منډيګک
افغان تاريخ

شامي پیر څوک وو؟

0 26

یو له هغو کسانو څخه چي د افغانستان د تاریخ په یوه حساسه مرحله کي یې نوم او رول په یادولو ارزي شامي پیر دی؛ چي د دوهم نړی وال جنګ د پیل کېدلو په درشل کي، د برټانوي هند او افغانستان پر پوله، د انګرېزانو په مقابل کي، د پښتنو د پارولو لپاره، چي د وخته یې لا پاڅون پیل کړی وو، عملیات پیل کړل.
محمد سعدی الګیلاني، چي په پښتنو کي په شامي پیر مشهور دی، د عطاءالله ګیلاني زوی وو؛ او په ۱۹۰۱ میلادي کال کي په دمشق کي زېږېدلی وو. په ۱۹۲۵ کال کي یې د ترکیې تابعیت تر لاسه کړ. لومړنۍ زده کړي یې په دمشق کي وکړې؛ او د ۱۹۲۰ څخه تر ۱۹۲۵ پوري یې په جرمني کي د کرني په څانګه کي تحصیل وکړ. په ۱۹۲۹ کال کي یې د جرمنی د پولیسو د یوه عالي رتبه صاحب منصب د لور ماریا ریختر سره واده وکړ. د ده کورنۍ د شیخ محی الدین عبدالقادر الګیلاني د کورنۍ یوه لویه او اساسي څانګه ده. څرنګه چي د اعلیحضرت امان الله خان د مېرمني ملکې ثریا یوې عمه د سعدي الګیلاني له یوه کاکا محمدصالح الګیلاني سره واده کړی وو نو ګواکي سعدي الګیلاني هم د ملکې ثریا له لیري خپلوانو څخه وو.
محمد سعدی الګیلاني د برتانوي هند او افغانستان پر پوله په پښتني قبایلو کي د ۱۹۳۸ کال د فعالیتونو په باب ویل چي دی اصلا هند ته د دې لپاره تللی وو چي په د قادریه طریقې لپاره په هند او افغانستان کي پیسې ټولي کړي؛ او کوم سیاسی هدف یې نه درلود. ده وویل چي کله هند ته داخل سو نو د پولي پښتنو ورڅخه وغوښتل چي د افغانستان د حکومت د نسکورولو لپاره، چي دوی یې د ظلم او تېري څخه تر پزي رسېدلي دي، مرسته ورسره وکړي او د دوی د پاڅون مشري وکړي. دی ځکه وزیریستان ته ولاړ څو هلته د ایپي فقیر او قادریه شیخانو سره، چي زیات و کم پنځه زره کسیز لښکر یې درلود، او د انګرېزانو سره یې جهاد پیل کړی وو، مرسته وکړي. د دوی کار، دوې ورځي، ښه په بریالیتوب پر مخ روان وو چي د برټانوي هند مقاماتو مداخله وکړه. محمد سعدي ګیلاني وايی دی د برټانوي مقاماتو په دې مداخلې خوشحاله وو او پخپله یې هم غوښتل چي هغوی دا کار وکړي؛ ځکه چي د وزیریستان قبایلو ورڅخه وغوښتل چي د فقیر ایپي پر ځای دي د هغوی مشرتوب پرغاړه واخلي او دا کار د ده لپاره ډېر ګران وو. دی پوه سو چي کار یې تر وس تېر دی، ځکه چي دی، په هغه صورت کي، د خپلي ارادې او ګټو په خلاف، مستقیما د انګرېزانو په مقابل کي درېدی او انګرېزانو تر دغه وخته د ده او د قاردریه طریقې سره ډېر ښه اړېکي درلودل. سعدي ګیلاني نه غوښتل چي دا اړېکي د تل لپاره خراب کړي. له ده څخه تر دغو پېښو وروسته پوښتنه سوې وه چي که دغه ښورښ بریالی سوی وای نو ده به څه کړي وای؟ ده په ډېره ساده توګه جواب ورکړی وو چي د خپل ځان او کورنۍ لپاره به یې پاچهي نیولې وای ځکه چي قادریه طریقه په افغانستان کي ډېر زیات مریدان او پیروان لري؛ او ده به افغانستان ته سوله او کراري راوستلې وای. Who’s Who in Afghanistan ۱۷۵-۱۷۶
