منډيګک
افغان تاريخ

عبدالرحیم هاتف

هاتف
0 83

د شلم قرن په نیمايي کي، عبدالرحیم هاتف د کندهار له مشهورو منورینو، سیاسي او اجتماعي څېرو، او نخبه ګانو څخه وو. د خپل وخت له محدودو پوهنتون پاسو ځوانانو له جملې څخه وو. ښاغلی هاتف «د افغانستان په سطحه یو بې جوړې علمي او اجتماعي شخصیت وو.» په کندهار او کابل کي، د هاتف صاحب تجارتخانې د منورو او تحصیل یافته وو کسانو د راغونډو ځای وو (هوتک).
ښاغلی هاتف طبعتا ډیر اجتماعي کس نه وو. له زیاتو خلګو سره يې راسه ورسه نه لرله، او فقط څو تنه محدود او مخصوص یاران يې لرل. مګر د هاتف د علمي او اجتماعي مقام له لبکه د کندهار په منور او ښاري قشر کي ډېرو خلګو پېژندی، او احترام يې ورته درلودی.
هاتف صاحب د مور او پلار لخوا د کندهار په علمي او محترمو کورنیو پوري تعلق لري. د کندهار په ښاري مینځنی طبقې او کندهاري بورژوازي پوري اړه لري. لکه څنګه چي خپله په «اوسني لیکوال» کي د خپل طبقاتي رېښو او کورنۍ په باب داسي وايي: موږ نه ډیر «وتلي« یو او نه هم ډیر «نتلي» یو. خو د «اخلاقو او معاشرت په اعتبار زیات شهرت» لرو.
د ژوندانه په بهیر کي، د هاتف صاحب بله برتري د هغه تجارت او ازاد شغل وو. د ښاغلي هاتف محترم پلار مولوي محمد ویس خان کاکړ د علم تر څنګ تجارت هم کاوه، او هاتف خپله هم اصلا یو ملي تاجر وو. که څه هم هاتف صاحب په افکارو او ایدیولوژي کي مترقي چپ دیموکرات ته متمایل وو، اجتماعي عدالت او نسبي مساوات ته معتقد وو، او له طبقاتي امتیازاتو سره ئې جوړه نه وه، خو په شغل او معاش بورژوا وو. او په طبیعت او مزاج کي توند، انفرادي، او یکه تاز وو.
هغه په فردي ژوند کي په اقتصادي ځان بسیاتوب باندي عقیده لرله. خصوصي او انفرادي تشبث يې خوښېدی. په بل عبارت، هغه د حکومت له چوکاټ څخه بهر د عاید بله مستقله منبع درلوده. په درېیمه نړۍ کي، منورین عموما د معاش د پیدا کولو لپاره د دولت په چوکاټ کي راګیر وي، او همدا یو علت دی چي د درېیم جهان د نخبه ګانو د عمل ساحه تنګه وي، او عموما يې معاش او اقتصاد په دولتي ماموریت پوري تړلي وي.
عبدالرحیم هاتف په ۱۹۲۶ کي په کندهار کي وزېږېدی. هغه د شالمار او احمد شاه بابا له لیسې چي، په هغه وخت کي متوسطه وه، فارغ سو. سمدستي د مکتب او درس ویلو په نیت کابل ته وخوځېد، او هلته په حبیبې لیسې کي شامل سو. کله چي ښاغلي هاتف له ۱۲ صنف څخه فارغ سو، په هغه کال د کابل په پوهنتون کي د استاد حبیبي په زیار د پښتو د ادبیاتو فاکولته افتتاح سوه،‌ او په ۱۹۴۸ کي ځوان او عمیق هاتف د همدې پوهنځی له لومړیو فارغانو څخه وو.‌ په راوروسته کلونو کي هاتف صاحب په ولسي جرګه کي یوه دوره د کندهار وکیل هم وو (اوسني لیکوال، اتوبیوګرافي.)
