منډيګک
افغان تاريخ

لرغوني هرات يا د تاريخي وياړونو ټولګه

0 386

هرات ولايت د افغانستان په شمال لويديځ کي د عرض البلد پر ٣٠ درجو او ٢٠ دقيقو او د طول البلد پر ٦٢ درجو او ١٢ ثانيو پروت دئ  . د مځکي پراخوالئ يې ١٦١٠٧ ميله مربع ته رسيږي  . د بيلا بيلو سيندونو په وسيله يې زياتي سيمي خړوبي دي چي د نامتو سيندونو نومونه يې هريرود ، فراه رود ، مرغاب ادرسکن او نور دي.

د هرات ولايت  د لرغونو زمانو په تړاو زيات مالومات زموږ په واک کي نشته . هرات هم  د افغانستان د يوشمېر نورو سيمو په څير ﻻ دلرغونپوهانو له لوري  په علمي او پر له پسې توګه نه دئ سپړل شوئ . په داسي حال کي چي د هرات څيرمه سيمو کي د لرغونو زمانو زياتي بيلګي تر لاسه شويدي . د بيلګي په توګه د هرات شمال لوري ته د انو او نمازګاه تپې  لرغوني سيمي  چي د لرغونپوهانو له لوري وسپړل شوې او د پنځه زره کاله پخوانيو زمانو اثار او نښانې يې تر لاسه کړې ،همدا شان د هرات  لويديځ او سهېل ته د لرغوني سيستان اثار شته چي د څلورو زرو کالو پخوانئ زمانې استازيتوب کوي ، د منديګک لرغونې سيمه چي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ بيلګي يې په خپلو اثارو کي څرګندي کړيدي ، د هرات ولايت سهيل ختېځ لوري ته پرته ده . په دې تر تيب  د ګمان پرته ويلای شو چي  په هرات  کي هم د همدې ډول اثار شتون واقعي دئ   .که چيري د هرات په تاريخ سيمه کي د لرغونپوهانو له لوري علمي  سپړنو ته زمينه برابره شي ، خامخا به د خپلو ګاونډيو سيمو په څير داسي اثار او توکي وړاندي کړي چي هم به د هرات ،  افغانستان اوهم به د ټولي سيمي د تاريخ لپاره  د وياړ سبب وګرځي.

خو هغه څيړني چي د هرات ولايت په اړه د لومړنيو مدنيتونو په تړاو تر سره شويدي ، دا څرګندوي چي  د هرات تر ټولو پخوانئ نوم  په  لرغونواوستا ئې متونو کي راغلئ دئ . اوستا ئې پير د افغانستان د لرغوني روايتي تاريخ ستره برخه ده چي د اوستائې مدنيت تر سر ليک لاندي څيړل کيږي . د دې مدنيت  زماني  واټن   د ١٢٠٠ کاله پخوا تر مېلاد څخه پيل شوې او لږ تر لږه  تر ٦٠٠ پخوا تر ميلاد کالونو پوري زمانه په بر کي نېسي .  په لرغوني اوستا ئې  متونو کي   د افغاستان اړوند شپاړس  سيمي يادي شويدي ، چي دوې يا دري يې د هرات او په هرات پوري تړلي سيمي ګڼل کيږي .  ( هرای وه  يا هريوا )  د هر ات  هغه پخوانئ  نوم دي چي تر اوسه  څيړونکو په تاريخي متونو کي  څرګند کړيدئ  . تاريخي جغرافيا پوهان په دې باور دي چي د هريوا نوم په حقيقت کي د اوسني هرات د نوم پخوانۍ شکل دئ . د هرات پر نوم سر بيره يوشمير نوري سيمي  چي د اوسني هرات  اړوند بلل کيږي ، هم  په اوستائې متون  کي راغلي دي ، چي يوه  بيلګه ېي  د (مورو ) سيمه  يادولای شو . دا سيمه د تاريخي جغرافيا پوهان په نظر  د اوسني مروي اويا مرو الرود شا اوخوا  سيمي دي.

