ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
څه موده وړاندي مي د یوې پلټني په ترڅ کښي د دنیا ورځپاڼي د (۱۳۹۴ ه-ش کال) د څلورم کال د (۵۰۲ مي ګڼي، پرله پسې ۹۹۹ مي کڼي) یوې مقالې ته پام سو چي د شاغاسیانو په اړه لیکل سوې وه. دا مقاله ښاغلي ډاکټر لطیف یاد لیکلې ده او د دنیا ورځپاڼي په پورتنۍ کڼه کښي د (شاغاسیان څوک وو) تر عنوان لاندي خپره سوې ده. همدا مقاله، په همدې عنوان د( منډیګک) او (لومړیتوب) په شمول په ځینو ویب سایټونو کښي هم خپره سوې ده. خو د دې مقالې د لیکوال څخه ځیني تېروتني سوي دي چي د تاریخي ماخذونو او شواهدو سره په ټکر کښي دي.
د ښاغلي یاد د مقالې د ځینو ښکاره تېروتنو یادونه په لاندي توګه کوم:
۱: د دې مقالې عنوان (شاغاسیان څوک وو) دئ، حال داچي شاغاسیان یو ژوندی خاندان( کورنۍ) او ټبر (دئ)، چي د خپل اصلي او پلرني ټاټوبي (کندهار) په شمول، په پلازمېنه کابل او د مرکزي افغانستان په روزګان، غزني، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کښي مېشت دي.
۲: پدې مقاله کښي لیکل سوي دي چي (ایشک یا ایشیک آقاسي چي موږ یې په پښتو کې شاغاسي بولو یوه ترکي کلمه ده…)، خو لکه څنګه چي دروند لیکوال (محمد معصوم هوتک) په خپل کتاب (کندهاري وروڼه) کښي هم یادونه کړې ده، ایشک آقاسي یوه مُرکٌبه ترکۍ کلمه ده، چي یوه برخه یې (ایشک) یا (ایشیک) او بله یې (آقاسي) ده. ایشیک د دروازې احاطې، درشل او چوکاټ ته ویل کېدای سي او (آقاسي) د سردار په معنا کارېږي (نور معلومات په متن کښي).
د ایشیک آقاسي منصب او دنده د عثماني ترکانو، د ایراني قاجاریانو او صفویانو او د احمد شاه بابا په دربارونو کښي د یوه خورا مهم منصب او د اعتماد وړ دندي په توګه شتون درلود، خو کله چي دا منصب د کندهاري سردارانو( سردار شېردل خان) له خوا (میرداد خان بارکزي) ته د هغه د مېړاني په پار ورکول سو، نو په ورځنیو محاورو کښي په (شاغاسي) بدل سو او د شاغاسیانو پراخه کورنۍ په همدې نامه یاده او مشهوره سوه (پوره معلومات په متن کښي).
۳: د دې لیکوال (یاد) په مقاله کښي لیکل سوي دي چي د لویناب شېردل خان شاغاسي زوی شاغاسي خوشدل خان د امیر امان الله خان نیکه او د سروري سلطاني بېګم پلار و، دا خبره هم ناسمه (غلطه) ده ځکه چي شاغاسي خوشدل خان د ملکې سروري سلطانې بېګم ورور او د امیر امان الله خان ماما و. د امیر حبیب الله خان د ملکې (سروري سلطانه شاغاسۍ) او شاغاسي خوشدل خان پلار او د امیر امان الله خان نیکه لویناب( لوی نائب) شېردل خان شاغاسي و.
۴: د ښاغلي یاد په مقاله کښي لیکل سوي دي چي امیر عبدالرحمن خان شاغاسي د توپ خولې کښي والوزاوه، دا څرګندونه هم غلطه ده ځکه چي شاغاسي شېردل خان او یا کوم بل شاغاسي د امیر عبدالرحمن خان له خوا په توپ ندی الوزول سوئ، بلکه د شاغاسي شېردل خان لمسی (علي احمد خان شاغاسي) چي د شاغاسي خوشدل خان زوی و، د حبیب الله کلکاني( د سقو زوی) له خوا د سقاوي اړودوړ پر مهال په توپ والوزول سو( نور معلومات یې په متن کښي ولولئ).
۵: همدا راز، د لیکوال څخه د شاغاسي خاندان د قومي جوړښت په برخه کښي او د (شاغاسي کلا) د فولکلوریکي او تاریخي سندري په بیتونو کښي هم غلطي سوې ده( سم معلومات به یې په متن کښي ولولئ).
پورتنیو ناسمو( غلطو) معلوماتو نه یوازي وهڅولم، بلکه مجبوره یې کړم چي د شاغاسیانو او شاغاسي خاندان په اړه سم، کره او په تاریخي شواهدو او ماخذونو سمبال معلومات درنو لوستونکو ته وړاندي کړم.
