منډيګک
افغان تاريخ

ښادروان اديب عبدالهادي داوى

ډاکټر عبدالرازق پالوال

0 87

 

مېړني دي چي ياديږي

په ســــندرو هـــــــم په وير

(خوشحال خټک)

دغه ليکنه د ١٣٩١هـ ش کال د کب پر ٢٨ باندي په هغه غونډه کښي ولوستله سوه چي د

ښادروان اديب عبدالهادي داوي د دېرشم تلين په مناسبت د کابل په اينترکانټيننټل هوټل کښي د کب پر ٢٧ – ٢٨ باندي جوړه سوې وه.

 زء به لومړى د کندهار د لږنيو ګوتشمېرو روښانيانو او ليکوالانو په استازيتوب د ښادروان استاد، سياستوال اديب او ليکوال داوي د شخصيت په اړوند څه درته ولولم او بيا به د داهو د تاريخي قبيلې د نامه، سيمي او قبيلوي ښاخونو په اړوند خپله تحقيقي ليکنه ستاسي و درانه حضور ته وړاندي کم.

د استاد عبدالهادي داوي پلار مولوي عبدالاحد داوى  په کندهار ښار کښي يو مشهور حاذق طبيب ؤ. دى د خپل زمان د شاه امير عبدالرحمن خان له خوا څخه و کابل ته وروغوښتل سو او هورې د شاهي کورنۍ او نورو طبيب ؤ. نو ښاغلى استاد عبدالهادي داوئ  هم په کابل کښي لوى سوئ او هم ئې هورې زدکړي کړي وې. دء د خپلي زمانې او اجتماعي محيط له سياسي، علمي او دوديزو ناخوالو سره د نظم او نثر د ليکنو په وسيله سره مبارزه کړې وه او خود به هم د کابل په چاپېريال کښي اغېزمنه ثابته سوې وه. دى چي د علمي او ادبي آزادۍ غوښتني مبارز ؤ، په دغه لار کښي ئې خپله آزادي هم کلونه – کلونه بايللې وه چي دوه واري ئې اوږد بند ګاللئ ؤ.

دا چي هغه زمان مطبوعاتي امکانات محدود ول، راډيو او تلويژيون نه ول، نو د دوى افکار يوازي په کابل پوري محدود ول. خو اوس به ګوندي د دوى د نمسي ښاغلي عبدالغفار داوي په مېړاني او برکت سره د افغانستان او ګاونډي پښتونخوا تر ښارونو او کلو پوري ورسيږي.

وايي: “چي خان يې، په ياران يې، چي ياران نه يي، توري خاوري د بيابان يې”.

هغه عالم، اديب او ليکوال چي د خپلي ټولني ويښوول او پوهول غواړي په ټولنه کښي داسي مثال لري لکه څراغ په توره خونه کښي. که دغه څراغ مړ وي يا نه وي، په خونه کښي به توره تياره وي. دغسي هم که يو عالم، اديب او ليکوال لکه ښادروان عبدالهادي داوي غوندي شخصيت په ټولنه کښي نه وي، هغه ټولنه به هم وګړې او جاهله وي. په دغسي ټولنه کښي به د جهالت توره تياره وي. نو ښادروان عبدالهادي داوئ د خپلي ټولني علمي او ادبي څراغ ؤ چي خود به ئې و ډېرو لار ورکو ته د پوهي روښنايي او فيض وررسېدلي وي. دى که څه هم له موږ سره نور نسته، خو ياد، آثار او افکار دي ئې زموږ د لاري څراغونه وي او د دغو په وسيله سره به ئې ياد او نوم هم ژوندى وي.

پالوال

د داهستان داهوي

ښايي په کندهار کښي به نور څوک هم د داهو په نامه سره وي، خو دا چي زء په کندهار کښي ډېر کلونه اوسېدلئ نه يم، نو نور څوک په دغه نامه سره نه پېژنم. خو ښايي خود به نور هم وي.

د کندهار ښار او ښارسپاه تر منځ يوه سيپنه ګومبته ولاړه ده. دغه د اخوندصاحب زيارت بلل کيږي چي نوم ئې ميا نورمحمد اخوند ؤ. له پښين يا شاوخوا څخه ئې داهوي و زيارت ته ورځي او دوى ئې خپل نيکه بولي.

داسي ايسي لکه دغه داهوي چي دي نن يوه قبيله نه وي، بل لا ښايي چي يو خېل دي وي. خو په پخوا کښي به دغه يوه قبيله څه، بل لا ښايي يو لوى قوم دي ؤ او له سکيثو Skyco (ساکزو) سره دي ئې سيالي کوله. همدغسي ساکزي يا سکيوثي پخوا يو لوى قوم ؤ، خو نن يوه کوچنۍ قبيله ځني جوړه سوې ده. د دغي ننبدني عامل به ئې ښايي د دوى جهالت او سياسي شعور نه لرل ول. د دغه حکم ثبوت څه دئ؟ ثبوت ئې دا دئ چي دوى خپل تاريخ کښلئ نه دئ، او که به ئې نه ګانه کښلئ هم وي، نو چيري دئ؟ هغه پاته سوئ هم نه دئ.

سکيثو يا ساکزو ډېر بادشاهان لرل، خو و موږ ته ئې د يوء نوم هم راپاته نه دئ، خو د دوو ښځو شهيو نومونه ئې راپاته دي. دغه نومونه هم ځکه راپاته دي چي زرمينې د پرثووانو (پښتنو) له بادشاه، مرمر سره وادء وکړ. د دوى او د مېديا يا مپسا تر منځ جنګ وسو. په جنګ کښي د مداى چي شاهي ښار ئې اګمتانا (اوسنى همدان) ؤ، شاهپور فريدون په جنګ کښي ونيول سو. مرمر غوښتل چي فريدون ووژني، خو زرمينې مخالفت ورسره وکړ. خو دا چي مرمر له خپله ويلاړه څخه نه اووښتئ. نو زرمينې خپل مېړء ، مرمر وواژء، او فريدون ئې نه يوازي له مرګه څخه وژغورئ بل لا آزاد ئې هم کړ.

د سکيثو يا ساکزو بله شهو توميره Tomira نومېده. کايروس د دې زوى په چل او فرېب سره وروواژء. توميرې ئې هم په غچ کښي کايروس وواژء.

کله چي لوى سکندر د هخامنشيانو بادشاهي ورونړوله، هغه پرثوانه چي د داريوش په لښکر او سپاه کښي ول، هغوى د لوى سکندر په سپاه کښي شامل سول. د لوى سکندر تر مسموم کولو وروسته د پارس بادشاهي وپرثووانو ته ورپاته سوه چي سپاه سالار او بيا پادشاه ئې ځان پرثه داراى بللئ ؤ. د دء پر مسکوکاتو يا ايکيو باندي دء خپل قوم يا قبيله په دوو تورو، “ت هـ” سره ياده کړې ده. دغه دوه توري هم تها هم توهي، هم تاهي، تاهيه لوستل کېداى سي.

دغه پرثه داراى چي په پارس کښي ئې بادشاهي جوړه کړې وه، او شاهي ښار ئې ستخر ؤ. د دء زوى ارڅک نومېدئ چي پرثيا يا پرثووا ئې له مکدونيانو څخه ونيوله. د ارڅک له زوى پرياپت څخه د انيتوخوس پرثيا بيرته ونيوله. د دغه ارڅک نمسى هم ارڅک نومېدئ چي پرثيا ئې بيرته له انيتوخوس څخه ونيوله. تر دء وروسته د دوى ټولو دوپنځوس شاهانو ځانونه ارڅک بللي دي او د اڅکزو قبيله ځني راټوکېدلې ده. تر دوهم ارڅک دمخه دوى تاهي يا تها يا توهي يا بل داسي څه نومېدل. دا ځکه چي د دوى مخکښ سرغنه پرثه داراى پر خپلو ايکيو باندي د خپلي قبيلې نوم په ارامايک تورو سره “ت هـ” کښلئ دئ چي توهي يا تهاى يا تاهي غوندي لوستل کېداى سي. ارامايک ليک حرکي توري نه لرل.

