانو ملګری و ، او پښتون هم نه و خو د پښتنو ملاتړی و . دا پیاوړی او سرلوړی قوماندان نصرالله نومېدئ چی د سیستان اوسیدونکی و . دین یې زردشتي یا اور لمانځونکی ( یعنی مجوَسي ، ګبر ) و . قوماندان نصرالله په اتلسمه پیړۍ کی ژوند کاوه . دئ په سیمه او ایران کی د زردشتیانو مشر و . نصرالله د ایران د صفوي متعصبو واکمنو سره په مسلسلو جګړو بوخت و .

د ایران د صفوي شاهانو رسمي سیاست ، په ټوله معنی یو مذهبي فاشیسټي  سیاست و ، چی د رسمي مذهب تر څنګ یې د نورو مذهبي ډلو زغم نه درلود .

د صفوي واکمنۍ په موده کی شیعه مذهب د دولت د رسمي مذهب په توګه  له توند سیاسی او مذهبي استبداد ، او هم د پراخو ټول وژنو سره مل و .  غیر شیعه قومي او مذهبي خلک به سپکېدل ، ځورېدل ، آن په ډله ییزه توګه وژل کیدل . هغوی په جبر او وچ زور سره دې ته اړیستل کیدل چی د خپل مذهب څخه واوړی او شیعه مذهب ومني ( د کندهار پاڅون ۱۰ ـ ۱۱ مخونه ).

سُني مسلمانان ( لکه بلوڅان ، کردان ، ازبکان ، عربان او آذران ) ، زردشتیان او یهودیان پرله پسې د صفوي دولت له خوا ځورېدل او سپکېدل . د دوی مسجدونه او عبادت ځایونه یې ورانول تر څو د خپل مذهب څخه واوړی . دغو ډلو هم تر خپله وسه د صفویانو په وړاندی مقاومت کاوه .

تر کومه ځایه چی په زردشتیانو اړه لری ، هغوی د خپل « سپېڅلي اور » د ساتنی له پاره د اصفهان د حسن آباد سیمه پریښوده او کرمان ته کډه سول . هلته هم سخت ظلم پر کیدئ چی کله شاه محمود هوتک په ۱۷۱۹ میلادي کی هغه سیمه ونیوله ، نو دوی و دغو یرغلګرو افغانانو ته د خپلو آزادي غوښتونکو په توګه کتل ( هماغه ۲۳ مخ ) .

اتل قوماندان نصرالله زردشتي هم د دغو ظلمونو ښکار و چی د مجبوریت له مخي یې خپل زردشتیان وسلوال کړل او مقاومت یې پیل کړ . کله چی د میرویس نیکه زوی شاه محمود هوتکي پر ایران برید وکړ ، دغه پیاوړی قوماندان یې مل او ملګری سو .

د کرمان زردشتیانو د شاه محمود هوتکي ټینګ ملاتړ وکړ ، دا ځکه چی په دې ښار او د ایران په نورو برخو کی دوی د شیعه ملایانو او دیني مشرانو له خوا توهین او ترټل کیدل چی ډیر ترې په تنګ وو . دوی مجبور وو چی د هر هغه پاڅون او هڅي ملاتړ وکړی چی صفوي ځواک ختموي .

نو زردشتیانو ګام پر ګام د شاه محمود هوتکي ملاتړ کاوه . محمود هم له دې وضعی د ځان په ګټه موقع حاصله کړه او د زردشتیانو هرکلی یې وکړ ( هماغه ۷۶ مخ ) .

د شاه محمود هوتکي د لښکرکښیو دغه بریالی مشر نصرالله په « ړوند سلطان » سره مشهور و . د ده دا عادت و چی تل به یې یوه سترګه پټه نیوله . له همدې کبله یې په « ړانده سلطان » سره شهرت موندلی و .

