منډيګک
افغان تاريخ

الف لیله و لیله د تاریخي او اجتماعي پلوه

0 37

 

 

څه باندي لس کاله مخکي زما استاد او ملګري مرحوم محمد انور نومیالي ماته له ډنمارک څخه په ټلفون کي وویل چي د الف لیله و لیله د ترجمې کار یې پیل کړی دی. ما یې ډیر تود هرکلی وکړ او دا مي ورته وویل چي د پښتو ژبي دغه لوی او لازم خدمت له تا پرته بل څوک نه سي کولای. خو خپلو ملګرو ته مي وویل چي د نومیالي صاحب روغتیایی حالت او عمر ښایی د دې لوی کار د بشپړیدلو اجازه ورنه کړي. کشکي یې دا کار یو څه مخکي پیل کړی وای. زما له مرحوم استاد سره ریشتیا هم عمر وفا ونه کړه او کار نیګمړی پاته سو. څه موده مخکي زما همصنفي او د وړوکتوب د وختونوملګري محمدمعصوم هوتک په ټلفون کي راته وویل چي د الف لیله ولیله ترجمه کولو ته یې ملا تړلې ده؛ د خپلی ترجمې یوه برخه یې را ولیږله او ما ورته وویل چي تر دغه بهتر کار کول تقریبا غیر ممکن دی. ده وروسته را څخه وغوښتل چي زه د مقدمې لیکلو کار پر غاړه واخلم. ده چي دونه لوی کار ته اوږه ورکړې وه نو مایې هم ناز پر مځکه نه سو اچولای. له بده مرغه چي ما الف لیله و لیله ډیر پخوا لوستې وه او په هغه وخت کي مي هم په جدي نظر نه وه لوستې. زه مجبور سوم چي د دې لوی کتاب پاڼي له سره واړوم را واړوم او ځیني نکلونه خو له سره په بشپړه توګه ولولم. د مقدمې په نوم مي یو څو پاڼي توري کړې. خدای دي وکړي چي د فکلوري نکلونو د څيړونکو لپاره ګټوري وي.
دا نکلونه په لومړي سر کي یوازي افسانې معلومیږي خو که سړی ښه ورته ځیرسي او په غور یې ولولي نو ګوري چي په دې نکلونو کي د اسلامي نړۍ، او په تیره بیا د عربانو کلتوري او عنعنوي ارزښتونو ډیر څرګند انعکاس کړی دی او سړی بیخي د هینداري نوم ورکولای سي. البته د فوکلوري نکلونو او عصري، په تیره بیا ریالیسټیکو، داستانونو تر منځ له یوې خوا او د تاریخ او فوکلوري کیسو ترمنځ له بلي خوا ډیر زیات توپیر موجود دی. جدي لوستونکي باید په دې پوه وي چي دوی، داستانونه نه بلکه، فوکلوري کیسې لولي. په عصري داستانونو کي لوستونکی هر ځای له لیکوال څخه پوښتنه کوي او ولي؟ او څرنګه؟ ورته وایی. خو په فوکلوري کیسو کي خبره داسي نه وي. په فوکلوري کیسو کي یو عادي بزګر د یوه لوی استاد او عالم په توګه دلایل وایي. یو لوی پاچا د یوه عادي بازاري سړي عقل نه لري؛ او چي هر څوک هر څه ورته ووایی هغه مني. د یوه پاچا زوی، چي د نکل اصلي قهرمان وي، هم دونه ښایسته وي چي ښایستې پیغلاني او ښځي، حتی شاپیریاني، په یوه ځل لیدلو ورباندي میني سي، هم دونه هوښیار وي چي په لومړۍ ځواني کي یې د فقهي څخه نیولې تر منطق او نجوم پوري ټول علوم داسي خلاص کړي او زده کړي وي چي لوی پوهان او عالمان سیالي ورسره کولای نه سي او هم داسي پهلوان وي چي د زرو تنو په جنګ ورځي. دغه راز دیبان او له هغوی سره د انسانانو مقابله او جنګونه، پیریانان، جادو او منتر او په بیزو او سپیو د انسانانو بدلول، شاپیریاني، کوه کاف او تر اوبو لاندي د دیبانو ښارونه هغه څه دي چي حتی زر کاله مخکي په داستان کي چا نه سوای یادولای، ځکه چي ځای پرځای د لوستونکو له سوالونو سره مخامخ کیدی. خو څرنګه چي فوکلوري نکلونه د عادي او بې معلوماتو خلکو لپاره ویل کیږي او لیکل کیږي، نو هر څومره چي مبالغه پکښی زیاته وي په هغه اندازه د اوریدونکو او لوستونکو لپاره په زړه پوري وي. خو سترګه ور او لوستي خلک د فوکلوري نکلونو مبالغو، بې منطقیو او د ناممکناتو برخي ته نه ګوري بلکه په هغو کي د خلکو د عنعناتو، مذهبي عقایدو، عمومي پوهني، د پاچاهانو د خپل سری او استبداد او خرافاتو ته د خلکو او حتی پاچاهانو د عقیدې اندازه لګولای سي.
فوکلوري نکلونه له تاریخ سره ځکه نه سي مقایسه کیدلای او نه تاریخي قضاوت ورباندي کیدلای سي چي فوکلوري نکلونه د لویو سیندونو په شکل منځته راځي. سر چینه یې یوه وي خو تر هغه وخته پوري چي یو لوی سیند ورڅخه جوړیږي او بیا یوه لوی سمندر یا لوی جهیل ته لویږي، په سل ګونو او ښایی په زرګونو وړې او لویی ویالې او واړه او لوی رودونه ورسره یو ځای سوي وي. فوکلوري نکلونه هم تر هغه وخته پوري چي پر کاغذ باندي لیکل کیږي په سل هاوو او یا په زرګونو ځله خوله پر خوله او سینه پر سینه نقل سوي وي او کله کله ښایی له اصلي سرچینې سره بیخي سر ونه خوري. د الف لیله و لیله نکلونه ښایی په لس هاوو ځله لیکل سوي او وروسته بیا له ټولو لیکل سویو متنونو څخه یو متن جوړ سوی وي. ځیني نکلونه ښایی سل کاله او ځیني ښايي په سل هاوو کلونه د لوستو او نالوستو خلکو په خولو کي ګرځیدلي او بیا تر قلم او کاغذ پوري رسیدلي وي. په دې جریان کي نو هر ډول تاریخي اشتباهات نه یوازي ممکن بلکه حتمي دي. تاریخي اشتباهاتو ته ځکه ګوته نه سي نیول کیدلای چي فوکلوري نکلونه د تاریخي پیښو د تشریح کولو لپاره نه بلکه د اوریدونکو او لوستونکو د دلچسپۍ لپاره منځته راغلي وي. هر څومره چي به یو نکل په زړه پوري وو په هغه اندازه به یې اوریدونکي زیات وه او په هغه اندازه به یې د نکلچي او نکلچیانو خولۍ په غوړو کي وه. د مثال په ډول د الف لیله و لیله د نکلونو پیل د ساساني شاهنشاهانو څخه کیږي خو اوریدونکي یا لوستونکي دا پوښتنه نه سي کولای چي شهرزاده څرنګه یوه ساساني شهنشاه ته د هارون الرشید پاچا د زمانې کیسې کوي؟ ځکه چي د ساسانیانو د وروستني پاچا د وژل کیدلو په زمانه کي خو د هارون الرشید ورنیکه زیږیدلی نه وو. یا مثلا که د یوه نکل لومړۍ جملې ته چي وایي د یونان په نوم یو پاچا چي د روم په مځکه کي د فارس په ښار کي واکمن وو! د نکل پیل یوه لویه تاریخي اشتباه ده. نو سړی باید دا نکل بیخي ونه لولي. خو که سړی نکل واوري او یایې ولولي نو ګوري چي د نکل هدف د تاریخي حقایقو بیان نه بلکه پند او عبرت او د دې خبري کول دي چي یو پاچا، چي د خلکو د وژلو او له مرګ څخه د ژغورلو واک لري، څرنګه باید په خپلو قضاوتونو کي له احتیاط او عقل څخه کار واخلي او تش د وزیر یا کوم بل حسود او مغرض په قول بیګناه انسانان قتل نه کړي.

کتاب په انلاين بڼه دلته

الف لیله و لیله، چي زیاتره پښتانه یې الپ لیلا بولي، د هغو سل ګونو نکلونو یوه مجموعه ده چي څه یې په هند،ایران، افریقا او نورو سیمو کي ایجاد سوي او څه یې پخپله په بغداد او دمشق کي ورباندي زیات سوي او یا په نورو سیمو کي پر ایجاد سویو نکلونو باندي له سره کار سوی او لیکل سوي دي. که څه هم چي ډیر څیړونکي او لیکوالان په دې عقیه دي چي دا نکلونه زیاتره له هند څخه د عربانو ښارونو ته تللي او د هغوی په دربارونو کي یې وروستی شکل اخیستی دی، خو که سړی د نکلونو موضوعاتو او نومونو ته متوجه سي نو ګوري چي دې نکلونو، تر هغه چی د یوې سرچینې په باره کی یې فکر وسي، د ډیرو زیاتو کلتوري سیمو سفرونه کړي او ښایی د سل هاوو او لا زرهاوو کلونو په جریان کي بشپړ سوي او بیا یې نو دغه وروستی شکل غوره کړی وي. البته وروستنی ترتیب سوی شکل یې، چي تر موږ پوری را رسیدلی، او په بیلو بیلو اروپایی او اسیایی ژبو ترجمه سوی دی، عربي او اسلامي دی. قهرمانان یې زیاتره مسلمانان دي حتی ډیري زیاتي شاپیریاني، دیوان او پیریانان یې مسلمانان دي، کلیمه وایی او زیاتره د نکلونو له قهرمانانو سره په داسي کارونو کي مرسته کوي چي د دوی له مرستي پرته یې کیدل او عملي کیدل ممکن نه دي.
مشهور عرب مورخ مسعودي په خپل کتاب مروج الذهب و معادن الجوهر کي، چی څه باندي زر کاله مخکي یې لیکلی دی، وایی چي دا افسانې له هندي، فارسي او رومي سرچینو څخه ترجمه سوي دي. دی وایی دا کتاب د هزار افسانه یا هزار خرافه په شکل ترتیب سوی دی چي خلک یې الف لیله ولیله یا زر او یوه شپه بولي. مروج الذهب لومړی ټوک ۶۱۰ مخ
د مسعودي له لیکني څخه څرګندیږي چي د الف لیله و لیله په نوم نکلونه څه باندي زر کلونه مخکي د عربو په ټولنه کي رواج وه او د کتاب په شکل را غونډ سوي وه. له دې څخه مخکي د هزار افسانه په نوم د نکلونو مجموعه موجوده وه. په دې حساب ښایی د دې نکلونو عمر، د کلیله و دمنه په څیر، د میلاد څخه مخکي کلونو ته ورسیږي. خو د الف لیله و لیله مشهور انګریز مترجم ریچارډبرټن د دغي مجموعې په ملحقاتو کي د الطاف پر افسانه باندي د مقدمې په ترڅ کي لیکي چي الیکزانډر کوتیلAlexander J. Cotheal ماته د دغي کیسې د قلمي نسخې یوه کاپي را واستوله او پر هغې باندي لیکل سوي وه چي دا یو کتاب دی چي د پاچاهانو ډیری زیاتي افسانې او د الف لیله و لیله کیسې پکښي راغلي دي. ریچارډ برټن لیکي چي د کتاب په پای کي د نسخې د نقلولو نیټه راغلې ده چي په انګریزي حساب ۱۶۸۵ میلادي کال کیږي. په دې حساب موږ ګورو چي پر دې کیسو باندي، لږ ترلږه، یو نیم زر کلونه کار سوی دی. ځکه چي د الطاف په کیسه کي د کافي یادونه سوې ده او کافي پخپله تر پنځه سوه کاله زیات تاریخ نه لری. د الطاف د کیسې لیکوال یا نقلونکی، د نورو زیاتو فوکلوري کیسو د لیکونکو یا نقلونکو په څیر، دونه بیخبره دی چي د هارون الرشید په زمانه کي د توپ یادونه کوي. په داسي حال کي چي توپ د هارون الرشید له زمانې څخه ۱۷۰ـ ۱۹۳، چي د دوهمي هجري پیړۍ وروستي کلونه کیږي، لږترلږه پنځه پیړۍ وروسته د جنګونو، فتوحاتو او جشنونو میدانو ته ور ولویدی.