سربېره پر اڅکزو باندي ترين هم توهي آرين دي چي مانا ئې رودي توهي ده. نو ترين د “توهي آرين” کورلټ يا خلص شکل دئ. دغه شان نو توخي هم توهي دي، او توخاريان هم توخي آرين يا رودي توخي دي. آريا د هغه زمان په ژبي سره و رادء ته ويل کېدل، او آريانا د سيندونو هيواد مفهوم اداء کاوء.

زه به بيرته د قبايليت و بدوديو ته وروګرځم څو د څرګندوني په توګه مي ئې د داهو د قبيلې ځيني پاته بوجړانګي او تګړي سره پتلېس کړي وي.

دغه داهوي، تاهي، يا توهي يوه خورا لويه قبيله وه چي په باختريا، سغديانا، مارګيانا، آريا، پرثيانا، داهستان، او نورو شاوخوا سيمو کښي خپره وه. نسبت نورو اقوامو او قبايلو و نومونو ته د داهو نوم په کلاسيک آثارو کښي خورا راز راز کښل سوئ دئ. ځيني زبده شکلونه ئې په داسي ډول سره دي: دهاى Dahai، ده آى Daai، دى آى Daae، داهي Dahi، داؤوى Daoi، داهوي Dahoi او دهياوه Dahyava دي. دوى په خپله پر خپلو ايکيو (مسکوکاتو) باندي دغه نوم صرف (ت هـ) کښلئ دئ. اى تاهي يا توهي، او هيواد ئې هم په رووستو کښي داهستان باله کېدئ.

دغه (توهي) يا (ده آى) يوازي د کسپين بحيرې په نژدې ختيځه برخه پوري محدود نه ول. دوى په واقعيت کښي د باختريانا او سهيلي سغديانا تر پايه پوري اى ختيځو برخو پوري خپرښت لارء. دوى آن د ياخښارتا (سيحون) و ختيځي خوا ته لا ځايان ول.

له دغو توهو څخه بيسوس، سپيتامن، او هم لوى سکندر د خپلو لښکرونو له پاره ملاتړ ټول کړي ول (اريانوس، درېيم ٢٨، ١٠، پنځم ١٢، ٢). تر دوى دمخه لا آن داريوش په خپل لښکر کښي (توهي) جنګياليان لرل (کورتيوس، اووم، ١٥، آريانوس، درېيم ١١، ٣، ٢٨، ٨) او هم خشيارشا (خښرخښ) xerxes داسي (کوک ١٩٨٥: ٢٣٩).

‫‏عبدالهادي داوی‬

سترابون (يوولسم ٩، ٢) و موږ ته يوه قبيله د دهاى Daae په توګه راياده کړې ده. دء دوى اپارني Aparnian بللي دي چي له ارڅکو او ساکزو Skyoian سره ئې د اوخوس Oxos رادء پر غاړو باندي ژوند کاوء. دوى پر پرثيا باندي بريد وکړ او اشغال ئې کړه.

ګيرشمن (١٩٥٤: ٢٤٣) د داهو په اړوند داسي کښلي دي: د پرثنو په باره کښي موږ داسي معلومات لرو چي دوى په پارني ټبر پوري اړه لرله. دغو بيا د دهاى Dahae يو ښاخ جوړاوء. وروستنيان د سکيثي اقوامو يو لوى ښاخ دئ کوم چي د مرکزي اسيا په بېديائي سيمو کښي د کسپين او ارل Aral بحيرو تر منځ کوچي ژوند لارء. دوى جنګياليان او سپارء ول و کومو ته چي د پخوانيو ليکوالانو په استناد سره په جنګ کښي مړينه وياړ او فوق العاده خوښي وه. خو په طبيعي عواملو سره ورته مرګ شرم او بې ننګي وه. وژل سوي په سندرو او بدلو کښي ستايل کېدل.

وړاندنى عبارت و ما ته د سرغنه خوشحال خټک دغه پسې بيت را په يادوي چي د زوي د مړيني په اړوند ئې ويلئ دئ:

کشکي ځوان د پښتانه په ننګ کښي مړ واى

نه چي ګور لره روان سو له تلتکه

دالبنګ (١٩٥٧ لومړى ٦٠٧) کښلي دي چي داهوي اصلاً د سيحون په بېديا کښي اوسېدل، او وروسته ئې د کسپين بحيرې و شمال ته لېږد کړئ دئ. “دوى د پلو لښکريانو غوندي خو خاصتاً د سپرو غشو ويشتونکو په شان ئې په پارسي او هم په مکدوني لښکرونو کښي لوړ شهرت لارء”.

التهايم (١٩٥٣: ٢١٠) د دوى په اړوند داسي کښلي دي چي د شمالي خوارزميا سرحدي غرونه د ګرځنده دښمن په مخ کښي لکه تر نورو تکړه د دهاى قوم چي دئ، د پرثيانا او هيرکانيې سپرونه ګرځېدلي دي.

هغه داهي يا توهي چي په داهستان کښي اوسېدل درې قبيلې ئې لرلې. د سترابون (يوولسم ٨، ٢) په استناد سره دغه درې قبيلې عبارت وې له اپارني Aparni، له خنثيوي Xanoioi او له پيسوري Pessuri څخه.

“د دوى له جملې څخه اپارني و هيرکانيې ته څرمه اوسېږي، او هم د کسپين بحيرې پر هغي څنډي باندي چي و هيرکانيې ته ورنژدې ده. خو هغه نوري دوې قبيلې بيا تر هغې سيمي پوري خپرې دي کومه چي له آريا سره موازي غزېدلې ده”.

آريا عبارت له هرات يا هريرود څخه ده. مارکوارت (١٩٣٨: ٦) کاږي چي (سيند) د (داهو) او (آريايانو) [هراتيانو] تر منځ وېش جوړاوء. دى دا هم پسي کاږي چي ګوتشميد دغه (سيند) په اوخوس Oxos – تيجن Tejen سره پېژني (دغه د هريرود د کښتنۍ برخي د لوېديځي خوا ښاخ دئ). د داهو بېديا له دغه ځايه پيل کېږي.

سيندپه اوسنۍ پښتو کښي هم خاص او عام نوم دئ چي و هر رادء ته ويل کيږي. خو سترابون په دغه مورد کښي د خاص نامه په توګه کارولئ دئ چي د هريرود کښتنۍ يا وروستنۍ برخه ښووي. د رادء هغه ښاخ چي له لوېديځي خوا څخه وربهېدى او په ګډېږي تېجن Tejen بلل کېږي.

له وړاندنيو بيانونو څخه موږ اوس داسي پوهېږو چي د (داهو) قبيله د سيحون له ها خوا څخه بياد کسپين بحيرې تر ختيځي غاړي پوري خپره وه. اوس د داهو تقريبي پخوانۍ سيمه رامعلومه سوه. نو بله داسي پوښتنه راپيدا کېږي چي آيا دوى هر کله دلته اوسېدل، او که کله چيري له بلي سيمي څخه ورلېږدېدلي ول؟ په دغه اړوند هم داسي بيانونه سته لکه د سکيثو په باره کښي چي سته.

خوکوليج (١٩٦٧: ٢٥) په داسي نظر دئ چي پارني Parni د داهو د اتحاديې يوه قبيله وه. دغه داسي ايسي چي دا به و پرثيا ته او هم به ښايي و باختريا ته هغه زمان ورلېږدېدلې وه کله چي په سهيلي روسيه کښي ښورښ او پاڅون پېښ سوى ؤ. نو وړاندنۍ پېښه (واقعه) له دغي سره سمه او د لوى سکندر تر مړيني وروسته پېښه سوې ده.