د افغاني پوځیانو په مشرتابه کی د زردشتي قوماندان شتون په هغو مذهبي اختلافاتو کی له یوې خوا د شاه محمود هوتکي هوښیاري څرګندوله ، له بل پلوه یې په نظامي چارو کی د « ړانده سلطان » د بې ساري میړاني او وړتیا څرګندویی کوله . کیدای سی یو بل دلیل یې د شاه محمود سره د کرمان د زردشتیانو همږغي او د شاه محمود افغان شتون وی ( د کندهار پاڅون ۷۶ مخ ) .

په هر صورت ، شاه محمود هوتکي د ۱۷۲۲ په مارچ کی د ایران پر مرکز اصفهان باندی د برید په غرض هلته ورغی . ایراني پوځ د اصفهان څخه څو میله مخته راووت او په ګلناباد ( ګلن آباد ) کی موچل بندي سو . د اصفهان په دې جګړه کی د افغاني او ایراني پوځیانو د تعداد فرق بیلابیلو مأخذونو بیلابیل ښودلی دی . ټولو منابعو ایراني قواوي د افغاني قواوو درې یا څلور چنده بللي دي ، مثلأ اتیا زره د نهو زرو په مقابل کی ؛ یا پنځوس زره د لس زره په مقابل کی ؛ یا دوه پنځوس زره د څوارلس زره په مقابل کی ؛ یا پنځوس زره د دوولس زره په مقابل کی؛ او یا هم شپیته زره د شلو زرو په مقابل کی ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۱۰۳ مخ ).

د مارچ پر اتمه سهار مهال دواړو پوځیانو یو بل سره ولیدل. ایرانیانو نه یوازی پر افغانانو زیاتوالی درلود ، بلکی متحده الشکله لباس ( یونیفورم ) یې درلود . د دوی اردو ټوله په هر ډول ښو وسلو سمبال وو . اکثریت پوځیان یې ډیر پرتمین ښکاریدل . خو د دې پر خلاف د افغانانو رنګونه الوتي ، جامې یې خیرني او څیري وې . په لښکر کی د بریښ شی نه و پرته له تورې او نیزې څخه . حال دا چی د ایرانیانو د آسونو عراقونه لا د سرو زرو هم پکښی وو . پر چاغو او تازه دمو آسونو یې داسی سپرلي کوله لکه رسم ګذشت ته چی روان وی خو افغاني آسونه ډنګر او زهیر ولاړ وو ( هماغه ۱۰۴ مخ ) .

کله چی د ګلناباد جګړه پیل سوه ، افغاني لښکری پر درو برخو ویشل سوي وې . پر ښی لاس امان الله خان ، پر کیڼ لاس نصرالله خان او منځنۍ برخه شاه محمود پخپله قومانده کوله . د مازیګر څلور بجې وې چی قطعي قدم رستم خان ګرجي پورته کړ او د افغاني لښکرو پر کیڼ طرف یې سخته حمله وکړه چی قوماندان یې نصرالله و . هغوی د ده لښکر په بې نظمۍ سره شا تګ ته اړ کړل . دا وخت امان الله سلطان و شاه محمود ته وویل چی خپل مخ پریږده او پر رستم حمله وکړه . مؤرخین وایی چی شاه محمود دا هیڅ سپکه و نه بلله چی زما یو نوکر ما ته حکم کوي ، بلکی د امان الله د وینا سره سم یې پر دښمن داسی حمله وکړه چی تر خپل لښکر دو سوه متره مخکی د دښمن په لښکر ورګډ سو . د شاه محمود د حملې سره سم نصرالله هم بیرته مخ پر راوګرځاوه او په ګډه یې ایرانیانو ته سخت ګوزارونه ورکړل او پسی مات یې کړل ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۱۰۵ ـ ۱۰۶ مخونه ) .

ځینی تاریخپوهان لیکی چی د ګلناباد جګړه دوه اتلان لری چی لومړنی امان الله سلطان او دوهم نصرالله خان دی ( افتخارات افغان ۹۲ مخ ) . په رښتیا هم نصرالله خان د افغان تاریخ یو اتل قوماندان ثابت سوی دی .