دا چي الف لیله و لیله به څو ځله لیکله سوې او څو ځله به یې ښایی لیکل سوي متنونه ورک سوي وي، موږ څه نه سو ویلای. که د هزار افسانه نوم قبول کړو نو د الف لیله و لیله د موجودو نکلونو مجموعه خو په هیڅ توګه زرو ته نه رسیږی او باید چي ډیر نکلونه پاته وي چی باید د نکلونو په دې لوی کتاب کي راغلي وای. او لا یوه عقیده پر دې ده چي زر حتما د زرو د عدد په معنی نه بلکه د بیخي ډیرو په معنی ده. داسي ویل کیږي چي شهرزاد زر کتابونه را جمع کړل، یعني بیخي زیات کتابونه یې راټول کړل. انسایکلو پیډیا آف اسلام لومړی ټوک ۳۶۲ مخ په پښتنو کي، د زرو عدد لا څه چي، د سلو عدد ډیر لوی بلل کیدی « پور چي تر سلو واوړي وچه مه خوره» او یا دا چي«سل په لالي پور دي دا یوه یې پې د بنګړو» په کندهار کي، او ښايی په نورو پښتني سیمو کي به هم خبره دغه ډول وه، حتی د سلو حساب هم چا نه کاوه بلکه شل ډیر لوی عدد وو او خلکو به د اتیا پر ځای څلور تومنه یا څلور شلي او یا د یوسل څلویښت پر ځای اووه تومنه ویل. په دې حساب ښایی هزار افسانه هم تر زرو نکلونو ډیر کم وي او شهریار پاچا هم ښایی ، خپلي خطا ته د متوجه کیدلو دپاره، دونه حوصله نه وي کړې چي زر او یوه شپه د خپلي میرمني شهرزاد کیسو ته غوږ ونیسی.
د الف لیله و لیله نکلونه ، د نورو ټولو فوکلوري کیسو په څیر، پر کاغذ باندي تر لیکل کیدلو مخکي په لس هاوو، او لا په سل هاوو، ځله خوله پر خوله سوي او تغیرات یې لیدلي دي. په نکلونو کي د نومونو له مخي د بیلو بیلو کلتوري حوزو د نفوذ څرک لګولای سو. په نکلونو کی د هند، ایران، بین النهرین، مصر او تر یوه ځایه پوري د ترکانو څرک وینو. د سیند باد په څیر هندي نومونه، د علی بابا او خاتون په څیر ترکي نومونه، د شهرزاد، دنیا زاد او شاه زمان په څیر ایراني نومونه پکښی وینو؛ البته زیاتره نومونه عربي دي. خو د نکلونو له چوکاټ او د اوډلو له طرز څخه يې هندی سبک له ورایه ښکاري. لکه ته باید دا کار ونه کړې کنه نو د پلاني په څیر به له ستونزو سره مخامخ سې. مقابل لوری پوښتنه کوي چی د پلاني کیسه څرنګه وه؟ او دلته نکل پیل کیږي. هغه کتاب ۳۶۲ مخ
ځینی ایراني محققین هم په دې عقیده دي چي د عربي الف لیله و لیله لومړنی اساس هغه هزار افسانه ده چي هندي ریښه لري. د دغو پخوانیو داستانونو ځیني برخي ښایی ایراني زردشتیانو له هندي سرچینو څخه اخیستي وي او ځیني نښي یې تر اوسه پوري په الف لیله و لیله کي پاتي دي. دوی وایی داسي هم ویل کیږي چي دا کتاب تر هخامنشیانو مخکي په هند کي تالیف سوی او بیا د سکندر له زمانې څخه وروسته ایران ته راغلی او په زړه پارسي ترجمه سوی وي او هزار افسانه نوم ورباندي ایښودل سوی وي. افسون شهریار ص ۵۳
په ایران کي د فوکلوري کیسو مشهور څیړونکی جلال ستاري وروسته لیکي” ګواکي الف لیله ولیله، په دغه شکل چي همدااوس زموږ په لاس کي دی، د یوه سړي او یا یوه ملت او قوم تالیف نه دی؛ دې کتاب د څو پیړیو په جریان کي د ټول عالم دوره کړې ده او په دې اوږده سفر کي یې ډیرزیات عجایب لیدلي دي او له هغو څخه یې یوه توښه برابره کړې ده. هر قوم او هري قبيلې د خپل ذوق سره سم یو څه ورباندی اضافه کړي او کله کله خو یې یو بشپړ داستان پکښي ور زیات کړی دی، او په ډیره اوږده زمانه کي دغه کمال ته رسیدلی دی. شهرزاد د بیلو بیلو قومونو او ملتونو په ژبه خبري کوي. په دې توګه نو الف لیله و لیله، کتاب نه بلکه، یوه کتابخانه ده. یو لیکونکی نه لري بلکه ډیرو زیاتو نکلچیانو برخه پکښي اخیستې ده او په منځنیو پیړیو کي د ټول ختیځ د اولسي ادبیاتو یوه خزانه پکښي جمع سوې ده؛ او موږ د پیړیو افسانې پکښي وینو. مګر سره له هغه چي پر ایراني نکلونو باندي عربي نکلونه زیات سوي او یا ورسره نښلول سوي دي، ویلای سو چي که د الف لیله و لیله اصلي سرچینه هند او ایران دی د دې کتاب اوسنی شکل د مسلمانانو او عربانو د کار نتیجه ده، ځکه چي ډیرزیات داستانونه یې عربو جوړ کړي او دې نکلونو ته یې اسلامي بڼه ورکړې ده” هغه کتاب ص ۶۰
ویل کیږي چي مسلمانانو د ایران د ښارونو او ولایاتو د پرله پسې فتوحاتو په لړ کي د ایران په زرهاوو قلمي کتابونه ځکه وسوځول چي فکر یې کاوه زردشتي او خرافي عقاید پکښي راغلي دي. ښایی د هزار افسانه په نوم کتاب هم، چي ویل کیږي د الف لیله و لیله زیاتره او یا ټولي کیسې ورڅخه اخیستل سوي دي، په دغه لړ کي سوځول سوی وي او موږ یې هیڅ نسخه په لاس کي نه لرو. د الف لیله و لیله لومړنۍ کیسه، چي اصلي موضوع یې د ښځو بې وفایی ده، د ایران له خاوري څخه پیل کیږي. د افسانې اصلي قهرمانان د ساساني کورنۍ دوه پاچاهان، شهریار او شاه زمان او د لوی پاچا یا شاهنشاه شهریار د وزیر دوې لوڼي شهرزاد او دنیازاد دي. عرب کیسه لیکونکو د الف لیله و لیله د کیسو او افسانو دغه مقدمه او روح ښایی ځکه ایراني پاچاهانو او شهزاده ګانو ته منسوب کړی وي چي د خپلو ښځو لپاره یې دومره بې وفایی او ناپاکي شرم او عار بللی وي. په ورپسې کیسو کي چي هر ځای د مجوسي یا زردشتي نوم یادیږي نو چنداني په ښه سترګه نه ورته کتل کیږي. او حتی د زردشتي له نامه سره خو لعنتي استعمالیږي.
اصلي کیسه له هغه ځایه پیل کیږي چي د ساسانیانو یو شاهنشاه، چي، د الف لیله و لیله د مقدماتي نکل په اساس یې، د چین او هند پر ټاپوګانو حکومت کاوه، مړکیږي او د هغه دوه زامن شهریار او شاه زمان پاته کیږي. شهریار د خپل پلار په پایتخت کي، چي نوم یې معلوم نه دی، پاچا کیږي او شاه زمان په سمرقند کي پاچا کیږي. شل کاله وروسته، شهریار غواړي چي خپل ورور شاه زمان ووینی؛ هغه خپل پایتخت ته وربولي. شاه زمان د خپل ورور د لیدلو دپاره د روانیدلو په شپه، ناڅاپه کورته ستنیږي او هلته ګوري چي د ده ګرانه میرمن د یوه حبشي غلام سره، د ده پر پالنګ، پرته ده. خپله میرمن او غلام دواړه وژني او په شنه زړه د خپل ورور پاچهۍ ته روانیږي. د خپل ورور په پاچهي کي له څه مودې تیرولو وروسته یوه ورځ، چي ورور یې ښکار ته تللی دی، خپله ورینداره ویني چي په شاهي باغ کي د یوه حبشي غلام سره مینه کوي. له هغې سره شل تنې ملګري سهیلیاني هم جامې باسي او دی ګوري چي هغه هم لس تنې د ملکې ملګري او نور لس تنه سپین مخي ځوانان دي، او ټول په بیغمه زړونو په عیش لګیا کیږي. کله چي خپله کیسه او د ورینداري نکل خپل ورور ته کوي؛ او هغه ټوله کیسه پخپلو سترګو ویني نو دونه خواشینی کیږي چي خپل ورور شاه زمان ته وایی چي راځه د پاچهۍ څخه لاس واخلو او مخ پر غرونو او دښتونو ونیسو؛ ګوندي موږ داسي یو بل څوک هم پیدا کړو چي له هغه سره په دغه اندازه بې وفایی سوې وي او کنه نو تر دې ژوند خو مرګ بهتر دی. دوی دواړه روانیږي او تر څو ورځو مزلونو وروسته یوه ورځ د دریاب پر غاړه ناست دي چي له لیري له اوبو څخه یو لوی دیب راوزي، چي یو لوی فولادي صندوق یې پر سر نیولی دی. دوی له ویري یوې ګڼي وني ته پورته کیږي. دیب له صندوق څخه یوه ښایسته میرمن راباسي او د هغې پر زنګانه سر ایږدي او سمدستي په درانه خوب ویدیږي. ښایسته میرمن، پاس په ونه کي، دوه پاچاهان ویني او له هغوی څخه د میني غوښتنه کوي؛ د دیب د راویښولو په تهدید یې میني کولو ته مجبوروي. وروسته له دواړو څخه د هغوی انګشتري اخلي او له خپل جیب څخه پنځه سوه اویا انګشتري ورته را باسي او ورته وایی چي له دغسي لنډ وخت څخه په ګټي اخیستلو سره یې له هر چا سره مینه کړې ده له هغه څخه یې یوه انګشتره د نښانی په توګه اخیستې ده.
شاه زمان د دې پیښي له لیدلو څخه وروسته خپلي پاچهی ته روانیږي او ژمنه کوي چي بیا به هیڅکله واده ونه کړي او د ژوند تر پایه پوري به یوازي پاته سي. شهریار ژمنه کوي چي هره شپه به له یوې ښایستې پیغلي سره واده کوي او هغه به د واده په سهار وژني. ځکه چي، د ده په عقیده، د مځکي پر مخ یکي یوه پاکه ښځه نسته او په ښځي باور نه سي کیدلای. شهریار د خپلي میرمني، د حبشي غلام او د هغې د ټولو سهیلیو له وژلو څخه وروسته هري شپې واده کولو ته ملاتړي؛ هره شپه یوه ناوې وژني او په دې توګه درې کاله تیریږي. د شهریار د وزیر لور شهرزاده د بیګناه نجونو د ژغورلو په منظور له پاچا سره واده کوي. خپلي خور دنیازادي ته وظیفه ورکوي چي هره شپه یا د شپې په پای کي له دې څخه د یوه نکل د اورولو غوښتنه وکړي. په دې ترتیب زر او یوه شپه تیریږي او پاچا ته خدای درې اولادونه ورکوي او د پاچاهۍ نجوني له حتمي مرګه ژغورلي کیږي.
