منډيګک
افغان تاريخ

د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ او احمدشاه ابدالي، ۱۷۵۷-۱۷۷۳

0 37

د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ او افغانان، له کتاب څخه.

د بیریندرا ورما لیکنه.

د عبدالباري جهاني ترجمه.

English East India Company and the Afghans, 1757-1800

  1. Varma

لومړی فصل:

د ۱۷۴۷ کال د جون په میاشت کي د نادرشاه مړیني، د افغانستان په تاریخ کي یو نوی فصل پرانیست. تر ټولو مهم شخصیت، چي د کابل پر تخت باندي راښکاره سو هغه احمدشاه ابدالي وو، چي پر هند باندي د هغه پرله پسې یرغلونو د انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ پر ګټو او شته منیو باندي ډېره زیاته اغېزه کوله. د ده درې لومړني یرغلونه د مغولو امپراطوری ته متوجه وه او غوښتل یې چي له هغوی څخه سند او پنجاب ونیسي. نو دې یرغلونو له انګلیسیانو سره اندېښنه پیدا نه کړه. په هغه وخت کي د احمدشاه ابدالي په مقابل کي د دوی سلوک د احتیاط څخه کار اخیستل وه. دوی د انتظار وکړه او ننداره کوه پالیسي غوره کړې وه او په مسایلو کي یې له مستقیمي لاس وهني څخه ځانونه ژغورل.

احمدشاه ابدالي له ۱۷۵۶ څخه تر ۱۷۵۷ پوري څلورم ځل پر هند باندي یرغل وکړ.  دغي حملې د مغولو امپراطوری ته مرګانی ګوزار ورکړ. د مغولو امپراطوري کمزورې سوه او د هند په شمال کي د افغانانو له حملو څخه وېره زیاته سوه. لکه یوه مبصر چي وویل، د احمدشاه ابدالي دغه یرغل بیخي د هندوستان پزه پرې کړه. د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ د انتظار وکړه او ننداره کوه پالیسی ته دوام ورکړ. مګر د دې معنی دا نه ده چي دوی د احمدشاه ابدالي په دغو یرغلونو کي بیخي ری نه واهه. د انګلیسیانو له ارشیف څخه معلومیږي چي د ۱۷۵۷ کال څخه د انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ استازو د هند په شمال کي د احمدشاه ابدالي فعالیتونه څارل. موږ ته له دغو ارشیفونو څخه معلومیږي چي د بنګال ګورنر کلایف ته د افغانانو په باره کي دا رپوټ رسېدلی دی چي وايي هغوی مغولو ته ماته ورکړې ده او مشر یې حکومت نیولی او د احمدشاه  شاه هنشاه لقب یې غوره کړی دی او امر یې کړی دی چي د بنګال سکه دي سمدستي د ده په نامه ووهل سي. دا هم ویل سوي دي چي د بنګال نواب په خپلو سرحداتو کي د متحدینو د پیدا کولو لپاره هلي ځلي پیل کړي دي او د لوکناپور پرنواب او کله کله یې د اَوَد پر نواب باندي ږغ کړی دی چي د هندوستان د امپراطوری په دې روان حالت کي د یوه بل ملاتړ وکړي. د بنګال نواب کلایف ته لیکلي دي چي ده ته احمدشاه ابدالي د سولي پېشنهاد کړی دی او څرنګه چي ده له احمدشاه ابدالي سره خپل مسایل حل کړي دي نو د انګلیسیانو مرستي ته هیڅ ضرورت نه لري. نواب ډېر ژر خبر سو چي ابدالي خپل هیواد ته روان سوی دی. احمدشاه ابدالي د ۱۷۵۷ کال د مارچ پر اته ویشتمه خپل هیواد ته روان او په لاره کي یې سرهند په خپل هیواد پوري وتاړه، خپل زوی تیمورشاه یې په پنجاب کي نایب الحکومه کړ او افغانستان ته ستون سو.

۱۷۵۹ او ۱۷۶۱ کلونه د هند په تاریخ کي ډېره مهمه دوره ده. په دغو کلونو کي ډيري داسي بيښي منځته راغلې چي د هند د قوتونو په برخه کي یې د انګلیسیانو سلوک ته تغییر ورکړ. احمدشاه ابدالي د پنځم ځل لپاره پر هند باندي یرغل وکړ او په ۱۷۵۹ کال کي لاهور ته ورسېدی. هغه ته پر هند باندي د یرغل کولو بلنه نجیب الدوله او د هند نورو مسلمانو مشرانو ورکړې وه. هغوی په هند کي د مرهټیانو پرله پسې زیاتېدونکي قوت وارخطا کړي ول او احمدشاه ابدالي ته یې بلنه ورکړې وه چي هند د مرهټیانو له حملې څخه وژغوري. مغول امپراطور دوهم عالمګیر هم ابدالي ته بلنه ورکړې وه او له هغه څخه یې غوښتي وه چي د وزیر عمادالملک له منګولو څخه یې وژغوري. احمدشاه ابدالي، چي له ډېره وخته یې د سیکهانو له لاسه د خپل زوی او د هغه د وزیر جهان خان د ماتي اوتښتېدلو له امله، پر هند باندي د حملې خیال درلود، نو سمدستي یې حرکت وکړ. داسي ښکاري چي  ابدالي ته پر هند باندي د یرغل کولو بلنه نواب شجاع الدوله هم ورکړې وه. دا څرګنده ده چي د پاني پټ له جنګ څخه وروسته، نواب شجاع الدوله احمدشاه ابدالي ته نیوي لکه روپۍ ، د هغه د خدمت په بدل کي، ورکړي دي. احمدشاه ابدالي په پنجاب کي د خپل قوت له ټینګولو څخه وروسته، له پرېمانو خزانو سره، مخامخ د ډهلي پر لور روان سو. د ډهلي وزیر عمادالملک، د خپل ځان پر ضد، د احمدشاه ابدالي او د دوهم عالمګیر د یو ځای کېدلو له وېري، دوهم عالمګیر وواژه او د هغه پر ځای یې د دوهم شاهجهان په نوم یو بل شهزاده پر تخت کښېناوه. د دوهم عالمګیر د قتلېدلو خبر د هغه مشر زوی شهزاده علي ګوهر ته، چي دا وخت د بیهار د فتح کولو په کار لګیاوو، ورسېدی. شهزاده له احمدشاه ابدالي څخه وغوښتل چي هغه ته د ډهلي تخت ورکړي. شهزاده علي ګوهر د احمدشاه ابدالي جواب ته منتظر نه سو او ځان یې د ۱۷۵۹ کال د ډسمبر پر څلېرویشتمه د دوهم شاه عالم په نوم د هند امپراطور اعلان کړ، او د دوهم ځل لپاره یې پر بیهار باندي حمله وکړه مګر پر شا کېدلو ته مجبور سو. احمدشاه ابدالي له انوپ سهر څخه دوهم شاه عالم ته، ښايي د هغه د لیک په جواب کي، ولیکل چي دی به یې د ډهلي پر تخت کښېنوي. د انګلیسیانوکمپنۍ ته اطلاع ورسېده چي شهزاده د سون له سیند څخه تېر سوی او په نیت کي لري چي د احمدشاه له خوا د تخت پېشنهاد قبول کړي. شاه عالم غوښتل چي ډېر ژر د خپلو نیکونو پر تخت کښېني. ده احمدشاه ابدالي ته ولیکل چي هر کله یې بنګال او بیهار ونیول نو ډهلي ته به ستون سي او خپل تخت به اشغال کړي.

دغي وضع طبعا د انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ لپاره یوه سونزمنه وضع منځته راوړه او د احمدشاه ابدالي سره یې، په پیل کي د روغي جوړي پالیسي غوره کړه. کله چي کمپنۍ نواب میرجعفر برطرف کړ او د ۱۷۶۰ کال د اکټوبر پر شلمه یې، د هغه زوم میرقاسم ، د هغه پر ځای ، د بنګال نواب نظام وټاکی نو وینسيټار احمدشاه ابدالي ته، د دې تغییر او تبدیل په باره کي، خبر ورکړ. د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ، په دې مسله کي، د دوهم شاه عالم، شجاع الدوله او د هند د نویو قوتونو عکس العملونه له نیژدې تر څارني لاندي نیولي وه. دوی غوښتل چي د بنګال په ولایت کي سوله ټینګه کړي؛ ځکه چي دا ولایت د دوی د سمسورتیا بنسټ وو. دوی لا په داسي حالت کي نه وه چي د هند په شمال کي له قوتونو سره ښکر په ښکر سي؛ ځکه چي په هغه صورت کي به، د هند په جنوب کي هم، د دوی دریځ او ګټو ته تاوان رسېدلی وای. دوی په همدغه وخت کی نه غوښتل چي په شمالي هند کي ځانونه له کوم طاقت سره مخامخ کړي او دا یې هم نه غوښتل چي څوک دونه غښتلي سي چي د دوی یو قوي حریف ورڅخه جوړ سي.

ضمنا انګلیسیانو ته اطلاع ورسېده چي شجاع الدوله، نجیب الدوله او احمدشاه ابدالي په ډهلي کي لاسونه سره یو کړي دي او نور مشران هم، له احمدشاه ابدالي سره د یوځای کېدلو په نیت، د ډهلي پر لور روان دي. مرهټیانو غوښتل چي شجاع الدوله د ځان طرفدار کړي او د دې لپاره یې د شاه عالم په غیاب کي د هغه یو زوی د ډهلي پر تخت کښېناوه او غوښتل یې په دې توګه وښيي چي د مغولو له امپراطور سره کوم مخالفت نه لري. مګر د مرهټیانو دغه ډیپلوماسي ناکامه سوه او شجاع الدوله د احمدشاه ابدالي خواته واووښت. لنګلیسیانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي احمدشاه ابدالي او مرهټیانو د پاني پټ په میدان کي نښته سره کړې  ده. د دغي نښتي خبر، په ډهلي کي د انګرېزانو استازي، بالاو داس تایید کړ او هغه انګلیسیانو ته ولیکل چی ساداشیوراو ماته خوړلې او د هغه پوځ تباه سوی دی. هغه لیکلي وه چي د شاههنشاه بری داسي حقیقت دی چي انکار نه سي ورڅخه کېدلای او په دې کي هیڅ مبالغه نسته… شهنشاه یو عجیب بری ترلاسه کړی دی… نواب شجاع الدوله بهادر او د هغه قواوو په دې جنګ کي ډېره توره کړې ده او د هغه دې کار د اعلیحضرت په نظر د هغه قدر او مقام ډير لوړ کړی دی.

احمدشاه ابدالي، د پاني پټ په قاطع او مهم جنګ کي، بریالی سو. ده د ۱۷۶۱ کال د جنوري پر څوارلسمه مرهټیانو ته تباه کونکې ماته ورکړه. د مغول امپراطور، وزیر شجاع الدوله او روهیله پښتانه له احمدشاه ابدالي سره ملګري سول. تر دې وخته پوري ابدالي خپل رول ته بشپړ تغییر ورکړ او هغه نور یو یرغلګر نه بلکه د مغول امپراطور ژغورونکی وو. ده یو ځل بیا دا خبره تایید کړه چي مغول امپراطور دوهم شاه عالم به د ډهلي پر تخت کښېنوي. او د دغه هدف لپاره یې د دوهم شاه عالم زوی شهزاده جوان بخت په ډهلي کي، د خپل پلار د وکیل په حیث، پر تخت کښېنناوه. شاه عالم وروسته پر تخت کښېنستی او امر یې وکړ چي خطبه دي د هغه په نامه وویله سي او سکه دي د ده په نامه ووهله سي. ده وروسته شجاع الدوله د مغولو د مپراطور د وزیر په حیث تایید کړ.

د احمدشاه ابدالي دې بري طبعا له انګلیسیانو سره اندېښنه پیدا کړه. دوهم شاه عالم په هغه وخت کي  په بیهار کي په خپلو جګړو لګیا وو او په ۱۷۶۱ کال کي یې د دریم ځل لپاره حمله ورباندي وکړه. مګر د ۱۷۶۱ کال د جنوري پر پنځه لسمه یې ډېره سخته او بشپړه ماته وخوړه. دی  د تحقیر او سپکاوي له جام څخه د غوړپ کولو ته مجبور سو او دا یې ومنله چي د پاچهی قدرت به په حقیقت کي له انګلیسیانو سره وي او ده ته به د ورځي زر روپۍ تنخوا ورکوله کیږي. احمدشاه ابدالي ته ښايي د شاه عالم د دې وروستیو بدمرغیو اطلاع رسېدلې وي چي هغه اعلان وکړ چي یو ځل بیا به، د امپراطور په بلنه، هند ته سفر کوي. د شاه عالم مور زینت محل، د احمدشاه ابدالي په مشوره، خپل زوی ته یو ډېر ټینګ لیک واستاوه چي په هغه وخت کي د ډهلي پر وضع باندي ډېره ښه رڼا اچوي او دغه راز د مغولو د امپراطور د کورني د اړېکو او انګرېزانو ته د دواړو د بدبینی په باره کي د هغوی نیت ورڅخه څرګندیږي. په دغه لیک کي دې له خپل زوی څخه غوښتي دي چي سمدستي ډهلي ته ورسي او د دراني سلطان سره وګوري او د هند سلطنت د هغه په واسطه تر لاسه کړي. ویل کیږي چي ابدالي ویلي وه چي مخکي یې شاه عالم ته سروپايي او پیغام لېږلی دی او بیا تکرار ته ضرورت نسته. دا به بهتره وي چي شاه عالم پخپله راسي تر دې چي زه د ده هیواد ورته وسپارم او روان سم. شهزاده تیمورشاه هم له زینت محل سره تماس ټینګ کړ او هغې ته یې ولیکل خدای مه کړه چي شاه عالم د مغرضو کسانو په خوله وکړي او ډهلي ته خپل راتګ وځنډوي.

کله چي شاه عالم د احمدشاه ابدالي له ملاتړ څخه مطمین سو نو د ۱۷۶۱ کال  د فبروري په میاشت کي یې په بنګال کي د انګلیسیانو ګورنر ته  اطلاع ورکړه چي خطبه دي د ده په نامه وویل سي  او سکه دي د ده په نامه جاري سي. مګر دا وخت د کلایف پر ځای باندي وینسیټارټ ټاکل سوی وو او هغه د دې موضوع اهمیت ته متوجه وو. ده دا لازمه وبلل چي، د شاه عالم د دغه فرمان د نافذولو څخه مخکي، د دې موضوع په باره کي له احمدشاه ابدالي او نورو مشرانو څخه پوښتنه وکړي. ده د ۱۷۶۱ کال د مارچ پر نولسمه شاه عالم ته اطلاع ورکړه چي هر کله د شهنشاه ابدالي فرمان ورته را ورسیږي نو دی به  سکه د شاه عالم په نوم جاري کړي او خطبه به هم د ده په نامه وویل سي. ده ورته ولیکل چي د کارخانو کارکوونکو ته به هم امر وسي چي نوي پیسې جاري کړي.

شاه عالم په هغه وخت کي د انګرېزي پوځیانو یوې ډلي ته ډېره اړتیا درلوده چي له ده سره تر ډهلي پوري ولاړ سي او دی وکړای سي چي د هغوی په مرسته تخت اشغال کړي. وینسیټارټ په دغه برخه کي هم د احمدشاه ابدالي نظر ته ضرورت درلود. ده احمدشاه ابدالي ته ولیکل « تاسي اعلیحضرت مخکي د نواب ظفرعلي خان او ډګروال ثابت جنګ(کلایف) په وخت کي مهرباني کړې وه او له خپل حضور څخه مو فرمان صادر کړی وو چي د شاه عالم علي ګوهر اطاعت وکړی. په دې وروستیو شپو ورځو کي زه د کلایف پر ځای د بنګال  د ګورنر په حیث مقرر سوی یم او زه هر وخت ستاسي د امر عملي کولو ته تیار یم، ما ستاسي د فرمان سره سم د هغه پاچهي ومنله او په نتیجه کي شاه عالم له بیهار څخه حرکت پیل کړ او اوس یې په خپل حضور سره د عظیم آباد ښار روښانه کړی دی. که تاسي د مهربانۍ له مخي امر وکړای سی چي دی دي د ډهلي خواته ولاړ سي نو زموږ پوځ تیار دی چي دی بدرګه کړي او هلته ورته سلامي سي. لطفا ما ته د خپلو اوامرو د صادرولو افتخار را وبخښي. » وینسيټارټ غوښتل چي احمدشاه ابدالي ته وښيي چي هغه هر وخت د شاه عالم په ګټه کار کوي او مخکي له هغه چي د شاه عالم اوامر عملي سي دی د احمدشاه ابدالي د امر منتظر دی.

تر دغه وخته پوري شاه عالم د انګرېزانو پر سترخوان ناست وو او د هغه دې  غوښتني چي هغوی دي دی تر ډهلي پوري بدرګه کړي له انګرېزانو سره شکونه پیدا کړي وه. له انګرېزانو سره د شاه عالم اوسېدلو هغوی ته ډېره سیاسي ګټه رسوله او طبعا دوی نه غوښتل چي احمدشاه ابدالي دي هغه پر تخت کښېنوي. ځکه چي ابدالي د هند په سیاسي میدان کي د انګرېزانو رقیب وو. کرناک، چي د شاه عالم فعالیتونه یې څارل، په دې عقیده وو چي ډهلي ته د شاه عالم د تللو نیت اصلا په انګرېزانو پوري اړه لري. د ده عقیده په دې ډول ثبت سوې ده « په ډیرو لنډوورځو کي به د احمدشاه ابدالي فیصله را ورسیږي. که هغه غوښتل چي شهزاده پر تخت کښېنوي نو په دې صورت کي شاه عالم زموږ بدرګې ته ضرورت نه لري. زموږ عسکر به ورسره ملګري سي او زموږ له قلمرو څخه به یې وباسي. » دا ډېره مهمه ده چي له دغه وخته څخه وینسیټارټ احمدشاه ابدالي ته د شهنشاه خطاب کاوه، په داسي حال کي چي شاه عالم  به یې کله کله شهزاده باله ځکه چي هغه تر اوسه پوري د ډهلي پر تخت نه وو کښېنستلی. وینسیټارټ تر دې وخته پوري په دې پوهېدلی وو چي احمدشاه ابدالي نه یوازي د هند د نوابانو او مشرانو پاچا دی بلکه د مغولو پر امپراطور باندي یې هم لاس بر دی ځکه چي په خپلو فرمانونو کي هغه ته د امپراطور نه بلکه د پاچا خطاب کوي. وینسیټارټ په دې هم پوهېدی چي د بنګال نواب میرقاسم، شاه عالم ته تابع دی او ابدالي ته یې اطمینان ورکړی چي که چیري شهنشاه وغواړي نو انګرېزان به شاه عالم تر ډهلي پوري بدرګه کړي. ده دغه راز له نواب  څخه وغوښتل چي شجاع الدوله او احمدشاه ابدالي په دې قانع کړي چي شاه عالم ته تر ډهلي پوري د لاري خرڅ برابر کړي.

