منډيګک
افغان تاريخ

د اعليحضرت غازي شاه امان الله خان د ژوند انځور

0 102

د اعليحضرت غازي شاه امان الله خان د ژوند انځور

زوکړه: اعليحضرت شاه امان الله خان (تلواک) د١٨٩١ د فبرورۍ پر   دويمه په کابل کې زوکړى دى. دا وخت (١٩٢٧ کې ) ٣٦ کلن دى.

قلمي انځور: د اعليحضرت بڼه او څېره ډېره ښکلې ده، ډېر ښايسته ځوان دى، منځکوره ونه، مزى بدن، سور سپين رنګ، اغېزناکه څېره، غټې سترګې، ښوى مخ او لنډ بريتونه لري.

امان الله خان له خ‍پلې مېرمنې او مور (سرور سلطان) سره

علمي وړتيا: د اعليحضرت مورنۍ ژبه پښتو ده، خو دى زياتره پارسي خبرې کوي او په پارسي کې لوى لاس لري. پردې سربېره په عربي او ترکي ښه ګړېږي، خو عربي يې ښه پوره زده ده.

په ډيلي کې د افغانستان د سفير وينا ده، چې د اعليحضرت له اردو ژبې سره ځانګړې مينه ده، نو ځکه يې د اردو ژبې زده کړه پيل کړې ده. هيله ده ليک او وينا يې ډېرژر زده کړي. اعليحضرت په فرانسوي او انګرېزي هم يو څه پوهېږي، خو ډېر نه.

خوى بوى: د اعليحضرت خوى بوى (اخلاق) دومره ښکلى او اسلامي دى، چې څوک يې يوځل وويني، پرې مېنېږي. د اعليحضرت عادت دى، چې کله په کابل کې څوک اوپره ( نابلده) وويني، نو موټر ورته ودروي او په ډېره مينه خبرې پوښتنې ګروېږنې کوي.

اعليحضرت په درباري غونډو او بنډارونو کې له هر چا سره په ډېره مينه خبرې اترې کوي او دومره وروروليز او په ورين تندي چلن کوي، چې هر څوک پرې مېنېږي. اعليحضرت پر مساوات بې کچه مين دى.

د نورو پاچايانو په څېر ځان اسماني هستي نه ګڼي، بلکې د خاورې او اولس يو خدمتګار يې بولي. که څوک ورته په کږه ملا سلام وکړي، يا يې لاسونه ښکل کړي، يا د نورو پاچايانو د دربارونو په څېر کوم کار وکړي، نو اعليحضرت سخت خپه کېږي. دى په ټينګار حکم کوي، چې له روغبړ او ستړي مه شي پرته دې نور څه ونه شي.

ملکه ثريا طرزي (زېږېدنه: ۲۴ د نومبر، ۱۸۹۹، مړينه: ۲۰ د اپرېل، ۱۹۶۸) د شلمې پېړۍ په پيل کې د افغانستان ملکه او د امير امان الله خان پاچا ماندينه وه. ثريا طرزي په سوريه کې زېږېدلې وه او زده کړې يې له خپل پلار سردار محمود طرزي نه ترلاسه کړي وې. نوموړې په قوم پښتنه او د محمدزيانو ټبر پورې تړاو درلوده. نوموړې د خپل د وخت يوه تر ټولو پياوړې مسلمانه افغانه ښځه وه چې د ښځو د حقونو لپاره يې هلې ځلې کړي

د تخت ناستې د غونډې د نمانځنې خبره ده، چې د دلکشا ماڼۍ په لوخونه (هال) کې يې له اولسي استازيو سره کتنه کوله، د ګڼو هېوادو سفيران او شاهي کارمندان ناست وو. دغه وخت يوه مولوي صاحب له ډېرې مينې د اعليحضرت لاس ونيو او په زور يې  ښکل کړ.د هغه په داسې کړو اعليحضرت  سخت خپه شو. مولوي صاحب ته خو يې څه ونه ويل، خو د دربار وزير سردار يعقوب خان ته يې وويل: يوځل مې چې امر کړى وي، چې د ناشرعي چارو اجازه نشته؛ نو بيا ولې خلک له داسې کړو وړو نه منع کېږي؟

تخت ناسته: اعليحضرت شاه امان الله خان پر (١٩١٩)ع کال د افغانستان پر تخت  کېناست. د تخت ناستې بهير داسې و، چې امير حبيب الله خان د هېواد د يون په لړ کې په جلال اباد ( د لغمان په ښکارغلي –کله ګوش) کې و، نو د شپې يوه ناڅرګند سړي د تمانچې په ګولۍ شهيد کړ.