د وړاندني نظر پر خلاف شيپمن (١٩٨٠: ١٦) داسي کاږي چي خلوپين I.N.Xlopin په تېجن سره د اوخوس Oxos پېژندني په باره کښي موجوده نظرونه کتلي او په ښو زبده دلايلو سره ئې دا ثابته کړې ده چي نوموړې پېژندنه غلطه ده. د دغي پر ځاى باندي دء دا په باوري توګه سره ښوولې ده چي اوخوس Oxos پر اوسني اتريک Atrek باندي دلالت کوي. دغه مانا دا چي پارني پر هغي سيمي باندي ځايان سوي ول چيري چي داهوي ځايان ول. دغه هيرکاينه او د اتريک شمالي بېديا وه. خلوپين تر دغه لا هم يو ګام وړاندي ځي. داسي چي دى هغه نظر چي وايي داهي او له دوى سره پارني د جيحون او سيحون له ميتاني يا اوکسوس Oxus او يا خښارتس Jaxartes له ميزوپوتاميا Mesopotania څخه و وروستنۍ سيمي (داهستان) ته ورلېږدېدلي دي، يو مخيزه ور ردوي، او په دغه سره د سترابون و بيان ته ثقت وربخښي کم چي وايي داهاى او پارني همېشه د اوخوس (اتريک) پر غاړو اوسېدلي دي.

دا چي ولي بايد د اوخوس سيند هم اتريک وي، خلوپين کاږي چي ددغه ځاى خلک ئې اوس هم اوخوس بولي. اى دغه سيند په دوو نومونو سره يادېږي اوخوس او اتريک.

يئه، دغه دوه لنډ رودونه دي چي يو ئې د هيرکانيې د غرونو له ښۍ خوا څخه اوخوس و ختيځ لور ته بهېږي او په هريرود ګډېږي. پر همدغي برابرۍ باندي د دغي غرنۍ سلسلې له کيڼي خوا څخه بل اتريک رود د استاوېنه په دره کښي مخ پر لوېديځ لور باندي بهېږي چي و کسپين بحيرې ته ورتويېږي.

دا چي خلوپين وايي داهي يا دهاى د يوروسيا Eurosia (اروپا – اسيا) له بېديائي ميتاني څخه د اوخوس (اتريک) و غاړو ته لېږدېدلي نه دي مقصد ئې ښايي دغه وروستنۍ زمانه وي کله چي دوى پر هيرکانيه، پرثيا، او مارګيانا باندي غوټې وهي. د دء نتيجه سمه ده لکه څنګه چي شيپمن هم ورسره منلې ده. رشتيا هم د داهو او پارنيانو لېږد و نوموړي سيمي ته وروستنى نه، خو پخوانى دئ. په سيمه کښي د دوى ثقافتي آثار زرونه کلونه نور هم د وړاندي ځي.

بوؤتاس BoUtas (١٩٨٤: ٢٦٥) د اوستا د پنځو توکومونو نومونه ياد کړي دي چي يو ئې داهي Dahi هم دئ. نور څلور توکومه ئې عبارت دي له آيريه Airya، ساينو Sainu، توريه Turiya او سريمه Sairima څخه دي.

په دغو پنځو توکومونو کښي آيريه به د هرات اوسېدونکي ول. توريه بې له شپيانه څخه توران يا لا تورانيان دي چي پښتانه دغه نوم و ياغيانو ته ورکوي. دا که دوى د حکومت مخالفان وي، يا د جال دود څخه سرغړونه کوي، يا د مره کې پرېکړه نه مني، يا له دينه څخه اووښتي وي، خلک ئې اصلي کسان توران او مربوط کسان ئې تورانيان بولي. سريمه به خود سرماتيان ول چي د ميمنې د شمال په حدودو کښي اوسېدل چي التهايم (١٩٥٣: ٢١٠) داسي پېژندلي دي. څنګه چي دوى پر آريا (هرات) او مارګيانا (مروه) باندي بريدونه کړي وه او هورې ئې وراني ويجاړي پېښي کړي وې، نو سړى داسي پوهېداى سي چي دوى به ښايي د داهو (توهو) يوه پښۍ يا څانګه وه. دا ځکه چي په دغه زمان کښي دغه قوم پر دغي سيمي باندي خپور او چاپېر ؤ. د اوستا په پورتني لړ نومونو کښي د داهو Dahu نوم هم ياد کړه سوئ دئ چي بوؤتاس د نوموړو نورو غوندي د يوه توکوم په توګه ګڼلئ دئ. په واقعيت کښي له دغي لړۍ څخه يو لا هم توکوميز نوم نه دئ، خو ځيني ئې د قبايلو نومونه دي چي توهي يا داهي هم دغسي يوه لويه قبيله وه.

هرځغلد (١٩٤٧ دوهم ٧٠٩) د دغه نامه د ادايني پوره درک کړئ دئ چي په دغه اړوند ئې داسي کښلي دي: “داهه Daha يو مجموعي نوم نه، خو قبيلوي نوم دئ. د خشيارشاه د دايؤ په کتيبه کښي (١، ٢٦) دوى د داهه Daha، په ايلامي کښي د (ته) هه ha (ta)، په اکادي ژبه کښي د ده آن Daan په توګه ياد کړل سوي دي. د پرسپوليس Persapolis پر ډبرينو دېوالونو باندي چي د ججې وړاندي کوونکو انځور څرګندوي، دوى [داهي] ئې په هيڅ توګه له پرثوه [پرثووانو، پرثيايانو] څڅه په بل بېل څېر سره ښوولي نه دي”.

ګوتشميد (١٨٨٨: ٦٤، ٦٧) کاږي چي د واى Wei سيند (آمو Oxus) په سهېل کښي تاهيه Ta-hia واقع دئ چي زندي Zand شکل ئې داهويو Dahuyu او هخامنشي ئې داهياو Dahau دئ. دى دغه د وطن په توګه پېژني. دغه هغه نوم دئ چي کلاسيک ليکوالانو ثبت کړى دئ. دغه نوم په خپلو ټولو شکلي يادوءنو او مواردو کښي پر يوې قبيلې باندي اطلاق کېږي. خو يوازي د چينايي منابعو تاهسيه Ta – hsia د وطن په توګه و باختريا ته ويل کيږي. او بل د (ته هاى Tahay) په توګه په اسوريائي کتيبو کښي هم د وطن (هيواد) مصداق لري.

د (ته هاى) Tahae د نامه ډېره پخوانۍ يادوءنه چي زء ځني آګاه يم د آسوريانو بادشاه سيناخريب Senaxerib (٧٠٤ – ٦٨١ ق م) کړې ده. دء هم د چينايانو غوندي دغه نوم د کرښوريا هيواد په توګه کارولئ دئ. نه د خلګو يا قبيلې په مفهوم سره. په دغه اړوند ئې د بادشاه نوم هم ياد کړئ دئ او داسي ئې کښلي دي: “ما د مانيياى Maniae د دايي Daie هيواد د ؤکو Ukku د ښار بادشاه چي سرغاړئ (ياغي) سوئ ؤ، پر ضد باندي لښکرکښي وکړه او پر داسو نريو، له خواريو ډکو لارو باندي چي پاڼونو او ګړنګونو لرونکو غرونو په اوږدو غزېدلې وې، او تر ما دمخه بل هيڅ بادشاه پر دغو لارو باندي سفر کړئ نه ؤ، زء پر ولاړم” (لکن بيل ١٩٢٧ دوهم ١٢٢ شم ٢٤٥).