داسي ښکاري چي انګرېزانو په دې توګه د شاه عالم د حرکت کولو کار ځنډاوه او شاه عالم ته یې داسي ښودله چي ډهلي ته تلل او پر تخت کښېنستل یو سنګین کار دی او هسي په سپکه سترګه باید ورته ونه کتل سي. د افغانستان صدراعظم شاه ولي خان هم دې لوبي ته متوجه وو. سره له هغه چي احمدشاه ابدالي وینسیټارټ ته لیکلي وه چي د شاه عالم تابعیت وکړي او سره له هغه چي وینسیټارټ په ظاهره ویل چي د شاه عالم تابع او رعیت دی مګر په عمل کي یې د هغه په نامه د خطبې د ویل کېدلو او سکې د وهلو کار په یوه او بله پلمه ځنډاوه. شاه ولي خان د ۱۷۶۱ کال د مې په میاشت کي، وروسته له هغه چي احمدشاه ابدالي کابل ته حرکت وکړ، هغه ته اطلاع ورکړه چي په ډهلي او نورو ځایونو کي د شاه عالم په نامه سکه جاري سوې ده مګر اعلیخضرت او د هغه قوماندان له دې امله خواشیني دي چي په بنګال کي دا کار نه دی سوی. د کمپنۍ مدیره هیات وینسیټارټ ته وویل چي دوی باید د شاه عالم ګټي خوندي کړي.  دوی دغه راز مخکي هم په دې برخه کي اقدام کړی وو او ویل یې چي دا عمل د کمپنۍ په ګټه دی. د شاه ولي خان د لیک په لیدلو او د مدیره هیات د نظر په اورېدلو سره، وینسیټارټ فیصله وکړه چي د شاه عالم له خوښي سره سم عمل وسي او نواب میرقاسم ته یې هدایت ورکړ چي سکه د امپراطور په نامه ووهي. ده وروسته مدیره هیات ته اطلاع ورکړه چي ده بالاخره د شاه عالم له آرزو سره سم عمل وکړ او نواب میرقاسم هم د بنګال، بیهار او اوریسه په ټولو ایالتونو کي د شاه عالم په نوم سکه جاري کړه. ده دغه راز موافقه وکړه چي سکه باید د کمپنۍ په کارخانو کي ووهله سي او د ۱۷۶۱ کال د جولای پر پنځه لسمه سکه جاري سوه.

کله چي احمدشاه ابدالي په ډهلي کي وو نو د هند له ځینو مشرانو سره یې د شلو میلیونو روپیو پر سر موافقه کړې وه، چي له هغې جملې څخه به اویا لکه سورج مل جاټ ورکوي، څلوېښت لکه به نجیب الدوله او نیوي لکه روپۍ به شجاع الدوله ورکوي. شجاع الدوله باید دا پیسې د مرهټیانو له سیمو څخه اخیستي او د بنګال له مالیاتو څخه یې پوره کړي وای. او د دې لپاره چي دی وکړای سي دا پیسې له هغو سیمو څخه تر لاسه کړي نو له ده سره به د پښتنو دیارلس زره سپاره عسکر مرسته کوي، چي عملا یې حرکت پیل کړی وو. داسي څرګنده سوه چي احمدشاه ابدالي به د دغو پیسو د حاصلولو په وخت کي په اګره کي وي، خو هر هغه ځای ته چي لازمه وي تقویتي قواوي ولیږي.  د لکنهو څخه د مسیحیانو یوه مشر ولیکل چي شجاع الدوله د بنګال پر مالیاتو باندي له احمدشاه ابدالي سره یو څه چنې هم وهلي وې.

په بنګال کي د انګلیسانو د شرق الهند کمپنۍ په مشکل حالت کي وه. که شجاع الدوله د ابدالي په نوم له هغوی څخه د مالیاتو غوښتنه کوله نو د هغوی لپاره جواب ویل ګران وه. انګرېزانو فکر وکړ چي ابدالي له بنګال څخه شاهي مالیات غواړي. په دې صورت کي د انګلیسیلنو کمپنۍ دوې لاري درلودې. یوه دا چي شاه عالم د امپراطور په نوم وپېژني او په زغرده د هغه پر خوا ودریږي او دوهم دا چي د هغه ساتنه وکړي او تر هغه وخته معطل سي چي احمدشاه ابدالي بیرته وطن ته د ستنېدلو فیصله وکړي. لومړۍ لاره ښايي ابدالي نه وای خوښه کړې مګر دا د انګلیسیانو په غېږ کي د شاه عالم د ساتلو بهترینه لاره وه او هغه یې بلي خواته له تللو څخه راګرځاوه. دوهم انتخاب  یو څه منځۍ  لاره وه، نه یې څوک خوشاله کوله او نه یې چاته څه ورکوله. مګر په دې دواړو لارو کي یوه هم انتخاب نه سوه او دریمه لاره غوره سوه. هغه دا چي باید شجاع الدوله د کمپنۍ ملګری کړه سي او هغه دغو ایالتونو ته له تللو څخه را وګرځول سي او د شهزاده او احمدشاه ابدالي ترمنځ تګ راتګ وکړي او دواړو ته قناعت ورکړي چي په دغو ایالتونو کي د کښت او کروندې ډېر سخت موسمونه تېر سوي دي؛ خلک یې ډېر سخت غریب دي او د دونه درانه بوج د وړلو او دونه زیاتو پیسو د پوره کولو توان نه لري او حتی دونه پیسې لا نه سي برابرولای چي تر ډهلي پوري د شهزاده دسفر کولو د خرڅ دي بس سي. په دې چنو وهلو او مذاکراتو کي به دونه وخت تېر سي چي احمدشاه ابدالي بیرته خپل وطن ته د ستنېدلو تصمیم ونیسي. دغه راز فیصله وسوه چي یو پوځ دي د کارامناسا څنډو ته، په دغو مذاکراتو کي، د مرستي کولو لپاره  واستول سي.

انګلیسیان له دې څخه وېرېدل چي که د دوی او د هغو هندي قوتونو چي د ابدالي طرفدار دي کومه نښته وسي نو  نور اروپايی قدرتونه به له دې وضع  څخه ګټه واخلي او دغه راز له پېشوا څخه هم، چي د شمال پر لور یې حرکت کولو ته نیت وو، هم وېره موجوده وه. داسي فیصله وسوه چي که د ابدالي پوځونو حمله وکړه نو د انګلیسیانو پوځونه دي د کارامنسا له سیند څخه تېر سي او د جنګ میدان باید یوازي د شجاع الدوله سیمه سي. انګلیسیانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي شجاع الدوله پخپله د بنګال له مالیاتو ټولولو څخه لاس اخیستی دی. د ۱۷۶۱ کال د اپرېل په میاشت کي کمپنې ته خبر ورسېدی چي ابدالي د خپل وطن پر لور روان سوی دی. انګلیسیان په دې نه وه خبر چي د شجاع الدوله د کمپ شیعه ګانو د ابدالي د کمپ له سنیانو سره نښته کړې ده او احمدشاه ابدالي په غوسه سوی او د ۱۷۶۱ کال د مارچ پر اوومه خپل هیواد ته روان  سوی دی. کرناک ویل چي له ابدالي سره د هر ډول ارتباط نیول غیر ضروري دی ځکه چي هغه له ډهلي څحخه روان سوی او خپل وطن ته په لاره کي دی. کله چي وینسیټیارټ په دې باوري سو چي ابدالي د خپل وطن خواته روان سوی دی نو هغه پر میرقاسم باندي له احمدشاه ابدالي سره د دوستانه مکاتباتو د کولو له امله له خپل اعتراض څخه تېر سو. ده د اپرېل پر اووه لسمه میرقاسم ته وویل چي د ده هغه لیک به چي احمدشاه ابدالي ته یې لېږلی او هغه لیک به چي شجاع الدوله ته یې لېږلی دی هغوی ته واستول سي ځکه چي پرته د دوستی له ښودلو نور څه پکښي نسته.

پراحمدشاه ابدالي باندي له پنجاب څخه د تېرېدلو په وخت کي سیکهانو پرله پسې حملې وکړې. سیکهانو تر هغه وخته پوري چي د افغانستان پوځ تر اباسین اوښتی نه وو، احمدشاه پر کراره پرې نه ښود. دوی د افغانانو د پوځ پر شاوخوا باندي ګرځېدل، د هغوی د اکمالاتو لاري یې بندولې او چي څه تاوان یې په وس کېدی هغه یې رساوه مګر هیڅ وخت  مخامخ جګړې ته نه خاضرېدل. احمدشاه ابدالي په ډېر زحمت لاهور ته ورسېدی او له هغه ځایه یې د سیکهانو د غوږونو د تاوولو لپاره پوځي قوه ولېږله، مګر هغوی یې په موثره توګه ونه ځپلای سوای.

په پنجاب کي د دراني بري د مرهټیانو دا ارمانونه خاوري کړل چي ویل یې خپل قدرت به هغي سیمي ته وغځوي. مګر هغومره چي د پاني پټ جنګ لوی وو په هغه اندازه استفاده ورڅخه ونه سوه. احمدشاه ابدالي د خپل بریالي موقف څخه ګټه وانه خیستله. دی د مغولو پر خالي سوي تخت باندي کښې نه ناست. دی په دې پوهېدی چي په هندوستان کي هري خواته ښورښونه او جنګونه دي، او دومره بېل قومونه په وسلو سمبال دي چي له کابل څخه یې کنټرولول چنداني امکان نه لري. پر دې برسېره د ده خپل هیواد ډېر کمزوری وو او په داخل کي یې قومونه بې اتفاقه وه او پرله پسې یې هیواد کمزوری ساتلی وو. د احمدشاه ابدالي پوځیان په غنیمتونو بار وه او له فتحي څخه خوشاله روان وه او دی یې کابل ته په تللو مجبور کړ.

احمدشاه ابدالي ته سیکهانو ډېر سخت تکلیف ورکړ. هغوی په پنجاب کي وضع ورته خرابه کړه او ده ته یې د تل لپار ه اندېښنه پیدا کړې وه. ده له هند څخه په پنجاب کي د تېرېدلو په وخت کي له سیکهانو څخه دونه تکلیف ولیدی چي نه یې هېرولای او نه یې بخښلای سوای. د ادارې هغه ترتیبات چي ده په خپل غیاب کي د پنجاب لپاره ونیول هم یې چنداني کار ورنه کړ. نو د ۱۷۶۲ کال په سر کي احمدشاه ابدالي یو ځل بیا پنجاب ته ولاړ څو سیکهان د تل لپاره وځپي. په هند کي د ابدالي  دې یرغل داسي وېره خوره کړه چي د هند هره برخه یې له وېري ولړزوله. شاه عالم ته اطلاع ورسېده چی احمدشاه ابدالي پنجاب ته راغلی دی او غواړي چي یو ځل بیا هندوستان ته سفر وکړي. داسي عمومي آوازه وه چي ابدالي له یوې لويي قوې سره ډهلي ته راغلی دی مګر دا اطلاعات ډېر ژر د لکنهو څخه د یوه مسیحي مبلغ په هغه لیک کي رد سول چی ویل یې احمدشاه ابدالي اوس هم د سرهند او پنجاب تر منځ د سیکهانو سره په جګړو لګیا دی. په دې لیک کي دغه راز راغلي وه چي نجیب الدوله د احمدشاه ابدالي ډېر ټینګ طرفدار دی او دا یقیني وه چي هغه به له احمدشاه سره مرسته وکړي. مګر ډېر مهم اطلاعات هغه وه چي ویل یې میرقاسم له شجاع الدوله سره لاس یو کړی او غواړي چي انګلیسیان له هندوستانه وباسي. د انګلیسیانو لپاره دا وضع په ریشتیا هم چي خطرناکه وه؛ مګر ابدالي له لاهور څخه را تېر نه سو. د افغانستان واکمن د سیکهانو په ځپلو ډېر زیات مصروف سو. ده د ۱۷۶۲ کال د فبروري پر پنځمه د هغوی قوت ته هغه وخت یو سخت ګوزار ورکړ چي د کوپ په جنګ کي یې ډېرو زیاتو سیکهانو ته ماته ورکړه او قتل عام یې کړل. دی نهه میاشتي د دې لپاره په پنجاب کي پاته سو چي د راتلونکي لپاره د سیکهانو هر ډول مقاومت وځپي. د ۱۷۶۲ کال د ډسمبر پر دوولسمه احمدشاه ابدالي وطن ته روان سو او د لاهور د ساتلو لپاره  یې ډېره وړه پوځي قوه پرېښودله. مګر سیکهان د احمدشاه له روانېدلو څخه ډېر ژر وروسته په پنجاب کي له مختلفو سیمو څخه را کښته سول. افغانانو په څو نښتو کي ماته وخوړه او لاهور بیرته د سیکهانو لاسته ورغی. دا د سیکهانو لپاره واقعا چي یو لوی بری وو چي د احمدشاه په مقابل کي یې ترلاسه کړ ځکه چي هغه یو عادي ماجرا غوښتونکی نه وو، بلکه یو ځلانده عسکر او هوښیار سیستمدار وو چي هر وخت یې له واقعیتونو سره سم عمل کاوه.

د ۱۷۶۲ کال د ډسمبر له میاشتي څخه چي احمدشاه ابدالي له پنجاب څخه ستون سو بیا تر ۱۷۶۴ کال د اکټوبر تر میاشتي پوري دهغه د فعالیتونو په باره کي هیڅ معلومات نه لرو. د ۱۷۶۴ کال  د اکټوبر په میاشت کي هغه د اووم ځل لپاره پر هند باندي یرغل وکړ او غوښتل یې چي په لار کي خپله واکمني له سره ټینګه کړي. د ۱۷۶۵ او ۱۷۶۶ کلونو ترمنځ، احمدشاه ابدالي په خپل هیواد کي په اداري کارونو لګیا وو او د پنجاب د چارو سمبالولو ته یې د توجه کولو وخت نه درلود.

په دې حساب نو د ۱۷۶۲ له ډسمبر څخه د ۱۷۶۶ تر نومبر پوري د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ د هغه له یرغل څخه بېغمه وه. مګر پخپله د کمپنۍ لپاره ډېر د پیښو ډک کلونه وه. په دغه کلونو کي انګلیسان په هندوستان کي یو سیمه ایز قوت سو او په هندوستان کي یې د امپراطوری د جوړولو خوبونه ریشتیا سول. په بنګال کي میرقاسم برطرفه سوی وو او د هغه پر ځای باندي زوړ نواب میرجعفر مقرر سوی وو او بالاخره په ۱۷۶۴ کال کي د بوکسر جګړې په شمالي هند کي د انګلیسیانو د سرنوشت فیصله وکړه. د شجاع الدوله  د تسلیمېدلو سره اَوَد د انګلیسیانو په کنټرول کي سو او مغول امپراطور د کمپنۍ د دروازې ګدايي ګر سو. د بوکسر په جنګ کي د برټانویانو بري هغوی ته د ټول  بنګال واکمني ورکړه او دوی یې تشویق کړل چي د هندوستان نورو سیمو ته هم خپل واک وغځوي. د بنګال د لاسته راوړلو سره، نه یوازي انګلیسیانو وکړای سول چي په هند کي له نورو اروپايی قوتونو سره وجګیږي، بلکه د افغانانو د راتلونکو یرغلونو مخه یې هم نیولای سوای. بنګال هم په پوځي او هم په سیاسي لحاظ په هند کي یو خاص مقام درلود. بنګال د انګایسیانو تر کنټرول لاندي سو او اَوَد د بنګال شاته داسي په وچه کي را ګیر ایالت سو چي له هري خوا د برټانوي قدرت تر واک لاندي وو. اوس نو د انګلیسیانو وروستی هدف ډهلی وو چي په هر شکل کیږي هغه تر خپل کنټرول لاندي کړي. د احمدشاه ابدالي د قدرت پراخېدلو، مرهټه، سیکهانو او جاټ قوتونو هر یوه د انګلیسانو د پراختیا غوښتني مخه نیولې وه.

مګر نور نو افغانان په داسي موقف کي نه وه چي د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ  اندېښنه ورڅخه ولري. پر پنجاب باندي د هغوی د کنټرول سره سیکهانو مقاومت کاوه او د افغانانو لپاره د دې قوت ماتول تر وس تېره خبره وه. نور نو د افغانانو لپاره دا ډېره ګرانه خبره وه چي پنجاب په ارامه توګه په خپل کنترول کي وساتي او دوی مجبور وه چي کله کله حملې ورباندي وکړي. ابدالي مجبور وو چي له هغو سیکهانو سره جګړه وکړي چي د حملو په وخت کي لکه د زمریو په څېر غړومبېدل او د تېښتي په وخت کي د ګیدړو په څېر ورکېدل. سیکهان د ابدالي په مقابل کي په داسي خنډ بدل سوی وو چي هغه نه له شاه عالم سره کتلای سوای او نه یې مرسته ورسره کولای سوای. په ۱۷۶۷ کال کي د افغانانو لپاره وضع نوره هم  هغه وخت خرابه سوه چي سیکهانو د اباسین څخه تر جمنا پوري سیمه تر ولکې لاندي کړې وه او له ابدالي سره یې پر هر اینچ خاوره باندي چي هغه پښه ورباندي ایښودله جګړه کوله.

کلایف، ۱۷۶۷ کال د جنوري په میاشت کي د خدای په امانی په وخت کي وویل چي که ابدالي له خپلو سرسختو دښمنانو سیکهانو څخه دې خواته را تېر سي نو تاسي زما دا خبره ومنی چی هغه به پر هند باندي دریم ځل یرغل هم وکړي. ده دغه راز وینسیټارټ ورلیسټ ته، چي له ده څخه وروسته مقرر سو وویل چی میرقاسم شمال ته تللی دی او په دې کي شک نسته چي هلته به دسیسې پیل کړي او که په هغه سیمه کي دسیسې  او نښتي پیل سي نو زه یقین لرم چي ابدالي به یو ځل بیا د غنیمتونو ترلاسه کولو لپاره پر هند باندي حمله وکړي. دا امکان لري خو احتمال یې ډېر کم دی چي هغه دي یا پر بنګال او یا زموږ د متحدینو پر خاورو باندي حمله وکړي. محمدرضاخان او راجا شیتاب رای رپوټ ورکړ چي احمدشاه ابدالي د میرقاسم او روهیله پښتنو په غوښتنه د هند خواته را روان دی، او شاه تر اټک را تېر سوی او د لاهور څخه شپېته کروه فاصله لري. دوی دغه راز رپوټ ورکړ چي میرقاسم د وخته لا ډهلي ته رسېدلی دی او د ابدالي کمپ ته د ورتللو لپاره ځان تیاروي. وینسیټارټ ورلسټ ، د ابدالي د دغه یرغل په ارتباط، این پاک ته په یوه مکتوب کي ولیکل چي ابدالي د سیکهانو یو سخت مقاومت ځپلی دی او هغوی یې د زیاتو پیسو په ورکولو مجبور کړي دي او اوس د یو لک پوځ سره د هند پر لور را روان دی او له ډهلي څخه یو څو کروهه فاصله لري. داسی ویل کیږي دا ځل غواړي پخپله د هندوستان پر تخت کښېني. نو ګواکي زموږ زوړ دوست شاه عالم به خپله پاچهي له لاسه ورکړي. دا سي رپوټ هم ورکړه سو چي احمدشاه ابدالي له ډهلي څخه د بنګال پر لور روان دی او غواړي د انګلیسیانو تر کنټرول لاندي مځکو باندي حمله وکړي. دا خبره چي احمدشاه ابدالي د هند تخت د ځان لپاره غوښت هیڅ معاصري منبع نه ده تایید کړې. که دا خبره ساده اوازه او دروغ هم وه له دې څخه داسي معلومیږي چي خلکو په هغه کي دونه طاقت لیدی چي کولای سي د هند تخت ونیسي او د قانوني امپراطور څخه قدرت واخلي. په دې توګه نو پر بنګال باندي د احمدشاه ابدالي د یرغل په باب آوازو په بنګال کي داسي وارخطايي پیدا کړې وه چي مخکی یې سابفه نه درلوده.