دې پېښې په مېشتغالي کې ترورتيا ګډه کړه او هر څوک د وير او ناورين په سمندر  کې ډوب شو. په وير او غم کې د ډوبو چارواکيو چې له امير سره وو، څو ساعته وروسته د حالت حساسوالي ته پام شو، سملاسي په کېږدۍ کې راټول شول او تر غور او سوچ وروسته يې د سردار نصرالله خان لاسنيوى وکړ اوهله نو د مرحوم امير د کفن او ښخولو چارې تر سره شوې. د امير نصرالله د امارت اعلان وشو؛ خو د خداى غوښتنه او اراده بل څه وه. هغه(ج) د افغانستان پر پلاز(تخت) يو داسې ويښ سړى کېنول غوښتل ، چې که څه هم نوم يې په نړۍ کې خپور نه و؛ خو د خپل پاخه هوډ او اولس پالنې له امله په نړۍ کې ياد شو.

غازي امان الله خا ن د امير حبيب الله خان د شهادت پر وخت په کابل کې د والي پر ګدۍ ناست و، چې د شپې دوې بجې د پلار له شهادته خبر شو. دې خبر يې پر زړه د برېښنا څړيکه وکړه؛ خو زغم او خپلواکي يې له لاسه ورنه کړل.له خپلې مور بي بي سره تر مشورې وروسته يې سهار مهال پوځ راټول کړ او د امير د شهادت خبر يې ورواوراوه او يوه زړه لړزوونکې وينا يې ورته وکړه. پوځي منصبوالو د شهزاده د پت پالنې ژمنه او لاسنيوى وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د امير کسات به اخلي. دوه ساعته وروسته د کابل ټولو لويانو او پوځي او اداري مشرانو امان الله شاه خپل پاچا غوره او لاسنيوى يې وکړ. دا خبر چې کله جلال اباد ته ورسېد، نو سردار نصرالله خان يې په ورين تندي هرکلى وکړ او ويې ويل: رښتيا امان الله خان د واکمنۍ او پرمختګ او سمون ډېره وړتيا لري. زه دده لپاره د خپل امارت له حقه تېرېم.

زما د يوه مخور افغان دوست چې د کابل د سياسي انجمن غړى دى. ددې انقلابي حکومت په باب وينا ده، چې کله د امير حبيب الله خان مرحوم د ښخولو خبر په کابل کې خپور شو، نو شاهزاده امان الله خان د کابل ټول چارواکي او لويان راغونډ کړل او يوه داسې زړه ناستې وينا يې وکړه، چې له ټکي ټکي يې وير او غم څڅېده. د وينا په اورېدو ټولو په يوه خوله وويل:

اعليحضرته! بېشکه، چې د شهادت دا پېښه يوه دردوونکې پېښه ده. په موږ کې به داسې څوک نه وي، چې له ارواښاد سره د زړه مينه ونه لري؛ خو د الهي رضا  پر وړاندې هيڅوک څه نشي کولاى، د هغه پر حکمت زموږ پوهه نه رسي، نو زغم پر موږ فرض دى. موږ په ډاګه دا عرض کوو، چې بېشکه چې سردار نصرالله خان د مرحوم امير سکه ورور او ډېر نېک سړى دى او سردار عنايت الله خان د مرحوم امير مشر زوى او ځايناستى(وليعهد) دى ، خو په دوى دواړو مشرانو به د حکومت نظام ټينګ پاتې نشي، ځکه نو موږ تر ډېر سوچ او غور وروسته تا خپل پاچا منو. بيا نو د دولت ټولو چارواکيو او مخورو د اعليحضرت امان الله شاه لاسنيوى وکړ. تر لاسنيوې وروسته د هېواد چارواکيو او مشرانو وګڼله، چې په انقلابي حالت کې د نظم او سمون په اړه سملاسي هڅې اغېزمنې وي او له ډيل او ځنډ نه ناوړه پايلې راولاړېږي؛ نو د دولت چارواکيو له واره د تخت ناستې د دود پر ځاېينې هوډ وکړ او سملاسي دود پر ځاى شو. د سلامۍ توپونه وډزېدل او پوځي ډلې د سلامي نغمې وغږولې او د تخت ناستې د اعلان يو شاهي فرمان خپور شو.

کله چې جلال اباد ته د امان الله شاه د تخت ناستې خبر ورسېد، نو سردار عنايت الله خان او سردار حيات الله خان تر غور و سوچ وروسته غوره وګڼله، چې د امان الله خان اطاعت دې وشي، نو له تخته لاس پر سر شول.

امير نصرالله خان له واره امان الله خان ته ليکلي ولېږل، چې متن يې داسې و:

     ګران زوى امان الله خان ته د خوار بنده نصرالله تر دعا وروسته: ته خبر يې چې ما د ځينو دوستانو په غوښتنه د افغانستان امارت منلى و او ته مې خبر کړى وې؛ خو اوس چې ماته جوته شوه، د کابل خلکو ستا لاسنيوى کړى دى او د افغانستان مشر يې ټاکلى يې؛ نو زه له امارته لاس اخلم. زه ستا له امارته نټه (انکار) نه کوم. زه تا يو ويښ، زيارکښ او روڼاندى خدمتګار ګڼم. او لاسنيوى دې کوم او له خدايه غواړم، چې پر تا ګران لوړتيا او بشپړتيا ولوروي.