نو؛ مخکي له دې چي د شاغاسیانو د خاندان د تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو یادونه وکړم، د شاغاسیانو د خاندان په اړه د لاندي تاریخي حقایقو څرګندونه اړینه کڼم:
۱: د شاغاسي لقب او نوم د (ایشیک آقاسي) څخه چي یوه مُرکٌبه ترکۍ کلمه ده، جوړ سوی دئ.
۲: د ایشیک آقاسي (شاغاسي) د کلمې څخه د (سرمنشي حضور، وزیر تشریفات، وزیر دربار، کلک، مستحکم اصیل او وفادار) معناوي اخېستل کېدلای سي.
۳: کله چي میرداد خان بارکزي ته د هغه د مېړاني په پار د ایشیک آقاسي منصب ورکول سو، دا لقب په ورځنیو محاورو کښي د (شاغاسي) په نوم بدل سو او د شاغاسیانو پراخه کورنۍ (د شاغاسي میرداد خان بارکزي کورنۍ) په همدې نامه مشهوره سوه.
۴: د شاغاسیانو کورنۍ ته د شاغاسي (شاغاسیانو) نوم او لقب د سردار شېردل خان له خوا په (۱۲۴۳ ه ق) کال کښي ورکول سوی دئ (د دې نوم او لقب د ورکولو څرنګوالی به وروسته په همدې متن کښي «د شاغاسي کلا» تر عنوان لاندي ولولئ).
۵: شاغاسیان، ابدالي (دُراني) پښتانه دي؛ په دُرانو کښي بارکزي دي، په بارکزو کښي عمرخانزي دي او په عمرخانزو کښي شاغاسیان (شاغاسي) دي.
۶: شاغاسیان د کندهار ولایت د معروف د ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي. چي د امیر دوست محمد خان په وخت کښي د کابل ولایت د (ګذرګاه) سیمي او ورپسې د مرکزي افغانسان ولایتونو لکه (روزګان، غزني، لوګر او میدان وردګ) ته تللي دي.
د شاغاسیانو خاندان په تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو کښي
فولکلور د انګلیسي ژبي یوه مُرکٌبه کلمه ده چي د فوک( خلک) او لور( پوه) څخه جوړه سوې ده، او د کلتور هغه څانګه ده چي د انساني مشخصو ډلو عنعنوي دودونه، اعتقادونه، نکلونه او ارزښتونه پکښي شامل دي.
او د فولکلور په( شفاهي) برخه کښي متلونه، سندرې، معماوي، کیسې، محلي ویناوي، سیمه ایز نومونه او ولسي قوانین شامل ګڼل کېږي. زموږ د سیمي ادبیات، په ځانګړي توګه د پښتو ادبیاتو د فولکلور برخه، سره له دې چي د پښتو ادب یوه ستره برخه ده، تاریخ یې هم په خپل بطن کښي خوندي ساتلی دئ.
اوس به راسو د شاغاسیانو د خاندان تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو ته:
کله چي د شاغاسیانو د خاندان په اړه د تاریخي او فولکرویکو ادبیاتو څېړنه او یادونه کوو نو د لویناب شېردل خان شاغاسي په اړه لیکل سوې تاریخي سجعه لومړی ځای لري.
دا سجعي شعر د شاغاسي میرداد خان د زوی (لویناب شېردل خان شاغاسي) په اړه لیکل سوی او د تاریخ په پاڼو کښي په لاندي ډول ثبت سوی دئ:
امیر شیرعلی شیر علی علی شیر خداست
هرکه نایب شیران بود، شاغاسی شیردل است

کاندید اکاډمیسن اعظم سیستاني په خپل کتاب (سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخي قندهار) کښي د دې شعر په اړه لیکلي دي چي شاغاسي شېردل خان د امیر شېر علي خان په نزد د داسي حُرمت او درنښت خاوند و چي د هغه نوم یې د د خپل وخت (امیر شېر علي خان د وخت) پر سکو باندي نقر کړی دئ.
د شاغاسيانو د کورنۍ په اړه دویم تاریخي او فولکلویک شعر د (شاغاسي کلا) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ. دا شعر ژبه په ژبه او نسل په نسل را نقل سوی دئ او تر ننه پوري د یوې تاریخي او فولکلوریکي سندري په توګه په محفلونو او ودونو کښي ږغول کېږي.
د شاغاسي کلا شعر په تاریخي لحاظ د دونه زورور او لوړ مقام لرونکی دئ چي د شاغاسیانو د خاندان د پیل څخه یې د دې کورنۍ د څلورو نسلونو تاریخي ویاړني او افتخارات ثبت کړي او خوندي ساتلي دي.