کله چي انګلیسیان خبر سول چي احمدشاه له یوې لويی قوې سره په هندوستان کي دی نو ډېر سخت وارخطا سول. دوی ته رپوټ ورکړه سو چي له هغه سره دا ځل تر هغه غښتلی پوځي طاقت ملګری دی چي مرهټیانو ته یې په پاني پټ کي ماته ورکړه. دا ځل ابدالي فیصله کړې وه چي تر ډهلي به ها خواته  تیریږي. د هغه دا فیصله یا د میرقاسم د دسیسو له امله وه او یا د بنګال شته منیو دې ته هڅاوه چي هغې خواته توجه وکړي او دی به د انګلیسیانو تر پولي تیریږي او حتی غواړي به چي هغه ولایتونه پخپله ونیسي. دا هم معلومه سوې وه چي ابدالي د هند یو شمېر واکمنانو او مشرانو ته لیکونه لېږلي او هغوی یې خپل حضور ته بللي دي. دې نو انګلیسیان په دې خبره معتقد کړل چي ابدالي دا ځل لويی نقشې لري او په هند کي به د انګلیسیانو قدرت ته لویه خطره پېښه کړي. دوی د شاه عالم پر ملاتړ باندي، چي ابدالي د هندوستان د امپراطور په حیث په رسمیت پېژندلی وو، حساب نه سو کولای. انګلیسیانو که څه هم چي په ظاهره خو یې شاه عالم ته ځانونه تابع ګڼل خو په عمل کي یې د هغه واک او صلاحیت محدود کړی او یو وخت یې په اله آباد کي د یوه عادي بندي په حیث ساتلی وو. دوی له هغه سره ژمنه کړې وه چي تر ډهلي پوري یې بدرګه کوي مګر  د دې وعدې پوره کول له یوه کال څخه بل ته وځنډېدل او تر اوسه یې د عمل جامه نه وه اغوستې. د شاه عالم ستر مشاور منیرالدوله هم د احمدشاه ابدالي طرفدار وو. انګلیسیان له دې څخه وېرېدل چي شاه عالم به هندوستان ته د ابدالي له رسېدلو سره، وتښتي او د احمدشاه له کمپ سره به یوځای سي. شجاع الدوله هم ځکه د احمدشاه ابدالي طرفداري کوله چي ویل یې که چیري د هغه امر ونه مني نو سبا به هسي د هغه په غضب اخته سم. دغه راز نجیب الدوله د ابدالي سړی وو او دا سي فکر کېدی چي هغه به د شاه عالم سره یو ځای د ابدالي کمپ ته ورسي. په ډهلي کي ولیعهد شهزاده جوان بخت او ملکه  زینت محل په ډېر امید د ابدالي راتللو ته سترګي پر لار وه ځکه دوی فکر کاوه چي یوازي ابدالي کولای سي امپراطور د انګلیسیانو له منګولو څخه وژغوري. په دې دول نو انګلیسیانو د احمدشاه ابدالي د دغه یر غل له امله په هند کي خپله سلطه په خطر کي لیده. دوی له خپل ټول طاقت څخه کار واخیست چي شاه عالم، منیرالدوله او شجاع الدوله له احمد شاه ابدالي سره په هیڅ صورت ونه ویني. دوی دغه راز پېشنهاد وکړ چي د مرهټیانو، شاه عالم، د اَوَد نواب وزیر، روهیله پښتنو او جاټ  قوتونه د احمدشاه ابدالي په مقابل کی سره یو موټی کړي. احمدشاه د مرهيتانو، شجاع الدوله او د انګلیسیانو له اتحاد څخه خبر سو. ده سمدستي راګونات راو ته یو تهدیدونکی لیک واستاوه او هغه ته یې وویل چي که د پاني پټ د فاتح له اوامرو څخه سرغړونه وکړې نو جنګ او تباهي درته ګوري. راګونات غلی له صحنې څخه ګوښه او هند دننه سیمي ته ولاړ او د شجاع الدوله ټول هغه کوښښونه چي د ده د ملګري کېدلو ول لپاره یې کړي وه بېځایه ولاړل. ورلسټ راګو نات ته شخصا ولیکل چي له انګلیسیانو سره یو ځای سي. لږ وروسته احمدشاه ابدالي مرهټیانو ته ولیکل چي هغه د مرهټیانو د تعقیبولو او له هغوی سره د جګړې کولو نیت نه لري او فیصله یې کړې ده چي د پټنه پر لور مستقیم مارش وکړي او له شجاع الدوله او نورو سردارانو سره د هغوی د مالیاتو د باقیاتو حساب وکړي. دی په تېره بیا له شجاع الدوله سره، چي بېچاره میرقاسم یې د بنګال له نوابی څخه محروم کړی او د هغه شته مني یې لوټ کړې ده، حساب لري.

شاه عالم غوښتل چي د ځان په باب د ابدالي له نیک نظر څخه ګټه واخلي. ده غوښتل چی له افغانانو سره د دوستی یو داسي تړون لاسلیک کړي چي پر هیواد باندي د ده پاچهی او قدرت تضمین کړي. مګر شاه عالم د انګلیسیانو په لاس کي یو بې قدرته ګوډاګی وو او هغوی داسي چالاک او ځيرک خلک وه چي په غه حال کي یې هم  ده ته په ظاهره وفاداري او تابعیت ښودی. ورلسټ مخکي ده ته اطمیان ورکړی وو چي تر څو پوري هغه په هند کي وي ده ته به وفادار وي، د امپراطوری چاري به ورته سمبالوي او د تیمور د خاندان د نیکمرغی لپاره به کار کوي. شاه عالم د انګلیسیانو نقشو ته د شک په نظر کتل نو ځکه یې غوښتل چي منیرالدوله د احمدشاه ابدالي دربارته ولیږي. نجیب الدوله هم د ابدالي دربار ته د منیرالدوله د لېږلو سره موافق وو، ځکه چي هغه د احمدشاه ابدالي په دربار کي شخصي نفوذ درلود او له هغه سره یې د یوه دوستانه تړون په باب بحث کولای سوای. منیرالدوله د نجیب الدوله له پالیسی سره موافق وو مګر مخکي له هغه چي د شاه کمپ ته ورسي غوښتل یې دا ځانته معلومه کړي چي که چیري احمدشاه ابدالي د هند د قوتونو په مرسته سیکهانو ته ماته ورکړي او پر هند باندي یرغل وکړي نو انګلیسیان به څه سلوک غوره کړي .ورلست د منیرالدوله دغه لیک ته جواب ورنه کړ نو منیرالدوله بیا د ۱۷۶۷ کال د مارچ پر دریمه بل لیک ور واستاوه او هغه ته یې ولیکل چی احمدشاه ابدالي پنجاب ته را ورسېدی او، له امپراطور څخه پرته، د هند  ټولو قوتونو هغه ته پېشنهادونه لېږلي دي. ده په دې باره کی د ورلسټ نطر وغوښتی چي ایا شاه عالم کولای سي ابدالي ته لیک واستوی کنه. ورلسټ په دې مخکي لا خبر وو چي ابدالي د ۱۷۶۷ کال د مارچ د میاشتي په سر کي د سوتلیج له سیند څخه را تېر سوی دی او د ډهلي پر لور یې پرمختګ پیل کړی دی. ده منیرالدوله ته ولیکل چي دی نه د شاه عالم له خوا ابدالي ته د لیک د لېږلو طرفدار دی او نه غواړي چي منیرالدوله د هغه کمپ ته ورسي او که دوی دا کار وکړي نو دا به ډېر بد عواقب ولري. ورلسټ  په دې عقیده وو چي که جاټ او روهیله د ابدالي پر ضد اتحاد جوړ کړي او له سیکهانو سره مرسته وکړي نو سیکهان به ابدالي ته ډېره سخته ماته ورکړي. ده منیرالدوله ته اطمینان ورکړ چي انګلیسیان به د احمدشاه ابدالي په مقابل کي د مغولو د امپراطوری څخه دفاع وکړي.

د انګلیسیانو د دریمي لواء یوه افسر رابرټ بارکر له شاه عالم سره د ۱۷۶۷ کل د مارچ پر شپږ ویشتمه کتلي وه او له هغه سره په خبرو کي پوه سوی وو چي د افغانستان صدراعظم شاه ولي خان د روهیله پښتنو سردارانو ډونډي خان، حافظ رحمت خان، فیض الله خان او احمدخان ته ویلي وه چي د شاه کمپ ته ورتللو ته تیاري وکړي. د میرقاسم استازي له شاه سره ژمنه کړې وه چي د امپراطور سره د مرستي په بدل کي به ډیري زیاتي پیسې ورکړي. که له ابدالي سره د روهیله پښتنو مرسته ملګرې سوې وای او هغه د ډهلي پر لور حرکت کړی وای نو بیا به وضع ډېره خرابه سوې وای. په هغه صورت کي نو شاه عالم دا فکر کړی وو چي تر هر څه بهتره به دا وي چي د ابدالي دوستي تر لاسه کړي او د بحران مخه ونیسي. منیرالدوله ورلسټ ته وویل چي که له احمدشاه ابدالي سره د روهیله پښتنو قدرت ملګری سي او هغه وغواړي چي په هند کی دوه درې کاله پاته سي نو دا به ډېره خطرناکه وضع منځته راوړي او د انګلیسیانو لپاره به یې هم مخنیوی ګران وي. ده له ورلسټ څخه وغوښتل چي که ته فکر کوې چي له شاه سره اتحاد کول په ګټه کار دی نو دی  دي د شاه دربار ته ولیږي. انګلیسیان د شاه عالم او د ابدالي ترمنځ د اتحاد په مقابل کي ولاړ ول. ورلسټ په ډېرو ټینګو الفاظو شاه عالم  له ابدالي سره د تماس له ټینګولو څخه منع کړ او دا یې ورته وویل چي له احمدشاه ابدالي سره د اتحاد کولو په باره کي باید فکر ونه کړی او منیرالدوله د هغه دربار ته ونه لیږي. ده هغه ته ولیکل چی تاسي اعلیحضرت د ابدالي د حملې څخه هیڅ اندېښنه مه کوی. که هغه پر دې خوا نه راځي نو بیا مذاکرات ضرور نه دي او که هغه پر دې خوا راځي او ته د شاه دربار ته ورځې نو هغه خو ستا څخه حتما د پېشکش او سوغات غوښتنه کوي او دا به ډېره بده وي چي داسي چاته طلاوي ورکړه سي چي هغه پر ناحقه پر دې هیواد باندي یرغل کوي. دا کار هم د امپراطور لپاره بې عزتي ده او هم د هغه د وفادارو ملګرو انګلیسیانو لپاره. ده ولیکل چي هغو پوځیانو ته چي په پټنه کي پراته دي امر سوی دی چي د لکنهو پر لور مارش وکړي څو ټول هندوستان په دې قانع سي چي د انګلیسیانو او ستاسي اعلیحضرت تر منځ ټینګ اتحاد موجود دی او انګلیسیانو فیصله کړې ده چي د اعلیحضرت دښمنانو ته سزا ورکړي  او انګلیسیان هر ډول راتلونکو پیښو ته تیار دي.

شجاع الدوله هم کوښښ کاوه چي امپرطور له احمدشاه سره له اتحاد کولو را وګرځوي. دی په دې ښه پوهېدی چي احمدشاه به له هغه سره تر انګلیسیانو سخاوتمندانه سلوک ونه کړي. ده شاه عالم ته مشوره ورکړه چي له احمدشاه سره له یو کېدلو څخه مخکي د انګلیسیانو رضاییت حاصل کړي. شجاع الدوله، خپلو سرحداتو ته، د احمدشاه له نیژدې کېدلو څخه مخکي، له انګلیسیانو څخه مرستي ته لېواله وو. دی وارخطاوو؛ ځکه ده ته داسي اطلاع رسېدلې وه چي احمدشاه او روهیله پښتنو، چي دی سخت ورسره مخالف وو، پټ تفاهم سره کړی دی. روهیله له احمدشاه سره یو ځای کېدلو ته سترګي پر لاره وه او خپل وکیلان یې د شاه کمپ ته لېږلي ول. شجاع الدوله د شاه او روهیله پښتنو ترمنځ د تفاهم طرفدار نه وو او د انګلیسیانو له کمپنۍ څخه یې وغوښتل چي روهیله پښتانه د خپل عمل په سزا ورسوي. ده ورلسټ ته هغه متل ور په زړه کړ چي وايي د اوبو په بند کي یو وړوکی سوری په ستن بندېدلای سي مګر که تر ورخ واوړي بیا نو د پیل زور هم نه په رسیږي.

انګلیسیانو غوښتل چي له اَوَد او بنګال څخه د دفاع لپاره سملاسي اقدامات وکړي ځکه دوی فکر کاوه چي وضع داسي حالت ته رسېدلې ده چي ښايی نواب وزیر او شاه عالم له ابدالي سره یو ځای کېدلو ته زړونه ښه کړي. رابرټ بارکر د نواب وزیر پر سلوک ډېر شکمن وو او فکر یې کاوه چي هغه به له شاه سره یو ځای سي. ورلسټ مخکي له مخکي نواب وزیر ته اطمینان ورکړ چي تر څو پوري د هند په خاوره کي یو انګلیس ژوندی وي هغه  به له مرستي څخه محروم نه سي. ورلسټ د څو علتونو له مخي نه غوښتل چي له روهیله پښتنو سره جنګ اعلان کړي. لومړی خو دا چي د نواب وزیر سره دونه پوځیان نه وه چي د روهیله سره د مقابلې کولو توان ولري، دوهم دا چي دا کار له مرهټه سره د اتحاد کولو پرته چنداني ممکن نه وو او دریم داچي د انګلیسیانو خپل پوځیان ښايي په کوم بل ځای کي په عملیاتو لګیا سي. ورلسټ نواب وزیر ته وویل چي که انګلیسیان پر روهیله پښتنو باندي حمله وکړي نو روهیله به د نواب وزیر پر قلمرو باندي د شمال له لوري یرغل وکړي. د ده خپل پوځ د شاه سره د مقابلې توان نه درلود او ښايي په نتیجه کي د شاه د پوځونو د لوټ او تالان سره مخامخ سوی وای. ورلسټ له شجاع الدوله سره، د احمدشاه دراني د حملې د مخنیوي لپاره په سلا مشورو لګیا سو. د ۱۷۶۵ کال په تړون کي راغلي وه چي که هر کله د شجاع الدوله پر قلمرو باندي حمله کېدله نو انګلیسیان به له هغه څخه په خپل ټول طاقت دفاع کوي؛ خو په دې شرط چي د دوی خپل سر اومال له خطر سره مخامخ نه سي. په تړون کي دغه وروستي عبارت انګلیسیانو ته دا موقع ورکوله چي کله یې زړه وغواړي له میدانه ووزي، خو متحدینو ته یې هم دا امکان برابراوه چي د احمدشاه ابدالي سره ملګري سي او د انګلیسیانو حیثیت او اعتبار، د هغوی ددغي چلبازي او ځان غوښتني د پالیسی د تعقیبولو له امله، له خاورو سره برابر کړي. ورلسټ په وضع پوه سو او له نواب وزیر سره یې ژمنه وکړه چي انګلیسیان به د هغه د قلمرو څخه د دفاع لپاره مرسته ورسره وکړي. ده دغه راز نواب وزیر ته وویل چي انګلیسیان تیار دي چي د ابدالي، جاټ او روهیله پښتنو له ګډو قواوو سره مقابله وکړي. خو دغه راز یې نواب وزیر ته مشوره ورکړه چي د ابدالي د سپرو قواوو سره د مقابلې لپاره د سپرو پوځیانو یوه غښتلې قوه جوړه کړي. ده دغه راز نواب وزیر ته مشوره ورکړه چي د جاټ او روهیله کمپونو ته خپل استازي واستوي او هغوی ته ووايی چي له مشترک دښمن سره د جګړې لپاره د ده ملا وتړي.

ورلسټ ته اطلاع ورسېده چي د روهیله مشرانو ته د احمدشاه او د هغه د صدراعظم شاه ولي خان لیکونه رسېدلي دي؛ او داسي ښکاري چي هغوی له احمدشاه سره ملګرتوب ته زړه ښه کړی دی. نجیب الدوله، پنجاب ته د احمدشاه ابدالي د رسېدلو له امله، سخت خوشاله وو او اعلان یې وکړ چي که احمدشاه ده ته امر وکړي نو تیار دی چي د هندوستان له مشرانو څخه شل میلیونه روپۍ ورته راغونډي کړي او د ده زوی تیمورشاه به د ډهلي پر تخت کښېنوي. ده خپل وکیل راومیګ راج ته امر وکړ چي د شاه دربار ته ورسي او هغه ته اطلاع ورکړي چي که  د افغانستان پاچا سرهند ته ورسیږي نو دی حاضر دی چي د هغه حضور ته ورسي. ورلسټ ډېر ژر خبر سو چي د نجیب الدوله، جواهرسینګه جاټ او میرقاسم استازي د احمدشاه دربارته، چي ځان یې شیورتیلي ته رسولی وو، ورغلي دي. انګلیسیانو د جاټ او روهیله پښتنو د حرکتونو په مقابل کي احتیاطي کارونه پیل کړل. ورلسټ شجاع الدوله ته اطلاع ورکړه چي سراج پور ته یې پوځونه د دې لپاره لېږلي دي چي روهیله، جاټ او مرهټه  له انګلیسیانو سره په اتحاد کي شاملېدلو ته وهڅول سي. ورلسټ په دې عقیده وو چي دغه راز یو عمل به د ابدالي په مقابل کي د یوه قوي اتحاد د منځته راتللو سبب سي.

ورلسټ په دې عقیده وو چي روهیله او جاټ به له شاه سره ملګري نه سي او هغه ته به خپلي مځکي ونه سپاري. مګر ده ته اطلاع ورسېده چي نجیب الدوله ته د احمدشاه لیکونه رسېدلي او هغه د شاه د لیدلو لپاره سرهند ته روان سوی دی. ورلسټ ځکه منیرالدوله ته هدایت ورکړ چي دا معلومه کړي چي د روهیله نور سرداران لکه ډونډي خان، حافظ رحمت خان او احمدخان هم له  شاه سره د هغه د رناوي لپاره ګوري او که غواړي د هغه دوستي او مهرباني په پیسو واخلي. ورلسټ دغه راز حافظ رحمت خان ته هم لیک واستاوه او هغه ته یې وویل چي اوس د ملګرتوب او دوستی وخت دی او ایا دی غواړي چي د احمدشاه استبداد پر ځان قبول کړي او د خپل ځان حیثیت او اعتبار ته صدمه ورسوي او که غواړي چي له هغه سره د جنګېدلو له لاري عزت او افتخار وګټي. ده له روهیله سردارانو او جاټ څخه وغوښتل چي د احمدشاه ابدالي په مقابل کي د نواب وزیر او انګلیسیانو له اتحاد سره ملګري سي. د جاټ مشر جواهر سینګه له احمدشاه سره چنداني دوستانه اړیکي نه درلودل او له هغه څخه سخت وېرېدی. ده محمدرضاخان ته پېشنهاد وکړ چي پر انګلیسیانو باندي له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او په دې توګه، احمدشاه ابدالي ته د ماتي ورکولو په منظور، له انګلیسیانو سره یو اتحاد جوړ کړو. له بلي خوا نجیب الدوله پر شاه باندي فشار اچاوه چي ژر مخته راسي او د ډهلي تخت ونیسي او په دې توګه د هندوستان چاري سمبال کړي. احمدشاه ابدالي له دې امله په غوسه وو چي د هندوستان یوه مشر هم هغه ته پېشکش او سوغاتونه نه وه وړاندي کړي. ده د ډهلي پر لور د حرکت کولو فیصله وکړه مګر کله چي نجیب الدوله په دې پوه سو چي احمدشاه په غوسه دی نو هغه ته یې وویل چي که ته په دغه حال کي د ډهلي پر لور روان سې نو د ډهلي ټول اوسېدونکي به له وېري وتښتي. ده د شاه غوسه یو څه کراره کړه او د هغه سره یې پر پنځه ویشت لکه روپیو فیصله وکړه. دا پیسې باید روهیله، جاټ او د راجپوت مشرانو په ګډه تادیه کړي وای. ډونډي خان او مدو سینګه باید دوه نیم لکه او جواهرسینګه جاټ باید لس لکه روپۍ ورکړي وای. دغه راز فیصله وسوه چي نجیب الدوله به د سرهند او د بیاس او سوتلیج د سیندونو ترمنځ سیمو کنټرول اخلي. احمدشاه ابدالي ډېر ژر سرهند ته، د سیکهانو د ښورښ د کرارولو لپاره، روان سو.