زه ډېر ژر کابل ته درځم، چې د مخامخ لاسنيوي وياړ ترلاسه کړم.

                                               د نصرالله خان لاسليک

له دې ليکلې وينا سره سردار عنايت الله خان او سردار حيات الله خان هم خپل ليکلى لاسنيوى ولېږه. دجلال اباد سپاهيانو هم خپل ژمنليک ورواستاوه.

د هرکلي اعلان

اعليحضرت امان الله شاه تر تخت ناستې وروسته تر ټولو لومړى کار دا وکړ، چې انګرېزي سفيران يې راوغوښتل او ورته ويې ويل:

افغانستان سر له ننه يو بشپړ او خپلواک (هېواد) دى. ددې په کورنۍ او بهرنۍ کړنلار کې د چا د لاسوهنې حق نشته، نن موږ د هر ځواک له اغېزه ازاد يو او هېڅ ځواک زموږ په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري. تاسې زموږ له دې اعلانه خپل حکومت هم خبر کړئ.

                             د افغان اولس په نامه پيغام

د خپلواکۍ تر اعلان وروسته اعيحضرت د افغانانو په نامه په دې منځپانګه يو پيغام خپور کړ:

غيرتي اولس او زړورو عسکرو!

د خداى خوار بنده ستاسې خدمتګار امان الله خان له مينې او د زړه له کومې عرض کوي، چې څه وخت تاسې د سلطنت خول (تاج) زما پر سر ايښوده، ما په لوړ غږ تاسې ته ويلي وو، چې خول و پلاز (تاج وتخت) په دې شرط منم، چې موږ او تاسې به په ګډه يو سوچ لرو او په هوډ او خپلواکۍ به د خاورې خدمت کوو، نو ځکه درته وايم، چې راځئ، په ټينګ هوډ او خپلواکۍ د هېواد د خدمت ژمنه ترسره کړئ. ما د افغانستان د خپلواکۍ اعلان کړى دى او انګرېزان مې خبر کړى دي، چې د افغان دولت په کورنيو او بهرنيو چارو کې له هر ډول اغېز نه کورټ ازاد دى او موږ نن ګرد سره خپلواک يو. له ننه افغانستان همغه حقونه لري، چې د نړۍ نور ازاد او خپلواکې واکمنۍ او سلطنتونه يې لري.

زه اوس خپل ملګري دولتي چارواکي او پوځي منضبوال خبروم، چې په پوره ژمنه او لوړې وړتيا سره خپلې ژمنې ترسره کړي، د اولس سوکالي يې په پام کې ولري، پر چا هيڅ ډول زور تېرى او زياتى نه وي. د شرعي احکامو درناوى دې وشي او پر ملکي قوانينو دې ټينګار وي.

 (د امان الله خان لاسليک)

له انګرېزانو سره جګړه

اعليحضرت شاه امان الله خان چې د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ. د ټولواکمنۍ او شاهنشاهۍ په پلوي ډلو کې شور زوږ جوړ شو. پېرنګي سفير تلولي شو، کله چې يې خپل حکومت د اعليحضرت له اعلانه خبرکړ؛ نو هېښنده ګونګوسي شروع شول. د افغانستان او برتانيا ترمنځ د مخامخ خبرو لړۍ ونښته، پر له پسې يادښتونه او يو بل ته ځوابونه تلل راتلل، چې ناڅاپه د جګړې لمبې په غرغنډو شوې، دجګړې لومړى بهير او څرنګتيا دا وه، چې د (١٩١٩) ع د مۍ پر ٩ يوه ٤٠٠٠ کسيز افغاني لښکر له اتو توپو سره له لنډي کوتل (کمکي خيبر) نه مخ پر پوله وخوځېد او د عيش خيلو په نامه يوه مشهوره سيمه يې لاندې کړه او بيا پسې مخ پر شمال پر مخ لاړل او ټولې هغه سيمې يې چې د هند په سرحدي(!) ايالت کې راتلې او د هند د حکومت په ګورت کې وې، ونيوې. دغې افغاني بريد حکومت ترهور کړ او دا خبره بېخي په ډاګه شوه، چې افغانان پاريدلي او د افغانستان له خوا د منظم جنګ اعلان شوى دى. افغاني لښکر په دومره چټکتيا په جګړه لاس پورې کړ، چې هندي پوځ يې سملاسي دفاع ته تيار نشو. په هر حال هندوستانى پوځ د افغاني لښکر د مخنيوي لپاره د جنرال کرداکر په مشرۍ له خېبره روان شو او تر بشپړ چمتوالي وروسته په عيش خېلو کې له افغانانو سره ونښت. افغاني لښکر شاتګ ته اړووت او دواړو خواو ته يوڅه زيانونه واوښتل. تر دوه ساعته جنګ وروسته افغاني لښکر پرمختګ وکړ او ډېر ژر يې د سرحدي صوبې ځينې سيمې لاندې کړې. پر لنډي کوتل (کمکي خېبر) سربېره يې کرکالى ونيو او اکرم سيمې ته نږدې يې په چترال کې سنګرونه جوړ کړل. د بنو او وزيرستان شاوخوا سيمو ته ورسېدل او تر کندهار هاخوا په چمن کې يې د مورچو جوړونې هوډ وکړ.د افغاني لښکر دغو حيرانوونکو پرمختګونو هندوستانى پوځ مرستې ته اړايست او برتانوي چارواکيو په زور زياتي په پېښور کې د خلکو په تګ وراتګ بنديز  ولګاوه، افغان ډاکي يې ونيو او د الوتکو په مرسته يې د افغانستان پر ښارونو بمباري وکړه چې له کبله يې د افغانستان لوى درستيز د خيبر سياسي استازي (پوليټکل ايجنټ) ته وليکل:

