منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان او ایران د سرحدي سیالیو مخینه

داود جنبش

0 282

څه باندې یوه پېړۍ وړاندې، پر پوله د افغانستان او ایران د پوځي ټکر بیړه ني خبر له لندنه ترپترزبورګه، له قاهرې تر انقرې او له کلکتې تر مدینې د سیاستوالو او څارونکو غوږونه څَک کړي وو.

دغه مهال ایران د روس او برتانیا په دوه اړخیز تړون، د هغوی د نفوذ په سیمو ویشل شوی و، شمال یې د روسانو او جنوب یې د انګرېزانو تر عملي کنټرول لاندې و. عثماني تُرکیې یې هم د ځینو سیمو لور ته لاسونه غځولي وو.

د ایران خپل کورني حالات د مشروطه غورځنګ په ټوکېدو څپ څپانده شوي او په هره سیمه کې یې یوه واکمن او یوه ټولواک د مشرۍ دعوه درلوده.

افغانستان، که څه هم کورواک و او د ایران خلاف یې خاوره کې بهرني پوځیان نه درلودل، خو په بهرنۍ تګلاره کې یې د انګرېز بې اجازې یو ګام هم پورته کولی نه شو.

په داسې یوه سیاسي او جغرافي چاپېریال کې، د افغانستان او ایران د پوځي مخامختیا خبر ډېرو ته هېښوونکي و. په دغو خبرونو کې ظاهراً افغانستان تېری کوونکی ښودل شوی او تور لګېدلی چې د ایران د کمزورتیا په کارولو غواړي په سیستان کې پرمختګ وکړي.

داسې کوم رسمي سند چې وښیي افغانستان دې د انګرېز یا روس له خوا د دغه «تېري» په اړه سپیناوي ته اړشوی وي نه شته، خو په کابل کې د خپرېدونکې سراج الاخبار ورځپاڼې له غبرګونه دا اټکل کېدلی شي چې دغسې یو فشار هرومرو پر کابل راغلی. ورځپاڼې د لومړي کال په ۱۸ ګڼه (د ۱۹۱۲ جون) کې د سرحدي شخړې په اړه په لومړي ځل ولیکل:

د ورځپاڼو په ډېرو مخونو کې د سیستان له لوري د ایران د لوړ دولت پر مځکه دافغانستان د خدای پېرزو کړي لوړ دولت د پوځیانو د برید خبرونه راغلي اوخپاره شوي چې ټولو یې له ریښتیني حال په بې خبرۍ کې خبرې هسې اوږدې کړې دي.

سراج الاخبار

مانا دا چې افغانستان تېری نه دی کړی. نو اصلي خبره څه وه؟ د سراج الاخبار په همدغه ګڼه کې وړاندې لولو:

د سراج الاخبار هغه پاراګراف چې پر افغانستان د ایراني وسله والو د برید خبره کوي.

… عجیبه لا دا ده چې د افغانستان پر خاوره دایران د بې واکمنه خپلسرو وسله والو ډلو پر تېري هیچا هم خبره ونه کړه، او د تېري پړه یې د افغانستان پر دفاعي حالت واچوله. په داسې حال کې چې که د انصاف اورېښتیاوو په سترگو وکتل شي جوتېږي چې د افغانستان لوړ خدای پېرزوکړي دولت په دې تړاو څومره صبر او زغم کارولی دی.

خو دا بحثونه همدلته نه بشپړېږي. ظاهراً د لندن ټایمز ورځپاڼه په یوه مقاله کې دا کړکېچ د چارلس ډاروېن د «بقا مجادلې» له قانون سره سم بولي چې افغانستان یې پر خپل پرزېدلي ګاونډي – ایران یرغل ته هڅولی دی.