د انګلیسیانو چټکو او له وارخطايي ډکو پوځي فعالیتونو، چي احمدشاه ابدالي ته به یې حتما رپوټونه رسېدلی وي هغه دې ته مجبور کړ چي لومړی د خپلو پوځیانو شاته سیمه کراره وساتي او هسي نه چي دی د ډهلي پر لور حرکت وکړي او سیکهان ناکراری ورته جوړي کړي. انګلیسیانو له دغه فرصت څخه استفاده وکړه او د افغانانو د یرغل په مقابل کي یې یو جامع دفاعي پلان جوړ کړ. انګلیسیانو له ښه ډېر غور او بحثونو څخه وروسته د عملیاتو پر دغه پلان باندي موافقه وکړه:

الف: د دریمي لواء قوماندان ته باید سمدستي امر وسي چي پنځه کنډکه عسکر له شپږو توپونو سره وسره واخلي او په سراجپور کي یې په بهترینو ځایونو کي واچوي.

ب: ډهلي ته د احمدشاه ابدالي د رسېدلو او مخته تللو په باب د رپوټونو د رسېدلو سره سم باید دوهمي لواء ته امر وسي چي د میرزا پور او چونارګهړ تر منځ تر ټولو په بهترو او مناسبو ځایونو کي مورچې ونیسي.

ج: د دریمي لواء باقي پاته عسکر باید د سراجپور کمپ ته حرکت وکړي.

د: په همدغه وخت کي لومړۍ لواء ته امر سوی وو چي په بنکي پور کي پوځي مرکزونه واخلي او یوازي یو کنډک عسکر په مونګیر کي پریږدي.

هـ : لومړنۍ لواء ته باید په همدغه وخت کي امر وسي چي له بنکي پور څخه  د سراج پور پر لور حرکت وکړي او له دریمي لواء سره یو خای سي.

و: په عین وخت کي باید لومړۍ لواء ته امر وسي چي له بنکي پور څخه حرکت وکړي او د کرم ناسا پر څنګ باندي تر ټولو مناسبو ځایونو کي سنګر ونیسي.

ز: که چیري دا رپوټونه تایید سول چي احمدشاه ابدالي زموږ پر متحدینو باندي د یرغل کولو فیصله کړې ده نو د سراج پور پوځ باید د تولو لواوو او د پرګنو له کنډکونو څخه د  لاسي بمونو په غورځونکو قطعو سمبال سي.

ح: لومړنۍ لواء باید کمزورې نه سي ځکه چي هغه به د ټولو هغو ولایاتو پولي ساتي چي د دښمن د حملو په خطر کي دي.

ط: ډګروال سمیت باید سمدستي په سرحد کي د قواو قومانده واخلي او د یادو سویو عملیاتو لارښودنه وکړي.

ددې لپاره چي ددغو اقداماتو په عملي کولو کي هیڅ ډول ځنډ رانه سي  منتخبي کمېټې رابرټ بارکر ته ولیکل چي سره له هغه چي د احمدشاه ابدالي د عسکري مارچ لاره ډېره اوږده ده او سیکهان به هم مقاومت ورسره کوي او دی به له دغه امله په سراج پور کي د کمپ د جوړولو زړه ونه کړي موږ دغه اقدامات د دې لپاره کوو چي خپلو متحدینو ته دا وښیو چي له هغوی څخه په دفاع کولو کي جدي او پر خپله ژمنه ولاړ یو. تاسي ته هدایت درکول کیږي چي پنځه کنډکه عسکر او شپږ توپونه له دریمي لواء څخه واخلې او په سراج پور کي دفاعي کرښي اشغال کړې او دا مسوولیت تاته درسپارو چي په دې باره کي فیصله وکړې چي غواړې د دغه کنډک قومانده پر غاړه واخلې او که غواړې چي له هغي لواء سره پاته سې چي ته فکر کوې هلته لازم یې.

ډګروال سمیت دې وضع ته په ډېر جدي نظر کتل او وې ویل چی که ماته د هندوستان د اوسنیو چارو په باره کی د قضاوت کولو اجازه راکړه سي نو باید د خپلي اینده آرامی  په باره کي ډېر زیات اندېښمن و اوسو. که شاه یو ځل ډهلي ته را ورسېدی نو موږ باید دا فرض کړې وي چي هغه د ختیځ پر لور د نور پرمختګ خیال لري او که موږ دغه اوسني ترتیبات ولرو نو په هغه وخت کي به له نورو قوتونو سره د اتحاد د جوړلو لپاره وخت ونه لرو ځکه چي د شاه عملیات به هم دوی او هم موږ ته وښيي چي زموږ د متحدینو ځمکي او یا هغه ولایتونه د ده د پوځي عملیاتو لومړنی هدف دی. سمیت د منتخبي کمېټې له دې نظر سره توافق نه درلود چي ویل یې په بنګال کي موجود پوځونه د احمدشاه ابدالي په مقابل کي د دفاع لپاره کافي دي. نو ده ځکه غوښتل چي د انګلیسي پوځ قوت دي زیات کړه سي. ده د ۱۷۶۷ کال د مارچ پر اووه ویشتمه د منتخبي کمېټې غونډ ته وویل چی د دریو لواوو عسکر یوازي اته لس کنډکه دي او له دې عسکرو څخه باید موږ د مونګیر، چونار او اله اباد د پوځي مرکزونو لپاره قواوي برابري کړو. په دې توګه به نو د ټول پوځ شمېر، چي موږ یې میدان ته ایستلای سو له پنځه لسو کنډکو څخه زیات نه وي. ده دغه راز دې خبري ته اشاره وکړه چي په پوځ کي د سپرو عسکرو قوه نسته. ده وویل چي زموږ ټول پوځ له پیاده او توپچي قواوو څخه جوړ دی او که احمدشاه له خپلو آسونو څخه کار واخلي پر موږ به له حده زیاتي حملې وکړای سي او تاوان به راته ورسوي. ده ځکه پېشنهاد وکړ چي د سپرو عسکرو یوه لویه قوه باید جوړه سي او یوه قوه باید له مدراس څخه را وبلل سي چي د بنګال قوه تقویه کړي. منتخبي کمېټې د مدراس مقاماتو ته ولیکل چي د انګرېزي افسرانو یوه قطعه ورته ولیږي. کمېټې دغه راز موافقه وکړه چي یوه دوهمه لواء دي سمدستي اله اباد ته ولېږل سي.  د دي پلان د عملي کېدلو لپاره کمپنۍ د شاه عالم او شجاع الدوله سره خبري وکړې. اروپايی عسکر، د اوړي د ګرمۍ له امله، سراج پور ته د پرمختګ پر ځای، د جمنا او ګنګا د سیندونو پر څنډو باندي دېره سول.

منتخبي کمېټې ځکه د دغو اقداماتو د کولو فیصله وکړه چي ویل یې احتمال لري احمدشاه ابدالي زموږ پر متحدینو باندي د حملې کولو خیال ولري او موږ باید مخکي له مخکي ورته تیار یو. جاټ، روهیله او مرهټیان باید د خپلو ځانونو او خاورو څخه د دفاع کولو غم وخوري او انګلیسیان به له هغوی سره یو متحد قوت جوړ کړي او د ابدالي د پرمختګ مخه به ونیسي. منتخي کمېټې نه غوښتل چي انګلیسي عسکر تر سراج پور ور تېر کړي؛ ځکه چي د دې معنی به دا وي چي انګلیسیان به په دې صورت کي تر هغه له پراخي خاوري او پولو څخه دفاع کوي چي اوس یې په کنټرول کي لرې او یا یې دفاع کول په نظر کي لري. ډګروال سمیت ته، له حرکت کولو څخه مخکي، وویل سول چي دې خبري ته متوجه وي چي نواب وزیر به له ده څخه وغواړي چي د روهیله پښتنو سیمي ته ننوزي او دلیل به یې داوي چي هغه قوتونه له ځان سره ملګري کړي. ده ته دغه راز وویل سوه چي د شاه عالم حرکات له نیژدې وڅاري. کمېټې نه غوښتل چي دوهمه لواء دي له کرم ناسا څخه تېره سي ځکه چي په هغه صورت کي د بنګال امنیت سم نه ساتل کېدی.

د انګلیسیانو مقاماتو به تر دې هم قوي او پر واقعیتونو ولاړه پالیسي غوره کړې وای؛ خو رابرت بارکر رپوټ ورکړ چي احمدشاه ابدالي له نجیب الدوله سره پر پنځه ویشتو لکو روپيو جوړه کړې او بیرته وطن ته سون سوی دی. نجیب الدوله کوښښ کړی وو چي شاه عالم او شجاع الدوله دي هم بېله ځنډه خپله ونډه پوره کړي. مګر دوی دواړو ورته ویلي وه چي اوس حاضر په لاس کي څه نه لري. احتمال لري چي دوی د ورلسټ له مشورې سره سم عمل کړی وي چي هغوی ته یې ویلي وه چي د نجیب الدوله غوښتني ونه مني.  له نېکه مرغه، د ۱۷۶۷ کال د اپرېل په میاشت کي، له سیکهانو سره د نښتو له امله، احمدشاه بیرته خپل وطن ته ستون سو او انګلیسیانو د آرامۍ ساه وایستله.

کله چي احمدشاه ابدالي له سیکهانو سره په چګړه لګیا وو، ده او د ده صدراعظم شاه ولي خان، کلایف ته لیکونه استولي وه. دوی په دې نه وه خبر چي د هغه پر ځای ورلسټ ټاکل سوی دی نو ده ځکه کلایف ته لیکونه استولي وه. احمدشاه ابدالي په دې لیکونو کي حیرانیتا ښکاره کړې وه چي انګلیسیانو ولي هغه ته هیڅ استازی او پیغام  وانه ستاوه په داسي حال کي چي د هند اکثرو قوتونو د هغه اطاعت او درناوی وکړ. ده په دې لیک کي له کلایف څخه پوښتنه کړې وه چي انګلیسیان ده ته وفادار دي کنه. شاه ولي خان هم له دې امله خواشیني ښکاره کړې وه چي نه شاه عالم او نه انګلیسیانو د هغه بادار ته استازی او پیغام استولی وو. ورلسټ په جواب کي ورته ولیکل چي انګلیسیان دونه زورور دي چي له هیڅ طاقت څخه وېره نه لري او د ټولو هغو کارونو، له نیژدې څارنه کوي، چي د هند پر ارامی باندي  اغېزه کوي او یا د هند امپراطوری ته تاوان رسولای سي.  ده لیکلي وه چي د تیمور د خاندان لپاره  د دوی خدمتونه او له نواب شجاع الدوله سره د دوی دوستي ټولي نړۍ ته معلومه ده  او څرنګه چي شاه پخپله هم د هند د شاهي کورنۍ خیر غواړي نو باید چي هغوی د خپل ځان دوستان و بولي او دوی هر وخت د شاه خدمت ته حاضر دي؛ چي په دې وسیله هم د شاه عظمت او شوکت ساتل کیږي او هم د هند د امپراطوری او د هغې د قانوني پاچا آرامي او نېکمرغي تضمینوي. ورلسټ دغه راز شاه ولي خان ته هم یو لیک واستاوه او په هغه کي یې ولیکل چي انګلیسیان د زړه له کومي شاه عالم ته وفادار دي او له نواب وزیر الممالک شجاع الدوله نیژدې متحدین دي. د دوی ګټي او عزت سره شریک دی او دوی د یوه بل له مشورې پرته هیڅ کار نه کوي. ورلسټ شاه ولي خان ته اطمینان ورکړ چي دوی به هر وخت له هغه سره د شاه عالم، شجاع الدوله او انګلیسیانو  د نیک مرغی او آرامی لپاره په هلو ځلو کي له تاسي سره ملګري وي. ورلسټ ته ډېرژر منیرالدوله  رپوټ ورکړ چي میرقاسم د احمدشاه په دربار کي دی او د هندوستان د امپراطور د نسکورولو لپاره نقشې جوړوي. میرقاسم د احمدشاه د ملاتړ په ترلاسه کولو بریالی نه سو. احمدشاه په دې پوهېدی چي میرقاسم د ده په درد نه خوري ځکه چي هغه نه په هند کي څه نفوذ درلود او نه یې له احمدشاه سره مالي او پوځي مرسته کولای سوای. پر ټولو خبرو برسېره، سیکهان په شمېر کي دونه زیات سوي او دونه قوي سوي وه چي د احمدشاه لپاره یې تر ډېره وخته ځپل ممکن نه وه. نو احمدشاه ابدالي د میرقاسم د ژغورلو کوښښ ونه کړاو له سیکهانو سره  تر اوږدو او بې نتیجې جګړو وروسته  خپل وطن ته ستون سو.

ځیني پوهان په دې عقیده دي چي احمدشاه ابدالي بیا پر هند باندي بله حمله ونه کړه. مګر د انګلیسیانو اوسني اسناد ښيي چي ده په ۱۷۶۹ کال کي پر پنجاب باندي حمله وکړه. په ۱۷۶۸ او ۱۷۶۹ کلونو کي په هند کي داسي آوازې وې چي احمدشاه ښايي، د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره، یو ځل بیا پر هند باندي حمله وکړي. ورلست ته اطلاع ورسېده چي احمدشاه ابدالي خپلي توپخانې ته امر کړی دی چي توپچي قواوي دي د ده له حرکت څخه مخکي اټک ته ولېږلي سي، څو دی په راتلونکي ساړه موسم کي پر هند باندي د حملې په وخت کی کار ورڅخه واخلي. ابدالي د بدخشان له سرکښو مشرانو څخه د ځان بېغمه کولو څخه وروسته، په هند کي د خپلو مسایلو د یو طرفه کولو لپاره هند ته توجه وکړه. ده د کشمیر، ملتان او لاهور ولایتونه سلیم شاه ته وسپارل، چي په هغه وخت کي یې ، د ده له خوا، اداري چاري پرمخ بېولې. ده وروسته د جواهر سینګه جاټ پر ځای ټاکل سوي مشر رتن سینګه ته یو استازی واستاوه. له هغه څخه یې شپېته لکه کلداري، چي جواهر سینګه یې، د راجپوتانو د ځپل کېدلو په بدل کي، د تادیه کولو ژمنه کړې وه، طلب کړې.  ښايي په دغه وخت کي شجاع الدوله هم د افغانستان له پاچا سره په مذاکراتو لګیا وو. احمدشاه ابدالي، د دغو عواملو په اساس، پر هند باندي د حملې کولو فیصله وکړه.

ورلسټ ته د ۱۷۶۸ کال د اکټوبر پر څلېرویشتمه معلومه سوه چي ابدالي، له ډېر زیات پوځ سره، د اټک د سیند غاړي ته رسېدلی دی او سیکهان له هغه سره مقابلې ته تیاری کوي. اعلی قوماندان ریچارډ سمیت هم ورلسټ ته اطلاع ورکړه چي احمدشاه ابدالي لاهور ته رسېدلی دی. ده ولیکل چي زه کره اطلاعات نه لرم خو شجاع الدوله وايي چي احمدشاه به یقینا ډهلي ته ولاړ سي. د ۱۷۶۹ کال د مارچ پر نهمه سمیت بیا رپوټ ورکړ چي احمدشاه د چیناب د سیند پر غاړه خېمې وهلي دي او د ده مخکنی قوه له لاهور څخه شل کروهه لیري ده. د مارچ پر اته لسمه رپوټ ورکړه سو چي شاه په کودرآباد کي، چي د جیهلم، پر ختیځه غاړه پروت دی، خېمې وهلي دي.

ورلسټ ته په رسېدلو اطلاعاتو کي، هند ته د احمدشاه ابدالي د رسېدلو رپوټونه راغلي وه، مګر ورلسټ د احمدشاه په دغه نیت یقین نه درلود؛ ځکه دی په دې عقیده وو چي هغه به له پنجاب څخه تېر نه سي. نو ده سمیت ته هدایت ورکړ چی د احمدشاه د حملې د علتونو او د اهدافو په باره کي ډېر ژر اطلاع ورکړي. ده دغه راز له سمیت څخه وغوښتل چي نواب وزیر ته اطلاع ورکړي چي تر څو پوري  اَوَد  په خطر کي نه وي لوېدلی د احمدشاه د حملې په باب اندېښنه ونه کړي. سمیت د ۱۷۶۹ کال د مارچ پر نولسمه منتخبي کمېټې ته اطلاع ورکړه چي احمدشاه ابدالي بیرته د اټک خواته روان سوی دی او هند ته د هغه له خوا د جنګونو تر راتلونکي موسم پوري خطر متوجه نه دی. احمدشاه، په هند کي  د لنډ وخت تېرولو په شپو ورځو کي ټول  په پنجاب کي مصروف وو. په حقیقت کي له جیهلم څخه تېرېدلای نه سوای. د ابدالي په يوځیانو کي نارضاییت او د هغه د پوځ په یوه برخه کي ښورښ هغه مجبور کړ چي بیرته خپل هیواد ته ستون سي. د دغه حملې ناکامي په هغه لیک کي چي راجا پرسود رای ورلسټ ته لېږلی دی تشرېح سوې ده. راجا لیکي: « په دې خوا کي خبر دا دی چي احمدشاه ابدالي تر جیهلم پوري راغی، چي د ده د ملګرو ترمنځ اختلاف پېښ سو او دی خپل هیواد ته په ستنېدلو مجبور سو. د کابل او پېښور په منځ کي، د ده په پوځ کي ښورښ پېښ سو او د ده ټول کمپ چور سو او د ده د پوځ ډېر مشران او عسکر یا ووژل سول او یا تیت و پرک سول. شاه او د هغه وزیر شاه ولي خان، په ډېر بد حالت کي د  کندهار خواته روان سول.» په پنجاب کي له سیکهانو سره اوږدو جنګونو باید احمدشاه په دې قانع کړی وي چي پر هند باندي نوري حملې او هغې خواته پرمختګ یو بې نتیجې کار دی. سیکهان د احمدشاه د پرمختګ په مقابل کي دا سي خنډ سو چي لیري کول یې د هغه لپاره ناممکن وه.

که څه هم چي د احمدشاه ابدالي له خوا د یرغل خطر له منځه ولاړ، خو ورلسټ ویل چي د بنګال امنیت باید په هره توګه چي وي وساتل سي. د ده په نظر اله آباد د شاوخوا سیمو کیلي وه او ډېر ستراتیژیک اهمیت یې درلود. ده نه غوښتل چي د انګلیسیانو قواوي له بنګال څخه را وباسي ځکه چي په دې سره به د انګلیسیانو د دښمنانو موقف غښتلی سوی وای. د کمپنۍ مدیره هیات دې ته حاضر نه وه چي د ورلسټ دا پېشنهاد قبول کړي چي د انګرېزانو قواوي دي هلته پاته سي نو دوی ګورنرجنرال ته ولیکل چي څرنګه چي زموږ ټولي ګټي په کرم -ناسا کي خوندي کیږي نو موږ غواړو چي انګرېزي پوځیان دي له اله اباد څخه را وایستل سي. ورلسټ د مدیره هیات له هدایتونو سره سم کار ونه کړ. ده غوښتل چي اله آباد د بنګال د مخکني مورچل حیثیت ولري. ده ویل چي په اله اباد کي دریمه لواء هم باید د احمدشاه ابدالي د حملو په مقابل کي یو مورچل وي او هم د شاه عالم او د شجاع الدوله تر کنټرول لاندي ځمکي وساتي.

وروستی احتیاطي ګام چي ورلسټ د احمدشاه بابا د بیا ناڅاپي حملو په مقابل کي پورته کړ هغه د کمپنۍ د پوځي تاسیساتو تقویه کول وه. ده له مدیره هیات څخه وغوښتل چي لږترلږه د کلایف له خوا د پېشنهاد سویو موادو سره موافقه وکړي. کلایف هم غوښتل چي د احمدشاه ابدالي په مقابل کي د کمپنۍ د سپرو عسکرو شمېر زیات کړي او د څلورو نورو سپرو عسکرو د کنډکونو د زیاتولو غوښتنه یې کړې وه. مدیره هیات د ورلسټ وروستي پېشنهادونه ونه منل او د پوځي لګښتونو له زیاتېدلو سره یې سخت مخالفت وښود.