د خپلواک افغانستان د دولت د مشرتابه امان الله خان لخوا دې پر افغانستان د برتانوي چارواکيو له هوايي بريدونو، چې اخلاقي جرم ګڼل کېږي، خبروم. موږ د هندي وايسرا رارسېدلى ليک ولوست. انګليسي افسران دې له داسې کړنو لاس واخلي . د خيبر پوليټکل ايجنټ په دغه ليک څه غوږ ونه ګراوه او په دې کار سره يې د افغانانو احساسات راوپارول، افغانانو د بمباريو په مخنيوي لاس پورې کړ او د ١٩١٩ کال دمۍ پر ١٧مه يې يوه هندوستانۍ الوتکه، چې پر افغانستان يې بمباري کوله، راوغورځوله او د الوتکې پلوټان يې ووژل. تر دې وروسته  پر افغانستان د الوتکو بمباري بنده شوه.

د ١٩١٩ کال د مۍ پر ١٨مه نېټه افغاني ځواکونو اريانوونکى پرمختګ وکړ او د سرحد ايالت مشهوره سيمه(ډکه) يې ونيوله.د هندوستاني پوځ د زيات مقاومت له امله نښته يو څه اوږده شوه، خو افغاني لښکر بيا هم پياوړى ثابت شو او افغان توپويشتونکو پر دښمن سختې ګولې وورولې او دښمن ته يې ډېر زيانونه واړول. د برتانيا خپرونو دا جګړه خونړۍ جګړه وبلله.

د ١٩١٩کال د مۍ پر١٩مه په (جمرود) او (علي مسجد) کې نښتې وشوې او دومره سختې شوې چې شپې ته هم وغزېدې. پر سهار يې جمرود ته له پېښوره د پوځ نوى ټولى واستول شو چې په ليدو يې افغانان په بيديا کې تيت شول. دا د افغانانو عادت دى چې د جګړې پر مهال دښمن پرځاى پرېږدي او بل لوري ته مخه کوي(١).

د ١٩١٩کال د مۍ پر ٢٠مه افغانانو د سرحدي سيمو پر ځينو ځايونو سخت بريدونو وکړل او د پلان له مخې يې جګړه دومره اوږده کړه چې هندوستانى لښکر يې له ستونزو سره مخ کړ. د مۍ پر يويشتمه هم په ټولو سنګرونو کې جګړه روانه وه او دواړو خواو ته ډېر زيانونه واوښتل. هندوستانى پوځ ځکه ډېر زيانمن شو چې افغاني لښکر له غرونو سره بلد دى او کله چې له ستونزو سره مخ شي، د جګړې ډګر پرځاى پرېږدي او په غرونو کې تيت شي چې بيا پر مناسب وخت له سره بريدونه پيل کړي، له دې لامله يې زيانونه هم لږ وي. له بله پلوه هندوستانى لښکر له غرنيو سيمو سره نابلده دى او د يوه لوېشت ځاى لپاره بايد له سره تېر شي. د ١٩١٩کال د مۍ پر ٢٦مه نېټه د افغانانو تازه ټولي چې مشري يې نادر خان کوله د سرحد مشهوره سيمه (سپين وام) لاندې کړه او هندى لښکر مصلحتاََ په شاتګ ته اړووت. د مۍ پر ٢٧مه  افغانانو د غره پر څوکه بريد وکړ او هندى لښکر يې په شاتګ ته اړايست. د مۍ پر ٢٨مه نېټه په خوست کې افغاني لښکر د مناسب ځواک ښکارندويي وکړه او د ټل پر سيمه يې سخت بريدونه وکړل. د افغاني توپونو د  پرله پسې بريدونو له کبله هندي پوځ ډېر زيانمن شو او د اړتيا په اننګېرنه د هندي پوځونو مشر د نوو پوځي ټوليو د لېږد پرېکړه وکړه.