د نکل په اساس، شهریار د ساساني شاهنشاهانو په لړ کي یو مقتدر پاچا دی او د وزیرلور شهرزاده، د زرو کتابونو له لوستلو څخه وروسته، له هغه سره واده کوي، او د واده له لومړۍ شپې څخه خپل نکلونه پیل کوي. شهرزاده په خپلو زیاترو نکلونو کي هارون الرشید ته د یوه پخواني عادل پاچا یا خلیفه په توګه اشاره کوي. په داسي حال کي چي هارون الرشید( ۷۸۶-۸۰۹) د ساسانیانو د وروستي پاچا دریم یزدګرد د وژل کیدلو څخه څه باندي یوه نیمه پیړۍ وروسته پاچا سوی دی. یا موږ د سیف الملوک په نکل کي، چي د سلیمان پیغمبر زمانې ته مسوب دی، وینو چي پاچا خپل زوی سیف الملوک او د وزیر زوی سعدالملوک په پنځه کلنی کي پر یوه لوی عالم شاګردان کړل او هغه د قرآن شریف لوستل او لیکل ور وښودل. کله چي هغوی لس کلن سول نو یې نورو استادانو ته وسپارل چي هغوی غشي ویشتل، د توري جنګ او پهلواني وروښودل. اوس نو سړی دا سوال نه کوي چي قرآن شریف خو د سلیمان علیه السلام د زمانې څخه زیات وکم یو نیم زر کاله وروسته نازل سوی دی. سیف الملوک ته خپل استاد څرنګه هغه تدریس کاوه. داسي نو د الف لیله و لیله تقریبا ټول نکلونه له تاریخي او جغرافیایی پلوه بې اعتباره دي او د دې ګڼو نکلونو د لیکل کیدلو او ترتیبیدلو په وخت کي، واقعیتونو ته د توجه پر ځای، ټاکلو اهدافو ته توجه سوې ده. فوکلوري نکلونه اکثر دغه ډول وي؛ خو لوستل یې ځکه ګټه لري چي د هغوی څخه د یوه قوم یا کلتوري حوزې ذهنیتونه، د کلتوري ودي اندازه، کله کله د تاریخ ډیري تاریکي پاڼي او پیښي، چي په لیکلو تاریخونو کي یا نه وي راغلي او یا له منځه تللي وي، او دغه راز په یوه پراخه سیمه کي پر یوې او بلي کلتوري حوزې باندي د متقابلو اغیزو او اړیکو په باره کي ګټور معلومات راکوي.
د مسعودي په تاریخ کي د الف لیله و لیله د نامه له یادیدلو څخه موږ اټکل کولای سو چی د دې نکلونو لیکل کیدل او یا له فارسي څخه، د ډیرو زیاتو نکلونو، ترجمه کیدل به د هارون الرشید او د هغه د زوی مامون الرشید په وختونو کي، چي د عباسي خلافت طلایی عصر دی، پیل سوي وي؛ مګر د الطاف په نوم نکل کي، چي د هارون الرشید زمانې ته منسوب کړه سوی دی، د توپ یادونه، چي د هارون له زمانې څخه تقریبا پنځه پیړۍ وروسته د جنګونو میدانونو ته را ووت، او دغه راز په همدغه نکل کي د کافي یادونه، چي ایله د پنځه لسمي پیړۍ په نیمایی کي، یعني د هارون الرشید ل زمانې څخه زیات و کم اووه سوه کاله وروسته استعمال سوه، دا ښیی چي پر دې نکلونو باندي تر زر کاله زیات کار سوی، او د نني ورځي شکل یې اخیستی دی. دا نکلونه په عمومي صورت دوې برخي لري. یوه یې داستاني برخه ده، چي نکلچیانو د خپلي غوښتني او طبیعت سره سم په نکلونو کي زیاتی او کمی راوستلی دی. چي زړه یې غوښتي دي، نو یې خپلو قهرمانانو ته پر دې دنیا جنتونه جوړ کړي او یا یې داسي بد مرغۍ ور په برخه کړي او د داسي ستونزو او مشکلاتو سره یې مخامخ کړي دي چي سړی یې پردې دنیا دوږخ بللای سي. بله یې ادبي، او په تیره بیا منظومه برخه ده، چي په دغه لطافت او ښایست یې سینه پرسینه انتقالیدل غیر ممکن دي او باید چی قلم پر قلم انتقال سوي او لیکل سوي وي او یا وروسته جلا کار ورباندی سوی وي.
الف لیله و لیله زیاتره د کلیله و دمنه په شکل تریب سوې ده؛ دا نکلونه، که څه هم، په لومړي سر کي د سات تیرې او د ژمي د اوږدو شپو د تیرولو وسیله ګڼله کیږي، خو چي سړی ورته ځیر سي تقریبا ټول نکلونه د خاصو اهدافو لپاره لیکل سوي دي. د شهریار په څیر یوه ظالم شنهشاه سره، چي هره شپه له یوې ښایستې نجلۍ سره واده کوي، او سبا ته یې وژني، او په دې توګه د خپلي ښایستې میرمني د خیانت کسات د بیګناه نجونو څخه اخلي، د شهرزادي د واده کولو فیصله پخپله ښیی چي ورپسې باید داسي نکلونه راسي چي پاچا ته باید دونه په زړه پوري وي چي که د نکل نیمایی برخه نن شپه واوري باقي پاته برخه یې باید ورڅخه پاته نه سي. په نکلونو کي باید دونه پندونه نغښتي وي چي شهریار ته دا ثابته کړي چي ټولي ښځي په یوه رنګ نه دي او په اصطلاح په ځنګله کي کږې او سمي لښتي سته. البته ټولي کیسې د ښځو پر وفا او پاکۍ باندي شاهدي نه ورکوي او شهرزاده په پنځمه شپه د سوداګر د هغي ښځي کیسه کوي چي د میړه په غیاب کي له بل سړي سره جوړه ده؛ او سوداګر د خپلي ښځي په شیطانت خپل هغه هوښیار طوطي وژني چي د هغه د ښځي د ناروا اړیکو کیسه یې ورته کړې ده. شهرزاد د نکلونو په جریان کي د نورو داسي ښځو یادونه هم کوي چي کړه وړه یې د پاکو ښځو سره مناسب نه دي. ګواکي تر یوې اندازې یې د انډول د ساتلو کوښښ کړی دی؛ او یوازي د ښځو د مدافع وکیلي حیثیت نه لري. حتی د نکلونو د پیل کیدلو په دیارلسمه شپه خو یو شهزاده هغه پیریان ته چي دی یې د خپلي معشوقې د خوب په خونه کي نیولی دی او د هغي ښځي د سر پرې کولو امر ورته کوي چي د شهزاده د سر پرې کولو په برخه کي یې د پیریان امر نه دی منلی ،وايي چي اې غښتلې او قهرمان پیریانه! که یوه ښځه، چي نه عقل او نه وفا لري، زما د سر له وهلو څخه انکار کوي او دا کار ناروا او غیر قانوني بولي؛ زه څرنګه، د یوه نارینه په حیث، د داسي ښځي، چي په ژوند کي مي لیدلې نه ده، سر پرې کړم؟
څرنګه چي په نکلونو کي پاچا پر غوږ وهل کیږي نو زیاتره نکلونه د پاچاهانو د اجرااتو په باره کي دي. ګواکي شهریار ته دا ښیی چي د ظالمو او بې عقلو پاچاهانو عاقبت څومره خراب دی او بې عقلي او بیځایه ظلم څومره پښیماني لري. په تقریبا ټولو اویا زیاترو نکلونو کي د خیر او شر، حرص او قناعت، مردۍ او نامردۍ ترمنځ جګړه روانه ده او په تقریبا ټولو نکلونو کي د ښو پله درنه او بری یې په برخه وي.
د حکیم دوبان په نوم یو ماهر طبیب د یونان په نوم یوه پاچا، چي د فارس په ښار کي د روم پر مځکه!! حکومت کوي، د جزام د ناعلاجه ناروغۍ علاج کوي. پاچا روغ رمټ کیږي او د حکیم دوبان ډیر زیات عزت کوي. د هغه قدر ورځ په ورځ دونه زیاتیږي چي حسود وزیر یې تحمل نه سي کولای. وزیر پاچا ته وایی دا حکیم چي د دونه سختي ناروغی علاج یې په وس پوره دی سبا کولای سي چي تا له منځه هم یو سي. دا په اصل کي ستا د دښمنانو جاسوس دی او هغوی ستا د تباهۍ لپاره رالیږلی دی. پاچا د خپل حسود وزیر په قول کوي او د بیګناه حکیم دوبان سر ورڅخه پرې کوي. خو پخپله هم سزا ویني. ځکه د هغه کتاب د پاڼو د اړولو لپاره، چي حکیم دوبان په زهرو لړلی دی، څو ځله خپله ګوته په ناړو لندوي او ځای پر ځای مري. په دې توګه پاچا د خپل ظلم له امله خپله سزا ویني. البته نکل د ډیرو بیخبرو نکلچیانو په وسیله انتقال سوی دی. ځکه چي یونان پاچا، د روم په مځکه کي د فارس په ښار کي، په هیڅ توګه نه سره لګیږي. خو هغه درس پکښي راغلی دی چي د یوه مستبد پاچا لپاره عبرت سي، او بیګناه کسان قتل نه کړي.
د دوهم قلندر په نکل کي، چي د الف لیله و لیله په دیارلسمه شپه راځي، پاچا دونه بې عقل او ساده دی چي یوه بیزو شپږ ډوله عربي خط لیکي، د پاچا په مخ کي پر کاغذ باندي دونه ښایسته شعرونه لیکي چي د لویو ادیبانو او شاعرانو کار دی؛ او بالاخره حتی پاچا په سطرنج کي ماتوي، خو پاچا لا بیا هم فکر کوي چي هغه یوه عجایبه بیزو ده چي په ډیرو پیسو ارزي. البته دا په واقعیت کي بیزو نه ، بلکه هغه په زور، کمال او ښایست مغرور شاهزاده دی چي تصادفا د یوه پیریان یا دیو پر محبوبا باندي پیښ سوی او له هغې سره یې څو شپې تیري کړي دي. پیریان خپله هغه محبوبا چي د واده په شپه یې تښتولې ده، وژني او له شهزاده څخه په خپل منتر او جادو بیزو جوړوي.
د الف لیله و لیله په نکلونو کي، پاچاهان معمولا عیاش او زیاتره بې عقلان وي. د مملکت ټولي چاري د وزیرانو په لاس کي وي، چي معمولا هوښیار او کله کله ډیر شیطان خلک وي او پاچا ته غولونکي او کله کله تباه کونکي مشورې ورکوي. د ابو تمام په نوم یو سوداګر د یوه ظالم پاچا په مملکت کي ژوند کوي ،چي هغه پاچا د ده پیسو ته سترګي خړي کړي دي؛ نو دی د هغه له ویري د علیان شاه په نوم یوه پاچا هیواد ته کډه کوي او د هغه پاچا خدمت کوي. د پاچا وزیران د هغه سره حسد پیدا کوي او د منځه وړلو په فکر کی یې کیږي. بالاخره د هغه دوه ښایسته غلامان په رشوت تیرباسي او د هغوی په وسیله یې د پاچا تر غوږه ور رسوي چي ابو تمام د پاچا له نوي میرمني سره جوړ دی. پاچا، له تحقیق او پوښتنو پرته، ابوتمام وژني او وروسته متوجه کیږي چي د هغه ویني یې ناحقه توی کړي دي. وروسته خپل وزیران هم وژني خو پښیماني ګټه نه کوي.
