منډيګک
افغان تاريخ

کانديد اکادميسن محمدابراهيم عطايي

کانديد اکادميسن محمدابراهيم عطايي
0 131

ارواښادمحمدابراهيم عطايي دافغانستان دعلومواکاډيمۍ يوفعال غړی ، پرکاره څېړونکی او مطبوعاتي شخصيت و چي نزدې نيمه پېړۍ يې دافغانستان دتاريخ، ادب، فولکلور، ژبو اوتوکمونو په باب پخې څېړني کړي اوخپرې کړي دي .
پرڅنګ يې دمطبوعاتو پر ډګر په کندهار، هيلمنداو پکتيا کي ددولتي ورځپاڼي دچلولودندې په ښه توګه پرمخ بېولي دي .

معاصر تاریخ

دپښتني فولکلور دشنلو او د تحقيق د عصري اصولو پر بنسټ يې د پښتنو د ملي افسانو او نکلونو په باب ابتکاري څېړني کړي دي. په پښتني افسانو کي د ټولنيزو او تاريخي فوسيلونو پر کشف هم بريالی سوی دئ . ارواښاد عطايي د پښتني ټولني په اتنوګرافيک جوړښت کي هم دتحقيق نيلی ځغلولی او د هغو په ملي رواياتو کي يې داتنوګرافۍ له نظره خورا درانه اومهم حقايق موندلي دي . د افغانستان د تاريخ او د افغان اولس دملي حماسو په هنري بيان کي يې قلم چلولی دئ . افسوس چي زموږدفرهنګ دغه پياوړې هستي په خورا غربت او نامېندۍ کي، په داسي حال کي سترګي پټي کړې، چي پرمقدسه خاوره يې د نابللو مېلمنو د ساتلو په توربمونه واورېدل او اولس يې دناکړي جرم په تورسزاويني . ارواښادعطايي دهيواد د وروستيو دريو لسيزو ټول دردوونکي حوادث دسر په سترګودننه په هيوادکي وليدل . نوموړی زما تيرونی دوست او په ځينو څېړنيزو کارونو کي مي رهنماو. زما او د ارواښاد عطايي وروستۍ ليدنه کتنه د ۱۳۶۷ ش کال په دوبي کي دارواښادعلامه رشاد (رح) په کورکي وه . دا هغه وخت و، چي ما د مهاجرت لار نيوله او له خپل درانه استادرڅخه درخصت اخيستلو په نيت دکابل په خيرخانه مېنه کي د هغوی کور ته ورغلی وم او ارواښاد عطايي هم د استاد ليدلو ته راغلی و . ماږيره پرې ايښې وه او ارواښاد پوهېدئ، چي له خپل پلرني هيوادڅخه وتلو ته مجبور سوئ يم . ښکاره مو په دې باب څه ونه ويل خو په سترګو کي مو ډېر هغه څه سره تبادله کړل، چي دوستان يې دبېلتون پروخت سره بيانوي. ښه ډېره موده ووتله چي ما او ارواښاد عطايي بيا سره ونه ليدل خو په کراچي او کاناډا کي مي د هغوی علمي برياوي تر ممکني اندازې پوري تعقيبولې اونوي چاپ سوي آثارمي يې ترلاسه کول . په زړه کي هوسېدلم چي دهيوادعلمي هستۍ لا دخدای په فضل له تلاښه لوېدلي نه دي . په دې ترڅ کي پر هيوادباندي دثور دوهمه بخوله راغله . دکابل ښار د سالنګ دتړون په اساس يوې ناولي ادارې ونيو او ملي ضدډلو پخپلو منځو کي د پرديو په لمسون يودبل غاړوته لاس واچاوه. د پنجشېر او چارآسياب اتلانو! د کابل پرمظلوم اولس هغه نارواوي وکړې چي قلم يې په بيان شرمېږي . د کابل د مظلوم اولس له ذهنونو څخه لا تر ننه هم په سرونوکي د مېخونوټک وهلو، دمرګ د رقصونو، پرعامه سړکونو باندي د ښځو د اجباري ولادتونو، دښار دبانکونو، تجارتي سرايونو، کورونو دچوراوتالان، دهيواد دفرهنګي مرکزونو، کتابتونونو، دکابل دملي موزيم دلوټېدو، دپټو او ښکاره بې ناموسيو تصويرونهوتلي نه دي . ارواښاد عطايي په همدغه وخت کي دهيواد پرېښوولو ته مجبور سو. څه موده يې په کوټه کي واړول او مااورېدلي دي، چي هورې يې داحتياج سختي شپې تېري کړي وې . کله چي له کابل ښارڅخه د توپک سالارانو د يوې جناح لاس لنډ سو، ارواښاد عطايي بيرته کابل ته ولاړ، خو داځل نه هغه کابل و او نه هم هغه فرهنګي مرکزونه . د کابل نوو واکدارانو خو اولس دجنګي پاټک سالارانو له منګولو راخلاص کړی و ، خو هر هيوادپال افغان په دې ښه پوه و ، چي د پرديو په لمسون اولاسوهنه ديوه تياره مستقبل پرلورروان دئ . ارواښادعطايي ته دهيوادتاريک مستقبل دزړه دوک واچاوه او ځينودوستانو ته يې په ليکونو کي کښلي وه ، چي داخوږ يې دمرګي خوږدي او دژوندي پاته کېدو اميد يې نسته . دهمدې ناروغۍ اغېزه وه ،چي ارواښادعطايي يې زموږله ټوليه واخيست اودابديت جزء يې وګرځاوه . پاک خدای دي پرورحمېږي او زموږ ومظلوم اولس ناره دي خدای واوري ) آمين( .
ارواښادمحمدابراهيم عطايي د ملاعطامحمداخوند ) مشهور په حاجي اخوند( زوی و ، چي له نن ) ۲۰۰۱ ع کال ( څخه يوو اويا کاله وړاندي د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کي خرقې شريفي ته نزدې پخپله پلرنۍ مېنه کي زېږېدلی و . کورنۍ يې دعلم وفضل برخه درلوده او مرحوم پلاريې دخپل وخت عالم اوله منورينوسره محشورسړی و اوله خطي کتابوسره يې مينه درلوده . ورور يې ډاکټر عبدالقادر سليمان د مصرپه الازهر کي الهيات لوستي اوکشر ورور يې الحاج عبدالهادي سهيک عطايي د کابل پوهنتون د ادبياتوپوهنځي فارغ او د پښتو ژبي په معاصروشاعرانوکي لومړۍ درجه نازکخيال شاعر دئ خو له شهرته يې ښه نه راځي اوله بده مرغه لږ شعروايي . زه په داسي حال چي د ارواښادمحمدابراهيم عطايي روح ته د مغفرت دوعاکوم ، له پاک خدايه غواړم چي هيوادله اوسني مصيبت څخه دپخواپه شان سرلوړی او وياړلی راووزي .
ټورنټو کاناډا
داکتوبرڅورلسمه ۲۰۰۱ ع
داوه هغه ليکنه چي ماپنځه کاله وړاندي کښلې وه . دارواښاد عطايي تروفات وروسته ماته په کابل کي دده وروستی اثر ) د افغانستان پرمعاصرتاريخ باندي يوه لنډه کتنه ( لاس ته راغی . ارواښاددغه اثرد معاصرافغانستان دتاريخ په معرفي کي يوله معتبرو آثاروڅخه ګڼل کېدلای سي . دکتاب په محتواکي له احمد شاهي عصر څخه بياتر ۲٠٠٠ ع کال پوري ډېر نوي ټکي راغونډ سوي دي . ددغه کتاب يوويشتم اودوه ويشتم فصلونه دافغانستان دتاريخ دراتلونکو څېړونکوله پاره ډېرمستندحقايق وړاندي کوي چي په سړه سينه اوبې له جانبدارقضاوته بيان سوي دي . ماته که ژوندمهلت اوحوادثوفرصت راکړ، ددغه کتاب په باب يوه بېله ليکنه وکړم .
ټورنټو کاناډا
داکتوبرڅورلسمه ۲۰۰۱ ع

