منډيګک
افغان تاريخ

د تېمورشاه په دوره کې دولتي جوړښت

سر محقق علي محمد منګل

01B4UD1X; Camel passing under the Quran, Jumrood, Afghanistan, Second Anglo-Afghan War, illustration from the magazine The Graphic, volume XIX, no 482, February 22, 1879.
0 108

دولتي جوړښټ (تشكيل) :
د تېمورشاه د دورې او حكومت مذهبي ، اقتصادي ، مالي، عسكري (حربى) او اداري جوړښت په زړه پورې موضوع ده ، چې اهمې برخې يې دادي :
اداري جوړښت :
د اداري تشكيل او جوړښت له مخې ، چې هغه وخت يې رواج درلود، پادشاه مطلق حكمران و ، له دې امله ټولې اداري او دوتري څانګې، وزارتونه او ولاياتونه دده تر مستقيم كنترول او حكم لاندې وو پادشاه د خپل صلاحيت له مخې حق درلود ، چې واليان (1) او وزيران مقرر او له وظيفې نه لرې كړي ، د قضا غړي او د لويو رتبو نور مامورين دده په خوښه او اراده د كار ډګر ته راتلل او دده د فكر او رايې له مخې به يې كار پيل كاوه
وكيل الدوله :
د هغې زمانې د اداري جوړښت او رغاونې له مخې وكيل الدوله هغه څوك و، چې د پادشاه په حضور كې يې د نايب السلطنه ، صدر اعظم ، نظامي او ملكي لوى مشاور او مخور په توګه دربار كې وظيفه ترسره كوله وكيل دوله تر هر چا ډېر غټ اعتبار او قدرت درلود دا كس او تن د هغې ورځې رئيس الوزرا (صدراعظم) و او د پادشاه په غياب كې يې د نايب السلطنه په څېر د پادشاهۍ د ټولو كارونو د سرته رسېدو او وارسۍ كولو ماموريت په غاړه دردلود
وكيل الدوله د هغې زمانې د خورا غټو منصبدارانو او مشرانو له ډلې شمېرل كېده او كولاى يې شول ، چې د پادشاه سره د مخالفت په وخت كې د هغه لاس د كار نه لرې او پر ځاى يې پادشاه شي
د تيمورشاه د سلطنت او پادشاهۍ په وخت كې دده نايب السلطنه او وكيل الدوله سردار عبدالله خان ايوب زى پوپلزى و، سردار عبدالله خان د لوى احمدشاه بابا د امپراتورۍ په وخت كې د ديوان بيګى (د دو ترونو امر) وظيفه په غاړه درلوده (1) دى په دېوان بيګي سره مشهور و هغه د خپلې زمانې پوه عالم او لوى سړى تېر شوى دى د تېمورشاه د زمانې ډېر درانده كارونه دده په مشوره او فكر سرته رسېدل تيمورشاه دېوان بيګي ته په ډېر درانده نظر كتل او په هر كار كې يې له هغه سره مشوره كوله
مشير، مدارالمهام (داخله او عدليه وزير) :
د تېمورشاه دوره او سلطنت د اداري جوړښت له مخې په هغه وخت كې د عدل وزارت او كورنيو چارو وزارت له يو او بل نه ګوښي او جلا نه وو ، بلكې د دواړو وزارتونو كارونه سره ګډ او شريك وو دنن ورځې په شان يې ځانته جلا نومونه نه درلودل دا دوه وزارتونه به د پادشاه نه وروسته د وكيل الدوله د خوانه اداره كېدل او د دولت ډېر مهم ارګان ګڼل كېده
څرنګه ، چې په هغه وخت كې د حكامو تغير او مقرري د عمومي هوساينې او نظم د ساتنې دپاره او د قضاو وټاكل په شرعيه محكمو كې د يو بل سره تړلي وو؛ نو ځكه ددغو دوو وزارتونو كارونه د يو او بل سره په هغه دوران كې ګډ او نه بيلېدونكى وو
د تېمور شاه حكومت په وخت كې د عدل وزارت د مدار- المهام په نامه سره يادېده ، چې د محكمو د وظيفو څخه سو.