موږ ته د انګلیسیانو له ارشیفونو څخه را معلومیږي چي احمدشاه ابدالي پر هند باندي د نورو حملو کولو لپاره څو ځله کوښښونه وکړل؛ مګر عملي یې نه کړل. احمدشاه د ۱۷۶۹ کال په پای کي یو ځل بیا پر هند باندي د حملې لپاره تیاری پیل کړ او غوښتل یې په دې توګه د خپلو سرکښو افغانانو توجه له داخلي چارو څخه د هند خواته وګرځوي. مګر د ده سره ورسره کسان دې ته حاضر نه ول چي بیا له جنګي او نه ماتېدونکو سیکهانو سره مخامخ سي. دوی له احمدشاه سره یوازي تر پېښور پوري ملګري سول. داسي نه ښکاري چي افغانان دي دا ځل له اباسین څخه تېر سوي وي. یو ځل بیا انګلیسیانو ته اطلاع ورسېده چي احمدشاه ابدالي په نظر کي لري چي د بارانونو د موسم له تېرېدلو سره پر هندوستان باندي یرغل وکړي. دغه راز د هند په شمال کي هم دا آوازه وه چي احمدشاه غواړي د هند پر لور حرکت وکړي. د ۱۷۷۱ کال په پیل کي، روهیله پښتنو له احمدشاه ابدالي څخه د مرهټیانو په مقابل کي د مرستي غوښتنه وکړه او له هغه سره یې ژمنه کړې وه چي پنځه ویشت لکه روپۍ به د هغه د لښکرکښۍ د لګښت په توګه ورکوي. د انګرېزانو خبر لیکونکي میرغلام حسین خان ولیکل چي روهیله پښتنو شجاع الدوله ته ویلي وه چي دوی حاضر دي هغه ته د مرستي په بدل کي پنځه ویشت لکه روپۍ ورکړي او که شجاع الدوله مرسته نه ورسره کوي نو بیا به دوی دغه پیسې احمدشاه ته ورکړي. ده لیکلي وه چي د مرهټیانو د له منځه وړلو لپاره دوې لاري موجودي دي. یوه داچي د هندوستان ټول سرداران د هغوی په مقابل کي سره یو سي او بله دا چي احمدشاه ابدالي پر هند باندي یرغل وکړي. دی پر نواب ډونډي خان باندي ډېر زیات اعتماد لري او که چیري هغه بلنه ورکړي نو ښايي دی یې په خوله عمل وکړي. که دی پخپله پر هند باندي حملې کولو ته تیار نه وي نو به خپل زوی تیمورشاه را ولیږي. میرغلام حسین لیکي چي د احمدشاه ابدالي په برخه کي یو ښه ټکی دا دی چي هغه هیڅ وخت په هندوستان کي نه پاتیږي او چي څرنګه یې دلته مسایل حل سي بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.

 د روهیله پښتنو ډېرو زیاتو هلو ځلو له انګلیسیانو سره دا اندېښنه پیدا کړه چي دوی ښايی بالاخره ابدالي پر هند باندي حملې ته تشویق کړي. نو د ۱۷۷۱ کال د آګسټ په میاشت کي ډېره ټینګه آوازه وه چي ابدالي به په راتلونکي ژمي کي پر هند باندي یرغل کوي. مګر دا آوازې، ډېر ژر، د رابرټ بارکر له دې رپوټ سره، کراري سوې چي ویل یې احمدشاه بابا د سیکهانو د مقاومت له وېري تر اباسین تېر نه سي او تر څو پوري چي د سیکهانو خلصه لښکر موجود وي هیڅ څوک به پر هند باندي د یرغل توان پیدا نه کړي.

په دې توګه پر هند باندي د احمدشاه د حملې آوازې کراري سوې او په هغه سیمه کي د انګلیسیانو اندېښنې لیري سوې او کله چي وارن هیسټینګز د کارټير پر ځای باندي د کمپنۍ د ګورنرجنرال په حیث ټاکل کېدی له انګلیسیانو سره د افغانانو د حملې په برخه کي اندېښنې موجودي نه وې. که څه هم چي پر هند باندي د افغانانو د حملې خطر لیري سوی وو مګر له شجاع الدوله سره اوس هم لا وېره موجوده وه. ده وویل چي که احمدشاه تر ډهلي پوري را ورسیږي دی به د خپل قلمرو په هیڅ سیمه کي د خپلي کورنۍ د مصونیت په برخه کي بېغمه نه وي. نو ده هیله څرګنده کړه چي په هغه صورت کي به ګورنر جنرال وارن هیسټینګز ده ته په ینګال کي پناه ورکړي. د هغه دې اعلان وښودله چي شجاع الدوله یوازي د خپلي کورنۍ په برخه کي نه بلکه د خپل قلمرو د ساتلو په برخه کي پر انګلیسیانو باندي تکیه کوله. وارن هیسټینګز د افغانانو د حملې په مقابل کي هیڅ اندېښنه نه درلوده. ده وویل چي د داسي دښمن څخه، چي هغه لا اوس هم په کندهار کي وي، د وېري هیڅ دلیل نسته.

احمدشاه ابدالي له څه وخته ناروغ وو. ده ښايي د ډېرو زیاتو سفرونو او لښکرکښیو تکلیف منلای نه سوای او دغو سفرونو د هغه قوي بدن ورځ په ورځ کمزوری کړ. کله چي هغه په دې پوه سو چي د عمر وروستې شپې ورځي یې را نیژدې سوي دي نو خپل قومي او پوځي مشران یې را وغوښتل او هغوی ته یې وویل چي له ده وروسته به تیمورشاه د هغه ځای ناستی وي. مشرانو د هغه فیصله ومنله. احمدشاه له دې خبري څخه ډېر ژر وروسته، د ۱۱۸۶ کال د رجب د میاشتي پر شلمه یا د ۱۷۷۲ کال د اکټوبر پر شپاړسمه یا اووه لسمه وفات سو. ۱

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: فیریه د افغانانو تاریخ ص ۹۱۲، ملیسن د افغانستان تاریخ ص ص ۲۹۱- ۹۲، الفینسټون د کابل پاچهي ص ۲۹۸، دا ټول منابع د احمدشاه ابدالي مړینه د ۱۷۷۳ کال د جون په میاشت کي بولي. تاریخ حسین شاهي  ص ۸۸ وايي هغه ۱۷۷۲ کال د اپرېل پر څوارلسمه وفات سو. افغاني منابع یې د ۱۷۷۲ کال د اکټوبر دیرویشتمه بولي. مګر د انګرېزانو ټول ارشیفونه وايي چي هغه په ۱۷۷۳ کال کي وفات سو.

         د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ او تیمورشاه

په ۱۷۷۳ کال کي، د احمدشاه ابدالي له وفات سره، له افغانانو او انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ په اړېکو کي یو نوی فصل پیل سو. تیمورشاه، چي د خپل پلار پر ځای پاچا سو، د هغه ستر واکمن له استعدادونو او کمالونو څخه یې یو هم نه درلود؛ خو سره له هغه هم د تقریبا دوو لسیزو لپاره د یوې لويی امپراطوری واک  ورته ورسېدی. هغه لږ قدرت خو لويی ادعاوي درلودلې او ډېر وخت د یوې خیالي بلا په څېر د هند په پولو کي ګرځېدی او د هند د شمال لوېدیځ فضا یې نا آرامه کړې وه.

افغانانو له مغولو سره خپلوی او خېښۍ درلودلې نو ځکه یې په هند کي د مغولو واکمنانو له ګټو او سرنوشت سره ژوره علاقه درلوده. تیمورشاه په ۱۷۵۷ کال کي د دوهم عالمګیر له لور سره واده کړی وو او لکه د خپل ستر پلار په څېر ده هم غوښتل چي له دوهم شاه عالم سره مرسته وکړي او د مغولو پخوانی عظمت را ژوندی کړي. مګر سیکهان  د دې دواړو امپراطوریو په منځ کي ډېر لوی خنډ وو او د مغولو او افغانانو ترمنځ د تماس نیولو په مخ کي یې یو ډېره لویه ستونزه پېښه کړې وه. کله چي تیمورشاه د ۱۷۵۷ کال د مارچ په میاشت کي له ډهلي څخه د لاهور خواته له هند څخه تر لاسه کړي عنیمتونه وړل نو سیکهانو د هغه مالونه او ثروت چور کړ او ده له هغوی څخه ډېره ترخه تجربه درلوده. دی د ۱۷۵۷ کال د مې په میاشت کي له سیکهانو سره مستقیما هغه وخت مخامخ سو چي خپل پلار د پنجاب، دیره جات او سند د نایب الحکومه په حیث مقرر کړ او جهان خان یې د ده د مرستیال، سپه سالار او سرپرست په حیث ورسره وټاکی. د ده د هغه نایب الحکومګی په دوران کي سیکهانو له افغانانو سره څو ځله جګړې وکړې، چي مسکین، چي په هغو جنګونو کي یې پخپله برخه درلوده، د هغو نښتو په باب ښه معلومات ورکړي دي. مسکین لیکي: « له هغه وخته څخه سوله او نظم، چي په پخوا کي ټینګ وو، له منځه ولاړ؛ او سیکهانو په هره برخه کي ښورښونه پیل کړل. جهان خان، ماته خوړلي سیکهان تعقیب کړل او په امرتسر کي یې د هغوی مقدس معبد تباه او توهین کړ. جهان خان دغه راز ادینه بېګ خان، چي په هغه وخت کي د جلندر دوآب حکمران وو، هم خپه کړ. سیکهانو له دغه فرصت څخه ګټه واخیستله او له ادینه بېګ سره یو ځای سول او د مرهټیانو په مرسته یې ، د ۱۷۵۸ کال د اپرېل په میاشت کي تیمور شاه له پنجاب څخه وایستی. نو په هغه وخت کي چي تیمورشاه قدرت ته ورسېدی، پنجاب نور هغه پخوانی دریځ نه درلود چي هر چا به پر هند باندي یرغل کاوه لومړی به یې پنجاب ونیوی او بیا به نو د هند پر لور روان سو. دا وخت سیکهان په سیمه کي د یوه لوی قوت په حیث پېژندل سوي وه او یوه پراخه سیمه یې په کنټرول کي را وستلې وه. دوی، د لاهور په شمول، د پنجاب ټوله علاقه تر ولکې لاندي کړې وه او هیڅ سیال قوت یې نه وو پرې ایښی. د هغوی واک له سهارنپور څخه د اټک د سیند تر ختیځ او په جنوب کي له ملتان څخه بیا کنګره اوجمو پوري، په شمال کي، د دوی سیمي وې. دوی دغه راز خپل قوتونه د مثل یا طایفو په شکل سره متحد کړي وه. له تیمورشاه سره دونه ژور فکر موجود نه وو چي په هغه وخت کي د سیکهانو په مقابل کي خپله کمزوري وویني او د دوهم شاه عالم سره د مرستي کولو لپاره یې سیکهانو ته څو ګوزارونه ورکړل.

په داسي وخت کي چي تیمورشاه له سیکهانو سره په نښتو لګیا وو، انګلیسیان هم بېکاره نه وه ناست. دوی ته له کابل څخه د افغانستان د سیاسي وضع په باره کي پرله پسې رپوټونه رسېدل. له دوی سره دا وېره وه چي تیمورشاه به هم د خپل ستر پلار په څېر پر هند باندي یرغل وکړي. د هغوی دا ګومان له دې امله هم په یقین بدلېدی چي تیمورشاه د مغولو د امپراطوري خاندان سره خپلوي درلوده او هر وخت یې امکان موجود وو چي هغه به د مغول امپراطور د قدرت د بیرته اعاده کولو په منظور پر هند باندي یرغل وکړي. د هغوی دا ګومان هغه وخت تقویه سو چي تیمورشاه د انګلیسیانو ګورنر جنرال ته مکتوب ولېږی او ورته وې لیکل چي د مغولو د واکمن اطاعت وکړي او هغه د خپل واکمن په حیث وپیژني. پر هند باندي د تیمور شاه د یرغل خطر په هند کي له کمزورو قوتونو سره دا وېره پیدا کړه چي دوی به د آسونو تر پښو لاندي پایمال سي؛ مګر لوی او غښتلي قوتونه نور هم د یرغلګر سره مقابلې ته تیارېدل او ویل یې چي په هر بیه وي خپله دفاع به کوي. د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ په دغه وخت کي په یو ډول مشکل حالت کي وه او باید چي په عاجله توګه یې په هند کي  له نورو قدرتونو، په تیره بیا مغولو، مرهټیانو او له هغو قوتونو سره چي په شمال لوېدیځ کي پراته ول، خپل دریځ عیار کړی وای.

دوهم شاه عالم د انګلیسیانو په باب شکمن وو او د هغوی په صداقت یې باور نه درلود. هغه فکر کاوه چي تیمورشاه به په هند کي د مغولو د قدرت ژغورونکی سي. ده تیمورشاه ته ولیکل چي له هند څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره به د هغه د لښکرکښۍ په بدل کي شل میلیونه روپۍ ورکړي. تیمورشاه، د شاه عالم د دغه لیک په جواب کي، د هغه دربار ته په ۱۷۷۴ کال کي دوه سفیران واستول  چي یو محمدرضاخان او بل الله داد خان وو. دا سفیران د ۱۷۷۴ کال د جون په میاشت کي د مغولو دربار ته ورسېدل او شاه عالم هغوی ته خلعتونه ورکړل. د شاه عالم د وزیر مرستیال عبدالاحد خان، شاه عالم ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه په نیت کي لري چي پر هندوستان باندي یرغل وکړي. مګر دا رپوټ ځکه ریشتیا نه سو چي تیمورشاه لا دا وخت بیا هم په کابل کي وو. د عبدالخالق خان، نصیرخان بلوچ او کیقباد خان په څېر مشرانو په کندهار او هرات کي ناکراري جوړه کړې وه . دغو ناکراریو د تیمورشاه توجه ور واړوله او پر هندوستان باندي، په نظر کي نیول سوی یرغل پاته سو.

له دې څخه لږ وروسته د مهمندو د قبیلې یوه مشر فیض الله خان خلیل د تیمورشاه د وژلو لپاره دسیسه وکړه او غوښتل یې چي د تیمورشاه پر ځای یو بل څوک قدرت ته ورسوي. ده تیمورشاه ته بلنه ورکړه چي پنجاب ته ورسي او سیکهان وځپي. تیمورشاه د هغه بلنه ومنله او ډېر ژر یې، د خپلو د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره، د پنجاب پر لور حرکت وکړ. د سیکهانو سخت مقاومت هغه بیرته پېښور ته پر شا تللو ته مجبور کړ. تیمورشاه له دغه فرصت څخه د خپلو داخلي دښمنانو د ځپلو لپاره ګټه واخیستله او پېښور ته له ستنېدلو څخه وروسته یې ځان له فیض الله خان څخه بېغمه کړ. په دې توګه د هند قوتونه او د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنی، د فعلا لپاره، پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل له تهدید څخه بېغمه سول.

د ۱۷۷۵ کال د اپرېل په میاشت کي د نواب وزیر په دربار کي د انګلیسیانو استازي جان- بریسټو ګورنر جنرال ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه به د فرصت له برابرېدلو سره سم پر هند باندي یرغل کوي. داسي رپوت ورکړه سو چي تیمورشاه پخپله په پېښور کي دېره دی او نولس زره سپاره عسکر يې ورسره اخیستي دي، بریسټو رپوټ ورکړ چي تیمورشاه خپل یو جنرال د سیکهانو د ځپلو لپاره، چي ډهلي ته د ده په لاره کي اصلي خنډ دی، مخکي استولی دی. دغه افغان جنرال په لومړي سر کي پر سیکهانو باندي یو څه بری ترلاسه کړ خو وروسته هغوی پر شا تللو ته مجبور کړ. دې خبرونو تیمورشاه عصبي کړ او فیصله یې وکړه چي د سیکهانو د ځپلو لپاره باید یو غښتلی پوځ واستوي. په دې توګه په ۱۷۷۵ کال کي، پر هند باندي، د تیمورشاه یرغل عملي نه سو.

تیمورشاه پرېشانه وو او په خپل حکومت کي دننه هم چنداني پر کراره نه وو. له ده سره، پر نورو مخالفینو برسېره، د کشمیر صوبه دار امیر خان هم مخالف وو؛ که څه هم چي په ظاهره یې د ده اطاعت کاوه. تیمورشاه غوښتل چي پر هند باندي له یرغل کولو څخه مخکي لومړی په خپل هیواد کي دښمنان وځپي. بریسټو په خپله دې عقیده کي پر حقه وو چي ویل یې له تیمورشاه څخه چنداني وېره ځکه په کار نه ده چي هغه په داخل کي دونه ستونزي لري چي پر هند باندي د یرغل کولو فرصت نه لري. ده ویل چي تر څو پوري تیمورشاه په خپله خاوره کي دننه مخالفتونه له منځه وړي نه وي هغه د مغول امپراطور دوهم شاه عالم سره د مرستي لپاره حرکت نه سي کولای.

د ۱۷۷۵ د اکټوبر په میاشت کي رپوت ورکړه سو چي شاه عالم، د عبدالاحد خان په لمسه، تیمورشاه ته بلنه ورکړې ده چي د ده مرستي ته ورسي او حتی د خپلو کورنیو تر منځ یې د دوو ودونو د کولو پېشنهاد ورته کړی وو. داسي آوازه وه چي تیمورشاه د دغي بلني په جواب کي حرکت کړی او تر اټک را تېر سوی دی. مګر د ۱۷۷۶ کال د فبروري په میاشت کي بریسټو ته داسي رپوت ورسېدی چي پر هند باندي یې د افغانستان د پاچا د نیژدې یرغل آوازې بې ځایه ثابتولې. دا رپوټ ځکه ارزښمند وو چي انګلیسیانو ته یې د تیمورشاه د حاضر حالت په باب ګټور معلومات ورکول. په دې رپوټ کي راغلي وه چي تیمورشاه ته د خپل پلار د نبوغ میراث نه دی رسېدلی، هغه یو ټنبل سړی دی او له سهاره تر ماښامه شراب چښي. سیکهانو لاهور او ملتان نیولي ول او حتی  دیره اسماعیل خان او دیره غازي خان ته یې د خپل نفوذ دغځولو پلانونه جوړول. دا امکان نه وو موجود چي تیمورشاه دي د سیکهانو د مقاومت د ځپلو څخه پرته پر هند باندي حمله وکړي. د سند امیر د افغانانو واکمني په رسمیت پېژندل مګر هغه هم خپل مالیات اوو سوو زرو  روپیو ته را کم کړي او حتی دغه اندازه مالیات یې هم پر وخت نه رسول. نصیرخان، چي د هندوستان او ایران تر منځ یې یوه پراخه غرنۍ سیمه په لاس کي وه، د تیمور شاه واکمنۍ ته نه تسلیمېدی. دغه راز ډير فیوډالان او خانان، چي باید حکومت ته یې پوځیان ورکړي وای، ډېر سخت ناراض ول او د حکومت په واک او اداره کي یې چنداني ری نه واهه. د بهاولپور خان، چي په نامه خو یې د تیمورشاه اطاعت کاوه، په عمل کي د هغه د مامورینو چنداني پروا نه ساتله . داسي ښکارېدله چي د افغانانو نفوذ ورځ په ورځ مخ په کمېدلو دی او تیمورشاه د خپلو مخالفینو د ځپلو او د خپل حکومت د واک او صلاحیت د بیرته اعاده کولو زور نه لري. په داسي سختو او نامساعدو حالاتو کي، د تیمورشاه لپاره دا ډېره ګرانه وه چي هغه دي د مغولو د امپراطوری د ژغورونکي په حیث وپېژندل سي. هغه داسي داخلي او بهرني مشکلات درلودل چي فکر نه کېدی ورباندي غالب دي سي.

ګورنرجنرال د تیمورشاه په مقابل کي، انتظار وکړه او ننداره کوه، سلوک پالیسي غوره کړې وه؛ ځکه پوهېدی چي که تیمورشاه پر هند باندي یرغل کوي نو سیکهان به یې په یوه اسانه دې خواته را پرې نه ږدي. ده ته چي به پر هند باندي د افغانانو د یرغل په باب هر څه رپوټونه رسېدل نو ری به یې نه پکښي واهه، ځکه چي ده تیمورشاه ته د یوه ځوان  په سترګه کتل چي دهیڅ ډول فوق العاده استعداد یې نه درلود. لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، دا ځل هم تیمورشاه پر هند باندي یرغل ونه کړ.