پاچا، په جنجالي موضوعاتو کي، په منطق او استدلال نه قانع کیږي بلکه د هغه د قناعت حاصلولو دپاره باید د پند او عبرت کیسې ورته واورولي سي. خو بدي په دې کي ده چي پاچاهان دومره بې عقلان وي چي د هري کیسې له اوریدلو سره یې عقیده تغیر کوي، او سمدستي د خپلي پخوانۍ فیصلې په خلاف بل تصمیم نیسي. الف لیله و لیله اصلا د دغه هدف لپاره ترتیب سوې ده چي پاچاهانو او د قدرت خاوندانو ته وښيي چي ظلم، بې عدالتي او پر غلطو مشورو غوږ نیول ډیر خراب عواقب لري او واکمنان خدای تعالی د خپلو خلکو د حقوقو څخه د دفاع لپاره ګومارلي دي. دغه علت دی چي په الف لیله ولیله کي چنداني د خوارانو د ژوند له طرز سره نه مخامخ کیږو او د نکلونو ټوله توجه د پاچاهانو، وزیرانو او واکمنانو خواته ده. ځکه چي د نکلچیانو په فکر، عادي خلک او خواران د ظلم په کولو او د ظلم په مخ نیولو کي چنداني اثر نه لري. څه چي لیکل کیږي او یا ویل کیږي نو مخاطب یې باید هغه کسان وي چي سمي لاري ته په راتللو یې ټولنه پر سمه لاره روانیږي.
که څه هم چي د الف لیله و لیله تقریبا ټول پاچاهان او وزیران مسلمانان دي؛ خو د هغوی په مجلسونو کي شراب چښل کیږي او حتی د نکلونو د پیل په لسمه شپه، چي خلیفه هارون الرشید د خپل وزیر جعفر او خپل وفادار غلام او سرجلات مسرور سره د بغداد د ښار د خلکو د حالاتو معلومولو لپاره د شپې بهر ته وتلی دی او د دریو ښایستو میرمنو پر قصر باندي ور برابریږي؛ هلته جعفر او مسرور او په مجلس کي ناست ټول نر اوښځي شراب چښي او يوازي خلیفه د حج د نیت کولو په پلمه د شرابو څخه پرهیز کوي. که څه هم په نورو ځایونو کي خلیفه هم له جعفر سره یو ځای شراب چښي. څرنګه چي الف لیله و لیله د پاچاهانو او اشرافو لپاره ترتیب سوي نکلونه دي، او پخوانیو سلطانانو او پاچاهانو زیاترو ډیر زیات شراب چښل، نو ځکه په نکلونو کي هم ډیر زیات راغلي دي. نظام الملک طوسي په سیاست نامه کي لیکي” … او دا چي هر څوک خپله صراحي ورسره راوړي او خپل ساقي ورسره راولي دا روا کار نه دی، دا هیڅ وخت عادت نه وو او سخت ناوړه کار دی. ځکه چي هر وخت د خوړلو شیان، شیریني او شراب د پاچاهانو له کورونو څخه وړل کیدل نه دا چي د پاچاهانو کورونو ته وړل کیدل. ځکه چي سلطان د خپل قلمرو مشر دی او اولس د هغه اولاد دی، نو دا لازمه نه ده چي د پاچا کورته د خپل عیال له کوره خواړه او شراب یوړل سي”. سیاست نامه ص ۱۴۶ نظام الملک طوسي د سلطان محمود په دربار کي د شرابو د چښل کیدلو په اړه یوه په زړه پوري کیسه لري او لیکي چي” ویل کیږي چي سلطان محمود یوه شپه د خپلو نیژدې کسانو سره شراب چښلي وه او سهار وختي یې هم د شرابو شوق کړی وو. علی نوشتګین او محمد عربي، چي د سلطان سپه سالاران ول، په هغه مجلس کي حاضر ول او کرۍ شپه ویښ وه او له سلطان محمود سره یې شراب چښلي وه. د غرمې پر مهال د علي نوشتګین سر دروند سو او د شرابو افراط اثر ورباندي وکړ. له سلطان څخه یې کورته د تللو اجازه وغوښتله. سلطان ورته وویل چي دا ښه کار نه دی چي په داسپینه ورځ په دغه حال او مستي کي دباندي وزې. تر مازدیګر پوري دلته پاته سه او چي نشه دي ولاړه ته هم ولاړ سه. که په دغه حال کي دي محتسب په بازار کي وویني او په درو دي ووهي. ته به هم بې آبه سې، زه به هم غمجن سم او هیڅ به ویلای نه سم.
علي نوشتګین د پنځو سو زرو سپرو سپه سالار وو؛ د خپل وخت تر تولو زړه ور افسر وو. د هغه په زړه کي دا نه ور تیریدل چی یوه ورځ به یې محتسب را ګرځوي. پر خپله خبره ټینګ سو او د کور پر لور روان سو. سلطان محمود وویل چي نه پاتیږي نو پرې یې ږدی چی ولاړ سي. علي نوشتګین د خپلو غلامانو او چاکرانو سره د خپل کور پر لور روان سو.
یو ناڅاپه محتسب له خپلو سلو سپرو سره په بازار کي ورباندی پیښ سو. کله چي یې علي نوشتګین په داسي مستي او نشه حالت کي ولیدی نو امر یې وکړ چي له آسه یې راکښته کړي. یو تن یې پر سر کښینستی او بل یې پر پښو، او په خپل لاس یې څلویښت دُرې وواهه. …
سبا چي د سلطان حضور ته ورغی. سلطان د محتسب په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه. ده خپله ملا ورښکاره کړه چي تغمې تغمې وه. سلطان وخندل او ورته وې ویل چي توبه وکاږه چي بیا هیڅکله له کور څخه مست بهر ته ونه وزې.” ص ص ۵۲ـ۵۳
عنصر المعالي په خپل کتاب قابوس نامه کي، چي د غزنوي سلطانانو په عصر کي یې لیکلی دي وایي”… مګر د شرابو چښل په مازدیګر کي پیل کړه. تر څو چي پر تا باندي مستي غلبه کوي، شپه به را رسیدلې وي او خلک به ستا مستي نه ویني… او په دښت او په باغ کي چنداني شراب مه چښه. او که یې چښې نو ځان مه نشه کوه. کله چي کورته راغلې نو بیا په کور کي مستي کوه. ځکه هغه کارونه چي تر چت لاندي کیږي تر آسمان لاندي نه سي کیدلای” قابوسنامه ص ص ۶۸ـ۶۹
که څه هم چي، د الف لیله و لیله تقریبا ټول نکلونه د ناممکناتو یوه مجموعه ده. د نکلونو قهرمانان، چي زیاتره شهزاده ګان او د وزیرانو زامن وي، د داسي خنډونو او ستونزو سره مخامخ کیږي چي پر هغوی باندي غلبه کول په هر صورت ناممکن کار دی. انسانان د دیوانو په جنګونو ورځي، کلونه کلونه په غرونو او دښتونو کي پیاده مزلونه کوي، د دریو سوو میاشتو یا پنځه ویشتو کالو مزل په لس ورځي وهي، اوومي مځکي ته کښته کیږي او بیرته را پورته کیږي، او کله کله سړی د دې دونه غیر ممکناتو د نکلونو له لوستلو څخه ستړی سي خو په دې نکلونو کي ډیر داسي شیان سته چي اوس هم د پند او عبرت لپاره کار ورڅخه اخیستل کیدلای سي، او د عادي نکلونو په ترڅ کي د پخوانیو وختونو ځیني اسرار ورڅخه معلومولای سو. ځینو پیښو ته سړی په لومړي نطر کي د نکل په سترګه ګوري خو کله چي تاریخي متونو ته مراجعه کوي نو ګوري چي په نکلونو کي واقعیتونو کټ مټ انعکاس کړی دی.
یوه خبره چي موږ د الف لیله ولیله په نکلونو کي ورسره مخامخ کیږو هغه جنسي انحراف دی چي د پاچاهانو څخه نیولې تر شته منو خلکو پوري تقریبا هر څوک په اخته دی. د عیلان شاه او ابو تمام په نکل کي موږ ګورو چی پاچا هره شپه د ښایستو هلکانو پر زنګانه یا په غیږ کي ویدیږي، او دا په داسي حال کي ده چي پاچا عیلان شاه تازه د ترکستان د پاچا د هغي ښایستې لور سره واده کړی دی چي په سل ګونو شهزاده ګانو او ښایستو ځوانانو د هغې د ترلاسه کولو په لاره کي سرونه بایللي دي. د ابراهیم او جمیلې په نکل کي، چي د شهرزادي د نکلونو په نهه سوه دري پنځوسمه شپه کي راځي، کله چي ابراهیم د جمیلې د پیداکولو او لیدلو لپاره بغداد ته نیژدې یوه ښار ته رسیږي هلته ګوري چي یو محترم او ښکلی سړی ناست دی. ډیر قیمتي کالي یې په ځان کي دي او پنځه داسي غلامان ورته ولاړ دي چي هر یو یې لکه سپوږمۍ داسي ځلیدی. په همدغه نکل کي بل ځای ګورو چي ابراهیم د بصرې په ښار کي یو خیاط ویني چي لس تنه داسي غلامان لري چي هر یو یې د سپوږمۍ په څیر ښکلی دی. ابراهیم خپل یو جیب، چي قصدا یې څیرلی دی، په خیاط ګنډي او هغه ته پنځه دیناره مزدوري ورکوي، چي خیاط یې په یوه هفته کي نه سي ګټلای. یوه ورځ وروسته بیا د هغه خیاط دوکان ته ورځي او د جیب د ګنډلو په بدل کي لس دیناره ورکوي. خیاط ورته وایی چي ځوانه ته باید ماته خپل مطلب ووایې. که په دې هلکانو کي پر یوه مین سوی یې نو دا ټول ستا غلامان دي. ځکه ته تر دوي ټولو ښایسته یې او دوی ټول ستا د پښو خاورو ته نه رسیږي. د الف لیله و لیله په مقدماتي نکل کي ګورو چي د شاه زمان پاچا له لسو کنیزو یا همبسترو ښځو سره لس تنه سپین پوستي ځوانان ملګري دي، چي ټولود ښځو جامې اغوستي دي. طبیعي خبره ده چي دا ځوانان باید ټول ښایسته هلکان وي، چي شاه زمان د خپلو جنسي غرایضو لپاره استخدام کړي وي. ځکه چي په ږیره خلک د ښځو په جامو کي نه سي ګرځیدلای.
د عباسیانو په زمانه کي د هارون الرشید د زوی امین الرشید د زمانې څخه نیولې بیا تر لویو سلطانانو پوري ډیر زیات پاچاهان په دغه جنسي انحراف اخته وه او څرنګه چي« النّاس علی دین ملوکهم» نو لویو سپه سالارانو او اشرافو هم د خپلو پاچاهانو لاره تعقیبوله. د پاچاهانو منظمو پوځونو په لویو ښارونو او کلیو کي ځوانان نیول او د غلامانو په بازارونو کی يې خرڅول. ښایسته هلکان یې خصي کول او د پاچاهانو په دربارونو او لویانو په کورونو کي په حمامونواو د شرابو او ساز په مجلسونو کي استخدامیدل او په لس هاوو ښایسته غلامان به د پاچاهانو او خلیفه ګانو د خوب په اتاق کي ځیني ویده او ځیني ولاړ وه.