د دې تاریخي او فولکلوریک شعر (سندرې) اصلي بڼه داسي ثبت سوې ده:
شاغاسي کلا*
شاهي رامانه** زوروره
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاهي رامانهشاهي رامانه زوروره
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاهي رامانهد شاغاسي د توري شرنګ دئ
شاهي رامانهد شاغاسي د توري شرنګ دئ
شاهي رامانهشاهي رامانه زوروره
چي سرداران د کندهار لوري ته ځینه (۱)
شاهي رامانهشاه اودرامانه*** زوروه
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاهي رامانهد شاغاسي هیبني ږغ سو
شاهي رامانهد شاغاسي هیبني ږغ سو
شاهي رامانهشاهي رامانه زوروره
مرګی مي فخر بې ننګي نه قبلومه (۲)
شاهي رامانهشاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاهي رامانهد شاغاسي تر غیرت جار سم
شاهي رامانهد شاغاسي تر غیرت جار سم
شاهي رامانهشاهي رامانه زوروره
لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه (۳)
شاهي رمانهشاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاه اودرامانهشاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاه اودرامانهشاه اودرامانه زوروه
د شاغاسي کلا دي ولې ورانوله
شاه اودرامانه* قلعه
** رحمانه (امیر عبدالرحمن خان).
*** عبدالرحمانه (امیر عبدالرحمن خان).
د شاغاسي کلا فولکوريکه سندره
۱: د شاغاسي کلا د سندري لومړی بند د شاغاسیانو د خاندان د لوی پلار او مؤسس (شاغاسي میرداد خان بارکزي) په اړه دئ. کله چي شاه محمود سدوزی له خپل زوی شهزاده کامران سره په (۱۲۳۴ه ق) کال له کندهاره ځخه یو لښکر د امیر دوست محمد خان د لیري کولو په هدف د کابل په لور وایست. د کندهار حکومت یې نائب ګل محمد خان پوپلزي ته سپارلی و. کندهاري سردارانو کهندل خان،شېردل خان او پردل خان دا موقع مناسبه وګڼله او پر کندهار ښار یې برید وکړ او ښار یې ونیو. د ښار د نیولو په وخت کښي لومړی سړی چي کلا ته د لرګو پر زینه ور واوښت، د توري په شرنګ یې د کلا درګاه ځان ورساوه او د درګاه یې د بارکزي سپاه پر لور پرانیزل، میرداد خان بارکزی و. سردار شېردل خان د میرداد خان بارکزي د دې زړه ور توب له امله ورته د ښار تر نیولو وروسته د (ایشیک آقاسي ګرۍ) منصب ورکړ. له دې وخت څخه وروسته د (ایشیک آقاسی) منصب د میرداد خان بارکزي لپاره په (شاغاسي) لقب باندي بدل سو او د ده کورنۍ د شاغاسیانو د کورنۍ په نامه مشهوره سوه او د بارکزو د سلطنت د بنسټ ایښوونکي امیر دوست محمد خان (۱۸۵۳-۱۸۶۳ع) او د هغه د زوی امیر شېر علي خان په دربارونو کښي یې ښه پوره نفوذ درلود. [۱] دروند استاد، محمد معصوم هوتک په خپل کتاب (کندهاري وروڼه) کښي په دې اړه هر اړخیز او پوره معلومات ورکړي دي.
د دې سندري د لومړي بند اوله مسرۍ د (شاغاسي میرداد خان) په اړه ده، او دویمه مسرۍ یې د کندهاري سردارانو (سردار شېردل خان) په اړه ده. همدا راز «د شاغاسي د توري د شرنګ» څخه مطلب (د میرداد خان شاغاسي) زړه ور توب، او «د کندهار پر لور د سردارانو د تګ» څخه مطلب (د سردار شېر دل خان) او نورو سردارانو له خوا د کندهار د ښار نیول دئ.