مګر د هند سیاسي فضا یو ځل بیا د افغانانو د یوه بل یرغل رپوټونو خړه پړه کړه. بریسټو د ۱۷۷۶ کال د نومبر په میاشت کي ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي روهیله مشر فیض الله خان د تیمورشاه دربار ته سفیر لېږلی او هغه ته یې پر هند باندي د یرغل کولو بلنه ورکړې ده. ده دغه راز له تیمورشاه سره ژمنه کړې ده چي هر کله لاهور ته را ورسیږي نو د ورځي به یو لک روپۍ ورکوي. تیمورشاه په کابل کي وو او بریسټو انتظار درلود چي که تیمورشاه پر هندوستان باندي د یرغل لپاره حرکت وکړ هغه به د سیکهانو له سخت مقاومت سره مخامخ سي. بریسټو ته د ۱۷۷۷ کال د جنوري په میاشت کي بیا رپوت ورسېدی چي تیمورشاه د هندوستان پر لور حرکت کوي. په رپوټ کي راغلي وه چي هغه  اټک ته، چي د ده د قلمرو سرحد وو، رسېدلی دی او د پوځ یوه برخه یې تر سیند را تېره سوې ده. تیمورشاه اوس هم د خپلو سرکښو خلکو له اړخه اندېښمن وو چي هسي نه پر هندوستان باندي د یرغل کولو په وخت کي یې توجه بیرته داخلي ستونزو ته واړوي.

تیمور شاه پتېیلې وه چي ملتان به فتح کوي نو ده خپل جنرالان بهارو خان او مدد خان درانی، یوه په بل پسې، د ملتان د فتح کولو لپاره واستول، مګر هغوی چنداني پرمختګ ونه کړ. تیمورشاه دغه راز د ۱۷۷۸ کال د مارچ په میاشت کي دوهم شاه عالم ته خپل سفیر جبارخان واستاوه چي د سیکهانو په مقابل کي مرسته ورڅخه وغواړي. د دې سفارت له نتایجو څخه هیڅ معلومات ترلاسه سوي نه دي. البته دا یقیني ده چي له تیمورشاه سره نه شاه عالم او نه د هند کوم بل مشر مرسته کړې ده. خو د سفارت دې ناکامی هم د هند د فتح کولو په لاره کي د تیمورشاه عزم ته تغییر ورنه کړ. ده پنځه لس زره سپاره عسکر د خپل مخکني محافظ پوځ په توګه واستول. دغي قوې سیکهانو ته ماته ورکړه؛ مګر سیکهان له افغانانو سره د مخامخ جګړې پر ځای سره وپاشل سول او خپلو سیمو ته ولاړل. دغه سپاره عسکر بیرته پېښور ته ستانه سول او د افغانانو د اصلي لښکر په انتظار کښېنستل.

د تیمورشاه د یرغل خبرونو د انګلیسیانو د شرق الهند کمپنۍ وارخطا کړه، مګر ډېر ژر یې هغه وخت د آرامی نفس وایستی چي تیمورشاه خپل عملیات یوازي د سیکهانو په سیمو پوري محدود کړي دي. میډلټن، ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي تیمورشاه خپل دوه مهم سرداران، له پنځه لسو زرو سپرو سره، تر اټک پوري ایستلي  او د سیکهانو پر یوه لویه قوه یې ډېر غټ بری تر لاسه کړی دی او داسي آوازه وه چي هغه بیا هم د هندوستان پر لور د پرمختګ نیت لري. میډلټن په دې عقیده وو چي که دا آوازه صحیح هم وي، دا چنداني احتمال نه لري چي تیمورشاه دي د سیکهانو تر لیري پرتو سیمو پوري ځان ورسوي؛ او سیکهان په هره سیمه کي جلا جلا ورته منتظر دي. سیکهان، د هندوستان پر لور، د تیمورشاه د پرمختګ په مخ کي تر ټولو لوی خنډ وو. دغه علت دی چي ده غوښتل د سیکهانو په مقابل کي د مرهټیانو له مشرانو څخه مرسته وغواړي. ده خپل وکیل ته هدایت ورکړ چي د ټوکوجي هولکر او مهاجي سیندیا سره د دوستانه اړېکو د تینګولو لپاره مکتوبونه ولیکي. په ډهلي کي د افغانستان د حکومت استازي دواړو مرهټه مشرانو ته اطلاع ورکړه چي تیمور شاه به ډېر ژر، د امپراطور شاه عالم په غوښتنه، هندوستان ته راسي، او که دوی غواړي چي د افغانستان له پاچا سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي نو دوی باید هغه ته یوه عریضه واستوي. په ډهلي کي د افغان حکومت استازي کوښښ وکړ چی د مرهټه مرسته ترلاسه کړي او پر سیکهانو باندي به د شا له خوا حمله وسي. مګر مهاجي سیندیا، په ډېره هوښیاري، دا لیک بې جوابه پرېښود. د تیمورشاه دغه ډول هلو ځلو، د انګلیسیانو سره اندېښنه پیدا کړه. د شرق الهند کمپنۍ په ۱۷۷۹ کال کي د مرهټیانو له یوه مشر مدوجي بونسله سره د دوستی یو دایمي تړون لاسلیک کړ. د مدوجي بونسله سره د دغه تړون په اوومه ماده کي راغلي وه چي هر کله چي مدوجي د افغانانو سره، د انګلیسیانو په مرسته، جګړه کوي نو د جنګ په نتیجه کي مالي غنیمتونه او تر لاسه سوي مځکي به د دواړو خواوو ترمنځ په مساوي توګه ویشل کیږي. دا ښايی لومړنی ځل وو چي انګلیسیانو د تیمورشاه د تهدید په مقابل کي موثر ګام پورته کړ.

د ۱۷۸۰ کال په پیل کي، تیمورشاه پر هند باندي یوه لښکرکښي وکړه. دی پېښور ته ورسېدی او د خپل یوه استازي له لاري یې کوښښ وکړ چي سیکهان دې ته وهڅوی چي ملتان  ده ته تسلیم کړي. مګر دې کوښښ نتیجه ورنه کړه. تیمورشاه طبعا ډېر په غوسه سو او جنرال زنګي خان یې له یوې لويي قوې سره ورواستاوه. زنګي خان پر سیکهانو باندي یوه ناڅاپي حمله وکړه. سیکهانو بشپړه ماته وکړه؛ مګر مخکي له هغه چي ملتان افغانانو ته تسلیم کړي دوه ځله یې مقاومت وکړ. تیمورشاه د ملتان له نیولو څخه وروسته مظفرخان د هغه ښار د ګورنر په حیث وټاکی. تیمورشاه له دې بري څخه وروسته پېښور او بیا کابل ته ستون سو. مګر د تیمورشاه له ستندېلو څخه ژر وروسته سیکهان بیا را څرګند سول او په ملتان کي به یې پر افغانانو باندي حملې کولې. ګورنر جنرال وارن هیسټینګز ته په ملتان کي د سیکهانو د بیرته پاڅېدلو په برخه کي رپوټ ورکړه سو؛ او دی په عقیده سو چي تر څو پوري سیکهان په بشيړه توګه ونه ځپل سي تر هغه وخته پوري به د تیمورشاه لپاره پر هندوستان باندي یرغل کول ګران وي.

افغانستان ته د تیمورشاه ناڅاپی ستنېدلو مرهټیانو ته دا زمینه برابره کړه چي د هغه له غیاب څخه په شمال کي ډېره ګټه واخلي او مرهټیانو تر پخوا هم د شمال پر خوا ډېر پرمختګ وکړ. د مدوجي بونسله منشي او د بیرار راجا ګورنر جنرال ته اطلاع ورکړه چي مرهټیان ان د افغانستان پولو ته نیژدې سوې دي. د ۱۷۸۰ کال د بارانونو د موسم په پای کي یو ځل بیا پر هندوستان باندي د تیمورشاه د یرغل کولو آوازه خپره سوه. مګر دا ځل د ده حمله په اصل کي، د بهاولپور واکمن، بهاول خان ته متوجه وه، چي ده ته یې د مالیاتو ورکول بند کړي وه. بهاول خان د سولي غوښتنه وکړه او تیمورشاه یې د خپل پاچا په حیث ومانه.

په بهاولپور کي د تیمور حضور له انګلیسیانو سره اندېښنې پیدا کړې او داسي فکر یې وکړ چي تیمورشاه د هند په دننه کي د عملیاتو خیال لري. انګرېزانو ته اطلاع ورسېده چي تیمورشاه دوه لیکونه هندوستان ته استولي دي؛ یو یې د شاه عالم مالي مسوول امیرالامرا نجف خان ته لېږلی او بل یې د نجیب الدوله زوی ضابطه خان ته استولی او دا دوه لیکونه ډهلي ته رسېدلي دي. یوه خبر لیکونکي رپوټ ورکړ چي تیمورشاه دغه راز د جمو راجا، د ملتان ګورنر مظفر خان او ضابطه خان ته لیکونه لېږلي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چی د ده د پوځ لپاره، چي هندوستان ته روان دی، ضروري مواد را غونډ کړي. یوه رپوټ وویل چي تیمورشاه فیصله کړې ده چي د ۱۷۸۰ کال د اکټوبر پر څلورمه د هندوستان پر لور رهي سي او ده د خپلي فیصلې څخه د سیکهانو مشرانو ته اطلاع ورکړې ده. مګر د مغولو دربار رپوټ ورکړ چي تیمورشاه به د اکټوبر پر لومړۍ نېټه له خپل پایتخت څخه روان سي.  داسي اوازه وه چي هند ته د تیمورشاه د دغه سفر هدف د سند امیر غلام علي لیتي دی چي پنځه لس لکه روپۍ مالیات یې، چي مخکي یې ژمنه کړې وه، نه دي تحویل کړي. مګر دا چي تیمورشاه به د هندوستان په خاوره کي څومره مخته ولاړ سي دا نه په هغه وخت کي شاه عالم او نه د انګرېزانو کمپنۍ ته معلومات وه. خو تیمورشاه په ډهلي کي خپل استازي سید شاه عبدالله ته امر وکړ چي  د هغو ضروري شیانو په باره کي خبر ورکړي چي د تیمورشاه لپاره ډېر اهمیت ولري. سیدشاه عبدالله هغه ته اطلاع ورکړه چي د هند ځیني مشران غواړي چي له ده سره په یوه اتحاد کي شامل سي. په دې توګه نو پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل کولو فیصله تایید سوه. مګر سیکهانو د ده د پرمحتګ مخه ونیوله او افغانان یې مجبور کړل چي له هغوی څخه د سولي غوښتنه وکړي. تیمورشاه د بهاول خان د تسلیمولو څخه وروسته د پېښور له لاري کابل ته ستون سو.دغه یرغل د انګرېزانو د ګورنرجنرال سره هیڅ اندېښنه پیدا نه کړه  که څه هم چي ده په شمال لوېدیځ کي د تیمورشاه د حرکاتو په باب د پرله پسې اطلاعاتو غوښتنه کوله.

تر هغه وخته پوري چي د انګلیسیانو کمپنۍ د بنګال په سیاست کي برلاسی پیدا کاوه، د افغانستان له پاچا سره د شاه عالم پرله پسې لیکونو هغوی ته طبعا اندېښنه پیدا کوله. تیمورشاه نیت کړی وو چي له شاه عالم سره به په ډهلي کي ملاقات کوي، مګر سیکهانو هر وخت د ده د پرمختګ مخه نیوله. د ده لپاره یوازینی لاره دا وه چي د هند له قوتونو سره لاس یو کړي. د دغه هدف لپاره تیمورشاه او د هغه وزیر د مرهټیانو مشر پېشوا ته لیکونه ولېږل او له هغه څخه یې د ملګرتوب غوښتنه وکړه. د ۱۷۸۳ کال د نومبر پر دوه ویشتمه د شاه عالم په دربار کي داسي رپوټونه خپاره سول چي د تیمورشاه ورور سکندرشاه د امپراطور سره د ملاقات لپاره غازي آباد ته رسېدلی دی. تیمورشاه دغه راز وارن هیسټینګز ته یو لیک واستاوه او له هغه څخه یې وغوښتل چي یو اعتمادي سړی ده ته واستوي چي د ګورنرجنرال د غوښتنو په باره کي معلومات راکړي او ګورنرجنرال ته یې اطمینان ورکړ چی د ده له اعتمادي سړي سره به د هغه له شانه سره وړ سلوک وسي. د تیمورشاه دې کوښښونو چي د هند د قوتونو او د انګلیسیانو د شرق الهند د کمپنۍ مرستي دي ترلاسه کړي هیڅ نتیجه ورنه کړه او هیڅ یوه قوت د ده لیکونو ته جواب ورنه کړ. یوازي شاه عالم له هغه سره مرستي ته تیار وو مګر هغه داسي بې واکه پاچا وو چي هیڅ  داسي مالي منابع یې په اختیار کي نه درلودل  چي د افغانستان د پاچا په درد وخوري.

ګورنرجنرال په  ۱۷۸۱ کال کي غلام نقشبند خان او د هغه پلار شاه عبدالله د تیمورشاه دربارته لېږلي وه. دوی دواړه روان سول او سره له هغه چي په لاره کي یې ډېر زیات تکلیفونه ولیدل خو ځانونه یې کابل ته ورسول او خپله وظیفه یې اجرا کړه. د تیمورشاه یوه وزیر ګورنر جنرال ته اطلاع ورکړه چي د هغه د وفاداری پیغامونه تیمورشاه ته ورسېدل او تیمورشاه ډېر سخت خوشاله سو. په دې توګه وارن هیسټینګز خپل د ښه نیت څرګندولو هیات د تیمورشاه دربار ته استولی وو او خپله وظیفه یې سرته رسولې او د تیمورشاه په زړه کي یې ځای نیولی وو او تر دغه ځایه پوري د هغه ډيپلوماسي بریالی وه. وارن هیسټینګز په دې پوره یقین درلود چي نه به تیمورشاه د سیکهانو مقاومت مات کړای سي اونه به دونه وس پیدا کړي چي د مغولو نړېدلې امپراطوري له خاورو را پورته او پخواني برم ته یې ورسوي. ده زیاتره د سیکهانو زیاتېدونکي قوت ته کتل او په دې باره کي یې فکر کاوه چي دغه قوت په دې ارزي چي پر دوستي یې حساب وسي.

سره له هغه چي د هند قوتونو د تیمورشاه د پیغامونو چنداني سم جواب ورنه کړ خو ده او د ده زوی شهزاده همایون د ۱۷۸۵ کال د ډسمبر په میاشت کي له شل زره کسیز لوی پوځ سره  تر اباسین واوښتل او دوه مهم مشران فیض طلب خان او کریم بېګ ورسره یو ځای سول. د هند پر لور د تیمورشاه د پرمختګ خبرونو سیندیا ډېر وارخطا کړ او له خپل جنرال ډوهار راو څخه یې وغوښتل چي د تیمورشاه په باب باوري اطلاعات راغونډ کړي. خو انډرسن په دې عقیده وو چي د ډهلي پر لور د تیمورشاه پرمختګ چنداني احتمال نه لري ځکه چي سیکهانو په لاهور کي ډېر زور اخیستی دی او دا ضروري ده چي دی باید له هغوی سره یا جوړه وکړي او یا ورسره وجنګیږي.

پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل کولو د نیت په باب د عقیدې اساس د شاه عالم له خوا هغه لیک وو چي تیمورشاه ته یې لېږلی وو او په هغه کي یې پر دربار باندي د مهاجي سیندیا د کنټرول له لاسه شکایت کړی وو او دا یې پکښی ویلي وه چي انګلیسیان هم له ده سره په دې برخه کي هیڅ مرسته نه کوي. مګر انډرسن په دې عقیده وو چي د تیمورشاه د یرغل هدف یوازي کشمیر او د هغه ځای د ګورنر آزاد خان لیري کول دي چي یاغي سوی او د هغه ولایت کنټرول یې په خپل لاس کي اخیستی دی. په داسي حال کی چي تیمورشاه په کشمیر کي په دغو عملیاتو لګیا وو، د جودپور راجا بیجې سینګ لیک ورته را ورسېدی چي تیمورشاه ته یې ته بلنه ورکړې وه چي ډهلي ته ورسي او د مرهټیانو قدرت وځپي. راجا دغه راز ورته لیکلي وه چي د سیکهانو له مقاومت او حملو څخه د ځان ژغورلو په خاطر باید د ملتان او بهاولپور او بیکانور له لاري هند ته ولاړ سي او په لاره کي به د راجپوتانو څخه هم مرستي ترلاسه کړي. مګر تیمورشاه دې پېشنهاد ته اهمیت ورنه کړ. دی کشمیر ته ولاړ او هلته یې د آزاد خان قدرت ته خاتمه ورکړه او د هغه پر ځای باندي د بل صوبه دار له ټاکلو څخه وروسته بیرته کابل ته ستون سو. تیمورشاه ځکه په ډېر تلوار کابل ته ستون سو چي د بلخ د مراد شاه له ښورښ څخه خبر سو. د اوړي د موسم را رسېدلو هم تیمورشاه دې ته نه پرېښود چي نوي مځکي ونیسي او ځکه یې د ستنېدلو فیصله وکړه. تیمور په نیت کي لرل چي همایون شاه ډهلي ته واستوي مګر د سیکهانو د مقاومت له کبله له دې عزم څخه تېر سو. ده خپل پوځ په پېښور کي پرېښود او له ډېرو لږو کسانو سره کندهار ته روان سو.

تیمورشاه افغانستان ته له ستنېدلو څخه وروسته د وارن هیسټینګز هغه لیک ته جواب ورکړ چي غلام نقشبند خان او شاه عبدالله ورته راوړی وو. شاه عبدالله هند ته د ستنېدلو په لاره کي مړ سو او د لیکونو د رسولو وظیفه غلام نقشبند خان ته پاته سوه. د ګورنرجنرال کفیل مک فیرسن د لیک د اخیستلو څخه وروسته تیمورشاه ته لیک واستاوه او هغه ته یې لیکلي وه چي دی د وارن هیسټینګز پر ځای مقرر سوی دی. ده په خپل لیک کي تیمورشاه ته خپله وفاداري ښودلې وه او له دې امله یې خپګان ښودلی وو چي  د دوی تر منځ ځیني مستقل حکومتونه پراته دي او هغوی د دوی د ارتباط د ټینګېدلو مخه نیسي او دا ممکنه نه ده چي د دواړو د مشترکو ګټو په خاطر یوه بل ته ژر ژر لیکونه ولېږو. دا لیک د غلام نقشبند خان او د فقید شاه عبالله د زوی غلام محمد خان په لاس واستول سو. وروسته مک فیرسن تیمورشاه او د هغه وزیر عبداللطیف ته اطلاع ورکړه چي کورن والیس د حکومت  او د شرق الهند د کمپنۍ د چارو د رییس په حیث تاکل سوی دی. د مک فیرسن په وخت کی د انګرېزانو او افغانانو اړیکي دوستانه وه.