شاه امان الله په جلال اباد کي

د مۍ پر ٢٩مه جنرال نادر خان پر وزيرستان بريد وکړ، هندي پوځ ښه جنګ وکړ، خو د نادر خان مخه يې ونه نيولاى شوه او نادر خان وزيرستان ته ننووت. د مۍ پر ٣٠مه څرګنده شوه چې سرحدي قبايل هم د افغانانو په هڅونه په جګړه کې برخه اخلي. د جون پر لومړۍ نېټه مسودو پر جنډوله بريد وکړ.

(١)  داسې تورونه د پښتنو پر مېړانه سترګې پټول او د تاريخ لېکنې له ارونو سرغړونه ده.

د ١٩١٩کال د جون په لومړيو شپو ورځو کې جنګ روان و او سرحدي قبايلو هم پر هندي پوځونو يرغلونه کول، تر دې چې د سرحدي جرګو خلک د شپې لخوا پېښور ته ننوتل، صدربازار يې ولوټ او په کچه ګړۍ کې يې د اورګاډي پر تمځي يو نظامي اورګاډى له پټلۍ وغورځاوه.

د جون په منځيو کې ځينو قبايلو پر ميران شاه بريد وکړ او کلا منډۍ ته نږدې يې دولتي ليکې(تارونه) وشلول. مسودو کوهاټ ته نږدې پر هندي پوځ ډزې وکړې او د اورګاډو غځېدلې ليکې يې ويجاړې کړې. د مسودو ځينو ډلو پر ټوچي سيند ورواوښتلې او د اسماعيل خان ډېرې پر پولو يې بريدونه وکړل. دغو خلکو به له عجبو لارو چارو کار اخيسته، د هندي پوځ د دريشيو په څېر خړرنګه دريشۍ به يې واغوستې، له غرونو به راووتل او له پيرنګي پوځونو سره به يوځاى شول، تر يو څه مزله وروسته به د پيرنګي پوځونو پر ليکو راوګرځېدل او سخت زيانونه به يې ورواړول. تر بريد وروسته به په غرونو کې ورک شول او د دښمن له منګولو به يې ځان وژغوره.

د جون په منځيو کې اپريديو لښکر چمتو کړ او د خيبر پر ځينو پوځي چوڼيو يې بريدونه وکړل چې د ډېرښت له امله يې هندى پوځ په شاتګ ته اړووت او زيانمن شو. تر ټولو لويه ستونزه په قبايلي سيمو کې د غرونو اوږدې لړۍ، لوړې څوکې او ويروونکې درې دي چې څلورو خواوو ته يې په نوو وسلو سمبال خپلواک قبايل پراته دي چې له فطرته له جنګ سره مينه او بلدتيا لري.

داسې ښکاري چې امان الله خان لا تر جنګ له مخه ددې خبرې غم خوړلى و او خپلو جنګياليو ته يې ويلي وو، چې د هندي دولت پوځي ځواک پريوه ځاى راټولېدو ته پرېنږدي او نه دومره وخت ورکړي چې له ټول ځواک سره پر يوه ځاى يرغل وکړي؛ بلکې خواره واره دې وساتل شي. همدا لامل و چې پر يونيم زرکيلومتره اوږده پوله باندې انګرېزانو ته سخت زيانونه ورواوښتل.

سوله: هندي چارواکيو د افغانستان لخوا وراوښتي زيانونه وليدل، پوه شول چې د زغم وړ نه دي ؛ نو سم له واره يې د سولې وړانديز وکړ، ځکه د جګړې پر مهال د يونيم زر کيلومتره اوږده سنګر سمبالښت ډېر سخت کار و، په تېره په برياليتوب سره د جګړې اوږدول خو ځکه ناشوني وو، چې په سرحدي سيمو کې خلکو پاڅون کړى و.

د ١٩١٩کال د جولاى پر ٢٤مه نېټه د دواړو خواوو استازيو په راولپېنډۍ کې غونډه وکړه . د انګرېزانو استازي سرهملټن او د افغانستان استازي سردار علي احمد خان کوله. تر تودو خبرو اترو وروسته د ١٩١٩کال د اګست پر ٨مه نېټه د سولې تړون لاسليک شو او جګړه پاى ته ورسېده.

ټول کارپوهان په يوه خوله دا وايي چې افغانستان په دې جګړه کې  پاموړ بريا ترلاسه کړه او خپلواکي يې وګټله.

د خپلواکۍ جشن

 تر جګړې وروسته اعليحضرت په کابل کې يوه پرتمينه غونډه جوړه کړه. د غونډې ګډونوالو ته چې د بهرنيو هېوادونو استازي هم پکې وو، اعليحضرت له ولولو ډکه وينا وکړ. د اعليحضرت د وينا لنډيزدادى:

ورونو! په دې غونډه کې د ګډون له کبله درته ښه راغلاست وايم. ستاسې په ليدو ډېر خوښ شوم. د څښتن شکر ادا کوم چې د يوه خپلواک افغانستان د خادم په توګه نن تاسې ته ولاړيم، خبرې کوم.