عنصرالمعالي په قابوس نامه کي د غلام د اخیستلو په برخه کي د هر ډول غلام خصوصیات تشریح کوي او د هغو غلامانو په باره کي چي د خلوت او معاشرت په نیت رانیول کیږي ډیري زیاتي توصیې کوي او وایی چي غلام باید نه جګ وي نه ګردی وي، نه ډیر چاغ وي نه ډیر ډنګر وي، پوست او تن یې نرم وي، شونډي یې سرې وي او…قابوس نامه ص ۱۱۲ او وروسته لیکي چي هر کله د غلام د اخیستلو په نیت بازار ته ځې نو باید چي لومړی خپل شهوت تسکین کړې او بیا غلام رانیسې ځکه چي شهوت به بدرنګه غلام ستا تر سترګو ښایسته کړي. هغه کتاب ص ۱۱۸ حتی دا لا هم وایی چي د ښځینه او نارینه غلامانو څخه یوازي یوه جنس ته میلان مه ښکاره کوه، څو له دواړو څخه خوند واخلې او یو جنس درته دښمن نه سي ۸۶. وروسته وایی چي د دوبي په موسم کي باید له نارینه غلام او په ژمي کي د ښځینه کنیزو څخه کار واخیستل سي. ص ۸۷.
د سلطان محمود په دربارکي به څلور زره ترکي ښایسته لغړ زني غلامان ولاړ وه. دا غلامان به د عام دربار په ورځ دوه زره راسته خواته ولاړ وه. څلور پره خولۍ یې پر سر وې او د سرو زرو ګروزونه به ورسره وه او دوه زره به پر چپه طرف ولاړ وه ؛ دوه پره خولۍ به یې پر سر وې او د سپینو زرو ګروزونه به ورسره وه.Muslim Slave System ۱۰۶
د هارون الرشید زوی خلیفه امین الرشید د غلمان سسټم رواج کړ او د ښایستو غلامانو څخه یې ناروا جنسي استفاده کوله. د هغه یوه قاضي څلور سوه ښایسته غلامان درلودل. شاعرانو به د خپلو پیسو او انعامونو ترلاسه کولو لپاره دغو، پی مخو، غلامانو ته قصیدې ویلې هغه کتاب ۱۰۵ او په شعر کي یې د خط ستاینه رواج کړه.
د علاءالدین خلجي جنرالانو پر ګجرات باندي په حمله کي د نورو غنایمو ترڅنګ د راجا کرن معشوقه کملادیوي او د هغه ښایسته غلام ملک کافور هزار دیناري هم ترلاسه کړل. سلطان پر دواړو مین سو. کمله دیوی یې ګویا مسلمانه کړه او د ملک کافور لپاره یې زنار غاړي ته واچاوه. هغه کتاب ص ۱۰۷
ضیاءالدین برني لیکي چي د سلطان علاءالدین خلجي په زمانه کي د یوه ښایسته هلک یا نجلۍ بیه له شلو څخه تر څلویښتو ټنګو پوري رسیدله خو د هغه د زوی قطب الدین مبارک شاه په زمانه کي، چي فسق او فساد زیات سو او له پاچا څخه نیولې تر اشرافو پوري ټول په فسق لګیا وه نو د ښایستو پی مخو غلامانو او ښایستو کنیزو بیه له پنځو سوو څخه تر دوو زرو ټنګو پوري لوړه سوه. تاریخ فیروز شاهي ص ۵۵۵
عنصرالمعالي د سلطان مسعود د ښایستو غلامانو په باب یوه کیسه کوي او وایی چي په غزني کي مي واوریدل چي د سلطان مسعود په خزانه کي لس غلامان وه چي د سلطان د جامو ساتلو او ترتیبولو وظیفه یې درلوده. په دوی کي یو انوشتګین نوبي نومیدی. پر سلطان مسعود باندي هغه ډیر ګران وو. څو کاله هیڅوک پوه نه سول چي پر سلطان باندي په دې لسو غلامانو کي کوم یو ډیر ګران دی. په دې لسو غلامانو کي هم څوک پوه نه سول چي د سلطان معشوق څوک دی او نظر یې پر چا دی. تر څو چی پنځه کاله وروسته یې یوه ورځ د شرابو په نشه کي تر خولې ووتله چي هر څه اقطاعات او تنخواوي چي زما پلار ایاز ته ورکړي وې هغه د انوشتګین نوبي په نوم ولیکی. وروسته خلک پوه سول چي د سلطان معشوق انوشتګین نوبی دی. قابوس نامه ص ۸۴
څرنګه چي د الف لیله و لیله نکلونه د همدغو سلطانانو او پاچاهانو په وختونو کي ترتیب سوي او لیکل سوي دي نو ځکه دغو ترخو واقعیتونو ځاي پر ځاي انعکاس پکښي کړی دی. یوازي د پاچاهانو په دربارونو کي نه بلکه د یوه خیاط په دوکان کي هم د لسو ښایستو هلکانو سره مخامخ کیږو چي هر یو یې د سپوږمۍ په څیر ځلیږي.
که څه هم چي شهرزاد له شهریار سره د دې لپاره واده کړی دی چي بیګناه ښایستې نجوني د پاچا له غضب څخه وژغوري، او هغه ته وښیی چي ټولي ښځي په یوه رنګ نه دي؛ او په دې اساس نو باید چي د الف لیله و لیله ټول یا زیاتره نکلونه پر دغي موضوع را څرخیدلای او ښځي ته یې ډیر اوچت مقام ورکړی وای. مګر د الف لیله د نکلونو تقریبا ټول مهم رول د نارینه په لاس کي دی. نارینه د دیوانو په جنګ ورځي. پاچاهۍ جوړوي او خرابوي، د میني په اور سوځي او د خپلي میني تر لاسه کولو لپاره د کوه کاف په څیر نامعلومو او خطرناکو ځایونو ته ځي، ګواکي هر څه چي کیږي هغه یا نارینه کوي او یا د نارینه لپاره کیږي . خو د نارینه په مقابل کي ښځه په نکلونو کي چنداني اوچت مقام نه لري یوازي ښایسته ده او یوازینۍ وظیفه یې د خپل میړه او محبوب خوشاله ساتل او وفا ده. حتی د نکلونو په نهمه شپه خو،د پلنډي او د بغداد د دریو میرمنو په نکل کي، درې ښایستې میرمني دونه سپین سترګي او لوڅي شهوتي خبري کوي چي په پښتو ژبه کي یې ترجمه تقریبا غیر ممکنه ده. او دا ټولي لوڅي خبري یوازي د نارینه وو د سات تیري لپاره لیکل سوي او د ښځو حیثیت او حیا په نظر کي نه دي نیول سوي. د دې ترڅنګ لا په ډیرو زیاتو نکلونو کي د ښځو د بې عقلۍ او شیطانت په وجه میړونه بدبخته کیږي او د دوی بې عقلي د لویو پاچاهیو د تباهۍ سبب کیږي. د الف لیله د نکلونو په نهه سومه شپه د جلي یاد پاچا کیسه راځي، چي د نورو ټولو نکلونو په څیر، له مبالغو څخه ډک دی. جلي یاد په هند کي پاچا دی، چي هم په ځان غښتلی، هم په عقل هوښیار او هم عادل دی او رعیت ټول ورڅخه خوشاله دي. دوه اویا پاچاهان یې تر لاس لاندي دي، درې سوه ښارونه، پنځوس قاضیان، اویا تنه وزیران لري. د ټولو اویا تنو وزیرانو مشر یا صدراعظم یې شیماس نومیږي. خو کله چي یې پاچهي د ده زوی ویرد خان ته پاتیږي نو هغه خپل حرم له ښځو ډکوي او له سهاره ترماښامه خپل وخت په عیش او نوش تیروي. شیماس د نورو وزیرانو په سلا هغه ته وایی چي باید د رعیت له حاله ځان خبر کړي او ټول عمر په حرم کي تیر نه کړي. د ښځو مشورو او خبرو ته غوږ ونه نیسې،او نه د هغوی په عقل او قضاوت باور وکړې. شیماس ورته وایی ما اوریدلي دي چي ډیر زیات میړونه د خپلو میرمنو د لاسه تباه سوي دي. خو کله چي یې تر ټولو ګرانه او ښایسته میرمن خبریږي نو هغه خپل میړه ته وایی چي د شیماس او نورو وزیرانو پر تا باندي ښه ژوند پیرزو نه دی. د الف لیله د قاعدې سره سم، د پاچا د قناعت د حاصلولو لپاره یو، له پند او یا عبرته ډک، نکل شیماس او بل یې میرمن ورته کوي او په پای کي، په نهه سوه یودیرشمه شپه، میدان میرمن ګټي. پاچا ویرد خان، د خپلي میرمني په ټونګ، شیماس او نور ټول هوښیار وزیران او مشران وژني. د پراخ مملکت څخه د دفاع لپاره نه هوښیار سړی او نه یو زورور سپه سالار پاتیږي. یو بل زورور پاچا بالاخره حمله ورباندي کوي او مملکت یې ورڅخه لاندي کوي.نتیجه دا راوزي چي که پاچا ویرد خان د خپلي ګراني میرمني پر ځای د شیماس وزیر په قول کړي وای د تباهۍ څخه به ژغورل سوی وای. د نکلونو په پنځه سوه اته اویایمه شپه د ښځو د چلونو او شیطانتونو په نوم یو نکل راځي. د پاچا یوه ښایسته کنیزه، د پاچا له ښایسته زوی سره مینه پیدا کوي، خو چي هر څه کوښښ کوي هغه یې لاس ته نه ورځي. بالاخره پاچا ته شکایت کوي چي زوی یې په بده سترګه ورته کتلي او جامې یې ورڅیرلي دي. پاچا د خپل زوی د وژلو امر کوي. وزیر د هغه د ژغورلو تلاښ کوي، او بیا د معمول په څیر د وزیر او ښایستې کنیزي ترمنځ د نکلونو سلسله پیل کیږي. پاچا، د معمول سره سم بې عقل دی، چي د هر یوه کیسه اوري تصمیم یې تغیر کوي. بالاخره وزیر میدان ګټي او ښایسته کنیزه، چي هم یې دروغ ویلي او هم یې د خپل میړه سره بې وفایي کړې، او د پاچا له زوی سره یې، چي په یوه حساب د دې اولاد هم بلل کیږي، د غیر مشروع جنسي اړیکو د ټینګولو تلاښ کړی دی، په سزا رسیږي.
تقریبا ټولو هغو ښځو ته چي د میړه سره بې وفایی وکړي د مرګ سزا ورکوله کیږي. خو د مسرور او زین المواصف په نوم داستان کي، چي مسرور یو عیسوی او زین المواصف یوه مړوښې یهودۍ ښځه ده، د غیر مشروع میني او اړیکو درلودل عادي کار ګڼل سوی دی. دا نکل د ریچارډ برټن په انګلیسي متن کي په اته سوه شپږ څلویښتمه شپه کي پیل کیږي او تر اته سوه څلور شپیتمي شپې پوري دوام کوي. د نکل له متن څخه د سوځنده میني لمبې پورته کیږي. زین المواصف دونه ښایسته میرمن ده چي هر څوک یې وویني په یوه ځل لیدلو داسي ورباندي مین کیږي چي خوب او خوراک پر حرام سي. د هغې میړه، د خپلي میرمني او زین المواصف ترمنځ، په دغو غیر مشروع اړیکو خبريږي او خپله میرمن د یوه کال په مزله لیري بیایی. زین المواصف له خپل معشوق سره لیکونو ته دوام ورکوي او میړه یې فیصله کوي چي پښو ته یې زولنې واچوي. خو میرمن یې یوه شپه چي میړه یې د واده یوې میلمستیا ته تللی دی، د ښار څلورو قاضیانو ته جلا جلا ورځي او خپل حال ورته وایی. څلور سره قاضیان پر هغې باندي زړونه بایلي او هر یو ورته وایی چي له میړه څخه به یې طلاق ورواخلي خو په دې شرط چي له ده سره به واده کوي. دا له څلورو قاضیانو سره د واده کولو ژمنه کوي او په هغه شپه له ښار څخه تښتي. قاضیان د هغې د بیلتانه له غمه ټول مري، او زین المواصف خپل ځان خپل محبوب ته رسوي. څرنګه چي دا نکلونه ټول په اسلامي محیط کي لیکل سوي دي، نو د دې ناروا میني د بریالي کیدلو او له سزا څخه د ژغورل کیدلو لپاره پرته له دې چي مرتکبین یې عیسوی او یهودۍ ده بله هیڅ لاره نه سي جوړیدلای. ګواکي نکلچي یا نکلچیان د یوې یهودۍ ښځي او یوه عیسوي سړي تر منځ غیر مشروع اړیکي عادي کار بولي او د نکل اوریدونکي هم چنداني ری نه پکښي وهي.