د كورنيو وزارت ځينې وظيفې او چارې هم پرې تړلې وې او د ټاكلي وزير له خوا به تر اجرا لاندې نيول كېدې (1)
په هغه دوران كې د عدل وزيردخان علوم او يا د قاضي القضات په نامه سره مشهور و ، د عدل وزير به خامخا هغه څوك و، چې په شرعيه علومو كې يې تر ټولوى لاس درلود دې سړي به ټولې قضايي چارې او كارونه د محمدي شريعت سره سمې فيصله كولي د اسلام او محمدي دين نه يې خلاف هېڅ كار نه شو كولاى، له دې امله د عدل وزارت وظيفه ډېره درنده او پاكه وه چا به ، چې د شريعت څخه مخالف كار وكړ ، هغه ته به د شريعت سره سمه سخته جزا وركول كېده
د تېمورشاه د پادشاهۍ په زمانه كې د مدار المهام درنده وظيفه د قاضي فيض الله خان دولت شاهي په غاړه وه ، دې سړي به د نن ورځې د عدل پر چارو برسيره د كورنيو چارو وزارت كارونه او د دربار مشاوريت هم په غاړه درلود دا سړى په خپل وخت كې تېمورشاه ته ډېر منلى و ، دده نوم په تېرو بحثونو كې ځاى په ځاى راغلى دى او په خټه پښتون نه و د خاص مهارت په خاطر تېمورشاه ته ډېر ګران و
مستوفي :
كه د تېمورشاه د زمانې اداري او دولتي جوړښت ته ځير شو؛ نو له هغه نه په ښكار سره جوتيږي ، چې دده د سلطنت او حكومت په دوران كې مستوفي د اعلى دېوان او د لوى اركان په حيث خپله دنده تر سره كوله دده كارونه د وزيرانو نه وروسته ډېر درانده او غوره وو دده د پادشاهۍ په وخت كې څو كسانو د مستوفيت وظيفه اجرا كړې ده ، چې د ټولو نه يې مشهور او مخور عبدالطيف خان الجامي د كشمير اوسېدونكى و (1)
د مستوفي غوره كار د ماليې راټولول و دې سړى به هر كال د هېواد له ټولو برخو څخه ماليه د ټاكلواصولو له مخې ، چې د دولت ستر عايدو راغونډولو او وروسته له حساب كولو او اندازې معلومولونه به يې پادشاه پرې خبرولو او د هغه له سترګو نه به يې د ملك ماليه، چې څومره ده ، تېروله مستوفي په هر ځاى او ولايت كې ځانګړى دوتر او څانګه درلودله ، چې د بيلوبېلو ولاياتونو ماليه به د موظفو كسانو له خوا د مستوفي د امر د ور رسېدو سره د مربوطې سېمې له خلكو نه را ټولوله او تر راغونډولو وروسته به يې مستوفي ته رسوله مستوفي به بيا د وېش له مخې هر ځاى ته خپله د ضرورت ونډه حاكمانو ته ورلېږله ، يا به داسې وه ، چې د هرې سيمې حاكم به د ضرورت وړ پيسې د مستوفيت او ماليې له څانكې اخيستې ، لنډه دا ، چې د مستوفي كارونه ډېر او درانده وو
امين الملك ( د زراعت رئيس ) :
كه څه هم دا نوم ددې عنوان سره سر نه خوري او د ملك او هېواد او د ساتنې په معنا دى، خو د هغه وخت دا داري جوړښت او تشكيل له مخې يې د اجراء تو او كارونه بڼه هم دانه وه ، دا عنوان د املاكو د مدير او د نن ورځې د كرنې له وزير سره مشابهت لري
د تېمورشاه د سلطنت او واكمنۍ په وخت كې دې اداري او دولتي څانګې د دولت د مځكو (خالصه جاتو) محصول ټولولو او د حكومت په چارو به يې لګاوه (1) او يا به يې د دولت خزانې ته سپاره
دغه مهمه او درنده اداره د احمدشاه بابا او تيمورشاه په زمانه كې د اعلى دېوان يوه څانګه شمېرل كيده ، چې د دولت محصول به يې را تولولو، دا شان دې څانګې د هېواد په هر ولايت او دولتي سيمه كې دولتي ګدامونه جوړ كړي وو، چې هر ولايت به د ضرورت او اړتيا په وخت كې خپله ونډه ددې راټول شوي محصول نه د دولت په كار كې لګوله.