ورونو! خپلواکي د هر انسان طبيعي حق دى. که څوک دغه حق تروړل غواړي، بلوسګر بلل کېږي. هر انسان بايد په زړه کې د خپلواکۍ جذبه ولري او د خپلواکۍ د جذبې تر څنګ ښايي د برابرۍ جذبه هم وپالي. هغه وخت تللى چې د قبايلو مشرانو او د ښارونو اميرانو به ځان د خداى استازي بلل او پر بې وسو وګړو به يې ظلمونه کول. اوس د برابرۍ زمانه ده. کاشکې تاسې هم ځان وپېژنئ او پر دې پوه شئ چې په نړۍ کې تر تاسې غوره خلک نشته.

ډېرى وګړي ماته باچا وايي، خو زه خداى شته باچا نه يم، يو عام وګړى يم. ددې هېواد او ملت خادم يم. زما په اند يو بېوزلى کاريګر او لوى وزير يو شان دي، زه د يوه لوى حاکم او بزګر ترمنځ کوم توپير نه وينم.

 

ملګرو! زما هندى ډرايور چې لومړى راغى، نو د هرې پوښتنې ځواب به يې په غبرګو لاسونو راکاوه او له ويرې به رېږدېده. ما د هغه پر داسې ذهنيت خواشيني وښوده او ورته ومې ويل چې ته زما ورور يې، زه او ته هيڅ توپير نلرو او له نن وروسته زما د پوښتنو ځواب په تړلو، غبرګو لاسونو مه راکوه. هغه زما خبره ومنله او اوس ځان تر ما کم نه ګڼي. ما هغه ته ډېر ځل ويلي دي چې انسانان يواځې د دندو او مسوليتونو له مخې سره توپير لري، د ارزښت له پلوه برابر دي، د امان الله او ډرايور ترمنځ يې د ويښته هومره توپير نشته.

ملګرو! خپل زړه او فکر مضبوط ساتئ او ټينګ هوډ او پخه عقيده ولرئ . خداى ډېر مهربان دى. څوک چې د يوه کار د ترسراينې پخه اراده وکړي، نو څښتن يې په هغه کار کې بريالى کوي.

تر واکمنۍ ډېر کلونه مخکې ما يو خوب ليدلى و، چې د يوې ښکلې ماڼۍ ترڅنګ پر شنه ځمکه ولاړيم چې يو دبرخې خاوند راشي. غواړي، زما پر ولو يو لوى پېټى  کېږدي؛ خو زه نه يواځې د پيټي له پورته کولو نټه وکړم، بلکې له دغې لويې هستۍ لېرې وتښتم. دغه شان د برخې خاوند خپله غوښتنه څو ځل تکرار کړي ،خو زه ورته هرځل په نه ځواب ورکوم، په دې کې زما يو هندى ښوونکى راشي او ما ځان ته وروبولي. ښوونکى راته د درود په ويلو سره د پېټي د پورته کولو امر وکړي. زه د ښوونکي له امر سره سم درود  ووايم او پېټى ولو ته پورته کړم. داسې يې تر ډېره ځايه يوسم.

که څه هم هغه وخت ددغه خوب پر تعبير پوه نشوم، خو چې اندازه مې ولګوله ، نو له همغه پيله مې په زړه کې د خپلواکۍ ټينګې جذبې ځاى نيولى و او دغه خوب زړورتيا، ناماتى هوډ او د ملت د چوپړ احساس رابښلى و. دا هم بايد ووايم چې د باور او هوډ په مټ هره ربړه او ستونزه هوارېدلاى شي.

د ١٩١٩کال کړېکچنو سياسي حالاتو ته که سړى وګوري، نو زما د واکمنۍ راتګ به ورته يو خوب ښکاره شي، ځکه په ښکاره هېڅ داسې نه برېښېده چې زه دې واکمن شم او د افغان ملت د چوپړ خول مې دې پر سر کېښود شي. زما پلار په جلال اباد کې شهيد کړاى شو، د سلطنت غړي او زما ټول خپلوان له ما ليرې په جلال اباد کې وو، حالات بېړني وو او هېڅ ملاتړى مې نه درلود. په کابل کې هم يواځې وم، خو څښتن مې مل او مرستندوى و. که څه هم د دود له مخې زما مشر ورور عنايت الله خان او له هغه کشر،خو تر ما مشر حيات الله خان شته وو؛ خو څښتن زه وګومارل او ماته يې د افغان ملت او اسلامي امت د چوپړ وياړ راپه برخه کړ؛ نو هله د خپل خوب په تعبير پوه شوم.