په منځنيو پيړو کي د هرات تاريخ تر بل هر پير څرګند او ارزښتمن دئ . که  په منځنيو پيړيو کي  د افغانستان  ملي  – سياسي تاريخ  او اداري جوړښت ته پام اړول کيږي نولومړئ  سرليک يې د هرات  د نامتو سياسي کورنۍ طاهريانو څخه پيليږي  ، چي د افغانستان سياسي خپلواکي يې د عباسي کورنۍ څخه په پوره سياسي بدعت او نوښت ترلاسه کړل . که د منځنيو پيړيو کلتوري او پوهنيزو چارو ته پام کرځول کيږي خامخا به  د  هرات د استاد بهزاد ، مولانا جامي  ، ستر عارف  خواجه عبدالله انصاري  او زيات شمير نورو نومونه په لومړي سر کي ياديږي . که د منځنيو پيړيو دودانيزو چارو او اباديو ته پام اړول کيږي بيا به هم د هرات نوم په هغو لومړنيو کي ياد شي چي د خپل پير ستر ي نښي  يې لا تر اوسه  په  پنځه ګوني مصلا  څليو ، د هرات ستر جومات ، د اختيارالدين کلاه او نورو کي  ساتلي  ، چي  هر يو يې زموږ د هيواد ستروياړ ګڼل کيږي . او په دې تر تيب نوري زياتي بيلګي شته ، چي د هرات د منځنيو پيړيو تاريخي وياړني زموږد هيواد او ان د سيمي په تاريخ  کي بې جوړې  ثابتوي.

د لرغوني هرات  د ټولووياړنو يادونه په دې لنډه ليکنه کي شونې نه ده ، د همدې امله  د هرات  د نوروتاريخي وياړنو څخه يوازي درې بيلګي را يا دو ، په  لومړۍ بيلګه کي استاد کماالدين بهزاد را يادو چي  په تاريخي هرات  کي  د کلتوري او پوهنيزو وياړنو استازيتوب وکړي ؛ دوهمه بيلګه يې  په هغه ولايت کي ودان شوئ ستر جومات را يادو چي په هرات  او سيمه کي د ودانيزو چاروستره لاس ته راوړنه ده ؛ او په دريمه بيلګه کې دهرات  نامتو موزيم را يادو چي تاريخ يې د ټول هيواد په موزيمونو کي دوهم ځای لري ؛

لومړئ : استاد کما الدين بهزاد او د هرات انځوريز هنر :

استاد کما الدين بهزادد پنځلسمي ميلادي پيړۍ  ستر انځور ګر و . نوموړۍ په ١٤٥٥ ميلادي کال د هرات په هنر پاله لمن کي نړۍ ته سترګي پرانستې ، د ميرک استاد تر لار ښونو لاندي يې لومړنۍ زدکړي د هرات په کتابتون کي بشپړي کړې ،د ١٩٦٧ ميلادي کال راوروسته يې  په هغه کتابتون کي کار پيل کړ او تر ١٥٠٧ ميلادي کال پوري يې په پر له پسې توګه  د نقاشيو او انځورونو په پنځونو بوخت وو . له هغه ورورسته بيا د سلطان  حسين بايقرا په دربار کي د هنري او انځوريزو کارونو او د زده کونکو په روزنه بوخت شو ، په ١٥١٢ ميلادي کال هرات د صفوی اسماعيل تر ولکې لاندي راغۍ اود هرات دډيري ناوړي  قحطۍ په کلونو کي چي انسان د انسان غوښي خوړلو ته اړ وو ،  استاد بهزاد په هرات کي پاته شو خو په ١٥٢٠ ميلادي کال  صفوی اسماعيل  استاد کما الدين بهزاد  د خپلي واکمنۍ پلازميني  طبريز ښار ته ور وغوښت، د څه مودې وروسته استاد د هغې بې کچي ميني له مخي چي د خپل هيواد او هرات سره يې درلودل ، د طبريز دربار پريښود او هرات ته راستون شو.