هاتف صاحب د ژوري مطالعې تر څنګ په شپږو ژبو لکه پښتو، پارسي، اردو،‌ عربي، انګریزي، او هالنډي پوهیدی، او په زیاترو يې لیک او لوست کاوه. هغه د ابن سینا (بین الدین و الفلسفه) کتاب له عربي څخه پښتو ته ترجمه کړی دی. دغه راز، هغه (د روزني د نفسیاتو اساس) کتاب له انګریزي څخه پښتو ته ترجمه کړی دی (جهاني).
په اجتماعي او سیاسي لحاظ، هاتف صاحب په کندهار کي د سیاسي ګرادوونو (ګرداب) د نوښتګرو موسیسنو څخه دی. هغه په کندهار کي د سیاسي ګرادوونو یو بارز محور او محرک پاته سو.‌ هغه پخپله تجارتخانه کي د ګرداوو لپاره خاصه حلقه لرله او هلته یې سیاسي او اجتماعي بحثونه کول (هوتک).
ښاغلي هاتف د خپل قوي منطق، وسیع مطالعې، او د بیان د فصاحت په وجه تل د ګرداوونو د بحثونو هادي او مشال وو. د همدې ګرداوونو په لړ کي د هاتف منطق او استدلال پاخه سول. وینا يې اغېزناکه او ژوره سوه.‌ فکر يې پراخ او پوخ سو، او په خبرو او منطق کي یې د ژوري مطالعې او تفکر عمق او سکوپ راښکاره سو. او همدلته د کندهار سیاسي فعال ځوانان یې له افکارو او علمي پانګي سره اشنا سول.
په لنډ عبارت، ښاغلي هاتف په کندهار کي د خپل وخت د ګرادوونو روح وو. پدې سیاسي او اجتماعي ازاد بحثونو کي د ۱۹۶۰ په کلونو کي په سلهاوو کندهاري ځوانان په سیاسي امور کي وروزل سول. هغوی د وخت له سیاسي او اجتماعي تحولاتو او فکرونو سره اشنا سول. د بحث او فکري مجادلې سره اشنا سول. د ښې وینا او ښه منطق په اهمیت پوه سول. په بحث او مناظرې کي د عمیقي او اړخیزي مطالعې په طلسم باندي پوه سول. د مخالف نظر د اورېدو زغم يې عملا تجربه کړ. د هغوی ځوان او تپانده ذهنونه يې له نویو سیاسي او فلسفي مفاهیمو سره اشنا کړل. د لید او فکر افقونه يې ور پراخ کړل. او له فکري محدودیت څخه څه بچ کړل.
جهاني صاحب په بیخي ځواني کي د ۱۹۶۰ په اولو کلونو کي د کندهار په میرویس کافي (رسټورانټ) کي د هاتف صاحب په سیاسي او اجتماعي ګرداوونو کي یو سامع ځوان وو، او هله د هاتف صاحب د پاخه منطق او قوي استدالال څخه سخت متاثر سوی وو. هغه د هاتف د ګرادوونو یو عیني شاهد په توګه داسي وايي:«که د هغه ګرداوونو ځیني غړي، چي اوس به هم ژوندي وي، زما څخه خپه نه سي، نو زه په پوره زړه ویلای سم چي هاتف صاحب د ګرداو پر ټولو غړو غښتلی وو.» جهاني کاږي چي د کندهار بسته نسل د هاتف صاحب د ادبي او اجتماعي خدمتونو پوروړي دي.
ډاکټر لطیف بهاند هم د هاتف غښتلي منطق، د ژبي فصاحت او د معلوماتو وسعت متاثره کړی دی. هغه د هاتف سره د خپل یوه ملاقات په باب داسي لیکي: د هاتف صاحب خبري شمېرلي او سنجول سوي وې، «او په داسي انداز کېدې ته به وا چي ساعتونه او په ورځو ورځو فکر کولو نه وروسته یې له خولې راباسي.»