خشايارشاه يا خښرخښ Xerxes (٤٨٦ – ٤٦٥ ق م) تر يادوءني وروسته هيرودوت د ٤٨٥ ق م په شاوخوا کښي د (ده آى) يادوءنه کوي. له کلاسيک ليکوالانو څخه ښايي وروستنى شخص کورتيوس Curtius وي چي (ده آى) نوم ئې د ٧٠ م په شاوخوا کښي ثبت کړئ دئ. تر دغو وروسته پهلوي متون د (ته هي) يادوءنه کوي. دغه دا مانا نه لري چي تر سيناخريب دمخه او تر پهلوي متونو وروسته نو د (تاهي) يا (توهو) قبيلې ستوالئ نه لارء. اوس ئې لا هم لري، خو ننېدلي دي. دغه قبيله په خپل اصلي نامه سره او هم په بل لهجوي نامه سره اوس هم سته. دغه قبيله په خپل تاريخي ثبت سوي نامه سره نن ورځ داهوي Dahwi بلل کېږي. خو شمېر به ئې تر هغيو ډېر لږ وي چي په لهجوي نامه سره يادېږي يا ياد سوي دي.

د دوى وطن يا هيواد چي داهيستان نومېدئ، او په روسي ژبه کښي چي هې /هـ/ په ګاف /ګ/ سره ويله کېږي نو ئې داهستان د داګستان په توګه ويلئ او کښلئ دئ. خو په اوس کښي بيا هغه روسي داګستان د داغستان په توګه ويل کېږي، چي د داهستان اړولي شکلونه دي.

د هندوکش سلسلې غرونو شمال لوېديځ ژبي هى /هـ/ په شمال ختيځ کښي په خې /خ/ سره ويل کيږي لکه (هور) چي “نمر” او يا “اور” ته ويل کېدل، په (خور) يا (خورشيد) (د نمر روڼا) سره ويل کيږي. دغسي اړوني په اوم (هوم) – خام : هګينه – خاګينه، بهره – برخه، چينايي هان – خان ويل کېږي. دغه راز هم داهوي يا تهاى يا توهي د هندوکش په شمال ختيځ کښي په توخي سره ويل سوئ او د (توخارستان) يا (توخاريان) د (توخي آرين) جمع شکل دئ. په پخوا کښي (آريا) و رادء  او سيند ته ويل کېدل چي نو توخاريان مانا رودي توخي. دغسي هم له (توهي آرين) رودي توهو څخه په لنډون سره (ترين) جوړ کړء سوئ دئ. نو توهاريان په لنډون سره ترينان کيږي. څنګه چي نوم ئې له “توهي آرين” سره اړه لري نو به هغه زمان دوى د هرات يا لا د هريرود ناوې اوسېدونکي ول.

پوري (١٩٧٩: ١٨٥) کښلي دي چي: “بګچي Bagchi داسي پوهېدلئ دئ چي د هان Han د کلني دفتر تاهيه Tahia په پخوانۍ زمانه کښي (دمه (ت) که D’a(t)ga غوندي تلفظ کېدئ او دغه په ټولو امکاناتو سره د دوګار Dogar  يا توخار Tuxar ځاى ښووي چي په پنځمه پېړۍ کښي د (تو – هو – لو To – ho – lo يا تو – خو – لو Tu-xua-lo په توګه ليدل کيږي. د دغه هيواد بادشاه و چين ته سفيران لېږل”. دغه تو – هو لو يا تو – خو – لو عبارت له توخارو يا تخار څخه دئ. دغه توخي آرين مانا رودي توخي. توخي د قبيلې نوم او توخار يا تخار ئې وطن دئ. دغه مانا (رودي توخي)  له دغه نامه څخه ئې توخارستان او تخارستان هم جوړ سوي دي.

 

و دغه ته ورته بل نوم باختريا دئ چي مانا بخدي – آريا، يا رودي بخدي. په مخامختيا کښي ئې (بلخ باميک) دئ چي مانا لوړ بلخ، دغسي هم خروښتي، د سمي هواري خروښتيان او غرغوښتي د غرو خروښتي لنډون دئ.

لنډه ئې دا چي داهوي، دهاى، تهاى، توهي او توخي دبېلابېلو زمانو او ټولنو لهجوي لغوي شکلونه دي.

دا چي په سري سره سکيثي څوک ول سترابون (يوولسم ٩،٢) و موږ ته وايي چي دوى په سکيثو کښي ده آى (داهي) ول، او په داهو (توهو) کښي دوى پارني (اپارني) ول (٧ مخ). دغه پارني پر دې برياليان سول څو په پرثيا کښي د مکدونيانو Makedunian دولتي جنډۍ (درفش) نسکوره کړي او د خپل تورکاوه (شاهانه) جنډۍ پر ځاى درې رنګه ژړه، سره او چوڼيا معاوضه جنډۍ پورته کړي. دغه پر يونانيانو (مکدونيانو) باندي تر برياليتوب وروسته د دوى د ياغيتوب توره جنډۍ په درې رنګه شاهي جنډۍ سره واوښته.

پتولمايوس کښلي دي چي پارني Parnoi او ده آى Daai دواړه ولسونه په مارګيانا کښي اوسېدل (مک ګرينډل ١٩٢٧: ٢٦٢).

پتولمايوس Ptolemaius (لسم ٢) د دوى ځاى د نورو خلګو په څنګ کښي داسي ټاکلئ دي: “د دغه کرښور [مارګيانا] په هغه برخه کښي چي و آمو Oxus ته نژدې ده. دربيکاى Darbikai اوسېږي، او تر دوى کښته (و سهېل ته) مس ساګيتاى Massagetai ستانه دي. د وروستنيو و شاته پارنوى Parnoi او ده آى Daai اوسېږي”.

سترابون (يوولسم ١٠٧) د دغو اپارني Aparni او ده آى Daae وطن د کسپين بحيرې (ختيځه) خوا ښووي چي وروسته د دوى په نامه سره داهستان بلله سوې ده. کوليج (١٩٦٧: ٢٥) کاږي چي پارني د لوى سکندر تر مړيني وروسته د پرثيا او هم ښايي د باختريا و سيمو ته ورکوچېدلي ول، او دغه هم هغه زمان چي د سهيلي روسيې د اقوامو تر منځ ښورښ سوئ ؤ. کله چي دوى په دغو سيمو کښي ځان ټينګ کړئ ؤ، نو ئې نيم کوچي ژوند لارء. بالاخره ئې ژبه هم د ځايي خلګو له ژبي سره ګډه سوه. د کوليج له بيانه څخه دغه تطابق يوه اوږده عمليه اېسيږي. خو شيپمن (١٩٨٠: ١٨)  کاږي چي دوى به ښايي د پرثيا او هيرکانيا له نيوني سره سم پرثوانه بلل سوي وي.

ؤولسکي (١٩٦٩: ٢٠٥ – ٢٠٨) له خپلو څېړنو څخه و داسي نتيجې ته رسېدلئ دئ چي وايي کله کله ديموداماس Demodamas د سلوکس او ارنتيوخوس دواړو جنرال ؤ. دى په سغديانه کښي په فتوحاتو بوخت ؤ. لا هغه زمان داهي Dahi و دغي د سيحون او جيحون تر منځ سيمي ته لا ورلېږدېدلي نه ول. دا ځکه چي دء  يا نورو ئې يادوءنه کړې نه ده. کله چي په ١ – ٢٨٢ ق م کښي سيلوکس نيکاتور مړ سوئ ؤ، په دغه زمانه کښي داهي د سيحون او جيحون و ميتاني (سغديانا) ته ورکوچېدلي دي او هم په دغه زمان کښي پارني له خپلو داهو قوميانو څخه ځان بېلوي، مخ پر وړاندي د سهېل و خوا ته درومي او د اوخوس سيند پر غاړو باندي اړوي، او هم پر هغو بېدياوو باندي چي و ويران کړل سوو ښارونو ته څرمه واقع دي. “د دې له پاره څو دغه نتيجه مو تثبيت کړې وي دا بس ده (کفايت کوي) چي د بريدونو بل دغسي (ورته) مثال ته مو حواله ورکړې وي، کم چي تر دغه دېرش کاله وروسته وقوع موندلې ده. دغو پارنيانو د ارڅک تر مشرتابه لاندي د اوخوس سيند غاړي پرېښوولې او د هيرکانيې – پرثيا پر ساتراپي باندي ئې بريد ورووړ. نيسايا ئې په ٢٥٠ ق م کښي، پرثيا ئې په ٢٣٨ ق م کښي، او هيرکانيه ئې په ٢٣٥ ق م  کښي ونيوله.