د تيمورشاه د واكمنۍ په وخت كې د هغه وخت د امين الملك وظيفه نورمحمدخان بابري ته ورسپارل شوې وه ، دې سړي دا دنده په ډېر ښه شان سره پر مخ بووله او د څه وخت نه وروسته د دوترونو د مهتمم په دندې و ګومارل شو دا، چې دا سړى په خپلو ورسپارل شويو دندو كې ډېر صادق او رښتينى و؛ نو د تېمورشاه د ډېر باور له مخې د ماليې د محكمو د پلټنې دنده هم ورته په برخه شوې وه
ايشك اقاسي (د دربار وزير ) :
د تيمورشاه د اداري تشكيل په لړ كې ايشك اقاسي د دربار د وزير حيثيت درلود ددې سړي كار ډېر دروند او غوره و ايشك اقاسي به د دربار ټول كارونه پرته د انشاء له دوتر نه ، چې د منشيانو په لاس كې و اجرا كول دا سړى پادشاه ته هم ډېر منلى او نږدې و دا، ځكه پاشاه په هر چا د دربار د وزير او ددې وزارت د كارونو اعتماد او باور كولاى نه شو دې سړي د دربار د وزارت او د دربار د ټولو څانګو د مامورينو نظم او ترتيب په لاس كې و او ده به د دربار د ټولو لګښتونو او خرڅونو حساب په خپله سنجاوه كله به ، چې دده له خوا نه د دربار مصرف وټكال شو؛ نو بيا به د موظفو كسانو له خوا تر سره او پوره كېده
د تيمورشاه د سلطنت په زمانه كې دده ايشك اقاسي سردار محمدعلم خان پوپلزى و سردار محمد علم خان د منلي او مخور دېوان بيګي ( عبدالله خان ) زوى و موږ پورته وويل ، چې تيمورشاه د ځان د ساتنې له پاره په هر چا باندې اعتبار كولا ى نه شو او هم يې د دربار كارونه هر چاته په لاس كې نه وركول څه وخت، چې دېوان بيګي مړ شو ، تيمورشاه سردار محمد علم خان ته په ميراثي ډول دا منصب وركړ (1)
منشي باشي او خاص دېوان :
د تيمورشاه د سلطنت او پادشاهۍ په دوران كې سر منشي د منشي باشي او شاهي دارالتحرير د خاص دېوان په نامه سره ياديده او ډېر دروند او غوره كار ګڼل كېده (2)
د تېمورشاه په وخت كې منشي باشي د ډېر قدرت او صلاحيت څښتن و د دده تر لاس لاندې څو پخو منشيانو او ليكونكو كار كاوه د پادشاه فرمانونه (ارقام) او نورې غوره پاڼې په ده پورې تړلې وې.
د تېمورشاه په زمانه كې هر چاد منشي باشي وظيفه تر سره كولاى نه شوه ځكه ، چې دا دروند كار د منشي باشي په لياقت او استعداد پورې تړلى و چا به ، چې په ډېر قدرت او
د خلاقه هنر په زور شاهي فرمانونه ليكل؛ نو د ليك په كار كې د حسن خط (ښكلي خط مراعات يوازېنى ارزښت و) ليكل غوره او په زړه پورې اصل شمېرل كېده چا به ، چې ښكلى خط درلود؛ نو هغه به همدې درانده كار ته ګومارل كېده ، كوم كس به ، چې په دې مهمه دنده او كار كې د ځان نه لياقت څرګند نه كړ هغه په دې دنده مقررېدلى نه شو په دې توګې سره وينو، چې د ښه خط څښتن د منشي باشي ( د ښكلي خط خاوند ) ميرزا هادي خان و دا سړى د تېمورشاه د پلار لوى احمدشاه بابا له وخت نه په دغه درنده او مهمه دنده باندې مقرر او ګومارل شوى و ده دا غوره او اهمه دنده په ډېره ښه وجه او
د ځان نه د لياقت په ښودلو سره ترسره كوله كه سړى دده د لاس خط او فرمانونه وګوري؛ نو به دغه حقيقت په پوره توګه ورته جوت شي د مېرزا هادي له مرګ نه وروسته د منشي باشي د دندې د پاره اعليحضرت تيمورشاه ابراهيم خان، چې په مشرف خان سره مشهور و، دې كار ته وګوماره (1)