استاد کما الدين بهزاد د انځور ګرۍ او نقاشۍ په برخه کي د ځانګړي سبک او مکتب خاوند دۍ . په خپلو انځورونو کي د روښانه رنګ کارول او د ډول  سبک له مخي  دبيلا بيلو صحنو  پنځول او تصويرول، د استاد هغه ځانګړني دي چي تر اوسه د نړۍ هيڅ هنر مند د هغه سره د سيالي تر بريده ونه رسيدۍ، لا تر اوسه يې مکتب ځانګړۍ او سبک يې بې شميره لارويان لري. د هنرتاريخ  پوهان او څيړونکي په دې باور دي چي : استاد بهزادد هنر تاريخ په زرينو پاڼو کي د لويديز  د را پايل او د ختيز د  ماني سره برابر دريځ لري.

  بهزاد د انځورونو او نقاشيوپه  برخه کي  د خپلو هنري ساحر و ګوتو په برکت داسي پنځوني کړي چي د انځورونو شهکار ورته ويل کيږي . په ١٤٧٨ميلادي کال يې د سعدي بوستان چي  د علي مشهدي په لاس ليکلي شوۍ  وو داسي په ښکلو انځورونو او نقشونو تزئېن کړ چي لا تر اوسه د هنري اړخه سارۍ نه لري ، په همدي کال  يې د سلطان  حسين بايقرا په غوښته دسعدي بوستان يو ځل بيا نقاشي کړ ، چي  همد ا وروستۍ ياد شوۍ اثر اوس د بريتش موزيم په يوه ويترين کي د هغه موزيم د ښکلا ګاڼه ده .  د ظفر نامي په نوم د شرف علي يزدي نامتو اثر چي د شير علی په زيار بيا ليکل شوۍ وو د هغه اثر د تزئين لپاره د استاد بهزاد په لاس کښل شوي نامتو انځورونه د هغه کتاب ارزښت د شهکار پوړيو ته ورساوه چي اوس د جان هاپ کنس  پوهنتون په کتابتون  کي ساتل کيږي.

هرات

د هرات ستر جومات:

د هرات نامتو تاريخي جومات د سلطان غيا ث الدين غوري د واکمنئ پر مهال ودان شويدئ . دا جومات د هيواد د يوه نامتو ديني عالم امام فخرالدين رازي د ځانګړو هڅو د تنظيم او اغيزمنتيا لپاره جوړ شويدۍ . دا وينا د هغه څو جملو څخه بيله شکه څرګنديږي چي د همدې جومات په يوه برخه کي په عربي ژبه ليکل شوي دي چي : دا جومات د سلطان ارض الله حافظ بلاد الله معين خليفۀ الله غياث الدين معز اسلام وا لمسلمين له لوري ودان شويدئ . خو يوشمير مورخين په دې باور دي چي د دې جومات ودانۍ د غياث الدين په ژوند کي بشپړه نه شوه ، د هغه تر وفات وروسته د هغه زوۍ سلطان محمد بشپړه کړېده .

د هرات ستر جومات:

دا جومات چي د هرات ښار پخوانۍ برخه کي د شپاړس جريبه مځکي پر مخ ودان شويدئ ٣٦٠ ګنبدې ، يوسل ديرش رواقه او ٤٤٤ پيل پايې لري . دا جومات د خپل څه زيات اته سوه کلن ژوند په اوږدو کي وران شوۍ هم دئ او د پراختيا او ودانولو چاري يې هم په بيلا بيلو زمانو کي تر سره شويدي . د تموچين د يلغار پر مهال وران شو، خو د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پرمهال يې د پراختيا هڅي وشوې او د پخوانۍ ودانۍ ترڅنګ يې نوي ممبرونه او رواقونه ورته ودان کړل . د هرات په ستر جومات کي د تيموري پير وداني شوي برخي د دې جومات ښکلا او ارزښت لا زيات کړيدۍ ، د امير علی شير نوايی تر لارښوني لاندي د نامتو انجنير ( بنا ) خواجه ميرک په وسيله چي د ستر استاد کماالدين بهزاد استاد هم ګڼل کيږي ،  د ودانۍ هڅي شويدي . دا جومات د شاه اسماعيل صفوي د واکمنۍ پر مهال ( ١٠٤٥ هجری قمری ) يو ځل بيا وران شو، خو په ١٢٥٣ هجري قمري کال د وزير يارمحمد خان دراني په سپارښت بيا ودان شو .او په دې تر تيب په يبلا بيلو وختونو کي وران شوۍ او بيا ودان شويدۍ ، د اعليحضرت عبدالرحمن خان دواکمنۍ پر مهال او بيايې  د حبيب ا لله خان په وينا  د بيا جوړوني او ترميم يوشمير کارونه تر سره شول . او په ١٣٤٠ څخه تر ١٣٤٣ هجري قمري کال د اسماعيل بنا په وسيله يې يو ځل بيا د ودانۍ چاري تر سره شوې . او تر هغه ورسته هم په بيلا بيلو مهالونو کي د اړينو ترميمونو او سمونو لپاره پر له پسې هڅي شويدي .