هرځغلد (١٩٣٢: ٣٦) کښلي دي چي: “د ساکو يو خېل، پارني يا اپارني، چي په داهو پوري ئې اړه لرله د داهستان له بېديا څخه چيري چي پخوا د آمو سيند و کسپين بحيرې ته وربهېدئ، د پرثاوا په ساتراپي ورننوتل. سليوکيانو و دغي پېښي ته ايله ورکړه چي ځه پېښه دي سي. دغه نوې شاهي سمدلاسه پر بشپړي پرثيا باندي چاپېره سوه. دا چي دوى د زړې ساتراپۍ [پرثووا] پر اوېجه باندي خپله شاهي تاسيس کړې وه، نو دغه اشغالګران هم د دغي ساتراپۍ په نامه سره پرثيايان وبلل سول، او سوکه – سوکه دوى پخپله هم وروسته ځانونه دغسي وښوول، هغه پخوانى ولسي نوم پرثاوا هم په جغرافياوي مانا سره اخسته کېدئ، خو وروسته د پرثوانه په توګه سره بيرته ولسي نوم ګرځېدلئ دئ.

ترمخه مو وليدل چي کلاسيک او وروستني مؤرخان داسي پوهېدلي دي چي وايي توهي (تاهي) او پارني ټول کوچيان او پردېسان ول. د دوى په برعکس، تارن (١٩٣٨: ٥٧٥) پر دې باندي ټينګار کوي چي دهاى Dahae قبيله “يومخيزه کوچيان نه ول”. په دغه پسې ئې دى خپل فهم داسي افاده کوي: “د باختريانو زورور خو نيمګړي خپلواک ساتراپ ديودوتس Diodotus هڅه وکړه چي (داهي) تر خپلي سلطې لاندي کړي. څو د دء له جوغه څخه وتلي وي دوى د هيرکانيې – پرثيا و ساتراپۍ ته ځني وتښتېدل”. دغه خلک پارني د داهو د اتحاديې يوه څانګه وه.

دغه لانجه چي موږ اوس په بوخت يو، سترابون (يوولسم ٩، ٣) په خپل وخت کي ورسره مخامخ ؤ چي دى ئې داسي ښووي: “دوى وايي چي اپارنيان (اپارنوى Aparnoi) ده آى (Daai) له هغو ده آيو Daon څخه دي کم چي د ميوتيس Maeotis تر خليج لوړ اوسېدل، او خندي (خندوى Xandoi) يا پريي (پريوى Parioi) نومېدل، ځني رالېږدېدلي دي. خو هغه نظر چي وايي دغه (ده آى) د هغو سکيثو  يوه برخه ده کم چي د ميوتيس د خليج  پر شاوخوا باندي اوسيږي، په خپل بشپړوالي سره منل سوئ نه دئ”. څنګه چي دى (د پارنيو) دغه پېژندنه هم نه مني نو و هغو (داهو) ته مخ وراړوي چى دى (سترابون، سوولسم ١٠٧) وايي: هغيو “د اپارني لقب اخيستئ دئ”، اود کسپين بحيرې پر ختيځه غاړه باندي ژوند کوي. د سترابون په زمانه کښي دغه نظر او فهم عموميت لارء.

د سترابون د معلوماتو مهم ټکئ دا دئ چي دى وايي يو ټل “داهو” د “اپارني” لقب اخيستئ دئ. نو په دغه لقب اخيستني سره دوى يو نوئ شهرت هم موندلئ دئ.

واقعيت به خود داسي ؤ چي په “داهو” کښي به يو خېل “اپارني” نومېدل.

 

د داهستان ازل

 

د غزنويانو په دوران کښي

 

تر دغه زمانه پوري چي غزنوي تورکان پر دغي لويي سيمي باندي د قدرت خاوندان ول د داهستان نوم لا ځاى پر ځاى پاته ؤ. زء به لاندي له تاريخ بيهقي څخه ځيني اخيستني درکم چي و لوستونکي ته ئې د جغرافياوي سيمي ځيني خواوي ورښکاره کېدلاى سي. بيهقي ابوالفضل داهستان د سرتوري په فتحه سره دَهستان کښلئ دئ.

“امير مسعود را بسيار نزُل فرستاد پوشيده به خطها و نامها و ظرائف ګرګان و دَهستان جز از آنچه در جملۀ انزالِ امير محمود فرستاده بود” (تاريخ بيهقي ١٣٦٤: ١٦٣).

وړاندنۍ يادونه د ٤٢١هـ ده او دغه پسې اقدامات ئې په ٤٢٤ هـ کښي کړي دي. نو بل عبارت ئې داسي ښوونه کوي.

“و حاجب بزرګ بلګاتګين از نشاپور برفت با غلامان و خيل خود، و سپاه سالار على ديګر روز چهارشنبه. و نامه ها رفت به باکالنجار با مجمزان تاهشيار و بيدار باشد و لشکرى قوى به دَهستان فرستاد تا به رباط مقام کنند و راهها نګاه دارند” (همغه: ٤٧٥).

دغه مانا اطلاعات او مخابراتي تشکيل ئې لارء.

بيا وروسته بله يادوءنه ئې چي د ٤٢٦هـ ده، د سيمي د اشغال په اړوند اندېښمن دي:

“از خواجه بو نصر مشکان شنيدم  ګفت: چون باز ګشته بوديم امير مرا بخواند تنها و با من خلوتى کرد و ګفت درين بابها هيچ سخن نګفتى. ګفتم زندګانى خداوند دراز باد، مجلسى دراز برفت و هر کسى آنچه دانست ګفت … چون همګان بګفته بودندى و باز ګشته با تو مطارحه کردى، که راى تو روشن است و شفقت تو ديګر و غرضت همه صلاح ملک. ګفتم: زندګانى خداوند دراز باد، اګر چنان است که اين چه خداوند را ګفته اند از حال دَهستان و ګرګان و طبرستان بجاى آيد از علف و زر و جامه و در خراسان خللى نيفتد اين سخت نيکوکارى و بزرګ فايده يى است” (تاريخ بيقهى: ١٣٦٤: ٥٧٧).

دغه زمان د تورکمنانو سېل پر سيمي باندي ورتلونئ ؤ او تورکان ځني اندېښمن ول.

“و بونصر مشکان را ګفت: نامه ها بايد نبشت به مرو و بلخ تا هشيار و بيدار باشند و بيابانها و ګذرهاى جيحون باحتياط نګاه دارند، که ما قصد دَهستان داريم تا ازين جانب در روى خوارزم و نسا و بلخان کوه باشيم و ترکمانان را به جمله از خراسان رمانيده آيد و شغل دل نماند” (تاريخ بيهقى: ١٣٦٤ : ٥٧٦).

په هر عبارت کښي ئې پل کرښي خپلي نه دي. له وړاندني عبارته څخه داسي فهمول کېږي چي د جيحون و شمال او ختيځ ته خراسان ويل کېدل. دوى غوښتل چي د جيحون غاړي ئې ورته نيولي وي. څو تورکمنان و خوارزم، داهستان، او ګورګان ته وراووښتي نه وي. کال هم هغه ٤٢٦هـ دئ.

“دى سخن رفته است درين رفتن بر جانب دَهستان و راى عالى قرار ګرفته است که ناچار ببايد رفت. و خداوند شمشير در مجلس خداوند که ګفتند: “ايشان فرمان بردارند هر چه فرمان باشد” شرط کار ايشان آن است ولاکن بابنده چون بيرون آمدند پوشيده بګفتند که اين رفتن ناصواب است و از ګردن خويش بيرون کردند” (تاريخ بيهقي ١٣٦٤:٥٧٩).

له غزني څخه سپاه تر خوارزم او داهستان پوري بېول به هرومرو ستونزي لرلې. ځکه ئې نو ځيني سپاه سالاران لا سرغاړي سوي ول چي دغه ئې دښېګڼي او برياوو زېرى نه دئ.