په ۱۹۳۷ کال کي مشهور مجاهد او پښتون مشرایپي فقیر( میرزاعلي خان)، چي وروسته به په جلا فصل کي ورباندي وږغېږو، په وزیریستان کي د انګرېزانو پر ضد عملیات پیل کړي ول. ډاکټر وان هینټیګ، چي د لومړي نړی وال جنګ په لومړیو کلونو کي د تُرکي او هندي هیات سره افغانستان ته راغلی او، د ترکیې او جرمني په ګټه یې، په جنګ کي د افغانستان د شاملولو په منظور، ناکام کوښښونه کړي وه، یو ځل بیا د هند د شمال لوېدیځي پولي په پښتنو کي، د جرمني په ګټه د عملیاتو لپاره خپل پېشنهادونه وړاندي کړل. هینتیګ دا وخت د جرمني په خارجه وزارت کي د منځني ختیځ د چارو د څانګي آمر وو. هغه له ډېري پخوا څخه په پښتني سیمو کي د انګرېزانو پر ضد د عملیاتو د پیل کولو فرصت ته منتظر وو. د ایپي فقیر پراخو بریالیو عملیاتو هینټیګ ته طلايی فرصت برابر کړی وو او هغه، د دې مقصد لپاره، په دمشق کي د محمد سعدي ګیلاني سره، چي په افغانستان کي د اعلیحضرت امان الله خان له بیرته پاچا کېدلو سره یې علاقه ښودله، تماسونه ټینګ کړل. د محمد سعدي ګیلاني یو کاکا حسین ګیلاني په بیت المقدس کي مفتی اعظم او په ټول منځني ختیځ کي د قادریه طریقې د لارښود په حیث پېژندل کېدی. دا وخت قادریه طریقې په افغانستان کي دونه نفوذ درلود چي ویل کېږي د افغانستان د کابینې ځیني وزیران هم پکښي شامل ول؛ او په اسلامي نړۍ کي یې تقریبا پنځوس میلیونه پیروان درلودل.
هینټیګ په دمشق کي د سعدي ګیلاني څخه وغوښتل چي کله هند ته ورسېدی او د خپلي طریقې لپاره یې پیسې ټولولې نو د وزیریستان په سیمه او د افغانستان په نورو سرحدي قبایلو کي دي د محمدظاهرشاه د کورنۍ د نسکورولو په کوښښونو کي هم برخه واخلي. که چېري د شامي پیر د تبلیغ او عملیاتو په نتیجه کي محمدظاهرشاه نسکور سوی او اعلیحضرت امان الله خان قدرت ته رسېدلی وای دا خو د جرمني لپاره ځکه ډیر لوی بری وو چي اعلیحضرت امان الله خان د برټانیې تر ټولو سخت دښمن وو؛ او که چېري دا کار نه وای سوی نو په سرحدي قبایلو کي د ښورښونو او جنګونو زور اخیستلو د جرمني لپاره په هر صورت ځکه ګټه رسوله چي د برټانیې د پوځي قوت یوه لویه برخه یې هغې خواته متوجه کوله؛ او دا لا هم څرګنده نه وه چي دا ښورښونه څومره زور اخلي او برټانیې ته د سر او مال څومره تاوان رسېږي. نبرد افغاني ستالین ص ص ۲۹۳-۲۹۴
هینټیګ او د جرمني جاسوسي ادارې سعدي ګیلاني د زیاتو نغدو پیسو سره، چي د قبایلو د ښورښ د پراخېدلو او عملیاتو لپاره یې ضرورت ورته درلود، نه سو لېږلای. د دې یو علت دا وو چي په قبایلو کي خلکو له کاغذي لوټونو سره چنداني علاقه نه ښودله او د سرو او سپینو زرو سیکې، طبیعي خبره ده، چي ډېري درندې وې او شامي پیر ورسره وړلای نه سوای. د جرمني جاسوسي ادارې، په دې اړه، د ټونک له نواب سره، چي په هغه سیمه کي تر ټولو لوی شته من وو، تماس ټینګ کړ او هغه، په ډېر ډاډ من ضمانت او ملاماتونکي لوړ سود، حاضر سو چي سعدي الګیلاني ته پر وخت او ټاکلي ځاي کي پیسې ورسوي.