د «بقا مجادلې» اصطلاح د سراج الاخبار د مدیر محمود طرزي پام ور اړوي، او د خپلې ۲۱ ګڼې سرمقاله د همدغه قانون روښانولو او سپړلو ته ځانګړې کوي:

سبحان الله! د حیات د محاربې دا اخ و ډب – یعنې د ژوندانه له پاره جنگېدل بشریت ته لکه یو لوی غم چې وي! نه یوازې بشریت ؛ چې ټول طبیعي عالم دژوندانه له پاره په دې مبارزه کې په قتل او قتال اخته او جنگېدلو او نښتلو ته چمتو وینو! ځمکني داړونکي ژوي، هوایي څيروونکي مارغان، سمندري خوړونکي نهنگان؛ له هوسیو او کوترو، او کبانو سره له پلرونو ورپاته څه میراثي تربگني،او څه سیالي، او څه ناسازي لري، او د ځمکې پر میراث یا بل څه یې ترمنځ کومه دعوه ټوکېدلې چې د پیدایښت له پیله تر دا اوسه یو بل څیري، داړي او خوري؟

تر سرمقالې وروسته، طرزي بېرته د سیستان پرسر د افغانستان او ایران اخ و ډب ته ستنېږي. د سیمې په تاریخ کې په پلټنې پسې لیکي چې په اصل کې ټول سیستان د افغانستان برخه و، بیا لاس په لاس شوی او په پای کې په ختیځې او لوېدیځې برخو ویشل شوی چې لومړۍ هغه یې چې لویه ده د افغانستان او دویمه یې چې کوچنۍ ده د ایران په خاوره کې راغلې ده.

په افغاني سیستان کې د فراه او نیمروزولایتونه راځي. په دغه سیمه کې د کابل ضد وروستیو وسله والو خوځښتونو او په پارولو یې د ایران تورنېدو یو ځل بیا د دې دوو هېوادو د اړیکو تاریخ ته پام ور واړاوه.

دغه اړیکي، د نورو ګاونډیو پرتله د ۱۹۱۲ کال له اخ و ‌ډب او یو شمېر نورو جلا پېښو سره سره، تر ډېره سوله ییز پاتې شوي. ایران په شپږو ګاونډیو کې لومړنی او یوازینی هېواد دی چې له افغانستان سره یې د اوبو د وېش رسمي تړون لاسلیک کړی. د دغه تړون له مخې تهران ژمن شوی چې د هلمند په اوبو کې د حق په بدل کې، افغانستان ته د چابهار له لارې سمندر ته د وتلو لار ورکړي او له هغه ځایه د افغانستان تر سیستانه د اورګاډي پټلۍ وغځوي؛ هغه کار چې د افغانستان کورنیو شخړو یې د پلي کېدا مخه ونیوله.

البته د «لوی ایران» پلویان هم کم نه دي چې افغانستان «خپله خوږه جلا شوې برخه» بولي. ځینو ته همدا تړاو په افغانستان کې د لاسوهنو پلمه ایسېدلې، یا لږ تر لږه پر دغه بنسټ د لاسوهنې تورونه پورې شوي دي. بله موضوع د اوبنیو زېرمو د وېش او سرحدي نښو ده. د ایران مورخانو او چارواکو بیابیا ادعا کړې چې سیستان ټول د ایران برخه وه او د انګرېز منځګړي پلاوي یې په خیانت، یوه برخه د شلمې پېړۍ په پیل کې افغانستان ته ورکړه. په دغه سیمه کې له طالب وسله والو سره د تهران د لوژستیکي او پوځي مرستو وروستي تورونه چې تهران او طالبانو دواړو رد کړي، د زېرمو او ځمکو پر سر همدغو دعوو او سیالیو ته ورګرځي.

د ۱۹۱۲ کال شخړه څنګه وټوکېده؟

لوېدیځو او ځینو اسلامي ورځپاڼو فراه ولایت ته څېرمه د اخ و ډب پړه هغه مهال د افغانستان پر پرمختیا غوښتونکې تګلارې اچولې وه. ان د هند ځینو ایران پلوو ورځپاڼو هم دغسې یو نظر درلود. په دغو ورځپاڼو کې یوه حبل المتین وه چې په فارسي ژبه په کلکته کې خپرېده.

دغه ورځپاڼه د خپل شلم کال په نهمه ګڼه کې، پر کابل او تهران دواړو غږ کوي چې د اسلامي نړۍ له پاره پر دې حساس مهال له خپلمنځي شخړو لاس واخلي. د حبل المتین اشاره په بالقان او لېبیا کې دعثماني تُرکیې پر مستعمرو د یونان، بلغاریا او ایټالیا بریدونو (۱۹۱۱- ۱۹۱۲) او د روس او انګرېز له خوا د نفوذ پر سیمو د ایران ویشلو (۱۹۰۷) ته وه:

روښانه ده چې که عثماني (تُرکیه) تر پښو لاندې شوه ایران تر پښو لاندې شوی دی او که ایران تر پښو لاندې شي او ایران پاتې نه شي افغانستان هم بېخي پاتېدلی نه شي، که په سیاسي اصولو وي او که د اسلام د نوغي د ساتلو په نامه د ایران او افغانستان چارواکو ته بویه چې پرې نه ږدي سرحدي شخړې پېښې شي او د سرحدي چارواکو بې ځایه هیلې خبره داسې ځای ته ورسوي چې دواړو لورو ته زیان واوړي.