“چون روز ده بګذشت – و درين مدت پيوسته شراب ميخورديم. امير خلوتى کرد با وزير و اعيان دولت و قرار ګرفت که امير مودود بدين لشکرګاه بباشد با چهار هزار سوار از هر دستى و مقدمان ايشان، و التونتاش حاجب مقدم اين فوج، و همګان ګوش باشارت خداوندزاده دارند، و دو هزار سوار ازين عرب مستامنه به دَهستان روند با پيرى آخور سالار و سه هزار سوار سلطانى نيمى ترک و نيمى هندو، و ايشان نيز ګوش بفرمان امير مودود دارند. و خلوت بګذشت و لشکر به دَهستان رفت و مثالها که بايست سلطان فرزند را بداد. و روز يکشنبه (دوشنبه) دوازدهم ماه ربيع الاخر از ګرګان برفت، و ازينجا دو منزل بود تا استراباد” (همغه: ٥٨٤).

کال ئې ٤٢٩هـ ؤ. داسي ايسي لکه تهاجمي مرحله چي دي پرېښووله سوې او دفاعي مرحله دي پيل کړه سوې وي. ويلاړ ئې دا ؤ چي د خپلي ارتي سيمي ساتنه ئې کړې وي.

“و درين هفته ملطفه هاى مهم رسيد از دَهستان و نسا و فراوه که باز ګروهى ترکمانان از بيابان برآمدند و قصد دهستان دارند تا چيزى ربايند. و امير مودود نبشته بود که “بنده بر چهار جانب طليعه فرستاد، سوارى انبوه، و مثال داد تا اشتران و اسبان رمک را نزديک تر ګرګان آرند، و بر هر سوارى که با چهارپاى بود دو سه زيادت کرد”. و جوابها رفت تا نيک احتياط کنند، که رايت عالى بر اثر [اين نامه] باز ګردد”.  (بيهقي ١٣٦٤: ٦٠٢).

دا چي داسي پېښه سوې وه نو تورکمنان تر جيحون وراووښتي ول، او د داهستان، ګورګان (جورجان) او فراوه و خوا ته مخ پر وړاندي تلل. په ترمخه کښي دوى نه غوښتل چي د سلطان مسعود له لويي سپاه او لښکره سره مخامخ سوي وي، او هغه لکه چي د دې توان نه لارء چي د ډېري مودې له پاره په سيمه کښي ورته پاته سوئ وي. دء خپل زوى په کوچينۍ سپاه سره تر شا ورپرې ايښئ ؤ. خو په خپله له لويي سپاه سره ځني ګرځېدلئ ؤ.

“بزينهار خداوند عالم سلطان بزرګ ولى النعم آمديم تا خواجه پايمردى کند و سوى خواجۀ بزرګ احمد عبدالصمد بنويسد و او را شفيع کند، که ما را با او آشنايي است و هر زمستانى خوارزم شاه آلتونتاش رحمه الله ما را و قوم ما را و چهارپاى ما را به ولايت خويش جاى دادى تا بهارګاه و پاى مرد خواجۀ بزرګ بودى، تا اګر راى عالى بيند ما را به بندګى پذيرفته آيد، چنانکه يک تن از ما به درګاه عالى خدمت ميکند و ديګران به هر خدمت که فرمان خداوند باشد قيام کنند و ما در سايۀ بزرګ وى بياراميم و ولايت نسا و فراوه که سر بيابان است بما ارزانى داشته آيد تا بنه ها آنجا بنهيم و فارغ دل شويم و نګذاريم از بلخان کوه و دهستان و حدود خوارزم و جوانب جيحون هيچ مفسدى سربرآرد و ترکمانان عراقى و خوارزمى را بتازيم. و اګر و العياذبالله خداوند ما را اجابت نکنند ندانيم تا حال چون شود، که مارا بر زمين جايى نيست و نمانده است. و حشمت مجلس عالى بزرګ است زهره نداشتيم بدان مجلس بزرګ چيزى نبشتن، به خواجه نبشتم تا اين کار به خداوندى تمام کند ان شاء الله عزوجل” (بيقهي ١٣٦٤: ٦١١ – ٦١٢).

وړاندنى عبارت داسي ښووي چي يو ټل تورکمنان له شمال ختيځ څخه تر جيحون وراووښتي ول. بل دا چي خوارزمي تورکمنان د جيحون د کښتنۍ برخي په ختيځ که په لوېديځ کښي ول. تر دغو تورکمنانو دمخه يوه بله څپه د سلجوقيانو په نامه سره د سلطان محمود په موافقې او اجازې سره تر جيحون وراووښتي او پر سيمي باندي چاپېر سوي او تر عراقه پوري رسېدلي ول. په خپله سلطان محمود هم پر خپلي اجازې ورکولو باندي پښېمانه ؤ. دغه زمان تورکمنان پر اوسني تورکمنستان باندي چاپېر سوي ول.

“و باصينى قاصدان فرستاده بوديم، بيامدند و نامه ها آوردند به مناظره در هر بابى که رفت و جوابها رفت تا بر چيزى قرار ګرفت. وصينى به نشاپور آمد روز چهارشنبه  ده روز مانده از شوال. و باوى سه رسول بود از ترکمانان. يکى از آن يبغو و يکى از آن طغرل و يکى از آن داود. و دانشمند بخارى)١( با ايشان. و ديګر روز ايشان را به ديوان وزارت فرستادند و بسيار سخن رفت و تا نماز ديګر روزګار شد و با امير سخن به پيغام بود، آخر قرار ګرفت بدانکه ولايت نسا و فراوه و دَهستان بدين سه مقدم داده آيد و ايشان را خلعت و منشور و لوا فرستاده شود، وصيني برود تا خلعت بديشان رساند و ايشان را سوګند دهد که سلطان را مطيع و فرمان بردار باشند و بدين سه ولايت اقتصار کنند و چون سلطان به بلخ آيد و ايشان ايمن شوند يک تن ازين سه مقدم آنجا به درګاه آيد و به خدمت بباشد و رسولدار رسولان را به خوبى فرود آورد. و استادم منشورها نسخت کرد، و تحرير آن من کردم، دَهستان به نام داود و نسا به نام طغرل و فراوه به نام يبغو، و امير آن را توقيع کرد. و نامه ها نوشتند از سلطان و اين مقدمان را دهقان مخاطبه کردند، و سه خلعت بساختند چنانکه رسم واليان باشد: کلاه دو شاخ و لوا و جامۀ دوخته برسم ما، و اسب و استام و کمر بزرهم برسم ترکان” (بيهقي ١٣٦٤: ٦٤١).

دغه درې کسان سره وروڼه ول، خو په وړاندني عبارت کښي داسي پېژندل سوي نه دي، دوى د هغو تورکمني ټلوالو مشران ول چي ترمخه ئې سلطان د مخنيوي له پاره له غزني څخه ورغلئ ؤ. خو په وروسته کښي تر جيحون وراووښتى او حکومت يا لا سلطان به په خپله هغه درې سيمي ورسپارلي وې.

“ما درين حديث بوديم که پيکى در رسيد و ملطفه هاى منهيات آوردند که “چون خبر رسيد از سلطان که از سرخس برفت رعبى و فزعى بزرګ برين قوم افتاد و طغرل اعيان را ګرد کرد و بـسيار سخن رفت از هر لونى، آخر ګفتند طغرل را که مهتر ما تويى، بر هر چه تو صواب ديدى ما کار کنيم. طغرل ګفت ما را صواب آن مينمايد که بنه پيش کنيم و سوى دَهستان رويم و ګرګان و آن نواحى بګيريم که تازبکان سبک مايه و بى آلت اند، و اګر آنجا نتوانيم بود به رى برويم که رى و جبال و سپاهيان ما راست و بهيچ حال بادشاه به دم ما نيايد چون ما از ولايت او برفتيم، که اين بادشاهى بزرګ است و لشکر و آلت و عدت و ولايت بسيار دارد و سامان جنګ ما بداست و از دم ما باز نخواهد ګشت” (بيهقى ١٣٦٤: ٨٢٦ – ٨٢٧).