سعدي الګیلاني په داسي وخت کي د وزیرو سیمي ته ورسېدی چي د مسیدو او وزیرو دښمنيو او تربګنیو ډېر سخت زور اخیستی وو؛ قبایلو د سعدي الګیلاني ځکه تود هرکلی وکړ چي ګوندي یو خو د هغوی تر منځ دښمنی پای ته ورسوي او بل به د انګرېزانو پر ضد جهاد کي فعاله برخه ورسره واخلي. په دې شپو ورځو کي د ظاهرشاه د واکمنی پرضد سلیمان خېلو هم ښورښونه پیل کړي ول. د جرمني امپراطوری افغاني جګړه ۸۵ مخ
شامي پیر د ۱۹۳۸ کال د جون پر پنځه ویشتمه د وزیریستان د کاني ګوروم سیمي ته نيژدې د پښتنو یوه جرګه را وبلله او د جهاد په باب د تودو او له شوره ډکو ویناوو تر څنګ یې، د جرمني څخه لاسته راوړي، ښې ډېري پیسې وشیندلې. مسعودو او وزیر د شامي پیر تر مشری لاندي پنځه زره کسیز لښکر جنګ ته تیار کړ او د افغانستان د پولي پر لور وخوځېدل. په لومړي سر کي داسي برېښېدل چي د افغانستان د پولي د دواړو غاړو پښتانه به د انګرېزانو پر ضد په جهاد کي برخه واخلي او د جنګ اور به بل سي؛ خو داسي ځکه ونه سوه چي ایپي فقیر د شامي پیر ملاتړ ونه کړ. د دې یو علت دا بلل کېږي چي ایپي فقیر نه غوښتل چي د پردیو د لاس ګوډاګی سي او د برټانیې پر ضد، چي ده سخته دښمني ورسره درلوده، د یوه بل هیواد د ګټو لپاره وجنګېږي. که څه هم چي تاریخي شواهد د ایټالیې او ایپي فقیر تر منځ اړېکي ښيي او ایپي فقیر پخپله هم له ایټالیې څخه پیسې او وسلې تر لاسه کولې خو هغه هیڅ وخت نه غوښتل چي د سطرنج د لوبي د میدان یو ساده پیاده وي او د خپلي قبیلې او قام خلک د پردیو د ګټو قرباني کړي. په دې وخت کي د سلیمان خېلو د قبیلې، چي معمولا به یې د پیرانو، په تېره بیا د ګیلاني پیر خبره پر مځکه نه اچوله ، پنځه ویشت زره کسیز لښکر د جګړې څخه بېل سو او شینوارو او مومندو هم لازم ملاتړ ونه کړ. د شامي پیر لښکر او پلان له ماتي سره مخامخ سو. هغه کتاب مخ ۹۰
څېړونکي د سلیمان خېلو د ښورښونو او له حکومت سره د سخت مخالفت اساسی علت د هغوی پر مالداري محصولاتو او له هند څخه پر وادروونکو تجارتي محصولاتو باندي د مالیاتو وضع کول بولي. سلیمان خېلو تر دغه مخکي خپل او د ځینونور کوچي قبایلو مالداري محصولات د برتانوي هند نیژدې او لیري سیمو ته وړل او د اوړي په موسم کي یې له هند څخه تجارتي مالونه، په تېره بیا ټوکران، واردول او ډېري زیاتي ګټي به یې تر لاسه کولې. سلیمان خېلو ته، چي په پښتنو کي ډېره لویه او تر ټولو بډایه قبیله وه، دې نویو مالیاتو ډیر زیات تاوان رسولی وو؛ ځکه یې د نورو غلجي قبایلو سره، چي له حکومت څخه یې راز راز ګیلې درلودلې لاسونه یو کړل او په ښورښونو یې لاس پوري کړ. حکومت د سلیمان خېلو د ځپلو لپاره یو ځل پنځه لس زره عسکر ولېږل، چي د یوه قبیلوي ښورښ د ځپلو لپاره ډېره زیاته قوه ګڼله کېږي. صدراعظم هاشم خان د دې تر څنګ د حکومت طرفدارو سلیمان خېلو ته ډېري زیاتي پیسې په رشوتونو کي ورکړې. ډېر زیات سلېمان خېل د حکومت د تعقیب او آزار د لاسه هندوستان وتښتېدل. نبرد افغاني ستالین ص ص ۲۹۲، ۲۹۷
د افغانستان حکومت مجبور سو چي د غلجیو قبایلو او وزیرو سره، چي شامي پیرته یې ځای ورکړی وو، د روغي جوړي لپاره له برلین څخه خپل ډیپلوماټ الله نواز خان، چي له سرحدي قبایلو سره یې ډېر ښه اړیکي درلودل، را وغواړي. حکومت د شوربازار حضرت صاحب او دا خله وزیر محمدګل خان مهمند له الله نواز خان سره یو ځای سرحدی قبایلو ته واستول او د روغي جوړي لپاره یې ښې ډېري پیسې هم ورکړې.