حبل المتین اوونیزې له کلکتې نه د افغانستان او ایران سرحدي حالات څارل.

حبل المتین لیکي مهمه نه ده چې څوک پړ دی اوڅوک وړ، جګړه دواړو لورو ته زیان اړوي او ځکه درول غواړي.

سراج الاخبار هم له کابله دغه غږ ته غبرګون ښیي او د حالاتو د لا روښانولو له پاره خپل دوه خبریالان یو په هرات او بل په چخانسور یا اوسني نیمرزو کې ګوماري چې سیمې ته ورشي او د خپلو سترګو لیدلی حال دخپرېدو له پاره ور واستوي.

دواړه رپوټونه په زړه پورې او د حساسو تاریخي شواهدو درلودونکي دي چې دلته راوړل کېږي.

د چخانسور د خبریال رپوټ

(سردارخداداد خان سیستانی) چې د ایراني سیستان په مخورو مشرانو کې راځي د جمادي الاول میاشتې پر لومړۍ نېټه له خپلو گڼو وگړو سره پر پوله راوښتی او د افغانستان په خاوره کې یې پر (وکدیله) کلي چې په (فتح کلا) کې پروت دی یرغل ور وړی او د افغانستان د لوړ دولت له اتباعو څخه یې د سلو کورونو مالونه تالا او لوټ کړي دي. او پر دې یې هم بسنه نه ده کړې او د وگړو عزت او ناموس ته یې هم لاس غځولی او د(محمد خان) په نامه د کلي د یوه مخور کس مېرمن او لوڼې یې تښتولې دي.

دا موضوع په یوه اوونۍ کې د عاجل ڈاک له لارې د چخانسور د حاکِم او سرحد وال جناب حاجي شېردل خان، او د دغه ځای د پوځي عسکرو د برگېډ جناب غلام احمد خان له خوا وړاندې او ورسره جوخت د هغو ځانگړو زده کړو له مخې چې کړې یې دي د منظمو لښکرو درې پوځي بلوکه او یو توپ هغې سیمې ته چې (دشتِ خوابگاه) نومېږي واستول شول.

دغو عسکرو ایراني سیستاني لنډغر وټکول او غوږونه یې ورتاو کړل او دوی یې له خپلو مورچلو چې په بې نښو او د دواړو لورو ترمنځ په لانجمنه سیمه کې یې جوړې کړې وې، او د لاس وهنې په بڼه په کې ناست وو، لیرې او پورته کړل.

او دغه راز بلوک مشر لوړپرتمی شېرمحمد خان له عبدالصمد خان سره د سیستان حاکم ښاغلي جناب حشمت الملک ته واستول شول. او له دغه حاکم نه له سردار خداداد خان نه د اښتنو پوښتنو، او د محمد نومي له مېرمنې او لوڼوسره یو ځای د افغاني وگړو د ټولو لوټ شویو مالونو ستنول وغوښتل شول. د فراه اوچخانسور عسکري فرقې پیاوړې کېږي.

د افغانستان د توپچي ځواک یو ټولګی چې یوه ډله یې له ایران سره نښتې ته استول شوې وه.

په چخانسور کې افغان خبریال خپل رپوټ په دې ګواښنې بشپړ کړی چې په سیمه کې افغان ولس پارېدلی او د ایراني سردار په دغه کړنه خورا ناخوښه دی. د چخانسور د خبریال نوم یاد شوی نه دی، خو د هرات خبریال د خپل رپوټ په پای کې د نامه لومړني توري «م. ص» ښیي.