په ښکاره سره ترمخني او وروستني دوه عبارتونه يو له بل سره متضاد ايسيږي. د ترمخني عبارت له مخي څخه حکومت و دوى ته درې اوېجي او سيمي له سوغاتونو سره ورکړلې. خو په هغو يادو کړو اويجو کښي خلک اوسېدل. نو دوى بايد دغه اوېجي له ځايي خلکو څخه نيولي واى او حکومت به ئې دفاع نه کولاى. وړاندنى عبارت دا په څرګنده ښووي چي دغه تورکمنان نه يوازي د ورکړل سوو اويجو د نيولو له پاره په تلاښ کښي ول، بل لا په سيمه کښي ئې د نورو اويجو د نيولو ټکل او فعاليت هم لارء. دوى تر خوارزميا، اوسني تورکمنستان ورتېر سوي او مخ د بين النهرين (عراق) و خوا ته پر مخ تلل او عراق ئې هم فتح کړئ او نيولئ ؤ.

کله چي په هند کښي د انګليسانو له پرمختګ سره په سيالي کښي روسانو هم په خپل پرمختګ کښي داهستان اشغال کړئ ؤ. څنګه چي په روسي ژبه کښي هې /هـ/ نسته او دوى ئې په ګاف /ګ/ سره وايي ځکه ئې نو داهستان هم داګستان باله. خو په اوس کښي ئې د سيمي خلګ داغستان بولي چي دغه واقعيت بيا دلالت پر دې باندي کوي چي د اوسنيو ځايي خلګو په ژبه کي ګاف /ګ/ نسته او دوى ئې ځکه نو په غين /غ/ سره داغستان بولي.

څنګه چي عراق د دجلې او فرات سيندونو له برکته څخه يوه آباده سيمه وه، نو هم سلجوقيانو زور واهه چي و عراق ته رسېدلي وي، او هم ورسېدل او هم دغو تورکمنانو زور اچولئ ؤ څو و عراق ته رسېدلي وي او دوى هم ورسېدل. په پايلامه کښي ئې د بغداد و خلافت ته د پاى ټکئ کښېښاوء. دغه پېښه نوري زغردي دنګلې هم لرلي دي، چي ما هم بله ليکنه پر کړې ده.

 

پايلامه:

د داهو (توهو) او پارنيو په برخه کښي دوه نظره وليدل سول. د يوء نظر له مخي څخه دوى د باختريانا، سغديانا او مارګيانا په کرښورونو کښي تر سکندري جګړو لږ وروسته له سهيلي روسيې څخه يا د ياخښارتا (سيحون) له پوريخوا (شمال) څخه و نوموړ ستراپيو ته او هم د پرثيا (پرثووا) او هيرکانيې و شمال ته ورکوچېدلي دي. د دغه نظر له ټينګو پالونکو څخه يو التهايم (١٩٥٣: ٢١٠) دئ چي داسي ئې کښلي دي: “د پارنيو قبيلې و ځان ته قاطع ارزښت وګاټه. دوى هم د اوخوس رادء پر غاړو باندي او هم د تېجند رادء پر غاړو باندي اوسېدل. اى د خوارزميا د ايسته غرونو و شمال ته ځايان ول. دغه پارني په هغو سکيثو سره پېژندل کېږي کوم چي له سهيلي روسيې څخه لېږد کړئ دئ”.

بل نظر ئې داسي وايي چي داهي (توهي) له پخوا څخه لا پر دغو سيمو باندي ستانه ول، چيري چي دوى وروسته موندل سوي او پېژندل سوي دي. اى دوى تر لوى سکندر دمخه لا هم پر دغو سيمو او اويجو باندي اوسېدل. دغه نظر د لرغونپوهني په وروستنيو کيندنو سره لا نور هم تائيد او پياوړئ کړه سوئ دئ. بل لا دا هم چي د لوى سکندر په دوران کښي هم داهوي (داهي، توهي) په نوموړو ساتراپيو کښي اوسېدل او هم دء دوى په خپل لښکر او سپاه کښي او هم ئې په خپلو شاهي ساتندويانو کښي شامل کړي ول.

دوى لا هغه زمان د تانياس Tanias (دنيوب) د سيند پوريخوا هم اوسېدل (آريانوس، درېيم ٨٢، ٨). دا لا څه چي دوى د داريوش Darius په هغه لښکر او سپاه کښي چي له لوى سکندر سره جنګېدل هم شموليت لارء (اريانوس، درېيم ١١، ٣). او دوى د بېسوس په لښکر کښي هم ولاړ ول (اريانوس، پنځم، ١٢، ٢) چي ترمخه ئې هم يادوءنه سوې ده.

ګيرشمن (١٩٦٤: ٤٤٠) کاږي: “پرثانه د ايراني کوچيانو يوه قبيله ده چي په داهو پوري ئې اړه لرله او دغو بيا د بېلابېلو کوچي قبايلو يوه اتحاديه جوړوله چي ارڅکيانو پکښې د دوى [خپل] شاهي کهول تاسيس کړ”.

د هرڅغلد (١٩٢٩ لومړى ١١٠) د بيان له مخي  څخه پرنوي يا اپارنوي د هغي داهي قبيلې نوم دئ په کومي پوري چي ارڅکيان اړه لري. دغه شاهي کهول و پرثيا ته تر ورکښېوتني وروسته په نيشاپور کښي ستانه سو. په دغه پسي ئې سم نيشاپور د پرثيا د کرښور  مرکزي شاهي ښار ؤ، او د ساسانيانو په بشپړه زمانه کښي هم داسي ؤ.

داسي ايسي لکه هرځغلد چي به شمالي نيسايا په سهېلي نيسايا سره اشتباه کړې وي. ځکه چي هغه نيسايا چي پارنيو د خپل واکمنتوب مرګز ګرځولى ؤد شمالي پرثيا (پرثووا) په استاوېنه کښي وه چيري چي ايسيدوروس (١١) ښوولې ده.

وړاندني اکثريت بيانونه د لوى سکندر او تر دء وروسته زمانو د يوناني مؤرخانو له خوا څخه ثبت سوي او بيا نورو اوسنيو پوهانو يو راز او بل راز فهمولي او توجيه کړي دي.

د اسوريا د بادشاهانو ډبرليکونو په سرې سره هغه چي په درېيم سليمان پوري اړه لري د عيسى تر ميلاد (زوکړي) څه درې زره کاله دمخه پرثووانه د داهو په شمول داسي ښووي چي اووء ويشت  قبيلوي بادشاهۍ ئې لرلې، او دء له دوى څخه ججې اخيستلې. دغه شاهۍ له زاګروس سلسلې غرونو څخه تر پاميره پوري او هم د سيحون پوريخوا او په هاماوران (اوسنۍ تورکيه) کښي د باسفورس تر آبنا پوري خپرې وې.

داسي ايسي لکه پرثووانه (پخواني پښتانه) چي به هغه زمان د داهو د قوم يوه قبيله وه. بيا نو دغه لوى قوم چي د سير (سيحون) رادء له پوري خوا څخه ئې د کسپين بحيرې تر ختيځو غاړو پوري ژوندون لارء، ولي ئې د غړو شمېر له ميليونونو څخه و زرونو ته راکم کړء سوئ دئ؟ علل او عوامل ئې څه دي يا څه ول؟

يو خو له دغه لويه قومه، داهو څخه درې لويو قبيلو انشعاب يا بېلوالئ موندلئ دئ. يوه له دغو درو قبيلو څخه اڅکزيان دي. د دوى د نيکه (ارڅک) غور نيکه ځان “پرثه داراى” ملقب کړئ دئ، د دء اصلي نوم نه و ما ته او نه به هم ښايي و بل چا ته ورمعلوم وي. په دغه شاهانه لقب سره هم چا پېژندلئ نه ؤ، او لا به ئې تر اوسه هم پېژندلئ نه وي، مګر زما ليکنه ئې لوستلې وي.