۲: د شاغاسي کلا د سندري دویم بند د شاغاسي میرداد خان د زوی (لویناب شېردل خان شاغاسي) په اړه دئ. د امیر کبیر د دربار وزیر، د تُرکستان حاکم اعلیٰ، لویناب او لوی سیمه ایز سردار، شاغاسي شېردل خان تل د امیر شېر علي خان لپاره توري وهلي. [۲]
د پادشاهان متأخر افغانستان د کتاب مؤلف( یعقوب علي خافي) لیکي:
پس از تصرف کابل بدست سردار عبدالرحمن خان که امیر شیر علی خان قوائی برای تصاحب مجدد کابل از قندهار سوق نمود و سردار عبدالرحمن خان هم به مقابله با سپاه امیر از کابل بر عزنی حمله نمود، باری در جنګی که در حوالی غزنی در محل سرروضه، در سال ۱۸۶۸م، میان قوای سردار عبدالرحمن خان بسرکردګی جنرال نصیر خان و قوای امیر شیر علی خان بسرکردګی سردار فتح محمد خان پسر وزیر اکبر خان رخداد و به شکست نیروهای سردار فتح محمد خان انجامید، د نزدیک بود سردار فتح محمد خان دستګیر شود، شاغاسي شیردل خان برای نجات جان سردار فتح محمد خان با سی تن از نیروهای فداکارش بر دشمن قوی تر از خود حمله برد و در صف دشمن رخنه نمود و سردار فتح محمد خان را نجات داد، مګر خودش در محاصره نیروهای دشمن قرار ګرفت و هنګامی که دشمن بدور او حلقه زدند تا دستګیرش کنند، ناګاه بر همراهان دلیر خود فریاد برآورد و ۱۸ تن از جنګجویان او با شمشیر های آخته بر صف دشمن زدند و راه باز نمودند و چون پرنده از دام دشمن پریدند و بدر رفتند. [۳]
د دې سندري د دویم بند اوله مسرۍ د توریالي لویناب (شېردل خان شاغاسي) او دویمه مسرۍ یې د (۱۸ تنو جنګیالیو) په اړه ده. همدا راز «د شاغاسي د هیبتي ږغ» څخه مطلب (د شاغاسي شېردل خان) هغه فریاد (هیبتي ږغ) دئ چي خپلو ملګرو ته یې د سردار فتح محمد خان د نجات د جګړې پر مهال کړی دئ، او د «مرګی مي فخر بې ننګي نه قبلومه» څخه مطلب (د شاغاسي شېردل خان د هغو ۱۸ تنو جنګلیالیو ملګرو مېړانه ده چي د سردار فتح محمد خان د خلاصون پر مهال یې مرګ قبول و خو بې ننګي یې نه قبلوله).
۳: د شاغاسي کلا د سندري دریم بند د شاغاسي خوشدل خان د زوی، د شاغاسي شېردل خان د لمسي او د شاغاسي میرداد خان بارکزي د کړوسي (علي احمد خان شاغاسي) په اړه دئ. د توري او قلم خاوند علي احمد خان شاغاسي چي د غازي امان الله خان سره د اورپا په سفر کښي هم ملګری و د کابل والي، د غازي امان الله خان د کورنیو چارو وزیر او دوه ځله د بارکزو د سلطنت پر مهال د لنډ مهال لپاره امیر هم تېر سوی دئ. په (۱۹۲۹ع) کال کښي د سقاوي اړودوړ پر مهال د یوې ناځوانۍ په ترڅ کښي د سقاوي سپاهیانو لخوا په کندهار کښي پداسي حال کښي ونیول سو چي په کندهار کښي یې د سقاو د زوی څخه د کابل د بیرته نیولو لپاره لښکر جوړاوه. د نیولو سره سم کابل ته راواستول سو او د سقاو زوی په توپ کښي والوازه. [۴]
ایراني تاریخپوه او سفیر، مهدي فرخ په خپل کتاب (تاریخ سیاسی افغانستان) کښي لیکي:
علي احمد خان ډېر بې انتها زړور سړی و او خورا د لوړ ذهن خاوند هم و. کله چي یې په توپ الوزاوه نو سقاویانو ته یې وویل چي ما مخامخ په توپ وولئ ځکه ما هیڅکله دښمن ته شا نده ګرځولې. [۵]
د دې سندري د دریم بند اوله مسرۍ د (امیر علي احمد خان شاغاسي) په اړه ده، او دویمه مسرۍ یې د (د علي احمد خان د توپ د الوزولو) په اړه ده. همدا راز «د شاغاسي تر غیرت جار سم» څخه مطلب د شاغاسي علي احمد خان زړه ور توب او غیرت، او «لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه» څخه مطلب د امیر علي احمد خان شاغاسي په توپ الوزول دئ.