صندوق دارچي ( د خورځونو رئيس ) :
د هغه وخت د اداري تشكيل په اساس خزانه ډېره غوره او مهمه اداره وه د تيمورشاه د واكمنۍ او حكومت په وخت كې خزانه د اعلى دېوان تر كتنې او نظر لاندې اداره كېدله د دولت نورې ټولې خزانې دلته د ذخيرې او ډېرۍ په ټوګه ساتل كېدلې، دوى دغه د خزانو ذخيره او زېرمه د ماليې نه بيله او ګوښې كړې وه دا كار ددې د پاره ترسره شوى و، چې د پادشاه د پاره ځانګړې خزانه په نظر كې وه او د صندوق دارچي له خوا يې كتنه كېدله ، له بلې خوانه به د ماليې ډېره برخه د مامورينو ، لښكرو او قومي مشرانو په تنخا او معاش پورې لګېدله ؛ نو ځكه د پادشاه له پاره ځانګړې او ځانته خزانه په تشكيل كې نيول شوې وه
دا ټكى هم د يادونې وړ دى ، چې د خپل هېواد دننه مليه به د مامورينو ، لښكرو او قومي مشرانو په تنخا پورې مصرف كېدله د تر لاس لاندې ملكونو ماليه او باج به يوازې او يوازې د پادشاه خزانې او ذخېرې ته راټولېدې او هلته به د پادشاه د پاره د صندوق دارچي له خوا خوندي كېدې (1)
د تيمورشاه په زمانه كې دده لوى او عمومي خزانه دار او د هغه وخت په اصطلاح صندوق دارچي التفات خان و، دا سړى د لوى احمد شاه بابا په دوران كې دده د خواجه سراى په نامه دنده په غاړه درلودله او احمدشاه بابا ته ډېر منلى او نازولى و تيمورشاه ، چې په ده باندې زيات باور درلود؛ نو دغې چوكۍ ته يې لوړ كړ ، څو ، چې دده مالونه ښه شان سره ورته خوندي وساتي
[عرض بيګي ( د عرايضو اّمر ) ]:
د اداري تشكيل له مخې عرض بيګي د نن ورځې د عرايضو د مدير او اّمر په څېر او څه له دې لوړه دنده د سرياور په شان د پادشاه په دربار كې په غاړه درلوله دا سړى به تل په دربار كې حاضر و د عرض بيګي وظيفه په هغه زمانه كې د دربار د وزير په هدايت اود هغه تر امر لاندې اجرا كېدله تېمورشاه هم د نورو پادشاهانو په شان عرض بيګي درلود او دا اداري څانګه دده په وخت كې پياوړې او بشپړه وه دده د دربار عرض بيګي محمد اكبرخان و، چې دده په خوښه په دې وظيفه باندې ټاكل شوى و (1)
جهرچي باشي (د خپرونو ، تبليغ او حكومتي چارو اّمر) :
د جهرچي باشي دنده په خپل وار سره په خپل ځاى كې ډېره درنده وه او خورا غوره بڼه يې درلودله داپه دې معنا، چې جهرچي باشي به هره ورځ پادشاهي فرمانونه ، پيغامونه او خبرونه د دربار غړيو او نورو لويو رتبو مامورينو ته رسول جهرچي باشي به د سفر (لېږد) او جنګ په وخت كې د پادشاه امرونه په جهر او لوړ غږ سره خلكو او ولس ته اورول او رسول به يې ددې سړي تر لاس لاندې نورو ډېرو وړوجهرچيانو وظيفه په غاړه درلودله، په دغو جهرچيانو د هېواد له هرې سيمې نه خبرونه او احوال راټولول