داسي نو د الف لیله و لیله ټول نکلونه له دغه راز کیسو څخه ډک دي. په څرګنده ښکاري چي، د نورو زیاترو فوکلوري نکلونو په څیر، د الف لیله نکلونه هم یوازي نارینه وو، په تیره بیا مسلمانونارینه وو، ترتیب کړي دي، او چي د ښځو لپاره یې هر ډول رول خوښ سوی دی هغه یې ورته انتخاب کړی دی. په عمومي صورت ښځه له ښایسته پرته، چي هغه هم د نارینه دپاره دی، بل چنداني صفت نه لري، او نارینه د دغه ښایسته او نازک مخلوق د ترلاسه کولو لپاره هغه کارونه کوي چي کله کله عقل ورته عاجز سي. په زړه پوري خبر دا ده چي د الف لیله و لیله د سوځنده مینو دا داستانونه د عربو د مجنون او لیلی، د ایران د فرهاد او شیریني، وامق او عذرا او ویس او رامین په څیر افسانو تر اغیزي لاندي نه دي راغلي. هیڅ عاشق او معشوق د یوه بل په دایمي هجران او بیلتون کي له غمه نه مري. میني که هرڅونه اورنۍ وي او شهزاده ګان چي په خپلو معشوقو پسي، چي زیاتره یا پر تصویر مین سوي او یا یې د جمال کیسه اوریدلې او یا یې خپله محبوبا په خوب کي لیدلې او ورباندي مین سوی وي، هر څومره اوښکي توی کړي، بیا هم د پورته یادو سویو مشهورو نکلونو په څير معنوي رنګ نه لري او په اصطلاح ټولي دنیاوي او ظاهري بڼې لري. تقریبا ټول نکلونه په نیکمرغۍ او تر مرګه پوري په وصال پای ته رسیږي.
الف لیله و لیله، چي د هري ژبي د نکلونو تر تاثیر لاندي ترتیب سوې او یا ترجمه سوې ده خو د انتظار سره سم عربي ژبه او کلتور دونه پکښی مسلط دي چي قهرمانان یې په عربي ژبه خبرو کولو کي په هیڅ ځای کي تکلیف نه لري. له مصر څخه تر هند او چین پوري ځي او هر ځای په عربي خبري کیږي. حتي پیریانان، دیوان او شاپیریاني هم په عربي خبري کوي. د لوی سمندر تر اوبو لاندي د شاپیریانو یو لوی ښار دی او کله چي شهزاده د خپلي محبوبي شاپیرۍ د ترلاسه کولو لپاره هلته ورځي نو هلته هم ټول کسان په عربي پوهیږي. څرنګه چي عربانو په پیژندل سوې نړۍ کي په ډیره پراخه سیمه کي امپراطوري جوړه کړې وه او ډیر زیات ملکونه یې ترلاس لاندي وه نو ډیره لیري نه ده چي که یې فکر کړی وي چي که ټول نه وي نو اکثریت انسانان خو په عربي پوهیږي.
د شهرزاد د نکلونو په پنځه سوه اووه شپیتمه شپه د برونز یا ژړو د ښار په داستان کي د یوې نامعلومي جزیرې د اوسیدونکو یو پاچا د کښتی سپرلیو ته، چي لاره یې ورکه کړې او هلته ورغلي دي، وایی چي هلته هیڅ وخت آدمزاد نه دی ورغلی. مګر بیا ګورو چي پاچا یې په عربي ژبه خبري کوي، خو په جزیره کي هیڅ بل څوک په عربي نه پوهیږي او پاچا د خپلو خلکو او ورغلیو میلمنو او لارورکو مساپرو ترمنځ د ترجمان وظیفه پر غاړه لري. د دې جزیرې په څنډو کي ډیر کله د مسو څخه جوړ سوي لوی بوتلونه پیدا کیږي چي خولې یې سلیمان علیه السلام بندي کړي او مهر کړي وي. کله چي د بوتل خوله خلاصه سي نو له هغه څخه یو دود پورته سي او له دود څخه یو دیب جوړ سي او زارۍ کوي چي یا سلیمان پیغمبره بیا مي توبه ده او مخ د دښت پر خوا ځغلي. کله چي اموي خلیفه عبدالملک بن مروان په دې کیسه خبریږي نو خپل مشهور سپه سالار موسی بن نصیر ته وظیفه ورکوي چي دغه جزیره به پیدا کوي او ده ته به دغه بوتلونه راوړي. موسی بن نصیر له ډیرو زیاتو خواریو ګاللو څخه وروسته هغه ټاپو ته ورځي. بوتلونه پیداکوي؛ خلیفه ته یې وروړي او هغه هم څو دیوان خوشي کوي او ننداره یې کوي. البته ټول دیوان په عربي ژبه خبري کوي.
د ماهیګیر په نکل کي، چي بیا وروسته اروپایی هیوادونو ته ورغلی، او په لس هاوو رنګونه یې اخیستي دي، د بوتل څخه آزاد سوی دیو ماهیګیر ته وایی چي د سلیمان علیه السلام وزیر آصف بن برخیا، د پیغمبر په حکم، په دغه بوتل کي اچولی دی. همدغه آصف بن برخیا د سیف الملوک په نکل کي هم د سلیمان پیغمبر ستر وزیر دی، او د سیف الملوک د پلار له خوا د ورلیږل سوي هیات هرکلی کوي. زه ګومان کوم چي د پښتنو فوکلوري تاریخ، په تیره بیا مخزن افغاني ته به دغه نوم له الف لیله ، او په تیره بیا د سیف الملوک له نکل څخه ، چي په پښتنو کي د الف لیله تر بل هر نکل زیات رواج او شهرت لري، ور ننوتلی وي. او د افغانانو د فرضي پلار افغنه د کاکا د زوی رول به ورکړه سوی وي.
د سیف الملوک نکل د پښتنو په ټولنه کي د الف لیله و لیله تر ټولو نکلونو زیات مشهور دی، او حتی د پښتنو متلونو او محاورو ته یې لاره کړې ده. پر چاچي ډیر زحمتونه راسي او یا ورباندي راوستل سي نو خلک وایی چي د سیف الملوک خوارۍ یې ورباندی راوستلې. خو دې نکل، په پښتنو کي، د خپل رواج په اندازه تغیرات هم میندلي دي. ځیني ډیر ځایونه بیخي د سیف الملوک په نکل اړه نه لري او ځیني ځایونه بیخي ورڅخه لیري سوي او په عوض کي یې نوري خبري ورباندي علاوه سوي دي، چي دې کار دا نکل پخپله د فوکلوري څیړنو لپاره نور هم په زړه پوري کړی دی. د نکل لومړۍ برخه، یا پیل، بالکل د فتح خان بړیڅي له نکل څخه اخیستل سوې ده. یوازنی توپیر یې په دې کي دی چي د فتح خان په نکل کي د ملنګ په لکړه له وني څخه شپیته مڼې را لویږي او په هغه شپه د بړیڅو شپیته ښځي حاملې کیږي، خو د سیف الملوک په نکل کي د ملنګ لکړه دونه زورنه لري، او یا ډیر زور ته ضرورت نه لري، او یوازي دوې مڼې را لویږي او د مڼو په برکت خدای تعالی پاچا او وزیر ته یو یو زوی ورکوي. کله چي د پاچا زوی سیف الملوک او د وزیر زوی سعد الملوک لویان سي نو کټ مټ د فتح خان د نکل په څير د نجونو په سرونو د اوبو ډک منګي په کاڼو ولي او پر سرونو یې د اوبو ډک ژي په غشیو سوري کوي. د دې معنی دا ده چي اوریدونکو نکلچي ته سم غوږ نه دی نیولی او یا دغه برخه، چي یو څه نسبتا ګران نومونه پکښې دي، زموږ د ساده اوریدونکو په حافظه کي نه سوای پاتیدلای نو یې د فتح خان بړیڅي په څير یو مشهور نکل ورباندي زیات کړی دی. وروسته موږ ګورو چي سیف الملوک د اوبو هغه لوی ډنډ ته ورځي چي بدیع الجماله شاپیرۍ د خپلو سهیلیو سره پکښي لمبیږي. سیف الملوک د بدیع الجمالي جامې، چي هغه د الوتلو لپاره ضرورت ورته لري، اخلي او په دې توګه بدیع الجماله له ځان خپل کورته په تللو مجبوروي. د نکل دا برخه د بصرې د حسن له نکل څخه، چي په پښتنو کي چنداني شهرت هم نه لري، را اخیستله سوې او د سیف الملوک د نکل د خوندور کولو لپاره ورباندي زیاته سوې ده. ځکه چي سیف الملوک پر بدیع الجمالي باندي د اوبو په ډنډ کي نه بلکه د هغې پر هغه تصویر باندي مین کیږي چي سلیمان پیغمر د هغه پلار ته په سوغات کي لیږلی دی. د سیف الملوک هغه نکل چي ما د غوټۍ خاوري د« ننګرهار نکلونه» په کتاب کي لیدلی دی، په ډیرو ځایونو کي د الف لیله سره هیڅ اړخ نه لګوي، او موږ ته دا راښیی چي فوکلوري نکلونه له یوې سیمي تر بلي او له یوې زمانې تر بلي پوري څومره تغییر کوي.
د ننګرهار نکلونه په کتاب کي موږ ګورو چي یو مرغه سیف الملوک او سعدالملوک ته، چي له لوږي حرکت نه سي کولای، له هوا څخه کوچ او پراټې راوړي. دوی غواړي هغه ونیسی چي هغه هوا ته پورته کیږي او دوی دواړه ورسره پورته کوي. د سیف الملوک په نکل کي دا مرغه نسته او دا مرغه هم د بصرې د حسن په نکل اړه لري، چي له هغه نکل څخه یې د کابل د شهزاده جهانشاه نکل ته لاره کړې ده. په الف لیله کي دغه راز لوی مرغان، چي سړي له مځکي څخه پورته کوي ډیر زیات لیده کیږي. د الف لیله په کتاب کي د نکلونو په څلور سوه دري څلویښتمه شپه، سیند باد د خپلو سفرونو د کیسو په ترڅ کي وایی چي په دښت کي یې یوه لویه سپینه ګنبده په سترګه سوه، چی هیڅ دروازه او لاره یې نه درلوده. وروسته ورته معلومه سوه چي دا د رُخ په نوم یوه لوی مرغه هګۍ ده چي د فیل د بچیانو په غوښو پایی. سیند باد د هغه مرغه په پښو پوري ځان تړي او هغه یې تر یوه بل ټاپو پوري وړي.