د شاغاسيانو د کورنۍ د تاریخي کادرونو په اړه د لیکل سوو تاریخي شعرونو په لست کښي، د سردار امیر محمد خان شاغاسي تاریخي سجعه هم خورا لوړ تاریخي ارزښت لري. امیر محمد خان شاغاسي د سردار میرداد خان شاغاسي زوی، د لویناب شېردل خان شاغاسي ورور او د علیاحضرتي سرورسلطانه شاغاسۍ اکا و، چي د امیر کبیر له وخته په کندهار کښي د هغه د زوی او د امیر شېر علي خان د ورور، سردار محمد امین خان د دربار وزیر (ایشیک آقاسی) و. د سردار محمد امین خان د حکومت پر مهال، د کندهار د دارالحکومت په ثبت سوو احکامو کښي د امیر محمد خان شاغاسي نوم متواتر تر سترګو کېږي؛ د (۱۲۸۱ ه ق) کال په هغه وثیقه کښي چي د شاغاسي محمد سرور خان (وروسته بابائ کرام، او د شاغاسي امیرمحمد خان وراره) له خوا تر عزیزالدین وکیلي پوپلزي پوري رسېدلې ده، د امیر محمد خان شاغاسي د مُهر سجعه داسي لیکل سوې ده:
المتوکل علی الله الصمد
خادم شرع نبي امیر محمد [۶]
پر کندهار باندي د سردار محمد امین خان د حکمرانۍ پر وخت د هغه له خوا د خرقې شریفي د متولیانو د وظیفې او هغوی ته د مځکو د ورکولو په اړه یوه حکمنامه د هغه د وزیر دربار په توګه د “عالیجاه” امیر محمد خان په نامه خپره سوې ده. دا حکمنامه، همدې امیرمحمد خان شاغاسي ته منسوبه ده. [۷]
هېره دي نه وي چي خرقې شریفي ته د شاغاسي امیر محمد خان وراره، غازي خوشدل خان، د لویناب صاحب زوی، هغه مهال چي د کندهار نایب الحکومه و د نقرې دروازه ډالۍ کړه. د میوند د تاریخي جګړې مرستیال قومندان، کمکی ناب، د کابل او کندهار نایب الحکومه او سردار، د امیر کبیر زوم او د بارکزو په سلسله کښي د دوه ځلي لنډمهاله امیر، علي احمد خان پلار، غازي خوشدل خان شاغاسي د خرقې شریفي لپاره پر خپل ډالۍ کړې د نقرې دروازه باندي دا بیت نقش کړی دئ:
بضاعت نیاوردم الا امید
خدایا ز عفوم مکن نا امید [۸]
د شاغاسیانو د کورنۍ د تاریخي کادرونو په اړه بل تاریخي او فولکلویک شعر، چي شاید د شاغاسي کلا د شعر د تکمیل څخه لا مخکي لیکل سوی وي، د (ناظم صاحب) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ.
دا تاریخي او فولکلوریک شعر د سردار امیر محمد خان شاغاسي د زوی، د شاغاسي میرداد خان بارکزي د لمسي او د شاغاسي شېردل خان د وراره( سپه سالار ناظم الامور العدلیه دوست محمد خان شاغاسي) په اړه لیکل سوی.
او په لاندي ډول ثبت سوی دئ:
ناظم صاحب
چي شاغاسي ناظم صاب* رالی
د مډالونو یې شرنګی سو
نو د آسانو یې شیشنی سو
د سپاهیانو یې هی، هی سو
پر غلیمانو یې ترپی سو
باره خوشاله** هر سړی سو (۱)* صاحب
** خوشحاله
۱: دا تاریخي او فولکلوریکه ټوټه هغه وخت لیکل سوې ده چي نایب سالار دوست محمد خان شاغاسي د ناظم په توګه، د غزني او روزګان ولایاتو ته د ملکي تنظیماتو په موخه تللی و.

سپهسالار ناظم الامور العدلیه دوست محمد خان شاغاسي د سردار نصرالله خان د دربار وزیر دربار و. کله چي د سراج الخواتین سرور سلطانې شاغاسۍ په غوښتنه امیر حبیب الله خان سراج الملته الدین د دارالعدالت محکمه رامنځته کړه، دوست محمد خان یې د دې محکمې لومړنی ناظم (مشر) وټاکه، ځکه یې د نامه سره د ژوند تر پایه پوري د ناظم الامور العدلیه د (ناظم) برخه پاته سوه. نوموړي دا ماموریت لومړی دوه کاله پر غاړه درلود، او دوه کاله وروسته د دوست محمد خان د اکا زوی، محمد اکبر خان د شاغاسي عطاء الله خان زوی پر دې موقف مقرر سو او شپږ کاله د سردارۍ په رتبه کښي پر دې موقف پاته و. په دې اړه جلال آبادي میرزا شېر احمد مستي خیل یوه قصیده لیکلې ده، دا ښايي ډېره اوږده قصیده وي، خو څو بیته یې داسي ثبت سوي دي:
خاص تر بر مردمان خطهٔ افغان ستان
سجدهٔ شکرانه لازم تر بدرگاه خداست
کو عنایات خداوندی درین کابل زمین
این حد بونامور فرمانروای ملک ماست
در حضور خویش یک دارالعدالت طرح داد
کو برای رنج مظلومان عجب دارالشفاست
گر رود در غور مردم غفلتی از حاکمان