تر واکنيوي وروسته يواځې د يوې سيمې د پاڅون خبر راغى، خوچې ما څو پام وراړاوه، د څښتن کړه وو، خلکو پاڅونکي نيولي او کابل ته يې رااستولي وو. په غزني کې رامنځته شوې سرغړونې او خرخشې هم د څښتن په مهربانۍ له منځه ولاړې او د غزني خلکو سرغړوونکى حاکم لاس تړلى زما دربار ته راواستاوه. لنډه دا چې د څښتن په فضل ولورېينه هرڅه په ښه ډول ترسره شو.

چې يو څه ډاډمن شوم؛ نو ترغور وفکر وروسته مې د افغانستان دخپلواکۍ موضوع وڅېړله او د هېوادونو استازي مې پرې خبر کړل. همدا راز خپلو خلکو او د دولت غړيو ته مې هم په ډاګه وويل: اوس مو چې د افغان ملت مشري راسپارلې، نو پر افغانستان د پرديو اغېز او واکمني نشم زغملاى. په دغه وخت کې راته د افغاني پوځونو لوى درستيز د پوځونو د لږوالي او د وسلې د نشت خبره وکړه. هغه له دې لارې پوره زيار وايست چې ما له خپلواکۍ غوښتنې لاس پر سر کړي، خو زه د ملت د غوښتنو په ډاډ پر خپل هوډ ولاړ پاتې شوم، ځکه ما د خپلواکۍ پر ترلاسي پوخ يقين لاره، نو ترهرڅه له مخه مې د انګرېزانو سفير راوغوښت او ورته ومې وويل چې له نن نه افغانستان ازاد دى.

تردې وروسته شرايطو اړ ايستو چې تورې ته لاس کړو او جګړه وکړو. په جګړه کې خداى برى راکړ او خپلواکي مو په برخه شوه، نو زه باور لرم چې که د يوه ملت وګړي د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړي، هرومرو به خپله موخه ترلاسه کړي چې يوه ژوندۍ بېلګه يې پخپله د افغان ملت مبارزه ده.

دا هم بايد ووايم چې زه د ختيځ له ملتونو سره د زړه له کومې خواخوږي لرم او دا ورته وايم چې که منزل ته رسېدل غواړئ؛ نو د امان الله لاره ونيسئ. زه په باور سره وايم چې خپلواکي د هر وګـړي طبيعي حق دى او مسلمانان خو بيا بېخي مرييتوب منلاى نشي.                                (له جميعته څخه نقل شو)

دا په زړه پورې وينا د اعليحضرت پر خپلواکۍ پالنې، ملتپالنې او برابرۍ خوښونې دلالت کوي او د نوموړي د غوره افکارو او نېکو احساساتو ښه بېلګه يې ګڼلاى شو.

اوس د اعليحضرت پر واکمنۍ يوڅه رڼا اچوو:

د واکمنۍ طرز: د ختيځ د غازي اعليحضرت امان الله خان واکمني بې له شکه بېله، ځانګړې او له نورو واکمنيو سره خورا ډېر توپير لري. اعليحضرت د خپلې واکمنۍ ټولې چارې پراوو وزارتونو ويشلي: ١- د دفاع وزارت ٢- د بهرنيو چارو وزارت ٣- د کورنيو چارو وزارت ٤- د ماليې وزارت ٥- د عدليې وزارت ٦- د عامه چارو وزارت ٧- د تجارت وزارت

اعليحضرت دغو اوو وزارتونو ته د اونۍ اووه ورځې ټاکلې. پر دغو ورځو اعليحضرت له بېلابېلو وزيرانو سره ګوري او تر سلا مشورې وروسته ورته اړينې لارښوونې کوي. پر دې سربېره اعليحضرت د هرې جمعې تر لمانځه وروسته عامو وګړو ته وينا کوي او په مذهبي، ملکي، اقتصادي او ټولنيزو چارو کې مشورې ورکوي.

ديني احکامو ته ژمنتيا: اعليحضرت پر اسلامي ګروهې او احکامو ټينګ ولاړ او پوخ مسلمان دى، د لمانځه او روژې کلک پابند او زهد او تقوا خوښوي، له خداى څخه وېرېږي او په راکړه ورکړه کې رښتينى دى. اعليحضرت له دې هر څه سره سره روڼاندى هم دى او د رښتينو پوهانو د درناوي ترڅنګ له دروغژنو ملايانو او ټګو صوفيانو بېزاره دى. د اعليحضرت تر واکمنۍ وروسته غوړه مالو ملايانو او صوفيانو ډېر کوښښ وکړ چې دربار ته لاره ومومي، خو اعليحضرت پرېنښودل.