د هرات موزېم :

په ډاډمنه توګه د دې ېادونې څرک نشته چې دهرات موزېم په کومه نېټه او دچا په وينا پرانستل شو ، يوازې دا مطلب څرګند شويدئ  چي ،  په هرات کی د شجاع الدوله دواکمنۍ { رئس تنظيمه } پر مهال دهرات موزېم په لمرېز کال ١٣٠٣ کې تأسيس شوېدۍ٠ د دی موزېم د پرانستلو سره سم دهرات اړوندو دولتي ادارو ټول تارېخي اوفرهنګي توکې موزېم ته تسليم او ورسره يوځای هغه أثار چي په لرغونو او تارېخي سېمو کي ساتل شوې او ېا په ﻻس راوړل شوې وه هم موزېم ته وسپارل٠ د امانې دولت دړنګيدو پر وخت { ١٣٠٧}د هرات موزېم ور جبرأ پرانستل شو او ېو شمېر هغه أثارچې د پخواني تنظيمه رئس په امر موزېم ته راوړل شوې وه بيرته خپلو پخوانيو ځايونو ته وليږل شوه٠ دبيلګي په توګه هغه مسي دېګ اوېوه ډبرېنه ليکنه بيا د ګازرګاه په نوم زېارت ته ېوړل شوه ٠ او يوشميرأثار دنائب ا لحکمه له ماڼۍ نه د ښونې او روزني ادارې تعمېر ته وليږل شوه٠ په ١٣١٠ لمرېز کال د هرات موزېم دهغه وﻻېت ښاروالۍ ادارې ته وسپارل شو٠په ١٣١٢ لمرېز کال دهرات موزېم د پارک هوټل په نوم نوې ودانۍ ته و ليږل شو ٠ په ١٣٣٩ کال د موزېم اداره يوځل بيا د ښونې او روزنې ادارې ته ور په غاړه شول  . دهرات موزېم زېات شمير أثار دښاروالۍ له خوا پېرودل شوېدي،خو يوشمېر أثار په ١٣٢٥ لمرېز کال د کابل موزېم له خواچې د بګرام څخه تر ﻻسه شوې وه د تحفې په توګه  تسليم شول . د هرات موزېم هغه وخت ﻻ بډای او دپام وړ وګرځېدۍ چي د يونسکو له خواپه ١٣٥٢لمرېز کال هرات ديوې فرهنګې سېمي په توګه کانديد شو ٠ په ١٣٥٧ لمرېز کال د ملې موزېم او هرات موزېم تر منځ د ېوه پرو تو کول له مخې يو او بل ته د نندارېزو أثارو د وړلوراوړلو پروژه و منل شوه خو په هرات کې د ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کالونو پيښو ددې امکان د پلې کيدو مخه ډب کړل٠