داد ایشان را درین دارالعدالت خوش دواست
از گروه چاکران شخص دیانت پیشه را
انکه مرد نیک خوی و عاقل و کار ازماست
قوم او دُرانی و اسمش محمد اکبر است
کاردان و هوشمند و عدل کیش و پارساست
کو جاگزین فرزند عمش دوست محمد ناظم
بر حکم سراج الملته والدین سرکار والاست [۹]
ناظم الامور العدلیه دوست محمد خان د اعلیحضرت امان الله خان په فرمان د استقلال او خپلواکۍ د جګړې پر مهال د مشرقي سمت د نظامي او ملکي خدماتو لپاره مقرر سو، خو (د سراج التواریخ په حواله)، سپهسالار ناظم دوست محمد خان شاغاسي د امير حبیب الله خان د سلطنت پر مهال د جنوبي د سمت حاکم اعلیٰ او د ملکي او نظامي خدماتو سپه سالار او نایب سالار تېر سوی دئ. د شاغاسي دوست محمد خان ورور خواجه محمد خان شاغاسي هم د خپل وخت جرنیل تیر سوی دئ. [۱۰]
د سپهسالار ناظم دوست محمد خان شاغاسي په اړه بله تاریخي او فولکلوریکه سندره د( نایب سالار) تر عنوان لاندي ثبت سوې ده:
نایب سالار
نایب سالار تېرېږي
زموږ پر لار تېرېږي
عسکر یې لعل او مرجان
په هوا ژاړي مرغان
نایب سالار تېرېږيناظم صاب بیا راغلی
له ګذرګا* راغلی
په هدایت د خود شاه امان الله راغلی (۱)
نایب سالار تېرېژيدوست محمد خان شاغاسي
د خاندان شاغاسي
سپه سالار دئ زموږ یې فخر نوم نشان شاغاسي (۲)
نایب سالار تېرېږينایب سالار تېرېږي
زموږ پر لار تېرېږي
عسکر یې لعل او مرجان
په هوا ژاړي مرغان
نایب سالار تېرېږي* ګذرګاه (لکه څنګه چي مو مخکي هم یادونه وکړه، شاغاسیان د خپل اصلي ټاټوبي (کندهار) څخه لومړی د کابل د ګذرګاه سیمي ته راغلي دي چي اوس هم هورې مېشت دي او بیا د ګذرګاه له سیمي څخه د مرکزي افغانستان ولایتونو ته تللي دي.
۱: لکه دمخه چي یادونه وسوه؛ دوست محمد خان د سردار نصرالله خان د دربار، وزیر دربار و، چي د استقلال د جنګ پر مهال، د اعلیحضرت امان الله خان په فرمان د مشرقي د نظامي او ملکي خدماتو لپاره مقرر سو. خو د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال د جنوبي د سمت حاکم اعلیٰ او نایب سالار و (ځکه په دې بند کښي د نایب سالار د بیا راتګ او د امان الله خان د هدایت یادونه سوې ده).
۲: همدا راز، نائب سالار دوست محمد خان شاغاسي د ملي شورا په پنځمه، شپږمه او اومه دوره کښي د کندهار ولایت دهراوود (دېراوت) څخه منتخب وکیل تېر سوی دئ، او کله چي دېراوت د کندهار څخه روزګان ولایت ته جلا سو، نو دوست محمد خان شاغاسی د ملي شورا په لسمه او یوولسمه دوره کښي د خپل ټاټوبي، د کندهار د ارغستان (ارغسان) څخه منتخت وکیل تېر سوی دئ. [۱۱]
د وکالت څخه وروسته یې د وزیر دربار (ایشیک آقاسي)، ناظم الامور العدلیه (وروسته وزیر عدلیه)، د مرکزي افغانستان (هرزاره جات) لوی حاکم، د جنوبي لوی حاکم، سپه سالار او نائب سالار په منصبونو کښي د (۱۳۲۲ه-ش) کال څخه بیا د هیواد د خپلواکۍ او استقلال تر مهاله پوري د خپل هیواد (افغانستان) او هیوادوالو (افغانانو) خدمت کړی دئ.

کله چي د شاغاسي خاندان د فولکلوریکو ادبیاتو یادونه کوو، نو د هغه تاریخي او فولکلوریک شعر یادونه باید هرو مرو وسي چي د (غازي امان الله) تر عنوان لاندي ثبت سوی دئ.
دا شعر په څو ډوله لیکل سوی دئ، د دې شعر یوه بڼه داسي ثبت سوې ده:
غازي امان الله
تور قمیص* دي د بخمل
په ملا توره د طلا
وه! غازي امان الله
شاغاسي امان الله
همدا شعر( غازي امان الله) په بل ځای کښي داسي لیکل سوی دئ:
غازي امان الله
تور کورتی** دي د بخمل
پر ملا توره د طلا
وه! غازي امان الله
شاغاسي امان الله
خو دا شعر په یوه بله پاڼه کښي چي زما د شخصي کتابتون په آرشیف کښي راسره خوندي هم ده، او د دې تاریخي( فولکلوريک) شعر اصلي بڼه ښکاري، داسي لیکل سوی دئ:
غازي امان الله
توره وباسه له تېکي
کمربند تړه تر ملا
وَ غازي امان الله
شاغاسي امان الله (۱)* قمیص (د کمیس عربي بڼه چي د امان الله خان د چپني لپاره کارول سوی دئ).