تیمورشاه په داخل کي د خپلو مخالفینو د ځپلو څخه وروسته د ۱۷۸۸ کال په پای کي یو ځل بیا، د بيلو بيلو علتونو له مخي ، پر هند باندي د حملې په فکر کي سو. د راجپوتو یوه واکمن، د جودپور راجا بیجې سینګه تیمورشاه ته ټینګ وو چي د مرهټي مهاجي سیندیا پر ضد مرسته ورسره وکړي، چي په نامه د شاه عالم غلام او په حقیقت کي د هغه یو ظالم بادار دی. د ډهلي یوه پخواني وزیر غازی الدین عمادالملک هم تیمورشاه ته بلنه ورکړې وه چی پر هند باندي یرغل وکړي او د دې هیواد چاري سمبال کړي. رپوټونو ویل چي تیمورشاه غوښتل چي خپل زوی همایون د ډهلي پر تخت کښېنوی او په دې پلان کي یې د جېپور او جود پور د راجاګانو ملاتړ ورسره درلود. بل علت یې دا وو چي د بهاولپور او د سند امیرانو مالیات نه وه ورکړي او ده له دغه کبله غوښتل چي د خپل قلمرو ختیځي خواته سفر وکړي او د مالیاتو دغه مسله حل کړي. مګر تر ټولو مهم علت غلام قادر روهیله ته د سزا ورکول وه چي پر دوهم شاه عالم باندي یې بېحده زیات ظلمونه کړي وه. کله چي تیمورشاه واورېدل چي شاه عالم یې د۱۷۸۸ کال د آګست پر لسمه په سترګو ړوند کړی دی نو ډېر زیات په غوسه سو. پر دې برسېره نجومیانو هم پېش بیني کړې وه چي دغه وخت پر هند باندي د یرغل کولو لپاره ښه مناسب دی نو تیمورشاه یې پر خپل عزم باندي ښه ټینګ کړ.

تیمورشاه د ۱۷۸۸ کال د نومبر پر لسمه له پېښور څخه له ۱۲۰۰۰۰ زرو سپرو عسکرو سره د ملتان پر لور وخوځېدی. ده د ملتان صوبه دارنواب  مظفر خان ته هدایتونه ورکړل چي د ده د لښکر لپاره غنم او نور ضروري مواد برابر کړي. ده دغه راز د انګرېزانو ګورنرجنرال  ته یو لیک واستاوه او په هغه یې ولیکل چی په ډېره خواشیني له هغو بدمرغیو څخه خبر سوی دی چي پر شاه عالم باندي، د نمک حرامه غلام قادر له لاسه  راغلي دي. ده ګورنرجنرال ته امر وکړ چي شاه عالم د غلام قادر له منګولو څخه وژغوري او پر تخت باندي د هغه په بیرته کښېنولو سره هغه ته خپله وفاداري وښيي. تیمور شاه د اَوَد نواب وزیر ته هم یولیک واستاوه او له هغه څخه یې هم غوښتي وه چی د شاه عالم په خوشي کولو او پر تخت کښېنولو کي مرسته وکړي. داسي ښکاري چي تیمورشاه د زړه له کومي غوښتل چي شاه عالم وویني. ځکه نو د بهاولپور خواته ور روان سوڅو تر ممکنه حده پوري له سیکهانو سره د نښتو مخه ونیوله سي. کله چي سیکهانو د افغانانو د سپرو عسکرو دونه لویه قوه ولیده نو لار یې پرېښودله او تیمورشاه ته یې اجازه ورکړه چي بهاولپور ته ورسیږي. د بهاولپور واکمن تسلیم سو او د لسو لکو روپیو په ورکولو سره یې د تیمورشاه بخښنه تر لاسه کړه. تیمورشاه وروسته د جود پور له راجا څخه د څلوېښتو لکو روپیو غوښتنه وکړه ځکه چي ده له هغه سره د مهاجي سیندیا په مقابل کي مرسته کوله او دا یې د خپلي مرستي بیه ایښې وه. مګر تیمور شاه په عین وخت کي واورېدل چي مهاجي سیندیا غلام  قادر په سزا رسولی دی او شاه عالم بیرته پر تخت کښېنول سوی دی. ده ځکه پر مهاجي سیندیا باندي د حملې نه کولو فیصله وکړه چي مرهټیانو شاه عالم ته وفاداري ښودلې وه؛ او پخپله تیمورشاه له شاه عالم سره دغه مرسته نه سوای کولای.

هند ته د تیمورشاه نیژدې کېدلو له مختلفو قوتونو سره اندېښنه پیدا کړه. ګورنر جنرال په ډېر احترام تیمورشاه ته ولیکل چي انګرېزان مغول شاه عالم ته وفادار دي؛ هغه یې بیرته پر تخت کښېنولی او نمک حرامه غلام قادر د خپل بد عمل په سزا رسېدلی دی. د سیندیا په دربار کي د انګرېزانو استازی پالمر په دې عقیده وو چي تیمورشاه به نور مخته رانه سي ځکه چي هغه د دونه لویو جنګي عملیاتو لپاره مالي زور نه لري. ده دغه راز ویل چي تیمورشاه داسي سړی نه دی چي د خارجي فتوحاتو ستونزو ته ځان ټینګ کړي. پالمر ویل چي تیمورشاه که خپل قلمرو کرار کړ دا به یې لوی کمال کړی وي. د ده خيل قلمرو د شمالي ګاونډیو له خوا تهدید وي او په ختیځ کي یې تر لاس لاندي سیمي هر وخت د مالیاتو له ورکولو څخه سرغړوني کوي. پالمر ویل که څه هم چي د ده ویرونکې خیالي څېره د هندوستان پر فضا باندي هر کال را څرګندیږي مګر هغه به هیڅ وخت د هندوستان په چارو کي نفوذ ونه لري.

تیمورشاه د بهالپور د واکمن تر کرارولو او کنټرول لاندي راوستلو څخه لږ وخت وروسته، د بیکانور پر لار، سند ته روان سو؛ څو د هغي سیمي میران د مالیاتو ورکولو ته مجبور کړي. ده له هغوی څخه شپږ لکه روپۍ باقیات واخیستل. په دغه وخت کي، چي دی د سند د میرانو څخه د مالیاتو د اخیستلو په کار بوخت وو، خبر سو چي شاه مراد بېګ د ده د هیواد په شمالي پولو کي ناکراری جوړي کړي دي. دې ناکراریو د هغه پلانونه له ستونزو سره مخامخ کړل او کابل ته ستون سو. په دې توګه پر هند باندي د هغه د یرغل آوازې بیا کراري سوې.

تیمورشاه، افغانستان ته له ستنېدلو سره سم، د ایران سره په جګړه لګیا سو. د ده قوت په دې جنګ کي دومره کمزوری سو چي ده د هندوستان له مشرانو څخه وغوښتل چي د ایران سره په جنګونو کي یې مرسته وکړي. تیمورشاه په داخلي ستونزو دونه اخته سو چي پر هند باندي یرغل کولو ته یې فرصت نه سوای پیدا کولای؛ مګر ده بیا هم ځان، د احمدشاه ابدالي د وارث په حیث، د هندوستان پاچا باله. د هند سیاسي فضا هیڅ وخت د ده د حملو له وېري پاکه نه سوه. په نتیجه کي د هند مقاماتو د هغه له فعالیتونو څخه هر وخت ځانونه خبر ساتل. بلي خواته تیمورشاه هم، د هند په وضع د ځان خبرولو لپاره، انګرېزانو او د هند مشرانو ته لیکونه او استازي لېږل او غوښتل یې، چي  د بل یرغل لپاره، یو مناسب فرصت پیدا کړي. د تیمورشاه حرکاتو او فعالیتونو د هند له قوتونو سره اندېښنې پیدا کړې او بیا داسي آوازې خپرې سوې چي هغه پر هندوستان باندي د یوه بل یرغل په فکر کي دی. د هند مشرانو او انګرېزانو چي مخکنیو حالاتو ته کتل نو پر هغه هیواد باندي د تیمورشاه د حملې احتمال ناکراره کړي وه او دا یې نه سوای منلای چي تیمورشاه به د هند په سیاسي چارو کي مداخله ونه کړي او کرار به کښېني. دوی فکر کاوه چي تیمورشاه پر هند باندي د حملې لپاره یوه مناسب فرصت ته ګوري؛ او غواړي چي په دې توګه د مغولو ا د مپراطوری عظمت بیرته ژوندی کړی. دا عقیده هغه وخت تقویه سوه چي په لکنهو کي د انګرېزانو استازي آټو ایفز رپوټ ورکړ چي د تیمورشاه استازی غلام محمدخان لکنهو ته رسېدلی دی. غلام محمدخان هغه سړی وو چي له غلام نقشبند خان سره کابل ته په تللو کي، په خپل ابتکار، ملګری سو، چي د ګورنر جنرال د کفیل مک فیرسن پیغام تیمورشاه ته ورسوي. دی د تیمورشاه له دربار څخه د یوه فرمان سره را وګرځېدی، چي زیاتره یې تعارفي شکل درلود. غلام محمدخان په لاره کي غلو لوټ کړ او ده د انګرېزانو له استازي څخه وغوښتل چي کلکتې ته د تللو او ګورنر جنرال سره د کتلواو هغه ته د تیمورشاه د لیک د سپارلو لپاره د لاري خرڅ ورکړي. غلام محمدخان، د انګرېزانو د استازي په مرسته، کلکتې ته ورسېدی.

تیمورشاه، د ترکستان د یاغي مشرانو د ځپلو او د کندوز د قلا د نیولو څخه وروسته، د ۱۷۹۰ کال د اکټوبر پر اوومه کابل ته ستنون سو. ده د انګرېزانو ګورنر جنرال ته په ترکستان کي د خپلو پوځي عملیاتود بري په باب پیغام واستاوه. دې پیغام ګورنر جنرال ته له تیمورشاه سره د دوستانه اړېکو د پیل کولو موقع ورکړه. دوی ډېر ژر تیمورشاه او د هغه صدراعظم قاضي فیض الله ته د دوی د پوځي بري په مناسبت د مبارکي پیغامونه ولېږل. تیمورشاه پر هند باندي د یرغل کولو په برخه کي د خپلو نقشو عملي کولو ته بېغمه سو. ده په انوپ سهر کي د انګرېزي قواوو قوماندان سټوارټ ته اطلاع ورکړه چي دی په نظر کي لري چي په هند کي د خپل قلمرو پر لور سفر وکړي. ده دغه راز ګورنر جنرال ته هم یو لیک واستاوه او په هغه کي یې د خپل نیت په باب، چي یو ډول تهدید پکښی افاده کېدی، معلومات ورکړي وه. تیمور شاه په هغه لیک له دې امله ناخوښي څرګنده کړې وه چي کورنرجنرال د ټیپوسلطان پر ضد د خپلو عملیاتو په باب ده  ته اطلاع نه وه ورکړې او دغه راز یې د هغو سوغاتونو، چي ده د خپل استازي غلام محمدخان په لاس ورلېږلي وه، مننه نه وه کړې. ده وروسته لیکلي وه چي په نظر کي لري د خپلو بریاليو پوځونو عملیات د هند تر لمنو پوري ورسوي. د تیمورشاه صدراعظم قاضي فیض الله هم، د انګرېزانو په عنوان پیغام کي، لیکلي وه چي د افغانستان پاچا، د بارانونود موسم له تېرېدلو څخه وروسته، پر هند باندي د یرغل کولو نیت لري.

دا دواړه لیکونه خواجه نصیرالدین، چي ځان یې د غلام محمدخان ورور باله، ورسره راوړي وه. ده د اَوَد د نواب وزیر لپاره یو بل لیک هم ورسره راوړی وو چي په هغه کي یوازي د ترکستان پر مراد شاه باندي د تیمورشاه د بري په باره کي اطلاع ورکړه سوې وه. څرنګه چي خواجه نصیرالذین غوښتل چي ډېر ژر بیرته افغانستان ته ستون سي نو غوښتل یې چي انګرېزان او نواب وزیر د تیمورشاه د لیکونو جوابونه ژر ورته ولیکي. له دې څخه ډېر ژر وروسته د صبغت الله خان په نوم یو بل استازی لکنهو ته ورسېدی او اعلان یې وکړ چي ده د ګورنرجنرال او نواب وزیر لپاره له تیمورشاه څخه لیکونه راوړي دي. د دغو استازو ډېر تلوار د نواب له وزیرانو سره د هغوی د اصلیت په باره کي شکونه پیدا کړل. دی خبر سو چي صبغت الله خان اصلا د ډهلي اوسېدونکی دی؛ که څه هم چي ده ویل چي له تیمورشاه سره تعلق لري. نواب وزیر ته د تحقیقاتو په نتیجه کي معلومه سوه چي خواجه نصیرالدین د غلام محمدخان سره هیڅ خپلوي نه لري. کله چي د دې کسانو په باب شکونه څرګند سول نو انګرېزان نه پوهېدل چي په کوم لیک اعتبار وکړي او ایا دا لیکونه به په ریشتیا هم د تیمورشاه وي کنه.

ضمنا انګرېزان خبر سول چي د اَوَد نواب وزیر ته د ملتان د ګورنر د مرستیال او د تیمورشاه د نورو کسانو له خوا لیکونه او سوغاتونه رسېدلي دي، په داسي حال کی چي صبغت الله خان د انګرېزانو استازي ته شکایت کاوه چي ده حتی یو ځل هم نواب وزیر نه دی لیدلی چي هغه ته د تیمورشاه لیکونه ورسوي. آټو ایفز دا موضوغ د نواب له وزیر حیدربیګ خان سره مطرح کړه او هغعه ژمنه ورسره وکړه چی دغه سړی به ډېر ژر د نواب وزیر له خوا ومنل سي. ګورنرجنرال د تیمور شاه د استازو او نواب وزیر تر منځ پر اړېکو باندي ډېر سخت اعتراض کاوه او ویل یې چي دغه ډول اړېکي هغو دوستانه روابطو ته چي د تیمورشاه او کمپنۍ تر منځ موجود دي تاوان رسوي. د نواب وزیر په دربار کي آټو ایفز ته هدایت ورکړه سو چي نواب وزیر ته ووايی چي دغه راز اړېکو او لیکونو ته خاتمه ورکړي او د خپل ځان په برخه کي زموږ د ګاونډیانو او زموږ د خپل قلمرو ښه نیت وساتي. حیدربېګ خان ژمنه وکړه چي د استازي دغه پیغام به نواب وزیر ته ورسوي.د کمپنۍ مدیره هیات دغه اقدام تایید کړ او د ګورنرجنرال توجه یې وستایل، چي پر خپل وخت ځان  د نواب وزیر او  د هغه د وزیر په هغو فعالیتونو خبروي چي ښايي د اَوَد د قلمرو پر آرامي او کراري باندي لږترلږه بده اغېزه وکړي.

تیمورشاه دغه راز د مغولو دربار ته د سعدالله خان په نوم یوسفیر واستاوه. سعدالله خان د ۱۷۹۰ کال د ډسمبر پر نولسه د امپراطور سره وکتل. تیمورشاه همدغه سفیر ته د مهاجي سیندیا لپاره ځکه یو خلعت استولی وو چي هغه غلام قادرخان په سزا رسولی وو. دی د ۱۷۹۱ کال د فبروري پر نهمه د سیندیا کمپ ته ورسېدی. مهاجي سیندیا د سعد الله عزت وکړ او هغه ته یې د تیمورشاه لپاره ۱۲۰۰۰ روپۍ، دوه پیلان، آسونه او جواهرات ورکړل. د هند په چارو کي د تیمورشاه جدي علاقې اخیستلو، بېلو بېلو قوتونو ته د لیکونو او پیغامونو لېږلو او د ټیپو سلطان چارو ته د اشارې کولو  ګورنر جنرال په دې عقیده کړ چي باید له تیمورشاه سره دوستانه اړېکي وساتي. کله چي د ټیپو سلطان سره د یوه تړون له مخي، د انګرېزانو او هغه تر منځ جنګ پای ته ورسېدی، نوانګرېزانو تیمورشاه ته اطلاع ورکړه. دوی دغه راز هیله څرګنده کړې وه چی تیمورشاه به ګوندي ډېر ژر د ایران سره په سرحد کي د خپلو خلکو ناکراریو ته خاتمه ورکړي. ګورنر جنرال د تیمورشاه امر ته د جواب ویلو تر څنګ غلام محمدخان ته لیک او ځیني قېمتي تحفې ورکړې او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي د تیمورشاه په دربار کي د انګرېزانو استازیتوب وکړي.ده هیله څرګنده کړه چی تیمورشاه به غلام محمدخان په عزت سره خپل حضور ته ومني او هغسي قدر به یې وکړي چی د یوه خارجي استازي سره ښايي. ګورنر جنرال آټو ایفز ته هدایت وکړ چي له غلام محمدخان سره تر کابل پوري داسي بدرګه ملګرې کړي چي د تیمورشاه لپاره پیغام او تحفې تر ممکنه حده پوري په سالمه طریقه ورسیږي. د جیپور راجا ته هم دغه راز پیغام واستول سو. ایفز ته دغه راز وظیفه ورکړه سوې وه چي له غلام محمدخان سره داسي اعتباري او لایق سړی ملګری کړي چي د تیمورشاه له دربار څخه د هغه د حکومت د سیاست  او حالاتو په باره کي ښه کره معلومات او اطلاعات را غونډ کړي او دا اطلاعات باید په داسي توګه را غونډ کړي چي د دربار ټول نزاکتونه او باریکۍ په نظر کي ونیسي او د دواړو خواوو ترمنځ اړېکو ته کوم زیان ونه رسوي. ایفز د دغو هدایتونو په اساس د غلام محمدخان سره د غلام سرور په نوم یو استازی ملګری کړ. ده ته یې د میاشتي ۲۵۰ روپۍ تنخوا مقرره کړه او هدایت یې ورکړ چي د تیمورشاه له درباره څخه پټ اطلاعات برابر او دوی ته یې ولیږي. غلام سرور د ۱۷۹۳ کال د مارچ پر یوولسمه له لکنهو څخه کابل ته روان سو. ده ته هدایت ورکړه سوی وو چي د تیمورشاه د پوځي قوت او د مالي منابعو په باره کي بشپړ اطلاعات را غونډ کړي. انګرېزانو دې اطلاعاتو ته د دې لپاره ضرورت درلود چي دوی غوښتل د اَوَد د ساتلو لپاره احتیاطي اقدامات وکړي ځکه چي اَوَد په هغو شپو ورځو کي د تیمورشاه او د انګرېزانو د قلمرو تر منځ حایله سیمه وه.

د ۱۷۹۱ کال د جولای په میاشت کي د مرهټیانو په کمپ کي ډېره ټینګه آوازه سوه چي تیمورشاه پر هند باندي د یرغل کولو لپاره تیاری کوي. انګرېزانو ته هم ډېر ژر خبر ورسېدی چي شهزاده همایون خپل پلار تیمورشاه ته پېشنهاد کړی چي هغه پر هندوستان باندي د یرغل لپاره ولېږي. تیمورشاه دغه راز د سند میرانو ته اطلاع ورکړه چي هغه به ډېر ژر، د خپلو حسابونو د تصفیه کولو لپاره، سند ته ورسي. په همدغه وخت کي د دوهم شاه عالم یو بل زوی شهزاده احسان بخت، چي د تخت د ترلاسه کولو په منظور، د ملګرو او ملاتړو د پیداکولو لپاره، د ډهلي له شاهي دربارڅخه تښتېدلی وو، افغانستان ته ورسېدی. ده ته خپلو ملاتړ کوونکو او دوستانو مخکي ویلي وه چي د نواب وزیر څخه مرسته وغواړي مګر ده کابل ته تلل غوره وبلل ځکه چي ده ته ویل سوي وه چي که له افغانستان څخه پنځه شپږ زره سپاره ورسره را واخلي نو دا به په هند کي یوه لویه هنګامه جوړه کړي او د تخت د نیولو لپاره به لاره ورته پرانیزي. مرهټیان، چي عملا د هندوستان مالکان وه، د درانیو له نامه څخه لړزېدل. ده ته ویل سوي وه چي که د درانیو یوه قطعه عسکر ورسره ملګري وي نو دی نور هیڅ شي ته ضرورت نه لري. شهزاده احسان بخت کابل ته په لاره کي پېښور ته ورسېدی. تیمورشاه د پېښور ګورنر حسین خان ته هدایت ورکړی وو چي د شهزاده ښه هرکلی او عزت وکړي. شهزاده تیمورشاه ته اطلاع ورکړه چي که په لنډ وخت کي دې خواته د راتګ نیت لري نو دی به په پېښور کي ورته پاته سي. تیمورشاه شهزاده ته پیغام واستاوه چي په پېښور کي پاته سي او هغه ته یې اطمینان ورکړ چي د همایون په اندازه ورته ګران دی. تیمورشاه دغه راز په هغه سیمه کي ځیني علاقې، چي ده فکر کاوه د شهزاده د خرڅ خوراک لپاره به بس وي، هغه ته ورکړې. ده احسان بخت ته لس زره سپاره عسکر په اختیار کي ورکړل او داسي رپوټ ورکړه سو چي شهزاده به، د ډهلي پرلور د تیمورشاه د حرکت لپاره د لاري هوارولو په منظور، پر سیکهانو باندي حمله وکړي. شهزاده اعلان وکړ چي د هند پر لور مارش کوي. ده د اَوَد نواب وزیر او په لکنهو کي د انګرېزانو استازي ته لیکونه واستول. شهزاده  نواب وزیر ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه له ده سره ژمنه کړې ده چي د ډهلي پر تخت به یې کښېنوي، نواب وزیر به خپل کارته دوام ورکوي او په عین وخت کي یې هدایت ورکړی دی چي د انګرېزانو ملاتړ هم تر لاسه کړي. ده دغه راز د انګرېزانو استازي ته اطلاع ورکړه چي دی به له تیمورشاه سره هند ته ورسیږي؛ د هغه هیواد د واکمنانو به عزت او قدر وکړي او د چارو اداره به هغه جناب ته وسپاري.