په ١٣٧٢لمرېز کال د اسماعيل خان په وسيله د هرات موزيم بيا پرانستل شو٠ خو د هرات تارېخي موزېم په دې دوره کې له پامه ولوېد او د جهاد موزېم په نوم نوۍ موزېم د زېاتی پاملرنې وړ وګرځېدۍ٠ په ١٣٧٤ لمرېزکال د هرات موزېم مسؤل ښاغلې عليشاه بهره او په هرات کې د طالبانو فرهنګې مسؤل عبد ا لسلام طيب د هرات موزېم د هڅو او منظمو نندارو ډاډ په هغه سمپوزېم کې چي په ننګرهار کې د سپک مؤسيسې په مرسته داېر شوې ؤ، نړېوالو ته ورکړ٠ په دې سمپوزېم کي د يونان، فرانسې،ايتاليا او سريلانکاسفيرانو هم ګډون درلود٠ د سمپوزېم برخه والو د ښاغلې طيب او ښاغلې بهره څخه د هرات د موزېم د أثارو دساتنې او د موزېم د منظمو هڅوپه اړه ستا ينه وکړل ، په داسې حال کې چي په همدې شپو او ورځو کې د افغانستان ملې موزېم دتاﻻنګرو او داړه مارو توپکيانو له خوا چور او تاﻻن شوې وو٠
په دې ورستې  کالونو کي  د هرات موزېم ته ېوځل بيا پام ګرځېدلۍ دې . چي د زيار او ربړ لپاره يې  د هرات موزېم مسؤل اوکار کونکواو هم دهرات فرهنګې او مسلکې کسانو ښاغلې غنې نيکسېر، ښاغلې نيکبين  ، د لرغونپوهنې ادارې مسؤل ښاغلې عبدا لواسع فېروزې  د ملي موزيم رئېس ښاغلۍ عمراخان مسعودي  او يو شمير نورو ګړندۍهڅې د زېاتې ستاينې وړ دې . د همدې  نېکو هڅو او فرهنګې  چو پړ د برکته  د هرات تاريخي اثارو ته د نړيوالو پام وګرځېدۍ ، چي د بيلګي په توګه د يونسکو له لوري د هرات تاريخي سيمه د فرهنګي سيمي په نوم  ونومول شوه ،  يادولای شو  .

په هرات کي يو نامتو تاريخي ديګ

 د ٢٠٠٥  م ميلادي کال د جولای مياشتي په دولسمه ( ١٢ )نيټه د يونسکو هئيت په مشرۍ يوشمير کارپوهانو د هرات پنځه منارونه او په هرات کي د يوشمير نورو تاريخي اثارو څخه ليدنه کتنه وکړه . د دي هئيت د ليدنو کتنو پايله داشوه چي د هرات پنځه تاريخي څلې يا منارونه دي د ورانيدو څخه وژغورل شي . د همدي پايلي پر بنسټ يې د سيمه ايزو چارواکو سره يوځای د يوې بيړنۍ پروژۍ د پلي کولو چاري پيل کړی. ، د دې پروژي د پلي کولو لپاره يو مليون امريکايې ډالره منل شويدي ( د يادوني ده چي د جام څلي  د ساتني او پايښت  لګښت هم د همدې پيسو څخه کيږي ) ، چي د يونسکو تر څنګ د امريکايې ځواکونو مرسته هم ملګرې ده .

ايتالوي کار پوه پروفيسور جورج مشې او د يونسکو ځانګړۍ کار پوه کرستين منهارت له نظره د نوموړو ابداتو د ساتني لپاره لومړي هڅي بايد د هغو تلوراتلو لاري بنديدل وي چي د همدي لوړو منارو څخه تيريږي ،او ورسره جوخت دا هم اړينه ده چي د دې لوړو منارو د ساتني او پايښت لپاره ګړندي ګامونه واخستل شي . د هرات دا پنځه منارونه د پنځلسمي پيړۍ اړوند ابدات دي چي هر يو يې تر ٥٥ متروپوري لوړوالۍ لري .

د هرات مصلا منارونه
د هرات مصلا منارونه

اخځونه :

باوري. رسول . باستانشاسي افغانستان . (  کابل  :  پوهنتون کابل ) ١٣٤٦ .

جهاني. عبدالباري . هرات پښتان او ستره لوبه .  ( پيښور : د صافي خپرونو مرکز )  ١٩٩٩ .

حبيبي، عبدالحئ . جغرافيايې تاريخي افغانستان . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٢ .

کهزاد ، احمد علي  . افغانستان در پرتو تاريخ  . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٤٦ .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!