** کورتی د (کورتۍ د کلمې نارینه بڼه، چي د امان الله خان د توري چپني څخه به مطلب وي).
۱: دا جوته خبره دي چي امیر امان الله خان د امیر حبیب الله خان زوی او امیر عبدالرحمن خان لمسی دئ چي د بارکزو د محمدزیو په څانګه پوري تړاو لري.
خو دا هم یو تاریخي حقیقت دئ چي د امیر امان الله خان مور سرورو سلطانه شاغاسۍ (علیا حضرته) د شاغاسي شېردل خان لور او د شاغاسي میرداد خان بارکزي لمسۍ وه؛ چي د شاغاسیانو د کورنۍ مشران او هغه وګړي چي اوس هم په پښتو ژبه خبري کوي د درنښت په پار یې (شاغاسۍ انا) بولي.
نو غازي امان الله خان د شاغاسۍ انا (سرور سلطانې) زوی او د لویناب شېردل خان شاغاسي لمسی هم دئ.
بل دا چي، لکه څنګه چي عزیز الدین وکیلي پوپلزي په خپل کتاب (سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان) کښي هم یادونه کړې ده، د شاغاسیانو کورنۍ د خپل لمسي (غازي امان الله خان) په سلطنت ته رسولو کښي او د غازي امان الله خان د قدرت په استقرار کښي ډېره ستره ونډه درلوده. [۱۲] ځکه نو (امکان لري) چي په پورتني تاریخي شعر کښي د غازي امان الله خان لپاره د (شاغاسي) لقب په افتخاري توګه کارول سوی وي.

ځای لري چي په دې ځای کښي د شاغاسۍ انا(د غازي امان الله خان د مور) ملکې سروري سلطانې د هغه تاریخي لیک یادونه وکړو چي شاغاسۍ انا هغه مهال لیکلی و چي امیر امان الله خان د اوروپا په سفر تللی و او علیا حضرتي (شاغاسۍ انا) خپل زوی ته یو لیک استولی و.
په دې لیک کښي، شایق جمال افندي د مور( شاغاسۍ انا سروري سلطانې) د زړه درد، د زوی (غازي امان الله خان) د بیلتون پر مهال او د هغې مورنۍ عاطفه په یوه نظم کښي بیان کړې ده، چي دروند لیکوال عزیز الدین وکیلي (پوپلزي) په خپل کتاب (سفرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور اسیا و اروپا 1306-1307) کښي هم راوړی دئ:
نور چشم رشید امان الله باد عمرت مزید امان الله
ای گل بوستان مادر خود ای عزیز دل برادر خود
ای بهار نشاط و فرحت من ای گل گلشن سعادت من
ای قدت نخل آرزوی وطن ای وجود تو آبروی وطن
ای وجود تو باعث راحت ای حیات من و همه ملت
ای زهجر توعالمی بیتاب ای بیاد تو دیده ها پر آب
ای بدل ازهمه توشیرین تر ای فدای تو هستی مادر
مادرت از فراق بیتابست بیخورو بیقرارو بیخوابست
روزم از دوری تو ګشت سیاه حال ما فراق کرده تباه
در ګرفتم ز آتش دوری مردم از درد و داغ مهجوری
تا تو رفتی بهه مُلکِ اروپا رفته باتو توان و طاقت ما
نور چشم رشید امان الله باد عمرت مزید امان الله
ای گل بوستان مادر خود ای عزیز دل برادر خود
ای بهار نشاط و فرحت من ای گل گلشن سعادت من
ای قدت نخل آرزوی وطن ای وجود تو آبروی وطن
ای وجود تو باعث راحت ای حیات من و همه ملت
عکسهای تو مینهم در پیش چهره ات دیده میروم از خویش
نور چشمان چرا نمی آیی؟ تا بیاید به دیده بینایی
در فراق تو مردن آسانست حیف یادت بدیده پنهانست
نه تو تنها عزیز پیش منی شرف و آبروی این وطنی
ملت از دوریت بجان آمد عالمی را بلب فغان آمد
ایخوش آندمکه در وطن باشی زینت و زیب انجمن باشی
نیستی یکنفس فراموشم به دعای سرتو می کوشم…
هر کجا اید در امان باشید همګی عافیت نشان باشید [۱۳]