څرنګه چي حکومت د روغي جوړي په خبرو باور نه درلود نو د برټانوي هند حکومت ته یې اخطار ورکړ چي که د وزیرو او شامي پیر د لښکرو پر ضد سمدستي ګامونه پورته نه کړي نو له هغوی سره به ټول ډیپلوماټیک اړېکي وشلوي. انګرېزان ځکه دې اخطار وارخطا کړل چي نه یې غوښتل د خپلو سرحدي قبایلي ستونزو تر څنګ، چي هره ورځ یې د هغوی د ښارونو او قشلو امنیت په خطر کي اچولی وو، یو بل دولت او د هغه منظم پوځي قوتونه خپل ځانته دښمن کړي.
د اافغانستان د حکومت تهدید نتیجه ورکړه. انګرېزانو د شامي پیر د پنځه زره کسیز لښکر د کلابند کولو لپاره شمالي وزیریستان ته پوځونه واستول. شامي پیر دوې ورځي، په هغه جګړه کي چي نه یې غوښتل پکښي راګیر سي، اخته سو. د جون پر څلېرویشتمه نېټه، د برټانوي هند چارواکو شامي پیرته وویل چي یا دي سیمه په سوله ایزه طریقه خوشي کړي، او یا دي د سیمي د بمباري کېدلو انتظار وباسي. انګرېزانو له شامي پیر سره ژمنه وکړه چي صحي سالم به یې بغداد ته رسوي او ضمناً یې پنځه ویشت زره انګرېزي پونډه هم ورکړل. شامي پیر د جون پر دېرشمه د برټانوي هند مقاماتو ته تسلیم سو او په الوتکه کي بغداد ته ولاړ. د جرمني امپراطور افغاني جګړه ص ص ۹۱-۹۳
البته میرغلام محمدغبار دې خبري ته، چي انګلیسانو به شامي پیرته رشوت ورکړی او هغه به یې له ښورښ څخه منع کړی وي د شک او تردید په نظر ګوري. هغه وايي چي که د دولت قواوو یو ځل د شامي پیر او سرحدي قبایلو په مقابل کي ماته کړې وای نو د افغانستان ټولو خلکو به د انګرېزانو د لاس پوڅي رژیم پر ضد یو عمومي پاڅون کړی وای. دی وايي د برټانیې او افغانستان د دوو منظمو دولتونو د توپونو او الوتکو سره د قبایلو مقاومت ممکن نه وو نو د مسعودو او وزیرو لښکر او شامي پیر عقب نشینی ته مجبور سول او د ظاهرشاه سلطنت یو ځل بیا د انګلیس د دولت په مرسته له سقوط څخه نجات پیدا کړ. البته انګرېزان تر هغه پوري کرار نه کښېناستل چي شامي پیر یې، د افغانستان او هند له پولو څخه، په دسیسه او سیاست ایستلی نه وو؛ او د مسعودو او وزیرو قواوي یې سره پاشلي نه وې. انګرېزان( د فریزر ټیټلر په قول) ادعا کوي چي شامي پیر يې وروسته په شلو زرو پونډو راضي کړ او هغه یې په الوتکه کي د هند له لاري خارج کړ. آیا دا خبره حقیقت لري؟ موږ هیڅ نه پوهېږو. افغانستان د رمسیر تاریخ جلد دوم ص ص ۱۲۱-۱۲۲
میر غلام محمد غبار، د یوه مورخ په حیث، د خپلي عقیدې د څرګندولو بشپړ حق لري، خو دی په خپلو لیکنو کي د ظاهرشاهي نظام پر ضد، چی دی یې د پردیو په تېره بیا انګرېزانو لاسپوڅی بولي، هر ډول حرکت ته په ښه سترګه ګوري؛ حتی شامي پیر، چي د ټولو روسي، انګرېزي او جرمني اسنادو په اساس د جرمني په تحریک د افغانستان پولي ته راغلی او زیات وکم شل ورځي اوسېدلی او بیرته په خپله مخه تللی دی، تاییدوي او تحریک یې، چي خدای خبر د بریاليتوب په نتیجه کي به یې څه کړي وای مثبت اجتماعي حرکت ګڼي. غلام محمد غبار ښايي د شامي پیر تحریک یوازي له دې امله تاییدوي چي د ظاهر شاه د حکومت د نسکورولو او اعلیحضرت امان الله خان د بیرته پاچاکولو ږغ یې پورته کړی وو.