په هغه وخت او زمانه كې ، چې د مخابرې او اّژانس وسايل ډېر كم او يا هېڅ نه وو؛ نو ددې له امله او د هغه زيات ضرورت او اړتياله مخې، چې د هېواد د لرو سيمو او يا د هېواد نه د باندې خبرونه ډېر ضروري ګڼل كېدل؛ نو، ځكه جهرچيانو ډېر قدر او عزت درلود او د دوى د خبرونو راوړلو ته سخته اړتيا وه كله به ، چې د دوى قدر او عزت چا ونه كړ؛ نو كولاى يې شول ، چې په خپلو راټولو شويو خبرونو او احوال سره خلك په غلطه تېر باسي او دروغ ووايي ، كه ، چېرې دوى دا كار كړى واى؛ نو طبيعى وه ، چې يو عالم كړاو او تكليف يې رامنځ ته كاوه ددې مثال په څرګنديدو سره جوته شوه ، چې په هغه دوره او وخت كې جهرچيانو ډېر قدر درلود او هم د ورځې لوى ټولنيز ضرورت په دوى پورې تړلى و له نيكه مرغه نن ورځ دا اّهم كار د راډيو ، تليفون ، تيلګراف او بې سيم په واسطه سره اجرا او تر سره كيږي
د تيمورشاه د دورې جهرچي باشي غازي زنكي خان و ، چې د ملتان د سېكانو په جګړه كې يې د تيمورشاه د اتلس زره كسيز لښكري فوځ مشري او واك په غاړه درلود (1) د هغه زړورتوب او مېړانې له امله ، چې ده درلودله د ملتان د تاريخي او درندې جګړې قهرمان وګڼل شو دا سردار د هغه مراد خان ورور دى ، چې د مراد خانۍ د كوڅې نوم (2) د هغه د مېړانې او تورې له مخې ور باندې د يادګار دپاره اېښودل شوى دى دى هم د خپل ورور په شان توريالى او مېړنى و ، چې د ملتان د جنګ اتل وګڼل شو
نساق چي باشي ( قوماندان ، كوټوال ) :
د تېمورشاه د دوران د اداري تشكيل او چوكاټ له بڼې نه دا جوتېږي ، چې نساق ، چې باشي كټ مټ د نن ورځې د امنيې او ژاندارمې د قوماندان وظيفه په غاړه درلودله دې سړي او مسووْل شخص به په ضروري كارونو او پېښو كې د پادشاه او سلطنت د نورو لوړو او غوره كسانو په خوښه د جزا د وركولو دنده په خپل واك او لاس كې اخيسته څوك به ، چې مجرم او ګناهګار و، دده له خوا به په لازمه او ورته ټاكل شوې جزا باندې محكومېده لكه ، چې د باشي له كلمې نه څرګنديږي دده تر لاس لاندې يوه لويه ډله په ښار ، ښارونو او ولاياتو كې د ساتنې او امنيت د پاره په دې دنده ګومارل شوې وه او د ګزمې په بنې سره به يې خپله دنده په جدي توګه ترسره كوله دا ټكى هم بايد جوت كړو، چې په هر ولايت كې به يوه باشي خپله دنده د هغه وخت د مقرراتو سره سمه د والي په امر پر ځاى كولهد تېمورشاه د دورې او سلطنت د نسق چې باشي دندهد نن ورځې د امنيتي قوماندان او د خلكو د څارندوى د سر مامور سره يو شان وه (1) كه چېرې سړى د تېمورشاه د دورې اداري جوړښت مطالعه كړي؛ نو به ورته معلومه شي ، چې نسق، چې باشي دقوماندان او سرمامور وظيفه په غاړه درلودله
هر كاره باشي ( د استخباراتو مدير ) :
كه د تېمورشاه د سلطنت اداري جوړښت په كره ډول مطالعه كړاي شي؛ نو به دا جوته شي ، چې د هركاره باشي دنده د ضبط احوالاتو په څير وه ددې وظيفې څښتن به د سياسي خبرونو څارل او د ضبط احوال ماموريت په غاړه درلود
د تيمورشاه په زمانه كې دغه وظيفه د لومړي ځل له پاره اّقا وقار اجرا كوله ترده وروسته د تېمورشاه له خوا ميرهوټك خان پوپلزى په دې درنده دنده باندې مقرر شو (1) دې سړي په خپل وخت كې خپله ورسپارل شوې دنده د تيمورشاه په ګټه په ډېر ښه شان او جديت سره پر مخ بوتله دا سړى د خپلې د ښې اجرا له مخې تېمورشاه ته ډېر ګران او منلى و
قافله باشي ( د ترانسپورت او حمل و نقل رئيس ) :