په هرات کې د سراج الاخبار د ځانګړي خبریال موندنې:

د سراج الاخبار دا خبریال خپل رپوټ د ایران پرحالاتو له یوې لنډې تبصرې پیلوي چې څنګه په کې مشروطیت او د بهرنیو هېوادو لاسوهنو او پوځي شتوالي نظم او اداره له منځه وړې او په کړاوونو یې اخته کړی دی. وروسته لیکي:

د ایران سرحدي وگړو د خپل متبوع دولت د زور اونظم له نشتوالي گټه پورته کړه. څه موده د مخه د ایران بلوڅ پوونده وو د (قلعه کاها)،او (آناردرې) له لوري د څړ ځایونو له پاره د افغانستان د لوړ دولت پر خاوره تېری وکړ. او دغه راز تر دې لږ وړاندې د ایران د (قاینونو) ځینو وگړو پر برزخ (صفري) سیمه تېری کړی. د افغانستان د خاورې پولې ته څېرمه یې له هېڅ شرعي او نظامي حق پرته دځینو ځمکو آبادول او کرل پیل کړي چې دا کارونه له یوې مخې د ملگرتابه او گاونډیتوب له حقونو سرغړونه بلل کېده، او تر اوسه کله هم داسې یو څه نه و پېښ شوي.

په هرات کې د ځانګړي خبریال رپوټ د ایران پر حالاتو له تبصرې پیل شوی دی.

طبیعي ده چې د افغانستان د لوړدولت سرحدي ځواکونو ددغو پْرَديو یرغلگرو مخه ټینګه ونیوله او ویې شړل. نو پر دې بنسټ د دواړو لوړو دولتونو ترمنځ سیاسي لیکونه پیل شوي چې موږ یې هغه نور لیکونه چې د خراسان او سیستان د بهرنیو چارو د مسوول ښاغلي جناب حاجي (نبیل الملک) له خوا په مشهد کې د افغانستان د خدای پېرزو کړي دولت د وکیل التجار جناب عبدالله خان په لاس لوړې همایوني درشلې ته وړاندې شوي، او هغه ځواب او لارښوونې چې له لوړې سلطنتي پلازمېنې نه د هرات ښاغلي نایب الحکومه ته رسېدلي تر دې مهاله لا تر لاسه کړي نه دي چې که وروسته په لاس راغلل در وابه یې ستوم خو د ځینو نورو رسمي پاڼو له څېړنې چې د نایب الحکومه گۍ او مرکز او وکیل التجارترمنځ تللي او راغلي دي کره شوې چې تېری په اصل کې د ایران له خوا شوی نه دافغانستان له خوا .

سراج الاخبار
د عکس تشریح،د سرحدي شخړې رپوټ په مشهد کې افغان استازي مخامخ پاچا حبیب الله خان ته استاوه.

دا کره خبر هم تاسې ته درلېږم چې یوه عذرپاڼه د ښاغلي حشمت الملک او د ایراني لښکرو د مشر له خوا ښاغلي نایب الحکومه صاحب ته رارسېدلې چې د سردار خداداد خان له خوا یې پر شوې خطا بښنه غوښتې،او د فساد پړه یې ددغه سردار پر کشر ورور او تربرونو اچولې او د هغوی د غوږونو دتاوولو او د پړوني د ناغې په ډول یې له یوه اوښ سره د محمد خان نومي د مېرمنې اولوڼو د بېرته سپارلو لیکلی خبر ورکړی دی.

د دغو دوو رپوټونو تر خپرولو وروسته، محمود طرزي د دغه اوږده مطلب په پای کې :د تبصرې په ډول کاږي:

دا دی پر پېښپاڼو د تا ویلو ما ویلو رېښتینی حال چې د اسلامي نړۍ د یووالي پلویانو ته یې اوږدې اندېښنې اواټکلونه وراچولې دي. سیاسي حقوق پوهان به راسره ومني چې په دې مساله کې زموږسپېڅلي متبوع دولت د گاونډیتوب په برخه کې هوښیاري او درنښت او له ایراني دولت سره پر داسې یوه نازک مهال د شخړې د نه پارېدو له پاره خورا صبر او زغم کړی دی او که نه نو د خداداد خان حق نا پېژاندي او سپین سترگي کارونه چې د مالونو په وړلو او پرعزت او ناموس یې د تېرې په برخه کې خپله پوره لنډه غري او شوکماري ښودلې داسې څه نه دي چې افغانستان یې وزغملی شي.

محمود طرزي
سرچينه د افغانستان او ایران د سرحدي سیالیو مخینه
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!