په سیاسي لحاظ، که څه هم هاتف د ویښ ځلمیانو غړی نه وو،‌ خو په کندهار کي د ۱۹۵۰ په اولو کلونو کي د ویښ ځلمیانو د عمومي بند او ازار په جریان کي د حکومت تر څار او تعقیب لاندي وو. او د سلطنت لپاره یو مظنون او ناړامه کس وو. هغه په خپلي اتوبیوګرافي کي پدې باب داسي وايي: پدې وخت کي، حکومت د ويښ ځلمیانو د «ځپولو لپاره» عبدالغني خان د کندهار د والي په حیث او عبدالرحیم خان د معارف ریس په توګه توظیف کړي ول. هغوی او د حکومت بل هیات د ویښ ځلمیانو په باره کي پراخي پوښتني او تحقیقات کول، څو په اخر کي يې هاتف، شاکر، او خواخوږی کابل ته اجباري واستول.
په وروستیو کلونو کي د هاتف صاحب د سیاسي فعالیت په باره کي یو عمومي انتقاد دا دی چي هاتف که څه هم تل مستقل او د رسمي چوکاټ څخه بهر پاته وو،‌ خو د ببرګ کارمل او ډاکټر نجیب الله په دوره کي ئې د حکومت سره سیاسي همکاري پیل کړه. حال دا چي هاتف پخپلي اتوبیوګرافي کي د حکومت پر اجنبي ماهیت باندي اعتراف کوي.
خو هاتف پدې باره کي پخپلي اتوبیوګرافي کي کاږي چي ډاکټر نجیب الله مي کورته راغلی، او راته وې ویل چي ببرک کارمل غواړي چي لویه جرګه دایره کړي، او خواهش کوي چي تاسو يې «اداره او ریاست» پر عهده واخلی. هاتف لیکي ما ډېر اصرار وکی، خو ډاکټر نجیب الله ویل چي باید «خالي لاس» ستاسو له کوره و نه ووځو. هاتف پخپل اتوبیوګرافي د همدې همکارۍ یو بل علت ملک د «کشتار او وینو تویولو« څخه د نجات یوه هڅه وه. خو ښايي د هاتف صاحب د زوی، عبدالکریم، شهادت هم روحا دېته اړ ایستلي وي چي اضافه ورانیو مخه ونیسي.
په فرهنګي او ژبني لحاظ، د هاتف صاحب د لیک سټایل شوخ او نوی دی. د جملو ترکیبات یې خپل ځانګړی ادبي ابتکار دی. که څه هم جملې يې څه پېچلي او فلسفي دي، خو کلمات او اصطلاحات يې ساده او عامیانه دي. او ادبي کامل يې دا دی چي په ساده الفاظو کي ژور مفاهیم افاده کولای سي. که څه هم د هاتف صاحب لیکي اثار کم پیدا کیږي، خو د کندهار په مجلې کي د هاتف صاحب ځیني لیکونه خپرېدل، او هلته د هاتف د لیک طرز، د جملاتو ترکیب، او د اصیلو عامیانه اصطلاحاتو استعمال يې څرګند شاخصونه ول.
ښاغلی هاتف په (اوسني لیکوال) کي د ژوند بیان په خوږ او نوي طرز لیکي. او هلته يې بېنوا صاحب په خورا احترام یادوي، او «مفکر لیکوال» یې بولي. بېنوا افسوس کوي چي کاشکي هاتف څه زیات پښتو اثار لیکي وای، ځکه « یقینا به يې د پښتو ژبي له پاره د ستایني وړ قلمي خدمتونه کړي وای.»
هاتف صاحب په رنګ، بڼه، او مزاج کي فیلسوف او مفکر وو، او په فطرت کي تر عمل زیات د تفکر سړی وو. د هوتک صاحب په قول هاتف په شخصي او اجتماعي ژوند کي د «اصولو او پرنسیپ» سړی وو. په میرویس نیکه لیسه کي ئې د خپل مدیریت په وخت کي د اخلاقي قاطعیت، عالي کرکټر، او پرنسیپ کارنامې پرتې دي. هاتف په شفاهي بیان کي روک او ترت وو. له تشریفاتو او رسمیاتو سره ئې جوړه نه وه.
هاتف صاحب د پښتو ژبي له وتلو لیکوالانو څخه دی، خو متاسفانه ډېر کم يې لیکل. هغه کندهار د فکري اسمان په ستورو کي یو غټ ستوری دی.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!