د هغه وخت د اداري رغښت له مخې قافله باشيد لېږدونكو څارويو په سر باندې مقرر و او دې سړي بهد څارويو او حيواناتو د خرڅ او خوراك واښه ، اوربشې او دروېشتې سمولې او هم به يې ددې دندې ترڅنګه د مستخدمينو او چوپړو (چپړاسيانو) چارې ترسره كولې د سفر او جنګ په وخت كې به يې د سوارلۍ كلك او غښتلي څاربه (څورب) اّسونه برابرول (2)، همدا شان يې د شاهي كورنۍد تفريح د پاره ښه ښه اّسونه ساتل
لښكر نويس ( لښكر ليكونكى ) :
د تيمور شاه د وخت د اداري تشكيل په چوكاټ كېد عسكرو ، كامي لښكرو د بللو او ترخيص كولو په غرض يوه ډله لښكر ليكونكي ددغې دندې د ترسره كولو د پاره ګومارل شوي وو ، دوى خپله دنده د اعلى دېوان تر لاس او څارنې لاندې اجرا كوله ددغې ډلې يوازينۍ دنده د لښكرو بللو او شمېرلو ليكل و ، دوى به د خپل كار راپور وروسته له اجراء نه اعلى ديوان ته سپاره ، اعلى ديوان به د دوى كارونه ليدل او تر اصلاح او صحت وروسته به يې د پادشاه له نظر نه تېرول
خواجه سراى باشي :
د اداري رغښت له مخې دې سړي ته د پادشاه د حرام سراى د كور او حرم د چارو نظم او ترتيب ور په غاړه و ، د حرام سراى يوه ډله نور كار كوونكي به هم دده له خوا اداره كېده ، هغوى به دده تر امر لاندې د حرام سراى كارونه او ورسپارلې چارې پرمخ بوولې د تيمورشاه د پلار (لوى احمدشاه بابا) خواجه سراى باشي غازي التفات خان او ياقوت خان وو ،
د تيمورشاه د حرم سراى خواجه باشي هم يا قوت خان و (1)
د اعلى دېوان څانګې او دايرې :
1- – خاصه دوتر (دفتر) : دا دوتر د پادشاه د جمع او خرڅ ټاكلى او ځانګړى دوتر وه
2- – خالصه دوتر : دا دوتر د پادشاهي املاكو او اّمرينو
د محاسبې دوتر و
3- – د مواجبو دوتر : په دې دوتر كې د معاش او تخوا كارونه ترسره كېدل
4- – د ثبت دوتر : دې دوتر د نن په شان د ټولو سندونو او احكامو د اعتبار په غرض دوه كاپۍ ليكلې، يو كاپي به مستحق تن ته په لاس وركول كېده او بله كاپي به يې دوتر كې د ثبت د پاره پاتې كېده (2)
5- – د حساب دوتر : په دې دوتر كې د نن ورځې په شان
د كنترول او محاسبې چارې ترسره كيدې
6- – د اسنادو دوتر : دا دوتر اوس د ليك (پاڼو) او اريشف په نوم ياديږي ، په دې دوتر كې به ټول ليكونه خوندي كېدل
7- – د ثالثاتو دوتر : دا داسې يو دوتر و ، چې حكومتي محصول به يې په دريو، برخو وېشه يوه برخه به يې كرونكي (كروندګر، بزګر، دېكان ) ته وركوله او پاتې نورې دوې برخې يې حكومت ته سپارلې، په دې حساب به بزګر ته
د حاصل دريمه برخه وركول كېده
8- – د راهدارۍ دوتر : دا د پاسپورت دوتر و ، چې د تګ راتګ كارونه يې كول
9- – د انشاء دوتر : دې دوتر ته به يې خاص دېوان وايه او د نن ورځې د شاهي دارالتحرير بڼه يې درلودله
مهماندار باشي :
د تيمورشاه د وخت په اداري رغښت كې مهماندار باشي هغه څوك و، چې نن ورځ ورته د تشريفاتو اّمر وايه شي دا نوم
د لوى احمدشاه بابا په وخت كې پخواله 1165 كال څخه منځ ته راغى ، خو دې ادارې د تېمورشاه د حكومت او پادشاهۍ په وخت كې څه غوره توب او فوق العادګى نه درلودله ، دغې ادارې ته دده په وخت كې څه ضرورت نه ليدل كېده؛ نو يې څه تشكيل هم نه درلود له ده وروسته دا اداره او نوم د دوهم ځل
د پاره د شاه زمان په وخت كې د مهماندار باشي په بڼه را ژوندى شو او د دربار په دايرو كې لوړ او اوچت ځاى ونيو (1)