د ایرانیانو تر ماتي وروسته تښتېدلي صفوي پوځیان اصفهان ته ولاړل او هلته مورچل بندي او اته میاشتی محاصره سول . د ۱۷۲۲ په مې کی د اصفهان د مسلسلې محاصرې او سختي لوږي له امله درو ایراني خانانو د علی مردان خان په مشرۍ د څه خوړو او پنځو زرو سپرو پوځیانو سره د اصفهان مرستی ته راودانګل . کله چی شاه محمود هوتکي له دې موضوع خبر سو نو نصرالله زردشتي یې د سپرو پوځیانو سره مقابلې ته ور ولیږئ . نصرالله اصفهان ته نږدې د دې پوځ مخه ونیوله او په خپل برید سره یې د هغوی ۱۵۰۰ پوځیان ووژل او متباقي وتښتېدل.

بیا د سپټمبر په وروستیو کی مرکز ته خبر راغی چی د تون او طبس واکمن ملک محمود سیستانی د لس زره کسیز پوځ سره د اصفهان مرستی ته را روان دی . کله چی شاه محمود هوتکي دا خبر واورېد نو ډیر ژر یې د هغه خپل هیوادوال یعنی نصرالله زردشتي د خبرو اترو له پاره د هغه مخی ته ولیږی . نصرالله په ګلناباد کی د ملک محمود سره ولیدل . د ګران بیه ډالیو تر ورکولو وروسته یې ورته وویل چی اصفهان د تسلیمۍ په درشل کی دی او صفوي لړۍ د سقوط په حال کی ده . نو د شاه محمود افغان څخه دغه ګتل کیدونکیً ویاړ مه اخله .

نصرالله ټینګار وکړ چی د اصفهان د ژغورنی له پاره دي له هر ډول سوچ څخه لاس واخلی . د هغه څخه یې وغوښته چی د افغانانو سره یو ځای سی او د هغوی په مرسته دي پر خراسان واکمني وکړی . پر ملک محمود سیستاني د نصرالله خبرو ډیر تأثیر وکړ ، نو ډیر ژر خراسان ته ستون سو ( د کندهار پاڅون ۸۵ ـ ۸۶ مخونه ) . له دې څخه د نصرالله لیاقت او درایت ښه ترا ثابتیږی.

د سختی لوږی له امله بالاخره د ایران واکمن شاه حسین صفوي تسلیم سو او د پارس د سلطنت تاج یې په خپل لاس د شاه محمود هوتکي پر سر کښېښود ، خپله لور یې هغه ته په نکاح کړه او په دې ډول شاه محمود هوتکي رسمأ د ایران د پاچا په توګه وپیژندل سو .

کله چی شاه محمود هوتکي د اصفهان ښار ته په مراسمو ننوتی نو معزول شاه حسین صفوي یې پر چپه خوا روان و . د دې دوو امیرانو تر شا درې سوه غلام بچه ګان سپاره روان وو ، وروسته د شاه محمود هوتکي مفتی اعظم ملا زعفران ، نصرالله زردشتي ، ملا موسی خزانه دار ، محمد اغا د البساطو ناظر ، وروسته له دوی ایراني معزول صدراعظم محمد قلی خان او د دواړو هیوادو لوړ رتبه صاحب منصبان سپاره روان وو ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۱۳۷ مخ ) . له دې معلومیږی چی نصرالله زردشتي د یو قهرمان په حیث څومره قدر ، عزت او اهمیت درلود .

شاه محمود هوتکي پر اصفهان باندی د قبضې او تصرف څخه وروسته په ۱۷۲۴ کی یو پوځ د نصرالله په قومانده د ایران د هغو ښارونو او ولایتونو د بیرته نیولو له پاره مؤظف کړ چی عثماني ترکانو د موقع څخه په استفاده نیولي وو . نصرالله د اوسني عراق زیاتی سیمی بیرته د ترکانو څخه ونیولې او هم یې مهم ایراني ښارونه لکه ګلپایکان ، خوانسار ، کاشان او قزوین ونیول ( هوتکي ها ۱۳۶ مخ ) .