دغه راز، د ننګرهار نکلونه د کتاب له مخی، سیف الملوک د خپلو اوږدو مزلونو په ترڅ کي هغه ښامار وژني چي غواړي د سیمرغ بچیان وخوري. د نکل دغه برخه په الف لیله کي نسته او د ملي هینداري« دوه وروڼه په یوه رنګ» نکل څخه اخیسته سوې ده، چي پخپله د همدغي کیسې ریښې د یونان افسانو ته رسیږي او وروسته یې د اروپایی هیوادونو فوکلوري نکلونو ته لاره کړې ده.
په الف لیله کي سیف الملوک د خپلو سختو مزلونو په اوږدو کي بالاخره په یوه دښت کي د هند د پاچا تاج الملوک پر لور دولت خاتون باندي پیښیږي، چي د دیبانو د ازرق یا شین پاچا زوی، را تښتولې او دلته یې اچولې ده. سیف الملوک هغه دیب وژني او کله چي د دولت خاتون سره يه یوه ځای کي بیدیږي نو لڅه توره تر مابین ایږدي او دولت خاتون ته وایی چي هغه یوازي د بدیع الجمال سره مینه کوي. د نکل دغي برخي د مومن خان نکل ته لاره کړې ده او مومن خان هم د ښامار له وژلو څخه وروسته د پاچا لورته، چي پلار یې په نکاح ورکړې ده، وایي چي هغه یوازي د شیرینو سره مینه کوي او په ځای کي لڅه توره ورسره پرې باسي. په ځای کي لڅه توره پرې ایستل د ملي هینداري د کتاب « دوه وروڼه په یوه رنګ» نکل کي هم وینو. شهزاده، چي د خپل کشر ورور سره په یوه رنګ دی، او ورینداره یې د خپل میړه ګومان ورباندي کوي، په ځای کي لڅه توره پرې باسي او، پرته له دې چي هغه په کیسه خبره کړي، ورته وایی چي مه رانیژدې کیږه. په یوه رنګ د دوو وروڼو او د ورینداري یا بلي ښځي سره په منځ کي د توري پرې ایستلو په سل هاوو ډولونه په اروپایی هیوادونو، لاتین امریکا او افریقا کي موجود دي. The Folktale ص ص ۲۶-۲۷ البته د دې خبري معلومول ډیر ګران کار دی چي په منځ کي د توري د پرې ایستلو کیسې به، په مشخصه توګه، له کومی کلتوري حوزې او یا کوم هیواد څخه سرچینه اخیستې وي.
له سیف الملوک سره د بیزوګانو مرسته، چي ښایی له دغه نکل څخه د الف لیله بل نکل« جهانشاه » ته ورغلې وي، سړي ته د هندوانو مذهبي افسانه« راماین» ور په زړه کوي. د راماین په مذهبي حماسه کي د بیزوګانو پاچا هنومن له راما سره مرسته کوي او د هغه ښکلې میرمن سیتا، چي د شیطانانو پاچا راون تښتولې او سري لانکا ته یې وړې ده، ورته ژغوري. A Classiclal Dictionary of India ص ص ۲۲۳-۲۲۴ البته د سیف الملوک په نکل کي بیزوګاني د سیف الملوک میلمه پالنه کوي؛ او پاچا یې، چي تصادفا انسان دی، له سیف الملوک څخه غواړي چي له هغه سره پاته سي او د ده تر مرګ وروسته د بیزوګانو پاچا سي. او کله چي سیف الملوک د هغه خبره نه ورسره مني نو د بیزوګانو لښکر هغه د خپل قلمرو تر پایه پوري په عزت بدرګه کوی. خو هنومن، چي اسماني قوت ورسره دی، هم د یوه لوی غره په اندازه غټیدلای او هم د بټي ګوتي په اندازه کوچنی کیدلای سي، له خپل ټول لښکر سره، چي شمیر یې نه دی معلوم، له راما سره تر پایه ملګری کیږي. د شیطانانو پاچا راون وژني او ښکلې سیتا ژغوري.
د الف لیله ولیله پر ډیرو نکلونو باندي جلا جلا تبصرې د یوې لنډي مقدمې تر حوصلې وتلی کار دی. د سیف الملوک نکل مي ځکه انتخاب کړ چي په افغانستان او په تیره بیا پښتنو کي د الف لیله تر ټولو نکلونو زیات مشهور دی او له دغه امله یې په هر ښار کي بیل رنګ اخیستی دی. د سیف الملوک په څیر فوکلوري نکلونو څخه، که هر څومره له سره تر پایه له ناممکناتو څخه ډک وي، بیا هم د ډیرو واقعیتونو او پر یوې کلتوري سیمي باندي د بلي اغیزه او ګډ کلتوري میراث څرک لګولای سو.
د سیف الملوک نکل چي پښتني سیمو ته راغلی دی نو زیاتره د ساده پښتنو نکلچیانو ترمنځ خوله پر خوله سوی دی. ځکه نو د هند، چین، مصر او سر اندیب نومونه چي ساده نکلچیانو ته یې یادول او ذهن ته سپارل ګران دي، له نکل څخه لویدلي دي او د سیف الملوک د پلار عاصم بن صفوان او د سعدالملوک د پلار فاریس بن صالح نومونه، چي یادول یې مشکل کار ښکاریدی، له نکلچیانو څخه هیر سوي او یوازي د پاچا او وزیر په نوم یادیږي.
که څه هم چي د الف لیله و لیله نکلونه په عربي او اسلامي محیط کي یا ایجاد سوي او یا له ایراني او هندي ادبیاتو څخه ترجمه سوي او وروسته عربي رنګ ورکړه سوی دی، او ډیره هڅه سوې ده چي په هر ځای کي هر نکل خپل اسلامي رنګ وښیی، خو له بلي خوا، تقریبا ټول نکلونه له داسي خرافاتو څخه ډک دي چي په اسلام کي هغوی ته عقیده درلودل ناروا او منع دي. په اسلام کي په غیب د اطلاع درلودلو قدرت یوازي د خدای تعالی څخه دی او دا خبره په آیت ثابته ده. خو پاچاهان او لویان د خپلي ایندې، په زیاته بیا د نوي دنیا ته راغلي اولاد او یا د مور په نس کي اولاد، په باب د فالبینانو څخه پوښتنه کوي او هغوی هم داسي احوال ورته وایی چي ټول تقریبا سم خیژي. که څه هم چي د فالبیانو پیشبینې اکثر وختونه د ډیرو بدو عواقبو څخه خبر ورکوي؛ ګواکي هغوی د قسمت په فیصلو خبر دي او چي څه دوی وایی هغه تغیر نه کوي؛ خو څرنګه چي د الف لیله و لیله د نکلونو یو هدف د شر او خیرتر منځ مبارزه ده؛ او د نکلونو په پای کي فیصله هر وخت د خیر په ګټه وي؛ نو د فالبیانو پیش بینۍ، زیاتره، هغه خراب عواقب نه لري لکه دوی چي معلوم کړي او پیش بیني کړي وي. د فالبینانو، جادو ګرانو، کوډ ګرانو، ګرځنده قلندرانو، ملنګانو او لیونیانو خبرو ته بشپړ اعتقاد نه یوازي د هغه وخت د ټولنیزو شرایطو او محیط انعکاس دی بلکه تر نني ورځي پوري په افغانستان، هند، شاوخوا نیژدې هیوادونو، حتی امریکا او اروپا په څیر پر مخ تللیو هیوادونوکي همدغه فالبینان او کوډ ګران موجود دي، او لا اوس هم ډیرزیات خلک عقیده ورته لري.
د الف لیله د نکلونو په دیرشمه شپه، دوهم قلندر، د خپلو کیسو په ترڅ کي، د حسد او کیني د خرابو عواقبو په لړ کي، د هغه شیخ کیسه کوي چي د پاچا ناروغه، او لیونۍ سوې، لور یې، چي ټول طبیبان یې علاج ته عاجز وه، جوړه کړه او پر پاچا باندي دونه ګران سو چي خپله هغه لور یې شیخ ته په نکاح کړه. شیخ په دې پوه سوی وو چي د پاچا پر لور باندي د ډم ډم پیریان زوی میمون مین سوی دی او د هغې په سر کي یې ځای نیولی دی. د پاچا د لور د ماغزو څخه د میمون پیریان د ایستلو لپاره باید د توري پیشي په لکۍ کي د سپین ټکي څخه اوه ویښتان وایستل سي او د پاچا د لور مخي ته دود کړه سي. پیریان به وتښتي او نجلۍ به جوړه سي. شیخ له همدې ټوټکې څخه کار اخلي او نجلۍ روغه رمټه کیږي. توري پیشۍ ته زموږ په کلتوري حوزه کي اوس هم عوام د پیریان په سترګه ګوري او د شپې له پلوه ځان ورڅخه ژغوري او کوښښ کوي چي توري پیشي ته ازار ورنه کړي. الفه لیله داسي په سل هاوو کیسې لري چي د کوډو، جادو، پیریانانو، په بیزو او سپیو د انسانانو د بدلولو او فالبینانو په باب د ډیرو پراخو او لیري پرتو کلتوري حوزو د خلکو فوکلور او د عوامو عقایدو ته انعکاس ورکوي. البته په تقریبا ټولو کیسو کي دا یو ټکی مشترک دی چي نکل بالاخره د خیر په ګټه او د شر په تاوان، په خوښۍ او نیکمرغۍ پای ته رسیږي.
د الف لیله و لیله نکلونه، که څه هم چي، له تاریخي پلوه ډیر سخت بې اعتباره او بې اندازې زیاتي مبالغې پکښي سوي وي، خو کله کله د ریښتونو تاریخي پیښو یو څرک هم پکښي لګیږي. د مثال په ډول د کابل پاچا تغموس د کابل او بنو شهلان پر مځکو حکومت کوي؛ لس زره مشران یې تر لاس لاندي دي چي هر یو یې سل، په قلاوو احاطه سوي ښارونه، او سل قلاوي لري.(البته د نړۍ په تاریخ کي هیڅ امپراطور یو میلیون ښارونه او یو میلیون قلاوي نه دي درلودلي، خو د تغموس پاچا په باره کي دغه لویه مبالغه د اشکانیانو او کوشانیانو پر عظمت باندي یو دلالت کوي او ښایی په نکل کي د هغوی د پاچاهی قدرت اوعظمت مطلب وي) تغموس پاچا بیا هم خپل د قلمرو عالمان، نجوم ګران، ریاضي پوهان او جنتري جوړونکي را غواړي او له هغوی څخه پوښتنه کوي چي دی به کله د یوه زوی خاوند سي. هغوی ورته وایی چي ستا د زوی برخه یوازي د خراسان د باچا د لور په واده کولو کي ده او بس. تغموس پاچا خپل هوښیار وزیر عین زر ته وظیفه ورکوي چي د خراسان د پاچا بهروان څخه د هغه د لور په غوښتلو کي د ده وکالت ورکړي. او د خراسان پاچا ته پنځه لس سوه باره وریښم، قیمتي ډبري، مرغلري، یاقوت، او نور جواهرات، سره او سپین زر ورلیږي. د تغموس پاچا نکل د دونه بيځایه مبالغو او د هغه د زوی جهانشاه په مقابل کي د دونه زیاتو، بیځایه او نامعقولو مشکلاتو او خنډونو څخه ډک دی چي حلول یې غیرممکن دي. تغموس د هند پاچا کافید ته په جنګ کي ماته ورکوي او هغه د باج په ورکولو مجبوروي. خو کافید وروسته خپل نور راجه ګان ورسره ملګري کوي او د تغموس پاچا پر قلمرو باندي حمله کوي. دا جنګونه سړي ته د سبکتګین او جیاپال ترمنځ جنګونه ور په زړه کوي. البته د سبکتګین او جیاپال ترمنځ په دوهم جنګ کي هم جیاپال ماته خوري او ډیري زیاتي مځکي له لاسه ورکوي. وروسته د سلطان محمود سره په دریم جنګ کي هم ماتیږي او حتی سلطان محمود یې ژوندی نیسي او د غلامانو په بازار کي یې خرڅوي. خو د تغموس پاچا په نکل کي د هند پاچا کافید، د تغموس له پریشانۍ څخه، چي د خپل زوی جهانشاه د ورکیدلو له امله ورپیښه ده، استفاده کوي او کابل د یوه کال لپاره محاصره کوي. تر څو جهانشاه د دیوانو له لښکر سره پنځه ویشت کلنه فاصله په لسو ورځو کي وهي او د کافید پاچا پر هغو لښکرو باندي چي د ده د پلار پایتخت یې محاصره کړی دی حمله کوي او د لښکرو سره یې وژني.