پېش خانه چي :
دې سړي د اداري جوړښت له مخې د پادشاه د پخلنځي او كار خانې چارې په غاړه درلودلې ، كله به، چې پادشاه د سفر خيال وكړ؛ نو به دې مسوْول سړي د سفر ټول لازم او ضروري سامان لكه دېګونه ، فرش ، ظرف ، د اّسونو ضروريات او نور د اړتيا وړ مواد د پادشاه د هوساينې له پاره اخيستل ، د تم كېدو او تګ په وخت كې به يې دا شيان وړل او تم كول (2)
چندال باشي :
څنګه ، چې په ځنډنو (پخوانو) وختو كې د څپليو اغوستلو رواج زيات او ډېرو ، په څوكيو باندې به د ميز تر شاه او يا بې له مېزه څوك نه كيناستل او نه يې دومره رواج درلود له دې امله په هغه وخت او زمانه كې كوټې او د ناستي ځايونه په غاليو، ټغرو او لمڅيو فرش شوي وو څه وخت به ، چې
د پادشاه لېدو ته مخور او لويان راتلل؛ نو د دوى څپلۍ او پڼې به په يوه كوټرۍ (كفش كن، دهلېز ) كې ويستل كېدې او خلك به دپادشاه حضور ته لوڅې پښې ننوتل له دې كبله ددربار لوى اّمر حضور دكارونو د نظم په غرض يو تن د چندال باشي په نامه د پڼو او څپليو د ساتلو د پاره ګومارلى و (1) دده وظيفه يوازې د څپليو ، كوښواو پڼو ساتل او سمول وو
نظامي او عسكري بڼه :
تېمورشاه دخپل سلطنت په وخت كې عسكري مسلك ته ډېر لږ پام و ده خپلې ټولې حملې او عسكري يرغلونه خپلو لويو جنرالانو ته سپارلي وو ددې په نتيجه كې دده لويو منصبدارانو پاينده خان او مدد خان دده له دې اعتماد او ډاډ نه ښه غوره نوم پيدا كړ لكه ، چې څرګنده ده تېمورشاه په خپله ډېر كم د دښمن سره د جګړې او جنګ په ډګر كې مخامخ شوى دى سره له دې هم څنګه ، چې پادشاه لوى عسكري قوماندان و؛ نو، ځكه تيمورشاه په ځينو جګړو كې په تېره د تالپورا په جنګ كې د محاربې او جګړې د ډګر لوى افسر او مشر و(2)
مونږ دمخه دا ټكى ياد كړى و ، چې تېمورشاه د قامد سردارانو او خانانو د وېرې او ډار له امله د ځان د ساتنې دپاره كافي لښكر د عمل له ډګر نه لرې كړ او د هغه پر ځاى يې تنخاخور لښكر جوړ او تيار كړ يوازينى ټولى ، چې دده سره تل ملګرى او دده د ساتنې د پاره چمتو و هغه دده ټاكلى او خاص ګارد و، چې ډېر زيات افراد يې پښتانه نه وو او له نورو، وغيره قامونو څخه جوړ و
ددې ګارد او ټولي تنخوا خورا ډېره وه او كله كله به زيات بخششونه ورته وركول كېدل(1) دا وجه وه، چې د تېمورشاه او د هغه د دربار نه د خپل قام او ولس اړيكه پرې شوه ، له بلې خوا همداشان تيمورشاه په ولس باندې بې اعتماده و، له دې كبله هغه قامي لښكر د خپل ځان د ساتلو له پاره ونه ګوماره ده خپل قامي لښكر پر ځاى په تنخاخور لښكر ډېر اعتماد درلود دا، ځكه په دې لښكر كې قامي سردارانو لاس نه درلود دا لښكر دده په لاس د ځان د ساتنې د پاره جوړ شوى و
د تيمورشاه د دورې عسكري نومونه او جوړښت داسې و :
سپه سالار :
د تېمورشاه په زمانه كې سپه سالار د نن ورځې د حربيې د وزير (د دفاع وزير ) دنده ترسره او اجرا كوله (2) د لښكرو نظم ، توپخانه، باجه خانه، پوځي بېل بېل ټولګي، د قامي لښكرو ترتيب او نور لښكري او پوځي كارونه په ده پورې تړلي وو