کله چي افغانستان ته د میرزا احسان بخت د تللو خبرونه خپاره سول نو د شاه عالم بل زوی شهزاده سلیمان شکوه هم د تیمورشاه دربار ته، د میرزا باقر په نوم، خپل یو استازی واستاوه. په کابل کي د دغه استازي هم تود هرکلی وسواو دی یو کال په کابل کي پاته سو او تیمورشاه ورځنۍ تنخوا ورته مقرره کړې وه. څرنګه چي تیمورشاه د شهزاده احسان بخت خواته ډېر میلان درلود نو د شهزاده سلیمان شکوه استازي د تیمورشاه ملاتړ تر لاسه نه کړ.نواب وزیر او سیندهیا ته، د تیمورشاه د نیت په باب، اطلاع ورکړه سوه. داسي آوازه وه چي میرزا احسان بخت به له یوه زورور پوځ سره، چي د تیمورشاه ملاتړ به ورسره وي، هندوستان ورسیږي.

د ۱۷۹۲ کال د فبروري پر یوولسمه، انګرېزانو ته اطلاع ورسېده چي د تیمورشاه پوځونو د،  اباسین د څنډو سره نیژدې، سیکهانو ته ماته ورکړې ده او اوس غواړي چي مخته ولاړ سي. تیمورشاه خپل یوه سردار ته هدایت وکړ چي پر سیند باندي د یوه پله د جوړولو لپاره مخته ولاړ سي. کله چي انګرېزانو ته دا رپوټونه ورسېدل نو له هغوی سره د تیمورشاه د نیتونو په باب اندېښنه پیدا سوه. دوی انتظار درلود چي پالمر به د سیندیا له هغه استازي څخه چي له کابل څخه را روان دی، د تیمورشاه د مطلب په باره کي، بشپړ معلومات ترلاسه کړي. د مرهټیانو استازی وجیه الدین خان، چي کابل ته تللی وو، تیمورشاه یې په دې قانع کړی وو چي د مرهټیانو په برخه کي ښه نیت ولري. وجیه الدین خان تیمورشاه ته اطلاع ورکړې وه چي مرهټیان دوهم شاه عالم ته وفادار دي، هغه د پاچا په حیث پېژني او هغه ته له کاله پنځه دېرش لکه روپۍ مالیات ورکوي. د سیندهیا استازی له کابل څخه په دغه وخت کي نه وو راستون سوی مګر د ډهلي په دربار کي د سیندیا بل استازي شاه نظام الدین د ۱۷۹۲ کال سپټمبر پر دوولسمه انګرېزانو ته اطلاع ورکړه چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل آوازې ټولي غلطي دي.

ضمناً، د کابل لپاره د انګرېزانو استازی، غلام محمدخان د جېپور د راجا له سیمي څخه صحی سلامت تېر سو. مګر کله چي بیکانور ته ورسېدی د هغي علاقې واکمن سورت سینګه ورته وویل، چي تر څو پوري یې له هغو قېمتي شیانو څخه چي د افغانستان د پاچا لپاره یې اخیستي دي د ده برخه ورنه کړي، ده ته به  د هغه په  قلمرو کي د تېرېدلو اجازه ورنه کړه سي. کله چي سورت سینګه ونه سو کړای چي د انګرېزانو له استازي څخه جواهرات، په رضا، تر لاسه کړي نو د هغه د لوټلو کوښښ یې وکړ؛ نو استازی په ډېره چټکۍ له هغه ځایه ووت او چي څونه تېز تللای سوای هغومره تېز یې حرکت وکړ څو خپل ځان بهاولپور ته ورسوي. غلام محمد خان له بهاولپور څخه، د تیمورشاه دربارته، څلور لیکونه واستول او په هغو کي یې ټول هغه تکلیفونه ولیکل چي پر ده باندي په لاره کي تېر سوي وه. تیمورشاه د بهاولپور نواب او په لاره کي نورو مشرانو ته ولیکل چي د غلام محمدخان ساتنه وکړي او هغه تر کابل پوري روغ رمټ را ورسوي. استازي د بهاولپور له نواب سره وکتل او هغه ورته وویل چي د افغانستان د پاچا په قلمرو کي ډېری سختي ناکراری منځته راغلي دي. نو دی هلته پاته سو او پنځه ورځي وروسته د تیمورشاه له وفات څخه خبر سو. ده سمدستي ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه او هغه امر ورته وکړ چي له غلام سرور سره یو ځای لکنهوته راستون سي، ځکه چي دا معلومه نه وه چي د کندهار د پاچهی  قدرت به څوک ترلاسه کوي. مګر د بهاولپور نواب د انګرېزانو استازی په دې هیله  وځنډاوه چي ویل یې ګوندي د افغانستان د نوي پاچا په باره کي لیکونه  ورته ورسیږي. ډېر ژر شپږ تنه، چي لیکونه ورسره وه، بهاولپور ته ورسېدل؛ او د نوي پاچا د کښېنستلو او کندهار د ښورښ د کرارېدلو او همایون د تښتېدلو خبر یې راووړ او له نواب څخه یې وغوښتل چي د انګرېزانو له خوا لېږل سوي سوغاتونه نوي پاچا ته واستوي. غلام محمدخان د نوي پاچا دغه امر ګورنر جنرال ته واستاوه او هغه دا بهتره وبلله چي استازي ته ووايي چي دغه سوغاتونه د نوي واکمن دربار ته ورسوي. غلام محمدخان او غلام سرور، د دې امر سره سم، د زمانشاه دربارته روان سول. تیمورشاه د ۱۷۹۳ د مې په میاشت کي وفات سو او له هغه څخه وروسته زمانشاه د کابل پر تخت کښېناست.

      ضمیمه

 شاه عالم ته، چي له ډهلي څخه لیري وو،  د خپلي مور زینت محل لیک

شاهنشاه کلا ته را رسېدلی دی. تر دې ورځي پوري، چي د رجب شلمه ده، زه څو ځله د شاهنشاه حضور ته ورغلې یم. هغه، په ډېره بې صبري  ستا را رسېدلو ته منتظر دی. ده ماته اطمینان راکړی دی چي په ډهلي کي یوازي د شاه عالم د را رسېدلو لپاره معطل دی؛ او د ده پر خبره باید حساب وسي. زویه! هغه ماته ویلي دي چي هر کله ته  ډهلي ته را ورسېږې ټول شیان به پر لار سي.  کله چي ما شهنشاه ته وویل چي که شاه عالم ته یوه د مهربانی نښه ور ولېږې نو هغه را ته وویل چي ما مخکي هغه ته سروپايي او سوغاتونه ورلېږلي دي مګر هغه را نه غی. دا بهتره ده چي هغه پخپله راسي تر دې چي زه تخت ورته ونیسم او ده ته یې تسلیم کړم. تیمورشاه هم زما سره دونه خواخوږي ښودلې ده چي زه یې بیان نه سم درته کولای. هغه هم په ډېره بې صبري ستا راتللو ته سترګي پر لار دی. ده وویل چي پوهیږي ډېر بد نیتي خلک به شاهنشاه ته په دې باره کي راز راز خبري کوي مګر دی یقین لري چي هغه به غوږ ورباندي ونه نیسي او د شاه عالم راتللو ته انتظار دی. تیمورشاه ماته وویل چي دا ښه نه دی؛ موږ خپلو ژمنو ته وفادار یو. دا ټول زحمتونه موږ د شاه عالم بهادر لپاره ګاللي دي. ګوندي هغه په ډېره چټکی سره ځان ډهلي ته را ورسوي. زما ګرانه زویه! ته به لا څومره ځنډېږې؟ دغه یې وخت دی او ته باید ځان ډېر ژر را ورسوې. که چیري، خدای مه کړه، شهنشاه، لکه څرنګه چي ویلي یې دي، حرکت وکړي نو بیا به نوي ستونزي پیدا سي. اغارضا ستا لیکونه شهنشاه ته او تیمورشاه ته را ورسول. او ستا یو لیک یې زین بېګم ته هم راوړی وو. ما د دوی په مخ کي دا ټول لیکونه ولوستل. دوی وویل چي موږ به شاه عالم ته لیکونه واستوو او هغه ته به بلنه ورکړو چي ډهلي ته راسي، مګر دوی ماته وویل چي ستا بلنه به ډېره اغېزمنه وي. زما زویه که تا دا فکر کړی وي چي په هغه سیمه کي به یو څه ترلاسه کړې نو زه خو وایم چي لاس ورڅخه پرې مینځه.

زویه د خدای دپاره! زه زارۍ درته کوم خپل نوکر بهادر علي را ولېږه. زما ډېر ژوند پاته نه دی.

                         ۲

وارن هېسټینګز ته د تیمورشاه لیک: د ۱۷۸۵ کال د اکټوبر پر شپږویشتمه لېږل سوی دی.

ستا هغه لیک چي اوسنیو پېښو ته یې څرګنده اشاره کړې وه را ورسېدی. تاسي په هغه لیک کي دې خبري ته اشاره کړې وه چي زموږ د دوستانه اړېکو څخه ډېر وخت تېر سوی دی او ته به هر وخت کوښښ وکړې چي دغه اړیکي لکه څرنګه دي هغسي وساتې؛ او دا دوستي او ښې اړېکي به تر قیامته همداسي پاته وي. ستا استازی شاه عبدالله پیرزاده نقشبند هلته د ررسېدلی دی او تاته یې زموږ له شاهانه نیتونو څخه اطلاع درکړې ده. تا عبدالله د دغه لپاره زموږ حضور ته رالېږلی وو چي ستا د نیتونو په باره کي ماته اطلاع راکړي. اوس هم زه درته وایم چي یو اعتباري سړی زموږ حضورته را ولېږه چي ستا د ټولو نقشو او نیتونو په باره کي زموږ سره خبري وکړي. هغه را ورسېدی او موږ له هغه سره پر ټولو هغو شیانو باندي چي دواړو خواوو ته د اهمیت وړ دي خبري وکړې. تا ته معلومه ده چي د شریفو پاچاهانو هدف د بې وزلو خلکو په داد رسېدل او د ټولو انسانانو خدمت دی او ما خپل ټول ژوند د دغه خدمت په  لاره کي تېر کړی دی. دا ځل چي ستاسی استازی عبدالله زموږ حضور ته راغی نو دا یې راته وویل چي ته په څومره صداقت د خپلو خلکو خدمت کوې او ستا ریښتینتوب مي پر تا باندي باور زیات کړی دی. هر کله چي ستا باوري استازی له ده سره زموږ حضور ته را ورسیږي او ستا د هیلو او آرزو ګانو په باب ماته اطلاع راکړي نو هغه به منظوري سي. ته په هر فرصت کي د شاهي مهربانیو د زیاتېدلو په انتظار اوسه.

                              ۳

              کورنوالیس ته د تیمورشاه لیک

د دې تلپاتي کورنۍ د قدرت د پیل په سر کي، چي د فقید اعلیحضرت بریالي بیرغونه د هندوستان پر پراخو دښتونو باندي ورپېدل او د ډهلي ښار د هغه په لاس کښېووت نو عالمګیر پاچا وو. د عالمګیر له وفات څخه وروسته، شاه عالم پاچا سو او فقید اعلیحضرت پر هندوستان باندي سلطې ته دوام ورکړ. موږ هم له شاه عالم سره هغه پخواني سلوک ته دوام ورکړی دی. اوس موږ واورېدله چي غلام قادرخان یوسفزي، چي په روهیله مشهور دی، له بې ارزښتو او بې فکرو خلکو سره لاس یو کړی دی، یو بل څوک یې پر تخت کښېنولی او د سلطنت چار یې ګډي وډي کړي دي. لکه څرنګه چي د شاه عالم ساتنه پر تاسي واجب ده او دا ساتنه د هغه له تلپاتي خاندان سره ښايي او تاسي جناب له دغه کورنۍ سره اړیکي لری او د هغوی دوستان یاست؛ نو موږ ځکه تاسي ته اوامر صادروو چي تاسي له نورو اروپايی قدرتونو سره لاس ورکړی او د خپل اعتبار او شهرت د زیاتولو په خاطر نمک حرامه غلام قادر او د هغه بدبخته انډيوالان له منځه یوسی  او شاه عالم ته بیرته خپل پلرنی تخت وسپاری. ځنډ مه کوی؛ زموږ په دې موضوع ډېر فکر خراب دی. دا زموږ امر دی. د غلام قادر له منځه وړل عملي کړی او په دې توګه زموږ له خاندان سره دوستي او شاه عالم ته وفاداری وښیاست او موږ ته، د خپلو عملیاتو په باره کي، اطلاع راکړی.

                                 ۴

                تیمور شاه ته د لارډ کورنوالیس لیک

ستاسي اعلیحضرت له لطف او مهربانی څخه ډک لیک را ورسېدی. تاسي په خپل لیک کي ویلي وه چي ستاسي د کورنۍ بریالي بیرغونه پر هندوستان باندي رپېدل او ډهلی مو تر ولکې لاندي وو. په هغه زمانه کي عالمګیر پاچا وو او کله چي عالمګیر وفات سو نو تاسي شاه عالم پر تخت کښېناوه او له دې خاندان سره مو هغه پخواني اړیکي او دوستي په هغه پخواني شکل وساتله. حقیقت دا دی چي د لویو پاچاهانو او د عدالت او قانون د عملي کوونکو لویانو عمل او اړېکي باید هم دغه ډول وي. او تاسي اعلیحضرت د غلام قادر روهیله په باره کي اورېدلي دي چي څرنګه په خپل قدرت مغرور سو او په ټوله نمک حرامي یې هغه ټول احسانونه هېر کړل چي د شاه عالم کورنۍ له هغه او د هغه له نیکونو سره کړي وه . له څو بې فکرو کسانو سره یې لاس یو کړ، یو بل تن یې د هندوستان پر تخت کښېناوه او په ټول سلطنت او پوځ کي یې بې نظمي منځته راوړه. دا چي تاسي دا زما فریضه بولی چي د نورو اروپايي هیوادونو په مرسته باید غلام قادر په سزا ورسوم او په دې توګه د شاه عالم کورنۍ ته خپله وفاداري ثابته کړم. زه به ستاسي اعلیحضرت امر پر ځای کوم او په دې کي به هیڅ ځنډ نه کوم او دا د خپل ځان لپاره افتخار بولم.

اوس چي تاسي د شاه عالم د بیرته پاچا کېدلو او د غلام قادر په سزا رسېدلو غوښتنه کوی دا ستاسي لوی والی او په دوستي کي صداقت ښيي. ستاسي په دې نیت به ټوله نړۍ خبره سي او ټول خلک به تاسي ته دعا کوي. خداي دي تاسي اعلیحضرت په خپل قدرت له بلا په امان کړي. کله چي ماته ستاسي امر را ورسېدی نو زه نه پوهېږم چي تاسي ته خپله خوشالي څرنګه بیان کړم . او تر دې به نو لویه خوښي چیري وي چي تاسي ماته داسي امر کوی چي  د شاه عالم سره مرسته وکړم او په دې امر سره په حقیقت کي خپله وفاداري او صداقت ښکاره کوی. د خدای شکر ادا کوم چي هغه ټيټ فطرته غلام قادر په سزا رسېدلی دی او شاه عالم بیرته د خپلو نیکونو پر تخت کښېنول سوی دی او د سلطنت عظمت به د پخوا په څېر بیا وځلیږي. زه یقین لرم چي تاسي اعلیحضرت به دا کیسه اورېدلې وي نو زه لازمه نه بولم چي ټولي خبري تکرار کړم. مګر ستاسي اعلیحضرت د شاهي امر درناوی کوم او د شاه عالم له شانداره کورنۍ سره خپله دوستي یو ځل بیا څرګندوم. هغه کورنۍ چي تاسي اعلیحضرت له هغې سره خپل میراثي مرحمت او سخاوت ښکاره کوی. زه هیله کوم چي ماته هر وخت د شاهي اوامرو افتخار را وبخښی.

                               ۵

    لارډ کورنوالیس ته د تیمورشاه لیک د ۱۷۹۱ کال د اپرېل دیرویشتمه

ستاسي وفاداری، صداقت او دوستی زموږ پر شاهي افکارو باندي ډېره ښه اغېزه وکړه او تاسي به هر وخت زموږ له شاهي مهربانیو څخه برخوردار یاست. په دې وروستو شپو ورځو کي دلته هلته یاغیان پیدا سول او بې نظمي یې جوړه کړې وه. نو موږ فیصله وکړه چي هغوی تعقیب کړو او بیخي یې له منځه یوسو. زموږ بریالیو جنګیالیو د هغو ونو ريښې وایستلې چي د ملتان په ښار او شاوخوا کي یې سرونه پورته کړي وه. او کله چي مو خپله شاوخوا د هغوی له ناپاکۍ څخه وژغورله نو د محرم پر اووه ویشتمه د خدای په فضل او خپلي امپراطوری په برکت مو یو بل لوی بری تر لاسه کړ. د ترکستان یاغیان مو وځپل او مشران مو بندیان کړل او د کندوز قلا مو ونیول او ظفر علي بیګ مو له اوو سوو آسونو سره ونیوی او وروسته مو بد بخته مراد ته ماته ورکړه او ټول ترکستان مو تسلیم کړ او کابل ته ستانه سولو. پر تاسي باندي واجبه ده چي ماته لیکونه را واستوی او له خپلو چارو څخه مي خبر کړی.

                           ۶

  لارډ کورنوالیس ته د فیض الله خان لیک د ۱۷۹۱ کال د اپریل دیرویشتمه

موږ تاسي ته د شاه عبدالله نقشبند د زوی غلام محمدخان په لاس، څه موده مخکي لیک درلېږلی وو. جواب تر اوسه نه دی راغلی. په علت یې نه پوهېږو. اعلیحضرت څو ځله دا خبره کړې ده چي تاسي د هغه د محرم د اووه ویشتمي د لیک جواب نه دی ورکړی. اعلیحضرت پر بدبخته مراد باندي د بري له ترلاسه کولو څخه وروسته پایتخت ته ستون سوی دی. د خدای تعالی شکر ادا کوو او ستاینه یې کوو چ اعلیحضرت ته یې دا بری ور په برخه کړی دی. د لوی خدای په مرسته د ترکستان یاغیان وځپل سول، د کندوز قلا فتح سوه او مراد علي بیګ له خپلو اوو سوو آسونو سره ونیول سو او هغه ټوله سیمه تر کنټرول لاندي سوه. دا هغه سیمه ده چي په پخوا کي د هیڅ پاچا لاسته نه وه ورغلې. دا پر تاسي باندي واجبه ده چي اعلیحضرت ته د هغه د دې بري له امله یو لیک واستوی او مبارکي

ورته ووایاست او دغه راز خپلو لیکونو ته دوام ورکړی.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!