دغه پرثه داراى د لوى سکندر په اردو کښي سپاه سالار ؤ. دى له خپلي سپاه سره په فارس کښي مقرر سوئ ؤ چي هورې ئې خپله شاهي جوړه کړه. دء خپل زوى ارڅک له يوې سپاه سره و پرثووا (اوسني خراسان) ته واستاوء چي هورې ئې له مکدونيانو څخه پرثيا ونيوله.

په تاريخي آثارو کښي يو خورا ارزښتناک ميډال سته چي د پرثه داراى، د دء د زوى ارڅک او د سيلوکس د زوى لومړى انتيوخوس درو سرو څېرونه ورباندي ښوول سوي دي چي دوى د روغي او دوستۍ مرکه کړې ده.

کله چي د ارڅک نمسى ارڅک چي د پرثه داراى کړوسى ؤ، په پرثووا کښي بيا بله پلا بادشاهي جوړه کړه او په دء پسې ټولو بادشاهانو ځانونه ارڅک بللي دي، نو داهوي، نه د اڅکزو قبيله له داهو څخه بېله سوې ده.

بله قبيله چي له داهو څخه بېله سوې ده هغه ترينان دي. دوى په اصالت کښي (توهي آرين) ول چي مانا ئې رودي توهي ده. دوى به په ډېر احتمال سره د هريرود پر غاړو باندي اوسېدل، او نوم به ئې هم له دغه رادء سره تړاو لري. (توهي آرين) په وګړيزه ژبه کښي ئې لنډون (ترين) سوئ دئ. د پښين ترينان لا اوس هم په دې عقيده دي چي (اڅکزي) د (ترينو) يوه قبيله ده. په واقعيت کښي په خپله (ترين) او هم (اڅکزي) د توهو يا داهو دوې قبيلې دي.

درېيمه قبيله چي له داهو، توهو څخه بېله سوې ده. هغه توخي دي. ترمخه د دې ښوونه سوې ده چي د لوېديځ هې /هـ/ د سيمي په ختيځ کښي په خې /خ/ سره ويل کېږي چي توهي هم توخي سوي دي. او نور پښتانه ختيځوال بيا حې /ح/ په خې /خ/ سره اړوي. محمد ته مخمد، الحمد ته الخمد، احمد ته اخمد، حميد ته خميد، او داسي هم نور څه وايي.

نو له داهو څخه دغه داڅکزو، ترينو، او توخو درې قبيلې بېلي سوي دي که بله قبيله لکه الانان ځني بېله سوې وي هم دي وسي. خو زء ورته ځير سوئ يا پر پېښ سوئ نه يم.

يو بل عامل چي قوم او قبيله ننوي يا ئې تباه کوي هم، هغه په دوى کښي د ملي فهم، سياسي شعور، او اتحاد نستوالئ دئ. د قوميت پر ځاى باندي قبايليت پالنه پکښې پياوړې وي چي دغه نو په اصالت کښي تفرقه او د خپلي تباهۍ توخم په ځان کښي لرل دي. نو چي هم جهالت سي او هم قبيلوي تفرقه سي نو دوى په خپله هم يوې قبيلې بله قبيله شړلې او تباه کړې ده. دغه تاريخي واقعيتونه دي.

بل دا چي د دباندني دښمن پر ضد باندي ئې نه اتفاق سره کولاى سواى او نه ئې هم د ځان دفاع کولاى سواى چي د دغه ناورين په نتيجه کښي ئې خورا ډېره سيمه بايللې ده، او آن لا خپله آزادي هم. دغه قبيلوي تفرقه ئې دونده په شعوري توګه د وګړو له خوا څخه نه پاللـه کېږي لکه د نيمګړو له خوا څخه چي پاللـه کېږي. نيمګړي دغه قبايليت پالنه په شعوري توګه سره کوي، او د سياسي اهدافو له پاره کار ځني اخلي. له بده مرغه چي ما پرته له ښادروان سرغنه محمدداود د افغانستان لومړنى جمهور رئيس څخه بل داسي څوک پېژندلئ نه دئ چي د قبايليت پالني مخنوي دي ئې کړئ وي يا دي ئې لږ تر لږه غندلې وي. وايي چي د حسن زوى فريد، ملقب په شېرشاه سوري سره، هم د قبايليت مخالف ؤ.

دا چي نو ولي قبايليت پالنه په دوى کښي داسي پياوړې ده هغه سرنى عامل ئې د دوى جهالت دئ. دوى و خپلو نژدو شخصي ګټو ته ګوري، خپلي ليري ملي ګټي نه ويني او نه هم پرې پوهيږي. که دوى د عقل او سياسي شعور خاوندان واى، دوى به نه يوازي يوه لوېشت مځکه بايللې واى بل به ئې لا تر پخوا نوره هم پراخه کړې واى. نو څه چي و دوى ته په کار دي هغه د جهالت له حيوانيته څخه وتل دي.

په پاى کښي مي بايد يوه بله يادوءنه هم کړې وي، او هغه دا چي د داهو نوم ولي داسي لږ ؤ ډېر بېلابېل کښل سوئ دئ؟

دا ځکه چي دغه د بېلابېلو ټولنو اداينه ده او هم يوناني ليکوالانو دغه بېلابېل اورېدلئ او د خپلي ژبي له ادايني سره ئې لږ ؤ ډېر سمون ورکړئ دئ. د څرګندوني په توګه موږ نن ورځ دغه نوم داهوءى يا داوءى تلفظ کوو، خو دري ژبي کسان ئې داوي Dawi وايي.

بل دا چي په پښتو کښي هم دوې ادايني لري. د څرګندوني په توګه په اصلي مفرد فاعلي حالت کښي داوءى Daway ويل کيږي خو د اضافت او په مفعولي حالت کښي داوي Dawi اداينه لري. نو په يوناني ژبه کښي هم دغه نوم د بېلابېلو ژبنيو يا ګرامري حالاتو تابع ګرځول کېږي. بل دا چي دغه نن په پښتو کښي لږ تر لږه درې لويي ژبنۍ لهجې سته. چيري چي هې /هـ/ تلفظ سته، هورې دغه نوم (توهي) يا دغه ته ورته ويل کېږي. خو چيري چي بيا هې /هـ/ په خې /خ/ سره تلفظ کېږي هورې دغه نوم توخي Toxi ويل کيږي. نو دغسي نومونه هم د ګرامري حالاتو تابع وي او هم تصريف مومي، او هم د ږغېدونکو او ليکوالانو د لهجوي ادايني تابع وي.

پو بل څه بايد لا هم پر زيات کم چي د پښتنو توکوم چي پخوا ئې خورا لوى هيواد لارء يا پر خورا ارته مځکه باندي ځايان ول، دلالت پر دې باندي کوي چي شمېر به ئې د اوسنيانو پښتنو لس ګرايه ډېر ؤ. بيا نو څه پېښه سوې ده چي د دوى داسي ننېدلي او يو کوچني قوم ځني جوړ سوئ دئ. ځيني عوامل مي ئې ترمخه ياد کړل، بل وروستنى عامل ئې د دوى خپل جهالت او ضعيف النفسي ده يا ملي شعور او احساس نه لرل دي. نو دوى پر درېيم نسل باندي خپله ژبه بايلي دا که به څه هم په خپل مملکت کښي او د بلي ژبي د ږغېدونکو په چاپېريال کښي واقع وي.

 

Ÿ

)١( دغه بخاري عالم به ښايي د زرونو احاديثو ثبتوونکئ ليکوال امام ابي عبدالله محمد بن اسماعيل بخاري ؤ، چي له بخارا څخه به ئې د شفاعت او منځګړتوب له پاره ورسره بېولئ ؤ (پ).

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!