شاه حسين هوتک

خو اصفهان یو ځل بیا د لوږی او قحطي سره مخامخ سو . که نصرالله زردشتي د اصفهان له شاوخوا سیمو خوراکي توکي نه وای تهیه کړي ، له شکه پرته به ډیر خلک له لوږي مړه سوي وای . نصرالله د درې زره کسیز سپاره پوځ په ملګرتیا د اصفهان په شمال لویدیځ کی د خوړو په برابرولو پیل وکړ ، چی دا کار یې په ښه توګه تر سره کړ او په خوړو پنځوس زره بار اوښان یې پلازمېني ته ولیږل ( د کندهار پاڅون ۹۷ ـ ۹۸ مخونه ) . ښایی پنځوس زره بار اوښان مبالغه یا چاپي تېروتنه وی .

دا لا څه ، د همدان له شاوخوا ، ختیځ او شمالي سیمو څخه یې څلور زره سُني مذهبه خانان اړ کړل چی اصفهان ته کډه سی او هورې استوګنه وکړی ( هماغه  ۹۸ مخ ) .

د نصرالله زامن د اصفهان تر نیول کیدو وروسته سیستان ته ولاړل او د ۲۰۰ افغان او زردشتي خانانو سره د سیستان څخه اصفهان ته کډه سول .

پولینډئ کشیش « کروسینسکی » په خپلو خاطراتو کی لیکی چی نصرالله زردشتي یو متواضع او زغم لرونکی انسان و . کله چی یې ولیدل ځینی ګرجیان [ د ګرجستان عیسویان ] د شاه حسین صفوي له خوا د خدمت پر وخت د اسلام منلو ته اړیستل کیدل ، نو اجازه یې ورکړه چی بیرته خپل پخواني مذهب ته واوړی ، آن د اصفهان څخه یې ګرجیً کشیش ور ولیږئ . کروسینسکي زیاتوي چی ده دا کار د عیسویت سره د مینی له کبله نه ، بلکی د شیعه مذهب څخه د کرکي له امله کاوه ( د کندهار پاڅون ۹۹ مخ ) .

کله چی اصفهان په بشپړ توګه کنټرول او امن سو ، نو شاه محمود هوتکي د نورو ښارونو او ولایتونو د نیولو چمتوینه ونیوله . شاه محمود په افغاني قوماندانانو کی نصرالله ته د درو زرو افغانانو او شپږو زرو درګزینانو « غیر افغاني پوځیانو » سره د شیراز د نیولو مأموریت ورکړ . کروسنسکی دا نقل داسی کوی : « د اصفهان او شیراز تر منځ د لاري پر اوږدو پرتو خلکو یې اطاعت وکړ. نصرالله په طایفه د کعب هندوستاني او په عجم کی ، چی مطلب ایرانی دی ، ډیر معتبر و . په بهادرۍ ، دلاورۍ او شجاعت یې شهرت پیدا کړ . په افغانانو کی یې پراخ بخت درلود . افغانانو به ایلدرم خان باله . د اصفهان په جګړو کی چی به هر چیری افغانانو د عجمو څخه ماتې وکړه ، دئ به ور رسیدی او عجمو ته به یې شکست ورکاوه او دئ په هیڅ جنګ کی نه دی مغلوب سوی . افغانانو و ده ته ډیره عقیده درلوده او قزلباش سخت ځنی بیرېدل .

د صفوي پېز فتیله ای ټوپکونه

په دې سفر کی دئ ډیر مغروره سوی و ، او فکر یې کاوه چی په محض رسیدو سره به شیراز قبضه کړم خو برعکس نتیجه یې ورکړه . نصرالله خان په ډیر غیرت او زړه ورتوب پر شیراز حمله وروړه او دئ د خپل پوځ په مخکی ولاړ و چی د توپ ګولۍ راغله او پر ده ولګېده او دئ یې ووژئ . افغانان د ده له مړینی دومره متأثیره سول چی له محاصرې یې لاس واخیست .