فریزر ټیټلر لیکي چي درې ورځي پرله پسې مو په وزیریستان کي غونډي جوړي کړې او په سیمه کي مو تبلیغاتي پاڼي وپاشلې، او قبایلو ته مو اخطار ورکړی چي د شامي پیر سره ملګري نه سي. په دریمه ورځ مو هوايی حملې پیل کړې. حملو او تبلیغاتو خپل کار وکړ. د پیر لښکر سره وپاشل سو او شامي پیر په خورا اسانی د برټانوي هند له مقاماتو سره خبرو ته حاضر سو. پنځه ویشت زره پونډه مو ورته پېشنهاد کړل؛ ده هم ومنل او د هند له خاوري څخه مو وایست.Afghanistan ص ۲۶۷
سراولف کېرو لیکي چي جرمنیانو یو کال مخکي ځوان ګیلاني، د سوریې څخه، د دې لپاره وزیریستان ته لېږلی وو چي د سیمي له حالاتو او د خلکو له عاداتو سره بلد سي او یو کال وروسته یې په ۱۹۳۸ کي بیرته هغي سیمي ته واستاوه. داسي ښکاري چي ډیري زیاتي پیسې ورسره وې او د وزیریستان په کاني ګوروم کي یې مرکز جوړ کړ. اولف کېرو لیکي چي هغه ډېر ژر خلک پر ځان راټول کړل او په وسله والو عملیاتو یې لاس پوري کړ. د برټانیې حکومت هغه ډیر ژر د وسلو او رشوت په زور له صحنې وایست. اولف کېرو لیکي چي د تسلیمېدلو څخه وروسته یې خپله ږیره باکه وخریله او ښایسته دریشي یې په ځان کړه. که یې سړی د دواړو حالاتو عکسونه وګوري نو بېخي حیرانوونکي او د منلو نه دي. په یوه حالت کي د الاظهر څخه راوتلی مُلا او په بل حالت کي د مدیترانې د سیمي یو فیشني ځلمی. The Pathans ص ص ۴۰۸-۴۰۹
د افغانستان صدراعظم د شامي پیر په بندي کولو کي د فرانسې رضايیت ترلاسه کړ. فرانسویانو د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په دوولسمه، چي دوهم نړی وال جنګ پیل سوی وو، شامي پیر او د هغه مېرمن بندیان کړل. البته فرانسویانو نه غوښتل چي ځانونه د شامي پیر له زوروري کورنۍ سره، چي تقریبا په ټوله اسلامي نړۍ کي یې پیروان او مریدان درلودل، مخامخ کړي او ډیر ژر یې خوشي کړ. په قبایلي سیمو کي د شامي پیر حرکت له یوي خوا د اعلیحضرت امان الله خان محبوبیت زیات کړ او له بلي خوا یې برټانیې ته ډیر تاوان ورساوه.
۱: د شامي پیر د حرکت په نتیجه کي،د انګلستان او افغانستان اړېکي خړ پړ سول او آلمان له دې څخه وېره نه درلوده چي په وزیریستان کي بل وسله وال حرکت دي د کابل د حکومت په منځګړتوب پاي ته ورسېږي.
۲: لندن له افغانستان سره د اړېکو د بهترولو لپاره د درندو مالي لګښتونو منلو ته مجبور سو. صدراعظم هاشم خان ته یې په کال کي پنځه میلیونه کلداري رشوت ومانه او له افغانستان سره یې په کال کي ۱۷۰ زره پونډه مالي مرستي ژمنه وکړه.
۳: برتانیه مجبوره سوه چي پر افغانستان باندي شل جنګي الوتکي وپلوري، او دا خو څرګنده ده چي دا الوتکي د اروپا د جنګ له صحنې څخه ورکول کېدلې.
۴: د شامي پیر مسلې آلمان ته ډیره ګټه ورسوله او دا ورته ثابته سوه چي فاشیسټ حکومت په څومره آسانی سره کولای سي سرحدي قبایل هم د انګلستان او هم د کابل د حکومت په مقابل کي وپاروي. نبرد افغاني ستالین ص ۳۰۶
Adamec W. Ludwig. Historical and Political Who’s Who in Afghanistan
Caroe, Sir Olaf. The Pathans. Oxford University Press
Tytler W.K. Fraser. Afghanistan
نبرد افغاني ستالین. اثر پروفیسر یوري تیخانوف. ترجمه عزیز آریانفر
د جرمني امپراطوری افغاني جګړه. د ی. ن تیخونوف اثر. د طاهر کاڼي ترجمه
غبار، میرغلام محمد. افغانستان درمسیر تاریخ جلد دوم.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!