چاپ سوي اثار: له پښتو ويکپيډيا څخه

  1. د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه. د ۱۳۸۲ ل کال چاپ. [۱]
  2. د جرگو وطن، د قومونو او قبايلو چارو وزارت د تبلغاتو او نشراياتو د رياست له خوا، د ۱۳۶۱ ل کال چاپ. [۲]
  3. پښتو شفاهی داستان (يوه تحليلی څېړنه)، د صافي موقوفاتو اداره، د ۱۳۷۶ ل کال چاپ. [۳]
  4. د پښتنو او بلوڅو سياسي کرونولوژی، د سرحدونو چارو وزارت، د ۱۳۶۸ ل کال چاپ. [۴]
  5. د خپل پر قبيلوی سازمان او د وېش پر اقتصادی سيستم يوه انتولوجيکی څېړنه – [۵]
  6. د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقی – جزايي – تعاملی) – د پښتو څېړنو نړيوال مرکز، د ۱۳۵۷ ل کال چاپ. [۶]
  7. د آسيا په زړه کې طوفان، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ۱۳۵۹ ل کال چاپ. [۷]
  8. خېل او وېش : د خېل پر قبيلوی سازمان او د دوېش پر اقتصادی سيسټم يوه اتنولوجيکی څېړنه – د اجتماعی علومو او تحقيقی مرکز د افغانستان د علومو اکاډمی، د ۱۳۶۰ ل کال چاپ. [۸]
  9. د بلوڅو ملي آزادي بخښونکو جنبشونو ته يوه کتنه، د افغانستان د علومو اکاډمي، د اجتماعی علومو مرکز، د ۱۳۶۴ ل کال چاپ. [۹]
  10. ملي هنداره د اجتماعي څېړنو له نظره، د اجتماعي علومو مرکز د افغانستان د دموکراتيک جمهوريت علومو اکادمي، د ۱۳۶۳ ل کال چاپ. [۱۰]
  11. هلمند د کلتور په سطحه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ۱۳۴۴ ل کال چاپ. [۱۱]
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!