دا خبر شاه محمود ته ورسېدی او هغه سخت خوابدی سو . نو یې د ده پر ځای زبردست خان د لښکر په سردارۍ مقرر کړ . » ( د زمانې پلونه ۲۱۷ مخ ؛ د خپلواکۍ لمرڅرک ۱۴۹ مخ ) .

ښه ، د پورته ټول بیان څخه ښکاری چی نصرالله زردشتي د شاه محمود هوتکي په اطاعت کی څه نا څه پنځه کاله تیر کړي دي خو په دې لنډه موده کی یې هغه ته خورا زیات خدمتونه او سرښندنی کړي دي چی هیڅ سارئ نلری .

شاه محمود هوتکي ته چی د نصرالله خان د مړینی خبر ورسیدی ډیر خواشینی سو . څنګه چی هغه ډیر ننګیالی او توریالی قوماندان او ډیر وفادار شخص و ، نو شاه محمود پخپله د هغه د جنازې مراسمو ته ورغی او پکښی برخمن سو او د هغه جنازه یې په خورا پرتمینو مراسمو سره پر ځای کړه . شاه محمود دا پیښه نه جبرانېدونکې ضایعه وګڼله ، ځکه چی هغه د ده د لښکر د خورا بریالیو او جنګیالیو قوماندانانو څخه و .

وروسته د شاه محمود په امر د نصرالله پر قبر یوه ډیره ښه ګنبده جوړه سوه . څنګه چی نصرالله ګبر یعنی اور لمانځونکی و ، نو دوه مجوسیان یې مؤظف کړل چی د ده قبر ته نږدې دوامداره اور بل کړی ( هوتکي ها ۲۲۰ ) .

نصرالله ګبر په ایران کی په « سلطان کور » سره مشهور و ، ځکه چی ده به تل یوه سترګه چُڼه نیوله . ده په لږ موده کی د شاه محمود هوتکي په دربار کی ستر مقام پیدا کړ . په ایران کی یې ډیری سیمی فتح کړې او شاه محمود ته یې ستر خدمتونه وکړل . بد نفسه سړی نه و . ایرانیان هم چنداني شکایت نه ځنی لری . کروسنسکی لیکی چی د ډیري بهادرۍ له کبله به افغانانو ایلدرم باله ( د خپلواکۍ لمرڅرک ۳۰۰ مخ ) .

خو هر څه چی وو ، نصرالله د یو غیر مسلمان یعنی کافر په توګه د افغانانو ټینګ پلوئ ، د افغان پوځ لایق او مجرب قوماندان او د افغان سلطنت یو مخلص او وفاداره تبعه و چی په همدې لاره کی یې ځان تر افغانانو قربان هم کړ . د ده دا وینا باید د افغانستان په تاریخ کی په زرین خط ولیکل سی چی ویل یې : « د افغانانو سره یو ځای سی ! » نو ویاړ په دغسی ویاړمن ، پتمن او بریمن قوماندان باندی . والسلام

اړونده اخځونه :

۱ ـ د زمانې پلونه ؛ څیړندوی حبیب الله رفیع ، میهن خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۱۳ میلادي .

۲ ـ د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل ؛ کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستاني ؛ ژباړن : صالح محمد صالح ، د افغانستان د کلتوري ودی ټولنه ، دانش خپرندویه ټولنه ، پیښور ، ۲۰۰۵ میلادي .

۳ ـ هوتکی ها ؛ عبدالرؤف بینوا ، مؤسسه انتشارات الازهر ، پشاور ، ۱۳۷۹ شمسی .

۴ ـ افتخارات افغان ؛ دکتور عبدالحکیم طبیبی ، انتشارات بیهقی ، کابل ، ۱۳۵۲ شمسی .

۵ ـ د خپلواکۍ لمرڅرک ، د هوتکو د افغاني دولت عروج او نزول ؛ الحاج امان الله هوتک ، دانش کتاب پلورنځی ، پیښور ۱۹۸۹ میلادي .

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!