په الف لیله و لیله کي، د ټولو مبالغو او خرافاتو سره سره، موږ ګورو چي تقریبا ټول نکلونه د خاصو اهدافو لپاره ترتیب سوي او لیکل سوي دي. په ټولو نکلونو کي د اسلام لښکر پر کفارو غالب دی. او د دې خبري علت دا دی چي دا نکلونه د اسلام د عظمت په وخت کي ترتیب سوي دي او که وروسته ترتیب سوي وي نو لږترلږه مسلمانانو ته خپل تیرعظمت ورپه زړه کوي او دا ورته ښیی چي ستونزي او مشکلات که هر څونه ډیر وي؛ د خدای تعالی او غیبي قواوو مرسته له حق سره ملګرې ده او بری بالاخره د حق په برخه دی. له بلي خوا د الف لیله و لیله په ټولو نکلونو کي داسي نکل چنداني نه په سترګه کیږي چي په یوه او یا بل ډول دي د عربي ټولني، او یا شاوخوا ټولنو عقایدو، ټولنیزو شرایطو او یا تاریخ ته انعکاس نه وي ورکړه سوی. ځکه یې نو د عادي لوستونکو لپاره د سات تیري او د ژمي د اوږدو شپو تیرولو لپاره ښه وسیله او د فوکلور او انتروپولوجي د څیړونکو لپاره د معلوماتو یوه خزانه ده.
د الف لیله و لیله نکلونه، که څه هم چي سینه پر سینه انتقال سوي اولسي نکلونه دي، او د تاریخ مسعودي په قول له هزار افسانه څخه ترجمه سوي او بیا وروسته، د پیړیو په جریان کي، اوښتي را اوښتي دي، خو په پای کي داسي ښکاري لکه ټول نکلونه چی د یوه لیکوال تر نظر تیر سوي او د یوه قلم څخه وتلي وي. که څه هم چي نکلونه، په تیره، د متن له مخي ډیر زیات توپیر سره لري خو عمومي هدف، چي د اسلام عظمت او د سُني عقیدې تبیلغ دی، په ټولو کی یو دی. په دې لړ کي « د ابوالحُسن او د هغه کنیزه توددود» په نوم یو داستان ډیر ښه مثال دی. دا نکل د شهرزاد د نکلونو په څلور سوه شپږدیرشمه شپه پیل کیږي او تر څلور سوه دوه شپیتمي شپې پوري دوام کوي. توددود یوه ښایسته څوارلس کلنه کنیزه ده چي د هغې ډیوالي سوی څښتن ابوالحُسن غواړي، د هغې په غوښتنه یې، پر خلیفه هارون الرشید باندي په زر دیناره خرڅه کړي. کله چي خلیفه د هغې د کمالاتو پوښتنه کوي نو دا ورته وایی چي قرآن شریف یې په یاد زده دی او په څو طریقو یې لوستلای سي. احادیث یې ټول زده دي، په فلسفه، منطق، ساینس، ریاضي، شعر، موسیقي، ګرامر، قضا او مروجه علومو کي ساری نه لري. خلیفه دي د خپل قلمرو ټول عالمان او پوهان ورته راغونډ کړي او له دې سره دي یې بحث ته کښینوي. خلیفه، په هر علم او فن کي، د خپل قلمرو تر ټولو لوی او مشهور عالمان ورته راغونډوي او نجلۍ د هغوی ټولو سوالونو ته سم جوابونه ورکوي، خو کله چي له هغوی څخه پوښتني کوي نو هغوی یې د یکي یوه سوال جواب نه لري. البته دا د یوې څوارلس کلني نجلۍ لپاره څه چي د یوه دوه سوه کلن عالم لپاره هم ممکنه نه ده چي په ټولو علومو کي دونه تبحر ولري چي هر سوال ته جواب ورکړي او د هغه د یوه سوال جواب له چا سره نه وي. خو په دې نکل کي، چی زیاتره د نکل نه بلکه د تبلیغ شکل لري، تقریبا ټول هغه مهم سوالونه مطرح سوي دي چي اهل السنت والجماعت ورسره مخا مخ کیدلای سي. په الف لیله و لیله کي بله داسي کیسه نسته، خو د کتاب نور ټول نکلونه په دغه روحیه ترتیب سوي دي. د نکلونو په ټول قلمرو کي، چي له افریقا څخه نیولې تر چین او تر اوبو لاندي د پیریانانو او شاپیریانو تر ښارونو او کوه کاف پوري رسیږي، د اسلام برتري ښودله سوې او حتی دیوان او پیریانان کلیمه وایی، او د خدای تعالی وحدانیت ته عقیده لري.
د الف لیله و لیله د نکلونو د پیل لومړنی پراګراف وایی چي دا د پخوانیو نکلونه د اوسنیو خلکو د پند او عبرت لپاره لیکل سوي دي او د ټولو پیښو مثالونه د الف لیله و لیله په نکلونو کي را جمع سوي دي. خو څرنګه چي دا نکلونه د پاچاهانو او لویانو لپاره لیکل سوي دي، او له لومړي سره ګویا د یوه ساساني پاچا په کور کي ویل کیږي، نو په تقریبا ټولو نکلونو کي دا یو اصل په خورا احتیاط رعایت سوی دی چي پاچاهانو ، په تیره بیا عربو سلطانانو، ته د احترام په سترګه کتل کیږي. د ټولو پاچانو د عدالت صفتونه کیږي او که چیري کوم پاچا بیځایه ظلم کوي نو هم یې پړه د میرمني پر شیطانت او یا د وزیرانو او سلاکارانو پر شیطانت او بد نیتۍ اچوله کیږي. دا نکلونه، که څه هم، د عباسي خلیفه ګانو په زمانه کي ترتیب سوي او ښایی لیکل سوي وي خو نه یوازي د ټولو عباسي خلیفه ګانو، په تیره بیا هارون الرشید، نوم په ادب او احترام یادوي بلکه د اموي خلیفه ګانو له نومونو سره، چي عباسي خلیفه ګانو یې له نامه څخه کرکه کوله، هم ډیر له ډیر احتیاط څخه کار اخلي. ګواکي په ټولو نکلونو کي د « السلطان ظل الله فی الارض» اصل رعایت سوی او چنداني سرغړونه نه ده ورڅخه سوې.
زردشتیانو او ایرانیانو ته، په تقریبا ټولو نکلونو کي، بې اعتمادي ښودله سوې ده. د حسن بصري په نکل کي، چي زیاتره د ځوانانو لپاره د پند او عبرت په نیت لیکل سوی تربیوي نکل دی، او ځوانانو ته ښیی چي د پلار څخه پاته سوی میراث بیځایه مصرف نه کړي او د زمانې په بې وفا اشنایانو اعتماد ونه کړي، دا خبره په څرګنده توګه وینو. حسن بصري د خپل پلار د ورپاته سوي جایداد او پیسو د بیځایه لګولو او ډیوالي کیدلو څخه وروسته له یوه زرګر سره مزدور کیږي. یو ایرانی، چي زردشتي دین لري، حسن ته وایی چي هغه کیمیا ګر دی او کولای سي چي له مسو څخه زر ورته جوړ کړي او دا هنر هغه ته وښیی. خو د حسن مور ورته وایی اې زویه د خلکو له خبرو سره پام کوه. د هر چا خبره زړه ته مه اچوه. په تیره بیا له فارسیانو سره ډیر پام کوه. هغوی چالاک او چمباز دي. د کیمیاګرۍ په نوم خلک غولوي، د هغوی څخه پیسې اخلي او تباه کوي یې. د حسن بصري په نکل کي د هغه د مور نصیحتونه ټول ریشتیا خیژي او هغه سړی، چي په نکل کي د لعنتي ګبر بهرام په نوم اشاره ورته کیږي، پر مظلوم حسن بصري باندي ډیري سختي خوارۍ راولي. البته د الف لیله و لیله د تقریبا ټولو نکلونو د روحیې سره سم قسمت د مظلومانو په ګټه فیصله کوي او حسن بصري د ژوند د ټولو هستیو او شته منیو د ترلاسه کولو ترڅنګ له یوې ښایستې شاپیرۍ سره واده کوي، او د عمر تر پایه پوري یې نیکمرغي په برخه کیږي.
د الف لیله و لیله په نکلونو کي، په اخلاقي اواجتماعي لحاظ، د بدبینۍ روحیه حاکمه ده او دا روحیه د شهریار او شاه زمان د لومړني نکل څخه نیولې بیا تر پایه پوري وینو. ډیر لږ کسان وي چي ریښتونی زړه سوی او ریښتونې مسلماني دي ولري. سړی باید د هر چا سره احتیاط وکړي. پاچاهان باید د ښځو او وزیرانو احتمالي شیطانتونو ته متوجه وي او خلک باید د حسودانو څخه هر وخت خطر احساس کړي او د ځان په فکر کي اوسي. کینه او حسد له ټولو هغو کسانو سره چي دنیا او دولت ولري، چي له پاچاهانو سره ښه او نیژدې اړیکي ولري او پاچاهان ورباندي مهربانه وي، چي ښایسته وي او یا ښایسته میرمن ولري او یا ښه علمیت ولري، کیږي. کینه او حسد هر وخت د انسان نیکمرغي په بدمرغي اړولای سي. خو بیا ګورو چي په تقریبا ټولو نکلونو کي دا روحیه تعقیب سوې ده چي څوک بل ته کوهی کیني پخپله پکښي لویږي. ګواکي حسد کونکي ته هم خبرداری ورکړه سوی دی چي د اسمان فیصله عادلانه ده او یو څوک سته چي د مظلومانو کسات واخلي.
مأخذونه
۱: مروج الذهب ومعادن الجوهر، علي بن حسین مسعودي. مترجم ابوالقاسم پاینده( چاپ هشتم تهران ۱۳۸۷)
۲: ترجمه تاریخ یمیني، به اهتمام ډاکټر جعفر شعار(چاپ سوم ۱۳۷۴ ) مرکز انتشارات علمي و فرهنګي، تهران
۳: قابوسنامه، عنصرالمعالي کیکاووس بن اسکندر بن قابوس بن وشمګیر بن زیار، به اهتمام غلام حسین یوسفي( تهران ۱۳۷۳)
۴: سیاستنامه( سیرالملوک) خواجه نظام الملک طوسي، به کوشش ډاکټر جعفر شعار( چاپ سوم تهران ۱۳۴۶)
۵: تاریخ فیروزشاهي، ضیاءالدین برني، ترجمه به اردو ډاکټر سید معین الحق( چاپ ۲۰۰۴ اپرمال لاهور)
۶: افسون شهریار، جلال ستاري( انتشارات توس، چاپ اول ۱۳۶۸)
۷: د ننګرهار نکلونه، غوټۍ خاوري. د افغانستان جمهوریت د علومو اکاډیمي. ۱۳۷۸
8: The Book of the Thousand Nights and a Night by Richard F. Burton
9: Encycloeaedia of Islam
10: Muslim Slave System in Medieval India, K.S Lal( New Delhi 1994)
11: The Folktale, Stith Thomson. University of California Press 1977
12: A Classical Dictionary of India, John Garrett. New Delhi 1999

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!