علیا حضرته سرور سلطانه، چي د سراج الخواتین، دلچسپه زړور باز[۱] او شاغاسۍ انا په نومونو هم یادول سوېده، د سراج الملت والدین امیر حبیب الله خان رسمي ملکه او د اعلیحضرت امیر امان الله خان مور وه[۲]. سرور سلطانه سراج الخواتین، لومړنۍ مېرمن وه چي د معاصر افغانستان په سیاسي ډګر کښي وځلېده. سرور سلطان بېګمي، وطنپرستي، آزادي خواهي او سیاسي تفکر له خپل پلار لویناب شاغاسي شېردل خان او نیکه شاغاسي میرداد خان بارکزي څخه په میراث راوړی و. او خپل زوی اعلیحضرت امیر امان الله خان ته یې په هماغه وطنپرستۍ، آزادي خواهۍ او لوړ سیاسي تفکر وده ورکړه او سلطنت ته یې ورساوه. د شاه امان الله خان د اوږد اوروپایي سفر پر مهال، علیا حضرت بېګمي د اماني سلطنت د ستنو په ټینګولو کښي تر ټولو ښه او ستر رول ولوباوه[۳]. دا دلچسپه زړور باز د خپل خاندان سره یوځای چي د شاغاسیانو په کورنۍ او خاندان باندي یادول کېږي او د (کندهار د معروف) اصلي اوسېدونکي دي او د یاسین خان بارکزي (عمر خانزي) اولاده ده؛ د اماني دورې له پیل څخه تر پایه پوري یعني د ماشومتوب څخه نېولې بیا د اماني سلطنت تر پایه پوري یې بې ساري خدمتګذارۍ او سرښندني کړي دي [۴].
لمن لیکونه:
[1]: (Reform & Rebellion in Afghanistan۱۹۱۹-۱۹۲۹).
[۲]: هوتک، کندهاري وروڼه، پاڼه (۲۲۰).
[۳]: پوپلزی، سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، پاڼه (۱۲۶).
[۴]: سیستانی، سهم خاندان علیا حضرت در پیروزی امان الله خان.
هېره دي نه وي چي شاغاسیان په کاکړیو او لنډیو کښي هم یاد سوي دي او د مېرمن نغمې او فرهاد دریا په شمول ځینو افغان سندرغاړو د دوی په اړه سندري کمپوز کړي هم دي.
کاکړۍ
ښایسته لکه غمی دئ
زوم د آره شاغاسی دئټپې او لنډۍ
د شاغاسیانو پښتنه یم
هم ښایسته یم هم د لوړو کورو یمهپه ځان به ځنګه نه نازېږم
زه شاغاسۍ د کندهار راغلې یمهد شاغاسي د توري شرنګ دئ
چي سرداران د کندهار لوري ته ځینه
د شاغاسي هیبتي ږغ سو
مرګ مي قبول دئ بې ننګي نه قبلومهد شاغاسي تر غیرت جار سم
لکه زمری په خندا توپ لوري ته ځینه
دا وروستۍ ولسي او فولکلوریکه څلوريځه خو شاید چي د لوی کندهار ډېرو اوسېدونکو په کورنیو محفلونو او ودونو کښي اورېدلې وي:
څلوریځه
ښایسته ګل د انار دئ
په همزولو کښي سردار دئداسي زوم مو دروستلی
شاغاسي د کندهار دئ
لمنلیکونه (پورتني ټول معلومات په لاندني ماخذونو کښي درج دي):
[۱]: کندهاري وروڼه، محمد معصوم هوتک.
[۲]: سه مقالۀ تحقیقی در بارۀ سه خاندان تاریخي قندهار، کاندید اکاډمیسن اعظم سیستاني.
[۳]: پادشاهان متأخر افغانستان، میرزا یعقوب علي خافي.
[۴]: سیستاني، هماغه اثر.
[۵]: تاریخ سیاسی افغانستان، سید مهدي فرخ.
[۶]: دارالقضاء در افغانستان، عزیزالدین وکیلي پوپلزی.
[۷]: تاریخ خرقه شریفه قندهار، عزیزالدین وکیلي پوپلزی.
[۸]: پوپلزی، تاریخ خرقه شریفه قندهار.
[۹]: پوپلزی، دارالقضاء در افغانستان.
[۱۰]: سراج التواریخ، مُلا فیض محمد کاتب هزاره.
[۱۱]: آئینه شوري، محمد محسن صابر هروي.
[۱۲]: سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان، عزیز الدین وکیلي پوپلزی.
[۱۳]: سفرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور اسیا و اروپا 1306-1307، عزیز الدین وکیلي پوپلزی.
حُسن مبارک شاغاسی
۱۰-۶-۱۳۹۹ ه ش (۳۱/۸/۲۰۲۰ میلادي)
[…] ملکه سرورسلطانه شاغاسی بنام خداندان شاغاسی خیل (شاغاسیان) در تاریخ معاصر و سلسلهٔ سلطنت بارکزائی ثبت تاریخ […]