د تېمورشاه د سلطنت په وخت كې دده سپه سالار له 1186ق كال څخه تر 1191 پورې سردار جانخان پوپلزى وه ، دې پوه سپه سالار د احمد شاه بابا په زمانه كې هم همدا وظئفه ترسره كوله دې سپه سالار د ملتان په بهاولپور او نورو جګړو كې تر 1191 كال پورې په خورا ميړانه سره ګډون وكړ سره له دې هم دا د پښتنو اتل ددې كال په وروستيو وختو كې ديوه غرض او مخالفت له مخې، چې د مخه ورته اشاره شوې
د كندهار په دل اّرام كې د فاني نړۍ نه د تل د پاره سترګې پټې كړې
صوبه دار :
د تېمورشاه د سلطنت د دورې په نظامي جوړښت كې د صوبه دار او سپه دار كلمې دواړې رواج وې ، ددې دووكلمو معنا په ښه شان معلومېداى نه شي ، ځكه ، چې د پارسي ژبې په اصطلاح سپه دار او د هندي ژبې په اصطلاح صوبه دار دواړه يوه معنا لري د دندې له مخې يې معنا كوم بېلتون او توپير نه سره لري
د تېمورشاه په زمانه كې صوبه دار د نن ورځې د نايب الحكمه ، واليانو او عسكري قوماندانانو سره څه توپير نه لرلو دې سړي به د والي په غياب كې د لويو ښارونو كارونه اجرا او ترسره كول دا شان په هغه زمانه كې صوبه دار د لوى افسر مقام درلود او د حكومت كولو واك او واګې يې اخستى شو
د تېمورشاه د حكومت په دوره كې دده مشهور او نامتو صوبه دار اّزادخان د حاجي كريم داد خان زوى و، چې په كشمير كې يې حكومت كاوه (1)
د تېمورشاه د پادشاهۍ او سلطنت په وخت كې عسكري نومونه دادي(2)
1- – سپه سالار : د جنګ له وزير څخه لوړ
2- – د لښكر امير : د حرب د وزير په شان
3- – اردو باشي : نايب سالار ، فرقه مشر
4- – قوللر اقاسي : د فرقه مشر سره يو شان
5- – صوبه دار : د ولاياتونو او ښارونو عسكري قوماندان
6- – سپه دار : د هغه وخت سپه دار د نن ورځې غونډ مشر
7- – بېګلر بيګي : د كرنيل په شان
8- – سرتېپ : بلوكمشر ، يا كېپتان
9- – پنجاه باشي
10- – بيست باشي
11- – لس باشي
په پورته نومونو برسېره نور عسكري نومونه هم په هغه وخت كې رواج وو لكه برګېټ ، يوز باشي (صد باشي)، توپچي باشي ، شاهخچي او زنبورك، چي دا ټكى بايد جوت كړو ، چې دا نومونه ويوازې د شاهي منظم فوځ او عسكري لښكر له پاره اېښودل شوي وو
عسكري تنخا ( معاش ) :
د تېمورشاه د حكومت او سلطنت د دورې د عسكرو او منصبدارانو تنخوا او معاش په ښكاره او پوره ډول سره جوت نه دى ، مګر يوازې د شاه زمان د يوه فرمان نه ، چې په 1212 كال كې يې د محمد امير خان قوللر اقاسي په نامه لېږلى و
د تنخوا په باب يې څه درلودل، هغه دا، چې پرته له دسترخوان نه د محمدامير خان تنخوا د زرونه تر دووزرو پورې ليكل شوې وه ، همداشان د سراج التواريخ د موْلف دڅرګندونې له مخې (56 مخ كې) د عسكري، افرادو اوغړيو كالنۍ تنخوا دسلو روپيو نه تر 150 پورې بلل شوې ده
د تېمورشاه د سلطنت په دوره كې د جنګ او سفر په وخت كې د عسكرو او منصبدارنو كورنيو د اعاشې او اباتې دپاره افرادو ته د يوه كال تنخوا د پيشكي په توګه وركول كېده (1)
دولتمندو او بډايو عسكرو او منصبدار ته به د هغو تنخوا د سفر او جنګ نه د بېرته راګرځېدو په وخت كې اجرا كېدله ، كه جنګ او سفر به نه و؛ نو د دوى تنخوا به د نن په څير هره مياشت حواله كېده او اخيسته.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!