زموږ د درانه ملګري علامه غلام حيدر خان د وينا له مخې په افغانستان کې تر نوروهېوادو لمانځه او روژې ته ډېره پاملرنه کېږي. اعليحضرت پخپله هم د ديني احکامو خيال ساتي او پر ملګرو او خپلوانو هم ټينګار کوي. څرنګه چې د افغانستان د وزيرانو کارخونې او د پوځي افسرانو مرکزونه په شاهي ارګ کې دننه دي؛ نو چې کله د لمانځه وخت شي ، اعليحضرت پخپله هم ټول کارونه پرېږدي او جومات ته روان شي او پر وزيرانو هم د لمانځه د ادا کولو غږ وکړي. په شاهي ارګ کې يو ښکلى جومات دى چې د لمانځه پرمهال پکې ټول چارواکي او کاريګر راغونډېږي او ښه ښکلې جمع کېږي.

د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په افغانستان کې لومړى رخصتي د جمعې پر ورځ وه، خو يوه ورځ د مذهبي چارو وزير اعليحضرت ته له هغو چارواکيو سروټکاوه چې د جمعې له رخصتۍ ناسمه ګټه پورته کوي او د جمعې لمانځه ته نه راځي. اعليحضرت چې  دا شکايت واورېد، نو سم له واره يې حکم وکړچې نور به رخصتي د جمعې پرځاى د پنجشنبې پر ورځ وي. اوس د جمعې لمونځ ټول کاريګر، وزيران او پوځي افسران په ګډه ادا کوي او ددې منظر په ليدو سره هر سړى خداى ته د اعليحضرت د برياليتوب دعا کوي.

د بېوزليو پالنه:اعليحضرت خوارانو ته ځانګړې پاملرنه کوي. ډير وخت په بدله جامه کې پر غريبانو ګرځي،دهغوى له ښو بدو ځان خبروي او اړتياوې يې ورپوره کوي. د دغو لوړو اخلاقو له کبله ټول ملت اعليحضرت ته په درنه سترګه ګوري او له څښتن څخه ورته د پرمختګ دعا کوي.

اعليحضرت دې خداى د خپل رسول په مخ د ډېرو پرمختياوو او خوښيو خاوند کړي.

د افغانستان ملکه: کېداى شي ډېر کم وګړي خبر وي چې د افغاستان ملکه په سوريې کې زوکړې ده او له افغانستان  سره هېوادنۍ اړيکي نلري.

ثريا بانو د ١٨٩٨زېږدي کال د اپريل پر ١٤مه نېټه په سوريه کې زيږېدلې اوله دې سره سره چې هلته وړه لويه شوې، زده کړې يې هم هلته کړي دي.

د افغانستان پر ملکې څښتن په خلاص مټ ښکلا لورولې. منځنۍ ونه، غټې غټې سترګې، افسانوي څېره او تور ويښتان يې د ښکلا نمونې دي. لنډه دا چې د خو ځاى پکې نشته. د اغلې ملکې پلار،چې يوعالم او فاضل سړى دى، افغان دى او د ځينو مخالفتونو له کبله له هېواده لېرې سوريې ته تبعيد شوى و، چې واده يې هم بيا هملته وکړ. د ملکې مور بيا سوچه شافي توکمه ده او له دې کبله يې مورنۍ ژبه عربې ده، خوپر پښتو او پارسي هم ورسره پوره برلاسى لري،ځکه پلار يې افغان دى. ملکې پښتو او پارسي له خپل پلاره زده کړې دي.ملکه پردغو ژبو سربېره په فرانسوي هم پوهېږي.

ملکه يوه پوهه، ځيرکه، زړوره او لايقه ښځه ده او د صورت ترڅنګ يې سيرت هم ښکلى دى. پر ١٩١٩کال چې کله افغان-انګليس جګړه ونښته، نو ملکې ځينې داسې کارونه وکړل چې د هېرې وړ نه دي، لکه د جګړې پرمهال د سرتېرو مورچو ته ورتګ او هغوى ته ډاډ ورکول. د جګړې پرمهال اعليحضرت قسم کړى و، چې تر څو افغاني ځواکونه د ازادۍ جګړه ونه ګټي او افغانستان د انګلستان له ولکې راونه وځي، ترهغې به نه پر شاهي پالنګ څملي او نه به شاهي خواړه وخوري. ملکې هم د خپل مېړه لار نيولې وه اوعسکري خواړه يې خوړل. ملکه  له خپل هېواد سره ډېره مينه لري او د جرأت، زغم او همت څښتنه ده. د ملکې د دغو نېکو خويونو له لامله هر افغان د هغې درناوى کوي او له څښتنه ورته اوږد ژوند غواړي. پردې هرڅه سربېره د نوموړې هغه هلې ځلې هم د يادونې او ستاينې وړ دي چې د ښځمنو د ښوونې  روزنې په برخه کې يې په افغانستان کې ترسره کړې. هيله ده چې د اروپا تر سفر وروسته به يې نورې هم وغزوي.

ملکه ثريا د استقلال د جشن پر موقع په پغمان کي په هغه دوه ميله توپک سره پر مرغانو فير کوي چي په انګلستان کي پنځم جورج د تحفي په ډول ورکړی ؤ، هغه وخت کي د ښکار په وړاندي په هيڅ مملکت کي بنديز نه وو.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!